د احسان الله آرینزي داستانونه (۳)
احسان الله آرینزی
فراري
سره له دې چې زما عمر ان دوولسو كالو ته رسېدلى و؛ خو د خپلې مور له خوږې غېږې څخه نه ليرې كېدم. ښه مې په ياد دي هغه روځ ما د خپلې مور خوږې غېږې ته پناه وړې وه، چې د اوښكو تروه مزه مې وڅكله. كله مې چې سترګې پرانستلې، مور مې ورو- ورو ژړل او روڼې اوښكې يې په سترګو كې له ورايه ځلېدې.
زه وبيريدم. ناڅاپي مې د مور له غيږې څخه پاڅېدم او پوښتنه مې وكړه:
_ ولې مورې؟ څه ټكه لويدلې چې داسې اوښكې تويوې؟
هغې څه ونه ويل او بلې خوا ته يې وكتل؛ خو ما راټينګه كړه او بيا مې وپوښتله:
_ ولې ژاړې مورې؟… ماته ووايه چې زړه مې چووي.
دا ځلې هغې په ژړه غوني غږ ځواب راكړ:
_ جګړه ده بچيه!
سره له دې چې زه د خپلې مور د خبرې په ټوله مانا پوه نه شوم؛ خو د هغې كرارې ژړا د يوه تراخه واقعيت منلو ته اړ كړم.
درې روځې وروسته موږ د كلي له جنګياليو سره د خداى پاماني د پاره غونډ شوي وو. ډېر كليوال د جومات په مخه کې ولاړ وو. د كور په سر يو سړى له پرديو سره د سترې جګړې د پاره تګ ته چمتو وو.
له كلي څخه اوږده كږليچنه لار، په غره كې د جنګياليو د پوځي اډې په لور غزېدلې وه. هلته د نورو كليو جنګيالو هم پټنځایونه درلودل. داسې ګونګوسى و چې ستره او اوږده جګړه په مخ كې ده. څو شيبې وروسته ديرش - پنځه دېرش ځوانان او پاخه سړي له خپلو وسلو سره، د غره په لور وخوځېدل. ځينو شا ته كتل او خپل لاسونه يې د خداى پاماني د پاره خوځول.
زما پلار د تګ په وخت كې، زما مورته پټ په غوږ كې وويل:
_تګ ته مې هېڅ زړه نه كېږي… دا ډېره لويه جګړه ده … پښې مې سمې نه ځي … دريغى چې نه واى تللى!
مور مې په تونده ورته وويل:
_ دا خبرې ستا له خولې سره بدې ښكاري! دريغى دا مې له تا څخه نه واى اورېدلې… دا ومنه چې كه زه نارينه واى، ځان به مې لس ځلې په دې جګړه كې وژلاى واى…
پلار مې شا اوخوا وكتل او ورو غوندې يې وويل:
_ د جګړې خوږې خبرې ، وخت يې تريخ دى! اوس دا خبرې كوې؛ خو كه ته رښتيا زما په ځاى واى، بيا دې بل شانې فكر كاوه… ګلدوست اكا وايي څوك پكې خانان شول، د چا لاړې ارتينې پكي!..
خداى ښه پوهېږي چې زما د مور او پلار مركه به څومره اوږده واى، كه د ډلې د مشر غږ نه واى جګ شوى:
_ شاګله مركه لنډه كړه چې ناوخته شو.
ما د ډلې لار څارله. دوى په يوه ليكه كې ورو- ورو خوځېدل او په مخ تلل. لږ ږرږسته وروسته ټول جنګيالي د سترګو الونيه شول او په غونډۍ واوښتل.
سپين سرو او ځوانو ښځو بيا د دوى د پاره دعاوې وكړې او په داسې حال كې چې ځينو لا هم ورو- ورو ژړل خپلو كورونو ته ستنې شوې.
***
په چينو كې اوبه د پخوا په شان خوټېدې ، د لمر زرينې وړانګې همغسې پريوتې او مرغانو د پخوا په شان سندرې بللې؛ خو لږ كسان ورته هوسېدل. په كلي كې هرڅه بدل شوي غوندې ښكارېدل. ډېر نارينه جګړې ته تللي او ځينې نور په غره كې د جنګياليو په اډه كې پراته وو. له كليو څخه د مستيو او خنداګانو كډې بار شوې او په ځاى يې غم او چوپتيا اړولى وو.
يوه روځ جومات ته د خانګل ليك راورسېد. خانګل هم په همغه لومړۍ ډله كې تللى و. دا په تيرو دوه _ دريو مياشتو كې د پرديسيو لومړنى ليك و. خانګل ويلي و چې كليوال ټول روغ رمټ دي او ليكلي يې و چې غلامى، نبي او جمال توره كړې او د ټولو سرونه يې هسك كړي دي . لكه چې دا درې واړه هلته ټپيان شوي وو!
لوستونكي بيا نور ليك په پټه ولوست. دوه درې ځلې يې شا او خوا وكتل او د خانګل او نورو انډيوالانو سلامونه يې خپلو- خپلو كورنيو او نورو كليوالو ته ورسول.
دا وخت دوه دريو كسانو هڅه وكړه چې ليك تر لاسه كړي؛ خو ملا صيب په جيب كې كيښود او د اذان د پاره پاڅېد:
-- الله اكبر…. الله اكبر….
قضا ماښام و چې زه كور ته لاړم. كه ګورم چې د مور سترګې تكې سرې دي او ژاړي. ما غېږه ځينې چاپيره كړه :
_ ولې مورې؟ … بيا څه شوي چې ژاړې؟
هغې هېڅ ځواب رانكړ او همغسې يې ژړل.
ما ورته وويل:
_ مورې … نن د خانګل اكا او زما د پلار او نورو كليوالو خط راغلى و . ملا صيب ټولو ته ولوست. نبي، غلامى او جمال ټپيان شوي؛ نو ته ولې ژاړې؟ زما پلارخو شكر جوړ دى.
زما مور په داسې حال كې چې ژړا يې نوره هم ډېرېده، وويل:
- دريغى ستا پلار هم ټپي واى! … دريغى وژل شوى واى! زموږ سترګې به يې ټولو كليوالو ته جګې كړې وې…
زه هك پك ولاړ وم او نه پوهېدم چې مور مې ولې دا خبرې كوي؟ په چرت كې ډوب شوم. دا پنځه – شپږ روځې هغه ډېره خپه وه. ډوډۍ يې نه خوړه، رنګ يې ژړ شوى و او تل به يې سترګې سرې ښكارېدې. زه ايله اوس پوه شوم چې هغه ژاړي هم …
دا وخت په كلا كې د پاده وان ږغ شو او زه د مال خوندي كولو ته ورغلم.
ناوخته بيرته كوټې ته ستون شوم. ناڅاپه مې د مور تندى خبرې واورېدې:
_ ډوډۍ په تا حرامه ده… ته كله په حلاله ډوډۍ ارزې ؟!
_ تا داسې كار نه دى كړى چې زه به چا ته پورته وګورم. تا زموږ سترګې د تل له پاره ټيټې كړې. تا ټولو ته و شرمولو!
زه لا نه وم پوه شوى چې مور مې له چا سره خبرې كوي او ولې دومره په غوسه ده. ما ويل دا څوك دى چې دومره سپكو سپورو خبرو ته يې غوږ نيولى او هېڅ نه وايي!
دومره پوه شوم چې كوم بد كار شوى. يوه ټكه لويدلې او يو پيغور جوړ شوى دى. ناڅاپه مې يو فكر د بريښنا په څير په ماغزو كې وځغستل:
_ نه چې پلار مې تښتی وي ؟!
دې فكر زما پښې كرختې غوندې كړې. زړه مې ټوپونه ووهل او په سترګو كې مې اوښكې راغلې.
بيا مې هم د خپلې مور خبرې واورېدې:
_ زما او ستا په پلار نيكه كې؛ خو چا داسې بې غيرتي نه وه كړې. دا چم تا چېرته او له چا زده كړى دى؟
لكه چې كوم نارينه هم څه وويل؛ خو غږ يې دومره ټيټ و چې ما هېڅ وانه ورېدل.
مور مې بيا هم وژړل.
_ ښه دې ټولو ته وشرمولو. زه به د ښځو له پيغورونو اوبه شم.. او زوى به دې تر مرګه پورې چا ته جګ ونه ګوري. داسې بې غيرتي دي خداى د چا دښمن ته نه پيښوي. نن وي كه سبا خلك خبرېږي. يا به څوك راشي او يا به خط راورسېږي، چې شاګل له جګړې څخه تښتی او كور ته تللى دى. ته به تركله پورې دلته پټ ناست يې؟
اوس نو زه په موضوع پوره پوه شوم. په سترګو مې توره شپه شوه، سرمې وچورلېده او د كلي د ملا د پرونيو كړو په مانا پوه شوم، چې مازديګر مهال يې د ګل خان د ليك لږ برخه ونه لوسته او شا او خوا يې وكتل. زه ايله اوس پوه شوم چې كله د ملا صيب سترګې په ما ولګېدې، لږ چورتي غوندې شو!
زما خپلې مور ته ډېره خوا بده شوه او په ځان مې هم زړه وسوزېد. ځان را ته بې غيرته او د پيغور وړ ښكاره شو. ټول وجود مې په خولو كې لوند شو. زړه مې وغوښتل چې په خپل پلار خوله ولګوم ...
بيا د خپلې مور ژړا او خبرو ته ځير شوم:
_ زه دې نور په كور كې نه شم پټولاى، ته غيرتي نه لرې. وطن پردو نیولی. خلك په سیالیو جګړو ته ځي؛ خو ته میدان پرېږدې او كور ته راځي… زما پوړنى د لويدلو په حال كې دى خدايه!
د مور خبرو ډېر په غوسه كړم. زړه مې وغوښتل چې كوټې ته ودانګم او خپل پلار تر ستوني ونيسم. زړه مې وغوښتل چې زموږ هغه لويه چاړه د ده په ګوګل كې ښخه كړم چې د مور زړه مې پرې يخ شي.
بيا مې هم د خپلي مور غږ تر غوږه شو:
- زه همدا اوس كلي ته وځم او نارې وهم چې يه خلكو شاګل راتښتی او كور ته راغلى دى. خلك هسې هم خبرېږي. دا به ښه وي چې زه يې خبر كړم. نور مې زړه پړک چووي. كه زه دا كار ونه كړم سبا به د كلي ښځو هسې هم خبرېږي … زه نور دا د ټيټو سترګو غلا نه شم كولاى. ستا تيښته يو شرم دى او دا چې ته په كور كې پټ يې دا بل شرم!
دا وخت زه هم په كوټه رننوتم. پلار مې په هغه كونج كې ډېر بيوزلى ناست و. د كوټې په مخامخ ديوال ټوپک ځوړند و. زه ټوپک ته ځير شوم او زړه مې وغوښتل چې هغه لوى جاغور يې په پلار تش كړم!
مور او پلار مې هم ټوپک ته ځير شول.
_ نور مې مه ځوروه… ستا خبرو لكه د تورو ګذار داغ داغ كړم. زه همدا اوس بېرته ځم!
زما د مور وچولى وغوړېد:
_ ځه خداى دې په مخ توره شپه كړه، ته د دعا وړ نه يې!
پلار مې وژړل:
_ بس كړه نو، زه ځم او تر څو چې ژوندى يم بېرته نه راځم .
مور مې خپل پوړنى په سر سم كړ او خوشاله غوندې شوه:
_ دريغى ته داسې وكړې. په ما، په ځان او اولاد دې ورحمېږه. په همغه لاره چې راغلى يې، بېرته ستون شه؛ خو پام چې څوك دې و نه ويني!
ماښام مهال پلار ټوپک پورته كړ، له كوره ووت، د ژورې کندې لار یې ونیوه او له سترګو الونیه شو.
پاى
11/4/1994
حيات اّباد- پېښور
د اور کرونده
د هغه د ناروغۍ په هكله مې ډېرې خبرې اورېدلې وې. ډېر ځوان و او داسې ښكارېده چې دنګه ونه يې، د پرله پسې او ناڅاپي پيښو په لمبو كې سوزيدلى ده.
دا ځوان ټپې يې لڼده موده مخكې له ګڼ شمېر نورو ټپيانو سره يو ځاى، له يوې ليرې سيمې څخه روغتون ته راوړى و.
دې ټپي او نورو ټپيانو ډېر توپير درلود. نور به كرار پراته وو؛ خو ده ليونتوب هم كاوه. څو ځلې يې روغتون په چيغو ډك كړى و او په وار- وار يې له خپل كټ او خپلې كوټې څخه بهر ته، دهليزونو ته ټوپ كړى وو.
نن هم پوره ناكراره و. ټولو ويل چې ده خپلې ټولې جامې څيرلې وې او همدا چييغې يې وهلې:
- ما ووژنۍ... زه يو قاتل يم!
هغه وخت چې ډله ډاكتران د ده سرته ودرېدل، يوه ټپي بل ته وويل:
- اوس نو پوره ليونى شوى دى، څو روځې مخكې لا ښه و...
هغه بل سر وخوځاوه او ځواب يې وركړ:
- هو... دى په ډېره ځوانۍ كې ليونى شو...
د څانګې مشر پوښتنه وكړه:
-... نو تاسو ځان د ده په تداوي كې نا كام بولي؟
د څانګې سپين سري ډاكتر ځواب وركړ:
- موږه ډېره هڅه وكړه؛ خو د ده رنځ ډېر دى. دى موږ ته هېڅ نه وايي... يا پټه خوله پروت وي او يا په واز كومې په دهليزونو كې چيغې وهي او همدا وايي چې:
- زه يو قاتل يم ... ما ووژنئ!
او وې ویل:
- موږ په دې روغتون كې د ده په شان ډېر ناروغان لرو، ټول ټپيان دي؛ خو دى...
د څانګې مشر ما ته چې د ده څنګ ته ولاړ وم مخ راواړوه. ما د سر په خوځولو د مشر ډاكتر خبرې تاييد كړې او و مې ویل:
- داسې ښكاري چې ناروغ د درد په زورورو منګولو كې ايساردى. دا ټپونه يې رغيږي؛ خو دى داسې پټ دردونه لري چې موږ نه پرې پوهېږو . فكر كوم زموږ هڅې به بريالۍ نه شي...
نور نو زما حوصله پاى ته ورسېده. د څانګې له مشر نه مې رخصت واخيست او له كوټى څخه ووتم .
بهر زما په سترګو كې د يوه ځوان ټپې څيره انځورېده، چې د سر ببر ويښتان يې لور په لور شيندل شوي، سترګې يې د وينو د جامونو په څير سرې دي، په سپيرو شونډو يې وينې وچې شوې، پرله پسې ژاړي او چيغې وهي:
- زه يو قاتل يم ... ما ووژنئ... زه يو قاتل يم!
***
كله چې بيا د روغتون د پنځم پوړ لومړى كوټې ته ننوتم، كتل مې چې كوټه بيا په ناروغانو او ډاكترانو ډكه ده. ځوان ټپي د يوې لويې ډلې په مينځ كې په ګونډو ناست دى او په لپو- لپو ژاړي. داسې ښكارېده چې نور نو په ډېرو چيغو ستومانه شوى او پرله پسې يې دا جملي تكرارولې:
- ما و ... و... ژنئ... زه... يو قاتل ...يم م م.
كله مو چې په بستره وغځاوه او گڼه ګوڼه كمه شوه زه ورنژدې شوم.
ناروغ پوښتنه وكړه:
- ته څوك يې؟
ما په خوشالۍ ځواب وركړ:
- زه ستا نوى معالج ډاكتر يم اوستا د مرستې له پاره راغلى يم.
ده ورو وويل :
- مرسته !؟
ما ژر ځواب وكړ:
- هو... هو مرسته.
ده خپلې سترګې پټې كړې او ورو يې وويل:
- زه مرګ ته اړ يم! دا مرسته راسره كولى شي؟
او په داسې حال كې چې مخ يې بل لورته ګرزاوه وويل:
- زه ... يو... قاتل ...يم ...م م . ما ... ووژنه. دا... تر...ټولو ...ستره ...مر...مرسته ...ده!
***
د سپين ږيري ټپي خبرې كيسو ته ورته وي. يوازې په غوږونو نه ننوتې، ان د زړه مراندې يې خوځولې او د ماغزو په سلول- سلول ننوتې ؛ ځكه نو ښه ورته ځيرشوم او غوږونه مې ورته څك كړل:
( ښكلى كلى په شنو ونو پوښلى و او پراخه ورشوګانې يې مخې ته غوړيدلې وې. موږ به هر سهار د اوبو د مستو څپو په شنهار كې، د كار په لور خوځيدو او په خوښيو كې به مو مستې- مستې نجونې او ځوانان اوښتل رااوښتل.
خو ناڅاپه په خانيو سره ورانه شوه. خانانو يو بل ته سترګې برګې او بريتونه تاو كړل. دوى خپلې ډلې سمبال كړې او نا څاپه په كلي تندر پريووت.
په كلي ناپايه ناروغي خوره شوه. كلى په دوو ډلو وويشل شو. په يوه كور كې كورګى جوړ شول. شنه كښتونه وسول او په سلګونه ورخونه په سنګرونو بدل شول.
ورور د ورور دښمن شو او هره خوا د سرو لمبو تخمونه وكرل شول. ورو- ورو په كلي د ننه تور پوړنى او تر كلي بهر د سرو جنډو كروندې ډېرېدې).
سپين ږيري ټپي موږ ته ځير شو او خپلو خبرو ته يې دوام وركړ:
- ( د مرګ او ژوند په دې لوبه كې ډيرې څېرې زما تر سترګو كيږي. ډېرو كسان زما ذهن ته راځي. ځينې ښه روښانه ښكاري او ځينې د بريښنا د يوه پړك په څېر بليږي او بيا وركيږي...
په دې څېرو كې زما د خواږه ملګري، د كلي د ځوان ښوونكي مراد څيره ډېره هسكه ځليږي اوهېڅ مې نه هېرېږي ... ما د هغه د ژوند داسې شيبې ولېدې، چې هيچا ان ده په خپله هم نه دى ليدلى. لنډې؛ خو عجيبې شيبې! نه هيرېدونكې او له ما سره تل پاييدونكې شيبې.)
سپین ږيري لیرې وکتل او لکه له ځانه سره چې خبرې کوي، ورو-ورو وویل:
( په كلي او ورشوګانو باندې د اور باران پريوتى و، لکه په هر لورى چې سرې لمبې کرل شوې او سيمه په ډزو او لوګيو ډكه وه. د ځنګل ونې پرله پسې نړېدې او د زلمو دنګې ځوانئ خاورې کېدې... په نريو- نريو لارو باندې خلك لالهانده بهيدل او له نړيدلو ودانيو څخه دوړې او خاورې پورته كېدې...
ماښام مهال و؛ خو سترګو لا څار كولاى شواى. مخامخ لمر لويدو د اسمان په لمنو اور لګولی و او دلته د اور خورى- ورې لمبې د ماښامني باد له څپو سره لور په لور خوځيدې .
له ليرې ډزې اورېدل كېدې. د كلي ساه په ټپه درېدلې وه او لمنې يې په وينو سرې وې...
زه لږ وخوځېدم او ځان مې تګ ته چمتو كړ. په ستونزو پاڅيدم او كوږ كيڼ روان شوم. هره خوا ځوانې لښتې پرتې وې او سپږمې مې لوګيو تريوولې. كمزوى زګيروى مې تر غوږه شو:
- ا ...ا...اخ...
ناڅاپه مې ځوان ښوونكې مراد وليد چې لويږي او پاڅيږي او تروره- تروره ځغلي.
لكه چې په دې مخامخ دوړو كې د ده كور و. ما هلته څه شي نه ليدل. شنې لوخړې پورته كېدې او د اور يوې نيمې سرې لمبې به هغه ځاى لږ روښانه كړ.
داسې ښكارېده چې ده خپل كور ته دانګل اوغوڅې- غوڅې نارې يې وهلې.
- نوا...به ...اجم... مله ...
نور نو په ما كې هم د تګ وس نه و پاتې. ودرېدم او د ده په ننداره بوخت شوم.
دى د خاورو يوه څلي ته وخوت. په بېړه - بېړه يې شا او خوا وكتل او په منګولو يې په خاورو برېد وكړ.
لكه چې ده خپل كور پېژندلى و. ما هېڅ مرسته نه شواى كولاى، د درېدلو وس مې نه درلود، د اور لمبو زما سيورى دومره اوږد كړى و چې كله - كله به ان د مراد تر پښو پورى رسېده.
ده لا هم چيغې وهلې:
- اجمله... اجمله زويه ... نو ... نوابه زويه.
تر پښو لاندې يې د خاورو له كوټې څخه لا هم دوړې پورته كېدى او ده همغسې په منګولو خاورې بېرته كولې.
زه لا هم د ده په ننداره بوخت وم. ځان را نه هير شوى او جامې مې ورو - ورو په وينو سرې كېدې. ډډه مې سوزيده او له خوځيدو پاتې كېدم.
ما ته داسې وبرېښېده چې په سلګونو تنو د خاورو په غونډيو ګونډې وهلې او په خاورو خپړې لګوي.
غوږونه مې په دې چيغو ډك شوي وو.
- مرسته !!...
خو په دې چيغو كې دا لنډې چيغې، د مراد چيغې پوره پېژندل كېدې:
- نوابه زويه... اجمله زويه...
او چې كتل مې ناڅاپه مې له ليرې يو ښځينه غږ هم تر غوږه شو.
-چېرې دي؟... ودې موندل؟ ژوندي دي؟ خو كله يې چې د مراد تشو لاسونو ته وكتل دې هم چيغې كړې:
- نوابه ... اجمله ...
دا هم د مراد څنګ ته كيناسته او په منګولو يې خاورې بېرته كولې.
باد د ښځې ويښته لور په لور شيندل، جامې يې سوزيدلې ښكارېدې او د اور لمبې نيغې د دې په لور الوتې.
دا وخت دا چيغې په ګډه اورېدل كيډې:
- نوابه... اجمله...
زما ډډه لا هم سوزيده او جامې مې په وينو نورې هم لمديدې. په ډېر زور څو ګامه وړاندې ورغلم. زما سيورى د اور د لمبو په رڼا كې د دوى په مخكې په خوځېدو شو.
نا څاپه مراد پاڅېده. په بېړه - بېړه يې شا او خوا وكتل او له خاورو څخه يې ټوپ كړل. څو ځلې ولويد او پاڅېد او لالهانده يې شا اوخوا وكتل، ښځه همغسې د خاورو په شوكولو بوخته وه او په دې كار كې يې ډېره بېړه كوله.
څو شيبې لا نه وې تېرې چې مراد بېرته راغبرګ شو، لكه چې كوم بيل يې راوړى و... ښه ورته ځير شوم، بېل نه ټوپك و! زه هك اريان ولاړ وم او نه پوهېدم چې معلم په دې ټوپك څه كول غواړي؟ څوك پرې وژني؟
زه لا همغسې په سوچونو كې لاهو وم چې مراد په خپله ښځه برېد وكړ. هغه يې تر ويښتو ونيوه او كش يې كړه. بيوسه ښځه پړمخې پريوته او نه پوهېده چې ولې له داسې صحنې سره مخامخ شوې ده؟
- ته نور نو د ژوند لياقت نه لرې... بې زويه مور... بې زامنو مور... بې كوره ښځه... ژوند څه كوي؟
او بې له ځنډه د ټوپك څو ډزې وشوې. ښځه د يوې كوترې په څېر څو ځلې پورته شوه او ولويده اوبېوسه پريوته .
د ټوپك ډزې په ماخستنې تياره كې ژر وركې شوې. دې ډزو د ښځې غږ چوپ كړ او نور؛ نو ما هغه ښځينه غږ وانه ورېد چې څو شيبې مخكې يې زما غوږونه ډك كړي وو.
- زما ښكلو بچيانو... نوابه ... اجمله ...
لږ ځنډ وروسته مراد د اور په لور ودانګل. ټوپك يې ګزار كړ او چيغې يې كړې:
- اوس نو زه هم يو قاتل شوم...
بيا يې منډه واخيسته او د تيارې او لمبو په ځنګل كې ورك شو).
سپين ږيري ټپي بيا وويل چې ما لا هم چيغې اورېدې:
- ( زه يو قاتل يم... ما ووژني... زه يو قاتل يم ... ما ووژنئ...)
***
د سپين ږيري ټپې كيسې لا دوام درلود چې ناڅاپه د څنګ په كوټه كې بيا غوغا جوړه شوه :
- زه يو قاتل يم ... ما ووژنئ... زه يو قاتل يم.. ما ووژنئ!
پاى
۱۶/۴/۱۳۶۷
باغبالا مېنه كابل
-------------------------------------------------------------------------
د احسان الله آرینزي ژباړه
د ژباړې کال: ۱۳۵۹ هه ش
اتللو
اتللو د برتانیا د ستر او منلی شاعر او ننداره لیکونکی ویلیام شکسپیر ، له څلورګونو او تراژیدي نندارو څخه ده.
شکسپیر په خپل لنډ ژوندانه کې د نه ستړي کېدونکو هڅو او هلو ځلو په توسن، د نړۍ د سترو شاعرانو او ننداره لیکونکو له ډلې څخه وشمېرل شو.
د شکسپیر نوموتي آثار دا دي: املت، اتللو، رومیو او ژولیت او مکبث او ونیزي سوداګر.
شکسپیر په نوموتې تراژیدي (اتللو) کې، یوه ژوره او سپیڅلې (مینه) انځور کړی، چې د یوې بې ځایه کینې له امله په وینو لړل کېږي. اتللو یو پاک، مهربانه، زړور او رښتیانی مین او یو غیرتي او دروند میړه دی، چې په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو او سختیو سره مخامخ شوی او ټول یې په ډېره حوصله زغملي دي؛ خو د خپل شرف په سپینه لمن د بې ننګۍ تور داغ نه شي زغملی. همدا تعصب او له شرافت او ښه نامه سره د ده لیونۍ مینه د دې باعث کېږي، چې خپله پاکه او آسماني مینه یا په بله ژبه خپله پاکه، ښکلۍ او وفاداره ښځه له لاسه ورکړي.
د اتللو د اوږدې نندارې دا لنډیز د بل برتانوي لیکوال (چارلز لمب) د کیسې له مخې برابره او ژباړل شوې ده.
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
د ( ونیز) یو لوی سړی چې (بربانتو) نومید او د ښاري شوری وکیل و، د (دزدمونا) په نامه یوه داسې ښایسته پیغله لور درلوده چې په ښکلا ، نازکتوب او هوښارۍ کې د ښار تر ټولو پیغلو مخکې او وتلې وه. له هغه ځایه چې (دزدمونا) ته په خپل بیساري ښایست سربېره، د پلار تر مړینې وروسته ډېره شتمنۍ هم پاته کیده؛ ځکه یې ګڼ شمېر ریباران درلودل، چې ټول د ښار شتمن او د سترو کورنیو خلک وو ؛خو ښکلې پیغلې یوازې (اتللو) ته ارزښت ورکاوه.
(اتللو) یو مراکشي تورپوستی ځوان و چې پلرونو او نیکونو یې د خپلې قبیلې په لویانو پورې اړه درلوده. د (دزدمونا) په پلار (بربانتو) باندې دا شریف تورپوستی ځوان هومره ګران شوی و، چې کله نا کله به یې خپل کور ته مېلمه کاوه.
دې میلمستیاګانو ورو- ورو د اتللو او دزدمونا په زړونو کې، د نژدیوالي او ګرانښت داسې یو خوندور احساس وپاراوه، چې لنډه موده وروسته په یوه لیونۍ مینه بدل شو.
اتللو د ونیز په پوځ کې سرتیری و؛ خو ژر د زړورتیا، میړانې او لیاقت په توسن، د افسر په توګه وټاکل شو.
د اتللو ټوله ځواني د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په ګرزېدو او د تجاربو په غوڼدولو تېره شوې وه.
کله به چې اتللو ښکلې دزدمونا ته، د خپلو سفرونو د ستونزو او کړاوونو په هکله لنډې- لنډې کیسې کولې، دا به هومره لیواله شوه چې له کار او ژوند څخه به یې لاس ونیول. دا لیوالتوب ورو- ورو په یوه سوزنده مینه بدل او دواړو د بربانتو له اجازې پرته واده وکړ.
بربانتو څه موده وروسته د خپلې لور په واده خبر شو. ده چې د خپلې لور د راتلونکي ژوندانه د هوساینې او نیکمرغی د پاره ډېر ارمانونه درلودل، هومره په غوسه شو چې ښاري شوری ته په غرض ورغی او وې ویل چې دې مراکشی تورپوستی ځوان، د ده لور په کوډو تېرایستی ده.
دا مهال دښنه وو( دښمن) په قبرس برید وکړ، چې هغه وخت د (ونیز) له توابعو څخه بلل کېده. د ښار شوری اتللو په دوه دلیله وغوښت.
لومړی دا چې د یوه تکړه افسر په توګه له قبرس څخه د دفاع چارې په غاړه واخلي او بل دا چې د دزدمونا د تیرایستنې په تور محاکمه شي. د محاکمې په بهیر کې څرګنده شوه، چې اتللو یوازې د مینې په تور نیول شوی؛ ځکه دزدمونا د قاضیانو په وړاندې وویل چې اتللو پری ګران دی او په خپله خوښه یې واده ورسره کړې دی. بربانتو پړ شو، اتللو یې وغوښت او د پښیمانۍ څرګندولو په ترڅ کې یې د هغه په غوږ کې وویل: شکر چې له دزدمونا پرته بله لور نه لرم او که نه له کوره به مې بهر ته وای پرېښې!
اتللو یوه کوچنۍ میلمستیا جوړه کړه او له خپلې ځوانۍ او ښکلۍ ښځې سره، د خپل نوي ماموریت په لور وخوځېد.
اتللو په قبرس کې په دې پوه شو چې یو سمندري توپان، د دښنه وو ټولې بېړۍ ډوبې کړې او په دې ټاپو د یرغل وېره په بشپړه توګه، له منځه تللې او ځکه یې امر وکړ چې د قبرس د اوسېدونکو او ونيزي پوځیانو، په ګډون دې د خوشالیو یو لوی جشن جوړ شي. په همدې وخت کې اتللو د ټاپو د امنیت او ښاري نظم چارې، خپل نژدې ملګري او مرستیال( کاسیو) ته وسپارلې.
ځوان کاسیو په صورت او سیرت دواړو ښکلی او پاک انسان و.
اتللو له ډېرې مودې راهیسې کاسیو د ملګرتیا له پاره ټاکلی او هومره پرې ډاډه و، چې دزدمونا ته یې د خپلې مینې ځینې لومړني پیامونه، د ده په لاس هغې ته استول. له همدې امله ځوان کاسیو په دزدمونا باندې هم د ورور په شان ګران و او حتی د اتللو په مخ کې یې له ده سره ټوکې ټکالې کولې.
د اتللو له خوا ځوان کاسیو ته د واک سپارل، په یو پخواني افسر چې (یاګو) نومید او ځان یې تر کاسیو ډېر پوه، زړور او غیرتي ګاڼه، بد ولګیده او پرېکړه یې وکړه چې له دې مراکشي پوځي قوماندان څخه کسات واخلي. یاګو د مخه هم له ده سره کینه درلوده او فکر یې کاوه چې اتللو د ده له ښځې سره پټې اړیکې لري.
یاګو د اتللو، دزدمونا او کاسیو په ژوند کې تر ژورې څېړنې وروسته، په دې پوه شو چې که د مراکشي قوماندان په وجود کې د کینې او حسادت څپې وپاروي، د سوزنده اور لمبې به یې اتللو، دزدمونا او کاسیو دری واړه خاورې ایرې کړي. یاګو چې د دې توطیې د عملي کولو د پاره شیبې شمیرلې، د قبرس د سولې او خيلواکۍ د جشن په شپه ځوان کاسیو ته شراب ورکړل. یاګو مخکې یو افسر پوهولی و چې له کاسیو سره يه داسې مسایلو خبرې وکړي چې د هغه نه خوښېږي. د یاګو د نقشې له مخې د دواړو افسرانو تر مینځ، له اوږدو ناندریو وروسته جګړه وشوه. ځینې پوځیان د یو او ځینې د بل په ننګه ودرېدل او خونړۍ وروروژنه پیل شوه.
یاګو د پېښې د غټوالي د پاره د پوځي کلا د بیړنیو حالاتو زنګونه وکړنګول. اتللو د خوب له خونې څخه ورودانګل او جګړه یې ودروله.
کاسیو له ډېره شرمه خپله مستي هيره کړی او پټه خوله ولاړ و. یاګو په داسې خوږو الفاظو چې ظاهراً یې کاسیو ملامت نه باله؛ خو په باطن کې یې د هغه لږ ګناه څو ځلې غټه ښودله، اتللو د پېښې په بهیر خبر کړ. اتللو هومره په غوسه و چې کاسیو یې له خپلې مرستیالی ګوښه کړ.
کاسیو چې یاګو ته د یو ښه دوست په سترګه کتل، له ده څخه وغوښتل چې له اتللو څخه یې عذر وغواړي. شیطان افسر چې خپل بېخونده بریالیتوب ته نژدې شوی و کاسیو ته وویل:
دزدمونا ته ورشه او له هغې مرسته وغواړه. اتللو د خپلې ښکلې ښځې خبرې مني.
ځوان افسر د دې شیطان په خبرو وغولید. سملاسي دزدمونا ته ورغی او هغه یې په پېښه خبره کړه. د پاک او مهربانه زړه خاوندې دزدمونا، کاسیو ته وعده ورکړه چې ژر به د هغه او خپل میړه تر منځ د روغې جوړې لاره اواره کړي.
کاسیو د اتللو له کوره دراوتو په وخت کې، له زړور مراکشي قوماندان او شیطان یاګو سره مخامخ شو. یاګو ټنډه تروه کړه او ویې ویل:
دا نو ښه کار نه دی، زه خو یې نه شم زغملای ...
په کور کې دزدمونا له اتللو سره د کاسیو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې ځوان افسر په ننواتې راغلی و. دزدمونا له اتللو څخه وغوښتل چې د خپل ګران او پخواني ملګري کاسیو عذر ومني او ګناه یې وبښي. اتللو له ډېره ځنډه وروسته د خپلې ښکلې ښځې خبرې ومنلې او ژمنه یې وکړه چې ژر به کاسیو بیا د خپل مرستیال په توګه وټاکي.
بله ورځ بیا هم یاګو له اتللو سره د کاسیو په هکله خبرې وکړې. په دې کتنه کې یاګو له اتللو څخه د ځوان کاسیو په هکله هومره ډېرې او بېلابېلې پوښتنې وکړې ، چې د دې مراکشي زړه ور قوماندان په پاک زړه کې یې د کینې او حسد رېښې وزغلولې. د دې کتنې په پای کې اتللو خپل روحي آرام د لاسه ورکړ او د خپلې ښځې د کړو وړو په هکله شکمن شو. ورو- ورو له هر څه او هر چا څخه بیزاره شو او تل به د ښکلې دزدمونا د خیانت په فکر کې ډوب و. شپې یې په ویښه تېرولې او زړه یې د کینې او حسد په لمبو ډک و. دا وخت ښه او بد، شپه او ورځ او سپین او تور ټول اتللو ته یو شان ښکارېدل او له ژونده یې لاس وینځلې و.
کله - کله به یاګو وریاد شو او ښکنځلې به یې ورته وکړې چې کاشکې په دې راز یې نه وای خبر کړی. یاګو چې تل به له زړور مراکشي قوماندان سره یو ځای و، د ده په ځور او زړه خوړینوالي ډېر خوشاله کېده او پر له پسې یې هڅه کوله، چې د اتللو بدمرغي نوره هم ډېره کړي. اتللو، یاګو ته ویلي و چې د یو کوچني سند په پیدا کېدو به کاسیو خونړیو جلادانو ته وسپاري.
یاګو په دې هم پوهیدلی و چې اتللو هرومرو یوه ورځ، له ده څخه سند غواړي. له همدې یې خپله ښځه (امیلیا) وهڅوله چې د دزدمونا له خونې څخه یو دسمال پټ کړي.
یاګو د دزدمونا ښکلی دسمال د ځوان کاسیو په لاره وغورزاوه.
کاسیو دسمال پورته کړ او په خپل جیب کې یې کېښود. ځوان کاسیو په دې نه پوهېده چې دا کار به د ده له یاره څومره ستونزې پیدا کړي.
د یاګو د اټکل له مخې، زړور مراکشي قوماندان، چې د کینې او حسد په لمبو سوزیده، یوه ورځ یاګو تر ستوني ونیو او ویې ویل: که د خپلو پخوانیو خبرو له پآره سند وړاندې نه کړي، د یوه سپي په شان به دې ووژنم.
یاګو خپل ستونی د اتللو له زورورو منګولو خلاص کړ او ویې ویل:
تا له دزدمونا سره داسې یو ښکلی دسمال لیدلی چې سره ګلونه لري ؟
اتللو وویل: هو! هو دا دسمال ما دزدمونا ته ورکړی و. یاګو وویل چې کاسیو پرون په همدې دسمال د خپل تندي خولې پاکولې!
اتللو وویل: که ستا خبرې رښتیا وي، د سترګو په رپ کې به نړۍ له دې دوو خاینو او ناولیو انسانانو څخه پاکه کړم.
اتللو په مات زړه کور ته ستون شو او د سر د خوږو او تړلو په پلمه یې له دزدمونا څخه یو دسمال وغوښت. دزدمونا دسمال راوړ او اتللو ته یې ورکړ.
اتللو ورته وویل: هغه دسمال راوړه چې د واده په شپه مې تا ته درکړی و.
دزدمونا ټول کور لټ په لټ کړ؛ خو په تش لاس ستنه شوه او ويې ویل:
اوس خو مې پیدا نه کړ. نه پوهېږم چیرته مې ایښی دی.
اتللو چې له ډېره قهره خپلې شونډې چیچلې او پلمه یې لټوله، په چیغو وویل: ستا دا ګناه نشم بښلای. تا څنګه هغه دسمال چې ما ته له خپلې ګرانې مور څخه پاته شوی و، ورک کړی او له لاسه ایستلی دی.
دزدمونا چې د اتللو دې بیساري غوسې هیرولې وه، د ده د آرامولو د پاره یې د کاسیو خبرې یادې کړې او په خوږه ژبه یې وویل: ته ځان غوسه نیسې چې زه د کاسیو د بیا ټاکنې په هکله څه ونه وایم، هه؟
دزدمونا څه پوهېده چې د خپل میړه د کینې، حسد او غوسې څپې یې سل واره ډېرې کړی. اتللو پاڅېد او په پټه خوله له کوره ووت.
دزدمونا چې د اتللو دومره غوسې اریانه کړې وه، بېسده پریوته. څو شیبې وروسته اتللو د یوه خونړي جلاد په توګه راورسېد. ښکلې دزدمونا اوږده پرته او ویده غوندې وه. اتللو ته ارمان ورغی چې څنګه دا تنکی وجود په توره وهل کېږي؟ دزدمونا ته نژدی ورغی او د وروستي ځل له پاره یې په شونډو ښکل کړه. د دزدمونا شونډې هومره په زړه پورې او خوږې وې چې اتللو څو ځلې ښکل کړې، په مخ یې هم ښکل کړه او په ډېر ارمان یې ورته وکتل.
لږ ځنډ وروسته د خونې بلې خوا ته لاړ او خپله توره یې هلته کېښوده. دزدمونا هم وېښه شوه. د اتللو په سترګو کې وینې غونډې شوې وې. دزدمونا پوه شوه چې د اتللو په زړه کې څه دي. اتللو ورته وویل:
وروستې دعا دې وکړه او ځان مرګ ته چمتو کړه!
دزدمونا له ژړا څخه شنه شوه او ویې ویل: ګرانه اتللو، ما څه کړي چې وژنې مې؟
اتللو، دزدمونا د خپل زړه په راز خبره کړه. دسمال یې هم یاد کړ. دزدمونا هڅه وکړه چې ځان سپین وښيي؛ خو د اتللو زورورې منګولې یې تر ستونې وڅرخېدې او غږ یې ټپ شو.
دا ښکلي ګل په څو شیبو کې ورژید او د مرګ څپیړې وواهه. اتللو د خپلې ښکلې ښځې له وژلو څخه خلاص شوی و، چې دروازه بېرته شوه او کاسیو له څو کسانو سره راغی. کاسیو ټپي او په وینو سور و.
پېښه داسې وه چې یاګو خپل یو ملګری، د ځوان کاسیو وژلو ته ګومارلی و. له هغه ځایه چې نوموړی د کاسیو په وژلو نه و بریالی شوی او هغه یې یوازې ټپی کړی و، د یاګو له خوا ووژل شو چې خلک په دې راز پوه نه شي؛ خو ځینو پوځیانو د وژل شوي نفر په جیب کې هغه لیک پبدا کړی و، چې یاګو لیکلی او د ځوان کاسیو بشپړه بیګناهي یې ثابتوله.
له همدې امله ځوان کاسیو د خپل زړور قوماندان او پخواني ملګري اتللو کور ته لاړ، چې هغه وپوښتي چې څله یې یاګو د ده وژلو ته هڅولی و؟
خو اتللو هغه وخت په واقعیت او د خپلې ښکلې ښځې په پاک لمتنوب پوه شو، چې کار له کاره تیر شوی او تنکۍ دزدمونا وژل شوې وه. ځان یې د دزدمونا په مړي واچاوه او مخکې له دې چې کاسیو یا نور حاضرین، د ده مخه ونیولای شي، ځان په توره وواهه. تیرې تورې د اتللو زړه سوری کړ او توربخونې وینې یې د دزدمونا له وینو سره یو ځای شوې..
د اتللو نژدې ملګرو له حسود او شیطان یاګو څخه،د ځوانیمرګ اتللو کسات واخست. هغه یې تر تیغ تیر کړ او د ونیز ښاري شوری یې په پېښو خبره کړه.
پای
ژرنده ګړى
له هغه وخته راهيسې چې ما پېژانده، دى زوړ و. ژرنده ګړى بابا په ما ډېر گران و. تل به يې سپينې جامې اغوستې او وړوكې پګړۍ تړله. ببره اوږده ږېره به يې چې نور نو يو تور ويښته هم پكې نه و پاته، د ځړوبي په شانې خوره وه. دا ږيره به تل د اوړو په ګرد سپېره او ګلالۍ ښكارېده.
په نورو سيمو كې دا دود و چې د غنمو خاوند به په ژرنده كې تم كېده او خپل غنم به يې په خپله خوښه اوړه كول؛ خو زموږ د كلي ژرنده داسې نه وه. هلته به همدا چې بوجۍ به واوښتې، كليوال به يوازې يوه پوښتنه وكوله:
_ بابا، كله راشم؟
بابا به ځواب وركړ:
- بچيه څنګه اوړه غواړې؟ … نرم كه زيږه؟
ښكاره خبره ده چې هرچا به د خپلې خوښې خبره ورته كوله. دا وخت به بابا خپلې سترګې تنګې كړې، لږ به غلى شو، ته به وايې چې د ژرندې د پلونو له اواز سره خوښه كوي او بيا به يې وويل:
_ درېيمه روځ راځه كه خير و!
ښه مې په ياد دي كله چې د اّخر ځل د پاره ژرندې ته ورغلم او خپل اوړه مې ځنې بارول، ده راته وويل:
_ ګوره بچيه، ته دوه كاله مسافر وې، اوس هغه پخوانى وخت نه دى، پردي راغلي پردي!
بيا يې يو سوړ اسويلى ویست او وې ويل:
_ بچيه، غزا مې ډېره خوښېږي. غزا د نارينه و او جنتيانو كار دى؛ خو اوس زوړ شوى يم او خپل دا ارمان په خپلو وينو نه شم پوره كولاى.
ما اورېدلي و چې بابا بيا هم كار ايستلى دى. ده به د هغه كسانو غنم چې خپله د غازيانو په جنګي مركزونو كې پراته وو او يا د وطن د ژغورنې له پاره لا لهانده ګرزېدل او د اور او وينو لوبې ته يې دانګلي وو، بې نوبته اوړه كول او بوجۍ به يې پخپله كورونو ته رسولې.
زه لا هـم پــه دې سـوچـــونو كې لاهو وم چې د بابا غږ مې تر غوږه شو:
بچيه، لږ _لږ مې يادېږي، هغه وخت چې د انګريزانو په ضد بريالۍ غزا روانه وه، غازيان به په ټول وطن كې هسكه غاړه او جګه شمله ګرځېدل. زما همغسې غرور او نارينتوب خوښېږي؛ خو ارمان چې ځواني له لاسه وتلې ده!…
او ورو – ورو يې څو څاڅكيه اوښكې په ګريوانه راتويې شوې .
_ ډير زړه مې كېږي چې د دې ترخه او ستومانه ژوند وروستۍ شيبې مې، د شهادت په مرګ ښايسته شوې واى؛ خو زړښت مې د دې ارمان پوره كېدو ته نه پرېږدي.
بيا لږ موسكى شو او وې ويل:
_ اوس مې خپل بچي راغوښتى دى. كه خداى كول د هغه په مټو او وينو به ځان لږ هوسا غوندې كړم.
بابا په داسې حال كې چې له ما سره د اوړو شپږمه بوجۍ باروله، وويل:
_ هو بچيه… ما درته وويل چې اوس هغه پخوانى وخت نه دى. كفارو زموږ ډېر ځوانان په شهادت رسولي او ډېر يتيمان راپاته دي. ما د دې يتيمانو د پاره هلته په ګوښه كې يوه كمكۍ بوجۍ ايښې ده. زه هر ماښام ژرنده جارو كوم او اوړه يې په همغه بوجۍ كې ټولوم. ځنې كسان يو څو لپې خيراتي اوړه هم وراچوي… بچيه زه دا بوجۍ په نوبت د يتيمانو كورونو ته استوم.
زه د بابا په هدف پوه شوم او ورته ومې ويل:
_ خداى دې خير په نصيب كړه، زما له اوړو څخه ښه ډېر هغه بوجۍ ته بيل كړه. يتيمان په موږ ډېر حق لري. زه دا اوړه تا او هغوى ته بښم… د دوى پلرونو خپل سرونه د وطن د پاره قربان كړي دي، اوړه دې تر دوى ځار وي!
بابا وويل:
_ بچيه غلا او حرامه ډوډۍ لويه ګناه ده. كه د چا پټي كې تېريږې، د خپلو پښو خاوره هملته پاكوه. كېداى شي چې په هغه يو نسوار خاوره كې يو غنم شين شي. او وږى ترې جوړ شي، دا وږى به بيا زرغون شي او ډېره زمكه به شنه كړي؛ خو پام چې د دې غنمو يوه دانه به هم ستا نه وي او ټول به ستا د پاره حرام باله شي.
بابا په داسې حال كې چې زما بله بوجۍ تړله، وويل:
_ بچيه ګوره چې وړوكې ګناه څومره لويېږي… د بل چا په حق كې نيكمرغې نشته.
بيا يې شا او خوا وكتل او ورو يې وويل:
_ په دې وخت كې چې مرګ ډېر نژدې دى، داسې كسان هم شته چې د خداى وېره يې هېره كړې او د غزا وسلې او پيسې د ځان د پاره خرڅوي … د كونډو او يتيمانو حق خوري، نوې ودونه کوي، بنګلې جوړوي او....
ما ورته وويل:
_ بابا دا غلا ده، خداى به سزا وركړي.
ده وويل:
_ دا ډېره لويه غلا ده. كه له يوه سړي څخه غلا وكړې او پښيمانه شې؛ نو خلاص به يې كړې او عذر به ورته وكړې؛ خو د خلكو د مال لوټول … توبه … توبه … هغه هم د غزا په وخت كې! ته زموږ ملك ته ګوره، پخوا يې څه كول او اوس څه كوي؟ دوه روځې كېږي چې راغلي، سمدلاسه يې د بيوزلو د زمكو په اخستلو بريد كړى دى!
دا وخت زما د بوجيو د تړلو كار پاى ته ورسېد. ژرنده ګړي بابا ځان په خپله امسا نيغ كړ او لاس يې د خداى پامانۍ لپاره اوږد كړ.
***
زه او ملوك ورو – ورو د كلي د سوځېدلي ښوونځى په لور روان وو. اورېدلي مې و چې دوه شپې مخكې ډېره وسله راغلې او له ښوونځى څخه پاس په سمڅو كې ځاى په ځاى شوې ده. زه دوه درې روځې نه وم؛ ځكه ملوك په نويو كيسو خبر كړم:
_ ملك هم له درې كاله ځنډ څخه وروسته، له بهر څخه راغلى او ډېرې وسلې يې راوړې دي. پرون يې د غره په مركز كې غونډه درلوده. په دې لنډو روځو كې به يو سل اويا كسان نورهم وسله اخلي. جبهه جوړېږي… نورو كليو ته هم وسلې روانې دي.
زه هوس واخستم، له پرديو سره جګړه څومره خوندوره ده؟
ملوك ته مې وويل:
_ ياره ملوكه! زموږ تر دې ژوند څخه مرګ ښه دى. خلك نيول كېږي، خلك وژل كېږي… په كليو د بمونو باران جوړ دى. پردي لاندې باندې ګرځي او وطن خرڅ شوى دى!..
ملوك زما خبرې پرې كړې:
_ هو … هو… يا به سر بايلو او يا به وطن ګټو!
ما ورته وويل:
- ښه رښتيا هغه د ژرنده ګړي بابا خبره څنګه شوه؟
ملوك اسويلى وويست، شا او خوا يې وكتل او وې ويل:
- وروره په خړو اوبو كې هر څوك كبان نيسي. دا دومره غټه خبره نه ده؛ خو ملك يې چاغوي.
ما او ملوك ته له ژرنده ګړي سره د ملك پخوانى لانجه پوره معلومه وه. ملوك ما ته په ځيره وكتل او وې ويل:
ملك په مركز كې ويلې چې ژرنده ګړى له سره مسلمان نه دى… د هغه زوى كافر دى او د دولت د پاره كار كوي!
ما ورته وويل:
_ د بابا زوى خو په ښار كې سبق وايي، كار نه كوي.
ملوك ځواب راكړ:
_ په مركز كې ګل محمد اكا ملك ته وويل چې د ژرنده ګړي زوى، سلطان، ښه هلك دى او په خط كې يې ليكلي دي چې درې مياشتې وروسته راځي؛ خو ملك دا خبرې نه مني او هغه هلكى يې په تور لست كې نيولى دى!
ما ورته وويل:
- ملوكه! دا يې بد! د پلار خبره به نه منې، د بابا څه ګناه ؟ نا اهله اولاد خو اول د مور او پلار دښمن وي!
ملوك وويل:
- نه وروره! دا خبرې نشته. ما اورېدلي دي چې د يو ورور د پاره به بل ورور وژل كېږي. د زوى كسات به له پلار څخه اخيستل كېږي. د چا چې د اكا زوى په ښار كې جوالي دى، دلته به يې كور الوزول كېږي او چا چې يو وخت په كوم دفتر كې قلم كش كړى دى. اوس به يې سينه په ماشيندار غلبيل كېږي… بس داسې يو كار روان دى چې زه پرې نه پوهېږم .
زه په سوچ كې لاهو وم چې كه كيسه همداسې روانه وي، اّخر به څه كېږي؟
بيا د ملوك خبرو راسم كړم:
_ په مركز كې غفوري وويل چې له ښارونو څخه ډېر كسان كليو ته راغلي او راروان دي. نور به هم راشي كه چېرته موږ ورته غېږه پرانيزو او په خبره يې ښه وپوهوو. مګر ملك په ډاګه ورته وويلې چې په خلكو باندې د وېرې د خورولو او ستر نامه د ګټلو له پاره وهلو، ټكولو، وژلو او سيزلو ته اړتيا ده. كه د هرچا له پاره يو عذر ومنو؛ نو وژنو به څوك؟ … او چې څوك ونه وژنو، وسلې او پيسې نه راځي… داسې وېره بايد خوره كړو چې زموږ د نامه په اورېدلو سره رنګونه تك سپين والوزي او زړونه ودرزېږي، ښځې بې وخته لنګې شي او ژبې په خولو كې ګنګې پاتې شي…
دا وخت زه او ملوك تر ښوونځي پورې رسېدلي وو. د ښوونځي له ودانۍ څخه اوس هم لوګي ختل. ها خوا درې څلور ماشومان د دې لوګيو نندارې ته لاس تر زنې ناست وو.
***
د جمعې روځ وه. زه، ملوك، ثناګل او د كلي څو نور ځوانان د اوبو په څنډه لمر ته ناست وو. چا خپل نوې ټوپك پاكول او چا خپلې ګردنۍ له كارتوسو څخه ډكولې. ټول دوه – درې روځې وروسته غزا ته روان وو. د هېڅ چا په څيره كې د وېرې نښه نه ليدل كېده. د ژرندې د پلونو د ګرځېدو دروند اواز راتلو.
له مخامخ لور څخه يوتنكى ځوان راروان و.
ښه چې رانژدې شو، ټولو وپېژاند. د ژرنده ګړي زوى وْ. ټول ورته پاڅيدو او په روغبړ مو غېږې پرانستلې. ستړې مه شې لا نه وو خلاص شوې چې ناڅاپه په ژرنده كې څو ډزې وشوې. دوه – دريو هلكانو ها خوا وځغستل. ما ملوك ته وكتل، ملوك په داسې حال كې چې د ژرنده ګړي زوى سلطان ته سترګې نيولې وې، په خپلو شونډو غاښونه كېكاږل او ټوپك يې له لاسه غوزار شو.
سلطان ټوپك پورته كړ. په ما سړه غوندې خوله كېناسته او مخ ته مې دوه درې لپې اوبه واچولې. كه ګورم چې د ويالي اوبه په وينو سرې دي !!
ما په داسې حال كې چې د اوبو په سر د وينو لارې څارلې، هلته مې د ملك د قهرېدلې څيرې مات- مات انځور تر سترګو كېده او داسې راته ښكارېده لكه له سترګو څخه يې چې د ماشينگڼو خولې راوتلې وي.
نور هلكان هم د ژرندې په لور ولاړل . سلطان لا هملته هك پك ځاى په ځاى ولاړ و. ما له هغه څخه مخ واړاوه. مخامخ د كلي لويه اواره لاره لږ وړاندې په څو نريو كږليچيونو لارو وېشل شوې وه او زما سترګې په هغو كې وركې وې!
پاى
5/3/1994
حيات اّباد_ پېښور- پښتونخوا
د ناویدود جامې
ورځ سړه وه او د کلي ډېر خلک کورونو کې ایسار وو. لمرپریواته مهال د اسمان لمنې سرې شوې او یوې زورورې سیلئ، د کلي ټوله فضا په پاڼو او دوړو ډکه کړه.
ملالۍ خپلې دواړه کوڅې مخې ته واړولې او هېندارې ته مخامخ ودرېده. د خپل کیڼ سره غومبوري تورخال ورته ښایسته ښکاره شو. د دې شا ته هغه بکس ایښي و چې د دې د ناویدود جامې پکې وې. ملالۍ ډېر وخت هېندارۍ ته ودرېده، یو خوا بل خوا وخوځېده، په سرو شونډو یې یوه خوندوره موسکا وغوړېده او فکر یې وکړ چې ژر به دا کور پرېږدي او د کلي ها بل لوري ته به ځي، د لونګ دوی کمکی کلا ته!
دا وخت له بلې خونې څخه د پلار غږ راغی، چې د ماښام لمانځه د پاره جومات ته روان و. ملالۍ هم له هېندارې څخه جلا شوه او خونې ته يې مخه کړه.
د ماښامنئ له خوړو وروسته ملالۍ خپلې خونې ته لاړه. دا په دې وروستیو ورځو کې، په خپله خونه کې د هېندارې او د واده د جامو د بکس تر مینځ لالهانده وه. کله به چې مور او پلار ویده شول، دې به د ډېوې په تته رڼا کې، د واده د جامو بکس پرانست او تر نیمې شپې پورې به یې یوه جوړه اغوسته او بله ایسته. هېنداره د دې د لاسه ستړې وه او ځان به داسې ورته ښکارېده لکه په یو سپین آس چې ناسته او ورو – ورو د کلي ها بل لوري ته روانه وي!
ملالۍ یې دوه کاله مخکې لونګ ته ورکړې وه؛ خو د ناویدود کارونه ځکه ځنډیدلې و، چې لونګ به کله په کور و او کله به له خپلو ملګرو سره هغه جګړې ته روان و، چې د دوی له عمرونو ډېره اوږده وه او د دې کلي د ډېرو ځوانانو سرونه خوړلي وو!
تېر ماخستن و چې مور د لور کوټې ته ورغله:
- ملالۍ بچئ ته نه یې ویده شوې؟
- ملالۍ ځواب ورکړ:
- اوس ویده کېږم مورې.
مور ځواب ورکړ:
- ویده شه لورې. پلار دې وایي چې بل سبا د احمد دوی له کوره څو کسان راځي، چې د ناویدود په هکله خبرې وکړي.
ملالۍ سره شوه، سترګې یې په تته رڼا کې زمکې ته ونیوې او غلې ودرېده.
مور وویل:
- نور کارونه به خدای سم کړي؛ خو لونګ نشته. هغه لکه چې بیا جګړې ته تللی دی.
ملالۍ خپلې لاندې شونډه په غاښ ونیوه او مخ یې بلې خوا ته واړاوه.
مور بیا وویل:
- الله یې دې په خیر راولي چې د واده کارونه وشي او ته ژر د خیره خپل کورګي ته لاړه شئ.
کله چې مور لاړه، ملالۍ بیا د جامو بکس پرانست، چې بیا نوې جامې واغوندي، په هېنداره کې ځان ته وګوري او بیا د هوسونو او ارمانونو په ټالونو وزانګي!
لږ ځنډ وروسته ملالۍ په داسې حال کې چې هېندارې ته ځیر وه، د خپل کمیس لمن ټوله کړه، لکه د شنه اسمان یوه څنډه چې په کمکیو ستورو ښکلې ښکاري. کمیس یې خوښ شو، مخ او څټ واوښته او د خپل ځان په لیدو خوشاله شوه.
ملالۍ څلور کاله مخکې هم همداسې ښایسته شېبې درلودې. هغه وخت هم جرګه راغله، پلار ( هوکې) ورکړه او دا د یوه ځوان په نامه شوه، خلکو پوښ راووړ؛ خو هغه ځوان د تربرو له خوا ووژل شو او .....
ملالۍ دا وخت د خپلې مور خبرو ته ځیر شوه:
- او سړیه ما تا ته څو ځلې ویلي چې یو ځل د پاس کلي ملا ته ورشه او دې جلی ته تعویذونه راوړه چې په خیر واده شي!
د پلار غږ هم اوریدل کېده:
- زه یو ځلې په پټه ورغلی وم. ملا برګ پسه، تور چرګ او سپینې جامې غوښت، او وایي چې د واده د تعویذ لیکل دروند کار دی. د زعفرانو په اوبو او د تورچرګ په وینه، د سپوږمۍ رڼا ته د پیریانو په مخکې لیکل کېږي!
ښځې خپل مېړه ته په زاریو وویل:
- هغه پاس پټی یو کال ګرو کړه. کله دې چې د لور د ولور پاته پیسې واخستې، کال ته يې په څښتن وسپاره.
پلار وویل:
- سمه ده. سبا به پټ ورشم. ما له دوه دریو کسانو پور وغوښت؛ خو څوک چې مرسته ښه بولي، پیسې نه لري او څوک چې پیسې لري، زړه نه لري!
ښځې ورو وژړل:
- دا جلۍ یو ځلې په پېغلتوب کې کونډه شوه، که خدای مه کړه، اووه غرونه تر منځ، لونګ هم ووژل شي، ټپي شي یا ونیول شي، ما او تا به نه یو؛ خو دا جلۍ به یکی یوازې ټول ژوند غمجن او بدمرغه تېر کړي.
پلار وویل:
- سبا ته ورځم د خیره؛ خو زوم خېل به د ولور او واده پېسې له کومه کړي؟
ښځې شااوخوا وکتل او ورو یې وویل:
-- لونګ یوه ورځ ما ته وویل چې تر اوسه یې څلور اولجه کړي ټوپک چېرته پټ ښخ کړي او چې څنګه دوه نور ومومي، ټول خرڅوی او پیسې به لاس ته ورشي!
======
سبا چې پلار کور نه و او مور په سبو پسې پټو ته تللې وه، ملالۍ بیا د جامو په ننداره او اغوستو بوخته شوه. د شلم ځل د پاره يې د ناویدود جامې واغوستې او بیا بیا هندارې ته ودرېده. ځان ښایسته ورته ښکاره شوه. سپین مخ، تورې غټې سترګې، سره باړخوګان، نرئ شونډې او تر ملا پورې اوږده وېښتان!
هېنداره یې پرېښوده، په دوه دری ځله تاوېدو کړکئ ته ورغله او د کلې هابل پلو ته ځير شوه. هغه مخامخ د غونډې څنګ ته کمکئ کلا ښایسته ورته ښکاره شوه. هغه تور لوګی ته يې هم په مینه وکتل، چې له کلا څخه پورته کېده.
له ملالۍ ډېر څه هېر شول. مور او پلار لکه هډو چې نه وی، کړکئ یې پرانسته او لاندې یې په ځيره وکتل. انګړ په نارینه وو او ښځو ډک و. ماشومانو لور په لور ځغستل او شور یې جوړ کړی و، څو هلکانو او جينکو اټن کاوه، یو سپین اس چمتو ولاړ و، لونګ په دې توره لونکئ کې ډېر ګلالی ښکارېده، یو داسې وخت راغی چې ملالۍ وزرې وکړې، له کړکۍ څخه په داسې حال کې والوته، چې سپينې جامې یې باد وهلی او د کمیسه د ګونګروګانو شور د ډمانو له ډول سره انګازې کولې. سپین اس ورو - ورو له انګړ څخه ووت او د کلي ها بل پلو ته روان شو. ملالۍ وکتل چې دوه دریو ژڼیو خپل ټوپک پورته ونیول او په لسګونو ګولئ یې پاس وشړلې!
-- سغ... سغ... ټق... ټق...شرنګ! دوه درې ګولئ د ملالۍ څنګ ته تېرې شوې، یوې ګولئ په کوټه کې هغه هېنداره ټوټې ټوټې کړه، چې دا به د ورځې لس ځلې ورته درېده. ملالۍ له کړکۍ څخه په شا شوه، د ناویدود له ځوړنده جامو څخه هم لوګی پورته کېدل !
بهر د درنو ډزو غږونه او د خلکو چغې سره ګډې وډې شوې. ملالۍ بهر ته وکتل. خلکو لالهانده منډې وهلې، په هغه لاره چې مخکې سپين اس روان و، دوه دری ځایه اورونه بل و او کلی په تورو لوګیو کې ډوب ښکارېده. د ماشومانو، ښځو او نارینه وو کریږو، د جګړه مارو چغو او د ګولیو غږونو غوږونه کڼول. لکه چې سپین اس هم لکېدلې و.
ملالۍ فکر وکاوه چې دا اورونه یوازې د دې د پاره بل شوی، ژړا ورغله، شا ته د دې د ناویدید له کمیس څخه لا هم لوګي پورته کېدل. ملالۍ د هر راز خوځېدو وس د لاسه ورکړی و. له ټوپک او لونګ څخه یې کرکه وشوه. له کړکئ څخه څنډې ته شوه، په خپل ځای ننووته او بړستن یې ورباندې کش کړه.
بیا لیکنه 2 اګست 2024
دوبی – استانبول الوتنه/ ترکش ایرلاین
ارمان
د شپې درنه واوره ورېدلې وه. د طبيعت سهارنى ننداره ښكلې او په زړه پورې وه. د كال لمرنۍ واورې ځمكې، كلاوو، لارو او ونو ته سپينې جامې وراغوستې وې.
د كلي ډنګر ښوونكي په منډ كې تېر شوي پلونه ورو- ورو تعقيبول. تر ښوونځي پورې ډېره لار پاتې وه. ښوونكي زاړه بوټ، خيرن وړين پتلون او تور اوږد بالاپوش اغوستى و، ويښتان يې په ټوپۍ كې پټ كړي او لاس په جيبونو كې ننه ايستلى وو.
هوا ډېره سړه وه. د باد څپو واوره پورته كوله او هغه يې د ښوونكي په سر او مخ پاشله. دا ناڅاپي يخنۍ په ځوان ښوونكي باندې، چې د تودو سيمو سړى و، ښه نه لګېده؛ خو د ماشومانو د لوست دا اخري روځې يې هم نه شواى هېرولى. دى په دې سوچ كې و چې څو روځې وروسته به خپل تاوده وطن ته ځي او څو مياشتې به دا ښوونځي او دا زده كوونكي نه ويني.
كله چې ښوونځى ښكاره شو، ښوونكي شا ته وكتل او د كږليچنې لارې په واورو كې خپلو پلونو ته ځېر شو. د ښوونځي په لېدو يې د تګ تلوسه ډېره شوه اوخپل ګامونه يې چټك كړل.
دا ښوونكي دوه كاله د مخه دلته راغلي و. د شا اوخوا كليو ډېرو خلكو پېژاند او د ده نوم يې په ښه خوله ياداوه. په خلكو ګران و او ډېرو به ويل:
- دا پرديسى خورا ښه سړى دى.
ښوونكي د خلكو په ښادي ښاد او په غم غمجن و. د كلي ناروغ د ده خپل ناروغ و. د ولسوالۍ له روغتون څخه به يې راز- راز ګولۍ راوړې او په كليوالو ويشلې. د ښوونځي زده كوونكي د سترګو د كسيو په شان پرې ګران وو او ان په پوله پټي به يې د دوى مخې ته كتاب پرانستى و.
د جومات په مخه كې ښوونكي د كلي كوچني هټۍ ته ورغى. هټيوال سمندر اكا له روغبړ وروسته پوښتنه وكړه.
- مسافره هغه زما زوى نجيب په درسونو كې څنګه دى؟
ښوونكي په داسې حال كې چې خپله ټوپۍ څنډله، په خوږه ژبه ځواب وركړ:
- ښه دى او لا ښه كېږي. لږ تودې جامې ورپېدا كړه.
سمندر اكا د خپلې هټۍ مالونو ته ځير شو: لږ توت، مالګه، ګوګړ، د خاورو تيل، ګوړه، د سر د خوږو ګولۍ...
بيا يې ښوونكي ته وكتل او وېې ويل:
- زه هم دا هڅه كوم؛ خو يوه مې نه دوه كېږي.
ښوونكي په داسې حال كې چې له هټۍ څخه د وتلو په حال و، سمندر اكا ته وويل:
- خير. خداى مهربانه دى، اوس خداى پامان.
اوس نو ښوونځى ډېر نژدې و. ځينو زده كوونكو د ښوونځي د بام واوره توږله. ښوونكي د ملك حسين كلا ته ورسېد، د كلا د دروازې په مخه كې يو سړى ولاړ و. ښوونكي اريانه شو چې دا بيوزلى په دې شنه سهار كې د څه كار له پاره دلته كرغچ ولاړ دى؛ خو چې لږ ورنژدې شو د ملك حسين مزدور زرجان يې وپېژنده.
- هلكه زرجانه په دې سړو كې څنګه وچ كلك ولاړ يې؟ سلاماليكم .
زرجان خپل لاس د روغبړ له پاره اوږد كړ او وې ويل:
- په خير اوسې عزیزه، تا ته ولاړ يم. ملك پرون شپه ما ته ويلي و چې ته يې په كار يې. اوس ساړه و، ما ويل راځه همدلته ورته تم شه. مسافر هرو مرو په همدې لار تېريږي، خبر به يې كړې.
ښوونكي د ده خبره پرې كړه:
- زرجان اشنا ملك به څه وايي؟
هغه ورو وخندل، شا وخوا يې وكتل او وېې ويل:
- ته په خپله ښه پوهيږې چې هغه له موږ سره د زړه خواله نه لري، يوازې همدومره وايي دا كار وكئ او هابل مه كوئ. موږ يې ولا كه يا په كړو پوهيږو يا په نه كړو!
ښوونكي سر وخوځاوه:
- هو! پوهيږم ... پوهيږم.
او زياته يې كړه :
- ملك ته به زما سلامونه ورسوې او ورته وبه وايې، چې نن تر غرمې پورې په ښوونځي كې بند يم، بيا ځم بر كلي ته چې پرون خان هم څوك استولي و.
مزدور په بېړه وويل:
- نه ... نه چې خان غوښتى يې، هملته به ځې، خير دى ملك به بيا سبا وګورې.
ښوونكي خپلې ګړۍ ته وكتل او وې ويل:
- نه پوهېږم څنګه په يو وخت كې دواړو ته په ياد شوم؟
مزدور بيا وخندل او وېې ويل:
- تاليمن سړى يې مسافره، په غوړو كاسو دې سر دی!
ښوونكي په ځير ورته وكتل.
- يه زرجانه... د ازموينې وخت دى. ښه زه لاړم، ستړى يم او زده نكووكي به راته په تمه وي.
او د حجرې له مخې تېر شو.
په ښوونځي كې ځينو هلكانو واورې توږلې او ځينو په كړكيو باندې اخباري پانې نښلولې. ښوونكي په يوه كوټه ننوت.
زده كوونكي ودرېدل.
- سلام کئ.
ښوونكي ځواب وركړ.
- جوړ اوسې بچيانو. كينې.
دا شپږم ټولګى و او نژدې ديرش كسان پكې ناست وو. لومړى څو شيبې په پوښتنو ګريږونو تېرې شوې. بيا ښوونكي وويل:
- نن په دې سړه هوا كې ستاسو د لوست وروستى تكرار دى. موږ او تاسي به د كلمو او جملو په ارتباط وګړيږو او ځان به ازموينې ته چمتو كړو.
دا وخت ښوونكي ولېدل چې يو زده كوونكى د باندې ګوري او داسې تروره ښكاري، دا زده كوونكى سورګل د عجب خان بزګر زوى و.
- سور ګله چېرته يې؟ خپل کتاب ته ګوره.
زده كوونكي له كړكۍ نه مخ واړاوه او وېې ويل:
- ښه ده. په سترګو.
ښوونكي وويل:
- كلمه هغه لفط دى چې مانا ولري لكه... مثالونه يې تاسو ووايي.
د زده كوونكو غږونه جګ شول.
- ښوونځى، ښوونكي، تخته...
- واوره، كلى، ژرنده...
- اس، ملك، پاچا...
ښوونكي وويل:
- بس، بس. پوه شوئ. افرين.
ښوونكي بيا ولېدل چې سورګل د باندې ګوري او خپلې شونډې په غاښونو چيچي.
- سورګله پاڅه يو مثال وركړه:
- خان ... هو خان!
- شاباس او اوس به راشو د جملې تعريف ته .
جمله هغه يوه يا څو كليمې دې چې واحده مانا ولري. لكه نجيب كندهار ته تللى دى او نور مثالونه تاسي وركړئ.
- پرون شپه واوره وورېده.
- ژوند په اوبو ولاړ دى.
- تېره ورځ د ګلداد ورور مړ شو.
ښوونكى خوشاله شو.
- افرين... افرين... شاباس.
او زياته يې كړه:
- سورګله لكه چې بې خوبه يې؟ ما ته وېده ښكاري.
زده كوونكي ځان وخوځا وه:
- نه، نه ... ويښ یم!
ښوونكى لږ جدي شو.
- خى ما څه ويل؟
زده كوونكي وبېرېد او ژبه يې بنده شوه:
- تاسو ... صيب... تاسو... زما د پلار په هكله خبرې كولې.
ځينو زده كونكو وخندل؛ خو ښوونكى په غوسه نه شو، هغه يې په درس وپوهولو او بيا يې مثال ترې وغوښت. زده كوونكي شا و خوا وكتل او په بېړه يې وويل:
- نن خان زما پلار وهي.
- يوه بلا جمله.
- خان ډېر زورور سړى دى!
ښوونكى پوه شو چې د سورګل په زړه كې څه خبرې شته او فكر يې وكړ چې وروسته به يې ګوري او له هغه سره به ګړيږي.
داسې ښكارېده چې دا د سورګل د زړه خبرې وې. لكه يو پټ راز چې نور يې په زړه كې نه شواى ساتلى. ښوونكى د هغه لمړنۍ جمله تكرار كړه او پر تخته يې وليكه:
-- نن خان زما پلار وهي!
سورګل دا كرښه ولوسته.
- نن خان زما پلار وهي.
او تر شونډو لاندې يې وويل:
- اوس به يې وهلى وي.
له ښوونكي څخه د درس سلسله وشلېده. د سورګل خبرو او د ده ګډوډ رواني حالت خواشينى كړ. سورګل درواغجن زده كوونكى نه و او ښوونكى په دې ښه پوهېده چې خان ته د خلكو وهل، ډبول يو عادي كار و...
كله چې درس پاى ته ورسېد، ښوونكي نور هلكان له ټولګي نه ويستل او له سورګل سره يوازې پاتې شو. ټولګى ډېر سوړ و. ښوونكى سورګل ته نژدې شو.
- سورګله ! ولې غمجن يې؟
- صيب غمجن نه يم.
ښوونكي د هغه په تندي لاس راښكود.
- نه سورګله بچيه. هم ناوخته راغلې او هم خپه غوندې ښكارې.
- نه پوهيږم صيب نن په شنه سهار له كوره راوتلى يم.
ښوونكى اريان شو.
- عجيبه ده؟ له كوره په شنه سهار راووتې او دلته هم نا وخته ورسېدې. رښتيا ولې د وخته راوتلى وې؟
- بيرېدم صيب!
ښوونكي په ځېره ورته وكتل.
- ولې؟ ولې له چا نه بيرېدې؟
زده كوونكي شا اوخوا وكتل.
- له خان نه صيب ... له خانه .
د سورګل مخكنۍ جملې د ښوونكي په غوږونو كې انګازې جوړې كړې...
- نن خان زما پلار وهي ... خان ډېر زورور سړى دى... نن خان...
سور ګل ته ځير شو او وې ويل:
- ولې؟ ولې له خان نه وبېرېدې؟ ستا يې په هغه څه؟
زده كوونكي ژر ځواب وكړ:
- زه هم نه پوهيږم چې زما يې په هغه څه؛ خو نه كېږي. پرون مې پلار له هغه سره څه جنجال كړى و. په حساب - مساب سره وران شوې وو. پلار مې ويل چې خان ګرم و. ده هم څه بد- رد ورته ويلي و... نه پوهيږم زما پلار به څه ويلي وي چې خان يې په غوسه كړى و. ماښام يې زما په پلار پسې څوك واستول چې دلته راشه او كه رانغلې، سبا وختي ځان ډبولو ته غوړ كړه. پلار مې ستومانه و، لږ ناروغه هم و او سهار يې دا خبره وكړه چې اوس به د ظالم خان نفر رارسي. زه ډېر وبېرېدم. مور مې هم ډېره خواشينې وه. زه له وېرې ژر راووتم، هوا ډېره سړه وه، تر ډېره ځنډۀ د جومات په حجره كې كيناستم او بيا د ښوونځي په لور وخوحېدم. زړه نا زړه دلته راغلم... اوس به مې پلار چېرته وي؟...
او له سترګو نه يې دوه درې څاڅكيه اوښكې وبهېدې. ښوونكي سورګل دلاسا كړ.
- نه خان ستا پلار نه وهي. ته چرت مه خرابوه.
بيا يې په جګه ورته وويل:
- ته خپل درس ته دوام وركړه سورګله، شپه او ورځ كتابونه لوله، زده كړه او زده كړه چې اخر له دې تورتمه خلاص شې.
زده كوونكي لاسونه ومروړل او بيا يې همغه جمله تكرار كړه:
- نن خان زما پلار وهئ!... زه ويريږم او كلي ته نه شم تلى.
او اوښكې يې وبهېدې.
- مه ژاړه سورګله. نارينه نه ژاړي، نارينه لارې لنډوي او منزل ته رسي...
د زده كوونكي ژړا لږ نوره هم ډېره شوه.
- صيب څو ځلې نور يې هم وهلى دى. خان ډېر بد سړى دى، هر څوك وهي.
دا وخت د ښوونكي په خاطر كې تېرې كيسې ژوندى شوې او پوه نه شو چې ولې بيا هغه د ګنيو پټى د ده سترګو ته ځليږي او تتيږي. خپلې سيمې ته لاړ او هغه روځ يې په ياد شوه چې د خان په امر د ګنيو څو ډنډې د ده پلار په وهلو ريښې- ريښې شوې. ده ته داسې بريښـېده لكه چې هغه پيښه همدا پرون تېره شوې وې. ځان ور ياد شو چې څنګه تر خپل پلار چورلېد او په ماشومو لاسونو يې د خپل پلار له غوښو څخه د ګنيو د ډنډو مخه نېوله. ټول خولې - خولې شو او وريږدېد. سورګل يې په غيږ كې ونېوه، په سر يې ښكل كړ، اوښكې يې پا كې كړې او وېې ويل:
- ته مه په غوسه كېږه. زه هم نن ستاسو كلي ته ځم. خان غوښـتى يم. ستا پلار به هم په پټه وګورم.
سورګل لږ ډاډه شو، خپلې اوښكې يې پاكې كړې او غلى كيناست.
***
هغه لار چې له ښوونځي څخه بر كلي ته غځېدلې وه، ډېره كږليچنه وه. د لارې په دواړه خواوو كې لويې او كوچنۍ ونې ولاړې وې چې له څانګو څخه يې اوبه څڅېدې.
ښوونكي او زده كوونكي دواړه غلى روان وو. ټوله ځمكه په واوره سپينه وه، د لمر وړانګې لور په لور خورې وې او هوا ورو- ورو تودېده. سورګل پوښتنه وكړه:
- صيب ته له ليوه نه بيريږي؟
- ولې نه ! هغه ډېر بد ځناور دى؛ خو دلته نه شي راتلى.
- د ژمي په سړو شپو روځو كې راښكته كېږي. رښتيا تر دې كوچنۍ غونډۍ ها خوا زموږ كلى دى.
ښوونكي خپل سر وخوځاوه او وېې ويل:
- ما لېدلى دى. څو ځلې ستاسو كلي ته درغلى يم.
زده كوونكي ښوونكي ته وكتل.
- تر غونډۍ وروسته لومړى د خان لوى باغ دى.
- هو، هغه مې هم لېدلى دى.
د خان د نامه په يادولو سره سورګل ټول وريږدېد او په دې سوچونو كې لاهو شو چې كه اوس راغلى وې او د ده پلار يې وهلى وي؛ نو اوس به څنګه ژوبل پروت وي او څه او څه ... بيا د ښوونكي خبرې ور په ياد شوې چې ويل به يې سورګله زده كړه مه پريږده، شپه او روځ كتابونه لوله چې له دې تورتمه خلاص شې. د خيال مرغان يې والوتل، ښوونځى يې خلاص كړ، د همدې ښوونكي په مرسته ليسې ته ولاړ، فكر يې وكړ چې غيږ يې په كتابونو ډكه ده او په خپل كلي كې د ښوونكي په توګه د ماشومانو مخې ته ولاړ دى او درس وركوي. پاكې جامې يې اغوستې او زلمى شوى دى. د تنخوا په روپو د خپل مور پلار دارو درمل او خواړه برابروي.
د ښوونكي خبرو له دې ښكلې دنيا ګۍ نه رابهر كړ:
- سورګله! دا دې د خان باغ ته ورسېدو. دا څومره لوى دى، سر او پاى يې ما ته نه ښكاري.
او دواړه په باغ ګډ شول.
د باغ له بر سر څخه داسې ګنګړو- ګنګړو غږونه اورېدل كېدل. لكه چې څوك هلته په زوره- زوره ګړيږي او يا لكه د څو كسانو چې جګړه وي. ښوونكي زده كوونكې ته او زده كوونكي ښوونكي ته وكتل. دوى لا هم روان وو. هغه غږونه نور هم لوړ شول او د وهلو ټكولو غږ ترغوږه كېده.
- صيب دا د خان باغ دى. تر دې چې تېر شو زموږ كلى دى. رښتيا ته زموږ كور ته ځي او كه د خان؟
ښوونكي خپلې شونډې په غاښوو وچيچلې او هېڅ يې ونه ويل. هغه غږونه اوس دلته رارسېدل.
- دې هېڅ نه سړى كېږي ترمرګه يې ووهئ.
د سورګل رنګ تك سپين واوښت او ښوونكي ته نژدې شو.
- لكه چې زما پلار وهي؟!
ښوونكى هم غلى شو...
- دى اوس دومره سپين سترګې دى چې زما خبرې نه مني. وې وهئ- وې وهئ او دومره يې وډبوۍ چې سر پورته نه كړې.
سورګل بيا هم وويل:
- لكه چې زما پلار وهي؟
شونډې يې وچې شوې او ژر- ژر يې ژبه پې راښكله.
اوس نو د متروكو غږونه ښه پوره رارسېدل.
- واخ... واخ...
سورګل ښوونكي ته ځير شو او په ما ته ګوډه ژبه يې وويل:
- هرومرو زما ... پلار...وهي؟
بيا د ونو له مينځ څخه د شور زوږ خوا ته ځير شو.
- هو زما پلار وهي!
زده كوونكي لاسونه ومروړل؛ خو وې نه ژړل.
دا وخت له متروكو سره دا خبرې هم اورېدل كېدې:
- توبه وباسه او ځوانيمرګه چې خان صيب دې وبښي...
- سړى شه! موږ دې په وهلو ستړي كړو...
او بيا هم كنځلې او د متروكو د وهلو اوازونه...
ښوونكى او زده كوونكى دواړه غلي ولاړ وو.
- وهل بس كړئ. اوس نو د توبې له ويلو پاتې شو. بيا به تر خپلې خولې غټې خبرې نه باسي.
ښوونكى او زده كوونكى لا هم غلي ولاړ وو او يو بل ته يې كتل. ناڅاپه سورګل په خپلو ګوتو غاښونه ونښلول او وې ويل:
- ډېر ارمان دى صيب!
ښوونكى ورته ځير شو. د سورګل رنګ تك سور اوښتى او په وچولې باندې يې د خولو دوه غټ څاڅكي له ورايه ځلېدل.
د سورګل په سترګو كې د اوښكو پر ځاى قهر او غوسې غوپې وهلې.
ښوونكي په بېړه پوښتنه وكړه:
- د څه شي ارمان سورګله؟
سورګل په مصمم اواز ځواب وركړ:
- د يو ټوپك معلم صيب، د يو ټوپك.
او د ښوونكي په ذهن كې د سورګل ټولو خبرو انګازې جوړې كړې: نن خان زما پلار وهي... يو ټوپك ... خان ډېرزورور سړى دى... يو ټوپك غواړم صيبه، یو ټوپک!
پاى
۱۳۶۵/۷/۱۲
كندهار
پرديسي
په ډيلې كې مې د استوگنې يوولسمه روځ وه چې د ( اپوگر) په لوى پارك كې له وزير سره مخاخ شوم. ښه په خوند روغبړ مو وكړ. كه څه هم چې ما په ډيلي كې په دې لنډه موده كې ډېر افغانان ليدلى وو؛ خو د وزير په لېدو ډېر خوشاله شوم؛ ځكه په كابل كې مې هم ورسره پېژندل او كله نا كله به مو بنډار كاوه.
دى همغه وزير و. هېڅ بدلون نه و پكې راغلى. زموږ د وطن او زما د ښار او زموږ د كوڅې وزير. كله چې دى په وطن كې و، ډېرو خلكو دا خبرې ځينې اورېدې:
- دلته ژوند تدريجي مرګ دى ... دا وران وطن... دا ويجاړ وطن!
او چې يو نيم چا به پوښتنه ترې وكړه:
- نو څنګه وكړو؟
ده به په غوسه ورته وويل:
- له دې ځايه تېښته په كار ده ... دا هېڅ د ژوند ځاى نه دى... دلته هېڅ تمدن نشته!
وزير به تل ويل چې له دې وران ملك نه د باندې، هرځاى ژوند شته، تمدن شته، خوښي شته ...
بيا به يې سوړ اسويلى ويست او وبه يې ويل:
- خو دلته هېڅ نه شته ... له دې ځاه تېښته په كار ده.
زما په حساب وزير څو مياشتې مخكې له خپلې ميرمنې او كمكۍ لور سره يو ځای وطن پرېښود او د كابل د سپرليو خوندورې وږمې يې، د ډيلي په سوزنده او بې خونده تودوخه بدلې كړې او ځان يې پرديسي كړ.
وزير تر جوړ تازه وروسته سملاسي په خندا شو او وېې ويل:
- ته هم راغلى !؟
او بې له دينه چې ما ځواب ته پريږدي، وېې ويل:
- اخر ټول راځي ... ما خو درته ويلي وو چې له هغه ځايه تېښته په كار ده!
ما ورته وويل:
- زه د درملود پاره راغلى يم.
ده بيا هم وخندل او وېې ويل:
- ټول په اول كې يو څه وايې... په هر نامه چې وي خلك له هغه ملكه تښتي!
او زياته يې كړه:
- هغه ډېر وروسته پاتى ملك و... جګړې نور هم ويجاړ كړ... هلته ژوند تدريجي مرګ و.
تر ډېرو خبرو وروسته، وزير خپله پته راكړه او ټينګار يې وكړ چې ماښام كور ته ورشم. زه په دې بلنه ډېر خوشاله شوم؛ ځكه چې د لنډو روځو مسافرئ او يوازيتوب او د روغتونونو لالهاندې ستوما نه كړى وم.
***
ماښام مهال و چې د زاړه ډيلي د ( بليماران) په تنګه كوڅه كې، د يوې ودانۍ په دريم پوړ كې د وزير كور ته ورسېدم. دوى كوچنۍ كوټې يې په كرايه نېولې وې. د خونې هوا توده او نمجنه وه .
د وزير كمكۍ لور ناروغه او پړمخې پرته وه.
مور يې وويل:
- دا يې د تبې څلورمه روځ ده... ماشومه چور ويلى شوه... دا تودوخه هېڅ د زغم نه ده.
بيا يې خپل خاوند ته وكتل او وېې ويل:
- زه د لته ډېره خپه يم. پوره ستومانه شوې يم. كشكې بېرته تللې واى.
وزير ما ته وكتل او وېې ويل :
- وينئ... دا نه هلته په كابل كې ښځه وه او نه دلته!
ما ته د دوى د ژوند بهير پوره څرګند و. كله ناكله به يې په كوچنيو خبرو شخړه وه.
زه لا نه پوهيدم چې څه ووايم چې بيا د وزير غږ پورته شو:
- ما خو په كابل كې درته ويلي و چې زه هلته له ژونده بېزاره شوى وم. ځوان وم، پيسې مې درلودې، ښايسته وم او ځان ته مې دا حق وركاوه چې خوشاله ژوند وكړم. وخت ښه تېر كړم او...
زه يې په خبرو كې ګډ شوم او ومې ويل:
- ژوند دې بد نه و، كور دې درلود، پلار دې ژوندى و، لكه همغسې چې تا وويل پيسې دې درلودې... دا ده شكر ښځه لرې، لور دې شته او...
ده په خندا زما خبرې غوڅې كړې او وېې ويل:
- دا شيان بس نه دى. هلته مې سا بنده- بنده كېده. په هغه وروسته پاتې ملك كې ژوند كول عبث وخت تېرول وو. زه ډېر ازاد ژوند غواړم، هره شيبه بايد ښه تېره شي.
بيا يې خپلې ښځې ته وكتل او وېې ويل:
- لكه په غرب كې !...
او ما ته ځير شو:
- ژوند هلته ژوند دى ... څه نه دي چې نشته... تا نه دي ليدلي. د ځمكې د مخ جنت دى جنت!
ښځې يې ورته وويل:
- نو بيا دې دا دومره وخت په هغه ملك كې څه كول؟ له اوله به هملته تللى وې، غرب ته. هغه ځاى چې ته يې ارمانجن يې او زه دې بيا څه كولم؟ داسې ښكاري چې تا واده او د كور ميرمنې ته اړتيا نه درلوده. ستا چې چېرته ښه هلته شپه. نن دلته، سبا هلته!
وزير په كراره وخندل او وېې ويل:
- لكه چې بيا دې شور ته ملا تړلې؟...
او ما ته يې وكتل:
- زموږ هره روځ شور دى . زه يو څه وايم او دا بل څه. نه پوهيږم څه وكړم؟ اصلاً زما پلار غلط شوی و، زه او دا ښـځه ډېر سره ليرې ياستو!
ښځې يې په قهر ورته وويل:
- زه هم همدا وايم . زه او ته په رښتيا چې ډېر سره ليرى يو. زه د (كور) ښځه يم او ته د (بازار) سړى!
زه پوه شوم چې دوى بيا سره شول. دوى په كابل كې هم همداسې وو. په لږ خبره به يې شور و. ښځې به ميړه ګرم باله اوميړه ښځه. ده به په ښځه بد ويل او ښځې په مېړه. ښځې به ځان تر نارينه ښه باله او نارينه تر ښځې؛ ځكه مې هڅه وكړه چې د دوى د ناندريو مخه ونيسم . كله چې دوى لږ غلي شول، ښځې وژړل او ما ته يې وويل:
- تا ته خو زموږ د ژوند ټوله كيسه معلومه ده. دا اووه- اته كله ما داسې تېر كړي لكه په اور كې. هره روځ ناندرې، هره روځ ترخې خبرې او هره روځ شور.
ما ورته وويل:
- ګوره زه ناروغ يم او د درملو له پاره راغلى يم. هيله كوم چې زما د پاره كراره شه.
دې وويل:
- ته؛ خو په دې پوهيږي چې اته كاله مخكې مې له وزير سره واده وكړ. په تقدير كې به همداسې ليكل شوي و. زموږ له گډ ژوند نه يو كال تېرشوى و، چې پوه شوم چې په سينه كې مې دوه زړونه درزيږي او لنډه موده وروسته مور شوم، ګيډۍ وزيږيده. دا ټوله كيسه ستا د سترګو په وړاندې تېره شوه، ته زموږ په ژوند ښه خبر يې.
دا وخت يې خپله ناروغه كمكۍ لور له ځمكې نه پورته كړه او وېې ويل:
- زه مې هره شپه خپله لور په همدې كيسه ويده كوم او ورته وايم چې ته دې خپل مالي ښه وپېژنه. همدې و چې زما په زړه كې يې ستا تخم وشينده؛ خو بيا يې خپل كښت پرېښود او د پرديو په غم كې ډوب شو. هغه ځان د هوسونو په سيند لاهو كړ اود نورو په سترګو كې د نيكمرغۍ په لټه پسې ورك شو.
د ښځې خبرو ډېره اغيزه راباندې وكړه؛ ځكه مې سگرټ بل كړ او وزير ته مې وكتل، غوښتل مې چې په هغه باندې د دې خبرو اغيزه ومومم. لكه چې هغه هم زما په نيت پوه شوى و:
- زه دا خبرې نه منم. زه له خپله ژونده ستومانه يم او ډېر ليرې ځم. له ملكه وتښتيدم چې هرڅه هيركړم؛ خو دا ښځه او هغه ګيډۍ ما نه پريږدي. همغه ويناوې، همغه څيرې او همغه ستومانونكى ژوند! زه دلته هم په ځنځيرونو كې ښكيل يم؛ خو زه ځوان يم، تكړه يم، پيسې لرم او دا ټول ما ته دا حق راكوي، چې ځان پوره ازادي ته چمتو كړم. زه بايد خپل وخت حرام نه كړم، تېرې شيبې بېرته نه راگرزي!
ښځې سوړ اسويلى ویست، ورو يې خپلې اوښكې پاكې كړې او پاڅيده چې ډوډۍ راواخلي.
***
دوه اونۍ وروسته په ( جيون هسپتل) كې بستر وم. ما بايد يوه مياشت په روغتون كې تېره كړې واى. ما ته داسې ايسيده لكه د خپل وطن په كوم روغتون كې چې پروت وم. تر نيمايې ډېر ناروغان زما د وطن خلك وو.
يوه روځ د روغتون په بڼ كې ګرزيدم چې د وزير په ميرمن مې سترګې ولګېدې. سملاسي مې پوښتنه ترې وكړه:
- خيریت دى... دلته څه كوي؟
هغې خپلې اوښكې پاكې كړې او وېې ويل:
- گيډۍ ډېره ناروغه ده ... تبه يې روځ په روځ پورته ځي.
او وېې ويل:
- وزير لاړ!...
ما په بېړه پوښتنه ترې وكړه:
- چېرته لاړ؟
مړې اوښكې يې تويې شوې او وېې ويل:
- هغه ځاى ته چې ډېر يې ارمانجن و!
ما په تعجب ورته وويل:
- څنګه لاړ؟... تاسو يې چا ته پرېښودې؟
دې وويل:
- تقدير ته؟!... يوه شپه ناوخته راغى او وې ويل چې سبا ته ځي. بس همدا يې ويل چې عبث ژوند نه شم تېرولاى. پنځه روځې ځواني ده... ده حتى خپل كښت ته هم ارزښت ورنه كړ، ګيډۍ يې هم ناروغه او پرديسه پرېښوده. هغه د شنو سترګو او طلايې ويښتانو شوق ليونى كړى و...
دا وخت ما د دې خبرې پرې كړې او پوښتنه مې وكړه:
- اوس ته دلته بستر يې او كه گيډۍ؟
دې وويل:
- كه رښتيا درته ووايم، دواړه. ګيډۍ د تبې په اور كې سوځې او زما په زړه باندې هم اور بل دى. ژوند ډېره بدمرغى راباندې راوستې ده. اوس دلې د گيډۍ ناروغي ټال كړى يم او كه نه سمدلاسه بېرته ځم. ګيډۍ ډېره ناروغه ده. په خپل پلار پسې ډېره خپه ده، يوه شيبه يې نه هېروي. د لوبو گڼ سامانونه مې ورته پيدا كړي دي. هغه خپل پلار غواړي؛ خو پلار ميراث مړى يې نه پيدا كيږي. هغه نا ځوانه په پردي ملك پرديسان كړو.
خدازده چې زموږ خبرې به لا څومره اوږدې شوې وې، چې پرستاره راغله او زه يې د لاس په اشاره وغوښتم.
***
دې كيسې هك پك حيران كړى وم، خپله ناروغي مې څه كوي چې دې پيښې بيا له سره ناروغ كړى وم. درې روځې كېدې چې د وزير ميرمن بېسده پرته وه. راز- راز دارو درمل ورته ايښي وو: خو دا همغسې بسيده وه او په خوله به يې سپين ځګ درېدلى و.
پرستارې كيسه راته وكړه:
- دا دريمه روځ ده چې دا ښځه بېسده پرته ده، زورور شوك يې ليدلى دى.
ما پوښتنه وكړه:
- شوك؟
پرستاري ځواب راكړ:
- هو، شوك. دا ښځه خپله لور غواړي.
ما ورته وويل:
- لور يې ورته وركړى، هغه خو په همدې روغتون كې بستر ده.
پرستاري په تعجب وويل:
- دا څه وايې؟ نن د هغه كمكۍ جلۍ د مرګ درېمه روځ ده. درې روځې مخكې سهارى تبجنه جلۍ راپورته شوې وه او پلار- پلار نارې يې وهلې. لكه چې خپل پلار يې په خوب ليدلى و. بې وزله جلۍ له ځايه پاڅيدلې او د پلار په لټه له كوټې څخه د باندې وتلې وه، مور يې په هغه لومړې روځ دومره موږ ته وويل چې زه داسې وخت له خوبه ويښه شوم چې لور مې د دريم پوړ برنډې ته رسيدلې وه.
ما په بېړه پوښتنه ترې وكړه:
- برنډې ته !؟...
پرستاري وويل:
- هو، برنډې ته. او تر هغه چې مور يې وردانګل، ماشومه د دريم پوړ له برنډې څخه لاندې غورځېدلې اوماغزه يې لور په لور شيندل شوى و!
زما سر وچورليد، د ټول بدن وينو مې د ماغزو په لور وځغستل، سترګې مې پټې- پټې شوې ، لاس او پښې مې كرخت شول او همدومره مې وويل:
- ځاى په ځاى مړه شوه؟
پرستاري ورو وويل:
- هو، ځاى په ځاى.
ورو مې شونډې بېرته شوې:
- نو دا شوك بې علته نه دى. هر څوك چې له داسې صحنې سره مخامخ شي، همداسې شوك ويني.
بيوزلې مور همغسې بيسده پرته وه، په خوله يې سپين ځگ درېدلى و او ورو- ورو يې دا كلمه تكراروله:
- گيډ...ۍ ....گې....ډۍ...لورې!
پاى
۱۳۶۸/۳/۲
نوى ډيلى - هند