د مېرمن شاجان هاجره حرکت لنډې کیسې
شاجان هاجره حرکت
سره ګلاب او توده مينه
سهار چې له کوره وتلم نو پسرلنۍ هوا چليده او ټول چاپيريال شين زرغون بريښيده، دفتر ته له رسيدو سره مې، هغه وليدله او په زړه کې مې تير شو، نن لکه چې ښه کاري ورځ لرم.
دا خبره مې په زړه کې ګرځیده، بيا مې هغې ته کړه:
له خپل هېواد څخه لرې په دې اروپايې هېواد المان کې مې له درې کاله پوره کيدو وروسته، ايله په بيله کار پيدا کړ، په ځانګړی توګه په داسې يوه دولتې اداره کې.
په دې اداره کې يوازنۍ افغانه کارکونکي همدا هوا کريمي ده او دلته يې مسلکي زده کړې کړي دي، ما ورته کتل، چې په اسماني رنګه جامو کې یې، ګلابي مخ زلیده او په ځير يې زما خبرو ته غوږ نیولې و. زما د خبرو په غبرګون کې لږه شيبه چوپ وه، داسې راته وه ايسیدل، چې زما د خبرو جاج اخلي. بيا يې کړه:
شکر وباسه، دلته کار پيدا کيدل، کومه اسانه خبره نه ده.
په لږه موده کې مې کمپیوترې پروګرامونو کې ځان ورسوه او ډير ژر وپوهيدم،چې هوا کريمي يوه ريښتيني او پوهه جينۍ ده، چې هر کله د کمپيوتر په تخنيکي کارونو کې راسره مرستې ته تياره ده.
څو موده تيره شوه، يوه ورځ په کار بوخته وم، هوا کريمي چې زموږ د کار دفتر ته مخامخ دفتر کې کښينې، په دروازه کې راښکاره شوه او داسې يې راته وويل:
ترينې! پوهيږې،چې سبا ته، د دې ښار د ميرمنو په موزيم کې، د افغانو ميرمنو د لاسي صنايعو نندارتون دی او ته کولې شي چې له ماسره هلته لاړه شي.
ما چې د دغه نندارتون په هکله اوريدلې و، په اوريدو يې خوشاله شوم او په تلوسې سره مې وپوښتله:
دا خو د ښار په مرکزي برخه کې شتون لري، هماغه یادوې؟
هوا خپل خرمايې ويښتان له تندې پورته کړل، زياته يې کړه:
هو همدا دی او پخوا مې په دغه موزيم کی کار کوو.
ما کړه:
ښه په دومره ځوانۍ کې دې څو ځايونو کي کار کړی، دا ستا د ښې وړتيا ښکارندوې دی.
ښکلې څيره يې وځلیده او سپين غاښونه يې، له ګلابي شونډو لاندې راښکاره شول، ما کړه:
ضرور درسره ځم، ښه خبره دا ده، چې له څلورو بجو وروسته دی او له کار څخه رخصتيږو.
سبا ته تر څلورو بجو مې هره شیبه شمارله، ځکه هوا راته ويلي و، چې ډير شمير افغانې ميرمنې په کې ګډون کوي، ډيرې ښکلې افغاني جامې په کي نندارې ته وړاندې کيږی. تر څو چې هوا په دروازه کې راښکاره شوه او ماته يې کړه:
راځه چې زما په موټر کې ځو. ما کړه:
ښاري بسونو تم ځای خو دلته مخامخ دی، کولې شو، هغې زما خبره پريکړه:
راځه! چې ځو زما موټر د څه له پاره دی، زه هم پرته له څه ويلو ورسره روانه شوم.
پسرلنۍ هوا نرمه او زړه ويښونکي وه، د سړک پر غاړو ولاړو ګلبوټو کې غوټۍ غوړیدلې وې او د اسمان پر سينه د وريځو ټيل ماټيل جوړ وو، ښکته پورته ځغلیدې، چې کله به لمر ترې خپله رڼا وځلوله او کله به پرې وريځې رادبره شوې.
موټر يې نږدي ولاړ و، موږ دواړه موټر ته پورته شو او د مېرمنو موزيم په لور وخوزيدو.
په لنډو شيبو کي موزيم ته ورسیدو او تالار ته د رسیدو سره سم هوا راته کړه: پوهيږي چې دلته د ټولو مراسمو سمون، زما پر غاړه دی. په خبرو خبرو کې تالار ته ننوتو. د ښځو د عطرو خوشبوي ګانو، ټوله فضا نيولي وه. ما کړه:
زه څه کولې شم؟ هغې په موسکا سره اشاره وکړه:
هلته زما مور ناسته ده، هملته کښينه. ما وکتل چې مخامخ لس دولس افغانی او تر هغې زیاتې المانۍ ميرمنې ناستې وې. زه هم ورغلم او پر څوکۍ کښيناستم. په ښځو کې مې د هوا مور ژر پيدا کړه، ځکه هوا راته ويلې و، هغه چې پوړنې يې پر سر دی، زما مور ده.
زما څنګ ته ناسته وه، په پوخ عمر کې يوه ښکلې ميرمن، چې سپين وريښمين پوړنې کېو ښکلې څيرې خاص برم او وقار درلود. ما ځان ورو پيژانده، چې د هوا همکاره يم. هغې کړه:
ډير ښه، هوا خو پر خپل هېواد او هېوادوالو سر ایښې دی. په دې څو مياشتو کې مې، ستا نوم ترينه ډير اوریدلې.
ما کړه:
ستاسې په ليدو له لري پوهه شوم، چې د هوا مور ياست. په دې شيبه کې يوې ښايستوکې ماشومې جينۍ ته مې پام شو، چې په خوا کې يې ولاړه وه، بې دريغه مې پرې مينه راغله. ما کړه:
واه، څه څومره ښکلې ده.
مور يې کړه:
دا د هوا لور ده. له خولې مې ووتل:
څه! هوا واده کړې او لور لری؟ موريې وخندل، هو، يو پنځه کلن زوی هم لری. ما هيڅ باور نه شو کولې، خو په دې شيبه کې د ستيژ پر سر د جامو نندارې وړاندی کول پيل شول، لومړۍ پيل کونکې يې په خپله هوا وه، چې ډيرې ښکلې افغاني جامي په غاړه کړې، د ستيژ سر ته راغله. بې سارې ښکلې ښکاريده.
ورپسې لس دولس نوري پيغلې وې، چې د ټولو جامې ښايسته وې، خو په ښکلا کې، هوا تر ټولو مخکې وه. تولې جامې افغانې وې، چې که چا خوښولې کولې يې شو وې پيرې.
دلته هيڅ نارينه نه ښکاريده او يوازې يو دوه تنه ځوانان د موسيقي له الاتو سره راښکاره شول. ننداره، پاې ته ورسیده او په پاي کې، افغاني موزیک پيل شو.
هوا هم زموږ خواته راغله او سندرغاړې چې يو ځوان سړی و، په ډير ښايسته اواز کې سندرې ويلي:
دواړه چشمان دې محبوبا ګل انار دي توبه توبه.
موريې په موسکا سره هوا ته وويل: هماغه تاته! د ميني سندره
ماته عجيبه وه، څه، د مينی سندره او هوا ته.
هوا وپوهیده چې زما سره پوښتنې پيدا شوي. هغې کړه:
تريني! مه حيراينږه، دا سندرغاړې زما د ژوند ملګری روف دی، هغه شوقي سندرې زما له خاطره وايې، ځکه زه له خپلو الماني دوستانو سره کله ناکله د خپل کلتور ورپيژندلو له پاره داسې بنډارونه جوړوم.
په دې شيبه کې هوا د روف خواته ورغله، چې څو تنه الماني مېلمنو د پښتو او دري په ژبه د سندرو فرمايش ورکړی و او زه يې حيرانه پر خپل ځاي پريښودم.
زما او د هوا د پيژندلو دوه درې مياشتې تيريدې، خو موږ به په کار کې دومره بوختې وو، چې زما په زړه کې نه ګرځيدل، هغه به واده شوې وي.
روف په خپل خوږ اواز، ټول تالار ولړزاوه او د احمد ظاهر دې سندرې يې موږ خپل هېواد ته بوتلو:
در دامن صحرا، بې خبر از دنيا، خوانده به ګوشم ميګفت نواي هستي را.
او په پښتو ژبه يې د استاد اولمير دا سندره:
مستې منګې بر وړی دی، زړه مې دلبر وړی دی، عالمه لار نيسئ ښه يې په هنر وړی دی.مستې منګې بر.
تر ناوخته دغه محفل دوام وکړ، وروسته له ډيرې مودې مې ځان د خپلو هېوادوالو په منځ کې احساس کړ، خپل افغاني موزیک مې واوريد او د پرديسۍ دغه د تریخ احساس بوج مې له ولو يو څه سپک شو.
تر څو په پاي کې هوا په خپل موټر کې زه خپل کورته ورسولم او د ژوند ملګري روف يې، له مور دوي سره روان شو.
سبا ته د اونۍ پای وه، په کور کې هم کارونه ډير وو، نو تر دوشنبې ورځ مې له هوا نه هيڅ احوال نه درلود، تر څو بيا اونۍ پيل شوه. په کار کې هغه ورځ هوا راته انديښمنه ښکاره شوه، ما وپوښتله:
ګرانې! څه خبره ده؟ چې بڼه دې الوتې. هغې کړه:
پوهيږي روف افغانستان ته روان دی. پرته له ځنډه مې، له خولې ووتل:
ولي هلته څه کوي؟ هوا څو شيبې چوپ وه، بیا يې کړه، د هغه مور ناروغه ده. ما يې د تسل له پاره وويل:
ځه خير دی، مور به يې الله پاک، رکه روغه کړي او دی به تاته راوګرځي. هغې څه ونه ويل، خو فکر يې بل ځاي و.
څو ورځې تيرې شوې، د جمعې په ورځ مازپښين مهال زموږ دفتر، چې په دهليز کې لومړۍ کوټه وه، يو سړی د سرو ګلابو ګيډۍ په لاس، د هوا کريمي په لټه کې و. زه په بيړه ورغلم او پوښتنه مې وکړه:
څه خبره ده، څوک غواړي.؟ هغه په آلمانی ژبه وويل:
دا ګلان د هوا کريمي له پاره رالیږل شوي. مخکې له دې چې زه څه ووايم، هوا دهليز ته راغله او د سرو ګلابو ګيډۍ يې، په لاس کې واخیسته.
نور همکاران هم ولاړ وو، څه مې ونه ويل تر څو کورته د تلو پر مهال ګلان په لاس کې هوا، د خپل موټر په لور روانه وه. ما پرې له شا نه غږ کړ:
چيرته هوا ګلې!؟ هغې کړه:
مور کره ځم، ما ګلانو ته کتل،هغه وپوهيده او په موسکا سره يې وويل:
دا روف راليږلي دي. په دې خبرې سره يې پر ګلابي باړخو ګانو سرخي راښکاره شوه. ما وويل:
واه ګرانې!٬ څومره نيکمرغه يې، د واده دې شپږ اوه کاله تیريږې او تاته لا او س هم د ژوند ملګری ګلان ليږي، په داسی حال کې چې په خپله په کابل کې ناست دی.
هغې په يو ډول وياړ سره کړه:
روف تر اوسه د جمعې په هره ورځ چې زموږ لومړنۍ ليدنه هم په دې ورځ شوې وه، د سرو ګلابو ګيډۍ راته ډالۍ کوي.
ما کړه:
څومره په مينتوب کې مخکې او رومانتيک دی. هغه موسکۍ شوه او زياته يې کړه:
هو روف وايې، مينه باید وروځل شي او هره ورځ تازه شی، لکه دا ګلان، که اوبه ورته ونه رسیږي، مړاوي کيږي. هغه مدام ماته د جمعې په ورځ سره ګلاب ډالۍ کوي.
د داسي ښکلي جوړې ليدل ماته ډير په زړه پورې و او د هوا څرګندونې د اوريدلو وړ وې.
هوا زموږ د کار په ځاي کې تل د ټولو د پام وړ وه، ماته خو هسې هم ګرانه وه. مياشت لا نه وه پوره چې د هوا روف له هېواده راستون شو.
وختونه تیريدل، شپې او ورځې ژر تيرې شوي، موږ هم په خپل ژوند او ورځنيو کارونو کي بوخت و.
درې څلور کاله تیر شو، هر کله به هوا کريمي د افغانانو له پاره غونډې جوړولې، په اخترونو، د آزادۍ بيرته اخيستلو، نوروز او نورو ورځو کې به هوا کریمي داسې شانداره بانډارونه جوړول او زموږ د ښار ډير افغانان به په کې راټوليدل، د هغې د ژوند ملګري روف به په خپل خوږ اواز کې، موږ ته د خپل ټاټوبې يادونه تازه کول.
هغه ورځ، چې نوروز ته څو ورځې پاتې وې، هوا کريمي چوپ وه او د لمانځلو په هکله یې څه نه ويل. ما وپوښتله:
هوا جانې! دا ځل پروګرام به چيرته وي؟ هغې له ما سترګې واوړولې. ما خپله خبره راغبرګه کړه:
تا ته وایم کنه، څنګه چوپ يې! هغې په ناست اواز وويل:
نورې لمانځنې له ما نه کيږي. په بيړه مې وویل:
ولي څه خبره شوې؟ هغې سترګې سرې شوې، ما کړه:
خيريت دی! هوا کړه:
روف نور نه شته. ما وويل:
دا څه وايې، اپلتی مه وایه! هغې له شونډو لاندې څه وويل:
زه پوهه نه شوم او خواته يې چې پر څوکۍ ناسته وه ورغلم، څنګه دې له ما تر اوسه پټه کړی وه. ته درواغ وايې، داسې نه شي کيداي. سريې ښکته نيولې و، په غريو نيولي غږ یې زياته کړه:
.له خپلو ماشومانو سره مې ډيرې ستونزې ګاللې، څه له مې ځوروي، ريښتيا وايم: روف دا درې مياشتې وشوی، چې له ما جدا شوی دی...
پاي
سيلۍ او بارش
تیر مهال کي کله چې نوي له پوهنځي فارغه شوی وم او په دي رسنۍ کي می کار پیل کړ، د کار په لومړیو مياشتو کي مي داسی نه انگيرله، چې گوندي زه به، په دی زندۍ شوی ماحول کي کار ته دوام ورکړاي شم. ښه مي په ياد دي، یوه ورځ چې له کار څخه کورته ستنيدلم ،نو ذهن مي دومره خراب و، چې نږدي موټر وهلي وم، کري شپه مي گډوډ خوبونه ليدلي وو. زموږ د دفتر همکاران يو بل ته وايې، چې د دفتر ستونزي همدلته پريږدئ، خو چې له حده ډيرشی، بیا دا کله د انسان په وس پوره ده.
کنه زه خو تل په دي هڅه کې يم، داسي هم پيښيږي چې له وسه مي وتلې وې.
زما د نږدې ملګرې او همکارې اوږۍ په خبره، دغه ډول زړه تنګونکې چلند موږ د خپل ريس او مرستيالانو څخه وينو،چې عمرونه يې ډير پاخه نه دي او
د سمت، ژبي او توکم څخه ځان نه شي بيلولې.
خو زموږ ډيری ځوان همکاران د داسي بيلتون څخه کرکه لري. لکه د محاسبې مدير په اند، کله هم عام ولس د قوم، ژبې او سمت په نوم څوک بيلولې نه شی.
خو له ډيرو کلونو راهيسي دلته کاري چاپيريال د دوي له دغه ډول چلند څخه اغيزمن دی.
که موږ وغواړو په ټولنه کی د روان وضعيت څخه یو انځور وړاندي کړو، دا بیا کومه اسانه خبره نه ده. مسولين يې پر وړاندی بیلا بیل خنډونه جوړوی. که څه هم له تیر کال راهيسي، زموږ نوي همکاره، سيلۍ ارمان، چې له له بهره هېواد ته راغلي او په ژورناليزم کي لوړي زده کړي لري. که هلته خپلي عالمي کورنۍ کي روزل شوي، خو دلته په خپله ټولنه کې خدمت ارمان وو، نو ځکه خپل جګړه زپلي هېواد ته راستنه شوې ده.
هغه ورځ چې سيلۍ راغله، لکه پر يو وچ، جل وهلي، بڼ کي چې د سيلۍ خيرازه، نرمه،عطرينه وږمه راشي.
موږ وروسته له یو بل نه تپوس کوو، د سیلۍ بي ساري ښکلا اغیزمنه وه او که د خبريالۍ مسلکي توب يې، چې په ليدلو يې، د يو خوږ احساس په لرلو سره هک پک شوي وو.
زما دی خبري به غبرګون کي سوما او اوږۍ په غبرګه وویل، ډيري زيريکتيا او ښې وړتيا يې.
زموږ کاري چاپيريال کي هم بيلا بيل کسان راټول شوي:
ځينې ځوانان او څوک د پاخه عمر، يا يې نظر تنګ، ترينګلې او د بل پراخ او آرام دی.
هغه ورځ مو د منصور بارش په نوم همکار سره، زه او زما همکاراني اوږۍ او سوما د آن لاین پروګرام له پاره، پر يو پلان غور کوو، چې زموږ د دفتر پياده امير محمد ناببره د دفتر دروازه کي سر راښکاره کړ او پرته له دي چې څه ووايې، وټوخيده او په ستنه شو، دروازه يې په ځان پسي پوري کړه.
موږ چې په پوره غور پر کمپيوتر د آن لاين مضامينو له پاره د نوملړ په جوړولو کار کوو، دغه ناڅاپي راتګ مو، فکرونه وښورول او ټولو يو بل ته وکتل. بارش چې په کار کي ځنډ راغلي و، وې ويل:
داسی مخ لکه بوټ.
موږ ټولي په خندا شو، په د ي وخت کي بريښنا هم پري شوه نو بارش، د خپل بې پايلي کار غصه یې، د اميرمحمد، په بې وخته راښکاره کيدلو، سړه کړه او زياته يې کړه:
پزه يې لکه پر زردالو چې پښه کيږدي. سوما بیا وخندل، کار مو بې پايلي پاتي شو او بارش پاڅيد، له دفتر څخه ووت.
شپې او ورځې په منډو وې، يو نيم کال په تیريدلو سره کرار کرار بارش،چې زموږ د دفتر همکارانو سره يې له نږدي کار کوو، بې ساري وړتيا يې موږ ټولو ته جوته وه او هر نوي همکار ته يې د خبری او څيړنيزو مطالبو لارښودنه کوله.
ځکه بارش د هېواد په څو رسنيو کي د خپل کار کمال ښودلې او د غوره خبريال په توګه پيژندل شوی و، خو اوس همکارانو داسی انګيرله، چې ګواکي سيلۍ راغله او بارش يې له موږ څخه جلا کړ،ځکه خو د ډيرو نظر د سيلۍ په اړه ښه نه وو.
دوي سره په ګډه تلويزوني او ويديوي راپورونه جوړول، پيل کړل او په يو عادی شي کي يوه نوي موندنه کوله.
د دې بې ساري بريا په هکله مې، له همکارانو سره په دفتر کي، په دی دواړو تبصره کوله، نو اوږۍ داسی کړه:
عجيبه ده، د بارش نه یوازی انگريزی لکه مورنۍ ژبه داسی زده ده، د خبريالۍ موضوع گاني خو څه کوي، په طنز او کنايه کي هم لوي لاس لري. خندا مې راغله. اوږۍ کړه:
دي کې د خندا څه خبره ده. ماوویل:
د هغه ځني پرتلنی او تشبیهات،چې را په ياد شی، بی اختیاره خاندم او په داسی حال کي چې خپل اواز مې ټيټوه، خو په اصل کې د بارش په هکله د اوږۍ ډيرو يادونو ماته خندا راوسته. ځکه د ميني بوي ترينه پورته و اوخپله خبره می وغځوله، داسې مې کړه:
واورئ:
هغوي دواړو پر ډيرو، راپورونو په گډه کار کړي او ګوره کنه، د سيلۍ په دومره ځوانۍ کي پر ځان باور او ډاډ، ماته ډير د ستایني وړ دی.
هغه مهال ماته ډيره حيرانوونکي شوه، چې دوه دري اونۍ وروسته،اوږۍ د تيرو ورځو خلاف د سیلۍ او بارش اړيکو ته د شک په سترگه وکتل او وروسته يې بیا څو واره دا ياده کړه، چې د دوي اړيکي لږی ډيري نږدي شوي دي او ټول ورباندي خبري کوي.
خو ما بيا داسی نه انگيرله، ځکه د دوي کاري چوپړ ډير غښتلې وو او ورسره د خپرونی مدیر او معاونينو يې خلاف ځانونه نه شول ښورولې.
له بله پلوه موږ ټول د سيلۍ په راتگ سره خوشاله وو، نږدي دوه کلونو په تیريدلو سره په هماغه لومړنيو ورځو کي، موږ ته دا جوته شوه،چې سيلۍ د يو ځانگړي شخصيت درلودونکی ده.
هغي په څوو مياشتو کي نه يوازي د بارش، بلکی زموږ د ټولو ځپل شوي ذهنونه راويښ کړل.
موږ تري دا زده کړه، چې په عملي ډگر کې، څنگه کار وکړو. کله چې خپله څيړنه پيل کوو، موضوع يې بايد مهمه وي او د پايلي ارزونه يې هم په مسلکي ډول وکړو، لکه سيلۍ بلکل له بلې زاويې، د موضوع ارزونه کوله او د مشرانو د نظر تر اغیز لاندي نه راتله.
زما دوه دري راپورونه، چې موضوع گانې يې بیخي نوی وي او دوي راته سانسور کړی وو، د نه خپريدلو په هکله مې دغه خبره ورسره شريکه کړه.سيلۍ راته وويل:
لومړۍ د اړوندي موضوع په هکله خپل معلومات کره کړه، وړانديز چې دې د هغی موضوع په هکله وکړ، مه په شا کيږه اوښه يي شننه او ارزونه وکړه،بیا یې اړوند مسول مخی ته کیږده. له دي سره يې دا هم وويل:
که ته غواړي د مسلکي خبريالي په توګه کار وکړي، تر هر څه لومړی بايد د موضوع ريښتيني بڼه رابرسیره،خپل نظر په کی شریک نه کړی او د چا له ګواښ څخه ونه ډار شي!
د ګواښ په ويلو سره يې زه حيرانه کړم،چې له بهره راغلي جينۍ، څنګه دومره ژر د هېواد په بيلا بیلو برخو او د کارپه دفترونو کي د چارواکو په کړو وړو پوهيږي.
خو سيلۍ زما په اوږه لاس کيښود، خپل تور اوږده ويښتان يې له تندی شاته واړول، په خپلو ناغه دارو سترګو يې په ځير سره راته وکتل، داسې کړه:
فکر ونه کړي چې ګوندي زه دلته په حکومتي او نورو ادارو کی د مديرانو او مامورینو له ناوړه چلند څخه بې خبره یم.
په دی شيبه کي بارش، چې د دفتر دروازي مخ ته ولاړ و، دفتر ته يې سر رادننه کړ، دې چې په ونه لوړ دنگ او لږ غوندي پنډ زلمې دی، زموږ په خبرو کی راوغورځيده او داسې يې کړه:
د سيلۍ پلار د کابل په پوهنتون کی د روان پيژندني پروفيسر دی، چې په آلمان کي خپله پروفيسري اخيستې ده. مور يې د طب ډاکټره ده او همدلته په روغتون کي کار کوي،خو آلمان ته هم ځي راځي. ځکه هلته يې ماشومان هم شته دی.
هغه په يو ساه خبري وکړي،خو سيلۍ لا هم زما د ميز خواته ولاړه وه او په زړه کی مې، ورته درناوې او ستاینه نوره هم زياته شوه.
بارش له دروازي ستون شو او سيلۍ د يوي نرۍ موسکا وروسته، خپل دفتر ته ولاړه.
سوما له ورايه موږ څارلو، چې سيلۍ له دفتر نه ووته، نو يې راته وويل:
ګوره کنه دا ده د یوی سالمي روزنې او په لوړ ستندرت د تحصيل پايله.ما کړه:
پرته له شکه،خو ته هم ډير لغتونه استعمالوي. هغي وخندل او زه په خپل کار بوخته شوم.
څو موده تیره شوه، سیلۍ د ټولو همکارانو څخه زيات له بارش سره يو ځاي راپورونه جوړ او د خبريالۍ په بیلا بیلو برخو کي په کار پيل وکړ، چې د دواړو جوړه يې کار له ډيرو بریاو سره مل شو، خو ورسره جوخت د دوي دغه کاري ناستې، د ځينو همکارانو حسادت هم راپارولې وو.
دوي دا خبره ډيره ژر خپره کړه،چې سيلی او بارش د کاري اړیکو تر شا مينه پټه ده او دوی له یو بل سره بې کچي مینه لری.
خو دغه ډول اوازو د هغوي په کار او زيار سورې نه شو غوړولې او دوي خپل د خبریالۍ کار په پورته نووښت تر سره کوو.
کرار کرار يې دغه انتقادي نظر او کار زموږ خپروني ته هم نوي بڼه ورکړه. د دوي په اند، چې سړی پر يو راپور ډير زحمت وگالي، د خپروني مسول په کې خپله خوښه ولټوي، او چې په کې يې ونه مومي، بيا درته ووايې چې موضوع يې جالبه نه ده، دا نو ډيره بي عدالتي ده.
همدا وجه وه، چې موږ نوي ساه واخيسته او لومړنې قدم مې پورته کړ. تيره ورځ چې راسره پيښ شو، هغه دا و چې، د کابل ښارد ښځو په زندان کې مې د يوي داسې بندۍ پيغلي سره وليدل، چې له خپل مين سره يې کور پرايښې او د پغمان له ولسوالۍ څخه کابل ته راتښتيدلي وو.
خو دواړه پولیسو نيولي او په زندان کي اچولي وو. کله چې راپور چمتو او د خپروني مسول مدير تر مخ می کيښود، نو هغه راته داسی وويل:
دغه ډول موضوع ګانو څخه ،مو تر اوسه ځان ساتلې او د خپل دود او دستور سره ټکر ته هیڅ اړتیا نه شته دی.
ما چې،د خپلو څلورو ماشومانو سره، بيا هم په ډيرو ورځو او هره خوا ګرځيدلو کي، په ډير زيار دغه راپور چمتو کړی و، ومې ويل:
مدير صاحب! دا موضوع خو مې تاسی ته وړاندیز کړه او څو ورځې دمخه مو راسره ومنله، په پای کي باید دغه ورستو دودونو پر وړاندي يو څوک ودريږي، همدا کار خو زموږ د ځوانانو دنده ده. مدیر می خبره پريکړه:
ولي د قرباني پسونه موږ يوو، چې ځانونه د خلکو په خولو کی واچوو. ما کړه:
زه ددغه دوه ځوانانو له حاله تاسی خبروم،هغوي دواړه د ساینس پوهنځي محصلين دي، چې د خپلو کورنيو، پر وړاندي دريدلي او دا اجازه، خو اسلام هر ځوان ته ورکړي ده، خو مدير می خبره پري کړه، پوهيږي، چې دا له خپل دود سره ټکر دی.
غوښتل مې، د دغه دوه مينو ځوانانو، له حاله يې خبر کړم خو د خپروني مسول پرته له دې، چې زما خبرو ته غوږ شی، د خپل تليفون غوږي راواخيست او زه پوهه شوم چې بايد له دفتر څخه يې ووځم.
له دفتر څخه چې ووتم، په دهلیز کې له ډيرې خواشينۍ سر راباندی وګرځيده. هيڅ نه پوهيدلم چې څه و کړم. زما همکار منصور بارش،له خپل دفتر نه راووت او هغه چې زما د لیکل شوي مضمون په ارزښت پوهيده، داسې يې کړه:« دوي خو په مسلکيتوب باور نه لري او (هسی ميم زرما ټوله زما پاليسي چلوي.) خو له خپل دريځ څخه په شا نه شی»
همدا وجه وه، چې زه يې د شپي پرکاله کړي وم.که څه هم زموږ په دغه نړيواله تلويزوني او راديويې رسنۍ کي کارهم پوره زيار او زغم غواړی.
څو موده وروسته، هغه ورځ چې پنجشنبه وه، د غرمي ۱۱ بجې به وې، چې د سيلۍ ارمان او منصور بارش غږ د خپروني د ريس له دفتر څخه پورته شو، زما همکاره اوږۍ او زه چې د کار په دفتر کي څنګ په څنګ ميزونو ته کښينو، په ځير سره د دوي شور ته غوږ وو، خو سم نه پوهيدلو چې شخړه په څه روانه ده...
کابو نیم ساعت وروسته د مسؤل مدير له دفتر څخه، سيلۍ په داسی حال کی چې په څيره کي د قار نښي څرګندې وي، ورسره بارش په بیړه د دفتر له انگړ نه ووتل او دروازه يې ځان پسی پورې کړه.
زموږ همکار نوروز،چې د دفتر دروازې خواته ورغلې و، په ستنه يې ځان موږ ته راورسوو، داسې يې کړه:
د سيلۍ او بارش هغه راپور چې دوي په مستند ډول، د حکومت په یو مهم وزارت کی د فساد او رشوت اخیستنی په هکله جوړ کړی وو، هغه يې رد کړی دی.
په دفترونو کي گونگوسې شو، خو هغو چې د سيلۍ او بارش په هکله يې تورونه پوري کول، د ځينو يې خولې ټپې او غوږونه يې زوړند شول،خو يو شمير لا اوس هم په دي باور وو چې دوي لاړل، تر څو يو بل سره واده وکړی.
پاتي نورچې مسلکی کار ته يې ارزښت ورکوو، ټول په غضه وو،چې په دغه لنډه کاري موده کې، سيلۍ او بارش، زموږ په رسنۍ کی يو نوی بدلون راوستلې او خپروني مو د ډيرو لیدونکو او اوریدونکو د ستایني وړ گرځیدلي وي.
زه او د دفتر همکاران د رخصتۍ تر وروستۍ شيبې پوري په دې تمه پاتي شو،چې ګواکي هغوي به بیرته راوګرځي،د خپروني مسولينو هم ناڅرګند ځوابونه راکړل او پوه نه شو چې دوی به بيا راوګرځي او که نه.
تر سبا په همدی انديښنه کي وم چې، سهار هر يو له بل نه پوښتنه کوله چې سيلۍ او بارش څه شول؟
څو ورځي مو تمه لرله چې هغوي به بيرته راشي او د تیر په څير به، په دفتر کي د راپور او نورو مطالبو په ليکلو بوخت شي. خو ساعتونه په ورځو او اونيو واوښتې، د هغوي دواړو پته ونه لږیده.
دري مياشتی وروسته،د ژمې په سوړ سهار کې چې په دفتر کي مې پښه کيښوده،نو اوږۍ له ما وختي رارسیدلې وه او سترګې يې سرې وې.
زړه مې کش وکړ،خدايه پاکه خير کړي او بيا مې کړه: بيا څه ټکه لويدلي،چې سترګې دې سرې کړي؟ اوږۍ په ريږديدلي آواز وويل: پوهيږي چې سيلۍ بیرته آلمان ته ستنه شوه. ما کړه: څه او بارش؟ هغه غواړي بيرته کندز ته ولاړ شی.
ما کړه: او ته څنګه کره معلومات لرې؟ اوږۍ وويل: له بلې دې خبر کړم،د بارش ښځه او سيلۍ خويندي دي او په مات زړه يې زياته کړه: ما تيره ورځ په بازار کي بارش له خپلې ميرمن او دوه وړو لورګانو سره وليده.
زه چې دغه خبر حيرانه کړي وم،څو شيبې زموږ منځ کې چوپتيا خوره شوه. ما وويل:ښه نو نور. اوږۍ په داسی حال کي چې له څوکۍ پاڅيده په يو څه لوړ اواز يې کړه:
پوهيږ ي د بارش ميرمن بې سارې ښکلې ده. ما کړه: واي مسکيني!
پاي
د کونډې زوي خيالي ګل
.
په کلي کور کې يو ځل بيا د خيالي ګل نوم د لويو او وړو په خوله کې ولويد او هغه دا چې يو بل نوې ګل يې وکاره.
پرون هغه ژرندې ته تللې و،د تل په څير بيرته له ژرندې نه د ستندو په وخت کې، خپل مخ په څادر کې پټ کړې و.
په داسې حال کې چې پر خره د وړو له پاسه سپوراو لکه د نورو ورځو په څير يې، د خره په غوږ کې ويلې وو، چې سیده به مې خپل کورته بیائې.
خو خداي خبر چې نن ولې خره د ده خبره نه وه منلې. خر د خپل کور په ځاي د ملک بابا پر کلا ورننوت. ملک صيب د ښه وهلو، ډبولو نه وروسته، خيالي ګل سره د خره راشړلې و.
دالومړې ځل نه وو، ده تل همداسی خندني کارونه کول.
خيالي ګل د خپلې کونډې مور يوازنی زوي و. که چا به د خيالي ګل نيمګړتياوو ته ګوته ونیوله، نو د هغه کونډې مور به رڼې اوښکې توي کړې، چې دا خو د ړنډې سترګې اوښکه ده، په کراريې پريږدئ.
خيالې ګل په ريښتياهم د مور نازولې و. کله چې د غيږې ماشوم و، نو په غيږ کې به يې پورته پورته کاوه، داسي به يې نازواوه:
خيالې ګل جانه، باچاوزيره، د زړه دستماله، دنيا ودانه.
چې لږ رالوي شو او د لوبو شو نو د ګرزیدو په وخت کې به يې ورته ويل:
غونډې راغې په غورځيي ماويل اوس به وپرځي
د سرو زرو يې خولۍ زونډې يې تار تار ځي
په ويښتانو کې کوڅۍ،تر لويدو پورې په سر کې وه، د هلکانو په ځاي يې له جينکو سره لوبې کولې. په کوم ځای کې چې به يې مورناسته وه، دې به هلته حاضر و. د تناره په سر به شامدام ناست و. د ده په ښځينه خويونو به تل د کلي جينکو ملنډې وهلې. هر مازيګر به يې له ګودره جينکو سره اوبه راوړلې. ټول کلې ته د هغه د بيوزلي مور حال معلوم و، نو د کونډې په زوي چا دومره زيات کار نه لره. په دغه وختونو کي عمر له شپاړلس کلونو اوښتې و، خو د ماشومتوب خویونه يې لا هماغسي په سر کې پاته و.
هر مازيګر به د کلي لوړ چنار ته وخوت او په لوړ اواز به يې سندرې ويلې. ښه خبره خو لا دا وه، چې د خيالي ګل آواز هم ډير خوږ و. خو که په بل ځاي کې به چا ورته وويل، چې خيالي ګله! يوه سندره خو ووايه، نو د چا يې نه منله.
يوازې په چنار کې به چې په لوړ ښاخ ناست و نو بيا به يې د کلي هر کور ته خپل آواز رساوه. لکه: (دا مازيګر به شي په خپله د چنارونو سر ته مه خيږه مينه موريې کوچي ته مې واده کړه چې تور اوربل مې د هلمند شمال وهینه.) يا داسی نورې ډيري لنډۍ. خو د چا خبره په سړو کې حساب نه و. په هغه ورځ د پشه کال غرمه وه، د کلي جينکو د تناره په سر برګ اتڼ اچولې وو. کنه هسی خو هم په ټکنده غرمه کې،چې هغه هم د پشه کال غرمه وې، د سور يا تود تنور خواته څوک هډو نږدې کيدې نه شي ...
خو د جينکو ټوکې ټکالې او مستې خنداګانې وې، چې د ټکنده غرمې په تودوخه څوک نه پوهيدل. يوې پيغلې، چې د خيالي ګل ،له مور سره يې د تناره په تودیدلو او ډوډۍ پخولو کي مرسته کوله، خيالي ګل ته وويل:
خيالي ګله، شابه ښاد شي، موږ ته خو دې پاس څپرګې له انګورو نه لږ راوشکوه! خيالي ګل ځواب ورکړ:
پاس وګورئ،چې سرو مچيو څه حال جوړ کړې،زه خو ليونې نه يم، چې ځان په مچيو د تاسو له پاره وچيچم. موريې پرې غږ وکړ، هله موردې ځارشه! زه خو به هم پرې خپله تنده ماته کړم، خيالي په ډيره خوښئ مورته وويل،چې مور جانې تاخو به د انګورو تندې ته پرې نه ږدم.
يوې پيپغلې پرې غږ وکړ،اي تاته وايم خيالي ګله! وګوره څومره سپين سترګې يې، مخکې دې مچۍ بهانه کړې او اوس چې دې مور وويل، څنګه د انګورو څپرګې ته خيږې.
خيالي د څپرې له پاس سرنه نارې کړې،ته خو مې څه ابۍ نه يې چې ستا له پاره د انګورو څپرګې ته وخيږم. د خیالي په دي خبره ټولو جينکو وخندل.خيالي لا خپله ځولۍ د انګورو څخه سمه ډکه کړې نه وه، چې د روسانو يو ټولې عسکر لکه سره شادوګان، چې د ځنګل په ميوو اخته شی، ناببره راغلل او د کلي د باغونو په ميوو خوړلو اخته شول.
د ديرې کوزې خواته جينکۍ د ډوډۍ په پخولو له پاره په تناره راټولې وې،چې هغوي راورسیدل.کلیوالو خو لا دمخه وسلې اخيستې وې او په غرونو کي د هیواد د آزادۍ له پاره جګړې ته تیار وو.
په کورونو کي يو نيم بوډا پاتې وو. له ځوانانو نه څوک نه وو، يوازي خيالي ګل و، چې چا ورته د سړې په سترګه نه کتل او چا پرې د ټوپک اعتبار نه کاوه.
په دي ټکنده غرمه کې چې باغونه له ميوو نه ډک وو د هرې ديرې انګورښه د مزې پاخه وو، روسان لکه قحطی ملخان پري راتوي شول. د هغوي کلې له ولسوالۍ نه وړاندې پروت وو. د چا په فکر کې دا هم نه وه چې دا سره کاپيران به دلته هم راشي. خيالي د انګورو د څپرګي له سره وليدل، په تادۍ راکوز شو.
روسي عسکر د تنور له غاړې چاپيرودريدل. د تناره توده ډوډۍ يې، په خپلو کي سره وويشله. بيا يې د خيالي ګل له لمنې انګور واخيستل او په خوړلو يې پيل وکړ.
پورته يې زيړوپخو انګورو ته په مينه، مينه کتل او کله به يې، خپلې وږې او وحشی سترګي د پيغلو جينکو پر لور واړولې. داسی بريښيدل چې ګوندې ډيروخت يې ښځي په سترګو لیدلي نه وې.
خيالي ګل سرو، ځناورو، عسکرو ته، په ځير ځير کتل او بيا يې جينکو خواته سترګې کږې کړې. په زړه کې تیر شول، چې دې وږو لیوانو سترګې په جينکو کې خښې کړي دي. مور ته يې اشاره وکړه او ورته يې وويل:
ابۍ! زه به دا شرمخان په خوراک اخته کړم ته له جینکو سره له دې ځايه پښې سپکې کړه. موريې په انديښنې سره ورته وويل:
ته څه وايې خيالي ګله زويه! دا څنګه کیداي شی، چې د بلا په خوله کې دې پريږدم. خيالي ګل په ډاډه زړه ورته ځواب ورکړ:
ورځه مورې! د جينکو حیا او پت وساته، ستا د زوي نوک به هم څوک ونه ګروي. مور چې د لومړي ځل له پاره، د زوي په غږ کې يو ځانګړې ځواک وليده، نو ويره يې ورکه شوه.
لومړې يې په ديره کې، له زوي سره د کټونو په سمولو، کي مرسته وکړه او هغوي يې ناستې ته راوبلل او بيا، خيالي ګل ورته له هر شکور نه پخه ډوډۍ راټوله کړه او د انګورو له څپرګي نه ورته. ښه ډير انګور وشکول.
هغوي په ګرمو ډوډيو او پخو انګورو په خوړلو اخته شول، چې ښه ماړه شول، نوپام يې د جينکو خواته واوښت،چې يوه هم هلته پاتې نه وه...
خيالي ګل خپل تش لاس ته وکتل په خوارو سترګو يې يو خوا بل خوا سترګې واړولې. د ديرې بر سرته، يوازې يو تبرګې پروت وو،چې جينکو ترينه د تناره له پاره د لرګيو په ماتولو کي کار اخيسته.
هغه يې غلې راواخيست او خپل شاته يې پټ ونيو. د تنور د سر سور سیخ يې ځانته نږدې کړو. د هغوي يو تن چې دې نورو روسانو يې ډير درناوې کاوه، له خیالې ګل نه په اشاره پوښتنه وکړه،چې جينکۍ څه شوې؟
ده ورته ځان ناخبره وښوده، تر څو چې کولې شول، هغوي ته دوکه ورکړې چې جينکۍ د مور په ګډون، وکولې شې، له کلې نه لري ولاړې شي اوغره ته ورسیږې.
خيالي ګل له ځان سره وويل،لږ صبر وکړئ،زه به انشاالله چې ستاسې خوښ شم. خيالي داسې انګيرله چې مجاهد ځوانان به يې مرستې ته راورسیږې، خو خبره د ځوانانو راتګ ته ونه رسيدله او خيالي ګل، د روسانو د ډلې مشر د تنورد غاړې، درنه ډبره چې خواته يې پرته وه، په ډير زور سره پر سر وويشت او ځاي په ځاي يې فيصله کړ.
دې شرمخانو، چې د خپل مشر مرګ په سترګو ولیده. لکه مچۍ، له هرې خوا راوپاريدل او له خيالي ګل نه راتاو شول.
ټولي لارې پر خيالي ګل وتړل شوې. په همدي وخت کې هغه د تناره سور سیخ د يو تن سینې ته برابر کړ. دا دومره حيرانونکې بريد و، چې په خواره کې خيالي ګل له هر پلوه ډزې پيل شوې. تر څو چې د کلي خلک رارسیدل روسان تښتيدلي وو، نو دخيالي ګل سوری، سوری بدن د هغه چنار لاندې پروت و، چې دې ځوانيمرګ به هره ورځ سندرې په کې ويلې...
پاي
ړندې چاودنې
نن سهار وختي مې مور د سبا ناري له پاره چاي پخولې، چې ما په پطنوس کې پيالي د دسترخوان سر ته راوړې. د کوټې دروازه پرانيستې وه او د پسرلي موسم له سهارنۍ وږمې سره په انګړ کې د سنځلې ونې ګلانو خوشبوي ټوله فضا عطرینه کړې وه.
پلار مې د کوټې بر سر کې کړکۍ ته مخامخ پر ايښې بالښت ډه ډه وهلې وه. نصواري سترګو کې يې پوښتنې وې. کله چې د ډګروالۍ له څوکۍ تقاعد ته تللی، ډير کله د ګل پاچا الفت صاحب اشعار، نورو شاعرانو او ليکوالو کتابونه يا اخبار لولي او کله له خپل ګرځنده تليفون سره بوخت وي، خو په هېواد کې روانو حالاتو او زما د ورونو جدايي يې ويښتان ژر سپين کړي دي.
ما ته يې داسې وکتل چې ګواکي بيا خو به پوهنتون ته نه ځم. هره ورځ يې انديښنه هم دا وي او له کوره وتل هغه هم ما له پاره مناسب نه ګڼي.
مخکې له دې چې را نه وپوښتي، ژر مې وويل:
تاسې پوهيږئ پلار جانه! نن نه غواړم غيرحاضری وکړم او بايد د نړيوالو حقوقو استادې درسي ساعت ته ولاړه شم.
پلار مې لکه د تل په څير خپل ګرځنده تليفون په لاس کې او هم يې زما خبرو ته په ډير غورغوږ نيولې و، خو کتل يې آرام نه و. که څه هم زه اوس دا دی په شپږم سمستر کې یم، خو تر اوسه مې په پوهنتون کي د علم حاصلولو له پاره نه ستړې کيدونکي مبارزه کړې ده.
زما ستره هڅونکي زموږ استاده ځلا سمندر ده، چې تل موږ ته وايې:
همدا مو د علم حاصلولو وخت دی. پام کوئ چې له روانو نا آمنه حالاتو ونه ويريږئ او بايد خپل تحصيل بشپړ کړئ.
څو شيبې په کوټه کي چوپتيا خپره شوه، په زړه کې مې تير شو، پلار مې ما ته اندښنه لري او په دې زه ډيره ښه پوهيږم. تر څو چې مور مې راته له پځلنځې غږ کړ:
سيلۍ لورې ژر کوه! چې چاي سړيږې. زه مې له پلار، مور او کشر ورور سره په دي پورته پوړ کي اوسیږم. زما د پلار په دې دوه پوړيزه ودانۍ لاندې پوړ کې مې د پلار کونډه خور يا زما ترور له خپلو پنځوو اولادونو سره اوسیږي. انګړ مو ستر دی، د انګورو تاکونه، د الوبالو او مڼو ونې په کې ولاړې دي. دوه ورونه او وريندارې مې له هېواده بهر دي، کشر ورو مې په نهم ټولګي کې دی. هغه نهه بجې ښوونځي ته ځي. پلار مې همدا څو شيبې مخکې زما له مشر ورورسره پر خپل ګرځنده تليفون خبرې کولې.
د چایو ډکه پياله مې د پلار مخ ته کښيوده او مورمې په خپل لاس توده پخ کړې ډوډۍ د آلوبالو مربا سره تر دسترخوانه راوړه. پوه نه شوم چې څومره ژر مې سبانارې وکړ. لږ ځنډ وروسته لکه چې د پلار زړه مې زما له زاریو ډک کتلو نرم کړ، چې راته يې غږ کړ:
راشه لورې! چې د لارې کرايه دې درکړم. خوا ته يې ورغلم، پر سر يې راته لاس کيښود او په دروند غږ يې وويل:
ځه بچې! چې ناوخته نه شی، پاک رب دې وساته، که نه له کوره د وتلو له پاره حالات سم نه دي او دا ډاډ نه شته چې بیرته به څوک کورته ژوندي راوګرځي.
ما يې ژر مۍ وريجې ګيره ښکل کړه، زه تل نازولي لور وم او ډيره ورته ګرانه يم. له ځان سره مې وويل:
اوس به راته لکه د تل په څير وايې چې احتياط کوه. زه لا په دې فکر کې وم، پلار ته مې کتل چې پر تندي يې د انديښنو ګونځي ښکاره شوې.
وې ويل: په لاره کې احتياط کوه او همدغه موټر چې تر پوهنتونه ستاسی د بيولو له پاره راځې پام کوه چې په بل موټر کې سپره نه شي.
ما کړه:
پلار جانه! په دغه موټر کې ټولې جينکۍ تر پوهنتونه ځي، يوازي شپږ تنه يې له خيرخاني مينې راځي، چې له دې ځايه زه او زما دواړه ملګرې هم ورسره يو ځاي کيږو.
په دې شيبه کې مې د مور مخ ته وکتل، الوتي بڼې يې راته د ډيرو انديښنو کيسې کولې. زه چې همدا اوس له کوره وځم او هغه چې په پرديو هېوادونو کي ترينه مسافر دي، پر زړه يې څه تيریږې؟ خو هغه ډيره بهادره ده، کله هم راته نه وايې چې پوهنتون ته مه ځه، ولي پلار مې ډير کله له کوره د وتلو او په داسي حالاتو کي د تحصيل پلوی نه دی.
مور مې ځانته د چاي پياله ډکه کړه او په خپلو مهربانه کتلو يې ماته ډاډ راکړ. ژر مې خپل بوټان په پښو کړل، پرته له دې چې ډيرې خبرې وکړم، مور او پلار لاسونه مې ښکل او له دروازې ووتم.
زموږ د اوسيدلو سیمې ته ګردنې باغ بالا وايې او زموږ کور، همدغه غونډۍ ته مخامخ دی. د کور له دروازې لا وتلې نه وم چې درخو راسره مخ شوه. دلته د کابل ښار له نورو سیمو هوا سړه وي، د پسرلي په پيل کې سهارنۍ سړه سيلۍ زموږ مخونو ته سوزونکي څپيړې راکوي.
په همدې فکر کې وم، چې سړي هوا مې مخ وسوزاوه، درخو ته مې وکتل، د هغې مخ هم لکه د سور باتينګړ په څير راته ښکاره شو. بې دريغه خندا راغله، درخو په حيرانۍ سره راته وکتل، وې ويل:
ولي خاندې؟ ته خو هرکله ژر خاندې او اوس هم په ځای ولاړه يې، ژر شه چې موټر راڅخه لاړ نه شی. ما ځواب ورنه کړ، په داسی حال کي چې خپل د کتابونو بيک مې شاته اچوو، ورپسې روانه شوم. په تلو تلو کي مې وويل:
زه د استاذی ځلا سمندر درس ته ځان په وخت رسوم، خو ته له ما هم مخکي شوې، دا دی لا اوه نيمې بجې نه دي، چې راورسیدلې. درخو کړه:
هو، نو ته څه فکر کوي، چې ګواکي زه به په کی سستي کوم. نن خو ډير مهم درس دی او استاده ځلا سمندر خپل لکچر داسې وړاندې کوي، چې موږ بيا د دې مجال نه لرو، چې په ساعت کي ونه اوسو او وروسته يې په درس پوه شو.
ما کړه:
اي درخانۍ ګلې! ستا خبره سل په سلو کي سمه ده، تر اوسه زموږ د حقوقو يو مضمون دومره په زړه پورې او د پوهیدلو وړ نه و، لکه د استاذې مضمون. په دې کې خو هيڅ شک نه شته، چې ځلا سمندر رسيدلې او عالمه استاده ده، زموږ په پوهنتون کي کم سارې ده.
په دومره ځوانۍ کې يې د پوهې داسې لوړه کچه، په ريښتيا چې موږ حيرانوي. درخو راغبرګه کړه، دا ځکه چې هغې خپلي لوړې زده کړې په جرمني کې بشپړې کړي او له خپل خاوند سره يوځاي چې هغه هم د کابل طب په پوهنځي کې استاد دی. زموږ د کابل پوهنتون په استادانو کي يوازنۍ جوړه ده، چې دواړه د پوهنتون د علمي کدرغړيتوب لري.
په داسی حال کي چې په چټکو قدمونو روانې شو،ما کړه:
هو کنه دوي دواړه دا دري څلور کاله وړاندې هېواد ته د ځوان نسل روزنې به هيله راستانه شوي.درخو په خپل له ستاینی ډک غږ کې وويل:
د وطن پالنې ډير لوړ احساس.
په خبرو خبرو کې د لس کسيز ټيوټا موټر خواته ورسیدو، موټر ته له پورته کیدلو سره سم په خالي څوکۍ کې کښيناستم،درخو هم راسره ځان ځاي کړ. په همدې شيبه کې مې يو دروند او زړه بګونکې غږ واوریده،چې د کابل لوړ غرونه يې وغرول، ناآرامه يې کړل او موټر چې لا ولاړ و، لکه د ځايه چې روان شی او يا سخته زلزله وي... ټولو په کلمه او الله اکبر ويلو پيل وکړ.
موټر چلونکي مو چي د پاخه عمر ډنګر سړې دې، په لوړ آواز يې الله خير له خولي ووت. نور لکه چې خلکو ته دا ډول درنې چاودنې عادي شوې وي موټر روان شو. دغه موټر چلونکې پوهنتون ته له ټولو تلونکو جینکو هره مياشت پيسې اخلي، يو ځل لکه اوس په اوه نيمي او بل ځل په نهه بجو ځي، هر سهاراو مازديګر څلور بجې موږ خپلو کورونو ته رسوي.
په شنه سهار کارته پروان پر سړکونو د موټرو ګڼه ګوڼه دومره زياته وې، چې يو په بل پسې په ټيلو روان وي.
په موټر پسې مو له شا او مخي هارنډونه کيدل او موږ يې هم ايله لسم کم اته بجې د پوهنتون دروازه کي ښکته کړو.
په دې شنه سهار کې د پوهنتون چاپيريال د پسرلي په دې موسم کې شین زرغون بریښيده. تر شا مو اوږۍ او کوتره چې په ادبياتو يوهنځي کې تحصيل کوي، هم راښکته شوي، دلته مې پام شو چې اته بجو ته څلور دقيقې پاتې دي. ما کړه، ژر کوئ جينکو چې ناوخته شو! زما ټولګې والې يوازي دوه تنه وې، درخو او تمنا، موږ درې واړه په چټکۍ د حقوقو پوهنځې په لور روانې شو. درسي خونې ته په پوره وخت ورسیدلو، زموږ د انتظار خلاف درسي خونه کې ډير ټولګيوال ناست وو، خو استاده ځلا سمندر نه وه.
هره ورځ اته بجې په درسې خونه کې استاده د تورې تختې مخ ته ولاړه وې. عجيبه وه، ولې استاده نه وه راغلي؟ موږ ټولو يو بل ته وکتل. په څوکيو کي جينکۍ او هلکان ناست وو او موږ د استادې راتګ ته انتظار کوو. خو سمدستي د کابل په زړه کې د درنې چاودنې سره د استادې د ناوخته راتګ وجه وتړل شوه. ځينو په دري ژبه وويل:«خدا خير کند.»
ما ته دا خبره د زغم نه وه، ژر مې په لوړ آواز وويل:
نه نه داسی کومه پيښه دې الله پاک نه کوی او وبه ګورئ چې اوس به په دروازه راننوځي. له دې خبرې سره ټول چوپ شو، څوشيبې تيرې شوې. تمنا کړه، خير دي وي، خو استادې موږ ته ويلې چې درسي ساعت ته يې ناوخته راتګ ښه نه ايسې، له موږ يې هم تل دا غوښتنه ده. ما کړه:
په هر ډول حالت کي هغه تل په خپل وخت راغلي. په درسې خونه کی د جينکو او هلکانو له يو بل سره خبرې پيل شوې.
ځينو خو ويل چې د استادې تیر لکچر ډير مهم و، ښه به دا وې چې په دې اړه زيات وضاحت ورکړي، ډير په زړه پورې و.
ما غوښتل چې همدا اوس استاده په دروازه راننوځي او ټول له خبرو کولو پاتي شي. زموږ انتظار ډير اوږود شو او کرار، کرار ځينی هلکان او جینکۍ له درسي خونې ووتل.
د ساعت په پای کې زموږ د درسي خونې دروازې کې د دیپارتمنت آمر سر راښکاره کړ، هغه چې مدام يې له موږ سره په جدي او امرانه ډول خبرې کولې، ډير کمزورې ښکاريده، په الوتي بڼه يې موږ ته وکتل، څو شيبې چوپ وو، داسې بريښيده چې د خبرو له پاره الفاظ لټوي.
په پاي کې وويل:
تاسي خو به لا کوم خبر نه وي اوريدلې؟ ورپسې يې زياته کړه، له درنې چاودنې خو ټول خبر یوو. ټولو جينکو،هلکانو په يو آواز وويل:
چې زموږ استاده تر اوسه نه ده راغلې. يو بيخې نادره کار چې په دې دوه کلونو کي نه و پيښ شوی. موږ ټولو د هغه خولې ته کتل، په پاي کې زموږ د ديپارتمنت آمر په ريږديدلې غږ وويل:
ډير بد خبر دې، موږ ټول ودريدلو لکه چې ساه ګانې مو قبض شوې وې.
هيچا د څه ويلو توان نه درلود. درخو چې زما څنګ ته ولاړه وه کښيناسته، د کابل ښار په زړه کې د ستري چاودنې پر مهال د استادې ځلا سمندر دوي موټر هم په دغه ځاي کې راتیريده...
د استادي نوم يادول نه و، لکه زموږ په درسې خونه کي چې تندر ولویږي. ټولو په لوړ آواز چغې کړې، زه پوه نه شوم چې څومره په لوړ آواز مې د استادي نوم واخيسته او د دهليز په لور په منډو شوم. راپسې سمې درخو، تمنا او زموږ د ټولګې نورو جينکو په منډو پيل وکړ. تر څو چې د آمريت دفتر دروازې ته ورسیدم، هلته يو ټولی محصلين او استادان ولاړ وو، هيچا نور څه نه شو ويلې.
يوازې همدومره مې د يو چا خبرې واوريدلې، چې داسې يې ويل:
ځلا سمندر له خپل خاوند سره، له دغه څلور لارې څخه تيريدله، چې چاودنه شوې، هغه په خپل موټر کې پوهنتون ته راتلله. داسي ښکاري د پيښې له ځاي هيڅوک ژوندي نه دي وتلي... سترګې مې تورې شوې او نوره پوهه نه شوم....
پاي
د لاس غرګې
د کار په ستر دفتر کې د راي اچونې پايله اعلان شوه. گڼه گوڼه زياته وه، زموږ همکار، انور چې په طنز ويلو او ټوکو کې له ټولو مخکې دی وویل:
وگورئ، د انتخاباتو کميسون ته موږ بايد سبق ورکړو، چې رايې ورکونه کې دي روڼتيا له موږه زده کړي. همکاران ډله ډله راتلل، نوي مشرتابه ته د مبارکۍ ورکولو له پاره په کتار کې ولاړ وو. زما د خيال مزي يې تیردوه کاله مخکې ته وروگرزول:
هغه مهال د هېواد په دغه سیمه ایزې رادیو کې مې ساه تنګه وه، اوریدونکې مو د نورو بې شمیره نوموتو رادیویې او تلویوزونې خپرونو مینه وال و. خو زموږ د رسنۍ ریس د ډیرو کوښښونو سره سره کوم پرمختګ نه و رامنځ ته شوی. که څه هم تجربه لرونکي خبریالان هموګمارل شول، چې په هغې کې زه او مرغلره هم شاملې وو، لا حالت هماغسې ياتې و ، ځکه زموږ وړاندیزونه نه منل کیدل او خپرونې مو پهوچو خبرونو او تحقیقې راپورونو ولاړې وې، چې د نورو رسنیو له رنګینو خپرونو سره په سیالۍ کې پاتې راتلو،. تر څو زموږ د کارچاپیریال کې د همکارانو په خبره یوه بله ناکامه هڅه وه، چې یو بل ځوان وګمارل شو.
ډير ژر موږ ټولو دغه نوی بې تجربې همکار تر پوښتنې لاندې راوست. په لومړي سر کې زما نږدۍ ملګرې او همکاره مرغلره راغله او زما پهغوږ کې وویل: راځه چې یو څوک درته وښیم .
زه په خپل کار بوخته وم، ما ویل، ته ځه، زه وروسته درځم. خو وروسته د غرمې ډوډۍ پرمهال یو نوی ځوان د نورو همکارانو په منځ کې ناست و، راته یې په ګوته کړ . ما ورته وکتل د شلو کالو راته ښکاره شو. ما ویل مرغلرې. دا ډیر کم عمره نه دی؟ مرغلرې کړه: دا نوی همکار همدا دوه مياشتې مخکې د ژورنالیزم له پوهنځې فارغ شوی او له وړاندې ولسوالۍراغلې محب ارمان نومیږي. ما کړه ښه خبره ده، عمر به یې دومره کم هم نه وي، هسې ډیر کمکې ښکاري، هرکله دي راشي. مرغلرې کړه،موږ هر یو د څو څو کلونو کاري تجربه لرو ، ما کړه، ښه نو اوس ده ته د شک په سترګه کتل کیږي. مرغلرې ټنده تروه کړه: ته نه وېترینې، په کانتین کې ټولو همکارانو یو غورمچ جوړ کړې وو، چې کم عمره او بې تجربې دی.
لږه موده وروسته هغه ورځ د پسرلي موسم لمرينه توده ورځ وه او زموږ د کارځاي په انگړ کې چې د اکاسی ونې ولاړې دي،گرمې هوا کېورسره د اصيلو گلابو څو بوټو ټوله فضا عطرينه کړې وه، د خوشبوي څپې زموږ کاري فضا کې هم خپل اغيز کړی و.
زه او مرغلره چې تل د تحقيقی راپورنو له پاره سره په گډه کار کوو، هسی په ټوکو وغوښتل، چې دغه نوی راغلې وازمایو. مرغلرې ماتهاشاره وکړه او ما کړه: «ارمان صاحب! که تاسی په څيړنيزه برخه کې له موږ سره کار وکړئ، ډير به ښه شي. هغه پوښتنه وکړه:
د څه شي په اړه؟ ما کړه:
دغه موضوع چې ولي په ټولنه کې، مخ په ډيريدونکي توگه د غلا او ترهگرو فعالعیتونو وجه څه ده او لامل یې څه دی؟ په اړه يې که راته خام مواد پیدا کړئ.
محب،چې په ونه کې لوړ دنگ او په اوږو کې پلن زلمې وو، خپلې زرزي غټې سترگې يې يو ځل ماته او بيا مرغلرې ته وغړولې، د خپلنصواري رنګه جمپر غاړه یې سمه کړه چې د ده له ګڼو وبښتانو سره ښه بریښیده. څو شيبې چوپ شو او بيا يې په کرار وويل:
ماته کولې شئ يو ساعت وخت راکړئ. موږ دواړو په حیرانۍ يو بل ته وکتل. ځکه موږ هسي هغه ازمایه چې څه ډول غبرگون ښيې. اټکل دا وه، چې پرته له ځنده به د نه ځواب راکړي او يا به وخت وغواړي.
ما کړه: اوس لس بچې دي، تر ۱۱ بجو وخت لري. په دې هکله مو نورې خبرې ونه کړې، زه او مرغلره په خپل کار کې داسی بوختې شو،چې هډو مو له ياده ووتل.
لا ۱۱ بجو ته لس منټه پاتې و، زموږ د کار په ستره کوټه کې چې اته ميزونه دوه، دوه څنگ په څنگ او شا په شا ايښې وو، محب زموږ تر خوا راغې او څو پاڼې ليکنه يې زموږ مخې ته کښوده
موږ دواړو په حیرانۍ سره يو بل ته وکتل، باور مو نه راته چې په لنډ وخت کې به، د يوې څيړنيزې موضوع له پاره به دومره ډير څه وليکلې شی. ما کړه: شاباس! ته خو ډير مخکې يې. مرغلرې مې خبره ونيوله، لومړې خو يې ولوله او بيا پريکړه وکړه. محب په ژورو کتلو سره چوپو او څو شيبې وروسته يې وويل: بلکل تاسې يې وارزوئ بيا راته خپل نظر وواياست.
لیکل شوی پاڼې مو ترې واخيستې، هسې هم د ډوډۍ وخت و، هر څه مو پريښودل او په ډير غور مو د هغه ليکنه ولوستله. هغه ډيرې سرچينې وړاندې کړي وې.
لکه په ښار کې دننه او له ښاره لږ بهر لرې د فقر او بیکارۍ کچې ارزول، په ښار او بازار کې روانې نادودې،چې معيوبين تر پلونو لاندې پراته دی. يتيم ماشومان څه ډول په شاقه کارونو اخته دي، کم عمره ماشومان ښوونځيو ته د ورتگ توان نه لري. په وړاندې کلیو کې په کم عمر کې د جینکو واده کول، د سړک پر غاړو د سوالګرو ماشومانو او کونډو ميندو خیرات غوښتل، تر پلونو لاندې په نشه یې توکو روږدو انسانانو شتون او د شتمنو خلکو بې شانه شانداره ژوند. دغه راز د هغوي د اوسیدلو ماڼۍ چې پرتې لارې ورته تړل شوی دي، شامدام بریښنا لري او خواته کورونه په تیاره کې پټ وي. يا هم په دفترونو کي رشوت او فساد، له قانون څخه سرغړونې. ورته بې شميره بيلگې يېراوړې وي،چې زه او مرغلره يې تر ډيرې اغيزې لاندې راوستو.
د دغه وړانديزونو له لوستلو وروسته موږ دواړه له ځايه پورته شو او محب مو لټوو.
له خپلو همکار، انور نه مو پوښتنه وکړه، ما کړه: محب ارمان چیرته دی؟ انور،پرته له ځنډه وویل: په هغه خوارکي څه کوئ، اوس مې په کانتین کې ولیده.
موږ په بیړه په هغه پسې کانتين ته ولاړو، هلته مو ولیده، عجيبه وه، دلته يې هم يو پنډ کتاب يې پرانيستې و، په کې بوخت و. په دې شيبه کې مرغلرې خپلې تورې سترگې راواړولي، ما تل هغې ته ويل، ستا سترگې ډيرې ژورې دي او د هر څه په ليدلو يې تل ته کوزيږي. خواوس زه په شک کې وم، لکه چې د دغه ځوان بې سارې وړتيا په ارزونه کې پاتې راغلې وو.
زړه نا زړه مو يو بل ته وکتل، په پاې کې ما وويل: ارمان صاحب ! هغه ژر له کتابه خپل سر راپورته کړ.
ما کړه: مهربانې مو کړي اودومره هر اړخیزه لیکنه مو ډیره په زړه پورې ده.او همداسې په ځير ځير يې راته کتل.
ما زياته کړه: ډيرو مهمو موضوع گانو ته دې گوته نيولي. هغه لا هم چوپ و، مرغلره زموږ په خبرو کې راولیده : هو زه او ترينه سبا ته پر يوه مهمه موضوع يوځاي کار کوو، که راسره مرسته وکړې. د ارمان پر شونډو موسکا راښکاره شوه.
ولې نه په ډيره مینه.
او همدا و چې موږ په گډه کار پيل کړ، ډير ژر د ټولو همکارانو له پاره محب ارمان مرستې ته ولاړ و، انور خو ورته د لاس غرگې لقب کښيود. معنا دا چې هر چاته د مرستې له پاره تیار و.. لږه موده لا نه وه تيره چې زموږ د خپرونې زوږ پورته شو.
تر ډيرو رادیوې خپرونو مخکې شو...
او دا دې اوس يو دوه کاله وروسته د تلويزوني خپرونو مشرتابه د څوکۍ له پاره محب ارمان په رايې اچونه کې تر ټولو نوماندانو مخکې او د ريس په توگه وټاکل شو. انور لا خوشاله و او په دې موده کې ورسره دوستي ټینګه شوې، ځکه خو یې موږًته کړه: د لاس غرګې خو په ریښتیا زموږ له پاره د لاس غرګې شو.
په دې شيبه کې مرغلرې ديکه راکړه، راځه چې ارمان صاحب ته مبارکی ورکړو! او د تیرو دوه کلونو په هکله يې زما د خيال مزي وشلول.