رودابه او زال
لیکوال: استاد عبدالرحمان پژواک/ ژباړن: همت عمرزوی
د جهان پهلوان؛ سام پر خپل شاهي تخت ناست و، چې د زوی د زوکېدو زېری ورباندي وشو، د دې خوښونکي خبر په اوریدو له تخت څخه راکښته سو او د نوي پسرلي د نندارې په لور وخوځېدی، د زال ویښتیان له پيدایښت څخه مادرزادي ټول سپين وه، اوه شپې يې سام ته ورښکاره نه کړ او دا راز يې ورڅخه پټ وساتی، وروسته د زال دایه پهلوان ته راغله او دی يې له دې حالت څخه خبر کړ، سام ددې خبر په اوریدو له ژونداونړی څخه ناهیلی شو، په سورو، چغو اونارو يې پیل وکړ او د خپل مرګ غوښتنه يې وکړه، خپل نوی زوکړی زوی يې لکه اهریمن داسي وګڼی، د نړی د خلکو، مېلمنو او راتلونکو کسانو له پټو او ښکاره خنداوو اوملنډو څخه په عار او اندېښنه کې و، امر يې وکړ چې زال چېرته لرې په کوم دښت او ویرانه کې و غورځوي، دا ظلم پر نوزېږدي ماشوم ترسره شو او نوی ماشوم يې یوړ د کوم غره پر سر يې یوازي و غورځاوه، خلک ورڅخه راستانه سوه. په دې لړ کې ډېره موده تېره سوه، د نړی خالق پر سام ددې ظلم له امله خښمګین سو او دی يې په داسي سخت درد اورنځ کې اخته کړ چې د دنیا طبیبان يې له درملنې څخه عاجزه وه، ماشوم همهلته پرته له سرپناه شپې او ورځي تېرولې، کله به يې د خپلي ګوتي سر رودی اوکله به بیا په چغو چغو ژړانده و، په دې وخت کې یو سیمرغ چې د خپل بچيانو د مړېدو لپاره الوت کړی و دا وړوکی او تنها ماشوم ولید چې په چغو چغو ژاړي، نه يې مور سته اونه کوم بل څوک چې پام ورته وکړي، ماشوم همداسي لڅ لغړ او وچ شونډان په خاورو اوډبرو کې تر شنه آسمان لاندي پروت دی، دایه يې سپېري خاوري او زانګو يې تېره اغزي دي.
ښکلی سیمرغ ځمکي ته راکښته سو او ماشوم يې د غره له سره واخیست او له خپلو بچیانو سره يې یو ځای په ښکار کولو او خپلو وینو ورکولو روزنه اوپالنه پیل کړه، کله کله د هوا مرغان تر خلکو زیاته مینه او ډېر محبت لري! په دې توګه ماشوم تر ډېره وخته هلته له خلکو پټ و، ترڅو چې ورو ورو را لوی شو، ددې غره له څنګه کاروانونه تېرېدل او نور نو ددې ځای ښه اوبد ټول نه پټېدل، د زال د څرګندېدو آوازه په ټول جهان کې خپره سوه او سام ته يې د شتون خبر ورسېدی، په دې ډول پرېشاني او خفګان له منځه ولاړ، یوه شپه سام د خپل ژوندله ستړیاوو او دردونو څخه ډک زړه ویده و په خوب کې يې ولیدل چې یو سړی د هندله هیواده پر آس سپور راسي اوده ته د خوشحالی خبر راوړي، کله چې له خوب څخه را بیدارسو نو خپل روحاني مشاورین يې را وغوښتل او د خوب تعبیر يې ترې وغوښت، له یوې خوا د کاروان آوازه اوله بلي خوا د داسي خوب لیدل سام ته د غور او تعجب وړ وه، له خلکو سره يې خبرونه شریک کړه، هلته ټولو حاضرو خلکو واړه وه که زاړه پهلوان ته وویل چې هغه څوک چې خدای (ج) نه غواړي چې په ګرمی او یخنی کې تباه شي د هغه په لټه کې سه او د موندلو هڅه يې وکړه، سام بیا شپه ویده سو ترڅو سهارلکه لمر د غره له څوکي را پورته سي او د زال لټون پېل کړي، بیا خوب کې ویني چې د هند پر غره یو هسک بیرغ رپېږي اوترشا یې یو ښکلی زلمی له یو لوی لښکرسره را روان دی، کيڼي خواته یې یو روحاني کس او ښې لورته يې یو مشهور حکیم او عاقل سړی روان دي، د زال له ملګرو څخه یو يې سام ته وخښمېدی او هغه يې د ده د زوی له نیت اوکار څخه خبر کړ، ددې خوب له لېدو وروسته د جهان پهلوان په ویره کې ولاړ سو، عاقلان او د لښکر مشران يې ټول را وبلل، اوخپله خښمګین او خروښېدلی همداسي مخ پر غره ولاړ، ترڅو په دې توګه سرټيټي خپلو کړوته پاملرنه وکړي. د غره هسکي څوکي ته وخوت اولکه شاهین ډېر لوړ پرواز يې وکړآن تردې چې ستوري يې له نېږدې لیدل داسي لوړ پورته سو چې د زحل د ستورو لړی نور نه سوه پورته کېدلای، سام د غره لویي ډبري او د مرغانو لوړ قوت او د ځالي جوړښت ته وکتل، په دې حالت کې يې خپل په څېر یو زلمی ولید چې د ځالي پر شا اوخوا ګرځي.
د لوړ پرواز هڅه يې وکړه ولي لاريې ونه موندل، مخ يې پر خاورو وموږی او خپل شړلی زوی يې بېرته ځان ته را وبلی، بلنه ومنل سوه، سیمرغ د غره له څوکي سام او دده ډله ولیدل، وروسته يې زال ته وویل: زه ستا دایه او روزونکې یم، پرتامي د دستان زند نوم ايښی دی، پلاردي سام، د جهان پهلوان درپسې راغلی دی، اوس اجازه ده چې تا واخلم اوهغه ته دي ورولم؟ زه تا د کرکي او دښمنی له امله له ځانه نه ګوښه کوم، بلکه تا د باچا لورته لېږم هغه ځای؛ چې ستا وړ دی اوستا لپاره مي خوښ دی، زال يې پلارته راوړ، پلار يې چې ولید په ژړا سو او د مرغانو د باچا د میني، پېرزویني او درنښت لوړ هنر اوقوت يې وستایه، د سام زړه لکه برین جنت هسي پاک شو، له غره څخه را کوز شو شاهي جامه يې وغوښتل او د زال بدن يې پکې پټ کړ، او زال ته یي په مینه و ویل هيڅ ارزو دي پرزړه نه پرېږدم.
لښکر ټول د سام پر شا او خوا را ټول سو، د قافلې زنګونه او ډولونه وکړنګېدل، په آسونوسپاره سپاهیان په شور، خوښی او وږ وږ مخ په ښار وخوځېدل، له زابل څخه يې منوچهر ته د سام او زال د افسانې په اړه خبر ورکړ، د باچا زوی نوذر ته امر وشو چې سام او زال د باچا حضورته حاضر کاندي، کله چې دربارته حاضر سوه باچا پر پلار اوزوی(سام اوزال) آفرین ووایه، منوچهر د زال په لېدو خوښ سو او ویي ویل چې ده ته باید د جنګ او خوښ ژوند کولو هنر اوکمال ورزده شي، ځکه ده پرته له غره، مرغانو اوځالو بل څه نه دي لیدلي، هغه د باچا په نوم او آیین نه پوهېدی، سام ورته وویل له ده سره مي ژمنه کړې ده چې هيڅ آرمان به يې په زړه کې نه پرېږدم، باچا د سام ژمنه وستایل، وروسته باچا یو ډېر لوی له برمه او دبدبې څخه ډک جشن جوړ کړ، ده ته يې یو ښکلی آس، هندی توره، ابریشمي جامي او سره زر ډالی کړه، رومي نوکرانو د زمردو پېروزه ای جامونه له شرابو ډک محفل ته را وړه،
کله چې جشن جوړ او په جم اوجوش کې سو، نو د باچا او سام ترمنځ تړون ترسره سو چې په پایله کې يې د چین له سیندنه تر سند سمندره اوله زابلستان څخه تر بست پلازمېني پوري پېروزه ای طلایی تخت اوتاج سام ته ډالی شو، ډول د فیل پر بوکي وتړل سو او سام اوزال مخ پر زابلستان و خوځېدل، عمر تېرېدی ترڅو چې زال د باچاهانواو پهلوانانو هنرونه زده کړل، داچې سام د ګرګاران او مازندران خواته د جنګ په نیت وخوځېدی نو د زابلستان د سرداری او باچاهی چاري يې خپل زوی ته وسپارلې، د سام زوی په زابل کې ښه داد او عدالت وکړ خلک او مېلمانه يې له ځانه خوښ وساتل، آخرکې د پلار بېلتون ته زړه تنګی سو عاقلان او پوه خلک يې را وغوښتل او د نخجیر په لور ستون سو، له سپرو او څېړونکو او اګاه خلکو سره په ګډه مخ پر کابلستان روان سو، د کابل او شااوخوا لویو سیمو باچا؛ مهراب نومېدی، داچې د سام د لښکرو د راتګ څخه خبر سو نو مخته يې ورغی او له زال سره پر یو سترخوان په مینه او خوښی کښېناستی، مهراب د سام زوی ته ښه په ځير ورکتل او په لیدو يې خوشحاله سو، او زړه يې د هغه په موخو اوکارونو پوه سو، کله چې مهراب د زال له سترخان څخه ولاړ نو زال خپل مشران را ټول کړه، او د هغه په باب يې داسي وویل: ددې سړي په تنه او څېره مي تر اوسه داسي ښکلی لوړ ملاتړلی انسان نه دی ليدلی، یو له دغو مشرانو خلکو څخه مهراب وستایه او ویې وویل: دده په حرمسرای کې یو داسي ښکلې پېغله اوسېږي، چې مخ يې تر لمر روښانه او ترجنت ښکلی دی، بدن يې لکه سره اوسپين زر هسي ښکاري، مخ يې لکه سپوږمی داسي ځلېږي او وېښتیان يې لکه مشک داسي خوشبويي کوي، د زال مینه په نالیدلي توګه ددې نجلی سره پيداسوه اوپه محبت کې يې غمجن سو، شپه يې له ستورو سره په ويښه تېره کړه.
کله چې لمر د دنیا مخ په خپلو سپېدو رڼاکړ نو زال خپل آس زین کړ او د کابل د شاه حرمسرای ته ورغی دروازه يې ور وټکول، د کابل شاه بله ورځ د زابل د شاه خيمې ته ورغی، چې هغه يې په ډېر لوړ عزت هرکلی او مېلمه پالنه وکړه، بله ورځ یې زال خپل کورته ور وبلی، د سام لښکرو د تخت، میني، تېغ او خولیو څخه سپما ونه کړه.
اماداچي د هغه سره مشران د مهراب په کورکې شرابخوری ونه کړي هلته ورنغی، مهراب دده پردې فکر آفرین ووایه، او ترې راستون سو، نوکر یوځل بیا د مهراب د حرمسرای د پېغلي سپوږمی، ستاینه پيل کړه او زال يې په اوریدو داسي مست سو چې له عقل اوهوښ څخه ووتی، یو څو څرخونه يې وخوړل، زړه يې د میني له شوره ډک و او عقلمندانوته يې ځان پر هوښ ښکاره کوی، ځکه نه يې غوښتل چې دا راز يې رسواشي، هرڅه يې چې په زړه کې وه څوک يې نه درلودل چې ورته ویي وايي، یوه ورځ مهراب شاه د زال له لوري راستون سو او حرمسرای ته راغی، دده په ماڼی کې دوه لمرونه ځلېدل، داجوړه سین دخت(ځوانه جوړه) او لوريې رودابه وه. رودابه لکه د پسرلي باغ داسي سینګار اوسمسور، اولکه د جنت فضا داسي مرغلینه او ښایسته د خپل مور سره یوځای د پلار حضورته ولاړل، مهراب د دوی په ليدو د خدای ستاینه وکړه، سین دخت له مهراب څخه و پوښتل: دا د سام زوی څه ډول سړی دی څه ډول طبیعت او طریقه لري؟ د تخت په اړه ږغېږي، د سیمرغ اوځالي سندري وایي، مهراب يې په ځواب کې وویل: د نړی په پهلوانانو کې داسي څوک نسته چې زال ته ورسېږي، لکه د زمري زړه او د فیل غوندي زور لري، لاسونه يې لکه د نیل سیند له سخا او میړاني ډک دي، په ټولنیز ژوندکې د زرو ويشل کوي او په جګړه کې سر هسک ګرځوي، وېښتیان يې سپين دي اما څېره يې لکه د لمر غوندي ښکلې ځلا کوي، رودابې چې دا خبري واورېدي ولاړه سوه او دمخ رنګ يې لکه ګلنار هسي سو، اوس نو آرمان او ارزو د عقل ځای ونیوی، سکون ورڅخه لري سو د زال میني يې په زړه کې ځای ونیوی، د لرغوني زمانې د یو ښه ښځي نظر دی چې ویلي دي: د سړیو ستاینه او یادونه د ښځوپه حضورکې مه کوی.
د رودابې پینځه همرازه او خواخوږي ملګري وه له هغوی څخه يې څه چاره او مشوره و غوښتل، هغوی په دې خبر حیران او متعجب سوه، او رودابې ته يې داسي و ویل: ای د نړی د ښځو افسرې او شاه خوباني! ستا د ښایست ستاینه له چینه ترهندوستانه کېږي، د ښکلي مخ ستاینه دي په ختيځ کې روانه ده، د کابلستان د شاه د حرمسرای ځلبلانده ملغلره يې، ته څنګه داسي یو چاته د میني لاس ورکوې چې هغه پلار له ځانه شړلی وي؟ هغه د غره د مرغه له خوا پالل سوی وي.
رودابې هغوی په خښم غلي کړې او ویې ویل: ( زما زړه د ستورې له خوا تباه سوی دی، پرته له سپوږمی نه څنګه خوښ او آرام و اوسي؟ زال زما ځان او روان دی)، ملګرو چې يې د ستړي زړه راز واوریداوپرې پوه سوه، نو هغې ته يې ډاډ او تسلي ورکړه، هغه يې ددې راز پټولوته وهڅول او ژمنه يې ور سره وکړه، چې باچا به ورته راوړي.
د وري میاشت او د کال پيل و، زال د سیند پرغاړه دربار جوړ کړی و، مینځي او نوکران هلته را غونډ سوه او د رود پرغاړه يې ډول ډول ګلونه وکرل ترڅو د سیند له پوري غاړي زال د هغوی ننداره وکړي، زال پوښتنه وکړه چې دا څوک دي؟ ورته وویل سوه چې د رودابې مینځياني دي، ددې خبرو په لړکې یو مرغه د اوبو له منځه په هوا سو زال خپل تیر اوکمان وغوښتل او مرغه يې لاندي پرځمکي را وپرځاوه، خپل نوکرته يې وویل چې ښکار سوی مرغه ورته راوړي، نوکر په کیښتی کې کښېناست اوترسیند پوري واته، دلته مینځه د هغه مخي ته راغله او د ښکارچي کمان يې راواخیست، دا وپوهیدل چې د سام زوی د زابلستان شهزاده دی، د هغه له ښکلا او هنرڅخه په حیرت کې سوه، او ویي ویل د رودابې څخه پرته د نړی پر مخ بل داسي ښایست نه دی خلق سوی، غلام بېرته راستون سو زال د هغو خبرو اترو جریان ورڅخه وپوښتی، نوکر ټولي خبري ورته وکړې په دې سره د زال زړه بیا ځوان سو، هغه يې ځان ته نیږدې را وغوښت او د رودابې د ښکلا اوښېګڼو په اړه يې کیسې ترې واورېدې،
د هغې کنیزکانوته يې جواهرات او طلاوي ورکړې، کومه ګوتمی چې منوچهر ده ته ورکړې وه هغه يې رودابې ته ولېږل، د رودابې ملګري اونوکران ډېر خوښ او راضي بېرته ورڅخه ستانه سوه او دا ژمنه يې ور سره وکړه چې زال به د رودابې په دیدن خوشحاله کوي، د سام زوی زال يې په دې خبري خوښ او سرګرمه کړ، زړه يې د پرېشانیو څخه تش او د هیلو او خوښيو نه ډک سو، رودابه د خپلو کنیزانو راتګ ته سترګي په لار وه، زړه يې د هغوی د قدمونو له شمېر سره ټوپونه وهل، کله چې هغوی راغله او حال یي ورته بیان کړ، دالکه سپوږمی په خنداشوه او ویي ویل: همدانن شپه دا خبر د سام زوی ته ورسوی چې د مهراب لور دي د دیدن په تمه لیونی شوې ده، د انتظار شېبې پای ته ورسېدې، لکه لمر چې راهسک سي د شپې تیاره له منځه ولاړه، په حرمسرای کې ورځ راښکاره سوه، زال د خپلي میني او هیلي په لور ګام واخیست، رودابې د حرمسرای له دیواله د لاري په سر د زال ننداره کول، کله چې يې په زال سترګي ونښتې نو د هرکلي اوخوښی نارې يې جګي کړې، زال په دې سره لانور هم مست او ځوان سو، رودابه اوږدې زلفي د حرمسرای له لوړ منزل څخه راکښته سوه ترڅو د سام زوی حرمسرای ته رهنمایی اوله کمندڅخه راتېر کړي، د سام لښکرو زال پر وېښتیانو ښکل کړ، د آس له زین څخه یې راکښته کړ، او کلاته ور پورته شو، دواړه په ډېري مستی اوخوښی د سینګارکړي کوټي په لور ستانه سوه، رودابه لکه د جنت حوره داسي ښکلې اوسینګار کړې وه، زال ددې ښکلا اوسینګارته په حیرت کې و، دې به پټ د سترګو ترکونجو د زال ننداره کول، سترګي له بیچارګی څخه سرې پرله اوښتي وې، د میني، محبت او عشق تړون يې لانور هم ټينګ کړ، زال وویل چې منوچهر به ددې داستان په خبریدو زما سره ملګری نه سي اوپلاربه مي(سام) هم له دې حالته خوښ نه وي، اوماته به په قهراوغضب شي، زه به بیاهم هيڅکله له دې تړون څخه ونه وزم آن تردې چې یوه ورځ زمونږ د واده اوجوړه کېدو راز ټولوته څرګندشي، رودابې په ځواب کې ورته وویل چې خدای تعالی(ج) دي زما پردې قول شاهد وي چې پرته له تا به بل څوک د خپل خاوند په توګه قبول نه کړم، هرکله چې مینه مخته سي نو عقل شاته پاتېږي، هیلي پرمخ ځي، په همدې لړکې ورو ورو سپېده دم شو اود کابل پر غرونو د لمر وړانګي خورې سوې، خروسانو آذانونه وکړه او د مهراب شاه د سرای څخه تیارې خپلي وزري پورته کړې، لمر سپوږمی ته خدای په امانی ووایه، باڼوګان په اوښکو لانده سوه اولمرته د ګیلو ژبه پرانیستل سوه، زال د کلا له کمند څخه ووت او د حرمسرای له ښکلي ماڼی څخه بهر سو، خپل پر آس سپور شو اود لښکر د تم ځای په لور ستون سو.
چې کله د لښکر د اوسېدو ځای ته ورسېد نو خپل کشران اومشران ملګري یې را وغوښتل او موضوع يې ور سره شریکه کړه، ترڅو چې د پوهانو وړاندویني او د عاقلانو آندونه واوري، د پوهانو په خولو کې خبري غوټه سوې ځکه مهراب د ضحاک د خاندان له پاته نسلونوڅخه و، د منوچهراو سام له مخالفت څخه وډار شوه، زال د دوی د خاموشی په علت پوه سواو د ستونزي د حل لپاره يې د لاري لټون پيل کړ، وروسته روحاني اشخاصو خپل نظر داسي ورته څرګندکړ: مهراب د باچاهانو میراثي دی، د ښامار له ګوهر څخه دی، ډېر لوی سړی دی چې په کم نظر به يې نه ګڼو، زمونږ په آند د حل لاره داده چې سام د نړی پهلوان ته لیک ولیکل شي، زال لیکوال را حاضر کړ او هدایت يې ورکړ چې پلارته مي درود، پېغام او زیری ولیکه او وروسته ورزیاته کړه چې ای د تخت اوتاج خاونده! زما د ژوند بهیر خو دا و چې تا په خپله ولید، هغه وخت چې زما د ناز او نعمت دور و پلارمي د سیمرغ په وزرکې د هند غره ته وشړلم، هغه ځای چې د وینو شيدې مي خوړلې، بیا له ځالي څخه تر تخت اوبخت، نوم اونښان پوري را ورسېدم، اوسمهال یو داسي زړه ماتونکی حالت منځ ته راغلی چې راز یي له ټولووګړو سره نه شم شریک کولای، د مهراب د لور د میني په دام کې ایسار شوی یم، په توره شپه کې مي ستوري او د سیند څنډه ملګري دي، غرونه شاهدان دي چې د جهان پهلوان سام راته ویلي وه چې په زړه کې به دي هيڅ ارزو پرېنږدم.
کله چې یاد لیک د سام لاس ته ورسيد نو سريې له فکرونو او زړه يې له اندېښنو ډک شو، له ځان سره يې داسي وویل: هغه څوک چې مرغانو روزلی وي هغه به خود په دغسي روزګار کې را ایسارېږي او دغه ډول تمي به کوي، خپل روحاني مشاوران يې وروبلل. ستوروپېژندونکوله آسمان څخه ددې چاري راز وپلټی، هغوی ورته وویل داچي یو نرسړی په دغسي بلاګرفتارشي نو له دې څخه يې ټول جهان ته زیان اوړي اوکه چيرې له ځمکي څخه بد فکرکونکي واخلي، نو د سکسار اومازندران پر سيمه به هيڅ نښه پاته نه شي، ځمکه به ګرزګرانوته پاته شي، له دوی څخه به دښمنانوته بد ورسېږي، نو سړی باید خپلي خاوري ته ښېګڼه او خوښي راوړي، سام په دې خبرو خوشحاله سو او زوی ته يې پېغام ولیږی، زال پوه سو چې پلاريې خوشحاله دی نو داسي یې وانګېرل اوتمه يې پیداسوه چې منوچهر باچابه هم ګوندي خوښ وي.
د زال او رودابې ترمنځ یو خوږ ژبې ښځه رویباره وه، دوو زړه بایلونکومیینانو یوبل ته د میني، محبت او هیلو پيغامونه لېږل، وروسته له هغه چې قاصدي ښځي د زال پېغام رودابې ته وسپاری سین دخت پر هغې بدګمانه سوه، دا وپوهیدل چې زال او رودابه شپه ترسهار ناست او یو بل ته د میني د تړون پيغامونه لېږي، له ناچاری نه يې آه او فریاد ونه کړ، سین دخت له دې وېرې چې هسي نه مهراب خبرسي په زړه کې دردمنه او غمجنه سوه، مهراب له دې چاري پوښتنه وکړه، سین دخت حال ورته ووایه، مهراب سمدستي تېغ ته لاس کړ، په خښم سو او د مخ رنګ يې لکه لاجوردتک سورپرله واوښت، سین دخت په چیغو چیغو ورته وژړل او هغه يې په سوال او زاریو لږڅه نرم کړ، او د ښو کړنو اوپایلو خبره يې ورته وکړه.
منوچهر د مهراب د کور او سام د لښکرو د حال په خبرېدو ډېر دردمن سو، نوذر يې سام ته ولیږی او ورته ویي ویل چې سام ته ووایه مخکې تردې چې زابل ته ستون سې یوځل د منوجهر شاه دربارته حاضر سه، د جهان پهلوان سام؛ د نوذر په لېدو خوښ سو او د منوچهر د دربار هوا یي وکړه، منوچهر د خپل لوی فوځ سره د هغه د لاري سرته د هرکلي لپاره ورغی، شاهي ماڼی ته يې بدرګه کړ او خپل څنګ ته يې کښېناوه، منوچهر د مازندران د جنګ په اړه پوښتنه ترې وکړه، سام د خپل بري او پهلوانی په اړه ورته وږغېدی، داچې باچا د مهراب په اړه څه ونه ویل سام هم په دې هکله خاموش پاته سو، بله ورځ مخکي له دي چې سام خبري وکړي منوچهر شاه امر ورته وکړ چې نور نو باید د ځمکي له مخ نه د اژدها تخم ورک کړي، ځه! مهراب او کابلستان خراب کړه، سام د جهان پهلوان د شاه دې فرمان ناچار اوحیران کړ اما په پټه خوله يې ومانه، پرته له دې چې د خپل زړه او همداشان د خپل زوی د درد په اړه څه ووایي، د آس جلب مخ د کابلستان په لور وخوځوی، زال چې له دې بد خبر څخه پوه سو، نو خپل د پلار حضورته ورغی د تېر ژوند خاطرې او ترمنځ يې د سوي تړون په باب یادونه ورته وکړه، د سام پر غاړه لکه دوه غرونه د دوو تړونو د مسولیت بار پروت و، یو د دردمن زوی سره تړون اوبل د شاه فرمان. د زابل سیمي ته را ورسېد.
سام په دې اړه تر ډېر فکر وروسته خپل زوی ته امر وکړ چې د منوچهر خواته ورسي، ښایي د زال هنر او ځواني د شاه خفه شوی خاطر یو ځل بیا خوشحال کاندي، اود کابلستان د ورانولو فرمان بیرته واخلي.
زال د پلار پر فکر اوسنجش آفرین ووایه، لیکوال يې را وغوښت او د سام په امر يې لیک ولیکی، دا لیک د همغه غمجن پهلوان له لوري باچاته ور وړل سو، چې دده او ټولو ملګرو قوت د باچا د آرمان لپاره کاریدلی و، د لیک په محتواکې داسي کښل سوي وه: د اژدها په برخلیک دي اخته شم چې په مرګ محکوم دی او د مازندران د پهلوانانو په وینو دي زما تعهد وي چې د ګرزګرانو کارمي د باچا له فرمان سره سم ترسره کړ، شاه ته وریادوم چې باچا د زال سره د خپل پهلوان د شوي تړون په باب ګواه دی، زال مي درولیږی ترڅو خپل عرض په خپله درته بیان کړي، ګوندي باچا د پهلوان خبروته درناوی وکړي، او دا تلقین کړي چې دښمن ماتونکی؛ تړون ماتونکی هم دی. زال لکه د سیمرغ بچی د منوچهر په لور والوت چې هلته خپل هنر اوکمال وآزمایي ترڅو د منوچهرشاه له زړه څخه د مهراب د کیني اور وباسي، او د سام پېغام او یو زخم ور ورسوي ترڅو د رودابې د دوستی تړون ته تمایل ښکاره کړي، دا داستان چې په کابل کې خپور سو د مهراب د مرزبان سر له قهره په جوش راغی، سین دخت ته وخښمېدی او د سام د مبارزې د راز په تړاو يې په قهر خبري ورسره وکړې، سین دخت ورته وویل که چېري مهراب ماته اجازه راکړي زه به د سام حضور ته ورسم او د کابلستان د ورانولو له هوډ څخه به يې را وګرځوم، سین دخت د مهراب د استازي په توګه له ډېرو غوښتونو سره جوخت د سام حضورته ورسېده، په داسي انداز ورسره وږغېده لکه هوښيار پهلوانان چې وستايي همداسي يې سام په منطقي خبرو نرم کړ.
کله چې يې خبري پای ته ورسولې وروسته يې په ډاکه کړه چې زه سین دخت یم، سام په دې سره حیران سو، د هغې مېلمه پالنه یې وکړه او قول یي وکړ چې د کابل د بي ګناه خلکو زړونه به نه سوزوي، او پر دوی به توري ورځي نه راوړي، سین دخت هم په خوشحاله زړه بېرته ستنه شوه، مهراب ته یې خوشحاله کونکی زیر ورکړ چې سام به کابل ته په قهر اوکینې نه بلکه د میني او دوستی په روحیه راسي، او د شاه مېلمه به سي، زال د منوچهردربارته حاضر سو اوباچا په ستایني او آفرین وپالی، د سام لیک يې ورڅخه ترلاسه کړ، ستوري پېژندونکي يې را وبلل او د بخت او نېکمرغی په لټه کې سوه، درې ورځي يې د زال او رودابې د بخت ستوری په آسمان کې ولټاوه، ترڅو چې هغه یې نېکمرغه او مبارک وموند، باچا ډېر خوښ سو او امر يې وکړ چې د زال عقل اوکمال و آزمایي، حکیمان يې راوبلل، تر څو آزموینه ترې واخلي، یو حکیم ترې وپوښتل: ( زه د هغه دولسو سروو داسي ونو نښه غواړم چې دېرش ښاخونه ولري)، بل يې وویل:( زه داسي دوه قیمتي او تېز آسونه غواړم چې یو یې لکه تور سیند داسي تور او بل يې لکه بلوري رنګ سپين وي، دواړه تل په چټکه ځغاسته وي، ولي یو بل ته ونه رسېږي)، بل حکیم وویل: زه په هغو دېرشوسپرو نه پوهېږم، چې کله د باچا په حضورکې تېرېږي نو یو ورڅخه کم وي اما وروسته چې يې وشمېري بېرته يې شمېر پوره وي)، بل وویل:( یو چمن له شنو بوټو، وښو او ولوڅخه ډک دی، پر تېز رفتاره آس سپوریو سړی ورڅخه تېريږي، د چمن ټول وچ اولانده بوټي ورېبي، په دې سره نه کومه بخښنه وغواړي اونه کومه ننواتې وکړي، تاسوراته ووایاست چې هغه چمن به چېري وي اوهغه سړی به څوک وي؟)، بل هوښيار حکیم ورڅخه وپوښتل:( هغه دوې د سروي وني کومي دي چې مرغان ځالي پکې واچوي، سهار پر یوې او ماښام پربلي وني ناست وي، کله چې پر یوې وني کښېني هغه مړاوي شي اوکله چې پرهغه بلي کښېني د مشکو بوی ترې جګېږي، یوه يې تل تراوتازه او د بلې برګونه اوښاخونه همېشه مړاوي او پژمرده وي)، د پوښتني کونکو له ډلي څخه بل یوه يې داسي پوښتنه راپورته کړه:( داسي ښار دی چي ټول خلک له هغه څخه د هامون ځنګل ته تللي دي، ناڅاپه یو ګرد اوغبار راپورته شي او آسمانڅکي ودانی ټولي پټي اوناڅرګندي کړي).
زال د پوښتنو په اورېدلو سره په فکرکې ډوب شو، ناڅاپه يې خوله پرانیسته او د لومړي پوښتني کونکي سوال ته يې داسي ځواب ورکړ:( یو کال دولس میاشتي لري، چې هره میاشت دېرش ورځي ده، د ژوند بهیر همداسي مخ په وړاندي درومي)، بل ته يې ځواب ورکړ:( شپه او ورځ یو په بل پسې دي، اما هيڅکله نه سي سره موندلای، بناً د ژوند بهیر همداسي روان دی)، بل ته یې وویل:( د سپوږمی په اړه دي وویل ولي؛ د زیان په هکله دي څه ونه ویل ځکه کله کله شپه کمېږي او په دې سره د تازیانو شمیر کم راځي او سپاره زیان ویني)، بل حکیم ته يې د کړي پوښتني ځواب په دې توګه ورغبرګ کړ:( دوې سروې د آسمان دوه بازوګان دي، او له مرغه څخه دلته مراد لمر دی چې د دنیا هیله اوډار دواړه ترې اټکل کېدلای شي)، د بلي پوښتني په اړه يې داسي څرګندوني وکړې:( شارسان د تم کېدو او حساب سرای دی، ددې سرای خارسان ته باید سپنج ووایو، چې هم نازونه اوخزانې لري اوهم دردونه او رنځونه پکې شته، کله چې د نېستی باد پکې وچلېږي نو د دنیا څخه د شور اوشوق ځواک واخلي اود شارسان په ډول راڅرګند سي). د بل سوال په ځواب کې يې وویل: ( ژوند لکه رېبونکی دی او مونږ يې بوټي او واښه یو، آسمان زوړاو ځوان ته نه ګوري او زاری او ننواتي يې له شان سره نه ښايي).
په دې سره باچا او د میدان ټول خلک ډېر زیات خوښ شوه، باچا د جشن لپاره ښکلی ځای لا پسې سینګار اوځانګړی کړ، جشن لمانځونکو په خوښیو او سندرو پيل وکړ، داسي شراب يې وڅيښل چې د مستو پهلوانانو ترسترګو ټوله نړی سندره او زمزمه ښکارېده، سهار چې لمر را وخوت اونړی ټوله لکه د بدخشان غرونه ځلېدل، زال ملاوتړل او باچا ته نېږدې ورغی، منوچهر امر وکړ چې خلک دي را ټول شي او پهلوانان دي خپله پهلواني وکړي، زال هم د سیالی میدان ته راغی او په نښه ویشتلو يې پيل وکړ، تېغ یې ترزړې وني ووت، پهلوانانو ټولو وویل چې هرڅوک ددې پهلوان سره په سیالی کې وجنګېږي هغه ته به د لاجوردو جامې ورکوي، اوس نو منوچهر د سام د لیک ځواب د زال د زړه په خوښه ورته ولیکه، زال سام ته د منوچهر پېغام د چا په لاس ورلېږی او یوه ورځ وروسته يې د خپلي راستنېدني خبر ور ورسوی، کله چې د زال رالېږونکی شخص د سام حضورته ورسېد، سام کابل ته پېغام واستاوه ترڅو د کابل د باچا په کورکې د نېکمرغی شمعه ولګوي،اوپه دې سره مهراب،سین دخت اورودابې ته د خوښی زېری ورکړي، زال د خپل پلار سره یوځای شو او پخوانی خبري يې سره رایادي کړې، او بل پېغام يې کابل ته ولېږه، د کابل د باچا ماڼی لکه جنت داسي ښکلې اوسینګار شوه، زرین تخت يې کښېښود، رودابه په نقش او نګار کوټي کې د ځان په سینګارولو بوخته سوه، کابل د ښکلورنګونو او معطرو خوشبویوڅخه ډک شو، فیلان يې سینګار کړه او ځمکه يې په رومي ابریشمي پردو فرش کړه، سندمار او سازږغونکي راغونډ سوه، د کابل لویه غېږه لکه د برین جنت غوندي ښکلې اومترنمه شوه، د نیکه ګانو دود او دستور یوځل بیا را ژوندی شو، شهزاده او شهزادګی يې پریو تخت څنګ په څنګ سره کښېنول او د سرو اوسپینو طلاوو او ملغلرو باران يې پرې جوړ کړ، د شهزاده پر ټټر د زرو تاج او د شهزادګی پر سر د ګوهر ځلا و بلخېدل، د کابل د باچا لور د زابل د باچا له زوی سره جوړه سوه، میني او دوستی خپله کیسه او افسانه د ژوند بهیر ته وسپارل ترڅو چې، خوندي يې کړي.
پای.