"ادبیات معاصر افغانستان"

د همت عمرزوی داستانونه

Image Description

عبدالودود همت عمرزوی




                                                                                                                                           تل؛ تازه تنده
 

هلته د ښار په ګڼه ګوڼه کې د لوی واټ پر پیاده رو یو له عمره نسبتاً پوخ کلیوال سړی چټک چټک قدمونه اوچوتوي، دده له تړلي شنې لنګۍ، شنې او توري ګیردۍ ږېري، غټ پټو، اغوستي شنه پنډ کوټ... څخه د کلیوالي ژوند څرګند رنګونه له ورایه برېښي، ده؛ په یولاس خپل د اوه کلن زوی لاس ټېنګ را نیولی دی اوپه بل لاس کې يي سَره پېچلې سپېره بوجۍ په ژیړي پلاستیکي رسی تړلې؛ ورسره وړي، له یوې خوا د کلي لیني موټر ناوخته ښارته رارسېږي اوله بلي خوا دده سودا او کارونه له حده زیات دي، ورځ یوه ده هغه هم نیمه! دی په عجولانه توګه هره شېبه خپل د لاسي ساعت ستنه څاري، له وخت سره جوخت په  منډه اوتلوار دی، آن خوراک اوڅښاک ته په ډاډه زړه نه شي تم کېدای، اوه کلن زوی يي له ظاهره یو شرمیندوکی او خاموشه هلک ښکاري، دی هم له خپل بوخت پلار سره همدغسي په ځغاسته او بیړه د ښار پرسړکونو دورې وهي راوهي.

له کلي نه ښارته دده راوړل پر پلارباندي د ګرانښت لویه نښه اوثبوت دی؛ او نورو وروڼواوشااوخوا ماشومانوته دده د امتیاز او برتری ښه دلیل کېدلای شي، کلیوال سړی سره ددي چې وخت نه لري ولي؛ د خپل نازدانه زوی یونیم ناز اخلي، کله د کبابي پر لوغړنه جونګړه پېښه ور وکړي اوکله بیا د آبي میوو پر سینګارکړو دکانونو دمه واخلي، دانو؛ عجیبه نازاو نازورداره مینه ګره صحنه ده چې د زوی او پلار ترمنځ په ټولي پېرزویني روانه ده.

ددغه سوچه طبیعي مینه ناکي سلسلې په لړ کې هلته د ښاري بس په تمځای کې یو په سَټه پنډ او غوښن سړی د انتظارپه چوکی کې په تریو تندي او جدي انداز ناست دی، دی؛ د واټونوپرغاړو تېرېدونکو خلکوته ډېر نه ګوري، فقط تلوسه يي خپل د مسیرد ټونس موټر راتګ ته ده، کله؛ کله خپل ساعت او لاسي مبایل چیک کړي، اوکله بیا اوږده اسويلي را و کاږي اوداسي ښکاري لکه انتظاريي چې زوروي، خو! زغمي يي، کله خپلو تورو رنګ کړو بوټونوته په ځیر و ګوري، کله بیا څنګ ته ايښې د اسنادونو دوسیه ترنظر تېره کړي، دی؛ اوس له هري ورځي تکراري تګ اوراتګ، او ورځنی حاضری او یو ډول کار اودندي نه زړه تنګی ښکاري، کله کله ددغي خلق تنګی له درد نه خپل د ماشومتوب ژوند ته د خیال په مټ پناه یوسي؛ آن په دې خیالي صحنوکې داسي خوږې_ آرماني شېبې ګوري چې په بشپړه توګه له حال نه وتلی اوپه ماضي کې ډوب وي، دغه زورونکی حالت يي په ټوله لار، دندي، تګ اوراتګ کې ملګری وي، خو؛ نن يي یوناڅاپه دا تنده لاهم هغه وخت زیاته او په شور سوه چې کليوال سړی يي د خپل اوه کلن زوی سره څو؛ څو واره ترمخ تېر او راتېر سو، د پلاراوزوی  یوبل ترلاسونو په داسي اندازنیول! ده ته په ډېره شدیده تنده اوتلوسه د خپل پخواني کلیوالي ژوند یو ښکلی اوجذاب انځور په دې منظرکې ورښکاره کړ، ده ته یوځل بیا هغه تېر مینه ګر ماشومانه کلیوال ژوند وریاد سو او په تخیل کې يي د خپل مرحوم پلار د مهربانی نه ډک لاس په خپل لاس کې حِس کړ! کټ مټ يي هغه شېبې د زړه په سترګووليدې چې پلاريي د ښار پر واټونو په خورا ناز اونعمت ګرځوي؛ خواږه خوراکي توکي اود لوبو ښایسته سيټونه ورته پېري! دی لا په همدې حسرتي جوپوکې را ایسار دی، چې د ټونس موټروان ناري پرې وهي:(مدیرصاحب! بیا که بریم ناوقت است!).

پای.

همت عمرزوی
هرات
١١\٦\١٤٠٤




                                                                                                تورکي

د سیندپه غاړه د بادلوري ته یو خړ کلی اباد دی، دا کلی د سینداو دښت ترمنځ له لمرخاته لوري څخه مخ په قبله په عمودي شکل اوږد، اوږد غځېدلی دی، د مخ له خوا د قهرجن رود ژمنی اوپسرلنی څپي ظالمانه رښکی ترې راباسي، او د شا له خوا د دوبي تنوري بادونه او د ژمي یخچالي شمالونه ددې کلي د کلیوالو رنګونه ور کبودي کوي، د نازکو ماشومانو پاسته لاسونه او ورېښمين مخونه د ګرمو اویخو بادونو په بې رحمه چپيلاخو ترغي ترغي، او ویني ویني توراوسره پرله اوښتي وي، سپين غومبري يې د نېستی په تورو خيرو وَدي اولوغړن ولاړ وي، کله کله چې د تاوجن باد په لړو کې پرېمانه مَټ را ودوړېږي نو د وړو ماشومانو د ملایمو صورتونو زخمي چاودي له ریګو اوخاورو ورډکي کړي، او د دوی ماشومانه خوبونه ور ودردوي، بې وسه میندي يې په کرږو کرږو د خیرنو زخمونو بې اسرې ننداره کوي، دوی د مرهم اومداوا کومه چاره نه لري، نه پماد شته، نه پټی، نه دارو شته نه ګولی، نه مرهم شته نه درهم، غریبانه خړي کوټلي او محرومانه څړیکي او ویرژلي دي. د محرومو میندو د دردمنو زړو فقط دا سېک وي چې د کور په کوم ګردجن تاغ کې د دېوال په کوم تورچاک کې یو پوسکه وهلې د لاندي وازګه را پيدا او د ګلونو کوچینیانو نازک زخمونه ورته غوړ او په کومي وړیني رښکی ور وتړي، واړه  ماشومان د ژوبلو مخونو اوچاودلو لاسونو د مینځلو وس اوتاب نه لري، ځکه خیرنو زخمونوته د اوبو څاڅکي لکه مالګین وارونه، تاوجن زجرونه اوبې تابه دردونه دي؛ د سوخت اوسوی کوکاري تل د کاله غوږونه کڼوي.

ماشومان د ماشومتوب دوران نه لري؛ چې د کوره د وتو او کوتک اخیستوشو، ميښي او وزي دي، سوي غرمي او پایتاوي دي، د کلي خواکي د ځنګله څخه د زوزانو را وړل او د بوټو ټولول د ماشومانه ژوند حتمي ستړې مشغولاده، د ملااومسجد خواته د ماشوم ورتګ ډېر پيکه او بې رنګه دی، د کلي دا غریب کلیوال د ماشومانو د کار روزګار په نیامت د ماشو خپړو د ګټي وټي په تمه خپلي ناپایه تمي او اسرې ور پوري تړي، سپيره ژوند او سپيره کلیوال یوله بله سره سم ورغلي دي، سنتي، تکراري، بېله نوښت او بدلونه یو رنګ د ژوندون بې واکه ټکنی بهیر همداسي مخ پروړاندي سوکه اوپیکه درومي.

د کلیوالي خوارو اوزارو سپيرکیو ماشومانو په منځ کې د ظریف کاکا زوی عبدالله چې لږله رنګه غنمرنګ وو ټولو تورکی باله، اوس نو دی هم ددې ډول ستړي او لالهانده  ژوند له ترخو او دردو په خپله اندازه دردمن اوبرخمن دی، دی هم د مسجد سېپاره او د ملاصاحب چلاغه په سرسري اورواجي توګه تجربه کوي، خو اصلي سروکاريې د لبړي چوټو، کوتک اوپایتاوو سره د پسونو د رمبړاوو په بدرګه وي، سهاروختي او ماښام ترغوني کې د مَټو او ګرځونو دوړي په سربادوي، خیرن بدن د چاودو، چاودو لاسونواوپښو ګلګون زخمونه د لاندي په زړې وازګي او د نغري په تورو اېرو ټکوروي، خپل جسمي دردونه د ناخوداګاه روحي دردونو د سکون په پار په دې ډول تسکینوي، اوس نو تورکی د ظریف کاکا د کور اوشَکور د کار اوګټي حسابي اوکتابي دیساره اوهرکاره دی، هم به سبق لولي او هم به کوتک ګرځوي، په کرونده کې کار او د بوټو بار يې ورځنې دنده او مشغله ده، پرنری ملا د اغزیو اوکوړاګانو لانده اودرانده بارونه لکه مړوچه ځوان بې چنې اوبې بانې را کشوي او مجبوردی چې د ژمي د تایی اوذخيرې لپاره دا چاره ترسره کړي.

ژوند لکه د تورکي توربخت همداسي په تورو تیاروکې د سپيده داغ له څرک پرته روان وو، تورکي به ددې ډول سخت اوبې رحمه ژوند هري ناکردې ته په یو خاموشه روحي غبرګون د رد په رویه ورکتل، خو د رواجي تبحر پرتم او هیبت يې د خولي کلفونه ښه ټينګ ورتړلي وه، ده به کله کله د ځينو عامو اوعادتي جبرونواوستمونو پرضد مقاومت او بغاوت وکړ، خو د کورنی، چم ګاونډ وګړوته به ساده او ابدال ښکاره شو، او ټولو به د لوده ټاپه پري ور ټک وهل.

تورکی به د ماشومانه محرومیت او استبدادي مشرتوب ظالمانه دود ته همداسي ګروهمن اوفکرجن وو، ده به د خپلو مسخه سو فکرونو او ټکول سوو آرمانونو د جبروت په نیامت په ناهیلي زړه کې یو پټ درد زغمه، ده ته به د ټولنیز لاشعوره بهیر کړه وړه سوال سوال او نیوکه نیوکه وه، ده د خپل پلار کورني جبرته دروني غبرګون ښوده، د پلار خوی اوخصلت، کړه وړه اوعادت ورته د منلو نه وو، د بيلګې په توګه د پلار بې مورده قهراوغوسي زوروی، دې ټکي ته به فکرمن وو، چې زه ولي مجبوریم  چې هره ورځ ترځان اوتوان پورته اغزن بارونه د کلي له پوري ځنګله څخه په نری ملا ترکوره را وړم، اودلته ګاشونه او درمندونه ورڅخه جوړ کړم، خو بابامي هرسهار د کوڅي د پيتاوي لمرین مجلس نه ناغه کوي، حال داچي دی ترما هم قوي او هم مټور دی چې داکار په آسانی ترسره کولای شي، ده به د پلار دي عادت ته په ښه سترګه نه کتل چې د کهول د غړو په منځ کې دده د خوراک برخه هم غوښنه او هم ارزښتمنه وه، ده ته به دا پوښتنه وه چې پلاريې ولي ډېر خوراک او لږ زحمت ایسته، په کورکې دغه د توپيري اوبي غوري  چلند د تورکي ماشومانه فکرونه لانورهم ډېر انديښمن کړي وه، تورکی به د مور او ورینداري همیشنی دعوې اوجګړې ته هم په زړه کې ژړېده، پر کم عمره مظلومي ورینداري يې د مور د جبر او ستم روان ناورین له زړه نه بد ایسېده خو د بدلون اوخلاصون کومه اسره يې نه وه، دغه حالت يې په ځېر حِسوی چې مور به يې ټوله ورځ بېکاره اوکور په کور د خپلوانو سره ګرځېده او یابه هغوی ډلي ډلي د دوی کورته د عبث اوبې ګټي مجلس اوغیبتونو په خواږه بنډارکې ګډون کاوه، بې وسه اوپه تن رنځوري ورینداري به چای اوخواړه ورته تیارول، کله چې به خپلوانو د تیارکړو خوړو، خوند اونمک وکوت نو شل رنګه نیوکي اوملنډي به يې پرې وهلي، او دابه يې په ډېرو سپکو ستغو خوله، خوله او په زار زار وژړول، په زړه دردمنه اوپه تن رنځوره مږور پرته له دوا اوډاکتره د بې غوره خواښي د جبر اوحسد بې رحمه وارونه زغمل او د ژوند له خوږو او رنګو بې برخي تریخ ژوند يې همداسي بې داده  تېروی، تورکي دا بې مورده شین ظلم په خپلو دردمنو سترګو نظاره کوی او د خپل دروني دنیا په ژوروکې يې لاهم یو اورنی درد ورتپی.

تورکی ددې ستړي او دردېدلي ژوند د جبر اوستم ډول ډول وارونه اوداغونه لاپسې زغمي، او خپل د نوي زلمیتوب، تاند فکرونه او خوځنده هیلي د ناهیلی او وېري په تور تار ټينګ تړي، دی په داسي یو منجمد او ګنډلي چاپریال کې ژوند کوي چې پرته له خپل مات زړه بل مخاطب نه لري، نه يې د اورېدو څوک سته اونه د پوهېدو.

پټ آرمانونه په پټو پردو کې د ګونګ او کوڼ محیط په تورو سمڅو کې لکه ځوانيمرګ زلمي ښخ او خاموش دي، تورکی د خپل تخیلي دنیا څرګندولو او ډاګېزه کولوته نه جرئت لري اونه فرصت. خپل اغزن بارونه به راوړي او خپل څاروي به څروي، نه د ژوند خوندونه سته، نه د اخترونو او ښادیو سیلونه اوجشنونه.

کله کله خپل په فکري دنیا کې لږ غوندي غرق سي، او په ناخودآګاه توګه ځان ته یو خیال پلو غوندي ژوند ورغوي، دی په دې تخیلي سوچونو کې پوخ مټور زلمی وي، کاږه واږه شخ بریتونه يې وي، د کلي د وړو اوزړو سترګي ورپسې وي، له خارجه تازه راغلی وي، په یو ساټ اوباټ سینګارکړي انداز په ډېر لوکس موټر کې د کلي په دوړنو کوڅوکې چکرونه وهي او خلک يې د جلال اوپرتم حیرانونکې ننداره کوي، کله بیا د خپل واده د ورا ننداره نېغه سترګوته ودروي، په سپينوکالوکې د همزولو، وړو او مشرانو کلیوالو په منځ کې د خسر د کور پر ټغر ملاتړلی په ناز او نواز ولاړ وي، او ملاصاحب يې ملا ورتړي، بیا داسي احساس کړي چې د کلي په کچه د ښه نوم او نښان یو خوځنده اوفعال مخور سړی وي، د کور کلي په هر غم اوښادی کې د خلکو مټ اوبازو وي، خلک يې په ښو، ویاړ اودعا یادوي...
عجیبه خواږه خواږه فکرونه او نورازه خیال پلونه د خوار تورکي پر فکري دنیا ور څرخي، خو! کله چې له تخیلي دنیا را په سدسي نو هغه (آش هغه کاسه) وي، تورکی او بخت چپه وي.

د تورکي د مضطرب اوسرګردان ژوند دا ستړیا اولالهاندي لانوره هم شدت پیداکوي او د وخت جبر يې لاهم ورځ تربلي ننګوي اوګواښي، کله کله د کلي نور بې پروا او بې باک زلمي په تمسخر او پيغوري ډول ورته دا اورنی تلوسه هم پيداکوي چې ته به لاترڅو همدا اغزن پنډونه او غرني تیندکونه تکراروې؟ ته به يې اودا غرونه اورغونه به وي، لاترڅو؟ ځه نور خپل په خوښه او اراده ژوند غوره کړه او له دې جبر څخه د خلاصون تابیه وکړه، تورکی په دې پېغوري چلند ډېر سخت دردمن اوفکرجن سي، خو بېرته د خپل ناچار او مجبور ژوند پېټي ته شا کړي او د اغزو نکراغي پر خپلي سوری سوری ملا قبلوي، ژوند همداسي روان دی او تورکی په نالان دی.

د اغزو بارونه، د شپنی زحمتونه اود زلمو پېغورونه یو خوا او د کلي کور ناشولته رواجونه بله خوا د تورکي د زړه ټوپونه ستړي کوي، غم اوخپګان يې ورځ تربلي زیاتېږي، او خوار تورکی لکه مړاوی ګل ورته ننېږي، نور نو داسي حالت رارسېدلی دی چې تورکی د خپل تور قسمت پاڼه د یو سپين سباوون په تمه په بله واړوي، تورکی نور دا جرئت اوجسارت په ځان مني او د کلي له کوم بل همزولي زلمي سره چې هغه لا له مخکې داتجربه یو ځل آزمایلي ده، نور د اغزو بارونو، د څارویو پالنواود کور اوماحول حاکم جبرته لته ورکوي اوکوم بهرني هیوادته په قاچاکي لار د تګ تابیه نیسي، په ډېر شور اوشوق د سفر موزی په پښوکوي او د خپل خیالي ژوند د جوړولو په پار د ناڅرګند برخلیک د قیمار لوبه پیل کوي، د تورکي د تور ژوند تاوجن سفر د خپل یو بل لاشدید او قهرجن پړاو بل خطرناک فاز ته ور داخلېږي، دا سفر ډېر توند اوځغلند خوځښت لري، د تاندو او تازه آزادوسو هیلو د توند سېلاب دا مزل ډېر ژر د خپل سرخوړلي خاوند د تور برخلیک په نیمه خواه قسمت کې یو دم بې سيک اوساه تم کېږي، اود پوله ساتي عسکر د یو ډز سره د تورکي د تور ژوند توره پاڼه همدلته د سترکو په رپ کې را رژېږي او په یو عالم ققنوسي آرمانونو توري خاوري ور اوړي.

پیل: ١\٩\١٤٠٣، فراه.
پای: ٧\١٢\١٤٠٣، هرات.