"ادبیات معاصر افغانستان"

د محب الله زغم لنډې کیسې (۲)

Image Description

محب الله زغم




                                                                                                                                   توبه



زړه سندرغاړې غځېدلې وه. د لور غږ یې تر غوږ شو.

-        ببو! 

دې په نیولې ژبه وویل: سه - دې – وې؟

لور یې وویل: جګه شه ببو. خوب ته خو نه یو راغلې. جګه شه قربانکه دې شم. دغه ښایسته ساحل وګوره، دا ښایسته غروب وګوره.

زړې سندرغاړې چپ لاس د سترګو له پاسه لرې کړ. د لمر کمزورې وړانګې یې پر سترګو ولوېدې. لاس یې سترګو ته سپر کړ. لور ته یې مخ واړاوه.

لور یې په چپ لاس دا له چپه لاسه ونیوه. لږه یې جګه کړه. په ښي لاس یې شا ته درې بالښتونه ورته سر په سر کېښودل. بیا یې د ببو ښی لاس چې په څنګ کې یې مړ پړ لوېدلی و، راپورته کړ. پر ورانه یې ورتکیه کړ. شال یې پر وغوړاوه. د لوېدونکي لمر وړانګې پر بالښتونو ولګېدې. د بالښتونو نارنجي رنګ طلايي وزمه شو. 

پخه ښځه د زړې سندرغاړې په څنګ کې د تخت پر ژۍ کېناسته. مخامخ یې د لویې دایروي کړکۍ خوا ته ګوته ونیوه. ویې ویل: ګوره ببو! څومره ښکلې منظره ده. په اوبو کې د ډوبېدونکي لمر انعکاس. آسمان ته وګوره، لکه په نارنجي فانوس کې چې ډېوه بله وي. پوهېږې ببو! دلته په وړکتون کې دغسې نارنجي رنګونه ډېر دي. وايي د ماشومانو کنجکاوي او ذکاوت زیاتوي.  

زړې سندرغاړې کړکۍ ته وکتل. له کړکۍ هاخوا لوېدونکي لمر، زېړ افق او د سمندر زېړ ځبیښلي رنګ ته یې سترګې ونیوې. خو لکه دا هر څه چې پردي وي، د دې په سترګو کې یې کوم احساس ونه ځلاوه. خپله سندره وریاده شوه «جانانه راشه چې پخلا شو/ عمر د ژمي مازیګر دی تېر به شینه.» په زړه کې یې ورتېر شول چې عمر رښتیا د ژمي مازیګر و. ولاړ. هر څه ختم شول. د ما د عمر لمر هم په پرېوتو دی نو زه به د دې منظرې نه کوم خوند اخلم؟ د لمر سترګه که ډوبېري هم نو باک یې نشته. دا غم یې په زړه کې نشته چې ګور به مې مني که نه. خو ما وګوره. 

لور یې ور وکتل. جګه شوه. د ورسۍ خوا ته ولاړه.

ویې ویل: ته ودرې چې کړکۍ لږه خلاصه کم. یخ خو به دې نه کېږي؟ هوا خو ښه ګرمه ده که نه؟

زړې سندرغاړې په شال خپل ښی لاس سم پټ کړ.

لور یې لاسونه د مرغانو د وزرو غوندې دواړو خواوو ته وغځول. لویه ساه یې واخیسته: آه! څه ښکلې پسته مسته لنده هوا. د څپو شور اورې؟

زړې سندرغاړې سترګې پټې کړې. ښی لاس یې له غوږ سره ونیو. سر یې سوکه سوکه د هو په معنا وښوراوه.

لور یې بېرته راغله. له پښو سره یې کېناسته. مخامخ یې ور وکتل. ویې ویل: غوږ دې دی؟ ډېره ښایسته موسیقي نه لري؟ 

زړې سندرغاړې وویل: لـ  ـ لي ـ یې. 

لور یې د دې پر پښو باندې لاسونه کېښودل. سوکه سوکه یې چاپي کړې.

د زړې سندرغاړې پر ښۍ پښې د لور د لاس ګرمي او کېکښل ښه ولګېدل. خو  چپه پښه یې ته وا ویده ده، محض یې کېکاږل لږ لږ احساسول.

لور یې وویل: پوهېږې ببو! خدای به هر چا ته هر رنګ ښکاري خو ما ته هنرمن ښکاري. ته د غروب دغه ښکلا وګوره، دا د رنګونو امتزاج وګوره. ته وا کوم لوی انځورګر د خپل ماشومتوب خیالونه رسم کړي دي. 

زړې سندرغاړې د غروب منظرې ته سترګې نیولې وې. په ذهن کې یې ورتېر شول: «که خدای هنرمن وای نو هنرمندان به یې داسې نه خوارول. څوک یې ډم بولي، څوک سازنده.» بیا یې ځان سره وویل: «که نه، هر چېرې خو داسې نه وي. په هند کې د هنرمن څومره قدر دی. د لتا منګیشکر پښو ته څومره لوی لوی خلک ور ټیټېدل. هلته د هنرمندانو نه د پیسو کمی وي، نه د احترام. دلته، په دې اروپا کې خو هنرمندان بیخي ډېر قدرمن دي. نو ...» 

لور یې وویل: رښتیا ها بله ورځ په پارک کې ناسته وم. مرغانو سندرې بللې. رقم رقم غاړې یې وهلې. سترګې مې ور ته پټې وې. عجب خوند یې کاوه. یوه مرغه به داسې آواز کاوه چې ته وا نورو ته یې لی نیولی دی. په منظمو وقفو به یې چیو – چیو – چیو – چیو کول. نورو لکه د لویې سېمفونۍ برخوال چې وي، رقم رقم غاړې به یې وهلې. کله به یې ټیټ سورونه ویل کله جګ. ما وې تا نه پوښتنه وکم چې داسې کمپوز چا جوړ کړی دی چې د مرغانو د غاړو غوندې وي که نه. 

د مور سترګې یې لږ وځلېدې. له نرۍ موسکا سره یې خوله یوې خوا ته لږ کږه شوه.

لور یې سترګې ښکته کړې. کړکۍ ته یې وکتل. بیا یې وویل: ببو! تا ته کله داسې فکر نه دی پیدا شوی چې کاش د مرغانو د غاړو نه مې کمپوز جوړ کړی او ویلې مې وای؟

زړې سندرغاړې نرۍ موسکا وکړه. د نه په معنا یې سر وښوراوه. ځان سره یې وویل: هغه نورې مې چې ویلې، کومه ګټه یې را ته کړې ده. څومره سختې مې وګاللې. پلار له خپله کوره منع کړم. خلکو به ډمه بللم، سازنده به یې بللم. په یوه کال کې به مې درې وارې کډه وکړه. 

تېر یادونه یې لکه فلم د سترګو له مخې په تېرېدو شول. اول وار یې چې کور کرایه کړی و، ښه خوشحاله وه چې مناسب کور یې په کمه کرایه پيدا کړی. خو په دوهمه میاشت، یوه ورځ مازیګر د کور څښتن راغی. ویې ویل: «زما پیسې په کار دي. کور مې ګرو کوم. تاسې ځان ته بل کور وګورئ.» هغه چې ولاړ، ګاونډۍ ورته وویل چې «د ګروۍ خبره هسې پلمه ده. د کور څښتن پوه شوی چې ته سازنده یې ځکه دې له کوره باسي. سازنده ته نو څوک ځای ورکوي.» 

د مېړه خبره وریاده شوه: «ژاړه مه. خدای به هر څه سم کي. ښه شوه چې پخپله یې ځواب کړو ګنې ما پخپله بل کور لټاوه. دا نو کور دی؟ سم د مرغانو کوټنۍ ده. سم ښایسته کور به درته نیسم.»

دې یاد خوند ورکړ. سترګې یې پټې کړې. د مېړه د لاس ګرمي یې حس کړه چې د دې ولي یې سولول او دلاسه کوله یې.

ښی لاس یې بې اختیاره چپ ولي ته تېر شو. سوکه سوکه یې وسولاوه. داسې ښه پرې ولګېد، لکه د مېړه لاس چې خوند ورکاوه.

لور یې را پاڅېده. راغله، څنګ ته یې کېناسته. ولي یې سوکه سوکه ور وسولول: خوږېږي؟ 

سندرغاړې سترګې پرانیستې: نه.

په زړه کې یې وویل: صدقه دې شمه. پلار ته شوې یې. هماغسې مهربانه. شکر چې سړی مې ښه سړی و. خدای دې یې وبخښي. هر څه یې راسره زغمل. زړه مې پرې تکیه و. که هغه نه وای نو غمونو به وختي وژلې وم. کاش ژوندی وای. 

د لور غږ له چورته را وایسته: ببو! څومره ښه آرامه فضا ده. یوازې د سمندر د څپو ترنم دی. نور ټول کائنات غلي دي. لکه ستا په کنسرټونو کې چې ټول به غلي وو او ستا سندرو ته به یې غوږ نیولی و. 

سندرغاړې په نرۍ موسکا د خبرې تأیید وکړ.

لور یې د موبایل پر صفحې ګوته تېره کړه: هغه حمد چې دې ویلی و، هغه مې سخت په زړه را اوري. ته ودرې چې په یوټیوب کې یې پیدا کم. امممممم. دا دی پیدا می که.

سندره یې چالانه کړه. سترګې یې پټې کړې.

زړه سندرغاړې یوه شېبه خپلې سندرې ته غوږ شوه. د دې حمد د ثبت نه وروسته شېبه سترګو ته ودرېده. د سټډیو له ښیښې هاخوا ته یې استاد ولاړ و. غټ هیډفون یې په سر کې ایښی و. د دې سندره یې په پټو سترګو اورېده. ثبت چې تمام شو، د استاد سترګې یې خلاصې شوې. دوې اوښکې ورو ورو د هغه د سترګو له کونجونو لاندې را وڅڅېدې. هغه په دوو ګوتو اوښکې پاکې کړې. بیا یې لاسونه پورته کړل او د ښیښې له هاغې غاړې یې ورته چکچکې وکړې. استاد یې ورته ویلي وو: «که زما پر ځای پخپله خدای دلته ولاړ وای، هغه به هم دغسې چکچکې درته کولې.»

زړې سندرغاړې اسویلی وکیښ. له ځان سره یې وویل: نه، استاده! چکچکې به یې نه کولې. پوهېږم. فقط حساب به یې کاوه. لکه موږ چې په تسبیح د خدای ذکر کوو او حساب ورته کوو، هغه زموږ ګناهونه دغسې شمېري. دا دی د ټولو ګناهونو جزا یې اوس راکړه. یو وخت به مې د بلبلې غوندې سندرې بللې. ده ته مې هم سندرې ویلې. خو اوس یې داسې ګونګۍ کړم چې دوې خبرې لا نه شم کولی. خو خدای مې دې ایمان ته خیر کي. هسې نه چې د ځنکدن په وخت کې مې کلمه په ژبه وانه وړي. توبه خدایه! خدای دې نه کیي. 

مخ یې د کوټې د چت خوا ته پورته کړ. په زړه کې یې وویل: یا خدایه پاکه! ته رحیم رحمان ذات یې. چې دنیا نه مې بې ایمانه تېره نه کې. 

بیا یې په زړه کې ورتېر شول: که سړی کلمه په زړه کې تېره کي، څنګه؟ که نه، خامخا یې په ژبه باید ووايي؟ خدایه! ته مهربان شې!

سندره خلاصه شوه.

ور بېرته شو. یو ځوان په نیلي شورټ او سپین ټي شرټ کې راننوت. لاس یې د یوې پېغلې په لاس کې و چې په ده پسې کوټې ته ننوته. پېغلې لنډه لمن او بې لستوڼي زېړبخون بلوز اغوستي وو. 

هلک د بیر د بوتل وروستی غوړپ تېر کړ. بوتل یې پر مېز کېښود. ویې ویل: اوما! څنګه ځای ما تا ته نیول کړي؟ لږ په کې ګرځېدل وکه. خوند وکه. څنګه ګرانې؟

له دې خبرې سره یې نجلۍ ته وکتل.

نجلۍ وویل: ډېر رومانټیک!

لکه کوتره چې د خپلې جوړې په مښوکه کې مښوکه ږدي، هلک او نجلۍ په شونډو سره ښکل کړل او بېرته ووتل.

پخې ښځې وویل: ببو! ښه وایي. راځه چې لږ وګرځو. د اوبو په غاړه ښې پستې سپینې شګې دي. یبلې پښې به پرې وګرځو. د پښو تلي به مو مساژ کي. ډاکټرم ویلي دي چې ګرځېدل درته ښه دي. هله نو قربانکه دې شم.

د ببو پښې یې په دواړو لاسونو ونیوې، چپ لوري ته یې وڅرخولې. د تخت له ژۍ نه د زړې سندرغاړې پښې وځړېدې. لور یې چپ لاس په چپ لاس کې ونیو. ښی لاس یې د ببو تر ملا تاو کړ. پا یې څوله. په یوه لاس یې هغه تکیه کړه، په بل لاس یې شال پر اوږو ور سم کړ. د وره خوا ته روانې شوې. 

زړې سندرغاړې به په چپې پښې وړوکی ګام اخیست او ښۍ پښه به یې پسې څکوله. لور یې هم ورسره پل پل روانه وه. 

زړې سندرغاړې ته ځواني وریاده شوه چې د لمسي د ملګرې غوندې به مسته چابکه ګرځېده. همدغسې لنډه لمن به یې اغوسته. هاغه وخت کې به خلکو دغسې لمنې میني ژوب بللې. ویښتان به یې د ګوګوش غوندې لنډول. د راډیو ټلویزیون په لوی انګړ کې به شخه غاړه روانه وه. ځینو همکارانو به یو بل ته په ټیټ غږ ویل «زرکه ګوره زرکه! رفتار یې بیخي د زرکو دی.» دې به د هغوی خبرې اورېدلې خو ځان به یې ناګاره اچاوه. دا خبرې بدې پرې نه لګېدلې. دا ورته یو رقم ستاینه ښکارېدله. په زړه کې یې تېر شول چې هماغه کارونه دې وو چې اوس خدای شله کړې. د نامحرمو سترګې به دې پر لوڅو پښو لوېدلې. د بوډۍ ګاونډۍ خبره وریاده شوه چې یوه ورځ یې ورته ویلي وو: «او دختر ګناه داره! نکو! ای رقم کالا نپوش که مردا رام د ګناه غرق میکنی خودام. میګه خدا دیر میګیره، سخت میګیره! از مه ګفتن بود.» رښتیا یې ویله. څلوېښت کاله یې راته صبر وکړ، خو آخر کې یې ونیومه، سخته یې ونیومه.

د ساحل پستو شګو یې د چپې پښتې تلی وتخناوه خو د ښۍ پښې تلی یې پرې چندانې نه پوهېده. 

لور یې وویل: ببو! ورته ګوره! د اوبو څپې څومره خوند کوي، ځي، راځي؛ ځي، راځي. څومره منظمې متناوبې. اقبال څومره ښه ویلي دي: 

ساحل افتاده ګفت ګرچه بسی زیستم

هیچ نه معلوم شد، آه که من کیستم

موج ز خود رفته‌یی، تیز خرامید و ګفت

هستم اګر میروم، ور نروم نیستم

زړې سندرغاړې خپلې ښۍ پښې ته وکتل. نوک نیولې شوه.

لور یې زر وویل: اقبال ذهني حرکت یاداوه. فکري خوځښت. یعنې زموږ فکر د ساحل غوندې ولاړ دی خو غرب د موج غوندې حرکت کوي. 

مور یې له ځانه سره روانه کړه. 

یوه شېبه غلې وه. بیا یې وویل: دا دی ته خو یې وینې. دغه جرمني وګوره. په جګړه کې لوټې لوټې شو خو څومره زر یې خپل هر څه بېرته ورغول. دا یې هماغه د فکري خوځښت برکت و. رښتیا ها بله ورځ مې یوټیوب کې بله جالبه ولیده. پوهېږې؟ جګړه چې خلاصه شوه، نیمه جرمني امریکا نیولې وه، نیمه شوروي. بیا امریکا څه وکړل، د جرمني هغه تکړه تکړه پوهان یې امریکا ته یوړل. امریکا چې امریکا شوه، په هماغو جرمنانو شوه. اوس یوه ژورنالسته نادره خبره کوي. وايي په دې پوهانو کې د نازیانو غټ غټ کسان هم وو خو امریکا هاغه مهال ویل چې نه دا نازیان نه دي. ویل یې چې نازیانو دوی په زور همکارۍ ته مجبور کړي وو. ژورنالسته وايي چې پاخه ثبوتونه یې پيدا کړي چې هغوی نازیان وو او باید محاکمه شوي وای.

لکه په نه زړه چې څوک وخاندي، دغسې خندا یې وکړه. 

ساه یې سمه کړه. ویې ویل: وینې ببو! هماغه خبره ده چې وایي سیاست مور او پلار نه لري. چې ګټه یې وي، نه حقوق بشر شته، نه حقوق زن، نه بل نه بل. 

 اممممم. خو جرمنان بلا خلک دي. ټول تکړه پوهان نورو ورنه یوړل خو په دوی کې بیا هم تکړه تکړه خلک پیدا شول. دا هماغه د فکري خوځښت خبره ده. لکه چې سر مې در وخوږاوه.

د مور سترګو ته یې وکتل.

زړه سندرغاړې موسکه شوه. ویې ویل: نه، نه.

د «نه» ویلو په وخت کې یې خوله کږه شوه. 

لور یې په نرم سپین دسمال د دې د زنې خوا ته روانې ناړې پاکې کړې. 

زړې سندرغاړې هڅه وکړه چې خوله را ټوله کړي. د تېرو یادونو بله څپه پرې راغله. یوه ورځ یې د ټلویزیون په سټډیو کې سندره ثبتوله. دا په سینګارتون کې ناسته وه. له دهلیزه د کارګردان غږ راته چې «زر کوئ، ټول تاسو ته منتظر دي. هله نو زر راشئ چې بیا بل ثبت لرو.» دې آریشګرې ته کړه چې لږ بېړه وکه. زر مې جوړه که. سندره یې چې ثبت شوه، تشناب ته ولاړه. له هېندارې سره تم شوه. سر یې هېندارې ته نژدې کړ. د لاندنۍ شونډې یوې خوا ته یې د لب سیرین رنګ لږ غوندې بهېدلی و. تشناب ته تګ ورنه هېر شو. په منډه د سټډیو خوا ته ولاړه. پروډیوسر ته یې وویل چې دا سندره به نه نشروئ. کارګردان او پروډیوسر ورته ویل چې «دا په ټلویزیون که نه معلومېږي. تشویش مه ورته کوه.» خو دې ویل نه. نه یې غواړم. بیا هغوی ورته ټوله سندره په ټلویزیون کې وښوده. ټول ورته په ځیر کتل. دې خو ان سترګې هم نه ځمبلې. سندره یې وکتله. زړه یې ډاډه شو چې په ټلویزیون کې د لب سیرین بهیدلی ځای نه ښکاري. بیا یې د خپرولو اجازه ورکړه. ځان سره یې وویل: آه خدایا! څومره دې زهیره کړم. اوس مې ګوره چې د خولې ناړې هم نه شم ټینګولی.

د لور غږ له چورته رابهره کړه: ببو! د څپو موسیقي ته دې غوږ دی؟ څه ښه نرم ترنم کوي. زه چې ګورم دا طبیعت ټوله موسیقي ده. د باران ترنګهار، د سیند شرهار، د مرغانو چغهار، اممممم باد ته چې پاڼې ښوري د هغې آواز، دغه د څپو شړپهار دا ټوله موسیقي نه ده. خدای  دې زما ببو هم زر جوړه کي چې بېرته سندرې ووایي. 

د استاد خبره وریاده شوه. هغه به هم دغه خبره ورته کوله. کله چې دې سندرې ویل شروع کول، زړه نا زړه وه. هر چا ورته ویل چې غږ دې ډېر ښایسته دی، ولې سندرې نه وایې. خو دې له ډېرو نه اورېدلي وو چې موسیقي ګناه ده، ناروا ده. استاد ورته ویلي وو چې «ما دیني کتابونه لوستي دي، یو آیت یا حدیث هم نشته چې موسیقي حرامه کړي.» لا یې دا خبره هم ورته کړې وه چې «هغه زبده زبده قاریان چې دي، په موسیقي کې د ما شاګردان دي. قاري چې په سر او لی پوه نه وي، ولله که سم قرائت وکي.» استاد یې ویل چې که موسیقي حرامه وای، خدای به په طبیعت کې نه پيدا کوله.

لور یې وویل: پوهېږې! ته چې روغتون کې وې، خلکو به هره ورځ درته دعاوې کولې چې خدای دې زر ښه کي. په ټلویزیونو کې، په یوټیوب کې، په فیسبوک کې، په راډیوګانو کې، هر ځای کې ستا خبرې کېدې. ما یې د ډېرو لینکونه خوندي کړي. چې هر وخت دې حوصله وه، بیا به یې له خیره درته یو په یو ښکاره کړم. رښتیا، پرون مې ورپام شو چې په دې یوه هفته کې دې هره سندره په یوټیوب کې څو څو لکه ځله کتل شوې ده. ببو! دومره محبوبیت یوازې د خدای د نازولو خلکو په برخه کې وي. پوهېږې! ډاکټر ویل چې د داسې سختې حملې نه لږ کسان بېرته ښه کېږي. بیا داسې زر چې ستا وضعیت ښه شو، ان ډاکټران درته حیران وو. ببو ګله مې په خدای باندې ډېره ګرانه ده.

دواړو په تته رڼا کې د یوې بلې موسکا ته وموسېدلې.

زړې سندرغاړې د سمندر پورې غاړې ته سترګې ونیوې. لمر پوره لوېدلی و. د آسمان په څنډه کې د رنځورو زېړو وړانګو پر ځای نرۍ تته سپینه رڼا ښکارېده. 

لور یې وویل: چې جوړه شې له خیره، د هامبورګ کانسرټ به وکې. څو زره کسانو له مخکې نه ټکټونه بوک کړي دي.

د ډاکټر خبره وریاده شوه چې ویلي یې وو «کېدای شي په څو میاشتو کې هر څه بېرته د پخوا غوندې شي.‎» سهار یې په ذهن کې ګرځېدل چې که خدای ښه کړه، د هامبورګ کانسرټ به لغو کوي. حج ته به ځي. نور به له سندرو نه توبه کوي. دا یې پخه منلې وه. خو اوس یې د تېرو کانسرټونو صحنې سترګو ته درېدلې. د نندارچیانو چکچکې او نارې، د ګلانو ډالۍ، د عکسونو اخیستلو ته په لیکه کې د مینه‌والو درېدل، په ټلویزیونو کې مرکې، د نوروز او اختر په شپو کې جشنونه ... چا به د موسیقۍ بلبله بلله، چا د ترنم ملکه. 

په زړه کې یې تېره شوه: څنګه به وي چې کله ښه شوم، دغه د هامبورګ کانسرټم وکم؟ دغه به مې آخر وي. بیا به توبه وکم. 

د لور لوړ غږ له چورته را وایسته: ببو! په کوم چورت کې ډوبه شوې؟ 

زړې سندرغاړې وویل: هېس.

لور یې وویل: هېڅ نو مه وایه. درې وارې مې درباندې غږ وکړ، ایله چې په درېم وار دې واورېد. 

-        رښتیا؟

-        خود.

دواړو وخندل. کوټې ته ولاړې.

شېبه وروسته، څلورو سترګو د کړکۍ له هغې خوا نه سمندر ته کتل. د سپوږمۍ رڼا د سمندر اوبه لکه سپین زر ځلولې.

۱۹/۵/۲۰۲۳

اولڅن، جرمني






                                                                                                                                                 حلال




د دوکان مخې ته پیاده‌رو کې ایښي مایل صندوق وزمه مېزونه خالي ښکارېدل. محمد اسلام ګامونه چابک کړل. موبایل یې د پتلانه له چپ جېب څخه را وایست. ساعت ته یې وکتل. پنځه او پنځه څلوېښت. موبایل یې بېرته جېب ته کړ او لا پسې چټک شو.

د بند دوکان له دروازې سره ودرېد. دې خوا ها خوا یې وکتل. څوک ورښکاره نه شول. د دوکان پنجرې ته ورغی. لاسونه یې پر تندې ونیول او تندی یې د پنجرې پر اوسپنیزو میلو کېښود. دننه څوک نه وو.

له وره څخه لرې شو. لاسونه یې د پتلانه جېبونو کې داسې ننه ایستل چې یوازې یې د ګوتو نیمايي بندونه په جېبو کې ننوتلي وو. سترګې یې د پیاده رو پر ځمکې ښخې وې. پر وچو شونډو یې ژبه تېره کړه. ښي او چپ لوري ته یې وکتل. 

سوکه سوکه ښۍ خوا ته روان شو. څو ګامه وروسته بېرته ودرېد. موبایل یې راوایست. شپږو ته لس دقیقې پاتې وې. په څټ وګرځېد او په منډو شو. موبایل یې هماغسې په لاس کې نیولی و. له سړکه د تېرېدو اشاره سره وه. ودرېد. ستمی یې کېده. ښي او چپ لوري ته یې وکتل. له لرې هم موټر نه ښکارېده. د موبایل ساعت ته یې وکتل. پنځه او دوه پنځوس. اشاره لا هم سره وه. منډه یې واخیسته. له سړکه تېر شو.

د رېل‌ګاډي سټېشن ته چې ورسېد، موبایل یې جېب ته کړ او ماسک یې واغوست. په دهلېز کې راځړېدلي ساعت کې شپږو ته پنځه دقیقې پاتې وې. د ټکټ اخیستلو اتومات ماشین ته ودرېد. یو په یو مشخصات یې انتخاب کړل: هامبورګ ته – تګ او راتګ – یو نفر – نغدې پیسې ...

خوله یې له سږو په راوتونکې هوا ډکه کړه. غومبوري یې ډډ شول. لکه مشدده پ چې ووايي «پوووو» یې کړ او له خولې نه یې هوا وایسته. ویې ویل: څلوېښت آیرو؟ بر پدر یې نالت کې په دې قیمتۍ. پنځوسی یې له بټوې راوکیښ. ماشین ته یې نږدې کړ خو بېرته لاس ونیو. 

له څنګه یې درې تور پوستي هډور سړي په منډه تېر شول. ده هم منډې کړې. پنځوسی یې په بټوه کې او بټوه یې د جمپر په جېب کې کېښوده. تور پوستي مخکې او دی ورپسې پر زینو وختل. ټرېن ولاړ و. په بېړه ور وختل.

اسلام وره ته پر نژدې چوکۍ کېناست. دوه تور پوستي ورته مخامخ ناست وو او یو یې په څنګ کې. یو بل ته یې سره وکتل. د ټولو ستمی کېده. 

مخامخ ناست سړي ورته وموسل. ماسک یې په دوو ګوتو ونیو او له پوزه یې لږ لرې کړ. بل لاس یې د پکي غوندې د وربوز مخې ته وخوځاوه. بیا یې د ګلداره ګلابي ټي شرټ ګرېوان ورپاوه.

اسلام مخ بلې خوا ته کړ. یوه نجلۍ چې اوکراینۍ غوندې ښکارېده د دوی خوا ته روانه وه. د ده په څنګ کې ناست تورپوستي پښې داسې غځولې وې چې بوټونه یې د مخامخ ناست ملګري له پښو سره لګېدل. 

نجلۍ چې دوی ته را ورسېده، تم شوه.

اسلام د غځېدلو پښو والا تورپوستي ته وکتل. هغه په خپل موبایل لګیا و.

پر مخامخ چوکۍ ناست ملګري یې ګونډو ته سوکه سوکان ورکړل. په اسپانوي ژبه یې څه ورته وویل. هغه پښې لږ غوندې راټولې کړې. 

نجلۍ په سختۍ سره  د دوی د پښو له منځه تېره شوه او بل واګون ته واوښته.

تور پوستو څه سره وویل او ویې خندل.

ټرېن روان شو. اسلام را پاڅېد. څو څوکۍ وړاندې ولاړ او د کړکۍ څنګ ته کېناست.

آسمان شین و او لمر لا لوړ ولاړ و. په زړه کې یې وویل: که په وطن کې وای، اوس به مو روژه ماته کړې وه. چې جرمن پاسپورټ واخلم، بیا به هره روژه وطن ته وړم. د اوړي روژه چې سړی وطن کې ونیسي، د ژمي دلته نو عجب خوند به کوي. نه، نه. په اوړي کې وطن ولې؟ دلته چې اوړی وي، په آسټرالیا کې ژمی وي نو سړی دې هلته لاړ شي.

ټرېن په کږلېچ کې له یوې کرښې بلې ته واوښت او سوکه ټکان یې اسلام له چورته را وایست. موبایل یې راواخیست او د ټرېن له وای فای سره یې ونښلاوه. په وټس اپ کې یې د غږیز پیغام سویچ ټینګ کړ، ویې ویل: زه ولاړم هامبورګ ته. د ترکانو دوکان بند و. سبا خو هسې هم یکشنبه ده، بازارونه بند وي. نو غوښه به له هامبورګه راوړم. تر روژه ماتې به بېرته راورسېږم. 

حلق یې وچ شو. پیغام یې ور ولېږه. لږ شېبه تم شو. ناړې یې تېرې کړې. بیا یې بل پیغام ولېږه: که نور څه هم په کار وي، راته ویې وایه.

د واګون په بر سر کې د ټکټو کنټرولره راښکاره شوه.

ده په څوکۍ کې ځان لاندې وښویاوه. سر یې د ښۍ اوږۍ خوا ته کوږ کړ. سترګې یې پټې کړې.

نرۍ موسکا یې پر شونډه تېره شوه.

هماغسې په پټو سترګو یې لاسونه یې سره تېر بېر او تخرګونو ته جوخت کړل. 

د کنټرولرې نژدې کېدا یې حس کړه.

ساه یې ورو او ژروه کړه.

کنټرولره یې سر ته ودرېده. ویې ویل: لطفاً ټکټ!

دی ونه خوځېد.

هغې څو وارې په نسبتاً لوړ غږ وویل: ښاغلیه! ښاغلیه! ټکټ مو؟

ده داسې حس کړ چې کنټرولرې سر وخوځاوه او ولاړه خو دی په خپل حال پاتې شو.

کله چې مطمین شو چې هغه له دې واګونه تللې ده، سوکه یې سترګې پرانیستې.

شا و خوا ته یې سترګې وغړولې. بیا پر څوکۍ نېغ شو. موبایل یې راوایست. غوږۍ یې په غوږو کېښود. پیغامونه یې واورېدل. ښځې یې درې پیغامونه سر په سر ورلېږلي وو. ویلي یې وو: «بیلدشتغاسه ته ورشه. د افغانانو د دوکان نه هېل، زیره، مساله او کورت واخله.» بل پیغام «لږ وطني کولچېم درسره راوړه.» په وروستي پیغام کې بل فرمایش و: «که ناوخته نه و، همداسې چې راتلې بیا د هراتیانو نانوايي ته ورشه روژه ماتي ته یو څو دانې پېرکي راوړه. ما ته د ګندنې والا واخله.» 

د واګون پر تندي ښکارېدونکي ډیجیټلي ساعت کې پاو کمې اوه بجې وې. 

اسلام شا ته وکتل. بیا پاڅېد. د واګون بر سر ته ولاړ. دوهمه څوکۍ خالۍ وه. 

کېناست. شا ته یې وکتل. بېرته سم شو.

په موبایل کې یې د قرآن شریف تلاوت چالان کړ. غوږۍ یې په غوږونو کې سمه کړه.

سترګې یې پټې کړې.

د هر آیت په پای کې به یې دغه جمله له قاري سره یو ځای په ټیټ غږ زمزمه کوله «فبای آلا ربکما تکذبان».

د ټرېن کړنګی یې تر غوږو شو. د موبایل غوږۍ یې له ښي غوږه لرې کړه. په سپیکر کې وویل شول: «توجه توجه! راتلونکی تمځای هامبورګ دی.» 

ده اورمېږ تاو کړ. د څوکۍ له پاسه یې شا ته وکتل. کنټرولره د واګون له آخر سره راننوته. دی چابک پاڅېده. د واګون له مخکینۍ دروازې ووت. تشناب ته ننوت. ور یې په ځان پسې بند کړ.

د موبایل غوږۍ یې وایسته او له موبایل سره یې په جېب کې کېښوده.

ماسک یې لرې کړ. په هېنداره کې یې ځان ته وکتل. د ماسک لاسټیک یې پر مخ لیکه جوړه کړې وه. ده د لیکې ځای سوکه سوکه وسولاوه. تر لنډې ږیرې لاندې زنه یې وګروله. پر مخ یې اوبه تېرې کړې. کاغذي دسمال یې راواخیست. مخ یې وچ کړ. کاغذ یې د تشناب پر غولي واچاوه. جټکه یې وخوړه. ټرېن ودرېد.

د سپرلیو د پښو دربی یې اورېده چې له ټرېن نه کوزېږي.

لویه ساه یې واخیسته. ماسک یې بېرته واغوست. د تشناب دروازه یې ورو پرانیسته. تر سترګو لاندې یې ښي او چپ لوري ته وکتل. کنټرولره یې ونه لیده. په یوه ترپ یې ځان د ټرین وره ته ورساوه او کوز شو.

په بېړه بازار ته ولاړ. سودا یې وکړه. د اتو بجو ټرېن ته یې ځان راورساوه.

موبایل یې وشرنګېده. ژر یې غوږۍ ورواچوله.

-        جوووووړ په خیر، تکړه تازه! د روژې سره څنګه یې؟

-        شکر دی. روژه خو مو که خدای کول خلاصه کړه. کار کوې که بېکار یې؟

-        کار خو کوم خو چندان کار ولا که وي.

-        سپین که تور؟

-        تور.

-        نو ولې سپین کار نه کوې؟

-        ولې یې وکم؟ لېونی خو نه یم چې د جاب سنټر پیسې به د ګوتو نه باسم. دغسې خوند کوي چې د جاب سنټر پیسېم واخلم، د تور کار ګټه هم بچت کم.

-        خو که ګیر شوې، جریمه به دې کي.

-        خدای مهربان دی. تر اوسه خو یې ورنه چپ کړی یم. هغه انډیوال دې څنګه دی؟ هغه په کمپ کې چې راسره و. 

-        جمیل یادوې؟ ښه دی. بلا سړی دی. سپین کار هم کوي، سبق هم وايي. ها بله ورځ یې C1 واخیست.

-        ښه. زه خو ولله چې په A2 کې بند پاتې یم. دوه وارې مې ویلې خو نه کېږي. هغه جمیل اوسم د چرګانو مردارې غوښې خوري؟ 

-        خدای خبر. 

-        ما خو څو وارې غاړه ورباندې خلاصه کړه. ورته مې وویل چې دغه چرګان په اسلامي طریقه نه ذبح کېږي. په برق یې وژني. چې نه یې مني نو هغه د چا خبره بز از پای خود ګوسپند از پای خود. سړی نو څه ووایي. زه خو قسم دی چې خاص په حلالې غوښې پسې ان هامبورګ ته راغلی یم. بچیش! کنټرولره راغله. زه به ځان چېرته پټ کم. بیا به غورې کوو. خدای پامان.

اولڅېن – جرمني 05.05.2022





                                                                                                                                        ساعت



هېواد له وظيفې راغلى و. د لاس ساعت يې د مخ لاس د پرېمينځلو لپاره وكيښ. د ساعت په ليدو يې يو وار بيا خوند واخيست. په دې دېرشو كلونو كې يې رنګ نه و اوښتى، اوسني ساعتونه داسې نه وي، لا يې كال نه وي تېر چې طلايي رنګ يې سپين اوښتى وي، هغه هم كاشكې پوره سپين، نيم زېړ پاتې شي نيم سپين. خو د ده سيكو ۵ ساعت هماغسې زېړ پاتې و، لكه د سرو زرو چې وي. مهمه لا دا وه، چې دا يې د پلار نښه وه. ده پر خپل پلار باندې فخر كاوه، د پلار ملګرو به يې ويل، چې هغه ډېر پاك انسان و. د اوسنو چارواكو برخلاف هغه رشوت خور نه و.

مخ لاس چې يې وكړ، ساعت يې د ټلويزيون د مېز له سره پورته كړ. لا وختي و، خبرونو ته لا شل دقيقې پاتې وې. بلې كوټې ولاړ، د كتابونو د المارۍ شيشه يې پله يې خلاصه كړه. د ايرو په رنګ كتاب يې راواخيست. د کتاب پر کلکې مقوايي پوښتۍ يې لاس ورتېر كړ، لكه د كوچني ماشوم پوستكى ښوى ولګېد. د كتاب سره عنوان ته يې په خوند وكتل: 

«د ثور كودتا او د هغې ژورې پايلې»

تر عنوان پورته د مولف د نوم په لوستو يې لا زيات خوند واخيست: پوهاند داكتر محمد حسن كاكړ. د هغه كتابونه اكثراً په انګريزي وي، خو دا كتاب يې په پښتو ليكلى و. هېواد د كاكړ بل پښتو كتاب هم لوستى و؛ خو دومره خوند يې ځنې نه و اخيستى. هغه كتاب ده په پارسي كښلى و، بيا نورو پښتو كړى و. د هغه كتاب ژبه مصنوعي غوندې وه، «سكالو»، «آړ»، «مخپتيينه» او داسې نور نا اشنا شيان يې په كې ليكلي وو؛ خو د دې كتاب خوند د مولف په ژبه كې هم و. ژبه يې داسې وه، لكه څوك چې درته نكل كوي. 

د كتاب پر پوښتۍ د څو پر له پسې ټيټو جګو غرونو پر سر دوې چورلكې ګرځېدې، تصوير داسې تت و، لكه په خړ ماښام كې چې اخيستل شوى وي. هېواد ته هغه ماښام ورياد شو، چې له ترينكوټه په څرخي الوتكه كې كابل ته تللى و. د پلار وظيفه يې كابل ته بدله وه. كالي يې په لارۍ كې د ځمكې له لارې ولېږل؛ خو دوى ته د سر خطر و، د ترينكوټ او كندهار تر منځ ټوله لاره د اشرارو په لاس كې وه. مازديګر چورلكې ته پورته شول. پلار يې په يوه لاس كې خپل ډيپلومات بكس نيولى و، په بل لاس يې د سنګر لاس. سنګر تر هېواد دوه كاله كشر و. مور يې په يوه لاس يو كلنه پرتمينه په غېږ كې ټينګه كړې وه، په بل لاس يې چادري، چې د چورلكې شمال يې له سره په هوا نه كړي. ټول چورلكې ته وختل؛ خو هېواد لرې ولاړ و. وېرېده چې كه مخته لاړ شي، نو د چورلكې څرخونه به يې په سر ولګېږي.

د دې صحنې په يادولو سره موسكى شو، ځان سره يې وويل: زه څومره ساده وم، دا مې نه مې ويل چې مور او پلار خو مې تر ما ډېر جګ دي، كه څرخونه دومره ټيټ واى؛ نو د هغوى په سر به لګيدلي وو.

بيا يې هغه صحنه ورياده شوه، چې پيلوټ راغى، دى يې په غېږ كې چورلكې ته وخېژاوه، له ځان سره يې په كابين كې كېناوه. كابل ته چې ورسېدل، ماښام و، غرونه همداسې تت ښكارېدل. 

هېواد د كتاب د ۲۱۶ او ۲۱۷ مخونو له منځه رواشي رنګه ريتاړه، چې د لوستو ځاى يې ورسره په نښه كړى و، ايسته كړه. په دې څپركي كې د خلقيانو او پرچميانو پر وخت، د بنديانو دردونكى حال بيان شوى و. د بنديانو د ځورولو په لوستو سره يې خپل پلار سترګو ته ودرېد، چې وهل كېږي، پر سرو سكروټو كېنول كېږي او په مرۍ كې يې سرې اوبه تويېږي، هغه د پرچميانو په حكومت كې درې كاله بندي و، چې له بنده راووت د پېژندلو نه و.

څو كرښې يې چې ولوستې، ۲۱۸ ام مخ يې واړاوه، عنوان يې ورته ډېر جالب و: د ترينكوټ بنديان.

له تېر عنوانه پاتې درې كرښې يې زر زر ولوستې. له نوي عنوان سره د ده د ماشومتوب خاطرې تړلې وې. هغه مهال دى د اوو كالو و. د پلار په جيپ موټر كې به مكتب ته ته. هره ورځ به يې د سره كميس د جېب له پاسه يو نښان ټومبه. سور ستورى په منځ كې يې د نورمحمد تره كي عكس. پلار يې د ترينكوټ امنيه قومندان و. 

خو اوس هېواد د كوچنيوالي په څېر نه و، هر ږېرور يې اشرار نه باله. اوس يې اشرار هغومره ګرم نه ګڼل، څومره چې به يې په كوچنيوالي كې ګڼل. پينځه صفحې يې ولوستې. ساعت ته يې وكتل، چې د خبرونو وخت خو به نه وي؟ لا پينځه دقيقې ورته پاتې وې.  

د ساعت كيسه يې ورياده شوه. دوى په ترينكوټ كې وو. ماخوستن هېواد يوه سترګه خوب هم لا كړى و، چې پلار يې راغى. خداى خبر چې څو بجې به وې؟ هېواد په ساعت نه پوهېده. پلار يې زنګېدلي ګامونه واخيستل، لاس يې پر دېوال تكيه كړ، دېوالي الماري يې خلاصه كړه. د پتلانه له جيبه يې څه وايستل، په چيني كاسه كې يې واچول، كړنګ شو. 

هېواد له تلتكه سر راوايست، پوښتنه يې وكړه: پلاره څه شى دې راوړى؟

پلار يې په خوبولي غږ وويل: زووويه! څمممله ناااوخته دى.

هېواد چې سهار پاڅېد، پلار يې وظيفې ته تللى و، مور يې هم په كوټه كې نه وه. ده دوه بالښتونه سره سر په سر كېښودل، المارۍ ته يې لاس ونه رسېد، بل بالښت يې ورباندې كېښود، ورپورته شو، المارۍ يې خلاصه كړه. كاسې ته يې لاس وغځاوه، منځ يې ورته نه ښكارېده. شيان يې راوخيستل، درې دانې ساعتونه وو، يو په كې همدغه طلايي سيكو ۵ و. مور يې كوټې ته ننوته.

هېواد ساعتونه ورهسې كړل: ادې، دا د چا دي؟

ادې وويل: څې كوې؟ پلار به مو تاسو ته راوړي وي. 

هېواد خوشاله شو: دغه طلايي به يې زه واخلم.

مور يې وويل: اوس نه. چې برېتونه دې وشول، بيا به يې دركړم.

هېواد تر هغې چې برېتونه يې كېدل، ډېر ځله په پټه طلايي ساعت له الماريو اخيستى او په لاس كړى يې و. لسم ته چې شو، ملګرو ورته وويل، چې كه په ږېره دې چاړه تېره كړې، ژر به راوځي. ده هم څو وارې په پټه د پلار د ږيرې په ماشين بريتونه وخرييل. 

بېرته يې كتاب ته پام شو، څلور نورې صفحې يې ولوستې، د اخر پراګراف په لوستو چورتي شو، بيا يې ولوست، ځان سره يې فكر وكړ: پلار مې ساعتونه له كومه راوړي وو؟ د ترينكوټ په بازار كې داسې شيان نه پيدا كېدل، لا په كندهار كې به هم داسې قيمتي اصلي ساعتونه نه وو. داسې ساعتونه خو به حاجيانو له عربستانه راوړل. داسې ساعتونه خو په ښكلو قوتيو كې وي؛ خو پلار مې همداسې بې قوتيو راوړي وو. د كتاب متن يې بيا ولوست، ساعت ته يې وكتل، دا اول ځل و، چې د ساعت په كتلو يې خوند وانه خيست، خوند يې څه كوې، چې لا ورته وهم ځورېد، لكه ساعت چې به غاښونه لري او د ده پر مړوند به خولې لګوې. له لاسه يې وكيښ، اوږده شېبه ورته ځير و. په زړه كې يې وګرځېدل: كاشكې مې پلار ژوندى واى، سپينه خبره به يې راته كړې واى. پلار يې د تڼـي په كودتا كې وژل شوى و. ساعت يې پر نيالۍ كېښود. وروستۍ جملې يې بيا ولوستې: 

«د ترينكوټ زندانيان به ورته حيران وو... هغوى ساده مسلمانان وو، نه د مرتجع په معنى پوهېدل او نه د فيوډال او امپرياليزم. له همدې امله به و، چې د محبس خورد ضابط چې له كوم بندي سره يو ښه بوټ، واسكټ، كرتۍ، ساعت، قلم يا بل داسې شى وليده، نو هغه به يې هم ځنې واخيست. بيا به يې ورته وويل چې ته فيوډال يې ځان ته به تر دې هم ښه واخلې، دا يې زما.»

 

۱۳۸۹ د وږي ۲۳مه





                                                                                                                                                                   ډاکټر شوام




بې مطلبه نیکي مې نه منله. دا مې خپله تجربه وه، په کوچنیوالي لا په دې پوهېدم چې مور مې هله نازوي چې ښه کارونه وکړم او خبرې یې ومنم. ما که ښه کول، د دې لپاره وو چې مور راباندې لاس تېر کړي. وروسته ملا صاحب رازده کړل چې: «صالحه اعمال د دې لپاره دي چې بنده جنت وګټي». دا مې باور و چې هر دلبر تر خپل مطلبه دلبري کا. خو د ډاکټر شوام مطلب څه و؟

ډېره موده وروسته مې اي مېل خلاص کړ. د فېس بوک له خوا مسیج راغلی و: «په دې اونۍ کې دې د دغو ملګرو کالیزه ده.» د اکټوبر په اتمه نېټه د ډاکټر شوام اته دېرشمه کالیزه وه. ځان ته زهیر شوم. څو میاشتې کېدې چې نه مې ورته اي مېل لېږلی، نه مې ټېليفون ورته کړی و. ژر مې د مبارکۍ اي مېل ورته ولیکه. په نیم ساعت کې مې د یو څو نورو اي مېلونو ځوابونه ولېږل. اي مېل مې بند کړ؛ بېرته مې خلاص کړ؛ د شوام ځواب نه و راغلی. ځان سره مې وویل مصروف به وي. سبا به مې اي مېل بیا وګورم. 

له انټر نټ کلپه راووتم. د نادریې لیسې له څنګه تېرېدم چې درې تنه سیکهان مې مخې ته راغلل. ماشومتوب مې رایاد شو. په زاړه ښار کې مې د پلار دوکان و. د علي رضا خان د کوڅې په خوله کې یې بقالي وه. زه له پلار سره په دوکان کې کېناستم. د عاشقان و عارفان مکتب ته تلم. په صنف کې راسره یو څو تنه هندوان او سیکهان هم وو. دوی به د قران کریم په ساعت کې له صنفه وتل. کله کله به موږ ځورول. سیکهـ ماشومان د سر ویښته د سر په څېړۍ کې لکه غونډاره تړي. نه پوهېږم چا دا خبره کړې وه چې دوی په لونګۍ کې کچالو پټوي. زما زړه ته هم لوېدلې وه چې رښتیا به وي. د دوی لونګۍ ته به مې لاس اچاوه چې راوباسه کچالو دې. دوی به رانه تښتېدل. یوه ورځ يې سر معلم ته شکایت وکړ. سر معلم په چپړاسي باندې قف پايي کړم. داسې يې ووهلم چې بیا نه پوهېدم پر ځمکه روان یم که پر سکروټو. ان بوټونه مې په پښو کې تنګ شوي وو.  خو سبا بیا هغه زه وم، هغه د سردار زامن. 

¯¯¯

اول ځل چې هند ته تلم نو په ټوله لاره کې مې همدغه کیسې یادېدلې. اندېښنې اخیستی وم چې اوس به هندوان او سیکهان راسره څه رنګه چلند کوي. لکه څوک چې له چا سره بد کړی وي او اوس یې مخې ته ورځي. په ډیلي کې مې ډاکټر جاوېد ملګری و. هغه یو کال د مخه تللی و. په سکارټس روغتون کې يې کار کاوه. هغه د روغتون له مشرانو سره خبرې کړې وې او ما ته يې هم د زده کړې کار سم کړی و. 

زه د زړه څانګې ته ورغلم. هلته پروګرام راته جوړ شو چې اوله میاشت به په «ایکو» برخه کې کار کوم؛ بیا به کتنځي ته ځم؛ بیا عاجل اتاق ته او همداسې نورو برخو ته. دا نو اول ځل و چې د ایکو ماشین مې ولید. زموږ خلک یې د زړه ټلویزیوني معاینه بولي. ډاکټر ورته ناست و، ناروغ يې کوت. زه يې څنګ ته ورغلم د چپې اوږې شا ته يې غلی ودرېدم. ډاکټر په تریو تندي راوکتل. ويې ویل: «لرې ودرېږه!» 

په دویمه ورځ لا ډاکټر نه و راغلی چې د ایکو اتاق ته ورننوتم. چپنه مې واغوسته. د ماشین سویچونو ته مې کتل چې نومونه يې زده کړم. د کوټې ور نیم کښی و. نرسه په دهلېزه کې تېرېدله. زه يې وليدم. راغله. ويې ویل: دلته څه کوې؟ 

زما ځواب ته معطله نه شوه. ويې ویل: ژر کوه، چپنه دې وباسه او له کوټې ووځه. 

همداسې مې وکړل. په زړه کې مې راتېر شول چې تاریخ به انتقام اخلي. تا په کوچنیوالي کې هندوان او سیکهان ځورولي دي او اوس د دوی وار دی چې تا تحقیر کړي. دا مې باور و چې خدای د بدو سزا هم په دې دنیا کې ورکوي، هم په بله دنیا کې.

له ډاکټر نه به مې چې یوه نیمه پوښتنه کوله، ویل به يې: «کتاب وګوره.» 

هر شپه به تر دوولسو بجو پورې د روغتون په کتابتون کې وم خو زما لپاره هر څه نوي وو او په لږ وخت کې د دومره ډېرو شیانو زده کول ګران. ځینې شیان بیا په کتابونو کې هم نه پیدا کېدل. د ډاکټر چلند دومره زهیر کړی وم چې په دویمه هفته مې غوښتل هر څه پرېږدم، بېرته کابل ته راشم. خو ملګري مې پرې نه ښودم. ویل یې چې کرار کرار به بلد شم. په هماغه ورځ هغه له ډاکټر شوام سره معرفي کړم. شوام مشر ډاکټر و. راته ویې ویل: که څه مشکل دې و، ما ته راځه. 

سبا د ډوډۍ په وخت کې سره مخامخ شو. د ایکو په یوه درس مې هېڅ سر نه خلاصېده. ډاکټر شوام ته مې وویل. هغه موضوع راته دومره آسانه تشریح کړه چې هماغه ګړۍ مې زده شوه. ده رانه یو څو پوښتنې وکړې. ځوابونه مې سم وو. د ډاکټر شوام خوښ شوم. ویې ویل: بېګاه زما مېلمانه يئ. 

زه او ډاکټر جاوېد ورسره رسټوران ته لاړو. په ډیلي کې داسې رسټورانونه لږ دي چې غوښه پخوي. ډاکټر شوام همداسې رسټوران ته بوتلو. ده هم له موږ سره د چرګ او د غوايي غوښه وخوړه. ډوډۍ مو چې خلاصه کړه، په خپل موټر کې يې سینما ته یوړو. عجبه سینما وه.‎ چوکۍ نرمې، مخې ته یې کشوه، تکیه یې قاتوه په کې اوږد غځېږه، د جوارو د پولۍ ډکه کاغذي کڅوړه دې په لاس کې، موټی ډکوه او خولې ته یې اچوه.  

کرار کرار مو له شوام سره انډیوالي جوړه شوه. هره یکشنبه ماښام به په خپل سوزوکي موټر کې په موږ پسې زموږ کوټې ته راته او چکر ته به یې بیولو. په هر ځای کې به ده پیسې پرې کولې. موږ یې مصرف ته نه پرې ښودلو. ویل یې چې تاسې مسافر یئ. 

د ایکو ډاکټر چې زموږ په ملګرتیا خبر شو، هغه هم راسره نرم شو. یو کال مې هلته تېر کړ. د ډاکټر شوام په برکت مې دومره څه زده کړل چې نورو ته يې څوک په درېو کلونو کې هم نه ورښيي. 

د هندوستان د خلکو یو شی مې خوښ شو. هلته څوک په چا کار نه لري. مسلمان خپل مسجد ته ځي، هندو خپل مندر ته. په هندوانو کې هم زر رنګه طایفې دي خو هغه د چا خبره «عیسی به دین خود، موسی به دین خود». د یوه بګوان کالیزه وه. د روغتون نور ډاکټران یې لمانځلو ته لاړل خو شوام له موږ سره پاتې شو. هغه په هېڅ شي عقیده نه درلوده. موږ ته یې ويل: «بې عقیدې سړی په دې ښه دی چې هېڅ څوک يې بد نه اېسېږي، له هندو سره هم یار وي او له مسلم سره هم. خو دومره ده چې عقیدې والا خلک مطمین وي، ډاډه وي. خو زه داسې نه یم. که په تاسو باندې هره ټکه ولوېږي نو زغملی يې شئ، وايئ به چې د خدای له خوا همدا مقرر وو، خو زما له پاره ګرانه ده. که تاسې مړه کېږئ نو د ځنکدن په وخت به هم ډاډه یاست چې یو چېرې به ځئ؛ بېرته به ژوندي کېږئ؛ جنت به وي دوزخ به وي؛ حساب کتاب به وي؛ خو زما لپاره ډېره سخته ده. زما مرګ واقعي مرګ دی، ابدي مرګ.»

¯¯¯

سبا بیا انټرنټ کلب ته ولاړم. د شوام ځواب نه و راغلی. ټېليفون مې راواخیست. زنګ مې ورته وواهه. ټېلیفون یې بند و. ما ویل له ناروغانو سره به مصروف وي. نیم ساعت وروسته مې بیا زنګ وواهه. خبره هماغه وه. سبا او بل سبا مې څو څو ځله ټېلیفون ورته وکړ خو رخ نه شو. ما ویل ممکن بهر ته تللی وي. 

بله اونۍ یې بیا ټېلیفون کار نه کاوه. ډاکټر جاوېد ته مې زنګ وواهه. هغه وویل: «ته نه یې خبر؟ ډاکټر شوام غریب خو موټر وواهه، ځای په ځای مړ شو.»

ډاکټر شوام له ما سره ډېر ښه کړي وو، بې بدله ښه. ده رانه د هېڅ شي تمه نه لرله. په جنت او په دوزخ یې هم عقیده نه وه چې د خپلو ښو اجر به په بله دنیا کې وویني. زه لا تر اوسه حیران یم چې هغه ولې راسره ښه کول؟

 




                                                                                                                                                                                    مرګ او ژوند



روهین وویل: د وطن څه شی ډېر دریادېږي؟

نوید پر څوکۍ نېغ شو. شونډې یې تر غاښو لاندې کړې. ویې ویل: امممممم. هر څه یې. لمر یې، شین آسمان یې، خلک. هر چېرې به دې یو څوک موندل چې خواله ورسره وکې. دلته خو هر څوک ایله «هلو/ چوسسس» ووايي، تېر شي. یو ته یې، ته هم کله په کورسونو کې ورک، کله په ځان کې.

دواړو وخندل.

روهین خپلې لوڅې مټې وسولولوې، ویې ویل: اخخخخخ! جار دې شم لمره! دا لمر څومره ښه لګېږي.

دواړه د کمکي جهیل په بر سر لوړه کې پر منحني شکلې لرګینې څوکۍ غځېدلي وو.

نوید وویل: چې شپږ اوه میاشتې وروسته داسې لمرینه ورځ وي نو خود به ښه لګېږي.

رپ رپا شوه. دواړو آسمان ته وکتل. څو هیلۍ د دوی له سره تېرې شوې. په جهیل کې داسې کېناستې لکه الوتکه چې پر میدان کوزېږي. لږ ها خوا د جهیل په منځ کې دوې زاڼې روانې وې او تر شا یې په اوبو کې دوې لیکې جوړېدې.

روهین تورې عینکې له سترګو لرې کړې، ویې ویل: پوهېږې؟ زه د وطن په غرونو پسې ډېر خپه یم. دلته چې هره خوا ګورې د لاس د ورغوي غوندې هواره وي. 

لږ غلی شو، بیا یې په ترنم وویل: په غرونو کې لوی شوي، په صحرا کې نه ځایېږي.

نوید ور وکتل. د ده جمله یې تکرار کړه: په غرونو کې لوی شوي، په صحرا کې نه ځایېږي. یاره! دا مسافري به شاعر درنه جوړ کي. هههههه. 

روهین له خپل بیک نه پلاسټیکي قوطۍ را ووایسته. د چرګ یو سور کړی ورون یې پخپله واخیست. بل یې نوید ته ونیو. 

نوید لاس ور وغځاوه. پوښتنه یې وکړه: د عربانو له قصابۍ دې اخیستي؟

-        نه. له سوپرمارکېټه.

نوید لاس ونیو. ویې ویل: خپه نشې، خو زه یې نه خورم. دا ذبح شوي نه دي.

-        پر کارټن باندې یې حلال لیکلی و.

نوید په خبرو کې ورولوېد: نه دي حلال. ما پوښتنه کړې ده. وايي دلته چرګانو ته برق ورکوي. 

-        برق ورکوي؟

-        هو. وايي په چاړه حلالول یې عذابوي خو برق یې په ثانیه کې داسې وژني چې هېڅ درد نه ویني.

نوید د موبایل سکرین ولګاوه، ساعت ته یې وکتل. ویې ویل: ښه نو، په پنځو بجو مې له ډاکټر سره «ټرمین» دی.

دواړه پاڅېدل. د اوبو بوتلونه یې د بیک په جېبونو کې ورننه ایستل. روهین له بیکه دوې مڼې را وویستې. یوه یې نوید ته ونیوه. په بله یې پخپله چک ولګاوه. د جهیل په خوا کې د ځنګله په منځ کې پر نرۍ لاره روان شول. له هر ګام سره یې تر پښو لاندې د شګو شغها پورته کېده.

لاره کږه وږه چېرته لوړه چېرته ځوړه وه، کټ مټ د انسان د برخلیک غوندې. ګورو ونو نرۍ لاره له لمره پناه کړې وه.

روهین وویل: په رخصتیو کې مې دا شاوخوا ښارونه ټول پسې وغوښتل. پوهېږې؟ د جرمني طبیعت په هر ځای کې همداسې دی. په هر ښار کې یو یا دوه سیندونه، د سیندونو په څنډو کې بیا اوږده پارکونه، همدغسې لوی او واړه جهیلونه، ځنګلونه، پټي. خلاصه دا چې سپېره ځمکه به په کې پيدا نه کې.

نوید لویه ساه واخیسته، ویې ویل: په کابل کې به مې د داسې شنو ځایونو ارمان کاوه. هلته به مازدیګر چې بادونه والوتل، داسې دوړې به یې پورته کړې چې د سړي سپږمې به یې په خاورو شګو ډکې کړې. دوی ته نو خدای ورکړې ده، پاکه صافه هوا، نه دوړې نه ګردونه.

روهین له مڼې نه وروستی خرپ وایست. پاتې شونی یې په خځلدانۍ کې واچاوه. ویې ویل: څه د خدای مهرباني او څه د دوی خپله هوښیاري. دوه لوی جنګونه پرې تېر شول خو دوی بېرته په پښو ودرېدل. د جګړې د وخت فلمونه چې ګورم، ټول ښارونه یې لوټې لوټې وو. حیران یم چې خپل وطن یې څنګه بېرته داسې آباد کړ چې اوس د اروپا اول نمبر اقتصاد ورنه جوړ دی. 

نوید وویل: بلا خلک دي.

روهین وویل: خو لا حیران بیا دې ته یم چې هغه وحشي فکرونه یې څنګه بېرته رام کړل. پوهېږې؟ یوازې هټلر خو نه و، د نازیانو ایډیالوژي تقریباً د هر چا په مغزو کې ورپېچکاري شوې وه. نو له هغسې مستبدې ایډیالوژۍ دوی څنګه بېرته راووتل؟

د سپي غپا شوه. غټ تور سپي د ځنګله خوا ته زور کاوه. د پاخه عمر ښځې د سپي پړی په دواړو لاسو نیولی و. هغې ورته وویل: آرام شه. دې خوا ته، دې خوا ته.

سپی کرار او لارې ته سم شو. 

روهین لږ تم شو چې نوید مخکې شي. بیا په هغه پسې پر یوه لیکه روان شو.

ښځه موسکه شوه. تر مننې وروسته یې وویل: خدای زده چې څه یې لیدلي وو. دی معمولاً آرام وي.

نوید هم موسکی شو. 

روهین د ښځې له څنګه په تېرېدو کې وویل: ښایسته سپی.

ښځې مخ ور واړاوه، مننه یې وکړه.

نوید د موبایل ساعت ته وکتل. بیا یې د ونو د نرۍ لیکې له منځه د جهیل خوا ته سترګې وغړولې. ښځې، سړي او ماشومان ځای ځای د جهیل په څنډو کې پر سپینچکو پستو شګو لمر ته غځېدلي وو. د جهیل په منځ کې یو سړی پر وړې بېړۍ ولاړ و. بېړۍ نه وه، یوازې اوږده پلاسټیکي دړه وه چې څوکه یې د یامه غوندې نرۍ وه. دوې زاڼې هم ورسره جوړه روانې وې.

نوید وویل: جالبه ده. هېڅ نه ترهېږي. د دوی مرغاوۍ، کوترې، زاڼې ټولې له انسان سره داسې روږدي دي لکه کورني حیوان.

روهین وویل: چې آزار یې نه کړې نو ولې به ترهېږي. د مزارشریف کوترې دغسې نه وې؟ په لاس کې به دې ورته دانه نیوله، دوی به دې پر لاس او پر اوږو کېناستې.

له ځنګله راووتل. په تېږو فرش شوې کوڅه کې چې دواړوو خواوو ته یې دوه پوړیز کورونه ولاړ وو، روان شول. له کوڅې نه چې ووتل، د مړستون په منځ کې غځېدلي سړک ته ور سیخ شول. مړستون زموږ د هدیرو غوندې سپېره نه و. چارچاپېره د کټارې شا ته د روسي ولو دېوال، په منځ کې یې منظم چمن، رنګارنګ ګلان، ونې او ځای ځای د قبرونو شناختې په مختلفو شکولونو.

روهین وویل: عجب خوند یې وکړ. د ژبې کورس تمام، امتحان یې ښه تېر شوی، اوس دغه شین آسمان، تود لمر، چکر او بنډار. پوهېږې؟ زه خپل مرګ په همدغسې وخت کې غواړم. 

نوید مخ ور واړاوه، په ارتو سترګو یې ور ته وکتل خو څه یې ونه ویل. 

روهین ورسره سترګې په سترګو شو: ته په کې څه وایې؟ مرګ په همداسې وخت کې خوند نه کوي؟ چې سړی په خوندونو کې ډوب وي، چې فکر وکي په زړه کې یې هېڅ ارمان نه دی پاتې.

نوید وویل: نه پوهېږم. نه غواړم د مرګ په اړه فکر وکړم.

-        ولې؟ ډارېږې؟

-        بس نو ډار یې بولې که بل څه. 

لویه ساه یې واخیسته، بیا یې وویل: زه چې اوبه وینم، مرګ رایادېږي. مرګ راته داسې ښکاري لکه په اوبو کې ډوبېدل. چې سړی لاس او پښې وهي خو ساه نه شي اخیستی. د ساه تربتېدل مې ډاروي. ان تصور یې ځوروي مې. 

-        ګوره! ته له مرګه نه وېرېږې، د مرګ له شېبې وېرېږې. د مرګه له عذابه ډارېږې. پوهېږې؟ مرګ داسې دی لکه د عملیاتو لپاره بې هوشي. انستیزي چې واخلې بیا نو په هېڅ هم نه پوهېږې. نو ډار ولې؟

-        زه وایم کاش مرګ مې داسې وي چې زه په درانه خوب ویده یم او مرګی راشي، دغسې مې پسې یوسي. 

د امبولانس د آلارم غږ راغی. غږ وار په وار سره تېزېده. دوی چې د مړستون څنډې ته ورسېدل، امبولانس یې ولید چې د بوډاګانو د پالنې کور ته ورتاو شو. دوو کسانو د بلاک له پوړیو یو بوډا په تذکره کې را وایست. د بوډا پر خوله د آکسیجن ماسک ایښی و. سر یې یوې خوا ته کوږ و.

نوید تم شو. د بوډا په نس او ټټر کې یې سترګې ښخې کړې. 

د بوډا نس نه خوځېده. 

روهین نوید له مټه ونیو. ویې ویل: وه هلکه! په تا څه وشول؟ مري هغه او رنګ د تا الوتی.