"ادبیات معاصر افغانستان"

د محب الله زغم لنډې کیسې (۱)

Image Description

محب الله زغم



                                                                                 انتحاري پمپر



کلونه وروسته د سردار داوود خان روغتون ته لاړم. هر څه راته نا اشنا او بل ډول ښکارېدل. د اول پوړ په دهلېز چې ورننوتم، چپ لاس ته تاو شوم. دهلېز د شیکاګو د هوايي میدان د ټرمینل غوندې لوی او له خلکو ډک و. خلک هم ناروغانو غوندې نه ښکارېدل، د مسافرو په شان د چا په لاس کې ټیرونو والا بکسونه و چې په ځان پسې یې څکول او ځینو پر اوږو وړکي بیکونه اچولي وو. 

نه ټرمینل خو نه و. له ټرمینله یې توپير په دې کې و چې په دې دهلېز کې کانکریټي مټې یا ستنې ډېرې ولاړې وې. دغو مټو د دهلېز سور په درېو برخو ویشلی و او په اوږدو کې هم هر پنځه ګامه وروسته به دې یوه مټه مخې ته راغله. دوه نور توپیرونه یې هم وو. یو دا چې چت یې ټیټ و، زموږ د کورونو غوندې او بل دا چې د ټرمینل د دواړو خواوو دېوالونه سر تر پایه یا ښیښې وې یا رسټورانونه دې په کې لیدل او یو نیم ځای کې تشنابونه؛ خو دلته دې سترګې یوازې پر بې کړکیو کانکریټي دېوالونو لګېدې. چې یو څو قدمه مخته لاړم نور توپیرونه یې هم رامعلوم شول. د شیکاګو په ټرمینل کې دواړو خواوو ته ګېټونه وو چې په انګریزي تورو او عددونو نومول شوي وو لکه ګېټ (E 45). له دغو ګېټونو څخه په هوا کې یوه لاره د الوتکې وره ته تېره شوې وه. له باندې نه دغه لارې سپین کانټیرونه وو چې یو د بل له خېټې راوتلی او ټول سره تړلي وو؛ خو د ننه چې به ورغلې، ویل به دې چې په تنګ دهلېز کې روان یم. د هر ګېټ له خولې سره په ارت دهلېز کې دوه درې سوه چوکۍ لګېدلې وې چې مسافر به ورباندې کېناستل، د ګېټ په خوله کې د ولاړو مېزونو شا ته د دېواله سکرین ته به یې کتل چې کله د دوی د بورډنګ وخت رارسېږي. هغوی چې وخت ورته ډېر و اکثره به خپل لپ ټاپونه یا آی پډونه ایستلي لیکل یا لوستل به یې کول، ځینو کتاب لوست او یو نیم به په موبایل کې ګېم واهه. خو د روغتون په دهلېز کې یوه چوکۍ هم نه وه ایښې، ټول خلک د دهلېز په منځ کې روان وو. نه پوهېږم ولې په اول نظر کې دا ځای راته لکه د شیکاګو ټرمینل ښکاره شوی و، دا او هغه خو لکه ځمکه او اسمان سره توپیر لري. 

زه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د دهلېز په منځ کې روان شوم. تا راته ویلي وو چې هر وخت به د خلکو په منځ کې ګرځې، شاوخوا به دې څارې او که په چا باندې شکي شوې، ځان به ترېنه باسې. تا راته دا هم ویلي وو چې ګوښه ځایونو کې به نه ګرځې، داسې ځایونو کې چې د خلکو تګ راتګ په کې کم وي. د چپ لاس له مټو ها خوا ته د دهلېز پر سپېره غولي هېڅوک نه وو. د دې خوا د دېوالونو خړ نخودي رنګ هم لکه د پېس بني ادم پوستکي ځای ځای سپین او یو څه ژور و، لکه چا چې په لاس باندې رنګ ګرولی، توږلی وي او لاندینی استر یې رابرسېره کړی وي. 

دغسې بره خوا روان وم چې د پولیسو په لباس کې زما په قد، غنم رنګی برابر سړي ځان راته نژدې کړ. دا څو شېبې مخکې مې دی ولید چې د دهلېز له لوی ښیښه یي وره څخه د باندې ووت. د وتو په وخت کې یې ما ته راوکتل خو دغسې ووت. سړی راته موسک شو، لکه ملګری. نه پوهېږم څه یې وویل، هماغه بې معنا خبرې چې له یو چا سره د خبرو د پیلولو لپاره یې کړې، «ګرمې ډېره نه ده؟». ده څو وارې هڅه وکړه چې ما له ځانه سره د دهلېز چپې خوا ته چې هېڅوک په کې نه وو، وڅکوي؛ خو ما ته ستا خبره یاده وه چې له ګڼې ګوڼې به نه ووځې. د هغه خبرې مې یو مخ هېرې دي، ان په دې نه پوهېږم چې دا زما خیال و، زما وهم و که هغه رښتیا په ما پسې راغلی و. 

ورور مې عصمت الله، هغه چې د غاښو ډاکتر دی، راباندې غږ وکړ: «د نورالله انډېوالان درته ولاړ دي چې ودې ګوري.» نورالله ورور مې تر ما درې کاله مشر دی، هغه اوس په سویډن کې اوسېږي. د حربي ښوونځي د دورې یو څو ټولګیوال یې په دې روغتون کې ډاکتران دي. ډاکتر نثاراحمد همراز مې ولید چې تر نورو دنګ، کریمي رنګه پتلون او سپین کمیس یې ډنګر بدن پوښلی دی. د دهلېز چپې خوا ته وګرځېدم. د یوه بل دهلېز په خوله کې د ښیښه یي وره مخې ته مې د نورالله له ملګرو سره د غېږې روغبړ وکړ. هرچا راته ویل: «سفرونه په خیر، په خیر راغلې. ولله چې درپسې خپه شوی وم. سفر دې څنګه و؟ سات دې تېر شو؟» 

دوی تر لاسونو ونیولم، په نري دهلېز یې ننه ایستم. دهلېز لکه هماغه لارې و چې د ټرمینل له ګېټه د الوتکې وره ته ورتله. دېوالونه او غولی یې په تور بخون فولادي رنګه موکېټ پټ وو. د دهلېز په یوه نسبتاً ارت ځای کې، پر غولي په کریمي رنګه پوښ کې یوه پنډه توشکه پرته او ورباندې دوه ګردي نل وزمه بالښتونه ایښي وو، لکه د ناوې تخت. زه یې پر توشکې کېنولم. ښځې نجونې راپیدا شوې، دنګې تورې، په ونه برابرې غنم رنګې، له نارینه وو سره لاس په لاس لکه زوم او ناوې. یوه یې زما څنګ ته کېنوله. شېبه وروسته پاڅېدو، په نورو جوړو پسې روان شوو. ځان سره مې وویل چې کاشکې له مخکې نه خبر وای چې سم کالي مې اغوستی. دا څو شېبې د مخه چې د روغتون په لوی دهلېز کې روان وم، کاوبای پتلون او ټي شرټ مې پر تن وو خو اوس په تور وزمه فولادي رنګه دریشي کې وم چې نقره یي رنګه لیکې لري. نیکټايي مې د سپین کمیس د تڼیو له منځه لاندې تېره شوې او څوکه یې ورکه وه. راومې ایسته او پر نس باندې مې یې وځړوله.

شېبه وروسته بېرته په هماغه لوی دهلېز کې وم؛ خو ملګري راسره نه وو. لکه دا بل ځای چې مې په خوب کې لیدلی وي، نه ښځې وې نه انډیوالان. د پولیسو په جامو کې سړی مې خوا پورې روان و. د دهلېز پای ته ورنژدې کېدو، داسې احساس راته پیدا شو لکه سړی چې د ژوند پای ته ورنژدې کېږي. په دې فکر کې وم چې له دې سړي څخه څنګه ځان وژغورم چې ګورم ترور زی مې د رنګمالۍ سطل، په منځ کې یې برس او رولر په یوه لاس او لنډه المونیمي زینه یې په بل لاس کې، د دهلېز په چپه خوا کې یکي یوازې روان دی. اول مې د نصیر ګومان ورباندې وکړ خو چې سم مې ورته وکتل، پوپل و. راباندې غږ یې وکړ: «راځه دې خوا ته، په هغه بېروبار کې څه کوې؟»

شاوخوا ته مې وکتل پولیس وزمه سړی ورک و. ته وا ځمکه چاوده شوه او دی په کې ډوب شو. زړه مې تکیه شو، د پوپل خوا ته ورغلم. پوښتنه مې وکړه: «دلته کار کوې؟»

-  هو، بل کار نه پیدا کېږي، اوس مې رنګمالۍ ته مخه کړې ده. راځه چې دې کوټې ته ننوځو.

په چپ لاس کې دهلېز د عصري کورونو د یوه تشناب په اندازه د باندې خوا ته وتلی او په شرقي دېواله کې یې یو لرګین ور و. پولیس وزمه سړی بیا راپیدا او راپسې شو. ما وې کار مې تمام دی، ځان مې ختم وګاڼه. خو دې خوا ته هم د خلکو ګڼه ګوڼه پیدا شوه، عصمت الله او یو څو ملګري مې شا و خوا ته راټول شول. د کوټې ور یې راته خلاص کړ. ټولو ما ته کتل چې مخکې شم. زه چې په وره ننوتم، د پوپل نریو خړ فولادي رنګه جامو ته مې پام شو چې د زېړ، نسواري، سره، او سپینو رنګونو داغونه ورباندې ښکارېدل او د چپې تشې په حصه کې یې کمیس راوتلی و. پوه شوم چې تمانچه ده. لاس مې ورواچاوه، تمانچه مې راوایسته. عصمت الله د پوپل له جیبونو د تمانچې شاژورونه راوایستل. د پوپل رنګ والوت. لړزې اخیستی و. کوټې ته ننوتو، نور ملګري د کوټې چارچاپېره پر نیالیو ناست، ټوکې ټکالې یې کولې، لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوی. 

پوپل مې په څنګ کې کېناوه. هغه دېواله ته ډډه ولګوله، پښې یې له زنګنو قات کړې او لاسونه یې داسې مړه وغځول چې تا وا سېکه په کې نشته. په دې فکر کې وم چې څرنګه تحقیق ځنې وکړم او په خبرو یې راولم. پوښتنه مې وکړه: «چا زما د وژلو درته ویلي وو؟»

سړی بې ښه او بې بده، په خبرو سر شو: «طالبانو»

-  ته څه پوه شوې چې نن په روغتون کې زما نوبت دی؟ زه خو هره ورځ دلته نه راځم. 

- د تاسو له خپل کوره خبره راووته.

عصمت الله ته مې وکتل. د هغه سترګې رډې راوتلې وي. رایاد مې شول چې ها بله ورځ عصمت الله په تیلفون کې رانه پوښتنه وکړه چې: «روغتون ته هره ورځ ځې؟» او ما ځواب ورکړ چې: «نه، یوازې په جفتو ورځو کې زما وار وي.» هغه کوټه مې ولیده چې عصمت الله په کې ناست و او په تیلفون کې راسره غږېده. په کوټه کې یوازې نه و، بشیر هم ورسره ناست و. بشیر مې ترورزی او ماما خسر دی او زما خور هم ورته ناسته ده. په هغه ورځ چې ما عصمت الله ته خپل پروګرام ووایه، بشیر هم  زما خبره واورېده او موسکی شو.

بشیر به نو ولې طالبانو ته خبر ورکړی وي؟ هغه خو مې په ترورزیانو کې تر ټولو زیات یار دی او بیا پوپل ولې وژلم؟ پوښتنه مې وکړه: څومره پیسې یې درته منلې وې؟

پوپل غږ ونه کړ. ومې ویل: ولې دې دا کار کاوه؟

-  څه به مې کړي وو، له ژونده بېزاره وم. هره ورځ ملابانګ ووځه، تر ماښامه پورې د سپي غوندې په ډوډۍ پسې منډې ووهه، د شپې بیا د ښځې او اولادونو لانجې ته غوږ شه. د دې ژونده خو مرګ ښه دی. ځان شهید که، بې غمه جنت ته لاړ شه. 

- ځان شهید که؟

- خود، انتحاري.

ولې مې تراوسه پام نه و شوی چې دی ممکن انتحاري واسکټ ولري. ژر مې یې پر ټټر باندې د کمیس له پاسه لاس تېر کړ، هېڅ شی نه و. هغه ښی لاس د پرتوګ بنۍ خوا ته ورنژدې کړ. ما یې لاس ټینګ کړ. ملګرو باندې مې چیغه کړه: «ویې نیسئ»

چا یې پښې ټینګې کړې او عصمت الله یې سر په غبرګو لاسو ټینګ ونیو. پوپل په خپل ښي لاس باندې زور کاوه چې تر پرتوګاښ لاندې بټن ټینګ کړې. ما یې په لاس باندې نور زور وکړ، ناره مې کړه: «لاسونه یې ټینګ کړئ، انتحاري پمپر یې اغوستی.» 

ملګرو مې د هغه د پرتوګ له پایڅو ونیول، پرتوګ یې راوایست. پوپل کونه او پښې تاوولې چې پرې یې نه ږدي خو زما انډیوالانو یې ډبل پمپر ځنې راوایست. سختې وېرې اخیستی وم چې اوس د ملګرو لاس د پمپر په بټن ونه لګېږي او ټول سره هلاک نه شو. خو ښه و چې داسې ونه شول.

په کوټه کې ګډوډي وه، ټول ولاړ وو. هر چا یو څه ویل: 

«پولیس راوغواړئ چې شنډ یې کړي.» 

«لینونه یې سره خطا کړه، خبره خلاصه ده.»

«پام چې لاس ورنه وړې.»

«مه کوئ، دا زموږ او ستاسې کار نه دی.»

پوپل مو پر ځمکه څملولی ټینګ نیولی و. یو چا وویل: «کړکۍ خلاصه کړه لاندې یې خطا کړه. که وهم چوي موږ ته به تاوان نه رسوي.»

هغه چې پمپر یې په لاس کې و، کړکۍ خلاصه کړه. د جالۍ پله یې په هماغه لاس خلاصاوه چې انتحاري پمپر یې ورباندې نیولی و. چا ورباندې چیغه کړه: پام کوه، په لاس. احتیاط چې لاس دې په بټن ونه لګېږي.

د جالۍ پله خلاصه شوه، پمپر یې لاندې خطا کړ خو د جالۍ به تارونو پورې ښخ شو. دا یې بل غم. اوس که پمپر وچوي خو ټول به ختم کړي. په بېړه له کوټې ووتو. 

 موټر مې چالان کړ، ډېر چټک د دارالامان په لوري روان شوم. په زړه کې مې ګرځېدل چې پوپل به یوازې نه و، ممکن نور انتحاریان یې هم راپسې استولي وي. سړک خالي و او زه ډېر تېز. له علاوالدینه چې تېر شوم، ګڼه ګوڼه شروع شوه. د امریکاییانو اوږده اته ټیره بردیمونه مې مخې ته روان وو. د یوه بردیم شپږ ټیرونه د چپ لاس په فرعي سړک روان او یوه جوړه شاتني ټیرونه یې په عمومي سړک. بردیم چټک روان و او د دوو سړکونو تر منځ له کانکریټي جدولونو څخه یې دوړې بادولې. زما مخه خلاصه وه. بېړه مې وه چې ځان کور ته ورسوم. ځان سره مې کړه چې اول به کور بدلوم. که طالبان زما د کار له وخت او ځایه خبر دي نو کور به مې هم ورمعلوم وي. داسې نه چې بله ورځ د کور ور وټکېږي او چې خلاص یې کړم، طالب کاکا راته تمانچه نیولې وي. تا رښتیا ویلي وو چې په ځان به پام کوم. کور مې چې بدل کړ بیا به د امریکا سفارت ته ورشم، ورته وبه وایم چې دا ځل خو خدای بچ کړم، مګر بل وار به سخت وي. ورته وبه وایم چې سر ته مې خطر دی. ثبوت یې پخپله پوپل دی. په امریکا کې به پناه وغواړم. د سفارت کسانو ته به دا هم ووایم چې که زه طالبانو ووژلم نو زما بچیانو ته خو دې پناه ورکړي. نه غواړم چې هغوی هم ووژل شي. مخکې سړک تش و خو د دارالامان ماڼۍ ته چې ورلنډ شوم، یو دم پر سړک باندې ښځې ماشومان او نارینه راپیدا شول. وه خدایه اوس څنګه وکړم. داسې تېز روان یم که مې بریک کار ونه کړي او څوک لاندې کړم؟ نه خدای دې نه کړي. دوی د سړک په منځ کې څه بلا غواړي؟ دا وګوره، رژېدلې پاڼې ټولوي. شېبه په شېبه ورنژدې کېدم. بریک مې کرار کرار ټینګ کړ. په هارن مې لاس ټینګ کړ؛ خو خلکو سپېره مخونه خړې سترګې راته نیولې وې، هېڅ مې په کیسه کې نه شول. مخامخ یو ماشوم پر سړک پروت او مور یې څنګ ته ولاړه وه. ما وې له ښي طرفه به یې له څنګه تېر شم خو هلته وړې نجلۍ پاڼې ټولولې. بریک مې ټینګ کړ، بریک داسې سست و، داسې نرم لکه پښه مې چې په خټو کې منډلې وي. ژر ژر مې څو وارې بریک خوشی کړ او بیا مې ټینګ کړ. موټر مې وچ د نجلۍ له ملا سره ودرېد.

2012.11.29

نیمه شپه





                                                                                                      بېله دنیا



سبرینا د دوهم پوړ برنډې ته راووته. د کافي ګېلاس یې پر ګردي مېز کېښود. غځوونې یې وکړې. د برنډې د کټارې خوا ته ولاړه. لاندې یې وکتل. د اتل په لیدو چورتي غوندې شوه. له ځانه سره یې وویل: له ده سره مې څه کار و؟ څه مې ورته ویل؟

اتل په پارک کې په ټال کې ناست و. په لاس کې یې کتاب نیولی و او سر یې کتاب ته ټیټ و.

سبرینا د کافي یو غوړپ وکړ. ذهن یې نا کرار و. «کومه ژمنه مې ورسره کړې وه؟ نه، د څه شي ژمنه به مې کړې وي؟ نو څه مې ورته ویل؟» 

سترګې یې د بېړۍ پر هغه موډل ولګېدې چې په پارک کې د ماشومانو د لوبو لپاره درول شوې وه. بېړۍ اوبه ور په یاد کړې، اوبو سیند ... موسکه شوه. په منډه کوټې ته ولاړه.

په بېړه کور ته ننوته. شېبه وروسته د ټال په څنګ کې ولاړه وه. پر اتل باندې یې غږ وکړ: سهار په خیر اتله! دلته لمر څومره وختي راخیږي. 

اتل له کتابه سر پورته کړ: سهار په خیر! راخیږي، که راکوزېږي؟

سبرینا سر پورته د لمر خوا ته ونیو: راخېږي. ستاسو په ژبه کې ورته راکوزېږي وايي.

اتل یوه ګوته د کتاب په لوستل شوي ځای کې ونیوه او کتاب یې بند کړ. ګوته یې دې ته ونیوه: دغه لمر ښییم.

سبرینا موسکه شوه: مننه. پوهېږې؟ بېګا مې په خوب کې ولیدې.

اتل ټال ودراوه: ښه دې ولیدم. جالبه ده!

-        جالبه خو خود ده. ډېره جالبه! اوس مې چې له برنډې ولیدې را په زړه شو. په منډه راغلم چې کیسه یې درته ووایم. البته که مزاحمت در ته نه وي.

-        نه، نه، هیله کوم. هسې هم مطالعې ستړی کړی وم. د جرمني ګرامر سړی ګنګس کوي.

سبرینا په بل ټال کې کېناسته. ویې ویل: دا خو ده. خو د خوب کیسه به درته وکړم چې هسې نه هېره مې شي. ته نو غوږ شه. مور او پلار دې د بلاک په صفري پوړ کې اوسېږي. مور دې یهوده ده، پلار دې افغان.

اتل موسک شو: یهوده؟ زما مور؟ 

سبرینا په تندي ګونځې راوستې: خوب دی نو. 

-        ښه، نو بیا؟

-        مور و پلار دې کړکۍ ته ولاړ دي. ګوري چې مخامخ یو یا دوه کیلومتره لرې درې تنه نازي عسکر پر سړک باندې ولاړ دي. د یوه په لاس کې دوربین دی. هغه د سړک په سر د اېښې موانع له پاسه په دوربین کې ستاسو کور ته ګوري. پلار دې وايي «خدای دې وکي چې دې خوا ته را نه شي!» مور دې د هغوی ویډیو اخیستې وي، هغه مهال چې هغوی ملکي خلک ولي. اوس مور او پلار دې ډارېږي چې که هغوی راشي او د ویډیو هغه کسټ پیدا کړي نو کیسه به یې ختمه شي.

اتل وویل: خوب نه دی، سمه سناریو ده. ههههه. د نازیانو په وخت کې ویډیو کامري کله دومره پرېمانې وې چې هر څوک دې یې ولري. عجب تخیل لرې! 

د سبرینا پر شونډو نرۍ موسکا تېره شوه. ویې ویل: ناولونه مې ډېر لوستي دي. په ویښه کې خو مې تخیل کار نه کوي خو په خوب کې بیا بد نه دی. ښه نو، بیا لاندې د بلاک دروازه ډبول کېږي. مور دې نېغه پر نیالۍ کېني. مور او پلار دې څنګ په څنګ پر غولي غځېدلي وي. د کړکۍ په بېخ کې بیا یو ماشوم ویده دی. مور دې ټیکری په سر کوي. پلار دې ورته وايي: دوی به د ماشوم په خاطر راغلي وي چې ولې له را سره په یوه کوټه کې پروت دی. دوی به وايي چې دا کور درته مناسب نه دی، باید بل کور پیدا کړئ چې د خوب دوې کوټې ولري.

اتل بې له دې چې سبرینا ته وګوري، هماغسې چې په ټال کې یې ورو ورو ټالۍ وهله، پوښتنه وکړه: هغه ماشوم زه وم؟

-        هو. اممممم، ګومان کوم چې ته وې. نه، نه. ته نه وې. ته خو بیا وروسته پیدا شوې. مور او پلار دې هاغه مهال لا اولاد نه درلود. نو هغه بل ماشوم؟ خدای خبر. داسې ګډوډ خوب مې و. ځینې صحنې یې را ته تتې ښکاري.

-        پروا نه کا. هسې هم خوب دی.

-        ښه نو، مور دې د اپارتمان ور پرانیزي. ګاونډۍ ښځه یې له وره سره ولاړه ده. هغه له ډاره رېږدي. وايي «ته راسره ځې چې لاندې دروازه بېرته کم؟» مور دې د هغې مټ سولوي. وايي «مه ډارېږه! زه درسره یمه.» نازي عسکر پر زینو راخېږي، درېیم پوړ ته ځي. هلته هم یوه افغانه کورنۍ اوسېږي. له نازیانو سره په برګه عسکري دریشۍ کې یو بل برېتور هم وي. سترګې یې شنې دي خو ویښتان یې تور. په سر یې سره خولۍ ده. د هغې افغانې کورنۍ سړی خپلې ښځې ته د تاسو په ژبه کومه پټه خبره کوي. ژبه مو څه نومېږي، پستو؟ پاستو؟ 

اتل وویل: پښتو په «ښـ» لکه په جرمني کې چې «ایښ» وایې.

-        پښـ    ـتو، پښـ    ـتو. مننه. دغه بل چې له نازیانو سره ګرځي، ترجمان دی. هغه د کور څښتن ته په پښتو وايي یو څه خو بیا نازیانو ته بله خبره کوي. ګومان کوم چې د هغوی راز پټوي او نازیان تېر باسي. بیا دوهم پوړ ته کوزېږي. هغه چې تلاشي کړي، له بلاک څخه ووځي. مور او پلار دې خوشحاله وي چې له خطره بچ شوي دي خو هغوی بېرته راګرځي. پلار دې مور ته دې وايي چې ژر شه ویډیو پټه کړه. د نازیانو هغه ملګری چې پښتو وايي، غواړي خبره واړوي. پلار ته دې وايي «دا ماشوم څو کلن دی؟» پلار دې وايي «لا خو پنځه کلن دی نو پروا نه کوي چې له موږ سره په یوه کوټه کې څملي.» هغه ورته وايي «پنځه کلن نه، چې پنځه میاشتنی هم وي، بله کوټه کې به څملي. دا د دې وطن قانون دی.» 

اتل ټال ودراوه. په خندا یې وویل: عجب تناقض او تضاد! نازي وګوره او ماشوم ته د خوب د جلا کوټې خبره وګوره.

درب شو. د ټال مخې ته یو توپ ولوېد. 

د بېړۍ په موډل کې ولاړ ماشوم وویل: زما دی.

سبرینا توپ ور واچاوه. 

ماشوم په خوږه ژبه وویل: ډېره مننه!

سبرینا وویل: ډېره خوښنه! 

اتل له ټاله کښته شو. 

سبرینا په بېړه وویل: بله صحنه مې را په یاد شوه. مور او پلار دې ستوني ستغ په هوا کې د سقوط په حال کې دي. لاندې سیند دی.

-        خدای دې خیر کي. 

دواړه سوکه سوکه د شنې غونډې خوا ته روان شول. 

سبرینا کیسه وغځوله: ګومان کوم چې په سړکونو کې چې د اوبلارو دغه ګرد اوسپنیز برغولي دي، دا یې لرې کړی و او سیند ته یې ور ټوپ کړی و. پلار دې ویل چې هغه ویډیو باید خوندي شي. بیا وینم چې په سیند کې د اوبو په سر پلار دې لاندې پروت دی، مور دې پرې د پاسه. دواړه ستوني ستغ. دواړه هوار غځېدلي وي. داسې لکه پلار دې چې له ځانه بېړۍ جوړه کړې وي او مور دې ژغوري. 

اتل د غونډۍ په لمنه کې د یوې ونې بېخ ته پلتۍ ووهله. سبرینا یې څنګ ته کېناست. 

اتل وویل: پلار مې رښتیا هم دغسې وکړ. ځان نه یې بېړۍ جوړه کړه. موږ یې وژغورلو. هر پلار همداسې کوي.

سبرینا وویل: اوه! اوس پوهه شوم. حیرانه وم چې هغه د بېړۍ موډل چې وینم، ولې مې د خوب صحنې رایادېږي. ته په همدې وخت کې د مور په نس کې پیدا کېږي. نه، نه. له دې نه مخکې چې هغوی ځانونه اوبو ته وغورځوي، ته یې په نس کې پیدا کېږي. د توپ غوندې ګردی شی یې، لکه ججوری د هغې په ستوني کې را پیدا کېږي. هماغه ستا نطفه وي. مور دې د کوټې دېوال ته ډډه لګولې ده. پښې یې نس ته ورجوختې کړې دي. وايي ټول بدن مې سوی او خارښت کوي. بیا څوک ورته وايي چې دا هر څه د ماشوم په وجه دي، ته میندواره یې. 

سبرینا اتل ته وکتل. هغه د بېړۍ موډل ته سترګې نیولې وې. نرۍ موسکا یې وکړه: موږ دغسې یو نو. له هماغه اوله خپلې میندې ځوروو، تر آخره پورې یې ځوروو. هر وخت یې ځوروو. ښه نو بیا؟

-        ته ودرېږږږږږه! هو. په سیند کې غټې غټې ګارې دي، ګردې ښویې، نیمايي په اوبه کې ډوبې، نیمايي د اوبو په سر. ګارې ډېرې دي، ګډوډې پرتې دي. اوبه کمې دي خو ډېرې تېزې بهېږي. پلار دې ستونی ستغ لکه بېړۍ پروت دی او مور دې د پاسه ورباندې ستونی ستغ غځېدلې ده. اوبو په مخه کړي دي. پلار دې سر کوږ نیولی دی چې ګارو ته یې پام وي. په لاسونو د تګ لوری سموي چې له ګارو نه چپ شي. 

-        لکه هغه وړې بېړۍ چې د درو په سیندونو کې روانې وي او چلوونکي یې په بېلچه له ګارو نه چپ کوي؟

-        بالکل هماغسې. بیا نو مور او پلار دې تر پله لاندې وي. زړه مې درزېږي. وایم تر پله چې ها خوا ته وځي، نازیان به یې وویني. نازیان د سیند په غاړو کې پیره کوي او څوک چې د سیند له لارې تښتي، ولي یې. بیا ته پیدا شوې. په اسپانیا کې. مور او پلار دې اسپانیا ته تښتېدلي وو. ته چې پیدا شوې، پلار په غېږ کې زنګولې. پوهېږې؟ ته د بېړۍ غوندې وې. نه، نه، د بېړۍ غوندې نه، سم دم بېړۍ وې خو ډېره وړوکې بېړۍ. ههههههه. څومره احمقانه ده. کنه! خوب دی نو.

اتل هم وخندل: بلا کوې! دومره قوي فانتزي؟

سبرینا وویل: خو کاش په ویښه کې هم دغسې فانتزي ولرم. زړه مې غواړي کیسې ولیکم. لیکوالي مې خوښه ده خو چې قلم په ګوتو کې ونیسم، تخیل مې کار پرېږدي. یوه جمله لا نه شم لیکلی.

-        نو خوبونه دې ولیکه. بهترینې کیسې به وي.

-        که نور یې ولیکم که نه، خو دا به خامخا لیکم. دا بېخي بل رقم خوب و. هو رښتیا، بله صحنه مې رایاده شوه. ستاسو په کور کې یو کتاب وینم. ډېر زوړ کتاب. پوښ یې په ګرد سپېره دی. هغه پخواني کتابونه چې دي، همغسې پوښ یې دی.

-        هغه پېړ، سخت، څرمن وزمه پوښ چې وي؟ 

سبرینا د اتل سترګو ته وکتل: ته څنګه وپوهېدې؟ 

د اتل شونډې وېړې شوې: تا پخپله وویل چې پخواني کتابونه. نو پخواني کتابونه خو وو همداسې. ښه نو بیا؟

سبرینا کیسه وغځوله: کتاب د بل چا په لاس کې وي. ما ته وايي دا وګوره. په ګوتو د کتاب د پوښتۍ له یوه ځای نه ګرد پاکوي. عنوان یې په طلايي رنګ وي خو ځلا یې نشته. عنوان لکه حک شوی چې وي لږ ژور دی. سم نه لوستل کېږي. بیا یې هم په ګوته پاکوو. عنوان یې ورو ورو واضح کېږي. اوه! 

سبرینا غلې شوه. په ویښتو کې یې ګوتې تېرې کړې.

اتل ور وکتل: څنګه غلې شوې؟

-        بخښنه غواړم! پای یې دردوونکی دی. همدومره بس دی. نور یې نه وایمه. هسې هم خوب و نو څه حقیقت خو نه و.

اتل چې زنه یې پر ورغوي او ورغوی یې پر زنګانه تکیه کړی و، سر اوچت کړ. پښې یې ورټولې کړې. ویې ویل: ته وا حقیقت دردوونکی نه دی؟ لطفاً! کیسه دې پوره کړه.

سبرینا یې سترګو ته وکتل. ویې ویل: هیله ده چې غمجن دې کړي، خوب دی نو سړی څه ووايي. د کتاب پر پوښتۍ لیکلي دي چې ... امممم رښتیا هغه د ویډیو خبره نه وي. مور او پلار دې اصلاً همدغه کتاب له نازیانو نه پټوي. د کتاب پر پوښتۍ لیکلي وي چې «‌لس میاشتې وروسته په اسپانیا کې مړ شو» توبرکلوز وژلی وي. پلار دې یادوم.

دواړه غلي شول.

سبرینا څو ځله د یوه لاس ګوتې د بل لاس په ګوتو کې تېرې بېرې کړې. بیا یې خپل چپ مټ وسولاوه. اتل ته یې وکتل.

د اتل په سترګو کې اوښکه وځلېده. ويې ویل: کاش داسې شوي وای.

غږ یې ژړغونی غوندې و.

سبرینا وویل: بخښنه غواړم چې خپه مې کړې. خووووو په دې ونه پوهېدم چې ولې وايې کاش دغسې شوي وای.

اتل پر زنګنو سر لګولی و. لاسونه یې له پښو نه چاپېر کړي وو. سونګېده. 

سبرینا ورنژدې شوه. څټ یې په ورغوي وسولاوه. بیا یې بخښنه وغوښته.

اتل ژړل. کتاب یې د ګوتو له منځه ولوېد. 

سبرینا کتاب راپورته کړ. غلې کېناسته. نه پوهېده چې څه ووايي یا څه وکړي چې اتل پرې آرام کاندي.

اتل بې له دې چې سر پورته کړي، وویل: لس

ژړا یې زور ونیوه. سبرینا یې بیا څټ وسولاوه. ویې ویل: وروسته به یې راته ووایې. اوس دې زړه تش کړه. وژاړه. زه همدلته یم. درسره یم.

اتل وویل: لس میاشتې.

ژړا وار ورنه کړ.

درېیم ځل یې هڅه وکړه: لس میاشتې یې وشوې. 

دا وار یې ځان قابو کړ: خو کاش ستا د خوب غوندې توبرکلوز وژلی وای. کاش هغه وخت مړ وای چې ډېر کوچنی وم. داسې وخت چې زما به نه یادېده. چې هېڅ خاطره مې ورنه نه درلودلای. لکه ستا په خوب کې چې نوی زېږېدلی وم. کاش هغه مې نه یادېدلای.

-        کاش د خوب کیسه مې درته ویلې نه وای.

اتل ور وکتل. نرۍ موسکا یې وکړه: نو څه به بدل شوي وای؟ ګناه ستا نه ده. لطفاً بخښنه مه غواړه. بخښنه دې هغوی وغواړي چې ګناه یې کړې ده، جنایت یې کړی دی. پوهېږې! وژلي یې هم موږ یو او عفوه هم موږ ته کوي.

-        طالبان یادوې؟

-        هو. همدغه د سپي زامن یادوم. 

-        پلار دې هغوی وژلی؟

-        ټوک ټوک یې کړی و. په موټر یې مقناطیسي بم لګولی و. د موټر ټوټې او د آغا د غوښو ټوټې سره ګډې وې. 

اتل د لاسونو ورغوو ته وکتل.ویې ویل: په همدې لاسونو مې د آغا د غوښو ټوټې راټولې کړې. لیکوال و. تا غوندې پر کیسو مین و. 

-        لیکوال و؟

اتل د هو په معنا سر وښوراوه: ما به کله کله ورسره لانجه کوله. ځواني ده نو سړی کله کله اوتې بوتې وايي. ورته ویل به مې چې هسې دې وخت ضایع کوې. په دې وطن کې نو کتاب څوک لولي چې ته یې ورته لیکې. ده به ویل چې بې لیکلو مې نه کېږي. لکه په بدن کې مې چې آبسه وي. د آبسې درد په هېڅ شي نه کرارېږي. یوازې په دې کرارېږي چې زوه ترې وباسې، چې تخلیه یې کړې. 

سبرینا د اتل مټ وسولاوه. 

اتل نرۍ موسکا وکړه. بیا یې وویل: ښه خبر وو چې ژوند ته یې خطر دی. ډېر کله به مې مور سره جنګونه کول چې ولې آغا نه مجبوروي چې خارج ته لاړ شو. مور مې ګرمه نه وه. آغا د هېچا نه منله. هلته حالات ډېر خراب وو. طالبانو په موټرو مقناطیسي ماینونه نښلول. داسې ورځ نه وه چې په کابل کې دې چاودنه ونه شي. څوک یې په مرمۍ ویشتل، څوک یې په بم الوځول. پلار ته مې اعصاب خراب وو چې ولې مو خارج ته نه باسي. کاش چې ځورولی مې نه وای. زه بد هلک وم، ډېېېر بد.

سبرینا یې لاس په ورغوي کې ټینګ کړ. ویې ویل: ځان مه ملامتوه. ته ګرم نه وې. تا د ټولو خیر غوښت.

 اتل په ټیټ غږ وویل: مننه.

دواړه پاڅېدل. نري سړک ته کښته شول.

اتل وویل: یوه شېبه! تا ویل لس میاشتې وروسته؟ په اسپانیا کې؟

-        هو. همداسې وه.

اتل هغه تر لاس ونیوله: ته راځه!

اتل ګامونه چټک کړل. سبرینا هم ورسره چابکه شوه. 

اتل د بلاک د دروازې مخې ته پر یوې ګونډې کېناست. د برق د ساکټ په اندازه د ژړو درې مربع شکله لوحې پر سړک ښخې وې. دوې څنګ په څنګ او بله ترې لاندې د دواړه په وسط کې. اتل پر یوې لوحې ګوتې تېرې کړې. ویې ویل: دا وګوره! «آلفرډ دویچ – تولد ۱۹۰۵ – په ۱۹۴۲ کې اسپانیا ته فرار شو – لس میاشتې وروسته هلته مړ شو».

سبرینا وویل: نه! باور مې نه کېږي. دا نو څنګه کېدای شي؟

اتل ور وکتل: دا دې نه وه لوستې؟

-        نه، نه. باور وکړه. اصلاً. بېخي مې ورکتلي هم نه دي. 

-        دا بله وګوره. «انا دویچ – تولد ۱۹۰۸ – په ۱۹۴۲ کې اسپانیا ته فراره شوه – مړینه ۱۹۷۸» دا به یې مېرمن وه.

سبرینا د دریېمې لوحې لیک ولوست: «هانس دویچ – تولد ۱۹۴۲–– مړینه ۲۰۲۰» او دا به یې زوی وي. پوهېږې؟ د هغه کتاب عنوان همدغسې و. کټ مټ همدغسې و. نه. لږ توپیر لري. د دې لیک رنګ تور دی ځمکه یې طلايي ده خو د هغه کتاب پوښتۍ توره وه، عنوان یې طلايي. رښتیا ته څنګه وپوهېدې چې پر دې لوحو نومونه او سنې حک شوي دي.

-        د کورس استادې را ته وویل. یوه ورځ چې له کورسه ووتو، ګومان کوم چې ته په هغه ورځ نه وې راغلې، په لاره کې یې را وښودلې. په هر کور کې چې پخوا به یهودان اوسېدل، دغه لوحې ښخې دي. د هغو یهودانو معلومات په دې لوحو کې لیکل شوي دي چې په دې کورونو کې اوسېدل. نو آلفرډ دویچ او انا له هانس سره په همدې بلاک کې وو. سړی څه پوه شي، کېدای شي چې همدا ستا په اپارتمان کې به اوسېدل. 

سبرینا د خپل اپارتمان برنډې ته وکتل.

اتل د سړک بلې غاړې ته اشاره وکړه: هغه نورې لوحې ولوله. اکثره یې وژل شوي دي. آلفرډ نېکمرغه و چې تښتېدلی و.

دواړه پاڅېدل. 

اتل وویل: مننه چې د خوب کيسه دې را ته وکړه.

-        هیله کوم. دردوونکې وه. ته مې هم و دردولې. خو دې ته چورت وړې یم چې زما خوب ته دغه شیان څنګه راغلي دي. نه مې دا لوحې کتلې وې، نه مې یې په اړه اورېدلي وو. اسپانیا ته تېښته، لس میاشتې وروسته، یو زوی ... دا څنګه کېدای شي؟ بېخي یې ګنګسه کړې یم.

-        نه پوهېږم. خوب بېله دنیا ده. له وطنه احوال لرې؟ پلار دې ښه دی؟

-        ښه دی خو ورته سودا مې ده. لس وارې مې ورته وویل چې ته خو معلم یې، ستا یې له جګړې سره څه. وايي چې پخپله د وطن دفاع ونه کړم نو شاګردانو ته به مې وطنپالنه څنګه ورزده کړم.

-        بده خو ولله که وايي.

-        اممممم. څه ووایم. ډارېږمه. پرون یې ویډیو رالېږلې وه. د روسانو ټانکونه یې ویشتلي وو. ده او ملګرو یې ورته خوشحالي کوله. 

اولڅېن، جرمني

13.05.2022

 




                                                                                                           بیمه



ماریا په کمپیوټر کې د فورمې په ډکولو لګیا وه. دا یې لومړی ځل و چې له سلواکیا څخه یوازې سر په دومره اوږده او لرې سفر وتله. د دریو میاشتو په مخه د امریکا ایووا پوهنتون ته روانه وه.  

ماریا په فورمه کې نوم، کورنی نوم، عمر، جنس، د پاسپورټ نمبر، ټیفلون نمبر او اي مېل ادرس په جلا جلا کورګیو کې ولیکل. د فورمې وروستۍ برخې ته چې ورسېده، ټکنۍ شوه. د یوه کورګي مخې ته لیکل شوي وو: د عاجلو پېښو پر مهال چا ته خبر ورکړو: نوم – کورګی – قرابت – کورګی- د ټیلفون شمېره – کورګی – اي مېل ادرس – کورګی – بدیل ټیلفون نمبر – کورګی. 

دغه برخه یې درې ځله ولوسته؛ خو سر یې پرې نه شو خلاص. د پرواګرام ناظم ته یې اي مېل ولیکه: د فورمې په پای کې «د عاجلو پېښو» څه مطلب دی؟

اي مېل یې ولېږه او د بېمې د معلوماتو په لوستلو لګیا شوه. «تاسو لپاره مو صحي بیمه برابره کړې ده. په بیمه کې معمولې ناروغۍ او بېړني واقعات شامل دي؛ خو که څوک له پخوا کومه ناروغي ولري او یا د غاښونو چک اپ یا د ښکلا لپاره عملیې یا درملنه وغواړي، د هغو لپاره به د بیمې شرکت پیسې نه ورکوي.» 

ماریا ته خندا ورغله. مخ یې چپ لوري ته واړاوه. د جامو د المارۍ پله خلاصه وه. د المارۍ د پلې په هينداره کې یې سپین غاښونه چې لکه د تشریفاتو د قطعې عسکر یو د بل په څنګ کې منظم ولاړ وو، وځلېدل. لاندې باندې غاښونه یې سره ونښلول، لاندنۍ ژامه یې مخته وخوځېده. خوله یې جینګه کړه. اوس نو د دواړو ژامو ډېر غاښونه یې په هینداره کې لیدلای شول. بیا یې خوله خلاصه کړه، د غاښونه د ننه خوا یې هم له نظره تېره کړه. ویې ویل: بې غمه اوسه، د غاښونو چک اپ ته ضرورت نه لرم. بیا پاڅېده، هیندارې ته مخامخ ودرېده. د سره سپین مخ پر نرم شفاف پوستکي یې لاس تېر کړ. سر یې ښۍ او چپه خوا ته وګرځاوه، د غاړې پوستکی یې هم د مخ په شان ښکلی و. د جامو المارۍ ته ودرېده. په کوټبند کې ځړېدلې جامې یې یوه یوه تر نظر تېرې کړې. درې کوټبندونه یې د نورو له منځه راوایستل او د کتار په سر کې یې وځړول. پله یې پورې کړه. د المارۍ بلې خانې ته یې لاس د ننه کړ. د نوي چاپ شوي ناول درې ټوکه یې بېل کړل. کتابونه یې د مېز پر سر د لپ ټاپ په څنګ کې کېښودل. پاسنی کتاب یې پورته کړ. د کتاب په توربخوني پوښ باندې یې لاس تېر کړ. د ناول عنوان او خپل نوم ته یې په خوند سره وکتل. کتاب یې بېرته د دوو نورو پر سر کېښود. کمپیوټر ته کېناسته. د اي مېل صفحه یې راتازه کړه. 

د پروګرام د ناظم اي مېل راغلی و: «په دې برخه کې به د هغه چا معلومات ولیکې چې د عاجلو پېښو په صورت کې ورته خبر ورکړو. مثلاً که دې طیاره رالوېږي، یا په ټرافیکي پېښه کې یا په بله وجه زخمي کېږې، یا کوما ته ځې یا مړ کېږې؛ نو باید د کورنۍ له غړو یا نورو خپلو خپلوانو معلومات دې راسره وي چې خبر ورکړو.» 

اي مېل یې بیا ولوست. چورتي شوه چې د چا نوم ولیکي. 

میخاییل؟ نه. هغه اوس خوشې کړې وه. شپږ کاله سره ملګري وو خو اوس د دې په کیسه کې نه ده. 

پلار؟ هغه خوارکی د زړه تکلیف لري. که ناببره د لور د مړینې خبر واوري، زاره به یې وچوي. 

مور؟ سمه ده چې دا له مور و پلار سره نه اوسېږي او په دوو میاشتو کې هم له هغوی سره نه ویني؛ خو بیا هم مور مور ده. د مور هغه سخته یې ژړا یې تر اوسه نه وه هېره شوې. دا اته کلنه وه، له کوره ووته چې مکتب ته لاړه شي. درېم منزل ته چې ورسېده، پورته یې وکتل. مور یې د اپارتمان ور پورې کړ. دا د زینو په کټارې باندې پړ مخې سپره شوه، یوه پښه یې دې خوا ته ځوړنده بله ها خوا ته، د مکتب بکس یې په شا. لاسونه یې په کراره خوشې کړل. مخ په ځوړ  وښوېیده، وار په وار تېزېدله. د دویم پوړ له کږلیچه چې تېره شوه، بکس یې ښۍ خوا ته وخوځېده. د دې توله ورسره خرابه شوه، راخطا شوه. سر یې د پوړۍ په ژۍ ولګېده او نور په ځان پوهه نه شوه. یو وخت یې چې سترګې پرانیستې، د روغتون په بستر باندې ستوني ستغ پرته وه. د مور چیغه یې واورېده: «اوه، ګرانې لورکۍ، وه زما شیرینې، ته راویښه شوې. پاوله، هله ژر کوه راشه، لورکۍ مو خدای جوړه کړه. د مور اوښلنې سترګې تکې سرې وې. مور یې تر ډېره وخته د دې لاس ښکلاوه او اوښکې یې تویولې.

نه، د مور نوم خو بیخي نه شي لیکلای. هغه به څنګه د لور د مرګ خبر وزغملای شي. نه کېږي. 

ځان سره یې وویل: نو څوک؟

څو شېبې وروسته یې ولیکل: نوم: نتاشا، قرابت: د ترور لور، ټیلفون شمېره: ...... 00421

ښه نو په اي مېل ادرس کې یې څه ولیکم؟ اممم، پیدا مې کړ: natasa2012@gmail.com

کټ کټ په خندا شوه، ویې ویل: بیا دې په نتاشا پسې وګرځي چې پیدا یې کړي. که مړه شوم، د اسامه په شان مې دې سمندر ته ورخطا کړي چې د ماهیانو د خوراک شم. انسان چې مړ شو، مړ دی، څه په قبر کې څه په سین کې.

فورمه یې ورولېږله. 

اوونۍ تېره شوه. ماریا ګلابي رنګه لوی سفري بکس له المارۍ څخه راوایست او پر تخت باندې یې کېښود. زنځیر یې خلاص کړ، جامې یې په کې کېښودې. پلار یې پوښتنه وکړه: څو بجو ته یې غوښتې يې؟

نهه بجې باید په میدان کې اوسم.

مور یې د قهوې پیاله پر مېز کېښوده، ویې ویل: زه درسره مرسته وکم؟

ماریا موسکۍ شوه: نه مورې. هر څه مې تیار دي، فقط په بکس کې یې ږدم.

کالي یې خلاص شول، د مېز له سره یې کتابونه راواخیستل او د بکس په یوه کونج کې یې کېښودل. بکس یې بند کړ. لپ ټاپ یې مړ کړ. مور ته یې وکتل. هغې خپل خاوند ته په سترګو کې اشاره کوله. ماریا پوښتنه وکړه: مورې، څه خبره ده؟

مور یې غلې وه. پلار یې وویل: ورته ووایه کنه.

مور وویل: هسې، ستا د صحي بیمې تشویش راسره و.

-       څنګه تشویش؟

-       وایم بیمه دې څه رقم ده؟

-       که هلته کومه ناروغي راپېښه شي، بیمه به مې د علاج پیسې پرې کوي؛ خو د غاښونو او فیشن لپاره پیسې نه راکوي. هغه خو مې هسې هم نه دي په کار.

-       د مړي څنګه؟

-       د مړي؟

مور یې له مېزه سترګې پورته کړې، دې ته یې وکتل: ګوره، که هلته مړه شي د جنازې د راوړلو پیسې به دې څوک ورکوي؟

-       مورې، دا څه وايې؟ 

د مور غږ یې داسې تېز شو لکه له چا سره چې جنګ وکړي: ښه وایم. موږ خو خپل کور د تا لپاره نه شو خرڅولای چې د تا مړی ورباندې راوړو.

 




                                                                                                           پتلون


 

ایلسي د ایوا سیټي په دوکانونو کې د خپلې خوښې پتلون پیدا نه کړ. په ټولو کې هماغه ډیزاینونه وو چې دې دوه میاشتې مخکې لیدلي وو. بس ته وخته نیم ساعت وروسته ټارګټ مال ته ورسېده. د مال په دوکانونو کې پوره دوه نیم ساعته وګرځېده؛ خو اخر یې پتلون پیدا کړ. ښکلی ډیزاین یې و. داسې چسپ چې په پایڅو کې یې د پښو د ننه ایستلو لپاره مجبوره شوه کونه پر ځمکه ولګوي او غبرګ لاسونه ورته تمبه کړي. هماغسې چې مګي ورته ویلي وو، د ورانه او د پوندو په حصه کې شپږ اووه اینچه ځای یې ریښکي ریښکي. چې وایې غوسته، د سپینو ورنونو غوښې یې د ریښکو تارونو له منځه بهر خوا ته راووتې او د ریښکو تر منځ چاودونه یې لا زیات کړل. جمپر یې راوایست او د هیندارې مخې ته ودرېده. چنګه ملا او راوتلي ورنونو ته یې وکتل، بیا چپ لاس ته لږه تاوه شوه، د اوږې له سره یې هیندارې ته وکتل. د پتلانه په شاتنیو جیبونو یې لاس تېر کړ. څېره یې وغوړېده. پتلون یې بېرته وکیښ، خپل هغه یې واغوست.

ماښام ایسلي خپل نوی پتلون واغوست او د بار په خوا روانه شوه. دا یې دویم ځل و چې فاکس هډ ته ورتله. اول ځل چې ورغلې وه، دوې میاشتې مخکې و، د اګسټ پنځمه. هغه شپه د مګي کالیزه وه. ملګرو سره ویلي وو چې ټول به په فاکس هډ کې راټولېږو او بیا به په ګډه سره د مګي کور ته ځو. په هغه شپه ټولو ملګرو، نجونو او هلکانو چا بیر چا ویسکي او چا ودکا وڅښل؛ خو ایلسي یوازې یو ګېلاس پیپسي واخیسته. 

ایلسي د سترګو له مخې اوږدې خرمایي توني ډوله زلفې د ښي لاس په ګوتو لرې کړې. سپین شفاف پوستکی یې د څراغ رڼا ته وځلېده، د پیپسي ګېلاس یې د دواړو لاسونو په نریو ګوتو ټینګ کړ. لوسي ته یې وکتل چې د کم سوري نسواري مېز په بله خوا کې مخامخ ورته ناسته وه، ویې ویل: پوهېږې، دا مې اول ځل دی چې دلته راځم.

-        څه؟ اول ځل؟

ایلسي د هو په بڼه سر وخوځاوه.

-        دا څه وايې؟ دومره مشهور بار ته لا نه وې راغلې؟ پوهېږې، دا د ایوا خورا لرغونی بار دی. څو کلنه یې؟

-        درویشت.

لوسي سترګې تنګې کړې، ایلسي ته یې په ځیر وکتل، ویې ویل: رښتیا وايې؟ ودرېږه، ودرېږه. هلک انډیوال لرې؟

-        اممههه، نه یې لرم.

لوسي د ویسکي له خپل درېم پیکه یو کوچنی غوړپ تېر کړ، په خندا شوه، ویې ویل: اوس پوه شوم چې ولې نه یې راغلې.

څنګ ته ناست زلمي پورې یې ځان ونښلاوه او هغه یې تر اوږې لاس چاپېر کړ، په خوا پورې یې ټینګ کړ. لوسي وویل: زه او جیم هره شبنه راځو. څنګه ګرانه؟

هلک په موسکه خوله وویل: بالـلــــلکل.

دواړو یو بل ته سره وکتل، پیکونه یې سره وجنګول، چېرس یې وویل،موسک شول او د موزیک تال ته یې اوږې وښورولې. د ایلسي نرۍ ګلابي شونډې موسکې شوې، تک سپین مرمرین، د تسبیح د دانو په شان منظم غاښونه یې ښکاره شول؛ خو بې له دې چې د خوشحالۍ احساس وکړي. دا یې زده کړي وو چې باید د نورو د احساساتو بدرګه وکړي، ان که په درواغو هم وي.

چا د دروازې له خولې نارې کړې، ملګرو ځو به.

ټول د وره خوا ته وخوځېدل. له باره چې ووتل، مخامخ دوکان ته ورغلل. چا د سره چا د سپین واین بوټلونه واخیستل، ځینو د بیر د شپږو بوټلونو بسته په لاس کې بېرته راووتل. ایلسي او لوسي څو پاکټه چپس واخیستل. ډېرو نجونو د خپلو مینانو په لاسونو کې لاسونه تېر کړي، ورسره جوړه جوړه روانې وې؛ خو ایلسي له درې څلورو نورو بې جوړو سره لاره وهله. دوی په عادي مسایلو سره خبرې کولې خو جوړې والاوو د مینې سندرې بللې. څلور بلاکه شرق او بیا پنځه جنوب خوا ته، د مګي تر کوره په لسو دقیقو کې ورسېدل. 

د موزیک غږ له ورایه اورېدل کېده. چې ورننوتل، څلور پنځه ملګري لا وختي هلته وو. ټول پخلنځي ته لاړل، خپل راوړي بوټلونه او د خوراک پاکټونه یې د غولي په منځ کې پر ګردي مېز کېښودل. چا څراغونه مړه کړل. موزیک بند شو، خاموشي راغله.

واو، هوووو

ټولو شور جوړ کړ.

پخلنځي ته مخامخ کوټه کې وړکۍ رڼا پیدا شوه، چا ډېوه بله کړه. د مېز پر سر د کالیزې کیک د شمعې په رڼا کې وځلېد. د یوه سړي او یوې ښځې څلوېښت پنځوس کلنو غږونو «مبارک دې کلیزه، مبارک دې کلیزه» په ترنم کې وویل. ورپسې ټولو په لوړ غږ ورغبرګه کړه: «مبارک دې کلیزه، مبارک دې کلیزه، مبارک دې کلیزه ګرانې ...»

مګي ډېوه په پوکي باندې مړه کړه، ټولو چکې چکې وکړې، هووووو، نارې یې وکړې.

څراغ بل شو. د مګي مور و پلار مګي په غېږ کې ونیوه، مېملنو ته یې ښه راغلاست وویل. بیا یې وویل: «خوند واخلئ، ساعت مو تېر کئ، ښه وخت، موږ درنه لاړو» دواړه لاس په لاس د دویم پوړ خوا ته روان شول.

پیکونه سره وجنګېدل، موزیک چالان شو. نڅاوې، شور، ولولې. چا جوړه یي نڅا کوله، څوک په یوازې سر لګیا وو. ایلسي دېواله ته ډډه لګولې ولاړه وه او له وړکۍ کڅوړې یې په کراره یو یو دانه کاغذي چپس راایسته او تر غاښونو لاندې یې کرپول. لکه په مجلس کې چې نه وي، له ټولو لرې، له ټولو بېله.

خو دا ځل ایلسي یوازې نه وه. فاکس هډ ته له ټام سره جوړه لاس په لاس ورننوته. له دروازې سره ودرېدل چې د کېناستو ځای پیدا کړي. د بار له کښته سره، د بلیارډ د مېز له څنګه چا غږ وروکړ: واو، دا څوک وینم. راځئ راځئ، دلته له موږ سره کېنئ.

لوسي وه. هغې او جیم د هرکلي لپاره دوی ته لاسونه وښورول. دوی هم هماغسې وکړل او د هغوی مېز ته ورغلل. په مخامخ چوکۍ کې ایلسي بر سر ته تېره شوه، ټام خپل جمپر وکیښ، پر چوکۍ یې کېښود، ایلسي ته یې وکتل: څه شی درته راوړم؟

-        بیر.

هلک لوسي او جېم ته مخ واړاوه: او تاسو ته؟

هغوی خپل پیکونه ورښکاره کړل: مننه، موږ یې لرو.

هغه د بار د مېز خوا ته ورغی. 

لوسي وویل: ای ځوانیمرګې، ښه انتخاب.

-        البته.

درېواړو وخندل.

د بلیارډ د مېز څنګ ته یوه سپینه ښځه چسپ برجست پر تن، لنډه لمن او ارت ګرېوانه بلوز یې پر تن د سندرې ساز ته تاوېدله. مخ یې ښوی د دېرش کلنې؛ خو د لاسونو او د اوږې له نریو ګونځو او نسواري رنګه خاپونو یې ښکارېده چې په عمر پخه ده. په خېټې پورې یې تر بلوز لاندې پېړ کمربند تړلی و چې وړکۍ ښکاره شي؛ خو لکه اوړه چې تروشه شي او د تال له څنډو بهر ته وبهېږي، د دې خېټه هماغسې ځان ښکاروله. 

ټام دوه اوږده ګېلاسونه په لاسونو کې راغی. یو ګېلاس یې د ایلسي مخې ته کېښود، ویې ویل: چپس درته راواخلم. 

-        نه، مننه. 

بیا یې غږ ټیټ کړ: غواړې چې د دې مېرمنې په شان خېټه وکړم.

ټولو وخندل؛ خو چا ښځې ته ونه کتل.

د بیر ګېلاسونه نیمايي ته رسېدلي وو چې یوه نرۍ چابکه پېغله، چسپ پتلون او کمیس پر تن د موزیک د انتخابولو الماري ډوله ماشین خوا ته ورغله. دوو هلکانو چې په بلیارډ اخته وو، ورته لاره ورکړه. هغې د مایکل جکسن سندره چالانه کړه او سم لاسي ورسره ګډه شوه. د خلکو غږونه وار په وار سره تت شول، ټول غلي شول، د ګردو مخونه پېغلې ته واوښتل چې بریک ډانس یې شروع کړی و. په بلیارډ اخته هلکانو، د بلیارډ لکړې کېښودې، څنګ ته ودرېدل او د نورو په شان یې د نجلۍ په کږو وږو ظریفو حرکتونو سترګې ښخې کړې. ټولو د هغې ننداره کوله؛ خو یوازې هماغه پخه ښځه لا هم بې سوره او بې تاله تاوېده راتاوېده. 

سندره د ایلسي او ټام له ګېلاسونو سره یو ځای خلاصه شوه. ټولو چکې چکې وکړې او ټام تش ګېلاسونه د بار مېز ته یوړل، له هغې خوا یې ډک راوړل. هغه او ایلسي یو د بل غاړې ته لاسونه واچول. د یو بل په غوږ کې یې مینې زمزې شروع کړې. ته وا په دنیا کې نور هېڅ څوک او هېڅ شی نشته، بس دوی او دوی دي. مخامخ ورته لوسي او جېم هم سره لګیا وو.

د بیر دویم ګېلاسونه هم خالي شول. نرم موزیک د دوی غوږونه نازول. ټام ولاړ شو، د ایلسي لاس یې ونیو. میده میده ساز ته ګډ شول. تېره شنبه یې په بارن ډانس محفل کې ولسي نڅا زده کړې وه. د دې جوړه یې او ګروپي نڅا ځینې چلونه یې لا په یاد کې وو. مخامخ سره ودرېږي، لاسونه سره ورکړي، لاسونه له څنګلو قات کړي او یو ګام مخته راشي، مخونه سره نژدې کړي،  بېرته نیم ګام شاته شي، هلک به ښی لاس د نجلۍ ملا ته تېروي، نجلۍ به چپ لاس د هلک پر اوږه ږدي. په بل لاس د هلک لاس ونیسي او بیا د ساز په تال په مدار مدار لکه بېړۍ متناوبې څپې ته چپ او ښي طرف ته وځمبېږي. بیا هلک په ښي لاس د نجلۍ د چپ لاس د ګوتو سرونه ونیسي او هغه یې تر لاس لاندې وڅرخېږي. پنځه شپږ دقیقې سره ونڅېدل، سندره خلاصه شوه، ټولو ورته چکې چکې وکړې او دوی په شونډو سره ښکل کړل. دوړاه د بار خوا ته ورغلل. ایلسي نارې کړې: ټام، دې ته وګوره. د ګیدړې سر.

ټام د بار په دېوالي الماریو کې د رنګارنګ بوټلونو نه پاس د ګیدړې سر وکتل. ویې ویل: دا دې لا نه و لیدلی؟

-        نه. مخکې یو وار راغلې ومه؛ خو دې ته مې پام نه و شوی.

-        نو دې ته دې فکر نه و کړی چې ولې دغه بار «فاکس هډ» نومېږي.

-        نه، ما ویل هسې به یو نوم وي. څومره ښکلی دی، وګوره سترګې یې داسې ځلېږي لکه ژوندۍ چې وي.

ټام د بیر دوه نور ګېلاسونه واخیستل. ویې ویل: زه به دباندې ووځم، سګرټ څکوم.

-        زه هم درسره ځم.

ټام دروازه خلاصه ونیوه، ایلسي تېره شوه او بیا ټام ووت. د مني باد پر پیاده رو پراته زېړې سرې پاڼې وښورولې. باد یخ و؛ خو پر ایلسي ښه ولګېده. بدن یې تود و. یخ باد د پتلانه له ریښکو تارونو څخه تېرېده او د هغې په ورنونو لګېده. پوندې او ورنونو یې خوندوره یخنۍ احساس کړه. یوه پښه یې مخته کېښوده، بله شا ته. سترګې یې د پتلانه په ریښکو تارونو ښخې شوې. 

ټام هماغه ځای ته لاس وروړ چې د دې سترګې ورپورې ګنډلې وې. پتونه یې په تاوده لاس لمس کړل، ویې ویل: ښکلی دی، ستا په شان.

ټام سګرټ ولګاوه. یوه دروند غږ وویل: یوه دانه به ما ته هم راکې؟

دواړو د غږ په لوري مخ واړاوه، یو بوډا له جړ پړ اوږدو څڼو او سپینې ږېرې سره د بار د وره په څنګ کې پر زینو باندې ناست و. 

ټام ورته سګرټ ونیو. یو تور خیرن ګونځې ګونځې لاس، له شکېدلي لستوڼي سره وروغځېد. په لړزاندو ګوتو یې سګرټ واخیست. ویې ویل: لایټر خو دې راکه.

ټام ورنژدې شو، لایټر یې ورته بل کړ. ایلسي هم ورنژدې شوه. د بوډا له تنه تروش بوی رالټېده خو د سګرټو له لوګي سره بوی تت شو. ایلسي یو ګام شاته شوه. تر سترګو لاندې یې بوډا ته په ځیر وکتل، بوټونه یې شکېدلي وو. د پتلانه پایڅې یې شلېدلې وې. زنګنونه یې د کاوبای پتلانه له شکېدلو خیرنو پایڅو راوتلي وو. 

ټام او بوډا سګرټ څکول او ایلسي ژر ژر ګېلاس ته سر ټیټاوه چې په دې پلمه تر سترګو لاندې بوډا ته وګوري. د بوډا سګرټ ژر خلاص شو. هغه راولاړ شو. په رېږدېدلو ګامونو له زینو کښته شو د بار د وره خوا ته وروګرځېد. پتلون یې په ورانه کې څو ځایه سوري او ریښکي ریښکي وو. بوډا ځمبېدلی د بار ور پرانیست او د ننه لاړ. د ایلسي سترګې د خپل پتلانه ریښکي ریښکي تارونو پورې ښخې شوې.

 



                                                                                                                                            تش دوکان




نه پوهېږم چې د هر چا خوبونه دغسې ګډوډ وي که یوازې زما.

خوب مې لیده چې په ښار کې ګڼه ګوڼه ده. یو څوک د ښار په چوک کې درګرده په ترنم نارې وهي: د هر درد دوا لرمه، د هر زخم ښه مرهم! سختې به آسانې کړمه، بندې به کړم خلاصې! د هر غم چاره کومه، هره غوټه پرانیزمه! هلئ! راشئ! هلئ! راشئ! هر څه مفت، هر څه وړیا دي!

ښار د اوسنیو ښارونو غوندې نه دی. یو شپږ ـ اوه دوکانه یوه خوا شپږ ـ اوه بلې خوا ته کتار تر منځ یې خامه سړک تېر شوی. بیا همدغه چوک دی او د چوک څلورو خواوو ته همدغسې د یو پوړیزو خټینو دوکانونو لنډ لنډ کتارونه. پر سړک نه موټر شته، نه سایکل. خلکو پر خرو، کچرو او اوښانو شیان بار کړي دي. د خلکو جامې هم اوسنۍ نه دي. چا د هندوانو غوندې یوازې لنګ وهلی او تر نامه پورته بدن یې لوڅ دی، چا د وزې پوستکی اغوستی، چا د افریقا د ځنګلي بني‌آدمانو غوندې په ملا پورې د ونو پاڼې ځوړندې دي او یوازې یې خپل عورت پټ کړی. خو ښځې بیا سر تر نوکه پورې په خړو ټوکرو پټې او ماشومان او ماشومانې بیا لوڅ لپړ ګرځي.

سخت ټېل ما ټېل او شور ما شور دی. هر څوک هڅه کوي چې زر ځان ور ورسوي. زه اول سر کې لږ لرې درېږم خو وروسته ګورم چې د خلکو په منځ کې ولاړ یم او سوکه سوکه د چوک خوا ته پورې وهل کېږم. ښۍ خوا ته مې یو ځوان ولاړ دی. ببر سر، لمر سوځولی مخ، خوار بدن، خیرنې له پیوندو ډکې جامې، چاودې پوندې. هغه د ګېډې غم په مخه کړی دی. وايي: «څومره خوند به وکي چې د نیستۍ چاره مې وکي. لکه هغه بل به مې ګېډه په ښو خوراکونو ډکه وي، نوې جامې او سور سپین مخ به مې وي. د ولور غم به مې نه وي، دومره پیسې به راسره وي چې د یوې پر ځای دوې درې وکم. هی هی! عجب خوند به وکي. بیا به مې نو د هېڅ شي غم نه وي.» 

بیا وايي: «خو زه هغه بل دله ته حیران یم. هغه نو ولې په دې ټېل ماټېل کې ولاړ دی؟ نور نو څه شی غواړي؟ ته خو ورته ګوره! له موږ نه هغه لا زیات تلوار کوي.»

هغه ځوان خبرې نه کوي خو زه یې خبرې اورم. دغه خبرې د هغه په زړه کې تېرېدې خو ما اورېدلې. حیران په دې یم چې هغه بل سړي ته ولې غوسه دی، ولې یې دله بولي.

بل اړخ ته مې په عمر پوخ، په غوښو پټ، سور سپین سړی ولاړ دی. هماغه کس چې هغه نیستمن ځوان یې د ژوند ارمان کوي. ده بیا ویل، نه ده نه ویل بلکې ما لیدل چې په سر کې یې دغه خبرې تاوېږې: «چې د وینې فشار مې ختم کي او د شکرې علاج مې وکي چې هر څه وخوړای شم نو عجب خوند به وکي. دې پرهېزونو خو له پښو غورځولی یم. فشار او شکره هم په بلا وهم خو چې د دې بل شي غمه مې وکي. درې ښځې را ته ناستې دي خو یوې ته مې هم خوا نه کېږي. دی خو وايي چې د هر مرض دوا لرم نو زه به ورنه د مردانه کمزورۍ علاج وغواړم. لکه په ځوانۍ کې چې تکړه وم، چې هماغسې بیا تکړه شم او هره شپه په درې واړو وار تېر کم نو ایله به د ژوند په خوند وپوهېږم.»

له شا نه مې په لینګي پوري کوم څه لګېږي او مخې خوا ته مې پورې وهي. ګورم چې ماشومان دي. هلکان او نجونې د غټانو په منځ کې ځان ته لاره کوي او وړاندې ځي. یو هلک بل نه پوښتنه کوي چې ته ور نه څه شی غواړې. هغه وايي: «ورته وایم چې د کونګري پښه مې جوړه کي.» بل وايي: «خو زه ورته وایم چې میره مې مړه کي. هغه مې هر وخت وهي.»  خو دواړه دروغ وايي. زه یې په زړه پوهېږم. هغه چې د کونګري د پښې د رغېدو خبره کوي، په زړه کې غواړي چې د ورور پښه یې ماته شي ځکه چې هغه کونګری په تیږه ویشتلی دی. هغه بل چې د میرې مرګ غواړي، په زړه کې وايي: «کاش پلار مې مړ شي چې زه له میرې سره واده وکم.» ځان سره وایم چې خلک هسې ماشومان معصوم بولي، څومره حرامیتوب چې په لویانو کې دی، په ماشومانو کې هم شته. دروغ، کرکه، رخه دا هر څه له ماشومتوبه شروع کېږي.

دې وخت کې په تورو جامو کې یوه پټه ښځه هغه ډنګر غریب ځوان ته ځان رسوي او لاس یې ټینګوي. لاس د هغه ټینګوي خو احساسوم یې زه، لکه زما لاس یې چې ټینګ کړی وي. ځوان مخ ور اړوي. ښځه پر شونډو ښکلوي. خو دغه صحنه یوازې زه وینم. نور یې نه ویني. لیدل څه چې ان د دې مچکې خوند احساسوم. لکه ما چې ښکل کړې وي. ځوان خو ویل چې د ولور پیسې نه لري نو دا ښځه څوک ده چې دی یې ښکلوي. ګورم چې هغه ځوان او ښځه د خلکو له منځه ناڅاپه ورک کېږي. هغه ښځه څوک وه؟ د دې بل په عمر پوخ سړي درېیمه ښځه وه. 

په ټېل ما ټېل کې د ښار د چوک خوا ته پورې وهل کېږم. یو وخت مې پام شي چې دا وګړي چې زما شاوخوا ته ولاړ دي، ټول اوبه دي او له هرې خوا راباندې زور کوي. اوبه د کړۍ غوندې تاوېږي لکه ګرداب. او څومره چې وړاندې راځي، کړۍ لا پسې کوچنۍ کېږي او د ګرداب د مرکز خوا ته لا چټکې درومي. ساه مې ډوبېږي. هرې خوا ته لاس او پښې غورځوم خو ګټه نه کوي. اوبو اخیستی یم. غواړم چیغې وکړم خو له ستوني مې غږ نه راوځي. غږ مې تربت دی.

د ګرداب تل ته چې رسېږم، ساه مې بېرته سمېږي. ګورم چې هماغه د ښار چوک دی. د چوک په منځ کې یو خټین مربع شکله دوکان دی چې دوې دروازې لري. یوه یې زموږ خوا ته ده، بله یې مخامخ په بله خوا کې. هر څوک له دې دروازې ورننوځي او له هغې بلې بېرته راوځي. هر څوک چې له هغې خوا راوځي، یو بار ورسره وي. چا په سر باندې پنډه نیولې وي، د چا په لاس کې کڅوړه، چا د مکتبي هلکانو غوندې بیکونه په شا کړي وي او د چا په لاس کې د ټېرونو والا سفري بکسونه وي. 

جالبه دا ده چې دې خوا ته نارینه په هماغه ځنګلي او لرغونو جامو کې دي خو له هغې خوا چې راوځي، عصري کالي یې په تن وي: دریشۍ، کمیس پرتوګ او واسکټ، شورټ او ټي شرټ ... دې خوا ته ښځې سر تر نوکه پټې دي خو هغې خوا ته بیا په هر ډول جامو کې ښکاري. چا چادرۍ په سر کړې دي، چا تور حجاب کړی دی. د چا پر سر لوی او د چا پر سر کوچنی ټیکری پروت دی. د ځینو سرونه سرتور دي او ځینې بیا پتلونونه اغوستي. هر څوک د کړې سودا په خاطر خوښ ښکاري. هغه ځوان او هغه ښځه چې سره ورک شوي وو، بیا را پیدا کېږي. وینم چې لاس په لاس له بلې دروازې راوځي. هلک جېنس پتلون له کمیس سره اغوستی او ښځه په شورټ او ټي شرټ کې ده. هغه بل په عمر پوخ سړی هم ورسره جوړه روان دی. حیران یم چې څنګه خپلې ښځې ته څه نه وايي چې له بل سره لاس په لاس ګرځي. خو ښځه وايي: «دی مې پلار دی، ته غلط پوه شوی وې.»

خو ماشومان له هغې خوا بېرته نه راوځي. ماشومان چې دوکان ته ننوځي، هماغلته پسې ورک شي. نه، ورک کېږي نه، له هغې خوا چې راوځي، لوی شوي وي. هغه ځوان چې له هغې ښځې سره لاس په لاس ګرځي، هماغه هلک دی چې د میرې مرګ یې غوښت او هغه ښځه چې ورسره ده، هماغه یې میره ده.

بیا ګورم چې د دوکان په منځ کې یم. د دوکاندار مخ نه ښکاري خو غږ یې اورم. هر څوک خپل رنځ او خپله ستونزه ورته وايي او هغه ورته یوه پنډه، یا کڅوړه، یا بکس ورکوي چې علاج دې په همدې کې دی. دوی هر چا ته یو شی ورکوي خو دوکان تش تور دی. په دوکان کې هېڅ شی نشته، ان دوکاندار هم په کې نشته. 

14.10.2022

Uelzen




                                                                                                                      تګ



د چهلستون د باغ په څنګ کې سوکه سوکه روان و. د باغ د نوي دېوال سیوری د کم سوري سړک بل سر نه اوښتی و. له څنګه یې تېرېدونکي خلک سیوري ته ورته ښکارېدل. سترګو یې ایله دوه ګامه وړاندې لارې ته کتلای شوې، سر یې ټیټ و. په لاس کې یې امسا لړزېده. واسکټ یې پر کړوپې ملا دومره وزن اچولی و لکه کلونه پخوا چې به ده په بانګۍ ځړېدلي د اوبو ټیمونه غره ته خېژول. 

له څنګه یې هر څوک تېرېدل او تر ده مخته کېدل، جګ، ټیټ، مزی، ډنګر، نر، ښځه، هلک، نجلۍ ... خو ده ته مهمه نه وه. ده ته دا ټول لکه هغه ماشومان ښکارېدل چې مور ورته ویلي وي: «که د سترګې له ډوبېدو وروسته کور ته راورسېدې، نو ته پوه شه او دا لښته.»

د دېوال جوړه شوې برخه، قیر سړک او هواره لاره خلاصه شوه. کانکریټي سړک برې خوا ته غځېدلی و. بوډا ودرېد. ښي لاس ته یې وکتل. د زاړه دېوال د سمېټو په پلسټر لړلې پخې خښتې او تورې وړې تېږې د مڼو تر ونو لاندې انبار وې. د ونو د ځینو پاڼو څنډې زېړې شوې وې. 

مخ په بره روان شو. د غټو خانو جالۍ لاره تنګه کړې وه. تر جالۍ یو - یو نیم ګز ها خوا ته پلن ژور تهداب کېندل شوی و. تر پخواني دېوال دوه چنده سورور. 

ستمی یې کېده، لکه تر دې ځایه چې په منډو راغلی وي. ودرېد. ساه یې ژر ژر ایستله. پر امسا یې زور وکړ. ملا یې سیخه کړه. پورته یې وکتل. لا نیمايي لاره د کوتل سر ته پاتې وه. مخ یې د باغ خوا ته واړاوه. داسې یې ښوده چې ګنې هسې د باغ تماشې ته ولاړ دی. لمر د پغمان د غرونو پر څوکو سر لګولی و. وړانګې یې تتې وې لکه د هغه لاټین رڼا چې تېل یې تمام شوي وي. د چهلستون ړنګې ماڼۍ ته اوسپنیزې خوازې تړل شوې وې. ماڼۍ په تنظیمي جګړو کې لوټ او ورانه شوې وه.

ساه یې سمه شوه. روان شو. خلک یې له څنګه د خوشحالۍ د وخت په شان چټک تېرېدل خو دی د غمجن وخت په شان ورو ورو روان و.

له شا څخه چا غږ وکړ: با خبر!

ودرېد. په کراره یې سر واړاوه. له کښته یوه زلمکي لاسي ګاډۍ ټیله کوله. دی څنګ ته شو. هغې جالۍ ته یې تکیه وکړه چې لاره یې له باغه بېلوله. 

د زلمکي ډکه کراچي تېره شوه خو څو ګامه وړاندې هغه هم ودرېد. بل زلمکی له پاسه راغی. په هغې اوسپنې یې پړی وتاړه چې د کراچۍ د ټیر له پاسه لګېدلې وه. د پړي سر یې په لاسونو کې تاو کړ. ویې ویل: یا الله، راځه.

بوډا روان شو. څو ګامه وروسته یې ساه ډوبه شوه. د زړه دربا یې زیاته شوه. ودرېد. ورو ورو یې ساه سمه شوه. بیا روان شو. د کوتل سر ته چې ورسېد، بیا ودرېد. شا ته یې وکتل. د ونو پاڼې تورې ښکارېدې. لمر نه ښکارېده خو د پغمان د غرونو سر ته د توربخونو ورېځو له شا کمزورو وړانګو هڅه کوله چې مشرق ته وغځېږي. غرونه هم تور اوښتي وو. څو شېبې ودرېد. تیاره خوره شوه. د واسکټ جېب یې په لاس وتپاوه. بیا یې لاس ورننه ایست. لاسي څراغ یې راوایست. ویې لګاوه. څراغ یې تته رڼا وکړه خو بېرته په کراره مړ شو. بټرۍ ختمې وې.