د هجرت الله اختیار لنډې کیسې
هجرت الله اختیار
مينه د يو بشري حق په توګه
دا ټولګى زما په تقسيم اوقات کې نه و شامل او نه زه مکلف وم چې ورشم. د ټولګي نوم (د ټولنيزو کولتورونو شننه) و؛ ځکه به زه له ادب او کولتور سره د خپلې ځانګړې علاقې له مخې هره سه شنبه ورتلم. استاد به هر ساعت کې يوه مهمه ټولنيزه مسئله په يو ځانګړي کولتور کې تشرېح کوله. د ټولګي خپل ګډونوال نږدې سلو ته رسېدل، خو دا چې په اوونۍ کې يوه ورځ و، نو تقريباً تر پنځوسو نور ما غوندې علاقه مندان به هم ورته راتلل. زه پر لغړ زني سپينږيري استاد هم ګران وم، زياتره به يې تر خپلې زنې لاندې څوکۍ ته وربللم، ځکه چې په ټولګي کې تر نورو زه ډېره فعال وم او په بحث کې به مې ډېره برخه اخيسته. تېره مياشت مې هم د (شرقي حسن او شرقي مينه) تر سرليک لاندې يو پرېزنټېشن ورکړى و، د استاد او محصلينو ډېر خوښ شوى و، ځکه يې په دې مياشت کې بيا هم اړ کړم چې يو بل پرېزنتېشن برابر کړم. خداى شته زه بل پرېزنټېشن ته هېڅ جوړ نه وم، په خپلو ټولو ټولګيو کې مې د سيمسټر منځنۍ ازموينې پيل شوې وې، ايله مې هماغو ته ځان اماده کړى واى. په يو بهرني هېواد کې په بهرنۍ ژبه حقوق لوستل ډېر زور غواړي. خو بيا مې هم ورسره د پرېزنتېشن ورکولو ومنله. اصلاً زه له لومړي پرېزنتېشن نه وروسته د يوې هندۍ نجلۍ د شرقي حسن په دام کې ګير وم او د دې پرېزنتېشن لپاره ډېر اصرار هم د هماغې و. په لومړي پرېزنتېشن کې چې به ما شرقي حسن او مينه په پرتليز ډول له غربي هغو نه لوړه ښودله او د اثبات لپاره به مې يې چې استدلال کاوه؛ نو ښه مې ياد دي چې موني زما د تشويق په خاطر له خپلې څوکۍ څومره خېزکې وهلې او په ولاړه به يې راته لاسونه پړکول. له هغې ورځې وروسته يې څلور ځل د ښار په مشهور هندي رستورانت کې مېلمه کړم او له چپاتيو سره يې د دالو برياني راباندې وخوړله. موږ به هر ماسخوتن بلا تعطليه د يو ساعت لپاره چټ کاوه او ټول بحث به مو پر دې و چې شرقي کولتور، ادب، محبت، شاعري، اخلاق، ژوند او ... له غربي هغو څخه په کراتو کراتو لوړ او ښه ثابت کړو. هغې ماته نه و ويلي چې راباندې مينه ده، خو په يوه مياشت کې څلور مېلمستياګانې او هره شپه يو ساعت چټ کولو نه ما همدا مانا اخيسته.
دا ځل ما (مينه د يو بشري حق په توګه) تر سرليک لاندې خپل پرېزنتېشن برابر کړ او سه شنبه د ټولګي له شروع کېدو څخه لس دقيقې وړاندې ټولګي ته لاړم. موني هم راغلې وه، له وړاندې يې ډاډ راکاوه چې زه بېخي مطمينه يم چې له دې پرېزنتېشن وروسته به ته په ټول پوهنتون کې وځلېږې. هغې په لومړي ځل راته وويل: ((زه ډېره وياړم چې ستا ملګرې يم)) ما هم له دې جملې وروسته ورته د خريدار په سترګه وکتل، رښتيا هم د شرقي حسن په ټولو معيارونو برابره وه. ما وروسته له ځان سره فکر کاوه لکه چې په پخواني پرېزنتېشن کې مې موني د شرقي حسن د يو سېمبول په حيث تشرېح کړې ده.
د ټولګي له شروع کېدو سره سم استاد بيا زما لږه ستاينه وکړه او په ډېره مينه يې ماته بلنه راکړه. زما د پرېزنتېشن د سرليک په ليدو سره په ټولګي کې يو دم چيغې او شپېلکي شول. دا سرليک په ټولو ښه ولګېد، نجونې او هلکان ټول ورته خوشحاله شول او تر ډېره يې په چکچکو او شپېلکيو بدرګه کړم. د پرېزنتېشن په شروع کې ما د مينې او بشري حقونو پر پېژندنې لنډه رڼا اچولې وه او ورپسې مې هغه دلايل رااخيستي ول چې له مخې يې مينه د ټولو انسانانو يو بشري حق ګڼل کېداى شواى. زه له دې برخې ژر ژر تېر شوم، ځکه پر دې ټول پوهېدل چې مينه په ټولو انسانانو کې د يو احساس په توګه شته او دا چې دا احساس انسانشموله دى، نو ځکه يې بايد د يو بشري حق په توګه وپېژنو. ما دا هم تشرېح کړې وه چې مينه بايد د تلپاتې حق په توګه د انسانانو تر منځ ومنل شي او دا حق دې په واده کولو سره له هېڅ انسان څخه نه اخيستل کېږي. ما دا نظر په شپږو دلايلو رد کړى و چې د دوو انسانانو تر منځ مينه د واده او ګډ ژوند تېرولو لپاره رامنځته کېږي او له دې پرته مينه نه شته يا نه شي رامنځته کېداى. ما ويلي و چې واده د مينې لپاره نه خنډ دى او نه خنډ کېداى شي. د مينې او مينتوب لپاره عمر هم شرط نه دى. د نورو په مقابل کې د مينې نېک احساسات د انسان له پيدايښت نه پېلېږي او تر مرګه له انسان سره وي. پر دې مې ډېر تاکيد کړى و چې هر هغه څوک چې له چا سره مينه لري، لومړى خو بايد پرته له کوم تشويش او ډار نه ورته خپل دغه نېک احساس ښکاره کړي او په دويم قدم کې دولتونه بايد د خپلو نويو قوانينو له مخې مقابل جانب پر دې مکلف کړي چې د خپل مين د دغه نېک احساس قدرداني وکړي، مننه ترې وکړي او تر ممکنې اندازې پورې د هغه خوشحالۍ ته وخت ورکړي.
په دې وخت کې درېوو محصلينو د پوښتنو لپاره ګوتې پورته کړې، ما خپلې خبرې په نيمايي کې پرېښودې او يوه ته مې نوبت ورکړ چې خپله پوښتنه مطرح کړي. هغه په تمسخر وويل: ((که په يو کس شپږ نور کسان مين وي، نو هغه به څۀ کوي؟ شپږ کسه خوشحالول خو امکان نه لري)) ما ورته په خندا وويل: ((په لومړي سر کې ما تشرېح کړه چې مينه د انسانانو له وجودونو څخه ماورا د انسانانو د روحونو ترمنځ اړيکه او تړاو دى. د ارواپوهنې د علم له مخې هېڅ دوه ارواګانې په يو اندازه جديت له يو بل سره تړاو نه پيدا کوي؛ خو که د جديت په بېلابېلو اندازو بيا هم له يو روح سره د انسانانو څو نور روحونه وتړل شي، نو دا هم خپله د دې ښکارندويي کوي چې په دې انسان کې دا وړتيا شته چې په خپلې يوې اروا څو نورې ارواګانې چې د ده له اروا سره تړلي دي، خوشحاله وساتي)). يو بل محصل په دې منځ کې راټوپ کړل، ويې پوښتل: ((ته په مينې غږېږې او که په ارواګانو؟ مينه خو دا شى نه ده، دا ته چې څه شى وايې؟)) ما ورته وويل: ((زموږ په شرقي ټولنو کې د مينې مفهوم د انسانانو تر منځ اروايي تړاو دى، زه د خپلې ټولنې په مفهوم مينه تشرېح کوم، نه ستاسې د ټولنې په مفهوم)). استاد هم زما استدلال ته حيران شو، ويې پوښتلم: ((همدا مسئله په يو مثال کې روښانولاى شې؟)) ورته مې وويل: ((هو، ولې نه! يو څوک دى، له يو چا سره مينه لري؛ خو د دواړو وجودونه له يو بل نه زرګونه کيلو متره لرې دي. دوى هره شپه له يو بل سره چټ کوي، په چټ کې د الفاظو له لارې چې کله د دوى احساسات له يو بل سره شريکېږي؛ نو نو ارواګانې يې په هماغه شېبه کې زرګونه کيلو متره فاصله وهي او يو بل ته ځان رسوي. د دوى وجودنه له يو بله لرې دي، خو ارواګانې يې نږدې دي، ځکه هېڅ فاصله، هېڅ اصول، هېڅ کولتور او هېڅ دين د ارواګانو مخې ته خنډ نه شي واقع کېداى)). په دې پسې سمدستي موني راپورته شوه او ويې ويل: ((زياتره دينونه خپل پيروان د نورو دينونو له پيروانو سره له مينې کولو منعه کوي، په دې باره کې څه ويلاى شې؟!)) ما ورته وويل: ((زه فکر نه کوم چې دينونه دې موږ ته دا ډول حکم وکړي، هو د واده کولو په اړه دين دا ډول محدوديتونه ايښي دي؛ خو د مينې يا اروايي تړاو په اړه فکر نه کوم چې دين کوم محدوديت ولري!
ما پرېزنټېشن يوازې پينځه ويشت دقيقو ته جوړ کړى و، خو ايله په څلوېښت دقيقو کې پاى ته ورسېد. نن مو د استاد درس وانخيست، استاد وويل همدا ښه درس و، بل درس ته اړتيا نه شته. بيا يې هم زه وستايلم او محصلينو ته يې وويل چې دى موږ ته زاړه موضوعات له نويو عينکو راښيي.
بېرون چې راووتم، محصلين رانه راتاو شول، زياترو رانه ايميل ادرس غوښته، ښه و، کارتونه مې راسره ول، په جېب کې موجود ټول کارتونه يو محصل ته ورکړل چې په نورو يې هم تقسيم کړي، ما يې ځان له منځه وويست. دې وخت کې مې وليدل چې موني په ډېرې خوښۍ زما په لور راروانه ده، غوښتل يې چې غېږه رانه تاوه کړي، خو ما ورته لاس وراوږد کړ او هغې په کې خپل پوست لاس کېښود. موږ دواړه بيا د هندي رستورانت په لور روان شو.
په رستورانت کې هغې زما لاس نيولى و او په لړزېدلي آواز يې راته ويل: ((ستا د خپل قول مطابق زه تا ته د خپلې مينې يا نېک احساس اظهار کوم؛ خو ستا د قول پر خلاف غواړم چې تا ته ورسېږم او له تا سره ژوند وکړم)) د هغې په دې خبرې سره ما په خپل ځان کې د برق ټکان حسس کړ او سمدستي مې پر خپلو ټولو خبرو پښېمانه شوم. هغې ته مې هسې يو مبهم فلسفي غوندې ځواب ورکړ چې نه يې د (هو) مانا درلوده او نه هم د (نه). زه دومره مضطرب شوم چې ډوډۍ مې هم سمه ونه خوړه او هغې ته مې له هندي ترخو خوړو سره د خپلې معدې حساسيت بانه کړ.
خو له هغې راوروسته دا درېيمه سه شنبه ده چې هغه ټولګي ته نه يم تللى، خپل د فيسبوک اکاونټ مې هم غير فعال کړى او شپه او ورځ په دې سوچ کې يم چې څنګه په بل پرېزنتېشن کې دا ثابته کړم چې مينه هسې چټياټ دي، هر انسان بايد د خپلې کورنۍ، ټولنې او مذهب د اصولو مطابق ژوند ته تسليم شي او د مينې په نوم پر چټياتو خپل وخت ضايع نه کړي؛ خو تر اوسه نه يم توانېدلى.
اجراات
زه مې په ملګري پسې د پوهنتون داخل ته ورغلم، تر هغې مې چې موټر راګرځوه، ملګرى مې له يو بل سپين کالي کس سره له پوهنځي راووت. ما د موټر شيشه کښته کړه، هغوى دواړه د موټر په لور راروان و. سپين کالي سړي غوږ ته موبايل نيولى و او په ډېرې وارخطايۍ غږېده: ((درته وايم، کښته شه! ووځه! له دې ځايه ژر ځان باسه! رئيس صيب هيله کوم، نورې پوښتنې مه کوه، خو ته مهم يې، ځان وباسه! يوه دقيقه کې ...))
ټليفون يې قطعه کړ، دواړه موټر ته راوختل. ما دواړو ته ستړي مه شي وويله، ملګري مې ستړي مه شي واخيسته، خو سپين کالي سړي ته بيا زنګ راغى. په خبرو سر شو: ((اورم صيب! اجرائت وشول صيب! بلې صيب! رئيس مو همدا اوس له ودانۍ وويست! بلې صيب! زما کسان د ودانۍ شاوخوا ته توظيف دي! څو شېبو کې به شنډوونکى ټيم راورسېږي! سمه ده صيب! تاسې بيا په جريان کې اچوم!! زه هم څو شېبو کې ورسېږم))
ټليفون قطع شو، په شاتنۍ شيشه کې مې ورته وکتل، لستوڼى يې پر لوند وچولي راتېر کړ، لاس کې يې دوه موبايلونه راته ښکاره شول. موبايل بيا وټنګېد، جدي خبرې پيل شوې: ((اورم! نوي معلومات غواړم! ونيول شو؟! ډېر ښه! له ريموټ سره! وياړم! سمدستي يې بوځئ، شاته کوټه کې يې واچوئ، تر هغې يې ووهئ چې اعتراف ترې واخلئ، د سپي زوى ترې جوړ کړئ، پرپدر يې لانت!!!))
موږ د سره رود له دو سرکې د تېرېدو په حال کې و، موبايل بيا وټنګېد، احترامانه خبرې بيا پيل شوې: ((اورم صيب! زه دا دى ميدان شار ته داخلېږم، دوه دقيقو کې ځان رسوم صيب! خپل موټر کې يم صيب! خپله جلو ته ناست يم صيب! بلې صيب! اوس دستي رسېږم صيب! ټول ابتدايي معلومات به در سره شريک کړم، اجراآت کېږي صيب!))
موبايل بيا بند شو، ما په شيشه کې بيا په حيرانۍ ور وکتل چې سړى د جلال آباد ښار ته په ننوتو کې دى، له ما سره په کرولا کې ناست دى، مقابل جانب ته يې ولې درواغ وويلې؟ زړه کې راتېر شول چې ممکن دا به يې شفر وي!
د موټر فضاء سل فيصده خاموشۍ نيولې وه، نه ما څه ويل، نه زما ملګري او نه هم سپين کالي سړي!
له چکنوريو د تېرېدو په حال کې و، موبايل بيا وټنګېد، سړي بيا په مهربانه او له چاپلوسۍ نه په ډکه لهجه خبرې پيل کړې: ((حاجي وکيل صيب سلامونه دې ورسېږي! امر وکړئ حاجي صيب! هو، هو! هلکانو نيولى! سردار محمد نومېږي! هو، هو! هلکان دې نو! والله ريموټ هم ورسره و نووو! د معارف رياست يې الوځوه! تاسې مهربانه يئ صيب؛ خو اوس قومندان صيب هم په جريان کې اچول شوى دى، نه پوهېږم والله؛ خو که تاسې يو ځل ورته زنګ ووهئ! او ...))
ټليفون نيمه کې قطع شو، شيشه کې مل کتل، د سړي غنمرګه تندى په خولو لوند و. موږ د صحت عامې مخې ته د مېوې منډه يي په لور تېرېدو، يو ايمبولانس په کړيکو کړيکو صحت عامې ته ننوت، ښايي زخميان يې راوړي وو.
د موبايل له ټنګېدا سره جدي او مننوونکې خبرې پيل شوې: ((اورم صيب! امر وکړئ! دا دى اوس حوزې ته د ننوتو په حال کې يم! سمه ده صيب! اجراات کېږي صيب! عذر به هم ورته وکړو صيب! اجراات به وشي صيب، اطمنان درکوم صيب!!!))
د موبايل د تکمو وهلو اوازونه شول، نومره ډايل شوه او بېرته موبايل غوږ ته ونيول شو، د دستګاه ښځې د موبايل د بندېدو خبره ورته وکړه. د سپين کالي سړي له خولې ((لانت!)) راووت. بله شمېره يې ډايل کړه، دې ته زنګ ورغى، په جدي ډول خبرې پيل شوې: ((سړى چېرته دى؟ هلئ راويې باسئ، موبايلونه ورته ورکړئ! لونګۍ يې سمه کړئ! د قومندان صيب امر دى! چاى او بيسکټ هم ورته کېږدئ چې اوس دستي ورپسې حاجي مشک عالم راځي، د هغه کس دى! وه د سپي زو!!! د وهلو عذر ورته وکړه، چې حاجي مشک عالم ته يې ونه وايي!!!))
موبايل قطع شو، د سپين کالي سړي اجراات وشول.
موږ د ملي امنيت رياست مخې ته تېرېدو. په لومړي قراول کې ترهېدلي درې کسه ولاړ ول او پر سړک تلونکو پياده او سپرو خلکو ته يې په ترهه ترهه کتل.
2016
خدمت
سترګې مې درندې شوې، د خوب یو نرم ټکان مې وخوړ، خو ژرا رانېغ شوم، د سرعت ستن ته مې وکتل، تر اویاوو پورته وه، سرعت مې راکم کړ، جي پي ایس ته مې وکتل، پینځه دېرش مایله لار نوره هم راته پاتې وه.
څنګ ته مې یو غلچکی نظر واچوه، دوه بوتله اوبه ایښې وې، سترګې مې د سړک پر لیکه ښخې وې، لاس مې د اوبو بوتل ته ورتېر کړ. په یو لاس مې په خوارۍ خوارۍ مې د بوتل سر خلاص کړ، خو مخکې له دې چې خولې ته یې یوسم، څو غلچکي نظرونه مې شاوخوا واچول، دواړه د څنګ شیشې او د عقب شیشه کې مې وکتل، په شا ته راروانو موټرو کې مې پر یوه هم د پولیسو د موټر شک رانغی. د څنګ روان موټر مې هم ځغلنده نظر نه تېر کړل، عادي موټر راته وبرېښېدل، خو بیا مې هم د بوتل پورته کولو جرئت ونه کړ، ورک که د لویو لارو پولیس په عادي موټرو کې وي، په یو لاس موټر چلول جرم دی.
د سړک له لیکې مې څو ځل نظر اخوا دېخوا وځغلوه، چې که خوب مې وتښتي، خو سترګې مې شېبه په شېبه درندېدې، او خوله مې وازه وازه کېده.
څو شېبې تېرې نه وې، چې موټر رانه له لیکې ووت او ټایرونو یې ګررر وکړ، بېرته رانېغ شوم، مخ مې تاو کړ، چې ړنده ساحه وګورم، ښه و، نږدې بل موټر راسره نه و.
زه بېرته پر لیکه روان وم چې شاته راپسې موټر سره او ابي اشارې وپړکولې، د عقب شیشه کې مې چې وکتل، پوه شوم چې پولیس دی.
خوا کې روان موټر ته مې اجازه ورکړه چې تېر شي، ورپسې زه اهسته اهسته له یوې لیکې، ورپسې له بلې او بیا له بلې ووتم او ځان مې د سړک غاړې ته کړ.
پولیس هم راپسې و، زه چې څنګه ودرېدم، هغه هم راپسې ودرېد.
نور نو زما خوب هم تښتېدلی و، خو بیا مې هم د اوبو خلاص بوتل پر سر واړوه.
یو څو دقیقې وروسته ښځینه پولیسه راغله، سلام یې وکړ، ویل یې ویډیو ریکارډ دې روان دی.
مال اوکی.
ویل څنګه درنه موټر یو خوا بل خوا روان و؟
مال ستړی یم، او خوب راغلی و.
وی سترګې دې سرې دي، نشه خو نه یې؟
له خولې مې استغفرالله ورته ووتل!
دا ځل یې په عربي سلام وکړ، وی مسلمان یې؟
ما وی، هو، الحمدلله.
وی د کوم ملک یې؟
مال د منځني ختیځ یم،
وی، دمه وکړه، اوبه وڅښه، چې خوب دې لاړ شي، بیا حرکت وکړه، مال سمه ده.
وی زه څه خدمت کولای شم، مال تا غټ خدمت وکړ، که ودرولی دې نه وای، خوب مې نه تښتېده، اوبه مې نه شوې څښلی، او بل خدای مه کړه ممکن حادثې سره هم مخ شوی وای، ویې خندل، ویې ورځ دې په خیر!
۲۰۲۴
ژوند
اصل کې زما د لومړي ساعت او دويم ساعت ترمنځ يوازې لس دقيقې تفريحي وقفه وه؛ خو د دويم ساعت ټولګى مې له لومړي هغه نه د اتو دقيقو د مزل په اندازه لرې و. ما دې مسئلې ته د ستونزې په سترګه کتل، خو ادراې ويل چې اته دقيقې لاره ده، اوس هم دوه دقيقې اضافه وخت لرې. افغان وم، له دواړو استادانو سره مې خندا جوړه کړه او په دويمه اوونۍ مې پر دواړو ومنل چې لومړي ټولګي نه به پينځه دقيقې وختي وځم او که دويم ټولګي ته پينځه دقيقې ناوخته ورسېدم، نو هم نه به مې غيرحاضروي.
دا لس دقيقې ډېر وخت و؛ خو ما بايد په دې لسو دقيقو کې درې کارونه کړي واى، لومړى په لاره کې بايد د ورځپاڼو پلورنکي دوکان ته ګرځېدلى واى او (واشنګټن پوسټ) ورځپاڼه مې له ځان سره اخيستې واى، ما ته د (واشنګټن پوسټ) قيمت ځکه نه دى معلوم چې ما ته يې د پوهنتون پر کارت وړيا راکوله، وړيا نه وه، پوهنتون هره ورځ د يوې ورځپاڼې قيمت زما لپاره منلى و. دويم کار دا و چې ما بايد د ورځپاڼو پلورنکي دوکان مخې ته ناست هغه بېکوره شخص ته يو سګرېټ ورکړى واى، هره ورځ به مې چې ورځپاڼه واخيسته، نو دې بېکوره شخص به راته په هيله مندو سترګو کتل، دى کټ مټ لکه زما د دويم تره په څېر و. زما پرې د هماغه مينه راتله، نو دوه سګرېټه به مې ولګول، يو به مې هغه ته ورکړ او يو به مې خپله کشکوه. دې دوو کارونو به ايله پينځه دقيقې وخت نيوه او چې سګرېټ به خلاص شو، نو زموږ خبرې او حال احوال به هم خلاص شو، هغه به مننه وکړه او ما به ورنه خداى په اماني واخيسته، همداسې به د صنف په لور روان شوم.
زموږ ټولګى د پلازې په ديارلسم پوړ کې و، زه به چې څنګه د لفټ مخې ته ورسېدم، نو هغه کويټۍ نجلۍ به هم راورسېده، معمول داسې و چې يوه ورځ به لفټ ته ما خپل کارت ښوده چې پورته په کې لاړ شو او يوه ورځ هغې. د دې لپاره چې وخت ضايع نه شي، نو موږ به د خپل نوبت په ورځ کارتونه تيار په لاس کې نيولي و. موږ دواړه به لومړى دولسم پوړ کې د لمانځه لپاره ځانګړې شوې خونې ته لاړو او هلته به مو يوازې د ماسپښين فرض لمونځ ادا کړ، دا زما درېيم کار و. د صنف د شروع کېدو به درې دقيقې تېرې شوې وې، خو زما د غلا لا دوه دقيقې به پاتې وې. موږ دواړه به د لمانځه له خلاصېدو وروسته يو بل ته موسک شو او ځانونه به مو په منډه صنفونو ته رسول.
دا زما د رسمي ورځو معمول و، کوېټۍ نجلۍ ډېره ښکلې وه، خو خاموشه هم وه، په لومړي سر کې ما خپل زړه ته ويل چې که د هغې په اړه دې معمولي سوچ هم پيل کړ، نو سپيو ته دې اچوم، خو اهسته اهسته مې زړه رانه باغي شو، زه داسې نه شم ويلاى چې پرې مين شوى وم، خو د هغې په اړه سوچ کولو نه به مې خوند اخيست. موږ د خبرو لپاره ډېر کم وخت درلود، يوازې يوه نيمه يا دوه دقيقې چې به په لفټ کې و، هغې به د سپين ږيري بېکوره سړي په اړه وپوښتل، ما به يې د صحت ډاډ ورکړ او ورته به مې وويل چې هو نن مې هم يو سګرېټ ورته ورکړ، د هغې څېره به وغوړېده او ما ته به يې ويل: ((ته له نورو ډېر ځانګړى انسان يې)). موږ دواړو په ماته ګوډه انګليسي خبرې کولې.
دلته زما د دغې خطکشۍ زنده ګۍ نږدې دوه نيمې مياشتې په پوره کېدو وې، زما درسونه نور مخ په تمامېدو ول، خو زما د تره په څېر له بېکوره سګرېټ غوښتونکي سړي سره لا هم زما ډېرې خبرې مبهمې پاتې وې چې حل يې غوښت، حتا دا پوښتنه هم لا نه وه حل شوې چې دى ولې بېکوره شوى دى او د سړک پر غاړه شپې کوې؟ او له کوېټۍ نجلۍ سره مې هم ډېرې خبرې لاينحله پاتې وې، خبرو وخت غوښته او موږ سره دا سره زر نه ول.
نن ډېره عجيبه وشوه، ورځپاڼه مې راواخيسته، خو زما د تره په څېر بېکوره سګرېټ غوښتونکى پر خپل ځاى نه و، ورځپاڼې پلورنکي نه مې وپوښتل، راته يې کړل: Has gone یانې تللى دى. په مانا يې پوه نه شوم، ما ويل له دې ځايه به تللى وي. ما هم سګرېټ ونه لګوه، د سګرېټ د ملګري نه شتون راباندې دروند تمام شو. سيده مې خپله لاره ونيوله، په لفټ کې يوازې پورته شوم او د لمانځه خونې ته لاړم، طبعاً چې حنين به يو څو دقيقې ناوخته راتله، ځکه چې زه وختي رارسېدلى وم، تر لمانځه وروسته مې درې دقيقې ورته انتظار وکړ؛ خو معلومه نه شوه، ټولګي ته لاړم، په درس هېڅ پوه نه شوم، لکه څه مې چې له لاسه ورکړي وي. له رخصتېدو سره سم يې ټولګي ته ورغلم، له استادې مې يې پوښتنه وکړه چې حنين راغلې وه؟ راته يې (نه) کړل. ويې پوښتلم: ملګرې دې ده؟
-(هو)
- (زه ډېره بښنه غواړم چې تا ته دا خبره کوم، زه دېره متاسفه يم، دا وګوره، دا يې مسيج دى، سهار نهه له پاسه لس بجې يې راته کړى دى)
په موبايل کې يې د حنين مسيج راوښود، هغې ورته ليکلي ول: استادې! بښنه غواړم چې زه نن ټولګي ته نه شم درتللى، پلار مې مړ شوى دى، يوازې همدا نن مې وبښه، سبا خامخا راځم.
د حنين په مسيج کې مې هم د Has Gone لفظ وليد، ذهن ته مې راولوېد چې هسې نه هماغه بېکوره د حنين پلار وي؟! ځکه په دې وړوکي ښار کې، چې د مسلمانانو شمېر هم په کې ډېر کم دى او يوازې يو اسلامي مرکز لري، دا ناشونې ده چې په يوه ورځ دې د دوه کسو جنازې وشي او خاورو ته دې وسپارل شي. که سبا حنين راهم شي، نو دا پوښتنه سخته ده چې ترې ويې کړم؟
۲۰۱۵
سوچ
زه دوه ځايه کار کوم، یو ځای سهر وختي شپږ بجې ځم، شپږ بجې دلته رشتیا هم وختي وي، ځکه شل له پاسه شپږ د سهر اذان کوي او څه کم اته بجې لمر راخیژي. تر لسو بجو کار کوم، لس نیمې ایله کاله ته راستون شم. هر سهر چې راویښېږم، اول موبایل ته راغلي ټول مسیجونه له نظره تېروم، میسجونه نه، بلکې رالېږونکي یې، چې چا رالېږلي دي، خدای شته د زیاترو نومونو په کتلو پوهېږم چې د مسیج موخه څه ده. د مسیجونو د لوستو او اورېدا وخت نه وي، یو نیم میسیج په لاره کې واورم، که جواب عاجل وي، جواب ورکړم، کله کله چې اړتیا وي یو نیم زنګ هم په روانه روانه کې وهم. نن سهر وختي مې پر سکرین د یو چا نوم ولید چې کابو څلور دقیقې اوږد مسیج یې په وټس آپ کې پرېښی و. ما ژر ژر اودس وکړ، له کوره ووتم. زه پوهېدم چې سړی غواړي چې امریکا ته د راتګ لپاره رانه مشوره او د هغه په اصطلاح مرسته غواړي. موټر کې مې میسیج پلی کړ، زما ګومان رښتیا وخوت، سړي غوښتل په هر قیمت وي، له افغانستانه وتل غواړي.
×××
تر هغې چې زه څلورلارې ته رسېدم، اشاره زېړه شوه، زه له څلورلارې تېر شوی نه وم چې ایسته پسې سره هم شوه، پام مې شو چې دلته خو کیمرې هم لګېدلي دي، زړه مې درزېده چې که عکس یې اخیستی وي، نو یونیم سل ډالر جریمه به پرې کوم. بیا مې له ځانه سره ویل چې زما مخکیني ټایرونه خو د زېړې اشارې پر مهال څلور لارې ته داخل شول، اشاره وروسته سره شوه، باید عکس یې نه وي اخیستی. لږ مې ځانته غوسه راغله چې حوصله به دې کړې وه، هماغې ژېړې اشارې ته به ولاړ وې، که یو نیم سل جریمه راشي، نو دوه ورځې مزدوري دې دې کې ځي! بېرته مې ځان سره پخلا شوم، بېخي ډاډ مې ځان ته ورکړ چې په ژېړې اشارې د هېچا عکس نه دی اخیستل شوی، که یې اخیستی و، محکمې ته ورسره ځم، بس خلاص! شیطان بېرته منځ ته راودانګل، وی یې محکمې ته تګ دې هم یوه ورځ له کاره باسي، دا به ونه ګټي، د یوې ورځ مزدوري دې له لاسه وځي.
×××
ماښام دویمه وظیفه کې وم چې ملګري زنګ مې راغی، وی څنګه نه ښکارې؟ ملګری دا لس کاله کېږي چې امریکا کې اوسېږي، په اصطلاح په دولتي وظیفه لګېدلی دی او ښه یې ساعت تېر دی. موږ زیاتره ماښام ماښام سره ولاړ یوو، کیسې کوو. زه چې لږ وزګار شوم، له دفتره راکښته شوم، کتل مې دی ولاړ دی. خوا ته یې ورغلم، تر سلام کلام وروسته یې په خبرو کې وویل چې زه د یو شي په اړه سخت سوچ کې یم! مال د څه شي په اړه؟ وی یاره ماشومانو ته مې سخت تشویش کې یم، که دلته پاتې شي، ډېر به خراب شي، زما زړه دی چې کډه سعودي ته یوسم، د امریکا پر پاسپورټ هلته اقامه راکوي، دلته مې دوه کوره دي، دا چې کرايه ورکړم، هلته به مې ښه ساعت تېر وي، ورک که دا وطن والله که د ماشومانو د اوسېدو او رالویولو وي.
۲۰۲۴
خبرې
موبایل مې په جیب کې وخوځېد، د کیمرې طرف ته مې شا کړه، اهسته مې له جېبه راوویست، پر سکرین یې د مسینجر پیام ښکاره شو: د وټس آپ شمېره دې راکړه، عاجل کار لرم درسره! دا مسیج له فرانسې څخه و، ملګری مې دا څلور میاشتې کېږي چې فرانسې ته رسېدلی دی.
ژر مې بېرته جیب ته ورخوشې کړ. د کار پر مهال د موبایل کارول د اصولو خلاف دي، باید د دمې په وقفه کې شخصي پیامونه ځواب شي.
بېرته مې ذهن ته راغلل چې بجې خو مې ونه کتلې، زړه مې و چې بيا موبایل ته لاس کړم چې ساعت وګورم، خو چپ لاس ته مې پر سر د راځوړندې کیمرې له وېرې، لکه بلا تشبه پر اوږه راته ناسته ملایکه چې هر ښه او ناښه مې لیکي، لاس جېب ته لاړ نه.
زه په اصطلاح بېرته له خپلو پېرېدونکيو (کسټمرانو) سره بوخت شوم، کابو یو ساعت به تېر شوی و چې سوپروایزر مې راغی، ویل یې څنګه لکه چې برېک (وقفه) دې له یاده وتې ده؟ زه ورته موسک شوم، مال هو والله، نن بده مصروفه ورځ ده، چې ته راغلې، زه به وقفې ته ووځم! له دود سره یې راپسې غږ کړ چې خوند ترې واخله (Enjoy).
انجوای له کومه شو؟ ژر مې موبایل ته لاس کړل، ګورم د هماغه ملګري دوه نور مسیجونه هم راغلي دي، تاکید یې کړی دی چې ژر د وټس آپ شمېره ورکړم او یا ورته د هغه په شمېره زنګ ووهم چې عاجل کار راسره لري. خپله د وټس آپ شمېره یې هم راته پرېښې وه.
ما پینځه لس دقیقې وقفه درلوده، نو اول مې باید د یو مهم کار لپاره کور ته په کې زنګ وهلی وای، بیا مې باید اودس او لمونځ کړی وای، ده ته مې زنګ نه شو وهلی، نو اړ وم چې غږیز پیام ورته پرېږدم. لنډ مې ورته وویل: زنګ به درته دوه ساعته وروسته ووهم، کله چې له وظیفې رخصت شوم، خو که ډېر عاجل وي، د فیسبوک مسینجر کې هم راته پیغام پرېښودلای شې، دا مې هم ورزیاته کړه چې فیسبوک او وټس آپ دواړه په یوې کمپنۍ پورې اړه لري او په دواړو کې پیغامونه یو قسم خونديتوب لري، البته کې یې ولري!
»»»
تر لمانځه وروسته مې په منډه یو ګیلاس کافي جوړه کړه او بېرته د کارځای ته حاضر شوم. کارځای کې راپه یاد شول چې کور ته زنګ وهل رانه پاتې شوي دي.
»»»
پارکینګ ته پر لاره وم، د یو بل ملګري پیام هم راغلی و. دی هم په بلجیم کې مېشت دی، ده هم غوښتل د یوې مهمې مسئلې په اړه راسره خبرې وکړې، خو مخکې له دې چې ده ته ځواب ورکړم او یا هم لومړني ملګري ته زنګ ووهم، اول مې کور ته مې زنګ وواهه، خو چا ځواب نه کړ. راپه یاد شول چې دا مهال مې بچيان د قرآن کريم انلاین کلاس لري، موبایل هغوی سره وي.
له پارکینګ راووتم، های وی ته په ننوتوم وم چې د لومړي ملګري زنګ راغی، ما نه شو کولای اوکی یې کړم، باید ټول پام مې سړک او موټرو ته کړی وای چې ځان های وی کې د موټرو ترمنځ ځای پر ځای کړم، زنګ میس شو. ورپسې یې بیا دوه ځل سر په سر زنګونه راغلل، خو ما چې پر سړک خپور سپین ګرد او تورې تیارې ته کتل، نو ناممکنه وه چې اوکی یې کړم او خبرې وکړم. په های وې کې ما باید پینځه ويشت مایله مزل کړی وای. د ژمي ګرد و ورېځو د ماښام له تیارو سره لاس یو کړی و، هره خوا په اصطلاح سپین بخنه تیاره خپره وه، خدای خدای مې کول او د مخکینيو موټرونو د اشارو پر تعقیب روان وم.
»»»
کور ته په ننوتو راپه یاد شول چې وچه ډوډۍ مې له یاده وتې ده. په زړه کې مې دعا وکړه چې خدای دې وکړي چې وريژې یې پخ کړي وي، خو د ناکامۍ داسې دعاګانې کله قبلېږي، وريژې نه وې، ښوروا وه او ښوروا خامخا ډوډۍ غوښتله. په ټول توان مې ځان د خپلې پړې منلو ته تیار کړ، مصنوعي خندا مې په څېرې راخپره کړه، د لارې ګرد و تیاره، وظیفه کې ډېر مصروفيت او حتا موټر ته د تېلو د اچولو هېرېدا ټول مې سره یو ځای کړل او په خندا خندا مې وویل چې بس مجبور بېرته لاړ شم تېل به هم واچوم او وچه ډوډۍ به هم راوړم، خو د کور له اوضاع داسې معلومېده چې د بښلو چانس مې ډېر کم دی!
»»»
تر ډوډۍ خوړلو وروسته مې چې موبایل راواخیست، لومړي ملګري مې راته لیکلي و چې وټس آپ نمبر دې رانکړ، زنګونه دې هم پورته نه کړل، نو دومره مهمه خبره هم نه ده، بس تېرېږه ترې.
دویم ملګري خپل اولنی مسیج ډيليټ کړی و، لیکلي یې و چې زه دا لس کاله اروپا کې اوسېږم، د هېڅ ملګري مسیج او زنګ مې نه دی میس کړی، ستا لا دوه کاله نه دي پوره، ځان درنه ډېر غټ شوی دی.
هڅه مې وکړه دواړو ته زنګ ووهم، چې خبرې ورسره وکړم، خو یو ته هم زنګ ورنغی. خدای دې وکړي چې بلاک کړی به یې نه یم!
۲۰۲۴