"ادبیات معاصر افغانستان"

د بٌست شهزاده

Image Description

ليکوال: استاد عبدالرحمان پژواک / ژباړن: همت عمرزوی



کله کله خوشحالي لکه پسرلی یو غونډ هیواد زرغون او ښکلی کوي، او خوښی دومره خوري اوعامي شي چې آن په ټول ښارکې یو خفه زړه هم نه موندل کېږي، داسي وخت راشي چې په ټوله دنیاکې هيڅ غمګین زړه نه پاتېږي، اوکه چېري پاته هم وي، نو د هغه ګل په څېر وي لکه د باغوان څخه چې یې پالنه او ټولول هېر سوي وي.  

په پخوا زمانې کې د بست ښار په خوښیو او ښکلاو 
معمور او آباد و، ښکلي باغونه او ښایسته کلاګاني يې درلودې، څنډي يې لکه کاشغر اومنځ يې لکه فرخار غوندي و، یو ارواښاد امیر هلته باچاهي کول، چې لوی او واړه يې په باچاهی خوښ وه، خلکو یوازي دده د زړه خوښي غوښتل، اوباچا هم پرته د دوی له زړونو بل داسي هیواد نه پېژندی چې دده د باچاهی وړ دي وي، له زړونوڅخه يې کرکي او کينې اېستلي وې او د  میني په جادو يې تسخیر کړي وه، باغوانانوبه دده په نوم ګلان کرل، کرونده ګرو دعاوي ورته کولې، د خلکو د خوښیو او د هیواد د ښېرازی سبب همدا باچاو، نوموړي خلکو ته د آرامی اوسکون ښکلي جنتي ماڼۍ جوړي کړې وې، هيڅ دښمن یې نه درلود چې د هغه له لیدو کرکه وکړي، هیڅ یوه زړه هم یوله بله کرکه نه درلوده، دده پر دربار او آستانه د میني او پېرزوینو په برخه کې هيڅ بدلون نه راتلی د ټولو خلکو لپاره یو ډول مینه ناک چلن کېدی، د خلکو خزانې یې نه وې ورڅخه لوټلي، د بډایو اومالدارو خلکو څخه يې څه غوښتنه نه درلوده، او بې وزلو اوفقیرانو ته یې د سخاء سترخان پرانیستی و، او ورکړه یې کول، هغوی ته چې خدای تعالی(ج) ډېره هستي ورکړې وه ده یې لا د بخت په بریالیتوب کې هڅه کول.

دده تر لاس لاندي خلکوپه غرو، رغو، ښارونو او سیندونو کې خپله برخه اوګټه اخیستل، په دغه دود او دستور يې خپل د باچاهی چاري پر مخ بېولې، ترڅو چې د ژوند د ځوانی پسرلی يې تېر او د بوډاتوب وريځو يې پر سر سیوری وکړ، دده پوه او ځيرک دوستان پرې راټول سوه او ورته ویې ویل: که چېري د باچا عمر پای ته ورسېږي اود (ګرمسېر) ښار بل داسي سیوری ونه لري، چې ترهغه لاندي دمه وکړي، دابه ډېره لویه تشه وي، اوس چې هرڅه سم اومنظم روان دي زمونږ له خپل باچا څخه دا هیله ده چې د ځان لپاره ښځه په نکاح کړي، ترڅو خدای پاک (ج) زوی ورکړي اومونږ د هغه اطاعت وکړو اوپه دې سره د ظلم اوستم څخه په امان کې پاته سو.

باچا ښځه په نکاح کړه؛ اما څوکاله نور هم د زوی زېری پرې ونه سو، ټوله خلک ناهیلي وه، امیرد يو ډېر ښه فکر زیرک وزیر درلود، چې تل يې غوره فکرونه او مهمي مشورې د باچا مل اوملګري وه، یاد وزیر هم د زوی له نعمت څخه بې برخي و، ورځي او شپې همداسي تېرېدلي یوه ورځ د دښت له لوري یو سړی په زړو جامو اوپشمي خولۍ کې را څرګند شو، اوپه خپلي اوږدې لکړي يې د شاهي ماڼۍ دروازه په زوره ور وټکول، نوکرانو ورمنډه کړه، ترڅو معلومه کړي چې څوک دی، اوڅه غواړي، ملنګ په ملنګانه غرور ورته وویل: د شاهي درباره څخه غوښتنه د ملنګانو له زړه پورته خبره ده، اورېدلي مي دي چې باچا عادل سړی دی اما غمګین اوپریشانه دی، زه راغلی یم هغه څه چې دی غواړي راته ویې وايي او ویي مومي، نوکران د ملنګ خبرو حیران کړه، او په بېړه ولاړه احوال یي ترباچا ورسوی، ملکه ډېره خوشحاله سوه، او د زوی درلودو آرمان يي د ملنګ سره شریک کړ، د باچا په باغ کې د میوو ډېري وني ولاړي وې، ملنګ خپل لکړه ور وغورځول او دوه سره رنګي سېبان ترې را ولوېده، یو یي ملکې ته ورکړ اوبل يې د وزیر مېرمني ته ورولیږی ترڅوهغه يې وخوري، څو چې باچا د درهم اودینار ډالۍ ورکولې ملنګ په چټکو ګامونو ولاړی او له سترګو نهام سو، هيچا ونه سوه کولای چې ځان پسې ورسوي.

باچا او وزیر د ملنګ راتګ په نېک فال ونیوی، ورځ چې پای ته ورسېدل دوی خوښی او خوشحالی پیل کړې، د ملنګ کیسه د ټولو په خوله کې وه، ټولو خلکو دعاوي کولې، په همدې شپواو ورځو کې د باچااو وزیر مېرمني امیدواري سوې، کله چې د امیداوری شپې او ورځي پای ته ورسېدې، د باچا کور د سپين سهار په څېرد شهزاده په زېږېدو منور سو او د وزیر د کور آسمان د لور په پيدایښت ښکلی او روڼ سو، باچا په دې ویاړ، جشن جوړکړ، خلکو داسي خوشحالی وکړې چې ټوله دنیا په خوښی او سرور وه، وروسته يې د روښانه زړو خاوندان را وبلل چې پر دې نوو ګلالیو ماشومانو نومونه کښېږدي، پر شهزاده يې د (پتې) او د وزیر پرلور یي د (رابیا) نوم کښېښود، شپې او ورځي تېرېدې ترڅو چې دا دوه ماشومان را لویان سوه، اوپه ښایست لکه لمر اوسپوږمی داسي ځلېدل.

هغه خپلمنځي مینه چې دوی په ماشومتوب کې یو له بل څخه موندلې وه هغه په ځوانی کې هم په يو رښتیني عشق بدله سوه، یو د بل په مینه کې داسي ډوب سوه چې د بست د ښارخلک يي ټول له میني خبر سوه، ځواني لکه یخ سرکښه وي، کله کله يې ډېر قوي لاسونه هم مهار نه سي ټينګولای، د ژوند بهیر په پټه دوی ته څپېړي ورکولې، او دوی په شور اومستی غبرګون ورته ښودی، پتي داسي خونګرمه زلمی و چې هرڅوک به یي لېدی زورآزموینه به يي ورسره کول، اوهرڅوک چې به يې زورور وګڼی هغه به يې په خپلو مټو پرځمکه را څملاوه، داچې په ماشومتوب کې يي ټولو نازونه زغملي وه، په زلمیتوب کې يې دده غرور د آزار سبب ګرځېدی، پوه او هوښيار خلک چې په راتلونکي کې دده باچاهی ته په تمه وه په وېره کې سوه، کله چې به دی له شاهي ماڼۍ څخه د باندي راووت نو خلک به خپلوکورونو ته ننوته، ده د بې پروا زلمیو يوه ډله رامنځ ته کړې وه، په کلي کور کې يې داسي مغرورانه چلند کوی لکه په ښکارځای کې چې مستي کوي، هغه عادل باچا ته به څه پاته شي چې زوی یي پرخلکو داسي ستم کوي اودی يې مخه نه نیسي، آیا ده هم لکه نورباچاهان خپل د زوی خوښي اوخاطر د خلکو تر خوښی اوسوکالی پورته ګڼی؟

آیا دا د وخت عدالت دی چې د عمر په وروستیوکې د خپل ټول نیاو او دستور سره سره باچا داسي بدمرغه کوي چې نور ونه سي کولای چې خپل خلک له ظلم اوستم څخه وژغوري؟  یوه ورځ یوې بوډی ښځي په کروندې کې د کوم زیانګالي وګړي ګیله او شکایت واوريد د هغه په ځواب کې يې وویل( زه ددې عادل باچا د باچاهی په سیوري کې بوډی سوم، او دخپل مرګ او باچا د عمر د اوږدېدو په دعا، قسم خورم چې نوموړی د شهزاده له جوراوستمه نه دی خبر)، هغه وګړي ورته وویل:( څنګه نه دی خبر  شهزاده لا ماشوم و چې د کلي د ښځو منګي به يې د خپلو لوبوپه خاطر په تېراو کمان په نښه کول اوماتول به یې، خلکو باچاته خبر ورکړ هغه  ښځوته نور نقره اي منګي جوړ کړه، او شهزاده يې په تش نصیحت لامغرور کړ، ولي يي هغه وخت شهزاده ته سزا نه ورکول؟)، بوډی يې په ځواب کې ورغبرګه کړه:(په ماشومتوب کې تردې زیات څه ورته ووایي! باچا اوس هم د خلکو سره عدل کړی اوله خپل زوی سره يې جبرنه دی کړی).

د هغه سړي زړه چې ډېر دردمن و د بوډی په ځواب کې يې وویل:( داچې باچا ترې خبر نه دی داپه خپله ستم دی).
بوډۍ ښځې چې د باچاسره د زړه مینه درلوده، سمدستي د شاهي ماڼۍ په لور و خوځېده، کوم ساتونکی نه و چې مخه یې ونیسي، باچایي ومونداود زوی د روان کړي جور او ستم په هکله يي ورته وویل، کله چې شهزاده له ښکار څخه را ستون نو د پلار حضورته يې ځان ورسوی، اما پلار يې ډېر خفه اوپه خښم و، اودی يې داسي وسکونډی  چې نور یې نو غرور د زغم تاب نه درلود، خپل پلارته يې وویل چې له وطنه به يې ځي، باچا ورته وویل:( خدای (ج) دي زما له وطنه ټول ستمګران ورک کړي)، پتي خپل ملګري سره را ټول کړه او ورته ویې وویل چې مسافر کېږي به، د بست کلا دوې دروازې درلودې تر یوي يې پتې ووتی اوتربلي يې د مور چغي اوفریاد پورته سو او دا ناره يې وکړه:

(که دوې دي  دوې دي د کلابست دروازې دوې دي_ پر یوي مي پتې وزي پر دابلي يې د مور سوې نارې دي).

رابیا ته د ښایست له کبله د ګرمسېر خلکو ژيړه بلبله ويل،
ددې له دې نوم سره خلکو مینه درلوده، کله چې رابیا د ملکې چغي او ژړا واورېده نو بې هوښه سوه، هغه درد چې میندي په چغو راوړي، سره ګران او محبوب انسانان تل په مرګ محکوموي، رابیا ولاړه او د باچا په پښو کې يې ځان ور وغورځوی، او په زاریو یې ورته وویل چې پتې را وګرځوي، باچا په ډېر خښم اوخاموشی مخ ورڅخه وګرځوی، رابیا په سرو سترګو ولاړه وزیر ته يې په زاریو اوننواتو پيل وکړ، وزیرهم په ژړا د باچا په لور و خوځېدی، اوهغه ته يې عذر وکړ ترڅو دوباره خپل زوی ته بخښه وکړي، باچا ورته وویل ما خپل یو زوی له ځانه لېري کړ ترڅوخلک مي چې خپل اولاد يې ګڼم آرام وي؛که چېري ستا خپل پر زوی زړه خوږېږي نو هرځای چې غواړې ورته ووايه چې هلته لاړشي،  ما دا هیله نه درلوده چې زما بوډا وزیر دي زمونږ په وطن کې یو ستمګر اومغروره ځوان وغواړي، او د هیواد د ځوان او بوډا حق دي له یاده وباسي.
وزیر د باچا په دې خبرو خجل سو، باچايې پرمخ لاس ورتېر کړ او ډاډ يي ورکړ، ترڅو بېرته خوښ سو اوله باچا څخه يې رخصت واخیست، ولاړ څو چې خپله لورپه دې پوهه کړي چې د زوی حق نيږدې وي.

رابیا د لیونی په څېر جګه سوه او له خپلو پيروانو څخه يې و غوښتل چې سفرته چمتوسي، باچا او وزیر د باچا په باغ کې د هماغه سېب تروني لاندي ناست وه چې ملنګ یي سيبان دم کړي وه، په دې وخت کې دوی ته خبر را ورسېد چې پتې خان د بست له ښاره وتلی شپه یې بهر تېره کړې او سهار رابیا هم  پسې خوځېدلې ده.

باچا د سېب وني ته وکتل او ويې ویل: ( هغه غریب ملنګ خپل مڼې بېرته واخستلې)، وزیر ورته وویل( بلي؛ مګر ډېر خواږه سېبان وه)، پتې چې کله له بست څخه بهر سو یوکلي ته ولاړ چې ډېر ښکلی باغ پکښې آباد و، باغ ته ورغی ترڅو هلته له ملګرو سره مشوره وکړي چې په کوم لور د سفر یون ته دوام ورکړي، کرم او پردل دده له بې پروا پهلوانانوڅخه وه اوترنورو ملګرو يې پتي خبره اوریده، هغوی ورته وویل چې شپه به همدلته تېره کړو اوسهار به حرکت وکړو، دوی دواړو غوښتل چې د هندوستان به لور ولاړسي، شهزاده ته يې مشوره ورکړه چې یو لکړه به جګه کړو سهارچې په هر لوري کږه وه په هغه خوا به ځو، شهزاده ورسره ومنل، نيمه شپه (کرم) له خوبه راجګ سو او لکړه يې د هندوستان په لور کږه کړه، سهار یې مخ په هندوستان کاروان وخوځوی،  مازدیګر مهال يې په یو دښت کې دمه سوه خیمې يې ودرولې او آسونه یې اېله کړه، څلوېښت خیمې يې جګي کړې چې په هري یوې کې یوپهلوان اوسېدی، کله چې شپه دوې حصې تېره سوه پيره دار، ځوانان له خوبه راپاڅول، که ګورې چې د دوی په لور په آسونو سپاره خلک را روان دي، دوی جګړې ته چمتوسوه، کله چې سواره کسان را نېږدې سوه (پتې) پوه سو چې (رابیا) له خپلو ملګروښځو سره د دوی خواته راځي، چې را ورسېده په ډېري خوښی او خوشحالی يې د ښادی اورونه بل کړه او د دوی راتګ يې په خوښيو ولمانځی.
په رنګین سهارکې د هندوستان سیمي ته ورسېدل، په دابله ورځ د بست په ښارکې په ځينوکورونوکې میندو په سرو سترګو ژړل، اوخپلي لوڼي يې یادولې، په دې پيښي سره د نجونو پلرونه ډېر سخت په غوسه وه او باچاته د عدالت کولو د غوښتني په پار راټول سوه، دوی باچا ته وویل چې (پتې) اوملګرو يې د بست ښځي تښتولي او زمونږ عزت او ابرو يې لوټلې ده، باچا ډېر خفه سو امريې وکړ چې وزیر يې ورته حاضرکړي، وزیرچې راغی خلکوته يې وویل( ای خلکو؛ زه هم ستاسو له ډلي څخه هغه کس یم چې لورمي(رابیا) چې تاسو( ژېړه بلبله) ګڼل هغه هم ستاسو د لوڼو له مخه تښتېدلې ده، اما؛ ما باچاته ګیله ونه کړه چې ستا زوی زما لور تښتولې ده، زما لور داسي  زړه درلود چې د یوه عشق په مینه کې لیونی و، همدې لیوني زړه خپله لاره ونیول، زه يې د تللو څخه خبر سوم اما ومي نه سو کولای چې مخه يې ونیسم، ځکه هرهغه څوک چې په زړه پسې ځي مخه یې نه نېول کېږي، هغه زما یوازنی اولاد و، تاسو خولا ډېر اولادونه لری، دانجوني به آخر د یو ځوان سره په نکاح کېدلې اوستاسو له کوره به تلې، دوی داسي کار نه دی کړی چې تاسو یې ملامتي پردوی یا نورو ور اړوی، لور هغه خزانه ده چې مونږته د ډالی کولو لپاره راکړل سوې ده، اما لکه د نورو برخو باید خپل پرځای ډالی شي، بهترین ځای د دوی لپاره هغه دی چې دوی يې په خپله خوښ کړي، زه چې څومره پوهېدلم هغه مي تاسوته وویل، نور نو اختیار د عادله باچا په لاس کې دی چې هر امر کوي هغه به ترسره کوو)

باچا وزیر ته آفرین ورکړ او خلکوته يې داسي وویل:( ای خلکو! زه ستاسو په منځ کې بوډا سوم په تاسو کې به ترټولو بوډا او داوږد عمرخاوند داسي څوک پيداسي چې ماته ووایي چې ما کله هم عدل نه وي کړی اوپرتاسومي ستم کړی وي؟ ماخو د ښه اولاد هیله کړې وه او که چېري مي اولاد ښه اوصالح نه وي نو د هغه هرظلم اوستم به غندم ځکه د هر پلار اولاد چې بد عمل کوي باید پوښتنه یې وکړي، او که زوی يې بد وي باید بد يې وګڼي، ونه چې لا میوه يې قوي او له کیفیته ډکه نه وي ارومرو کوم عیب اوناروغي لري، زه چې تل د خلکو د زړونو د خوښی ارزولرم همدغه شرم مي بس دی، چې ومي نه سوه کولای چې د داسي زوی پلار و اوسم چې خلک مي د هغه له کبله وستایي، هغه مي لکه بل هر ظالم وګړی له خپل وطنه وشړی، اوپه دې غمجن نه یم، اما ستاسو لورګاني په خپلو هیلو پسې تللي دي، د دوی هیلي زما د زوی له هیلو سره چې غوښتل يې پرخلکو ظلم وکړي، توپير لري، دلته نو خبره د زړه ده نه د هیواد؛ او زړه هغه هیواد دی چې باید وساتل شي، زه ددې لپاره چې وطن ولرم ترخپل زوی تېر سوم، او ستاسي لورګاني ددې په خاطر چې د زړونو هیواد وساتي تر خپلو پلرونو تېري سوې، ورځئ له بل باچا څخه هم و پوښتئ چې هغه باچا عشق او ځواني ده، زه نه سم کولای چې ستاسو بوډاګانو په ډلي کې ددې باچا سره چې هغه د ځوانی قوت او نېروده وجنګېږم، زه له دې څخه وېرېږم چې ستاسو د حق په درکولوکې له نورو سره ظلم اوبې عدالتي راڅخه ونه سي، که تاسو له دې پورته غوښتنه راڅخه وکړی نودا به زما سره جفاه وي، اولکه چې باچا نه باید پر خلکو ستم وکړي، همداسي خلک هم باید پر خپل باچا ظلم اوستم ونه کړي، زه چې ترکومه حده پوهېدم هغه مي درته بیان کړه نور نو چې ستاسو څه خوښه وي هغسي وکړئ).
خلک ټوله چٌپ سوه اوخپلو کورونوته ستانه سوه.

(پتې) او ملګرويې مزل وکړ ترڅو چې هندته ورسېدل، اوس نه پوهېدل چې چېرته ولاړسي، یو کلي ته ورسېدل پتې خپلو ملګرو ته وویل آسونه مو د خلکو کروندوته ور خوشي کړی، ملګرویې همداسي وکړل، ډېر وخت نه و تېر چې د کلي خلکو د دوی آسونه بېرته ورته راوړه، او دوی ته يې وویل چې خپل آسونه وتړﺉ ځکه زمونږ کښتونه خوري، (پتې) خپلو ملګرو ته وویل: (ددې کلي خلک په اتفاق دي او پردي خلک د دوی په منځ کې ژوند نه سي کولای، درځئ چې داسي کلي ته ولاړ سو چې خلک یې یو له بل سره دښمنان وي).
سبا کوم بل کلي ته ورسېدل بیایي هم خپل آسونه د دوی کروندوته ورخوشي کړه، دوی هم لکه د هغه بل کلي خلک په یوالي سره ټول ورته ودرېدل، د (پتې) دوی کاروان له دې ځای څخه هم وکوچېدی، بله ورځ د (ګواریانو) کلي ته ورسېدل، اوبیا يې خپل آسونه د خلکو فصلونوته ور خوشي کړه اما ددې کلي خلک په خپل منځ کې په اتفاق نه وه، یوه به يې آسونه خپل له کروندې د بل کروندې ته ورشړل، او ټوله یوله بل سره په ضد او نفرت کې وه، (پتې)، (کرم) او( پردل) ته وویل:( داهغه ځای دی چې مونږ کولای سو پکې و اوسو).

د (ګواریانو) په کلي کې یو لویه کلا وه دوی پرېکړه وکړه چې په دې کلا کې به مېشته کېږي، (کجویانو) نه غوښتل چې (پتې) دوی دلته و اوسېږي اما کله چې پوه سوه چې د څلویښتو جنګي زلمو سره يې په وسه نه ده پوره نو مجبور سوه کلا يې ورپرېښودل، او دوی ته يې عذر وکړ چې که مونږ له کلا څخه بهر سو نو دښمنان مو یرغل راباندي کوي، او ټوله وژني، (پتې) د دوی دښمنانو(ګواریانو) ته ورغی ترڅو په منځ کې يې سوله وکړي اماهغوی ورسره ونه منل، نو جګړه يې ورسره وکړه او د (ګواریانو) له ډلي یې څوتنه ووژل، دې قبایلو باچا درلودی، کله چې دې خلکو عدالت ترې وغوښت، باچا، (پتې) ته پېغام ورلېږی اوپوښتنه يې ترې وکړه چې ته څوک يې؟ اوڅه غواړې؟ ولي دي زما د خلکو کلا په زوره  ورڅخه نيولې ده؟ (پتې) خپل ملګري را ټول کړه او د باچا پېغام یې ورسره شریک کړ، او وروسته يې باچاته ځواب ور ولېږی:( د بست د باچا زوی یم، پلارمي جبر راسره وکړ، وطن مي ور پرېښود اود نصیب شمال مي د سفر لکړه دې خواته راکږه کړه، قسمت دې خاوري ته راوړم، دلته راغلم ترڅو ستاسو مېلمه و اوسم، اما خلکو مي پرمخ دروازې راوتړلې، کله چې د دوستانو پرمخ دروازه وتړل سي، نو همدا دروازه به د دښمنانو پرمخ پرانستل کېږي، مونږ غواړو چې دلته ژوند وکړو، د بست نجونو او د هیرمند اولادونو دا ماڼی خوښه کړې ده، د هغه شهزاده لپاره چې پلار يې له وطنه شړلی وي دا نړی تنګه ده، که باچا غواړي چې له دې کلا څخه ووزو نو بهر به سو، خو له باچا سره به جګړه ارومرو کوو، ما غوښتل چې د قبایلو سره روغه وسي اما هغوی جګړه غوره کړه، تاسو ورته ووایاست چې دوی دي و جنګېږي اما ماتېږي دي نه).

کله چې دا پېغام باچا ته ورسېدی، نو فکر يې وکړ او وروسته يې ورته ولیکل: د مېلمه د درناوي او لحاظ په خاطر هغه څه چې تېرسوي دي زما له خوا درته بخښه ده او کلا دي هم تاسوته درپاته وي، ما د خپل پلار په ځای وګڼه؛ ترڅو چې بل مدعي پیدا نه سي بې غمه خپل ژوند کوئ او کلا ترهغو ستاسو ده څو چې خپله باعث نه سئ، تاسو به ورڅخه بهر نه کړم، ښایي چې شهزاده ګان ټول( لکه کرم ونه اوسې، مونږ نه غواړو چې له مېلمنو سره وجنګېږو، اما د مېلمه سره هم نه ښایي چې پر کوربه ستم وکړي).

(پتې) چې کله د باچا لیک ولوست، ملګري يې را وغوښتل او باچاته يې د رالېږلي لیک غوره ځواب ورلېږی، او خپل ملګروته یي وویل( ښه به داوي چې ددې وطن له باچا او خلکو سره ښه ګزاره وکړو، د باچا له لیک اوپېغام نه داسي ښکاري چې پوه اوزړور سړی دی، سره ددې چې دلته يې زمونږ اوسېدل نه خوښېږي، اما کولای سي هغه څه چې نه غواړي له هغه سره په زغم او حوصلې جوړجاړی وکړي، چې داچاره پرته له پوهو او زړورو خلکوڅخه بل څوک نه سي ترسره کولای).

(کرم) له دې ناستې څخه په خښم اوخفګان ولاړ سو، څېره يې ډېره قهرجنه وه، ټولوته يې په طعنې سره وویل:(زه نه پوهېږم چې د بست د شهزاده  پر اور يې  څه سړې اوبه واچولې، چې دده د زلمیتوب ګرمه وینه يې په بدن کې سړه کړه، باچا مونږ ته داسي ځواب رالېږلی چې مونږ وډاروي، که مونږ دده دا پېغام قبول هم کړو، بیا به هم دی مونږ په آرامه پرېنږدي، هغه غواړي چې زمونږ زړورتوب و آزمايي، باید له هغه سره وجنګېږو ترڅو چې پوه سي چې دده برداشت سم نه دی، که چېري دده خلک ټوله عدالت و غواړي بیاهم دی نه سي کولای چې مونږ له دې ځایه وشړي او یوازي خپل خلک و غواړي ).

د بست د شهزاده پرطبعې داخبري ښه ونه لګېدې، لاس يې توري ته کړ ترڅو دوی و پوهوي چې زما په وړاندي ګستاخي د منلو نه ده، اما(پردل) جګ سوه اوهغه څه چې (کرم) ویلي وه هغه يې تاید کړه او نورو ملګرو هم د پخلي سر ورسره وخوځاوه، شهزاده چې ولېدل چې د ټولو ملګرو رایه یوده نو د تاوتریخوالي څخه لاس په سر سو او په نرمی يې ملګروته وویل:( زه ستاسو د زړورتیا اوشهامت قدر کوم، اما ستاسو په منځ کې داسي څوک سته چې تر ما زیاته زړورتیااوشجاعت ولري؟).

ټول بې ږغه وه شهزاده په لوړ آواز وویل:( دا لومړی ځل دی چې زما ملګري ځواب نه راکوي، او زما ږغ نه اوري، نه پوهېږم چې روزګار زما حلق ته رانجه ور اچولي او آواز مي نه پورته کېږي او که د دوی په غوږونو کې يې مالوچ ایښي دي؟)، ټول ملګري سکوت وه، شهزاده بیا ناري کړه:( مونږ خپل له وطن څخه شړل سوي یو، اما هري ځمکي ته چې ورسېږو هلته باید خپل ژوند وکړو... آیا دا مو هیر کړي دي چې ږغ کول ستاسو لرغونی دود دی؟ زه خپل پوښتنه دریم ځل بیاهم تکراروم)، ټول ملګري بیاهم چٌپ وه (پردل) پورته سو او ویي ویل( زه خپل او ټولو ملګرو له اړخه ستاسوڅخه بخښنه غواړم)، وروسته ټول د شهزاده په درناوي اودرېدل، او بیا هریو خپلې کوټې ته ولاړه، يو څه موده په همدې توګه تېره سوه، یوه ورځ (کرم) د کلا له بام څخه دباندي کتل، که ګوري چې هلته وړاندي یو لوی کاروان تېرېږي، دی سمدستي له بامه راکښته سو، او خپل پر آس يې پښه راوړل ځان يې کاروان ته ور ورسوی، هلته یې ولیدل چې  په دې لویه قافله کې اوښان ورو، ورو ګامونه پورته کوي، له باروړونکو خلکو څخه يې و پوښتل چې دا قافله د چا ده؟ قافله سالار ورته وویل: (دا د هغه باچا خزانه ده چې پر مونږ اوتاسو حکومت کوي)، (کرم) ورته وویل:( زه غواړم چې دا قافله خپل کلا ته بوزم)، د قافلې سالار یو قوي او پهلوان سړی و د (کرم) سره يې جګړه ونښته اما ماته يې و خوړه، کرم هغه و واژه او قافله يې خپلي کلاته را وګرځول، په دې ورځ د بست شهزاده او نور ملګري يې په ښکار وتلي وه، (کرم) خزانه چيرته پټه کړه او اوښان يې خوشي کړه، کله چې باچا ته ددې پېښي خبر ورسيد ډېر په خښم سو او امريې وکړ چې عسکر يې ملاوي وتړي اوجنګ ته چمتوسي، شهزاده له ښکاره داسي ستړی راستون سو چې که يې وخت درلودای نو داسي به وېده سوی وای چې د لمر سره به يوځای له خوبه را جګېدی، په دا بله ورځ سهار (رابیا) د بام له سره ولیدل چې د کلا شا اوخوا عسکرو نيولې ده، (پتې) يې له خوبه راويښ کړ، (پردل) ته یي امر وکړ چې پرسپاهیانو ږغ وکړي او ترې و پوښتي چې څه نیت لري، یو پهلوان له کلا نه بهر ځواب ورکړ، چې د باچا عسکر جګړې ته راغلي دي، کله چې یې سبب ترې و پوښت نو څرګنده سوه چې د باچا د خزانې د تروړلو له وجهي يې دلته هجوم راوړی دی، شهزاده (کرم) را وغوښت هغه ټول حقیقت ورسره شریک کړ، شهزاده ډېر غمجن سو اما ملګرویي وویل:( مونږ د جګړې تږي یوتاسو ولي پريشانه یاست؟)، شهزاده ورته وویل: (جنګ مرګ را وړي، مرګ د مسولیت څخه د ژغورلو لار ده، اما د ژمني نقش هغه مرګ دی چې مسولیت لري، هغه څه چې ما پرېشانه کوي هغه جګړه نه ده؛ کاش! کرم لکه څنګه چې جګړې ته چمتو دی مونږ يې د جنګ نه مخکې له ماتي سره نه وای مخ کړي)، وروسته د بست شهزاده یو لیک ولیکی او باچا يې د اصلي حقیقت څخه خبر کړ، باچا په بهانو پسې ګرځېدی، دې ته حاضر نه سو چې خپله خزانه بېرته واخلي او له جنګ څخه وګرځي، (پتې) او ملګروته يې خبر ورکړ چې سبا سهار د جنګ لپاره چمتوالی ونیسي او میدان ته را ودانګي، په هغه وخت کې پهلوانان یو له بل سره لاس په لاس جنګېدل، جګړه يې ونښته او دوی دېرش ورځي پرله پسې سره وجنګېدل، د (پتې) دیرش ملګري يې ور څخه ووژل، د باچا د عسکرو د مړو شمېر هم درې سوه تنوته ورسېد، لس ورځي نور يې هم سخته جګړه سره وکړه، د (پتې) (نه) پهلوانان نور هم ووژل سوه، د باچا شپېته تنه عسکر هم په وینو کې و رغړېده، یولسمه ورځ د بست شهزاده د جګړې میدان ته ورغی او دېرش ورځي يې پرله پسې جګړه وکړه، د باچا ډېری پهلوانان یې ووژل، کله چې میاشت را نوې سوه نو د بست سپوږمی(رابیا) شهزاده ته وویل: نور جنګ ته مه ځه! شهزاده ورته وویل:( نه پوهېږم ته څنګه ما له جګړې څخه راګرځوې؟).

رابیا ورته وویل:( یو ډېر پرېشانه خوب مي ولید، خوب کې مي ولېدچې یو نوراني سپین ږېری راسي او زما پړونی راڅخه واخلي، خپل د آس پر شا يې و غوړوي، زه چې هرڅومره زاری ورته کوم نه یي راسره مني، راته وایي چې زه خپل سېب بېرته د بست له باچا څخه اخلم، نوځکه زما اندېښنه ده، چې ښایي تاته زیان ورسېږي).

شهزاده هغه ښکل کړه او د جګړې د میدان په لور وخوځېدی، په دې ورځ د بست ښځو د پهلوانانو مړي پر خپلو کټونو ایښي وه او خپل رنګین شالونه يې پرې هوار کړې وه، د کلا بام ته ختلي وې او د جګړې د میدان ننداره يې کول.

(رابیا) په دې وخت کې داسي ناره وکړه:( د پتې کرنګه نعل به دي زرین کړم، د پتې کرنګه نعل به دې زرین کړم_ که دي دا وار پتې را وړ خپل امیل به ستاد غاړي لونګین کړم).
ښځو ناڅاپه ولیدل چې د (پتې) آس د کلا په لور منډي را وهي، دوی ګمان وکړ چې پتې د جنګ له میدان څخه تيښته را وکړه، د ښځو چغي ترآسمان اوچتېدلې، د کلا دروازې ته يې ځانونه و رسول ترڅو دروازه ورته پرانیزي، (رابیا) پرښځوږغ وکړ:( هغه پهلوان چې د جنګ له ډګرڅخه را تښتېدلی وي هغه ته نه باید دروازه خلاصه سي)، (پتې) چې کله د کلا دروازې ته ورسېد، له آس څخه را ولوېدی،( رابیا) چې دروازه پرانیسته ګوري چې (پتې) ځان رارسولی ترڅو د جنګ په میدان کې ونه لوېږي او ددې په غېږه کې خپل آخري ساه ورکړي، د دښمن غشی يې پر زړه لګېدلی و، شهزاده نور، ساه ورکړه او له خپلوتللو ملګرو سره یوځای سو، ملنګ خپل سېب د بست له باچا څخه بېرته واخیست.

پای.