کوچۍ پېغله
ليکوال: استاد عبدالرحمان پژواک / ژباړن: همت عمرزوی
په ټول دښت کې خودرویه ګلان راټوکېدلي او داسي غوړېدلي دي چې ټوله پسرلنې هوا او فضايي عطرینه کړې ده، داسي ښکاري لکه د میو اومشکو وږم چې پر صحرا خپور وي، هغه کېږدی چې ددې زرغون دښت په لمنوکې د رنګارنګ تازه ګلونو په منځ کې پلني دي؛ د ورځي لمر او د شپې له خوا سپوږمی خپله رڼا پرې پېرزوکوي، آزاد طبعه کوچیان نراوښځي د ورځي له کېږدیو وزي او په دې لوی دښت کې خورېږي، د دښت پراخه فضا لانورهم د زلمیو شور اوخوښي په سر اخلي، کله چې دا پېغلي اوزلمي ماښام مهال بېرته خپلو کېږدیو ته په شوق راګرځي او د نغریو پرڅنډو انګارته څنګونه وهي نویوښکلې حلقه جوړوي؛ د دوی د خوښیو او مجلسونو شور او وږ، وږ له دې تنګي کړۍ څخه آن آسمان ته لاره کوي.
دا وګړي د طبیعت رښتیني بچیان دي، داسي ښکاري لکه هغه ماشوم چې د مور له خوږې اومینه ګري غېږي نه وي جدا شوی، اوکله چې شونډي د مور له تیو لري کوي، په معصومانه انداز مورته ګوري، دوی هم په داسي انداز د طبیعت غېږي ته کتل کوي، که حرکت کوي نو هماغه حرکت دی لکه ماشوم یې چې د مور په غېږ اولمن کې کوي، که آرام کوي نو هم لکه د ماشوم سکون اوخوب چې د مورپه غېږکې پرته له کوم تشویش او وېري په ډاډمنه توګه وي، دوی هم همداسي وي، ژړایي بې الایشه ده؛ لکه د هغه ماشوم په څېر ده چې له موره شېدې غواړي، تبسم یې هم لکه د سهارني پاک نیسم سره چې ګلونه غوړېږي او وږم يې له دریابونو، غرونو، دښتونو او دروڅخه پورته کېږي همداسي برېښي، دوی(کوچیان) په خپلو روښانه زړونو، دنیا اوطبیعت ښکلی او آباد، دښت اود غرولمني شنې او خړوبي، پسرلنی وريځي د اوبو ډکي، ژمنی آسمان صاف او بې وريځو، سیندونه مست، چينې بهاندي، ګلونه او واښه تراوتازه، د غواو تي له شېدو ډک او وري چاغ غواړي، له دې څخه پرته بله هیله او ارزو نه لري.
کله چې د دښت له هوسیو اوکبلیو سره مخامخ کېږي، باور يې دادی چې دې معصوم مخلوق ته زیان ونه رسوي، صحرایی کوتروته ډبري نه ورغورځوي، اوپه دې عقیده دي چې ددې بې آزاره ژوو ښکارول بد شګون لري، شرمښان تقویه کوي ځکه د دوی له لوري وړو وریو ته د زیان اوښتو په خاطر تشویش لري ، پر سپیو لوراندي اومهربان دي ځکه پوهېږي چې دا حیوانان تردوی کمزوري او ساتونکي دي، او د دوی سره د هره نېکی د قدر اووفاداری ښکلی تاثر محسوسوي، کوچیان د خپلو اوښانو په ناروغه کېدو خفه اوغمجن کېږي، آن د زاغ له ږغ څخه د خوښی د زېري تلقین کوي، دوی په داسي عقیدې اوباور متعقد دي چې هیله اوقوت ورکوي او د خیر او صلاح سبب يې ګرځي، او خپلو باورونو ته د خرافاتو او وسوسو نوم نه ورکوي، د دوی زړونه د رښتینولی اومیني ځالي دي، ځيګرونه يې د سپېڅلتوب او پاکی کورونه دي، د دوی ساده او له ظرافت څخه ډک ژوند مونږته لکه جادویي افسانه ده، هغه څوک چې لکه زه د دوی له دنیا سره آشناوي، دا پېژندګلوي پرټول جهان نه ورکوي، هرکاروان چې د شپې له منځه تېرېږي او د ستورو پاشلي اوربڅري خاموشه کېږي؛ اوهره ورځ چې پای ته رسېږي او د لمر زریني وړانګي د توري شپې او تورو کېږدیو په منځ کې غروب کوي، ورسره جوخت زما خاطرې لا هم را ژوندی کېږي، هغه کوچیاني کاروانونه مي په یادېږي چې نور یې کوچ کړی او پرته له دې لوی دښت څخه يې بله کومه نښه نه ده راپاته، د بل کړو اورونو شغلې یې تراوسه زما په زړه کې بلخېږي، هره ساه چې کاږم ددې شغلو د ژوند د دوام مرستندویه ده، اوکله چې جلوې اوپرتو کوي نو زما د اوسني ژوند هغه تیاري وريځي چې زما لېوالتیا او خوښي يې را پيکه کړې ده هغه له منځه وړي، زه له هغو کوچیانو څخه چې زمونږ کلي ته نېږدې دښت کې خپلي کېږدی دروي، ښې او خوږې خاطرې لرم، داسي خاطرې چې زما د ماشومتوب ښکلی ژوند پکښې نغښتی اوپټ دی، اما د زمانې د تند سیلاب تېزو څپو دا خواږه یادونه زما د زړه له پردوڅخه لا هم نه دي وړي، هغه شېبې هیڅکله نه هېروم چې د خپلو همزولو ماشومانوسره یوځای د دوی کېږدیوته ورتلم، دوی به مونږ په ډېري خوښی او څومره مینه ګر اوماشومانه انداز بدرګه کولو، هغه بوډی انا؛ چې د خپل ژوند اتیا پسرلي یې د صحرا د ګلونو په نندارې تېرکړي وه د خپلي ورته ګراني یوازنی توري چرګي ټولي کړي هګی به یي په څومره مینه اوپېرزویني ماته ډالی کولې، ددې خاوند د قوم مشر وو، ددې لپاره چې ماخوښ کړي او د خپلي مېرمني ډالی لانوره هم ارزښتمنه وښیې نوماته به يې ویل چې دا هګی يې زما څخه پټي کړي وې او خاص يې ستالپاره یې ساتلي وې.
د کورنی کوچيني لمسي يې د دوی په لور په ډېر حسرت ورکتل، زه اوس داسي احساسوم، چې زماددې همزولي ماشوم د کتلو له اندازه څخه د اوښکواوکینې د اورنی برېښناپړق پورته کېدی، هغه یوازنی ماشوم و، چې کېږدیوته زما په ورتګ نه خوشحاله کېدی، ځکه دده په نظر زه هغه غل وم چې د انااونیکه نازونه چې ده ته یې باید ورکولای هغه مي ورڅخه تروړل.
کله چې به کورته راستنېدم ښځو اوپېغلوبه ډول ډول صحرایی ګلونه او د خوشبویو ګلدستو سوغاتونه راکول، ترڅو یي کورته د دوی خواهرخوانده وته ور وړم، هغه وخت د دوی له دې ډالیوڅخه چې کورته مي راوړي ډېرزیات خوښېدم، اما اوس داسي احساسوم چې کومي ډالی چې ما له کوره دوی ته وروړې، هغه د دوی د سوغاتونو په مقابل کې چې له دښت څخه يې رالېږلې ډېري کمي اوعادي وې، کله چې باراني ورځي تېري شي، د کوچیانو پسرلنی سهار هم پای ته ورسېږي، دا خلک سوزونکی لمر نه خوښوي، سمدلاسه کډي تړي اوکوچ ترې کوي، درې ورځي د دوی له بارتړلو څخه تېري شوي دي، داچې د شپې تیارې او خاموشي پر دنیا را خوره شي، نو د سپيو د غپا آواز تر غوږونو رسېږي، آیا سږکال کوچیان کوچ نه کوي؟ دغه پوښتني ټول کلی په سر اخیستی و، د څلورمي ورځي په مازدیګر د ځوانانواو ډول ږغ واورېدل شو، آیا ټوله قبیله ددې آواز اورېدلوته انتظار وه؟
هغه ښکلې پېغله چې څلور لسيزي پسرلي يې د ښکلو ګلونو په ننداره د شنو دښتونو په منځ کې لوبي اومستي کړې وه، له هغه زلمي سره چې مینه يې ورسره درلوده کوزده شوې وه، د کوزدې شپه سهار سوه، کله چې د سهار سترګه راپورته سوه اوصبح ودمېدی، ځوانه پېغله چې ټوله شپه نه وه ویده سوې ولاړه سوه او کوچینې هینداره یی را واخسته، د لمر روښنایی ته انتظاره وه ترڅو خپل پريشانه څېره پکښې وګوري، کله چې يې په هینداري سترګي ولګېدې، ویی لېدل چې شپې يې تور، پېچلي اومشکین ویښتیان ورنه وړي دي، او پرځای یي د سپینو ويښتیانو یو دسته ورته راوړې ده.
څو څاڅکي اوښکي يې له سترګو راوڅڅېدې، ددې لپاره چې حقیقت پټ کړي د بهانې د موندلوپه لټه کې سوه ترڅو د ټبر له تورسرو اوسپين سرو څخه خپل خجالت نهام وساتي؛ پرته له خاموشی څخه يې بله چاره ونه موندل، کله چې د لمر شغلو ټول ځایونه روښانه کړه، د قبيلې خلکو په خپلو منځو کې یوله بله پوښتني کولې چې ولي يې داڅو ورځي د کډو تړل معطله کړي وه؟ ښه شوه چې د لور ویښتیان يې په یوه شپه کې سپين شول، خدای تعالی(ج) دي نوري کېږدی له بدي ارواح څخه وژغوري، ژرترژره باید کوچ وکړو هسي نه چې کومه بله بلا اوټکه مو پرقبيلې را نازله نه شي.
سپين سرې ښځه ورو ورو د اوښ له څنګه پر لاري تله، د دښت او غرو د لمنو ګلان يې بویول، د کاروان د جرس ږغ لانوره پريشانه کول، قدمونه يې داسي اوچتول چې تابه ویل پرځمکه لوېږي، ددې اوښ ترټولو شاته وروستی پاته و، هغې څو ورځي د لمر په رڼاکې سفر وکړ، او څو شپې يې پرله پسې د ستورو اوسپوږمی رڼاته دمه وکړه، اما روح يې لاهم غمګینه او احساس یې نور هم ګډاو وډ اوغمجن کېدی، په سترګو کې یې د غم، پریشانی او ناهیلی له تاثره پرته بل څه نه محسوسېدل، پرمخ يې د غم څپې له ورایه ښکارېدې، چې د ژوند روښانه خوا يې ددې له نظره پټه کړې وه، ځان یې په ډاراوتیاره کې احساسوی، داسي تصور يې کوی لکه شپه چې حمله پرې کوي، د لاري په اوږدوکې چې به کله هم چینې ته ر سېدله نو ژربه يې خپل مخ پکښې کاته، اوپه دې تمه وه چې ګوندي وېښتیان به يې بېرته تور شوي وي، کله چې به يې له ځان سره په فکر کې داسي سوچ وکړ چې نور خلک به ددې په راز خبرشي؛ نو ټکان به یې وخوړ، اوغوښتل به يې چې وتښتي، پرته له ځانه بل چا رحم نه پرې کاوه، کله هم چې انسان پرته له ځانه بل څوک ونه لري چې خپل غمونه اودردونه ورسره و وېشي، نو پر بدمرغی يې عواطف او احساسات شور کوي، او په ډېر لوی غم اوخپګان کې را ایسارېږي، تر ټولو لویه بدمرغي داده چې انسان خپل راز په خپله زغمي او داسي څوک و نه لري چې له هغه سره يې شریک کاندي.
د پېغلې د سپینو وېښتیانو آوازه د هغې ترزلمي خاوند پوري هم رسېدلې وه، اما نوموړي نه سوه کولای چې په دې آوازي باور وکړي، کوچۍ پېغلي خپل اوښ ډېر شاته ساتی، ترڅو له خپل زلمي خاوند سره مخامخ نه شي، هرڅه يې کولای شوه چې ویې زغمي اما دايې نه سوه کولای چې د خپل محبوب سره مخامخ شي، په هره اندازه چې پوښتل کېدل نه یې سوه کولای چې حقیقت څرګند کړي، په دې لړ کې دوکاله نور هم تېرسوه او زلمي څو سفرونه وکړه، پيسې يې هم وګټلې، یوه کېږدی او څو اوښان یې هم درلودل، چې کولای سوه د خپلي مېرمني ژوند پرې تامین کړي، د واده امکانات یې برابر سوه، ښځي اوزلمي پر شنو دښتونو په ګډاوو او اتڼونو سر سوه، پر لوړي غونډی يې کېږدی له بلې کېږدی څخه په کم واتڼ کې درولې وه، زلمي د لومړي ځل لپاره ولیدل چې د مېرمني وېښتیان سپين دي، د سپوږمی په رڼا يې باور وکړ، مېرمني یې د حقیقت د پوښتلو نه پرته بله وېره نه درلوده، ددې د نېکمرغی په دنیا کې له سپينو وېښتو پرته بل کوم سبب آغیز نه درلود، شپه په تېرېدو وه چې پېغله خپل خاوندته مخاطبه سوه اوپه فریاديې ورته وویل: ما ستاسره خیانت نه دی کړی! زلمي ډېر سخت ټکان وخوړ او په سترګوکې يې داسي اورنی شغلې وبرېښېدي، چې دی يې ټول وسوزوی، اما خاموشه ودرېد او د وېرې او حیرانتیا په حالت کې يې پېغلې ته کتل، مېرمني يې بیا ورته وویل بلي! ما ستاسره خیانت نه دی کړی! اما څه مي کولای سوه چې ترسره یې کړم؟ غواړم چې ماته بخښه وکړې ځکه ماهيڅکله نه غوښتل چې ستاسره خیانت وکړم، اما ناچاره سوم زه یو بې وسه ښځه وم، ستا سره يې څه وکړه؟ وېښتیان يې سپين کړه، ما خپله مقابله وکړه، ما غوښتل چې تر هغو ژوندې پاته سم ترڅو یو ځل ستاسره په یوې کېږدی کې ووینم...
اوس باید راته ووایي چې وېښتیان دي څنګه سپين سوه؟
بلي زه هم لېوالتیا لرم چې خپل افسانه درته ووایم، اوله دې څخه وروسته ومرم! ځکه زمالپاره نور ژوند کول ترمرګ لاهم بدمرغه او سخت دی...
********
په دې اړوند زما تبصره اوخاطره:
تبصره:
د استاد پژواک مرحوم ددې ښکلي اوجذاب داستان په لوستلو سړی له ډېرو ظریفو، نوو اومهمو تلقیناتو سره مخ کېږي، له یوپلوه د استاد ښکلی هنري_ طبیعي نثر اوله بله اړخه د افغانستان د ولسي ژوند د یو مهمي برخي یعني کوچیاني ژوند د طبیعي او بې تکلفه کیفونو رنګارنګي اوخوږلني سړی څه لیکلوته حتماً مجبوروي.
د ګران هیواد ولسي_ کلیوالي ژوند د خپلو ډېرو طبیعي او اصالتي ممیزاتو ترڅنګ د کوچیاني مېړني ولس له ژوند اوژواک سره ارومرو سروکار لري، آن ښاري اوسېدونکي هم په یو ډول نه يوډول د وطن ددې اصیلو بچیو یعني کوچیانو سره مخامخ کېږي، مراوده، راکړه ورکړه او مېلمه پالنه اوکوربه کېدنه ورسره تجربه کوي، کوچیان د افغانستان د یو مهمي ولسي کتلې په توګه ددې خاوري رښتیني پالندویان اومضبوط ساتندویان دي، دوی په ډېره لوړه مېړانه اوشهامت تل د وطن په هسکو سردرو، غرو اورغو کې ددې وطن د مالکیت او اصالت ټينګ غرور پاللی اوځلولی دی، د دوی اصیل کلتور، طبیعي ادبیات، روح اوروان ځان ته یو بېل بحث اوځانګړی باب دی.
استاد؛ ددې اصیل افغاني قوم د روح اوروان سره د یو بلد اوپېژندوی انسان په توګه د دوی په ملي اصالت اوتاریخي قدامت پوه اوګاه دی، استاد مونږته په دې هنري داستان کې د وطن د کوچیاني ټبر د ستړي خو مېړني اوسپېڅلي ژوند یو ډېرمهم او جالب طبیعي انځور وړاندي کوي، مونږ د یو لوستونکي په توګه د کوچیاني ژوند ژوروته ور ولې او د افغانستان د قومي جوړښتونو د غوره پېژند اوتشخص تجربه راته څرګندوي، مخکي مو یادونه وکړه؛ د طبیعي نثر دغه غوره ممیزه لاهم مهمه ده چې په تا(لوستونکي) د ژوند دغه تاریکي اوباریکي څنډي ګوري او د نوو اونالیدلو ټکو سره دي بلدوي، په هر صورت، د لویو هنرمندو اوباکماله لیکوالو په سپړنواوهنري پنځونوکې مونږ د ژوند اصلې څېره او پټه معنا موندلای او درک کولای سو.
خاطره:
زمونږ د کلي په شا اوخوا کې به د مني په موسم کې د کوچیانو کډي اوکاروانونه را تېرېدل او د لاري په اوږدوکې به يې کله کله د کلي شاته په دښت کې اویا مخ ته د رود پرغاړه اویاهم لوړ سرته د لنډي مودې لپاره، اړول او کېږدی به يې درولې، یوځل يې د کلي سرته پر کومي هواري دښتي کاروان اړولی و، او توري کېږدی يې د کلي له هغه بل سره ښکارېدې، پلارمي دي خدای تعالی (ج) و بخښي راته ویې ویل چې هلکه ولاړسه او له کوچیانو څخه چې مونږ یې په سیمه ایزه لهجه(مالدار) بولو، کروت او کرتوبه واخله، زه هم له کشر ورور سره یوځای په موټر سیکل د کوچیانو کیږدیو ته ورغلم، نوی زلمکی وم، د دوی د کېږدیو مخ ته مي سیکل ودراوه، کوچیاني ماشومان راباندي راټول سوه، غټو غټو سپيو د کېږدیو له مخه راته غپل، وریو اومرغومانو د ماشومانو د شور سره یو ګډ سازاوغلبه جوړه کړې وه، سره اوښان چوک وه، اود کېږدیو قطار ولاړه؛ د یو منظم طبیعي ژوند ښکلی منظر وړاندي کوی، د یوي کېږدی څخه دوه دري نفر راو وتل، ترسلام کلام وروسته مو خپل موخه ورسره شریکه کړه، په دې کوچیانوکې یو سپين ږېری اودوه نور ځوانان وه، سودا مو سره وسوه کروت اوکرتوبه مو ترې وپېرل، وروسته سپين ږيري کوچي پوښتنه راڅخه وکړه چې تاسو د کوم کلي او کوم خاندان یاست؟ مونږ ورته وویل چې ددې پوري کلي(رنج) یو اود (محمدعمرخان) د کړوسیانوڅخه یو؛ ددې خبري په اورېدو د سپين ږېري کوچي په څېره کې یو جوت تغیر راغی، څېره يې داسي هکه سوه چې لکه څوک چې کومه ډېره مهمه ورکه دوباره ومومي، مونږته يې په ډېري لېوالتیا اوحیرانتیا په ځير ځير کښته پورته وکتل، پر ځوان کوچي ور ږغ کړه: ” هلکه ژرسه یو څه نوره کرتوبه هم راوړه داځوانان د{کاکامادومرخان(محمدعمرخان)} لمسیان دي، چې مونږ یې باید لانور هم قدر اوعزت وکړو، د دوی نیکه عجیبه د ننګ اوجنګ مېړنی سړی و! های افسوس! چې بیابه بل محمدعمرخان پیدانه سي!“
مونږ هم د سپين ږیري کوچي کاکا په دې قدروني او پېرزویني ډېرخوښ سو، د زلمیتوب احساسات وه چې دده ددې مهربانی اومیني په وړاندي به مو څه حق آدایني کړې وي اوکنه! په یاد مي نه دي، خو کله چې کورته راغلو پلارته مو دا کیسه وکړه د هغه د خوښی احساس مي لاهم په سترګوکي دی.
داستاد ددې ښکلي داستان او زما دې نیمګړي ژباړې، تبصرې او خاطرې د حسن اختمام په خاطر غواړم چې تاسو قدرمنو اومعززو لوستونکوته یو څو کوچیانی لنډی ډالی کړم، زما عاطفه او احساسات دي هم پکښي متبلور وي.
يارمي کوچی و کوچ يې وکړ_ مايې خالي انګړ ته وکړه سلامونه
پلاره کوچیانوکې مي ورکړه_ چې تور اوربل مي د اېلبند شمال وهینه
ماد کوچی له ژونده جار کړې_ چې سبایي اوريې بلېږي بوی ترې ځينه.
په پېرزوینه اودرناوي.
٦\١١\١٤٠٣