د احسان الله آرینزي داستانونه (۴)
احسان الله آرینزی
اوښكې
ماښامنۍ تته تياره ورو_ ورو خوريده. د شنو كروندو او د كلي تر مينځ باغونو باندې، تند باد پريوتى او د مني د سړو شپو لومړنۍ يخنۍ خلك ځورول.
بزګرانو كار پای ته ورساوه. بېل يې په اوږو واړولې او په يوه اوږده ليكه كې د ويالې په څنډه، د كلي په لور روان شول.
لكه چې په مروت بزګر ناوخته شوى و . خپلې شونډې يې وچېچلې او شا او خوا يې وكتل . هوا تياره شوې وه. مروت ورو_ورو كلي ته د نژدې كيدو په درشل كې، په دې سوچونو كې ډوب و:
هسې نه چې ناوخته شوى وي ... نن بيا د ميلمنو ناكراره شپه ده ... د خان صيب زوى ورو _ ورو له خپل درانه ټغر څخه پښې وباسي!.
د مروت په يوه اوږه ټوپك او په بله بيل و. هغه وخت چې كلي ته نژدې شو، ودريد او خپلو ملګرو ته يې وويل:
- هغه كسانو چې خپلو كورونو ته ځئ ، سبايې وختي ځانونه زمكو او اوبو ته ورسوئ ... قوماندان نن شپه بيا مېلمانه لري. اوس مې د ده كړه وړه نه خوښېږي. خداى دې خېر پېښوي. موږ په يوه او دى په بله روان دى او مشر خان ډېر ورته په غوسه دى.
بيا يې جانان بزګر په اوږه وټپاوه او ويې ويل:
- ځئ الله مو مل شه .
په دې شپه په رښتيا هم د قوماندان مېلمانه وو. دا راز مېلمانه به كله نا كله داسې وخت راتلل چې مشر خان به له نورو جنګياليو سره په غره كې ديره و. مروت خپل ګامونه چټك كړل. ورو _ ورو د خان د كلا لوى برجونه ښكاره شول.
كله چې كلا ته ننوت، د ديګونو خوندور بوى يې سپږمې وتخنولې. د كلا منځ ښه رڼا و او له لويې حجرې څخه د ساز غږ اوريدل كيده.
مروت خپل بيل كيښود او تر هرڅه د مخه خپلې كوټې ته لاړ.
ټوپك يې وځړاوه او بېرته راغى . ښځه يې هلته نه وه. ښايي چې د مېلمنو له پاره د ننه هم كارونه ډېر وو!
مروت په بيړه د كار ځاى ته ستون شو. د اور لمبو ته يې لاسونه تاوده كړل . ناظر په ځيره ورته وكتل او وېې ويل:
- مروته ډېر ناوخته شوى...
مروت ځواب وركړ:
- هو ناظر صيب كار ډېر و.
ناظر ورته وويل:
- قوماندان ما ته ويلي وو چې تا نن شپه غره ته واستوم. لكه چې مشر خان د كوم كار له پاره غوښتي يې.
مروت په اريانتيا ځواب وركړ:
- زه خو پرون شپه په غره كې وم. خان صيب ولېدم. څه خبره نه وه.
ناظر ورته وويل:
- زه هم نه پوهېږم . ګوره كه ډېرناوخته نه وي لاړ شه . هسې نه چې قوماندان په غوسه شي.
ناظر لاړ او مروت اور ته نور هم نژدې شو. د مروت سترګې څو شېبې د اور دلمبو په رڼا كې، د ديګونو په كتار ونښتې او خپله لنده ژبه يې په خپلو وچو شونډو راښكوده.
اور د مروت د وجود ساړه اندامونه تاوده كړل او كېناست.
د لرګو څو ټوټې يې اور ته واچولې او پرېكړه يې وكړه چې غره ته لاړ شي.
هسې نه چې د كومې جګړې د لپاره كسان په كار وي!
په همدې شېبو كې يې يو ورو شانتې غږ تر غوږه شو:
- مروته!
مروت شا ته وكتل . شپون شامير هلته ولاړ و او ده ته يې پټ شانې لاس خوځاوه .
مروت پاڅېد او د شامير خوا ته ورغى. شامير مروت تر لاس ونيو او دى يې د كلا يوې تيارې خوا ته بوت.
داسې ښكاريده لكه چې شپون شامير ده ته څه وايي. مروت خپل غوږونه د شامير خولې ته نژدې كړل او په بيړه _ بيړه يې شا او خوا ته وكتل. شپون لا هم لګيا و. مروت ولړزېد او رنګ يې د اور په كمزوره رڼا كې تور واوښت .
بيا يې د شامير د ګوتې له اشارې سره جوخت، پاس كوټې ته وكتل او شامير ته يې وويل:
- ډېر بې غيرته سړى يې!
شامير خپله ملامتي ومنله او وېې ويل:
- زه تا ته معطل وم... اوس ته امر كوه. هغه وخت زه يوازې وم.
مروت د رڼا خوا ته رهي شو. سترګې يې د وينو د كاسو په شان سرې شوې وې . غاښونه يې چيچل او په ماغزو يې اور بل و.
- نامرد ... بې غيرت ... ما ته يې د دين او وطن د ساتنې له پاره ټوپك راكړى دى او وايي چې پردې راغلې؛ خو دى خپله...
شامير تر لاس ونيوه او وې ويل:
- ټوپك هر ځاى پكارېږي ته يې دا نن شپه ګوره!
مخامخ د لويې حجرې پلن ديوال په رڼا كې ډېر لوى ښكاريده او له حجرې څخه د مستو خنداګانو غږونه راتلل.
مروت خپل غاښونه داسې وچېچل چې شونډې يې وينې شوې او د حجرې خوا ته نورهم ځير شو. هلته په حجره كې د خنداګانو او ساز غږونه سره ګډوډ كيدل.
په حجره كې قوماندان له مېلمنو څخه پاس ناست و او مخې ته يې د لوټونو څو بنډلونه پراته وو.
مروت لا همغسې حجرې ته هك پك ولاړ و او په خوله كې يې دې لويې چيغې ځان وتلو ته برابرواوه:
-- نامرده ... بې غيرته !..
مروت د حجرې كړكۍ ته نژدې شو. هلته د ناظر څنګ ته ودرېد او د حجرې په ننداره بوخت شو. د كوټې سرې غالۍ بيا په لوټونو پوښل شوې وې!!!
ناظر مروت ته مخ واړاوه او وېې ويل:
- ته لا نه يې تللى؟ قوماندان به ډېر په غوسه كړې.
مروت خپلې سرې او غوسه ناكې سترګې ورواړولې او په تونده لهجه يې ورته وويل:
- ځم خو لږ وروسته! ته لږ صبر كوه ناظر صيب.
ناظر مروت له كړكۍ څخه ګوښه كړ او وېې ويل:
- ما په قوماندان مه سپكوه. چې غره ته نه ځې، سترګو ته يې نېغ مه ودرېږه.
مروت ځواب وركړ:
- ستا د قوماندان سترګو ته نور كتى هم نه شم ناظره!
ناظر غوښتل چې څه وپوښتي؛ خو د ډوډۍ غږ وشو او ناظر د ديګونو خوا ته ورغى.
دا وخت مروت ځان له نورو څخه غلى كړ او پټ د خپلې كوټې خوا ته لاړ. ټوپك يې جګ كړ، څو ځلې يې ښكل كړ او ورته ځير شو:
- ته خان ماته راكړې. ما په تا ډېرې ګولۍ وچلولې او د ډېرو يرغلګرو زړونه مې په تا سوري - سوري كړل؛ خو دا ځلې زه په خپله خوښه په تا ګولۍ چلوم !
همغسې چې د ټوپك جاغور تر خولې په ګوليو ډك و، د مروت ذهن هم د خپلې ښځې په انځورونو ډك و. د كوترې په شان يوه بپوسه ښځه، د يوه خونړي پړانګ په منګولو كې بې ستره شوې ده ؟؟!
مروت لږ ځنډ وروسته مصمم له كوټې څخه ووت او له ځانه سره يې وويل:
- هرو مرو كسات اخلم... دې نامرد كه زما په عزت دانګلي زه به هم د ده له نوى ناوكۍ څخه كسات واخلم!
او ډير په كراره د ننه كلا خوا ته رهي شو. د مېلمنو په وجه په ګڼه ګوڼه كې څوك په ده ونه پوهېدل . زينې ته نژدې شو او د سترګو په رپ كې د قوماندان د نوې ناوكۍ كوټې ته ودريد.
زړه يې په كلكه ټوپونه وهل. سا يې بنده _ بنده كيده او په بيړه يې شا او خوا كتل . دا مهال هم د ده سترګې او د ده ذهن د هغې بېوزلي ښځې په چيغو او د څيرلو جامو په انځورونو ډك و، چې د يوه خونړي پړانګ په منګولو كې به بې ستره شوې وي!
ناڅاپه يې تړلې دروازه په كنداغ ووهله ، دروازه دړې وړې شوه. مروت په يو ګام د كوټې مينځ ته ټوپ كړل او ناوكۍ ته يې ټوپك ونيوه:
- پام !! چې غږ و نه باسې!
نوې ناوكۍ د مروت په هيبتناكو كتلو دومره وبېرېده، چې چيغې يې په ستونې كې وچې شوې او د يوې بيوسه كوترې په شان ترهېدلې او تروره پاته شوه.
د مروت په څيره كې د قهر، كسات او غوسې څپو غوپې وهلې او په سترګو يې سرې وينې اوښتې وې.
ناوكۍ لا هم د يوې ډبرينې مجسمې په څېر چوپ ولاړه وه.
مروت ناوكۍ ته ځير و . خپله ښځه يې تر سترګو شوه، چې همداسې بيوسه به د قوماندان په مخ كې وچه كلكه درېدلې وه، او ځان ورته د همده په څېر ځناور ښكاره شو. خپل هغه لاس يې چې د قوماندان د نوې ناوكۍ په لور غزيدلي و، بېرته ټول كړ او په ژړغوني غږ يې وويل:
_ نه ... نه ... دا كار نه كوم!... ناوې خوركۍ دا ډول كسات نه اخلم ! زه به په بل ډول كسات واخلم.... دا سم كسات نه دى، دا تيرى دى! ... دا سپكاوى دى... دا د بې غيرته خلكو كار دى!
له كوټې څخه يې ټوپ كړل او په همغه لار چې راغلى و، په پټه بېرته ستون شو او پرله پسې يې دا خبرې تكرارولې:
_ نه ... نه ... زه سم كسات اخلم. بې غيرتي نه كوم!
د لويې حجرې د پاسه د كمكۍ كوټې په دروازه لوى كولپ پروت و! مروت دا وخت د كولپ د خلاصولو وخت او حوصله نه درلودل. په دروازه يې ور ودانګل او هغه يې په څو كُنداغه بېرته كړه.
هلته دى د خپلې ښځې له مړي سره مخامخ شو !! مروت دا وخت له ډيرې اريانتيا ، قهر او غوسې نه لكه د ټال هسې وزنګېد. د ده ميرمن په څېرلو جامو كې د كوټې په مينځ كې پرته وه. د مروت سپږمې د انسان د وينو په بوى ډكې شوې. د ګوګړو د خاشو په لږ- لږ رڼا كې مروت په دې پوه شو چې دې ښځې د خپل كيڼ لاس رګ پرې كړي دی!
د مروت په سترګو كې د اوښكو چينې وخوټېدې او پاڅېد:
- زه به ستا كسات هرو ... مرو ... او ډېر .... ژر اخلم . همدا نن شپه .. همدا اوس ... ځنډ نه دى په كار...
او لاندې يې وځعستل:
- نامرده ... بې غيرته ... زه به اوس خپل جهاد په تا بشپړ كړم. ستا پلار ما ته دهمدې له پاره ټوپك راكړى و؟!
د كلا په انګړ كې نيغ په نيغه په حجره وروخوت:
- لېرې شئ له مخې ... ليرې شئ ...
او د ټوپك ګيټ يې كش كړ.
په لويه حجره كې بيساري شور زوږ وو او د كوټې سرې غالۍ په لوټونو پوښل شوې وې . د مروت چيغو ټوله حجره ولړزوله:
- بې غيرته ... زه به اوس خپل جهاد پوره كړم!
د قوماندان په سترګو چې د نڅا په ښكلا ډكې وې، ناڅاپه توره شپه شوه او ټوله كيسه يې په ذهن كې ژوندۍ شوه. وخت ډېر پرې تنګ شوى و. لكه چې نور نو پېښماني بې ګټې وه!
حجره د ماشيندارو په ډزو ډكه شوه. د سترګو په رپ كې د قوماندان سينه غلبېل غلبېل شوه او څوكسان نور هم ولګېدل .
مروت لا هم ډزې كولې او د څو ګيسونو رڼايي یې ټپ کړه.
پاته مېلمنو او مزدورانو لور په لور ځغستل . كله چې مروت وروستنۍ رڼا ټپ كړه، يو چا تر لاس ونيوه او د كلا د لويې دروازې خوا ته يې كش كړ.
***
هغه وخت چې تر اوږدې جګړې وروسته، د سپيده چاود لومړنيو سپينو وړانګو د شپې د تورې تيارې لمنې څيرلې، مروت او شامير خپل ټوپك ښكل كړل ، يو تر بله سره غاړه غړۍ شول او د غره په لور يې په اسونو پښې واړولې.
دوى لا غره ته نه وو رسيدلي چې له ليرې يې په خان سترګې ولګېدې . د اسونو اوږد كتار د كلي په لور روان و. مروت او شامير خپله لار كږه نه كړه او همغسې نيغ سره ورغلل . مروت خپل ټوپك چمتو كړ؛ خو خان په تش لاس له خپله اّسه راكېووت. مروت ته يې له ليرې غيږ پرانسته او وې ويل:
- راځه پچيه ... راځه بچيه چې لاس دې ښكل كړم.
مروت هك اريان ودريد. بيا خان پرې غږ كړ:
- راځه بچيه ، په لاس دې بركت شه!
مروت خپل ټوپك شامير ته وركړ او مخامخ خان ته ورروان شو. خان خپله غېږه نوره هم ارته كړه او وې ويل:
- بچيه ، جهاد دې مبارك شه!
هغه وخت چې خان او مروت سره غاړه غړۍ شول. نورو جنګيالو د دوی دواړو اوښکې او ژړاوې ولیدې!
پاى
17/6/1992
كابل
پرديسي
په ډيلې كې مې د استوگنې يوولسمه روځ وه چې د ( اپوگر) په لوى پارك كې له وزير سره مخاخ شوم. ښه په خوند روغبړ مو وكړ. كه څه هم چې ما په ډيلي كې په دې لنډه موده كې ډېر افغانان ليدلى وو؛ خو د وزير په لېدو ډېر خوشاله شوم؛ ځكه په كابل كې مې هم ورسره پېژندل او كله نا كله به مو بنډار كاوه.
دى همغه وزير و. هېڅ بدلون نه و پكې راغلى. زموږ د وطن او زما د ښار او زموږ د كوڅې وزير. كله چې دى په وطن كې و، ډېرو خلكو دا خبرې ځينې اورېدې:
- دلته ژوند تدريجي مرګ دى ... دا وران وطن... دا ويجاړ وطن!
او چې يو نيم چا به پوښتنه ترې وكړه:
- نو څنګه وكړو؟
ده به په غوسه ورته وويل:
- له دې ځايه تېښته په كار ده ... دا هېڅ د ژوند ځاى نه دى... دلته هېڅ تمدن نشته!
وزير به تل ويل چې له دې وران ملك نه د باندې، هرځاى ژوند شته، تمدن شته، خوښي شته ...
بيا به يې سوړ اسويلى ويست او وبه يې ويل:
- خو دلته هېڅ نه شته ... له دې ځاه تېښته په كار ده.
زما په حساب وزير څو مياشتې مخكې له خپلې ميرمنې او كمكۍ لور سره يو ځای وطن پرېښود او د كابل د سپرليو خوندورې وږمې يې، د ډيلي په سوزنده او بې خونده تودوخه بدلې كړې او ځان يې پرديسي كړ.
وزير تر جوړ تازه وروسته سملاسي په خندا شو او وېې ويل:
- ته هم راغلى !؟
او بې له دينه چې ما ځواب ته پريږدي، وېې ويل:
- اخر ټول راځي ... ما خو درته ويلي وو چې له هغه ځايه تېښته په كار ده!
ما ورته وويل:
- زه د درملود پاره راغلى يم.
ده بيا هم وخندل او وېې ويل:
- ټول په اول كې يو څه وايې... په هر نامه چې وي خلك له هغه ملكه تښتي!
او زياته يې كړه:
- هغه ډېر وروسته پاتى ملك و... جګړې نور هم ويجاړ كړ... هلته ژوند تدريجي مرګ و.
تر ډېرو خبرو وروسته، وزير خپله پته راكړه او ټينګار يې وكړ چې ماښام كور ته ورشم. زه په دې بلنه ډېر خوشاله شوم؛ ځكه چې د لنډو روځو مسافرئ او يوازيتوب او د روغتونونو لالهاندې ستوما نه كړى وم.
***
ماښام مهال و چې د زاړه ډيلي د ( بليماران) په تنګه كوڅه كې، د يوې ودانۍ په دريم پوړ كې د وزير كور ته ورسېدم. دوى كوچنۍ كوټې يې په كرايه نېولې وې. د خونې هوا توده او نمجنه وه .
د وزير كمكۍ لور ناروغه او پړمخې پرته وه.
مور يې وويل:
- دا يې د تبې څلورمه روځ ده... ماشومه چور ويلى شوه... دا تودوخه هېڅ د زغم نه ده.
بيا يې خپل خاوند ته وكتل او وېې ويل:
- زه د لته ډېره خپه يم. پوره ستومانه شوې يم. كشكې بېرته تللې واى.
وزير ما ته وكتل او وېې ويل :
- وينئ... دا نه هلته په كابل كې ښځه وه او نه دلته!
ما ته د دوى د ژوند بهير پوره څرګند و. كله ناكله به يې په كوچنيو خبرو شخړه وه.
زه لا نه پوهيدم چې څه ووايم چې بيا د وزير غږ پورته شو:
- ما خو په كابل كې درته ويلي و چې زه هلته له ژونده بېزاره شوى وم. ځوان وم، پيسې مې درلودې، ښايسته وم او ځان ته مې دا حق وركاوه چې خوشاله ژوند وكړم. وخت ښه تېر كړم او...
زه يې په خبرو كې ګډ شوم او ومې ويل:
- ژوند دې بد نه و، كور دې درلود، پلار دې ژوندى و، لكه همغسې چې تا وويل پيسې دې درلودې... دا ده شكر ښځه لرې، لور دې شته او...
ده په خندا زما خبرې غوڅې كړې او وېې ويل:
- دا شيان بس نه دى. هلته مې سا بنده- بنده كېده. په هغه وروسته پاتې ملك كې ژوند كول عبث وخت تېرول وو. زه ډېر ازاد ژوند غواړم، هره شيبه بايد ښه تېره شي.
بيا يې خپلې ښځې ته وكتل او وېې ويل:
- لكه په غرب كې !...
او ما ته ځير شو:
- ژوند هلته ژوند دى ... څه نه دي چې نشته... تا نه دي ليدلي. د ځمكې د مخ جنت دى جنت!
ښځې يې ورته وويل:
- نو بيا دې دا دومره وخت په هغه ملك كې څه كول؟ له اوله به هملته تللى وې، غرب ته. هغه ځاى چې ته يې ارمانجن يې او زه دې بيا څه كولم؟ داسې ښكاري چې تا واده او د كور ميرمنې ته اړتيا نه درلوده. ستا چې چېرته ښه هلته شپه. نن دلته، سبا هلته!
وزير په كراره وخندل او وېې ويل:
- لكه چې بيا دې شور ته ملا تړلې؟...
او ما ته يې وكتل:
- زموږ هره روځ شور دى . زه يو څه وايم او دا بل څه. نه پوهيږم څه وكړم؟ اصلاً زما پلار غلط شوی و، زه او دا ښـځه ډېر سره ليرې ياستو!
ښځې يې په قهر ورته وويل:
- زه هم همدا وايم . زه او ته په رښتيا چې ډېر سره ليرى يو. زه د (كور) ښځه يم او ته د (بازار) سړى!
زه پوه شوم چې دوى بيا سره شول. دوى په كابل كې هم همداسې وو. په لږ خبره به يې شور و. ښځې به ميړه ګرم باله اوميړه ښځه. ده به په ښځه بد ويل او ښځې په مېړه. ښځې به ځان تر نارينه ښه باله او نارينه تر ښځې؛ ځكه مې هڅه وكړه چې د دوى د ناندريو مخه ونيسم . كله چې دوى لږ غلي شول، ښځې وژړل او ما ته يې وويل:
- تا ته خو زموږ د ژوند ټوله كيسه معلومه ده. دا اووه- اته كله ما داسې تېر كړي لكه په اور كې. هره روځ ناندرې، هره روځ ترخې خبرې او هره روځ شور.
ما ورته وويل:
- ګوره زه ناروغ يم او د درملو له پاره راغلى يم. هيله كوم چې زما د پاره كراره شه.
دې وويل:
- ته؛ خو په دې پوهيږي چې اته كاله مخكې مې له وزير سره واده وكړ. په تقدير كې به همداسې ليكل شوي و. زموږ له گډ ژوند نه يو كال تېرشوى و، چې پوه شوم چې په سينه كې مې دوه زړونه درزيږي او لنډه موده وروسته مور شوم، ګيډۍ وزيږيده. دا ټوله كيسه ستا د سترګو په وړاندې تېره شوه، ته زموږ په ژوند ښه خبر يې.
دا وخت يې خپله ناروغه كمكۍ لور له ځمكې نه پورته كړه او وېې ويل:
- زه مې هره شپه خپله لور په همدې كيسه ويده كوم او ورته وايم چې ته دې خپل مالي ښه وپېژنه. همدې و چې زما په زړه كې يې ستا تخم وشينده؛ خو بيا يې خپل كښت پرېښود او د پرديو په غم كې ډوب شو. هغه ځان د هوسونو په سيند لاهو كړ اود نورو په سترګو كې د نيكمرغۍ په لټه پسې ورك شو.
د ښځې خبرو ډېره اغيزه راباندې وكړه؛ ځكه مې سگرټ بل كړ او وزير ته مې وكتل، غوښتل مې چې په هغه باندې د دې خبرو اغيزه ومومم. لكه چې هغه هم زما په نيت پوه شوى و:
- زه دا خبرې نه منم. زه له خپله ژونده ستومانه يم او ډېر ليرې ځم. له ملكه وتښتيدم چې هرڅه هيركړم؛ خو دا ښځه او هغه ګيډۍ ما نه پريږدي. همغه ويناوې، همغه څيرې او همغه ستومانونكى ژوند! زه دلته هم په ځنځيرونو كې ښكيل يم؛ خو زه ځوان يم، تكړه يم، پيسې لرم او دا ټول ما ته دا حق راكوي، چې ځان پوره ازادي ته چمتو كړم. زه بايد خپل وخت حرام نه كړم، تېرې شيبې بېرته نه راگرزي!
ښځې سوړ اسويلى ویست، ورو يې خپلې اوښكې پاكې كړې او پاڅيده چې ډوډۍ راواخلي.
***
دوه اونۍ وروسته په ( جيون هسپتل) كې بستر وم. ما بايد يوه مياشت په روغتون كې تېره كړې واى. ما ته داسې ايسيده لكه د خپل وطن په كوم روغتون كې چې پروت وم. تر نيمايې ډېر ناروغان زما د وطن خلك وو.
يوه روځ د روغتون په بڼ كې ګرزيدم چې د وزير په ميرمن مې سترګې ولګېدې. سملاسي مې پوښتنه ترې وكړه:
- خيریت دى... دلته څه كوي؟
هغې خپلې اوښكې پاكې كړې او وېې ويل:
- گيډۍ ډېره ناروغه ده ... تبه يې روځ په روځ پورته ځي.
او وېې ويل:
- وزير لاړ!...
ما په بېړه پوښتنه ترې وكړه:
- چېرته لاړ؟
مړې اوښكې يې تويې شوې او وېې ويل:
- هغه ځاى ته چې ډېر يې ارمانجن و!
ما په تعجب ورته وويل:
- څنګه لاړ؟... تاسو يې چا ته پرېښودې؟
دې وويل:
- تقدير ته؟!... يوه شپه ناوخته راغى او وې ويل چې سبا ته ځي. بس همدا يې ويل چې عبث ژوند نه شم تېرولاى. پنځه روځې ځواني ده... ده حتى خپل كښت ته هم ارزښت ورنه كړ، ګيډۍ يې هم ناروغه او پرديسه پرېښوده. هغه د شنو سترګو او طلايې ويښتانو شوق ليونى كړى و...
دا وخت ما د دې خبرې پرې كړې او پوښتنه مې وكړه:
- اوس ته دلته بستر يې او كه گيډۍ؟
دې وويل:
- كه رښتيا درته ووايم، دواړه. ګيډۍ د تبې په اور كې سوځې او زما په زړه باندې هم اور بل دى. ژوند ډېره بدمرغى راباندې راوستې ده. اوس دلې د گيډۍ ناروغي ټال كړى يم او كه نه سمدلاسه بېرته ځم. ګيډۍ ډېره ناروغه ده. په خپل پلار پسې ډېره خپه ده، يوه شيبه يې نه هېروي. د لوبو گڼ سامانونه مې ورته پيدا كړي دي. هغه خپل پلار غواړي؛ خو پلار ميراث مړى يې نه پيدا كيږي. هغه نا ځوانه په پردي ملك پرديسان كړو.
خدازده چې زموږ خبرې به لا څومره اوږدې شوې وې، چې پرستاره راغله او زه يې د لاس په اشاره وغوښتم.
***
دې كيسې هك پك حيران كړى وم، خپله ناروغي مې څه كوي چې دې پيښې بيا له سره ناروغ كړى وم. درې روځې كېدې چې د وزير ميرمن بېسده پرته وه. راز- راز دارو درمل ورته ايښي وو: خو دا همغسې بسيده وه او په خوله به يې سپين ځګ درېدلى و.
پرستارې كيسه راته وكړه:
- دا دريمه روځ ده چې دا ښځه بېسده پرته ده، زورور شوك يې ليدلى دى.
ما پوښتنه وكړه:
- شوك؟
پرستاري ځواب راكړ:
- هو، شوك. دا ښځه خپله لور غواړي.
ما ورته وويل:
- لور يې ورته وركړى، هغه خو په همدې روغتون كې بستر ده.
پرستاري په تعجب وويل:
- دا څه وايې؟ نن د هغه كمكۍ جلۍ د مرګ درېمه روځ ده. درې روځې مخكې سهارى تبجنه جلۍ راپورته شوې وه او پلار- پلار نارې يې وهلې. لكه چې خپل پلار يې په خوب ليدلى و. بې وزله جلۍ له ځايه پاڅيدلې او د پلار په لټه له كوټې څخه د باندې وتلې وه، مور يې په هغه لومړې روځ دومره موږ ته وويل چې زه داسې وخت له خوبه ويښه شوم چې لور مې د دريم پوړ برنډې ته رسيدلې وه.
ما په بېړه پوښتنه ترې وكړه:
- برنډې ته !؟...
پرستاري وويل:
- هو، برنډې ته. او تر هغه چې مور يې وردانګل، ماشومه د دريم پوړ له برنډې څخه لاندې غورځېدلې اوماغزه يې لور په لور شيندل شوى و!
زما سر وچورليد، د ټول بدن وينو مې د ماغزو په لور وځغستل، سترګې مې پټې- پټې شوې ، لاس او پښې مې كرخت شول او همدومره مې وويل:
- ځاى په ځاى مړه شوه؟
پرستاري ورو وويل:
- هو، ځاى په ځاى.
ورو مې شونډې بېرته شوې:
- نو دا شوك بې علته نه دى. هر څوك چې له داسې صحنې سره مخامخ شي، همداسې شوك ويني.
بيوزلې مور همغسې بيسده پرته وه، په خوله يې سپين ځگ درېدلى و او ورو- ورو يې دا كلمه تكراروله:
- اخ ... پردیسي ... ژونده... گيډ...ۍ ....گې....ډۍ...لورې!
پاى
۱۳۶۸/۳/۲
نوى ډيلى - هند
تـور خــال
د ښار د ژاندارمو او پوليسو د قوماندان د انتظار په خونه كې بيسارى ګڼه ګوڼه وه. د شپيته- اويا كسه نارينه وو، ښځو او ماشومانو زاريو او ژړا، زورور زوږ جوړ كړى وو.
د پوليسو يوې څانګې دوه روځې مخكې، د هغه څو زره كسانو نومونه خپاره كړي وو چې بنديان شوي وو؛ خو اوس ژوندي نه وو او ټول په پټه وژل شوي او تر خاورو لاندې شوي وو!
د انتظار پـــه خــونه كې څو ښځو ژړل. د دوى د بنديانو نومونه هم د مړو په لست كـــې نــــه وو او هــــم یې د ښار پــــه لوى محبس كې څه پــتـــه نـــه لګېده او مــحــافـظـيـنـو يې د كتنو په روځو كې جامې نه اخيستې.
د انتظار د لويې خونې پاسنى خوا ته يو بريتور افسر ناست و، چې د سترګي لاندې تورخال يې ښكلې برېښېده.
ده د عارضينو يوه - يوه عريضه څيروله او د عريضې خاوند ته يې په غوسه -غوسه كتل:
- ځه ورك شه، چې سړى دې مړ دى، زه څه وكړم؟
- ښځې ميړه دې كوم بل ځاى ولټوه!
- ځه ماشومان دې ماته مه ژړوه. ورشه او ميړه دې له خدايه وغواړه!
- ځه رنګ دې ورك شه بوډا، ته پرون هم راغلې وې!
- ځان په ما مه وژنه او سپيه، زوى خو دې زما په جيبونو كې نشته!
- تا ته وايم او شيشكې، ته بيا د هغه ضد انقلابي او خاين انسان د مرګ يا ژوند په تپوس راغلې يې؟!
دا ځلې بريتور افسر خپل سګرټ ته ښه په زور پوكى وركړ او ځوانې ښځې ته يې بد – بد وكتل:
- دا څووم ځل دى چې زما وخت نيسې… ستا مېړه زما او زما د فلسفې دښمن و… كه هغه ژوندى پاتې وي، دا ځلې يې زه وژنم. ګوره چې نوره دلته رانشې. ستا تک راتګ بې ځايه دي. د هغه خاين ژوند چې ته يې په پوښتنه راوتلې يې، موږ ته ډېر خطرناكه دى!
ښځې بيا هم وژړل. خپل دوه بچي يې وړاندې د افسر مخې ته وروستل او په ژړا – ژړا كې يې وويل:
- ګوره وروره ! قسم په خداى دى چې ميړه مې بې ګناه دى. د هغه غلط رپوټ شوى او بې ځايه نيول شوى دى.
بريتور افسر غاښ ورته وچيچل:
- هغه زه پېژنم. هغه كتابي او حسابي اخوانى دى اخوانى ! هغه دومره ښكاره اخوانى دى چې هېڅ غلط رپوټ ته اړتيا نشته .
او بيا يې وسله وال سرتيري ته امر وكړ:
- دا ښځه له كوټې څخه وباسه!
د ښځې ژړا ډېره شوه:
- د خداى د پاره مې يو ځلې قوماندان ته پرېږدۍ . زه غواړم چې هغې ته د عذر ځولۍ وغوړوم او لږ یې په خبره وپوهوم…
سرتيري ښځې ته زارۍ وكړې:
- ځه خورې او ما لاس اچولو ته مه اړ باسه!
ښځې خپل دواړه ماشومان د خلكو په ګڼه ګوڼه كې، د قوماندان د خونې د دروازې خوا ته ټيل وهل؛ خو سرتيري يې مخه ونيوه او دا ځلې يې په غوسه وويل:
- ته لكه چې په خبره نه پوهېږې. ما ته امر شوى دى چې تا وباسم.
ښځې چې اوس يې نو چيغې وهلې، بيا د بريتور افسر خوا ته د اميد سترګې واړولې:
- وروره! د خداى د پاره مې د قوماندان….
د برېتور افسر اّمرانه غږ جګ شو:
- دا د سپي لور چې په هيڅ خبره نه پوهېږي ووهئ.
څو سرتيرو ښحه په ټيله - ټيله د دروازې خوا ته كش كړه.
ښځې ژړل. ماشومانو يې هم ژړل او په خونه كې نورو كسانو هم بټ پټ ژړل.
له دروازې څخه ښځې بيا هم افسر ته سترګې واړولې. د افسر د مخ تور خال او د هغه له قهره ايشيدلى توره څيره او تور بريت، ښځې ته ډېر كرغيړن په نظر ورغلل.
ښځې په چيغو - چيغو كې ويل:
- خدايه دا چيغې مې ته واوره.
بيا د افسر چيغه واورېدل شوه چې سرتيرو ته يې ويل:
- وباسۍ دا خلك زما له كوټې څخه وباسۍ… څوك خپل مېړه غواړي، څوك خپل زوى غواړي، څوك خپل ورور غواړي… ته به وايې چې ټول زما په جيبونو كې پټ دي… وباسئ دا ځناور او له دې ځايه يې ورك كړئ!
څو شېبې وروسته د كمربندونو د وهلو تړقهارى واورېدل شول او د دوه دريو كسانو په تنديو باندې وينې وبهېدې.
سرتيرو نر او ښځې په وهلو - وهلو دهليزونو ته وشړل او لا يې هم وهل.
ښځي هلته له خپلو دوه بچيانو سره لا هم ژړل او ورو – ورو شا ته خوځېده:
- خدايه … زه به له دې بچيانو سره څه كوم؟ د چا كور ته لاړه شم. له چا مرسته وغواړم… څه وكړم خدايه؟
***
د ښار د لوى جيل په دروازو كې ګڼه ګوڼه وه. ډېرو كسانو خپلو بنديانو ته پاكې جامې، خواړه او خطونه راوړي وو.
ډېره موده كېده چې يوه ښځه د جېل د دروازې د پنجرې شا ته ولاړه وه. د دې ښځې دوو كمكيو ماشومانو هم ځانونه په پنجره پورې ځړولي وو او لوبې يې كولې. دې مخكې د خپل ميړه شهرت او پخوانۍ پته يوه سرتيري ته وركړى و چې احوال يې ورته راوړي.
هوا توده وه. ښځې د انتظار وژونكې شيبې تيرولې. د دې شا او خوا تګ راتګ ډېر و. سرتيرو د ځينو بنديانو غوټې وړې او پايوازانو ته يې ځوابيه ليكونه يا نښې راوړې. يو نيم پايواز ته يې دا احوال راووړ چې بندي دې نشته او ناڅاپه به د هغه پايواز چيغې او كوكې جګې شوې…
دا وخت هغه سرتيري له ليري راښكاره شو، چې مخكې د دې ښځې په بندي پسې بلاكونو ته تللى و. د سرتيري بڼه بې خونده غوندې ښكارېده. ښځې ژر- ژر لاړې تېرولې او په خپلو وچو شونډو يې ژبه راښكوده. د زړه درزا يې ډېره شوې وه او د بدن سلول - سلول وينو يې د ماغزو په لور ځغستل.
كله چې سرتيرى راورسېد، دواړه يو بل ته چوپ ودرېدل. نه ښځې د ويلو او پوښتنې څه لرل او نه سرتيري د ځواب د پاره!
دواړو نيغ يو بل ته وكتل. د سرتيري شونډې دوه درې ځلې ورپېدې، سترګې يې زمكې ته ونيوې او ورو غوندې يې وويل:
- ستا بندي دلته نشته… ما ټول بلاكونه ولټول!
بيا يې ښځې ته د خواخوږي په سترګو وكتل او وېې ويل:
- خداى ښه پوهېږي.
او بېرته روان شو.
د ښحې سر وچورلېد. سترګې يې تورې شوې او كوكې يې له خولې ووتلې. كله يې چې ځان په ژړا ښه موړ كړ. پاڅېده، د خپلو دوو بچيانو اوښكې يې پاكې كړې او ځان يې تګ ته چمتو كړ.
دا وخت يو موټر د محبس د دروازې مخې ته ودرېد، چې لومړى دوه درې وسله وال سرتيري او بيا همغه بريتور تور افسر ځنې ښكته شول.
افسر جېل ته ننوت. هغه تور بريت، توربخون مخ او د مخ تور خال ښځې ته ډير كرغيړن په نظر ورغلل.
***
د پيښور تودوخه ډېره لوړه وه. لكه چې د دوبي سوزنده لمر څو نيزې ټيټ شوی او په ټول ښار اور بل وي.
درې روځې كېدې چې دا ديرش څلويښت مهاجرې ښځې دې دروازې ته راتلې. دا د يوه مشر سړي دفتر وو چې هره روځ ډېر بيوزلي خلك، د يو څو روپيو مرستې د پاره ورته راتلل. په يوه څنډه كې دوه ښځې سيوري ته ناستې وې او ورو – ورو په خبرو لګيا وې:
- خورې پرون مې درته وويل چې د مېړه مړى او ژوندى مې ورك شو. ډېرې دروازې مې په سر ووهلې، خداى ته مې ډېر عذرونه وكړل، نذرونه مې ومنل، چيغې مې وكړې او خلك مې تر زنه ونيول. بچيان مې چې هغه وخت ډېر كمكيان وو، ډېرو كسانو ته په ننواتې وروستل او ډېرو ته مې سر لوڅ كړ. هيچا زړه راباندې ونه سيزه او د مېړه د مړي يا ژوندي ايكې يوه خبره يې هم راته ونه كړه.
بلې ښځې خپلې اوښكې پاكې كړې او ويې ويل:
- ټول كباب شول بچۍ ټول.. ما خو هغه بله روځ كيسه درته وكړه… داسې دوه زامن مې له لاسه وركړل چې د پښۍ په شان سپين او نازك وو. هغه چې هر څه وو تير شول، ته دا اوسنى کړاو ګوره!
لومړنۍ ښځې وويل:
- هو مورې له څكك څخه پاڅېدو او ناوې ته كيناستو!
مشرې ښځې وويل:
- هو بچۍ. كله چې زما د زامنو او ستا د ميړه او زموږ د نورو خويندو، وروڼو دښمنان راپريوتل، ما ويل كه خداى كول دا دى اوس مې ارمان پوره شو او د خپلو نازولو بچو د مرګ سختي به هېره كړم؛ خو ارمان چې داسې كانې راباندې وشوې چې هغه مې پرې هير شول. ته وګوره لورى چې زموږ له كوره ځوانه جانه ښځه وركه شوه. همغسې چيغې مې چې د خپلو بچيانو په لټولو پسې وهلې وې، بيا هم ووهلې؛ خو داځلې شرم هم ورسره اوبه كړم. ځكه مې لاره بدله كړه او دلته كډه شوم.
لومړنۍ ښځې ورته وويل:
- مورې خداى ښه پوهېږي چې نن به هم زموږ د عريضو درك معلوم شي كه نه؟ خو دا ارمان مې په زړه كې مه پرېږده چې ستا نږور څنګه وركه شوه؟
مشرې ښځې شا او خوا وكتل او وېې ويل:
- لورې كله چې ملحدين لاړل او په ښار چوراو تالان ګډ شو، يو ماښامي ډله وسله وال غله زموږ كور ته راواوړېدل. چا قالينې پورته كړې او چا بكسونه په اوږه واړول. ناڅاپه دوه دريو غلو زما د نږور پوښتنه وكړه. لكه چې دوى پوره معلومات درلودل. بچۍ مونږ دواړو ډېرې كوكې وكړې؛ خو هيچا زموږ چیغې وانه ورېدې. ګاونډيان مرستې ته رانغلل او لنډه دا چې بچۍ زما د همغه نازولي شهيد بچي ښځه يې، چې د همدې كسانو د بري د پاره يې، خپل تر ټولو خوږ شى يا ژوند نذرانه كړى و، داسې وتښتوله چې ما يې درك هم پيدا نه كړ.
له دې لنډې كيسې څخه وروسته په ښځه د ژړا غريو ورغى. ډېرې كوكې يې ووهلې، څو ښځو نورو هم ورسره وژړل او د ښاغلي مشر په انګړ كې يې محشر جوړ كړ.
دا وخت دوه درې وسله وال ساتونكي يو په بل پسې راغلل او ښځو ته يې د چوپتيا خبره وکړه او دوى يې وبيرولې چې كه چوپ نه شي؛ نو بې له مرستې به يې له انګړ څخه وشړي. ناڅاپي دا خبرې په دوه دريو ښځو بدې ولګېدې او له ساتونكو سره يې شخړه پيل كړه:
- دا ستاسو ښاغلى زموږ د بچيانو په وينو ښاغلى شوى دى. موږ هم د هغه پخوانو په ژرنده كې دل شوو او هم ستاسو له لاسه در په در او خاورې په سر یو.
د ښځو شور ورو – ورو ډېر شو. ناڅاپه د مخامخ ماڼۍ د ننوتلو لويه دروازه بېرته شوه، يو توربخونه ږيرور سړى راووت، د زينې د پاسه ودرېد او وېې ويل:
- تاسو د ځان په قدر پوه نه شوئ. صيب د خداى په خاطر د څه مرستې بندوبست كړى و؛ خو ستاسو دا اوسنى ساز د هغه طبع ډېره خرابه كړه او ما ته يې امر وكړ چې تاسو له انګړ څخه وشړم.
دا وخت توربخونه ږيرور سړي يوه قوده كاغذونه، د ښځو په لور غوزار كړل او په كلكه يې وويل:
- داعريضې درواخلۍ او رنګونه مو ورك كړئ!
يوه ښځه دې توربخونه ږيرور سړي ته ښه ځير شوه. د هغه د مخ تور خدايي خال د چاړې په شان، د دې په ګوګل ننوت. سر يې وچورليد، په سترګو يې توره شپه شوه، پاڅېده لږ په مخ ورله او د هغه په مخ يې لاړې وغورځولې.
پاى
13/5/1995
مرى - اسلام اباد
ډوډۍ
زموږ د كلي په مشرانو او كشرانو كې څو كسانو د ښو كارونو د پاره وتلى نوم درلود. اكبر اكا ښه مركچي و. خاټوله ببۍ د ناوې په سينګارولو ښه پوهېده. زليخا ترور د نوي ماشوم په زېږونه كې بركتي لاس درلود. پېغله منګله د خپلې مور لونګې غوندې، د ډوډۍ په پخولو كې نامتو وه او داسې نور.
د منګلې ډوډۍ د ټول كلي له ډوډۍ څخه په زغرده ښه وه. دا ډوډۍ نرمه، خوندوره، ښايسته او سوربخونه وه. منګلې به داسې ډوډۍ پخوله چې تا به ويل، د كلي د ټولو ښايسته نجونو د ډوډۍ ښكلا او نرموالى يې په يوه ډوډۍ كې غونډ كړى دى!
هغه وخت زموږ د كلي ځينو ښځو دا خبره كوله، چې هرهغه څوك چې د سفر په وخت كې د منګلې د لاس خوندوره، غوړه او خوږه ډوډۍ ورسره ولري، سفر يې هرومرو بریالی وي.
منكله په وار – وار د ډوډۍ د پخولو د پاره د كلي ډېرو كورونو ته تللي وه. دې ته د كلي ډېر كورونه لكه خپل كور داسې معلوم وو. دا په ډېرو كورونو كې بلده وه. د اوړو كندو، د بوټو او لرګو خونه، تنور او هر_ هرڅه يې څو_ څو ځلې ليدلى وو.
كله به چې منګله د ډوډۍ پخولو لپاره كوم كور ته وبلل شوه، دى به هلته لومړى دا پوښتنې كولې:
_ څوك له خيره په سفر ځي؟
_ مسافر څو شپې او روځې مزل لري؟
_ مسافر يوازې دى او كه ملګرى لري؟
كله به چې منګله د خپل كار په حساب پوه شوه، د اوړو كندو ته به كيناسته، اوړه به يې دوه – درې ځلې غلبيل كړل، سړې او تودې اوبه، مالګه، غوړي او خوږه به يې برابركړل او بيا به د اوړو په اغږلو بوخته شوه.
منګله په دې پوهېده چې په ټول كلي كې څوك د دې په شان خوندوره او پسته ډوډۍ نه شي پخولاى . دې دا كمال له خپلې مور لونګې څخه زده كړى و. دا په دې پوهېده چې مور يې په دې كار د كليوالو دعا ګټلې وه او اوس د كلي خلك دې ته د لونګې په سترګو ګوري او خپله تر ټولو خوندوره ډوډۍ په دې پخوي.
***
كله چې څو كاله مخكې پردې زموږ په وطن راواوښتل او زموږ خلكو خپلې لويې جګړې ته ملا وتړله، زموږ له كمكي كلي څخه هم د ځوانانو تګ ډېر شو او هره اوونۍ به ډله_ ډله خلك روان وو.
منګله چې اوس نو پوره پيغله وه، نور د ډوډۍ د پخولو د پاره د كليوالو كورونو نه تله او د مسافرو خوندوره او پسته ډوډۍ يې په خپل تناره كې پخوله.
د جګړې په كلونو كې منګلې د هيچا خبره په زمكه نه غورځوله. دې خپله مرسته له جنګياليو څخه نه سپموله. منګلې په دې لويه جګړه كې دا خپله ونډه بلله. دې او پلار به يې په دې اّخرو مياشتو كې د شپې هم د خپلې كمكۍ كلا دروازه نه بندوله. هسې نه چې څوك ناوخته راشي او له تړلې دروازې سره مخامخ شي!
خداى ښه پوهېږي چې منګلې ولې له خپل كار سره دومره مينه درلوده؟ ځينو فكر كاوه چې دا بې موره پيغله خپل يوازيتوب په دې كار هيروي. ځينو به ويل چې منګله د ښې ډوډۍ د پخولو له لارې، له خپلې مور سره خپلې اړيكې ژوندۍ ساتي او دا د لونګې وصيتي ميراث ورته پاتې دى!
ورو- ورو كلونه تيرېدل. د كلي نيمايي ځوانان شهيدان شوي وو. د وړوكي كلي په هديره كې به هره روځ نوې – نوې جنډې رپېدلې؛ خو داسې ښكارېده چې نوي ځوانان په مخ روان وو او منګلې د دوى لپاره همغسې خوندورې ډوډۍ پخولې.
***
ښايسته ډير كلونه تير شوي وو. پردي لښكرې شړل شوې وې؛ خو د جګړې د اور لمبې لا نه وې سړې شوې. لا به هم يو نيم كسان جګړې ته تلل او د منګلې ډوډۍ به يې له ځانه سره وړله.
منګلې اوس هم چې د كلي د يو بريتور ځوان ثمرګل په نامه وه، د پخوا په شان د كليوالو مسافرو سره مرسته كوله.
ثمرګل چې لس كلونه يې د جګړې په تاوده ميدان كې تير كړي و، د شا او خوا سيمو ډيرې جبهې ليدلې او څو ځلې ټپې شوي و.
ده ډېرې روځې له خپل كلي او خپلو خپلوانو څخه ليرې په روغتونونو كې تيرې كړې وې.
هغه وخت چې زموږ كليوال د خپلو دښمنانو په نسكورولو خبر شول او څو شپې د ښادي او خوشحالئ ډزې كېدې، منګلې ثمرګل ته وويل:
_ ګرانه د ټوپك وخت تير شو. هغوى چې ووژل شول، پاك شهيدان دي. ټپيان د مرستې وړ دي او هغه چې روغ رمټ راوتلې، د خداى په شكرانه كې دې كار ته ملا وتړي او…
ثمرګل د منګلې خبرې پرې كړې:
_ ما هم همداسې فكر كاوه؛ خو اوس چې ګورم لا ډير كارونه پاته دى … دا دویمه روځ ده چې زموږ ډله له ښارونو څخه وسلې او نور شيان چلوي. خلك د ډېرو روپيو خاوندان شول!
منګلې چې د ثمرګل په خبره سمه نه وه پوه شوې، پوښتنه وكړه:
_ دا شيان له كومه كوي؟
ثمرګل، سترګې بلې خوا ته واړولې او ځواب يې وركړ!
_ ته لا نه پوهېږې چې دا شيان له كومه كوي؟ !
منګلې وويل:
_ نه ، زه څه پوهېږم!
ثمرګل ځواب وركړ:
_ په ښارونو تالان ګډ دى! هلته كفار اوسېدل. هلته ډېر دولتونه دي ، هلته خلكو هر- هر څه درلودل. اوس زموږ قوماندانان همغه راچلوي.
منګله ډېره چرتي شوه. دې ته داسې ښكاره شوه لكه څوك چې د دې او ثمرګل د ګډ كور، مالونه وړي او خونې يې لوڅې بربنډې پرېږدي.
***
درې روځې وروسته منګله خبره شوه، چې ثمرګل او څو كسه نور ملګري يې له ښار څخه راورسېدل او ډک موټره مال يې راوړی. دا په دې هم پوه شوه چې په دې مالونو كې وسلې، غالۍ، بړستنې، جامې او ډېر نور شيان شته. دا مالونه جنګياليو په خپلو مينځو كې وويشل او دوه سطرنجۍ يې د كلي جومات ته سوغات كړې!
سبا ثمرګل د خپل خسر په كور كې لمر ته ناست و، چې درې تنه نور ملګري يې ورپسې راغلل. دوى د چايو په څښلو كې په خپلو كارونو خبرې كولې:
- اكبري دومره مال راوړل چې سل كاله يې نه شي تمامولاى!
ثمرګل ځواب وركړ:
_ موږ تاسې وروسته پوه شوو.زموږ څو خداى وهلى تكړه هلكان مرسته نه كوي. خير دى اوس هم وخت شته. بې ګټې نه پاته كېږو!
درېيم وويل:
_ له ښاره يې احوال رالېږلى دى چې ژر راشئ. لكه چې غوړه نيوكه يې كړې ده!
منګلې دا خبرې د تناره په غاړه اورېدې او د خپل پلار هغه بيګانيو خبرو يې په غوږونو كې انګازې كولې، چې د مالونو د ويش په وخت كې يې له ورايه اورېدلي وې…
_ دا دوه بړستنې د .. هغه دوه غالۍ د … هغه د جامو پنډه… دا ديګونه او كاسې د …
د منګلې په سر كې يو شور پيدا شو. مخامخ لمر ته ناست كسان، ثمرګل او د ده ملګري كټ مټ ورته د غلو په شان ښكاره شول. ټولو ته يې په كركه وكتل او په زړه كې يې څړيكه شوه.
څو شيبې وروسته د اكبري مور راغله او د اوړو يوه لويه كاسه يې د منګلې مخې ته كيښوده. منګلې بې خونده غوندې ورته وكتل. د اكبري مور ورته وويل:
_ پېغلې بچۍ په لاسونو دې بركت شه. اكبري ورور دې سبا بيا له خيريه روان دى. خداى دې د ده په مخ رڼا كړي. راغلم چې ستا د لاس غوړه ډوډۍ ورته برابره كړم.
د ثمرګل هغه وختنۍ خبرې د منګلې په ذهن كې ژوندۍ شوې:
_ ياره، اكبري داسې مال راوړل چې سل كاله يې نه شي تمامولاى…
او داسې ورته ښكاره شوه چې دا اكبرى، دا ثمرګل او دا نور ياران يې همدا اوس د دوى د كور په لوټ بوخت دي. له ټولو نه يې كركه وشوه او د څو شيبو د پاره يې د اكبري مور ته په پټه خوله وكتل.
د اكبري مور بيا پوښتنه وكړه:
_ بچۍ كله راشم.؟
منګلې شا او خوا وكتل او په زغرده يې ورته وويل:
- ادې! زه نور نو چا ته ډوډۍ نه پخوم !
دا تند ځواب ثمرګل او د منګلې پلار هم واورېد او ټول اريان شول.
منګله هم خپلې پرېكړې ته اريانه وه. د دې د سترګو په وړاندې ډېرو كسانو لور په لور ځغستل. چا غالۍ اوچته كړې وې ، چا بړستنې په اوږه اچولې وې، چا له خلكو څخه جامې ايستلې، چا د لرګو د پاره دخلكو خونې نړولې . ځينو ښځو د خداى پار نارې وهلې او په لسګونو ماشومانو ژړل . هر خوا وژل شوي كسان پراته وو او …
منګلې بيا د پوړني له څنډې څخه په لمر كې ناستو كسانو ته وكتل. ثمرګل، اكبرى او جنت ګل او وبيريده. ټول داسې ورته ښكاره شول لكه سره غله. په سترګو كې يې د اوښكو څاڅكي راوځلېدل. د اكبري د مور د اوړو كاسه يې په لاس شا ته كړه. سر يي وخوځاوه او وې ويل:
_ ادې، نور دا ډوډۍ نه پخوم! كشكې لاس مې مات واى او پخوا مې هم دا كار نه واى كړاى!
د منګلې غوسه شيبه په شيبه ژړغونې کنېده.
د اكبري مور لا همغسې اريانه ناسته وه، چې د ثمرګل ادې هم د اوړو له تغارې سره راورسېده. منګلې له خپله ځايه، د تناره له غاړې څخه نارې كړې:
_ ادې مه راوړه… مه راوړه دا د غم اوړه…. نه يې پخوم!
په كوركې ټول حاضرين چوپ _ چوپ او اريان _ اريان شول. ثمرګل له خپلو همزولو څخه وشرميد. خپل سګرټ ته يې اور ورته كړ او وټوخيده.
منګلې لا هم نارې وهلې:
_ زه ځان نه ګنهګاروم… ادې بېرته ستنه شه.
خو د ثمرګل مور ځان د منګلې د خواښې په توګه، ډېر حقدار ګاڼه او همغسې را روانه وه.
_ادې تا ته وايم. كه د ډوډۍ د پخولو له پاره راغلې يې ، بېرته وګرځه. زه دا ډوډۍ نه پخوم… دا حرامه ده!
دا وخت ثمرګل د خپلې مور په ننګه اوچت شو. منګلې ته يې په ډېره غوسه وكتل او په تنده لهجه يې وويل:
_ څنګه يې نه پخوې؟ … ته او دا لويه خبره ! … زه سبا سهار ښار ته روان يم.
منګله د تناره له څنډې څخه پاڅېده او وېې ويل
_ هر چېرته چې ځې په مخه دې ښه. زه نور دا ډوډۍ نه شم پخولاى!
ثمرګل ډېر په غوسه ورته وويل:
_ته دا حق نه لرې چې ووايې زه دا ډوډۍ نه پخوم . ته دوه درې مياشتې وروسته زما كورته راځې او زما ښځه يې!
منګلې د تناره سر بند كړ او وېې ويل:
_ دا منم چې زه به ستا ښځه وم؛ خو زه خپله غاړه نه بندوم. زه د كلي له شهيدانو څخه شرمېږم!
ثمرګل، منګلې ته په ډېره غوسه وكتل. دې كتلو په منګله اور بل كړ او داسې فكر يې وكړ چې ټوله خواري يې په اوبو لاهو شوې ده.
دا وخت د ثمرګل نور ملګري هم پاڅېدل او ځانونه يې تګ ته چمتو كړل. ټولې سترګې د منګلې په لور كږې شوې. هغې وژړل او خپل ټول زغم يې له لاسه وركړ.
ناڅاپه يې د اكبري د مور د اوړو كاسه، جګه كړه او د ثمرګل د مور د پښو خوا ته غوزار كړه او چيغه يې كړه:
_زما د لاس ډوډۍ نور په دې غلو حرامه ده !…زه يې نه پخوم… زه يې نه پخوم … زه يې ….
ژړا يې په کوکو واوښته، مخ يې په خپل تور پوړني کې پټ كړ او د خونې خوا ته يې وځغستل.
پاى
16/3/1994
حيات اّباد- پېښور