د حاجي ولي محمد لنډې قصې
حاجي ولي محمد
څېړنه او راټولوونه: درویش درانی
حاجي صاحب ولي محمد زه له هغه وخته پېژنم چې دى تش ولي محمد و او بيا مي هغه وخت هم ورسره ناسته ولاړه وه چې دى دوستانو ولي باله۔ ولي ډېري لويې غميزي ليدلې وې، ورور او پلار يې شهيدان شوي وو او دغه كمكى هلك چې پکې ورو ورو په غټېدو و، هغه حالات په وينو لړلي وو۔ دغه چاپېريال د ښاغلي ولي په وجود کې د ميني او شفقت يوه نه ماتېدونكې تنده پېدا كړې وه۔ د خپلو خواږو، دوستانو او تعلقدارانو سره چې څه ډول مينه ده كوله هغه به نه ورور له وروره او نه پلار له زويه يا زوى له پلاره كله ليدلې وي۔ دغه حالاتو د ده شخصيت ورو ورو داسي تعمير كړ چې سپين ږيرى حاجي ولي محمد چې اوس په مخه درشي او خبري درسره پېل كړي نو په يو څو شېبو کې به بيا حاجي صاحب نه وي، هاغه تنكى ولي به درسره ولاړ وي او په مينه او عقيدت به خبري درسره كوي۔
ښاغلى ولي محمد په خټه غبيزى اڅكزى دى او د ارواښاد حاجي دولت خان زوى دى۔ د دوى كورنۍ د اڅكزو د مشرتابه كورنۍ ده۔ نيكه يې د اڅكزو مشهور قامي مشر حاجي زقوم خان و۔ دى پخپله په چمن کې زو كړى او د ۱۹۶۲ء كال د فروري يولسمه يې د زوكړي نېټه ده۔ تر پنځمه پوري يې سبق په چمن کې ويلى دى۔ په ۱۹۷۴ء كال کې يې كورنۍ له چمنه ګلستان ته را كډه شوه او په ګلستان كارېز کې يې واړول۔ تر لسمه پوري بيا ده خپلي زدكړي همدلته په ګلستان کې سر ته وررسولې۔ دلته ولي چې كالج نه و، له لسمه پس بيا چا زدكړي رواني نه شوې ساتلى، ځكه دى كويټي ته لاړ، هلته يې څلور كاله په ګورنمنټ ساينس كالج کې درس روان وساته او د بي ايس سي (Sc۔B) ډګري يې ترلاسه كړه۔ ايم- ايس- سي (Sc۔M) يې بيا له بلوچستان پوهنتون څخه وكړه۔
دلته چې خلك له زدكړو فارغ شي نو په سركاري نوكرۍ پسې په ګرځېدو شي پاى چې ورباندي پېښ شي، نو همدغه يې د روزۍ ذريعه وګرځي۔ خو حاجي ولي محمد داسي و نه كړل۔ ځان يې په كر او كروند بوخت كړ او په څنګ کې يې دوې نوري مشغلې هم ورسره رواني كړې۔ موږ مخکې ويلي وو چې دى د خپل قام د مشرتابه له كورنۍ سره اړه لري. نو يوه مشغله همدغه د مركو او جرګو له لاري د خلكو خذمت شوه او بله يې ليك لوست او تصنيف او تاليف ده۔ په دا دويمه کې يې قلم دومره ګړندى روان دى چې بل هيڅ همزولى ليكوال به يې دومره كتابونه نه وي ليكلي، لكه ده چې ليكلي دي۔ په دغو کې دولس كتابه خپاره شوي دي، چې اوه پکې د افغانستان پېښ ليك دى۔ د سردار محمد داود خان له وخته را نيولې بيا تراوسه چې په افغانستان کې كوم د خوندي كېدو وړ واقعات پېښ شوي دي، هغه ده ټول په كتابي بڼه خوندي كړي او خپاره كړي دي۔ څلور ټوكه يې نور هم شته چې د خپرېدو په انتظار دي۔ يوه د لنډو قصو ټولګه، يوه د متلو د قصو ټولګه او يو په اردو ژبه ليكلى كتاب يې هم تر چاپه رسېدلي دي۔ د چاپ او ناچاپه كتابونو كوم فهرست چې ده خپور كړى دى په هغه کې د كتابونو شمېر ۴۶ ته رسيږي۔
د حاجي ولي محمد لنډې قصې
د حاجي صاحب ولي محمد د لنډو قصو چاپ شوي ټولګي نوم دى "د سبا غازي". د دار السلام په نامه يې يوه بله ټولګه هم شته۔ زموږ مخته يې دغه لومړۍ چاپ شوې ټولګه پرته ده۔ پر دغه ټولګه باندي سريزه استاد حبيب الله رفيع ليكلې ده۔ استاد وايي چې:
ښاغلى ولي محمد ولي، لكه څرنګه چې د پښتو، اردو او انګليسي افسانو مطالعه لري، همدا راز د دې مطالعې اثر و اغېز د ده په افسانو کې جوت دى۔ د ده هغه افسانې چې محلي او سيمه ايز موضوعات لري، د پښتو له فولكلوري کېسو سره ډېري ورته دي او حتٰى كله يې ژبه او ادا هم د عصري افسانې پر ځاى د فولكلوري کېسې بڼه غوره كړي او د فن رنګ يې له فولكلور نه رنګ اخلي، لكه "شپون" افسانه چې ده۔ په هغو عالمي افسانو کې چې موضوعات يې د لوېديځي نړۍ له پېښو سره تړلي دي، د انګرېزي افسانې د فن او يون نوي نخښي او تجربې جوتي ښكاري۔ چې د "تصوير" افسانه يې يوه بېلګه ګڼلاى شو۔
محترم لوستونکې به خواهش لري چې د حاجي صاحب ولي محمد، چې هغه وخت ولي محمد ولي و، د افسانو بېلګه هم ولولي۔ په دغه لړ کې زه غواړم چې "تصوير" نومي افسانه په دې ورته را مخته كړم، چې دا هم د موضوع له مخي، هم د فضا او چاپېريال له اعتباره د يو بېل ډول افسانه ده او كومه پېښه چې پکې انځور شوې ده هغه ښايي د پښتو افسانې دا يكسانيت ته مخامخ لوستونکې ته لږ زړه راكښون ولري۔ نو وګورئ، دا ده "تصوير" افسانه:
تصوير:
په كلفورنيا (امريكه) کې د تصويرونو ننداره وه۔ د هېواد بېلو بېلو عكاسانو په دې ننداره کې برخه اخسته۔ هر يوه دا هڅه كوله چې لومړى انعام واخلي۔
پرته له ښه نامه د لومړي انعام پيسې هم ډېري وې۔
پنځويشت كلن رابرټ هم راغى۔ د ده تعلق د يوې شتمني كورنۍ سره و۔
د ښو ښو قېمتي كېمرو او تصويرونو يو ځاى كول د رابرټ د وړكتوبه مشغله وه۔ د ده د راتلو د مخه نور عكاسان (فوټوګرافرز) ډېر خوشحاله او په امېد وو، خو كله چې رابرټ راغى د ټولو په تنديو کې ګونجي پېدا شوې۔ ځكه چې د رابرټ تصوير به په هره ننداره کې د كتونكو پاملرنه پر خپل لور را اړوله، او پر ښه والي يې د ټولو امين و۔
رابرټ تازه له ايتهوپيا (حبشې) څخه راغلى و۔ په ايتهوپيا کې د تېر كال په څېر سږ كال بيا د بې كارۍ او كاختۍ اوښه چوكه وه، يو ګاونډى په بل ګاونډي نه و خبر۔ كاختۍ او بې بسۍ خوږې او نژدې رشتې سره شكولې وې۔ د ځان ځانۍ دنيا وه۔ څه نه و چې څه به پيدا شو هر تن خپله خُلې ته رساوى۔
څلور كلن هلك د مور په غېږ کې لوڅي پوڅي كېدى۔ ژړل يې۔ څه يې غوښتل، بل اته كلن هلك ورته ولاړ و۔ د بې وسه مور په تن کې يې نه وينه وه او نه يې په سترګو کې اوښکې۔ د دې سره د تن د غوښو په چپه بل هيڅ هم نه و۔ مېړه يې پروسږ كال د لوږي مړ شوى و۔ دې نه د زوى تاب درلود او نه يې د ده د يمنولو دپاره بل څه۔
مور و ولاړ زوى ته: زويه! ته د را څرمه ګاونډي كره ورشه، كه يې دومره څه شى دركړ چې دا كودك (ماشوم) په يمن (ارام) كړم۔
كله چې هلك د ګاونډي كره راغى، څه ګوري چې دوه زامن يې مړه شوي دي۔ پلار و مور پر ژاړي۔ د غوښو دوې ټوټې په وره کې خورې پرتې وې۔ داسي معلومېده چې د غوښو د را رسولو د مخه د هلكوان مړه شوي وو۔ پلار يې له خښمه غوښي تسي كړې وې۔
هلك كرار كرار ورغى د غوښو دواړي ټوټي يې را چل كړې۔ تر وره په منډه راوواتى۔ يوه ټوټه يې اومه – اومه وخوړله ځكه چې د ده لړمون هم زلخوږي وركچكول كړى و۔ پاته ټوټه يې مرګني ورور لره را واخيسته، د پاسه كاغۍ باندي راغله، د غوښو ټوټه يې د لاسه ځنې وكښه۔
ده پسې تاخت (منډه، ميدان) او نارې كړې۔ تر ډېره پسې ولاړى، د هوا مرغان چېري په منډه نيول کېږي۔ ستړى او ستومان د كور پر لور روان شو۔
وړوکې هلك چې كله وږو سپيانو وليدى ورپسې مېدان يې كښل، د هلكه د كور لاره وركه شوه چپه يې مېدان كښل۔
د يوې خوا ستړيا او وام و د بلي خوا كم عمري و كمزوري۔ پښو جواب وركړ، كوزار شو، سپي پسې را ورسېدل، او خُلې يې په ولګولې۔ په يوه ګړي کې هلك د نارو او ښوره ولوېدى۔
سپيانو يې په غوښو خوړلو پېل وكړ۔ په دې حال کې را برټ پر لار را تېرېدى و سپيانو ته يې پام شو چې وړوكى هلك څيري۔ اول يې په كېمره تصوير واخستى او بيا يې د هلك د خلاصون هڅه وكړه۔ د سرو غوښو څخه د وږو او زلخوږو سپيانو داړي كښل څه اسان كار نه و۔
رابرټ پر ځان وبېرېدى او د كورونو پر لور يې ګامونه اوږده كړل۔
پر دې تصوير شل زره ډالر د لومړي انعام په توګه و رابرټ ته وركول شول۔
د انعام د اخستلو په يوه په زړه پوري غونډه کې رابرټ زياته كړه:
رابرټ: د حكومت او عوامو دواړو ته په كار ده چې د عكاسانو د زړه له كومي ډاډګيرنه وكړي۔ د سږني انعامه زه مطمئن نه يم، ځكه چې ډېر لږ دى۔ هيله لرم چې پر كال به حكومت دا انعام ډېر كړي او هم به دا ډول نندارې د کېليفورنيا سره سره په نورو كورنيو او بهرنيو ښارونو کې وكړي۔
د تودو چكچكو په بدرګه کې رابرټ د تشكر ويلو وروسته راشوه شو۔