د احسان الله ارینزي داستانونه (۲)
احسان الله ارینزی
د خټو ښځه
قضا مازدیګر و چې ناڅاپه د اسمان سرې لمنې تورې شوې. د بادونو درنو څپو د ښځو غږونه یو له بله ورک کړل. شین اسمان تیاره او د ماشومانو غږونه ټپ شول. ښځو کروندې پرېښودې. خپل ماشومان یې پورته کړل او په بېړه د خپلو کورونو په لور وخوځېدې. سکینې هم ژر- ژر شیان ټول کړل او له خپل بچي سره روانه شوه. په لاره کې یې فکر کاوه چې خونه به هم سړه وي؛ ځکه همدا نن یې په خټو موښلی او سپینه کړې وه.
د ناوخته مازدیګر درنو بادونو، د کلي د شا او خوا ځمکو خاورې دوړې هم پورته کړې او په تته رڼا کې یې سم ماښام جوړ کړی و. خلکو یو په بل چیغې وهلې:
- په ښځو او ماشومانو نارې کړئ چې ژر کورونو ته ستانه شي!
- هلئ څاروي شپلونو ته ننباسئ!
- ماشومانو کورونو ته لاړ شئ!
ملا د جومات مخې ته ودرید، خپله دعا یې پای ته ورسوله او چیغې یې کړئ:
- یه خلکو لویدیځ لور ته ورېځې تورې او درنې دي. ښځې او ماشومان کورونو ته ورسوئ او ځانونه خوندي کړئ. توبې وباسئ. الله دې خیر کړي، سېل به راشي.
شرینې انا د مخامخ کمکي کور له بامه، د درنو ورییځو په لور ایری وشیندلی او نارې یی کړې:
- او زامنو هلئ کورونو ته ننوځئ، توبې وباسئ. ورښت کېږي او خدای مکړه سیلونه به زیانونه واړوي!
لکه چی ورییځی د شیرینی انا په ایرو خوری نه شوی. ماښام ناوخته داسې ورښت پېل شو چې چا په خوب نه و لیدلی. شړکنده باران او د باد دومره زورورې څپې چې غوږونه یې کڼول. ښځو هڅه کوله چې ماشومانو ته لږ خواړه ورکړي او ژر یې ویده کاندي. نارینه وو غوږونه څک نیولي او ناهیلي ښکارېدل. هیڅوک جومات ته نه وو تللي!
بهر سخته تالنده، برېښنا، درزهاری او تپ تور و. په خونو کې کمکیو ډیوو دومره رڼایي خوروله چې کورواله وو به، د یو بل اریانې سترګې لیدلای شوی.
خواني خپلې مېرمنې ته وکتل او وویل:
-- ته خو تیاره د خټو ښځه غوندې ښکارې!
او ورو یې وخندل:
-- بهر باران ته ودره چې پریمنځل شې!
ماخستن مهال ورښت او باد دومره زورور شول چې ان د یوې خونې خلکو یو د بل غږونه، سم نه شوای اورېدلای.
دا وخت نواب اکا، د خواني د خونې مخې ته غږ وکړ:
- خواني!
خواني چې په دې تالندو، برېښناوو او باد کې، د نواب اکا غږ سم نه شوای پېژندلای، لومړی خپلې مېرمنې سکینې ته وکتل او بیا یې پوښتنه وکړه.
- څوک یې او څه وایي؟
شېبه وروسته نواب اکا ور پرانست.
- خوانیه ما ویل ویده نه شې. له دې تالندې وروسته هرومرو سېل راځي. الله دې خیر پېښ کړي. توبې وباسئ. زه ځم چې نور کلیوال خبر کړم.
خواني خپلې مېرمنې ته وکتل؛ خو نواب اکا ته یې ځواب ورکړ.
- وایي چې د ډم خونه لږ اوبه غواړي! زموږ دا نوې خونه، ستاسو د خونو په شان اوس هم لمده ده. موږ لا تراوسه کړکۍ هم نه لرو!
کله چې نواب اکا لاړ، سکینې خواني ته وویل:
- یو ځل د باندې لاړ شه او وګوره چې څه چل دی.
خواني خپل پټو واغوست او لاړ.
خواني بهر د نواب اکا غږ واورید چې بل څوک یې د سیل په راتګ خبراوه. د خونی مخې ته دوه دری لوېشتې جګې اوبه روانې وې. داسی ښکاریده چی د سېل لومړنئ څپې د دوی نوی کمکي کلي ته رسیدلې دي. خواني د یوې برېښنا په پړک کې دری څلور کسان ولیدل چې په اوبو کې ولاړ وو.
- یه خلکو توبې وباسئ. که همداسې واوري لکه اوس، سیل به له غرونو او رغونو داسې کاڼې او شګې راوړي چې زموږ خونې به لاندې کړي!
- ځئ چې په نورو هم غږ وکړو چې ویده نه شي. سیل شیبه په شیبه ډېرېږي.
- ښه خبره ده.
- زه پوه نه شوم چې تاسو څه وویل، غوږونه مې سم نه اوري!
خواني د تالندې په یوه بله لنډه رڼا کې، دری څلور کسان وپېژندل چې په دریو څلورو لویشتو اوبو کې، پاس لور ته وخوځېدل.
خواني ولیدل چې تیز باد د دې خلکو مخه نیوه او چیغې لا هم اورېدل کېدې:
- یه خلکو ویده نه شئ. سېل په کلي راوګرځېد. د غرونو له لمنو څخه د درانه غړمبهاري غږونه راځي.
خواني لا له خپلې خونې څخه لیری و چې سکینه یې بهر ولیده. د سېل اوبه د سکینې په ملا لګېدې. خواني څو ځلې په سکینه چیغه وکړه چې بېرته ننوځي؛ خو لکه چې هغې دا غږونه نه اورېدل.
اوبه په ټول کمکي کلي ختلې وې. خواني د خپلې خونې په لور هڅه کوله؛ خو یوه پښه به یې لا له خټو نه وه ایستلې چې بله به ونښته.
د پاسه د کوم چا غږ راغی.
- یه خلکو له کورونو ووځئ. سیل غټې غټې ډبرې پورته کړي. زموږ دیوالونه نه شي ورته تم کېدای...
کله چې خواني خپلې خونې ته نژدې شو، د خټک غږ یې وپېژاند.
- یه خلکو سیل کومه ونه راوړې او زه پکې نښتی یم.
خواني شا ته، د غږ خوا ته لا سم نه و کتلي چې د اوبو یوه څپه یې ان په ټټر ولګېده او شا ته یې بوت، د اوبو بلې څپې لږ نور هم شا ته کړ، لکه چې پښه یې په ډبره ولګېده، نور هم شا ته شو، اوبه یې ستوني ته ورسیدې او ده فکر وکاوه چې اوس به یی اوبه په خونه هم ننوتي وي او ژړا ورغله.
++++++++
د سهار په لومړنیو وړانګو کې خواني په ډېره هڅه سترګې پرانستې. شا او خوا یې وکتل. نه پوهېده چې چېرې دی او ولې داسې دی؛ خو کله چې یې پرتې ونې، شا او خوا ته خټې او د شګو، کاڼو او ډبرو انبارونه ولیدل، لکه د خوبه چې وېښ شوی وي، بیګانی ورښت، سیل، سکینه او خپل یوازنی ماشوم ټول وریاد شول!
خواني نیم په خټو کې نښتی و. ټول وجود یې درد کاوه. په خوله کې یې د خټو خوند و. پزه یې هم په خټو بنده وه. هڅه یې وکړه چې پاڅي؛ خو پښه یې کلکه نښتې وه. په مخ یې لاس تېر کړ. مخ نه و، خټې وې خټې. شا او خوا یې وکتل. د کمکي کلي هېڅ پته نه لګېده. هلته لاندې یې دوه دری کسان ولیدل چې شا او خوا یې کتل او څه یې لټول.
خواني په دېره خوارئ پاڅېد. یوه پښه یې بیسده غوندې وه. لکه د خټو سړی چې خوځېدلی وي. ډېر دروند و. ورو وخوځید، دی نه پوهېد چې په کومه لاړ شي، د کورکلي لار ځینې ورکه وه!
یو چا د لاس په خوځولو وپوهاوه چې پورته لاړ شي؛ خو خواني ځکه ښکته روان شو چې په اسانه تلای شوای. یوه پښه به یې له خټو ایسته؛ خو بله به یې نښته. کله به لویدو ته نژدې شو؛ خو ځان به یې تکیه کړ. ده ژر – ژر هر لور کتل او هڅه یې کوله چې خپل پرونی کلی ومومي او کور ته لاړ شي. لکه چې ګیډه یې هم په خټو درنه وه.
نیمه ورځ وه چې خټک نارې کړې:
- خواني دې خوا راځه.
هلته دوه – دری کسان په کار لګیا وو او خټې او ډبرې یې بېرته کولې.
درنه چوپتیا خوره وه. د هغه کلي هېڅ پته نه لګېده چې تر پرون ماښام پورې د دیرشو څلوېښتو کمکیو کورونو خاوند او د ماشومانو له شوره ډک و!
کیڼ لور ته دوه دری مړي پراته وو. لکه د خټو انسانان هېڅ نه پېژندل کېدل. وړاندې خټک او دوه دریو نورو کسانو هغه چا ته کتل، چې نیم په خټو او کاڼو کې بند و. دا د خټو انسان هېڅ نه پېژندل کېده .
. خټک خواني ته وویل:
- لکه چې ښځه ده!
خواني په ژوبله پښه هغه لور ته ګام واخست. ښه ورته ځیر شو، د خټو ښځه سمه نه پېژندل کېده.
ناڅاپه د خواني له خولې چیغه ووته:
- اخ! دا خو سکینه ده...
د سکینې سترګې غمجنې وې. داسې ښکارېده چې هغې څه شی نه اوریدل او نه لیدل؛ ځکه هېڅ غبرګون یې نه ښوده. لکه د پوړني له شا څخه چې حاضرو کسانو ته ګوري. خواني ته ځیر شوه. دا مخ په خټو کې سم نه پېژندل کېده؛ خو غږ یې يېژندګلوی غوندې و .
خواني لږ زړور شو او مخکې ورغی. جګه پزه، پلن وچولی او ډنګر مخ چې اوس په خټو او وینو کې سم نه ښکاریده. خواني ولاړو کسانو ته وکتل؛ خو خوله یې بنده وه او د ویلو د پاره یې څه نه درلودل.
خواني د سکینې په سترګو کې، د ژوندانه د پاره هغه اورنی مینه لټوله، چې اوس پای ته رسېدلی ښکاریده!
خواني په زړه کې په سکینه او خپل ورک بچي پسې ژړل؛ خو اوښکې یې د مخ په خټو کې نه ښکارېدې!
سکینې چې په خټو پوښلې وه، ټولو ته او بیا شا او خوا وکتل او سترګې یې پټې کړې.
ولاړو کسانو خواني ته وکتل.
خټک ورته وویل:
- د سکینې خبرې اوري؟
د خواني غږ لکه د کوهي د تله چې واوریدل شي:
- څه یې وویل:
خټک په داسې حال کې چې پاس کتل او خپلې اوښکې یې پټولې، وویل:
- هغې وایي چې کور مې چېرته دي؟
خواني وژړل او شااوخوا يې وکتل. د کور لوری له هغه هم ورک و!
د سکینې خوله لا هم خوځېده:
ــ زوی مې څه شو؟
خټک، خواني او نورو د سېل تګلوری ته وکتل.
دا ځل خواني هم د سکینې خبری واوریدې:
-- په ټوټه کې مې څو ډوډۍ پاس د خونې په تاخچه کې درته ایښي وې!
نارینه یو بل ته ځير شول.
شېبې وروسته د خټو ښځه لومړی په ټټر کړوپه شوه، بیا يې لاسونه زمکې ته اوږده کړل او بېسیکه ړنګه شوه!
پای
لومړی طرح 21/ اکتوبر/2022
وروستی کتنه 14اکست 2024
کورنبورخ کتابتون– هالند
سندرغاړې
میاشت کېده چې زموږ لوی ښار کلابند و. د هېواد ډېر نور ښارونه هم همداسې او یا د پردیو لاس ته لوېدلي وو. واکمني د کورنیو غلو او غاصبینو د لاسه شوړېدلی او د لوېدو په درشل ولاړه وه!
پردیو هومره وسلې درلودې چې تا ویل په وسپنو او پولادو کې ډوب دي. د دې کلابندئ کړۍ ورو – ورو کمکی کېده او داسې وېره وه، چې ژر به پردي ښار ته ننوځي، بیا به تندر پرېوځي او هر څه به پای ته ورسي!
دا جګړه زما له عمره اوږده وه. زما مور به هم ویل چې د جګړې په څلورم کې زېږېدلې وه او ټولې کیسې یې په وینو سرې وې. د جګړې په څوڅلوېښتم کال کې، چې وچکالي هم خلک له لوږې سره مخامخ کړي وو، د لسو ډوډیو ترلاسه کول داسې و، لکه څوک چې بل هېڅ ارمان نه لري!
په دې ورځ مور زه په ډوډۍ پسې استولم. خور هم هیله وښوده چې له ما سره لاړه شي او ځان ته د ښوونځي د بل ټولګي کتابونه واخلي. مور ټینګار کاوه چې که خلک ډېر وو، تر ناوخته ایسار شئ. دې د ډوډۍ روپۍ د خور د پوړني په پېڅکه پورې غوټه کړې وې.
موږ لومړی د ډوډۍ د وېش ځای ته لاړو. هلته د خلکو یوه داسې کږلیچنه لیکه ولاړه وه، چې سترګې یې په لیدو ستومانه کېدې. دوه درې سوه ښځې، نارینه، بوډاګان او ماشومان داسې لیکه ولاړ وو، چې هیڅ په مخ نه خوځېدل.
موږ د لیکې په پای کې ودرېدو. له موږ مخکې څو ښځې ولاړې وې او ژر زموږ شا ته هم خلک ودرېدل.
یو وخت مې پام شو چې لیکه ړنګه شوه.
یو چا وویل:
- لکه چې ډوډۍ پای ته رسېدلې. وایي سبا ته راشئ!
خلک وخوځېدل. یو چا خپل ملګري ته وویل:
- لږ وروسته دې ځای ته نژدې، د ښار د نامتو سندرغاړې کنسرت دی. سره له دې چې موږ په ډوډۍ پسې راوتلي وو؛ خو بده به نه وي که په نهره ګېډه دې کنسرت ته ورشو!
ملګري وویل:
ولې نه. کېدای شي چې همدا زموږ د ښار وروستی کنسرت وي!
د یو بل چا غږ واورېدل شو:
- دا کنسرت چیرته دی؟
یو چا ځواب ورکړ:
- نژدې. د ښار په لوی ستدیوم کې.
موږ په تېرو څو کلونو کې کوم کنسرت ته نه وو تللي؛ ځکه زړه نا زړه په هغه ډله پسې روان شوو، چې د ستدیوم په لوري تلل. ما لا هم فکر کاوه چې مور به نهره ناسته وي؛ خو د تلونکو ښځو او نارینه وو ګڼې ګوڼې ناڅاپه د ستدیوم په درشل ودرولوو. هلته په زرګونو خلک نور هم راغلي وو او لا هم راتلل. چې څنګه لیکې ته برابر شوو؛ نور نو د تګ اړتیا نه وه، د خلکو سېل په خپله په مخ خوځولو.
په ستدیوم کې مور او ډوډۍ را نه هېر شول. لکه یو چا چې له زمکې څخه اخستی او هوا ته پورته کړی وم. ما ته داسې ښکارېده لکه د لمر په وړانګو کې چې زانګم. د اسمان شنه رنګ زما اروا مسته کړې وه.
لږ ځنډ وروسته ګڼه ګوڼه دومره ډېره شوه چې مور او زوی نه پېژندل. خلک داسې راتلل لکه سېل يې چې راوړي. ما خپله خور تر لاس نیولې وه، چې سره ورک نه شوو.
مخامخ په لوی ستیج باندې خلک ښکارېدل. هر چا هڅه کوله چې مخې ته لاړ شي او د خپل ښار نوموتی سندرغاړی له نژدې وویني.
د سازیانو یوه لویه ډله په ستیج کې ځای په ځای وه. ټولو تورې جامې اغوستې او ځانونه د کال تر ټولو لوی کنسرت ته چمتو کړي وو. سازیانو لومړی یوه ښکلې وطني نغمه غږوله.
خلکو د خپل ښار د ګرانې سندرغاړې راتګ ته شیبې شمارلې. ناڅاپه په ستدیوم کې چیغې شوې. ټولو خلکو ستیج ته سترګې ونیوې. سندرغاړې په اوږدو سپینو جامو کې ښایسته ښکارېده!
سندرغاړې لومړی د یوې ډبرېنې مجسمې په شان کراره ولاړه وه. بیا یې لاسونه د وزرو په شان پرانستل. خلک غلي وو. سازیانو همغه حماسي نغمه غږوله. زه ټول غوږ – غوږ وم؛ ځکه دا سندرغاړې مې له نژدې نه وه لیدلې!
سندرغاړې خلکو ته د درناوی د پاره په ملا ټیټه شوه او بیا یې سازیانو ته داسې لاسونه وخوځول چې هغوي نغمه بدله کړه. نوی نغمه لږ اوږده شوه. سندرغاړې خلکو ته شا کړه. لکه چې خپلې اوښکې یې پاکې کړې. بېرته خلکو ته راوګرځېده. سازیانو نغمه بیا پېل کړه. لکه چې سندرغاړې ډېره چمتو نه ښکارېده. خلکو یو بل ته وکتل او لاسونه وپړقول. نغمه بیا اوږده شوه؛ خو د سندرغاړې غږ نه ووت. بیا یې خلکو ته شاه واړوله او لکه چې بیا یې خپلې اوښکې وچې کړې.
د خلکو تلوسه ډېره شوه. ډېرو یو بل ته کتل او په سترګو کې یې دا پوښتنه کوله، چې څه شوي او ولې سندره نه پېل کېږي؟ په همدې وخت کې سندرغاړې بیا راوګرځېده، شنه آسمان ته یې وکتل، لکه خپل پاشلی ځان چې ورو – ورو راټولوي او غواړي چې د خلکو چیغو او شور ته ځواب ووایي.
بیا چوپتیا خوره شوه. ناڅاپه د سندرغاړې ژړغونی غږ جګ شو. د وطن مینه یې انځوروله . هغه مینه چې د ډېرو په شان کلکه او د سپوږمۍ په شان رڼا ده. دې سندرې د خلکو په مړاوو زړونو کې د همداسې مینې وړانګې وغځولې او په ډېرو سترګو کې د اوښکو چینې وخوټېدې!
سندرغاړې چې لومړی لږ غوسه وه، خلکو ته لاسونه وڅنډل او خپل غږ یې اوچت کړ:
- زه پښتنه یم بې ننګي نه قبلوم لالیه،
نارینه وو او ښځو چیغې کړې.
- بې ننګی نه قبلوو!
سندرغاړې په داسې کې چې یو- یو ځوان ته ګوتې نیولې، خپل غږ اوچت کړ:
-- د ننګ میدان ته څنګ په څڼګ درسره ځم لالیه،
د سندرغاړې غږ د ستدیوم په ديوالونو واوښت او په شااوخوا سیمو کې وبهید:
- ته به د حق نارې وهي، د لشکر سر ته به ځي!
سندرغاړې ځوانانو ته لاسونه وخوځول:
-- - زه به د ننګ ډکې مصرې درته کوم لالیه.
ټول ستدیوم دې چیغو په سر واخست:
- وطن، وطن، وطن!
سندرغاړې وویل:
-- د وخت ملاله یم زلمي راپاروم لالیه،
خلکو نارې کړې:
-- موږ چمتو یاستو!
سندرغاړې بیا لاسونه د وزرو په شان وخوځول:
- الله دې وکړي که شهید شولې په ننګ د وطن،
نارینه غلي شول؛ خو سندرغاړې یو ځوان ته ګوته ونیوه:
-- په تار به د زلفو به کفن درته ګنډم لالیه،
سندرغاړې اوس لکه خپل مین ته چې وایي:
- ته د وطن د حق جګړه کوه، په شا مه راځه!
دا ځل یوازې ښځو چیغې کړې:
-- وطن، وطن، وطن!
د سندرغاړې لپه لاسونو په خلکو اور بل کړ:
-- که راټپي شولې لالیه، خال به ږدم په وینو!
سندرغاړې خپلې اوښکې پاکې کړې:
-- لکه نغمه به دې سندرو کې ستایم لالیه.
ښځو چیغې وهلې:
-- وطن، وطن، وطن!
اوس نو دا د وطن خوږ غږ له ستدیومه بهر هم انګازې کولې:
-- وطن ، وطن، وطن!
سندرغاړې لاسونه اسمان ټه پورته ونیول:
- ته به د حق جګړه کوي، د لشکر سر کي به ځي،
د خلکو وینې په جوش راغلې. هرې ښځې د خپل نارینه سترګو ته کتل. نارینه وخوځېدل او د تلو لارو ته سم شول. ډېرو ښځو او نارینه وو له یو بل څخه خدای پاماني اخسته. د سندرغاړې غږونو د ستدیوم زمکه لړزوله.
- وطن، وطن، وطن!
یو نفر خپل ملګري ته وویل:
- یرغلګرو لیکلي چې که دا ښار ونیسي، دا سندرغاړې په دار ځړوي!
هغه ځواب ورکړ:
- که موږ تول پاڅېږو، دوی به دا ارمان ګور ته وېسي!
لږ وروسته یوازې ښځېنه غږونه وو، چې د سندرغاړې توري یې بدرګه کول:
- وطن، وطن. وطن!
سندرغاړې په تللیو نارینه وو پسې نارې وهلې:
- که راټپي شولې لالیه، خال به ږدم په وینو،
اوس نو دې غږ شور جوړ کړی او په ټول ښار کې بدرګه کېده:
- که راټپي شولې لالیه...
داسې ښکارېده لکه د سندرغاړې ستونی او خوله چې وچ شوی وي، شعرونه یې هم پای ته رسېدلي وو؛ خو دا اوس یوه شاعره هم وه. دا په دې بېرېده چې که سندره بس کړي، ارواوې به د ښځو له ژړانده سترګو څخه کډه وکړي.
کله چې د سندرغاړې له درده ډک غږ په ستدیوم کې انګازې کولې، بهر هم داسې ولولې په څپو وې، چې په زرګونو لاسونه د موټو په شان پاس غورځېدل. خلکو د سندرغاړې بدلې په ولولو – ولولو تکرارولې.
ورو – ورو د ټول ښار فضا په همدې غږونو سندریزه کېده.
- وطن، وطن، وطن.
د سندرغاړې ټیټ غږ لا هم اورېدل کېده.
- په تار د زلفو به کفن درته ګنډم لالیه!
زه هم روان شوم او خپلې خور ته مې وویل:
- سنګرونه تش نه پرېږدو!
د خور موسکا خوشحاله کړم.
- مور ته څه ووایم چې ورور او ډوډۍ څه شول؟
ما ورته وویل:
- مور ته وایه چې بې له زویه او بې ډوډۍ ژوند کېدای شي؛ خو بې وطنه ژوند ګران دی!
خور په اوږه وټپولم او وې ویل:
- د بې وطنه ژوند بل نوم مرګ دی، ځه الله دې مل شه!
ما ورته وویل:
- خپل کتابونه دې هېر نه شي!
زه وخوځېدم. چې ستیژ ته ومې وکتل، سندرغاړې خلکو ته لاسونه خوځول. ناڅاپه یو ځوان ستیژ ته هسک شو، مایک یې واخست او چیغې یې کړې:
- که وم ژوندی د خپلواکئ د اتڼ برخه به وم، خو که زه نه ومه، دا زیری مې تر قبره راوړی!
بهر په ټول ښار کې دا نارې اوریدل کېدې:
-- وطن، وطن، وطن، وطن.......
-- وطن، وطن، وطن.....
پای
لومړی لیک: 23 جنوری 2024
وروستی: 30 سپتمبر 2024 هارنیم-هالند