د جعفر ودان لنډې قصې
جعفر ودان
څېړنه او راټولوونه : درویش درانی
د ژوند حالات: په زيارت (غوڅكۍ) کې يو كلى دى چې كواسته نوميږي۔ د ښاغلي جعفر ودان د كورنۍ اړه له همدغه كلي سره ده۔ د پاكستان د جوړېدو په شپو کې كويټي ته را بار شوي دي۔ ښاغلى ودان په ۱۹۸۳ء كال کې په همدغه ښار کې زوكړى او مور و پلار محمد جعفر خان نوم ورباندي ايښى دى۔ په لويني چى دى ليكوال شو نو ودان تخلص يې ځان له خوښ كړ او د جعفر ودان په نامهٴ ليكني كوي۔ د پلار محترم نوم يې عبد الله جان او په خټه تور ترين دى۔ تر لسمه يې زدكړي د اسماعيل كلي په هايي سكول کې كړي او په ۲۰۰۱ء كال کې فارغ شوى دى۔ له دې وروسته يې په كامرس كالج کې داخله اخستې ده۔ خو له يو كال درس ويلو پس دى هم له هغو بې شماره ذهينو او تخليقي وړتيا لرونكو تنکېو ځوانانو په شان سبق پرېښوولو ته اړ شوى دى چې كورنۍ يې د مالي ستونزو له كبله نهٴ شي كولاى چې د خپلو بچو تعليمي اخراجات برداشت كړي۔
هر څو كه حالاتو په رسمي توګه د زدكړو د روانو ساتلو په لړ کې د ښاغلي ودان مخه ونيوه، خو دهٴ له روزۍ ګټلو سره سره په غېر رسمي توګه زدكړي هم رواني ساتلې او له بلوچستان بورډ څخه يې د دوولسم امتحان وركړ او د ايف اې سند يې ترلاسه كړ۔ بي اې (څوارلسم) يې له بلوچستان پوهنتون څخه وكړه او ورپسې يې له همدغه پوهنتون څخه په اردو ادب کې ماسټر ډګري واخسته او د لوړو زدكړو په لرونكو کې حساب شو. په دغه دوران کې يې خپله روزي هم ګټله۔ كلرکې يې كړې ده۔ په اخبارونو کې يې كار كړى او كله چې يې په اردو ادب کې ماسټري وكړه نو په كالج کې ښوونكى يا استاد (ليكچرر) ولګېد۔ دغه ملازمت نو هم د دهٴ له مزاج سره سمون خوري هم يې درجه د دهٴ له زدكړو سره برابره ده۔ له ۱۹۱۶ء كال څخه تراوسه پوري همدغه وظيفه اجراء كوي۔
ښاغلى ودان له هغو خلكو څخه دى چې په قلم يې هم روزي ګټلې ده او ګټي يې۔ د لسم امتحان چې يې وركړ نو نتيجه يې لا نهٴ وه وتلې چې كورنيو حالاتو او تعليمي اخراجاتو روزګار موندلو ته اړ يوست۔ په ۲۰۰۱ء كال کې يې په بلوچستان نيوز نومي اخبار کې د پروف ريډر په توګه كار پېل كړ۔ دى وايي چې بيا مي تر شا نهٴ دي كتلي۔ له مشرق، ايكسپريس او نئ بات غوندي اخبارونو څخه نيولې، بيا تر نيو ټي وي او ايكسپريس ټي وي پوري او بيا له هغو نيولې تر ګڼو اردو مجلو او خبري اجانسونو پوري يې په ډېرو ځايونو کې چرته د رپورټر او چرته د مرستيال مدير په توګه كار كړى دى۔ لږ تر لږه تر اتو كالو پوري د مشرق ورځپاڼي د ادبي صفحې مدير انچارج پاته شوى دى۔ دا وخت د "مشرق" ايډيټوريل انچارج دى او په اونۍ کې درې ورځي سر مقاله ليکې۔ د اردو په اساپ ورځپاڼه کې د بېلا بېلو كالم ليكونكو كوم مضامين چې په يوولس ټوكه کې چاپ شوي دي هغه دهٴ مرتب كړي دي۔ په ۲۰۱۵ء کې يې يو بل اردو كتاب "بلوچستان كا پارلماني تناظر" هم چاپ كړى۔ دا ټول كار يې په اردو کې دى۔
د ښاغلي جعفر ودان لنډې قصې
ښاغلى ودان په اصل کې د پښتو ژبي شاعر او لنډه قصه ليكونكى دى۔ شاعري خو يې لا په كتابي بڼه مېدان ته نهٴ ده راغلې۔ د لنډو قصو يوه ټولګه يې چاپ ده۔ د نور محمد تره کې كومي لنډې قصې چې "د بزګر لور" په نامهٴ چاپ دي، هغه دهٴ او نعيم ازاد په ګډه اردو ته اړولې او د "هارى كى بيټى" په نامهٴ د غورځنګ ادارې له خوا چاپ شوي دي۔ همدا هغه څهٴ دي چې موږ يې د دهٴ اصل كار بللاى شو۔ دا نور كوم كار چې يې په اردو كړى دى، د هغه اړه د روزي ګټلو له مسئلې سره ده او كوم تخليقي لکېوال چې د قلم مزدورۍ ته اړ وي، هغه خپل اصلي كار ته دومره وخت نهٴ شي را ايستلاى چې انصاف وسره وكړي۔ د دهٴ پر ادبي كار هم د دغه اړتيا سايه پرېوتلې ده۔
ښاغلى جعفر ودان اوس هم ځوان دى، خو دلنډو قصو دا كومه ټولګه چې يې دولس كاله مخکې په ۲۰۱۲ء کې چاپ كړې وه، هغه وخت دى تنكى ځوان ؤ۔ د هغه وخت دغه كار ته چې يې څوك ګوري نو په ډاډه زړهٴ ويلاى شي چې نور كار به يې زيات پوخ او ژور وي اوس چې يې دغه چاپ شوو قصو ته ګورو نو وينو چې د ستايني وړ څيزونه پکې ډېر دي۔ دهٴ نوم ورباندي "ستۍ" ايښى دى۔ دا د دهٴ د يوې لنډې قصې عنوان هم دى او دهٴ چې يې عنوان د خپل كتاب د نامهٴ دپاره غوره كړى دى، خو نو مطلب يې دا دى چې خپله دغه لنډه قصه يې په خپلو نور لنډو قصو کې زياته خوښه ده او دا ده هم ښه قصه۔ په دې کې دهٴ د پښتني توهماتو او ناوړه دودونو له يوهٴ اړخه پرده پورته كړې ده۔
هر څو كه ودان ته په خپلو قصو کې ستۍ زياته غوره ښكاري، خو زما يې يوه بله لنډه قصه خوښه ده۔ د دغي قصې نوم دى "داخلې بندي دي" وصال نومي ځلمى چې په ډېري خوارۍ ځان ته دا امكانات برابر كړي، چې په كالج کې د نورو زدكړو دپاره داخله واخلي، نو چې كالج ته راشي پر بورډ باندي په غټ خط ليكلي وي: داخلې بندي دي۔ هغه پرېشانه شي چې داخلې خو پر لس تاريخه بنديږي، نن چې پنځهٴ دي نو څنګه بندي شوې۔ له دې پس چې د يوهٴ سياسي تنظيم مشر په دې شرط داخله ور اخلي چې دى به د هغو د تنظيم غړى جوړيږي، داسي چې يې كار وشي نو ورو ورو پاى په دې هم پوه شي، چې دا داخلي په اصل کې پخپله دغه تنظيم د خپلو غړو د زياتولو دپاره په مصنوعي توګه بندي كړي وې۔ كله چې دى د دغه تنظيم غړى شي نو دومره پکې ګړندى شي، چې دا بل كال دغه مصنوعي كار كول د دهٴ پر غاړه وي۔
په ظاهره خو دا لنډه قصه زموږ پام پر موږ باندي د مسلط نظام يواځي يوې څانګي ته اړ وي، خو په حقيقت کې دا د ټول نظام اينداره ده۔ دلته چې هر ځاى له هري خوا يوه لويه ستونزه را پورته کېږي او وګړي په عذاب مبتلا كوي، د هغې شا ته به ارو مرو يوه يا بله مافيايي ډله ولاړه وي او د خپلو ناوړه ګټو د ترلاسه كولو دپاره به يې دغه ستونزه په مصنوعي توګه را پېدا كړې وي۔ په دا نو زهٴ د ښاغلي ودان له لنډو قصو څخه د بېلګي په توګه دغه لنډه قصه را اخلم او ستاسي مخته يې ږدم۔ د دې په لوستو سره به تاسي په دې هم تر يوه حده پوه شئ چې زموږ ځلمى قصه ليكونكو په دغه هنر کې څومره مهارت لري۔
داخلي بندي دي
خانه خېر؟
هو خېر دى ته څوك يې؟
ما ايله كړه ته څنګه راغلى يې؟
زهٴ دلې داخلې ته راغلى يم۔۔ وصال چې د ځوان له بې ځايه پوښتنو څخه تنګ شوى ؤ اخيري خبره يې داسي وكړه، ګوا دى غواړي چې نور دي دا ناولده ځوان د دهٴ پكار باندي كار نهٴ ولري۔ خو منصور بيا ورته وويل:
راكړه زهٴ به دي داخله وكړم۔
وصال لږ په ځيږ ږغ ورته وويل، ما ته خپله هم درك راكوي۔ خو ځوانه داخلې بندي شوي دي۔
د وصال سترګو ته د مور عكس جګ ودرېدهٴ۔۔۔ څنګه بيا بندي شوې نن خو لا پنځهٴ تاريخه دي او داخلې پر لس تاريخه بنديږي۔ له دې سره سم وصال ډېر په چسپاندي روان شو چې حال معلوم كړي۔ دا څهٴ۔۔؟ هغه دوه قدمه واخستل او ودرېدى۔۔۔
"داخلې بندي دي" دا د دې پوهنځي نوټس بورډ ؤ چې د بېلا بېلو خبرتياوو كاغذان باندي لګېدلي وو خو دا كاغذ لوى هم ؤ او په ډېر خوشخطه ډول يې ليكلى ؤ۔۔ "داخلې بندي دي" د دهٴ سر وګرځېد اوس به څهٴ كوې۔۔۔ كونډه مور۔۔۔ دوه كوشني وروڼه۔۔۔ غربت نوكري۔۔ وادهٴ۔۔ پورونه۔۔۔ د هغه ذهن داسي چلېدهٴ لكه يو چا چې د دهٴ د زندګي فلم Rewind كړى وي۔
د وصال كور كوشنى كور د كوټي او كچلاغ تر مينځ په يو داسي كلي کې ؤ چې كه څهٴ هم خاص د غرهٴ لمن ده۔ خو پر غټ واټ (مين روډ) باندي به شپه و ورځ موټران، بسان او نور شيان تلهٴ راتلهٴ۔ دوى به اكثره د سملۍ په مزدا کې كښنېستهٴ او په نيم ساعت کې به په كوټه کې وو۔ د وصال د پلار له مرګ څخه نيولې بيا تر نن ورځي پوري د دهٴ مور لس كاله د بل كالي ګنډلي وو۔ كشري خور ميني به د هر لمانځهٴ پس اوږده اوږده نفلونه كول، مور به يې په هر جمعرات د كلي جمات له روټۍ استوله او د دې كورنۍ بس يو ارمان ؤ چې وصال خپلي زدكړي سر ته ورسوي او يو ځاى نوكر شي۔ سهار چې هم دى راتلى نو خور يې كوشني ورور ته ويل نن لالا پوهنځي ته ځي۔۔۔ دعا ورته وكړه چې ښهٴ نوكري پېدا كړي۔ مور يې ويل۔
وصالو۔۔۔ د قرآن شريف تر تختۍ لاندي مي پيسې درته ايښي دي وايه خله۔ اوس نو زهٴ هم خداى له خوارۍ كښلې يم لږ پاته يم۔۔ خو دلته وصال ته نوې ستړې ورپېښه وه چې څهٴ وكړي۔ دى سور و شين كېدى دا څنګه كېدى شي چې داخلي دي وختي بندي شي۔ ډېر په خشم د پوهنځي د مشر (پرنسپل) خوني ته ولاړى خو هه له دباندي خوا بنده وه۔ او پر ورهٴ لګېدلى كولپ داسي ښكارېدى لكه پر وصال چې خاندي او وايي زهٴ د پرنسپل دفتر ته نهٴ ستا سباوون ته لګېدلى يم۔۔۔ وصال چورتو وړى ؤ چې يو چا يې پر وږه لاس كښېښوو۔۔
وصال مخ راوګرځوى۔۔ هغه ځوان چې منصور نومېدى او پر کېڼي سترګه يې ګل ؤ، ولاړ ؤ۔ وصال په ډېر افسوس، خښم او يو رنګه اميد کې ورته وايي۔ دا خو رښتيا بندي دي۔۔۔
هو۔۔ هو۔۔۔ موږ له ځايه باندي خبر يو باچا۔۔ خو خېر زموږ تنظيم دى۔۔ ته يې غم مه كوه۔۔۔ ستا داخله پر تنظيم ورسېدله۔۔ او رښتيا چې هم په هغه ورځ د وصال داخله وشوه۔ خو د دې احسان په بدل کې اوس وصال خپلو زدكړو ته لږ او تظيم ته زيات وخت وركوي۔۔۔ راكړه او وركړه خو بيا بله فلسفه ده۔۔ Give and Take كليوال خلك په دې فلسفه نهٴ پوهيږي چپ له هغو كليوالو چې پر باډر پراتهٴ دي۔۔۔ وصال كه څهٴ هم په دې فلسفه نهٴ پوهېدهٴ خو تېرو څو مياشتو هغه ته دا ور زده كړي وو چې هغه تنظيم ته وخت وركوي ځكه نو تنظيم ته پكار دي چې دهٴ ته زياته ګټه وركړي۔۔ وركوله يې هم۔۔۔ د تنظيم د حساب كتاب (چندې) ټولي چاري له وصال سره وې۔۔۔ هغه اوس سګرېټ هم اخستى ؤ او د تربرو په قول اوس يې سترګي او غوږونه هم كړي وو۔ ځكه خو اوس هغه وخت ناوخته په ورځ پاڼو کې بيانونه هم وركول۔ هغه خپل ګوند ته وخت وركاوهٴ او ګوند هغه ته سترګي او غوږونه۔۔ نو يو كال پس هغه وصال چې دا "داخلې بندي دي" پر خبره به سر باندي ګرځېدهٴ دومره سترګي او غوږونه كړي دي چې اوس د هغه دنيا تر سپين سري مور۔۔ حياداري خور او كوشني وروڼو ډېره پراخه ده، دومره كاوړ نهٴ ؤ ورغلى هغه خو په دې خبره خوشحاله ؤ چې اوس به نوي داخلي شروع کېږي او داخلې شروع شوې۔۔ نن دوه (۲) تاريخه دي۔ تر لسم تاريخه به دلته داخلې کېږي۔ تر پنځلس (۱۵) تاريخه به په دوه چنده پيسو ۔۔ تر شلم تاريخ پوري په درې چنده فيس داخلې شروع دوي۔۔۔ او په پنځويشت (۲۵) تاريخه به داخلې بندي وي۔۔ او د رارواني مياشتي له يوه تاريخ څخه به زدكړي پېل کېږي، خو نن لا پنځهٴ تاريخه دي۔۔ او وصال په زرغونه ټوكر پوشلي نوټس بورډ ته ولاړ دى۔ د دهٴ ملګري دهٴ ته يو سپين كاغذ وركړي چې په ډېره خوشخطي يو څو توري باندي ليكل شوي دي۔ دا كاغذ وصال سمدلاسه د ستنو په مرسته پر زرغونه بخملي تخته ټكواههٴ۔ او چې كله سترګور او غوږور وصال د كوم كليوال وصال په لټون کې ؤ ما مړې سترګي نوټس بورډ ته ور واړولې۔۔ هغه كاغذ چې وصال لګولى ؤ له ورايه ښكاره وه۔۔۔ "داخلې بندي دي"۔