"ادبیات معاصر افغانستان"

د درمحمد كاسي لنډې قصې

Image Description

در محمد کاسي

 څېړنه او راټولوونه: درویش درانی


د ژوند حالات: ښاغلى دُرمحمد په خټه كاسى دى ځكه نو خپل پوره نوم درمحمد كاسى ليکې، زوكړى په كويټه کې دى۔ د كويټي ښار د دوى پر مځكه ولاړ دى۔ د دغه ښار په مينځ کې د كاسيانو كلا ده۔ دا په اصل کې د كاسيانو كلى ؤ چې ښار ورباندي شا و خوا راوګرځېد۔ په دا نو ښاغلى درمحمد ښاري او په ښاري کې بېرته كليوال وګړى دى۔ د پلار محترم نوم يې غلام محمد دى۔ د ۱۹۴۶ء كال د مارچ په لسمه همدغه د كاسيانو په كلا کې زوكړى دى۔ تر لسمه يې سبق په اسلاميه پبلك سكول کې ويلى او په ۱۹۶۴ء كال کې له همدغه سكوله فارغ شوى دى۔ بي اې يې په ۱۹۶۸ء کې او ايم- اې يې په معاشياتو کې په ۱۹۷۰ء کې له كراچې پوهنتون څخه كړې ده۔

له زدكړو چې فارغ شو نو ښاغلي كاسي د روزګار په لړ کې سركاري ملازمت غوره كړ او په ۱۹۷۰ء كال کې په حبيب بېنك کې افيسر ولګېد۔ په هماغه كال د تعليم څانګي ته را واوښت او د كوټي په ډګري كالج کې ليكچرر شو۔ يو كال وروسته بيا په همدغه څانګه کې ډپټي ډايريكټر شو۔ له دغه ځايه بيا يو كال پس پاكستان ټي وي ته د پروډيوسر په توګه راغى او زينه پر زينه مخ په پورته روان شو۔ په ۲۰۰۶ء كال کې چې ريټاير كېدهٴ نو د "كويټه ټي وي سېنټر" رييس (جنرل منېجر) ؤ۔ 

ښاغلى درمحمد كاسى يو "زود نويس" ليكوال دى۔ ډېر كتابونه يې ليكلي دي۔ فهرست يې څلرويشت ته رسيږي۔ په دغو كتابونو کې اتهٴ ژباړي دي۔ زموږ كار يې له افسانوي ادب سره دى، هغه كتابونه يې شپږ دى، څلور د لنډو قصو ټولګي يو ناولټ او يو پکې ناول دى۔

 

د ښاغلي دُرمحمد لنډې قصې

 

خداى يو مالګي تروې، درشل، پوسټ مارټم او كمبلۍ د ښاغلي درمحمد كاسي د لنډو قصو د څلورو ټولګو نومونه دي۔ موږ خبر يو چې په نړۍ کې لنډه قصه تر ډېرو پړاوونو تېره شوې ده۔ ډېري ناكامه او كاميابه تجربې پکې شوي دي۔ د دغه هرڅهٴ ځاى په ځاى پر پښتو لنډه قصه باندي هم چرته په ډېره خامه او چرته لږ په سمه بڼه اثر ښكاري۔ دلته علامت يا سمبول په نوي ډول د كارولو هڅي شوې  دي۔ ابهام ته د جمالياتي قدر يا ښكلايي ارزښت په سترګه چا و چا كتلي دي۔ خو كاسي صاحب دغسي تجربې نهٴ دي كړي۔ دهٴ هغه ساده ژوند په ساده ژبه بيان كړى دى چې په سترګو يې ليدلى دى۔ ځيني داسي پېښي يې هم انځور كړي دي چې پخپله يې ليدلي دي د ځينو خو پخپله دى يو كردار ښكاري۔ د "وچې اوښکې" دا يو پيراګراف يې وګورئ:

 

زهٴ حيران وم چې آخر دا ويل څهٴ غواړي، خو دې ژر زما حېرت ختم كړ چې: ګوره زهٴ يوه هنرمنده ښځه يم۔ د يو جايز روزګار په لټون کې تا لره راغلې يم او ته كولاى شې چې زما مرسته وكړې۔ تا په دې لږ ساعت ناسته کې په وار وار ما ته خوركۍ وويل۔ داسي نهٴ چې ستا دا پښتنه خور د ژوند په دې ګران چاپېرچل کې و يو داسي لاري ته محتاجه شي، كومه لار چې هيڅ عزت مند او غېرت مند ورور د خپلي خور دپاره نهٴ خوښوي۔ زهٴ اوس په يو داسي بنده كوڅه کې ولاړه يم چې د بهر وتلو هيڅ لاره نهٴ وينم۔ (دُرشل – ۱۲۸ مخ)

 

ښاغلي كاسي چې په خپلو افسانو کې كومه دنيا انځور كړې ده، هغه پښتني دنيا ده او دا يواځي د كاسي صاحب خبره نهٴ ده، زموږ زياتره افسانه ليكونكو بس همدغه كار كړى دى۔ ځكه د پښتو افسانې لوستونكى كله كله يو ډول يكسانيت محسوس كړي۔ كاسي صاحب دغه يكسانيت په خپله "ستۍ" نومي افسانه کې داسي مات كړى چې د يوهٴ پښتانهٴ خان كورنۍ يې د كلي د هندو خاكروب، چې ځيني خلك يې جمعدار او ځيني يې بنګى بولي، سره مخامخ كړې ده۔ د خان زوى نصير د خاكروب پر ښايسته لور پوجا باندي مئين شي۔ دغه وخت د انسانانو تر منځ ولاړ هغه لوى او لوړ سماجي، نسلي او مذهبي ديوالونه خلك وويني چې پخوا يې ورته پام نهٴ ؤ۔ نصير تر پوجا پوري د رسېدلو دپاره په دغه ديوالونو کې د لاري جوړولو ډېري هڅي وكړي، خو پاته راشي۔ پاى د پټرولو له بوتله سره د پوجا كور ته ورننوزي، بوتل پر سر باندي چپه كړي او ځان ته اور واچوي۔ پوجا چې يې د ژغورلو هڅه كوي نو د دې جامې هم اور واخلي او مرګ دواړه سره يو ځاى كړي، خو سماج يې بېرته د تل دپاره سره بېل كړي۔ د نصير جنازه هديرې او د پوجا هغه شمشان ته واخلي۔ 

د يكسانيت مسئله تر ډېره حده موږ د پښتو افسانې په كردارونو کې هم وينو خو ښاغلي كاسي يو ځاى دغه يكسانيت هم مات كړى دى او نوى كردار يې خپلو كردارونو ته ور زيات كړى دى۔ دغه كردار د موتي نومي سپي دى:

 

كله به موتي مخته روان ؤ كله شا ته۔ كله به يې غوږونه شك كړهٴ په يو غرهٴ به وخوت او كله به بيا د يو تابعداره ملګري رنګه د عجب خان څنګ ته نزدې روان ؤ۔ چې د غرمې وخت را نزدې شو نو عجب خان په لمر کې پر يو داسي تېږه كښېناستهٴ، چېري چې واوره نهٴ وه۔ له خپلي ځولۍ نه يې وچه مړۍ او پياز را ويوست۔ چې اوله ګوله يې خُلې ته اچوله نو موتي ور په ياد شو۔ دلته هلته يې وكتل۔ موتي نهٴ ښكارېده۔ بيا ناببره له لري د موتي غپارى شو عجب خان د موتي په ږغ [غږ] پسې روان شو۔ موتي په واوره پټ كاڼو بوټو کې يو شى لټوو۔ عجب خان ورته نعره كړه چې راشه، خو موتي يوه نهٴ اورېده۔ عجب خان په حېرانتيا نور ورته نزدې شو، څهٴ ګوري چې موتي په خُلهٴ کې يو لوى فوجي بوټ را اخستى راغى۔ دى پوه شو، دا لوى بوټونه خو په دې موسم کې موږ ټول چوكېداران په پښو كوو۔

ژر ژر نزدې ورغى، موتي تر خپله وسه سړى له واوري را ايستلى ؤ، خو بيا هم نهٴ پېژندل كېدهٴ۔ عجب خان ژر ژر واوره لري كړه۔ سړى يې لڅ كړو۔ دا لعل جان ؤ۔ څلور مياشتي وړاندي په واوره کې ډوب شوى ؤ۔ خو تراوسه لا دغسي روغ او يخ پروت ؤ۔ عجب خان تر ډېره ساعته ورته كتل۔ د مړي دعا يې وويله او بيا يې پورته اسمان ته وكتل۔۔۔

عجب خان څوك ؤ او لعل جان څنګه تر واوره لاندي شوى ؤ۔ دا خو نو چې څوك پوره افسانه ولولي هله به اندازه ورته کېږي۔ موږ به اوس يوې بلي لنډې قصې ته پام وروګرځوو چې نوم يې دى "پاونده" او په كمبلۍ نومي ټولګه کې راغلې ده۔ زموږ "پونده" چې نن كومي كشالې ته مخامخ دي، پرون يې هم دغه ستونزه په مخکې وه۔ د كاسي صاحب په دې افسانه کې دغه ستونزه انځور شوې ده۔ موږ دغه افسانه د پاڼو د كمښت له كبله ټوله نهٴ شو وړاندي كولاى۔ وروستۍ برخه يې تاسي وګورئ۔ پر دغه ځاى باندي قصه اوج ته په رسېدو او تصادم ته داسي په مخامخ كېدو ده:

د پاوندو دغه قافله د ماپښين په وخت د ډيورنډ لاين ته را ورسېده چېري چې په يوه نوې جوړه كړل شوې سرحدي چوكۍ باندي انګرېز سپاهيان د دوى و مخ ته ودرېدل۔

وهاب خان له خپل اوښهٴ را كښته شو او دوى لره مخ ته ورغلى۔

"خير دى څهٴ خبره ده؟ تاسي څله زموږ لاره ونيوله؟ وهاب خان له انګرېز كپتان څهٴ تپوس وكړ۔ هغه په ډېر تكبرانه انداز دې پاوندو ته وكتل او بيا يې وهاب خان ته په ماته پښتو کې وويل "دلته ستاسي هېواد ختميږي، او زموږ وطن شروع کېږي۔ ځه واپس قافله وګرځوه او بېرته خپل هېواد ته ورځه، تاسو دلته نهٴ شى راتلاى"۔

وهاب خان ډېر زيات بحث ورسره وكړ چې دا ټول زموږ وطن دى تاسي يو د دروغو كرښه راكش كړه او و دې ته مو د سرحد نوم وركړ، قامونه او هېوادونه په كرښو نهٴ شي سره جدا كېدلاى، موږ پاونده يو او له پېړيو پېړيو هم په دغه لار په سپرلي د شمال و خوا ته او په مني د جنوب و خوا ته ځو دغه زموږ ژوند دى تر ننه خو هيچا زموږ لاره نهٴ ده بنده كړې"۔

انګرېز كپتان د وهاب په دې خبرو له غصې نور هم سور واوښتى او ويل يې:

"ستا دا جرات چې و موږ ته سياست راښيې كه دي يو قدم نور را واخستى نو يو به ژوندى ولاړ نهٴ شي"۔ د انګرېز په دې رويه د قافلې ټول ځوانان هم ډېر غصه شول هغو و انګرېز ته صفا صفا وويل چې: "موږ به هرو مرو ځو ته زموږ مخ نهٴ شې نيولاى او مخ په وړاندي په ګډه روان شول۔

انګرېز و خپلو فوجيانو ته د فاير كولو حكم وركړ، وهاب خان خپلو ځوانانو ته د مورچې نيولو امر وكړ۔ له دواړو خواوو د ناتار فايرنګ وشو۔ و زنانو ته له اوښانو د كښته كېدلو او پناه كېدلو وخت لا نهٴ ؤ۔ د يو دښمن ناترسه ګولۍ د كوتري په سينه کې ولګېدله چې تراوسه لا په كجاوه کې ناسته وه، هغې چېغه كړه، موركۍ! آ موركۍ! او له دې سره له اوښه كښته را وغورځېدله۔ موركۍ هرڅهٴ هېر كړه او دې لره يې را منډه كړه۔ د دې سر يې په خپله غوځي کې كښېښووى، كوتري تهٴ لګېدلې يې، خداى دي د دې قبضه ګرو غبرګ لاسونه ور مات كړي"۔

كوتري په زګېروي زګېروي و موركۍ ته ويل: موره! زهٴ مرمه خو زهٴ دا نهٴ غواړم چې له ما سره زما د ګيډي ماشوم زوى هم مړ شي زر كوه چاړه را واخله زما نس پرې كړه او دا ماشوم بچ كړه"۔

كه څهٴ هم موركۍ دا پوه كوله چې تهٴ نهٴ مرې الله به خېر كړي، زهٴ ستا نس نهٴ شم څيرلى۔۔۔ نهٴ دا ظلم نهٴ شم كولاى۔ خو كوتري د زكندن تر اخيري غټي دغه ويل: موركۍ كه زهٴ مړه شوم نو دا ماشوم نهٴ پاتيږي وخت نشته تهٴ همت وكړه، سترګي پټي كړه او زما بچى را وباسه چې څهٴ وخت لوى شي نو ورته ووايه چې تهٴ څنګه پيدا شوې، ستا مور و پلار چا مړهٴ كړهٴ، كه چېري په دهٴ کې غېرت ؤ دى به دا هېواد ضرور له قبضه ګرو ازاد كړي"۔

شين خالۍ سترګي پټي كړې او د كوتري اپرېشن يې وكړ د هغې له ګيډي يې شېر خان را وايستى۔ مور د ژوند اخيري ديد دپاره سترګي روڼي كړې خپل ټول توان يې را غونډ كړ او د شېر خان په سر يې لاس كښېښووى۔ له دې سره كوتري د ژوند اخيري پرواز وكړ او د ډيورنډ لاين كرښه يې ماته كړه۔

شېر خان له اولي ځوانۍ څهٴ د هېواد د ازادۍ په جهاد پېل وكړ او د هېواد د ازادۍ په دې مرام کې يې په سلاوو انګرېز افسران او سپاهيان و جهنم ته وسپارل۔ د دهٴ په زيار کې هر وخت هر ځاى د ازادۍ علامت "كوتره" ملګرې وه۔