"ادبیات معاصر افغانستان"

د بهار ناصر لنډې قصې

Image Description

بهار ناصر

                 

څېړنه او راټولوونه: درویش درانی

       

د هلكوالي په شپو کې به مو اورېدل چې پلانكۍ ښځه د شپې ولاړيږي او د روي (بلا) په بڼه يوهٴ يا بل كور ته ځي۔ د يوې ښځي له خُلې دا خبره هم مشهوره وه چې: يوه شپه مي څښتن په كور کې نهٴ ؤ۔ زهٴ له ماشومانو سره پرته وم چې پلانكۍ انا او پلانکې ترور د روو په بڼه راننوتې، د لاندي (وچې) غوښي يې را وايستې، اور يې بل كړ، پخې يې كړې، و يې خوړې او ووتې۔ د ولاړېدو دغسي نوري هم ډېري قصې وې چې خلكو به كولې۔ ما يې يادونه دلته ځكه وكړه چې د ښاغلي بهار ناصر د لنډو قصو كومه نمونه چې به تاسي د دې ليكني په پاى کې لولئ، هغه د همدغه تصور پر بنسټ باندي ولاړه د۔ ددغه څو كرښو پس به ښاغلي بهار ناصر ته راوګرځو۔ د دهٴد ژوند قصه به پخپله له دهٴ واورو۔ دى وايي:

 

*          اصلي نوم مي: وزير خان

قلمي نوم: بهار ناصر

د پلار نوم: زلا خان

قبيله: ناصر (باريخېل)

د زوكړي ځاى: ږوب

د زوكړي نېټه: ۱ ستمبر ۱۹۸۱ء

زدكړي:

تر لسمه پوري: ګورنمنټ هاى سكول موسٰى زئ۔ ډېره اسماعيل خان

تر دوولسمه پوري: ايف ايس سي (پري ميډيكل)۔ ګورنمنټ ډګري كالج نمبرون ډېره اسماعيل خان

بي ايس سي: ګورنمنټ ډګري كالج ږوب

ايم اې پښتو (پرايوېټ): بلوچستان پوهنتون كوټه

ايم اېډ: علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ۔ اسلام اباد

       

*     په لومړي ځل مي د رحمان بابا ديوان هغه وخت لوستل پېل كړل چې زهٴ په څلورم جماعت کې وم۔ په اتم جماعت کې مي د اسير شېراني شعري ټولګه ولوسته او په نهم جماعت کې مي د خاطر اپرېدي او حمزه بابا منتخب كلام ولوست۔۔۔۔

*        خپل شعر ليكل مي له ۱۹۹۶ء كال څخه پېل كړ چې زهٴ په نهم جماعت کې وم۔ لومړۍ لنډه قصه مي ۲۰۰۲ء کې وليكله۔۔۔۔

 

*      په ۲۰۱۰ء کې مي لومړۍ شعري ټولګه (موسمونه خو بدليږي) په نوم چاپ شوه۔

په ۲۰۱۸ء کې مي دوهمه شعري ټولګه (ټپې پر دېوالونو) او لومړۍ افسانوي ټولګه (ربړين لنګري) په يو ځاى چاپ كړې۔ په ۲۰۱۲ء کې مي د (لالو فقير) په نامهٴ يو ناول ليكلى دى چې تراوسه چاپ نهٴ دى۔ په ۲۰۱۷ء کې مي "انيمل فارم" پښتو ته را وژباړهٴ)۔ هغه هم تراوسه ناچاپه پروت دى۔۔۔۔

 

*         لومړى ادبي تنظيم مي "خراسان ادبي كاروان" ؤ چې په ۲۰۰۵ء کې ورسره ملګرى شوم۔

څو كاله پس له "ويښ ليكوال" سره ملګرى شوم۔ بيا د "پښتو مترقي ليكوال" غړى شوم۔

اوس چې دا ټول تنظيمونه غېر فعال دي، ځكه دا نهٴ شم ويلاى چې د كوم ادبي تنظيم ملګرى يم۔۔۔۔

*    په ۲۰۰۳ء كال کې په لومړي ځل د جاپان پراجيكټ په سكول کې ساينس ماسټر ولګېدم۔

په ۲۰۰۶ء کې بلوچستان پبلك سروس كمېشن په محكمه تعليم کې ساينس ماسټر ولګوم۔

په ۲۰۱۱ء كال کې بلوچستان پبلك سروس كمېشن جونير هېډ ماسټر تعينات كړم۔ په ۲۰۱۳ء كال کې بلوچستان پبلك سروس كمېشن ډپټي ډسټرك آفيسر ولګوم۔

په ۲۰۱۹ء كال کې مي ګرېډ ۱۹ ته ترقي وشوه۔ دوه كاله ډسټركټ ايجوكېشن آفيسر ږوب وم۔ اوس له درې كالو راهيسي د ګورنمنټ ماډل هاير سكنډري سكول ږوب پرنسپل يم۔۔۔۔

 

*         ربـړين لنګري (د افسانو ټولګه)

 

په دې ټولګه کې ځيني لنډې قصې لكه "ربړين لنګري" او "احتجاج" دومره اوږدې دي چې تاسي به ووايي چې دا خو د لنډې قصې د نامهٴ او تعريف سره لا متضاد دي، او ځيني بيا تر يو مخ يا دوه مخه پوري محدودي دي، خو زما چې پکې ډېري خوښي دي هغه همدغه دوې اوږدې کېسې دي، خداى دي وكړي چې د طوالت له ويري يې ستاسو نظر ترې وا نهٴ وړي، كه ما ورسره لږ سرزوري كړې واى نو ارو مرو به مي څهٴ مختصري كړي واى، خو دا چې د قصې د فطري جوړښت سره سرزوري كول اكثره وخت د کېسې ټول وجود ته زيان رسوي، نو ځكه مي خاشه برابر هم د اختصار كوشش نهٴ دى ورسره كړى۔

(د ربړين لنګري له سريزي)

 

په يوهٴ بل پېراګراف کې د خپلي دغي ټولګي د منځپانګي په اړه وايي چې: د ماشومانو د محنت مزدورۍ، له ماشومانو سره د جنسي تېري، د زور او جبر د خدايانو په زور زياتي، دخلكو ړاندهٴ عقيدتونه، په ټولنه کې د خلكو د سر و مال تحفظ او د پوليسو او عدالتونو بې بسي او پست كردار، د مزدور كاري طبقې حالتِ زار او ستونزي، د روانو سياسي او سماجي حالاتو د عام اولس پر ذهنونو اثرات، رنګه جديدو مسايلو ته په پام سره سره مي د دم، تعويز او توهماتو، چې زموږ د افسانوي ادب روايتي موضوعات ګرځېدلي دي، ناديده يا په نظر كم راتلونګي اړخونو ته د لوستونكو د پام اړوني هڅه كړې ده۔ (هماغه)

*        ښاغلي بهار ناصر خو خپله او د خپلو قصو قصه بيان كړه اوس به موږ او تاسي يو ځل بيا د دې ليكني سر ته ولاړ شو او هغه څو كرښي به ولولو چې پکې په شپه د ولاړېدو او د روي (بلا) په بڼه كېدو خبره شوې وه۔ زموږ له توهماتو څخه همدغه تصور ښاغلي بهار په يوه لنډه قصه اخښلى او دغه قصه يې د "سود خور" په نامهٴ په "ربړين لنګري" کې راوړې ده۔ تاسي لاندي دغه قصه ولولئ او د دهٴ د هنري مهارت په اړه خپله رايه قايمه كړئ:

 

سود خور

 

په ادم زيو کې دا خبره له پېړيو پېړيو مشهوره وه او اوس د هر سړي پوخ يقين ګرځېدلى ؤ چې سود خوارهٴ د شپې له مخي د لېوهٴ، ګيدړ يا دا رنګه د يوې نابلدي بلا په شكل شي، له خپله كور دباندي منډي كړي كله د چا له شپالهٴ پسه واخلي، اوم اوم يې له لړڅنو سره وخوري او كله د ګيدړ يا بلي نابلدي بلا په شكل د خلكو په كور كهول ورننوزي او ښځي ماشومان يې ووېروي۔

پر دې خبري ټول كلي ټينګه عقيده لرله چې دا د دې كلي خلكو په څو څو واره تجربه كړې وه چې حاجي كمال الدين اكا چې دهمدغه كلي يو نامتو سود خور ؤ، به په ځوانۍ کې اكثره د شپې له مخه لېوهٴ شو، د خلكو وزې او ميږي به يې په لړمانهٴ وڅيرلې، بيا به يې د هغو لړڅني څټلې، د دوبي په موسم کې به كله كله د شپې پر مخ د ګيدړ په شكل د كليوالو په كهول ورګډ شو ماشومان به يې ور ووېرول۔

د حاجي كمال الدين د كور سره نژدې چې كوم كورونه وو هغو د خپلو كلاګانو دېوالونه ښهٴ جګ كړي وو۔ كلکې كلکې دروازې يې په كلاګانو کې لګولې وې او هر كور يو يو ښهٴ خروړى سپى هم پر خپل اوربوى ساتلى ؤ۔

دا وخت حاجي كمال الدين اكا سپين ږيرى ؤ او د دهٴ زوى جمال الدين هم دغه د سود دنده كوله۔ ښهٴ غټ دولت يې درلوده۔ د جمال الدين په اړه هم مشهوره وه چې د شپې پر مخ په بل شكل شي او د خلكو په كورونو ننوزي۔ 

د مير عالم كور د كلي آخري پلو ته د يوه غرهٴ په لمن کې د يوهٴ باري پر غاړه پروت ؤ۔ كلا يې د كور پر كوټو نهٴ وه راګرځېدلې، د كور د كوټو او د مېلمنو د كوټې تر مينځ يې يو طرف ته د غنو جار راګرځولى ؤ، دا جار يې د دوبي د مېږو شپول ؤ۔

مير عالم درميانه قد ډنګر ساده څلوېښت كلن سړى ؤ۔ وروڼه او نژدې تربرونه يې نهٴ درلودل، يو اتهٴ كلن زوى، يوه پنځهٴ كلنه او بله درې كلنه لور د دهٴ ټول كهول ؤ۔

د دوبي يوه شپه وه چې مير عالم د كور په غولي کې په يوه ځوله كټ کې د خپل كهول تر څنګ ويدهٴ ؤ، يو دم د مېږو په دربي خرپي او بوغارو را ويښ شو۔ د لاس بتۍ يې بله كړه د مېږو د شپالهٴ پر لور راغى مګر مېږي بېرته ارامي شوې۔ مير عالم هم بېرته لاړ په خپل ځوله كټ کې پرېووت۔

درې څلور ورځي وروسته بيا يوه شپه هم هغه وخت مېږي ورمېدې، دربا، خرپا او بوغاري يې پېل كړې۔ وريو له هغې بلي خوا په بوغارو پېل وكړ۔ مير عالم بيا له خوبه را كښېنوست، بتۍ يې بله كه، ګوري چې مېرمن يې تر دهٴ له مخه را پورته شوې ده او مېږي بېرته د شپالهٴ پر لور راولي، مير عالم ورباندي ږغ كړل۔

ښځي دې پسونو ته څهٴ ورپېښه ده چې هغه بله شپه ووېرېدل نن بيا دا دي ورمېدل؟۔

ښځي ورځواب كړ:

څهٴ ووايم، نن خو بره په غرهٴ کې د كاڼو كړسنده ما هم واورېده، بره په غرهٴ کې لكه چې ګيدړ ميدړ ؤ۔ پسونه هم لكه چې هغه د كاڼو له كړسنده ووېرېدل۔

سپى ډېر ضروري دى ښځي زموږ دپاره، له كلي ليري د غرهٴ په بېخ کې پراتهٴ يو، له كومه راسي چې كوكو (دسپي نوم) مړ شوى دى، له هغه راسي مي چنته ده پر دې مالدارۍ له لېوانو ګيدړانو ډارېږم۔ كه خير ؤ ژر تر ژره به د بل يو ښهٴ خډل سپي بندوبست كوم۔ بيا يې سر پر خپل بالښت ولګاوهٴ ويدهٴ شو۔

لس، يوولس شپې تر مينځ وتلې وې چې بيا يوه شپه هغه وخت مېږو ترپ وهل، مير عالم بيا ورباندي را ويښ شو، تر سر د بالښت لاندي يې لاس تپول چې بتۍ پېدا كړي او له خوبه ډکې سترګي يې د مېږو پر خوا نيولې وې، څهٴ ګوري چې يوه غټه نابلده بلا د مېږو په شپالهٴ ننوتله، نهٴ لېوه ښكارېدهٴ نهٴ ګيدړ، غوټ پنډ څلور بول ؤ چې په مېږو ورګډ شو۔ مير عالم هم بتۍ پېدا كړه۔ خپل تبرى يې را واخيست، له شا ورپسې ورغلى، پر مېږو يې د بتۍ وړانګه واچوله مګر هيڅ په نظر نهٴ ورغلل۔بيا په شپالهٴ ورننووت، په مېږو ور ګډ شوهيڅ په نظر نهٴ ورغلل، مېږو غوږونه څك څك نيولي وو۔ سترګي يې رډي رډي د بتۍ پر لور كتل، خو مير عالم ته نور هيڅ داسي شى په نظر نهٴ ورغلى او بيا نور د مېږو په مينځ کې پر مخ ورغلى، بتۍ يې په يوه بل لور اچوله چې شالوره يې ږغ واورېدو۔

لااله الا الله محمد رسول الله، مير عالمه! وروره، د خداى روى ته ګوره كه به معافي نهٴ را ته كوې۔ د خداى خاطر ومنه چې به خلك راخبروې۔ زهٴ يم جمال الدين د حاجي كمال الدين زوى۔

مير عالم پر شا مخ ورته راواړاوهٴ، بتۍ يې ورباندي ونيوله، څهٴ ويني چې د جمال الدين خُلهٴ، سترګي، پوزه او ټول مخ په سرو او پچو لړلى دى، غوږونه او د سر وېښتهٴ يې هم له سرې ډك يې له خُلې څخه يې سرې او پچې را تويېدې، لمن يې په سوال مير عالم ته نيولې وه۔

مير عالمه وروره! والله په باالله كه به په ځان پوهېدلى يم، ارام په خپله بستره کې ويدهٴ وم۔ په ځان نهٴ يم پوهېدلى۔ پر بل حالت شوى وم۔ دا دى چې اوس په ځان را خبر شوم چې خوار او ذليل ستا د مېږو په شپالهٴ کې پروت يم۔ د خداى روى دى زما پر دې حال رحم وكړه ما وبخښه، دا ښېګړه به دي تر مرګه نهٴ هېروم۔

مير عالم وويل:

مخ دي پرته شه۔ دا ناولى مخ دي خداى ورك كړه، له هغه ناولي پلاره سره۔ اوس به دي خون را په غاړه كېدو۔ بخت دي كار وكړ چې تر له مخه دي ږغ راباندي وكړ كني تبرى دي په سر کې جګ جګ ؤ۔ حرام ګټئ، حرام خورئ، نهٴ مسلمانان شوئ نهٴ انسانان۔ دا اوس كوم ژوند دى د لېوانو ګيدړانو چې تاسو يې كړئ۔ توبه وباسه ګله! مسلمان شه دغه د سود له لعنت څخه لاس واخله، حلاله روزي ګټه، دا رنګي به دي خداى نهٴ بې پردې كوي۔

ښهٴ را ته وايې، مير عالمه وروره، ډېر سم راته وايې۔ مولوي صاحب هم دغه درې كاله همدغه وينا راته كوي۔ غول به خورم او توبه به خداى ته كاږم چې ما ته هم ستا په رنګه د انسان غوندي د عزت ژوند راكړي، له ننه پس به له لوږي مړ شم خو د سود دنده به و نهٴ كړم۔ دغه مي درسره پښتو ده خو دا ځل مي وبخښه د خداى په خاطر۔

مير عالم وويل:

ما بخښلى يې، زهٴ دي څهٴ كوم، ته خپله د ځان دښمن يې، دنيا او آخرت دواړه خرابوې، دا كوم ژوند دى چې ستا دى؟۔

ښهٴ را ه وايې ګله وروره! دا يو سوال دى چې كلي ته به سهار نهٴ وايې چې جمال الدين بېګا لېوهٴ شوى ؤ۔ دا شفقت به ضرور را باندي كوې۔ 

نهٴ ورته وايم، والله كه يوه بني آدم ته لا هم ووايم۔

مير عالم وعده ورسره وكړه۔ جمال الدين را ولټېده۔ كالي يې وڅنډل، بيا ټيټي سترګي د خپل كور پر خوا روان شو۔ مير عالم هم بېرته راغى په خپل ځوله كټ کې پرېووت۔

درېيم سهار په كلي کې ګډه وه چې بيګا شپه يوه نابلده بلا د حيات كاكا په شپالهٴ ورننوتې ده او دوې مېږي يې مرداړي كړې دي، يوه يې پر خېټه څيرلې ده او بلي ته يې مغزى ورمات كړى دى۔

اوس مير عالم له خپل كهول څخه ليري د شپالهٴ په ورهٴ کې كټ ور واچاوهٴ او هلته به د مېږو تر څنګ ويدېدهٴ چې هسي نهٴ جمال الدين بيا بلا شي او مېږي مي را ووژني۔

يو څهٴ شل ورځي پس يوه شپه مير عالم د خپل شپالهٴ په وره کې پر كټ ويدهٴ ؤ چې يو څو مېږو بيا ترپ وهل، مير عالم سترګي رڼي كړې۔ شپالهٴ ته يې شا وه، مخ يې د خپل كالهٴ پر خوا وو۔ بتۍ يې بله كړه، را ولاړ شو، خو مېږي ټولي دستي بېرته ارامي شوې، پرته له يو دريو مېږو چې غوږونه يې څك څك نيولي وو او رډ رډ يې د مير عالم بتۍ ته كتل، د مير عالم تسلي وشوه چې هيڅ هم نشته، مېږي ارامي دي، بيا پر خپل كټ پرېووت۔

لا هم خوب نهٴ ؤ ورغلى چې لږ څهٴ تنده يې احساس كړه، فكر يې وكړ چې د كور پر خوا ورشم او له منګي يو ګټورى سړې اوبهٴ وڅښم، را كښېنوست، بتۍ يې بله كړه د خپل كور پر خوا ور روان شو، څهٴ ګوري چې د كهول له ميانه يې يوه لويه نابلده بلا په څلورو د كور د شا پر خوا وغورځېده، دهٴ له شا ورپسې را منډي كړې، نابلده بلا يو دم له څلورو پښو پر دوو شوه او د روغ بني ادم غوندي يې منډي كړې۔ مير عالم تر څهٴ ځايه ورپسې منډي كړې خو بيا بېرته پر شا راوګرځېدى، كور ته راغلى، له خپلي ښځي يې كځڼ وغورځاوهٴ۔

ژر ژر يې را وښيه دا دويم مېړهٴ دي څوك دى؟

د ښځي يې زبون ووهل شو، تت وت يې وله ورغلل، هيڅ جواب يې نهٴ شواى ويلاى۔ 

مير عالم تبرى ورسره پورته كړ۔

كه د ځان خېر دي په كار وي نو جواب راكړه درته وايم چې دا دويم مېړهٴ دي څوك ؤ؟۔

ښځي يې دا ځل په ډېره واخطايي جواب وركړ:

د كمال الدين زوى جمال الدين۔