د نظر پانيزي لنډې قصې
نظر پانیزی
څېړنه او راټولوونه : درویش درانی
د ژوند حالات: ښاغلى نظر پانيزى د پښين ضلعې په مشهوره كلي خانوزئ کې زېږېدلى دى۔ دا كلى نهٴ يواځي دا چې د سهېلي پښتونخوا تر بل هر كلي پکې لوستي خلګ زيات دي، بلکې تر نظر صاحب مخکې د پښتو دوه نور مشهور شاعران پکې پېدا شوي دي، په دغو دوو شاعرانو کې يو عبد العلي اخوندزاده او بل ارواښاد حافظ خان محمد دى۔ حافظ صاحب پخپله په دغه اړه ويلي ؤ:
د شيراز شيرازه جذب خانوزو كړه
چې سعدي عبد العلي حافظ پكښې دي
له دغو دوو مخورو شاعرانو پس نو په دغه كلي کې شاعران په ډېرېدو شول، په دغو ډېرو شاعرانو کې نظر پانيزى يو څرګند نوم دى۔ د دهٴ قلمي نوم نذر محمد نظر پانيزى ؤ۔ وروسته نو لكه څنګه چې د يوهٴ ليكوال تجربه زياتيږي، په ليكنو کې يې جامعيت او اختصار پېدا کېږي، داسي د دهٴ نوم هم پاى پر نظر پانيزي باندي ودرېد او اصلي نوم، چې نذر محمد ؤ، ترې بېل شو۔
د ښاغلي نظر د زوكړي نېټه د ۱۹۴۲ء كال د مياشتي پنځلسمه او د پلار محترم نوم يې امير علي دى۔ تر لسمه يې سبق د خانوزي په سركاري ښوونځي کې ويلى دى۔ مخته يې نور د زدكړو لړۍ په غير رسمي توګه روانه ساتلې ده۔ پښتو فاضل او همدغه رنګه په سياسياتو کې ايم – اې يې له بلوچستان پوهنتون او ايم اې پښتو يې له پېښور پوهنتون څخه كړې ده۔ البته د قانون ډګري يې په رسمي توګه له سركاري لاء كالج څخه اخستې ده۔
په ۱۹۶۳ء كال کې ښاغلى نظر د ابتدايي ښوونځي استاد ولګېد۔ ژر يې بيا دغه استادي په كلرکې بدله كړه او په ږوب کې لس كاله جونېر كلرك پاته شو۔ په ۱۹۷۳ء کې په بلوچستان پوهنتون کې اسسټنټ سپرنټنډنټ شو او تر ۱۹۸۶ء پوري پر دغه پوسټ باندي پاته شو۔ په ۱۹۸۷ء کې د بلوچستان پوهنتون د پښتو په څانګه کې ليكچرر شو او په ۲۰۰۶ء کې د اسسټنټ پروفيسر په توګه په داسي حال کې ريټاير شو چې د دغه څانګي مشر ؤ۔
د نظر پانيزي لنډې قصې
د ښاغلي نظر ځيني مضامين هم په مجلو کې چاپ شوي دي، خو اصل كار يې د شعر او لنډې قصې په مېدان کې كړى دى۔ شاعري خو يې نهٴ ده چاپ شوې، د لنډو قصو يوه ټولګه يې راغلې ده چې "د ازادۍ كاڼى" نوميږي او اوس همدغه ټولګه زموږ مخته پرته ده۔ په دې ټولګه کې اتلس لنډې قصې راغلي دي۔ سريزه ورباندي ارواښاد ډاكټر خدايداد ليكلې ده۔ ډاكټر صاحب ډېري خبري ورباندي كړي دي، د دهٴ د لنډې قصې پر كړهٴ وړهٴ يې رڼا اچولې ده او د هغو مقصد و مرام يې په لنډه توګه داسي بيان كړى دى:
د نظر په افسانو کې د مراد خبره په ډېر ښهٴ رنګ ځليږي او دغه لوړ مراد دى د خپل اولس ژوند ژواك له بېځايه ناوړو پرديو رواجونو پاك او خوندي ساتل او خپل ځان پېژندل او په خپل ورك شوي دود او د خپل ژوند ژواك په خپلو سمو لارو ليكو پسې ګرځېدل، د ناپوهۍ له توري تيارې راوتل او د پوهي رڼا غوښتل، چې دغه ځپلى شا ته پاته اولس يو وار بيا د پوهي او سړيتوب، ميني او جوړي روغي رڼا پر ټولو خلګو و خورولى شي۔ (سريزه)
"د ازادۍ كاڼى" د نظر صاحب د يوې لنډې قصې عنوان دى دا قصه ښايي د دهٴ ډېره خوښه وي، ځكه يې پر كتاب باندي نوم همدغه ايښى دى او دغه قصه ده هم ښهٴ قصه، خو ما ته يې تر دې يوه بله قصه زيات خوند راكوي۔ په دغه قصه کې د نظر صاحب له څرګند شوي فكر سره به څوك اتفاق لري او څوك به يې نهٴ لري خو قصه ښايي د هر چا خوښه شي، ځكه يې زهٴ د بېلګي په توګه ستاسي په خدمت کې دلته وړاندي كوم:
وينې [وينهٴ]
دا وخت لمر او غر سره ورتلى، رنځوران ټول پر خپلو كټونو باندي سم دم پرېوتل، ولي چې د ډاكټر د راتـګ وخت ؤ، لوى ډاكټر د خپل معمول مطابق چې څهٴ رنګه په وارډ ننوتى نو اول وار د دهٴ و كټ ته ودرېدى او پر ډيوټۍ باندي له موجودې نرسي څخه يې د دهٴ پوښتنه وكړه: "دا پر څهٴ حال دى؟ هغې هم د پخوا رنګه جواب وركړ چې: "تر اوسه يې څهٴ فرق نهٴ شته، هغه رنګه دى، ډاكټر هم د نورو ورځو په شان خپل سر په دواړو لاسو ونيو او په چرت کې ولاړ، د دهٴ و ځګېروي ته يې غوږ نيولى ورته ولاړ ؤ۔
دى يو ښهٴ ښايسته ژړ ځوان له يوې هفتې را هيسي پر دغه كټ پروت ؤ، په سد کې نهٴ ؤ، كله كله چې به پر سد شو نو دوري دلي چپ رپ به يې د لېونيانو رنګه كتل او بې سوره خبرې به يې كولې، نزدې په وارډ کې پراتهٴ رنځوران به هم ورته حيران وو، كله كله به له خندا ډوب ؤ او كله كله به له ژړا شين شو، بس يو وزون يې په خولې کې لوېدلى ؤ، هغه دي وينې، وينې، وينې او چې خبري به يې كولې نو هغه به هم دغه د ويينو په شاوخوا کې وې، كله كله به له خوبه و وهېدى او دغه د ويينو ګپه به يې كوله، د هيچا سر نهٴ په خلاصېدهٴ، چې دا څهٴ وايي او څهٴ مطلب لري څوك خپل خپلوان يې هم نهٴ درلود ولي چې څوك پوښتني له هم نهٴ ورله راتلهٴ۔
د هسپتال له رنځورانو دا معلومه شوه چې دى په خپله هسپتال ته راغلى ؤ، ډاكټر چې وكتلو نو ور معلوم شو چې په مغزو کې يې فرق دى، نو يې د لېونيانو په وارډ کې داخل كړ۔
ډاكټر لا په هغه چورت کې تللى ؤ، چې دى پر سد راغئ او و ډاكټر ته يې وكتل پوښتنه يې ځنې وكړه: "ډاكټر صاحب! وينې څهٴ شوې؟ بيا خو به نهٴ راځي؟ ډاكټر صاحب هغه نهٴ دى بې ازاره، زموږ بابا هغو ايله خطا ايستلى ؤ او بيا له دغو تورو سره ډوب شو۔
ډاكټر صاحب و نرسو ته اشاره وكړه او روان شو، نرسي چې ستن يې په لاس کې وه، د ډاكټر له حكم سره يې په ګړدې کې ور ووهله، سره شړۍ يې پر سمه كړه او ځني روانه شوله د نورو رنځورانو په خوا۔
سهار چې نرسه ورته راغله دى بيا جګ پر كټ ناست ؤ او بيا دى او د دهٴ هغه د ويينو قيصې وې، يو دوه رنځوران هم د دهٴ و كټ ته نزدې ناست وو، و دهٴ ته يې غوږ نيولى و او ورباندي خندل يې، چې نرسه يې وليدله نو هغو منډي كړې دهٴ پر ناره كړه، منډه مه وهئ راشئ- راشئ زهٴ نورې د ويينو قصې درته كوم۔
نرسي دا خبره واورېدله و يې خندل او مخته تېره شوه چې نرسي رنځوران وكتل او لاړه نو دهٴ بېرته هغه دوه رنځوران را وغوښتل او دا رنګه ورته لګيا شو۔
"تاسي نهٴ ياست خبر، دا وينې ډېري مضري دي، بېخي خطرناکې دي، دا له ورايه سپيني سپيني ايسي مګر دننه ډېري په زړهٴ توري دي، له رنګه بې ازاره دي خو تاسي خبر ياست چې دا بې ازاره خسمانان څنګه خلګو ته ازار او تاوان رسوي، كورونه نړوي، كلي سپېره كوي، وطنونه غرقوي، بابا هغوى هم نهٴ وو په خبر هغوى به ويل دا بې ازاره دي دا مه زهيروئ ګنې نو په هغه جهان به په دوزخ کې سوځى، توبه- توبه-دا-، دا خو دومره تاواني دي، بابا هغوى هم دغو وڅټل او له دې سره سم په ژړا شو، په دې باندي هغه رنځورانو چې ورته ناست وو، وخندل، د دوى په خندا باندي دهٴ په ژړا کې ورته وويل، ما به هم پر دوى باندي خندل، تاسي هم پر ما باندي خاندى۔
يو څهٴ ساعت پس بيا لګيا شو تاسي خو نو زموږ سيب نهٴ و ليدلى، يوه رنځور سر وښوراوهٴ، بل پوښتنه ځني وكړه:
"سيب و څهٴ ته وايي؟ ښهٴ نو ته سيب نهٴ پېژنې؟ وګورئ- وګورئ دى سيب نهٴ پېژني، ولي هغه په كليو کې چې خلګ په کې اوسي و هغه ته تاسي څهٴ واياست؟
ښهٴ ښهٴ نو و خونو ته سيب وايي، هو- هو او دغه ته موږ سيب وايو، زموږ سيب ډېر ښايسته ؤ، تمبې په کې ولاړي وې، د تمبو پر سر تمسري داسي پراتهٴ وو، لكه د وادهٴ بالښتان، پر تمسر يو بيا لويو اسانو خپل سرونه ايښي وو او پښې يې پر دېوالونو غزولي وې پر اسانو بيا پنجر داسي قطار پراتهٴ وو لكه چې ډېر ستړي شوي وي۔
دا اسان او پنجر او تمسري و څهٴ ته وايي؟ يوه رنځور پوښتنه وكړه، هو ته بيا څنګه لېونى يې زهٴ د سيب بام ورته جوړوم او ته صحرايي نهٴ په پوهېږې، غوږ راته ونيسه ګنې نو زهٴ د ويينو قيصه نهٴ درته كوم۔
ښهٴ ښهٴ خپله قيصه كوه، زهٴ بيا پوښتنه نهٴ درڅخه كوم، رنځور ورته په خواست وويل: "ښهٴ نو پر پنجرو بيا د كرغنو او ترخو تلتك پروت ؤ، له پاسه به موږ هر كال ګل پر اچولى چې د باران او د واوري اوبهٴ ترې را توى نهٴ شي، څنګه ښې شپې ورځي وې، په ژمي کې چې به واوري ورېدلې نو موږ به د ګورګرو اور ته ناست وو، ننې مو كولې او ننې به راته پخېدې، يا به مو سې درې كوله او يا به مو وزير باچا كولو، كله كله به بابا يا د كلي بل سپين ږيري نقل راته كاوهٴ، څهٴ ښهٴ وخت ؤ، ارمان- ارمان۔
دى په دغه قيصه لګيا ؤ چې ډاكټر او نرسه دواړه وارډ ته راننوتل، رنځوران بيا خپلو كټونو ته وغورځېدل، دهٴ ورږغ كړ: "مه ځئ راسئ زما نقل واورئ۔
نرس: "چپ شه ډاكټر صاحب وايي ډېري خبري مه كوه۔
ډاكټر: " هو، ښهٴ حال راكړه څنګه يې؟
زهٴ- نن ښهٴ يم دوى ته نقل كوم او دا راته وايي چې خبري مه كوه، نرسي ته يې اشاره وكړه۔
ډاكټر: "هو- دا سم درته وايي ډېري خبري مه كوه پر مغزو دي بيا زور راځي۔
يوه رنځور و ډاكټر ته ږغ كړو:
ډاكټر صاحب نن لږ ږغېږي۔
ډاكټر صاحب دا سم وايي زهٴ خو جوړ يم خپله قيصه ورته كوم، كه يې نهٴ منې نو تا ته به يې هم وكړم۔
د ډاكټر د دهٴ په خبره څهٴ زړهٴ تر سو ښهٴ: "نو يې راته وكړه څهٴ قيصه ده؟
ډاكټر صاحب ما د خپل سيب قيصه ورته كوله چې ژمى تېر شو نو څرمڼى راغلى، موږ خداى له يخه خلاص كړو خو د څرمڼي بارانونه هم ډېر ساړهٴ وو، نو د باندي نهٴ وو وتلي يو سهار موږ د نغري پر غاړه ناست وو، چاى راته پرتې وې، چا يو غوړپ كړى ؤ، چا كولې چې له نغري څخه سپيني سپيني وينې را ووتلې سوكه- سوكه د نغري پر غاړه خورېدلې يو په بله پسې سرونه يې ځړېدلي سره رواني وې، چې ماته لږ رانزدې شوې ما د ترخي په ډنډې د اور خوا ته ور پوري وهلې، مور چې مي پر څنګ ناسته وه يو دم يې پر سر په چپلاخه ووهلم:
"دا څهٴ كوې دا مه كوه، دا بې ازاره دي، دا د خداى رحمت دى موږ ته دعاوي كوي كه دي كار په درلود نو بيا ښېرا درته كوي، در په در به شې، ما لاس ونيو چورت مي پکې بند شو، دا بيا څنګه بې ازاره دي؟ مور خو و هر سپين شي ته بې ازاره وايي، پرون چې مي سپينه مېږه په غنه ووهله پر هغه يې هم ووهلم چې دا بې ازاره ده، يوه ورځ چې پۍ را څخه توى شوې پر هغه هم راته و قهرېدله چې: "دا خو ګنا لري هر سپين شى بې ازاره دى، پۍ بې ازاره دي، مستې بې ازاره دي، مېږه بې ازاره ده، هګۍ بې ازاره ده، واوره بې ازاره ده، زما چورت نور هم پر مخ ولاړ او په هر سپين شي کې مي چورت بندېدى۔
دا نور خو به ازار لري ولي چې مېږه خو وري راوړي او غوښي راكوي، پۍ راكوي، چې شلومبې او كوچ ځني جوړېږي، هګۍ څخه خاګينه جوړېږي او چېچان پيدا كېږي، خو- خو دا ويينه په څهٴ ازار لري او دا ولي بې ازاره ده؟ په دغه حال کې زموږ په دروازه کې غاړې تازه شوې، پلار مو ور ږغ كړ، ملا صاحبه! راځه تهٴ خو د كور سړى يې، مور مي زر ور پورته شوه بالښت يې را واخيست او ناليچه يې ور واچوله موږ ته يې وويل چې يوه خوا ته شئ لار وركړئ ملا صاحب ته، ما په دې حال کې ملا صاحب ته كتل او خپل چورت مي وهلى، ملا صاحب سپينه لنګوټه، سپين كالي، سپينه پټه۔
په دې حال کې مور راته وويل: "چې پورته شه وري تنکې دي، وږي دي، ازار لري و مېږو ته يې ور ايله كړه، له سهاره راسي برژن وهي، زهٴ ولاړ شوم او روان شوم۔
څو ورځي او شپې مي دغه چورت وهلو چې دا بې ازاره دى او دا نه دى بې ازاره، خو يوه شپه چې موږ ټول په خوب ويدهٴ وو، چې يو درب شو او بيا زهٴ نهٴ يم خبر چې څهٴ وشو، خو دومره مي ياد دي، چا ويل چې دا تمبې ويينو خوړلې وې نو دا سيب ونړېدى۔
ډاكټر صاحب! دا وينې ډېري ظالمي دي، دا نن هم زموږ په سيبو کې ګرځي، زموږ په كورو کې ګرځي، زموږ په كلي كوڅو کې ګرځي، دلته اوسي، سپيني- سپيني او نرمي- نرمي، سرونه په ځړېږي، خلګ نن هم دوى بې ازاره بولي، د دوى قدر كوي، په سپكه نهٴ ورته ګوري، د دوى له ښېرو وېرېږي، په درنه سترګه ورته ګوري، د دوى دعا ته ځان اړ بولي، مګر دا سپيني- سپيني وينې چې سربېره يې خورا لكه سپين كالي چې يې اغوستي وي له ورايه ډېري بې ازاره اېسي، هر قدم داسي په پام اخلي لكه وېرېږي چې تر پښو مي يو خوار شى لاندي نهٴ شي، خو د ننه ډېري تکې توري دي، دا د ودانۍ دښمني دي، دا د ابادۍ دښمني دى او دا د انسانانو دښمني دي، ډاګټرصاحب! دغو سيبونه نړولي دي، دغو كورونه نړولي او وران كړي دي، دغو كلي برباد كړي دي، ډاكټر صاحب د دغو علاج وكړئ۔ زهٴ جوړ يم- زهٴ جوړ يم، دا نن هم زموږ په سيبو کې، زموږ په كليو او كوڅو کې خورا د ارام ژوند كوي، دا وينې نهٴ خواري كوي او نهٴ څهٴ د ابادي كار كوي۔ د دغو كار بس وراني ده، دا وينې دي، سر بېره سپيني- سپيني دننه توري- توري د دغو علاج په كار دى۔
دى له دې وينا سره خاموشه شو، ډاكټر ورته حيران ولاړ ؤ، چې يوه رنځور و بل ته وويل، ولي نهٴ به وي ښهٴ: "چې دهٴ ته يو پير يو ملا راولو چې يو دم يا څاښت يا تعويذ ور وكاږي او يا يې يو زيارت ته ۔۔۔۔
دې سړي لا خبره نه وه پوره كړې چې يو ناره شوه او ورسره دى را وغورځېدهٴ، وينې- وينې ډاكټر صاحب نرسي ته وويل: "چې زر شه ستن راوړه، هغې په منډه ستن راوړله او ور ويې لګوله او دى پټه خُلهٴ شو۔۔۔