د باركوال مياخېل لنډې قصې
بارکوال میاخېل
څېړنه او راټولوونه : درویش درانی
د ښاغلي باركوال سوانحي خاكه د شاعرۍ په برخه کې راغلې ده۔ هلته د دهٴ پر شاعرۍ باندي بحث هم شوى دى۔ دلته به يې پر لنډه قصه باندي يو څهٴ ووايو۔ د دهٴ د لنډو قصو تراوسه درې ټولګي تر چاپه رسېدلي، چې نومونه يې دي: رنځور كليوال، په شاتو کې زهر او لټان۔ د دې تر څنګ يې له نورو ژبو را ژباړلي لنډې قصې هم د يوې ټولګي په بڼه چاپ كړي دي۔ دهٴ يو ښهٴ كار دا كړى دى چې د دغو ټولګو سريزي يې په ښو او د قصې په هنر پوه ليكوالو ليكلي دي۔ دغه سريزي نهٴ يواځي دا چې د ښاغلي باركوال، بلکې له لويه سره په لنډه قصه د پوهېدلو په لړ کې له لوستونکې سره مرسته كولاى شي۔
د ښاغلي باركوال د قصو ژبه هم اسانه ده هم روانه، چرته پکې دروندوالى يا مصنوعيت نهٴ محسوسيږي۔ ځورېدلى پښتني ژوند يې په ښه توګه انځور كړى او د هغه درې اړخه يې زيات نمايان كړي دي۔ دغه درې اړخه دي: غربت (افلاس)، بې سوادي او د افغانستان دا اوسنۍ غميزه۔ د غربت يا افلاس په اړه يوه لنډه قصه چې مالوستله، هغه وخت خپله يوه خاطره را په ياد شوه۔
يو وخت په راولپنډۍ کې هوايي مېدان ته د تلو دپاره په يوه ركشه کې كښېناستم او هغه روانه شوه۔ تر يوه چوك د تېرېدو په وخت يې چلونکې را ته وويل، دا د مزدورانو چوك دى۔ آبله ورځ دلته ولاړ وم، يو سوسكى راغى او مزدوران په منډه منډه په ورختو شول۔ څو چې د سوسکې والا په كار ؤ هغه يې كښېنول۔ په دا نورو کې يو ځوان په زوره زوره په ژړا شو چې زهٴ چې ور نزدې شوم نو ويل يې، نن اتمه ده دلته ولاړ يم، چا كار لره نهٴ يم بيولى۔ تر شا مي كور پاته دى، نهٴ مي هلته څهٴ لېږلي دي او نهٴ زهٴ د څهٴ خوړلو دپاره دلته روپۍ په جېب کې لرم۔
ښاغلى باركوال په خپله يوه قصه "مزدور" کې دغه رنګه حالت ته مخامخ يو مزدور موږ ته را پېژني۔ هغه چې په خالي جېب كور ته راشي نو ښځي يې په غلطۍ سره پښه په تبر سخته ټپي كړې او ګاونډيانو روغتون ته وړې وي۔ دى چې خبر شي نو په وار خطايۍ سره په بيړه بيړه بېرته ښار ته ورپسې روان شي۔ كله چې ښار ته ورشي نو:
روغتون ته به لا نهٴ وي رسېدلى چې په يوه ورڅېرمه كوڅه کې يې د يوهٴ دوكان تر مخ له بورې [چېني] ډكه لارۍ تر سترګو شوه، ځاى پر ځاى ودرېد، په داسي حال کې چا د شا له خوا ږغ پرې وكړ:
وروره! دا د بورې لارۍ خالي كوې؟ د لارۍ خالي كېدو خبري يې سر سره وروګرځاوهٴ، زړهٴ نازړهٴ، نهٴ پوهېدهٴ څهٴ جواب وركړي، يو ځل بيا يې د روغتون خوا ته وكتل، خو وروسته يې لكه لېونى، هغه سړي ته ګډ وډ جواب وركړ:
خداى به يې جوړه كړي، هو خالي كوم يې۔
له بېسوادۍ څخه موږ پوهېږو چې ناپوهي پېدا کېږي او له غُربته سره چې ناپوهي ملګرې شي نو يو ډول غبرګه بدبختي ترې وزېږي۔ د پښتو ژبي ويونکې په ډېره لويه پېمانه له دغي غبرګي بدبختۍ سره لاس و ګرېوان دي۔ سواد اوس په شا ته پاته نړۍ کې هم په ډېرېدو دى خو زموږ په لر و بر کې يې يوې خوا ته دغه د افغانستان غميزه ګړندى كېدو ته نهٴ پرېږدي، بلي ته بيا مسئله هغه ده چې ښاغلي باركوال "په شاتو کې زهر" په خپله يوه لنډه قصه کې ورته ويلي او يا يې په يوه بله کې د "رنځور كليوال" تر عنوان لاندي روښانه كړې ده۔ په زمانو زمانو د دغي غميزي بدبختي په لاس د ځورول شوي ژوند ډېر داسي تصويرونه د باركوال په قصو کې شته چې د لوستونكو نظر ځان ته اړوي، لكه په "دروند كار" نومي افسانه کې دا تصوير:
يو نيم ساعت پس چې ښځي په كمېدو شوې، ګلالۍ ته وار ورسېد۔ ګلالۍ په لومړي ځل په يوه كوشنۍ كوټه کې۔ چې زياته رڼا هم پکې نهٴ وه۔ يوهٴ پردي نارينه ته ورننوتله، چې ببره ږيره، نيم ړنګ نيم سم پټكى پر سر، اوږدې تسپې په لاس کې، سترګي هم په رنجو لړلي او يو غټ وَړين پټو يې پر ځان اچولى ؤ۔ د ګلالۍ له كښېناستلو سره يې په لوړ ږغ ورته وويل:
واياست څهٴ مراد مو راوړى دى؟۔
ګلالۍ هم بې له ځنډه ورته وويل:
اتهٴ كاله مي د وادهٴ کېږي، اولاد نهٴ لرم۔
ملا پايند ناببره ورغبرګه كړه:
باس باس (بس – بس) پوه شوم پوه شوم۔
ښاغلى باركوال زموږ له هغو ليكوالو څخه يو دى چې د افغانستان په دې روانه غميزه زيات خوږمن دي۔ د دغه درد څړيکې هم د دهٴ په شعر او هم په لنډه قصه کې محسوسېدلاى شي۔ موږ غواړو چې په دغه لړ کې يې يوه روغه قصه د دې دپاره دلته وړاندي كړو چې لوستونکې ته د دهٴ د هنر اندازه په سمه توګه وشي۔ خو يو څو خبري لا نوري را سره پاته دي، مخکې به هغه بيان كړو، بيا به د دې ليكني د وروستۍ برخي په توګه دغه لنډه قصه را مخته كړو۔
د بل هر قصه ليكونکې د قصو په شان به د ښاغلي باركوال په ځينو قصو کې هم نيمګړتياوي وي بلکې شته، خو پر هغو ټولو باندي د بحث كولو نهٴ دا ځاى دى او نهٴ دا وخت، دلته به يواځي يوه قصه چې نوم يې دى "غـچ"، را واخلو۔ په دې قصه کې يوه خبره داسي شته چې لوستونکې ته پوښتنه ور پېدا كوي چې دا نو څنګه كېداى شي۔ دغه پوښتنه د قصې د راوي د بيان په اړه ده۔ په قصه کې يوه كلي ته په څو شپو کې په يوهٴ پسې بل مړى راځي خو وژونكى د يوهٴ هم نهٴ شي معلوم۔ لومړى مړى د ملك سربلند د مشر زوى ميرداد دى چې يو چا وژلى او چرته يې تر ځوزانو لاندي پټ كړى دى۔ مرجان شپون چې رمه پيايي نو پر دغو ځوزانو ورپېښ شي۔ د مړي بوى يې پام ځان ته واړوي، چې و يې ګوري او و يې ويني چې مړى دى نو په دې سخت ووېرېږي چې هسي نهٴ را باندي تاوان شي۔ له دغه ځايه په بيړه ځان لري كړي او تر مرګه بيا په دغه اړه چا ته سپوڼ هم و نهٴ وهي۔ د شپانهٴ دغه مشاهده او د هغهٴ ذهني کېفيت چې د "غچ" راوي بيانوي نو لوستونكى به ارو مرو وايي چې دغه خبري دهٴ ته چا وكړې؟۔
راوي دا هم وايي چې ملك سربلند چې د پاتا ټغر ټول كړي نو د خپل زوى د وژونكى په لټه شي، له ډېرو پوښتنو ګروېږنو وروسته هم چې يې څرك و نهٴ لګيږي نو له خپل دويم زوى ګلداد سره هغه ځاى ته ولاړ شي، چرته چر تر ځوزانو لاندي د ميرداد مړى موندل شوى ؤ۔ له كتو را كتو وروسته د مرجان پل ومومي۔ د هغه غټي څپلۍ ولي چې دوى ډېري ليدلي را ليدلي وي، په دا يې نو پل وپېژني او دا يې يقين شي چې همدا د دوى مجرم دى۔ له دې وروسته په دې فكر شي چې څنګه وار ورباندي جوړ كړي۔ دغه ټولي خبري هم د راوي په اړه لوستونکې ته دا پوښتنه ور پېدا كوي چې دهٴ ته دا چا وكړې؟ ولي چې ملك او د هغه زوى خو دى وايي چې دا راز له هر چا پټ وساتهٴ۔ تر دې حده چې د مرجان د وژل كېدو پر پېښه د افسوس كولو دپاره را ټول شوو خلګو ته ملك سربلند په جګ ږغ وويل:
وروڼو! پر كلي مو ارو مرو څهٴ بلا نازله شوې ده۔ سړى ووژل شي، قاتل ورك ورك شي۔ د دې غم بايد وخورو۔
اوس به را وګرځو بېرته خپلي هغي خبري ته چې موږ ويل په پاى کې به د باركوال يوه داسي لنډه قصه وړاندي كړو چې اړه يې د افغانستان له دې رواني غميزي سره وي۔ دغه لنډه قصه د دهٴ د لنډو قصو په دويمه ټولګه (په شاتو کې زهر) کې راغلې ده او عنوان يې دى "له بېلتونه تر روغتونه" لاندي دغه قصه وګورئ:
له بېلتونه تر روغتونه
د روغتون د عملياتو د څانګي مخي ته ګڼ شمېر خلک- ښځي او نارينه- را ټول شوي وو او د خپلو ناروغانو په تمه وو، چې د عملياتو په څانګه کي یې عمليات کېدل۔ د عملياتو څانګي ته دننه هر چاته د ورتګ اجازه نهٴ وه، خو زهٴ د ډاکټر اختر په شناخت دننه ورغلم، خپل کشر ورور مي د عمليات لپاره وروستى وو، چې د څنګلي هډ يې له چا سره په جګړه کي مات کړى ؤ۔ د روغتون کارکوونکيو چې ځانګړي سرې جامې يې اغوستې وې په پرله پسې توګه د عملياتو له څانګي عمليات شوي ناروغان را ايستل او د ناروغانو لپاره په ځانګړې هواره د اوسپني رېړۍ کي يې نور ناروغان ور ننه ايستل، زما ورور د روغتون د کارکوونکي په لارښوونه څپلۍ وکښې او د عملياتو څانګي ته ور ننووت۔ زهٴ هم دباندې پر يوه څوکۍ کښېنستم۔ که څهٴ هم د روغتون بوى راباندي ښهٴ نهٴ لګېدهٴ خو مجبوري سړى داسي ځاى ته ورولي چې په خوب او خاطر کي يې هم نهٴ وي۔
د عملياتو د څانګي کارکوونکيو په دومره بيړه په هوارو رېړيو کي ناروغان ننه ايستل او را ايستل او کله کله خو به يې يو- نيم ناروغ- چې تر ملا او پښو به يې لاسونه ور لاندي کړل- په دومره زور له يوې رېړۍ بلي ته ور وغورزاوهٴ، کټ مټ لکه د سبزي منډۍ پانډيان چې د پيازو يا پټاټو ګونۍ په رېړۍ کي په زور اچوي۔ د دوى دې کار به ما ته سخت کاوړ راوست، کله به مي زړهٴ وشو چې ور ولاړ شم او خُلهٴ پر ور پرې کړم، چې اې خلکو تاسي انسانان ياست که څهٴ بلاوي ياست؟ انسان څوک دا ډول پورته کوي او غورزوي يې او بيا ناروغ او عمليات شوى انسان، خو څهٴ به مي کړي واى، په روغتون کي زما په خُلهٴ چا پياز هم نهٴ خوړل، ځکه دا کار نهٴ يواځي د روغتون د عملياتو په څانګه کي کېده، بلکي په هره څانګه کي داسي بده ورځ وه۔
زهٴ هم پټه خُلهٴ پر څوکۍ ناست وم او د خپل ورور را وتلو ته مي دوې سترګې څلور کړې وې، د عملياتو څانګه د نور روغتون په پرتله يو څهٴ پاکه وه او د دارو درملو بوى پکي نهٴ لټېدهٴ، د عملياتو د څانګي ټول کارکوونکي نرسي او ډاکټران به يا خو په لوڅو پښو پکي ګرزېدل او يا به يې پاک سوتره چپل په پښو کړي وو۔ ډاکټرانو هم چپني ته ورته ځانګړي جامې اغوستي وې۔
زهٴ پر څوکۍ باندي په ډېره ناسته ستړى شوم، کله به مي ښۍ پښه پر کيڼۍ او کله به مي کيڼۍ پښه پر ښۍ واړوله۔ ما هماغسي د روغتون د کارکوونکيو بيړني کار ته کتل چې په منډه منډه يې ناروغان وړل راوړل، تابه ويل په ښار کي کومه چاودنه شوې او يا د موټرو د ټکرېدو په پېښه کي خلک ټپيان شوي دي او په روغتون کي بېړنى حالت اعلان شوى دى۔
ناببره د عملياتو څانګي ته يوه ښځينه ناروغه را ننه ايستل شوه، چې که څهٴ هم برسېره يو څادر پر غوړول شوى ؤ، خو څادر هم په وينو سور ؤ، داسي ښکارېده لکه ښځه چې پر سړک باندي کوم موټر وهلې وي۔ ښځي زګېروى لارهٴ او آهونه يې تر خُلې وتل، د روغتون کارکوونکيو د نورو ناروغانو غوندي دغه ښځه هم په بيړه د عملياتو څانګي ته تېره کړه۔ ما په زړهٴ کي ويل چې ته ګوره دا بېچارګۍ به څوک وي، څوک به يې وي که به يې نهٴ وي۔ زهٴ لا په همدغو چورتونو کي ډوب وم او بېلابېلو پوښتنو مي په ذهن کي غزوني کولې، چې تر دې منځ د عملياتو د څانګي دروازه په زوره پرانيستل شوه او يو ځوان- چې په دواړو پښو ګوډ ؤ، جامې يې هم ډېري خيرني او زړې وې، ږيره يې نهٴ ډېره وړه وه نهٴ ډېره غټه، ببر سر په وارخطا سترګو را ننووت۔ په لنډه ساه يې د روغتون له يوه کارکوونکي وپوښتل:
-هغه ښځه څهٴ شوه چې اوس يې راوړه؟
د روغتون کارکوونکى پوه شو چې ځوان د هماغي ټپي ښځي پوښتنه کوي، د هغه وارخطايۍ او تښتېدلي رنګ ته يې هيڅ پام و نهٴ کړ، لنډ ځواب يې ورکړ:
- د عملياتو په څانګه کي ده، تاسي هلته انتظار وکړئ۔
ځوان زما خواته راغى، خپلي لکړي يې په ډېر تکليف څنګ ته کښېښووې او زما څنګ ته پر پرته څوکۍ کښېنوست۔ ما نهٴ غوښتل چې له ځوانه پوښتنه وکړم، ځکه يو خو دى ډېر پرېشانه او اندېښمن ښکارېدهٴ، بل دا چې هغه ناروغه ښځينه وه، ځکه نو پوښتنه کول مي ښهٴ کار وه نهٴ بالهٴ، خو ځوان پرله پسې له ځانه سره ګډ ؤ، چا ته يې بدي ردي خبري کولې، سپکي سپاندي يې ورپسې ويلې، خو د چا نوم يې نهٴ اخيست، زهٴ نهٴ پوهېدم دى چاته او ولي دومره په غصه دى۔ ځوان ته مي وکتل، سترګي يې سرې اوښتي وې، خدايزده ژړلي به يې ؤ، که هسي سرې وې۔ ما هم زړهٴ وکړ او ترې ومي پوښتل:
هغه ناروغه دي مور ده؟
ځوان د ځواب پر ځاى سر د انکار په ډول راته وښوراوهٴ۔ زهٴ نهٴ پوهېدم ځوان ولي دومره پرېشانه دى او مځکه ځاى نهٴ ورکوي، بيا مي ترې وپوښتل:
- نو ولي دي سترګي سرې دي؟
ځوان دا ځل خبرو ته خُلهٴ جوړه کړه:
سترګي؟ سترګي به مي ولي سرې نهٴ وي، پوليسو ظالمانو مي خور د توپک په کونداغونو وهلې او په وينو يې لړلې ده۔
ما په اريانۍ ترې وپوښتل:
هه دا څهٴ وايې پوليسو ولي وهلې ده؟
د ځوان تر سترګو اوښکي را وڅڅېدې، په غرېونيولي ږغ يې ځواب راکړ:
- په بازار کي يې خير غوښت، پوليسو له خيرغوښتلو منع کړې وه او ورته ويلي يې ؤ، چې اې مهاجرې ځه ورکه شه۔ دې يې خبره نهٴ وه منلې او مازي يې دومره ورته ويلي وو، چې ستاسي له لاسه له خپل وطنه را مهاجره يم، اوس مي خير غوښتلو ته هم نهٴ پرېږدى۔ پوليسو پر دې خبره کونداغونه ورته کښلي، له لاس او پښو يې اچولې ده۔
له همدې سره يې له سترګو پرله پسې څو مړې اوښکي را وڅڅېدې۔ کله به يې ما ته وکتل او کله به يې د عملياتو د څانګي خواته سترګي وغړولې۔ دهٴ لا دا خبري کولې چې د عملياتو له څانګي يې خور را و ايستل شوه او د روغتون کارکوونکي په داسي حال کي چې د هغه ناروغه خور يې له يوې هواري رېړۍ په بله کي پرې ايستله، ځوان ته يې په هسک ږغ- چې د هغوى سخت زړيتوب ترې له ورايه څرګندېده- ځواب ورکړ:
ډاکټر وايي دا ښځه ډېره زخمي ده، که يې پوليس رپوټ درج نهٴ کړي عمليات يې نهٴ شي کېداى۔