د اکبر کرګر داستانونه (۳)
محمد اکبر کرګر
چې ماشومان سندره ووايي
څو ورځې يي تيرې شوې وي، يوازې څو ورځې چې ښوونځي ته يي لاره پيدا کړې وه مور يي د همدې ورځې ليواله وه، هو، د همدې ورځې. څويمه ورځ يي وه، چې ښوونځي ته تللی و، په کڅوړه کې يي يو کتاب هم په اوږو فشار راووړ او دروند برېښيده .په دروازه را ننووت، سملاسي يي، څه نوې خبرې زده کړې وې . مور يي ډېره منتظره او تږې وه، چې د هغه د نن ورځې توري او کليمې واوري . ماشوم يو څه له ځانه سره زمزمه کول، داسې لکه چې سندره وايي، هغه سندره نه ويله، څه بل شان يي زمزمه کوله .مور يي د ليدلو او د هغې د اورېدلو تږې وه، څويمه ورځ يي وه، چې هغه ښوونځي ته تللی و.
ـ ښه بچی جانه ښوونکي (مالیم) دې درته څه وويل ؟مور يي وپوښتل .
ـ ماليم (ښوونکي) سبق راکه، هغه په کوچنۍ او تنکۍ ژبه وويل او بيا يي د واره زياته کړه :
ـ موږ يي قطار ودرولو او په موږ يي دا سندره وويله:
ـ کومه سندره ؟زوی جانه !
ـ هماغه سندره .
مور يي بيا په دلاسا ترې وپوښتل :
ـ زه يي بيا نه شم ويلی، هماغه سندره چې وايي . . .
ـ کومه سندره ؟ته خو يي لږ شان ووايه .
اغه په توليزون (تلويزيون) کې يي چې وايي، اغه جنډه چې رپيږي، اغه ماشومان چې پکې قطار روان وي .
مور يي بيا په غيږ کې ونيو، دواړه خواو ته يي ښکل کړ، د هغې د ارمانونو د هيلو او اميدونو نيالګی او د هغې د خواريو او سختيو بچی و، ډېره يي تنده وه، چې يو وخت خپل زوی په ښوونځي کې وويني، د هغه په تنکۍ ژبه سبق واوري .
د وطن نوم، دوطن د غرونو نومونه، د سيندونو نومونه، د ښارونو نومونه، د وطن د قهرمانانو نومونه او ان د وطن د څارويو او ليوانو نومونه ترې هم واوري .
خو دا وخت سره له دې چې د مور د ژوندانه يو ارمان پوره شوی و، يو نيمګړی ارمان، يو نيمه خوا ارمان، يو تاند اوتنکی ارمان، هغې د لومړی وار لپاره خپل زوی د ښوونځي له کتاب سره وليد او بيا يي هم زړه صبر نه شو، بيا يي له زوی نه پوښتنه وکړه، د همغې زمزمې او د همغې سندرې ...
- ښه ته ووايه، کومه سندره دې ياده کړه:
- سندره نه وه، هغه قومي ترانه وه، هغه چې توليزون (تلويزيون) کې يي ماشومان وايي، اغه بيرغ چې رپيږي او ماشومان يي چې وايي .
نو څنګه ويل کېږي؟ ته خو يي يو ټکی ووايه .هغې بيا وچيړه او په دلاسا يي وپوښتنه .
- چې نه مې پرېږدي، نو دا لږ درته ويم بيا بس .
- ښه همدا لږ ووايه .
په تنکۍ ژبه يي په خپله ځانګړې لهجه کې په موزيکال ډول همدومره وويل :
پاک سر زمين شاد باد
کشور حسين شاد باد
هغه ددې ليوال و، چې مور به يي ډېره خوشالي وکړي او ډېر به يي ونازوي، خو د ترانې په اوريدو سره د مور اکر څه بل شان شول. . .دواره د هغې په اننګو سيلاب را روان شو، ستونی يي بند بند شو، نو ر ورسره د خبرو مجال ورک شو، خو همدومره يي وويل . دا خو . . . .
ماشوم يي خبره غوڅه کړه:
نو ته خفه شوې، ولې خفه شوې .
هغې نه غوښتل، چې نورې خبرې وکړي، خو ماشوم په لالچ سره په يوه ساه پوښتنې کولې.د مور اوښکو د ماشوم وسوسه شيبه په شيبه زياتوله .هغه يي هڅاوه، چې بيا او بيا هم پوښتنه وکړي . د مور اوښکو او خفګان د ماشوم بې پروا او باغي نظر يوې خواته کړ او بيا يي هم له موره وپوښتل .
هغې بيا خپل ماشوم زوی ټټر ته رانږدې کړ، په مخ يي ښکل کړ، په بنده ژبه او نيولي ستوني يي همدومره ورته وويل .
- نه په سندره به دې ولې خفه کېږم، خو وطن او بيا يي ستونی ډډ شو.
د ماشوم په ذهن کې د وطن کليمې ډېرې پوښتنې راولاړې کړې، هغه ته ور ياد شول، چې کله په اوله ورځ ښوونکی له هغه نه د ځای پوښتنه وکړه، نو د هغه خوا کې ملګري يي وويل، خو صيب دې مهاجر دی، هغه ګړۍ د مهاجر په مانا نه و پوه شوی، خو دا مهال دې او نورو پوښتنو د ماشوم حيراني نوره هم زياته کړه .
- هو، بچيه دا زموږ د وطن سندره نه وه او دا زموږ وطن هم نه دی، زموږ وطن هلته و، چې ته په کې وزېږيدي .
- نو هغه چيرته دی؟
- اخواته دی، قبلې ته يي لاس ونيوه .
- هلته خو خلک مانځه ته دريږي .
- هو ها خوا موږ لمونځ کوو او بيا يي قبلې ته لاس ونيوه، زيړی مازيګر و.د پېښور اسمان ته د لوګو او ککړې هوا پولې ورجګيدلې .د تاترې پر سر سپينه غوړسکه وريځ د شنه اسمان په لمنو کې د پاغوندو په څېر بريښيدله .د لمر وړانګې د وريځو د پوليو سره سترګه په سترګه کېدلې او بيا يي د وريځو شاته د اسمان لمنه کې د بوډۍ ټال په غر غړ وکاوه .
د تاترې جګ غرونه چې له کلونو پيړيو او زمانو راهيسې د يو جابر او باعزمته امپراتور په څېر يي د پېښور په ورشو راج چلاوه، دا شيبه ورته ډېر هوار بريښيدل، هلته د پلار، نيکه دېره او هديره ده، شنې ونې په کې زرغونې دي، ويالې په کې په شړک بهېږي، د سيندونو په کې غورځنګ وي، د شپنو شپيلۍ په کې د پخوا په څېر اوريدل کېږي، د خلکو شور او زوږ په کې غوږونه کڼوي، خو هغه يو ورا بيا د خپلو خيالاتو سره د ماشوم زوی خبرو ته وګرځيده، ماشوم ترې وپو ښتل :
زموږ کور هلته وړاندې و؟
- هو هلته وړاندې و، هلته قبلې ته، هلته چې د خلکو لمونځ روا کېږي، هلته زموږ کلی و، هلته زموږ کور و او زموږ . . .
- نو ولې نه ځو ؟
- ارو مرو به ځو .
- کله به ځو .
- يو وخت به لاړ شو او هلته به بيا خپلو همزولو سره لوبې وکړي .
- ولې اوس هلته ماشومان لوبې نه کوي؟
- په همدې خبرو سره يو وار بيا د هغې په سترګو توره تياره راغله .د هغې ذهن او خيال يو وار بيا خپل کلی کور او د خټينو ديوالونو په کوڅو کې ننووت .د خپل زوی د پيدايښت لومړۍ شيبې يي ياد کې راغلې .ډېره هيله يي درلوده، چې زوی يي يو وخت د خپل کلي په کوڅو کې د خپلو همزولو سره لوبې وکړي. د خپل وطن سندرې ووايي، خپلې دېرې او هوجرې وګوري . د خپلو پلرونو له عظمت او لويي خبر شي او د يو باغروره زلمي په څېر د نورو په وړاندې ځان د يو وطن زلمی احساس کړي، خو دا وخت د هغې تصورات څه بل شان وو، ماشوم بيا هم پلټنه کوله او بې واره يي وپوښتل :
- نو اوس زموږ کلي کې سندره نشته ؟
شته خو ماشومان يي اوس نه وايي .
هغه کومه ده او ولې وطن ته نه ځو ؟
بچيه، هلته خو جنګ دی، هلته خو ډزې دي او ماشومان هم تښتوي .
په ماشومانه تصور يي وپوښتل :
ښه، دا چې اسمان هلته سور دی، کورونو اور اخيستی دی .
د اسمان لويديځې لمنې ته يي لاس ونيوه .
هلته کورونو اور اخيستی دی ؟
دا لمبې چې ښکاري .
هو، دا چې لمبې ښکاري اخواته داور لمبې دي او زموږ په کلي باندې بلې دي .
او ماشومان هم تښتوي؟
هو ماشومان تښتوي .
نو ولې يي تښتوي، هلته څوک سبق هم نه وايي ؟
ليونيه هلته سبق له کومه شو، هلته يوازې د ټوپک سبق دی .
نو موږ به کله خپل کور ته لاړ شو او که به نه ځو ؟هغه په ډېره معصومانه ژبه وپوښتل، مور يي په ورو له ځانه سره وويل، خدای خبر، خو ماشوم ته يي په تسليت سره وويل .
که خدای کول، يو وخت به لاړ شو .
نه ژز شه راته ووايه کله به لاړ شو؟
د ماشوم په ډېر ټينګار د هغې ستونی ډک شو، له خبرو کولو ووته، کور اوس . . . .اوس هلته هدېره او بيا د هدېرې په اورېدو سره د ماشوم سترګې همداسې د مور له اوښکو سره ورغلې پاتې شوې .
جنوری لسم۱۹۹۶
د پوهاند دوکتور سيد بهاءالدين مجروح په ياد
جهنم دی هر انسان د بل انسان
خپلې نمجنې کوټې ته ورننوتلم، د دروازې په بيرته کولو سره مې بد او له نمه تريو او ناوړه بوی تر سپږمو شو. بد او ناوړه بوی مې احساس کړ.خپل غوړيدلی توشک ته ورنږدې شوم، فکر مې وکړ، چې ګوندې دا بوی زما له تنه او زما له جامو راځي، خو لکه چې کوټې مې څڅوبی هم درلود.ځای ځای څڅيدلې وه، نم جن بوی ترې راختلو، تر سپږمو کېدلو، کړکۍ يي ډېر وخت نه وې بيرته شوې، دروازه هم کرۍ ورځ بنده پاتې شوې وه، خو ما هم ډېر وخت ځان نه و وينځلي، فکر واخيستم، ګوندې چې ځان مې بوی کوي او تن مې خولې کړي دي، د خولو بوی دی، خو د خولو بوی، د تن بوی د کوټې د نم او څڅوبی سره په ټوله کوټه کې غبرګيده. . .
خو چې د کوټې زړې سترنجۍاو مښودي توشک ته مې فکر شو او بيا مې د کاغذ او د زړو اخبارونو ټوټو ته فکر شو، نو بيا مې هم په ځان او هم په خيرن تن او ډېر وخت نا وينځلو جامو ګومان راته . خو د کوټې د نم، څڅوبی، لوند او د باران څڅوبی وهلی توشک، تړلې کړکۍ او دغه راز د کوټې، تروه فضا چې زما په څېر يي د هر نوي راننوتی کس دماغ سيزه .
د خپل توشک او خيرن بالښت تر څنګ کوچنۍ المارۍ ته فکر يوړم، هلته مې لاس اوږد کړ، ډېر وخت کېده، چې خپل کتابونه مې نه وه کتلي، څو محدود کتابونه چې دمخه به مې هم هر وخت را اخيستل او له خاورو به مې پاکول فکر شو، خو کتابونه پکې سر په سر ايښي وو.په کتابونو هم ډېرې خاورې پرتې وې، هر يوه د سړي لاس توراوه.کتابونه هم نم وهلي وو، لنده بل يي اخيستی و.پاڼې يي سره مښتی وې دا وار څو شپې، څو ډېرې شپې وروسته دغه کوټې ته ورغلی وم، د پخوا په څېر چې په خپله بستره کې به پريوتم، خو دا شيبه څه بل شان احساس را وپارولم، له يوې خوا د کوټې د نمه او لنده بله تريو بوی، چې زما يي پر ځان او د تن په خولو هم شک راوستلو او يا دا چې زما د تن د خولو بوی هم پکې ورکېده او له بلې خوا سره مښتې او يو پر بل ايښي څو ټوکه کتابونه هم لانده برېښيدل .وراسته شوي برېښيدل، خو عبث شوی لا نه وو، سره مښتي وو، لکه چې په کتابونو هم باران شوی وي، لکه چې باران په همدغه کوټه کې اوريدلی وي او بيا ددې کتابونو په منځ کې ځای شوی و .
خو ما يو يو را واخيست، د ځينو پاڼې زيړې شوې وې، د ځينو حاشيي زيړې شوې وې، لکه په اوبو کې چې لويدلی وي او په ځينو کې چې په قلم او يا پنسل ليکې کښل شوې وې، هغو هم اوبه اخيستې وې او نشر يي کړي وو، لږ څه خراب شوی وو، يو يو مې وکوت، تاريخونه مې وکتل، خو هېڅ يو مې پام غلط نه شو کړی، نور مې واخيستل، ادبي اثار مې وکتل، د شعر په باب کتابونو مې هم زما . بدل نه کړ .داستانونه، رومانونه ټول مې يو يو را واخيستل، ژر ژر مې وکتل، لکه چې په درنګ شيبه کې مې ټول لوستی وي.بلې خواته مې کېښودل، د ښوونځي او بيا پوهنتون د دورې لاس کښلي يادښتونو ته مې پام شو، هغه مې هم وکتل، لکه چې د زده کړې او د کار يوه دوره مې په دې لږه شيبه کې تر نظر اوسترګو تيره کړې وي .
نو په دې ټولو کې يو کتابګوټی ناڅاپي له ځانه سره واخيستم، يوازې کتاب نه بلکې په هغه کې کښلو او لاس کښلو تصويرونو رسمونو او يادښتونو له را جګولو سره يي وځورولم .زما هم د ماشومانو عادت و، چې کتاب به مې وليده، نو اول به مې رسمونو د ليدلو هڅه کوله، خو په دې کې ما خپل لاس کښلی رسم، کوږ ووږ رسم کې د يو نالايق شاګرد رسم يانې زما کښلی رسم و، خطونو يي سره توازن نه درلوده، زما يي هم له توازن سره کوم سروکار نه و.
هغه يوازې د يو انسان رسم و، لاس تر زنې ايستل شوی و. تصوير زه دپوهنتون وخت ته بوتلم اوهلته يې په ټولگې کې کښينولم : ښه مې ياد شي، په پوهنځي کې، په ټولګي کې مې د درس په وخت کې په يوه سپينه پاڼه کښلی و او له همدغه وخت راهيسې په کتاب کې ساتل شوی و، خو هغه يو عادی رسم و، د يو انسان رسم و، سر يي خپلې لمنې ته کښته و، لکه چې خپل ځان ته، خپل تن ته او خپل زړه ته ګوري، کټ مټ همداسې و، خو هغه مهال ما ته يوازې يو رسم نه و، يو ياد يي را تازه کړ، يو يادونه او يوه تېره شيبه يي راته په ذهن کې ژوندۍ کړه او په دې شيبو کې يي د ژوندانه يوې مهمې ستونزې ته متوجه کړم.ځان ته يي راوګرځولم او زيات کلونه د مخه دوران يي را ياد کړ، د خپل درس خونه يي راياده کړه، د خپل ټولګي حالت يي، خپل ټولګيوال يي را ياد کړل.
همغه شيبه او همغه ساعت .يوه په خپله بونډه ږيره کې لاس واهه او د استاد لکچر ته په فکر و، نور هم غلی ناست وو، بل په وروستی قطار کې د يوې هم ټولګې نجلۍ سره خپلې خبرې بس کړې وې، هغه هم غلی و، خو استاد لکچر را کاوه، هغه د تورې تختې خواته په يوه څوکۍ ناست و، امسا يي خوا کې څوکۍ ته تکيه ايښې وه، موږ ټولو يي لکچر کښلو او هغه هم خبرې کولې نه ډېر فصيح او يا يي نه غوښتل واضح خبرې وکړي، يوازې محتوا يي تشريح کوله، کله به په ډېر زغم جګ شو، امسا به يي په لاس کې ونيوه په توره تخته به يي يو رسم وکيښ، موږ هم د لکچر په خوا کې دغه رسم ويسته، عجيب رسم!!
هغه يوازې رسم نه ويسته بلکې داسې رسم چې خبرې ورسره هم درلودې ډېرې له مانا ډکې خبرې، هغه زياتې د انسان په باب خبرې کولې او په انسان کې يي د انسان په څېره کې يي بلاګانې، ديوان او ښاماران او نور څيروونکي ليوان انځورول، داسې لکه چې څوک فکر کوي، د يو موجود د ژوندي بنيادم په تن کې داسې څه ځای شوي دي، چې سړی خوري، کورونه خوري، ښارونه هواروي او وطنونه او ملکونه...
او له هر څه څخه به يي ترهه زموږ په ټولګي راپلنه کړه، په اتلس شل کسيز کوچني ټولګي کې به مو يو بل ته وکتل، داسې چې له يوه بله به مو وېره پيدا شوه، چې ګوندې دی مې خوري، هغه مې خوري او هغه دا کار کوي او ګوندې خپله استاد دا کار کوي.
د ټولګي فضا به سکوت او چوپتيا په سر واخيسته .موږ به ټول غلي وو، هغه چې په ږېره کې به يي ګوتې وهلې او د استاد لکچر او خبرو ته به فکر وړی و، هغه هم غلی و، هغوی چې څنګ ته ناست وو او هغوی چې د ټولګي په وروستۍ برخه کې يي خپل پس پس غلي کړي و.ټول غلي او چوپ وو، ټول ټولګی چوپ و.ټوله فضا چوپ وه، داسې لکه چې اسمان هم لږ را ښکته شوی وي او زموږ د ټولګي پر پاس چت باندې ناست وي او زموږ حالت ته يي غوږ نيولی دی، لکه چې په لاره تيريدونکي ځلمي او نجونې هم په دې چرت کې دي، هم داسې سکوت يي ټينګ کړی وو، پر موږ هم سکوت حاکم و، ځکه چې د انسان د خويونو درس مو وايه، د انسان د روان تجزيه مو اوريده، نو ځکه نوي څه وو او ټول ورته غلي او چوپ وو.هغه په خپل لکچر کې هغه وخت چې لاس کښلي تصوير ته به يي ګوته نيولې او يا به يي د رسم شاوخوا خپله امسا تاوه کړه، نو دا شعر به د خپل استدلال په ترڅ کې غبرګ کړ، چې :
يوه دا چې
دا ژوند څه دی
يو موموزه سمندر دی
خو ددې سمندر غاړې پورې لار شته
او ددې لارې ړومبی پړاو دوزخ دی
بله دا چې
جهنم نه چرته لرې دی نه پټ په بل جهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې
او په دې وينا به موږ ټولو يو بل ته سره وکتل د يو انسان جهنم په بل انسان کې!!))ټول به فکر واخيستو.
يو بل ته به مو سره وکتل، داسې به مو و انګيرله، چې هغه چې په خپله بونډه ږېره کې لاس وهي .هغه چې زما په څنګ کې ناست دی او ټول يو له بله سره يو د بل لپاره جهنم يو او د لکچر په وخت کې به فکر واخيستم .د خپلې خوا او څنګ ته ملګري مې وليدل، لکه چې هر يو جهنم دی، هر يو تنور دی، سکروټي دي، لمبې او د هر يوه وجود په تدريج سره په يو بل څه بدليږي.په يوه اژدها، په يو ښامار چې يو بل ته خوله اچوي، يو بل رانغاړي او يو بل ته ګواښ کوي .
او له دې سوچونو وروسته يو ځل بيا مې د خپل کتاب په منځ کې خپل لاس کښلي تصوير ته فکر شو، لاس کښلي رسم کوږ ووږ سم، د کوټې نم او بد بوی بلې خوا ته واخيستم، د درنګ شيبې لپاره يي زما د فکرونو لړۍ پرې کړه.فکر مې کاوه، چې زما له تنه بوی راځي .ډېر وخت کېده، ځان مې نه ووينځلی.احساس مې کاوه، چې زما له تنه او زما له جامو دا بوی را پورته کېږي، ويښتان مې ببر و، خو د کوټې بد بوی او نم جن تريو بوی، خوسا او وراسته بوی مې بيا هم فکر بدل نه کړ، يوازې همدې رسم ته فکر واخيستم، را په ياد شول، دا د انسان رسم دی .
«انسان د انسان لپاره ليوه دی»په همدې ډول لکه چې يو انسان بل وژني، د بل لپاره جهنم د هغه په تن کې دی، د هغه په وجود او ځان کې دی .
او يا همدې تصوير ته فکرونو واخيستم ...
يوازې يو رسم، يو کوچنی رسم د بنيادم رسم چې ښار پکې ځاييدای شي، يوه لويه هستي پکې ...وګړي پکې، ګڼ او له شوره ډک بازارونه، چيغي او کوکارې، د ماشومانو چيغي، دهغوی د مازديګرنۍ لوبو چيغي، خو يو کوچنی رسم په يوه«ځان »کې...«زه»يم، چې ددې وړ يم، چې د ټولو فرماندار شم، لکه چې لاس کښلي رسم راته په کږه خوله ګډوي او راته وايي، د انسان يا د بنيادم له دريزه .
په ټولو حکم وچلوم، ټول بايد زما تابع شي، زه بايد د دوی «سلطان»شم، چې يم، زه بايد د دوی امير شم، چې يم، دوی...دوی ددې وړتيا نلري، چې ځان را پورته کړي او ماته وګوري او ماته مخامخ وګوري .
«ما»ته زما «زه»ته ))کتل يانې د ژوند بيه، د ژوند بيه، د وګړو د ژوند بيه، د دوی «ناڅيزه»هستي بيه، دا بيه ډېره لږه بيه ده«زما»د سترګو يو رپ بايد ښارونه، کورونه او هر څه راونړوي، چې رانړوي يي، سرکونه بايد د ځمکې پر مخ ترې تم کړي، ژوندي ټول بايد او بايد سر لاندې پښې پورته کړي.اسمان بايد راښکته شي، لمر هم څو نيزې، دوی بايد وويني، چې دا «زه»يم، چې ددې وس لرم او همداسې کولای شم، د دوی وس لرم او داسې حالت راوستی شم...دا «زه»يم«زه»او بيا هم «زه»،
خو دا وخت چې ډېر کلونه له دې کوچني تصوير يا رسم نه تير دی، سره له دې چې دا يو کوږ ووږ رسم دی، خو زه يي تصوير بولم او تصوير يا رسم نه ګڼم، ځکه چې خبرې لري ... او زه يي اوس په خطرونو پوهېږم، ماته يي وختونو او اوږدو وختونو د لوستلو بيا ځلي وس راکړ او څه بل شان يي لولم، سره له دې چې په رسم کې تنبل شاګرد وم، خو اوس ددغه کاږه واږه تصوير په مانا پوهېږم، تروه ټنډه، زوړند اوربوز، له غضبه ډکې سترګې، بې توازنه اندامونه او چابکي، تلوار يو تصوير ګوټی .
خو ماته پکې دا ځل ټول تاريخ را تداعي شو، لکه چې سکندر پکې د مور له غيږې پاڅيږي، لوبېږي، لښکرې راټولوي او بيا د ختيځ په لور رازغلي او د اسونو د پښو خړ ګرد يي تر شا را پورته کېږي، همدا کوچنی تصوير لکه چې کوچنی نه دی، اوس هره شيبه لوييږي او پسې لوييږي، داسې لکه چې اوس د «کوبی»دښته ده، چنګيز پکې زغلي، توره يي له تيکي راکښلې، چنوغده يي له ملا تړلې او په دې لور راځغلي، د اسيا په لور رازغلي، مدرسې ورانوي، ماشومان په زانګو ګانو کې وژني، خپل شلګی او نيزه د هغو پر ټټرونو منډي، لکه چې امير تيمور دی، تصوير نه دی، د اسيا يوه څنډه ده، تيمور پکې هند او بغداد ته ځي، روان دی، د لښکرو او رسالو د ګرد بوی، کوټي د تروه بوی سره بيا سپږمو ته راځي او يا نور امپراتوران دي، هند او فارس ته زغلي، سوبې کوي، کله منارونه جوړي او له دغه ځایونو دلته راځي، دلته ماشومان وژني، ميندي بوروي، ناوې په ډوليو کې پرېږدي او دا ډول .... اويو وار بيا پکې خپل کلی، قربي بندونه او جوماتونه وينم، چې دا اور په لمبو کې سوځي، د تصوير اسمان هم خړ او لوګجن دی، د لوګو، لوخړو نيولی دی، کوچنی تصوير لکه جام جم، چې ټوله دنيا پکې بريښي، دنيا پکې په طول او عرض سره او په هغو ټولو کې يو بنيادم او په بنيادم کې يوه اهريمني نه ايليدونکې قوه چې ټولو کليو ته اور اچوي، هر څه سيزي، ښوونځي سيزي، کلي سيزي، کروندې سيزي او هر څه ...
همدې تصوراتو لږ څه د نم جنې کوټې د بد تعفن څخه بلې خواته بوتلم او چې سپږمې مې راکښلې، بيا مې له ځانه بد راغله، چې دا بد او ناوړه بوی زما د ځان او جامو وي، زما د خيرنو کالو وي، چې په مياشتو مياشتو مې ځان نه ووينځلی، لکه چې اوبه مې نه وې ليدلې، لکه چې په ځنګلونو کې وم....
خو بيا تصوير په مخه واخيستم، بيا د رسم د ويستلو وخت ته ورغلم، ډېر وړاندې وخت، څو کاله د مخه وخت، خپل ټولګي ته، ځوانيمرګ ټولګي چې زيات يي اوس ځوانيمرګ دی، دلته نشته، استاد هم نشته، لکه چې ټول «ما»خوړلي دي، استاد هم او يا هماغه رسم او تصوير...
د اوړي ټکنده غرمه وه، راښکته شوی اسمان چپ او ساکت او غلی ټولګی ټول سره غلي ناست دي، يوازې استاد په خپله امسا په توره دړه باندې کښل شوي تصوير ته اشاره کوي، تصوير تشريح کوي، انسان تشريح کوي، د انسان جهان او په دې ډول وايي :
اوازه يي د ښايست خپره هر لورې
دې ښار کې اوسيده يو لوی سړی هم
د اولس په هوښيارانو کې هوښياره
سوچ وهل فکر کول يي کسب وکار و
د جهان او ژوند رمزونه لوټول ده
په دفترو په اوارقو کتابو کې
يوه ورځ د ورځ يي دا شاني بيان کړو
تر کوم وخته چې دا ځمکه دا اسمان وي
تل د هر انسان دوزخ به بل انسان وي
۱۳۶۹\۲\۱۰
تورې جامې
ډېره موده مې شوې وه، چې خپل زاړه کلي ته نه وم تللی.په دې څو کاله ليرې والي کې راته دا تنده پيدا شوې وه، چې کاشکي خپل همزولي، نجونې او هلکان ووينم، د هغوی مستي ووينم، د هغوی رنګه کالي ووينم او کاشکي د خپل ماشومتوب د لوبو او خاپوړو ځايونه ووينم، زه د همدې تندې سره دا وار له ډېرې مودې وروسته د وختونو وروسته او له کلونو وروسته ور روان شوم.
ډېره موده شوې وه، ان ډېر کلونه تير شوي وو، چې زه په ښآر کې په درس ويلو بوخت وم، پخوا به د ښوونځي په وخت کې څه نا څه وختونه په ځينو رخصتيو کې خپل زاړه کلي ته ورتللم، خو دا څو کاله کېدل، چې له مانه د خپل کلي څېره هېره شوې وه.
دا وار چې د خپل زاړه کلي په لور روان شوم، په ټوله لاره کې راته، په موټر کې او په تم ځايونو کې د خپل کلي او کليوالو څېره نيغه تر سترګو کېده، يوازې په هغوی مې د خپل ذهن او فکر سترګې ګنډلې وې او بس.
دا وار له ډېرې مودې وروسته خپل زاړه کلي ته روان شوم، رښتيا پخوا چې به د ښوونځي په دوره کې خپل کلي ته تلم، دا فکر به راسره وو، چې څرنګه خپله زده کړه او ليک لوست د خپلو همزولو په سترګو وموښم.څرنګه ورته ځان وښيم، خو دا وار داسې نه وو، په دې فکرونو کلي ته لاړ نه شوم، بلکې څه نور شيان په ذهن کې ګرځيدل.
زموږ زوړ او روايتي کلی د لوی سړک نه لږ څه لرې او څېرمه پروت دی، يو څه په پښو مزل غواړي او زه هم چې د پاخه سرک پر سر له موټر نه کوز شوم، راساً د خپل کلي په لور روان شوم، د پلي مزل په لاره هم ټول کلی راته تر سترګو کېده، دا وار مې په هماغه وستلونو داسې ځان احساسولو، لکه چې اوس هم ماشوم يم، لومړنی ښوونځي ته چې زموږ کلي نه لږ لرې پروت دی، ورځم، دهغه وخت د تګ او راتګ ټول دور راته بيا په فکر کې را ژوندی شو.
د موټر له تم ځای نه تر خپل کورو کلي پورې راته ټول د ماشومتوب وختونه ذهن ته ودريدل، ادې مې ياد ته راغله، چې زما د ماشومتوب او مکتب ته د تللو ټول نازونه به يي وړل، خو زه به يي ژړا ته نه پرېښودم، خو کله به هم له دې ټولو فکرونو او سوچونو سره ځانته متوجه شوم.
***
خپل اوسنی عمر او د ماشومتوب دوران ته او بيا به مې د خپل ماشومتوب دوران افسوس وکړ، رښتيا چې ماشومان پاک وي، هغوی د چا خبره پريښتو ته ورته وي، پاک زړونه لري، خو چې را لوی شي، بيا د نورو وګړو خوی بوی واخلي او د دونيا په ټولو شيطانيو کې ککړ شي.
زما به هم خپلې پاکۍ ته فکر شو، د خپلو همزولو سپيڅلتوب ته به مې فکر شو، چې ټول وګړي به مې د ځان او همزولو په څېر پاک او سپيڅلي ليدل، ځان او دونيا به مې هم دا شان او دې ته به مې فکر نه وو، چې انسان نه يوازې را لوييږي.
هغه وخت زه د شيطان په مانا هم نه پوهېدم بلکې يو عجيب او غريب افسانوي، موجود راته مجسم کېده، خو اوس پوهېږم، چې د هغه دوران او اوس څومره توپير دی.
ما ته خپل کلی د خپلو ټولو زړو ديوالونو سره د ورانو کنډوالو سره او د ګڼو او رنګينو ديرو سره د ورانو او تړلو بندونو سره ډېر ښکلي او ښايسته بريښيده، زموږ د کلي په مخ کې دنګ چينار هماغه ډول د اسمان سره سيالي کوله، زموږ په کلا باندې پورې راهوری را سور و، غرونو د پخوا په څېر ماسپښين لنډولو او مازديګر يي ژر راوستلو.دا وار هم د پخوا په څير کروندې شنې وې، غنم زيړ و، چې کله د غنمو د پټيو په پولو هم زيړې غواګانې هماغه ډول څرول کېدلې.د پخوا په څېر به چې کله د غنمو په پټيو د درې تود باد راوالوته او د غنمو وږي به يي تر نيمايي پورې کږول او بيا به يي د غنمو د وږو خوږ بوی خپراوه، هماغه ډول دا وار هم کږيدل، د هماغه درې باد رالوته، د هماغه غرونو له څوکو راکوزيده، د هماغه دنګو غرونو له ګڼو ځنګلو را پلنيده او بيا يي غنم خوزول.
ويالي هم د پخوا په څېر په شړک بهيدلې، خو يو شی د پخوا په څېر نه مالومېده او زما د کوچنيوالي او اوس په منځ کې همدې يوې خبرې له ځانه سره وړی وم.
دا وار چې زه د خپل زاړه کلي ته ولاړم، زما همزولي هم زما په څېر را لوی شوي او زلمي شوي وو، ځينې به ليدل کېدل،چې د پخوا په څېر وستلونو ته لاړم.هلته کېناسم، دېرو ته هم ولاړم، په مجلسونو کې مې برخه واخيسته او جوماتونو ته هم ولاړم، زموږ د روايتي کلي په مخکې د جمعه خان پښ هټۍ هر مازيګر او غرمه زموږ د کلي د بزګرو او هلکانو د بنډار او راټوليدو ځای وو، هماغه ډول د پښ دبنۍ په پوټکو ملنډې وهل کېدلې او هماغه شان د سرې د اوسپنې د رايستو په موقع ټولو به د شهادت ګوته بنۍ ته نيولي، هو د پښ هټۍ مې وليدله، چې د پخوا په څېره به په کې بزګرانو د خپل کرکيلې وسايل جوړول او زلمي به په کې را ټوليدل، د پخوا په څېر به يي په کې ټوکې ټکالې کولې.
خو زموږ د کلي زلمي لا هماغه ډول د پخوا په څېر کله چې زه ماشوم وم، مست نه بريښيدل.هغه وخت چې لا زه کوچنی وم، ما چې به په وستل کې په دېرو کې او په لارو کې او کروندو کې ځوانان وليدل، چې خولۍ ګانې به يي په ورځو را سورې کړې وی، د مرميو ډکې غاړه کې به يي څنګ ته اچولې وي، نو له ماسره به يي هم تنده پيدا شوه، هوډ به مې وکړ، چې که زه زلمی شوم، حتماً به خپل پلار باندې خپله ژېړه غوا خرڅوم او په هغه باندې به ځانته تومانچه او د مرميو ډکه غاړه کې اخلم.
يو وار مې په يو واده کې هم ورته ويلي وو، شيرانو ساز کاوه، يو تن باجه غاړې ته اچولې وه او تومانچه يي هم غاړې ته اچولې وه، تيروبير، ډېر ډول يي ور سره کاوه، هغه به چې د يکه زار غږ وکړ، نو حتماً به يي دومره اغيز وکړ، چې له ناستو کسانو به يوه تن د خپل نوي ټوپک سر پورته کړ او څو ډزه به يي وکړل، هغه وخت يوازې په ودونو کې ډزې کېدلې، څومره خوندورې وې، د ودونو ډزې خو ما ته د سازنده غاړه کۍ او باجې خوند راکړ، پلار غيږ کې ناست وم، يو بل تعليم يافته سړی يي هم خوا کې ناست وو، ما ورته څو وارې وويل، ماته به يوه تومانچه او باجه اخلي.
هماغسې د هغه ولاړ سړي چې غاړې ته يي پرته ده، هغه سندرې چې وايي، هغه وويل!
پيسې نشته.
او ما بيا ټينګار وکړ!
خو زموږ زېړه غوا خرڅه کړه.
پلار مې هغه وخت په يو څه بهانه زه په کرار کړم، زما ژړا يي غلې کړه، خو هېڅکله يي بيا ما ته باجه وا نه خيسته او تومانچې خو اوس...
خو دا وار چې زه کلي ته ولاړم د خپل کلي پيغلې مې هم هماغه شان مستي ونه ليدله، کله چې به زه پخوا د مکتب په دوره کې کلي ته ولاړم او بيا به په پټو ور سم شوم او يا به د خپل کلي د بندونو او ويالو په غاړو کې ور سم شوم او د خپل کلي متسې نجونې به مې وليدلې.د هغوی کاږه اوربلونه به مې وليدل، د هغوی ګڼ کميسونه به مې وليدل او سره پرتوګونه او ټيکري به مې وليدل او چرمه داره کميسونه به مې وليدل، په نکريزو سره لاسونه او د سبو او وښو لپاره د هغوی ځانګړي زولۍ او متسې خنداګانې، نو بيا به مې فکر کاوه، چې خدای جل جلاله د خپل ښايست پريښتې ټول زموږ کلي ته رالېږلې دي، نه بل چيرته.
خو اوس له هغه وخته زيات کلونه تير دي، ډېره زمانه شاته پاتې ده، نه شم کولای، د خپل کلي او د کلي د پېغلو ښايست بيان کړم، هغوی ډېرې ښکلې وې ، خو زه د خپل کلي او کروندو د ښايست سر بېره د هغوی ښکلا نه شم هېرولای، زه لا کوچنی وم، چې هسې به مې يوه بانه لټوله، چې هم د خپل کلي په ټولو لرو برو ځمکو وګرځم او ښايست ووينم، هغوی مستې هم وې او ښکلې هم وې، بې پروا او باغي هم وې او پښتنې حيا يي هم درلوده، نه شم کولای، هغه د ښار د ښکليو سره پرتله کړم او يا يي د سينمايي ستورو سره يو شان وبولم.
هغوی هرې يوې ته خدای جل جلا له زموږ د کلي له پاسه د ځليدونکې سپوږمۍ په څېر ښايست ور کړی وه، زموږ د کلي د چينارونو په څېر دنګې ونې يي درلودې او زموږ د درې د اوبو په څېر مستي او ښکلې او رڼې وي، غرور او باغي نظرونه يی هم د اوچتو غرونو سره سيالي کوله اوس هم چې ډېر وخت تير دی، د هغوی باغيتوب او مستي نه شم هېرولای، لکه چې يي زلمي نه شم هيرولای.
هغه وخت چې لا کوچنی وم، په ودونو کې به مې ليدلي، په وستلونو کې ليدلي، د ويالو په غاړو او يا به مې په اخترونو ميلو کې ليدلي او د ميلو او اخترونو په ورځو کې به مې په زيارتونو کې ليدلي، زه به د هغو ښايست حيرانولم، فکر به مې کاوه، په شپو شپو او ورځو ورځو به د هغوی ښکلا له ځانه سره وړی وم، هغه وخت به په ودونو کې هم هغو رنګه کالي اغوستل سره شنه زيړ ابي، سپين...
او په اخترونو کې هم او دا ډول به په نورو دستورونو کې هم، هغوی هېڅ کوم خاص کليواېې جامې نه درلودې، يوازې به له ډېرو ښکلو نجونو څخه يوې نيمې له ناز او مستۍ نه خپل سپين مړوندونه په تور کاليو کې پټول.
خو دا وار چې له ډېرو کلونو وروسته بيا د پاخه سرک پر سر له موټر نه کوز شوم او سم دم د کلي پر لور روان شوم، پټي هماغه ډول له غنمو ډک وو، غنم زيړ شوي وو، غرونه د پخوا په څېر په غرور او پرتم سره ولاړ و، د مازيګر وروستی زيړی لمر هم د پخوا په څېر تر ناوخته د غرونو پر سر پاتې کېده، ويالې په شړک بهيدلې، خوړونه ډک روان وو، زيړې غوا د پخوا څېر په پولو څريدلې، د پخوا په څېر د نورو کليوالو په شان چې هر مسافر کلي نه راته، نو لومړی به د کلي زړې هدېرې ته ور ستنيده، له ما سره هم دغه خاطره را ژوندۍ شوه، بې اختياره د هدېرې په لور ورستون شوم، ډېر وخت شوی وو، چې زه کلي ته نه وم تللي، هدېرې ډکې شوې وې، پراخې شوې وې، زمږ د کلي هديره هم د غنمو د کروندو په ټټر کې دننه غزيدلې وه، زياته پلنه شوې وه، په هديره کې څه نوي شيان بريښيدل، د زړو او نويو قبرونو ډېر توپير و، په نويو قبرونو يوازې د ډېرو شناختې نه وي، بلکې بيرغونه او جنډې وي، رنګه ټوټې وي، هديره پراخه شوې وه، قبرونو او جنډو ته مې دوعا وکړه، د يو نوي تازه جوړ شوي قبر خواته په تورو کاليو کې يوه ميرمن ناسته وه، په عمر پخه وه، په مخ کې يي ګونځې مالوميدې، په اننګو يي د اوښکو لارې جوتې وې، سکيندې يي وهلې، څو وارې مې زړه را پورته کړ، د پوښتنې وسه مې ونه شوه، ډېر مې زړه را لوی کړ.
- ترور دا قبر د چا دی؟
- دا د اسد ځوانيمرګ دی.
ما نوره خوله چپه کړه، سپينې مې وتښتيدې، د هغې سکيندې ژړا او سلګۍ زياتې شوې، زما ټول اندامونه تاوده شول، ژبه مې خوله کې وچه شوه او د بلې پوښتنې متره را کې ورکه شوه.
بيا مې زړه صبر نه شو، زړه مې بيا لوی کړ، پوښتنه مې وکړه :
او دا قبر ؟
- دا د منصور دی.
- هغه هم ځوانيمرګ ...
- هو .
او بيا مې ذهن د تالندې او بريښنا په څېر زما د خاپوړو او ماشومتوب وخت ته ور ستون شو، نور مې څه ونه ويل، د منصور څېره مې تر سترګو شوه، ما او هغه ډېرې لوبې کړې وې، په لومړي ښوونځي کې سره په يو ټولګي کې وو، ډېر تکړه او ځيرکه هلک و، هغه زموږ د کلي د نه راستنيدونکي کاروان وروستی لاروی و او بيا چې کله کلي ته ورسيدم، د ټولو کليوالو په خوله د منصور نوم څرخيده د هغه زړه ورتوب يي ستايه، ميړانه يي ورته ستايله او زلميتوب.
خو دا وار مې په وستلونو کې د پيغلو ښکلا د پخوا په څېر ونه ليده، زما د ماشومتوب د دوران پيغلې نيمزوالې شوې وې، زامن يي را لوی کړي او زلميتوب ته رسېدلي وو او بيا ...نوي تازه هلکان چې ماته نا اشنا وو، را پورته شوي و، خو دوی هم هغه مستي نه درلودې، هغه وخت يوزاې يو شي ته فکر وړی وم، يوازې يو شي ته...
هغه وخت کې چې زه په کلي کې اوسېدم، زموږ په کلي کې د کاليو د اغوستلو څه ځانګړی قيد نه وو، خو دا وار چې زه کلي ته ولاړم، ما د پيغلو په تن کې رنګه کالي ونه ليدل، فکر مې کاوه، څه مې ورک کړي دي، کومه خپسه مې په ستوني ناسته ده، چا ته يي نه شم ويلای، خو کله چې د خپل کلي د نجونو د ښایست په باب او د هغو ښکلا په باب فکر کاوه، نو يو نا ليدلي شي فکر ته راتلو چې په خوله مې نه شو ويلای او نه مې هم په ذهن مجسم کولای شو.
يوازې په دې به پوهېدم، چې ددې کلي زلمو به د غرونو په څېر اوچتې شملې درلودې، دا شملې اوس هم کوچنۍ نه دي، ښکلي او نيغې وي، خو د پيغلو په ښايست چې د لمر سره به يي سيالي کوله، لاسونه يي په نکريزو نه وو سره او کالي يي هم رنګه نه وو.
خو وروسته پوه شوم، د کلي له زړو ديوالونو نه وپوهېدم، له ناستو کنډرو، باران وهلو بړستنو نه هم وپوهېدم، چې زموږ د کلي په يو نيم وران کور کې له ډنګي ډوال دروازو دننه ليدل کيدلې .له بل څه ونه پوهېدم، ډېر وروسته د هغو له څيرو وچو شونډو څخه د پراخې او پلنې هديرې نه او يا خو دې خبرې وپوهولم، چې کله به زموږ په کلي کې واده شو، نو کومې ميرمنې چې به تور کالي اغوستي وو، نو زوم او ناوې به د تورو کاليو والا ښځې نه مچولو، همدا خبره راته تداعي شوه، همدې دستور، پلنه هديره، ورانې کنډوالې او د پيغلو تورو کاليو وپوهولم، چې کله زلمي جنګ ته ولاړ شي، نو هدېرې پلنيږي او پيغلي تورې جامې اغوندي او تور ټيکري پر سر کوي.
۱۳۶۷\سرطان\۱۰
بودا پست روغتون
حلاجي
له هماغه وخته چې ښار ته راغلی وم د هغې په فکر کې شوم، ما ته هغه وخت ډېر عجيب شی بريښيده، يوازې په ذهن کې مې د هغه تصويرونه او شکلونه جوړول.
ښار ته له راتګ نه دمخه مې ورته نوم هم نه اوريدلی، په يوه نيم ځای او یا که کوم کور کې به مې هسي اونګ هم وليده، نو ډېر ساعت به ورته ودريدم، اواز به يي راته د موزیک په څېر ښکاريده او د هغه د ګوزارونو پر اثر به ميده کيدونکو شيانو له ځانه سره واخيستم، ډېر ساعت به ورته ودريدم، هغه وخت به مې د ټکوونکو لاسونو ته پام نه و، بلکې يوازې د اونګ لاستي او کټۍ ته به فکر وړی وم، چې څومره سخته او ريزمريز کوونکی کار دی.
خو چې ښار ته راغلم، د غوښې ماشين نوم مې هم اوريده، چا به ورته د کوفتې ماشين وايه او چا به ورته د غوښې ماشين او چا به ورته د غوښې حلاجي .د حلاجي کليمه ما ته هم په زړه پورې وه، ځکه چې ما خپل کلي کور کې ليدلي و او د غوښې حلاجي هم ما داسې تصوير کوله، چې ګوندې د پنبې دانې او مالوچو په څېر به بېلول کوي.
ما ته هغه وخت چې اوس ترې ډېر وخت تير دی، د غوښې حلاجي هم د مالوچو د هغې په څېر چې سپين مالوچ له تورې پندانې بېلوي، يو ډول ښکاريده، ما به فکر کاوه، چې د غوښې حلاجي به هم غوښه او هډوکي بېلوي او د مالوچو د حلاجي په څېر به په اسانۍ تاويږي، يوازې لکه وچ مالوچ به غوښه هم بېلوي، خو وختونه او زما نه د انسان فکر بدلوي، انسان بدلوي، د انسان تصورات بدلوي او دا ډول د هغه هر څه له پخوا سره بېلوي.
يوه ورځ زه هم په سودا پسې بازار ته ولاړم، د کور لپاره مې ډېر څه واخيستل، څه شيانو ته چې اړ وم، وا مې خيستل، خو د غوښې د حلاجي پسې مې هم سترګې هرې خوا ته واړولې، ډېر پسې وګرځيدم، چې څه پياز او نور شيان ترې تير او ميده کړم، ما ته هغه وخت د غوښې حلاجي د تمدن نښه وه، تلوسه يي راسره پيدا شوه، ما ورته د غوښې حلاجي ويله، حال دا چې هغو لکه چې په بل نوم يادوله، هرې يوې هټۍ ته چې به ور نږدې شوم، چې د غوښې حلاجي شته، وروزې به يي پورته وغورځولې او ځان به يي ناجاڼه کړ، هغوۍ ټول قصابان وو، قصابي يي کوله، خو د غوښې حلاجي يي نه پېژندله، ما ته به لږ شان نا خبره او بې مالوماتو ښکاره شول، په فکر کې به را ته د مجلسونو، سالونونو او ميلمستياوو خبرې ياد ته راغلې، چې د نويو راغلو ماشينونو په باب به کېدلې، ځان سره به مې وويل، نو دوی ولې د خپلې ګټې او ښېګڼې څخه خبر نه دي، ولې يي نه پېژني، لکه چې کوفته غوښه نه خوري.
ما ته هغه وخت ټول بازار ړوند ښکاريده، ځکه چې د غوښې حلاجي يي نه پېژانده او په همدې تصور مې ډېر عمر په ښار کې تير کړ، هر کله چې به په کوم مجلس کې د غوښې د ماشين او يا د غوښې د برقي ماشين خبره ياده شوه، ما به ځان ناجاڼه او نا خبره اچاوه، داسې به مې ښووله، چې ما هم ليدلی دی او زه هم پرې کله نا کله حلاجي او کوفته کوم او چې د برقي ماشين په باب به خبرې شوې، نو دوه زړی به شوم، يو به مې خپله نا خبري راته ودريده، چې ما ولې تر اوسه د غوښې حلاجي نه دی ليدلی او بل به مې په ظاهري توګه له هغو سره سر خوځاوه، چې ريښتيا د غوښې ماشين کلکې غوښې نرموي، ميده کوي يي، که کاڼې ورته واچوي، هم پکې ايره کېږي.
کله نا کله به ما هم ورته د دروغو کيسې پيل کړې، خو خبر نه وم، چې د غوښې حلاجي څه اژدها ده، څومره غوښې له ستوني تيروي، ښارونه تيروي، کلي تيروي او سيندونه تيروي، يوازې د غوښې ماشين نه بلکې د هر څه ماشين دی، د هستۍ او نيستۍ ماشين دی.
ډېر وخت را باندې همداسې تير شو، چې د غوښې د حلاجي فکرونو په سر اخيستی وم او د هغه څه په باب به مې فکرونه کول چې ما نه و ليدلي، خو يو وخت عجيبو فکرونو پر مخه واخيستم، هر مجلس او هر ځای ته چې به ورتلم، نو خپل اصلي ځان به مې له ځانه پټاوه او په دې فکر به وم، چې بايد هڅه وکړم راغلي او ناست کسان زما په ناپوهۍ ونه پوهېږي، هغوی بايد په دې خبر نه شي، چې زه يو کليوال سړی يم، زه له مدني ژونده ناخبر يم، زه د بريښنا ماشين او په تيره د غوښې له ماشينه ناخبره يم، زه په الوتکه کې نه يم الوتلي، ما هېڅ نه دي ليدلي، زه په محفلونو کې د خوښيو په مجلسونو کې په نڅا نه پوهېږم، د مست موزيک سره مې ټوپونه نه دي زده او داسې نور....
خو په دې ټولو تصوراتو کې زه د غوښې ماشين نه ليدلو ډېر ځورولم او هغه مې د خپلې ډېر خوراک او ښې اشتها له مخې هم خوښيده، په دې خاطر مې هم خوښيده، چې غوښه مې خوښه وه او په دې فکر به وم، چې کله له دغه ماشينه غوښه تيره شي، نو مزه او خوند به يي حتماً نوره هم زياته وي.
يوه ورځ په يو مجلس کې په دې باب او په نورو برخو او د نورو لوکسو شيانو د ليدلو په هکله ډېر پاتې راغلم، ډېر مې ځان کم او کوچنی احساس کړ، ځان را ته ډېر عاجز ښکاره شوی و، په خپل پلار او کورنۍ مې منت راتلو، چې کاشکي خو يي زه په کلي کې نه وای زېږولی او هلته يي نه وای را لوی کړی، کاشکي خو يي ما ته ښاري ژوند را ښودلای وای، اوس به ولې د خپلو همزولو په مخ کې دومره کوچنی او کم راتلم... ما خو به هم لږ تر لږه يو څه د «تمدن»علامې ليدلی وای.
ما سره له دې چې څو ټولګي ښوونځي لوستلی و او لږ څه په خط کتابت پوهېدم، خو د غوښې د ماشين سره او د نورو ډېرو نا ليدلو شيانو سره به يو ځای فکرونو واخيستم، ټوله ورځ مې په تصوراتو کې تيره کړه، وايي چې څوک څه په ويښه فکر کوي، نو په خوب کې يي ويني، دا وار پر ما هم داسې وشول، نا ليدلي اژدها مې وليده او د روزګار له ټولو خوږو او ترخو تصوراتو يي بېزاره کړم.
***
نن بيا بازار ته راغلم، چې شيان واخلم او په تيره دا وار خو حتماً د غوښې ماشين ووينم، بازار ډېر ګڼ او تود دی، هرې خوا ته چيغي او اوازونه پورته دي.د قصابانو کوڅې ته ورځم، ټولو چرمي سرې کورتۍ اغوستې دي، پسونه او غوايي زړوند دي، ټول په يو وخت تيرې چړې په خپلو څرمنيزو چمټو را کاږي، تيرې کوي يي او بيا غوښه را بېلوي، په يو وخت کې د هر يوه په خوا کې د لرګيو کوندې ليدلی شي، چې د تيرو تبرګيو ګوزارونه پخپل ټټر اخلي، غوښې د ماشين خولو ته اچولې کېږي، په لاسونو تاويږي، ځينې ماشينونه د بريښنا په وسيله چليږي، په ککړ او چټلو لښتيو کې حرکت کوي، ټول بازار سور ښکاري، لمر هم سور بريښي، رنګۍ وريځې هم سرې ښکاري، ديوالونه هم سره ښکاري، د خوب بستر هم سور دی او هر څه دا ډول سره مالوميږي.
نه پوهېږم لکه چې ما پخپلو سترګو سور رنګ وهلی وي او که همداسې دي، د هر دوکان پر مخ کې د غوښو ماشينونه وينم، لومړی خوښيږم، دا دی زه يي هم پېژنم، ما هم ليدلی دی، څوک وايي، چې زه يي نه پېژنم، زه خو څه ساده انسان نه يم، د غوښې ماشين څه چې په ډېرو شيانو پوهېږم، ګورئ په هر څه پوهېږم، خو دا د بريښنا په وسيله چې چليږي، وايي ډېر مډرن دی، لکه چې نوی له بهر نه بازار ته راغلی وي.
د قصابانو دوکانونه ډېر فکر ته راځي، د قصبانو د کوڅې اخير او پای نه بريښي، ټوله سره مالوميږي، د ماشين د چغاري اوازونه پلن دي، په ذهن کې مې د غوښو د ماشينونو خولی ورو ورو پلنيږي، غيږې پراخيږي او د اژدها شکل ځانته غوره کوي، ټولې خاورې ځانته را کاږي، ټولې غوښې، ټول ماشينونه يوه خوله کېږي، فکر کوم ټوله کوڅه ځانته راکاږي، ماشين لوييږي، پراخيږي، فکر کوم انسانان هم راکاږي، بازار هم را نغاړي، ښار هم را نغاړي.
ودانۍ هم پکې د پيازو په څير رالوييږي، سرکونه هم راکاږي، غرونه هم پکې را نړيږي او ښوونځي او د ښوونځيو ماشومان او هر څه... او لکه چې زما د پښو لاندې سرک هم په هغه لور حرکت کوي، ما هم راکاږي...
خو يو وار ناڅاپه د لويي او اوږدې کړيکې سره د خولو نه لوند او جړب جړب په خپل کټ کې راکېناستم، د وجود ويښته مې نيغ دريدلی و، شونډې مې له وېرې راوتلې وي...کاشکي مې د غوښو د حلاجي په باب هېڅ فکر نه وای کړی او کاشکي مې نه وای ليدلی.... کاشکي
۱۳۶۸\۱\۱۸
د زمانو سندره
ماشومان په زانګو کې د امير تيمور د نامه په اوريدو ويده کېدل، د لويانو به غوني زيږيدل، په کليو او ښارونو به د وېرې او ترهې اسمان را ټيټيده، هغه جبار او قهار امير و، هغه ته يي جهانګشاه ويل.
کله چې امير تيمور د هند او فارس له نيولو بريالي را ستون شو، په ډېر پرتم او دبدبې سره« شنه ښار» ته راورسېده، لښکرې او رسالې ورپسې را روانې وې، ستړی او ستومانه راغلی و، د ملکونو، هېوادونو لتاړولو را ستون شوی و، لښکرې او رسالې يي هم ساه وتيږوي، ښارونه ټول غلي او چوپ و، امير له پرتمه ډک سفر څخه را ستون شو، د ملکونو او هېوادونو او ښارونو او کليو ګردونه يی په لښکر واورسالو، پراته و، و وګړو او انسانانو د ژوند او وژل شوي انسانانو څېرې يي په فکر کې ګرځيدلې.شنه ښار د هغه فکر بدل نه کړ، يوازې د نورو ښارونو او ملکونو د پولو په سودا کې و.
هغه د يوې ويالې غاړې ته را ورسېده، يو زوړ نا بينا ربابي يي وليد، هغه هم د ويالې په غاړه ناست و، د ويالي اوبه ښې په شړک بهېدلې، زمان او وختونه هم ورسره په غبرګه تيريدل، خو زاړه ربابي د خپل زاړه رباب تارونه ترنګول او د حافظ شيرازي يو شعر يي ور سره په دې حاصل زمزمه کاوه!
دا نړۍ يوه شيبه انديښنه نه ارزي.
زما د ملنګۍ کالي په ميو پلوره چې له دې زيات ارزښت نلري.
امير د حافظ شيرازي شعر واوريده، د بوډا ربابي سندره يي واوريده، په رباب يي سترګې ونښتي، په بوډا ربابي يي سترګې وګنډلې، له اسه را کوز شو، حيران ودريده، عاطفې او احساس يي غزونې وکړې، په فکر او ذهن يي بله څپه را غبرګه شوه، ملکونه يي له ياده ووتل، لښکر يي ټول تم شو، سپه سلاران هم له اسونو را ښکته شول، د امير ټنډې ته يي کتل، ټول په حيرت کې ولاړ وو، ټول غلي او چوپ ولاړ وو، په فضا کې يوازې د ړانده بوډا ربابي او هغه د رباب سندره پلنيده، زوړ ربابي پوه شو، خو خپله نغمه يي چوپه نه کړه، د رباب په تارونو يي ګوتې خوځيدلې، لږ حيران شو، خو امير يي نه ليدلو، هغه ړوند و او په سترګو يي څه نه ليدل، يوازې د امير شان او شوکت يي په غوږونو اوريده.
امير ور نږدې شو، ترې ويي پوښتل:
- نوم دې څه دی؟
- ځواب يي ورکړ.
- دولت!
- امير مسته خندا وکړه، د هغه د خندا په ټوله دښته کې پلنه شوه، د وختونو په سينه کې يي د خپلو لښکرو په څېر لاره پيدا کړه، بيا يي خپله خبره غبرګه کړه.
- دولت نو ړوند دی؟
- که ړوند نه وای، نو يو ګوډ به يي نه خاوند کېده.
خو دې خبرې د امير ټول لښکر را وخوځاوه، ټولو خپلې تورې له تيکو را وايستې.سپه سلاران په قهر شول، سپاهيان د خپل غضب تنور ته پريوتل، له قهره د ټولو خولو ځګونه وکړل.
خو امير ورو خپل لاس جيګ کړ، خپلو سپه سلارانو ته يي د چپ کېدو اشاره وکړه، امير تيمور د زرو سکه د ړانده ربابي پر رباب کېښوده، پر هغه رباب چې امپراتور يي ايل کړ، هغه امپراتور چې ملکونه يي د اسونو د پښو لاندې کول، هغه د بوډا درناوی وکړ.د بوډا ربابي تر مخ يي ځان کمزوری وليد او خواشينی ستون شو.
د«بي بي خانم»مينې او عشق هغه خوشاله نکړ، افسانوي قصرونو د هغه زړه ونه غوړاوه، د هند او بغداد بريو هغه ته تسل ور نه کړ او د هغه قهاره وس او قوت چې د انسانانو له سرونو به يي «کله مناره»جوړه وله، هم راضي نکړ.
امير غلی خپل اس ته پورته شو او په لويه او پراخه دښته کې همداسې له سترګو پناه شو .
دښته د اسونو او رسالو ګردونو نيولې وه، تور تم جوړ و، بوډا ربابي په بې پروايي سره خپله سندره ويله او د رباب تارونه يي ترنګول، خو د امير سکه هم د رباب په توره کټوه کې ځای نه شوه .ترې وتوليده .خو بوډا ربابي بې پروا خپله سندره ويله .
یو سیوری یو تصویر
هغه له ډېره وخته وروسته دې ښار ته راغلی و، په کوچنيتوب کې له دې ښاره تللی و، دا ارمان يي له کلونو راهيسې په زړه کې غوټه پاتې و، چې يو وار خو خپل لرغونی ښار چې د نوموړي په کې د اوسيدو مرغ او نصيب نه و، وويني. له نيکه مرغه همدې لرغونو هيلو او اسرو د کلونو هڅو او کوښښونو په يوه توره شپه کې دې ښار ته را ورساوه، له خوشاليتيا نه په کالو کې نه ځاييده .هيښ پاتې و، چې دا دومره کراړې ستونزې څرنګه يو دم له منځه ولاړې، څرنګه دا ستوغ ګړنګونه او کږليچونه ورته په هوارو لارو بدل شول. خپل هوډ او د نورو سرښيندنې يي په زړه کړې، له ځان سره يي وويل:
٫٫هوکی !د وګړو هوډ اوتکل ستر غرونه او سرکښ سيندونه هم ايلولای شي، لاروې له ستړي سفر وروسته خپل منزل ته رسوي او په مړاوو ارمانونو کې يو ځلي بيا نوی سا پوه کوي.٬٬
ښار ته له را رسېدو وروسته ډېرې ورځې اوښتې وې، چې هغه د ښار د نندارې لپاره د ښار پر ټنډه يو سپور غره ته وخوت او د خپل لروين په ذريغه يي د ټول ښار ننداره وکړه، په خپلو ليوالو سترګو يي لاندې پروت ښار ته وکتل.
د ده د خاپوړو ښار چې د جګړنو، تختونو پر اثر پر کنډواله بدل شوی و، په سترګو کې يي اوبه وګرځيدې، څو سړې ساوې يي وشړلې، په غمجن سوچ کې ډوب شو.
هغه ښار چې يو وخت په ښادمنو خنداو کې ډوبيده، نن لکه هدېره چوپ او خاموش ايسيده، په هدېره بدل شوی، لکه چې ټول ښار د وېر او ماتم ساندې وايي، کورونه يي هم په قبرونو بدل شوي او يا د يوه بې رحمه وژل شوي شهيد جسد ته پاتې کېده، داسې چې د سر له ويښتو هم زيات په ډېرو مرميو سوری سوری وي او د شهادت د ويلو يي هم څوک نه وي او بې نظمه دې پروت وي، لاس يو چيرته او پښه يي بل چيرته !او کله خو پرې دا سور اسمان داسې بريښيده، چې هر ان د نيمزالو کونډو او يتيمانو د بې سره او بې تاله اواز د خفګان لپاره خپله پنجه راکوزوي، چې ګوندې د ښار فضا ورته تتې وريځې جوړې نه کړي او...
خو هغه په خپلو زرکينو سترګو د ښار د چوپتيا اوسکون تماشه کوله، ماتم او غم ته يی فکر نه کاوه .ونوموړی داسې احساس کاوه، چې ګوندې عقاب دی، شاهين دی، د ښار په کنډوالو الوزي او ټول ښار اود هغه ښار مړې ارواګانې د ښار ټول خځلې او خاشاک، لوړې او ژورې، ديوالونه او ستنې، ټول او تول د هغه د قدرت او عظمت ننداره کوي.د هغه د يوې بريالۍ داړې په تماشه دی، د هغه د بريو او په ښار باندې د هغه ذهني پروازونه هم په نوموړي کې د عظمت او لويي احساس پياوړی کاوه او د هغه د کمترۍ د احساس جبيره يي کوله.
هغه احساس چې د زمانو زمانو راهيسې د هغه په خټه او ريښه کې ځای نيولی و، خو دا ځل دغو برياوو د نوموړي په تن او روان کې منفي احساس ورک کړی و، او يا يي نه غوښتل چې د خپل تير په باب ان فکر وکړي، چې په ټپي ښار د هغه د يرغل د هغه احساس او کړه وړه بدل کړي، فکر يي کاوه، چې هغه خو امپراتور دی، يو امپراتور دی، يو داسې قومندان دی، چې په امر يي غرونه له ځايه حرکت کوي او سيندونه دريژ کېږي. خو د هغه لويي دومره ستره ده، چې په هر څه کار نه لري، هغه کې د يوه ډېر عالي او بې مثاله امپراتور، مشر او يا سر لښکر صفتونه شته، چې له پيړۍ وروسته اوس د ده په ځان او تن کې را ژوندی شوی دی.د لويي او عظمت د شان او دبدبې احساس د غرور او د مفرطي خودۍ احساس.دا ټول د هغه په کوچني تن او وچه ونه کې په زرکينو او له انتقامه ډکو سترګو کې او ان د هغه په ببرو ويښتانو کې تمرکز کړی دی.دا مهال هغه ځان يو فاتح باله، يو سلطان يي باله، يو بې مثاله سر لښکر او يا هغه امير چې د هغه له داړې څخه درويشت زره نهه سوه پينځه نوي ورځې(۱) د مخه د همدې ښار په يوه څلور لارې کې خپه او په يوه دړه وځړيده.
خو دا وار د نوموړي خفه شوي امير روح په معقوله (!)او برحق(!) ډول په سالم تن کې حلول کړي، نوموړي امير سره له دې چې گويا «عيار » (!)او «کاکه»سړی و، خو ساده ګي يي درلوده، خپلو حريفانو په وړاندې يي هم له ځوانمردې کار اخيست، دا سمه نه ده، چې بې له ليده سړی و ٫٫دې فکرونو هغه په سر واخيست ځان به يي بيا هم لوی احساس کړ، ځکه چې دا زمانه ډېر نيرنګونه لري او ددې په نيرنګونو هغه نه پوهېده، زه پرې پوهېږم، چې دا غرونه د اسمان ستوري او دا ټپي او له زګيرويو ډک ښار دا سيندونه، خوړونه ولې د هغه درناوی نه کوي(!)
ولې نه وياړي(!)
- حتماً چې وياړي(!)
خو کله چې به د ښار په کنډوالو ور سم شو او پرې ګرځيده او بيا به يي د ځان ځاني ښامار«په تن کې داسې ټوپونه وهل چې په هر سوري ديوال په هره کنډواله، هر دوکان او پلورنځی، هره ودانۍ کې د يو پياوړي اتل يو نابغه او يو د فاتح او د اوسني دوران د يو٫٫ ناپليون٬٬ تصوير ليده، چې د ملکونو د ايل کېدلو وروسته را ستون شوی وي، نوموړي په ټول ښار کې يوه ښکلا ليده، يو څه چې د ښار کنډو کپر او سوی سکاره بدرنګي پې پټيږي.
خير دی، که سوی ښکاری، خير دی، که په مرميو سوری سوری دی، خو يوه ښکلا خو لري او هغه په ټولو ديوالونو په ټولو دروازو په ټولو هټيو د بريښنا په ستنو په لاسي کراچيو او هر څه باندې د يوه فاتح او سوبمن تصويرونه دي.
څومره ښکلي دي، څومره وړ او عالي دی، يو تصوير چې ښار ښکلی کوي او د ښار بدرنګي ورکوي!خو نوموړی له هغه وخته چې دې ښار ته راغلی و، په همدې سوچونو کې په همدې تصوراتو اوخيالونو و، ځکه د هغه تصورات او خيالات بې ځايه نه و، «زمان خو په هر دوران کې يو انسان او يو نخبه يو نابغه او يو اتل زيږوي، ټول انسانان خو د زمان او د دوران د اتل په څېر نه وي، نه، نه!»
«ناپليون يو وار وزيږيده او د ملکونو سوبې يي په نصيب شوې، خو دې هېواد هم يو اتل ته اړه درلوده، سره له دې چې تاريخ اوږد دی، دا زه منم، خو ريښتيا له دې ټولو کوم يو دومره لويه سوبه ګټلې ده، کوم يوه لويه امپراتوري ټوټه ټوټه کړې ده.
هو! تاريخ بايد نامرد نه اوسي، تاريخ بايد زما په څېر مرد (!)او ميړه(!)صبور او بيباک اوسي، بايد چريک اوسي!او د چريک په څېر جسور(!)خو زه له خدايه شکر ګذار يم، الحمد الله»
«زه د تاريخ او زمان پوروړی نه يم، بلکې دوی زما پوروړي دي، ما د عصر او زمان له ټولو هوښياريو کار واخيست او دې وران ښار ګوټي ته په بري سره راغلم.
د عقابانو ځاله مې پريښوده، اوس نو بايد دا کنډر ښار زما منت دار وي، نه زه د هغه زه امپراتور شکن يم»
«زه يو اتل يو چريک يم، يو قهرمان چې په ساعت ګړۍ کې د ملکونو پناه کړم او په عين وخت کې په بېلا بېلو سيمو کې حضور پيدا کولای شم، نو بيا ولې دا ساده وګړي زما د موجوديت شکر ګذاره نه وي؟خير دا به تاريخ قضاوت وکړي، تاريخ ښه قاضي دی»هغه دا ټول قضاوتونه خپل ذهن کې له ځانه سره وکړل، ځان يي د زمان په ټوله بوده اوتنسته کې ګز او ګام کړ، د عدالت په تله کې يي وتللو، خو بيا يي په وران اوسوري سوري ښار کې خپل ذهني سفر ته دوام ورکړ.
«زه پوهېږم، چې ددې ښار وګړي دومره ناسپاسه نه دي، دوی اتل پرسته دي. دوی خپل قهرمان ستايي، حتماً چې اوس په هر کور کې دا ښکلي تصويرونه دي، دا تصويرونه چې بې مثاله تبسم لري، تبسم په حال کې ويستل شوی دی. نورانيت هم لري، ښکلا هم لري، دا مسکا ماناداره ده او ځيني ماناګانې لري او ميړونه بايد همداسې تبسم ولري، د ښه او بد پر وړاندې .څوک وايي، چې ښار بد رنګ دی، هر څه ډېر دي، ارزاني زياته شوې ده، اوړه، وريجي، غوړي... او پاپړ او بيا دا ښکلي عکسونه، دا خلک څومره د خپلو اتلانو قدر کوي، څومره يي درناوی کوي، نه، نه !خپل قضاوت هم کوي، اشتباه يي نه ده کړې»
قهرمان يوه شيبه اوږد وګرځيد، د ګرځيدو راګرځيدو وروسته د معمول په توګه خپلې قرار ګاه ته راغی، په څو مياشتو کې يي تصورات او خيالات پاخه کړي وو، اوس په دې باور و، چې هغه د زمانې يو بې مثاله اتل دی، هغه له خپلو معجزو(!)ناخبره و، خو يوازې همداسې پوهېده، چې بې سياله دی، ستوني ستاغ څملاست، ستړيا نورو فکرونو ته پرېنښوده، ستړی ستومانه ويده شو، سترګې يي ورغلې، اوږد اسويلي يي وکړ، ويني چې :
«يو د اوږد شملې خاوند چې په تور اس سپور دی، شمله يي تر رکابه پورې رسېده، زړه توره(شمشير ) يي له تيکي را ايستې ده، د مرميو قطارونه يي له دواړو ولو څخه په سينه را ځړوند دی، په ډېر قهر وايي:
زه مجبور يم، چې ټول رازونه درته ووايم، ته هم ورته اړه لري او زه هم ستا روح يم، ستا سيوری يم، له تا سره يو ځای ګرځم، ستا په روح او روان کې ځغلم.په هر ځاى کې له تا سره مل يم، هسې بې ګټې او بې وټې نه بلکې د يو هدف لپاره د يو داسې هدف لپاره چې پيړۍ وروسته هم د وګړو له ذهنه ونه ووځي او تل پاتې شي.
اته زره اوه سوه شپيته ورځې تيرې شوې، چې کله زما روح ددې کرغيړن ښار په هغه څلور لارې کې زما له يوه بله تنه جلا شو، د جلا کېدو په وخت کې مې ورته ستا نښه ورکړې وه، چې اته زره اوه سوه شپيته ورځې وروسته به په يوه داسې تن کې چې ببر ويښتان ولري، نرۍ او دنګه ونه ولري او د مخ بار خو ګان يي همداسې وي، هغه به څوارلس زره دوه سوه پينځه ديرش ورځې وروسته پاخه عمر ته ورسېږي، بيا به زما تاج هم په سر کړی، نن له هغه ورځې پوره دوه ويشت زره نه سوه پينځه نوي ورځې شوې دي، چې زما روح په دغه لنډ تن کې کمال ته ورسيده.کله چې تاج په سر کړي، هغه به څوک نه ويني، يوازې خپله به خلک ويني، پخپله به پوهېږي، چې دی يو سر لښکر، يا باتور يو قهرمان او سردار دی. هغه به يو افسانوي قهرمان وي، په يو ان کې به له غرونو دريابونو او ځنګلونو پناه کېږي، خو په هر سنګر په هره پرخه او هره دره کې په عين وخت کې حاضر او موجود هم دی، د هغه برياوی به زياتې وي، نو اوس ته يي، اوس ستا روح تا ته پټ رازونه وايي، هغه رازونه چې غواړم، ستا سر پرې خلاص کړم او تا ته يي ماضي او مستقبل ووايم، تا ته ستا سيوری ستا روح خبرې کوي!))
((ته به د هندوکش په لوړو او ژورو الوزي، سترګې به دې له بازانو باج اخلي، توره به دې تيکی ونه پيژني، ته به د لښکرو سردار او د عالم افتخار وي، خو يو شی درته وايم، چې دغه روح ته دغه له افته ډک ښار تنګ دی، په دې کې ته نشي، ځايدای، دا ډېره پراخه فضا غواړي، ددې روح د غورځنګ لپاره غرونه، ځنګلونه او غارونه هم کفايت نه کوي، داسې نه چې دا روح دی، په تن کې وي او د مدنيت او د مکتب په نوم د ساز او سرود په نوم بې مانا مفاهيمو سره ککړ او چټل شي، زه تلوار لرم، ته بايد دغه بې مانا شيان ورک او دړې وړې کړي، دا ټول بې مانا شيان دي، دا ددې باتور روح سره هېڅ ډول سازش نه کوي، په دې اساس تا ته وايم، چې زه ددې روح د لويي او عظمت په باب درته وايم، دا دهر چا او هر موجود کې نه را ژوندی کېږي، په هره پيړۍ کې څو واره ظهور هم نه کوي، دا د اور له ذاته دي، اورونه غو رځوي، دې له پيريانو او ديوانو چټک حرکت کوي، ددې روح جسد په افسانوي قهرمان بدليږي، په هره شيبه چې وغواړي، له ملکونو پناه کېدای شي، په هر ځای او هره معرکه کې حضور پيدا کولای شي،، خو په دې ښار کې دده وجود لکه په پنجره کې بند کړی دی، دې روح چې کله يي په يو امير کې ظهور کړي او بيا د غرونو سرونو ته ختلی دی، په بېلا بېلو زمانو کې را برسيره شوی دی.
کله يي د يو خټګر په تن کې حلول کړي، چې هيڅکله يي برجوره کلا جوړه نه شوه کړای او نه يي د خټو چمان په رجو ونښتل، هېڅکله يي يوه ودانه جوړه نه شوه کړای بلکې په بېلا بېلو زمانو کې بيا هر څه بوس او کسکر کړي، ځکه يي د يو داسې سلطان په تن کې حلول کړي، چې راغلي او ټول ښار يي لوټلي او له لوټ وروسته يي بيا اور ور اچولی دی، اور د ښار له لوګو جوړې شوې وريځې او هم په دې اساس اسمان کې ګرځي او کله کله د باران له څاڅکو سره سرپ اوروي.
او کله خو دې روح په يو داسې تن کې حلول کړي، چې په کليو او قريو را سم شوی، خو بيا يي ټول ماشومان او تور سرې وژلې او د هغو په وينو يي ژرندې ګرځولې دي، نو واوره دا روح عادی روح نه دی، هر وخت په اسانۍ سره په يوه «پليد»تن کې چې د هېڅ وراني وس ونه لري، حلول نه کوي، بلکې يو داسې روح دی، چې کله هم په يوه عاجزه او بيوزلي تن کې حلول کړي، خو هغه چې هر وخت اوبو ژي دغونډۍ تر سره خيژوي پښه يي خوځيږي او را پريوځي او په وار وار دا کار تکرار وي، چې ستړی شي، نو بيا په يوه داسې تن کې حلول کوي، چې ټول ښار د قهر او غضب په لمبو کې وريتوي او دې وګړو ته يو داسې درس ورکوي، چې تر ابده يي نه هيروې چې دوی د څه وړ دي او د څه وړ نه دي!))
((نو ګوره !خبر اوسه کله چې زه د همدې ښار په راکوز واټ کې په دړه وختم او روح مې له تنه رخصت واخيست، ما ورته يوه اشاره وکړه، چې په کوم تن او څه وخت حلول وکړي، هغه ټولې نښې نښانې مراعات کړي دي، هغه ته يي !سمه نښه يي موندلې وه، نو اوس بايد ته له دې ښاره زما غچ واخلي.
او ته بايد د عقاب په څېر له دې ښاره والوزي، له دې سوری سوري ښاره پرواز وکړي، دا ستا وړ نه دی، دا بايد وريت کړي، دا د انسان په خدمت کې جوړ شوی بې مانا شيان بايد که په هر نوم او نښان وي، په سکرو بدل کړي داسې چې ددې ښار وګړي د يوې پيړۍ لپاره ارام ژوند ونه کړي، ټول سر سانده او ليونيان شي، ټول په اوتو بوتو اخته شي.
د بت پرستو نښانې پرې نه ږدي، د ساز اواز وسيلې ماتې کړي، د هغو جنډې بايد د دوی د وينو د سيلاب د باسه نيزه وړی شي.
هېڅکله بايد د کتاب، قلم او مکتب په نوم بې مانا بنيادونه جوړ نه کړي، سازو اواز ونه کړي، ارام خوب ونه کړي، ازاد ونه ګرځي او د مرميو د ميوزيک پر ځای بل ميوزيک وا نه وري، جنګ ويني، وژنې، ترور او بربادي داسې افسانه شي، چې د زمانو له ذهنه وځي او دا ټولې يادونې ستا له نامه سره غبرګې وې، نو ګوره زه اوس ځم ستا روح يم، زه ستا سيوری يم، زما خبرې همدومره دي او بس.»
د اس د نعلونو په ټکاري(( قهرمان)) هم ورو سر را پورته کړ او بېرته د خپل روح د وصاياوو سره د خپل خوب د تعبير پسې په فکر کې ولاړ.
۱۳۷۱\۹\۸
نوټ : پورته د ورځو اوشپو شميرنه(درويشت زره دوه سوه نهه ويشت ورځي ) د امير حبيب الله کلکاني درامنځ ته کيدو نه وروسته ددې داستان دليکلو پورې واټن جوتوي .
«لکه د غڼې په څير چې کور يي ځانته غوره کړ او د ډېر ژر ورانيدونکو کورونو څخه د غڼې کور دی»قران کريم العنکبوت۴۰ ايت
لکه غڼه په خپل جال کې
د اوړي په ټکنده غرمه کې مې په يوازې دنګه او اوچته کلا کې هغه ورځ ځان څه بل شان احساس کړ، لويه، ستره برجوره او د دنګو ديوالونو کلا کې يوازې يوازې د فکرونو اوسوچونو سره د کلا ديوالونو هم ښوره کړې وه، خو اوچت اسمان ځمکې ته ولاړ و·چاودونو او درزونو يې د پيړيو کيسه کوله.هوا پکې دوپجنه او خفه کوونکې وه، اسمان، لمر سترګه او هر څه چې پاس او د ځمکې پر سر تصور کېدل، ډېر را ټيټ او د کلا په ديوالونو او برجونو بريښيدل، لکه چې په ګرمۍ او هوايي فشار راوړی وي، ټول په يو ډول خفه او دوپجنه فضا کې سره يوې او بلې خوا ته اوښتل لکه چې يو د بل اواز هم نه اوري، غوږونه هم د ټولو درانده وي، سترګې يي هم درنې وې او نه بيرته کېږي، خو بيا يي هم د بيرته کېدو مجال نه درلود، هوا دوپجنه وه، ځمکه او اسمان سره نږدې شوي وو، لکه چې له پيړيو وروسته خپل وصال ته سره رسي.همداسې تصور کېدل، انسانان ټول د مېږيانو په څېر په ځمکه رغړيدل.ټول يوې خوا ته په سرکونو، لارو، پټو او پولو، غرونو او کروندو کې خو حرکت يي نه محسوسيده، داسې نه لکه چې تصور کېده، بلکې داسې لکه ځمکه او لارې ورسره مرسته نه کوي او د دوی ګامونه هم له منډې او ځغاستې عاجز وي.
خو هغه څه چې ما ته محسوسه وه، لويه او ستره کلا، د زړو ديوالونو سره همداسې په پرتم او دبدبې سره ولاړه وه، لکه چې نړۍ ټوله همداسې کلا شوې وي. زموږ کلی او مالت او ښار او هر څه را ته کلا شوي و، ټول پکې يوې او بلې خوا ته رغړي، خو زه پکې يوازې له يو موقعيته، د ځانته والي له موقعيته، د خپل احساس او تصور له موقعيته ځان وينم او همدا کلا چې په پرتم او سکوت ولاړه ده.په کونجونو، ديوالونو، په چاودونو، د اوچتو ديوالونو په بيخ کې ناستې خزندې فکر کوي، چې ګواکي اسمان په همدې بليو ناستت دی.کلا يي ټينګه نيولې ده، د کلا برجونه يي ټينګ نيولي دي، کښته را لويدو ته يي نه پريږدي.نه داسې نه....چې را ونه لوييږي او بيا چې ښوره وهلو ديوالونو ته وګوري، نو بيا پرهر څه ترهه پلنه شي، وېره پيدا شي، غوني زېږه شي او د وجود ويښتان را نيغ ودريږي.بيرون فضا زما په ذهن کې کېني، زما د تن په پوټکي را برسېره شي، لکه چې زما احساس په يو موقعيت کې دريږي، زما د تن د پاسه زما په ذهن او شعور کې.
له هر څه مې زيات د تصور او احساس د کلا انګړ نه بلکې زاړه ديوالونه کوي.هغو چې ډېر اخيړونه يي ليدلي دي، د اسمان لاندې ځمکه کې چې نه خو پرې لمر لګيږي او نه خو ټول سيوری، د لمر او سيوري، د لمر او سيوري تر منځ لکه د وريځې سيوری، داسې چې تورتم او رڼا يي يو شان وي، هر څه پکې خړ او فولادي بريښي، خو د ديوال چاوونه د ميږيانو ځالې لري، د خزندو ځالې لري، د غڼو او غونډلانو جالونو او تنستي لري، د مچيو او غومبسو ځالې او چکونه لري، لکه چې څو وارې وران شوی دی، څو وارې ړنګ شوی وي، څو وارې اور ور اچول شوی دی، سيزل شوی وي او بيا بيرته يي پکې خپل چکونه رانښلولي وي، ډېر چکونه پلن او خواره، کاږه واږه چکونه، د غومبسو چکونه او د هغوی وېرونکي او بوږنونکي موزيک.
لنده بل ځمکه چې موږکانو او خزندو پکې لاندې د خپلو ځانونو لپاره ښارونه اوکورونه جوړ کړي دي او بيا د کلا يوې نمجنې کوټې يو کونج، له کړکۍ څخه پکې لږ شان رڼا تر سترګو کېده.د کوټې په تورتم کې يي يوه نرۍ څېره ويستله، خو اسمان پکې نه بريښيده، د سپوږمۍ او لمر سترګه هم نه، ستوري هم نه او باد او باران هم نه.د کوټې ديوالونو هم ښوره کړې وه، لکه زما د ذهن ښوره، لکه زما د ځان ښوره، لکه چې زما د وجود او تنې هم په ښورې کولو پيل کړی وي او په شيبو شيبو کې ترې خاورې دوړيږي.
د کلا دنګ ديوالونه، اوچت برجونه، د هغو له پاسه ناست اسمان، خو د کوچني لنده بل کوټې خفه فضا، د هغې توربخنه فضا، فولادي رنګه کوټه هرې خوا ته چوپتيا او بيا کله کله د غومبسو موزيک، د مچيو اواز، د مچانو بنګاری، داسې احساس او دا ډول تصور چې دا هر څه زما په ذهن کې دي او يا زه په دغو کې يو پر بل کې محو او له منځه تللي يو.
يوه شيبه مې د ټولو په موجوديت کې ځان ودراوه، احساس مې وکړ، مچۍ چې چيچل کوي، نيش وهي، زهر پاشي، پړسول کوي، سترګې پړسوي، چې په سترګو څوک وچيچي، نو بيا يي سترګې درنيږي او چې سترګې درنې شي، نو بيا څوک نه ويني، لکه چې موږ ټول مچيو چيچلي يو، ټول يو بل سره نه وينو.خپل دننه هم نه وينو، بيرون هم نه وينو او په يوه بل څه کې محوه يو.
او که څوک په غومبسو کې چې د هغو چک لا نه بريښي، له ژورو سوړ ورا وځي، بنګاری کوي، شور کوي، که څوک ورته وګوري، نو بيا پرې يرغل وروړي او د ماشيګڼې د مرميو په څېر د سړي په ځان پورې نښلي، اور غورځوي، پړسول کوي، وژل کوي، څومره بده، څومره ناوړه، بې خونده زهر لري، موږ ټول زهر لرو، موږ خپله مرمۍ يو، يو پر بل نښلو، يو بل را پرزوو، کاشکي يوازې سترګه ور او يرغل کوو، نه هر يو د بل....
بيا هم په دې احساس کې ورک شوم، له ځانه جلا شوم، لکه چې څوک يو بل سره بېلوي، ما هم دا ډول کله د شيبو لپاره د لږ درنګ پاره غومبسې اود ()د انسان وژني، د هغو زهر هر څه وژني، زه خو زهر نه لرم، نه شي کېدای، نه شم کولای کينه ولرم، خپل کسات واخلم، توان نلرم، او بې وسي.....
هو اوس لا دومره موقع شته، چې په هغو کې هم ځان وګڼم، د هغو په مغز او ځان کې ننوزم، د هغو جاج واخلم، د قضاوت جاج، خو زه له غومبسو، له مچيو لږ څه ګوښي...
خو بيا هم هماغه تورتمه کوټه، هماغه اوچته کلا، هماغه ماحول چې مرغه ترې پر نشي وهلی، د الوتلو مجال نه وي، د کلا او د کلا د ديوالونو سوری او چاودونه، درزونه، د ديوالونو درزونه، دوپ جنه او خفه هوا، د سا ويستل په ګرانه بيه، د بې ارزښته ژوند په بيه، د نفس ويستل په ډېره بې خوندۍ او پيکه توب سره چې خفه کوونکي مچان هم پکې ښکار کوي، په هر څه کېني او پاڅېږي.
زما په خيرن سر، په خيرنو کاليو، خيرن ځان او... او بيا داسې احساس کله چې زه يم د خپل ځان سره لوبې کوم، د ځان سره مشغول يم، نه بلکې هغه مچان نه دي، زه له هغو يو يم، زه له دغه ډلې يم، له دغه ګلي يم، په يو باد سره ټول پورته کېږو، ټول پاڅېږو او بيا تښتو او د روزان او د کړکۍ تتې رڼا ته راټوليږو، لږې شان خوږې ته راټوليږو، زه په همدوی کې يو يم، له دوی يو يم او دا ډول...له ځانه سره يو کېږم، له ځانه سره لاسونه مروړم، ټول سره لاسونه مروړو او ارمان او افسوس کوو، د څه شي افسوس؟لکه چې چا څه له موږه تښتولي وي، له موږه يي وړي وي، په همدې تصوراتو کې چې رڼا هم ورکه ده، فولادي رنګه فضا پلنه ده، نه خو لمر شته او نه خو تورتم، د دواړو ګډون دی، دواړه سره يو ځای شوي دي او يا دواړو خپل خاصيت له لاسه ورکړی دی، دواړو کوچ کړی دی، ځای يي بل څه ته پريښي دی، لکه چې ګور دی، لکه چې قبر دی، داسې نفس تنګوي، لکه چې له ستوني څوک نيول کېږي، زندۍ ور پريووځي، موږ ټول داسې وو، ټول سره لاسونه مروړو، له يو ځايه الوزو، پورته کېږو يا کېنو او بيا پاڅېږو...پاڅېدل، کېناستل، د لاسونو مروړل، افسوس کول، له ځان سره بنګيدل او بيا د رڼا پسې الوتل...
کرار کرار بيا خپل ځان ته را ګرځم، ځان خوځوم، پښې مې خوږيږي، لاسونه مې هم سترګې مې هم په ډېرې سختۍ بیرته کېږي، په خوله مې هم څه شی نه دی ايښودل شوی، خو داسې نه، ځان احساس کوم، نه مچ خو نه يم، مچان پر ما ناست دی، زما د ځان خيری کشوي.د سر ويښتانو، پښو، کاليو، لاسونو او زيات مې په خوله راټول دي، لکه چې همدلته يي څه پيدا کړی وي، ورو ورو سترګې را کاږم، لکه چې د ډېرې سختې نيشې او خمار وروسته سړی را جګ شي، د را جګيدلو وسه ورسره نه وي، هماغه کوټه، هماغه ديوالونه، هماغه ستره کلا او د هغې پر برجونو ناست اسمان، برجونه، مغرور برجونه، اسمان يي کلک نيولی، چې پر کښته ديوالونو را ونه لويږي او بيا ديوالونو تر منځ سوړې او درزونه خراب نشي او ښوره وهلي ديوالونه په ځمکه ونه لويږي.
د تنګې کوټې د چت لرګو بشونو ګياه او تورې کوټې ته فکر واخيستم، دا وار مې هم د مچانو څخه، د هغو له بنګاري نه ځان را بېل کړ«ځان»را سره نه و، بې ځانه داسې لکه چې روح مې حلول کړی وي، يا لکه چې د خزندو روح په سا کې حلول کړی وي.همدا ډول سرکاو ته، سرګردانه پټې سترګې، په خولو کې خو به په خپلو خيرنو جامو کې تاو يو خيرن او چټل اوببر سری بې خوده چې د لاس او پښو د خزولو وس نلري، داسې په همدې ډول کله کله په لنده بل د کرښو ويستل، د ميږيانو په جنګ اچول، يو ميږی له بل سره مخامخ کول، لکه د روم امپراتور چې مريان په جنګ اچوي او بيا له دغه جنګه هم يوه ترخه کرکه لري، د ترخه ماحول د فضا او د هوا څښل، څرنګه په سختۍ له ستوني تيريږي، لکه چې د ميږيانو سره زه جنګ کوم، زه هم د ميږيانو په څېر په خپلو ښکرو لار وينم او له اوږدو واټنونو د غنمو دانې خپل کورګي ته راوړم، لکه چې د ميږيانو د کور ګي په مخکې پرتې دي او په همدې ماحول کې د غنمو ځالې، هرې خوا ته پلنې ځالې، په هر څه او هر ديوال په هر چت او هر څه پلنې ځالې، د غڼو ځالې....
اوس نو په زړه پورې ده، اوږده تارونه د کوټې په هر کونج، هر ديوال او هر لرګي کې ځغلول شوی دی، په خړه فولادي رنګه درنده فضا لکه د اوسپنو او فولادو د تارونو په څېر درانده ښکاري، ورته ښه ځير شوم، په نيمه بيداره حالت کې ورته ځير شوم، ځان مې هم ورسره په بش کې احساس کړ بلکې په هره ځاله کې د ديوالونو د درزونو په خولو کې، د مچيو او غومبسو د چکونو په خولو او ګرد چاپيره غڼې.
غڼې هم روح لري، هغه هم يوه حشره ده، د هغې سا بايد ونه ويستل شي، د غڼې کور بايد ړنګ نشي، په سختۍ يي جوړوي، په خوارۍ يي او بې... خير دی که له پښو لاندې شي، خو څوک نه چيچي، د غومبسو په څېر چيچل نه کوي او غڼه خو بيخي جواز نلري، چې څوک يي مړه کړي.
د غڼې تارونه، جالونه او ځالې هرې خوا ته خپرې وي، تارونو يي د دوپجنې هوا په څېر زما د سترګو، خولې، پوزې، غوږونو او مخ په وړاندې هم ځای نيولی دی، لکه چې له ما څخه هم را چاپېره شوې وي، لکه چې غڼې زه هم په خپلو تارونو کې را ښکېل کړی يم، زه يي هم د يوې مچۍ، د يوې غومبسې، د يوې خزندې او يو ميږي په څېر را ښکېل کړی يم، ټول تارونه يي له مانه ګرد چاپيره تاو دي، داسې يي کلک ښکېل کړی يم، لکه فولادي او اوسپنيزه تور رنګه، خړ زنځيرونه يي زما له ځان او زما له تنه تاو کړي وي او يا يي زما د ذهن او شعور له پردو تير کړی وي او بيا يي پکې زه سوټ بوټ تړلی يم.
همدا ډول کرار کرار پکې خپل ځان ورکوم، ځان پکې محوه کوم، په يوه نرۍ پرده، د غڼې له ځالې بهر، زه يي له پښو او لاسونو سره پکې ښکلېل کړی يم، څرنګه نه شليږي؟ولې ترې بهر او لاندې نه لويږم؟ولې د خپل روح سره نه يو ځای کېږم؟او ولې ترې ځان نه شم ژغورلی؟
خو ددې ټول تپوسونو ځواب بيا هم د غڼې په ځاله کې دی.د غڼې ځاله چې حشرې را نيسي.د هغو سا اخلي او بې يي لاشو نه يي په ځالو کې د ماشومانو د څانګو په څېر ځنګيږي او روح يي بهر پاتې کېږي.اوس زه هم داسې احساس کوم، د خپلو لاړو په اثر ځانته ځاله جوړوم، زه هم په غڼه بدل شوی يم، ځانته کور جوړوم، د غڼې د ځالې په څېر، په اوږده بوده او تنسته کې، په دوپجنه هوا او فضا کې په راښکته اسمان او را پورته ځمکه کې، د غڼو د ځالو سره د غڼو په اوږدو ځالو کې، همدا ډول په تروه اوترخه فضا کې، لکه د زهرو ګوټ چې کوم، لکه خوسا او وراسته شراب چې زما له ستوني نه تيريږي، خو سترګې پټوم او څښم يي.
په همدې ډول را پورته کېږم، د شيبو څخه يوه څکه کوم، د زمان شيبې له ستوني تيروم، شيبې زغمم او بيا بيرته د غنې په څېر نه بلکې «زه»يوه غڼه لکه ټولې «زه»يانې غڼې هره يوه ځانته ځالې جوړوي، تارونه يو بل خوا ته کشوي، يو بل لورې ته يي کاږي او په يو بله خوا کې يي ځغلوي، په ډېرو منډو او ځغاستو ترړو او هڅو سره يوې خوا ته او بلې خوا ته کشوي، هر څه چې دغه فضا ته ور ننوزي، هغه هم پکې ښکېل کېږي او بيا څه وخت وروسته يي کالبد ليدل کېږي، يو سپک لاش يي پروت وي او زه هم په دې ډول فضا او ځاله کې ځان وينم.
د غڼې هره ځاله هرې خوا ته ځاله او په هر څه کې د هغې تارونه داسې بريښي، چې زما له ځانه او زما له تنه تيروبير شوی وي او زما د خولې په لعابو، نوزه هم غځيږم، نوره هم اوږديږي او نور هم تاو را تاو کېږي، زما له ځانه تاويږي او په همدې تاوولو کې نورې خځلې او خزندې وينم، چې له مودو مودو پکې نغاړل شوي دي، حرکت يی له لاسه ورکړی دی، ځان خوځولی نه شي، په ډډه اوښتلی نشي او همدا ډول يي خپل روح او نفس له لاسه ورکړی وي.
خو زه هم چې په خپله ځاله کې را ګير يم، په خپلو تارونو کې ښکېل يم، د خپله لاسه زنځيرونو کې تړلی يم او په خپله په يوه غڼه بدل شوی يم، زه يی هم انتظار باسم، داسې انتظار چې کله يو ماشی را برابر شي، يوه کوچنۍ حشره را برابره شي، زما يوه ذره وينه څښي، سا ورکړم او بيا زما کالبد زما د اوږدو پنجو او کوچني جسامت سره په خپلو تارونو کې همداسې وزانګي، کېدای شي، لمر را ختلی وي، فضا بدله شوې وي، هوا صفا شوې وي، ګرمې لرې شوې وي، برجونه په بيخ ناست وي، ښوره وهلي ديوالونه هم په بيخ ناست وي، خو زه به همدا ډول خپلو تارونو کې وزانګم، ټولې غڼې به وزانګي، هغوی چې د نفس ويستلو هوا بندوي، جالونه اوبی....غڼې چې يو عمر يي زحمت ويستلی وي، اخوا ديخوا يي خپل تارونه ځغلولي وي او خپل ځان يي پکې را ښکلېل کړی وي، نورې حشرې پکې زانګي، په بې ساه او بې روحه توګه، روح ورته له جاله بهر ګوري، هغه يي ويني، چې دوی غڼې اوږدې او کوچني جسامت همداسې په ټاليو کې دي، ټالۍ وهي، په خپل اوبدلي جال کې او پخپله اوبدلي ځاله کې... همدا .... او همدا ډول
۱۳۶۹\۴\۱۴
خونړۍ شپه
سهار چې لمر لا نه و راختلی، چوپه چوپتيا وه، د شپې سخت جنګ تير شوی و. د بي بي مهرو غونډۍ او د مرنجانو د غونډۍ تر منځ او د کابل د نورو جګو ځايونو څخه د يو بل په لور سختي مقابلې شوې وې.
ډېرې مرمۍ د ښار پر ديوالونو مښتې وې، ماشومان، تور سرې او نارينه ټول له ښاره وتلي وو، کورونه شاړ پراته و، سهار مهال چې لمر څړيکه وهلې وه، اور پکي ستړی ستومانه په کوڅو را سم شول.يو کور ته ور ننوتل، هلته وګرځيدل، بيا له هغه ځايه راووتل، بل کور ته ننوتل، هلته يي هم څه ونه ميندل، يوازې له يوه کوره يي څو جوړه ښځينه جامې، ښځينه جورابې او واسکټونه په لاس کې نيولي وه، بل ته يي وښودل، يوازې همدا وو، خو ابل ورته په ټينګار وويل:
جيبونه دې ډک ښکاري، ارومرو چې د کار شيان دې له ځانه سره ساتلي دي، سمه نه ده، زه يي قومندان ته وايم، ابل په جدي لهجه وويل:
نه په خدای که به مې نور څه موندلي وي، نور څه شی نه و.
هغه بيا خبره غبرګه کړه:
ارومرو چې وو به، په توره شپه خو هغه کمبختو ټول کور نشو وړای.
ښه يي وګوره!
ما خو پيدا نه کړل، ځواب يي ورکړ:
بل ور پسې شاته ولاړ و، هغه په لاس کې د ماشومانو څو جاکټونه نيولي و.
بل کس ته يي اشاره وکړه:
واخله دا دې ماشومانو ته يوسه!زما خو نه پکاريږي.
دوه درې کسه ټوپک والا چې وربوزونه يي هم تړلي وو، په بل کور ورسم شول.هماغه کور ته ورننوتل، چې څو ورځې دمخه پکې يو زلمي نوی واده کړی و، کور خالي پروت وو، ټول کوربانه ترې تښتيدلي و، ډک کور ترې پاتې و.
يوه ورځ په همدغه کور کې د واده نه تر مخه سازو سرود غږيده، دساز او اواز په اوريدو د کور خوا کې اور پکې بې له اجازې کور ته ننوتل، ښځې او موشامان يي وچنګول، شور او پګړ پورته شو، د کور خاوند يي د ښځې په مخ کې د ټوپک په کونداغونو وواهه، د هغه جرم دا و، چې سندرې يي ويلي او موسيقي يي غږوله.
د اورپکو په نزد هغه نا سم کار کاوه، د مخالفت کار يي کاوه، هغه ويل سندرې بايد وانه وريدل شي. په طبله يي د ماشيندار برچه ښخه کړه په ارموينه يي موزې کېښودې، ټوله يي ماته کړه، د کور خاوند يي له ځانه سره بوتلو او ښه يي وواهه، دا وار هماغه اورپکي په دغه کور ورننوت، هغه ته د کور کونجونه ښه مالوم وو، په ټولو کوټو کې د نورو انډيوالانو سره وګرځيده.
دا وخت له واده نه په کور کې څو ورځې تيرې شوې وې، خلک او خپلوان ډلې ډلې د واده مبارکۍ ته راغلي او تللي وو، خو دا مهال د واده له خاونده ډک کور پاتې و، يو تن د کور په دروازه کې ودريد، دوه تنه ور دننه شول.
هماغه اورپکي چې دې کور ته دمخه هم راغلي وو او له ماشومان يي چنګولي وو، لومړی د ناوې کوټې ته ور ننووت، د خوب د پالنګ خوا کې يي په هنداره کې وکتل، وړينه خولۍ يي پر ټنډه سمه کړه، بيا يي بيرته کږه کړه، ماشيندار يي د اوږې پورې ونيو او بيا يي بيرته لاس کې و نيو په هنداره کې يي خپل بېلا بېل حالتونه وليدل، داسې مالوميده، چې زيات خوند يي ورکړی وي، زلميتوب! ماشينګڼه د کور خالي انګړ او بيا خپله څېره، د خوب نه ډکې سترګې يي په هنداره کې وليدې، دې حالتونو هغه ته د لويي احساس ورکړ.
بل ملګری يي وګرځيد، هغه لومړی د سينګار د ميز له سره د سينګار او ښکلا ټول شيان کښته راوغورځول، پښې يي پرې کېښودې او زيز مريز يي کړل، يوه د سرو ګوته چې د ميز له پاسه پرته وه، ژر يي را واخيسته او په جيب کې يي واچوله، اخوا ديخوا يي غلچکې سترګې وغړولې، په کوټه کې دروازې ته مخامخ يوه تابلو ځوړنده وه، په هغې کې کليمه طيبه کينل شوې وه، هر مومن يي په ليدلو سره زمزمه کېدو ته رابلل کېده.
پر بل ديوال هم يوه تابلو ځړيدلې وه، تابلو چې نيمه په سمندر کې په غوپه کېدو ده او نيمه هم بهر، ماڼوګان په ډېر هيجاني حالت کې دی، هرې خوا ته لاس و پښې وهي، خو بيړۍ د سمندر تل ته ور ننوزي.
اخوا ته په ښکلي او رنګ شوي ديوال يوه بله تابلو هم را ځړيدلې وه.
چې يو زلمي د يوې پيغلې سره سيوري او تروږمۍ حالت کې خوله په خوله دي، سپوږمۍ د راختو په حالت کې وه، خو په تابلو کې يوه دبل لاس ښه کلک نيولی دی اوجلا کېدو ته ځانونه نه پريږدي، په تابلو کې د مينې ابديت ښودل شوی او چې کتونکي ورته ښه ځير شي، نو بيا پوهېږي، چې د تابلو د تصوير هدف څه دی؟
خو اورپکي ځوړندې تابلو ته د ماشينګڼې برچه ور لاندې کړه، هغه يي را وغورځوله او په کانګريټ يي هنداره ټوټه ټوټه پريوته.
هو! دا د ناوې کوټه وه، چې د سرې بړستنې څخه لا د عطرو بويونه ختل، بړستن يي په قهر په لغته ووهله، له پالنګ نه يي اخوا ته کړه، د ناوې د ټټر واسکټ يي هم د ماشيندار په ميل کې را جګ کړ او ملګري ته يي وښوده، دې ته لا ګوره!
وروسته بلې کوټې ته ور ننووت، هلته د کتابونو المارۍ وه، د کتابونو ډکې المارۍ دي، قرانکريم او تفسيرونه هم پکې وو، خو له هغه سره د نورو کتابونو او قران پاک توپير نه وو، نه پرې پوهېده، چې څه دي، المارۍ يي را نسکوره کړه، پرته له دې چې پوه شي، پاڼې يي ورته وشلولې، د ماشينګڼې په برچه يي څيري کړي .په کوټه کې يو انځور چې خول يي پر سر وو او د ږيرې له سپينو تارونو يي هيبت او عظمت بريښيده، ډېر يي ورته ونه کتل، د ماشينګڼې د برچې په ور وړلو يي پرې د خپل قهر او غضب تنده ماته کړه، هغه يي هم په ځمکه را وغورځاوه.
په کتابونو يي پښې کېښودې، داسې بريښيدل، چې په کور کې يي زيات څه ونه ميندل، له قهره تنور وګرځيده، هغه په ډېره هيله راغلي وو، د غنيمت په هيله . فکر يي کاوه، ډېر څه به تر لاسه کړي، خو لکه چې هېڅ يي ونه ميندل.
د کور په مخکې يي پړندو خاورو ته پام شو، بل ته يي وويل:
دلته يي څه شي نه وي ښخ کړی.
هغه ځواب ورکړ:
نه صيب دلته يي پرون دوه ماشومان ښخ کړل، په راکټ لګيدلي وو.
هغه هېڅ افسوس ونه کړ، ورته معمولي شان خبره وه، يوازې همدومره يي وويل:
«دې احمق ته ګوره:خلک پيسې او سره زر را ټولوي، خو ده راته کتابونه انبار کړي دي»
همدومره يي وويل:د کور دروازه يي په لغته ووهله او بيا له کوره ووت.
۱۳۷۳\۷\۲۴
یه لارویه
ريښتيا ته زموږ له کلي راغلی، هلته دې څه وليدل؟ کله زموږ له کلي راووتي؟ هملته اوسيدلي او که زموږ د کلي له لارو او وستلونو څخه را تير شوې.ريښتيا خبره وکړه، هلته دې څه وليدل، کليوالو څه خبرې کولې، څه يي ويل او د څه په باب يي انديښنه کوله؟.
ټولې خبرې راته وکړه، د وختونو وختونو خبرې وکړه او د ډېرې مودې افسانې راته ووايه، راته ووايه، چې زموږ په کلي کې څه تير شول؟ د طوفان او وبا کلونه څرنګه وو، ستا دې په خدی قسم وي، يه لارويه! چې ما ته د خپل کلي د ټولو وړو زړو حال ووايه، هله ژر شه، چې ستونی مې نور را ډک شو، ستا په ليدلو مې اوس ټول لوی کلی په کوچني ذهن کې ټالۍ وهي، هر کاڼی او بوټی مې بې واره په خوله کې وچيږي او نور څه نه شم ويلای.
لاروې ددې اوترو خبرو په اوريدو سره سوړ اسويلی وکيښ، دمه يي جوړه کړه، ديوال ته يي تکيه ووهله او بيا په چرت کې لاړ، لکه چې فکر يي کاوه، له کومه ځايه خپلې خبرې پيل کړي خو له يو څه ځنډ نه وروسته يي همدومره وويل:
ټولې خبرې درته وکړم، مه وار خطا کېږه، زه همدلته يم، لرې چيرې نه ځم، حتماً يي درته کوم، له يو سره يي درته کوم، ته مه ور خطا کېږه.
لارويه ستا دې په خدای قسم وي، چې ما ته د خپل کلي احوال ووايه، راته ووايه، چې څه دې وليدل،؟ ستا په ليدلو سره پوهېږي، چې زما کوچنی ذهن اوس يوه سر سبزه ورشو او دره شوه، چې ډکې ډکې ويالي په کې بهيږي.ګڼې ونې پکې ولاړې دي اوس داسې خوړ او شيلې ته ورته دی، چې شرندې اوبه په کې تيندکې خوري، ټول کلی پکې ځای شوی دی، دېرې او حجرې يي په وګړو ډکې دي.
وستلونه يي د مازديګرنيو ميلو او ټوکو ټکالو محل دی او دا ټول ستا د ليدو له برکته اوس زما له ذهنه نه ځي، نو ....يه لارويه! کله چې ته زموږ کلي له څنګه را تيريدې، هغه شپولونه و او که نه؟، د کلي برګ سپی درپسې ونه غپل او که ته هم ورته اشنا وي؟
هېڅ مه ور خطا کېږه، همداسې چې ته يي وايي، دکلي کيسې ډېرې په زړه پورې دي او په يوه يا دوه ساعتونو کې پای ته نه رسېږي، د کلي کيسې له هغه وخته چې انسان لومړۍ ژړا وکړي، تر څو چې حق ته ځان سپاري، دوام کوي، نو زما او ستا دکلي کيسه هم اوږده ده، ته مه وار خطا کېږه، زه يي درته کوم، ته به يي وويني، ته ډاډه اوسه!
لارويه!ستا خبره سمه ده، چې د کلي خبره د انسان د ژوندانه په اندازه اوږدوالی لري، نه خلاصيدونکې ده، خو نن مې ستا په ليدو فکر او خيال څه بل شان شو، ذهن مې اوس زموږد کلي هغه پلنې هدېرې ته ورته دی، چې پلار، مور، نيکونه او ټول کليوال پکې په خواږه خوب ويده دي، درنې درنې شناختې پرې ولاړې دي، هغوی هېڅ خبر نه دي، خو ارواح يي هر ماښام دتنبو شاته راځي او د کورنيو د دعاوو په اورېدلو بيرته ستنيږي.
ريښتيا چې اوس مې ذهن هغه خندک (سرک ګوټي )ته ورته دی، چې زموږ د کلي خلک پکې ډله ډله تيرو بير کېږي، زما همزولي هم پکې منډې ترړې کوي، مستي کوي، خنداګانې کوي او يو پر بل ټوکې او ملنډې وهي، اوس مې په ذهن کې هماغه همزولو او د کلي تنګو کوڅو، خټينو ديوالونو او په ديوالونو کې د غومبسو ځالو کې ځای نيولی دی، په غوږونو کې مې د غومبسو بنګاری انګازې کوي، نه يي شم کولای چې له ذهن يي وباسم، يا هغه لارو ته چې په کوچنيوالي کې به پرې ښوونځي ته تلم، نو ځکه ته اوس په خپله کيسه وکړه، چې څه حال و.
لاروې: زه به هېڅ هم له تا نه پټ نه کړم، ټول واقعات به درته په مخ کې کېږدم، تا ته به د کلي ټول داستانونه ووايم، د کلي د خلکو داستانونه، د کليو داستانونه لکه زما د کلي او ستا دکلي د ونو پاڼې لکه زما او ستا د کلي در اسواره اسمان ستوري، لکه د کلي د هوا مرغان خو ته صبر وکړه، زه به درته ټول داستانونه ووايم، خبرې ډېرې دي، وختونو او زمانو اوس ډېر داستانونه جوړ کړي دي. ډېرې کيسې يي زېږولې دي او زه به د کلي د ونو کيسې درته وکړم، د پټو، لارو، سړکونو، پلونو او بندونو، د ښوونځي ستا د همزولو، د کليوالو د مستيو او غمونو، د نجونو د ميلو او ماشومانو، د سپين ږيرو د نصيحتونو او صبرونو او د زلمو د غورځنګونو او غيرتونو د کلي د سپو د وفاداريو کيسې دا ټول به درته وکړم، زما د کلي او ستا د کلي کیسه به درته وکړم. هېڅ تلوسه مه کوه، ټولې به درته وکړم او يوه به هم پاتې نه شي.
لارويه!ستا دې په خدای قسم وي، چې ماته د کلي د برګ سپي کيسه هم وکړه او دا هم راته ووايه، چې ايا اوس هم زموږ د کلا دمخه چينار په جګو سرونو کوترې کېني او که نه، ايا زموږ د درې په غرونو اوس هم بازونه الوزي او که نه، يا د غرونو په تړو کې اوس هم د پخوا په شان سیسۍ او تنزرې نارې وهي او که نه،؟ يا په ويالو کې اوس هم اوبه په شړک بهيږي او که نه،؟ یا زموږ د سيمې سيند هماغسې په مستۍ غورځنګ وهي او که نه او زموږ کليوال پکې د پخوا په څېر خپله جاله د سيند په پراخه زولۍ کې لاهو کوي او که نه؟.
ګوره لارويه!ريښتيا د تروږمۍ په څېر مې ذهن ته راځي، داسې مې په ذهن کې اوړي را اوړي، لکه د وريځو په لړو کې چې يو څه وينم، هغه وخت چې زه لا ماشوم وم، شونډه مې لا نه وه توره شوې، کله به چې د کوم مشر سره او یا به د خپل پلار سره د سيند غاړې ته لاړم، نو په سيند کې به مې د لرګيو ټلونه ليدل، نو راته ووايه، چې اوس هم زموږ د سيمې په څپانده سيند کې د لرګيو د ګوردمو جالې تيندکونه خوري او که نه؟، دهن ته مې راځي، چې ډېر لږ به داسې پيښ شول، چې يوچا به يو څوک بې ګناه وواژه، نو سيند ته به يي واچاوه، خو سيند هېڅکله پيښه نه پټوله، هغه به د يو رسوا مشر په توګه د بې ګناه مړي په څنګلو کې ونيو او د خپلو څپو له پاسه به يي ټول عالم ته ور ښکاره کړ، نو نه پوهېږم، چې د سيند دود خو به تغير نه وي کړی او ايا ګناهګار او بې ګناه دواړه به رسوا کوي او که نه.؟
خو ريښتيا لارويه راته ووايه!حتماً يي راته ووايه، چې زموږ د کلي هغه ببر سری ليونی به چيرته وي؟، ايا اوس به هم ژوندی وي او که نه، هغه چې په وستلونو کې به ناست و.په ځمکه به يي کرې پرې کولې، تيره لرګي به يي په لاس کې و او په فکر کې به ډوب و، له هېڅ چا سره به يي خبرې نه کولې، يوازې له ځان سره به اخته و، يو يا دوه ساعته وروسته به يي سر را جګ کړ، لمر سترګې ته به يي وکتل، له ځان سره به وبوږنيد، همدومره به يي وويل«ځه ځه ته ورځه زه همدلته يم» او چې چا به پرې غږ وکړ، چې ليونيه ښه چارې، نو هغه به کله کله له ځان سره وبوږنيد او همدومره به يي وويل «ښه چارې، ښه چارې؟ ــ او ښه چارې، نو دې ليونو ته ګوره، ښې چارې چرته دي، ښې چارې او ډېر ښې چارې به وويني، څه لري نه ده، وربه شي خبر شي» او بيا به د ځمکې په ګرولو اخته شو.
نو يه لارويه!راته ووايه:چې هغه ليونی به اوس چرته وی، هغه مړ دی که ژوندی، که ژوندی وي، چرته دی، که مړ وي، نو قبر يي مالوم دی او که نه.
ته مه وار خطا کېږه، چې ژوندی يي ډېر څه به واوري او ډېر څه به نور هم وويني، د هغه ليونی کيسه هم درته کوم، هغه ليونی نه بلکې غير معمولي بنيادم و، هغه ټول حقيقتونه په بله ژبه او بل شان ادا کول، چې عادي خلک پرې هېڅ نه پوهېدل، ما هم هغه وخت ډېر پخوا کله به چې د کلي له لارو تيريدم، په وستلونو کې به ناست و او له ځانه سره به بوگنيده.
هو :ريښتيا چې هغه عادي سړی نه و، هغه عجيب بنيادم و، په هېڅ چا يي کار نه لاره او نه به يي له چا سره خبرې کولې يوازې د لمر سترګې په لور به يي کتل، يوازې د سهار او ماښام اندازه به يي اخيسته، هېڅ چا ته به يي د خبرو کولو اجازه نه ور کوله، کله کله به د کلي ماشومانو ځوراوه، خو هغه به د ماشومانو د ډېرو ځورونو په وړاندې هغو ته مخ را ستون کړ ا وهمدومره به يي وويل:
په هلکانو ولې چيغي وهي او څه ته شور کوۍ، ما مه ځوروئ! ما پريږدئ، چې ... او بيا به له ځانه سره وبوږنيده، عجيب يي کلی او عجيب يي ماشومان، عجيب يي لويان، ټول په خپله ... لاس و پښې وهي.دومره نه پوهېږي، چې لمر له کومه ځايه را پورته کېږي او په کوم ځای کې غوپه کېږي او بيا به يي خپله خبره اوږده کړه، له ما څه غواړئ، ورشئ په هغه چا پسې چې له تاسو يي په ژوندوني سا اخيستې.
تاسې يي زندۍ کړي ياست، خو زه د مرګ لپاره شپې سبا کوم، د مرګ لپاره.
د کلي ځينو پخو کسانو به ويل:دی ليونی پوه شپه حضر عليه السلام په ويښه ليدلی دی او له هغه وخته په دې خوا دا ډول دی، له چا سره خبرې نه کوي او نه په چا کار لري، خو ځينو به لا ليونی باله.
نو يه لارويه! ډېر به خوشاله شم، که د هغه ليونی کيسه راته وکړي او دا هم را ته ووايي او ريښتيا را ته ووايه، چې زموږ د کلي نجونې پيغلې شوي دي او که نه او که پيغلې شوې وي، نو هغو په خپلو لاسونو کې د واده نکريزې ايښې او که نه او که هغه چيري خپل اوربلونه خواره کړي وو او که نه، چې زموږ د کلي نجونې د پخوا په شان خپل ګودر ته تللې او که نه، او که نه تللې علت يي څه و او که تللې هماغسې ډلې ډلې به تللې او که يوه نيمه به پکې نه بريښيده.ته ريښتيا ووايه، ته خبر يي چې هغوی به پخوا په ګودر کې او د ګودر په لاره کې د خپل قسمت او تقدير فال اچاوه، ډېر وخت کېږي، چې په دې باب مې څه نه دي اوريدلي.
خو کله چې کوچنی وم، نو دا خبرې به مې ډېرې اوريدلې، چې کله به غلچکی ورتلم، نو ليدل به مې چې هغوی د خپل قسمت فال په ګودر ليده، د ځينو به ښه فال خووت، خو د ځينو به ډېر خواشينوونکی و او تر ګودر ته تر راتلو پورې چې فال به يي ښه نه و ختلی، فکر به لاهو کړې وه، نه پوهېږم چې اوس څرنګه وي ايا ته ترې خبر يي او که نه! دا هم راته ووايه.
هو زه به درته دا هم ووايم، ته ريښتيا وايي:زموږ کلی هماغه ډول ولاړ دی، له ځايه نه ښوري، حرکت پکې نشته، زلمي هم پکې نشته او پيغلې هم ترې تللې دي، شنې ونې هم ولاړې دي، خو پاڼې نه لري، سيند هماغه شان مست روان دی، خو چپه کښ پکې نه مالوميږي او نه خو پکې د لرګيو ټلونه شته، کلی تش او ډنګی ډوال ولاړ دی، د کورونو په انګړونو کې اوس واښه را شنه شوي دي.د جومات دروازه ډنګي ډوال پرته ده، دکلي په مخ کې لويه حجره شاړه پرته ده، دېرې ورانې او بارې يي نړيدلی دی او پر بيخ ناستې دي، اوس هغه سيپين ږيری هم نه ښکاري، چې پخې پخې خبرې به يي کولې، هغه درنې پګړۍ هم نشته، هدېرې پلنې شوې غځيدلې او په کروندو کې ورننوتې دي.سرکونه او لارې اوبو وړي دي او کلی په کنډواله بدل شوی دی.
همزولي دې نه بريښيدل، وايي چې نجونې او بړستنې پر سر له کلي وتلې دي، پته يي نشته، چې چيرته به تللې دي، نغري ساړه پراته وو، په ګودر کې هم لنګې سپۍ په يوه ساه غپل او کوړنجار يي کاوه، په ليوني جنډې ولاړې وي او وايي چې تبو نيولی کليوال يي زيارت ته ورتلل، وايي چې ليونی مړ دی، خو ځينو ويل، چې ژوندی دی، هغه وخت چې لا کلي ګڼ و، ليونی ومړ، يوه کليوال وويل:هغه ما په خپلولاسونو خاورو ته وسپاره، خو نورو بيا وويل: چې هغه ژوندی دی، د شپې مهال اوس هم درمندونه ساتي اوبه په پټو سموي، د غلو مخه نيسي او کله کله په زيارتونو او هدېرو کې ليدل کېږي، ځينو خلکو ته ځان ښايي او هر څوک يي نه شي ليدای.
خو د پېښو پوښتنه نوره مه کوه، کلی وران دی، څه د يوه برخه، څه د بل برخه او څه پاتې د ليوني برخه ده، چې اوس د چا خبره د هغه پکې قبر دی او د شپې مهال يي پکې سيوری ګرځي، کلی تور سکاره، شاړې، کنډوالې او تشې کوڅې او بې اوره نغری.
۱۹۹۳\اکتوبر\کابل
ترهه او ککره
هغه د کوټې پر ديوال باندې پر هغه انځور سترګې وګنډلې، چې د يو شليدلي پټکۍ د څښتن ګونځې ګونځې مخ او ننوتو سترګو راوتلو بار خوګانو په شکل کښل شوی و. ديوال همداسې د پسرلنيو بارانونو په اثر چې څڅوبو پرې لارې جوړې کړې وي او په ځينو ځايو کې د ټک وهلو ميخونو او کړکيو سوريو ژوبل کړی و، هغه يي په فکر کې له ځانه سره يووړ، داسې بريښيده، لکه چې له نوموړي ځوړند انځور سره د زړه خواله کوي او يا دهغه بيانول غواړي.د انځور زړو کاغذ هم لوګيو تک زيړ اړولی و، د سپين ږيري بوډا د انځور په سترګو کې بيا ډېره اوږده ماضي بريښيده، د ږيرې رنګي رنګي تارونه يي را ځوړند ايسيدل، ما يو وار بيا د هغه پام ځانته را واړاوه او ومې پوښته!لکه چې ستړي يي؟
هغه نور څه ونه ويل يوازې همدومره يي د سر په نغوته را وپوهول، چې کيسه درته کوم، هغه چې له اوږدو شپو ورځو او لرې لارو له منزلونو ستړی ستومانه را ختلی و، د خپل ښار ګوټي کيسه يي په دې ډول را پيل کړه:
نو سهار و، خلک ټول له محلې څخه تښتيدلي وو، د مرميو او باروتو بوی لا په محله کې همداسې خپور و، امه شمه پکې نه وه، کورونه بيرته پراته وه، په کورونو کې هېڅوک نه اوسېدل، ان زاړه، بوډاګان او سپين سرې هم ترې تښتيدلې وې، د شپې د ډزو د سخت زور له امله خال خال او څاڅکي څاڅکي وينې هم پرتې وې، څو تنه ټوپک والا چې وړينې خولۍ يي پر سر وي، د لمر څرک سره پر محله را سم شول، د پوچکو او دهاوانونو د ټوټو ننداره يي کوله، دوی ډېر درانه په لاره تلل، لکه چې محله يي فتح کړې وې او بيګاه شپه يي سترګې هم نه وي ورغلې، په کوڅه کې هېڅوک نه بريښيدل، هلته د کورونو مخ د چټليو په ډېران کې دوه څاربه سپي هم لګيا وو، خوله يي وهله، چې له لرې به يي څوک وليدل، نو يو وار به برګ شول او بيا به وغوريدل، تور کارغه هم ورته په بلۍ ټغيده، خو د کورونو ميرمنې نه وې، چې د کارغه په ټغيدو ورته پوښتنه پيدا شي او د هغه تعبېر وکړي، د کوڅو ديوالونه ټول سوري سوري و، د نوي کال ورځې را نږدې وې، خوله مې جوړوله، چې پوښتنه ترې وکړم، خو زه له هغه سره سترګه په سترګه کېدو پر مخه واخيستم، سترګو ته يي ځير پاتې شوم، پر لوغړن مخ يي چې خاورو او دوړو پرې پنډ پرده جوړه کړې وه، د اوښکو نروب پرې را وڅڅيده، سترګو ته يی همداسې ځير پاتې شوم، خو زما ستونی هم له غريوه ډک شو.
روزي ګل د پاخه عمر سړی و، دوه زامن يي لا دمخه په جنګ کې ځوانيمرګان شوي وو، د هغو ځوانيمرګۍ ډېر کړولی و، له وړې کورنۍ سره تر اوسه پخپل ځای کې پاتې و، د هغه خبره چې زه له ښاره نه وځم، خير دی که لوږه اوتنده وي، زه د خپلو ځوانيمرګو زلمو پر قبرونو ملنګي کوم، نه پوهېده، څه سبب و، چې روزي ګل خپله ملنګي پريښوده او له خپل مالته يي اوس پښې را سپکې کړي دي، د څو کالو خونړيو پېښو ډزو، مړو او ژوبلو او چاودنو يی عمر نور هم اړولی بريښاوه، د ږيرې سپينو تارونو يي پر تورو زياتې کاو، د مخ ګونځو يي د کږو وږو لارو په مثال و .د مخ باړخوګان يي را وتلي وو، يوه شيبه يي د زړې کوټې پر را څڅيدلي ديوال سترګې وګنډلې، داسې مالوميده، چې يو ځلي بيا هم د خپل سر ګذشت او ترخه سفر ذهني غبرګون کوي، د هغه په ننوتو سترګو او راننوتو کومو د مخ په ګونځو او لوغړنه څېره کې ژوند ترخه حکايتونه خوندي و، ژر مې ستونی صاف کړ، ومې پوښته:
روزي ګله کله را روان شوی؟
کابو يوه مياشت وشوه، خو همدا نن را ورسيدم، بيا يي په کرار کرار د خپل راتګ کيسه پيل کړه، کابو يوه مياشت وشوه، خو همدا نن را ورسېدم، زیاته لاره مې پلې ووهله او کله نا کله موټر هم پيدا کېده، زه پر چپو لارو راغلم اودا دې اوس د شور ماشور ښار ته راورسېدم، يا هغه چوپتيا او يا دا شور.ما يي خبرو ته په ارامه غوږ نيولی و، داسې ايسيده، چې د ويلو لپاره ډېر څه لري او د ډېرو ورځو خبرې کول غواړي، کله به يي د کوټې د ديوالونو پر مخ د را څڅيدلو اوبو لارو ته وکتل او کله کله به يي د هغه د مخ په کاسه کې نويو پيدا شويو ګونځو ته او کله به يي د مخ کاسه د وطن د خونړيو پېښو هنداره شوه، چې تنکي ماشومان پکې سوځي او ځينې پکې د چور تالان او په غنيمت پسې سر کاو ته ځغلي.دې فکرونو به زما غوني نور هم ځيږه کړل، نه مې غښتل، چې نورې پوښتنې ترې وکړم، خو د خاپوړو د کوڅې کيسه زما له اند څخه نه لرې کېده، نا ببره به يي وهڅولم، چې د ناخوالو په اوريدلو باندې ځان پوه کړم:او ستا ماشومان څنګه وو؟
دا وار د هغه پر مخ د اوښکو سيلاب را وبهيده، ستونی يي را وپړسيده، لکه چې غوښتل چې څه ووايي، خو خبره يي مرۍ کې زندۍ شوه، يوازې دومره يي وويل:
نور مې مه ځوروه، سملاسي مې خبره واړوله.
مالوميږي، چې د لارې مزلونو ډېر ستړی کړی يي، هو!کله چې را روان شوم، عجيبې پېښې مې ليدې، په دې ډول چې د شنې چايو له پيالې څخه يي په ستختۍ سره ګوټ وکړ، خبرو ته يي دوام ورکړ:هسې سر سره لوبې کول دي، په يوه ځای کې کله چې موټر يو تنګي ته ورننووت، دوه کسه چې پيړ پېښوری څادرونه يي له ځانه تاو کړي وو، د ګاډي مخې ته ودريدل. ډرايور ته يي د راکوزيدو اشاره وکړه، هغه ور کوز شو، نور ناست کسان هم کوز شول، يو تن را دمخه شو، بل ترې وروسته ودريده، وروستي د پېښوری څادر پلو لرې کړ، ماشينګڼه يي را وښوده، د پيسو ټولولو اشاره يي وکړه، يوازې همدومره يي وويل:
زموږ حق!موږ ټول يي د وسلې په را ښودولو وګواښلو، ابل لرې ولاړ و، خپل شرطونه يي يو دوه درې کړه او بيا يي غاښونه وچيچل، له دې سره سم يي بيا ستونی وپړسيده، اوښکې يي بيا پر مخ را روانې شوې، له خبرو سره يي غونی هم ځيږه شول، پر خپله خولۍ يي لاس کېښوده، پر خپل سر يي ښه جوته کړه، شونډې يي وچې شوې، د وېرې څپه پرې تيره شوه، بيا مې وپوښته، نو هغه څه.....هغه ډېره بوږنوړې ننداره وه، چيرته مې په ژوند کې هم داسې نه و ليدلي، ماشومان له وېرې لړزيدل، بيا مې ترې بې واره وپوښتل:نو ټول يي ووژل؟نه! هغه ته يي د مرګ وحشتناکه څېره په مخ کې ودروله، مرګ يي ور وښود، غاړه يي صافه کړه او د خبرو په دوام يي وويل:
هغه بل چې شرطونه يي شمارل، هغه هم ورو د پېښوري څادر پيڅکی کوږ کړ، خو هغه ماشيندار ونه ښود!روزي ګل سترګې پټې کړه، وريږديده، زه يي هم حيران کړم، خو د هغه لاس په وينو ککړ و، ان تر څنګلو پورې د وينو دارې وې، بيا وريږديده، سترګې يي پټې کړې، داسې ورېږديده، لکه چې همدا شيبه په هماغه تنګی کې د سړک پر سر ولاړ وي او ټوپک والا ورته يو مخ دمکې ورکوي.خو بيا يي خپلې خبرې ته دوام ورکړ.د څادر پيڅکی يي لرې کولو سره يي د موټر ټولې سورلۍ ته د هغوی برخليک وښوده او بيا چوپ شو، زه هم حيران شوم، يوازې دومره مې وويل:په خبرو پوه نه شوم.
هو! هغه د پيړ پېښوري څادر د پيڅکې په لرې کولو اود وينو د ککړ لاس په ښودلو د يو بدمرغه سر نوشت غميزه را وښوده:د موټر سورلۍ ټوله چوپ ولاړه وه، داسې لکه چې د ټولو خولۍ ګانې له سرونو څخه جګې دريدلې وي او د تن کالي له خولو خيشته شوي وي، چلونکي د موټر ماشين غلی کړ، خو د شوکمارو هيبتناکو څېرو او وخشي کړنو ټول لاروې هک پک درولي وو، ما هم ځان داسې احساساوه، چې ګوندې پر ځمکه ولاړ نه يم، له ځمکې څو نيزې پورته يم، اسمان هم څرخي، خو د دغو کسانو د لاس نندارې را ځيني هر څه هېر کړل، يوازې دومره پوه شوم، چې يو کس وويل:که د قومندان صيب حق! پرې نه کړۍ، نو دا به مو سر نوشت وي، وروسته يي د همدې خبرې سره له خپلې اوږې نه پېښوری څادر وغورځاوه، له دې سره زما پر سترګو توره تياره کېناسته، ټول ولاړ کسان راته سرچپه ښکاره شول، موټر هم، ځان هم او دوی هم، کله چې ما د هغه وروستی کس په لاس کې د يو ښکلي ببر سري زلمي له ورميږ څخه غوڅه شوې ککرۍ وليده.
۷۵\۷\۷پېښور
ماته د حسنک پوره کیسه وکه !
بېګاه شپه مې بيا کوچنۍ لور څنګ ته راغله.د کيسې ويلو غوښتنه يي کوله په ټينګار يي غوښتنه کوله، چې ارومرو ورته کيسه وکړم، د وختونو د پرون کيسه، د پېښو کيسه او د زمانو د ناخوالو کيسه.
لومړۍ و نه پوهېده، چې ولې او څنګه ورسره بيا د کيسې د اوريدلو تنده پيدا شوې ده، خو په ډېره مينه يي غوښتنه کوله، ډېره تنده يي ښودله، چې کيسه ورته ووايم، او د تيرو شپو په څېر يو وار بيا يي د کيسې په اورولو د خوب غيږې ته وسپارم، خو بيګا شپه څه بل شانې وه، ددې پر ځای چې ويده شي او خوب يي يوسي، د زيات وخت لپاره يي خپله غوښتنه همدا شان تکراروله.
وروسته وپوهېدم، چې دا ځل ټينګار يي د ښوونکي د خبرو سره اړه درلوده، ښوونکي ورته د تاريخ په باب او د تاريخي کيسو په باب څه ويلي و. داسې چې کله يي پخپله تيرې ورځې د ښوونکي سبق او په ټولګي کې دهغه خبرې او يا په توره تخته د څه ليکلو کيسه کوله، ما ورته په ځير ځير غوږ ايښي وو، ډېر ورته حيران شوم، د هغې احساسات هم بوږنيدونکي شان وو، کله چې به يي د پخپله خونده وره ژبه يانې د ماشومتوب په ژبه د ټولګي د ښوونکي او په دړه باندې د هغه د انځور کښلو جريان وايه، نو پخپله به هم پرې ډار او ترهه لاسبرې شوه، هغه به يي وريږدوله او زما په غيږ کې به ښه را ټوله شوه، خو دا خبرې يي ټولې ددې په خاطر کولې، چې د هغې په ذهن کې ښوونکی دتير وخت يو داستان را ژوندی کړی وو، په ډېر ټينګار يي راته ويل، چې نن شپه به هماغه کيسه راته کوي، نه، نن دې نه پرېږدم، ارومرو به يي راته کوي او اوږده کيسه به راته کوي.
ما به ځان ناګارو کې واچاوه او پوښتنه به مي وکړه!
کومه کيسه؟او څومره اوږده کيسه.
هماغه کيسه چې تا را ته ويلې وه، هغه چې تا ويلي وو، چې دا کيسه په کتابونو کې وه او دا دې هم راته ويلي و، چې دا ريښتيانۍ کيسه ده؟هماغه راته وکړه، هغه ډېره اوږده او تر سهاره پورې هم نه خلاصيږي.
پوه شوم او د وار وار پوښتنو په اثر مې ټينګار هم واوريده، وي ويل، ښه هو! موږ ته نن ماليم صيب هم د خپل وطن نقشه په تخته کښلې وه.
او زموږ د وطن دتاريخ کيسې يي راته وکړې، هغه موږ ته وويل:چې تاسې به هر يو سبا ته يوه يوه تاريخي کيسه راوړۍ، خو ما ته به هماغه کيسه کوي، چې يو وخت دې په کابل کې راته کړې وه.
زما د کابل کيسې ډېرې خوښې دي، هغه مې له ياده نه وځي، هماغه کيسه چې تا راته د کتابتون په کوټه کې کړې وه او تا را ته ويلي و، چې يو باچا وه، يو يي ډېر هوښيار وزير و، د وزير يوه مور وه، د وزير نوم حسن و، که بل څه! ما سملاسي وويل:حسن نه حسنک به وي!
هو!هو! همدا دی، حسنک چې د باچا زوی پرې په قار و او مور يي وه.
ښه نور څه؟ما وپوښتله.
نور څه نه، ما ته ماليم صيب ويلي و، چې همدا کيسه به ته زده کوي او بيا به يي خپلو ټولګيوالو ته وايي، ماليم موږ ته لږ شان دا کيسه وکړه، هغه دا هم وويل، چې دا کيسه نه زړيږي، دا به هر وخت د خلکو په ياد وي، ښه نو ماليم درته نور څه وويل؟ماليم صيب ډېرې خبرې کولې، اوس ټولې زما په ياد نه دي، خو يو رسم يي وکاږه.
د څه شي رسم؟
ماليم صيب موږ ته د تختې پر مخ يو کتاب رسم کړ، ويي ويل:دا تاريخ دی، تاريخ ټولې کيسې له ځانه سره ساتي، تاسې هم د تاريخ په شان کيسې يادې کړئ، ګورۍ چې له ياده مو ونه وځي.
ښه! او نور...
بيا يي د تختې بلې څنډې ته زموږ د وطن نقشه رسم کړه، په منځ کې يي ورته دوه لرګي رسم کړل او د لرګو دپاسه يي بل لرګی رسم کړ، له هغه نه يو پړي را ځوړند شو او په پړي کې يی يو بنيادم رسم کړ، چې سر يي ورته په پړي کې بند کړی وو.
د ځوړند سړي پښې په ځمکه نه لګيدې، ماليم صيب وويل:چې په تاريخ کې په دې ډول خلک اعداموي.
د ماشومې وار ونه شو، ژر پاڅيده او خپله چټله کتابچه يي را واخيسته، په يوه پاڼه کې کټ مټ هغه کښلی و.
ما ته ښکاره شوه، چې هغې ته دا کيسه د ښوونکي له خبرو نه د هغې په ذهن کې را ژوندۍ شوې ده، بريښيدله چې هغې په دې ډول د خپل هېواد د تاريخ په مفهوم پوهېدلې ده، همدغه تصوير د هماغه ښوونکي خبرې، هماغه دوه لرګي او همغه ځوړند سړی، د هغې د وطن د ماضي ژوندی تاريخ دی، هغه شيبه همدې افکارو د هغې د کوچنۍ ذهن د کوچني نظريو ده او تنسته جوړه کړې وه، فکر يی کاوه، چې تاريخ يانې : يو کوچنی وطن، چې د تختې په مخ هم ځايدای شي په هغه کې دوه لرګي ايښودل شوي دي، چې ټوله نقشه او رسم يي ډک کړی وي او د دوه لرګيو تر منځ د هغه انسان ټالۍ وهي او ځوړند وي، خو هغه لا کوچنۍ ماشومه وه، درې، څلور ټولګي يي لوستلي وه.
د وطن تصوير يي د مسافرت او ليږديدنې کلونه ورو ورو پرې منځلي وو او يو وار بيا يي پر ما غږ وکړ او زما د فکرونو لړۍ يي پرې کړه، ښه نو اوس خو راته کيسه وکړه، هېر دې شول، هغه کابل کې چې به دې ما ته کوله، هغه د کتابونو کوټه کې، يوه ورځ چې دې ماته کوله، يو کتاب در سره وه او د هغه له مخې دې ماته کوله، چې يو وزير و او يو وخت يو باچا و، د وزير يوه مور وه، مور يي د خپل زوی پسې ډېر وژړل، خير دې نن موږ ته ماليم صيب هم دا کيسه کړې وه، ته يي هم وکړه، هماغه چې تا راته کابل کې کړې وه.
ما ترې وپوښتل؟
ښه نو کابل څنګه ځای دی؟
اوس مې په ياد کې نه دي پاتې، ښايسته وطن دی، خو زموږ پکې ښايسته کوټه وه، نور مې څه نه دې ياد.
نو اوس زه تا ته څه کيسه وکړم؟
اخ هېر دې شول، هغه د باچا او د وزير کيسه.
تا ته خو ماليم صيب کړې ده، نو ما څله زوروې؟نو ولې بله کيسه نه؟
نه بله کيسه مې نه خوښيږي، همدا کيسه مې خوښیږي، همدا کيسه راته وکړه، دا مې ډېره خوښه ده، ځکه چې ډېره خوږه ده
نو خوږوالی په څه کې دی؟
خوږوالی يي په دې کې دی، چې په اخيره کې سړى ژړوي، ما هم ژړوي، داسې مې ژړوي لکه د وزير مور چې ژړا کوله.
نو چې دومره دې زده ده، بس دی همدا کيسه ده او ستا هم زده ده.
حتمي راته وکړه، دا ډېره ښه کيسه ده، زه يي هم وژړولم، نن .نه ته يي هم راته د ماليم صيب په نقشه کې دا کيسه رسم کړه، په هغه کې يي پړی او دوه لرګي رسم کړل او يو سړی پکې ځوړند وو، زه يي په صنف کې وويرولم، ما فکر کاوه، چې سړی همداسې لويږي او ټوله کوټه نيسي، زما نور ټولګي وال هم خفه شول، نو هسې رسم ته خفه شول؟
نه خو....
خو زه وپوهېدم، چې دا وخت د هغې په کوچني ذهن کې يوازې يو رسم او انځور نه وو، بلکې د يو وطن انځور وو، چې اوس يي د ټولو انسانانو نه يو تن جوړ شوی اوهغه يو تن هره ورځ د هماغه دوه لرګيو په منځ کې ټالۍ وهي، روح ترې الوزي او بيا په کړس خپل جسد ته خاندي.
***
نه پوهېږم چې کوم وخت هغې ته ما د حسنک کيسه کړې وه، حسنک د غزنوي محمود لوی او با تدبيره وزير وو.
محمود په هر کار کې د هغه نه سلا او مشوره اخيسته، د هغه د عقل او تدبير د درباريانو او د هغه د وليعهدد کينې او حسادت سبب شو، ټول په دې لټه کې و، چې د هغه چاره وکړي، د محمود له مرګه وروسته کله چې مسعود باچا شو، د هغه ياران او سلاکاران سره راټول شول او د هغه لپاره يي چاره او تدبير وسنجاوه، کله چې حسنک د محمود په وخت کې مصر ته تللي و، دغه سفر د هغه د بنديتوب لپاره ښه پلمه شوه، حسنک د خلکو په زړونو کې ځای درلود، ځکه هوښيار او بيدار وزير و.
کله چې مشر سلطان مړ شو، نوی باچا مسعود په تخت کېناست، درباريان يي او د بوسهل زوزنی او دهغه د يارانو مشوره هر يوه د وزير لپاره د سختې سزا غوښتنه کوله، ټول په دې سلا شول، چې هغه د قرمطي په نوم ووژني، ځکه چې هغه مصر ته تللی و، هلته چې د قرمطيانو حکومت وو، دا ورته ښه بهانه وه، نو يي هغه ونيو، بندي يي کړ، بيا يي د خره له پاسه کېناوه، د خلکو لوی لښکر د هغه پسې روان وو، درباريانو امر وکړ، چې هغه په ډبرو وولي، د ښار خلکو چې په وينو ژړل لاسونه يي ډبرو ته نه ورتلل، ټول د غم او قهر له لاسه پورته نه شو او نه يي په ډبرو وويشت، درباريان ډېر خجالت شول، وشرميدل، خو حسنک يي په وهلو مړ کړ، يو هوښيار وزير د جلادانو په لاس ووژل شو، مړي يي ورته په يو ميدان کې په دوه لرګو کې ځوړند کړ.اوه کاله د هغه مړی ځوړند و، غوښې يي ورته باد يوړې، چا ته اجازه نه وه، جې د هغه مړی د خاورو لاندې کړي، مور يي هم خبره شوه، په وينو يي وژړل، په کوکو او سلګو يي وژړل، همدومره يي وويل:زما زوی ستر انسان چې سلطان محمود هغه ته دا نړۍ ورکړه، خو مسعود ورته هغه دنيا.
***
ماشومې لور چې مې چې په ذهن کې يي خپل وطن د تورې دړې پر مخ د نقشې په څېر را کوچنی شوی و او د خپل وطن ماضي يي ورته يوازې د دوه لرګيو په منځ کې د رسم او په هغه کې د ځوړند انسان په تن کې را لنډ شوی و، بې واره پوښتنه کوله.
نو هغه يي ولې وواژه؟
زه نه پوهېږم، خو درباريانو ويلي، چې هغه قرمطي وو.
نو قرمطي څه ته وايي؟
قرمطي يانې کافر.
نو ريښتيا هغه کافر وو؟چې په دې نوم يي وواژه.
زر کرته مې درته ويلي، چې هلته! په دې نوم سړی په اسانۍ وژل کېږي، ان دا چې... هم زموږ خلک په دې نوم وژني.
د ماشومې خوله زما د خبرو په اثر وچه شوه، رنګ يي زيړ وتښتيده، بيا يي خوله را غبرګه کړه، ويي پوښتل:
نو د هغه مړی څومره موده بيا ځوړند پاتې شو؟
له هماغې ورځې چې ووژل شو، هماغسې خوړند پاتې شو.
د څېړیو په ځنګله کې
د کنډو سر ته د هغه په راختلو سره سم يي دا ټپه تر غوږ شوه، چې په جګ اواز يي وويل:
په غم پيدا په غم کې لوی شوم.
ورکوټی مړ وای چې مې نه ليدای غمونه
او د همدې ټپې په اوريدو سره هلته ډېر وړاندې د ګڼ ځنګله په منځ کې چې د کنډو پر ټټر نرۍ پلې لاره را سوره وه، يو ستړی ستومانه لاروی د خپل ټوپک سره چې د ګڼو مرميو غاړه کۍ يي له ملا تاوه وه، را ښکاره شو.
له لرې يوازې د هغه خيرن وړين پکول لکه چې په شپو شپو د شونټۍ لوګو وهلې وي، مالوميده، په غاړه جامې يی هم لکه زيړ کوره سان کاليو ته چې د سپلمۍ د ډکو پټ يي ورکړی وي او فولادي رنګ يي غوره کړی وي، بريښيده، په درندو ګامونو او ارتو قدمونو په نرۍ لاره ښکاره شو، له لرې يي يوازې سر مالوميده، خيرنه خولۍ يي مالوميده او د سر سره يي يوازې د ټوپک توره شپيلۍ هم.
د هغه پکول او د ټوپک شپيلۍ د هغه د ګامونو او قدمونو او حرکت سره ښکته پورته کېده، هغه لا لرې وه، ډېر لرې په نرۍ لاره راښکاره شو او همدا ډول چې هغه د څيړيو په ګڼ او شنه ځنګله کې لاره کوله، د ټپې او يکه زار غږ د ځنګله د ونو له پاسه د نرۍ وږمې په ټټر کې لاره کوله، د تالندې او بريښنا په څير ان تر ډېره لرې ځايه ولاړه، خپره شوه او بيا په څو انګازو سره په فضا کې د ځنګله له پاسه او ان لاندې ښکته خوړ کې ورکه او خوندي شوه، خو همدې يو غږ چې په بيا بيا په فضا کې تکراريده او په بيا بيا د غرونو په څوکو کې څرخيده، زما په غوږونو کې يي هم انګازې کولې او همداسې په وار وار زمزمه کېده.
په غم پيدا په غم کې لوی شوم.
ورکوټی مړ وای چې مې نه ليدای غمونه
کلونه وړاندې ښايسته ډېر کلونه د مخه خان بهادر زموږ د دروخان د خپل زليمتوب څڼې په همدې ياد کې سپينې کړې، چې د هغه په کور کې يو نارينه ماشوم پيدا شي، په ژوندوني خو د هغه په پټيو څوک تناب کښېنږدي او نه يي څوک هسې مخې ته راووزي، هغه هم په نري رنځ اخته او بيا ځوانيمرګ شو. بختوری چې زيات اميدونه او هيلې يي درلودې او ښه زيات ارمانونه، زيارتونه او دوعاګانو کې ځولۍ غوړولې او د ملنګانو او مسافرو دوعا يي اخيستې وه، د خان بهادر مرګ يي غمونه نور زيات کړه.يو خواته د خان بهادر نا اميده مرګ او بلې خوا ته د زمانې ناخوالو ته د هغې يوازيتوب د هغې په زړه د غم سيلابونه نور هم ور سم کړل، لکه چې اسمان پرې را ټيټ شوی وی او ځمکه هم چې پرې ګرځي، څو نيزې پورته شوې وي، خو د خان بهادر د مرګ او ماتم سره بيا هم هغه چا د خپل ميړه د جنازې کټ ته نږدې پرې نه ښوده او نه يي ورته اجازه ورکوله، ګوندې نه چې د هغې په نس کې د اتو مياشتو په ماشوم سيوری پرېوځي او هغه کمزورې کړي او څه زيان ورته ورسيږي، هغې د يوې بلې هيلې له مخې دا غمونه هم وزغمل، د خان بهادر جنازه واخيستل شوه، هغه ښخ شو، خاورې پرې واوښتي او بختوره پر ځای پاتې شوه، يوازې د خپلو غمونو سره د هيلو سره، يوه هيله چې لا ورسره مړه نه وه.
د ژمي سړه شپه وه، وچه څله نيمايي ته ورغلې وه، ځمکه سپينو واورو نيولې وه اسمان پرې را شين شوی، يخ باد لګيده، په څو بړستنو هم د سړي يخني نه کراريده، بختوره په لنګوال ناروغه شوه، دکلي يوه دوه خواخوږي ښځې ورته کېناستې، تر سهار ورته کېناستې د څلې شپه يي تر سبا نږدې کړه، خو چرګ لا اذان نه و کړی او سپيدې لا نه وای راختلې، چې د خان بهادر په کور کې يو مړ څراغ وليګده، د غم او ماتم په کور کې يوه رڼا پيدا شوه، بختوره هم پوه شوه، چې د هغې لمنه زرغون شوه او په همدې خوښې سره يي بيا خوله يخه پاتې شوه، ماشوم وچنګل، لومړی ژړا يي وکړه او بيا پريووت.
او له همدې شيبو وروسته د غمونو په پراخه خو تروږمۍ دالان کې د شهباز خان لالهانده ژونده پيل شو، هغه د نييا (ادې))په غيږ کې را لوی شو، د پلار ميراث پرې را ټينګ شو، خو د مور او پلار د مينې خوند يي هډو ونه ليده، هغه خو نه د پلار د تن او خولو بوی احساس کړ او نه يي پر سر د هغه لاس او نه خو په دې پوه شو، چې د مور د درنې لمنې لاندې څرنګه د انسان روح او روان دمه کېږي ستړيا يي لرې کېږي او تشويشونه يي لرې کېږي، خو شهباز خان له دې ټولو محروم و، دا يي هېڅ ونه ليدل، همداسې د څېړيو په څير را لوی شو، ددې غرونو د ونو او بوټو په څېر په تندو او بارانونو کې را لوی شو، په کوڅو کې يي د همزولو سره لوبې وکړې، غورځي پرزي يي وکړې، ډبرې يي ګوزارې کړې، د مچيو او غومبسو چکونه يي را وپارول، سپي يي په کاڼو وويشتل، لنګې سپۍ يي وځورولې، د خپلو همزولو له لاسه وووهل شو، وټکول شو، نور يي ووهل ويي ټکول ډېر ماښامونه شليدلي کالي کور ته راغي او سهار بيا پاڅيده او بيا پرې مشغول شو، په پټو کې يي منډې ووهلي او په همدې هلو ځلو کې او منډو ترړو کې را لوی شو، شونډه يي توره شوه، زلمی شو، خو ددې ټولو مستيو او سرمستيو سره يي د پلار د تن د خولو بوی احساس نکړ او نه يي د مور په غيږ کې د هغې غټې لمنې لاندې د هغې د سينې د شيدو خوند وليد.دا يي هېڅ ونه ليدل او په دې خوند هېڅ پوه نه شو.
خو دا مهال چې کلونه وروسته غرونو په منځ کې د څېړيو په ګڼ ځنګله کې د غره په ځوړ کې په راکوزيدو و، د هغه دې ټپې غږ چې په دنګ اواز يي وويل:
په غم پيدا په غم کې لوی شوم.
ورکوټی مړ وای چې مې نه ليدای غمونه
زما ذهن د هغه د څو کالو لا لهانده، سرګردانه ژوند او په سمڅو او غارونو، غرونو اوناوونو سر ژوند ته راوګرځيد، لکه چې دا مهال ما د هغه په فکر او روان کې ځای نيولی وي، لکه چې د هغه په خيال کې زه پلټنې کوم او د هغه په د ژوندانه ماضي ته وروګرځيدم، دا وخت يي څه څه راته په مخکې کېښودل، خو هغه په هماغه شان چې ستړی ستومانه د کنډو له شا په درنو او پخو ګامونو د ګڼو څېړيو او خونانو او نورو بوټو په منځ کې راختلی او بيرته په ځوړ راکوزيده، کله به په خوړ کې د ونو او ځنګله د ونو په پاڼو کې ډوب او کله به يی سر را نيغ شو.د ټوپک توره شپيلۍ يي نيغه له سر سره موازي ښکته پوته کېده.
ښايسته زيات کلونه يي شوی و، اوه، اته، لس کاله يي کېدل، چې هغه د همدې غرونو باز و، دهمدې ناوونو رڼې اوبه يي څښلې او په همدې شنه او د پلنو لړو په طبيعت کې د سارايي او غرني زمري په څېر ګرځيده، هغه ډېر ځله په داسې نريو لارو تللی او راغلی و، خو دا وار چې ما وليد، له ډېرو ستړياوو سره د اسويلو سره او د خپلو غمونو سره ملګری و.
هغه په همدې لارو، ددې اوږدو لارو له وهلو وروسته د غره بيخ ته کوز شو.شاوخوا يي ټوله د ځنګله سکوت نيولې وه، په يوه نيمه برخه کې هلته لرې لړۍ راپلنې شوې وي، ايله په سترګو د يوې ډبرينې کوټې دروزان نری لوګی مالوميده او په طبيعي او ارامه توګه له لړو سره يو ځای کېده، د بانډې د څوکيدار سپي يو نيم غپ هم د سکوت او چوپتيا پردې څيرلې، د سپي يو نيم غپ د غرونو په سرونو کې تر ډېر لرې ځايه تاويده.د څيړيو شين او سنګين ځنګل په خپلې چوپتيا سره يوازېتوب وهم او وېره پلنو له او د سترګو د ليد پورې يانې تر کومه ځايه چې سترګو کار کاوه، په لوړو ژورو کې غځيدلی و، ډېرې ښکالو او اواز پکې ځيلۍ جوړولې، لاندې د ناوونو رڼو، نريو اوبو سندريز شړکهار هم د ځنګله په چوپتيا کې داسې ورکېده، لکه په لوی سمندر چې ورګډيږي او بيا غلی کېږي.
خو لاروی ستړی ستومانه د اوبو خوا ته راکوز شو، لکه چې دوه درې ورځې لاره يي وهلې وي، خو ستړيا يي د کلونو کيسې کولې، د تن کاليو يي د خولو مست بوی کاوه، د اوبو پر غاړه د يوې پلنې ډبرې ډډې ته وغځيد، ټوپک يي له اوږې لرې کړ، څنګ ته يي ودراوه، د مرميو ډکه غاړه کۍ يي هم له ملا ايله کړه، سرته يي کېښوده، له ملا يي څو چنډې سړه ډوډۍ را ايله کړه، يوه شيبه يي سترګې په هغه لرې بانډه چې نري لوګي يي د را پلنو لړو سره يو ځای کېده ولګيدې، د کوټې نښتريزې تمبې ته يي فکر شو، يوه شيبه يي د تصوراتو دونيا ته د سفر سترګې ورغلې.
په نيمه بیداره حالت کې يي دی د خپل کور دروازې ته ودراوه، يو وخت چې نيمه شپه وه، امه شمه نه وه، يوازې د پښو کش کړپ يي اوريدل کېده، يوازې د خپلې ساويستو اواز يي اوريده، د کلي په تاو راتاو کوڅو کې ننووت او د خپلې کوټې دروازې ته ودريد، د معمول په ډول يي د کيڼ لاس څو ګوتې دوره په درز کې ور ننويستې او د ګوتو په سر يي دهغې خوا ځنځير له کونډې وغورځاوه اود ځنځير په شرنګ سره يي پرې ښځه او ماشومان را پورته شول، په وار خطا يي پرې غږ وکړ! څوک يي؟
او بيا هغه په څو وارې غلي اواز چوپ شه، چوپ شه وويل.
په تړلي اوربوزو سره يي خيلې ترهېدلې مرغۍ چوپ کړې، ګوګرد يي ولګاوه او له مخه تاو کړی څادر يي خلاص کړ، دهغه په ليدلو بيا د هغه ماشومان چپ شول، زړونه يي ډک شول، د ښځې ستونی يي بند بند شو، مرۍ يي وپړسيده، خپل ماشوم زوی يي په ټټر پورې ونيوه، ماشومه لور يي ښکل کړه او ځانته يي رانږدې کړه، ميرمن يي ببر سر مخ ته کېناسته، لکه چې د ويلو لپاره هېڅ شی نه لري.
ټولې خبرې يي خلاصې شوې وې او بيا غلې پاڅيده، د دوو سړو پتيرو ټوکرۍ يي را واخيسته، په مخ کې يي ورته کېښوده، وچه ډوډۍ يي ترې جيب ته کړه، څو شيبې غلی کېناست، لکه چې د خپل تقدير او سرنوشت سره شخړه لري، جنګ ورسره کوي، مجادله ورسره کوي او بيا خپلو زنګنو ته ګوري، نرۍ اوښکې يي پر مخ لارې کوي، ميرمن، ماشومان، خواره جونګړه، تور تور لاړي، توره کوټه او توره فضا او ماحول.
ماشومان هم د خولې د بيرته کولو مجال نلري، چې د څه شي پوښتنه وکړي، په سلګونو سوالونه يي ټول هېر شوی و، د يو ډول پرديوالې احساس پکې پياوړی شوی و.
هغه بير ته د کوټې راووځي، د کوټې د دروازې له پاسه ګردونو ته ګوري او بيا غلي ووځي، ماشومان پريږدي، خپل تقدير او سرنوشت ته يي سپاري، هماغه تقدير ته چې دې ورسره په شخړه اخته دی، په سخته جګړه ور سره بوخت دی، غورځي، پرځي ورسره کوي، هغوی پريږدي، ورو او په بې غږه غوږه ډول له کوره راوځي، له کلي بهر کېږي او بيا په دغه ګڼو ځنګلونو کې ورکېږي.
خو لاروی په همدې اوږده ذهني سفر کې د کمر خوا ته ډډه وهي، د مرميو غاړه کۍ باسي، ټوپک څنګ ته دروي او په همدې چرتونو او فکرونو کې يي سترګې ورو ورو د اسمان او پاس فضا د خونانو او څيړيو را زوړندې لښتې او د څېړيو پراخه او غزيدلی ځنګل را کوچنی کوي، سترګې يي سره مښلې او بيا بيا د خپلو تصوراتو په فکرونو کې ډوبيږي.
بيا ورته د همدې دوه درې تيرو شپو سفر ور ياديږي.
هغه بيا خپل کلي ته تللی و، ګوندې چې خپل کلی وويني، خپل ماشومان او خپله جونګړه، خپل خپلوان، خپل چم او ګاونډ، د خپل کلي زاړه ديوالونه، ډبرين او خټين ديوالونه، د خپلو څو تنو محدودو ملګرو سره د سپوږمۍ په رڼا کې په کنډو کپر لارو خپل کلي ته ورځي.ور نږدې کېږي، له شاړو او بې لارو لارو ورځي.
خپل زاړه او پخواني کلي ته ورځي.په شاړو پټيو کې لاره وهي، خو د سپو غپا د پخوا په څېر نشته، هدېرې اوږدې غځيدلې دي، خو ځينې قبرونه هوار شوي، اوبو په خپل سر په پټيو کې لارې کړي او يا يي په خپل سر لارې جوړې کړې وې، پټي له وخشي ګياوو او بوټو ډک دي، خو د کلي هېڅ اواز نشته، لکه چې اوس په سنګر بدل شوی دی، لکه چې څارونکو يي کمين نيولی دی، چوپ او غلي ولاړ دي او بيا په همدې سوچونو او فکرونو کې له بلدو لارو کلي ته ور ننوځي، کلي څه ويني؟او څرنګه يي ويني؟
کلی ټول شاړ کنډرې ولاړ دی، ديوالونه ځنې په بيخ پراته او غځيدلي دي، کوټې شاړې دي، د خاورو او لوټو ډېرۍ پکې ولاړې دي، يو نيم لرګی پکې پروت دی، د سپو هم غږ غوږ نشته، چې مسافرو ته وغاپي، نور څاروي هم نشته، يوازې د خوړ او پارچاوونو د وحشي خوړ او وحشي پارچاوونو اواز غوږ ته راځي، د کنډر دروازې بيرته پاتې دي، لکه چې د بنيادم له خولې سا ختلې وي، لکه چې جسدونه پر ځمکه ور غړيدلی وي، همدا ډول يي خپل ګڼ او د خلکو ګڼ کلی وليد...
او بيا په ډېره وېره، په ترهه، خپلې جونګړې ته ور نږدې شو، بيا خپلې دروازې ته ودريد، د سپوږمۍ رڼا پلنه وه، د ټوپک ميله يي د سر سره موازي دسيوري په ډول په ځمکه غځيدلې وه، د هغه د حرکت سره يي حرکت کاوه، خوځيده، لکه چېې کوم څارونکی ور پسې وي.
په کوڅه کې د خپل کور په لور قدم اخلي، خو هره شيبه يي زړه کښته لويږي، په تن يي مړه خوله را پيدا کېږي، لکه چې بيا د تير راتګ په څېر د کوټې د دروازې ځنځير بيرته کوي، بيا څوک چيغي ونه کړي، نه !
خو لږ شان ودريده، زړه يي درزا کوله، د سينې له پنجرې د زړه درزا بهر راوتله، داسې چې په څو قدمو فاصله کې اوريدل کېده، د خپلو ماشومانو څېرې يي مخ ته ودرېدې، له څو کاله سفر وروسته بيا د کور دروازې ته راغلی و.
د جګړو او جنګونو له سيمو يو وار يي په ذهن او فکر کې د جنګ پېښې، د وينو پېښې د وژنو او پرزونو پېښې ژر تيرې را تيرې شوې او بيا يي خپل ماشومان په ترهيدلی بڼه ياد ته ورغلل، د ميرمن يي مخ ته ودرېده، د هغې زاري او ننواتې، د هغې ژړا او مړې اوښکې!!
په کوټه کې يي پړندې خاورې پرتې وې، ډېر بارانونه پرې اوريدلي و، د کوټې د نغري په ځای کې د بارانونو په اثر شين شوبی شوی و، ډا تورې(يوډول زهرجن بوټى ) او سپلمۍ پکې ولاړې وې، د کوټو تور ديوالونه چې بارانونو پريمينځلي و، هم ښکاريدل.
خو تود نغری نه مالوميده، هغه د خاورو شوی و، د کوټې تور لاړي هم نه مالوميده، د ماشومانو د تن د جامو ختې، زړې بړستنې او بورياګان هم نه و.يوه نيمه ټوټه اخوا ديخوا بريښيده، مسافر غلی ودريده!چوپ و، د سپوږمۍ رڼا يي د ټوپک د شپيلۍ سره موازي د هغه په حرکت او امر سره د ټوپک سيوری او شپيلۍد حاضر باش په څېر خوځوله، زړه يي درزا کوله او کله چې همدا ټپه يي بيا بيا او په تکرار سره ذهن ته ورتلله، چې د کنډو په سر کې يي يو وخت پرې خوله خلاصه کړې وه، چې:
په غم پيدا په غم کې لوی شوم
ورکوټی مړ وای چې مې نه ليدل غمونه
***
د هغه ستونی د همدې ټپي په تکرار سره ډډ شو، سترګې يي سرې شوې، نرۍ اوښکې يي پر مخ را روانې شوې او بيا يي د هغه د قبر د شناختې توږلو کرښو ته ګوتې ونيولې اوپه بند ستوني يي همدومره وويل:
هغه ته دا وخت هېڅوک پاتې نه وو، خپل کلی ترې لرې پاتې و.
ټول حال يي په همدې ډول و، خو ماته يي يو وخت وصيت کړی و، چې که زه مړ شوم، ما به د همدې اوبو په غاړه او د همدې لارې پر سر ښخوي او په هر شان چې کېږي، دا ټپه به زما په شناخته ليکی.....
۱۳۶۹\۷\۲۶
تابوتونه، کفنونه!
اوس چې هر وخت کارخانو د مارکيټ څخه د ښار په لور په موټر کې سوريږم، نو سملاسي درې څلور تم ځایه مې وروسته د تر کاڼانو په توږل شويو لرګو سترګې نښلي، له دغه توږلو لرګيو په ليدلو مې سمدواره بريښي او يوې ترخې ماضي سفر ور راته پرانيزي، ان داسې لکه د دغه توږلو لرګيو په مخ چې يو کښلی داستان لولم، داسې داستان چې له ځانه سره مې بيايي، لکه په داستان کې ور شريک لوبغاړی، د هماغه حالت وېره او ترهه را باندې پلنوي، د بې روحه او بې سا کالبد په څېر مې تصوراتو او خيالونو تنابونه شاته راکاږي او همداسې تر ډېره وخته مې له ځانه سره يو ځای ساتي او بيا همدغه ترخې ورځې په څېر د ميوند واټ يوه نرۍ تنګه کوڅه کې ګرځم، کوم چې په هغه ورځ زما ټول خيال تصور او ذهن سره بل شان کړو. مفاهيمو راته باالعکس مانا پيدا کړه، ژوند راته هيلې او نا هيلې راته ټولې منډې ترړې عبث وبريښولې او د منډو په ترڅ کې يي زما سره په يوه پلن او نه چپه کېدونکي ديوال ولګاوه، په دې ډول او هماغه سحر مهال را ياد شي، چې د ملا اذان مهال د خوبه پاڅېدم، خوب مې هم سم نه و کړي، ټوله وسوسه مې په دې کې وه، چې څنګه د خپلې کورنۍ يوه وژل شوي زلمي د خښولو بندو بست وکړم، څنګه ورته تابوت اوتکفين نور شيان پيدا کړم او په دې انديښنه چې څنګه به پر ما دا د غم ورځ پای ته ورسېږي،. ريښتيا د هماغه ورځې پرون کله چې ستړی ستومانه له کاره کور ته را ورسېدم، خپل کور ته مې چې په څلورم پوړ کې و، سا وتيږا به ور وختم او دروازه بير ته وه، چې د ټيليفون زنګ راغي، غوږی مې پورته کړه له روغتونه يو چا خبرې کولې، ويلي يي، يو زلمی هلک ژوبل دی، په راکټ ژوبل شوی دی، هېڅوک يي خبر نه دي، يوازې ستا نوم يي له خولې ووت، نور پوهه نه شوم، له ځان سره يي وويل، ارومرو بده پېښه ده، خپل اکر او روحيه مې له لاسه ورنه کړه، همدومره مې له ځان سره وويل:
هر څه چې دي، له پېښې تيښته نشته، له ځانه سره مې انګيرل، ارومرو به هغه مړ وي، يوه شيبه په ځغلنده تيره شوه، د کور د غړو سره مې ډېرې خبرې ونه کړې، بيرته په چابکۍ له کوره را ووتم، را کوز شوم او په ډېره تادۍ مې ځان تر روغتون ورساوه، په ټوله لاره مې د تابوت او کفن او نورو ضروري شيانو په باب فکر کاوه. همدا مې له ځانه سره ويل، خدای ته اسانه ده، لکه چې ځوان ځوانيمرګ شو، لکه چې ځوان زلمي خپلې هيلې او ارزوګانې له ځانه سره يوړي، بيا مې سوړ اسويلی وويست، خدای ته اسانه ده.
خو دا څويم وار و، چې د ډېرو تنکيو زلمو مرګ مې ليدلی وو، روغتون ته په رسېدو سره سملاسي عاجلې کوټې ته ورغلم، هلک په وينو کې ليت پيت پروت وو، د ژوند وروستۍ شيبې يي وې، يوازې د اوبو اوبو غږ يي کاوه.
د ډاکترانو د مشورې له مخې مې په غيږ کې را پورته کړ، په موټر کې مې واچاوه او سملاسي مې بل روغتون ته را ورساوه، د سترګو په رپ کې يي د عملياتو کوټې ته ننويست، لږه شيبه وروسته داکتر راووت، لاسونه يي سره وو، د شونډو په اشاره ور نږدې شوم، همدومره يي وويل:
زلمي پور پرې کړ، خو پلار يي مه خبروه او سهار بيا له روغتون نه جنازه يوسي.
داکتر بيرته ستون شو، ما هم ورته د ناروغ بې هوښۍ په پلمه رخصت کړ، داسې مالوميده، چې پوه شوی و، په هغه شيبه راته دا سختي مالومه شوه، چې پلار ته د زوی د مرګ پېغام ويل څومره مشکل کار دی، هر پلار په طبيعي ډول خپل عمر زوی ته بخښي، خو زموږ په ملک کې دا رواج نشتته، بلکې پلرونه دې، چې جګ قدونه يي د زلمو زامنو په وژلو سره ليندۍ کېږي.
زه کور ته راغلم، ټوله شپه مې په غوږونو کې د اوبو اواز انګازې کولې، هېڅ دې غږ نه پرېښودم، ډېر يي ځورولم، هېڅ مې فکر نه کاوه، چې تر ډېره وخته به دغه اوازونه زما له ذهنه لرې شي، ټوله شپه مې سره سترګې سره ونه نښتې، له ځانه سره مې افسوس کاوه، کاشکي مې يوگ...وټ اوبه ورکړی وای، کاشکي مې
...خو شپه په يوډول تيره شوه، سهار شوی لا نه وو، چې بستر په زور سره له ځايه ښکته کړم، داسې لکه چې څوک راته ووايي، بس ووځه او د هر څه غم وخوره او غمونه وګاله، په تور چرګ بانګ له کوره را ووتم، ميوند واټ ته ورسېدم، د تابوتونو پوښتنه مې وکړه، د سپين سان پوښتنه مې وکړه، د يوه بل چا په لاس کې هم تابوت وو، د هغه د را وتلو لاره مې تعقيب کړه، په لار کې، په کوڅه کې په ټولو ځايونو کې مې فکر کاوه، چې دوی ټول ماته ګوري، دوی هم هر يو د تابوت او کفن پسې سرګردانه دي، هغه وخت مې همداسې تصور کاوه، يوه شيبه مې له ځانه سره وويل:لږ په هوښ شه، نور څوک کفن اوتابوت نه اخلي، يوازې ته ورته اړ يي، خو اوس پوهېږم، چې داسې نه وه، په همدې سوچونو کې سم دم د تابوت ساز او د تابوت پلورونکي دوکان ته ودريدم، خپلو ډېرو اندېښنو، خيالونو او تريو سره د يو می وريجي ږيري والا دوکان ته چې چينګي داړې يي د حرص او بې توله اشتها حکايت کاوه، خيرن پټکی يي پر سر و، له يوې پوچې سترګې يي زيم راته، پرته له دې چې زه يي وپوښتم، هغه راته د تابوتونو ډولونه وويل، قيمتونه او بيي يي هم راته وويلي، لکه چې دا يوه سترګه يي د همدې لپاره جوړه وه، چې پيسې پرې وشماري او خلکو ته تابونه وښايي، فقط داسې بريښيده، لکه د شيطان سکه ورور.هغه د پاخه عمر سړی و، داسې بريښيده، چې هر اړ کس چې به د خفګان او قهر سره ورته راغی، د هغه احساس يي نه بدلاوه، يوازې د خپلې ګټې په غم کې و. داسې مالوميده، چې د ښار د ټولو شاو خوا هديرو سړي د همدوی په تابونو کې ښخ شوی وي، نو ځکه يي په خلکو احسان هم کاوه، خو ډېر بې احساسه او د هر چا په وړاندې بې توپيره د هر چا په وړاندې سوړ او د خپلې سودا له مخې يي چلند کاوه، که زوی مړی به ورته ودريدو او د خپل زوی لپاره به يي ترې تابوت غوښت، نو د هغه پرې څه او که پلار مړی ا و مور مړی به ورته ودريده، د هغه په اکر کې يي بدلون نه راووست، يوازې هغه د اخيستونکي جيبونو ته کتل او يوازې د پيسو په شمېر کې وو، يو بې احساسه او بې عاطفې سړی و، د مړو سره عادي شوی وو، لکه يو قصاب د پسونو سره، يو ظالم واکمن د ښار دخلکو سره، يو بې رحمه جلاد د پوليګون سره...
خو د يوې سترګې له زاويي يي د هر رانيوونکي سره چنه وهله، له خپلې ګټې يوه شانزده پولۍ هم نه تيريده، د تابوت سره سپين سان او ګلابو عطر او قران پاک يي هم ورکاوه.
خو د تابوت ساز ليدلو او کړو وړو زما د ټولې شپې اوږده تصورات او غمونه بلې خوا ته کړل، هغه راته د ښار يو ډېر بې رحمه سړی، بلکې يو جلاد ښکاره شو، تحکم او امرانه لهجه يي د ښار واکمن ته پاتې کېده، داسې بريښيده، لکه چې د همدې ښار باچا وي، د ټولو خلکو ارواوې او ساوې د هغه په لاس کې وې او هغه د همدې ورځې لپاره خدای لوی کړی وي، چې د مرګ سامان او وسايل وپلوري.
هغه مهال را ته د يوې سترګې، چين چينګ داړی ترکاڼ ډېر زورور سړی ښکاره شو، د تابوت په تر لاسه کولو مې د هغه اوامر ټول پر ځای کړل، خو دهغه کريحه څېرې را ته ټول ښار بل شان را وښوده، ټول خلک راته داسې ښکاره شول، لکه چې تابوتونه ګوري، تابوتونه اخلي او د تابوتونو سوداګانې کوي، هټۍ هم راته د کفنونو او تابوتونو هټۍ ښکاره شوې، د ميوند واټ راته له يوه سره تر بل سره پورې د تابوتونو او کفنونو بازار وبريښيده او يا دا چې کله به مې سترګو تور وخوړ، ټول ښار به راته د تابوت حيثيت پيدا کړ، بيا به مې ځان وخوځاوه، دا څه وينم، ویده يم او که ويښ، دا خوب دی او که ويښه، خو په دې نه ووم، چې زما په ...ذهن کې چينګ داړي پوره ځای ونيو، يا دا چې د ټولو خيرنو کاليو، چينګ داړو او بې عاطفې او بې احساسه تن سره زما په ذهن راننووت، دا فکر ورسره هم راغی، چې دا په ښار اصلي واکمن وي، همدا تابوت پلورونکی دی، چې د مرګ سودا پلوري، واکمنان خو له دې کاره بله څه دنده ونه لري، دې هم راته د ساه ګانو د قبضولو باچا او د نيستۍ د ښار واکمن شو، ځکه چې د تابوت پلورونکي امر ونهي او راکړې ورکړې د هغه اکربدل کړی وو، هغه د هېڅ مشتري وچو شونډو ته نه کتل، واکمنان هم د زوی مړو ميندو وچو شونډو ته نه ګوري، زما په ذهن کې د دوی دواړو يو ورته والی پيدا شو، داسې بريښيدل، چې څومره د هغه تابوتونه زيات وپلورلي شي، نو د هغه خوښي په همدې کې ده.
خو اوس چې له دې تصوراتو ډېر کلونه تير شوي دي، يوه وېره او ترهه يي زما په مرۍ ايښې وه، د ميوند واټ له تابوت پلورونکي اکر او کړه وړه د هغه حقير دوکان، د اميرانو او واکمنو دربار دده امر او نهي، د هغو حکم او فرمان او زما خوب که ويښه، دا ټول هغه څه وو، چې زما لپاره د پوره حيرانۍ خبره وه، نه پوهيدم، چې داويښه ده او که زما خوب او خيال.
هو !زه فکر کوم، که هر څوک زما يا زما په ځای وای، همداسې به يی انګيرلی وای، چې هماغه د ميوند واټ اصلي واکمن، ميوند واټ، د يو لوی تابوت په توګه د يو لوی قبر په توګه يا د مرګ بازار چې د کفنونو او تابوتونو سودا به پکې کېدله، همدې خوب او خيال.
خو اوس د دغه ويښې او خوب وخيال تعبير په کتابونو کې نه لولم، چينګ داړی تابوت پلرونکی هملته پاتې دی، خو چې د کارخانو مارکيټ نه وي، څلور ځايه د ښار په لور را تير شم او د کچه ګړۍ توږل شوي تابوتونه وګورم، نو بيا پوهېږم، چې زما خوب سم وه، ما په ويښه ليدلي وو، مرګ مې ليدلی و، هماغه ښار چې د مرګ سودا پکې کېده اوس هم پرې د مرګ خپسه ناسته وه.
۱۲ ــ ۴ ـــ ۹۸
د شوتلو بوی
د ژمي د سهار لمر د يخ باد سره يو ځای د تاترې په لمنو خوځيده، کښته د ښار وادې يوه داسې خوړ ته پاتې کېده، چې سړي فکر کاوه، چې د ژوندانه سيلاب ټول په مخه کړی دی.د عادت له مخې ټول اوتر اوتر بريښيدل.موټر په کرار کرار د ښار په لور حرکت کاوه.سهارنی لمر د ساړه باد سره يو ځای د غرونو په سر لګيده او کله يي هم کښته د ښار په لمنه کې غزونې کولې.
ښاري سرويس ورو ورو د پښه نيولي مسافر په څېر پر مخ تلو.د لمر نازکې او تنکۍوړانګې د موټر په پلاستيکي هنداره لګيدلې.د سرويس په وروستۍ څوکۍ کېناستم، ځان مې په څادر کې د سړو له ويرې ښه تاو کړ.هوا سړه وه، خو د لمر تودوخې او د سرويس ټاليو د په خپلو څنګلو کې واخيستم، له بې خوبۍ مې سترګې سرې ورغلې وې، د پوره شپې له شوګيرو او انديښنو نه وروسته د خپلو فکرونو په سفر کې خپل کلي ته ورسېدم.
احساس مې کاوه، چې ګوندې د شوتلو د کجاوې پيړ پړی مې په اوږو فشار راوړی، تيره لور مې په لاس کې دی، نه، نه !په خواږه او درانده خوب ويده يم، سهار ملا اذان مهال مې خوځوي او را ته وايي، چې پاڅه او غوايانو ته شوتل وريبه .د شوتلو شين رنګ او د شنو پټو مست او خوږ بوی مې تر سپږمو کېږي.
هو! داسې لکه چې تيره لور راسره وي، د شوتلو د کجاوي پړی مې په اوږو فشار راوړي.په پولو سر يم، په احتياط ګامونه اخلم، داسې نه چې د وښو پر سر پرته پرخه مې د پر تاګه پايڅې لمدې کړي او يا مې چنډخې تر پښو لاندې شي.شوتلو د پټې منځ ته ور ګډيږم، شوتل له اوبو ډک دی، د شوتلو خوا کې خيد شويو غنمو سر را پورته کړي او توره غوړسکه ولاړه ده، نژدې دې چې د پټي په پوله خپل ټټر ومښي، هلته ښاري سرويس په ډېره بيړه روان دی، لکه هم د سيند د څپو له پاسه د لاهو جالۍ په څېر کښته پورته شي او بيا په هوار سړک کې خور اور پريووځي، خو د غنمو د خيد مست بوی، د شوتلو بوی او د سهار باد همداسې زما د ذهن په دښتو کې تاويږي.
د کلي خړ سپی مې په پښو کې تاويږي نه مې پرېږدي، چې په پوله په زغرده ګامونه واخلم، کله هم زما په پښو کې رغړي، هلته د کڅ په لاندې پټيو کې لمر خاته خوا ته څو نجونې ولاړې دي، چې په خپلو کې په مستيو او ټوکو بوختې دي، کله په پوله منډه واخلي او کله هم له خندا شنې ودريږي.
په کڅ کې يو سړی لرې ټيټ ټيټ کېږي، د غنمو په پوله د کوترو د راتلو څارنه کوي، چره يیز ټوپک يي هم په لاس کې دی، خپلې وارې ته ګوري، ښه ډېره شيبه د هغه ټيټ کېدلو له له ځانه سره بوتلم، ټوپک يي ونيو، د کوترو په لور يي ونيو، د کوترو سرې پښې يي د چره ييز په غوټۍ کې راوستې، په يو درز سره چې د سرويس له جمپ نه پورته شو، درز زما په خوبولي خيال کې د ښکاري د ټوپک له ډز سره يو ځای شو، زه يی هم نيع کينولم، دسرويس نګران مې هم سر ته ولاړ وء، هغه همدا غږ دټوپک له ډز او موټر له جمپ سره يوځای شو او همدې اواز زما د ټولو خيالاتو لړۍ وشلوله، يوازې همدا چی پیسې به راکړی.
بې کچکوله ګډا
هغه يو ساده شيخ و، شيخ ګدا يي نوم و، يو بې کچکوله ملنګ او ګدا و، د نورو ګدايانو په څېر نه چې په دروازو کې د «خير راوړه»غږ وکړي، دا يي عادت نه و، هغه ډېر بې پروا و، هغه يوازې د رڼا د لارې، د روښنايي د لارې يو ساده سرفروش و، ځکه يي داستان اوس د يوه اسطوره يي انسان داستان دی، ځکه خو يي د هيبت او عظمت د يادولو ليوال يو او ځکه خو يي د يو ساده شيخ په نوم نه يادوو، ځکه چې د يوې زمانې پيدا وو، په هغه کې د يوه نسل اراده وينو، د هغه اراده د هغه د همزولو او د هغه د يارانو او د هغه عيارانو اراده.
نو ځکه د شيخ ګدا داستان زموږ د اسطوره شوي اولس يوه افسانه بولو، يوه کيسه لکه چې د فکر نه بهر هسته شوې وي، لکه چې په فکر کې نه وي راغلي او کرکټرونو کې تمرکز پيدا کوي، اراده په اسطوره بدليږي او اسطوره د اولس پر ټنډه داسې ځليږي، چې د هماغه اولس هويت ګرځي.
خو زموږ کيسه او خبره زموږ د ساده شيخ او ګدا داستان د اوږدو زمانو شاته دی، موږ کيسه يوازې د کيسې لپاره نه کوو...دا د اکبر باچا د زمانې کيسه ده.
خو نه د اکبر کيسه، بلکې د شيخ ګدا کيسه د يو افغان د تمرد او عصيان کيسه.
د هغه د سرغړاوي داستان چې څرنګه هوډ نيسي او څرنګه يي عملي کوي او څرنګه يي په خپل ځان کې د خپل اولس د پيړيو او زمانو خصلت ته خپل ځان او تن کې تبلور ورکوي، هغه ځايوي، هغه روزي هغه پالي او هغه ابدي کوي.
شيخ ګدا يو ساده روښاني سر فروش و، د خپلې عقيدې او ارادې سره د خپلې مينې او ارادې سره، د خپل ايمان او د ننني جمال سره، کله چې د روښان د سرښندونکو لښکر د مغولو د پلويانو په لاس کيوت، روښان لا له نړۍ سترګې پټې کړې وي، خو د هغه سر فروش لښکر له اباسينه پورې ووت.
څو تنه ستر قوماندانان يي ووژل شول او د اباسين په منځ کې «بيرته د دوو سترو پرخو په څېر را څرګند شول.»
ددې لپاره چې خپل ابديت وښيي او ددې لپاره چې د پيړيو، زمانو او وختونو په سينه کې تل خلکو ته، لارويو ته، له اباسينه پورې وتونکو ته، لامبوزتو ته ځانونه څرګند کړي او د اباسيند د څپو په جوړولو کې مرستندوی شي، د هغوی ارواح هملته پاتې شوې ډبرې شوې او د درياب په زولۍ کې يي ځای ونيو، اوس هم هلته شته اوس هم د اباسين په ټټر کې ښکاري، خو د هېڅ چا په تسلط کې نه دی او نه چاته د تسليميدو...
خو خبره د لښکر د نورو سر فروشو په باب نه ده يوازې د يوه ګدا، يوه ساده ګدا او ساده ملنګ او بې له کند او کچکوله ملنګ په باب ده.
د روښان د پير د يوه مريد په باب، د يو شيخ په باب ده، هغه يو ساده او پاک زړی مريد و.
هغه د روښنايي په لار کې خپله پادشاهي داو کړي او خپله يو کند او کچکول ته ناست و، نه خو د «شيخ صنعا»په څېر کوم زاهد او متقي و، چې په عشق کې خپل ټول کړی عبادت له لاسه ورکړي او خپله لاره پريږدي کافر له دنيا تير شي او نه خو د عابد «برصيصا»په څېر و، چې د ډېر زهد، تقوا او پرهېزګارۍ نه وروسته د شيطان په لاره سم شي او بيا د پښيمانۍ لاسونه ومروړي بلکې هغه يوازې يو ساده سرفروش او د خپلې عقيدې، تقوا او پرهېزګارۍ څخه د انسان په وجود کې يو وجود و، چې په شيخ ګدای روښنايي ياديده...
هغه د مغلو زورګيرو عسکرو له خوا په روښاني لښکرو کې ژوندی اثير شوی و، په لښکرو کې يوازې جنګي ميړونه نه و، ښځې، ماشومان، سپين ږيري او بوډاګان هم، هغوی په ډېر کړاو سره نيولي شوي و، د خپلې عقيدې په جرم.
د شپو شپو او ورځو ورځو مزلو نه وروسته له پښتونخوا څخه لرې بوتلل شول.يو وخت د اسيرو لښکر د اوږدې او ستړي ستومانه لمر وهلي، بر وهلي قافلې په څېر د جيلم له سينده پورې وت.پښې ابلی روان و، وږی او نار نهر د لاهور خواته رهي و، د اکبر پادشاه لوی مغولي پادشاه دربار ته نږدې شول، اکبر پادشاه چې په بحر او ځمکه يي حکومت کاوه، دنيا يي تر فرمان لاندې وه، ځان ته به يي مغل کبير وايه.ټول وګړي د خوا وشا ملکونو خلک هغه ته په بيعت محکوم و او اوس د کوهستان باتوران هم دا دی د هغه پنجو ته ورغلل، دوی ټول ستړي ستومانه وو، نارينه، ښځې، بوډاګان او ماشومان پکې وو او يو هم پکې د ګدا په نوم شيخ...
هغه په ګدا مشهور و، خو يوازې د خپلې لارې اوطريقت ګدا و، د صداقت او دروني صفا او رښتينولۍ ګدا، د دنيا له کاروبار يي زړه موړ و، په روحاني عالم کې يي روح سير او سفر کاوه، د ظالم د حکومته يي زړه موړ او د مظلومو له حسرته يي وير او ترهه وه.
هېڅکله يي چاته مخ نه ښکاره کاوه او نه يي غوښتل چا ته مخ ور څرګند کړی، شپه او روځ يي په خفي ذکر تيريدله، لوی نقاب يي پر مخ اچولی و.
د خراسان د مشهور نقابدار ابن مقنع په څېر نقاب يي درلود، داسې لکه چې يو وار بيا د خراسان دنقابدار روح په شيخ ګدا کې حلول کړی وي، خو د هغه يارانو به ويل، دی ښکلی سړی و، په ونه دنګ، اوچت مناسبه ږيره، ارت کالي او د هغه له پاسه نقاب...
لکه چې هوډ يي کړی و، چې يوازې د خپل پير او مرشد په سترګو سترګې ومښلوي، لکه چې ټول ليد يي يوازې د هغه ليدلو ته ساتلی و او لکه چې يوازې د هغه سره يانې د خپل پير او مرشد سره سترګه په سترګه شي او د نړۍ او کايناتو او ظالمو کسانو سره هېڅ ونه ويني، د ظالم څېره ونه ويني او په دې ډول د خپلو نه ليدلو روژه تر ابده له ځانه سره وساتي.
له هغه سره راغلي بنديان او نيول شوي روښانيان هم هغه ته ځير وو، په لاره کې په دمه ځايونو کې او په بندي خانو کې ټولو هغه ته د سترګو لاندې کتل.
ګوندې زړه يي تنګ شي او نقاب د يوې شيبې لپاره له مخه لرې کړي، خو هغه په ټول سفر او لاره کې په خفي ذکر مشغول و، د هغه څېره او د وه سترګې هېڅ چا ته نه ليدلي، د هغه د مخ له ليدو سره د ټولو تنده زياته وه، هېڅ چا فکر نه کاوه، چې د دغه پراته نقاب له لاندې به يوه اوسپنيزه اراده وي، چې هو به يي هو او نه به يي نه وي، ټول ورته حيران وو.
خو د هغه وروستيو پرېکړو او هوډونو وښوده، چې هغه اوسپنيزه اراده درلوده، ان «يو بنيادم»نه وه بلکې يوه اراده وه، د نه پخلا کېدنې اراده، د دښمن سره د هر ډول مخالفت او د هغه په وړاندې عصيان او غضب اراده چې هېڅ ډول ماتيدنګ نه مني.
هو باالاخره د ګدا شيخ داستان اکبر بادشاه ته ورسيد، هغه امپراتور چې يوازې خپله لويي او عظمت او دبدبه يي ليده، بل څوک ورته په سترګو نه راته، د بل چا د عظمت فکر يي نه کاوه، هغه د ګدا داستان اوريدلی و، حيران شوی و، نه پوهېده څه وکړي، يوه عجيبه کيسه ورته وبريښيده، د کوهستان يو ساده ګدا او داسې هوډ...!!
هغه ته په زړه پورې بريښيده، چې يو ځل خو يي تماشه وکړي، يو وار خو يي وويني، دا څرنګه اسير ګدا دی، چې خپل مخ نه :ښکاره کوي، له ځانه سره وبوګنيده.
- «خو د بادشاه امر به واوري!مخ به څرګند کړي، وبه يي وينم، هسې به يي کومه افسانه جوړه کړي وي.»اکبر بادشاه په يو ان کې خپلو افرادو ته امر وکړ:
زر ور شئ او هغه مستور ګدا راولئ....
هغه چې نقاب يي پر مخ اچولی دی، هغه چې په مکر اونيرنګ يي شپې تيرې کړي دي!! هغه چې دعوې لري، هغه چې د روښان ګدا، هغه راته راولئ.
بادشاه په قهر و پر ټولو روښانيانو په قهر و، په وړو ماشومانو او سپين ږيرو بوډاګانو هم په قهر و، و د ګدا کيسه ورته عجيبه بريښيده.
- اوس به ووينم، چې څرنګه خپل نقاب له مخه نه لرې کوي ايا پر ما يي سترګې بدې لګي، ايا له ما سترګې پټوي، شرميږي، دا کوم عادت او کوم دستور دی، د هغه تر راتلو پورې په ډېرو ذهني پيچومو وخوت، په زړه کې يي ډېر څه تير شول.
خو باشاه په همدې تصوراتو کې ډوب و، هغه ته يو سات تيری پيدا شوی و، د روهستان يو عجيبه افسانه ورته ژوندی مخ ته راغلې وه، پرته له دې چې څوک يي ووايي، دی يي اوس خپله ويني، امر يي وکړ:
ژر يي ماته راولئ، زه يي وينم، ترې پوښتنه کوم، چې څه وايي!د څه لپاره يي نقاب اچولی دی، جادو کوي او که...خو هغه خبر نه و، چې د ګدا شيخ اراده اباسيند په غورځنګ کوي، د ګدا شيخ ارادې ته اسمان سر ټيټوي.پادشاهان يي په فکر کې نه ګرځي او ددې هوډ لري، چې د نړۍ ستر امپراتوران که اکبر بادشاه هم وي، د يو اسير ګدا اراده نه شي ماتولی، که په بادشاه کې د چنګيز، تيمور او بابر اراده را غوټه شي، نو په ګدا کې به هم د هغه د وګړو، ساده خلکو اراده را جمع شي، چې ټول امپراتوران او زورګيران يي د خپل ټول شوکت او شان په باب په بيا ځلې فکرکولو ته اړ کړي دي.په ګدا کې هم د روښان او دخپلو روښاني يارانو اراده را جمع شوي او بيا يي ترې د پښتنو يو نقابدار جوړ کړی و.
خو اکبر له دې ناخبر و، اکبر که د ډيلي په تخت نازيده او د اټک په چوڼۍ او د هند په محلونو يي ناز کاوه، خو ګدا يو ساده افغان و او ګدا ته د چا خبره د هغه ټوله پادشاهي د خاورو کنډولی ښکاريده.
ګدا ته د بادشاه سړی ورغي، ورته وي ويل:شهنشاه اکبر دې خپل حضور ته غواړي، هغه غواړي تا وويني، پادشاه وايي:ما ته يي راولئ، خو ګدا د نقاب له منځه اواز کوي :
زه يو اسير يم، زه نه غواړم ستاسو اکبر ووينم، زه کومه اړه نلرم، زه د خپل اکبر سره راز او نياز لرم، زه يو اکبر پېژنم، نور اکبران نشته، زما سترګې د شاهانو د ليدلو عادت نلري، زه يو ملنګ يم.
خو هغوی ټينګار وکړ:
دا حتمي ده، دا د پادشاه امر دی، ته بايد لاړ شي، ګدا ته ګواښ وشو، ته يو بندي يي، په زوره دې بيولی شو، ته دا وس نلري، ګدا وپوهېده، چې وخت اخر دی.
- د اکبر استازو بيا هم ټينګار وکړ، زيات ټينګار يي وکړ، هغوی ته د باشاه حکم داسې د کاڼي کرښه وه، لکه ګدا ته چې يي هېڅ ارزښت نه درلود.
ګدا پوهېده او خپله نا څېزه او وروستۍ غوښتنه او خپل شرط يي ووايه:
- خير ما ته سپين کالي او اوبه راوړئ، چې غسل وکړم، جامې بدلې کړم، نو بيا به لمونځ وکړم او بيا به ګورو...
- د اکبر بادشاه استازي خوشاله شول«اوس يي بيايو»اوبه يي تيارې کړې، جامې يي ورته راوړې، هغه غسل وکړ، کالي يي بدل کړل او د نقاب په موجوديت کې يي دوه رکعته نفل هم وکړل او له دوعا او تسبيحاتو وروسته يي استازو ته وويل:
- زه يوه شيبه سترګې پټوم او بيا به ګورو!!
خو ګدا پريوت، ارام يي وکړ، په نقاب کې پريوت، لږ ساعت وروسته د اکبر استازو هغه وخوځاوه، هغه پروت و، سترګې يي پټې وې، څوک يي نه ليدل، اکبر بادشاه يي هم نه ليدلو، د هغه وقار او دبدبه يي هم نه ليده، سترګې يي پټې وې او په دې ډول يي د يوه پردې شهنشاه له ليدلو د تل لپاره سترګې پټې کړې وې.
۱۳۸۶\جدي\۱۳
نوټ:دغه کيسه د حالنامې د روايت له مخې کښل شوې ده