"ادبیات معاصر افغانستان"

د اکبر کرګر داستانونه (۲)

Image Description

محمد اکبر کرګر




 

                                                                                                                               اوبه یو ګوټ وې



ما په کوچنيوالي کې د سيند له وړلو او په سيند کې د لاهو کېدلو ډېرې کېسې اوريدلې وې، له مشرانو مې اويدلې وې او د خپلې زړې ادې څخه مې هم اوريدلې وې، هغې به په ډېرې خواشينۍ سره کېسه کوله، زه لا ماشوم وم، چې هغې به ما ته ډکې ويالې ته د نه ګډيدلو نصيحت کاوه او ډنډ اوبو ته ژورو ويالو ته به يې له ګډيدلو ژغورلم.

ښه مې په ياد دي، چې کله زموږ د کلي يو زلمی هلک په شناز سپورو او د مست سيند څپو اخيستې و او د پشه کال سيند په يو ګرداب برابر کړی و، ښه لامبوزن  زلمی وه  چې  کله يې ورته مړى  کلي ته يې راووړ د ټولو لويو وړو، سپين ږيرو او زلمو پيغلو او تور سرو شونډې تر ډېره وچې وې، خولې يې نه بيرته کېدلې، زموږ په کلي کې يو ماتم جوړ و، ټول په هغه زلمي باندې خپه وو، د کلي ټولو خلکو د پشه کال سيند خوني سيند باله.

هغه وخت زه يوازې له سيند څخه ويريدم، يوازې د پسـرلي د شپو ورځو له مستو خوړونو او په خوړونو کې له سيلابونو ويريدم او په ډکو ويالو مې هم د پورې وتلو زړه نه کاوه، خو داسې مې نه وو، لېدلي، چې يو ګوټ اوبه دې هم څوک لاهو کړي، د هغه ژوند دی.برباد کړي، څوک دې، بې پلاره او بې موره کړي او هغه دې بې خوره او بې وروره کړي.

هسې؛ خو به چې د ژمي په شپو ورځو کې موږ نغري ته راټول شو او چا چې به يو ګوټ اوبه په نغري کې له جام نه واړولې؛ نو سملاسي به پرې زما مور په قار وه او ورته ويل به يې چې: ((د بيبيانو په نغري کې اوبه توی کول لويه ګناه ده)). 

زما به له دغو خبرو هم ويره پيدا شوه او فکر به مې کاوه، چې په اوبو بايد نغری ککړ نه شي او چې په اوبو او سيند کې به مې د لاهو کېدلو او غوپه کېدلو کېسې واوريدلې؛ نو بيا خو به مې ټوله شپه سيندونه او سيلابونه په خوب کې لېدل، همدا سبب و، چې زما له اوبو د غرقوونکیو(ډوبوونکیو) اوبو ترهه کېده، له ډکو ويالو او خوړونو او سيندونو ډاريدم ؛ خو داسې تصور مې نه کاوه، چې يو ګوټ اوبه دې هم څوک لاهو کړي.

دا ما ته عجيبه او حيرانوونکي خبره وه.

اوس له هغه شيبو څو کاله تير شول، ډېرې پيښې سړې او تودې راغلې، ټولې مې ولېدلې، تندې او لوږې مې ولېدلې؛ خو په تنده کې مې د يو ګوټ اوبو سيلاب هم ولېده، چې له مستو او خونړيو سيلابونو ډېر زورور او ډېر بې رحمه و.

او اوس هم، چې کله تږی کېږم، د يو ګوټ اوبو سيلاب ياد ته راځی، چې د نيزه وړي په شان يې د چا خبره تر دکنه ورسولم.

خو له هغه وخته اوس څو کاله تېر دي؛ خو چې د اوبو جام راجګ کړم او په خوله يې کېږدم، نو ما ته مې هغه د غرونو په منځ کې شنه بانډه او د اوږدو او سترو پرخو په منځ کې شنه پټي ګڼې ونې او ښکلې ديرې راپه ياد شي او جګو غرونو د سرونو بيخ نه هغه پلن او هوار او باعظمته سيند هم راپه ياد شي او چې په جام مې لا خوله نه وي ايښې، چې په يو ګوټ اوبو کې د خپل کلي کور د ديرو تصوريرونه وينم، خپل کليوال پکې وينم، خپل همزولي راياد شي او له هغو سره لوبې رايادې شي، څومره خوند يې راکاوه؛ څومره د مزې ډک ژوند و خو افسوس چې يو ګوټ اوبو لاهو کړ، سيند لاهو نه کړ. سيلاب پرې رانه غی، يوازې يو ګوټ اوبه!

له هغه پيښو اوس نژدې څو کاله تېر دي، اوس زما اواز هم تغير کړی دی، هغه وخت لا ماشوم وم، کوچنی ماشوم وم، د خپل کلي په لومړني ښوونځي کې مې سبق وايه، لومړی ټولګی مې خلاص کړی و او دوېيم ته تللی وم، ښه مې ياد شي، د پرون په څير مې ياد ته راځي، موږ ته يې د دوېيم ټولګي کتابونه راکړي وو، په ډېر شوق ښوونځی ته تلم، په لومړني ټولګي کې مې؛ څو ټکي زده کړي وو، بيرغ مې پېژانده، دوطن له نامه سره اشنا وم؛ خو ما خپل کلي ته هم وطن وايه د وطن څلور خواوې مې هم پېژندلې، دا پيښې مې نه هېريږي ټولې مې د پرون په څېر په ذهن کې دي، له ياده مې نه وځې او چې چېرته د اوبو ډک لښتي ووينم او يا اوبه ووينم؛ نو بيا راته د خپل کلي د مخې شيله راياده شي، بيا راته د خپل وطن مست سيند راياد شي او بيا مې فکر هم اوبه پرمخه واخلي اوبه راته آينه شي، ټول او هر څه په هغه کې وينم خپل ماشومتوب، ښوونځی، معلم د کور او کلا ديوالونه کوچنۍ خور او  ورورنه  مې مور او پلار مې، چې ټول سيند لاهو کړل اوبو يووړل او بيرته په کوم چړ کې پيدا هم نه شول.

خو دا دی زما اوس شونډه توره ده، اواز مې هم ډډ شو، له هغه وخته څو کاله تېر شول، ټول کلونه هماغه پيښې وينم، په خوب کې يې وينم، په ويښه يې وينم، هماغه کلی مې ياد ته راځې، خپل همزولې مې هم ياد ته راځې؛ خو وروستۍ پيښې او د حوادثو د سمندر څپې مې نه هېږېږي، له ياده مې نه وځې او په همدسې پيښو کې خپل ټولګيوال او همزولي او د لوبو ملګري هم وينم، څو کاله تېر شول او په همدې يادونو او فکرونو سر يم ، تر هغې چې ژوندی يم، تر هغې چې زوړ شم او يا ما هم سيند يوسي، لاهو مې کړي او په بې چړ سيند کې ورک شم.

زمونږ د  دنګې او جګې کلا پر سر اوچت او سپيره غر همداسې سور و، له ډېرو پخوا زمانو را سور دی، اوس هم دا شان دا غر له پخوا زمانو ولاړ و او همداسې په سکوت کې ولاړ و.

زه لږ دې غره ته ختلی وم، لږ مې او ډېر لږ مې له دې غره څخه د خپل کلي او درې ننداره کړې ده، ان که ووايم، چې له همدغه وارې ورختلو څخه، چې د هغه له سره مې سيند وليد، چې زموږ د اوږدې درې په خولې کې بهېده اوبه مې وليدې او بيا اوبو لاهو کړو، د مخه نه و، ورختلی؛ خو دا وار، چې جګ شوم، ډېر څه مې وليدل، ټول کلي په سکوت کې ډوب و، موږ تور چرګ بانګ وروختلو، خپله کلا مو شړه بريښوده، دروازه مو ورته قلف کړه، غواګانې او خوسۍ د کلا مخې ته ولاړ وو، وږې نهر ولاړ وو، خو موږ ترې غره ته وختلو.

هغه وخت زه نه پوهيدم، چې خبره څه ده، ټول غلي او چوپ وو، زه مې مور له لاسه نيولی وم، پلار مې د ټوپک سره وروسته را روان و، سپيده چاود لا نه و لګيدلي، مور زما څنګ ته روانه وه، کوچنی ورور مې هم له هغې سره و او خور مې، چې لږه بوتکۍ وه، هغه د مخه وه، کله به يې لاره غلطه کړه؛ خو په اشاره او ښکالو به وپوهول شول، چې پدې ترڅ کې بايد ولاړ شو، ډېر منزل مو وکړ، ستړي ستومانه شولو.

زموږ خړې سپۍ هم زموږ څارنه کوله، غلې او خپ، خپ زموږ په څنګ کې روان و، کله به د مخه شو او کله به هم وروسته شو، کله په يې ټوپ واچاوه او د مخه به په لاره سيخ شو، هغه هم غلې او چوپ روان و.

هغه مهال زه نه پوهېدم، ما ته عادي خبره وه، ما ته مې د پلار، مور او کوچنۍ خور او ان زموږ د خړې سپي حيرانتيا څخه عجيبه وه، په هغه وخت کې پرې نه پوهېدم، چې هغوی ټول او ټول بې څه حيران نه وو.

د سهار رڼايې لا نه وه لګيدلې، چې د خپل کلي د پاسه غره په تړه کې پلار يوې سمڅې ته ننه ويستو، هلته مو دمه جوړه کړه، لمر ورو، ورو او په کرار، کرار خپلې وزرې اول غره په تړو پلنوالي او بيا د کلي د کلاګانو په بليو کښيناست، له ونو هم سيوری پاڅيده، د تنګې درې په مینځ کې د خوړ اوبه ښې په شړک بهېدلې.

د پسرلي وروستۍ ورځې وې، هوا توده او تپ جنه وه، د غنمو لوونه شوي وو، چا ګيډۍ تړلې وې، او د چا غنم سترۍ پراته وو.

خو  په کلي کې او د خلکو نه په ګڼ کلي کې څه کوز او څه هم بر کڅيو کې هيڅوک نه بريښيدل، د کلي کوزې خوا ته هديره له ورايه بريښيده، شناختې معلوميدلې، ټوله قريه په يوه ارام او بې خوده سکوت کې وه، خو زه نه پوهيدم، ، چې ولې، چا راته په سمڅې کې د خبرو اجازه هم نه راکوله، سمڅه تنګه وه؛ خو اوږده وه، ايله بيله په کې اته، نهه کسان ځایيدل په سمڅې کې څه سوي بوس هم پراته وو، داسې بريښيدل، چې لکه د مخه دلته چا ګيدړانو يا ځناورو ته  دوهي اچولي وي، د سمڅې په مینځ کې د ګيدړانو او ځناورو څه مرداري هم تر سترګو کېده، د سړي ساه پکې بنديده، بهر د غره په تړه کې د درې د لوشو يو غنمو بوی تر سږمو کېده؛ خو دننه به په سمڅې کې څه بل شان بوی او دپ جنه هوا وه، هلته د غره د پرخو تودې او تروې خولې هم تر سپږمو کېدلې، هغه ښه ساعت نه و، بې خونده شيبه وه. 

کله چې د سهار رڼايې د سمڅې تر خولې را ورسيده، ټولو له يو بل سره سترګې ونښتې، موږ ټولو پلار ته کتل، مور مې او ماشومانو هم ورته په ځير، ځير کتل، د هغه څيره هم زيړه زبيښلې وه، کله به يې راته مور ته او کله به يې موږ ته او کله به يې بيا سمڅې نه بهر وکتل، ږيره يې له درې څلورو ورځو رابيره وه، شلخی ټوپک يې څنګ ته ايښی وه، يوه کمر ته يې تکيه وهلې وه.

لمر څړيکه وهلې وه، د غر خولې ته رڼا وه، موږ ټولو په خپل کلي سترګې ګنډلې وې، په ټول کلي کې هېڅ غږ غوږ نه و... بيخي سکوت و، يوازې د يو نيم سپي غپا دغه سکوت ماتاوه او کله هم د يوې نيمې ډزې اواز له ډېره لېرې اورېدل کېده.له غار نه څو زيات ګامونه ليرې د نرۍ چينې اوبه چې د غره له يوې تيږې راتوييدلې، نرۍ ليکه جوړه وله او اوبه يې بس يوازې څو ګامونه وړاندې په شګه کې ورکېدلې.

زما ايله ياد شي، ما ته هغه وخت د نن او پرون په څېر داسې تر سترګو کېږي، هېڅ مې له ياده نه وځې، هر څومره، چې پر ځان فشار راوړم، چې له ياده يې وباسم نه مې هېريږي، هره شيبه راته مخې ته دريږي، په ذهن په حواسو په فکر او پر زړه مې زور اچوي او هر څه، چې وينم، بس هماغه پکې وينم، چې په کوچنيوالي کې څو کاله وړاندې مې لېدلي وو، نه شم کولای يوه شيبه يې له ياده وباسم او نه شم کولی، چې يوه شيبه يې له سترګو لېري کړم، له هغه وخته څو کاله تېر شول.

زما ماشومتيا په زلميتوب بدله شوه، دا دی اوس مې شونډه توره او اواز مې ډډ دی، دا دی اوس زه هم د کار او د وطن د خدمتونو يم، خو هغه وخت په دې نه پوهېدم له هغه وخت راهيسې تر اوسه پورې همدا ډول د سمڅې په فکر د شلخي ټوپک سره په فکر او د سکوت په سمندر کې د ويده کلي په فکر د اوبو سره په فکرونو د سمندر سره او د خوړونو او د خوړونو د سيلابونو په فکر کې را لوی شوم، خو د هماغه پيښې سره د سيلاب کې د لاهو کېدلو د پيښې سره هم، بلکې په يو ګوټ اوبو کې د لاهو کېدلو د پيښې سره را لوی شوم، دا څو کاله عمر د همدې فکرونو سره و، نه پوهېږم، ترهه لرم، چې زما نور راتلونکی ژوند همداسې له دې فکرونو او سوچونو سره تېر نه شي؛ خو نه به شي، هيله لرم، راته جوتېږي، چې اول د لمر څړيکه د سمڅو په خولو لکېږي او شپې تر وږمۍ سهار مهال لومړی د غرونو له سرونو الوزي. رښتيا هغه وخت او د هغه شيبو هر درنګ ډېر اوږد تير شو، موږ به، چې د سمڅې له خولې لاندې خپل کلي ته وکتل لکه د يوه اسماني روزانه، چې ځمکې ته ګوري داسې ټول کلي پکې، په ارام او سکوت کې وو، ټول غلي او چوپ وو، د غنمو سترۍ(نا تړلې ګېډۍ) هوارې پرتې وې.

بنيادمان نه بريښېدل، فصلونه پرځای پاتې وو، غوايان او غواګانې او پادې هم د کلي د ديرو د ونو لاندې تړلي وې، يوازې يو نيم خر په ستريو کې ور ګډ و، کلی چوپ و، ارامه ارامي وه، خو دا چوپتيا يوازې زموږ د سپي په څير د کوم پيره دار سپي په کوړنجاړي ماتيده او يا به هم يوې نيمې ډزې دغه سکوت ما تاوه.

زه هغه وخت د جنګ په مفهوم نه پوهېدم، جنګ راته يوازې په خوله باندې د چا د مور او خور يادولو مانا درلوده، ما فکرکاوه، چې جنګ به همداسې شی وي، لکه موږ همزولو، چې به په خپلو منځو کې سره کاوه او څو شيبي وروسته به بيرته سره پخلا وو، ما فکر کاوه، چې جنګ به همدومره ساده پيښه وي، لکه موږ، چې به د کلي مخ وستل کې سره په لوبو نښتلو؛ خو نه  اوس پوهېږم، چې داسې نه ده، جنګ بده پيښه ده، د هيچا د هېڅ شي پروا نه ساتي، د چا د خوب خيال نه ساتي مور فکر نه کوي، چې ګوندې د هغې زوی دې ومري؛ خو جنګ يې ورڅخه اخلي او زوی فکر نه کوي، چې ګوندې د هغه پلار به مري خو جنګ دا کار کوي.

 خو هغه وخت ما د خپل ګڼ او سمسور کلي سکوت لېدلی، د کلي د کلاګانو څخه لوګي پورته وو، زياتې کلاګانې په وير اخته وې، د غم اسمان پرې راښکته و، د جنګ وريځو د درې ټوله فضا نيولې وه، د پرونو لوګو بوی ان زموږ د سمڅې د مخې اودډبرو  په چاوونو کې هم نښتې وه،  زموږ کلا هم اور اخيستې وه، ما ورته له ورايه کتل د سمڅې له خولې مې ورته کتل هغه کوټه، چې زه په کې له خپله پلاره سره څملاستم، هم د پاسه ترې  نرى  لوګي را پورته کېدل او اوس پوهېږم، چې زما د مکتب کتابونه هم زما د مشق تخته به هم او زما د کتابونو کڅوړه به هم او زما د کړکي قلمونه به هم په دغه اور کې سوي او د هغو لوګی به هم راپورته شوی وي.

خو کاشکې هغه سيند هغه سمندر او هغه ګوټ اوبو، چې زه يې لاهو کړم او تر دې ځايه يې را ورسولم هم په دغه کلاګانو پريوتی وای، چې اور يې وژلای وای او لږ تر لږه خو يې زما کتابونه ژغورلی وای، دا هېڅ ونه شول دا ځکه چې جنګ دی، او جنګ هېڅ يو کتاب نه مني؛ خو د اوبو زور يوازې پر ما ورسيد. يوازې همدا زه يې لاهو کړم، زه  يې له پلاره بيل کړم او له موره يې جلا کړم.

له هغه وخته څو کاله تير شول، ما په کې کوچنيوالی، په زلميتوب بدل کړ، اوس مې په کې شونډه توره ده، اواز مې هم بدل دی، خور مې واده شوه؛ خو زما مور او پلار اوبو يووړل، په هماغه وخت او په هماغه سهار، چې د کلي له کلاګانو د مړو ايرو لوګي را پورته کېدل، لمرڅرک وهلی وه، تنکۍ غرمه وه، زموږ د ټولو ژبې له تندي را وتلې وې، زما ژبه هم يو ګز را وتلې وه.

اوس پوهېږم، چې پلار مې فکر کاوه، چې ګوندي زه له تندې مرم، د هغه نور طاقت ونه شو، زړه يې لوی کړ، له سمڅې يې د کنډولي سره د نريو اوبو پر لور منډه واخيسته او چې بيرته د غار خولې ته رارسيده؛ نو د سمڅې پر مخ کې کنډولى چپه شوي و، يو ډز د بريښنا د منډې په څير واوريدل شو اوبه توی شوې او سيلاب شو، مور مې هم پر هغه ځاى وغورزیده او هغه هم له سمڅې بهر اوبو يووړه اويو ماشوم هم. 

خو اوس پوهېږم کاشکې ما اوبه نه وای غوښتی، کاشکې زه تږی شوي نه وای؛ نو حتماً به زما پلار هم سيلاب نه وړ، تر هغه وخته ما فکر نه کاوه، چې ګوندې پلار او مور به له زويه جلا کېږي، ګوندې پلار به هم مرګ ولري.

خو اوس پوهېږم کاشکې ما اوبه نه وای غوښتی، کاشکې زه تږی شوی نه وای؛ نو حتماً په زما پلار هم سيلاب نه وړ، او نه به لاهو کيده؛ خو اوس هغه سيند يو نه وړ، سيلاب يو نه وړ، په وياله کې ډوب نه شو او زه هم دا شان؛ خو يوازې په يو ګوټ اوبو کې. 

۲۹ر ۴ ر ۱۳۶۶

 



                                                                                                                                                         ټوپک 



داسې لکه، چې ما د لومړي ځل له پاره د تورو شيانو په وړاندې سترګې غړولي وي، هلته هر څه تور بريښيدل، د کوټې ټول ديوالونه په لوګو تور شوي وو، اوږده او پراخه کوټه وه؛ خو له يوې خوا يې زياته برخه غوجلې نيولې وه، اخور يې منځ کې د اخور ديوال ته د نغري په غاړه تکيه وهل کېده او د کوټې کوزې خوا ته غوايان او غواګانې اخور ته دريدلي، پخه کوټه وه، په مینځ کې يې نغری او د نغري ګرد چاپيره د ناستې او توديدو له پاره ځای جوړ شوی و، تور کټونه په کې پراته وو، د کټونو پښې هم لوګو تور ې کړې وې او سپين مزري هم د لوګو له لاسه تور بريښيدل ، په کوټه کې کومه غټه کړکۍ او روزان نه و ، په کوټه کې د سړي ساه بنديده، خاورو دوړو د کړکۍ له لارې د مازيګري لمر په راننوتو سره د لمر په پټاره کې اوږده ليکه جوړوله، غوايانو او غواګانو به، چې په ليکه اخور ته ولاړ وو، بټې بټې سترګې را ايستلې وې او په تور تم غوجله کې به ځليدل.

دا زموږ د کور او کوټې ډېر ساده چاپيريال و، چې زه په کې را لوی شوم، پوه نه شوم، چې له کومه ځايه راغلم؛ خو له همدې لوګو تور تم لوغړنو ديوالونو او لوګو سره رالوي شوم، هر سهار به چې له کټ راپاڅېدم او پلار به مې ليده، چې په سجده پروت دی ، لمونځ کوي او مور مې هم په دې شان لاسونه د دعا له پاره پورته نيولي او له خدايه خير غواړي، دا هم ما ته ډېره عادي هميشنی او معموله خبره وه، فکر مې کاوه، چې دا بايد همداسې تور وي او که څوک د بام پر سر وګرزي او دربهاری وکړي او له پورته خوا نه تورکی راولوېږي، دا هم  عادي او دود خبره ده.

زه هم له دغه تور او تنګ چاپيريال سره په ځان پوه شوم، سترګې مې وغړولې او داسې پوه شوم، چې ګواکې همدا کوټه او پدې توره کوټه کې دا ډول نظم يو ابدي ترتيب دی او بايد بدل نه شي، غوجله بايد په کې وي، غوايان بايد په کې ولاړ وي.  شخوند بايد په کې ووهي او که موږ د سهار نارې او يا د ماښام ډوډۍ ته ناست وو؛ نو دا څه خبره نه ده، چې د غوايانو او غواګانو د متيازو او ټاپ ټوپ اواز واويدل شي، دا هم زموږ د کور زموږ د اوسيدو کوټې د معمول او دود خبره وه.

خو کله چې به له کوټې راووتم، له کلا به رابهر شوم او د کلا ديوالونو ته به مې وکتل او بيا به مې په برج نظر شو او د برج په ديوالونو کې به مې د ټوپک سوري ولېدل، چې مرغان او چوغکې  به په کې په وار سره ننوتلي او راوتلي دا هم ډېره عجيبه نه وه، زموږ د کلا د دنګو او اوږدو ديوالونو شان و، خو چې اسمان ته به مې وکتل د هغه غاړې څنډې به مې ليدل او بيا به مې ګرد چاپيره غرونه ولېدل؛ نو داسې به راته ښکاره شوه، چې غرونه هم همدومره دي او اسمان همدومره دی او دا پورته اسمان زموږ د درې پر همدومره غرونو ولاړ دي ، د هغو شا ته نور هېڅ نشته؛ خو زه له دې نه خبر نه وم، چې دا هر څه بېلابېل زما په ذهن کې جوړ شوي بوتان دي، زما دې بوتانو او د خپل ذهن جوړ شويو منظرو ته هېڅ پام نه و.

يوازې دغه ډول اوډون او سمون راته ډېر هيښنده او په زړه پورې بريښيده، داسې مې سوچ کاوه، چې لوګو وهلې کوټه بايد سپينه نه شي او يا دا، چې نه سپينېږي، کوټې ته بايد رڼا رانه شي او همدا ډول تورتم دی په کې وي او هم دا ټول د لوګو تورکي او سپرغي دې په کې وي.

د خپل ماشومتوب د پای په ټوله دوره کې، چې سترګې مې وغړولې، په کې رالوی شوم، په ښه او بد پوه شوم، ښې او کيڼ مې وپېژانده، هېڅ شی ونه ډارولم، تورتم ونه ويرولم، په غوجل کې له ولاړو غويانو  او له هغو تيرو ښکرونو  نه ډاريدلم.

په تور تم کې به د هغو له بټو او ټاغو سترګو نه ډاريدلم او په شپه کې، چې به له کوټې راوتلم، له هېڅ مې ويره او ترهه نه راتله، بې ويرې او بې ډار رالویيدم؛ خو يو شي وډارولم  او هغه ډار مې تر اوسه غونې زيږوي، او تر اوسه مې پرځان ویښته را نيغوي، نه شم کولای ډېر يې تکرار کړم، ډېر ځله يې هر چا ته ووايم او ډېر ځله پرې خبرې وکړم او بيا بيا يې يادونه وکړم، ځکه دا زما د ډار او ترهې کېسه وه.

دا پيښه هم ما ته په هماغه توره او لوغړنه کوټه کې پيښه شوه. چې تيلي څراغ به مړ شو؛ نو بيا به مې هېڅ نه لېدل، هيڅ شی به مې تر سترګو نه کېده او غلی به د کوټې د بر ګونج په کټ کې پر يوتم کلمه به مې پرځان وويله، چې له ما څخه کلاګانې تاوې شي، پيريان او ديوان مې په خوب کې ونه ويروي، مور مې راته نصيحت کړی و، هغې ويلي وو، (چې ويده کېدې حتماً به کلمه پر ځان وايي او چف کوي به يې ) ما هم داسې کول د مور نصيحت مې هم پر ځای کړی و؛ خو زه بيا هم وډاريدم، او هغه ډار مې لا تر اوسه په ذهن کې پاتې دی، نه شم کولای، چې زيات يې تکرار کړم او چا ته يې ووايم.

توره او  لوګجنه کوټه زما د سترګو پرانسيتو ځای و، په کوټه کې مې هر څه تور لیدل، تور کټونه تور تېرونه، تور بشونه، تورې ستنې او د کوټې د تنګي دروازې تورې تمبې نه پوهېږم، چې له کومه هلته اوسيدم، او له کومه وخته ورته راننووتې وم، چا راته نه وو ويلي او پلار مې هم څه نه وو ويلي، خو سره له دې، چې ما د هر څه په باب پوښتنې کړې وي، خو د کوټې د ستنو، بشونو، تور چت، تورو کټونو تورو کنځړو ستنو، کوچنۍ کړکۍ او اوږدې غوجلې په باب هېڅ نه وپوښتلي او نه مې په دې باب دومره فکر کړی، ځکه چې عادي څيزونه راته بريښيدل، په دې عادي ليدو سره راته د دغه تورې او لوګجنې کوټې نظم او ترتيب بيخي ابدي بريښده؛ خو د يوه ډېر غوره څيز په باب هم ماتپوس نه و کړی.

د همدې کوټې برې څنډې ته پنډه او ټينګه ستنه ولاړه وه، هغه بش ته لګول شوې وه، بش يې ټينګ کړی و او په هغه کې يو پنډ او تور ميخ هم ټک وهل شوی و، ميخ هم له دې ستنې سره ستن شوې وه، پنډ او تور ميخ و او په کې اوږد ټوپک ځوړند و.

او هر څوک، چې به د ستنې په خوا کې پورته شو سر به يې په ټوپک ولګيده، يو کړس به  يې له ستني سره راپورته کړ او بيا به غلی شو. خو ما ته ډېره عادي او ساده خبره وه، هغه ټوپک و، چې هره شپه او هره ورځ مې په هماغه ستن کې ليده؛ خو موده وروسته به ټوپک زما پلار له ستنې را اخيسته او د خاورو په تيلو به يې پاکاوه، سره له دې، چې ما په هغه ډزې کول نه وو لېدلي؛ خو له ټوپک سره د هغه مينې پر ما هم اغېزه کوله، ټوپک به يې په ډېره مينه پاکاوه او بيرته به يې په ستن کې اچاوه، دومره به يې له ماسره د لېدو تنده زياتيده، چې هېڅ به يې په لېدو نه مړيدم.

لرګي يې تورو لوګو وهلي وه، کنداغ يې هم څه د تيلو او څه د ګردونو له لاسه ښه تور اوښتی و، پټۍ يې هم د مودو او وختونو کېسې کولی ښه توره اوښتې وه او سينه خو يې هسې هم توره وه، داسې توره لکه زموږ د کوټې د چت لرګي او د چت پورې نښتي، تورکي او داسې تور لکه په کوټه کې، چې د تيلو څراغ مړ شي او تورتم شي داسې تور.

له ټوپک سره زما مينه له دې سببه راپيدا شوې وه، چې له خپلو همزولو سره به مې په لښتو د ټوپک لوبې کولې، کله چې به په وستل کې، په ديره کې او يا د څارويو  د څرولو پر وخت له همزولو هلکانو او نجونو سره په لوبو بوخت شوم؛ نو ما ته به د لرګيو او لښتو په ټوپک باندې، چې په خپله به مو جوړول دومره خوند راکاوه، چې کله به په لوبو بوخت شوم، کله به د پولې شاته پټ شوم، هغوی به همدا ډول پټ شول او يو پر بل به مو د خولې ډزې کولې، د لرګيو ټوپکونو مو جوړ کړي وو، داسې، چې کنداغ يې درلودل.

موږ هر يو به په کې پټۍ اچولې وې او د غواوو د څرولو پر وخت به لکه د کلي د لويانو غوندې څنګ يا اوږې ته اچول؛ خو زموږ ټوپکونه د لرګيو ټوپکونه وو او د خولې  ډزې به مو پرې کولې، کله به له يو بل سره مخامخ شولو د کمرو او پرښو شاته به پريوتو، سنګر به مو ونيو او  په ټوکو ټوکو به مو يو  بل پر ویشتل، د يو بل سره سترګې، زړه او سينه په مو نښه کړه او يو پر بل به مو د خولې ډزې کولې، له ټوپک سره زما ډېره زياته مينه وه، څرګنده خبره ده، چې کله به مې پلار له ټوپک سره مينه ښودله ؛ نو پر ما به يې هم ټوپک د کلا خوا کې پيتاوي  ته په تيلو پاک کړ او بيا به کور ته ننويستل کېده؛ نو بل هېڅ چا حق نه درلود، چې کور ته يې ننه باسي، ما به لالچ کاوه، ژړل به مې او په  يوه لويشت ونه به مې خپلې اوږې ته ټوپک اچولی و او کور ته به مې ننه ايسته، ټوپک ډېر لوګو وهلی و، خو يوه ورځ مې د دود پر خلاف ناڅاپې له موره وپوښتل، ما ټوپک ته کتل په هماغه توره کوټه کې ناست وم، د لمر نرۍ رڼا له کړکۍ څخه راننوتله په توره کوټه کې يې اوږده ليکه جوړه کړي وه، مازديګر مهال و، هغه د نغري غاړې ته ناسته وه، زما په پوښتنه يې سر راپورته کړ، په ډېر عادي ډول او سړه سينه يې وويل:

دا دی نيکه ډېر پخوا اخيستی و، دا د هغه د لاس نښه ده، ډېر پخوا زما هم ياد نه دي، هغه دښمن دار وو، سړی يې وژلی و.

- دښمن دار!

- هو! هغه ډېر نر او په ميړانه سړی يې وژلی و.

ـ خپل تربور يې وژلی و، سره له دې، چې هغه کوم ورور او  نږدې خواخوږی نه درلود، زامن يې واړه وو؛ خو بيا هم ويريده.

- هو! دښمن، دښمن دی، زما په ياد دي وړه وم.

- چې هغه سهار مهال له لمانځه  نه وروسته د جومات خوا کې خپل تربور په نامه غوټۍ وويشت او ځای پر ځای يې مړ کړ، په ياد مې نه دي، چې په څه يې وواژه؛ خو دومره مې ياد ته راځي، لکه چې په پټي سره وران شوي وو او بيا يې وواژه. او د هغه ماشومان يتيمان شول.

هو! بې پلاره پاتې شول، هغوی بې پلاره پاتې شول، مګر نيکه دې سره له دې، چې ډېر زړور سړی و، هر چا ترې ډډه کوله؛ خو بيا يې پر ځان پام کاوه ټوپک يې ګرزاوه.

نو له کوچنيو ماشومانو ويريده؟

خو دښمن، دښمن دی او وينه په وينه نه پاکېږي.

خلک وايي او اوس دا دی، ټوپک ستا پلار ته پاتې دی، دې هم ستا د نيکه د دښمنانو له زامنو ويريږي.

مور مې نور سرکښته واچاوه، هغې په ډېره سړه سينه خبرې کولې همدا يې وويل:

نيکه دې ډېر ميړنى  سړی و، زه وارخطا شوم، د دښمن وژنه، مرګ او يتيم کېدل بې پلاره کېدل خبرې ما ته څه نوي شيان وې، همدا شي دې، پوښتنو په سر واخيستم، مور مې همدومره وويل؛ خو ما له خپل ذهن سره سم پرې فکر کاوه، دښمن وژنه، مرګ او وينې توييدل او د ماشومانو يتيم کېدل، دې خبرو زما ذهن هم بوخت کړ، ما تر دغه وخته هډو فکر نه کاوه، چې يو څوک به بل وژني او ماشوم به ګوندې بې پلاره کېږي به ، يتيم کېږي به هم، دا ما ته زما په ذهن کې ابدي شيان وو، ماته د خپل کلي اسمان هم هغومره کوچنی ښکاريده، لکه څنګه، چې راته بريښيده، چې ګوندې زموږ د کلي په ګرد چاپېره غرونو کي شنه کاسه اسمان ايښی دی او نوره نړۍ هډو هېڅ نشته، دا خبرې هم راته همدا ډول بريښيدې.

دې خبرو زما غونې نور هم زېږ کړ، چې زاړه کمیس ته يې ګيندې وهلې او د نغري پورې غاړې ته ناسته وه، يو ځل بيا يې زما د هيښتيا په ځواب کې وويل:

خپل تربور يې وژلی و، د هغه ماشومان يتيمان شوي وو، هغه وخت واړه وو او اوس چې لوی شويدي، ځکه خو دی نشته خو د پلار پسې دې ګرځي؛ نو ځکه دې پلار ټوله شپه څوکۍ کوي، ويښ کينې او ځان ساتې.

- نو دا نور خلک، چې ټوپک ګرځوي دوې هم وژل کول.

- هو کنه دوی زياتره پتنې او دښمني لري، له بله ځان ساتې وسلې ګرځوي او دلته خو همدا دود دی.

- نو زما پلار ولې؟

- ستا پلار ته هم ستا د نيکه دښمنې راپاتې ده، اوس خو ستا نيکه په خپل مرګ مړ دی او هغه دښمنان يې ستا په پلار پسې ګرزي، هغوی غواړي ستا پلار ووژني او خپل بدل واخلي؛ نو ځکه ستا پلار هم ټوپک لري، هماغه ټوپک  هماغه د نيکه پوټک دی...

د مور خبرو مې رنګ زيړ وتښتاوه په غوږونو کې مې نوی اواز او بنګار وڅرخيد، سر مې ګنګس شو، سترګو مې تور وخوړ، د انسان  مرګ، ټوپک، نښه کول او داسې نورې نندارې مې، تر سترګو شوې او نورې پوښتنې مې ونه کړې، په خپلو لوبو پښيمان شوم او ډار مې په زړه کې ځای ونيو.

خو له هغه وروسته کله، چې د غواوو څرولو له پاره بيا له همزولو سره پټو ته لاړم، دا وار مې زړه نه کېده، چې بيا د ټوپک لوبې وکړم.

همزولو مې چېړلم خو زما زړه نه کيده، چې بيا د ورځې همدې خبرو  فکر اخيستی وم.

نه يوازې فکر بلکې کله کله به دغه ډول سوچونو داسې پرمخه کړم، چې ان ځان به مې په پیښو کې وليده، د جنګ په پيښو کې، ناڅاپي به مې ډزې او د ټوپک ډزې پر ځان وانگيرلې، نيغ به ولګېدم، وبه ډاريدم، ځان به مې مړ وليده او بل به مې هم وژلی و، دا زما د سوچونو او چرتونو  نه شليدونکې لړۍ وه، د خوب هم نه و، خو دومره بيداري هم نه وه، يوازې مرګ ژوبله، مړينه، وينه او د وينو سيلاب مې سترګې نيولې وې.

په همدې چورتونو کې ډوب وم، ژورې ویرې او ډار پر سر اخيستی  وم ، کله چې  به کوټې ته ننوتم،  ټوپک ته مې له ويرې نه شول کتلای، هغه به د جنګ پيښې رايادولې:

دښمن، مرګ... او د ځان مرګ، نو هغه ټوپک ته، چې يو وخت به يې په لېدو نه مړيدم، ویرې نيولی وم او پدې ډول را باندې د مور خبرو پر ما  دومره اغېزه کړې وه، چې فکر مې کاوه، خيرنه او خولو وهلې خولې مې يوه نيزه له سره جګه ولاړه ده، خو مور مې ټولې خبرې په ډېره ساده ګړدود کړې وې، هغې ته عادي خبرې وي، په خوند به يې کولې، چې هم به يې زما د نيکه زړورتوب ستايه او هم به يې د تربره بې خونده مرګ غنده؛ خو هغه  ساده خبرو  به څه بل شان اغېزه وکړه، زه يې وډارولم، ښه ډېر يې وډارولم، زيات وخت راباندې په همدې چورتونو کې تير شو، هغه ورځ را باندې ډېره اوږده تيره شوه، يو ماښام بيا د نغري په چرگۍ سره راټول شو، ټولو خپلې عادي خبرې کولې، خو زما فکر له ټوپک سره و، هېڅ  زړه مې نه کاوه، چې ټوپک ته وګورم؛ خو کله چې د تيلو څراغ مړ شو او زه په خپل کټ کې ستونې ستاغ څملاستم بيا هم په غوجل کې د غوايانو او غواګانو سترګې بټې بټې راوتلې، ما ته خوب نه راته، هڅه مې کوله، خپلې انديشې له ذهنه وباسم، د غوايانو سترګو ته ونه ګورم، تورتم، له یاده وباسم، او د ټوپک کېسې له فکره لرې کړم، غلی ويده شم، خو زه په خپله بستره کې هم ويريدلم، نه پوهېږم، ولې يې دومره زيات ويرولم، چې څومره به يې زه ډارولم، مرګ، مړينه، وژنه او يو بل په نښه کول او وينې توييدل نيغ راته په مخکې دريدل، خوب ته يې نه پريښودم، ترڅو په همدې سوچونو کې، چې غوټه شپه تېره شوې وه، يو وار ناڅاپي يې له خوبه راپاڅيدم، په چيغو او ژړا سره زه پوه نه شوم، مور مې بيا سملاسي څراغ لګولی و، زما د کټ خوا ته ولاړه وه، زه پوه نه وم، پلار  مې هم له خوبه سترګې مښلې ټول کالي مې، د خولو له لاسه لانده خيشته وو، ډېر ويريدلی وم، شونډې مې هم راوتلې وې، مور مې پوښتنه کوله، زه پر ځان پوه نه وم؛ خو ما خوب ليدلی و او په خوب کې ويريدلی وم.

 داسې  چې ټول کلي ډزو او دباروتو ګردونو نيولی دی.

کليوال یو بل ته ولاړ وو، يو بل يې سره ويشتل، يو بل يې په نښه کول، وينې يې تويولې، يو له بل يې بدل اخيست، نه پوهېږم، په څه يې جنګ و، د کلي مخ ته وستل په وينو سور شوی و، وياله چې لږې اوبه لري، اوبه په کې روانې وې، په وينو سرې شوې وې، ټول مې لېدل.

زما د نيکه دښمنان هم ولاړ وو، هغه، چې زما نيکه وژلی و، هم په سپينه کڅوړه کې ولاړ و، زما پلار ته ګواښيدل، يوازې ژوندي نه بلکې مړه او وژل شوي هم ولاړ وو، شور او زوږ يې جوړ کړی و، د ټوپکو ګوليو يې شور ريبه، غاښونه يې چيچل، ټولو يو له بل سره ويشتل جنګ او وينې وې، لويدل او پاڅيدل، غورزي او پرزې وې، خو کله چې مې خپل پلار وليد، هغه هم په خپلو سپينو جامو کې په وينو سور مې خواته غځيدلی و، ټوپک يې له لاسه لويدلی و، د ټوپک شپلۍ هم سره وه، په کنداغ يې هم وينې پرتې وې، له توروالي سره  يو ځای شوې وې، ټول په وينو سره پراته وو، وډاريدم، يخني مې وشوه، داسې سخته يخني، چې هډوکو مې ورسره درد وکړ، په سپينو او شليدلو جامو کې ولاړ کسان د اراوو شور او زوږ د ټوپکو اواز او وينې او بيا مې له خولې  اوږده کړيکه  له خولې ووتله......)).

په همدې شان له خوبه راپاڅيدم، د څراغ په تشه رڼا کې مې بيا سترګې په ټوپک لګيدلې، زه له ټوپکه ويريدلی وم، خو کله، چې مې مور پوه شوه، زر يې ټوپک له ستنې را اخيستی و، هغه يې له بالښت لاندې ايښی، زما د پلار د بالښت لاندې او بيا مې په توره ستن کې او  په پنډ ميخ کې هغه نه ليده، چې لږ وروسته مې سترګې وغړولې، په هماغه خيرن او تور ميخ کې د ټوپک پر ځای زما د ښوونځي د لومړي ټولګي د کتابونو په رنګ او سياهي ککړه کڅوړه ځوړنده وه؛ خو چې اوس کوټه او ميخ زما ياد ته راشي سملاسي مې د کتابونو کڅوړه يادېږي، او بس.




 

                                                                                                                                                             وینې او نکریزي 



 او خدای خبر، چې دا وخت به د سپين ګل په زړه کې څه تېر شوي وو؟ دا ځکه چې  د کلا د مخې ډېران نه يې د سرې وروستۍ کجاوه په زور سره په شا کړه، داسې بريښيده، چې ملا يې ور دردولې وه، ځکه دا کجاوه د بوسو نه ډکه وه، بلکې زياته او وروستۍ ښوره يې هم په کې راپورته کړې وه او د پټي په لور په تیزۍ سره روان و.

سپين ګل په چرتونو کې غرق و، نه پوهېږم، چې دا مهال يې په زړه کې څه ورتير شوي و، ايا خپله نيستي او غربت ورته دريدلې وه او که د خپلې مور حيرانه ورځ ور په ياد شوې وه، چې څنګه يې په سختيو را لوی که او په ډېر غربت  سره يې د هغه په مخکې له دنيا سترګې پټې کړې.

دا سې به  هم نه وو، هغه په ډېر چرت روان و، داسې هم بريښيده، چې ښه ستړی ستومانه وي، د زلميتوب د تنګي مخ او د نرمو بريتو او د مخ له کاسې الوتې بڼې يې هم ښه جوتيده، چې ښه ستړی شوی دی، سمه ده، ځينې جسمې کارونه سړی ستړی کوي، خو هغه هېڅکله د دې سبب کېږي نه، چې ګوندې د ستړي ستومانه فکري دنيا دې هم ورخرابه شي.

سپين ګل په درندو ګامونو خپله وروستۍ کجاوه د شوتلو په پټې کې ختا کړه او په خپله سم دم ودريد داسې بريښيده، چې نور ورسره د دې مجال هم نه وو، چې ګوندې خپله کجاوه د سرې له ډېرۍ راخلاص کړي، هغه د پټي په کونج کې سم دم ودريد، د پټي  په کنج کې تړلی پسه، چې د خپلې مور لومړي اختر ته يې ساتلی وو، حيرانتيا او يوې نيمې رمباړې هم فکر بدل نه کړ، بس سم دم ودريد له ملا څخه په تاو څادر يې دواړه لاسونه کېښودل، يو وارې يې سترګې په لیرې وچ خوړ باندې، چې د کلي په کلاګانو سور وه، ولګيد او بيا يې کښته د سيند چړونو ته پام شو، د کلي د مخې د لويې ويالې څخه نجونو او ښځو خپل منګي ډکول او بله ډله هم هلته کښته په کڅيو کې د غنمو د پټيو په منځ کې په سبو بوختې وې، د اسمان په ماسپښينۍ لمنه کې هم غړوسکې وريځ د ژمي د لمر سترګې له خوا و شا نه تاويده.

سپين ګل په لږ سات کې نور هم چرتونو واخيست، هېڅ شی يې پام بدل نه که، يوازې د وریښمو د چنجي په څير په خپله غوزه کې ننووت او د چرتونو په سمندر کې د لاهو جالۍ پر سر کله پورته او کله هم ښکته په ټاليو بريښيده.

له ستړي ستومانه ملا څخه يې د خولو ډک څادر ايله کړ، څنډ يې واهه، کجاوه يې په ښي لاس راپورته کړه او يوې اوږې ته يې سمه ځوړنده واچوله  او د کلي د مخې ويالې په لور روان شو.

هغه پدې لار کې هم پوه نه شو، چې څرنګه يې تر ويالې په لور ځان ورساوه، د ولې په خوا کې يې د لنګې سپۍ په کوړنجاري هم فکر بدل نه شو، نه پوهېږم دا وخت په سپين ګل باندې، چې هر وخت به يې خوله له خندا ډکه وه، ولې او څرنګه د غم غرونه سواره وو، چې په چرتونو کې زنګيدلی روان  وو، او نه پوهېږي، چې دا وخت يې يوازې د لويې ويالې پر سر د خپل تربره د ځوی زلمي ليدنې داسې سرکاو ته کړی و او که بل څه. دا ټول عجيب او غريب سوالونه او پوښتنې وې او دي چې هغه مهال پرې زما سر خلاص نه شو، خو ما د سپين ګل زنګيدلي ګامونه لېدل؛  يوازې د هغه د شونډو تور مزي راته د قهر او غضب ډيوه اژدهار په څېر ښکاره شول.

د مور له مرګه وروسته د هغه د ډوډۍ پخولو هم څوک نه وو، نو ځکه يې چالاکي  وکړه، چې ژر تر ژره واده تر سره کړي، خلک متل کوي:

(په ښه کار کې تادي او په بد کې تامل) سپين ګل هم په ډېره شله ګۍ خپله حيا ترکوره کړه، ښه غريبانه ژوند يې پيل کړ.

شپې ورځې تېريدې، د مور د مړينې غم يې په کرار له ياده واته، خو د زلميتوب تودې وينې او د کليوالو زياتې خبرې، چې کله هم غرونه رانړوي، خپلې غريبۍ ته يې پرې نه ښوده او هر چا پس پس او ګونګوسې د هغه ځواني تالا کړه.

 سپين ګل پر زنګيدلو ګامونو د خپلې کجاوې سره د خنډۍ کلا په نيمکښو دروازه، ننووت، کجاوه يې د تناره خوا ته نسکوره کړه، د تور لوګجن او نيمايي دالان په شليدلي کټ کې ستونې ستاغ څملاست.سترکې يې دالان د چت په کږو وږو لرګو ونښتې، هلته، چې د وختونو کېسې کوي، د دوه لرګيو تر منځ سوری شوی بام په ګياوو او غوړګو ټپ شوی او بيا يې خدای خبر، چې په زړه کې څه تير شول، په نيمايې ډډه واوښت، د دالان مخ ته يې پام شو، چې د کار وسايل پکې ښه تيت پرک پراته وو، د تناره خواو شا وچو لرګو او خمبو نيولي وه، د غرمې د اچول شوي تناره په مخ کې يوه کوچنۍ ډېرۍ ايره هم پرته وه، اوږدې خمبې يې داسې لېدلې لکه، چې په سترګو کې يې ننوزي.

د خپلو فکرونو او سوچونو په درياب کې غرق وو، کله هم لرګيو ته لاس کړي او کله هم د شليدلي بالښت لاندې په شپږ ټکي چاقو لاس وهي او کله يې هم فکر اوږې خوا ته وغځېږي، هغه يې فکر ته رانژدې شي‎، د خندا ډکې کوکې په خندا سره او بيا هم کله د خپلو کليوالو د خبرو او ملنډو نه وترهېږي، سر پرې وګرزي، په ځان باندې اګاهي له لاسه ورکړي، غلی پاڅېږي، فکر کوي پاڅېږي، چې د دالان د بشونو د تورې ستنې له ميخ څخه د سونډانو کلکه رسۍ را ايله کړي، ښه يې په لاس کې وزن کړي، ګوري يې، چې څرنګه ده.؟

بيا يې هم پرې زړه اوبه ونه څښي، اخوا ته يې ختا کړي، د خپلې کلا د ديوال نه بهر د مستو او بې پروا اوبو خندا څپې يې تر غوږو ورسي.

او بيا يې سم دم مخې ته ودريږي، (ننګ ناموس) او (غيرت) او په همدې ډول په څو دقيقو کې په د رنګ ساعت کې هغومره، چې د هغه د فکر ځغاسته زياته وه، هغومره د بريښنا منډه نه وه، ډېر اثر او په چټکۍ ټول ماحول ګز وګام کي، له سيندونو اوړي، له غرونو پناه کېږي، بادونه پر ځای دروي تېرېږي، او له ژورو او پلنو ويالو ټوپ وهي، کله هم په خپل فکر کې د اوږۍ سره مخ شي.

هغه د خنډۍ کلا په دروازه را دننه شي، منګی پر سر را ننوزي او دا دی هم سوچ کوي، چې څرنګه د هغې خبرو ته ځواب ووايې، څرنګه ورسره خوله ګډه کړي، او په همدې شيبه کې په پيښه کې ځان ورک کړي.

بيا پوه نه شي، چې پر سترګو کې يې څه پريوتی دی.

او بيا سم دم، ساده اوږۍ د هغې ګناه يا بې پروايي د ځوانۍ بې پروايي ياغي نظر، ساده توب، هغه ولې پټيو ته ووتله، چا ورته اجازه ورکړه او د چا په خوښه د نورو کليوالو سره مله شوه، ولې او د څه له پاره په پټي کې ګرزي، د سپين ګل فکر همداسې خبرو په مخه اخيستی و او کېدای شي نور... خو دا د سودايانو خبرې دي، د ليونو عادتونه دي او دا ډول.

***

او کله چې اوږۍ د اوبو منګی پر سر لنده خيشته په ورانه دروازه راننوته؛ نو سملاسي يې په خندا سپين ګل ته د  ستړي مه شې غږ وکه، او دا وخت ستړی مه شي نه وه، بلکې د يوه تندر او شړک رالويدل وو، سپين ګل پوه نه شو، چې څه پرې شوي و او څه پرې وشول، هغه تاو را تاو شو، او د اوږۍ د خندا ډکه خوله همداسې د تورې کوټې د تورو تنبو مخ په وينو سور و، د دالان تورو لوګو هم د يوې نارې له وينو سره څاڅکي واخيستل دالان ټول په وينو سور و، او  داوږۍ  دلاسونو سوروالی يې د وينو سره غبرګ شو، او بيا لږه شيبه سپين ګل په داسې حال کې، چې د کلي ملک يې د مخه وو، تړلې مټې د سپاهيانو د مخه د حکومتي په لور روان و، لمر سترګه په غرغره وه، کلی چوپ او ساه نيولی و او د وچ ډاک په کندو کې د چرګانو لکۍ هم د ژمي د مازديګر باد ور کږې کړې وې، د وچ خوړ د نرۍ لارې څخه بارونه پر شاه کليوالو له ليرې د سپين ګل تړلي مټې ليدلې، چې روان و، او د کلي له تنګو کوڅو په دننه کې پنا کيده.

مکرويان- ۱۶۶ بلاک

۱۹ ر ۱۱ ر ۱۳۶۴



 

                                                                                                                                                      د ماښام په تروږمۍ کې 



د ماښام کاکا د دوکان ليدل او هر مازيګر د هغه ددوکان  مخې ته ورتګ هم زما د ژوند ډېره په زړه پورې خاطره ده، نه غواړم د دې خاطرو په باب زيات وګړيږم او نه غواړم هغه تېرې خاطرې بيا به خپل ذهن کې راژوندۍ کړم، خو کله چې راپه يادې  شي نو بيا مې ذهن د سيند وړي په څير  په  مخه کوي، او په کوم پاياو چړ کې  له دغه تصوراتو راپورته کېږي.

رښتيا !خو نن د ماښام کاکا د دوکان پيښو په مخه کړم. نن يې په فکر کې واچولم، هغه زما د کوچنيوالي عجيبه پيښه و،  ډېره حيرانوونکې، ځکه ما چې کومې کېسې او نکلونه په دې باب اوريدلي وو، او په شپو، شپو به يې زما فکر او حواس ځورول، په لېدلو سره يې ټول زما په ذهن کې ژوندي شول او ټول يو وار بيا ما ته نيغ په بله څېره او په بل شکل سترګو ته ودريدل . دا وار رښتيا هم ډېر عجيب و.

ماښام کاکا زموږ په کلي کې د ماښامي په نوم مشهور و، ټولو لويانو مشـرانو په ورته ماښامی ويل او وړکو او کشرانو په ژبه همداسې ماښام کاکا و، زموږ د زاړه کلي په مخ کې د هغه کوچنوټی دوکان يعنې د ماښام دوکان او د هغه په مخکې منډ و  و، خو د کلي د لويانو او کشرانو د ناستې او اينډي ځان هم و، هر مازيګر به د چاخبره د کلي ټول هلکان د هغه د دوکان په مخکې سره راټول وو او خپلو ټوکو ټکالو محفل به يې ښه تود ساتلی و، د هغه په خوار ګوټي دوکان کې هسې د سودا څه مزه خو نه وه، خو  د کليوالو خبره، د کلي جوارو، غنمو ته يې (چل) غلی کړی وو، د هغه دوکان، چې څومره د کلي د زلمو او هلکانو او ماشومانو په راټوليدو مشهور و، نو دومره په تش والي او سپيروالي هم ښه مشهور و، جوشانده، سوڼ سپيرکی، اوردبلي، تمباکو، شين او تور چای او لږه شان ميوه هم، چې په بېلو بېلو ټوکريو کې پراته وو، د دوکان په دوکانوالي کې يې اضافه ګي او ډول پيدا کاوه، خو پردې ټولو کې يې د مدهو  بالا عکسونه يې هم چيرته پيدا کړي وو،  چې  د مچانو د ناستې په اثر لږ بدرنګ شوي هم وو، د نجونو د ډول   او ټکور له  پاره د سر د ګلونو پاکټونو هم دوکان ښکلی کړی و، خو زه، چې به کله د يوې لپې جوارو سره دوکان ته ورغلم، نو زه خو به رښتيا ووايم، چې بيا به مې د ماښام کاکا تله نه ليدله بلکې خپلې دواړه سترګې به مې د ماد هوبالا او نورو هندي ستارو په لوګو وهلو عکسونو نښتې وې او بيا به راته سترګې ليرې کول مشکل بريښيدل.

خو د ماښامې دوکان يوازې د کلي د خلکو د ډېرو عادي اړتيا وو د پوره کولو دوکان نه بلکې د کلي د هلکانو د ساتيرۍ او په وستل کې د هغو د ناستې له  پاره هم ښه ځای وو، کله، چې به د کلي وزګار هلکان سره راټول شول او د ماښام په دوکان به راغونډ شول، نو هر يوه  به په ګپ شپ کې له بل نه مخکې کيده او چې نور به هيڅوک پيدا نه شول؛ نو په خوار شينا باندې خو به د ټولو هلکانو د ټوکو ټکالو باران وو،  هغه به له خندا شين وو، يوازې خپله شنه پزه به يې راښکله او کله به يې د خپل کميسه کلکه لمن راواړوله او خپله سره پزه به يې پرې پاکه کړه، شينا خوار د ټولو د ټوکو ټکالو له پاره مخاطب و.

خو دا وار ټولو په يتيم او بې موره بې پلاره شينا باندې دومره نه خندل او نه  هم چا د هغه د پزې ګړنګ او د کميس د لمنې په ترازي ترازي څه ويل، بلکې دا وخت ټولو پام بلی خوا ته اوښتی وو.

ټولو د پړانګ په بچو خبرې کولی ځينې بوتکي او غټ هلکانو د پړانګانو له پنجرې ګرد ناست وو او ځينې وړکي ورته ګرد چاپير ولاړ و، ټولو ورته کتل د ټولو سترګې د پړانګ په بچو نښتې وې، چا يې سترګو ته پام کاوه او څوک يې د بريتو په ليدلو نه مړيدل او ځينو هم د پړانګ د بچو د ملا او پښو په سپينو او تورو بټارو په ليدلو نه مړيدل، خو ماته هغه وخت او مهال عجيب شان بريښيدل ډېر عجيب انسان، ماښامي کاکا د هغه خوار دوکان او بيا د پړانګ د بچو ساتنه.

د پړانګ د بچو پنجره د ماښامي کاکا د دوکان په مخکينۍ منډو کې ايښې وه، په يوه پنجره کې دوه بچي وو، دواړه په کې پراته وو، غلي وو، کوچنی وو، نه پوهېږم، چا ورته راوړي وو، خو د ماښامي کاکا دوکان يې ښه ګرم کړی و. هسې خو هم د هغه دوکان د کلي د وزګارو کسانو د ناستې ځای و، خو د پړانګ بچو ترې نوره هم د ملنګانو دوهۍ جوړه کړې وه.

ويل کېدل، چې يوه ورځ په پورته ليرې غرنيو ځنګلونو کې يو ګوجر د خپل مال د څرولو په وخت کې د خپل لنډې سپې سره د پړانګ پرځاله برابر شوی وو، ، پړانګ او پړانګه نه وه، په ځنګله کې ورک و او ګوجر د پړانګ بچی، چې هغه وخت ډېر کوچنی و، په خپله وړينه شړۍ کې تړلي وو او دې ځای ته يې راوړي وو، هماغه ګوجر چې هر ژمی به زموږ کلي ته د خپلو څارويو او لنډي سپي سره راتلو او د کلي مخامخ غره په څمڅه کې به يې ژوند کاوه  د ټوک په بدل کې به يې زموږ د کلي د جومات د تودولو له پاره لرګي راوړل، دا دوه د پړانګ بچې يې هم راوړي وو او دلته ترې ماښامي کاکا د تير کال د جوارو د پور په بدل کې اخيستې وو، دوه نيم منه جوارو  پور خلاص شو او دوه د پړانګ بچي يې ترې واخيستل او دا وخت دا دی د کلي د وزګارو کسانو له پاره د اينډۍ او ملنډو ښه ځای و.

ما په کوچنيوالي کې د پړانګانو ډېرې کېسې اوريدلې وې، زه په کوچينوالي کې ډېر ويريدلم، د چا خبره ان د پيشوګانو نه هم ويريدلم، کله چې به جوار نامه غوټۍ ته راجګ شول، بس زه به د خپلو پټو په پوله هم نه شوم تيريدلای  او د پړانګانو او هغه ليوانو څخه چې ما هيڅ نه وو ليدلي، بيخي زيات ويريدلم او په همدې وجه به مې د دغه شيانو کيسو ته ډېر غوږ ايښوده.

ما هغه وخت د پړانګانو ډېرې کېسې اوريدلې وې، ما په کوچنيوالي کې د خپلې ويرې او ترهې له مخې غوښتل، چې د غرو د ځناورو، لېوانو او پړانګانو کېسې واورم، بختي ادې، چې اوس په رښتينې دنيا ده، هغې موږ ته ډېرې کېسې کولې او موږ هم د ژمي په اوږدو کېسو هغه خپلې څرخې ته نه پريښوده، په نيم ژواندي څراغ ناسته وه، څراغ به ډېره لږه رڼا کوله، او دې به خپله څرخه تاووله، خو موږ ته به يې کېسه کوله، کله به  دلندو لرګو لوګو په تنګه کړه د هغې د وچ مخ په کاسه کې ننوتې سترګي به يې زورولې، خو کېسه به يې نه پريښوده.

زموږ د ماشومانو هم د پړانګانو د کېسو سره ډېره مينه وه، ښې په مينه به مو اوريدلې او کله، چې به هغې د دغه ځناورو په باب کېسه کول.

نو ما به هم د خپل ذهن او تصور مطابق د هغو څيره د خپلو سترګو په وړاندې مجسموله او فکر به مې کاوه او هر ډول به مې جلا جلا تصور کاوه، د هغو منډې ځغاسته، حمله، څيره، شکل او هر څه به مې د ځانه سره جوړول، او کله چې به مې يو وار په فکر کې ورسره ځان مخامخ وګاڼه؛ نو زړه  به مې هم داسې وښوييده لکه، زه چې ناست او زړه مې په ځمکه پروت وي؛ خو دا ټول تير شو، د بختۍ ادې د کېسې پورې راياده شوه، د هغې کېسې ډېرې خوندورې وې او په زړه پورې.

خو کله، چې ما د ماښام کاکا په دوکان د پړانګ بچي وليدل، هماغه وخت راته د بختۍ ادې ټولې کېسې د کوټې نغري، زيړ د غوړو څراغ د څراغ لنډه پلته، د هغې زړه، څرخه او يو نيم چارک پاغونډه راياده شوه، او زما به تصور کې يې بدلون راوسته، پوه شوم، هر څه چې اوريدلی شي، داسې نه وي، کله چې ليدلی شي او اوس خو مې بيخي تصور څه بل شان دی.

خو د پړانګ کېسې ماته هر وخت په زړه پورې وې، هم د بختي ادي له خولې او هم هغه وخت، چې موږ په دنګه کلا يوه د پسرلي شپه، چې اسمان وريځ و، غنم له زنګنو راپورته وو، تازه يې وږي را ايستلي وو، په هغه کال ډېر بارانونه کيدل، په دوه پوړ کې زموږ گډې  شپول شوې اوتړلې وې، دروازې ټولې تړلې وې؛ خو زموږ د پوړ د غره له مورګې ښکاريده، هغه وخت زموږ سپی هم نه وه، خو په نيمه شپه کې په تورتم شپه کې، چې د چا خبره ښي او چپ لاس نه معلوميده، د کلا په جګه بلۍ راختلی وو او زموږ د څو ګډو وينې يې څښلې وې، نور يې نه وو خراب کړي، يوازې وينې يې ورته څښلې وې، هغه هم ماته ډېره ويرونکې وه، هغه مهال پړانګ د ټولو په خولو څرخيده، هر چا د پړانګ کېسې کولې او بختۍ ادې هم موږ ته د پړانګ ډېرې کېسې وکړې، موږ په هغو شپو کې د پړانګ ډېرې کېسې واوريدې، د هغه د زړه ورتوب کېسې، او د هغه د بې رحمۍ کېسې او د هغه قوت او ټوپ وهلو کېسې او د وينې څښلو...

خو دا وار، چې مې د ماښامي کاکا په دوکان کې د پړانګ بچي وليدل، ډېر يې حيران کړم، ما ورته ډېر وکتل، نورو هم ورته کتل، ټول يې په ليدلو نه مړيدل، د ټولو د پام وړ وو، خو زه يې دومره ځانته راکښلی وم او دومره يې زما پام رااړولی وو، چې ما ته په ټوله شپه او ورځ کې په کور کې او په لوبو کې په ښوونځي کې او د ښوونځي په لاره کې د پړانګ بچي تر سترګو سترګو کيدل او مخې ته راتلل او له هغې سره دا خبره هم ماښام کاکا او د پړانګانو پنجره.!

خو د پړانګانو بچي سره د هغه په دوکان باندې بير وبار او  اينډه  نوره هم  زياته شوه او زياته وه، د هغه دوکان خو پخوا هم د هلکانو او زلمو د راغونډيدو ځای  و، خو د پړانګ په بچو سره د ماشومانو ليکه هم ورپسې زياته وه او هر مازديګر د کلي د مخې وستل د کلي هلکانو او ماشومانو د شور، زوږ او راغونډيدو ځای و.

رښتيا ماښامي کاکا د پړانګانو په بچو ښه پيرزوينه درلوده، هر څه، چې به د هغه له پاره سهار او غرمه او يا ماښام او يا ماښام له کوره راووتل؛ نو د پړانګانو د بچو برخه به يې کوله او په ډېره مينه به يې د پنجري د پاسني سوري له لارې ورته په کنډولي کې واچول، ډېر په مينه يې ساتل، هغوی په نرۍ او باريکه فلزي پنجره کې پراته وو، څو مياشتې پرې تېرې شوې وې، لږ رابوتکی شوی وو، غره، ځنګل او بيديا یي  په رڼو نه وو ليدلي، خو په پنجره کې به يې په خپلو منځو کې سره مستې کولې او چيغې به يې وهلې او د پيشوګانو په څېر به تنګه پنجره کې سره يو پر بل سپريدل او په دې ډول به په دوکان کې د ناستو کسانو له پاره د هغوی مستي او کړيکې هم ښه سيل او تماشه وه.

خو هر څه چې وشول ماښامي په خپله پر ځان وکړل، دا د کليوالو څيره ده، هغه وخت د تماشې او سيل خبره نه وه، خو ((په خپله پر ځان)) دا يوه خبره وه، چې د هر چا په خوله څرخيده او ځينو به د ټوکو په توګه ويل، چې (ماښام) په خپله پر ځان ( ماخوستن) کړ.

نه پوهېږم ولې؟ هيڅ څوک خبر نه شول، هيڅوک د کېسې په راز نه وو پوهیدلي، خو ماښامی کاکا هم نه و، هر څه يې له مرګه پاتې و  او هر څه خلکو هر څه ويلې، هر چا هر ډول خبرې کولې.

چا يو څه او چا بل څه؛ خو ماښامي دوکان سوړ و او زما لپاره هم دا ډېره مهمه خبره وه، چې اوس په لمنه کې جوار او يا غنم د چا دوکان ته يوسم، شينا ته هم عجيبه وه، چې هلته خو څوک نه کښيناستل او په هغه باندې ټوکو او ملنډو کسان هم نه وو، خو ماته بيا هم عجيبه وه، چې د ماښامي دوکان پورې شوی و، نه مې پکې بيا پتاسې واخيستې، نه مې پکې بيا د مادهوبالا، چې په وخت مې نه پېژانده عکس وليده، او نه مې پکې نور څه خو دوکان پورې و  او چې وروسته خبر شوم، نو ماښامي هم خپلو پړانګانو په خالي دوکان کې راڅملوی و، پنجره يې ورته ماته کړې وه، وينې يې ورته ځبيښلې وې، کالي يې ورته شلولې وو، په بونډه ږيره يې ورته شوکې اچولې وې، او د تيلو مړ ژواندی څراغ همداسې جګ پاتې شوی و، دوکان يې بيرته ډنګی ډوال پاتې شوی و، هيڅوک پرې خبر نه شول، چا يې غږ هم وانه وريد او د پړانګ بچي د ماښام په تروږمۍ کې همداسې د غره په مورګه ختلي وو.



 

 

                                                                                                                                                                کوتر


 

خو د وروستې ځل له پاره، چې د هغه سترګې په ما ولګيدې، دواړو  راټوپ کړ، زما پښو کې ولوغړيده، ډېره جنګاری يې وکړ. 

مخ يې واړاوه، سر يې جګ ونیو او په کوړنچاري يې شروع وکړه.

ډېر يې وکوړنچل، ډېر شور، زوږ او فرياد يې وکړ، او د يوه خواخوږۍ بنيادم په څير يې سنګاری کاوه، په شوديارو کې وتوغليده، او بيا يې زما په پښو کې سر ښکته کړ، لږ لېرې ودريد اوښکې یې د ماشوم په څير په شونډک را روانې وې، د مخکې پښې په پنجه يې ازار ورکوونکي مچان له سترګو وشړل او چې ډېر به يې په عذاب کړ، نو بيا به يې له ځانه سره وچنګل، کوړنچاری به يې وکړ او د دوبي په توده شودياره کې به يې سرښکته کړو، هغه ما په دا دومره موده کې پدې ډول چيغو او فريادونو نه و ليدلی؛ خو دا وار يې زه په خپلو چيغو، سنګاري او فرياد حيران کړم. دا زما او د هغه وروستی ځل ليدل و، د هغه وير او شور او د هغه مينه او زاري او سنګيدل او فرياد.

***

هغه زموږ په کور کې د ماشومانو سره کوچنی رالوی شوی و، نه پوهېږم د کومې لنګې سپۍ څخه پاتې شوی و او که چا زموږ کلا ته راوړی و، خو په ډېر ناز او نزاکت سره او په ډېرو ښو خويونو سره رالوی شو، زه به د هغه د ښو خويونو په باب څه ووايم! واقعاً، چې ښه عادتونه يې درلودل او د هغه ښه عادتونه او وفا داري، خو هډو  زما نه هېږيږي، هغه، چې لږ را بوتکی شو او په ديره او حجره کې ميلمنو ته د خولې اچولو شو؛ نو د کور کوم مشر ورته ښه ډنډۍ (لرګی) جوړ کړ، په دواړو سرونو کې يې ورته کلک د سونډانو پړي واچول، يو سر يې په موږي پورې وتاړه او د پړي بل سر يې د هغه په غاړه کې واچاوه، په مخ کې يې ورته زړه کټوه کيښوده، شړومبي يې په کې واچولې او سوکړک به يې ميده کړ او بل خوا ته يې ورته په بله کټوه کې د څښلو اوبه کېښودې، چې د تندې په وخت کې پکې خپله خوله ووهي.

خو ورځې وروسته د کلي په ډم باندې، چې زموږ د ماشومانو د سرونو د پاکولو او د لويانو د سر، بريت او تخرګونو د خريلو له پاره به هره پنجشنبه د خپل زاړه بکس او پڅو چړو سره زموږ کلی ته راتلو او زموږ خدمت او حجامت به يې کولو، په خپله پڅه او زنګ وهلې چاړه يې د هغه غوږونه غوڅ کړل او د غوڅولو په وخت کې يې ښه چنګاری وکړ، زما پرې زړه درد وکړ، ډېر پرې وزوريدم او ډېر پرې خوابدی شوم، د هغه له غوږونو وينه څڅيدله؛ خو ماته هم داسې احساس راپيدا شو، لکه زما له لاسونو، چې وينې څاڅي.

زما هم له وينو بدي راتله او هغه ته هم د وينو له توييدو ويره پيدا شوه، خپل غوږونه يې هم څنډل، په کوچني اندام يې غټ کوتک(ډنډه) له ځانه سره تاووله، سر يې څنډلو او په دې شان د سپو د مچانو، چې ډېر سخت چيچل يې کول، له هغوی ځان ژغوره، د هغه غوږونه يې غوڅ کړي وو، موږ ماشومان وو، د کلا ډېر ماشومان د هغه سيل ته ليکه ولاړ وو، خو هغه د مچانو له لاسه خپل سره او بوچي غوږونه څنډل.

څه وخت وروسته د هغه غوږونه ښه شول، قد او قوارې يې هم تغير وکړ، نوم يې پرې کېښود، هغه برګی او په  ملا يې سرې او سپينې پټارې او چاپونه وو، نور يې ټول ځان ملا، خيټه  او پښې او شونډک سپين وو، د سترګو له پاسه يې د نورو سپو په څير تور څاڅکي هم نه لرل، چې څلور سترګې يې وبريښوي، له نورو سپو يې توپير درلود، د ماشومانو سره ډېر مينه ناک و، ماشومانو پرې نوم  ايښي و،  هغه ته ټولو کوتر ويل. کوتر همداسې د کوتر(کفتر) په څير و د خپل نوم سره يې هم عادت اخيستی و، د کوتر په غږ خوشحاليده د(کورې) او (تو) په غږ يې دومر پروا نه درلوده.

د کوتر په اوريدو به يې لنډ بوچي غوږونه ورپول، لکۍ به يې جګه کړه، او د غږ کوونکي مخې ته به د خوشامدو په توګه ورغاړې شو، د هغه په پښو کې به يې ځان واچاوه او په دې ډول به يې خپله خوشالي ښودله.

خو د وروستي ځل لېدو سره زموږ د برګ سپي (کوتر) هغه ټوله مستي او خوشالي ورکه وه، دا وار يې چنګل، دا وار يې خوشالي او خوشامدي هم ورکې وې، کله چې به موږ په ديره کې ناست وو او يا به مو په پټيو کې قلبه کوله، نو تش لاسو لارويو ته هېڅ نه ويل، په دې ډول هغه د مردانو خویونه هم لرل، هغه د کلي ټول لوی، واړه پېژندل؛ خو د لښتې او کوتک والا لاروي يې سم نه پريښود، مسافرو او خيرات ټولوونکیو سره هم دومره جوړ نه وو، د هغو له کوتکه يې بدې راتلل، خو هيڅکله يې پټه خوله نه اچوله  اونه يې پټه غوټه  کوله او نه یې هم د ميلمنو او لارويو شاته د پرتاګه پښو ته خوله اچوله.  

د فصلونو د رسيدو په وخت کې د جوارو د ډاډي په وخت کې د هغه له لاسه څوک زموږ د پټي په پوله نه شو تېريدای، کله چې به د جوارو ټوپ ودريده او يا به د غنمو درمند ودریده، په ډېره بيدارۍ يې له هغه څارنه کوله.

ټوله شپه به ترې ګرد چورليده، هغه دومره غټ هم نه و. کوچنی و، دومره غټ اندام يې نه درلود؛ خو د منډې ډېر چابک و، د هغه په موجوديت زموږ د کلا مخې ته د چرګانو دښمنان لکه پيش پړانګ او ګيدړ هيڅ نه شو راتلای، د هغه د شور او زوږ څخه ويريدل، هغه ډېر چالاک او په منډه کې زښت ګړندی و، د کلا خوا کې په غره باندې په منډه ختلی شو، هغه په ښکار کې ښه تکړه و، خو له دې ټولو سره يې په کور کې د لويانو تر منځ او يا د ماشومانو تر منځ په جنګ او شور سخت خپه کيده او د جنګ په وخت به د ده هم اوښکې را روانې وې، د ښځو له ناندريو يې هم بد راتلل په خبرو خو طبعا نه پوهيده، خو چې د ښځو شور او زوږ او لاسونه خوځول به يې وليدل، نو هغه به سملاسي بخپلې  څيرې  ته تغير ورکړ، خوابدی به شو، اوښکې به يې په شونډک غټې، غټې را روانې وې، خو په دې ټولو ښو عاداتو سره هغه زموږ د کلي کور د ټولو لويو وړو ډېر ښه ايسيده، د شپې له خوا د کلا په مخکې مرغه هم نه شو الوتلای، ډېره ټينګه څوکۍ به يې کوله په ډېره بيدارۍ به یې پټي، دیره او کلا  ساتله  او په دې ډول یې د یو ښه بیدار او مودب څوکيدار  خويونه په ځان کې روزلي وو.

هغه سپی و، خو د بنيادمانو د زوريدنو څخه زوريده، له هغه ډېر خواشینی کيدو، د کلی وړکو، چې به نور سپي په جنګ اچول او کله به يې د کلي وستل، ته راوستل نو دې به له هغه ځای پناه کیدو او بیا به غلی په دیره کې د غواګانو د اخور په خوا کې یخ سیوري ته ناست و، داسې بريښيده، چې د هغه خو نه هم د سپو جنګ خوښيده او نه يې هم د  بنيادمانو شور او زوږ.

خو تر هر څه زيات کوتر د ښو بنيادمانو خويونه لرل، د هغه د چرک له وينو هم، چې چا به د مړو په شپه حلال کړ، بدې راتلل او د چرګ د حلاليدو ځای ته هم نه ورنژدې کيده.

هغه ما د خيراتونو او ودونو په شپو ورځو کې هم ليدلی و، کله، چې به په دغه ډول دود رواج کې ډېر څاروي حلال شول او وينې به يې تويې شوې او لړشنګ به يې ورته په ډيران کې تش کړل، چرګان او سپي به پرې راټول شول، خو کوتر به هلته هډو  نه  ور نژدې کيده، لرې به پروت و، او له وړاندې به يې خپل غونډ سر او بوڅ غوږونه په مخکنيو پښو ايښي او حيران حيران به يې دې خوا او اخوا کتل، او که چا به د پيرزوله مخې د مالونو وينه هم په زړه لرګينه کاسه کې ورته راوړه؛ نو هغه به ورته وکتل او د تش بوې کولو نه وروسته به يې بيرته ترې شونډک وڅنډلو او یو قدم به له هغه ځايه ليرې پريوت او بيا به يې سر او خوله په خپلو مخکنيو لاسونو کېښوده او په فکرونو کې به غرق شو، پداسې حالاتو کې هغه شور او زوږ او چنګاری نه کاوه، پس غلی به پروت و.

کوتر عجيب عاتونه لرل، او دا يې هم عجيب عادت و، د وينې له رنګ نه يې بدې راتلل، وينې يې نه خوښيدلې، کرکه يې ترې کوله، او د هغه کرکه هم د يوه پوه بنيادم د حواسو په څير د هغه له مخ او سترګو معلوميده.

هغه سپی و؛ خو د کلي ټولو لويو او ماشومانو هغه د کوتر په نوم ياداوه، کوتر د (تو) او (کورې) د الفاظو سره دومره اشنا نه و، لکه  د راشه او ورځه له الفاطو سره، هغه ډېر پاخه انساني عادتونه درلودل، هغه به د کور د خاوندانو په نه موجود گۍ کې  د کلا خوا ته هيڅوک نه پريښودل، د کلا د مخې په ليار هيڅوک نه شول تيريدای، او د ديرې له پاره او په ديره کې د پرتو کټونو او شيانو له پاره هم ښه څوکېدار و.

او پدې ډول وو، چې، زموږ د کور لويو وړو ته هغه ډېر ګران و، هغه د کور د يوه غړي په توګه عزت کيده او په ډېر ناز او نزاکت ورسره چلند کيده.

خو د وروستي ځل له پاره، چې ما هغه وليده، تر ډېرې اوږدې لارې پورې يې له ما پسې را وروسته منډې را وهلې ما شاته کتل  او هغه همدا ډول له ما پسې شاته راتللو، زه ډېره لاره په پښو ولاړ وم؛ خو چې مخ به مې را واړاوه، هغه به زما پسې وروسته راوران و.

او همدا ډول په کرار کرار زما له سترګو ليرې کيده، په يوه ځای کې غلی ودريده، ما شاته مخ واړاوه، هغه په يو ځای غلی ولاړ و لکۍ يې خوځوله سترګي يې پر ما ګنډلې وې او له ورايه يې ځير ځير کتل، داسې لکه، چې زما قدمونه شمېري او داسې لکه، چې زما د نن بوی پرې ښه لګېږي.

خو زما د هغه د وروستې ځل چنګاري نه هېږېږي، جوړ په هماغه شودياره کې ولاړ و، د کلي مخ ته هلته، چې زموږ او د نورو  کليوالو ديرو د ونو خمبې هم ځمکې ته راځوړندې وې، خمبې هم پر ځمکه لګيدلې، د پټو په نريو پولو او  کنیوو کې هم غټې او درنې پرخې ښخې وې، لښتې هم ببر و، د ډب ويالو سره سره بيا هم د کوچنيو  پارچاوونو د نريو اوبو شرهار  اوريدل کيده اوبه هم غلې غلې روانې وې او څومره، چې لېرې کيدلې رڼيدلې؛ خو د هغه ټولو په خپګان پوه نه شوم، او يوازې د کوتر په چنګاري وپوهېدم، د هغه له سترګو وينې څڅيدلې ژړلي يې وو.

ډېر زيات ژړلي وو، په ژړا ښه ستړی شوی و، له ديرې او  ونو يې په ښه زړورتيا څارنه کوله، خو څوک نه و په  شونډک يې د اوښکو لارې معلوميدلې، په نرۍ ملا  کې يې د ملا د شمزۍ هډوکې بېل بېل معلوميدل، داسې پريښيدله ، چې ګوندې ښه وږی شوی وي؛ خو هغه پر ځان حرامه کړې وه او دا ځکه، چې د هغه هم يواځيتوب بدې شي، هغه هم يواځيتوب ځوروي، زه پوه شوم، چې هغه ځکه په ما پسې اوښکې تويولې او زما په زړه کې نور، نور څه هم وګرځيدل، زه بيرته کلي ته ورستون  نه شوم  . په کلي اوکلا کې نور څوک نه اوسيدل . دکلا مشر شهيد شوى و . دهغه اوښکې  دهغه دماتم  په خاطر بهيدې . دکوتر  سونگارې او  خوښې  نوره ورکه شوه  اوبيا هيڅکله  ونه ليدل شو .



 

                                                                                                                                                         تړلې مټې 


 

هغه د نورو ورځو په څير دا وار هم لوړ مازديګر د  دوکان په کوچنيو پاټکو جګ شو، په دوکان کې د تل په څير په يوه دړه کښيناست، د دوکان له لوګو وهلې کړکۍ يې د بازار ګڼه ګوڼه وليده، خلک غلي او چوپ خوځيدل، د هغه په سترګو هم داسې ورتلل لکه، چې له پاسه اسمانه ورته ګوري، د بازار په منځ کې شور او زوږ کم شوی و، د سودا پلورلو اوازونه ورو، ورو غلي کيدل، لوړ مازديګر و، د لمر سترګه په غرغره وه، لمر خپلې وړانګې له ډېرو لېرې غرونو څخه راټولولې، هر څه خړبخن وو، ديوالونه خړ وو، اسمان هم خړ و، شين والی ورو، ورو په تورتم او يا د ماښام په تروږمۍ کې راڅرګنديده.

د دوبي سخته ګرمي وه، د بازار د خلکو د تنو پورې کميسونه نښتي وو، ګرمي زور وه، هوا هم  ډپ جنه او خپه کوونکې وه، زيړ زبيښلي خلک هم کميدل او کرار کرار د ګڼ بازار شور ما شور غلی کيده.

هغه دا مهال په پخو ګامونو دوکان ته راختلی و، په سخته ګرمۍ کې يې نری څادر په ولو اچولی و، کوړۍ کوړۍ تکو تورو ويښتانو يې په ښکلا او ځلميتوب کې زياتې راوسته، ډېر متين دروند او په صبر سره د دوکان په دړه ناست و، کله به يې د دوکان په لوګو وهلو ديوالونو باندې په لاسونو رسم شوی، زمري وليدل، چې د بنيادمانو تصويرونه ورته سهار اچوي.

هسې به يې ورته پام شو، عادي خبره وه، دومره په زړه پورې نه وه، خو لږه شيبه به يې د ياغي او بې پروا ځلمي د فکرونو لړۍ له ځانه سره يوړه له ځانه سره به يې لاهو کړ، او بيا به يې په درنګ سات کې د دوکان د تورې او لوګو وهلې کړکۍڅخه د بازار په خلکو سترګې وګنډلې، ځينې به په کې چابک او په ګړنديو ګامونو رهې وو، او ځينې به په کې په کرار او دمه قدمونو روان  وو، خو هغه هر مازديګر دې دوکان ته راتللو او هر مازيګر  به يې له همدې کړکۍ څخه د دې وګړو ننداره کوله.

خو دا وار څه بل شان و، دا وار يې د دوکان له کړکۍ څخه په لېرې افق کې د بوډۍ د تنور لمبې ليدلې او بيا به يې په هغه تورتم کې د بريښنا يوه څړيکه هم تر سترګو شوه، داسې به ورسره په خود شو لکه، چې د ده په مغزو کې يې هم څړيکه کړي وي،  په يو وار به يې د سترګو په وړاندې څه ليدل کيدل .

خو دا وار څه بل شان په چرتونو کې لاهو و، لکه چې د دوکان د ناستو څو کسو ورته پام نه و،  او که و به ؟کله به يې هم په لاسونو کښل شو يو د زمرو او زلمو تصوريرو ته وکتل، چې د دوکان په لوګو وهلو ديوالونو کې بريښيدل.

خدای خبر، چې د مازيګر مهال د بازار د خلکو ګڼې ګوڼې ډول ډول اوازونو، او د ځينو چابکو ګامونو او د ځينو په کرار او بې پروا قدمونو د دوکان کوچنيو انځورونو، دپجنې هوا د دوبي ګرمي د هغه په زړه کې څنګه راټوليدل او څه اغېزه يې پرې کوله.

هغه نور هوډونه لرل، نورې پريکړې ورسره وې، څه نور شيان يې په فکرکې ګرځيدل، داسې بريښيدل، لکه، چې هغه د  دوکان په ديوالونو کې د دوکان په چت کې او د دوکان په کړکۍ کې څه د زندان نښانې ګوري، يو ځل يې فکر يوسي په دې فکر کې چې ګواکې زندان، د ويروونکي زندان کېسې، په منونو منونو اوسپنو ګرځول، غرب غوراب... او داسې نور او دا ډول نورې کېسې ،د برق بابه د ظلمونو او شکنجو کېسې، د جلادانو د حلالولو او چا نوارې کولې ،کېسې و خدای خبر، چې په څه يې فکر کاوه، ايا په همدې فکر کې بوخت و، هغه په ځير ځير کتل هر څه ته يې په غور او دقت کتل، د کابل زوړ ښار په هماغه پخواني او لرغوني حيرت کې ډوبيده، د ويرې او ترهې فضا د کابل د زاړه ښار په ديوالونو هم ناسته وه، د چارچتي، زوړ بازار، هندو ګذر، چنداولو، بالاحصار او ټول  زوړ ښار هم دا ډول په چوتيا کې غرقيده او  د ويرې، ترهې، قهر او غضب څادر يې پر ځان ښورا وه.

خو زلمی په هماغه متين او باوري ويلاړ او ارادې سره ناست و، د نويو پيښو انتظار يې ويستلو دا وار يې ښه هوډ کړی و، داسې بريښيده، چې دا ځل يې د خپلو ځينو ملګرو مشوره منلې او د ځينو يې نه ده منلې، د هغه د حوصلې او صبرجام نور ډک شوی و، داسې بريښيدل، چې نور يې د کابل د ښار دپ جنه، توده او خپه کوونکې هوا په رګونو کې ځای نه نيسـي او نه يې غواړې ځای ورکړي، د ځان په باب هډو فکر نه کوي، د دوکان چت کې د زندان په باب او د زندان د ويروونکو کېسو په باب فکر نه کوي. د خپلې کورنۍ د ټولو غړو په باب هم څه چرت نه وهي. خو د يو څه په باب فکر کوي، د هغه څه په باب، چې انتظار يې باسې د انتظار په مقطع کې يې بايد لاس ونه رپي او داسې نه، چې وار يې خطا شي، داسې نه چې د هيولا له څيرې يې ترهه وشي نه هيڅکله نه.

هغه ډېر پياوړی و، قوي ويلاړ يې درلود، ښه کوټلی او تندرست و، ښکلی ځلمی و، له چا يې سترګه نه سوه، او له چا يې ډار او ترهه نه وه، هر څه يې په ډاګه ويل او هر چا ته يې ويل، ډېر توند خويه او صادق و، په خپلو عملونو کې او په خپلو خبرو کې صادق و، نو ځکه يې د هيڅ زور او قدرت پروا نه ساتله، هر کله د هغه ملګرو او همزولو د هغه په بيسارې زړورتيا انتقاد کاوه، خو هغه خپله خبره کوله او له چا يې پټه هم نه ساتله، په دې ډول؛ نو هغه نه يوازې د وخت د امير د هيبتناکې او غضبناکې څيرې د اغېز لاندې نه راتلو، بلکې په هماغه ډول يې د کوچني او زاړه دوکان له کړکۍ څخه ډېر کوچنی ليده، يو موټی يې ليده او د هغه اراده پرې پياوړې وه، ويلاړ يې ټينګ و، اسمان يې د غره په څير اوچت او د کابل په څير لوی.

د سرطان د مياشتې دولسم ماښام و، د کابل زوړ ښار غلی او چوپ و، د چار چتي په بازار کې سکوت حکومت کاوه، د چنداولو لاهوري دوازې او ټول ښار تيلي څراغونه د مازيکرنۍ رڼا په ورکاوي کې، راڅرګنديدل، د کابل بالاحصار هم د خپلو زړو کېسو سره په پرتم کې ننداره کوله، د ښار اوسيدونکی په خپلو زيړو زبيښلو څيرو او د شاهانه ويرې او ترهې په فضا کې سره غلی او چوپ خوځيدل، هېڅ اواز نه و، د کابل ښار له پاسه د اسمايې او شير دروازې غرونه د کابل شاهانو له کېسو او حادثو سره همداسې له پيړيو را په دې خوا د لاندې په خپلو لمنو کې د پرتو خلکو د ژوندانه ننداره کوله. 

هغه د خپلو زړو ديوالونو سره او په ديوالونو کې د خپلو کېسو او روايتونو سره د خپلو خاطرو او يادونو سره همداسې د پيړيو را په دې خوا په پرتم کې ولاړ و، او يوازې د کلونو په درنګونو کې يې د يوې نيمې داسې پيښې ننداره کوله.

تنکی ماښام  و، چې امير د خپلو پرتو غومبورو او ججورو سره د سرو غوښو د يوې ډېرۍ په څير او د قهر او غضب د يوه تنور په څير د خپلې دهشتناکې او هيبت ناکې څيرې سره په خپل مرکب کې دښار په سرک راننووت.

هغه د مرګ د سيوري مثال درلود، چې له وحشته يې مېږيان او خزنده هم په ځمکه باندې تميدل او د هوا مرغانو هم د دې زړه نه کاوه، چې د امير پر سر والوزي داسې نه، چې د امير د غضبونو او قهرونو په تنور کې وسوځي.

خو هلته د ښار په يوه کوچني او سپيره دوکان کې په يوه لوګو وهلې دوکان کې يو زړور او بې باکه ځلمی زړه هم په يوه ټټر کې د امير د ليدلو  له پاره تلوار کاوه، د امير د ليدلو انتظار يې يوست، د امير د  مرکب په رانږدي کيدو، سره هغه په خپله پريکړه نوی نظر وکړ.

خپله فيصله يې بدله نه کړه،  ډېر لوړ او دنګ ودرېد، د بدن غړو يې يوه زره سستي ونه کړه، په لږه شيبه کې يې د خپل غرور له هسکه د کابل د زړو ديوالونو د شير دروازې له سره د خلکو خپه شوې ستونې وليدل، زېړ زبېښلې رنګونه يې مجسم کړل.

په زندانونو يې نظر ولګيد، دهغو جاج يې هم واخيست، د خپلو ملګرو هوډونه يې مجسم کړل، لکه، چې ټول ورته په مخکې ولاړ وي، خلک يې وليدل، په غوږونو کې يې د مازيګرني بازار د مزدورانو او کسبګرو اوازونو بيا بنګاری وکړ، زړه يې لږ په جلتۍ ټوپونه پيل کړل، بيرته يې د يوه هوښيار ماشوم  په څير غلی کړ. 

خپل ښې لاس ته يې وکتل د ګوتو رګونه يې وليدل، داسې نه چې ونه رپېږي او بيا د سرک برسر ته ځير شو، هلته چې د امير مرکب را روان و، ځانته يې فکر شو، په يو درنګ کې يې زندان او د زندان ټول کرغيړن انځورونه په خپل ذهن کې مجسم کړل، د کورنۍ په باب يې فکر د بريښنا په څير منډه وکړه، خو د انګليس د  موزو ترپهاری او کړس يې په غوږونو کې  بيا انګازې وکړې، نو زړه يې صبر نه شو او له ډېرې مودې راهیسې غضب يې په ټول وجود، په ټولو رګونو او ټول ځان لمبه بله کړه.

ځان يې اور واخيست د دا سیکرلو خلکو اراده د هغه په وجود کې متمرکزه شوه او چې ترڅو د امير مرکب  د دوکان خولې ته رارسيده، هغه په يوه پاخه او ارام ګام يو پاټکی راکوز شو او بيا ناڅاپي د ماښام په تروږمۍ کې د ځلمي د تفنګچې مرمۍ د بريښنا د يوې څړيکې په څير د امير پر سر يوه سره ليکه جوړه کړه، وځغليده او هلته لېرې چېرته د اسمان په لمنه کې غوپه شوه.

ځلمی په درنو ګامونو او بې پروا روح له دوکانه راکوز شو، د امير جلادانو سملاسي ونيو، هغه ډېر باوري و، هسکه غاړه ودريد، او په ټنډه کې يې دپښيمانۍ هډو نښه نه بريښيده، هغه منډلی او کوټلی ځلمی و، تورو کوړيو ويښتانو ورته څه بل شان ښکلا ورکړې وه، د مرګ وړ نه و، خو هېڅکله يې د مرګ او ژوند په شيبو کې ځمکې ته نه کتل، جلادانو ونيو، د امير سپاهيانو ونيو، او په هماغه لورې رهې شو، چې کله کله يې ورته تصور کاوه.

په ښار کې ګونګوسې شوې....

په امير چا ډزه وکړه.

په امير تفنګچه راوويستل شوه.

چا... ؟

او هر چا چې به بيا د هغه نوم اخيستو، نو په زړونو کې به ويل کېدل:

((افرين يې په پلار)).

زړور و.

باتور و.

په امير ډزه کول... زړورتيا غواړي، د زمري زړه غواړي. هغه د زمري زړه درلود، له چا يې سترګه نه سوه... او په دې ډول هغه د ټولو خلکو د ټولو ځلمو او د ټولو ميړونو په زړونو کې ځای ونیو، هر چا د هغه د سر صدقه ورکړه، هر چا پرې افرين وويل... خو افسوس...

لاسونو او پښو کې يې اتکړۍ او زولنې پريوتې، او د امير د غضبونو زندان ته رهې شو، هغه زندان ته، چې راوتل ترې ناشونې کار و، هغه زندان ته چې د ډېرو مشهورو جلادانو له پاره د سات تيرۍ ځای و، خو په هغه هم دواره او سملاسي د اعدام حکم وشو، د اعدام په باب يې چرت نه واهه، دا ورته منلې خبره وه.

د سرطان په هماغه دولسم ماښام زنداني شو، په زندان کې د زندان په تورو او تنګو کوټو کې يوازې اوسيدل، په ځينو خطونو او کرښو ځان مشغول ساتل... د يادګار په ډول وليکل شو... ((فلانی زنداني، سياسي، بقلم خود ))، ((په... شپه وليکل شو))، ((په دې نېټه زه دې کوټې ته راغلم، لاسليک...)).

دغه ډول ټکو، کرښو او لاس ليکونو به په فکر کې يووړ، د ډېرو تللو دوستانو او ازادۍ پرستانو ليکونو به په فکر کې يووړ، بيا به يې د خطونو رنګ ته فکر شو، ځينې به په سکرو کښل شوي وو، ځينې په سياهي کښل شوي وو او ځينې به د وينو په سور خط کښل شوي وو، يو وار به فکر يووړ او بيا به يې ځان ته پام شو .دې اوږدې قافلې ته به يې پام شو، ځان به يې سرلوړی وليد، په جګ سر سترګې به يې برندې کړې، تصور کې به يې يو وار بيا امير د خپلو جلادانو سره ودريد، خپلې سترګې به يې د غشو په څير د هغه په خوسا او وراسته بدن کې ورخښې کړې، د اولسونو د انتقام لمبه به يې پر ځان راجګه شوه او بيا يې ځان ته فکر شو، د تليو اوږدو قافله به يې وليده، ځان به يې هم په کې وليد، چې په متينو ګامونو روان دی.

په همدې ډول يې شپې شپې او  ورځې ورځې ځان مشغول وساته.

د شکنجو په وختونو کې يې شکنجې وليدلې او له هغو نه به، چې کله فارغ و او په نمجنو کوټو کې به پروت و.

نو بيا يې ځان د دغه قافلې سره او د کاروان سره د دغه کاروان د خطونو سره مشغولولو...

اته مياشتې سخت زندان د اتو مياشتو ورځې، د اتو مياشتو شپې د اتو مياشتو سهارونه د اتو مياشتو غرمې او مازيګرونه... ټولې او ټولې د يوې شيبې انتظار له پاره چې کله چانواري کېږي.

کله به اعدامېږي، خو په دې ټولو وختونو او زمانو کې، چې د هغه د ستري او يو لا ديني ارادې په وړاندې کوچنی تيری شوی، زمان ورته سجده وکړه، پيښو ورته ګونډه وو هله، او د شير دروازې غر او د هغه ديوالونه خو يې ښه شاهدان دي، د خلکو زړونه ؛ خو يې ښه شاهدان دي، هېڅ زور ته ايل نه شو او د امير له مرګه وروسته په سبا ازاد شو.

دا وار هم هغه ژوندی پاتې شو او سرنوشت ورته څه بل شان ټاکلی وه، چې تصور يې نه کاوه امير د خپلو غضبونو او قهرونو سره د خپلو شهواني توفانونو سره او د قدرت او واک د ټول جنون او ليونتوب سره په ځمکه ښخ شو او د هغه له مرګه وروسته، چې کله ازاد شو، نو بيا پرې ملګري راټول شول، بيا يې هوډ تازه کړ، په فرهنګي کار يې پيل وکړ، په صداقت او ايمان سره يې په کار پيل وکړ، او څه موده يې د وخت په معتبر اخبار کې په ليکنو تيره کړه، څو کاله د وخت حکومت کې په بېلابېلو دندو مشغول شو، هر وخت يې په ناوړه کارونو انتقاد کاوه، خپلې خبرې يې پټې نه ساتلې، له چا يې سترګه نه سوه، د زور خاوندانو ته نه تسليميده او نه يې هم د چا د اقتدار او منصب خیال ساته.

هغه د وطن په يوه لويه تاريخي جرګه کې ودريد، د اولسونو د ارمانونو نماينده ګي يې وکړه او په خپل خط ټينګ ودريد، په بله جرګه کې يې د افراطي اصلاحاتو مخالفت وکړ، هغه يې د وخت او شرايطو سره مناسب ونه ګڼل او د وخت، زمان مدار ته يې مخ په مخ اېغې نېغې خبرې وکړې.

ټول خلک د هغه زړورتيا ته حيران لاړل، ځينو چې پېژانده د هغه په دريدلو سره يې هم دا توقع درلوده، او ځينې چې له لېرې ځايونو راغلي و، او د چا خبره د  پادشاه په ليدلو يې د دوزخ اور پر ځان حرامولو هغوی حيران لاړل. د نوموړي زړورتيا او مخ په مخ خبرو ته حيران لاړل، ځينو په خپلو زړونو او فکرونو کې د هغه خبرې مناسبې ونه ګڼلې او ځينو د ګوتو په شمېر کسانو په خپلو زړونو کې د تاييد سر وخوزاوه، خو خولې يې بيرته نه شوې او نه یې څه وويل، له غونډې وروسته ټول خلک حيران وو، د څه خبرې انتظار يې يوست، څه به کېږي، د هر چا په ذهن کې هم دا تپوس و، ټول د يوې پیښې په انتظار وو، غونډه پای ته ورسيده ټول رخصت شول، ځينو منصبونه او څوکۍ واخيستې، ځينو مخ په مخ د پادشاه د عمر زياتوالی غوښت په دوعاګانو ختمه شوه، د پادشاه د سيوري د دوام په غوښتلو پای ته ورسيده. 

خو هغه د خپلو څو تنو ملګرو سره غلی يوې خوا ته ولاړ و، يو مرزا يې مخې ته ورغی، څه کاغذ يې مخې ته ور وړ، زر يې د خپل جيب نه قلم راوکيښ داسې بريښيدل، چې کاغذ يې ټول ونه لوست، يوازې د شونډو پر سر وپوهول شو، ژر يې لاسليک پرې وکړ، ډېر په سړه سينه ودريد لکه، چې هېڅ خبره نه وي شوي، داسې لکه، چې هېڅ څه نه وي پيښ شوي، غلی ودريد او بيا د ښار په لور رهی شو، پلي رهي شو، ولاړ و، وروسته ګونګوسې پيل شوې، يو بل ته په غوږ غوږ کې ويل، هغه څه شو، هغه نه و، تللی و، د کور په لور رهې شوی و، له غونډې ويستل شوی و او له رسمي دندې يې هم استعفا اخيستل شوې وه.

هغه رډ په رډه ويلې وو، د نويو  پيښو اټکل يې کړی و، په ډاګه يې ويلي وو، خو پادشاه د قدرت په څوکۍ باندې ناست و، هغه په بل حالت کې د هغه خبرې اوريدلې وې او په دې ډول هغه په کور کښيناست. هېڅ رسمي دنده يې نه درلوده، کور يې د خاصو او عامو د ورتګ ځای و، ډېر ځلمي ور تلل، د هغه خبرو ته به يې غوږ نيولو د هغه کېسې به يې اوريدلې، په سړه سينه به يې اوريدلې او ځينې نا اشنا ځلمي، چې به لا کومه کېسه ترې واوريده؛ نو غونى به يې ځيږ شو ، حيران به لاړ او په زړه کې به يې د هغه له زړورتيا سره کينه پيدا شوه، چې کاشکې داسې خو زه وای، زه ولې داسې نه يم، هغه ډېر وخت په کور ناست و، ډېره موده يې کارونه کړ، د چا خبره له فسادونو يې ځان ژغوره، خپل لمنه يې سپينه ساتله.

هغه په ډېره پاکۍ او ځوانمردي ژوند وکړ، په ډېره زړورتيا يې د وطن د ازادۍ له پاره منډې ترړې وکړې، د وطن سره يې ډېره مينه درلوده، د وطن سره مينې يې په رګونو کې ځای نيولی و، د هغه وطن ډېر لوی و، خو هېڅ يې په کې نه درلودل.

هغه د وطن د ازادۍ په خاطر ډېرې سرښندنې وکړې، ډېرې قربانۍ يې ورکړې، ډېر کړاوونه يې وګالل، زندانونه يې تير کړل، او خپل ارمان ته ورسيد، هغه په سترګو هم وليد؛ خو په بيکارۍکې د خونړيو توفانونو ننداره وکړه، هغه بې کاره شو او په کور کې هم يوه شيبه د وطن په باب بې فکره نه و، او د هغه ګناه دهمدې ډول فکرونو درلودل وو.

په وطن باندې د هغه د سترګو په وړاندې اورني ګلونو په څيرو رژيدل، او د غمونو او بد مرغيو توفان يو وار بيا له دې لارې ګذر وکړ، شاته يې خړې او سپيرې خاورې پريښودې، ايرې پاتې شوې او کنډرې؛ خو هغه خپل داين ادا کړی و، هغه پادشاه ته ويلي وو، د همدې ډول پيښو اټکل يې کړی و، خو د وطن درد وسره و، د خلکو له غمه يوه شيبه هم بې غمه نه وه او د همدې فکرونو درلودل د چا خبره د هغه لويه ګناه وه.

په وطن او د وطن په ښارونو  درو او کليو يو بل پير واوښت، بل زمامدار راغی، ډېر ښه القاب يې ځانته وټاکل، د هغه يو کار دا هم و، چې د نوموړي ميړه په څير کسان وپېژني، هغه را پيدا کړي، داسې نه چې مشوره ترې واخلي ، او داسې هم نه، چې خبرو ته يې غوږ کېږدي، له تجربو يې ګټه واخلي، بلکې د دې په خاطر، چې وپوهېږي، چې په سر کې څه لري.

هغه يې هم په وسو وسو پيدا کړ، چا ورته د هغه پته ورکړې وه، د ميلمستيا په بهانه يې راوغوښت، هغه دا مهال پوخ ځلمی و، ډېرې پيښې يې ليدلې وې، د چا خبره د ښو او بدو ورځو ښه راوي و، په خپله هم د ژوندانه د لوبې پهلوان و، دا وخت هم پهلوان بريښيده، په هماغه لويې او عظمت دربار ته روان شو.

په لاره کې خدای خبر، چې په زړه کې به يې څه تير شوي وو، په زغرده ور روان شو.

د دربار دروازې ته ورسيد، په هماغه شان پخو او متينو قدمونو لکه، چې د زاړه دوکان په پاټکو کې راکوزيږي، په هماغه ډول، چې زندان ته ځي، بې کرکې او بې پروا، هغه روان و، په زړورتيا روان و، د هېڅ پيښې اټکل يې نه کاوه، او که اټکل يې کړي هم وای؛ خو بايد هلته ورغلی وای، داسې نه چې د پادشاه په زړه کې تير شي، چې وډار شو... د ډار او ترهې سړی نه و، په همدې فکر له دروازې دننه شو، استازی هم ورسره و، په شان او دبدبه ور ننووت.

خدای خبر، چې شيطان يې په زړه کې څه ورتير کړل، کله به يې پښې سستې شوې، هغه ورته څه وايي، خو په خپل ذهن کې به پرې غالب شو، لکه چې پر هر څه به غالب و، په څوکۍ او منصب په غوښتنو په قدرتونو او زورونو .دا ډول په خپل شيطان هم غالب شو، له دروازې ورننووت، پادشاه ورسره په خلاصه غېږه روغبړ وکړ، داسې لکه، چې د ده له راتلو دمخه څو شيبې د ده انتظار باسي، هغه ولاړ و، درناوی يې وکړ، دواړه رهې شول، دربار ته ننوتل، استازی ليري و، دريدل او هلته بيا په يوه کوټه کې کښيناستل.

تودې خبرې پيل شوې، د پادشاه له خوا يې ډېر تود هرکلی وشو، ډېر درناوی يې وشو، د ده د ليدلو انتظار يې يوستلو.

د ده له نامه سره اشنا و، د ده يې ډېرې ستاينې اوريدلې وې، ښه شو، چې وی ليدلو.

کاشکې، چې پخوا يې ليدلی وای...

خو هغه دا وار د پادشاه په سترګو کې څه بل شان وليدل. هماغه وسوسې نه پريښوده، پادشاه ودته له قهره خندا کوله.

له قهره ورته ږيږيده، داسې لکه چې د ټولو شاهانو له هغه سره کينه وه، د ده ژوند يې ځانته بلا بلله، خو ظاهرا خبرې ډېرې ارامې وې.

ډوډۍ راوغوښتل شوه، په ډېره ارامۍ او سړه سينه وخوړل شوه، دسترخوان ټول شو او بيرته دواړو سره بالښتونو ته تکيه وو هله، کښيناستل پادشاه بايد خبره پيدا کړي... داسې خبره، چې... څو شيبې سره يو بل ته ځير ځير کتل.

هغه يو وار د خپل زړه او ذهن سره حساب کاوه او بيا د خپلې دروني وسوسې سره مخامخ  کيده، داسې يې ليدل، چې هماغه شيطان، چې هغه يې په دوه زړه توب کې اچاوه له ده سره مخ په مخ ناست و، په همدې فکر کې هغه لاهو کيدو، ډېر وخت تير نه شو، چې د پادشاه د مخ په اړولو د هغه ماسلان راغلل او د هغه قوي مټې يې شاته وتړلې، هغه وتړل شو، د خبرو بازار نور ټول شو او په يوه اشاره د دلکشاه د ماڼۍ د يوه ديوال بيخ ته يووړل شو، په لږ واټن کې يې فکرونه سر ته راغلل، يوه شيبه يې په خپلو اعمالو چټک فکر وکړ. څه ګناه.

زلميتوب ور ياديږي.

په تيرو وختونو کې په يو بادشاه تفنګچه را ايستل.

هم دا ګناه؟او کله د زمامدارانو سره نېغ په نېغه خبرې او زغردې خبرې...

او هغه په همدې فکر کې ديوال ته ودرول شو، په وروستيو شيبو کې يي فکر ته ورغله، يوه کلمه«وطن»او بيا  يي پر هماغه زړه چې لوی وطن په کې ځای درلود، د سرپو ګوليو پرې ګلان وکرل او د ديوال په خوا کې د ديوال په څېر تړلې مټې را ولويد.

۱۳۶۶\۷\۲۱



 

 

((...راته ګران مړی

زه يي بيا ژوندی کړم چې پر هغو وژاړم))

(يانيس ــ ريتسوس)

يوناني شاعر

 

 

                                                                                                                                               له نیمکښو کړکۍ 



د تنګې کوټې د اوسپنیزې دروازې له کوچنۍ ښيښه يې کړکۍ څخه يوازې د کم سوري دهليز لږه برخه بريښيده، دهليز تنګ و، خو اوږود و، يوازې دوه تنه په کې مخامخ تيرو بير کيدلی شول، د سهار رڼا لګيدلې وه، د درندو قدمونو اوزا دننه کوټې ته راتلل، د کوټې يو ملګری اوسپنيزې دروازې کړکۍ ته ور پورته شو.

نور هم د څه نوې خبرې ته منظر وو، ملګري ناستو کسانو  ته د شا له خوا لاس وخوځاوه، غلی وبوګنيد څه يې وويل:

قدم وهي ښکاري!

د کوټې درې څلور تنه ملګري ټول ورپورته شول، د هغه د ليدو انتظار مو يوست، لکه چې د دهليز د ټولو کوټو نه سرونه راپورته شوي وو او ټولو د ښيښه يې کړکۍ څخه د دهليز په کم ساري سطحه سترګې ګنډلې وې، کړکۍ کوچنۍ وه، هنداره هم ډېره کوچنۍ او کم سورې وه، يوازې سترګې پرې نښتې شوې او بهر دهليز ترې معلوميده، دوه تنو په يو وخت کې نه شوای کولی، چې له کړکۍ څخه په يو ډول دهليز ووينې او خپلې سترګې په دهليز وګنډي.

هر څو ثانیي او يا يوه دقيقه وروسته د اوږده او تنګ دهليز څخه هغه په درندو او چالاکو گامونو تېر  شي، غوښتل يې ځان ستړی کړي، غوښتل يې په دې ډول اوږدې شپې او ورځې د کښيناستو او چرت وهلو فضا بدله کړي، هغه ښه چاغ او منډلی او قوي سړی و، د هغه د مخ لويه ښکلي او هیبتناکه کاسه هم بشپړه، د کوچنۍ هندارې څخه بريښيده، خو موږ ټول د هغه له نامه سره پوره بلد وو، د هغه په باب مو ډېرڅه اوريدلي وو، ډېرې کېسې مو اوريدلې وې. هغه مشهور سړی و او په ښه، نيک او ميړه نامه ياديده، دا ټول او ټول د هغه ليدل زموږ د تندې سبب وو، موږ ته د هغه خبرې هم عجيبې بريښيدې، ډېره تلوسه مو درلوده، چې دی به څرنګه خبرې کوي، د کشرانو سره به څرنګه خبرې اترې کوي؟ او ايا دی به د خپل وخت د ښه تيرولو له پاره د خپل پام او فکر د بدلولو له پاره په قطعو سات تيروي او که ؟... او سطرنج به هم؟... دا او داسې نورې ډېر پوښتنې له موږ سره وې، زموږ د هر يوه په ذهن کې دا او دا ډول ډېرې پوښتنې ګرځيدلې.

هغه وخت موږ  يوازې له کړکۍ څخه ليدلی شو او د هغه په ليدو به موږ له هر يوه سره په سلګونو پوښتنې راټولې شوې او چې کله به مو په دهليز کې په تصادفي توګه پر هغه راغی . ټولو به ورته د يوه مشر په توګه د درناوي سرکښته کاوه، هغه به هم په ډېره کمينۍ سره همدا ډول ځواب وايه، په فکر کې به روان وو، قدم به يې واهه، خو موږ ته دا پوښتنه تر هر څه زياته تکراريده، چې هغه لا تر اوسه ژوندی دی.!

بوين دهليز، چې د تازه او نمجنو سمنټو د لنده بل او د لمدو خاورو مست بوی ترې خاته او د دهليز د ټولو دواړو خواوو کوټو اوسپنيزې تنبې او پر هغه 

سربيره د دهليز دروازه، چې د اوسپنو د کلکو او پنډو ميلو څخه جوړه شوې وه. د دهليز هره کوټه دوه په دوه يا درې مترو کې جوړه شوې وه، يوازې د يوه تن له پاره جوړه وه، خو د اوسيدونکو شمېر په کې څلورو تنو ته رسيده او د خوب په وخت کې په ډېره سختۍ سره په ډډه اوښتی شول.

خو پياوړي او قوي هيکله ښوونکي به موږ هر سهار په همدې شان ليدلو، يوازې د کوچنۍ هندارې له شاه څخه خو د دې اجازه نه وه، چې د هغه سره څوک له نژدې وګوري، نژدې دوه مياشتې په همدې شان تيرې شوې.

په همدې شان چې لمر له کوټو لېرې و،  له تشنابونو لیرې او له دهليز نه ليرې وو، د لمر انتظار او هغه ته ځان لوڅول له ټولو هيلو نه د مخه وه.

يوه شپه، چې د مني يخنې لګيدلې وه، مياشت زړه شوې وه، وچه يخني لګيدلې وه، تورتم د لويې او ويروونکي کلا په بليو خپلې وزرې غوړولې وې، په دهليز کې هم چوپه چوپتيا وه، د پيره دار په اجازه په غلچکي توګه د لاس وينځلو په بهانه د تشناب د مخې دهليز ته چې له عمومي دهليز څخه ورته لاره تللې وه، ورغلم په همدغه شيبو کې ښوونکي په ډېرو پخو قدمونو د تشناب مخې دهليز ته، چې د وچو ډوډيو او د پاتې خوراکي شيانو خوږ بوی ترې راننووت، غلی ودريد، د سترګو  په اشاره مې ورته خپل درناوی پر ځای کړ، هغه هم سر وخوځاوه.

د مني يخ او سوړ باد چنګاری کاوه، د باد څپو د دهليز د کوچني او جګې کړکۍ تنبې نڅولي، خو د هغه په ليدو دا وار زه حيران شوم.

زه هم غلی ودريدم، زړه مې په ټوپونو پيل وکړ، هغه مې له نژدې وليد، ډېر متين او باوري له ماسره د هغه د ليدو ډېره تنده وه، دا وار مې له نژدې وليد؛ خوا کې راسره ولاړ و، يوازې په سترګو مې ورته درناوی وکړ، څومره خوشحاله شوم، نه پوهېږم، له هغه وخته اوس ډېر وخت تير دی، يو انسان مې وليد، يو پياوړی او د ارادې خاوند انسان يو بې پروا، خو عاشق انسان په درنګ ساعت کې مې خپلې دوه سترګې څلور کړې او د هغه د ټول قد او قوارې په تماشه بوخت شوم.

فکر کوم څه وينم؟ خوب دی او که خيال؟ هماغه ميړه، چې ما يې ډېرې کېسې اوريدلې وې، د هغه د وياړ او شهامت کېسې د وطن سره د مينې.

پاس اوچتې کړکۍ، چې د مني سړو بادونو په څپيړه وهله، کړس به يې نارې کړ، د هغه پام  به يې لږ بدل کړ، پورته به يې وکتل او بيا به يې بيرته ځان ته فکر شو پر سر به يې لاس تير کړ، سګرت يې لاس کې و، بې پروا يې څښلو يوه گړۍ به يې څه خبره فکر وکړ، او بيرته د سګرتو د لوګي  په وړاندې خپلې سترګې پټې کړې، غوښتل مې، چې وی پوښتم، څه پوښتنه ترې وکړم.

خوله به مې پوښتنې ته جوړه کړه، خو بيرته به غلی شوم، هغه متين ولاړ و، هغه پوهېده، چې زه څه وخت دې دهليز ته راغلی يم.

خو ما يوازې د هغه په باب کېسې اوريدلې وې، د هغه د ژوند خيال مې نه کاوه، فکر مې نه کاوه، چې هغه به ژوندی وي، خو هغه ساعت مې په سترګو ليدلو، د خوب او خيال په څير هماغه، چې هر وخت به په غونډو او محفلونو کې ياديده، شاګردانو به ياداوه.

افسرانو به ياداوه، عادي خلکو به ياداوه، يو عمر خوړلی مجرب معلم؛ خو دا وخت مې هغه يوازې دوه قدمه وړاندې ليدلو.

په درنګ ساعت کې مې د هغه د فکرونو او سوچونو جاج واخيسته، يوه شيبه فکر وړی و، څه چرت اخيستی و، نه پوهېږم، لکه، چې د وهلو، ټکولو او شکنجو حالتونه ور ياد شوی وو، حتما، چې ور ياد شوی به وو، حتماً چې ورياديدل، خو دومره يې نه زورولو، دومره يې د بريښنا په ټکانونو وهلو، ټکولو، ختلو او کوزيدلو فکر نه کاوه.

هغه له نورو کسانو ګوښه ګرځيده، له چا سره ډېر نه کيناسته، له چا سره يې زياتې خبرې نه کولې، يوازې بهر ته را وتلو وخت کې به يې يوه ديوال ته تکيه وهلې وه، غلی به ناست و، سګرت به يې څښلو او بيرته به غلی پاڅيده، ټولو کسانو د هغه درناوی کاوه، ټولو ورته درناوی کاوه، خو هغه به هم د سر په خوځولو د ټولو زندانيانو درناوی مانه. ټولو ورته يو شان درناوی کاوه، خو د دې ټول درناوي سره هغه يو ټکی يوې خبرې او يو مطلب ځورولو . هغه څه، چې هغه پرې اوږدې اوږدې شپې سبا کولې، ورځې ورځې به يې پرې ماښام کاوه، په دې ډول يې مياشتې يو پر بلې يې شاته پرې ايښې وې.

هغه شکنجې او وهلو ټکولو نه و ځورولی، بريښنا ټکانونه يې ډېر ليدلي وو، په ساعتونو او شيبو شيبو بې هوښه شوی وو، ټول صورت يې داغ و، ډېر کسان، چې له نژدې يې پېژندل د هغه په ټټر د موزو سره ختلي وو، هغه يې په څپيړو وهلی وو، وينې يې له پزې او خولې جاري شوې وې، خو دې ټولو دومره نه وو، ځورولی يوازې يوې خبرې ځورولی و، هغه خبره، چې هيچا ته يې نه شوه کولی، له شرمه يې نه شوه کولی، په خوله يې له راتله او په خوله يې نه راوړله، يوازې يوه خبره، چې د خپل ټول ماضي او مستقبل سره يې تړلې بلله.

خو لکه چې همدې خبرو او سوچو نو په ټولو شپو او ورځو کې پر سر اخيستی و.

ايا خلک به پرې باور وکي؟ هغوی به دا ومني!نه.

او حتماً، چې بيا به يې د خپل بندي توب په ټوله دوره فکر وکړ. د خپل بنديتوب څخه د مخه دوران باندې به يې فکر وکړ، له هغه د مخه به يې د خپل ټول کار او فعاليت په دوران فکر وکړ.

خپله دنده به ور ياده شوه، ټولګی به ور ياد شو، هغه ټولګی، چې محصلان او شاګردان به په کې ناست و، ټول حالتونه به ورته تداعي شول، داسې نه چې هغه وخت يې د وطن په وړاندې، د خلکو په وړاندې څه ګناه کړي وي، چې اوس يې عذاب ويني !

نه داسې هم نه.

او بيا به يې د خپلې استادۍ دوران ته ښه په غور وکتل، دا شعر به يې هر وخت له ځانه سره زمزمه کاوه. 

دا وطن زيارت زموږ
 دا وطن نعمت زموږ
 دا وطن په دې دنيا
 دې لک جنت زموږ...
 دا وطن صفا وطن
 زړه د اسيا وطن
 ژوندون د ملنګ جان دی
 دا افغانستان دی
 
 

او د دې ترانې د زمزمې سره په غبرګ د خپلو درسونو وخت ذهن ته ورغی، ((دا د افغانستان نقشه ده، دا زموږ وطن دی، دا موږ ته له پلرونو راپاتې دی، د همدې وطن د ساتنې له پاره به خپل سرونه ښندو)).

سرښندنې به کوو، لکه د خپلو پلرونو په څير د ده له پولو به ساتنه کوو، د نيکونو  په څير وياړلې ده، چې د ده د ساتنې په لار کې د خپلو سرونو کله منارجوړ کړو او بيا به ورته هم دا ترانه غبرګه ذهن کې حاضره شوه چې:

دا وطن زيارت زموږ

دا وطن نعمت زموږ

په هغې لټه کې به شو هيڅ به يې پيدا نه کړ، له ځانه سره به وبوګنيد.

نو همدا زما ګناه ده؟

څومره مقدسه ګناه!

د يوه ښوونکي ګناه، د وطن پرستۍ د درس ورکولو ګناه! خير دی، عادي خبره ده، خو بيا به يې هماغې وسوسې  ته فکر شو، نو خلک به پرې وپوهېږي؟

هغوی به په دې وپوهېږي، چې زه...؟

نه خدای خبر!

ځان به يې له ډېرو تپوسونو سره مخامخ وليد، بيا به له ځانه سره په چرت کې شو، په همدې ډول يې شپې شپې او ورځې ورځې تيرې کړې، خو د هغه د چوپتيا په راز هيڅوک ونه پوهيدل، هغه ډېر مغروره  سرشاره او بې پروا انسان و، شاهيني نظر يې درلود، هېڅوک  يې پر ځان نه پوهول.

داسې نه چې ګوندې څوک فکر وکي، چې په زندان کې تنګ شوی دی، له زندان نه يې ترهه کېږي، نه! او بيا به يې، چې کله د چا شونډې وچې وليدلې، نو غلی به يې ورته دا هم ويل:

((په تاسې د سړو او ميړونو حساب شوی دی، زموږ سر مه ښکته کوئ!!)).

خو د هغه په دروني وسوسه هېڅوک نه پوهيدل، هېڅوک يې پر ځان نه پوهول، يوازې ټول افکار او تصورات له هغه سره وو.

هېچا ته يې نه ويل.

کله کله به يې د خپلې کوټې مخ ته په يو بل زنداني سترګې لګيدلې، هغه له ده سره په يوه قضيه کې زنداني و، په اصطلاح يوه قضيه، د هغه حالاتو او کرکتر ته به يې پام شو. ځان به يې له هغه سره يو شان وليد، ځان به ورته ډېر کم او کوچنی ښکاره شو، وبه زوريده، غلی به شو او بيا به فکرونو په مخه واخيست:

اولادونو ته يې څوک پيغور ورنه کړي...؟ چې پلار يي... داسې وکړل او بيا به يي د کليو ساده خلک پر نظر کې راوستل، له ځانه سره به يې وويل، هغوی به پوه شي، داسې قضاوت به نه کوي، نه! هغوی حق بين دي، بد قضاوت به نه کوي!

بيا به يې په ډېر شک او ګومان سره په ټوله ماضي يو ځغلند نظر وکړ، هېڅ شي، به ونه زوراوه، مرګ ،وهلو ټکولو، سپکاوي، بدو ردو، کنځلو... خو يو شی او هغه څه، چې په ټوله زنداني موده کې يې هغه زورولی، خو هيچا ته يې څه نه ويلي.

هغه به د تلويزيون د ليدلو په وخت کې هم موږ دا شان ليدلو هر څه هرخبر او هرې سندرې ته به فکر وړی و، خو کله، چې به دا ترانه غبرګيدله، چې:

دا وطن دی ځان زموږ

دا وطن ايمان زموږ...

نو د سر ويښته به يې هم نېغ ولاړ وو، ننوتې سترګې به يې راوتلې وې، او ښه په ځير ځير به يې کتل، شونډې به يې رپيدلې او داسې به بريښيده، چې ګوندې يوه شيبه تسکين يې وشو، د ځان دردونه يې غلی شول.

په زړه کې به وبوګنيده.

دا زموږ اشنا وطن

درد له مو شفا وطن

 زړګی مې پرې روښان دی

دا افغانستان دی

او کله، چې به د تلويزيون د پای وخت راغی، ملي سرود به پيل شو، دی به سم دم ودريد، د يوه عسکر په څېر د وطن د يوه سرباز په څېر، خپل درناوی به يي پرځای کړ. د وطن بيرغ ته به يي سر ښکته کړ او بيا به غلی خپلې کوټې ته ننووت، داسې لکه چې تسل يي شوی وي، تسکين يي شوی وي او روح يي ارام شوی وي.

پر هغه د اعدم حکم شوی و، هغه به اورول شوي وو، هغه ته له ځانه د دفاع حق نه و ورکړل شوی، ټولو زندانيانو هغه ته په يو ډول کتل د هغه رواني حالت ته يې کتل په خپلو منځو کې به يې سره ګونګوسې کول، خبرې به يې کولې.

عجيبه روحيه لري، په اعدام هيڅ چرت نه وهي، لکه، چې د هيڅ نه ،نه وي، خبر.

بل به پرې را ودانګل: نه ښه خبر دی، پوهېږې، خو ډېر ميړه سړی دی، ډېر باشهامته دی، چا ته سر نه ټيټوي، چا ته غاړه نه ږدي او بل به هم دا ډول راټوپ کړ: نه! هغه نه غواړي څوک يې وبخښي، هغه له چا بخښنه نه غواړي، هغه عجيب شخصيت دی، هغه زموږ د تاريخ يوه څيره ده...

خو هغه خپله يو رنځ درلود، يوه تلوسه يې درلوده، يو تشويش او انديښنې زورولو او د هماغه يوې خبرې په خاطر يې سترګې پټيدل غوره ګڼل، هغه څه، چې چا ته يې نه ويل: کله چې به د زندان په انګړ کې هغه راڅرګند شو، ټول به چوپ شول.

لکه چې ټولګي ته راننوځي، ټولو به سره يو بل ته کتل په اعدام محکوم ښوونکي به يي وليده، ټولو به د سترګو په کونجونو کې هغه ته وکتل؛ خو هغه به بې پروا کښيناست، سګرت به يي ولګاوه، د زندان په اوچتو ديوالونو به يي سترګې ګنډلې وې، د اسمان په وسعت به يي فکر کاوه او حتماً، چې هره شيبه به او هره ګړۍ به د خپلې رنګينې ماضي ټولې ترخې او خوږې شيبې ياد ته ورتلې، فکر به يې کاوه، بيا به هم د خپلو خدمتونو، درسونو، روزنو، زده کړې ورکولو خوندورې شيبې ياد ته ورتلې، په هغو به يې فکر وکړ، لکه، چې د هغه د ژوند ډېرې خوږې شيبې هماغه وي، په ټولګي کې درديدلو شيبې ،زده کوونکو ته د درس ورکولو شيبې او بيا به يې پرې غور وکړ.

يوازې وطن پرستي، د وطن سره عشق، د خلکوسره مينه، د خلکو د غرور او ميړانې سره مينه وه، د خپل وطن د ماضي او مستقبل سره مينه... او همدا به يې ګناه وه.

خو هغه شي زورولو او هيچا ته يې څه نه ويل، نه پوهېږم، چې هغه به له څه زوريده، له شکنجې، اعدام، زندان... خو په دې شيانو پوهېدم، چې له دې هغو نه روزيده. ډېره موده پوه شوم...

له ماسره دا پوښتنه وه، چې ايا دی به هم له څه زورېږي او کنه؟

خو د يوې شپې په سبا وپوهېدم، د مني يخه شپه وه، سوړ باد لګيده، تازه واوره شوې وه، بيرته اسمان شين شوی و، يخ باد لګيده.

له ماښام راهېسې ټولې بريښناوې لګيدلې پاتې شوې، د دهليز ټولو زندانيانو ته د ژر ويده کيدلو امر وشو، ټول پريوتل؛ خو لکه چې ټول ويښ پاتې شول، شپه يخه شوه، له نيمې واوښته له کوچنۍ ښيښه يې کړکۍ په هماغه ډول کم ساری دهليز معلوميده.

چې د زندان له پراخې او اوسپنيزې دروازې دوه جنازې وويستل شوې، يوه ډېره  درنه وه او بله هم سپکه وه، کوچنۍ وه، د نيم کښو کړکيو ټولو شوګير کوونکیو په درنه جنازه سترګې کنډلې وې، ټولو يو بل ته ويل، هماغه درنه جنازه د هغه ده چې څو سربازان ترې تاو دي... ټول سره پسيدل، همدغه جنازه درنه جنازه... د هغه ده.

سربازانو وړلی نه شوه، درنه وه، هغه د هماغه ښوونکي جنازه وه، خو سهار، چې ټول بنديان د زندان انګړ ته را ووتل، ټول غلي او چوپ وو، ټول پريشانه بريښيدل، خو د ټولو نه مې يوه خبره اوريدله... يوازې يوه خبره.

او له هغه وروسته پوم شوم، چې هغه د څه په باب فکر کاوه، يوازې يوه خبره او هغه دا، چې ټولو به ويل:

 هغه هېڅکله خاين نه و، او هېڅوک به د هغه په باب د خاين قضاوت ونه کړي، په هغه وطن ډېر ګران و، ځينو به ويل، موږ د هغه شاګردان وو، هغه يوازې يو حقيقت پېژانده: د افغانستان حقيقت او هغه وخت بيا زه وپوهېدم، چې هغه يوازې د خيانت، تومتونو زورولو، خو هغه هېڅ خيانت نه و کړی.

۱۵ دلو ۱۳۶۴، بلاک ۱۶۶





 

(له ازله هر مزد په روښنايي کې و او اهريمن په تورتم کې...)



                                                                                                                    اهریمن د ورځې هم لیدل کیږي...

  

د سيستان ځمکې خړوبې وې، ويالې ډکې بهيدلې، ګډې په مستۍ څريدې، د هلمند هامون له پيړيو راهېسې همداسې د سيتان په زړه کې لاره پيدا کوله، ځمکې يې ښيرازې وې، شين  شوبو  ته تازه ګي.

زردشتیان په عبادتونو بوخت وو، په کارونو او زيارونو هم بوخت وو، له اتشکدوو سرې لمبې را پورته کيدلې، وگړي په کار او زيار بوخت وو، د زرنج ښار له وګړو ډک و، د ترک او ساسان حملې يې شاته تمبولې وي، نوي د هغوی له تاړاکه بې غمه شوی و. د زرنج د حکمرانۍ د ټول خوا وشا حاکمان او سرداران د خپلو وګړو سره په کرکیله بوخت وه، لرغونې سرودونه به یې په ګډه ویل، د هامون اوبه سپیڅلې وې، او د چا خبره اهريمن ته يې په خپلو غاړو او ساحلونو د ګرزيدو اجازه نه ورکوله، ژوند ډېر ساده او سپيڅلی و، انسانان ډېر سپيڅلي وو، لمر سپيڅلی و، اوبه سپيڅلې وې او کار او زيار سپيڅلی و او د انسان خولې سپيڅلې وې.

د زردشت اورتونونه(آتشکده) لمبې به دښتو کې خپريدلې، دښتې يي رڼا کولې، د لمر سره يې سيالي کوله، د رڼا او ښکلا سره هم...

هغوی ساده خلک وو، ساده زړونه او اهورا يي شفا بلله، هغوی ټول په دې باور و، چې اهريمن له لمره تښتي له اورتونونو(آتشکدو)تښتي، د خيراو سعادت له ځايه تښتي، د کرکيلې او زحمت له ټاټوبي تښتي، د هامون له سپيڅلو اوبو تښتي او په وړاندې يې د دريدو وس نه لري.

هغه وخت د سيستان ټټر د اوږدو کاروانونو د قطار له پاره غوړيدلی و، کاروانونه په شپو شپو او ورځو ورځو له کليو او قريو لارو او دښتو تيريدل راتيريدل، ساده بزګران په کرکيله او زحمت بوخت وو، سيستان ټول شين و، زرنج ښکلا درلوده، لمر به پرې په بې صبرۍ سره خپلې وړانګې راشيندلې، هغوی به د لمر له څرکه د  سهار  له خوبه راپاڅيدل، د لمر څرک ته به يي د پاکي لوړه کوله او له هغه وروسته به بيا په خپل کار او زيار خوريدل.

د زردشت اورتونونه (آتشکدې) به تل د سيستان په ټټر روښانه وې، ګډي او څاروي به په شنو جلګو کې څريدل، د هلمند هامون به تل د لمر د وړانګو په وړاندې خندل، انسان ته ازار رسيدل د اهريمن چاره بللی شوه، په هيچا د ازار رسيدلو قصد نه درلود، په دې ډول اهريمن هېڅ  د ورځې نه را برسيره کيده.

اهريمن له لمره پټيده، له رڼا پټيده، د اورتونو له لمبو پټيده، د هامون له سپيڅلو اوبو پټيده، دعدالت او صفا له پلوشو  پټيده، د خلکو له پاکۍ پټيده، نو په دې ډول هغو ټولو ګمان کاوه، چې اهريمن د ورځې نه لېدل کېږي.

خو يو وخت د سيستان په کروندو اهريمني توفانونو هم يرغل وکړ، دوړي او ګردونه جګ شول، بادونه او سيلۍ راوالوتلې، د اورتونونو لمبې يې ونڅولې، د کروندو فصلونه يې توی کړل، د هامون اوبه يي خړې کړې، د شنه هسکمن په لمنه کې يي خاورې وشيندلې، د لمر سترګه يې تته کړه، ټول په دې ګروهه شول، چې اهريمن را الوتی دی، هغه خپلې وزرې رپولي دي.

د خپل ځان په فکر شول، نه چې څه ګناه يي نه وي کړي، نه چې يو بل ته يي ازار رسولی وي، نه چې شيطاني وسوسې د کوم يوه په ځان کې ځای نيولی وي، نه چې اهريمن  غالب شوی وي او نه چې اهريمن د خپلو هوسونو توفان را الوزولی وي او نه چې  د هغو سپيڅلي اورونه وژني...

خو هغوی ټول حيران وو، د توفان او سيلۍ د مخه چوپتيا لويديځ اسمان لمنه د بوډۍ تنورونو سره اړولي وه، چې د اوږدو او بې رحمه لښکرو چپاو را نژدې شو، هغه د سيستان په کليو راسم شو، د لمر ځمکو(خراسان) ته راننووت، ټول کلی يې تر پښو لاندې کړ، زياتې کروندې يي ورانې کړې، بندونه يي ونړول، په جونګړو او کورونو ور وختل، نېزې اوشلګۍ يي د نوزادو ماشومانو پر سينو ومنډل، له سپين ږيرو يي ساه واخيسته.

لکه چې د پور اخيستلو پسې راغلی وو، د پيغلو او نيمزالو پسې يې هرې خواته  سترګې اوښتې، سترګې يې ړندې وې، لکه، چې د همدې پسـې راغلی وو. د کوټو په کونجو کې وګرځيدل، ګوندې څه غنايم پيدا کړي، په دې ډول يې ډېر کلي لتاړ کړل، کورونه يي وسيزل، ماشومان يي وسيزل، له سپين ږېرو يې ساه واخيسته.

له يو نيم پاتې ځلمي يې سر پرې کړ او شاته يي سپيره کلی پريښودل، ترې رهې شول، له کليو لوګي هم را ونه ختل او په دې ډول پر مخ ولاړل.

د لويديځ لښکرې د زرنج ښار ته ور نژدې شوې، سپيڅلي مو بدان يې ووژل، اورتونونه يي مړه کړل، ايرې يې وشيندلې، ((سپيڅلې ايرې)) يې وشيندلې، ښار يې لتاړ کړ، آسونو پکې شنهار وکړ، کورونه وران شول، د اوږدو قباوو سره په کورونو ننوتل، بيا يې هم نوزادي ماشومان ووژل، شلګي يې د هغو په ټټرونو ښخ کړل، له سپين ږېرو او سپين سرو يې ساه واخيسته، پيغلې او نيم زالې يې وځورولې، لکه، چې د همدې له پاره راغلي وو، د کوټو په کونجونو کې يي سترګې واړولې، راواړولې، چې څه يي پيدا کړل، هغه يې له ځانه سره واخيستل او پر مخ لاړل، کلی شاته پاتې شو. ښار شاته پاتې شو، لوګي پکې ورک شول، لوګي ترې نه راختل.

خو د سيستان حاکم ايل نه شو، تسليم نه شو، هغه ايران بن رستم نوميده، هغه تر وروستي حده وجنګيده، هغه په اهورا عقيده درلوده، هغه د زردشت تون نه وژلو، نه يې مړ کولو، نه يې غوښتل اهريمن پل کېږدي، او خلک د کار او روزګار لاس پر سر شي، نه يې غوښتل ژوند پای ته ورسېږي، غوښتل يې ژوندي پاتې شي، غوښتل يي د ژوندانه له حق نه دفاع وکړي.

هغه د عربو د سردار سره سخت جنګ وکړ، وينې وبهيدې، په وينو ژرندې وګرځيدلې، ويالې پرې ډکې روانې شوې، د ژوندو له پاره وينې لږې وې، اوبه يې ورسره يوځای کړې، وينې له اوبو سره يوځای شوې او ژرندې پرې تاو شوې.

د زرنج حاکم وغوښتل شو، له جنګ نه وروسته وغوښتل شو، خو هغه او ملګرو يي هېڅ باور نه کاوه، چې اهريمن به د ورځې وليدل شي، هېڅ سوچ يې نه کاوه، چې د هامون سپيڅلې اوبه به اهريمن ته په دې لار د راتيريدو وسه ورکړي؟  هېڅ باور يې نه کاوه، چې د لمر په وړاندې به د هغه رڼا او روښنايي په وړاندې به اهريمن د دريدو وس ولري؟ هغه او ملګرو يې هېڅ باور نه کاوه.

خو کله چې هغه د عربو لښکر ته ورنژدې شو، ښه ورته ورنژې شو، اغوستي کالي يې په ځان کې له ځانه لرې ودريدل، خول يي پر سرجګ ودريد، سترګو يې بريښنا وکړه، وځليدلې او يوه عجيبه حادثه يي وليده، داسې چې فکر يې نه کاوه تصور يې نه کاوه او هېڅ په دې سوچ را وتلی او راغلی ونه و.

د سيستان مړی د فرش پر ځای پر ځمکه غوړيدلی و، ټول وژل شوي و، قتل عام شوی و، هغه ټول پېژندل، ټول سپيڅلي زردشتيان و، ټول هماغه سپيڅلي انسانان و، هماغه، چې د سيستان ځمکې به يې کرلې، هماغوی پر ځمکه پراته و. د عربو سردار ور باندې له پاسه ناست و، بالښت يي هم د مړو او اجسادونه جوړ کړی و، جګه ونه يې درلوده، لويه قبا يې اغوستې وه، سترګې يې سرې، سرې راوتلې وې، غټې شونډې يې راځوړندې وې، غنم رنګه او تور بخنه څيره يې وه، مست بوی ترې خاته، په سترګو کې يې يوازې ثروت او شهوت لوستل کېده، په ټټر يې همدا شان، هغه د سيستان خلک وژلي وو، ټول يې وژلي وو، هېڅوک يې پرې ايښې  نه وو، شونډې يې لاځوړندې وې، سترګې يې د غنايمو پسې اخوا دې خوا تاويدلې، اوږده غاښونه يې د شونډو په مینځ کې د ناپايه اشتها له پاره ځليدل، شهوتو پرې غلبه کړې وه او همدا ډول د سيستانيانو پر ککريو تکيه پروت و.

د سيستان حکمران له څو تنو بدانو سره ورنژدې شو، له اسونو ښکته شو، د زرنج څو تنه مشران هم ورسره وو. موبدان هم ورسره و، په ځمکه يې فرش وليده، غوړيدلی فرش ،بې واره شو، اختيار يې له لاسه ورکړ او بې واره يې خپلو ملګرو، موبد او مو بدانو ته د زرنج مشرانو ته مخ راواړاوه، هغه د عربو پر سردار سترګې لګيدلې وې، د سيستان ځمکه يې د سيستانيانو پر مړو فرش لېدلې وه.

رېږديدلی و او بې اختياره اواز يې ويلی و:

((وايي، چې اهريمن د ورځې  نه لېدل کېږي، دغه دې وي ګوري، چې اهريمن اوس په سترګو ليده شي...)).

ربيع د هغه د خبرو ترجمه واوريده، په سړه سينه يې ورته وکتل او يوازې ترخه خندا يې وکړه.

۲۹ ر ۸ ۱۳۶۰ 





چې ماښام دې راځي خوا له
 عاشقان غمګينې سترګې
 جنکۍ درته ګډېږي
 بلې سترګې سره لاسونه
 کله ډوب لکه د غم زه
 کله مست زلمی ګډېږه

سينده ځه، سينده بهېږه، سينده ځه، سينده بهېږه

غني

 

 

 

                                                                                                                            سینده ځه، سینده بهیږه 



هماغه لږه وريځ زما د هستۍ سبب  شوه. هماغه وريځ، چې د اسمان په څنډه يي ځای نيولی و، د اسمان پر تندي سوره وه، د لمر وړانګو تکه سره اړولې وه، هماغه شفق زما د ژوندانه سبب شو، ما ته يې تکل راکړ، حرکت يي راوباخښه او دا دی اوس خو ځېږم او بهېږم.

هماغه لږه او کمکۍ وريځ، چې له ورايه د اسمان پر ټنډه سوره وه، نور اسمان تک شين و، غرونه په ارام او سکوت کې ويده و، ټول چپ او غلي و، يوازې هماغه لږه وريځ د دې سبب شوه، چې زما اندامونه جوړ کړي او بيا مې د حرکت او يون له پار ه وهڅوي.

په دې ډول زه د اسمان له څنډو راغلم، له اسمانه راکوز شوم او د ځمکې پر مخ ښوېيږم.

له کومو کڅيو، چې زه راغلم او پر کومو سيمو، چې ما لومړنی يرغل پيل کړ، هلته د غرونو حکمراني وه.د سکوت بادشاهي وه او  دسکون نظام چليده، هېڅ نه و او هر څه چې و هغوی هم حرکت نه کاوه، په خپل ځای ډب پراته و او کله چې زه وزېږيدم، هغه راته کېسه کوله، هغو راته د ارامۍ او سکون د خوند کېسه او  پر حرکت او خوځيدو  يون او تکل يې بد ويل، ځکه يې کېسه کوله، هغو زما پر حرکت او زما پر منډه او زما په ځغاسته بد ويل او حرکت او خوځيدنه او تلنه ورته ټولې او ټولې ملنډې بريښيدې.

خو کله چې زه وزېږيدم، کله چې د باران څو څاڅکي سره راتاو شول او بيا سره يو ځای شول او د باران څاڅکي سره راټول شول،  بيا د اسمان په څنډو کې تورتم جوړ شو او د بريښنا منډو هغه څنډه په يوه درنګ کې ګزو ګام کړي. هغه مهال ټول اسمان د وريځو تورتم نيولی و، لر او بر ټوله وريځ وه، شفق نه بريښيده او د بوډۍ تنور هم نه معلوميده، په شيبو او په کاسو باران راښکته شو، شيبه شيبه ووريده، او بيا د همدې هسکو او له پرتمو ډکو غرونو او د دې غرونو ژورو ناوونو په سيلابونو وژړل او د باران څاڅکي د دوی يعنې د دغه ساکنو غرونو په زېږمو کښيناستل او اوښکې يې توی کړې او له هغو ورځو نه وروسته زه وزېږيدم، له هماغه کوچنۍ وريځو وزېږيدم او له زيږيدو نه پس مې حرکت پيل کړ، د غرونو کلا مې ونړوله. سکوت مې مات کړ، لوی او ستر، ستر ناوونه مې وکينل د اوږدو او تاو را تاو درو سکون مې هم مات کړ. پيريان او ديوان هم غرونو ته وختل، د هغو هم حرکت بدې ايسيده؛ خو ما له هماغه ځايه حرکت وکړ،د اسمان له څنډو راکوز شوم، د وريځو له سترګو راوڅڅيدم، د غرونو په اوږو کيناستم او د هغو په سترګو کې اوښکې شوم او دا دی اوس مې د دې تاو را تاو درو په منځ کې د غرونو او سکوت کلا ماته کړې ده، زه ځم  پر مخ ځم وړاندې ځم او اوس مې تم کیدل نشته. 

زه د اسمان له څنډو راغلم د پيريانو او ديوانو له کليو راتير شوم، د غرونو او درو سکوت مې مات کړ او د تورتمو تاو راتاو درو تنګو درو او ورشوګانو څخه راتير شوم، هلته هم ورشوګانې نه وې، هلته هېڅ نه و، حرکت نه و، ژوند نه و او هېڅ شی نه و.

خو ما په خپل يون او تکل سره د درو سکوت مات کړ. هغه بندونه او خوړونه، چې له زمانو او پيړيو  راهيسې همداسې وچ و، هغه درې، چې هېڅ شی په کې نه زرغونيدل، په هغو هم راغلم د پيريانو تنورونه مې ونړول، د ديوانو بندونه مې وران کړل او ټول مې د خپل پاسته ټټر نه لاندې کړل.

اوس هېڅ شی نشته او د بنيادمانو کلي ته رارسيدلی يم، دا هم ښه کلی دی، دلته د هغو خپل شور او زوږ هم شته. غرونه هم پردي کليو کې زما شور او زوږ منعکسوي، په دې پرتو کليو کې، چې زما د تګ په لارکې په اوږده او غزيدلې لار کې پراته دي، په دې لار کې، چې دوی ته يې دې کليوالو ته يې سر او بر معلوم نه دی، يوازې زه پوهېږم، چې له کومه راځم او په کومه ځم. هم هېڅ شور او زوږ نه و، هېڅ ښکالو نه وه،  په لومړی وار، چې دلته راورسيدم، له ډېرو کنډوالو څخه يو نيم لوګی نری لوګی راپورته کيده، او بيا په اسمان کې ورکېده، هغه لوګی هم ډېر لږو ايله بيله به سترګو معلوميده، ایله بيله دومره د حرکت او ژوند نښه وه، خو زه همدغه شان د کليو او کنډوالو له څنګه تير شوم د هغو ننداره مې وکړه ومې ليدل:

اوس له پيړيو پيړيو راهيسې د زمانو او وختونو راهېسې د دې کليو ننداره کوم، کليوال يې ګورم، ډېر کلونه کېږي، چې زه له لرې تاو راتاو درو څخه، اوچتو غرونو څخه او د اسمان له څنډو راکوزېږم او بيا په دې تاو راتاو درو دي، کليو ته رارسېږم، د دې وګړو نظاره کوم، دوی وينم اوس ما د دوی ډېرې کېسې ليدلې دي او د دوی ډېر شورونه زوږونه مې اوريدلې دي.چې زما له څپو سره غبرګ شويدي، او زما د سندرو او حماسو سره مل شوي دي.

زه هر وخت د دوی له څنګه تېرېږم ا و پر مخ ځم، ما ته ډېره په زړه پورې پکې دا ده، چې د ځينو کلاګانو بيرته دروازې د موږي پورې تاو غواګانې او څاروي وينم او چرګانو هم کږې لکۍ د کلا تر مخ په خپلو وزرو کې مښوکې ننويستي دي.

ما د دوی ډېر د غم او ماتم شيبې ليدلي دي؛ خو څومره، چې بهېږم او ښوييږم او د دوی د غم او ماتم شپې را د مخه کېدې، همداسې مې د خپلو څپو په زانګو کې زنګولې او پر مخ تلم، نه پوهېږم ايا د وی به هم د خپلو غمونو او نا اميديو د شپو له يادونو څخه خوند اخلي او کنه؟ خو کله، چې زه ښوييږم په دې برخه کې راته خوند راکوي، چې څرنګه د ټولو غمونو، خپګانونو او بد مرغيو سره بې پروا دي، نو د دوی بې پروايي مې خوښېږي.

زه له پيړيو راهېسې او د زمانو په اوږدو کې د دې کليو له څنګه راتېرېږم، کله چې زما بې باکه څپې په خپلو غاړو او څنډو باندې يرغل ور وړي، پانډونه رانړېږي او  همدغه  پانډونه د ډېرو کېسو روايت کوي، هلته ککرۍ خاورې شوي دي، هلته يوه پنډه برخه په وينو تکه سره د خاورو لاندې شويده او بيا پرې کوډلې جوړې شوي او بيا هغه هم د خاورو لاندې شوي او په کنډوالو بدلې شوي دي او دا لړۍ د هغه پاڼ په ټول ضخامت کې بريښي.

خو کله چې د دغه پانډونو له څنګه تېرېږم، د هغو په پنډوالي کې خاورې شوې ککرۍ وينم، چې د رمو او پادو په پښو کې تول شوي دي، او هم ددغه څنډو له پاسه په ديرو کې په حجرو کې مجلسونه وينم، او د سندرو  او ټپو غږونه اورم، چې زما له څپو سره يو ځای کېدل. دلته هديرې وينم ديرې هم د همدې هديرو له پاسه جوړې شوې دي، د دوی ترمنځ دومره واټن نشته، د يوې پيښې دوه بيل شکلونه ترسيموي او زه يي ګورم، هديره د چپ شويو کسانو ځای دی.

او په ديرو کې به چپ کسان ناست و، په دوی کې داسې کسان، چې د رنځ او غم له پاره پيدا و، د ځان  له رنځولو او د نورو له رنځولو يې خوند اخيستلو؛ خو اوس د ټولو ککرۍ د همدې ديرې په پلې نرۍ لاره کې د شناختو په منځ کې د پادو او رمو په پښو کې تولېږي، او زه يې نښې نښانې د خپلو غاړو په توږلو پانډونو کې هم وينم.

او زه د وختونو په اوږدو کې کليو له څنګه تير شوی يم، ما هر وخت  دوی يعنې دغه ساده کليوال هم په کار بوخت ليدلي دي، له بارانونو او توفانونو وروسته زما په دواړو خواوو کې ، د دوی له سترو اسويلو بل څه نه وي، هر وخت مې د دوی رنګونه زيړ او زبيښلي ليدلي دي، هېڅ مې د دوی په څېرو کې سرخي او متره نه ده ليدلې او ډېره لږه د دوی خندا زما د څپو له غږ سره يو ځای شويده، دا د دوی دژوند  عادي جريان دی؛ خو زما د ځغاستې منډې او ترړې يې  هېڅ زده نه کړل.

زما په ياد دي او ښه مې په ياد دي، کله چې له دغو کليو او پانډونو له څنګه تيريدم او د اوږدې زمانې په ترڅ کې تيريدم، چې اوس يې ما ته هم د هغه اغاز او انجام نه دی معلوم، کله چې به دغه جمجمې له دغه پانډونو څخه زما د څپو له پاسه رالويدلی؛ نو بيا به زما د څپو له پاسه کښته پورته کېدلی.

د دغه جمجو مخ او څټ نه بريښيده، هرې خوا ته يې مخ و او کله چې به دغه ککرۍ زما د څپو په غېږ کې اوښتې راوښتې يوازې مخ به يې ليدل کيده، چا ته پته نه وه، چې د دې جمجو په هره څنډه کې مخ دی. دا د زمانو او عجايبو په څير وه، په هره څنډه کې ماته شوې پزه وه او د هغو په خوا کې د هغو په پاس او سر کې د پوچو سترګو سوري و، په همدې ډول دغه ککرۍ د همدې پانډونو له پنډې غېږې څخه  زما په زور کې او زما د زولۍ په څپو کې اوښتې را اوښتې او کښته پورته به کېدلې .

خو زه  له کلونو   کلونو او له پيړيو پيړيو او د زمانو له اخوا پدې کليو راځم، کله زما د سيلابونو اوبه د دوی د کورونو تر دروازو رسېږي، او کله هم له هغو ډېر لاندې او کښته بهېږم؛ خو وينم، چې زما په غېږ کې او زما د څپو زولۍ ته قسم قسم  ککرۍ رالويدلي دي او په هغو کې ما لږې ککرۍ وليدلې، چې درندې وې او زما په سينه کې يې ځای نيولی او اوس ما د خپل تګ او ځغاستې په واټن کې د يو مخ او د يوې پزې او دوه سترګو سره په خپل تل کې پټې کړي او د زمانو او وختونو له پامه مې لېرې ساتلي دي، خو پوهېږم، چې هيڅکله به د پادو او رمو په پښو کې ونه تولېږي.

 ما په دې سيمو کې په دې کليو په دې لارو او په دې څنډو او په دې غاړو کې ډېر د کند او کچکول ملنګان وليدل، چې له ډېرو لېرو ځايو دې کليو ته راغلل او د ((خير راوړه)) غږو نه يې وکړه، هغوی ټول په فکر کې وو او کله کله يې نرۍ موسکا هم په شونډو سوره وه.

خو کله چې به هغو ته کومه لپه جوار او يا يوه چنډه سوکړک له دروازو را ووت، نو هغو به ورته وويل: زه خير غواړم، خير ښکلا او مينه، له رنځ او عذاب نه پرته ،نه جوار او سوکړک  او بيا به په خپله لار رهې شول، سپو به د هغو د کاليو او د هغو د کاليو جړانګو ته  خوله اچوله، د هغو د کالیو چمتو او د هغو د کالیو جړانګو ته به یې خوله اچوله او ورپسې غپل  به يې .خو هغوی به بې پروا روان و او د سپو غپا ته به يي هم ځواب نه ورکاوه، تر هغې چې سپي به ستړي شول، او بيرته به راوګرځيدل او خپل سرونه به يې د خپلو پښو په منځو کې ننويستل او غلي به شول.

زما د منډې او ځغاستې په بهير کې زما د يون او حرکت په لړ کې او زما د تګ او وړاندې تګ په جريان کې به کله زما د حرکت مخه او هم د حرکت ټول لوري دوريځو تورتم ونیو، تورتم به زيات شو.

د بريښنا منډې به هم سره ليکه وويسته، اسمان به وغريده او بيا به هم واوريده د بريښنا سرې ليکي به د تورتم په زړه کې يوه لاره وويسته، د تورتم زړه به يې وچاوه او بيا به په يو ان کې ورکه شوه؛ خو د کليو ساده خلک به ورته ولاړ و.

هغوی به د تورتم د پام انتظار درلود او په پسرليو کې به يې د اسمان په زولۍ د تښتيدنکو وريځو انتظار درلود، او د لمر راختلو هيله به يې درلوده. نجونو به د واښو انتظار درلود، په هغو کې داسې ډېرې وې، چې  د دې هيله يې درلوده، چې کله به د اسمان په لمنه کې کله به زما به بره او يا کوزه کې د بوډۍ ټال ودرېږي او کله به بيا دوی په ځغاسته غواړي، د هغې له لمنې تېر او خپل ځان بدل کړي، يجړاګانو به هم دا تلوسه درلوده، چې دغسې وکړي، او هغوی، چې به په دې برخه کې بې حسه او بې احساسه و، هغوی به هم دا تلوسه درلوده، چې له دې ازموينې تېر شي، خو د هغو د ډلو، ډلو خو ارتو او پراخو ګامونو وروسته به د لمر وړانګې بشپړې په غرونو او درو را سورې شوې، د بوډۍ ټال به هم والوت او بيا به ورک شو، ډلې به بيرته راستنې شوې، نجونې به هم راستنې شوې... او هغو، چې د څه احساس نه کاوه، هغوی به هم راستانه شول يا راستنې شوې، نه پوهېږم، څه ورته ووايي؟ يعنې هغوی، چې دا او هغه جنسيت شي  نه پوهېږم، څه ورته ووايم؟ يعنې هغوی، چې  دا او هغه جنسيت نه درلود، هغوی به هم راستانه شول، غلي به ودريدل، بې پراو او بې توپيره.

کلونو کلونه په همدې تير شول، پيړۍ واوښتې زمانې تيرې شوې او دا هم د وختونو د پرون او د زمانو د شا داستان دی، په ماضي کې ريښې لري، د اوس نه دي، خو د بوډۍ ټال هيچا ونه نيو، په ډېرو ارتو او پراخو ګامونو به ور وځغليدل؛ خو بيرته به راستنې شولې، هيڅوک د بوډۍ له ټاله تير نه شول او له هغه ورځې تر اوسه هم به هغه کليو کې هېڅوک دا زړه نه کوي، چې اوس د بوډۍ له ټاله تير شي او خپل... بدل کړي.

په دې ډول زما افسانه او زما د بوډۍ د ټال داستان، چې ډېر ونه پاييد هر وخت د تالندې او بريښنا په څير راڅرګند او بيرته د لمر په لمنه کې ورک شو او د لېوالو نجونو او ښځونکو ارمانونه به يې هم ويلی کول، او د ځان په څير به يي ورکول.

یو وخت کې  مې داسې هم وليدل، چې د مرګ استاذی په دې کليو راسم ،  شو داور جامې يې په غاړه وې، هر څه يي تور و، خو يوازې سترګې يې سرې راوتلې وې، وروسته ورپسې لوی کاروان د اسونو او اوښانو ور وروان و، دوی پرمخه تله او پر مخکې يې هر څه، چې راتلل هغه يې هم د پښو لاندې کول، هر څه يې هوارول، هر څه يې له منځه وړل، هماغه زيړ زبښلی کليوال، هماغه خټين کورونه او هماغه زير زيښلي انسانان، چې هېڅکله يي په ارام فکر او فکري ارامۍ سره په اوړي کې  د سيند د يخو څپو وږمه په خپل ځان نه وه احساس کړې او نه يې هم د ژمي د څلو لمر...

 هغه د مرګ استازی و، هغه د مرګ کاروان روان کړی و، او کله چې به دغه کاروان په همدې کليو او پټيو او ورشوګانو او کڅيو را سم شو، نو بيا به هم نه ليدل کېده، هرکال د دې کاروان قلنګ و، چې راته به او تېريده به، او ککرۍ او جمجې به د کاروان په پښو کې توليدلې او اواز به يې کاوه تر هغې، چې  دزمانو له شا  چې څوک نشته او بيا به تير شو، دا د اوس کېسه نه ده، د ډېرو پخوا او د وختو پر اخوا ده. 

او بيا هم د وختونو په يوه وخت کې د پيړيو په يوه کړۍ کې يو بل لښکر پر دې، کليو راسم شو، هغوی هم د دې کليو او بانډو کې بوخت پاتې شوي وليدل. دوی د ښې او بدې لارې جار واهه خپله يې ښه ګڼه، تيره تبرګی يي په اوږه ايښې و، څڼې يې په ملا پرتې وې، ډله ډله پر سپينو کاليو کې روان و، هرې دروازې ته، چې  وبه مې ليده، او زه يې دې ته ځېر کړم، چې بايد وی وينم، نظاره يې وکړم او ورته وګورم او هغو ته هم د خپل ځان په څېر حرکت ورکړم. د حرکت غړي او اندامونه ورکړم او بيا يې راوهڅوم، هغه، چې ماته ډېر په زړه پورې و، هغه څه، چې زما د منډو تنده ورسره وه، همدا وګړي وو، همدا کلي و او همدا خلک و.

هغه دا و، چې: له کلونو راهيسې د ميندو اوښکې وچې نه شولې، هغوی ډېر ژړلي و، او ما په ټول واټن کې د هغو ژړا ليدله، پيغلو هيڅکله خپل اوربلونه ږمنځ نه کړل او ځلمي هم دې ته برابر نه شول، چې د خوښيو اټن کې خپلې څڼې وغورځوي، سپين ږېري هم کړوپه ملا ناست و او د خپلو لټو او انديښنو په سيند  کې غوپه وو او په دې باب يې فکر ونه کول.

او دا ټول کاروانونه په بېلا بېلو وختونو او زمانو کې له دې لارې تير شول د غم او مرګ کاروانونه و او د مينې او محبت قافلې هم کله نا کله له دې لارو ګذر کړی دی، د قهر او غضب کاروان هم تير شوی دی، سرې پوندې د ريز مريز شويو انسانانو په ټټر ختلې قافلې او د حق او د حق لاروې وې، چې په بېلو بېلو  زمانو کې له دې کليو تير شول، خو ټولو له دوی قلنګ واخيست، نذرونه يې ترې راټول کړل، او دغه کاروانونو څټ ته يوازې د دې کليو په اسمان کې د وير او تم وريځو ځای نيولی و، دوی د خير او ښکلا د قافلې په خبرو پوه نه شول.

او د چا خبره د (حقيقت) د کاروان په راتګ سره په وينو کې غوپه شول. او اوس هم په همدې ډول هماغه څلو ته په ګونډو دي، چې له قافلو پاتې شوي دي، کاشکې، چې دوی توږلي وای، او دوی ورته د هغو په وجود کې هغو ته يعنې ځانته ګونډه وهلی وای، همداسې وشول، خو سيند لاځي سیند لابهېږي.

کال ۱۳۶۶




 

                                                                                                                                        سینده ځه، سینده بهیږه 


او د تل په څير د پيړيو په لړۍ کې او د زمانو او وختونو په درنګونو کې د کاروانو لړۍ همداسې پر مخ تلله، خو د زمانو او وختونو په پرون کې يو بل کاروان هم په دې کليو، په دې بانډو او په دې ورشوګانو او کڅونو او درو راغبرګ شو، دا هم کاروان و، وګړو لوی لوی قطارونه جوړ کړي و، بيرغونه يې تړلي و، ډېر زيات بيرغونه ورسره و. خو ما د خپلو څپو په ترڅ کې او د خپل منزل په جريان کې د خپل حرکت او بهېر په اوږدو کې د  هغو نظاره کوله، هغوی مې ليدل، چې په ډېر منډه او ځغاسته روان و، ډېر په بيړه يې ګامونه اخيستل داسې، چې لکه د ځغاستې لوبه لري، او داسې، چې يو له بله سره سيالي لري، د منډې او ځغاستې سيالي د دې له پاره، چې يو له بله وروسته پاتې نه شي، نو يې په سيالۍ تګ کاوه، دوی روان و، مخونه يي سيند ته را اړولي و. زما د څپو نظاره يي کوله، خو په شنو فصلونو به يې پښې ايښودې، په پولو او پټو به وختل، شنې لښتې به يې راماتولې، د غنمو وږي به يي په لاسونو کې مروړل، دغه کاروان مې په پسرلي کې ليدلی و.

هغه مهال، چې شړشمو ګلان کړي وو، ونې او ديرې سمسورې شوې وې، پټي ښه شنه ولاړ و، غنمو لا وږي نه وو ايستلي او  د درو خوړونه ښه په مستۍ بهيدل .ويالې ښې ډکې روانې وې، ماهيان زماله ژورې سينې څخه په ويالو کې جلا کېدل، او منډې يې وهلې اسمان برګ برګ، لمر سترګې په وريځو کې پټوونې کاوه، پرخه په وښو او غنمو پلنه وه، خو کاروان په منډه روان و، نه پوهېږم، دوی د خپلې اوږدې لارې او يا د خپلې لارې د اوږدوالي اټکل کړی و او کنه! دوی همدا ډول په ځغاسته روان و، دوی منډې وهلې او د خپلې اوږدې منډې په انجام کې يې د ساه بندۍ او ستړيا اټکل نه و کړی.

خو دا قافله په ډېر هله او شور زوږ سره روانه وه، د کليو خلک ورته د قريو اوسيدونکي ورته ولاړ و، ښځې ورته په بامونو راښکاره شوې وې.

په پټيو کې چې چا للون او تسکوره وهله، او يا يې قلبه کوله او يا يې لښتې پاکول. ټول د دې کاروان په ننداره شول، د دوی د غرور سیل يې کاوه، د دوی د يون او حرکت سيل يې کاوه او د دوی د چابکو ګامونو سيل يې کاوه. ماشومان ورته په وستلونو کې ولاړ و، نجونې ورته  لور او ټوکرۍ پر سر په لاره ولاړې وې؛ خو دوی خپلې منډې وهلې او خپل توغونه يې رپول، د بريو زيري يې درلودل، چيغې يې وهلې او شور يې کاوه او په خپل حرکت مست و، د ټولو سترګې سرې وې، د حرص او هوس تنده يې هم د شونډو له پاسه ځليده شهوتو يې، سترګې ړندې کړې وې، په هرڅه کې يې خپله رضا ليده...

خو ما ورته د خپلو څپو له لمنو کتل، زه پوهيدم، چې دوی تيرېږي او پر مخ ځي، اوبه بيرته نه راګرځي، کله کله به د هغو د شور او زوږ غرهارو زما په څپو کې ورک شو، غلی به شو او انګازي به يې ورکې وې، او کله به يې هم زما د څپو د وزرونو له پاسه اوازونو ځغاسته کوله او بيا به بيرته د دې لوړو غرونو د څوکو له سره رامنعکس کېدل.

او په دې ډول څومره، چې زما د حرکت او څپو شور زياتيده او دومره، چې  حرکت ګړندی کېده، دوی هم خپل حرکت زما سره په موازاتو کې ليده، زما سره يې يو ځای  تګ کاوه او يوځای پر مخ تلل او کله به يې په ډېرو ليدو سره ځان زما په څپو کې ورک کړ، لاهو به شول او کله به هم ګوښې او زما د حرکت او څپو په تماشه روان و، زما له ساحلونو به يې خوند اخيسته خو د پيريانو او ديوانو يې هېڅ اټکل نه کاوه .نه و خبر، چې شيطانان به هم سرې سترګې په نرو کاليو کې له غرونو راکوز شي، له ځنګلونو به راووځي او د ديوالونو له چاوونو او درزونو به را بهر شي، دوی دا تصور نه کاوه. د خپل يون او تکل په خوند مست او مغروره و، د دې اټکل يې نه کاوه، چې ګوندې په دې هوار ساحل کې به د دې چټک او څپانده سيند په خوا کې چېرته غرونو ته ختلی او جګ شوي، پيريان هم پيدا شي، هېڅ دا او دا ډول سوچونه يې نه کول.

په خپل تن او روان کې د ويده شويو وسوسو د را ژوندي کيدو اټکل يې هم نه و کړی، چې يو وخت کې به راهست شي د نن نه په وړاندې ودرېږي، او بيا به په وجود ورته و‎يښته ودروي. دوی د دغه ډول نامريې شيطانانو د شته والي تصور هم نه و کړی.

خو د دې وار قافله څه بل شان وه، دی هم پيغام درلود، هغه له مودو پس راغلې وه او نه يي غوښتل د تيرو کاروانونو په پل پل کېږدي، د ډېرو کلونو او پيړيو وروسته يې په دې کليو او قريو ګذر کړی و، له دې کاروان سره ډېر وګړي مل شوي و، او څه يوستوی او لږ شمېره کاروان نه و، هغه وخت روان کاروان زما د څپو په څير سست او بې باکه و، ما په خپل زور او قوت سره او زما څپو په ټول شور او زوږ سره به خپلو ساحلونو يرغل ور وړ. ساحل ته يې ګواښونه کول، او په ډېر پرتم به ترې بيرته زما يخې سينې ته راستنيدل، ټول کلی ارام او چوپ و، کروندې هم ارامې او په سکوت کې وې، د غرونو په تړو کې شين شوبي را پيدا شوې وې، خو د کليو او کلاګانو وګړو د کاروان ننداره کوله، هغوی خپل کار روزګار پرې ايښی و او يوازې د دې اوږده کاروان په تماشه بوخت و، ما ښه ليدل او د دوی په ليدو سره او د خلکو او وګړو په حيرت سره او د کاروان په چابکه او ګړندي حرکت سره راته د خپل اغاز او انجام کېسه ياد ته راتله.

خو اوس له هغو وختونو ډېر وختونه څټ ته پاتې دي، زما د يون او حرکت په سر اغاز کې ټول پيريان او شيطانان غرونو ته ختلي و، داسې بريښيدل، چې ګوندې نور د هغو نوم نښان نشته نور هغوی ورک دي، نور د هغوی پته نه لګېږي؛ خو داسې نه و.

هماغه شيطان د غرونو او ځنګلونو د ناوونو او سمڅو څخه راکوز او رابهر شوی و او لکه د هرې قافلې به څير يې په دې کاروان کې هم ځای نيولی و. په صفونو کې، په ليکو کې او په ځانونو کې نه داسې، چې ټول کاروان د پيريانو او ديوانو قطارونه شول نه بلکې د يو نيم په تن کې او د يو نيم په ځان کې خو د دې راز يوازې ماته بريښيده او دا ځکه، چې زه د دې ټولو حادثو او د دې ټولو واقعاتو او ددې  ټولو لاريو د ستړياوو او دمو شاهد وم. ما ليدل، چې د دې قافلې سره هم ديوان او پیريان او شيطانان شته؛ خو په هماغه شکل نه لکه کله، چې به  ما پر دنګو غرونو او ناوونو او دښتو يرغل وکړ او دوی به د خپلې ناستې ځای پريښود او د غرونو څوکو ته به نېغ شول، دا وار څه بل شان راغلی او ګډ شوی و، د پيريانو سترګې هماغه ډول نه وې، د شيطانانو څيرې او د مخ کاسې هم هماغه ډول خو رنګه نه وې او نه هم چا ته د توجه وړ وې، هغوی ډېر ارام په لاره تلل  او  ان په هماغه ډولونو و، چې د مخه و، بلکې دا وار بيخي بدل و، دا وار د هغوی ارواح وې، هغوی په خپل نه و. نور کالبدونه و، او د هغوی ساه وې، چې څه يې د دی کاروان په ليکو کې او د کاروان د کاروانيانو په ځانونو کې ځای نيولی و او څه يې منظمې ليکې...

په کليو کې ګونګوسې وې، چې دوی کالبدونه له ملايکو را پټ کړي و او پدې کاروان کې  يې د تګ لپاره موقت را اخيستي و.

خو خلکو ورته ننداره کوله ښځې ورته په بامونو ولاړې وې، نجونې ټوکرۍ پر سر او لور په لاس ولاړې وې، ماشومانو په وستلونو کې لوبې پرې ايښې او د دوی په تماشې او ليدو نه مړيدل او په دې ډول يې د دې کاروان ننداره کوله.

د دې کاروان د ځغاستې شيبې ډېرې ژر تيريدلې، فکر کيده، چې د پيړيو لار په ساعتونو او ګړيو کې وهي، او د کلونو لار هم په درنګونو کې، ماليدل، چې د دوی په راتګ سره په کليو کې څه بل شان حالت راغی او دا راز په لارو کې، په وستلونو کې، په غرونو کې او دښتونو کې پيريانو او ديوانو مورچلونه نيولي و.

خو کله، چې د پيريانو او ديوانو په باب وايم، هغوی هماغه موجودات و، چې پيړۍ پيړۍ او کلونه په صفونو کې دريدلي و، په قطارونو کې و، لارو او د ډېرو کاروانونو د ماتولو او را اړولو تجربه يې درلوده، انسانانو په جامو کې د سړيو په کاليو کې او د پرښتو په څيرو کې رابرسيره شوي وو، خو هېڅکله يي د پرښتو او ملايکو عمل نه و کړی، دوی په کاروانونو کې هم او په لارو کې هم په حرکت او يون کې هم هر وخت په ککريو پښې ايښې وې، په ټټرونو ورختلي و، په زړونو يې برچې منډلې وې او د وينو په لښتيو کې يي مخونه وينځلي و او دې ته يي د دنيا د ټولو ژبو ډېر ښه کلمات او ګړنې راټولې کړې وې او پرې باندې ايښې يې وې، هر وخت د دوی د وياړونو څلي له ککريو دريدلي و، خو دا وار يې د دې څپانده او بهانده کاروان په ليکو باندې هم خپل جادو او افسون وکړ. 

د تيرو قافلو پاتې شونې او د ديوانو او پيريانو او شياطينو وړې وړې ډلې د وختونو په بهېرکې بيا په قافلو بدلې شوې، خو دا قافله دا وار د شيطانانو پيريانو او ديوانو قافله وه، چې زموږ د تګ او ځغاستې سره موازي پر مخ تلله هغوی لکه څنګه، چې د مخه غرونو او ناوونو او ګڼو ځنګلونو کې ځانونه ورک کړي و، او زما د څپو له يرغله تښتيدل، دا وار يې په ډېر نيرنګ او سمبال قوت سره زما د حرکت په مخالف لوري کې حرکت پيل کړ او دا دی اوس يو ځل بيا خپلو منډو او ځغاستو ته دوام ورکوم، دوی پر پټو ورځي  په پولو ورخېږي او د اورونو او لوګيو دندو کار جوړوي او ترې ځي، د سرونو څلي دروي او د وینو لښتي بهوي او هر څه چې پر مخ ورځي هغه تر پښو لاندې کوي.

خو مشکله ده، چې د هر يو په باب يي ووايم، دا عجيبه قافله ده، د دوی په راتګ او منډو سره په ټولو لارو کې فصلونه زيړ شول، د ونو پاڼې ورژېدې، د کليو خلک ورته ډېر زيړ زبېښلي ودريدل، د ماشومانو خولې په سرونو جګې ودريدلې، ویښته او غونې يي زېږه شول، د ښځو او پيغلو زړونه په ټټرونه کې په ټوپونو شول او پدې ډول د دې کاروان ويره په ټولو ولاړ و او سيل بين پريوته او د ټولو رنګونه يي زيړ اړولي و، په راتګ سره يې ټول برکتونه ټول شول، ديوانو او پيريانو له کليو ټوله ارزاني جګه کړه، د فصلونو او پټیو بندونه يې وتړل، ويالې يې وچې کړې، د ونو پاڼې يې ورژولې او د درو او وستلونو لاره زيړو پاڼو ونيوله هرڅه د شړشمو د ګلانو په څير زيړ شول؛ خو خپله د شړشمو ګلان هم ورک شول.

خو داستان لا اوږد دی، په ترهيدلو کې ځينې هماغه ډول په سيل بوخت دي او ځينې د سيندني قافلې سره د سيند په موازانو کې روان دي او پر مخ ځي، کلونه تير شول؛ خو په کليو او قريو باندې، په ديرو او حجرو باندې په لارو او وستلونو باندې لارو وېرې  او ترهې غدي لاسبري ده، يوازې د کليو او ښارونو هکان په سوچو کې غرق نه دي، چې څه کېږي؟ بلکې اوس ټولې اراوې او ټول زما د بهېر سره موافق کاروان، چې په ځينو لا شيطاني وسوسه او ويره لاسبرې ده، او د بادونو د وزرو په وړاندې يې لينګي رپیږي او د خپل راتلونکي حرکت په باب څه نه لري، نه بلکې نور هم نورسيل بينان هم په دې وسوسه کې دي، چې کومه قافله به ژر خپل سر منزل ته رسېږي؛ خو زه پوهېږم، زه سيند يم، زه بهېږم او بهېږم ما د پېړيو په ساړه ګوګل کې لاره پرانيستې ده، ما د تورتمونو زړونه چولي دي او ما هر تورتم ته خپله تالنډه او بريښنا لېږلې ده او هلته مې د نويو لارو څرک لګولی دی، نو زما او زما د کاروان لاره هېڅکله په شګو او ګياوو نه بندېږي.

زه به ځم.

زه به بهېږم. سيند به ځي 

سيند به بهېږي.


۱۳۶۶کال

 

-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------

[1] .له دغې لنډې کيسې څخه يو لنډ هنري فلم هم  جوړ شوی او نندارې ته وړاندې شوی دی .
[2]. براندر ماتيوس B.Maihews د لنډې لېسې فلسفه نيويارک philosophy of the shoty.
[3] - بيتس نوې لنډې کېسې يو انتقادي سر دی.
[4]. د بالک تيکه فلسفه او د بشر پوهني د پوه لويې ستر اوس Louis,straus مشهوره مقوله، چې د بشري ټولنو عادات او ارزښتونه د ضد ځانګړتياوو په کړيو کې بيانېږي، خواړه ځينې تاوده دي، ځينې ساړه.