د اکبر کرگر داستانونه (۱)
محمد اکبر کرګر
سور سات
... او اوس هم چې کله خپل کلي ته په هماغه لاره ځم، نو ما ته هاغه پخوانۍ خاطرې را يادې شي، همالته چې زما د سترګو په وړاندې ډېر پسرلي تير شوي دي، څو اوړي يو په بل پسې راغلي دي او څو مني شنې دېرې، شنه فصلونه، سپیره غرونه، ډکې ويالې، مست خوړونه او بارانونه او په دې ټولو کې چې کله بيا د هغه درې کونجه پټي په پوله سر شم ، نو بيا هماغه زړه خاطره د مجسمې په څېر راته په مخکې ودريږي . د فکر د درياب په څپو کې يي بيا واوړم او را واوړم، زه لا په دويم درېيم ټولګي کې وم، ښه مې ياد شي، چې دا خاطرې راته په ذهن کي کېناستې او تر اوسه هماغه شان د همدې او نورو خاطرو سره رالوييږم له، هغه وخته ډير کلونه تير شوي دي.
نه!داسې نه چې په خپل ذهن زور اچوم، بلکې همداسې مې په فکر ناستې دي.کله چې په همدې لياره بر کلي ته د خپل پلار سره تللم، نو ما ته به يي نقل کاوه او له هماغه وخته مې چې هغه مهال مې پرې لاره لنډوله، اوس را ته د ژوند خاطره ده، د درې کنيزه پټي کيسه:
ښه مې ياد شي، مسافر کاکا زموږ د چم زيارکښ بزګر و او په همدې پټي کې به زياتره وخت په کار بوخت و، لنډه ونه، موندۍ ږېره او له خولو هر وخت لوند کمیس، د هر لاروې د (چارې)له غږ سره به نيغ دريده او په (ستړي مشي، خوارمشي)به يي هم ښه ښايسته غوټ وخت تيراوه او کله کله به يي هم په لږ سات کې اوږده اوږده نکلونه کول، خو د مسافر کاکا د کيسو په څېر د هغه د درې کنيزه پټي کيسې هم ډېرې وې او دا کيسې لارويو ته د پټي د برې څنډې بوساړې هم کولې.
زړه بوساړه چې کلونه را پديخوا ړنګه شوې کنډر په څېر ولاړه وه او کله کله به يي په منځ کې د بنګو شنو بوټو هم سرونه را جيګ کړي و . د ماښام پر مهال به ترې ښه مست بوی خاته، د بنګو بوټي او د شپې په تروږمۍ کې به هم د بنګو بوټي د تورې بلا په څېر بريښيدل، د بوساړې خټينو ديوالونو هم چې د ژميو او پسرليو بارانونو له لاسه له په بيخ نه و ناست، خو د مسافر کاکا د مخ د ګونځو په څېر لارې لارې و او د پيړۍ کيسې پکې خوندي وې، ددې ځای د زلمو د غورځنګونو کيسې د ميړنيو د دلاروۍ ، بې باکي او غرور کيسې او حکومتونو، ماسلانو، سپاهيانو، حواله دارانو د وحشت کيسې.
خو دمسافر کاکا خوله لکه چې د همدې ځای د کيسو ويلو لپاره جوړه شوې وه، ځکه هغه دا ټولې کيسې له ځانه سره خوندي او ساتلې وې او په خبرو به راغي، نو د چا خبره د خپلو نقلونو سره به د دونيا هر ګوټ ته تلو ، راتلو.
ښه مې ياد شي، زه لا د اتو نهو کالو وم، چې د مسافر کاکا له خبرو سره اشنا شوی وم او کله به چې د هغه د پټي په پوله تيريدم، نو هغه به راته حتماً چېړلم او چې سترګې به مې په ورانه بوساړه لګيدې، نو بيا به راته هماغه پلټنې او رسالې د خپل ذهن او تصور جوګه نيغې ودريدې او همدارنګه به مې هغه دوه ولاړ او تيروبير لرګي ذهن ته راغله، غونی به مې زيږ شو، وبه دريدم او ترهه به مې پيدا کړه...
هسې خو به زموږ د کلي د خلکو لپاره پلټنې او رسالي، نکلونه څه!ساده هغه نه و.نه ...د ځوانانو او زلميو په ياد کې نه و، بلکې د کلي سپين سرو او سپين ږېرو ته ښې ور يادې وې، ځکه زه داتو، نهو کالو وم، د هغې وخت هر سپين ږېري ته ددې بوساړې کيسه ور ياده وه....
دلته په همدې پټي کې او په همدې ځمکو کې رسالې او پلټنې وې، دا بوساړه داسې مه ګوره، دا د هغه (د رساله دار) قومنداني وه او له همدې ځايه به يي د چا خبره پر «خلکو سر چپه ميچنې»ګرځولې.
بوساړه، زوړ کنډر، د درې کنجه پټي بره څنډه او دکلونو او وختونو کيسې، د وخشت او د باور کيسې او په بيوزلو کليوالو د امرونو او حکمونو کيسې له همدې زاړه کنډر چې نن په بيخ کېناستو ته نږدې شوې... خوسا ديوالونه.
***
د جنګ په کال همدلته د امير صيب رسالې راغلې وې او زموږ د کلي د خلکو په هر کلي او هر کندې يي په باج او سور سات حواله کړ، کار روزګار په ټپه ودريدل ، د ورځې له خو ا به ښځو تنورونه اچول او ډوډۍ به يي پخولې او نارينه و به د يابوګانو لپاره ګياوې برابرولې ، دلته به د همدې رساله دارې په مخ کې چې اوس بوساړه ده، حواله دار ناست و، د کلي ميرمنې به ټوکرۍ په سر همدې ځای ته راتلې او د رسالې لپاره به يي سور سات را ووړ.هسې خو د کلي د خلکو لپاره سور سات نه ، بلکې په سره تناره کې د دريدلو سات و او چې د کومې ميرمنې کومه ډوډۍ به سوې وه، نو هغه به ورته بيا حواله دار په سترګو کې ور وويشته، د رسالې د تم کېدنې په موده کې له کلي څخه واښو، ګياو ، چرګانو او نورو خوراکي شيانو کوچ وکړ.
اوس زموږ د کلي هر سپين ږيري ته د ماسلانو کيسې ور يادې دي او د هغو له نکلونو خو داسې جوتيږي، چې پخوا به ماسلې هم د نورو مقامونو په څېر په پيسو اخيستل کېده او دا ځکه چې د هغو خبره «امد» يي لاره، نو ځکه زه چې اوس هم د هغه پټي په پوله تيريږم، ماته هغه پخوانۍ کيسې ژوندۍ درېږي او په ذهن کې مې يو ځل بيا د تازه پېښو په څېر را ژوندۍ کېږي. هغه زړه کېسه را يادېږي، چې يو وخت مې په ذهن کې ناسته وه او اوس د هغې په څېر له ډېرو خاطرو سره... د همدې درې کنيزه پټي په سر کې يو پړی ځوړند و او په دغه پړو کې د ډېرو ميړونو ساه ګانې ويستلې شوې وي، زلمي، ونې، ساه ګانې او مرګونه...
***
او له هغه وختونو خو ځېنې پوهېږي، چې ډېر کلونه تير شوي دي، خو زموږ دهر کليوال ذهن ور سره اشنا دي، هر سپين ږيری او هرې سپين سرې ته ياد دي چې زما فکر هغه نکلونو ته وشي، نو بيا خو داسې راته نږدې شي، لکه چې د دغه ټولو واقعاتو او پېښو ننداره مې کړې وي، سپيره غرونه، شنه پټي، شنې کڅۍ او مست خوړونه او زموږ د کليوالو نيم ژواندي صورتونه ، هسې خو ما د پردل زلمي کيسه اورېدلې ده او چې مسافر کاکا به د پردل زلمي توب ستايه ، نو داسې به بريښيده، چې ګوندې د هغه له ځوانۍ سره يي کينه پيدا کېږي او له ځانه يي زړه بديږي.نرۍ ونه، ښکلي بريت، اوچته ځواني، پردل د موره يو زوی و، مور يي په ډېرو زحمتونو او کړاوونو را لوی کړی و...او چې مسافر کاکا به کله د درې کنيزه پټي په پوله د پردل کيسه کوله، نو ما ته به ښه ترسيم شو او د بي بي ترور زحمتونه به هم راته نيغ ودرېدل...پردل د هغې يوازېنی زوی و، له پلاره وړوکی ماشوم يتيم پاتې شوی و...بي بي ترور به د هغه په هر سر خوږي پينځه ټنګي نذر ايښوده او د چا خبره چې «اخره چار شنبه(څلور نۍ)»خو د پردل د ثمر ته رسېدو نذرونه وو....
او پردل د بي بي ترور دهمدې زحمتونو او کړاوونو او د هغې په نذرونو او خيراتونو را لوی شو، ښه خياله ور زلمی و.
د مسافر کاکا خبره داسې زلمی و، چې «ډبره به يي اسمان ته اچوله او سر به يي ورته نيوه» په هېڅ شي يي سترګه نه سوه او نه يي هم له چا ترهه کېده، خو د مسافر کاکا کيسه دومره زما په ذهن کې ناسته وه، چې ان په خپل فکر مې زور اچولو ته هم اړه وه او بې واکه مې د بي بي ترور ربړي او کړاوونه په ذهن کې تيريدل او را تيريدل.
خو د هغه درې کنيزه پټي او د دغه پټي په سر کې بوساړه د خوادثو جوګه ده، چې يو وخت دلته د همدې رساله دارۍ ور اخوا ته زړه کلا کې امير صيب سپه سالار ناست و، د هغه له حکمه سر کشه ميړونه يي بنديان کړي وو، په هغو کې د سپين سرې مور زلمی زوی هم او هغه هم په دغه ...پنجو کې ګير و.
او مور چې لا د خپل زوی د لوييدو کلونه يي ليدلي و او اوس يي د ښادۍ او خوښۍ لپاره تياری نيوه او په همدغه هيله يي وخت لنډاوه، خو اوس د سپه سالار په پنجو کې و.
د خپل زوی له بنديتوب وروسته يي څو وارې د زړې کلا په مخکې باد باد کړل او په همدې وېرجن ماحول کې يي خپلې تڼې وشلولې، خو چا يي عرض وا نه خيست، لکه چې دغه ژوندو زړونه نه درلودل.رحم او عاطفې يي په رګونو کې غځونې نه وې کړې او نه هم د خفګان او خوښې پلی يي درلودل، يوازې قهر، غضب او غوصه ...څومره فاصله ده، د يوې مور د خوږ زړه د ډېرو رقيقو احساساتو او د غضب د خاوندانو، د بې روحه او بې ساه وجود تر منځ او چې مسافر کاکا به دا کيسه کوله، نو دومره مايوسي به يي ښودله، چې پخپله به يي ستونی وچ شو او سترګې به يي زيمناکې شوې.
مور د مازيګر ماښام تر منځ د امير صيب په تکل روانه شوه، د لارې ډېر مزلونه يي وکړه، وخت يي په وړاندې سقوط کاوه، په لارو او کمرونو سر وه، ګواکې چې امير ته به ځان ورسوي، د قهر او غضب امير د ليونتوب او جنون غونډۍ ته .د وخشت او د وبا يي ساه ديوال ته ... هلته چې زړه نه وي، چې غوږونه نه وي، څه واوري، چې روح او ساه نه وي او چې رحم نه وي او د اواز د اورېدو توان نه وي، نو نړۍ مړه ده...او د مور احساس همدا او همداسې انګازې لري، د مور په غوږونو کې د امير د قهر او غضب انګازې نه څرخي او نه هم د هغه د څو لسګونه.ددې زړه په سمندر د خاشاکو او خځلو په څېر بريښي، پاس غرونه لاندې ګړندی او بې واکه سيند، چې کله يي ارت ټټر د مور د ارمانونو په څېر ستر ستر بريښي او کله يي چړونه د امير قهر او غضب په څېر له خولې ځکونه باسي.اوږده لاره، را سواره غرونه د سيند چټکتيا د مور منډې ...او په همدې اوږده لار په دويم مازيګر د امير دربار ته رسي.امير د ثور د مياشتې له ګرميو ستړی بريښي، ډبل ورميږ، څټه ونه او بونډۍ ږيره او د ښکلي شنې جلګې او ګلانو تر منځ د سره تنور په څېر د هغه څېره.
مور اردليان نه ور پرېږدي...هعې ته اجازه نشته...هغه بايد د امير صيب مزاحمت ونه کړي.امير تفريح کوي، د کار وخت نه دی او څوک بايد د پاچا او د امير د غضب سبب نه شي، ځکه چې رعيت اور اخلي...د امير سترګې له ورايه په اسکيرلي مور لګيږي... او د ماسلانو سره د هغې په لالچ پوهېږي... او بيا مور ځانته راغواړي، زيړه زبيښلې څېره د ليوني په څېر وچې شونډې .د يو يتيم مور چې پلار يي کلونه ور اخوا ته خپل سر له وطنه جار کړی، امير ته ور رسېږي او د خپل زوی د خلاصون عريضه ور وړاندې کوي.امير خپل کاتب ته امر کوي او مور وړاندې دروي، امير صيب پرې احکام ليکي...احکام...
او مور بېرته د خپل کلي په لور روانيږي، د مسافر کاکا د همدې درې کنيزه پټي د کلي په لور او د غره په بيخ کې د همدې زړې کلا مخې ته... او چې بيا کله له دې اوږدو لارو را رسېږي، دوه شپې دوه دورځې مزل، خوراک، څښاک نه ...او هم د څه شي اړتيا، ورغلې کېډه، خوږ زړه، وچې شونډې...او د ليونو څېره.
او مور يو مازيګر د هماغه زړې کلا مخې ته را ورسېده، له ستړيا يي ساه خولې ته راغلې وه، داردليانو او ماسلانو له پوښتنو وروسته د سپه سالار مخې ته ورسېده او بيا يي د امير صيب امر ور وړاندې کړ.
سپه سالار سترګې جګې کړې، ببرې وروځې يي پورته وغوړځولې او بيا يي د (شرمښ)په څېر مخامخ ماسل ته په ډډ اواز امر وکړ:
د جناب امير صيب امر عملي کړه!
ماسل په جګ اواز وويل ، عملي کېږي...
مور په خوشالۍ له کلا وځي...امير ته جنت غواړي.سپه سالار ته هم په زړه کې څه نلري...او د خپل زلمي زوی ياد په زړه کې تازه ساتي.
خو يوازې هغې د هو او نا، ځواب وا نه وريد، رخصت شوه ا سبا سهار چې دکلي په وستلونو کې بيا چوپه چوپتيا وه.
زيړی لمر بيا خپلې وړانګې په کلي را پلنې کړې وي.
دمسافر کاکا د همدې درې کنيزه پټي پر بر سر کې پردل زلمی د دار په رسۍ کې ځوړند و او د سور سات پر ضد د هغه د سر غړاوې په بدل کې د امير صيب احکام عملي شوي وو.
۱۳۶۴کال د حمل مياشت
تریو تندی
نن سهار بيا زموږ په کلي د راسواره غره تندی تريو بريښي، تازه راختلي لمر د چا زيږ غونی نشي تودولی، زياتې او په زوره زوره خبرې او مستې خنداګانې ډېرې لږې او يا هډو نشته. د درې ښي لاسته د خوړ اوبه په ډېر شړک بهيږي.له خوړ څخه را جلا شوې ويالې ښې ډکې روانې دي، خو د بندونو د پارچاوونو او د خوړ د پرخو په منځ کې د اوبو شڼهار غوږ ته را رسي ، د خوړ له پاسه د دېرو د شنو ونو پاڼې زيړې شوې دي.ريښتيا کله چې ددې درې پر ښکلا او په دېرو او پټيو د مني موسم را غبرګ شي، نو بيا ددې ځای طبيعي ښکلا بدله شي، ونې ټولې زېړې بريښي او کله چې د ونو د خمبو او پاڼو په منځ کې د مني د بې پروا بادونو وزرې ننوزي، نو بيا زېړې زبيښلې او بې متري پاڼې په نڅا ځمکې ته راکوزې شي، د خوړ له پاسه په کلاګانو کې هم څه شور او زوږ نه بريښي، يوازې د ځېنو کلاګانو له کوټو څخه شين لوګی رامالوميږي.
په دې کلاګانو کې چې يو وخت به پکې ډېر خلک راټول ، او شور ، زوږ به پکې جوړ و، اوس هغسې نه ده، کلاګانې او د کلاګانو هسک او جګ برجونه هم په مورچلونو بدل شوي دي، د دوی ديوالونه هم ډېر سوري لري، داسې بريښي، چې د ټوپکو د ډزو لپاره جوړ شوي او لکه چې همداسې ده.
خو پدې دره کې ډېره ښه منظره هغه ده، چې کله د لرې کلاګانو له سرونو او يا له برجونو له سرونو په شلخي ټوپک ډز وشي، نو دوه درې اوازه کوي او بيا کله دغه اواز هم ډېر لرې هلته د درې په بر سر او يا کوز سره کې غوپه شي.
ښه مې ياد دي، پخوا به چې داسې کوم ټک ټوک وشو، نو سملاسي به د حکومت سپاهيان کلي ته راتلل او له ډزه کوونکو به يي جريمه اخيستله، خو اوس هغسې نه ده، اوس زموږ د درې په کليو کې ډزه کول عادي خبره ده، نه يوازې د ټوپک ډز بلکې د ماشيندار شليیک او ان کله هم د هاوان ډزې عادي خبره ده، د خلکو غوږونه ور سره بيخي اشنا دي.ماشومانو ته د تعجب او وترهې خبره نه ده، د ښځو زړونه هم پرې نه لويږي او څاروې هم پړي نه شلوي.
ريښتيا زموږ په کلي کې اوس هغه پخوانې نظمونه بيحې له منځه تللی دی، او اوس بيخې بل نظم لاسبري دی، هغه وخت، چې موږ ماشومان و، موږ په بل رنګ لوبې کولې، موږ به پخپلو مينځو کې د خپلو همزولو سره غېږي نيولې، د بيکارۍ، په وخت کې به مو ډبري غورځولې او خوسې به مو کول، په همدې خوړ کې به مو دشګو کورونه جوړول په وچو ويالو کې به مو پټې او لښتې جوړول، خو اوس د دې ماشومانو ترمنځ هغه لوبې نشته، د کلي هغه پخوانې څيره بيخې بدله ده کوچنې ماشومان ، چې سهار د کلاګانو د مخ په لمر پيتاووته راووځې نو په همدې پيتاوو کې دونو له لښتو ځانونو ته ټوپکونه جوړوي او هسې د ټوکو او سات تېريو لپاره په خولو ډزې کوي او خپل ساتونه تېروې.
خو هغوی، چې لږ شان بوتکی او غټ شوی دی او ان دولس کالو ته يي عمرو نه رسېږي، هغوی له ځانونو سره ټوپک ګرځوي او يا د خپلو پلرونو سره په مورچلو کې ناست وي او يا د درې د غرونو دې هسکو څوکو ته مرمې او ډوډۍ وړې، نو ځکه د دوی کارونه او لوبې او کله ، چې موږ ماشومان و، له هغه وخته سره ډېر توپير لري، د کلي د نجونو او پيغلو څيري هم د هماغه وخت په څېر په ويريدو کې نه دي، عادتونه يي بيخې بدل شوي دي، ان د وړکو په منځ کې د پيغور او بدو رد ويلو کلمي بدلې شوي دي، د ښځو او ميرمنو تر منځ هم داسې ... د پيغور او کليوالو ښځو ترمنځ هم د جنګ او شخړې کلمې توپير لري، هو د يوې نيمې ښځې او ميرمنې په کور کې، چې څوک نشته او يا د خپل کلی او کروندې په ساتنه کې برخه نه اخلې، د ښځو تر منځ د ښځينه پيغور مساله ده.
خو زموږ ښوونځی لا هماغه شان پخپل ځای دی اوس هم ورته د زده کوونکو تګ راتګ شته او کله، چې ښوونځي ته رهي زده کوونکي ووينم، ما ته مې په رنګ او سياهي تور او رټه شوی کمېس راپه ياد شي او خپل هغه پخوانې ښوونکې راته د خپلې زړي قراقري خولۍ او لښتې سره نيغ ودريږي، خو اوس د پخو اپه څير د ښوونځی د ښوونکی او د ټولګي د مشر په لاس کې د توت لښته نشته... اوس ښوونکی د ماشومانو لپاره لښته نه لري او نه هم صنف مشر، رښتيا د ښوونځي ښوونکي د پخوا په څېر له خوبه نا وخته نه راپاڅې او له هم د څپليو په خلاصو وندونو او سرتورو ببرو سرونو ښوونځي او يا ټولګي ته راننوځي ، نه هېڅ کله هغسې نه ده، بلکې اوس چې زموږ د هغه پخوانې ښوونځي ښوونکي سهار له خوبه راپاڅې؛ نو سترګې يي ډډي وي او له شوګيرونو او بې خوبۍ پړسيدلې سترګې يې سري بريښي.
په دوی اوس بل زمان راغلی دی، د ښوونځي د سلامتۍ او ساتلو په خاطر پيره هم کوي؛ نو ځکه چې سهار راپاڅې بې خوبه وی، دوی ښوونځی ساتې ځکه په دې ښوونځي کې ماشومان زده کړي کوي، او که د ښوونځي څوکې ميزونه او کوټې وسوزي ؛نو بيا خو د خلکو اولادونه...
رښتيا دوه کاله دمخه هم د ښوونځي، چې له ليري يي ديوالونه ډېرښايسته سپين بريښدل د ښوونځي هلکان به د تفريح په شيبو کې غونچې بريښيدل او کله به يي هم د ښوونځي په انکړ کې سپورتې لوبه کوله، ډېره ښه منظره وه، ځوان، ښکلي مست، ځلمې او ښايسته ښکلي ښوونکي؛ خو له دوه کالو رهيسې په يوه شپه دي ښوونځي ته د ځينو کسانو له خوا اور و اچول شو، ښوونځي وسو، د ښوونځي څوکۍ، ميزونه او کوټې هم وسوي او په همدې ښوونځې کې دوه تنه ښوونکي ، چې له لېرې ځايه دلته دښوونې لپاره راغلي و او په همدې ښوونځي کې اوسيدل، هغوی هم ووژل شول او وسول.
ښوونځي خو وسود اور په لمبو کې وسو، د زيار کښو کليوالو همدلته يعنې په همدې ښوونځي کې خپلې سترګې پرانستې، او چې ښوونځي وسو... او د ښوونځي زلمي ښوونکي وريت شول... نو د ټول کلي د خلکو خولې له حيرته وچې شوي، د ښوونکو مرګ او شهادت نه و، د کلي خلکو ته يې بل احساس ورکړ، هغوی يي راويښ کړل او دوسله والو دفاعي ډلو د جوړولو لپاره يي اړ کړل، د کلي هر سړی ټوپک واخيست او هره کلا او د دري د غرونو هره مورګه په مورچل بدله شوه.
حيدر زموږ د کلي ډېر ښه او خياله ور ځلمی و، له هغه سره د تمانچې غاړ کۍ ډېره ښه بريښيده، هغه زموږ د کلي د خلکو په يووالي کې ډېره هڅه کړی وه، رښتيا هغه به، چې د کلي مخ ته ووت، او يا به کله، چې مازديګر خپل کور ته راستون شو؛ نو مور به يي حتماً ورته ماڼوګان کول، چې ګوندې له نظره نه شي.
هغه پوره ښوونځي نه ولوستی او نه هم دومره په ليک لوست پوهيده؛ خو زموږ د ځوانانو خبرې پرې ښې لګيدې او د انقلاب له کلمو سره يي مينه ښودله، نو ځکه له انقلابه وروسته د کلي څخه دد فاع د ډلو په جوړولو کې بريالی شو او د خپلې ډلې قوماندان هم وټاکل شو.
هغه څو واري د دښمن سر مخامخ شوی و، د هغه له زړورتيا زموږ د کلي دښمنان هم ويريدل او زموږ د کلي ماشومانو خوبه هغه خوښيده او د هغه اکت به يي کاوه او کله به، چې حيدر په کوڅه کې له ماشيندار سره تيريده؛ نو ښځو به يوې بلې ته ويل، هاغه دی حيدر راغی... هغه اوس د کلي ښه باتور زلمی و، څو واري دا شرارو سره مخامخ شوی و، خو چا ترې بری نه و وړي. هغوی يي ،د کلي دښمنان يي د گيدړانو په څير زغلولي و، نو ځکه په کلي، کور او چم کې گاونډکې ډېر مشهور شوي و.
خو دا وار چې په کلي د دښمن ټکونه وشول، او حيدر زلمی د خپلو ملګرو سره يو ځای د دوښمن له مورچل نه لاندې ووت او د دوښمن په مورچل يي بمونه وورول، نو دده په پراخه او هوار ټټر هم د دوښمن ګولی ښخې شوي . د وطن په مينه ، مست زلمی په خپلو وينو کې ولمبيد. نو نن ځکه زموږ د کلي د زړو ديوالونو تندي تروه دی او زموږ د کلي د انقلاب د مدافعينو د ډلو مورچل له بل هر وخته زيات تود او گرم بريښې.
د ۱۳۶۲ کال د جدي مياشت
د لمر په لور
کوچنی هلک د اوچتو غرونو په بيخ کې د کوچنيو کوډلو وراخوا ته د ډبرو پر باره ناست و، په حيرانه او رنګ الوتې بڼه يي اخوا ديخوا کتل، د ډبرو له باري لاندې ډېر لاندې د هندوکش له سر درو نه راوتلی سيند په ډېره منډه روان و، څپو يي د زېږو پرخو مخونه سولول، د سيند مستې څپې د هغه په ناهمواره بستر کې په ډبره بې باکې يوه دوه نيزې پورته جګيدلې او بيا بيرته د سترو نڅاګرو په څير خوري وري لوييدلي، د سيند په ټټر باندې د راسورو ويالو او پار چاوونو اوازونو ښه منظر جوړ کړی و، د اوچتو او دنګو غرونو په منځ کې د سيند ګړندي او شرندي اوبه په ډېره منډه تيريدلې، د دوه دنګو او اوچتو غرونو تر منځ د سيند پلنې پټاري چابکې ښه ترا احساس کيده.
د ژمې وروستۍ شپې وي، سړه هوا ډېره نرمه او پسته شوی وه، ځمکې هم د خپل زړه خوله راپرې ايښې وه، شنو واښو هم سرونه راجګ کړي و.
او کوچنى هلک ، چې سپيره خو سورۍ خولۍ يې پرسر وه او لوګو وهلو سترګو يي له ورايه دسهارنۍ تنکی لمر د وړانګو سره مقابله کوله، سپيري خوشني چاودلي پښې يي دباري په ډبرو کښنسته راځوړندي بريښيدي.
زړی او سوري کرتې يي د شليدلې کمس ترازي ور پټې کړې وې، خو د کميس په ترازو کې يي د وجود تنکۍ بوټۍ له يخنۍ او بادونو دومره خوندي نه وې، لمر تازه له ختيځې لورې خپلې سترګې را اړولې وې، د ځمکې او د غره له هوا رغالو څخه هم تازه دم تپ را پورته کېده، د تيرې شپې پرخه بيرته پورته جګيده، خو!هلک کله پورته د غره سر ته کتل ، د غره عظمت يي د ذهن په دهليزونو کې ځای نيسي او کله هم چټک سيند ته ځير شي، چې د سترګو په رپ کې يي څپې يو په بله اوړي ، را اوړي، شور او زوږ يي خيژي، داسې چې خپله يو ډول طبيعي ارامي او کراري ته ورته شي، د لرې کلي په مخ کې چې ايله د ماشومانو د لوبو د کوټنيو په اندازه سترګو ته راځي، سپي يي په بې نظمه او بې خونده غپا کله هم ددې فضا خوند او رنګ بدرنګ کړي، خو دا ټول د هلک د فکر څپې نه شي په بل مخ اړولی، هلک فکر کوي، چرت وهي او د سوچونو په سمندر کې غرق دی او کله هم ددې فکرونو او تصوراتو په سمندر کې ښه ترا لاهو شي
***
هلک د چټک سيند د اوبو په خړه کاسه کې حوادثو او پېښو ته ځير شو او ويني يي!څو تنه اوربز تړلی، ټوپک والا ويني، چې د همدې سپيره او لوڅ غره له سره را کوز شول، ملاګانې يي تړلې وې، زاړه لوګي وهلي ټوپکونه يي په لاس کې وو نه !وسلو يي توپير درلود، پيش قبضي او چړې ، هم ور سره وې او په کلاګانو باندې د ختلو لپاره ورسره رسۍ او پړي هم وو، په يو نامالومه دونيا کې ګرزي، د لمر وړانګې نه احساسوي، د سيند شور او زوږ نه احساسوي او د را سواره اوچت غره په سيوري باندې چې د سيند په نيمايي مخ يي د څادر په څېر غوړولی هم څه نه پوهېږي او په همدې چرتونو کې کله کله د ببر او خيرن سر په ږرولو پيل کوي او بيا خپله زړه خولۍ په سر ټينګوي، پزه راکاږي او يا هم خپله شنه پزه د خپل شليدلي کميس په لمنه پاکوي.
او هلک د چرتونو په درياب کې ، بيا د سيند له اوبو سره خپلې سترګې ګنډي، روانو اوبو ته ښه ځير شي، ښه ځير شي، چې د سيند مستې او بې باکه څپې څرنګه خځلې او خاشاک د سيند غاړې ته را وړاندې کوي، د سيند له څپو سره د هغو له له پورته کېدو او کښته کېدو سره او د څپو د خړو ځګونو سره او له هغو هېڅ سترګې نه باسي، په ځېر ځېر ورته ګوري او کله يي هم د څپو او اوبو خړ رنګ ته د خپلو سترګو رنګ ورکړی، د سرو وينو رنګ د سرو او خوټيدونکو وينو په فوارو باندې او کرکه او ترهه ورته پيدا شي، سره وريږي، غونی يي زيږ شي او يخني يي څو وارې زياته شي.
داسې بريښي، چې د سيند څپې دهغه د مغزو په کنډول کې اوړي را اوړي، نه!داسې نه ده، د پېښو او حوادثو خونړۍ څپې په سترګو يي د تورې شپې په څېر تور تم را غبرګ شي، توره شپه، د بلاګانو، وېره ونو ، ژړاو او چيغو شپه ، يوه شپه د يخنۍ او بارانونو او جړې شپه د ژمي د زول شپه ،هلته چې د ماشومانو چيغي، فريادونه او ژړاوې هم د بادونو او سيليو له چنګاري سره يو ځای کېدل او بيا په دښته او د کوچنيو کوډلو د پاسه د غره په تړه کې پلنيدل او پسې ورکېدل.
او هلک د سيند د اوبو ځغاستې ته ځير شو!داسې بريښي، چې د خړو اوبو په تل کې د ماهيانو مستې ګوري، نه داسې نه ده!د څپو شور او زوږ ته ګوري!او يا که د سيند سندره اوري؟د هغه د غورځنګ او ځغاستې سندره!
نه! داسې هم نه ده، هغه د سيند په تل کې ، د څپو په غيږ کې، خپله لوګجنه کوټه ګوري، د هغې تورو لوګيو وهلې، کاږه واږه لاړې ګوري او کله هم د خپلې کوټې په روزان کې سترګې ګنډي او له هغه تنګې کوچنۍ رڼا څخه د اسمان د ازادې فضا او ستورو ننداره کوي او کله هم د خپلې کوټې په کونج کې د اوړو کندو او چرګانو کوټنۍ.
او بيا ګوري! بيا يي په ذهن کې اوربز تړلی ټوپک والا ځای نيسي، ريږدي، رنګ يي تښتي، يخني يي زياتيږي او غونی يي زيږيږي، ببر سرونه، اوږدې څڼې، مردار او خيرن څادرونه، بدل او په وينو ککړ کالې، سترګې هم ، خونی او وېره ونکی او بيا هماغه کندو، د اوړو کندو او د چرګانو کوټنۍ او په هماغه لوګجنه کوټه کې، د پلار چيغې، د مور کوکې، د غوايي رمباړې او د کوټې په غوجله کې، د ولاړو څارويو بټې او غمجنې سترګې.
وېره او داسې ترهه چې ځان له کندو سره کندو کړي، د کندو ديوالونه اواز باسي، خو د هغه او د هغه د کوچنۍ خور د سږمو ساه هم نه اوزي او نه هم اواز، ښکالو او هېڅ نشته، څه نه اورېدل کېږي او هلک ته به همدې چرتونو کې، د پلار توده غيږ، دهغه سره په يوه بړستنه کې تاويدل ور يادېږي، د پلار د وجود بوی، د پلار د کميسه د خولو بوی، د پلار د ځان او د تن بوی، څومره خوند لري، څومره کيف او نشه لري، د يو ماشوم لپاره او کله چې پلار د خپل اولاد په تن باندې د خپل اولاد په شا باندې د مينې لاس تير کړي، نو بيا د پلار زړه او د اولاد زړه ، مستې او مينه او يو د بل په غيږ کې تاوېدل او بيا چې مور سترګو ته نيغه ودريږي، په پزه او دماغ کې يي د مور د کاليو او وجود خوږ بوی ځای نيسي، دهغې سره په خبرو اخته کېږي او د خپل ماشومتوب لالچونه ور ياديږي، د اخترونو او خفګانونو شپې وريادېږي او په مور باندې خپل نازونه ور يادېږي، سهارونه ور ياديږي، شپې وريادېږي او بيا د هغې مينه او محبت ور ياديږي، مورنۍ مينه، مور د ماشوم او کوچني لپاره ، د ژوندانه يوازېنی تکيه ګاه...
او په همدې غېږ کې، د همدې ډبرېنې بارې پر سر، د همدې سيند په نا همواره بستر د هغه له څپو سره پورته کښته کېدل، غورځيدل او پرزيدل او بيا هم د ژمي د زول شپه ، د باران او طوفان شپه او په لوګجنه ، تور تم کوټه کې د هغه د پلار چيغې او کوکارې بې ګناه انسان چې له تودې بسترې څخه را پاڅيدلی او پر سر د ټوپکو کونداغونه خوري، مور يي چيغې وهي او اوربوز تړلی ټوپک والا په کور کې، د بکسونو او بمبوليو شا ته نور څه هم ګوري، اوړه، غوړي، پيسې او هر څه د «عشر»په نامه او وهل، ټکول، وژل او نور هر څه ...په نوم...
او بيا خپل خلاصون ور ياد شي، د اوړو په غټ کندو، د چرګانو کوټنۍ او د تورې شپې په زړه کې، د تورتمې کوټې په منځ کې د چيغو او کوکارو فضا ، شور زوږ، فريادونه، زګيروې، زما ګناه څه ده!...تاسې ولې موږ وهۍ!ما څه کړي دي۱او بيا څو څو وارې ، دخدای او رسول په خاطر ...چيغې د خدای په خاطر د قران پاک په خاطر...له موږ څه غواړۍ؟...موږ څه کړي دي؟او د همدې چيغو او فريادونو فضا داسې بريښي، چې د حيران ماشوم ذهن همداسې پېښو په خپلو پنجو کې نيولی، نه يي پريږدي، چې يوه ګړۍ هم ازاد والوزي او په ازاده فضا کې خپلې وزرې پرانيزي، دې د سيند په څپو کې هم دا ګوري او دا وخت غره په ټنډه کې هم چې اوربوز تړلو ته يي په همدومره لويي سره ځای ورکړي، هلته هم دا ګوري او چې په همدې چرتونو کې ، د خپل پلار او خپلې خوږې مور په وينو ککړې څېرې ور ياد شي، نو بيا خو د سيند د څپو په سر وي او کله يي هم د هغه له څپو د خپل نا ارامه ذهن تک ګړندی شي او ور ياد شي، چې د خپل خواږه پلار يخه خوله يي په همداسې سهار مچو له او کله به دخپلې کوچنۍ خور سره د خپلې مور په يخه دړه ټټر پريوت، نو بيا يي د سر ويښته را پورته شول، خولۍ يي د سر په ويښتانو پورته ودريدله او د قهر او غضب لمبې يي په کوچني ګوګل کې بلې شولې، په باره ناستې ډبرې يي په لاسونو کې کلکې کړې، له قهره وريږديد، په سترګو يي دغضب توره شپه را غبرګه شوه، د پلار او مور قاتلان يي مخې ته ودريدل او سملاسي يي په خوبولي او خيالي دونيا کې د پلار زاړه يو ډزی ټوپک ته لاس کړ او دهمدې تصوراتو او خيالاتو په دونيا کې له بارې کته را وښو ييد، تصورات يي له ذهني بريد سره والوتل، نيغ ودريد او ښکلې شنې سترګې يي همداسې د لمر په لور ګنډلې پاتې شوې([1]).
ټپه
له هغه شيبو اوس ډېر کلونه تير دي، خو د ژوندانه په بهير کله هم ځېنې ساعتونه او شيبې د تل لپاره د انسان په ذهن کې ژوندي پاتې کېږي او هر وخت چې ياد ته راځي، بيا هم تازه وي زړښت نه لري، خو نن ماته هغه د ډېرو کلونو د مخه شيبې يو ځل بيا را ژوندۍ شوې او نيغ مې هغه سات او هغه مهال سترګو ته ودريد.
دا د څو کلونو مخکې خبره ده، هغه وخت چې لا موږ ماشومان وو او چېرته چې به مو په کوم کلي کې د ټنګ ټکور اواز واوريدلو، نو بيا به زموږ خوب هم تښتيدلی و ، موږ به هم ډلې ډلې د خپلو نورو همزولو سره هلته ورتلو، د چا خبره د ټنګ ټکور د اواز پسې به نيغ ور تلو، موږ ته خو به چا په کټ کې ځای نه راکاوه او نه به هم چا په ټغر پريښودلو، ځکه ماشومان وو، ښه سيل بينان وو، ښه اوريدونکي وو، خو د مشرانو ځای بايد موږ نه وای نيولی...
د پشه کال ګرمې وه، د سيند د پراخ ټټر له پاسه هم تود باد را الوته، د سيند پر سر د ګڼو دنګو او اوچتو ونو دېره دکلي د خلکو او له کلي څخه د ډېرو لرو ځايو څخه د راغلو خلکو نه ډکه وه، مشران په کټونو کې ناست وو، د واده خاوند خپله تمانچه له نرۍ غاړه کې سره غاړۍ ته اچولې وه، د ونو ګڼه دېره د مستۍ او خوښې غيږه وه، ټول خوشاله وو، ټنګ ټکور او مجلس په ډېر خوند او رنګ روان و، د کلي د سازيانو دنګ غږونه د پراخ او سر زوري سيند د چړونو په شرهاري کې ورکېده او بيا د سيند له اخوا بيرته را منعکس کېده، ټول غلي او چوپ وو، د چا له خولې اه هم نه خاته .ټپو او سندرو د ډېرو ناستو تماشګرو زړونه اوبه کول، خو د چا په زړه د مرميو په څېر هم لګيدل.
***
خو هغه دا وخت سپين ږيري و، عمر خوړلي و، د شپيتو اويا کالو سړی و، د هغه هم د نورو زلميو په څير مجلسونه او د ټنګ ټکور محفلونه خوښيدل، هغه به هم د هلکانو سره داسې مجلسونو او په ودونو کې د ساز او ټنګ ټکور محفلونو ته ورتلو، هغه ته بده نه بريښيده، مجلسونه يي خوښيدل.ساز سرود يي خوښيده، حتماً به هغه ته په دغه مجلسونو کې خپله ځواني او زلميتوب او د ځوانۍ مستي او سر متسي ور ياديده، د زلميتوب بې باکۍ او بې پروايي به ورته او يا خو د ځوانۍ غرور او باغي نظر...
څومره خوندونه لري حتماً چې هغه به د همدې ياد په خاطر دا کار کاوه.
او يا خو کېدای شي، چې هغه به د روزګار له ناخوالو نه د تيښتې لپاره دا کار کاوه، نو ځکه يي د زلمو په څېر ددې او هغې هېڅ پروا نه ساتله.
هغه ما په ډېرو مخفلونو کې ليدلی و، په ډېرو دېرو او حجرو کې مې د هغه د ټوکو اوملنډو کيسې اورېدلې وې، پّه ډېرو محلفونو او مجلسونو کې مې د هغه په سپين ږيرتوب کې د ځوانۍ افسوسونه او په ځوانۍ کې دهغه د مستۍ او بد مستۍ کيسې اوريدلې وې.
خو دا وار مې د مجلسونو په محفل کې د واده او خوښۍ په دېره کې د هغه خندا لږه وليده، د واده ساز سرود ښه مست روان و، له غزلو او ټپو سره د ټوپکو اوتمانچو د مرميو شرنګا غبرګېده او کله بيا دغه د مستۍ او خوند سرودونه يو په بل کې ورکېدل.
موسيقي او ټنګ ټوکر خو کله ريښتيا چې سړی بې ځانه اوبې خوده کوي او کله هم هغه د خپلو پردو په سرو تال کې د سيند د مستو او يا ارامو څپو په غيږ کې له ځانه سره اخلي او بيا د هغه ځوريدلي ذهن پخپلو ټاليو کې زنګوي، په هغه مجلس کې چې هم ټول ځنګيدل، له دېرې لاندې سيند کښته ډېر بې پروا روان و، شپه نيمايي ته ورتله ، شپه پخيدله، ستوري ښه را څرګنديدل او د دېرې په ونو کې د لاټينونو رڼا د ګيسونو د رڼا په وړاندې داسې کمزورې بريښيده، لکه څوک چې د سپوږمۍ په وړاندې د ستورو د بې وسۍ ننداره وکړي.
خو ما د لومړي ځل لپاره د هغه په سپينه ږيره او په ډېر تير عمر باندې د هغه د اننګو د اوښکو وياله وليده، چې کته را بهيده، البته سړی نه پوهېده، له هغه اوس ډېر وخت تير دی، حتماً به د خپل غربت او لوږې شپې وريادې شوې وې، حتماً به ورياد شوی وي، چې څرنګه يي د لوږې له لاسه د خپلو ماشومانو د چنګاري دغلي کولو په خاطر د پارچاو شويو ژرندو گوډې کور ته راوړي دي او څرنګه ددې لوی ګناه سبب شوی دی، حتماً چې هغه ته به په هغه شيبه کې غلا او د ژرندې د تنبو ماتول ګناه نه بريښيده، خو البته شوی به و، چې «غمازګر رباب» څه ور ياد کړی و او يا به داسې هم نه وه.
کېدای شوای، چې د هغه د اوښکو علت به بل څه و، خو دومره پرې سړی نه پوهېده، چې د هغه اوښکې ارزانې اوښکې نه وې او نه هم د ټنګ ټکور فضا د هغه په ازاد خياله زړه کومه خړه څپه را وستې وه او بيا يي ورته د ځوانۍ او زلميتوب د دوران عشق او مينه ور ياده کړي وي او په درنګ سات کې يي هر څه دده د ذهن له صافې ويستلې وې او کېدای شي، په هغه سات کې ورته د نورو پټي، په ګنيو کې دکلکو دربو غوڅيدل ور ياد شوي وي او بيا يي پرې د پاسه د چا منت او سپکاوې هم اوريدلی وي، هو کېدای شي، همداسې به وه، خو نه کله کله د انسان ذهن د تالندې د پړک په څېر د هغه ژوندانه په ټوله ماضي ليکه باسي او د څو کالو انديښنې يو ځل بيا د هغه په فکر کې را ژوندی کوي.
...ما د هغه اوښکو ته کتل او په هغه ځای کې مې چې ډېر پکې له خوښي نڅيدل او ډېر پکې د چا خبره د خوشامندئ (دنورو دخوشالي له پاره ) لپاره څرخيدل او ګرزيدل، خو د هغه اوښکو زه دا ځل سم دم حيران کړم، د هغه اوښکې وچې نه شوې، په زاړه کټ کې يي زاړه بالښت ته تکيه وهلې وه، د هغه په خوښۍ او خوشالۍ پوه نشو او نه هم د هغه په حيرانۍ څه خبره وه؟حتماً چې هغه ته د خپلې ترخې ماضي په باب څه ورياد شوي و، او حتماً چې هغه ته په لرې وطنونو کې دخپل مسافرت او پرديسۍ شپې ور يادې شوې وې.
خو څه سبب شوی و، چې هغه يي نن د خندا پر ځای د فکرونو په سيند کې غوپه کړ او د فکر په همدغه راڼه سمندرګي کې يي د خپلې ماضي په باب سترګې وغړولې او ور ياد شول، چې څرنګه يي کلونه کلونه له خپل کلي کوره بهر تير کړل.څرنګه يي کلونه کلونه ، مياشتې مياشتې او ورځې ورځې له خپلو ماشومانو بهر ملکونو کې تيرې کړې او بيا له کلونو پرديسۍ وروسته خپل کلي ته راستون شو، حتماً چې ور ياد شوی و، چې څرنګه يي د پردي ملک په کوڅو کې د نورو ماشومانو په مچي کولو او د زړه تسل کاوه او په دې ډول يي خپل نا ارامه او نا کراره زړه ته دمه ورکوله او حتماً چې کله به په غير ملک کې د کار او روزګار وروسته ستړی ستومانه پريوت او د خپل کلي او اسمان د ستورو په شمېر لو به يي پيل وکړ او کله به يي تور خالونه شمېرل او په همدې کې به کله هم د يوې شيبې لپاره د خپل ګاونډي سره په څه لالچ اخته شو او يا به د خپل کور انګړ او د خپلې خټينې کلا ديوالونه ور ياد شول، نو سملاسي به ورته د کلا په ديوالونو کې د غومبسو ځالې هم ور يادې شوې وې او کله چې همدې سوچونو هغه له دغه مجلسه لرې کړی او په همدې ډول يي لرې بيولی و.
د ژوندانه دماضي تصورات کله سړې ته ډېر خواږه تماميږي، کله سړی بې خوده کوي او هغه بلې دونيا ته وړي.هغه له ځانه پردي کوي، په خاص ډول هغه تصورات چې سړي سره له ډېره وخته راهيسې ملګري وي، دهغه د ژوندانه بوده او تنسته ترې جلا جوړه شوي وي، نو کله چې دهغه څه په باب فکر کوي، دا فکر کول هم ورته دومره خوندور وي، لکه دهغه په ماضي کې چې يي تريخوالی درلود.
خو هغه وخت چې ما د رستم کاکا د سپينو ويښتانو نه ډکو اننګو باندې د اوښکو سيلاب وليده او هغه مې له ځانه سره له مجلسه ډېر لرې احساس کړ . د هغه په ذهن او خيالاتو مې د ټنګ ټکور اغېزه منفي احساس کړه، نو څه بل شان احساس را پيدا شو او بيا په دې پوه نه شوم، چې مست رستم کاکا چې زموږ د کلي د لويو وړو ، سپين ږيرو او زلمو د مستۍ او ټوکوټکالو محفل به يي تودولو، دا وار پرې څه شوي دي، چې له مجلسه بيګانه دی، ايا د شيرانو (سازيانو )د «يکه زار»غږ پرې بد لګيدلی او که دهغه د زړه په سمندرګي باندې دغم څه بل څپه را اوښتې ده، پوه نه شوم؟هېڅ ونه پوهېدم، ځکه هغه وخت لا زه ماشوم وم، زما د کميس لمن د قلم په رنګ شنه وه، زه پرې نه پوهېدم، ما هم غوږ نيولی و، پر ما اوازونه ښه لګيدل ، ما ته يي خوند را کاوه او له هغه ټولو خو يوې ټپې ډېر خوند راکړی و، چې په دنګ اواز يې ويلې وه،
څو د وطن ياران خبريږي
د غم سيلاب به په دکن ويشتلی يمه
خو زه اوس پوهېږم، چې رستم کاکا ته همدې ټپې د دکن د مزدورۍ ورځي، ور يادې کړې وي او هغه تر ډېره وخته دا له ځانه سره ويله چې:
څو د وطن ياران خبريږي
د غم سيلاب به په دکن ويشتلی يمه
د ۱۳۶۴ کال د ثور مياشت
نیمګړې کیسه
موږ پرون ملګری لونګ خاورو ته وسپاره ، هغه نږدې درې ورځې دمخه د پکتيا ولايت په يوه سخته غرنۍ سيمه کې د دوښمن سره له مقابلې وروسته شهيد شوی و، د هغه سره د جګړې د ډګر ملګرو کيسه کوله، چې هغه پخپلو وينو خپل ټولي ته نجات ورکړ او د چا خبره چې له ځانه يي د مخه د دوښمن ډېر قوت غزولی و، خو افسوس چې د دوښمن ګولۍ د ده د ارمانونو په ټټر هم ورننوته او دې يي د خپل زلميتوب خوند ته پرېنښود، نو هغه شهيد يي پرون را ووړ او پرون مو خاورو ته وسپاره.
لونګ ملګري د مور او پلاره يو زوی و، د اتلس کالو و، چې له خپل سرحدي کلي څخه کابل ته راغی او دلته د سرحدي قواو په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . د يو کال او څو مياشتو په دوران کې د يو ټولي مسئوليت ور په غاړه شو .مور او پلار يي يوازې پخپل کلي کې پاتې شول، مور يي ډېره تنده درلوده، چې د خپل يوازېني زوی کوژده او واده وويني او پخپلو سترګو د خپلو تيرو زحمتونو او کړاوونو ثمره وويني، پلار يي هم ډېر بيوزلی او غريب بزګر و.
ريښتيا هېڅ يي نه درلودل، د اوړي د پشه کال ګرمې وه، د شهيدانو په غونډۍ، نری خو تود او ګرم شمال لګيده، د شهيدانو جنډې يي رپولې او له يوه سره تر بله هم داسې ګرمې احساس کېده، چې ګوندې د غونډۍ په بر سر پيريانو تنور اچولی وي او د هغه تنور لمبې پر موږ لګيږي، د غونډۍ د سر شين شوبی ټول زيړ زبيښلي وو . دلونګ له قبره را ستانه ملګري ډلې ډلې او ګروپ ګروپ د ښار په خوا روان شول خبرې کولې، ځينو ملګرو چې لونګ له نږدې پېژانده، هغو د لونګ د زلميتوب او ځوانۍ کيسې کولې.
له ماسر روان ملګری مې چې دهغه له مړستون څخه را ستانه شوي وو او يو ځای بې دمه را روان وو، ده هم کيسه کوله، چې يوه ورځ د لونګ ملګري کور ته ولاړ و، د څو تيرو کالو خبره وه، لونګ لا کوچنی و، په شونډه يي تور خط نه بريښيده، خو کله چې د ورانې کنډوالې کلا چې بې ګريوانه کميس ته پاتې کېده، انګړ ته ور ننوتو ، مور يي څرخي ته ناسته وه او پلار يي چې ستړی ستومانه ملا تړلی له قلبې راغلی و ، د خولو مست بوی ترې خاته، له موږ سره په خلاصه تڼۍ ډېر خوږ روغبړ وکړ او د سبا ناري سلا يي وکړ، موږ ته لږه حيا راتله، ځکه موږ ډېر وخت کېده، چې توردلی اکا نه و ليدلی، هغه زما د پلار انډيوال و او کله چې به زموږ دېرې ته راغی، نو د چيلم څخه يي خوله نه لرې کوله، همدومره مې ياد دي، خو په هر صورت هر څه چې يي درلود، را وايي اخيستل او زموږ په مخه کې يي کېښودل، شړومبي ، سوکړک او د شوتلو سابه يي په ډېر ورين تندي را وړاندې کړل او د خبرو په منځ کې يي دا هم وويل:«چې څه تيار وي خو د يار وي»
ملګرو کيسه اوږده کړه، توردلي اکا که څه هم ډېر غريب او بيوزله سړی و، خو د ډېرې پراخې سينې خاوند و، هېڅ چا د ده په وچولی کې دده بيوزلې نه شوه احساس کولی، موږ چې سبا د غرونو له لارې يوې ډېرې وړاندې درې ته تلو، په زوره يي موږ د شپې له خوا پاتې کړو، په ډېر زور او شله ګۍ يي له موږ نه وغوښتل، چې شپه ورسره تيره کړو، نو سبا سهار وختي چرک بانګ به له کوره روانيږو.
توردلي اکا د ميلمه لپاره کومه حجره نه درلوده او نه يی هم د ميلمه لپاره څه وسايل، خو شپې د خبرو او اترو نه وروسته يي زموږ لپاره يوه کوټه خالي کړه او هلته يي د خپلو ماشومانو بړستنې راوړې، موږ دا خبره هم وروسته احساس کړه، خو دهغه ماشومانو د کوټې د نغري په غاړه په بورياګانو شپه سبا کړې وه، موږ سهار له وخته راوخوځيدو، ملګري بيا يو اسويلي وکيښ او يوازې دومره يي وويل، دتوردلي اکا د ايماندارۍ او ميلمه پالنې پورې مې خبره کوله، د هغه د بيچاره يوازېنۍ هيله هم دا زوی و او هغه هم ځوانيمرګ شو، خو په هر صورت ډېر با ايمانه او غيرتی سړی دی، پخپل غربت او سختيو يي هېڅ چورت نه و خراب، ملګري له ماسره په لاره همدا افسوس کاوه، دلونګ د ځوانۍ او د لونګ د مور پلار د حيرانه دريانه ژوند چې ان په قبر کې يي هم د خپل زوی مخ ونه ليده، پلار يي هيله درلوده او ډېره زياته هيله چې که يو ځل د خپل زوی پر سر د منصبدارې فورم وګوري، نو لږ به يي زړه ښه شي.
پدې ټولو لسو مياشتو کې چې لونګ له پوهنځي خلاص شو او د پکتيا په ولايت کې منصبدار وټاکل شوي، يو وارې يي د مور زړه صبر نه شو او په دې سختو لارو او لرې واټن د خپل زوی د ليدو لپاره هلته لاړه او د خپل زوی ليدنه يي وکړه.
خو موږ پرون ملګری لونګ د يو عالم افسوس سره د شهيدانو په غونډۍ کې خاورو ته وسپاره ، هلته چې د ډېرو ميندې د خپلو اولادونو په انتظار دي، خو هغو خپل خواږه ځانونه لوګی کړي دي.
دا دی، نن ما ته بيا د لونګ خاطره د هغه د مور ليک را ياده کړه.
د تير په څېر چې د لونګ احوال به زما له لارې ورتلو، دا وار هم د هغه د مور خط راغی، چې ګوندې زه يي د چا په لاس ور ورسوم، ملا کړوپې پوسته رسان چې پيک داره زړه خولۍ يي پر سر وه او تور پړسيدلی بکس يي په لاس کې و، زما د فتر ته را ننووت او ليک د راکړې نه وروسته يي د لاسليک اشاره وکړه او بيرته شا ګرز شو، هغه ووت او د پاکټ په خلاصولو ملګری لونګ د خپلو نري، بريتو ، ښکلې څېرې، ورين تندي او اوږده قد سره زما په مخ کې ودريده، په فکر کې غرق شوم او دهغه سره مې په خبرو پيل وکړ . د هغه د مور خط ورته لولم، هغه لاسونه مږي، موسکی موسکی کېږي او په دې او هغه ځان مشغولوي او خط په دې ډول ورته لولم:
«ګرانه زويه! د زړه سره لونګه!مور دې ستا بلا واخلي، يو څه موده وشوه، چې احوال دې نه راځي، ډېره درپسې خفه يم، کوچنۍ خويندې او پلار دې هم ياد وي او موږ له ډېره وخته وروسته دا دی، خپل احمد خان کاکا راضي کړ، چې خپله لور ستا لپاره را کړي، موږ ورته ډېرې زارۍ وکړې، ورته ومو ويل ستا لور تورپيکۍ د لونګ ډېره خوښه ده او هر وخت يي يادوي او که د دوی دواړو ژوند سره شريک شي، نو موږ به هم ورسره ځان نيکمرغه احساس کړو، اوس هغه راضي شو، لومړی دوعا د کلي د مدافعينو په پوسته کې چې ستا پلار هم پکې شامل شوی ، وشوه، نو که ته له خيره د خپلې قطعې څخه يوه مياشت رخصت واخلي او راشي، نو ستا د کوژدې بندو بست به وشي...»
خط مې تر همدې ځايه ولوست، ناڅاپه مې د دفتر د دروازې ټک ټک ته پام شو، يو څوک راننوت، چې زما پام يي له خط څخه واړاوه.
لونګ هم زما په وړاندې نه و، خط هم نيمګړی پاتې شو او د لونګ د ژوندانه کيسه هم....
د ۱۳۶۲ کال پراګ چکو سلواکيا
دوه شاهینان
هغوی دواړه د شنه اسمان د وريځو له پاسه الوتل، هغوۍ په هماغه ارته او پراخه فضا کې خپلې وزرې غوړولې وې، دواړو د فضا وسعت پخپل پراخ نظر ګز کاوه، د دواړو سترو او را وتلو سترګو ډېر لرې کار کاوه، د ځمکې د غرونو او ځنګلونو انځورونه ورته ډېر کوچني تر سترګو کېدل، هغوی جوړه الوتل، جوړه يي پرواز کاوه او د اسمان له شنې لمنې يي د سمندرونو په ارامۍ کې يې طوفانونه خوښيدل، د سيندونو د څپو يي ستاينه کوله، د ځنګلونو چوپتيا او سکوت يي خوښيده، د غرونو پر تم يي خوښيده او د لمر له رڼا سره يي مينه درلوده.
د شپې په مهال يي د ستورو ننداره نه کوله، د اسمان غيږ هغو ته ډېره پراخه وه او په همدې هوايي سمندر کې يي لامبو وهله.
د سپوږمۍ له رڼا سره يي مينه درلوده او د لمر له رڼا سره خو يي مينه دومره زياته وه، چې د لمر ډېرو تيزو او سوزوونکو وړانګو د هغو سترګې هم نه سيزلې، د هغو ښکلې سترګې يي نه بريښولې او په همدې ډول د سمندر د زړورو لامبو زنو په څېر د اسمان په نا پايه سمندر کې د لمر په لور د رڼا او ښايست کلي ته پر مخ تلل.
***
لومړی شاهين د خپل ځنګله د دنګو ونو په باب حکايت کاوه، د خپلې ځالې په باب يي کيسې کولې او د خپل اصل او طايفې په باب يي ويل او کله چې به يي د خپلې ځالې او په هغه نه ماتيدونکې ځاله باندې د مني د سړو بادونو د څپيړو حکايت کاوه او کله به يي چې د ژمي د بې رحمې يخنۍ په باب حکايت کاوه، نو به يي خپلې وزرې لاپسې پرانيستې.د اسمان په ارته او پراخه لمن کې به په مستۍ شو، د وريځو له پوليو به يي ټوپ کړ، مست به شو، د وريځو دتالندې څخه چټک به يي د هغې ليکه پرېکړه او د هغو له پاسه به يي خپلو الوتلو ته دوام ورکړ او هغه بل شاهين ته به يي د خپلې الوتنې راز وښوده.
لومړی شاهين په خپلې ځالې باندې د طوفان د راتلو کيسه کوله او په طوفان کې د قارغانو او کجيرانو د مردار خورۍ حکايت کاوه، چې څرنګه به سره د طوفان په شپو کې په مردارو را ټول وو، څرنکه به د ژمي د واورو له پاسه مستيدل اوڅرنګه به يي د مکر او چل ول له لارې د يو بل سر پريکاوه، خو د طوفان په شپو کې يي زما د پلار مور ځالې ته هم په ډېرانونو کې د ککړو پنجو ګوتې رانږدې کړې او په دې ډول يي زما د پلار زما د مشر پلار هم دلمر سهر د شاهينانو د شاهين ځاله ورانول غوښتل، خو زما پلار هم د لمر سره مينه درلوده، دلمر رڼا يي خوښيده، د ځنګله چوپتيا يي خوښيده او د سيندونو مستي.هغه خپله ځاله ډېره اوچته جوړه کړه، ډېره جګه يي ونښلوله، پر هغې به تل د لمر وړانګې ځليدلې او اوس پرې هم ځليږي، هلته چڼچڼانو لاره نه شوه پيدا کولای او هلته ناجوړې نشته، هلته کجيران او کارغان نشي ورتلای اوګونګيان ورته نشي کتلای، سترګې يي بريښي. کارغان هلته له الوتلو عاجز دي او کجيران خو پرېږده، چې په کندو کې پخپلو مردارو بوخت و، دوهم شاهين هم د هغه خبرو ته غوږ و، د فضا وسعت ده ته هم کوچنی بريښيده، د سمندر ارامتيا يي نه خوښيده، خو د هغه له طوفانونو سره مينه درلوده، د څپانده سيند مستۍ ته هوسيده، ده هم د لمر سره مينه درلوده، لمر ورته د فیض او حيات سرچينه وه، د لمر له رڼا سره يي عشق درلوده او د عشق په همدې لاره د لومړي شاهين سره مل و.
هغه هم د خپل خيل کيسه کوله، هغه هم د خپلې ځالې حکايت کاوه، هغه پخپله ځاله (د لمر کور)نوم ايښی و، هغه هم د خپلې ځالې د پاسه د شنه اسمان ستاينه کوله او د لمر سره مينه او عشق يي په زړه کې ټوپونه وهل، ورته هوسيده او د اسمان په ناپايه سمندر کې د تالندې او بريښنا په څېر د خپل ملګري شاهين سره يو ځای پر مخ ته.
هغه هم د خپل پلار دخپل خيل د شاهينانو د شاهين کيسې کولې، د خپلې مور کيسې يي کولې، د هغې په باب يي د زړه خواله کوله ، دهغې مينه او عشق يی ستايه، لمر سره د ځنګله سره د پسرلي سره د مستې هوا سره او د ژمو له سړو يي د هغو تروه ټنډه تر سيمو له دوهم شاهين ويل:
هغوی د کجيرانو کارغانو له لاسه ډېر ځوريدل، مچانو او غومبسو هم د هغوی ځالې ته لاره کړې وه، زموږ په بڼو کې را ننوتل، موږ يي ځورولو ، موږ يي ارام ته نه پرېښودو، زموږ په ځالو کې چينجي هم را ننوتل، موږ يي ژوند ته نه پرېښودو، موږ يي زورولو او موږ يي...
او په همدې ډول موږ ته د خپل پلار کيسه راياده شوه، د شاهينانو د شاهين او کله چې به لا کوچني و او د شاهينۍ د وزرو لاندې به مو د شپې شيبې شمېرلې او د لمر انتظار به مو درلود، په وخت به له خوبه راويښ شو، اسمان شين ځليده، سترکه راختلې وه، د پسرلي تازه هوا وه او موږ دواړه هم اوس د همدې سبا په برکت په دې اسمان کې سره يو ځای شوو ، اوس يو بل ته ګورو، ته په ډېر څه پوهېږي، تا ډېر څه زده کړي، خو زه هم له تا ډېر څه زده کولی شم، ددې وس لرم، ستا الوتنه مې خوښيږي.
ستا ياغي نظر مې خوښيږي او زه هم چې په دې ځوانۍ کې او زلميتوب کې ددې شنه اسمان په ارته او پراخه کاسه کې ستا پرواز ووينم، ستا د وزرو خپرول او را ټولول ووينم، نو هوس مې راشي، او ماته هم ددې مينه را پيدا شي، چې همداسې له تاسره غبرګ په الوتو وم، کله چې يم، اوس خو زموږ ځالې ته کارغان او کجيران نشي را پورته کېدای، ځکه هغه ډېره جګه جوړه شوې ده، کجيران په مردارۍ اخته دي، کارغان يوازې په ژمي کې د مستۍ وس لري، د لمر په وړانګو وس نلري، د هغو تور څانګو نه د لمر د شغلو په وړاندې نشي خپريدای، پرېږده، چې هغه همداسې خپل بد اواز وباسي او خپله مرداره او ککړه مښوکه په بوسو اوګياوو کې وموښي، خو زه او ته ددې وس لرو، چې والوزو او والوزو او بيا د لمر کلي ته ورشو!
***
شاهينان د اسمان په پراخه لمن کې الوتل هغوی له ډېرو وريځو څخه تير شول او د خپل ياغي او اوچت پرواز په لړ کې د ژمنيو وريځو د زول د شپو له وريځو سره مخامخ شول، زول له هغو نه د لمر څرک ورک کړ، شپه توره وه، د فضا وسعت لنډ شو، تالنده او بريښنا ورکه شوه، د وريځو لړۍ ځمکې ته راکوزې شوې او شاهينان هم د وريځو په پوليو کې بند پاتې شول...ډېر بند پاتې شول.د زول شپه وريځ اود لمر څرک د څه پتې نه لګيدلو ، ټولو شاهينانو د پر او ازاد پرواز مخه ونيوه، وريځو د هغو د يو بل د ليدلو مخه بنده کړې وه، تور تم زيات و، د زول د شپې تور تم خو يو وخت د زول د شپو په يوه (ماښام د شاهينانو سرې سترګې يو پر بل ومښتي له يو بل سره يي وليدل، دخپل ژوند کيسې اوحکايتونه ور ياد شول، دخپلو ځالو تودې غيږې وريادې شوې، شين اسمان ور ياد شو.
د روښانه شپې ستورې او سپوږمۍ ور ياده شوه او د شپې په سبا د ځلانده لمر روښانه سترګه ور ياده شوه، چې څرنګه تاوده زړونه تودوي او څرنګه د شاهينانو ځالې تودوي، ور ياد شول او د خپلو ميندو د وصيتونو په فکر کې ولويدل ، چې هېڅکله به د کارغانو او کجيرانو مښوکو ته ونه کوري، هېڅکله دې هغوی دا وس پيدا نکړي، چې ستاسې سره ځان سيال وګڼي او هېڅکله د هغه مردارۍ د پاسه پرواز ونه کړي، چې هغوی هلته بوخت وي او مښوکې وهي، اوهمدې خبرو د دواړو شاهينانو په بېلو زړونو يي د بريښنا د يوې څړيکې په څېر لاره پيدا کړه . د شپې د بې زغمه تور تم څخه د خلاصون لپاره يي اوچت پرواز ته وزرې خلاصې کړې، سخت پرواز ته چې بايد حتمتاً د شنه اسمان سترګې پرې وويني، څه که ددوی پر هم وسوزي او همداسې وشول، شاهينانو اوچت پرواز وکړ، د تورو شپو د زول د شپو له وريځو ووتل، د تالندو او بريښناوو څخه واوښتل، د کجيرانو او کارغانو د ناستې او دمې ډېران اور واخيست، د هغو لپاره شپه نوره هم د لوګو سره ملګري شول، خو شاهينان د لمر تر کلي ورسېدل او اوس د هغوی د اوږده خو بې زغمه سفر کيسه د هغوی د خيالونو د ژوندانه هميشنی سرود دی.
د ۱۳۶۴ کال د ثو رمياشت
راديو افغانستان کابل
تلپاتې مینه
د کليو او بانډو د خلکو بېکاره سړي ښه نه ايسي او غوره دا ده، چې د کليوالو په دود «غريب هغه وي، چې کار ن نه وي»نو هلته هر سړی يوه دنده لري او چې سهار شي، هر څوک د خپل کار پسې روان وي.په دغه ورځ هم د نورو ورځو په څېر خلک د کليو نه دباندې او څه د کلي په شاوخوا کې د خپل روزګار پسې خواره شوي و، تنګه دره هم د هندوکش د لړو په ليچو کې پرته وه، له نامالومه لمر څخه جلا کېدله او د يو ناپايه سمندر غيږې ته ور غاړې وتله.
د درې د لويديځ او شمال لورې غړوسکې وريځې دنښترو پر تندي را سپاره شوې وه، اوس ټوله دره ايل کړې وه، له هغه لورې يخ شمال او سړې هوا د درې د تودې هوا زړګی پړک چاوه، سړه وږمه د درې له برې خوا خوريده او د شنيليو او بوټو په څڼو کې يي حرکت کاوه ، اخوا ديخوا يي دواښو څڼې اړولي او د يوې تږې مينې په څېر يي نفس بند و .
د بر اسمان د ختيځ لوری درڼا سيوری هم د وريځو په پوليو ټپ شول اوچت هسک يي له موږه پناه کړ، هر چا دا خيال کاوه، چې د هسک من اوښکه به زموږ د ګوګل مرغلره شي، خو...
د سترګو په رپ کې هغه لرغوني اوچت هسک من زموږ له زيزمو وتښتيد، لمر سترګه به هم چې دا مهال به يي پر موږ د يو غاصب سر کاري په توګه ملنډې وهلې اوس په سترګو نه راځي، خو د غرونو په لمن کې يوازې يو کلی او له هغه چاپېره تندې وهلي فصلونه دي، د کلي زاړه ديوالونه د پيړيو پيړيو افسانه وايي، بارانونو وړي ديوالونه د بوډاګانو اوعمر خوړلو کسانو د مخونو د ګونځو په څېر داسې بريښي، په هره گړۍ د تيرې زمانې د باج او سور سات کيسې کوي، داسې بريښي، چې غواړي، خپلو اوسېدونکو ته په خپلو چاوونو او پرهارونو کې د تيرو پيړيو د ، ټټر سوي کړيکې او ناخوالې واوروي.
خو هر څه په يو ناپايه سکوت او چوپتيا کې نغښتي و، داسې غلی اوارم و، چې هېڅ اواز نه و، يوازې پر سر اسمان د مست هاتي په څېر زموږ په خوار ګوټۍ کلي غړمبيده، داسې غوريده، لکه د شپې په توره بيړۍ کې چې د کليوالو مست سپي د خپل وجود په مچانو راغړم لګوي، او بيا دهغه وخشي اواز د غرونو په اوچتو سرونو کې ونڅيږي، داسې پکې تاو راتاو شي، لکه چې بيا د کليوالو لپاره د بېګار او يا سور سات نغازه وډنګيږي.
خو هسک په بشپړ تلوار او بې صبرۍ کبر او برم سره غريږي ، د چا کورګي او کوډلې پروا نلري، د چا د څپر او شپول چرت نه ساتي، او دا لا څه چې غواړي، دکلي خلک پخپله ويرجنه او له قهره ډکې ژړا په اوښکو ولمبوي، هو !داسې خيال لري.
پيړۍ پيړۍ تيرې شوې او دکلي خلکو په خپلو ساندو ، فريادونو لنډيو او ترانو او شپيليو کې «د فلک له چارو ويني وغورځولې »ډېر خواريکښ بزګران د اسمان له قهره تس نس شول. ډېر بې وزله ماشومان د دغه هسک من له لاسه د سمندر د ماهيانو خوراک شول او اسمان هم په هر شان چې دی، د دوی د سر په کاسه څرخي او نن بيا چې دتورو وريځو څېره داسې ژړغوني او د يتيمانو په څېر يي ستونی بند بند کيده. غريو نيولې ساه يي لنډه لنډه کېدله داسې نه چې زموږ د کلي د خلکو په لږ راتلونکي مستقبل يي ژړل، بلکې دا ژړا يي د خپل اسماني قهر د نزول نښه وه.
د رنګ سات ته ددرې ټوله هوا ګرد او لړو په سر واخيسته ، هوا اوفضا تورو لړو ونيوله، د دغه تورتم سره سم د هندوکش له وزرو څخه د کونډونو پر سر يو ستر طوفان را تير شو او دره يي لکه وزر ماتې مرغۍ د خپلو څپو په غيږ کې را ټينګه کړه . داسې يو ناپايه لورې ته يي روانه کړه، په شاوخوا تړو او ناوونو سخته ږلۍ او باران راغی، د وريځو منډې د بريښنا پړکونه په هر کمر او هر موړ او مورګه بله دنيا جوړه کړه.
په سمه ورځ توره شپه جوړه شوه، ناليو او ناوونو کې د اوبو غړمبارې او غربهارې جوړ شو، د طبيعت داسې نادودې سر شوي چې اندازه يي نه وه، ټوله هستي په دغه وخت کې طوفاني وه.
او هر څه... د کليو ماشومانو او وړوکو د خپلو کورونو په دروازو کې اذانونه پيل کړل، ګوندې باران ودريږي، طوفان ارام شي، خو د طوفان خپل اواز ډېر دروند او سهم جن و، خوا و شا ټوله داسې هيبت نيولې وه، چې ګوندې پړانګان او د غره ليوان به هم په خپلو سمڅو کې ننوتي وي.
***
لږه شيبه پس باران ودريده، طوفان ارام شو، د ځمکې له زړه څخه يو دوپ او تودوخې راجګه شوه، دکلي ټول خلک د تير په څير حيران شول، د سترګو په ګوټ کې يو سيلاب چې د خځلو او خاشاکو سر بيره سترې ډبرې او پرخې يي هم پخپله زولۍ کې اړولې را اړولې او له قهره يي سپين ځکونه له خولې ايستل، د درې په منځ را سم شو.
د سيلاب له مخه غړمباري او د ډبرو پړکا او تړکا په ټوله سيمه يوه مستي جوړه کړې وه.
ريښتيا سييلابونه خو د درو ابادي ده او د ځمکو سمسورتيا پکې نغښتې ده، بارانونه قحطي او لوږه له منځه وړي، د مالونو او څارويو لپاره شين شوبی زرغونوي او باران خو ځکه ښه دی، چې له خپلو ډېرو اوښکو څخه لوی سيلاب جوړ کړي او دا سيیلاب عجب اوښتون راولي.
ريښتيا دا سيلابونه خورا ډېر ظالم دي، ځکه ښه اوبد يو شان ګڼي، د غريب غور به خيال نه ساتي، زموږ کليوالو ته داسې سيلاب په کار دی، چې د هغو زړه پرې اوبه وڅښي، نو ځکه بولي، چې د خير سيلاب دې راشي، داسې نه چې د هغو غوا او خوسي د سمندر په غيږ ور دننه باسي او دوی دې حيران لاس ترزنې کښينوي.
ريښتيا چې زموږ د ولس مخونه ډېر ځله د طبيعت په څپيړو شنه شوی دي، ډېر ځله يي ورته سرونه په تيږو وهلي دي او ډېر ځله پرې «خدای خپل قهر نازل»کړی دی، خو دوی د سيلاب لپاره هېڅ تدبير ونه نيوه، هېڅکله يي ترې داسې ګټه وانه خيسته، چې د سيلاب خړه د دوی په پټو کې کېني او ځان د سيلاب څپو ته وانه چوي، ددې پر ځای چې سيلاب د دوی پټي اوبه کړي ، د دوی کورونه يي وړي دي او په ورانو کنډوالو يي بدل کړی دی.
د درې په منځ کې د خوړ له اخوا لوری نه دا اواز پورته شو، چې «سيلاب راغی»سيلاب هم لکه مست هاتي د بريښنا د څړيکې په څېر د درې له منځ څخه تير شو، سر يي مست سيڼد ته ورسيد او هلته د هغه مست مغرور سمندر په غيږ کې ور ګډ شو، هلته يي څپې کېناستې او يوازې د درې سينه يي د يوې پيغلوټې سينې په څير په خپلو چيغو او کړيکوتوده ساتله، د شور او هلهلې اوازونه او فريادونو پخپله له فضا څخه د سر سانده انسان ماغزه جوړ کړي و، سيلاب پخپله غيږ کې د هندوکش د سترې ختيځې لړۍ د تاو راتاو تورتمو ځنګلونو او اوچتو سرونو ټوله هستي را په مخه کړې وه او د سينې له پاسه يي ځليدله ، د لمنځو سترې ګوردمې د ارچې او څېړيو بوټو او خځلو د سيلاب مخ پټ کړی و، د خړو اوبو مست بوی هر چا ته د بلا دبوی په څېر ښکاريده، ، ناڅاپه د سيلاب د څپو په درزا سره د ګوردمو سرونه کاږه شول، د اصلي يون څخه راستانه شول او د خوړ په تنګه څنګل کې ونښتل، د لمنځو او ګوردمو په نښتر سيلاب ډب شو، چې د سيلاب مستي او مستي څپې يي پخپله غيږ کې ورکې او غلې کړي او کرار کرار د خړو مستو بوی ناکو اوبو سطحه اوچتيدله.
ورو ورو د کلي په خوا کې د سيلاب له خولې څخه لوی ګرداو جوړ شو، داسې ګرداو چې اوس ټول کلی او تږي پټي خپلې يخې تور تمې غيږې ته راکاږي او په کراره سره د سيلاب د برې خوا مستې لږيدله او د اوبو ډب د څپاند خوړ تر ستوني جګيده، تر دې چې کلي او کورونه يي خپلې غيږې ته را وبلل، ډېر بې لاسو بې پښو ماشومان او واړه زاړه يي د ځان ميلمانه کړل، يوازې هغه خلک چې د تيښتې وس يي درلود، په ډډه شول، په نږدې کورونو توره خړه کښېناسته، د خوا او شا کليوالو مالونه او څاروې هم د اوبو د خېټې لاندې غوپه شول، غرونو د سرونو اوناونو څخه راکښته شوې ميږې او وزې هم د خوړ غيږې ته را لاندې وتې وې.
***
هغوی له پسرلي بې برخې وو، هغې په تل د خپل ميړه سره ډېرې خوارۍ او غريبۍ ګاللې، په دې خبره د هغې سر خلاص و، چې د ژوندانه خوږې او ترخې شپې ورځې يوازې د خپل ژوندانه ملګري سره تيريږي او هر کله چې به سهار فضلو غره ته لاړ او دې به هم خپلې سترګې په هماغه لار ګنډلې وې او هره ګړۍ به يي پيټی په شا فضلو د خپل تصور په وړاندې تيراوه.
خو نن يي په حواسو څه شوي وو، ځکه د خپل واړه ماشوم زوی سره لږه شان حيرانه او اوښکه په وينه وچه بريښيده، د باران او طوفان په سختو طوفاني او د وهم او هيبت نه په ډکو کړيو کې يي زړه څه څه ويل؟خو په سختو شيبو کې چې به يي د هغه لارې ته ځغلنده نظر واچاوه او بيا به يي باد او باران په تصور کې راغلل، نو بيا به يي سترګو تور وخوړ، خدای خبر، چې شيطان به ورته څه څه ويل؟خو د خپل ملګري تصور يي هډو د خپل فکر له نيلي څخه نه کوزولو، د خړ سيلاب په راوتلو او د ځمکې په درزا يي زړه دوه دوه شو او د کلي کور ماحول ورته په غوږونو کې د غږ ساز او وېر لړلې سندرې ور سر کړې، نور يي وار ونه شو، خپل ماشوم زوی يي په غيږ کې ونيو او په هماغه باران وهلې لاره چې سهار يي فضلو پرې قدمونه ايښي، ور روانه شوه، د لارې په دغه لږه فاصله کې خپل تير تريخ ژوند ته يو ځغلنده نظر واچاوه، بيا يي خپل ماشوم زوی خپلې سينې ته را جوخت کړ او د پلار کړاومنه دنده يي د خيال په دنيا کې هغه ماشوم ته ور په غاړه کړه.
خيالات يي د بريښنا د تړکونو او د وريځو د منډو په څېر تير او د سيلاب څپو په رنګ يي غزونې وکړې او چې تر څو يي بيا فکر راستنولو، نو په هماغه سترپان چې لاره ترې خوړ ته کوزه شوې وه، ولاړه وه او د فضلولار يي څارله.
خپل تصور يي د سيلاب د هغه تور مخو څپو سره چې کنډې کپرې يي لاهو کړې وې، غبرگ کړ، کله به يي هغه پرخو ته چې سيلاب په يوه پر بله ويشتله او زړونه به يي چاودل، فکر په مخه کړ او کله به يي هغه درز ته چې کمر او غونډيو له لاسه به پرې د ځمکې زړه چاوده فکر شو.
د سترګو په رپ کې يي د سيلاب ډب تر پښو را ورسيد، په هغه پاڼ چې يوه ګړۍ تر مخه پرې ولاړه وه او د فضلو لار يي څارله، سيلاب يي د تصور او څارنې لړۍ وشلوله.ستر پان د اوبو په قوت په يو غرب کښېناست او د هغې وروستی څارونکي نظر يي خپلو څپو او غولغلکيو ته را واړاوه او د فضلو لار يي لنډه کړه، دا وخت د پاڼ پر ټټر ولاړه مور د خپل ماشوم بچي سره د سيلاب پر سينه پريوتله.
د سيلاب غيږې ته ورغله، خو د هغې لا په غيږ کې خپل ماشوم کلک نيولی و، د مور ټيکری د اوبو پر سر لکه لاهو جاله د تور مخي سيلاب په منګولو کې کله ښور او کله را غونډيده، خو مور يي پخپله توره غيږ کې را ونغښتله او ماشوم د هغې په ليچو کې ټينګ پاتې شو.
د اوبو په خړو څپو کې بيا هم د هغې د فکر نيلی د هغې دماشوم بچي په ساتنه بوخت شو او يوه ګړۍ يي بيا خپل خوار ګوټی ميړه چې د سپور سوکړک سره د غره په نيت وتلی و او بهر ته لا په نيمه لار کې به خدای جل جلاله خبر چې را روان وې، او بيا به يي له سره خپل ماشوم د بې رحمه څپو د شړکا په ترڅ کې پخپلو ليچو کې را ټينګ کړ، په د رنګ سات کې يي د خپل ماشوم زوی او ميړه نمانځنه وکړه، خو د سيلاب د ډېرو لاندې شوې وه، او دکلي د خلکو په څپو کې په ابدي خوب د خپل ماشوم سره چې په هغې دونيا کې پرې د زړه سوبه وکړي ويده شوه.
پرېږده چې پر سر ځمکه د سيلاب د قهره وريږدي او پرېږدي چې کنډې کپرې يو پر بل ګوزار کړي، اسمان دې اوس په زوره وخاندي او وريځې دې خپلې اوښکې د سمندر د تل مرغلرې کړي، خو يوه مور يوه پياوړې ارمانجنه فرشته د يو ماشوم سره ولاړه، هغه يي د خپلو سلګو اوزګيروو پورې په خپله غيږ کې ټينګ نيولی و او له خپلو ليچو يي هډو ازاد نه کړ، چې د ځان د خلاصون لپاره هڅه وکړي او ځان د سيلاب د خونړيو پنجو وژغوري.
***
کلونه کلونه پس په هماغه خوړ د باد باران نه وروسته د هندوکش د لړو خړ سيلاب راوتی و، کليوالو د سيلاب د وېرې ترخې کيسې په سينو کې ساتلې وې، زوړ وران کلی د داسې پيښو کيسه ، کيسه وه، خو ددغه سيلاب د وچوبي نه پس د کلي خلک د نيزه وړو او لرګو پسې راوتلي و، د سيلاب په اوبو لرغوني شيله پرې مينځلې بريښيده او د خوړ تل نوی لنده بل اخيستی و، د تيږو او او ډبرو خواوې يي توږلې او ځېنې ځايونه لاندې بريښيدل.
دکليوالو څخه يو تن د يوې سترې پرخې په ډډ سترګې وګنډلې او يوه داسې مجسمه يي تر سترګو شوه، چې يوې بدبختې مور د خپل نامراده ماشوم زوی پخپلو ليچو کې تاو کړي ښنې او د هغې ناپايه مينه ترې بريښي، چې بيا يي کليوالو ته د ليلا د وېرجن مرګ او د فضلو غم لړلي ژوندانه ياد تازه کړ، هيکل په چابکۍ کليوالو ولمانځه او هغه يي د کلي د يوې مور د عشق او محبت ياد ګار وباله.
«زمانه به طبيعي اثار ډېر په توندي له منځه يوسي،خو زموږ په اولس به د طبيعت قهر او ناخوالې پټي نه کړي او نه به هم ابدي مينه د سيلابونو په تورو اوبو له منځه يوسي.»
د ۱۳۵۶ کال د سنبلې مياشت
شېبې
هغه به د خپل پلار له څنګه هېڅ نه جلا کېده، هر وخت به ور پورې کلک نښتی و او کله چې به يي پلار له وظيفې نه کور ته راستون شو او د کور انګړ ته به راننووت، نو بس بيا به يي کلک له لاسه نيولی و، له کښېناستو سره سم به يي په غيږ کې ناست و او بيا به يي بل چا ته د خبرو موقع نه ورکوله.
هغه لا کوچنی ماشوم و، د پلار او مور ډېر نازولی زوی و، اوږده ويښتان، ښکلې څېره او په نيمايي ماشومانه ژبه خبرې يي پلار او مور د سات تيرۍ ښه وسيله وه، د هغه خبرې او لالچونه هم د هغه د مور او پلار لپاره ښّه سات تيرې کېده، هغو دواړو د ماشوم ډېر خيال ساته.
پلار يي ډېر ښه دنګ زلمی و، نرۍ او دنګې ونې د هغه څېرې او زلميتوب ته خاصه ښکلا ورکړې وه، د هغه په شونډو هر وخت خندا وه، ډېر لږ او ان په سختو شيبو کې هم خفه نه بريښيده.
د خپل کور او همزولو سره ډېر خوږ و، ډېر لږ وخت يي کېده ، چې په رسمي کار يی پيل کړی و، یوازې دوه يا درې کاله کېدل، چې د زده کړو د پای ته رسولو وروسته يي دنده تر سره کوله، په کور کې يي هم ډېره څه نه درلودل، په همدغه کلونو کې يي ښار ته کډه را کړې وه، د چا خبره خپل ژوند يي نوی پيل کړی و.
هغه د ژمي د جړۍ شپه هم څه عجيبه شپه وه، د ژمي يخو بادونو د کوټو او انګړ د ديوالونو او تنبو په چاودونو کې چنګاری کاوه، د کابل د اسمايي غره په سر اوتړو هم نيمه الوتي واوره د شپې په تور تم کې ډېره سپينه بريښيده، يخو بادونو او د واورې يخنيو هر ځای ته لاره کوله، د مازيګر نه وروسته ان تر سهار بورې د کابل د خوا او شا غرونو د واورو يخ بادونه د سړي په مخ د قمچينو په څېر لګيدل.
کله چې د هماغه شپې په نیمايي کې ماشوم غمی له خوبه را پاڅيد، نو بيا يي خپل پلار پخپله خوا کې له ځانه سره ويده ونه ليد، هغه په هماغه شپه د خپلې مور او ادې په ژړا را ويښ شو.هغه خپلې سترګې په ژړا سرې کړې وې، خو په خوله يي څه نه ويل، مور يي د ماشوم غمی په کرارولو پيل وکړ، هغه يي په خپلې غيږ کې ونيو، سينې ته يي نږدې کړ او چې کله ماشوم غمي د خپل پلار پوښتنه وکړه، يوازې په همدې يي د زړه سوبه وشوه، چې پلار به يي حتماً نوکرۍ ته تللی وي.
غمی وړوکی و، د زيات ښه او بد توپير يي لا نه شو کولای، کله چې يې پلار د هغه له اړخه پاڅيدلی و، دې پرې نه و پوه شوی، ځکه چې هغه وخت د ماشومتوب په خواږه خوب ويده و او چې کله بيا له خوبه را پاڅيده او خپله بستره يي له پلاره تشه وليده، نو يوازې يي دخپل ماشومتوب په فکر د خپلې ادې او مور په صبروونکو خبرو باور وکه، هغه د کوټې چت او کږو لاړو ته ونه وکتل، نه يي هم په ديوال نښلول شويو کاغذونو او اخبارونو ته وکتل او نه يي هم د کوټې مخامخ ديوال کې د پلار په ځوړندې دريشي او د هغو له پاسه خولۍ ته وکتل، له کوټې نه هم ونه وت، چې د خپل پلار په درنو موزو نظر واچوي، هغه ته ددې خبرو راسپړنه څه ساده نه وه، هر څه يي د مور او ادې په خبرو کې منل او ددې تصور يي هم نه کاوه، چې خبره به څه بله وي، فکر يي کاوه، چې پلار خوږ او زړه ته ورنږدې دی، پلار به یي چې يوه شيبه به يي له خوانه جلا کېده، د تل په څېر په خپله وظيفه کې وي او په همدې يي باور راته.
کله چې په هماغه شپه له خوبه ډکې سترګې له پلار نه په خالي بستره ولګيدې، د زياتې ترهې احساس يي ونه کړ، د کوټې په ختيځې لورې د لرګينې کړکۍ په سر يي د هغه په رنګه چوکاټ شوي عکس سترګې ونښتې، لکه چې بريښيده، احساس يي کاوه، پلار يي همدا اوس ورته په مخ کې ناست و او د ده خوږو خبرو او نيمايي ژبې ته يي غوږ نيولی وي، د مور او ادې په څېرو کې بل څه ويني او د هغو له وچو شونډو ورته کله هم شک پيدا شي، شک او دوه زړه توب خو دومره ژور شک نه، ځکه دی لا هغه وخت ويده و او په دې پوه نه شو، چې پلار يي له دروازې نه د وتو په وخت کې څه واوريدل، هغه دا هېڅ نه و ليدلي او نه يي اوريدلي و، نو ځکه به يي کله په شک او دوه زړه توب باندې د مور او ادې ډاډ ورکوونکو خبرو غلبه کوله او چې لږ به ورته پلار ور ياد شو، نو بيا به يي نيغ په نيغه د پلار په عکس ښکلې کوچنۍ او معصومې سترګې و ګندلې.
کله چې به يي مور د هغه سترګو ته وکتل، بيا به يي په سترګو د اوښکو سيلاب را مات شو، غمی يي په دې راز نه پوهاوه او بايد نه يي وای پوه کړی، هغه يي بايد همداسې ناخبره ساتلی وای، په دې او هاغه بهانه يي بايد تیر ايستی وای، تير ايستلی نه بلکې ډاډ به يي ورکړی وای، پام يي ور غلط کړای وای او د هغه تشويش او خفګان پيټی يي کم کړای وای، د هغه ذهن ماشوم و او د ماشوم ذهن بايد نه وای ځوريدلای، دې بايد نه وای پوه شوای او بايد همداسې نا خبره پاتې شوای وای.
کله به هم چې ماشوم غمي ته خپل پلار ور یاد شو او يا به يي د ځوانې او ښکلې مور په مخ رڼې اوښکې وليدې، نو بيا به يي زړه طاقت ونه کړ او په نيمه ژبه به يي له موره وپوښتل:
مورې !زما پلار څه شو؟
او هغې به بيا ورته پر سر لاس تير کړ، تسلي به يي ورکړه، زړه ته به يي نږدې کړ او بيا به يي ورته وويل:
ستا پلار راځي، تا ته د لوبو شیان راوړي...هغه خامخا راځي، هغه «نوکرۍ»تللی دی.
هغه خو په ظاهره د مور خبره ومنله، خو کله به د مور خبرو هم قناعت نه ورکاوه، تلوسه به يي زياته شوه، وبه يې تخناوه او له مور نه به يې په ځورونکو پوښتنو پيل وکړ:
نو کله راځي، ماښام کې راځي؟که سهار کې راځي؟په څه کې راځي...د ماشوم د انتظارونو ډېرې هم داسې شيبې تيرې شوې ، کله چې به يي په خړې تعيلمي دريشۍ کې سر بازان وليدل، نو تر هغو به يي ترې سترګې نه لرې کولې، چې ښه يي ونه پېژنی، سترګې به يي پرې ګنډلې وې، هغه په ټولو خړو دريشو کې د خپل پلار څېره کتله خو شيبو يي انتظار هم اوږداوه.
د ماښام په ډوډۍ کې هم هڅه کېدله، چې د هغه د ماشوم زوی یاد ته پلار ور ياد نه شي، هغه اوس د ډوډۍ په وخت کې د خپل پلار ځای کې څوک نه پرېښودل او نه يي د هغه پر ځای چا ته د ناستې اجازه ورکوله، لالچ يي کاوه، مور يي هڅه کوله، چې د کوچني غمي د پلار ياد په خبرو وباسي، ادې يي هم هغه په خبرو مشغولولو، هغه ته همدا سبق ورکولای شو.
بچيه ستا پلار به جبهه کې دی، هلته جنګ او جګړه ده، څوک ترې نه شي راتلای او که کور ته څوک را وتښتي، نو بيا هغه ميړه نه وي، ستا پلار خپل مورچل نه پريږدي، له هغه سره نور سربازان هم دي.
او کله کله به يي د ا دی، نصيحتونه تر دې حده زيات شول، چې د چا خبره خپله به يي هم پرې باور راغی او په خپل له تشويشه ډک ذهن کې يي داسې سنجولو چې اصلي خبره همدا ډول وه، مور يي هم هر وخت همدا ويل، هغې دوعا کوله، ويلی هرې مور په څېر يي زارۍ کولې.
«خدای دې جوړ لري، را به شي، چې په صحت روغ وي، هر وخت وي، را به شي»
او له هغه وخته اوس زياته موده تیره شوې وه، مور يي هم د خپل يوازېنی زوی د بيرته را ستنيدو په باب ډېر سوچونه وهلي او ډېر فکرونه يي کړی وو، يوازې همدې فيصلي ته رسېدلې وه، چې هغه به په کومه جبهه کې د دوښمن سره مخامخ وي، بیا بیا يي دوعاګانې ورته کولې او د هغه د سر د خير غوښتنه يي کوله او په همدې ډول د ځوان افسر لپاره دوعا د مور په تکيه کلام بدله شوې وه.
کله چې د هغه له تګ نه نږدې يو کال تير شو، ژمی بيا راغبرګ شوی و، سپينې واورې په پټيو کې پرتې وې، تورې شوبلی هم ولاړې وې، له کورونو ډېر تللی مسافر بیرته را ستانه شول، خو په توره شپه د وتلي افسر د دروازې ټک ټک وا نه وريدل شو، د دروازې ټک ټک ته ډېر ځله غوږونه څک شول، ډېر ځله ورته انتظارونه وايستل شول، خو داسې بريښيدله چې له هغو سره هم راستون نه شو، د هغه د مور او ميرمنې پلټونکي ذهن نورې کيسې هم جوړولې، ځکه د هغو شپه او ورځ په همدې باب فکر کاوه او چې کله به د ماشوم غمي لالچونه او د پلار يادونې زياتې شوې، نو بيا خو به يي مور او ادې مجبورې وې، چې هغه ته د خپل پلار په باب کيسې وکړي.
هغه ته تسل ورکړي او ماشوم ته د هغه د راتګ ورځې وښايي او بیا يي ورته د ماشومتوب په ژبه وشمېري، سترګې پرې پټې کړي، د ګوتو فال پرې ونيسي او داسې نور...او په دې ډول يي هغه په ډاډ کې ساتلو.
او يو وخت چې غمی د ښوونځي د تګ شو، د خپلې ادې له خوا د نږدې ښوونځي ادارې ته بوتلی شو، په ښوونځي کې د شاميلولو هيئات وکوت، پوښتنې يي ترې وکړې.
«نوم يي غمی دی، پلار يي هم افسر دی، هغه په جبهه کې دی، له څو مودو راهيسې جنګيږي، له انقلاب څخه دفاع کوي، کور ته نه ځي....»د ماشوم په کوچنۍ ژبه د هغه له خولې راووځي.
ادې يی غمی په نيمايی خبرو سره د ښوونځي د ادارې پر يوه زړه دړه کښيناسته، ډډه يي ولګوله، خپل ټکری يي له سږمو تاو کړ او د خپل زوی په ياد راتلو سره پرې د کوټې چت و څرخيد، هکه پکه کښېناسته، داسې بريښيده، چې ګوندې د دفتر ميزونه، څوکۍ ښوونکي او هر څه دوه دوه ګوري، يو وار ورته د خپل زوی ځوانه ميرمن ياد ته ورغله، تنکی او يوازېنی ماشوم او بيا خپل شاه زلمی زوی او بیا د خپل زوی د واده شپې ور يادې شوې او په همدې چرتونو کې يي د هغه د ماضي ژوندانه تناب تعقيب کړ، د خپلو فکرونو په نيلي يي ورپسې په لږه شيبه کې يي د خپل زلمي زوی د ژوندانه ټولې ترخې خوږې او لوړې ژورې ياد ته ورغلې وې، بيا هم کله د هغه د خوښيو او خفګانونو شيبې او يا هم د وروستۍ شپې له کوره وتلو د ښوونځي د امر په اشاره يي له چرتونو سر را جګ کړ، خپل لمسی يي له لاسه ونيو، د کور په لور روانه شوه او د لارې په اوږدو کې بيا هم د خپل لمسي د هماغه هر وختي پوښتنو سره مخامخ وه.
زما پلار به کله راشي؟ادې!
ستا پلار به ډېر زر راشي.
بيا به يې په زړه توره څټه را واوښته.د هلک پوښتنو ته ځواب ويلو مجال يي له لاسه ورکړی و..او کله به يي هم د هغه خبرې ګډې وډې کړې.
او کله چې به يي په لاره په سړک د عسکرو لارۍ وليدلې، نو دی به هم د خپل لمسي څخه د مخه په هغه سترګې وګنډلې او بيا به يي ورته د تل په څېر تسل ورکولو:
ستا پلار به هم يو وخت راشي، هغه هم د همدې عسکرو سره تللی و، دوی راغله او هغه اوس هلته پاتې دی، په خپله وظيفه کې پاتې دی، راځي، حتماً راځي...خو اوس څوک رخصت نه ورکوي او چې رخصت واخلي، نو بيا خو خاماخا راځي.
او بیا چې به کله پخپلو ګاونډيانو کې له سفر نه د چا د راستنيدو څخه خبر شول، نو بيا خو به يي غمي ته د مور نورې بهانې هم جوړولې، د هغه د ارامۍ اوتسکين لپاره يي هڅه کوله، چې په کور کې د هغه لپاره تيار د لوبو شيان وساتي او د نا ارامۍ په وخت کې يي ورکړي.
خو کله چې به غمي د نورو ماشومانو خوښي او خوشالي وليدلې، نو بيابه يي ماشوم ذهن را وتخنيده، د خپل پلار پوښتنه به يي وکړه او له خپلې مور څخه به يي پلار غوښتلو او مور يي هم دې ته اړ وه، چې په دې او هاغه بهانو يي مشغول کړي.
هغه به هم يو ورځ زموږ د همسايه په څېر کور ته راشي او ستا د لوبو شيان به نور هم راوړي، خو کله چې به يي د لوبو په وخت کې نور همزولو ماشومانو ته څه وويل، هغوی به پخپلو منځو کې سره يو بل ته وکتل، ده ته به يي پخپله څه نه ويل، دی به يي نه خبراوه او باید خبر شوی نه وای...
***
اوس له هغه وخته څو کاله تير شول، غمی اوس را پورته شوی و، هغه ښوونځي ته يوازې هم تللی شو، خپل مکتب يي وايه، خو هماغسې يي د خپل پلار پسې اخوا ديخوا سترګې اړولې، نږدې څو کاله وشول، چې بيا د هغه پلار بيرته راستون نه شو.
د هماغه تودې بسترې ياد لا اوس هم د غمي په ذهن کې ژوندی و، په کوچني ذهن يي خپل پلار د ډېرو سربازانو په قطارونو کې وپلټلو، په ډېرو عسکرو لاريو کې يي پسې سترګې واړولې او چې کله په تورو شپو تللي کسان خپلو کورونو ته را ستانه شول ، له هغو سره هم خپل کور ته را ستون نه شو، مور او ادې يي ډېر ځله د دروازې ټک ټک ته غوږ کېښود، خو هماغه ټک ټک وا نه وريدل شو او نه هم د خړ تعليمي يونیفورم سره بيا څوک کور ته راننوتل .
همدا ډول له بهر ملکونو ډېر مسافر را غبرګ شول، ډېر خپلو کورونو ته راغلل او دېر خو څو وارې لاړل او راغلل او د جنګ له جبهو څخه هم ډېر زلمي را ستانه شول، خپلو کورونو ته راغلل، د رخصتيو د تيرولو لپاره راغلل او بيرته لاړل، د ماشوم غمي او د هغه د بوډۍ ادې په ذهن زلمی افسر په ټوله موده کې په دغه جنګونو او معرکو، جبهو او داړو ماتولو کې شريک و، غمی د سربازانو په ټولو سوبو کې د خپل پلار څېره له پامه ونه غورځوله او زړې بوډۍ مور يي هم خپل زوی په دې موده کې په ټولو جنګونو او جبهو کې ليده، هم په ويښه او هم په خوب کې ، د هغه په ميړانه جنګيدنه قومنده ورکونه او بيا سوبه اوبری.
خو ماشوم غمی چې لا د څو کلونو پورې يي په نيمه شپه کې له بسترې حخه د پلار ورکېدنه له ياده نه وه وتلې، پخپل ټولګي کې يي د ښوونکي له خوا واوريدل، ښوونکی د قهرمانانو په باب خبرې کولې:
قهرمانان يي ياديدل، د هغو نومونه يي يادول، څرګند او نومور کې قهرمانان چې په سره لار د سباوون په لور لاړل.
(څرګند او نومور کی قهرمانان اوس زموږ په وطن کې ډېر دي، به هر کور، کلي او کوڅه کې يي نښې نښانې شته او قهرمانان نه مري، هغوی ژوندي پاتې کېږي، کلونه کلونه....
د غمي پلار هم قهرمان دی، ژوندی او ابدي قهرمان، د هغه مرګ نشته، هغه ځان ته ابديت ور بښلی دی، هغه او د هغه روح اوس په ټولو سنګرونو ، مورچلونو جبهو کې له سر بازانو سره ملګری دی، زه ترې ښه خبر يم، هغه د خپلې عقيدې په لاره کې دومره وځوريده، دومره شکنجه يي وليده او دومره يي د لاسو او پښو هډوکي ور مات شول، چې نور يي د خبرو توان له لاسه ورکړی و، زه ترې ښه خبر يم، زه له نژدې شاهد وم...
د ټولګي ماشومان ډېر غلی وو، غږ غوږ نه خاته، يو نیم د سترګو لاندې د غمي څېرې ته کتل او ښوونکی همداسې خپلو خبرو ته دوام ورکاوه.
(هغه ډېر تکړه افسر و، قهرمان و قهرمان! په ټولو شکنجو کې يي له خولې يو غږ هم ونه خاته، ډېر ټينګار يي وکړ، له ډېره غروره يی اف هم له خولې ونه يوست، په دې ډول يي د خپلې لارې په اوږدو کې د شهادت جام وڅښه او د نورو قهرمانانو سره يو ځای شو، نو ځکه اوس هغه زموږ قهرمان شهيد دی).
دښوونکي په خبرو ټول ټولګی چوپ و، هغه ټولګی چې هر وخت به ترې ګڼ اوازونه را پورته کېدل، په همدې خبرو چوپ شوي و او د قهرمان په کيسه د ټولګي ټولو ماشومانو د غمي څېرې ته وکتل، داسې بريښيده، چې د هغه د سر ويښتان هم نيغ ولاړ وي او د څه ويلو او خبرو موقع نه لري او نه هم د هغه ستونی خبرو ته جوړيدای شي....
د ۱۳۶۳ کال د قوس مياشت
ملنګ د حسن په دوهۍ کې
خو اوس د ليوني ملنګ کيسه د هر چا په خوله ګرزي، هر څوک چې هغه به سړک ، پوله، پټي او وستل کې وويني، نو د هغه د ځوانۍ او زلميتوب په باب حيرانتيا کوي، هر څوک چې اوس د هغه اپلتو او هوايي خبرو ته غوږ ږدي، نو د هغه د ژوندانه او سرګذشت په باب يي هم فکر وړي، ريښتيا چې د هغه د ژوند کيسه له ډېره خونده خو له رنځه ډکه ده، ډېره غم لړلې خو د اوريدو ده، ډېره په زړه پورې خو خواشينونکې ده.
هغه ډېر ښه زلمی و، ډېره ښه ځواني خدای ورکړې وه، د مور په نورو دوه درې زامنو کې خو د چا خبره د ايرو په منځ کې لعل و او ډېر نازيده، ښه په مينه او شوق يي ښوونځی ولوسته، داسې يي مه ګوره، چې اوس يي ماشومان په کاڼو ولي او سپي د هغه د کاليو پسې غاښونه موښي، داسې نه وه، نه هېڅکله داسې نه !
هغه د خپل کلي يو زلمی و، يو خياله ور او څڼه ور زلمی، په ړندو کې د يوې سترګې باچا زلمی و، په شلو کې هغه د يوه کس هم ليک لوست نه و زده او نه هم په پوهېدل او چې به لرې کليو کې به د کوم سرباز خپل کور ته ليک را واستاوه او يا به کوم مسافر د خپل کور سره د زړه خواله راولېږله، نو نيغ به د هغه کور ته را روان و او په هغه به يي خپل خط لوسته، ددې لپاره چې د مسافرو د زړه غوټه راوسپړي او د مسافرو د زړه سوی ساندې ووايي.
خو اوس هغه د لیوني ملنګ په نوم مشهور دی، سره له دې چې د کلي د ماشومانو په فکر کې د هغه زده کړه او پوهه نه ګرزي او نه هم په دې پوهېږي، چې د هغه د خيال نيلی تر کومه ځغاستل او تر کومه تلل؟
د ژوندانه پيښې هم ډېرې رنګينې لري، هر څه له ځانه سره لري، د ملنګ کچکول ته ورته وي، د ټوک سره پکې د کلي د هر کور نښه نښانه پرته وي، خو د چا د کاږه وربل ښکلا پکې نه پاتې کېږي .خو لیونی ملنګ اوس په حقه سره د کلي د سپو د غپا او په ماشومانو باندې د تيږو د ويشتو دی، پرېږدۍ، چې ماشومان يي وولي او پرېږدۍ، چې د کلي سپي ورپسې وغاپي، خو د هغه له لیوني ذهنه له هغه څه نه دي وتلي، چې دی يي دې حالت ته راوسته.
هېڅ چا به داسې فکر نه کاوه، چې ښوونکی ملنګ دی، دداسې ملنډو شي او په دې ډول دی دکلي د خلکو د خندا شي او په دې دول دی د هغه مور خپلې اوښکې د کونډو په څېر توي کړي . په دې ډول دی د هغه ميراث خواره د هغه په ژوندوني، د هغه په ژوند تنګ شي او هغه دې په نشت حساب کړي.
اوس هم ځېنې وايي، چې ملنګ معلم ددې وړ نه و، ځېنې د هغه په حال افسوس کوي، هغه ددې شان وړ نه بولي.
اوس زموږ معلم ملنګ په دې حال دی، کاشکي خو دی د اپلتو نه وای او کاشکي خو دی د ماشومانو د کاڼو د ويشتو نه وای او کاشکي خو دی د کلي د سپو د غپا نه و ای!
په معلم ملنګ داسې وشول.
بې وخته ورژيده، بې وخته يي پاڼې توی شوې او بې وخته ...
د تودې چينې اوبه اوس هم هماغسې بهيږي، د لارې لاروي اوس هم هلته مخونه وينځي، اوس هم هلته دمې جوړوي او په دې ټولو سر بېره د تنګې درې په ټټر باندې د را سورو غرونو سيوري هم مازيګر هلته ځان را رسوي، يا خپله لمنه راغزوي، خو د کلي نجونې هماغسې د تير په څېر د خپلې مستۍ لړۍ نه پرېږدي، هغوی هماغه دي، چې وي، ښکلا او ښايست هېڅکله خپل ځای نه خالي کوي او نه هم د دغه کاروان لړۍ شليږي.
خو دې ټولو ښايستونو او ښکلاوو د ليوني ښوونکي د ژوندانه د اسمان وريځ تمه کړه، هغه يي پر ځای ودروله او له ځايه نوره ونه ښوريده، اوس هم د تودې چينې مازيګر هماغسې مست دی، خو ليونی معلم اوس هلته نه راځي، هېڅ پروا پرې نه کوي، د چا خبره:
ما خو به دا ويلی و،+چې دې ملنګ شم، در په در دې وګرزمه،
نو په ليوني معلم اوس داسې لېونۍمينې همداسې کانې وکړې، همداسې يي پرېښود او همداسې يي د خلکو د سات تيرۍ اله کړه، په هر خيرات او واده چې برابر شي، نو بيا خو د تودې چينې خبرې نه وي او نه هم دخپلې مينې خبرې ، بس ته به وايي، چې ددې تنګې درې هغه غر په دې ږدي او دا پر هغې.
هغه تنکی زلمی و، په شونډو یي تور خط نوی مالوميده..
ډېر ښکلی ګلالی زلمی و، د هغه خياله ور زلميتوب د هغه ښکلا او مستي او بيا په کلي کې د رڼا زده کړې يو غمی همدی و، هغه د چا خبره په ړندو کې د يوې سترګې پاچا و، له هغه يي شاګردان هم خوښ وو، په ډېره مينه او شوق به يي دکلي هلکانو ته درس ورکاوه.
په ډېر شوق او زړه سوی به يي ماشومان نازول او کله چې به تورې تختې ته ودريدلو ، دتباشير له ګرد څخه يي هم د ځېنې نازولو په څېر کرکه نه راتله، هغه په خپل ټول ژوند کې همداسې ساده و، خپلې منځنۍ زده کړې يي د ښار په مکتب کې تر سره کړې وې او بيا د خپل کلې د نازولو او تنکيو ماشومانو ښوونکی شو او چې په خپل کلي کې ښوونکی شو، نو له همدې تودې چينې ورته پيښه شوه، ځکه هغه اتلسه په همدې ځای کې وليده، همدلته د دواړو سترګې سره ورغلې او همدلته دواړو يو له بله سره ښه وپېژندل او له همدې ورځې بيا د دوی د ژوند د غم او تراژيدې داستان پيل شو.
يوه ورځ د مازيګر زيړی لمر په غړ غړه و، د غرونو له څوکو يي لمن د درې سينې ته را غزيدلی و، د کلي د ښوونځي ماشومان کتار کتار خپلو کورونو ته را روان و، هغوی خپلو کورونو او جونګړو ته تلل او په دې فکر کې هم نه وو او نه يي په دې فکر رسېده، چې د دوه مينو زړونو تر منځ تناب څومره پياوړی او نه شليدونکی دی.
هغه اتلسه همدلته وليده، دتودې چينې پر غاړه او له دې ورځې وروسته يي بيا د چا خبره ښاده ورځ ونه ليده، د کلي مينتوب دې ورک شي، سړی ډېر زوروي، د پيغور سره يو ځای وي او د خفګان او غم سره ملګری وي، زه د ليوني ملنګ په باب وايم، هغه څه چې په هغه تير شوي دي، هغه د اتلسې په پلار ډېرې جرګې وکړې، ډېرې مرکې يي پرې وکړې او د کلي ډېر سپين ږيري يي په تګ راتګ ورته ستړي کړل، خو د زورورو دې زور اوبه شي، زور ريښتيا چې کله قالب نه مني ، ليونی ملنګ او د هغه کونډه مور هېڅکله د اتلسې د پلار سيالان نه وو او بايد نه يي وای ورکړی، دا بېله خبره ده، چې د اتلسې په ګوګل کې زړه څه غوښتل او د هغې په سينه څرنګه اور بليده، دا بېله خبره وه، چې د مينې اور او د هغې د لمبو تاو څومره زورور دی او څرنګه د بې خودۍ په سمندر کې سړی لاهو کوي.
خو د لیوني ملنګ او اتلسې پيغلې مينه د مرکو په ځواب ختمه نه شوه او نه هم په دې ځواب شوه، چې څوک د چا سيال دی او څوک د چا سيال نه دی، ريښتيا چې عشق او مينه سيالې نه مني ، هغه اوچت او دنګ غرونه هواروي، د سيندونه او سر کش دريابونه ايل کوي او د عقل او هوښ نه د جنون سمندر جوړوي، نو په ليوني ملنګ هم داسې کانې وشوې، خپله سوزنده اوليونۍ مینه پرې همداسې ختمه شوه، نو ځکه اوس ملنګ معلم د ماشومانو د ګټو او لوټو د ويشتو دی او ځکه اوس د کلي په هر خيرات او واده کې د ماشومانو په پينډه کې کېني او د سيالانو په پينډه کې يي ځای ورک شو.
هسې خو د ليوني ملنګ کيسه ډېره غم لړلې وه، خلکو به ويل، د خپلې ښې ځوانۍ او زلميتوبه ور پېښه وه او چا به ويل، بدو سترګو وهلی دی...د هغه ليونتوب د چا ازار هم نه و ، ځکه هغه د چا خبره په ګوډ ميږي پښه هم نه ايښوده.
خو کله چې هغه د خپل کلي په دنګه او ښکلې پيغله اتلسه مين شو، نو بيا خو ورته نه معلمي ور پاتې شوه او تعليم ورکول او د همدې تودې چينې ملنګ شو.
د سپو د غپا شو او د ماشومانو د ډبرو د ويشتو او د نجونو د خندا...
د هغه مينه ډېره ليونۍ مينه وه، دخپل چم ګاونډ د دود دستور پرده يي وڅيرله ، هغه په هر څه کې خپله مينه ليده او چې کله به له خپل ښوونځي را ستون شو، نو نا خبره به يي لاره غلطوله او د خپلې مينې د کور په لار به تلو.
خو هغه لا تر دې وخته نه و ليونی ، ښه په سد سړی و، ښې خبرې او جرګې به يی کولې...
خو کله چې د کوچ د کلي د ماسل خان په واده کې ليونی معلم د اتلسې سره سترګه په سترګه شو، نو بيا يي د کلي د پيغلو د مينې او جنون خوږې ټيکي او د دايرې خوږ اواز غوږ ته ورنه رغی او نه يي هم د کلي په مخ دېره کې د خلکو ګڼه ګوڼه د سترګو پردې ته ورغله ، هغو په يو نږدې نظر هر څه هېر کړه، هر څه يي له ياده ويستل او هر څه ترې هېر شول.د کلي دود دستور ترې هېر شو، چم ګاونډ ترې هېر شو او هر څه ...
زيړی مازيګر و، د لمر سترګې رخصت اخيسته، هغې د خپلو وړانګو وروستي تنابونه د ځان پسې راټولول او په ډېره مينه يي د هسک له څنډې د دوه مينو د راز او نياز ننداره کوله...
خو ناڅاپي د يو ډزي ټوپک د ډز سره د شولو له پروړې لمبه پورته شوه، اتلسه پر ځمکه پريوته او معلم د خپلې لوګجنې کوټې تر دړې ورسېده او بيا هر څه پای ته ورسول شول.
او له هماغه ورځې راهيسې معلم«ليونی ملنګ»شو.
د ۱۳۶۴ کال د ثور مياشت
یوازینۍ نښه
دا يي اوس يوازېنۍ نښه ده، له هغه پاتې نښه او د هغه د اميدونو او هيلو نښه، کله چې همدا نښه وينم، نو هغه مې ياد ته راځي، د هغه څه خبرې اترې مې په غوږونو کې انګازې کوي او د هغه څېره مې نيغه مخې ته دريږي، ځکه اوس همدا نښه همدا يوازېنۍ نښه له هغه نه را پاتې نښه د تيرو يادونو او تيرو وختونو کيسه کوي، يوازېنۍ نښه يي ځکه بولم، چې هغه په خپل ټول ژوند کې هېڅ نه درلودل.هېڅ پلار او مور هم سم نه ووليدلی، چې د هغو په ياد فکر وکړي او د هغوی مينه د پلار ولۍ او مورنۍ مينې ياد ته راوړي او نه هم په کور کې د ماشوم ورور او خور سره را لوی شوی و، دا ټول او ټول يي نه درلودل، نو ځکه اوس چې له هغه څه پاتې دي او په غړيدلي سترګو يي وينم، د هغه د مستۍ يوازېنۍ نښه يي بولم او يوازېنۍ نښه يي بايد وبولم.
هسې خو که دهغه دژوندانه کيسه وکړم نوهلته بياجوتيږی چې په رښتياسره داله هغه نه يواځينی راپاتي نښه ده اوچې دهغه دژونداوږده اوغزيدلي ماضي راپه زړه کړم په دي هم نه پوهيږم چې دانښه څرنګه وپالم، څرنګه يی ستا ينه وکړه اوڅرنګه يی ووياړم اونوريی څرنګه وياړلوته راوبولم، چې دهغه روح پری ښاد ، ارام او خوشحاله شي، خو په هر ډول دا د هغه يواځېنۍ نښه ده او د دې قيمتې او با ارزښته نښې ستاينه بايد وشي.
خو ولې او د څه لپاره يي يواځينۍ نښه بولم؟د دې له پاره يي هم يواځينۍ نښه ګڼم ، چې هغه ډېر ځله د دې په باب فکرونه کړي ، چې د وختونو څپيړو يي څرنګه ورته مخ شين کړی و، څه خوارې او بدمرغې يي وليدلي، څرنګه يي لوږي او تندې وليدلي ، د دې يواځينۍ نښې په باب ، جې هر وخت هغه لا ماشوم و، چې په همدغه ليليه ښوونځې کې شامل شو او د ماشومتوب له وختونو راهيسې يي بيا تر دغه وختونو پروې د خپلې مور خندا او ژړا ونه ليده او نه يي هم دوران ويجاړ کنډرکور دروازه ، خوله وليده او نه يي هم د خټينو او تورو کټينو د يوالو د ننه د خپل کور هغه دالان بيا وليده، چې پلا يي پکې د قبيلوی دښمنيو په ترڅ کې له لېرې د دښمنو له خوا وويشتل شو او ساه يي ورکړه او بيا له همدې خونړۍ پيښې وروسته د خپلو خپلوانو له خوا د مرکز دی، ليليه ښوونځی ته راوستل شو . همدلته يي ښوونځی ولوست په ټولو نا اراميو او غصويي ولوست او د ټولو خپګانونو او تلوسو په منځ کې يي د يو ناليدلې اميد او هيلې سره ولوست او په همدې مکتب کې يې د چا خبره شونډه توره شوه، زلمی شو او په ښه او بد پوه شو په رخصتيو کې يي هم خپل کلی کور بيا ونه لېدل او ويي نه ليدل.
ښوونځی هغه ته ډېر څه ورزده کړل، خو هغه، چې کېدای شوای د چا سره د خپل کلي په کوڅه کې د خپل کلي د مخې په وستل او ديره کې لوبې کړي وای او د ژوندانه په دغه سر ګرميو کې رالوی شوی وای، رالوی نه شو. په ښوونځي کې رالوی شو، په مدرسه کې رالوی شو، او ښوونځی هغه ته د شپې د وژلو او د ورځې د رڼا د پلنولو ښوونځی هم شو. هغه د ښوونځی د ډېرو زده کوونکو څخه هم څه بيل شانته رالوی شو، بې پلاره او بې موره يتيم د مور مينه او مورنی رحم ونه ليده، د پلار مينه او قهر او کله هم غصه يې هم ونه ليده او نه يي بل څه ...خو د دې نښې په باب هغه ډېر سوچونه کړي او دومره فکرونه او سوچونه يي چې پدې باب کړی و، د هېڅ په باب يي نه و کړی، د خپلې ترخې ماضي په باب يي نه وکړی او نه يي هم د ماشومتوب د سر ګردانه او لالهانده ژوند په باب د شکيدلي ګريوان او څېري پايڅوپه باب د خوږو او زخمې پښو په باب، نو ځکه هماعو مره، چې پرې د يتيمې څپيړو وهلې زړور د خپل زلميتوب په شيبو کې فکروکړ ، هغومره يي په ماشومتوب او نوره ځوانۍ کې د نورو ترخو او ناخوالو په باب فکر نه وکړي.
خيالونو د خوبونو او ويښو نښّه د سوچونو او فکرونو نښه او د رژيدلو ارمانونونښه.
نښه يواځينۍنښه ، ځکه يي د زړور د ژوندانه يوا ځينۍ نښه بولم او ځکه ورته د هغه د فکرونو انديښنو ، سوچونو ، ويښو او خوبونو نښه وايم، چې هغه پخپل را وروسته ژوند کې د زلميتوب او ځوانۍ په شيبو کې دومره زیات د دې لېوال او تږی و، چې تا به ويل پخپل ټول ژوند کې همدا يو امانت لري، او د همدې په خاطر رالوي شوی او زلمی شوی دی، او په همدې خاطر زلميتوب تردې پولې رارسيدلی دی. خو زړور پدې باب ډېر فکرونه کړی و، ډېر سوچونه يي وهلې و ، د خپل مستقبل په باب يي د ډېرو رنګينو شيبو اټکل کړی و، خو داسې ونه شو... د هغه د زړه نيمکړی ارمانونه بشپړ نه شول او د هغه څه په باب، چې هغه شپې اوروځې ورځې فکرونه کړی و او چرتونه يي وهلې و، تر سره نه شول.
خو يواځينۍ نښه اوس د زړور د ټول ترخه ژوندانه، يوه نښه ده، داسې نښه ، چې اصلا بيه نه لري، په هېڅ ځای کې نه موندل کېږي او په هېڅ چېرې يي جوړه او مثال نه شي پيدا کېدای او په هر ځای کې د دغې يواځينۍ نښې په باب خبرې اترې هم يي مور ده دي.
زړور د کلي کور څخه د اوږدې مودې لېرې والې وروسته پوهنځی پای ته ورساوه او له هغه وروسته ښوونکی شو، يو سم ساده ښوونکی د نورو ښوونکو په څېر؛ خو کله، چې د هغه څخه د را پاتې يواځينۍ نښې په باب خبرې کوو، د هغه يواځينۍ نښه د هغه د معلمۍ د وخت د سرای خواره او حقيره کرايي کوټه نه وه، چې نيمايي مخه يي د اوبو د کوزې پر اثر لنده وه او د کوټې په بر کونچ کې څو زاړه کتابونه او شليدلې پاڼې وي، چې يادونه يي وکړو او يا يي د يواځينۍ نښې په نوم ياد کړو! نه! په دې باب څه نه وايو! د کوټې د سپيرې سطرنجۍپه باب هم څه نه وايو، چې غونډو ته د راغلو کسانو د بوټونو پراثر سپيره او کونجلکه شوې وه، په دې باب هم څه نه وايو، ورته اړه نشته ؛ خو که د هغه څخه د راپاتې يواځينۍ نښې په باب څه وايو نو پدې ارزي.
هغه په ټول ژوند کې د معلمۍ په دوران کې يو وار د ميني کولو زړه وکړ او ديوې پيغلې سره د يوه بې کوره او بې اوره مسافر په توګه نامزد شو، هغه بايد کور جوړ کړای وای او هغه بايد د ژو ند په دې مزله کې يو بل پړاو پيل کړی وای، ځکه د کلونو کلونو پردي ډول ژوند او دمکتب په ليليه کې ژوند د هغه ټول کړه، وړه او حرکات ګرځولی و، هغه په همدې پرديسيو کې رالوی شوی و؛ نو د پوهنځي له فراغت نه وروسته يي په ژوند کې دبلۍ پيلامې تکل وکړ او دا تکل څه بل شاه و.
زړور استاد دا وار په ژوند کې د ماضي د ټولو ناراضيو سره سره راضي بريښيده او د خپلو ډېرو هيلو او اميدونو سره پکې نوې هيله او نوې اميد غزونې کړي وي، ځکه هغه پخپله ماضي کې د خوښۍ شيبې ډېرې کمې لېدلې وي او يوازې همدې نويو اميدونو او هيلو هغه تاند او تازه کړ.
هغه يي وهڅاوه ، چې د نهيلې او نا اميدۍ پرده له خپل زړه نه لېرې کړی او د نوی ژوند تکل وکړي.
خو اوس د هغه کېسه ټوله د هغه په يواځينۍ نښه کې ده. سمه ده د هغه يادونه او خاطرې اوس ډېرې راپاتې دي، د هغه اثار او ليکنې ډېرې راپاتې دي. د ي د هغه ښوونکي په توګه د هغه د شاګردانو د کورنۍ کارونو نښې او په هغو باندې د (وکتل شو) نښې ډېرې راپاتې دي، چې به د هغه د کرايي کوټې کونجونه د زاړه شليدلې کټ لاندې ځمکه هر وخت له دې هغو نه ډکه وه، خو دا ټول د هغه ژوندې ياد نه کوي او نه يې هم په زغرده نوم اخلې، خو نښه ژوندې او پر ځای پاتې ده، د هغه د ټول غم جن ماضي او دبې وخته رژيدلی او تس تس شوی مستقبل کېسه کوي؛ نو ځکه د هغه د ژوندانه نښه قيمتې او ارزښتناکه نښه ده.
هر څوک پخپل ژوند کې او د ژوندنه وروسته يوه نښه لري، خو رښتيا ټولې نښې نښانې يو شان نه وي.
ځېنې ډېرې قيمتي دي. ځينې بيخې له منځه نه ځي او د تل لپاره ابدي پاتې کېږي، نو ځکه کله، چې د زړور استاد نښه يواځينۍ نښه بولم، هغه هم پدې مانا دی. چې که زړور استاد اوس نشته او په ډېره نامردۍ د ښوونځي په دهليزونو کې د تبا شير نه په سپيرو لاسونو دشاله خوا نيولې شوی او بيا په ډېره نامردۍ شهيد کړای شوی دی، سره له دې، چې د هغه شاګردانو ته د هغه د زده کړو ورکول ښه نښه کېدای شي، خو يواځينۍ نښه نه ده او نه هم دشهادت په وخت د هغه د تصور نښه ده، چې د سترګو په رپ کې يي وروسته غزيدلې ترخې ماضي ته کتلې او بيا د مرګ ډېر لوی ښامار ورته ډېرکوچنی او سپک ښکاره شوی او هېڅکله د هغه د ژوندانه د مستقبل د رنکين او نا اميده تصور سره پرتله کېدای شي، چې هغه به کله جوړ او کله به يې د خپل زړه د محبت او مينې سره په خبرو تېرا وه، د دې ټولو سره نشې پرتله کېدای. تصورات په هر وخت کې تصورات وي؛ خو د ژوند او مرګ په باريکه او نرۍ لاره کې کله ، چې د ژوند د سرحد څخه په ګرانه بيه تيريدنه د ميني او خپل ژوند په باب فکر کوي، نو ډېر ارزښتناک وي، خو له دغو ټولو د دې تصور ډېر ارزښت لري، چې په سختوشيبو کې هم هر څه له ياده ووځي، ژوند يي له ياده ووځي، که د ژوند په باب تصورات يی له ياده ووځې او مينه او محبت يي له ياده ووځي او يوازې د يو شي په فکر کې شي، چې په سينه باندې د مرمۍ د نښتو په وخت کې غږ او اه له خولې ونه وزي او په ډېره بې باکۍ هر څه ته په خپل تن کې ځای ورکړي او بيا د لمر خاته په لور پريوزي، حتماً چې هغه هم داسې تصورات درلودل، ځکه هغه د يو ښوونځي په خوا کې يو بل ښوونځي هم لوستی و او هغه د همدې ورځو ښوونځی و.
خو هغه په ډېره نامردۍ شهيد شو، ان پوښتنه ترې ونه شوه، ځکه د هغه ګناه خو مالومه او څرګنده وه، هغه ښوونکی و، بينا او رڼې سترګې يي درلودې او د نورو سترګې يي هم روښانه کولې ، هغه په ځان باندې د پوهېدو وروسته د انقلاب په پاخه مورچل کې ناست و، هغه هيڅ ښکره ورو او زورور نه مانه او نه !هم د چا د قهر او غضبه ويريده او همدا بس وه، چې د هغه د شهادت لپاره د ډېرو دليلونو او پوښتنو څخه يوه پوښتنه شي او هغه مرګ!هم په همدې پوښتنه شهيد شو او د هغه له مرګ وروسته هېڅوک پاتې نه شول، خو يوه نښه او يوازېنۍ نښه پاتې شوه، له هغه څخه وروسته د نورو شهيدانو په څېر يتيمان هم پاتې نه شول.کور کلی هم ترې پاتې نه شو او هېڅ ترې پاتې نه شول، د هغه مور هم نه وه، چې اوښکې يي پرې توی کړی وای، پلار يي هم نه و، چې د خپل ځوان زوی پسې ژړلی وای او د نامردانو په ور دروسته ګوزارونو يي شونډې چيچلی وای.
او د ډېرو نوم ورکو شهيدانو په څېر د هغه قبر هم مالوم نشو، چې د هغه يوازېنۍ نښه يي وبولو او په هغه باندې جنډه ودروو، ځکه د ځېنو شهيدانو جنډې د نوم ورکو شهيدانو او قهرمانانو د جنډې په نښه نښانه کې رپيږي، د هغو يادونې په څلې کې بريښي او د هغې په ليدلو ټول نوم ورکي شهيدان بې ګناه او بې وزلۍ خو قهرمان شهيدان ياد ته راځي او زړور استاد هم په همدې ډله کې دی، چې له هغه اوس يوازې يوه نښه پاتې ده، هغه يوازېنۍ چې له نورو ميړونو لږه پاتې کېږي او موږ د همدې يوازېنۍ نښې په باب خبرې کوو.
د هغه نښه!يوازېنۍ نښه د هغه يوازېنۍ او جاودانه ياد دی، چې تل له يو زړه نه راوزي ، د زړه نه په خوله راوزي، د هغه نوم ياد وي، د هغه ماضي ياد وي او د هغه د مستقبل بې وخته رژيدلی ګل په يوه سرسانده وجود کې په يو ليوني ته ورته ځوانۍ کې جنون او ليونتوب ته ورته ملګرتوب کې، نو ځکه ورته هغه هم د خپل بې وخته رژيدلي پيغلتوب او ځوانۍ رنګين خيالونه بدلولی شي، خو هغې ته ډېره رنګينې زړور استاد په يادونو کې بريښي، هر وختت هره شيبه او له وختونو راهيسې همدا وايي، د ليونتوب او جنون په ژبه يي وايي،
«هغه په ډېره نامردۍ شهيد شو، خو زه به تر ابده د زړور معلم په نوم ناسته يم، ځکه له هغه هېڅ پاتې نه شول...
او یوازې زه د هغه د هغه د ټول غم لړلي ژوندانه يوازېنۍ نښه يم، زه به د هغه د يوازېنۍ نښې په څېر د خپلو کوڅيو تړلی ول د بل چا پر مخ خلاص نه کړم...ځکه چې زه يم د هغه يوازېنۍ او يوازېنۍ نښه!
د ۱۳۶۴کال د سرطان مياشت
وروستۍ دنده
دا د يو ټپي افسر د خولې کيسه ده، هغه يي تازه روغتون ته را وړی و، په ژوبله پښه يي سپينه ټوټه پرته وه، په مخصوص چپرکټ کې په نيغه جګه تنه پروت و، داسې بريښيده، چې د ژور درد احساس کوي، ډاکټر ورته د ډېرې زياتې خوځيدنې اجازه نه وه ورکړې، ستوني ستاغ پروت و، کله به يي د کوټې پر سپين چت سترګې وګنډلې او کله به يي هم د روغتون له پورته کړکۍ څخه خپلې سترګې د لاندې شنه بڼ په ونو او نيالګيو ومښلولې، د رخصتۍ په ورځ ډېر ښاريان د ناروغانو پوښتنې ته راغلي وو، په روغتون کې دننه او دباندې د خلکو ګڼه ګوڼه بيخي زياته وه، خو هغه راته د خپلو سرتيرو په باب کيسه کوله.د هغه کيسه ډېره په زړه پورې وه، په دې چې ياد سرتېرې د هغه سر تېرو په باب څه ويل، چې د پېښو او حوادثو په مدرسه کې زده کړه کوي، د حوادثو نه يي زده کوي او د همدغه پېښو په جريان کې داسې کسان راڅرګنديږي، چې په بل هېڅ ځای کې يي سړی تصور هم نشي کولای.
ټپي افسر په چپرکټ کې ډېر خوځيدای نشو، خو په ډېره مينه يي د قهرمانانو سر بازانو کيسه کوله، هغه ويل:ما وليدل، د مرګ او ژوند په شيبو کې د کليو او قريو ډېر عادي انسانان د ډېرو اوچتو او سترو قهرمانانو په څېر وځليدل، يوازې د سختيو او زحمت په شيبو کې کېدای شي، چې پياوړي او کمزوري انسانان سره بېل شي، هغه د جنګ او جګړې د سنګرونو په باب کيسه کوله، هغه کيسه کوله، چې جنګ او جګړه څومره د دهشت او وحشت ايجادوي او د څومره بدمرغيو او خفګانونو سبب ګرځي ، ويل يي:
د هېواد د يو ختيځ ولايت په يوه تنګه دره کې په عملياتو بوخت و، ټکنده غرمه وه، چې د درې منځ ته د ټولو سربازانو سره را کوز شو، د کلي خلک سپين ږيري او ماشومان جومات ته راټول وو، ماشومانو سپيره سرونه نيولي وو او د افسراو او سربازانو په تماشه بوخت وو، په ماشومانو کې کوچني او لږ شان لوی هلکان هم بريښيدل، داسې مالوميدل، چې اوس دوی هم په خپل کلي کې له ښوونځي او زده کړې څخه بې برخې دي، د جومات ديواله ته ليکه ولاړ وو، د سپين ږيرو او د سربازانو د جرګې او غونډې ننداره يي کوله ، يو عجيب شان معصوميت پکې ځليده، هلته راته يو عجيب احساس پيدا شو، په فکر کې د خوند شيبې هسې تيرې وې، دوی له درس او کتاب نه محروم دي، يوازې د ټوپک او ماشيندار غږ اوري، د ښوونکي غږ نه اوري او بيا مې فکر د تالندې او برېښنا په څېر د علت پسې وځليده، «کوم لاس دی، چې دوی يي له ښوونځي محروم کړي دي»حتماً به په دغو ماشومانو کې بې پلاره شوي ماشومان هم وو، ځکه دره اوس جنګ وهلې دره وه، څو کاله پرې همداسې تير شوي وو.
خو د هغه اصلي کيسه د يو افسر سر بازپه باب وه، هغه د يو ملتان نومي سر باز د سربازۍ او قهرمانۍ کيسه کوله، د سترګو ليدلی حال يي وايه:
او ملتان دا وخت ښه افسر و، يوازې عادي افسر نه بلکې ښه تکړه سرتيری و، ښه قومندان او ښه زړور بريدمن...ومې ويل، دا ډول قهرمان سرتيری يوازې په بدو او سختو شيبو کې ښه بريښي او هلته ښه مالوميږي او همدغه راز شيبې وې، چې چا ته په سينه باندې مډالونه قطار وي او چا ته هم ...
کله چې هغه د لومړي ځل لپاره زموږ مربوط قطعي ته راغی، د نورو سربازانو په څېر يو عادي او ساده سر باز و، راوتلې سترګې اوچته ونه او قوي اندامونه د هغه په ښکلا کې هم مرسته کړې وه، ځيرک انسان بريښيده، ډېر با نظم او با ډسپلينه و، په خپلو عادي دندو کې هم ډېر وتلی سړی و، ډېر زيارکښ مالوميده، د هغه د لومړي وياړ کيسه مې نه هېرېږي، هر وخت مې ياد ته راځي، ريښتيا چې کله د هغه زړورتيا او جسارت را په زړه شي، نو يو ډول داسې احساس را پيدا شي، چې کاشکي د هغه تر سره کړي کارونه ما کړی وای او ...په هغه وار چې موږ د پوځي عملياتو په مقصد د هماغه درې د پاکولو لپاره وظيفه راکړه شوه، هغه هم له موږ سره و، هغه د کشف په ټولي کې و، د مخابرې وسيله له هغه سره وه او د بې وېرې او بې ډاره زمري په څېر د تنګې درې په ګڼو ونو کې ورننووت، هغه څټ ته نه کتل، ملګرو سربازانو د هغه د زړورتيا کيسه کوله، پخپله يي په خوله څه نه ويل، د سهار د څلورو بجو شاو خوا کې وخت و، سپوږمۍ لا خپله رڼا نه وه ورکه کړې، مياشت زړه وه، شين اسمان شين ځليده، د درې د ګڼو ونولاندې سربازانو هڅه کوله، چې ورکړل شوې قومنده عملي کړي او د درې تر بره سره پورې ځان ورسوي، هلته ملتان سرباز له نورو ټولو دمخه روان و، د کشف د ټولي نور سربازان هم د هغه سره ملګري وو، د درې په نيمايي کې د تورتم ونو په منځ کې د مرميو برېښنا وځليده، هغه له ما سره په مخابره کې خبرې کولې او د دښمن د کلا بندۍ په باب يي مالومات راکول، دښمن شمېر يي ښوده، د غلو او ازار رسونکو د ښمنانو ډله قوې وه، خو زموږ د قطعې د سربازانو په جسارت تس نس شوه، هغه هم د خپلو زړورو سربازانو ملګرو سره ښه جانانه بريد وکړ، په دښمن باندې يي پخپلو مورچلو کې د سهار تنکۍ رڼا بيا شپه کړه او سوبه زموږ په برخه شوه.
زموږ عمليات په بري سره پای ته ورسېدل، خو په وروستيو شيبو کې ملتان سر باز هم په پښه زخمي شوی و، خو دا احساس نه کېده، چې ګوندې هغه دې ټپي وي، په کمر بند يي پښه کلکه تړلې وه، ګوډ ګوډ د قومندې ځای ته را ستون شو، ټپ يي زيات د تشويش وړ نه و، په ډېره اوچته روحيه يي د نورو سربازانو لپاره هم لارښوونه کړې وه او په دې ډول و، چې هغه بيا د قهرمان سرتيري په نوم ياد شو، د خپلې قطعې له خوا ورته مډال وغوښتل شو او له هغه وروسته يي د بريدمنۍ رتبه هم تر لاسه کړه.
شپې ورځې په محاربو او جګړو کې تيرېدې، د بانډونو تعقيب او د سيمو د امنيت ساتنه زموږ دنده وه، موږ د سختو کارونو سره سره د کليوالو سره د فصلونو په راټولولو او نورو خيريه کارونو کې هم ځنډ نه کاوه، يوه ورځ مې د سربازانو سيجلو ته کتل، په هغو کې هسې د ملتان په پېژند پاڼه هم سترګې ونښتلې، هغه دا وخت ما په ټولو صفاتو پېژنده، خو دومره نه پوهېدم، چې هغه په کوم ډول را لوی شوی دی او څه يي ليدلي دي، کله چې مې د هغه د شخصي ژوند پاڼه ولوسته، لا مې عقيده پخه شوه، چې د انقلاب د بري اواز د چا په رګونو او هډوکو کې ژور ځای نيولی دی او کوم کسان دي، چې په ډېره ميړانه ددې لارې نه دفاع کوي، هغه په کوچنيوالي کې له خپله پلاره محروم شوی و، پلار يي ساده بزګر و او يوې کونډې مور په سختو رالوی کړی و، په تنکي زلميتوب کې يي په مزدورۍ و، نوره زده کړه يي نه درلوده، ددې وس يې نه و پيدا کړی، چې زده کړه وکړي.
پوځي خدمت ته له راتګ نه دمخه نامزاد و، واده يي لا نه وکړی او داسې نورې د هغه د شخصي ژوند خبرې وې، په هر حال د ژوند شپې يي په سختۍ تېرې کړې وې، دا وخت هغه سرباز و، يو وار هم د عملياتو په جريان کې د پينځو تنو نورو سربازانو سره په يوه سرحد ي سيمه کې د يوې قوې داړې له خوا محاصره شو، په بې ترهې غږ يي راته په بی سيم کې وويل:
نږدې ده، چې موږ ونيسي، موږ به ځان تسليم نه کړو، موږ ته سخته ده چې خپله وسله په خپل لاس ورکړو. وسله زموږ ناموس دی، هغه د وسلې سره د يوې مينې په څېر مينه درلوده، ټينګار يي وکړ، چې د توپچي بطري ته امر ورکړي ، چې زموږ د موقعيت دايره اور لاندې ونيسي، موږ د هغه خبره ومنله، باور مو نه و، چې هغه ژوندی راووځي.
د توپچي د ډزو دندو کار جوړ شو، په دوښمنانو ډېر شمېر له منځه لاړه، يو شمېر يي وتښتيدل، د محاصرې پر ځای دوښمن خپله لاره ورکه کړه او په هماغه ډول لکه څنګه چې د څيلمه غره په تړو کې د سترو پرخو سره د توپ خطا ګوليو سرونه جنګ اچول او بيا يي ترې پاتري او کاڼې پورته کېدل او لوګي ترې راجيګيدل ، د لوګيو په منځ کې د اور سره بڅري هم را پورته کېدل، همدا ډول ملتان هم دلاس په لاس نښتی و، وروسته نجات ومونده، دوه تنه قهرمانان سربازان شهيدان شول، هغوی هم د خپلو توپونو د مرميو په پارچو لګيدلي و او نور درې تنه د ملتان سره د اور د بڅرو په څېر يو ځای را ستانه شول، صحيح سلامت خپلې کرارګاه ته را ورسېدل، له دوه تنو سربازانو ملګرو د راوړولو بندوبست وشو، هغوی راوړل شول، ملتان دا وار هم ژوندی پاتې شو، ملګرو په خپلو منځو کې سره وويل:
ملتان د اور له لمبو راووت، دې نور مرګ نه لري، دې له مرګ سره ښه چليدای شي»ځېنو نورو به ويل:
هغه ته سترګې مه نيسۍ، د کونډې يو زوی دی، سترګې د ښه نيته لګيږي، د هغه په ميړانه څوک سترګې نشي پټولای، هغه لکه لمر داسې دی.
دا وخت د لمر سترګه پرېوتې وه، تنکی ماښام په لګيدو و، د کابل ښار د برېښنا په څراغونو کې بريښيده، د روغتون ګڼه ګوڼه په کميدو وه، ټپي افسر يو وار سترګې خلاصې کړې، د درد د زغميدو احساس يي له څېرې کېده، لږ شان په ډډه شو، په پياله کې يي د سړو چايو څخه غړپ وکړ او بيا يي بېرته د ملتان سر باز کيسه را غبرګه کړه:
خو د هغه وروستۍ دنده ډېره په زړه پورې وه، دهغه وروستۍ دنده هېڅ د هېرېدو نه ده، په نورو ټولو محاربو کې دې له موږ سره و، په وروستۍ موقع د هغه په ټټر ډېرو مډالونو او نښانونو ځای نيولی و، د هغه ماشيندار اوس هم په ټولي کې شته، يو کاغذ يي د نښې په توګه پرې مښلولی و، په هغې يي ليکلي و، (وسله ناموس دی)هغه خپله وسله چا ته نه ورکوله، چا ته يي نه پرېښودله او وروستۍ دنده يي هم دا شان سرنوشت لري.
يوه ورځ هغه دنده واخيسته، د ميزان د مياشتې وروستۍ شپې ورځې وې، د ژمي ساړه لګيدل، هغه ته دستور ورکړ شو، چې د مرکزي قرار ګاه څخه لرې وړاندې يوې غرنۍ سيمې ته د څو تنو سربازانو سره وسله او مهمات ورسوي.
هغه د تالندې په څېر ځان دې ته چمتو کړ، په تنګو درو او لارو روان شو، دمهماتو ډکه لارۍ ورسره وه، څو تنه سربازان هم ورسره د ماښام په تروږمۍ کې هلته چې د وسلو او مهماتو بار لارۍ د تنګي منځ ته ورسېده، يوې داړې تر مخه کمين کړی و.
لومړی جنګ په يوه فاصله کې ونښت، ښه مقدمه وشوه، د هغه سربازان نږدې تش لاس شول، له هغه سره هم مرمۍ په خلاصيدو وې، له موټر څخه د نورو مهماتو د راخلاصولو او کارولو مجال نه و، نږدې و، چې لارۍ په بشپړه توګه د داړې لاس ته ورشي، ځکه هغه په ځوړ او پيچومې کې پخو زړو کمرو ته سنګر نيولی و او د ملتان له ملګرو سره ددې مجال نه و، چې د خپلې ساتنې اود لارۍ د ساتنې لپاره تدبير ونيسي، داسې بريښيدل، چې ښه غور يي کړی و، نوره چاره نه وه، يا يي بايد لارۍ هر څه سره دوښمن ته ور تسليم کړی وای او يا يي...
خو هغه سره دا عقيده پخه وه، پخپل لاس دوښمن ته د وسلې پرېښودل ...؟هغه ته ستره نامردي بريښيده، نو ځکه کله چې هغه ته دوښمن را نږدې کېده، په تراټ لارۍ ته وخوت، پر پاتې مرميو يي په موټر کې چاوديدونکي مواد وويشتل، د لارۍ لوګي پورته شول او هغه هم پکې ځان وسيزه او پدې دول يي خپله وروستۍ دنده هم تر سره کړه.
ټپي افسر خپل دمه جوړه کړه، په چپرکټ کې وخوځيد، لږ شان جګ شو، داسې بريښيده، چې ستوني يي بند وي، د کوټې د برېښنا رڼا د هغه د سترګو په اوښکو کې انعکاس کاوه، په ټپي پښه يي سپينه ټوټه را کش کړه، د تازه وينو سره خالونه په سپينه ټوټه تک سره بريښيدل او لاندې د څلور سوه بستريز روغتون څخه وړاندې د کابل ښار د برېښنا په څراغونو کې ښکلی او تک سور بريښيده . ختيځې خوا ته د شهيدانو غونډۍ د هميشني سکوت په پرتم کې پرته وه.
د ۱۳۶۴ کال د ميزان مياشت
داستاني طرحې
د اهنګر کاوه بیرغ
... او د پيړيو پر ګوګل، ددې سيمې پر هسک د انساني شهامت جنډه تل رپيدله.ددې جنډې پسې چې د زمانو او وختونو په نه ستنيدونکي لار پر مخ تله، اوږدې لښکرې هم روانې وې.
موږ يي چې د تاريخ له سينو اورو، د خلکو له روان څخه يي راټولوو او د زمانو له کاروانونو له غږونو مو غوږونو ته را رسي، د کيسو د راويانو نکل دی، چې د اساطيرو او افسانو په لهجه يي وايي ، چې :
«ضحاک ماران چې ددې سيمې د افسانوي فرعون په توګه هر څه خپله پيدا بلله او د خپلې خودۍ په سمندر کې په داسې بې خودۍ او بد مستۍ اخته و، چې د ژڼو او زلمو ماغزه د هغه د اوږو د مارانو خوراک وو، خو کله چې يي د زر کاله پاچاهي په سبا د هغه د وجود د ننني ابليس له خپل کرداره ترهه ومونده او د خپل دننه سره په جګړه اخته شو، نو له خپله ځانه وويرېده، خوب يي وليد، چې د جنګيانو له نسله درې ميړونه را اوچت شول، هغوی په پوره متانت د ضحاک پر سر ګرز را واچولو، ضحاک په همدې خوب د خپل کار پای وليده، هغه خپل ليدلی خوب د زمان ټولو عاقلانو، هوښيارانو، حکيمانو او خبرلوڅو ته څرګند کړ، له هغو نه د يوه مو بد زړه ټينګ نه شو او د خوب په تعبير کې يي وويل:
هغه چې تا له تخته غورځوي او تا د خاورو غيږ ته ننباسي، فريدون نوميږي، نو ضحاک له خپلې وېرې ژوندي پرې نه ښودل، ميندې يي بورې کړې، خو هغه چې د ضحاک د مغزو په کنډول کې يي بايد اوبه څښلی وای، د هغه مور په غرونو او دښتو سر شوه، مور يي فريدون وزېږاوه او لوی يي کړ...
***
فريدون د ضحاک د ژبې ورد شو، هغه به د خپل ټول کبر او غرور سره بيا هم ويل:«له ما سره دننه يو دوښمن دی او دا راز هوښيارانو ته څرګند دی»
او هغه ګړۍ هم را ورسېدې، چې عدالت غوښتونکي کاوه، له ضحاک څخه حساب وغواړي او ورته ووايي:زه بې چاره اهنګر يم، خو د شاه له ظلمه پر موږ اور اوري، که ته شاه يا اژدها يي، نو ولې زموږ نصيب خواري او ذلت دی او ته بايد په دې پوه شي.
او هغه وخت چې کاوه، ضحاک له دروازې را بهر شو، پرګنې پرې را ټولې شوې، کاوه وځليد او نړۍ يي عدالت ته راوبلله.
«وزان چرم کا هنګران پشت پای
بپو شند هنګام زخم درای
همان کاوه ان برسر نيزه کرد
هر انکه زبازار بر خاست کرد»
کاوه په مستې جنډه په لاس د سر لښکر په څېر روان و.
هر انکس هوای فريدون کند
مې بايد سر از بند ضحاک بيرون
***
راځۍ چې د فريدون سره شو او د هغه د شوکت په خوا کې د خپلې نيکمرغۍ په لور لاړ شو، کاوه هغه زړه ور سر باز پر مخ ته .لويي لښکرې يي تر شاه روانې وې، هغه پوهېده، چې فريدون چېرې دی؟خپله لاره يي سيخه وهله او کله چې کاوه، د نوي سپه سالار يانې فريدون دربار ته ورسېد، او کله چې فریدون کاوه اهنګر نيزې په سر د اهنګرۍ چمته وليده، د هغې قدر يي وکړ او په ريښمو او زر بفتو کې يي تاو کړه، هغه يي د فتحې او بري نيک فال وګاڼه، د هغه رنګ سور، زيړ او بنفش و او کاوه بيرغ يي باله او له هغه وروسته د زمانو په يادونو کې د کاوه پر چم هر وخت دتورتمو لارو او دهليزونو د روښنايي مشال او د اميدونو اوهيلو د ژوندي کولو څراغ شو.
***
ولسونو يوازې د خپلو افکارو او معنوياتو له سمندر څخه اساطير نه دی جوړ کړی بلکې د ژونديو پاڅونونو، قيامونو استبداد ضد سر غړاويو او غورځنګونو ته يي هم د اساطيرو زغر ور اغوستی دی او زموږ تاريخي وطن د خپل ساړه ګوګل له پاسه، داسې د بري اساطيري حماسې لري، چې د وياړ جوګه دی.
ژمنه ده چې موږ به د کاوه اهنګر د استبداد، فرعونيت او ضحاکيت ضد جنډه د انسان د ابدي نيکمرغۍ په خاطر نورو نسلونو ته په ميړانه وسپارو.
د ژمي مازیګر
د ژمي مازيګر و، د سيند له سره يخ باد را پورته کېده او د سيند د غاړې د غوړګو او بوټو په بيخونو کې يي نڅا کوله، سيند له ډېره لرې ځايه راته ، دهغه د اغاز او انجام تصور چا نه شو کولای، خو په ساده نظر د هغه انجام او اغاز د درې په کوز او بر سر کې مالوميده او بس.
خو د اوچتو غرونو په منځنۍ تنګه کې خونړی سيند په ډېر شور او زوږ روان و، د مازيګرنی لمر تتې وړانګې پناه کېدلې او د خپلو تنابونو د ټوليدو په وروستيو شيبو کې و، هلته لرې د سيند د هوار ټټر له پاسه د لمر سترګې وړانګې عمودي را ځوړندې بريښيدلې، چې د اوبو رنګ يي هم اړولی بريښاوه، سور او زيړ د پورته چړونو د اوبو اواز په ډېره ارامۍ د غرونو په څوکو کې انعکاس کاوه، هلته د غره ناهمواره تړه کې د سپيرو بوټو، خځلو په غيږ کې د شپانه د هله ځار په اواز هم د شپيلۍ د سوې او غمجنې نغمې له منځه راوت او د غرونو په څوکو کې يي انګازې کولې او چې کله به د سيند د چړونو له زوږ سره يو ځای شي، نو خوند يي لا زيات شي.
هلته له سينده پورې خوا په پلنو او هوارو پټيو کې زلمی بزګر د خوارو او ډنګرو غوايانو پسې وروسته په ماله سپور دی، سترګې يي په لرې افق ګنډلې دي او کله نا کله هم په غوايانو د هې شاباس غږ کوي، دهغه د ملاو ستنې ځوړنده برخه هم د سيند د سر يخ باد ور رپوي، خو دې لا هماغسې پخپلو چرتونو او فکرونو کې په ماله سپور دی...
***
له دې شيبو د مخه کلونه کلونه تير شوي دي، د همدې خونړي سيند ډېرې ښځې او ماشومان ، سپين ږيري او زلميان ځانته راکښلي دي، د ځېنو بې وزلو د ژوندانه ډېرې جالې پکې غرقې شوي دي او دې يي ښه شاهد دی او ددې سيند په سر ځمکو کې دا پټي هم د ډېرو خوادثو شاهدان دي.
ريښتيا:دلته به چې کله د حکومت ماسلان راغله، نو په خوارو کليوالو به يي باج او خراج حواله کړل او په همدې ځمکو په کونډو رنډو هګۍ چرګان او غوړي حواله کړل او په همدې ځمکو کې چې پخپله د حوادثو او پېښو شاهدانې دي، د همدې بزګر چې اوس يي د وروسته شمله باد رپوي، پلار يي څو وارې د غوايانو د جغ په لرګيو او د مالې د سونډانو په پړو وهل شوی ، د همدغه هوار پټي په منځ کې د همدې بزګر مشر زلمی ورور په پړو ووهل شو او د وينې په تويدو مړ شو، څو وارې د همدې پټيو د درمندونو راشي، ددې شاهدې وي، چې يو کور ته تللی خو اوس هغه چې په ماله سپور دی او وروستی پټکی يي باد رپوي، سره له دې چې پلار يي هم داسې ومړ ، چې د کفن او سقات پيسې يي نه درلودې او نه يي هم دهغه د مړي پسې کوم خيرات ...دغه چې شليدلې جامې يي اغوستې او وروسته وړ پټکی يي ور پسې د سيند باد ور رپوي، د همدې ځمکې خاوند دی.
شپېلۍ
هغه د سترو پرخو په غيږ کې دا وخت دکمر پر سر ناست و، خوا و شا يي غرنيو ونو او بوټو نيولې وه، لږ سات د مخه اوريدلي ترړې ټول چاپېريال لوند کړی و، د باران په اثر د ټولو کمرو او ډبرو څخه د تازه دم مړي په څېر يو دوپجن تاو احساس کېده، چوپتيا او کراري په ګرد ماحول بری موندلی و.
ښکالو هډو نه وه، د لمر خندانه څېره د لرې خوا د غرونو د سترې لړۍ شاته په موسکا مالوميده، خو سپيده داغ کرار کرار د لمر زرينو وړانګو ته د راتلو په وياړ د تورتم پرده څېرله.
کاينات در ګرده د طلايي وړانګو له لاسه تښنيدو ته اماده و، د نيلۍ ګومبدې ټول ستوري د سباوون رڼا پټ کړی و، اسماني پيغلې هم خپلو ښکلا د لاسه ورکړې وه، داسمان شين چت د دنګو دنګو غرونو په څوکو کېښود شوی مالوميده او بل سر يي ډېر وړاندې هلته چې ايله بيله د سترګو په نظر راته، د سيند د مخ سره خوله په خوله او د مچي کولو په حال ښکاريده.
د پسرلي ژړاند اسمان د سمندر د زړه په خولو ټول غرونه تړي، ميدانونه، لوړې او ژورې ، درګرده په زېړو او سرو ګلونو ښکلې کړې وې.
قطبي خوا ته دنګ دنګ غرونو د ژمنيو واورو څخه سپين څادر په سر کړی و او د غرو په تړو او لوړو ژورو کې د څېړيو او دنګو اوچتو نښترو ونې د ورا څخه ډېرې کوچنۍ ښکاريدې.
د بلې خوا کتني خوړ او پيچومي او هوارې بيديا هم ځانګړې نشه درلوده.
ګړۍ په ګړۍ د طبيعت په دغه ښکلې شاهکارۍ کې د بدلون راتلو څه خاصه چې د فکر خاوند ته يي د بدلون دکتاب پاڼې په کرار کرار اړولي.
د غرو ناوونو او نالو هم د پاسني واورې د مخې د لمر د تازه نو وړانګو په اثر د ځوانې کونډې په څېر اوښکې بهولې، د غرو مرغان او الوتونکي کرار کرار را ويښيدل او د تور تم د چاوديدو سره د چوپتيا د جهان ور کيدل هم ملګري کېدل.
مرغانو او پارچاوونو خپله زمزمه غبرګه کوله او د دغه زمزمو انعکاس د غرونو په سرو کې په ډېر خوند تاويده او ډېر ژوندی او بې ستړيا انسان ته يي د خوب بلنه ورکوله، هلته چې هر څه او هر شی دللوپه ويلو بوخت و.
***
نو هغه هم تنکی سهار د خپلې بانډې څخه راوتلی و، د خپلو گډو د وړيو ساده شړۍ يي په سر را اچولې وه، د ډکو کوچنۍ تبرګی يي په وروسته ملا کې ټومبلی و او خپله خوندوره شپيلۍ يي چې دده څو کلنه ملګرې وه، په لاس کې را اخيستې وه، د خپلو ميږو او ګډو څخه وروسته په دمه دمه د کمر ته را رسيدلی و.
د يوې ګړۍ دمې جوړولو لپاره ناست و او د سرکښو ميږو او بزو اواز ته غوږ غوږ و.
(هغه ددې سترو پرخو باتور او که د دغه غرونو ود زلزلو بانې و، خو جوړ ددې سر تيری و)
***
هغه دا هم د نن په څېر د دغه دنګو دنګو غرونو باز و او کله چې به دغه لوړ وډ برو ته را نيغ شو زر«به يي هوا واخيسته، تنفس به يي دوه چنده شو او د خوښۍ د احساس مطابق به يي د خيال نيلی په ګردو لوړو ژورو کې وځغلاوه، ډېر عمر يي په همدې شان تير شوی و.
د ژوند په ګردو ناخوالو او ټولو خوندونو کې ور سره دا زمزمې ملګرې وې.
د چوپاني ژوند په دوران کې يي د شپيلۍ پو کول فن ګرزيدلی و، شپيلۍ د هغه په زړه پورې ملګرې وه او هغه ملګرې چې د ژوند ټوله بوده تنسته د هغې يوه نغمه وه، لوړو غرو د سرونو څخه د هغه د زړه کړيکه وه او هغه کړيکه چې د اوريدو پر ځای د ماتو زړونو په هوارو کې د هوسۍ په څېر ترپکې وهي او د يو عالم شور او او احساس زيږنده وه.
د ژوند شپې ورځې د ارهټ د منګوټي په څېر تاويدلې ، زمانه روانه وه، د طبيعت په مخ کله ژړا اوکله خندا احساس کېده، اسمان هماغه شان خپلې وزرې په غرونو اېښې وې، د رڼا شپو سپوږمۍ به هم له يوه سره دبله سره پورې په نڅا بلله.
ښکلو ستورو به داسمان د ياقوتي سترګو په څېر يو بل ته سترګکونه وهل، خپل راز به يي يو بل ته سره ويلو او په هغه ژبه به سره ګړيدل، چې د شپيلۍ د ساز ژبه وه، د هستۍ او شتو ډګر د خيال په نړۍ کې په ځانګړې ژبه درلوده.
او هغه ژبه چې د خوار خو پياوړي شپون د شپيلۍ سانده و ه، پياوړي شپون خپله سانده او د ځوانۍ ارمان د شپيلۍ په نغمه کې داسې پو کړه، «ای پراخو ميدانونو ، ای دنګو غرونو، ای بوټو او ونو، تړو او ناوونو، ای !ښکلی اسماني پيغلی او ارام سمندره ! او ای....
زه مو د ډېرو کلونو په دوران کې وزېږولم، قوت مو را کړ، انساني وياړ مو را وبخښه او په خپله غيږه کې مو په ډېره مينه او محبت وپاللم».
ګرد ماحول د چوپتيا او کراري لړو نيولی و، غږ غوږ نه و، يوازې د طبيعت سندره او د شپيلۍ غم جنه خو له هيبت او زلزلو ډکه سانده او زګيروې و، چې پردي يي د تور تم د پردو په څېر چې د تالندې او برېښنا د يوې څړيکې سره چوي څېرلی.
«هغه راګ در ګرده شروع و او داسې چې زما په قوت «انساني قوت»لوبې کېږي...زما د ژوند حماسه بيا هم واوري او زما ژړا ، کلو ، بانډو، دېرو، حجرو، ښارونو او محفلونو او حتا هر ځای کې چې زحمت کښ قوت اوسېږي، ورسوي، چې هر څوک خپل قوت په هر ځای کې چې وي، وازمايي او د نوي ژوند د سمون په هکله نوی کار نامه شروع کاندي»غريو نيولې سانده د يتيم د سلګو په څېر د طبيعت په ستوني کې بنده بنده کېده، خو خپله حماسه يي هډو نه هېروله او د سپرلني وږمې په څېر د هر يو موجود په غوږ غوږ کې يوه هيبتناکه زلزله وه، چې:
ای!د سمې او غرونو انسانانو ای چې د ورورولۍ اړېکې لري او د مينې او محبت د مور اولاد يي يو موټی شي قوت شي او به خپل لور او تبر، د بد بختۍ جرړې پرې کړي، ريښتيا ده، چې تاسې يو قوت ياست او تاسو يي هر څه کولای شۍ.
۱۳۵۲کال د حوت مياشت
د وختونو په پرون
او هغه وخت چې کوچيان او پوونده د شين شوبو په لټه په غرو رغو کې ګرځيدل، کوډلې او بورجلونه يي جوړول او هغه زمان چې د شنو جلګو او ميدانونو د پيدا کېدو تنده له شپونکي سره و ه، د طبيعت نه لږ را پردی شوی انسان پکې د خپل ابديت شپيلۍ په مزه غږوله.
***
او د ټولو ساه لرونکو په منځ کې يوازې انسان دی، چې به ځان باندې د پوهېدو په لومړي پړاو کې هغه ته د خپل مرګ حکم وايي:
«ژوند خوږ دی، خو ته به ژوند ونه کړي»سمه ده د سعادت او نيکمرعي تر لاسه کولو لاره د بې سعادتۍ او بدمرغۍ څخه تېره شوې ده، جيوردانو برونو د انګېزيسيون په ځواب کې وويل:(تاسې ياست، چې ما محکوموۍ، لکه چې زما په نسبت تاسې ډېر وېرېږئ.)
***
د وختونو په پرون ميرزا الغ بيګ د سلطان ابو سعيد کور ګان زوی د کابل باچا و، سره له دې چې په منځنۍ اسيا کې ترې فرهنګي اثار پاتې دي، خو هغه د کوچي پرګنو ډېر مشران دکابل په سياسنګ کې تر تيغ تير کړل، چې پاتې يوسفزي او کند او زمند قبايل ځېنې ولاړل.
وروسته بيا بابر شاه له کابله را بهر شو او په بوختيا کې يي د ادرمان پوونده قبايل دونې ووژل، چې د دوی له ککريو څخه يوه لوړه مناره جوړه شوه، او تر دې دمخه بابر له خلکو څخه سل زره پسونه تالا کړي وو، دوی يي دومره وژلي و، چې د ککريو څخه يي څلي ور جوړ کړي وو.
امير تيمور د خپل زوی ميرانشاه پر درباريانو په قهر شو او له دوی څخه يي څو تنه عالمان او هنرمندان ووژل او د سمرقند دوه تنه ماهر معماران يي له دې جهته مړه کړل، چې ولې يي دمدرسې دالان د مسجد تر دالان جګ جوړ کړی دی.
مسعود چې د خپل پلار له وزير حسنک سره مخالف وغوښتل يي حسنک په دار وځړوي، خو ددې جرئت يي نه درلود، چې په څرګنده يي اعدام کړي، نو پلمه يي کتله او اخر يي د خپلو پليتو انډيوالانو په مشوره په حسنک د قرمطي ټاپه ولګوله او حسنک د همدې تهمت په وړاندې په اوچت اواز وويل:(او که نن مې اجل راغلی دی، نن مرم او بيا مې په دار نشي ځړولی...)
***
ګمرک ته ماسلانه ور کړي، د کاروان مال په درې برخو وويشل شو او دوه برخې يي په محصول کې ولاړ.پير روښان بيرم خان ته شکايت وکړ...او د شکايت ځواب يوازې يوه موسکا او خندا شوه.
***
کله چې روښان د کندهار د خوا وشا اطراف ته ولاړ، ګوري، چې د يو ځايه يو وحشتناک اواز اوري، د اواز په لټه کې شو، ګوري، چې په يوه ژرنده کې مغلي سپاهيان ګودام اوړه کوي، يوه ميرمن يي له کوڅيو د ژرندې د پله پورې تړلې او چورليږي، د خولې يي چيغي او کوکارې وزي»
***
دا وه د وختونو په پرون د يوې لنډې زمانې مقطع د ترخو يادونو بېلګه چې دتسلسل پرته مو را ياده کړه او اوس هم د وطن د انسان وجود زېږوي او د وختونو په نن ، پروني ترخه بيا را غبرګه شوه، د کونړ په کيراله کې په زرګونه بزګران را ټول کړای شول او د زرو په شاوخوا کې ميړونو او ژڼو په سينو ګولۍ ور ننوتې او يا داسې ډېر زلميان ژوندي په ځمکه ننويستل شول.
***
او همدارنګه اوس چې پخپله عذاب ليدلې ټولنه کې د انسانيت د دوښمنانو او د زرو د وخشي نوکرانو له لاسه خپل دردونه او کړاوونه ثبتوو ، د خپل ستړی انساني کتلی د عذاب څخه ډکې ماضي ته نظر اچوو او بيا د اوسني انقلابي چوترې څخه په روښانه راتلونکې سترګې ګنډو، کله چې هغه نسلونو ته چې د دوښمنو او بې رحمه جلادانو د پوندو لاندې ريز مريز ووژل شول، په اورونو کې وسول، په زندانونو او نمجنو کوټو کې وراسته شول او هغو چې د دې ټول عذابونو سره د عدالت کليمه په خوله راوړله، درود وايو او همدا اوس چې موږ په دې حاضره مقطعه کې د انسانيت او عدالت د سترګو په نظر راته، د سيند د مخ يانې د ثور انقلاب د شهيدانو د شهادت په لمبو توديږو او د هغو د پياوړي او سر شاره روح په الهام خپله لاره لنډ وو، زموږ راتلونکې په يو وخت وپوهېږي، چې موږ او تيرو د څه لپاره شکنجه وليده او د څه لپاره مو اميد درلوده.
زموږ راتلونکی به وپوهېږي، هغه څه چې د هغو لپاره د ژوند عادي خبرې وي، زموږ لپاره اوږدې او سترې هيلې وې او زموږ هيله هم دا ده، چې راتلونکی زموږ په مړستون د ابدي نيکمرغيو اختر وکړي.