"ادبیات معاصر افغانستان"

د نصیب الله سیماب کیسې

Image Description

نصیب الله سیماب

 



                                                                                                                                                     نامعلوم  



بس دی نور نو نه سم کولای چي دا درد وزغمم.تر څو به زه يم تر څو به دا دزدونه وي.ژوند مي حرام سو،څوک سته،څوک سته. .د خدای لپاره راسی ما له دې دړدونو خلاص کړی . . .دوا نه غواړم يو څه زهر راکی چي د ژوند کيسه مي خلاصه سي.مريض په نيمه شپه په وارډ کي نارې شروع کړې.

چپ سه ته څه نارې وهې دا نور مريضان دي هم له خوبه وايستل،يو ساعت مخکي خو مي ستن (انجکشن) در ولګولې تا بيا غرغړې شروع کې. نرسه په منډه ورله راغله مريض ته يې په خښم ووئيل.            څه وکم څه . .هيڅ تګاو مي نه کيږي په درينه کي مي اور بل دی اور،د مرګ ستن دي سه د زهرو ستن راولګوه چي د دې ژوند کوتيي مي وسي.

په دې حال کي پر ډيوټي ولاړ ډاکټر هم وارډ ته راننوت رالی مريض ته ودرېدی

څه خبره ده دا مريض ولي نارې وهي ؟ډاکټر له نرسي څخه پوښتنه وکړه.

نه يم خبره چي دی ولي داسي کوي،چي زه راغلې يم دا سړی دا نارې وهي ما ورته د درد انجکشن او ګولۍ هم ورکړي دي يو ساعت چپ سي بيا بيرته نارې شروع کړي.نرسي ورته ووئيل.

ته را دی سه زه يې ګورم.ډاکټر مريض ته ورنزدې سو.

حاجي صاحب کوم ځای دي دړد کوي؟

کوم ځای ..؟ دا ووايه چي کوم ځای مي دړد نه کوي په ټول بدن مي اور پوري دی اور.

ډاکټر مريض ټول معاينه کړی يو څو تور داغونه يې پر ملا او نس باندي ښکاره کېدل نور هيځ نه و.حاجي صاحب بدن دي لږ شين دی ته دومري نارې وهې ته وا دننه کوټل سوی يې ؟

خو کوټل سوی يم ..دننه کوټل سوی يم داسي يم لکه په وجود کي دننه چي مي اور بل وي.وښ.وښ مړ مي کی.. مړ مي کی..بس دی مړ مي کی..مړړړ..مريض له دې نارو سره سم بې هوښه سو.

منډه که ډريپ راواخله. هله زر سه.ډاکټر په منډه د سپين کوټ له جيب څخه قلم او کاپۍ راوايستله يو څه دوا يې وليکله.

ها دا هم راوړه...ډاکټر نرسي ته پرچۍ ونيوله.

په هسپتال کي خو دا دواوي نسته.نرسي چي د ډريپ کڅوړه راخستې وه ډاکټر ته ووئيل. 

څوک چي ورسره دي هغه ته يې ورکړه.ډاکټر ووئيل.

هيڅوک نسته ورسره.نرسي جواب ورکړی.

څنګه نسته ورسره .چا دلته راوړی دی؟لاوارثه دی ؟ډاکټر څو پوښتني وکړې.

زه هم نه يم خبره چي څوک ولي نسته ورسره،زما د ماښام ډيوتي ده دی يې سهار راوړی دی،زه چي راغلم دی هم داسي يواځي و.

فايل يې راواخله ډاکټر نرسي ته ووئيل د مريض لاس يې ونياوی او ډريپ ستن يې پخپله د مريض

په رګ کي ورچخ کړه.

تاته معلوم دی د ده سره څوک سته؟ ډاکټر د څنګ د مريض سره ورسره د يو ځوان څخه پوښتنه وکړه،

يا ډاکټر ساب څوک نسته ورسره،سهار وختي يې دلته په دا اوږده ګاډۍ کي دوو کسانو راوړی بې هوښه و.هغو ويل دا ايمرجنسي له چا راوړی د ايمرجنسي ډاکټر ستني ورولګولې بيا يط ويل وارډ ته يې يوسی،په وارډ کي ناست ډاکټر بيا داخل کی.ځوان جواب ورکړی. 

په دې حال کي نرسي فايل راوړی.

سر فايل يې دا دی.

ډاکټر فايل خلاص کړی په فايل کي يې هم  هيڅ نه و نه د ناجوړی متعلق او نه دده متعلق،نوم يې هم نامعلوم ليکلی و.

نامعلوم ....ډاکڼر په حيرانتيا ووئيل.

اوهو...مڼډه که دا پيسې واخله د دا نزدې سټور څخه دا دواوي راوړه.ډاکټر له خپله جيب څخه پيسې راوکښې ونزدې ولاړ  هغه ځوان  ته يې ورکړې. 

ته منډه که د اکسيجن سلنډر راوړه.ډاکټر نرسي ته ووئيل.

بيا يې په منډه د سړي  سينه په لاسو دوه درې واره په زوره زوره کښېکښله د مريض ساه په غوټه راووتله.نرسي د اکسيجن سلنډر راوړی،ډاکټر سمدستي د اکسيجن ماسک د مريض په خوله واغوستی،د مريض ساه په ترتيب سوه.هغه ځوان دواوي راورسولې ډاکټر ژر ژر څلور انجکشنه په ډريپ کي واچول بيا و نرسي ته ووئيل.

ډير پام به پر کوې چي راسم سي زه بيرته راځم دا نوري دواوي په خپل لاس ورکوم.

سمه د ډاکټر صاحب.نرسي  سر وښوراوی.

ماخستن دولس بجې ډاکټر بيا راغلی مريض لږ سم سوی و.

ها ګران څنګه يې ؟ډاکټر د مريض لاس په لاس کي ونياوی.

هن..هن هن..مريض په اثبات کي سر وښوراوی خو خبري يې نه سوې کولای.

سمه ده سمه ده الله به دي ښه کي ته دا دواوي لا وخوره نوري خبري به صبا کو که خدای کول.ډاکټر مريض ته په خپل لاس دواوي ورکړې ولاړی.

دا بل سهار وختي ډاکټر بيرته راغلی سیدها د مريض کټ ته ودرېدی.مريض ارام بيده و.

د سهار داذان سره يې سا سمه سوه ما نوري دواوي هم ورکړې اوس بالکل ارام دی.نرسي ډاکټر ته ووئيل.

ډير ښه شابښ ،دا خو ډير ښه کار سوی دی. ډاکټر نرسي ته شاباښی ورکړی.

ځوانه ته به د دې مريض ډير خيال ساتې د هر شي ضرورت چي يې و ورله راوړه يې زه چي ماښام راسم هر څو حساب چي و درکوم يې ،سمه ده .ډاکټر هغه ځوان ته ووئيل.

بيخي سمه ده ډاکټر ساب.ځوان په خوشالي جواب ورکړی.

ماښام چي ډاکټر راغلی په کڅوړه کي يې ميوه هم راخستې وه د مريض و کټ ته ودرېدی ،خومريض په کټ کي نه و.

ځوانه چيری دی دا مريض؟ډاکټر خالي کټ ته اشاره وکړه.   

هغه خو مړ سو ډاکټر ساب.ځوان ورته ووئيل.

څنګه مړ سو ؟ ډاکټر په حيرانتيا ورته ووئيل.

ته چي ولاړې ستا پس بل ډاکټر راغلی هغه ډريپ ځيني وکښی ډريپ خلاص سوی و،ما ورته ووئيل بل ډريپ راوړم ورلګوې يې ده راته ووئيل ضرورت يې نسته.بيا ولاړی.يو ساعت پس مريض بيرته په نارو سو ما ډير کوشش وکی خو هيڅوک نه وراتلو.ماپښين دوې بجې به وې چي ويني يې باکۍ (الټۍ) کې مړ سو.ځوان ډاکټر ته په تفصيل ووئيل.

الله ته مي پړده وکې دا څه حال دی.ډاکټر سر په دواړه لاسو ونياوی د مريض پر کټ کښناستی.

ډاکټر ساب دا ستا څه و؟ځوان له ډاکټر څخه پوښتنه وکړه.

د درد شريک يې وم نور مي هيڅ نه و،پينځه کاله مخ کي زما مشر ورور چي وکيل و، هم يوار ورک سو بيا مي داسي نامعلومه په سرکاري هسپتال کي مړ پيدا کی.د ډاکټر له سترګو اوښکه پر بارخو ورغړېده.




                                                                                                                          بې نومه مسافر

 

                              

د مازيګر لمر پر پرېوتو ؤ چي يو ځوان د ماجت (جومات)  پر كونج راوګرځېدئ د كلي ځوانان د ماجت و مخ ته په ګپه اخته وو. ځوان پر ځائ د دې چي تېر شوى وائ ځوانانو ته وروګرځېدئ. 

السلام عليكم .

و عليكم السلام ستړى مه شې. ځوانانو په يوه خولۀ ورته وويل. 

خير يو سې تاسو ټول ستړي مۀ شئ.

ځوانانو ټولو يو بل ته وكتل چي د كوم چا شناخته دئ. خو د هر چا پر څېره د دې ځوان دپاره د شناخته تاثر نۀ ليدل كېدۀ. ټولو و دې ځوان ته په سواليه انداز كتل د ځوان زړه لنګوټه پر سره وه، ږيره او برېت يې يو په بل داسي ګډ سوي ؤ  دا نۀ معلومېدل چي ږيره يې له كومه ځايه شروع كيږي او د برېتو حد پر كوم ځائ ختميږي. خاورو هم داسي لاندي كړى ؤ لكه په ټول ژوند چي يې د اوبو مخ نۀ وي ليدلئ. د سر وېښتان يې هم بې ډوله غټ او خيرن ؤ. لنګوټه يې داسي پر سر ښكاره كېده لكه د ګوډي خولۀ چي په خلواښي وتړل شي. پر يوه اوږه يې پټو (څادر) په بله يې بغل ځوله ځړېده. ځوانانو هغسي په سواليه انداز ورته كتل ځوان ورته وويل:

مسافر يم، ناولده يم، كه څوك شپه راكړي.

د ځوان و حُليه او جامه ته چي ځوانانو وكتل د يوۀ هم دا زړۀ نۀ غوښت چي دا بلا دي كور ته بوزي. يوۀ ځوان ورته وويل:

وروره! داسي وكړه ماجت له درځه هلته به بيا ږغ وكړې څوك به ډوډۍ درته راوړي او شپه به هم د ماجت په حجره (په ماجت كي جوړه شوې د مسافرو خونه) كي تېره كړې.

ځوان هم د ماجت و خوا ته روان شو.

د ماښام اذان وشو ځوانان ټول  لمانځه ته ورغلو لمونځ چي وشو اعظم شا و خوا په ماجت كي وكتل ځوان نۀ ښكارۀ كېدئ.

د ماجت څخه پسې راووت. ځوان د ماجت د شا و دېوال ته څنګ وهلئ ناست ؤ. اعظم ورته راغى.

 ځوانه! ماجت له ولي نۀ راغلې؟.

كالي مي خراب دي. ځوان په ځواب كي ورته وويل.

اودس به دي كړى وائ په كاليو به دي مسح كړې وائ. لمونځ به دي څنګه قضا كاوئ. اعظم په تريو تندي ورته وويل.

ځوانه ته سم وايې خو زما له لاسه نۀ كيږي. ځوان هم په بې پروايي ځواب وركړ. 

اعظم داسي ورته وكتل لكه ډېر بد چي يې ورڅخه كيږي. اعظم سوكه له ځان سره وبوڼېدئ.

ولي داسي راته ګورې زما خبري لكه چي خوند در نۀ كړ؟ ځوان ږغ پر وكئ.

خبري څه كوې والله كه دي يو ځائ لا خوند راكړي وي. اعظم ورته وويل.

نو بيا څۀ وكړم چي خوند دركړم. ځوان هم بې له څه سوچه ځواب وركړ.

نور هيڅ مه كوه بس دې توري حجرې ته درشه زۀ به ډوډۍ درته را واستوم . اعظم لږ په خښم شو.

خپل بېټك نۀ لرې؟ ځوان ورته وويل.

څه معنا؟ اعظم حيران شو.

معنا دا چي د ماجت په حجره كي ډوډۍ نۀ خورم. ځوان ځواب وركړ.

نو څه وكړم كور ته دي بوزم، د اعظم خښم لږ نور زيات شو.

يا .... ګرانه خښم مه كوه. تر ډوډۍ دي جارېږم. ځوان مخ واړاوئ.

اعظم په هغه خښم كي ځنې روان شو. لږ چي ولاړ فكر ورولوېدئ. دا ناولده مسافر، د ماجت و شاته ناست، د ماجت حجرې له هم نۀ ځي. يو مقصد ضرور لري. د وطن حالات هم داسي دي. ناولده خلګ عموماً له بد ګړي سره راځي. يو ساعت ولاړ ؤ. له خدايه ووېرېدئ، چي مسافر څنګه بې ډوډۍ پرېږدې دا د اسلام او پښتونولي خلاف كار دئ. څنګه ولاړ شم. بېرته راغبرګ شو.

راځه زما نيكۀ چي خپل بېټك ته دي بوزم. د ماجت په حجره خو دي باز نۀ كښېني.

ځوان هم خپله بغل ځوله و بغل ته كړه هيڅ يې نۀ وويل را ولاړ شو. دواړه كور ته سره راغلو. كوټې (بېټك) ته چي راغلو.

ته دلته خولۀ او مخ پرېمنځه زۀ ډوډۍ درته راوړم. اعظم ځوان ته د تشناب لا وروښوله او دى كور ته ننووت.

له هغې خوا يې په څونۍ كي ډوډۍ او په غاب كي سبزي را اخستې وه. كوچني ورور يې د شلومبو جګ او ګلاسونه را اخستي راغلل. ځوان چي مخ او لاس يې پرېولي ؤ د اعظم ورور ته يې ډېر په مينه كتل. هغه هم جګ او ګلاسونه كښېښول روغبړ يې ورسره وكړ.

دا دي ورور دئ؟ ځوان له اعظمه پوښتنه وكړه.

هو، دا مي تر ټولو كشر ورور دئ. اعظم څونۍ هواروي ځواب يې وركړ.

ډېر ښه دئ خدائ دي بې وروره مه كوه. د ځوان دا خبره داسي وه لكه د زړۀ له تله چي راوتلې وي. په ځان كي يې يو درد درلود.

هو، خدائ مي دي بې وروڼو نۀ كوي. تۀ ډوډۍ درواخله. اعظم هم پر ډوډۍ ورسره كښېنوست.

كښېنه تۀ هم له موږ سره ډوډۍ وخوره. ځوان د اعظم ورور ته وويل.

ته خپله ډوډۍ درواخله. اعظم ورته وويل.

دى دې هم له موږ سره وخوري ما ته خوند راكوي. مسافر اصرار وكړ.

كه څه هم د ځوان اصرار و اعظم ته خوند ور نۀ كړ خو د مېلمستيا په خاطر يې ورور ته اشاره وكړه هغه هم كښېنوست. 

تاسو څو وروڼه ياست ؟

 ځوان ناببره له اعظمه پوښتنه وكړه.

تۀ ډوډۍ وخوره بيا به حال سره وكړو. تر اوسه خو ما ستا د نامه پوښتنه لا نۀ ده كړې. تۀ مي د وروڼو پوښتنه كوې. اعظم لږ په طنزيه انداز كي ورته وويل.

ځوان څه خېلزى شو په ډوډۍ يې لاس پوري كړ. يو څو ګولۍ ډوډۍ يې و خوړله بيا يې لاس ونيو.

ډوډۍ در واخله ولي دي لاس ونيو. ها دا شلومبې درواخله. اعظم دشلومبو ګلاس ورپورته كړئ. 

نۀ ... نۀ .... نۀ يې خورم... موړ شوم.

 ځوان بغل ځوله له ځانه سره جوخته ونيوله.

اعظم هم زر زر ډوډۍ وخوړله كشر ورور يې لوښي ټول كړو ولاړئ.

هان... ځوانه اوس دي نوم را وښيه، كور دي را وښيه، كار دي را وښيه، په څۀ پسې يې او په څۀ ..... 

ځوان كټ كټ وخندل، دومره پوښتني دي په يوه وار راڅخه وكړې ته وا......

زۀ درڅخه زغلم. اعظم يې خبره ور پوره كړه.

د زغاستلو خبره نۀ كوم. تۀ ډېر داسي په بل نظر راته ګورې لكه زۀ چي يوه بله بلا يم. ځوان خپله خبره پوره كړه. 

جانانه! نن سبا په ورور لا هم اعتبار نۀ شته او تۀ بيا نابلده هم يې. او له رنګه هم داسي ښكارې لكه د بلي نړۍ سړى. اعظم ورته وويل.

هو، ګرانه! خبره دي صحيح ده، په وروڼو هم اعتبار نۀ شو پاته. زۀ چي كوم وخت پلار په مكتب كي داخل كړم. نو. . . .

تا سكول هم ويلئ دئ؟ اعظم ډېر په حيرانتيا ورته وويل.

هو، ما هم دا جرم كړئ دئ.

تۀ يې د كوم ځائ؟... اعظم ډېر په تلوار پوښتنه ورڅخه وكړه.

ما درته وويل چي زۀ كوم وخت پلار په سكول كي داخل كړم نو همصنفيان يې را معرفي كول.

 دا ټول ستا وروڼه دي . تاسو ټول به په صنف كي يو د بل كومك كوئ. مرسته به سره كوئ. زۀ په هغه ورځ ډېر خوشحال شوم چي دومره همزولي مي پر يوۀ ځائ پيدا كړو. 

ځوانه! ما له تا څخه د ځان پوښتنه كړې وه.

 اعظم يې بيا خبره پرې كړه.

هو، ياد مي دي.... ځوان يو ساعت ساه ونيوله بيا يې بغل ځوله په غېږ كي كښېښوله. 

چيري چي زۀ پيدا شوئ يم. پلار مي راته ويل دا زموږ وطن دئ. دا زموږ خاوره ده. مورنۍ خاوره. زموږ نيكه ګانو دلته په پېړيو ژوند كړئ دئ. دا خاوره زموږ ده موږ د دې خاوري يو. خو نوم ې تر پايه نۀ را وښوو چي د وطن نوم مو څه دئ؟

پلار خو به دي خپل نوم درښوولئ وي كه يې هغه هم نۀ دئ درښوولئ. اعظم په معنې خيزه خندا ورته وويل.

زما نوم ..... ستا خوښه ده چي په كوم نامه مي بولې. چي تا ته خوند دركوي يا . . . .

 څه معنا .؟  اعظم يې خبره ونيوله، دا تۀ څنګه خبري كوې. نوم ستا دئ، ته په پېژندل كېږې او ته ما ته وايې چي كوم نوم تا ته خوند دركوي په هغه مي بوله. دا څه رنګه خبره شوه. د اعظم لهجه لږ ترخه شوه.

ستا خښم پر ځائ دئ.

 ځوان ډېر په سكون ورته وويل.

 زما خبري دي هم نابلده. دا مي ځكه درته وويل پلار په كوچنيوالي خټكى بللم، مور مي سپينكو بللم، خويندو او وروڼو به چوچو بللم، دباندي چي به راووتلم همځولو به هم چا خټكى، چا سپينكو او چا چوچو راته ويل. په ماجت كي طالب د بډار نوم راكړئ ؤ. په مكتب كي به معلم هر سهار زما نوم زيارمل اخيست. ما ته يې ډېر خوند راكاوئ. بس په مكتب كي به مي دا يو سهار بل سهار دا نوم اورېدئ. نور نو ټوله ورځ چي د چا به څۀ زړۀ غوښت په هغه نامۀ به يې راته ويل.

دا خبري په كوچنيوالي كي له هر چا سره پېښي شوي دي. اعظم ورته وويل.

هو پېښي شوي به وي خو له ما سره تراوسه پوري دا لوبه روانه ده چي له مكتب راوتلئ يم بيا چا په زيارمل نۀ دي راته ويلي.

په دې حال كي د اعظم كشر ورور د ترخو چايو چايدانه او پلمېټ راوړل. ځوان ډېر په ځير ځير ورته كتل. د اعظم ورور ته ښايي دې كتلو خوند نۀ وي وركړئ ځكه يې چاى ورتوئ نۀ كړې او ولاړ.

 اعظم په پيالو كي چاى توئ كړې ځوان ته يې پياله ورپورته كړه. ځوان پر ځائ د دې چي د اعظم د لاس پياله واخلي پر مځكه پرته پياله يې ورپورته كړه.

ښۀ نو تا ويل بيا چا زيارمل نۀ دى راته ويلئ. د دې معنا دا ده چي ستا نوم زيارمل دئ. اعظم بيا په مجلس پيل وكړ.

ما درته ويل زما يو نوم نۀ دئ. د چا چي څنګه خوښه وي په هغه نامه مي بولي.... په كوم نامۀ چي ښۀ خرڅېدائ شم.

د خرڅلاؤ په خبره مي سر نه شو خلاص، ته چا خرڅ كړئ يې؟. اعظم پوښتنه ځيني وكړه.

يوازي زۀ نۀ، موږ ټول لكه د ګنج پسونه هر وخت خرڅېږو، عموماً خپلو مشرانو خرڅ كړي يو او موږ بدبخته په دې لا نۀ يو خبر چي خرڅ شوي يو. ځوان سياست شروع كړئ.

په دې خبرو زۀ نۀ پوهېږم، اعظم ورته وويل.

ته داراښاىه تا ته په دې خښم نۀ درځي چي څوك دي په بل نامه  بولي. اعظم پوښتنه ورځني وكړه.

خښم .... ها ..... ها ...... ځوان په كړك كړك وخندل. خښم خو هغه چا ته ورځي چي هغه له كوره په يوۀ نامۀ بلل كيږي. زۀ له كوچنيوالي په دې اموخته يم. كه څۀ هم زۀ د يو سيال كالۀ سيال غړى يم خو اوس .... ځوان پټه خولۀ شو.

خو اوس څه؟ .... اعظم بېرته خبره ورغبرګه كړه.

دا چي بخت او وخت راڅخه ناسيال جوړ كړ. په هره ګاړه كي لوېدلئ يم. په نۀ څۀ اخستل كېږم. د پت تش نارې وهم. پتمن نۀ يم. ځوان جذباتي شو. 

غټي توري سترګي يې پر مخ داسي غونډي شوې لكه چي دباندي راوزي. تر پټكي راوتلې تور پېكي لاندي يې پر تندي باندي دانه دانه خولې  داسي راښكاره شوې لكه پر ګړځو وهلى ګلاب چي شبنم پرېوځي. 

اعظم د اوبو ګلاس ډك كړ ورته ورپورته يې كړ. دۀ ګلاس ورڅخه واخيست او په لاس كي يې ونيو او اعظم ته متوجه شو.

 د جذباتو له ګرداب څخه راوواتئ مسكى شو.

زۀ هم لكه خپله مور هر ځوان خپل زوئ ګڼم. او د خپل زړۀ غوټه ورته خلاصوم او هغه مي لكه قصاب پر زړۀ چاړه راكښېږدي. 

بخښنه غواړم خبره لږ راڅخه سخته شوه. ستا نمك او شكمني لهجې دې ته وهڅولم چي د زړۀ غوټه درته خلاصه كړم. خو باور په چا پاته نۀ شو. ځوان وويل.

په كار هم دئ چي په دې بې اعتبار وخت كي څوك په چا اعتبار و نۀ كړي. تا د مور خبره وكړه. مور دي ژوندۍ ده كه نۀ؟ اعظم ډېر په خودغرضه انداز كي پوښتنه ځني وكړه. 

مور ...... هو د ژوند ساه اخلي.

ناروغه ده كه څنګه؟.

هو د كومي مور چي زما رنګه زامن وي كه ناروغه نۀ وي هم به وي. مور به نازېدله چي زامن مي ځوانان شول اوس به مي بدي ورځي په ښو بدليږي خو .....

. د ځوان په غټو سترګو كي غټي غټي اوښكي له ورايه وڅركېدې. 

پخوا خو ښۀ ؤ تشه نېستي وه. لوږه وه اوس يې په تن پوري كالي هم نۀ شو پاته. موږ زامنو يې د بابا وركړل شوې جامې هم په خپل لاس ورڅخه وايستې. هه .... هه .... هه .... د ځوان ژړا د خبرو لار ونيوله.

د اعظم هم يو دم زړۀ داسي ودړدېدئ لكه څوك چي د خپلي مور خبره ورته وكي. ځكه يې پر ځوان ږغ و نۀ كړ. ځوان هم اوښكي د ګرېوان پر لور اېله كړې. داسي ښكاره كېدې لكه د ډېر وخت بندياني چي له بنده راووزي. د اوښكو تلخي يې اعظم په خپل ستوني كي هم احساس كړه. ځكه خو يې د سترګو كونجان لږ ناوده غوندي شول. د اوښكو له باران وروسته چي د ځوان د زړۀ موسم صفا شو... هغه د اوبو ډك ګلاس چي تراوسه پوري يې په لاس كي نيولى ؤ. په يوه سا تر ستوني تېر كړ.

زۀ بخښنه غواړم زما رويې كه دړدولئ يې. نو .... اعظم لا خبره نۀ وه پوره كړې چي ځوان وويل:

نۀ ... نۀ ..... ستا رويه ترخه نۀ ده. دړدناكه ضرور ده. د بې اعتبارۍ دړد خوړلې ده. موږ ټول د بې اعتبارۍ په مرض اخته يو. ځكه خو ځان ځاني راغله لكه بې شپانۀ رمه چي چا په مخه واخيستو او په كومه خوا يې رهي كړو موږ ورپسې يو.

ستا خبره صحي ده. زۀ ځكه په تا اعتبار نۀ شم كولائ چي ...... اعظم خبره پوره نۀ كړه د ځوان په سترګو كي يې سترګي ښخي كړې. 

خو د ځوان په سترګو كي د بلا اعتماد ؤ.

 چي .....؟ ځوان نوره پوښتنه په سترګو كي ورڅخه وكړه.

دا چي د لمانځه پر وخت دي لمونځ و نۀ كړ. د ماجت دباندي ناست وې. څوك چي د خدائ له كوره دومره ليري وي هغه به ما ته څه رانزدې شي؟.

د خدائ له كوره. ځوان ډېر په سواليه انداز كي خبره تكرار كړه.

هو ولي، ماجت د خدائ كور نۀ دئ؟

ها .... ها .... ها .... ځوان په زوره  زوره وخندل.

دا چا ويل چي د خدائ كور دئ؟ ستاسو په كلي څو ماجتان دي؟.

لس ماجتونه دي. اعظم ځواب وركړ.

د چا چا دي؟.

زموږ ماجت دئ. د ملك خېلو ماجت دئ. د لوئ ملا ماجت دئ. د شين سترګو د كورنۍ ماجت دئ .....

بس.... بس ....بس..... ځوان د اعظم خبره پرې كړه. په دې كي د خدائ كور له كومه راغلئ دا خو د خلګو ملكيتونه دي. او دا خلګ چي څنګه غواړي ماجت به هم هغه رنګه وي. د خدائ كور بايد د خدائ په خوښه جوړ او وساتل شي. د خدائ خبري په كي وشي. دا د خلګو په خوښه جوړ او ساتل كيږي. د خدائ قرآن ډېر كم په كي ښوول كيږي.

هو دا خبره خو ده مګر ......

مګر څه ؟..... ځوان بيا د اعظم خبره ونيوله.

زما رنګه مسافر چي تر څو د دوئ مرضي نۀ وي په ماجت كي پښه نۀ شي ايښوولئ. ما څه كوې زۀ خو نابلد يم. تۀ د بل ماجت له په پراخه پښه نۀ شې ورتلائ. ماجتونه مو په خپل نامۀ جوړ كړي دي. وايو چي د خدائ كور دئ.

اعظم د ځوان خبري لاځواب كړ.

 خير وخت ډېر تېر شو. تۀ به هم ستړى يې ارام وكړه. سهار به كه خدائ كول ګپه كوو. ما ته هم خوب راځي. اعظم ولاړ شو.

هو كه خدائ كول. هغه كوچني ورور ته دي اوبه په لاس وركړه چي را يې وړي. 

ښۀ دئ. كه ويده نۀ ؤ. زۀ به اوبه وركړم. اعظم خالي جګ واخيست  روان شو.

كور ته چي راغلئ كوچنى ورور يې هغه ؤ چي كتابونه  سره ټولول د ويدېدلو په تياري كي ؤ.

 هغۀ مسافر له اوبه وروړه. اعظم خالي جګ په لاس وركړ.

ښۀ دئ لالا ور به يې وړم. ورور يې جګ ورڅخه واخيست.

سهار چي اعظم وختي لمانځۀ ته را پورته شو اودس يې وكړ. د جومات پر خوا روان شو. بېټك ته ورغلئ چي مسافر را پورته كړي. خو مسافر په خپله بستره كي نۀ ؤ. حيران شو او پرېشان هم شو. زر زر يې په كوټه كي شا و خوا و كتل هر شى پر خپل ځائ پروت ؤ. يو داسي شى په نظر نۀ ورغلئ چي له ځايه دي ښورېدلئ وي. هغه بېرته د جومات په لور روان شو. په جومات كي نن يو دوه نابلده طالبان هم وو چي نور كله دۀ نۀ وو ليدلي. تر لمانځۀ او دعا وروسته مولوي صاحب اعظم ته وويل: 

تۀ لږ تم شه څۀ كار درسره لرم.

 اعظم هم له جومات څخه د مولوي صاحب حجرې ته ورغلئ يو ساعت پس هغه دوه طالبان هم راغلو وروسته مولوي صاحب راغلئ اعظم د طالبانو سره روغبړ وكړ او د مولوي صاحب سره يې هم ستړې مه شې وكړه.

برائي (بېګا) چي له تا سره كوم مېلمه ؤ هغه دي ولي جومات له نۀ دئ راوستلئ. مولوي صاحب له اعظمه پوښتنه وكړه.

مولوي صاحب ما ويل ماجت له به راغلئ وي. ما په بېټك كي وكوت هلته نۀ ؤ.

 څنګه نۀ ؤ  ؟ مولوي صاحب داسي پوښتنه ورڅخه وكړه لكه دۀ چي پټ كړئ وي.

نۀ يم خبر، ماښام مي تر ډېره پوري مجلس ورسره وكړ. بيا زۀ ورڅخه ولاړم. دى ويده شو. سهار چي ورته راغلم دى نۀ ؤ.

تا پېژندئ څوك ؤ دا سړى؟. دا وار يو طالب له اعظمه پوښتنه وكړه.

نۀ .... ما خو نۀ پېژندئ، مسافر ؤ. ما په دې خاطر بوتئ او بس.

 تۀ خبر يې دا څوك ؤ؟. دا وار د طالب لهجه لږ سخته شوه.

ما درته وويل ما نۀ پېژندئ. اعظم هم لږ په سخته لهجه كي ځواب وركړ.

دا ملحد ؤ ملحد. تش دا نۀ چي ملحد ؤ بلكې زموږ دا شك هم دئ دې سړي د نورو دپاره جاسوسي هم كوله. رنګ، خوئ او بوئ يې د پښتانۀ او مسلمان دئ مګر دا دئ پوخ جاسوس. طالب په داسي انداز كي ورته وويل لكه يو ځائ چي يې كار سره كړئ وي.

زۀ څه ويلائ شم. په ښكاره خو ټيك ټاك سړى ؤ، په دننه يې خدائ خبر دئ چي څنګه ؤ. اعظم وويل.

تا ته يې څۀ درك د ځان يا د كور په حقله در نۀ كړ؟ دا وار بل طالب پوښتنه ځني وكړه.

ما ډېره پوښتنه ورڅخه وكړه خو درك يې نۀ شو رامعلوم. اعظم ځواب وركړ.

ما درته وويل. دا ملحد جاسوس دئ جاسوس. طالب پر مولوي صاحب مخ راوګرځاوۀ.

مولوي صاحب اعظم ته مخاطب شو.

 ياره! خيال كوه داسي خلګو تۀ په كور كي شپه مه وركوه. چي نۀ د خدائ خوښ وي او نۀ د مخلوق.

ډېر ښۀ دئ مولوي صاحب!.

 اعظم زر له حجرې څخه ووت. كور ته روان شو. پرېشان شو چي دا څۀ رنګ سړى ؤ. طالبان له كومه پسې راغلل. كور ته راغلئ چاى او نارى يې وكړل. د څاښت وخت ؤ چي ور وټكېدئ. اعظم ورته راووت. دولتي چارواكي يې د كور و مخ ته ولاړ وو. د اعظم د زړۀ درز شو.

د بېټك دروازه خلاص كړه موږ بېټك ته درځو. له تا سره څۀ كار لرو. يوۀ چارواكي ورته وويل.

اعظم هم د بېټك دروازه خلاصه كړه. دوئ دننه ورغلو. د مسافر بستره لا هغسي هواره پرته وه. اعظم زر كور ته ولاړ پر كشر ورور يې ږغ وكړ چي زر چاى راوړه. دى بېرته بېټك ته راغلئ. دى چي څنګه بېټك ته ننواتئ سم د لاسه ږغ پر وشو.

دى څۀ شو؟..... د بسترې و خوا ته يې اشاره وكړه.

دى څوك دى؟. اعظم پرېشان شو.

دا بستره تا د چا دپاره راوړې وه. چارواكي په شكي انداز ورته وويل.

دا يو مسافر برائي راغلئ ؤ. د هغه دپاره مي راوړې وه.

مسافر ؤ كه دي تعلق دار ؤ. چارواكي هم هغه رنګه په شكي انداز خبره كوله. 

زۀ نۀ شوم پوهه. تاسو څه ويل غواړئ. د اعظم پرېشاني لږ نوره زياته شوه. 

دا ترهګر ؤ ترهګر. پوه شوې كه نۀ؟. چارواكي خولۀ اعظم ته ورنزدې كړه.

 يو وخت مجاهد ؤ اوس طالب شوئ دئ.

اعظم ته د مسافر خبره ور په ياد شوه. 

د چا چي څۀ زړۀ غواړي په هغۀ نامۀ مي يادوي.

په دې حال كي د اعظم كوچنى ورور چاى راوړې. دوئ ته يې چاى اچولې.

زۀ نۀ يم خبر دى څوك ؤ. نۀ نور ما پېژندئ. بس يو مسافر ؤ راغلئ ؤ ما شپه وركړه او بس. نۀ يې نوم را معلوم دئ نۀ يې كور. ما پوښتنه لا هم ورڅخه وكړه خو دۀ نۀ راوښووئ. اعظم چارواكو ته وويل.

لالا! ماښام چي ما اوبه ورته راوړې. ما ته يې دا قلم راكړ په بغل ځوله كي ورسره ؤ. ورور يې قلم د جېب څخه را واېست. دا يې هم راته وويل.

 په دې قلم به خپل نوم ليكې. كني زما غوندي به په ډېرو نومونو ياديږې. ګوره څوك دي خطا نۀ باسي. تۀ د دې قام صباؤن يې. 

نور يې څۀ درته وويل. چي چيري اوسم څه وظيفه لرم. يا داسي نور څۀ... چارواكو ډېر په تلوار پوښتنه ځني وكړه.

نور يې هيڅ هم نۀ دي راته ويلي تش دومره يې راته وويل چي: زۀ يو بې نومه مسافر يم، وطن مي كنډواله دئ. 

 

OOO

 


                                                                                                                            شپېلۍ

 

څه وکړم چيري ولاړ سم خو هيڅ چاره نه لرم  له دې نړاند ږغ څخه. داسي ښکاره کېږي لکه په غوږو کي چي مي سروپ اچوي... يا الله څه وکړم؟.چيري مخ ونيسم ؟ خو څوک مي پرېږدي هم نه چي ورسم.

د دې کلي ټول خلګ په دې عذاب اخته وو. هر کور د اوسپني دروازې جوړي کړي وې. د کور د کلا ديوالونه يې دومري جګ جګ وو چي څوک پر زينه هم نه شو ورختلای. د کلا پر هر کونج باندي برجونه جوړ وو. کله چي به د دې شپېلۍ ږغ شو په کلي به غوغا ګډه شوه، دروازې به بندي شوې، ځوانان به برجونو ته وختل او ټکان به شروع شو. تر څو چي به شپېلۍ ږغېدله په دې کلي که به ټکان و، چي د شپېلۍ ږغ به ودرېدی بيا به د يو ساعت لپاره خاموشه خاموشي سوه،بيا به په ټول کلي وير ګډ سود هر کوره به جنازه وتله د هر کوره به د وير ژړا راوتله.

په دې کلي څه بلا ګډه ده؟مسافر له دې سړي پوښتنه وکړه،چا چي پر غوږو لاس نيولي نارې وهلې.

زما سر چوي نه اورم څه وايې؟ د کلي سړي ورته ووئيل

له هره کوره د وير ژړا اورم دا څله؟ مسافر  لږ په لوړ ږغ ورته ووئيل.

ځه له  دې ځايه څه غواړې دلته، دا دوږخ دی دوږخ،پر دې کلي د خدای عذاب راغلی دی، دلته له هره کوره جنازه وځي. ځوان کوشنی، پېغلې، سپينسري، هيڅوک  نه دي.په امان، ځه خپل کار دي کوه.

مسافر يم وروره !ما وئيل يو ساعت به دمه وکړم وږی يم.

 څه؟څه؟ وږی يې؟سړي سترګي پر راوکښې.

هو. و .و.مسافر وارخطا غوندي سو.

 څه به خورې؟ د چا غوښي به خورې؟ د ځوان که د پېغلې.سړي هغه رنګه په رډو ستروګو ورته ووئيل.

 دا ته څه وايې؟ زه ډوډۍ خورم.مسافر پريشانه سو.

 ها.ها.ها.. ډوډۍ ..زموږ خو لوږه په غوښو، تنده په وينو ماتوو. دلته خو اوس څوک ډوډۍ نه خوري،که يې خوري هم  په وينو لړلې يې خوري.ته څه رنګه ډوډۍ غواړې هان.سړي سر ورته وغورځاوی.

 مسافر حيران وو چي دا سړی څه وايي .د ځان سره يې ووئيل.

 زما په خيال چي ليونی شوی دی.

 شاوخوا چي يې وکتل د هر سړي هم دا حال و ټولو پر غوږو  لاسونه نيولي په منډه وو. 

ځه.. ځه نسته ډوډۍ. سړي پر غوږو لاسونه ټينګ کړل په نارو سو.

 سر مي چوي،چيري ولاړ سم.څه وکړم...

مسافر د کلي څخه په منډو وواتی د کلي څخه ليري ښه ډېره ليري د خاشو يوکوډله ولاړه وه هغې له ورغلی. په کوډله کي يو سپين ږيری سړی پر مصله ناست لاس په دعا دی. سپينه ږيره يې په اوښکو لونده ده سترګي يې پټي دي ژاړي.

مسافر يوې خواته کښېنستی يو ساعت يې انتظار وکړی خو سپينږيري سترګي نه کړې روڼي.

 بابا. بابا.ا بابا. مسافر پر سپين ږيري ږغ کړو.

 سپين ږيري سترګي خلاصي کړې مسافر ته يې وکتل.

 مسافر يم وږی يم. تندي هم په مخه اخستی يم.

 سپينن ږيري کوزې ته اشاره وکړه چي  په څنګ يې په ټوکره کي نغښتې وچه ډوډۍ هم وه.

مسافر اوبه وڅښلې بیا وچه ډوډۍ وخوړله  ورسته يې لږ اوبه نوري هم وڅښلې.

سپين ږيری پر مصله ناست ده ته په غور کتل.

 بابا په دې کلي څه بلا ګډه ده. مسافر له واره پوښتنه وکړه.

ته څوک يې بچيه ؟دلته څنګه راغلی يې؟سپينږيري پر ځای د دې چي د ده د خبري جواب ورکړي له ده څخه پوښتنه وکړه.

زه د ډيره ليري ولاته راغلی يم،ډير وطنونه مي تر پښو ايستلي دي سيلاني يم ګرځم.خوا دا عجبه وطن دی عجبه کلی دی،ما بل يو ځای هم داسي وطن نه وليدی چي وګړي دي يې دومري په تکليف په دې کلي څه بلا ګډه سوې ده؟ مسافر خپله پوښتنه بيا وکړه.

 نه يم خبر چي کومه بلا ده. علاج به يې څه وي. سپينږيري ورته ووئيل.

څوک طبيب مبيب نه دی وراغلی ؟ مسافر و پوښتل.

 ډېر طبيبان وراغلي دي خو علاج يې چا نه دی کړی. طبيبان د دوئ علاج کول غواړي. خو دا امکان نه لري. د دوئ علاج دا نه دی بل څه دی.سپينږيري لا خبره نه وه پوره کړې چي يو دم د شپېلۍ تېز ږغ راغلی.

 لاهوله ولاقوته.. سپين ږيري ووئيل. 

دا ږغ اورې ؟چي تر څودا ږغ  نه وي بند سوی د دې کلي خلګ نه جوړېږي. سپين ږيري مسافر ته وکتل. دا ږغ دڅه دی؟مسافر پوښتنه وکړه.

 د شپېلۍ ږغ دی.

څنګه شپېلۍ ؟

 دا د وختونو خبره ده. د دې پوري غره څخه به د دې غره نه سر درو څخه!  به يو ږغ د شپېلۍ ږغ باد داسي راوړی لکه د باد ذمه واري چي دا وي ،چي دا ږغ به رسوي.د شپېلۍ دا ږغ چي به راتلی، د کلي ټول ځوانان به يې ويښ ساتل او په خپل کار به يې بوخت ساتل. دا چا ته نه وه معلوم چي دا شپېلۍ څوک ږغوي ،خو دا مشهوره وه چي دا يو شپونکی دی د دې کلي پر خلګو ميئن دی. شپونکي له  وختو څخه دا شپېلۍ ږغوله د خپلي ميني نغمه به يې زمزمه کوله. دا چا ته نه وه معلومه چي له کومه وخته دی شپېلۍ ږغوي. نيکه بابا مي پلار ته ويلي و چي،

 دا زما پلار راته ويلي و چي زما پلا ر هم د دې شپېلۍ ږغ اورېدی. ښايي دا د پېړيو کيسه وي.

 چا به وئيل دا شپونکی نه دی پېری دی .چا به وئيل دا د کوه قاف شاپېرۍ ده د چي دا خوږه شپېلۍ ږغوي.هر چا دخپل ذهن مطابق نوم ورکړی و.ځيني خلګو دا هڅه کړې وه چي هغه څوک پيدا کړی چي دا خوږه شپېلۍ وهي. خو هغوئ په دې کي نه وو بريالي شوي. ځکه چي دوئ به يوې درې ته ولاړو ږغ به له بلې درې څخه راتلی بيا به د غره و سرته وخاتی. هر څه چي وو دا ږغ زموږ ژوند و د دې کلي ښکلا وه داسي ښکاره کېدی لکه د شپېلۍ ږغ چي له موږ څخه کرکه باسي مينه راوړي د ميني نغمې يې زمزمه کولې او د وطن د ميني نغمو خوبه يې ځوانان په نڅا ساتل.اسمان به له سپينو کوترو ډک و هغوئ به هوا کي نڅېدلې پيغلي و ځوانان به پر مځکه په نڅاو جوړ پر مځکه يو جنت و.پخوا چي به بارانونه اورېدل ګلان ،واښه او وني یه يې شنې کولې اوس چي باران سي د مځکي څخه د ګلانو پر ځای ماران  او لړمان راوځي.سپينږيري اوښکي پاکي کړې. 

د پوري کلي خلګو به هم زموږ د غره د سر درو څخه د شپېلۍ دې ږغ ته غوږ نيولو او خوشحاليدل. د نورو ولاتو څخه راغلي سوداګرانو به ډېر په حيرانتيا دا ږغ اورېدی. حيران به ځکه وو چي کله به په کلي کي د ځوانانويو له بله خوابده سوه د شپېلۍ دې ږغ په هغوئ  بيا سره نزدې کړل او پر يوه ځای به يې اتڼ کولو. سوداګرو به د کلي له سپين ږيرو څخه پوښتل چي.

 دا شپېلۍ څوک ږغوي؟

 دا شپونکی دی، د دې کلي شپونکی ، دا دې کلي د ځوانانو او پېغلو ارمانو لکه رمه داسي پيايې.او د شپېلۍ په خواږه ږغ يې په نڅا ساتی. پر دې کلي چي هره بلا راغلې ده د شپونکي شپلۍ د وطن نغمه زمزمه کړې ده او بلا پر شاتمبېدلې ده. دا شپونکی زموږ په زړونو کي اوسي د ده د شپېلۍ ږغ په هر دره کي زمزمه کېږي. د دې وطن طوطيان ګلان، بوډاګان ټول دې ږغ داسي سره تړلي دي لکه په سپڼ سي کي د تسپو دانې دا زموږ تړون دی. د شپېلۍ نغمې زموږ ژوند دی. سپين ږيرو به جواب ورکړی.

 کله کله به د سوداګرو سره څه نور خلګ هم راغلو هغوئ غوښت چي دا شپونکی پيدا کړي او له ځان سره يې بوځي خپل وطن له چي هلته دا خوږې نغمې زمزمه کړي خو شپونکي چا له په لاس نه ورتلی. بيا داسي وشول چي دې خلګو په غرونو کي ځايونه جوړ کړل او څه تور کارګان يې هم له ځانه سره راوړل چي پر مردارو به ګرځېدل،باښې هم ورسره وې چي په سپينو کوترو به پسې وې چي وېنسي او نس په ډک کي.د کلي څه خلګ به هم ورسره و دوئ به ښکار کولو،خاص کر د سپينو کوترو ښکار، د دوئ په ښکار کولو به اوس کله کله د شپېلۍ څخه د دړد نغمې هم زمزمه کېدې. نغمو به دکلي د خلګو زړونه هم ودړدول. څومره چي ښکار زياتېدی دومري د دړد نغمې زياتېدې،سپيني کوتري بيا دې خواته نه راتلې. بيا د کلي د خلګو د خوشحالۍ و نغمو ته او  د سپينو کوترو ونڅا ته سترګي وختلې خو د خوشحالۍ نغمې د دړد  نغمو تر پښو لاندي کړې او د سپينو کوترو ځای کارګانو ونيادی.سوکه سوکه د دړد د نغموسره سره بيا يوه د وير نغمه هم شروع سوه. د کلي خلګ تول غمجن سو نه پوهېدل چي څه وکړي. بيا خو ګرسره د شپېلۍ ږغ بند شو هيڅ يوه نغمه يوه رنګه نغمه يې هم نه زمزمه کوله. د کلي خلګ سره تيت و پرک سول، څوک په غرو کي له ښکارايانو سره سول د ښکار په غوښه اموخته سول، د غره ټول  ځناور يې ښکار کړل .ځيني ځناور لکه مږ، هوسۍ، مرغانو غرپرېښود ولاړو.د دې پر ځای چغلان،ليوان،باښې،کارګان راغلل.دا ټول به پر مرداره سره راټول و.

 بيا دې ښکاريانو بل رنګه ښکار شروع کړی.يوه ورځ د دې کلي شپونکی چي رمه يې کتله دې ښکاريانو ښکار کړی، د هغه کوشنی غوندي شپېلۍ يې چي ده سوکه سوکه ايزده کوله هغه زړې نغمې به يې کله کله په کښې اړه ولي  د ده په ستوني کي ښخه پرته وه کارګانو لوړ اتڼ پر اچولی و ليوان او چغالان هم شاوخوا ورته ګرځېدل چي خيټي په ډکي کړي.دخو د کلي خلګو هغه خاورو ته وسپاری.

 يوه اونۍ پس بياد دې شپېلۍ ږغېدل شورع شو.د شپلۍ د ږغ سره به خوا سپيني کوتري په نڅا راتلې اوس د دې له ږغ سره تور کارګان اتڼ کوي. د دې ږغ چي کله تر کلي ورسېږي په کلي کي داسي حال جوړ شي لکه قيامت چي سي. بيا د هيچا دماغ کار نه کوي.ځوانان چي به پخوا نڅېدل اوس په ټکانو سره سي تر هغو يو پر بل ټکان کوي تر څو د دې شپلۍ ږغ راځي.

 خلګ وايي زموږ د شپونکي شپېلۍ د شيطان په لاس ورغلې ده.ما اورېدلي دي چي د مسافر دعا قبلېږي راسه له ماسره لاسونه پورته کړه چي د دې کلي عذاب ختم سي او شپېلۍ يې د خپل شپونکي لاس ته ورسي.يو وخت زما نيکه هم د دې غره په لمن کي د دې وګړو د ډيرښت دعا غوښتې وه نن به ما وتا د دوئ لپاره د امن دعا وغواړو.

لويه خدای لويه خدايه....سپينږيري دعا شروع کړه