د بارکوال میاخېل کیسې
بارکوال میاخېل
وینه
تر سید نور د هغه استاد ګلي ولي زیات اندېښمن وو، له څو ورځو یې په ټولګي کې پر خپلو شاګردانو د مخکې غوندې ږغ بیداره نه وو، ځکه سید نور د هغه په درو تکړه شاګردانو کې وو، د سبق په وخت به داسې پوښتنه نه وه چې سید نور به بیا ګوته نه وه پورته کړې او جواب ته به تیار نه وو، خو دې خبرې نه یواځې پرېشانه کړی وو بلکې په فکر یې اخته کړی وو، چې د سید نور کورنۍ ولې نور دلته د ژوند کولو حق نه لري.
په ښوونځي کې د سید نور تش درې ورځې لا نورې پاته وې، هغه هیڅ دا ګومان هم نه کاوه چې یو وخت به خپل ټولګیوال، د کوڅې ملګري او د خاړپوڅو خاوره پرېږدي او یو داسې وطن ته به کډه کېږي چې ده یې تش له مور و پلاره کیسې اورېدلې وې. د هغه ډېر لږ په یاد وو چې تر اتم ټولګي پورې دې کله هم په امتحان کې په ښو نمبرو نه وي کامیاب شوی.
د مني ورځې شپې وې، دا سیمه هسې هم سپېره وه خو مني د ونو له پاڼو سره سره د خلکو له څېرو هم غوړزګي اخیستې وه، سید نور که څه هم په رنګ ښایسته وو، خو له څو ورځو د بېلتانه خفګان او له کورنۍ سره د کډې تیاریو یې څېره زښته مړاوې کړې وه.
د جمعې ورځ د خلکو خبره هسې هم درنه وي خو پر سید نور به ولې نه وه درنه، چې خپل یادونه او له ټولګیوالو سره خنداوې، ټوکې ټکالې او د سبق د خوند شېبې ترېنه په ټولګي کې پاتېدې او سبا یې کډه کوله. که څه هم د هغه خدای پامانۍ ته ځانګړې غونډه نه وه جوړه شوې خو خپلو ټولګیوالو یې ډالۍ ورته راوړې وې.
نن ګل ولي استاد ته د ښوونځي فضا ماتمي ښکارېده، د سهارنۍ اسمبلۍ ترانه «پاک سرزمین شاد باد» ورته د سید نور غوندې لکونو ماشومانو پر ارمانونو او سباوون ملنډه ښکارېده، په اسمبلۍ کې به شاید د سید نور غوندې د نورو ګڼ شمېر ماشومانو هم وروستۍ ورځ وه خو د ده یواځې سید نور ته پام وو، چې د ترانې هره مسرۍ یې د مخکې غوندې ښه په زوره نه، بلکې په داسې لوېدلي ږغ تکراروله تا به ویل نن یې د لومړي ټولګي لومړۍ ورځ ده او دا ترانه یې سمه زده نه ده.
اتم ټولګی د هلکانو په شوخۍ کې په ټول ښوونځي کې مشهور وو او سهار به چې تر اسمبلۍ وروسته لا استاد نه وو ورته راغلی د دوی شور او زوږ به د استادانو تر سټاف روم پورې رسېده، خو نن داسې غلی وو تا به ویل کوم غوسه ناک او سخت استاد ورته راغلی او ټول یې غلي کړي دي.
ګل ولي استاد نن تر خپل ټاکلي وخت لږ ناوخته په مړو ګامونو ټولګي ته ور ننووت او دوی ټولو ته د کتو پر ځای یې مخ د تورې تختې خواته واړاوه او د خپل خفګان د پټولو هڅه یې وکړه، خو خفګان یې هغه وخت لا دوه چنده شو چې پر توره تخته یې کوم شاګرد په سپین چاک په خوشخطۍ لیکلي وو:
- په دې ټولګي کې به سبا ټول وي خو «نور» به پکې نه وي: الوداع سید نور
ګلي استاد پر خپله څوکۍ کښېنوست، نه پوهېده نننۍ ورځ به څنګه تېره شي، چورت وړی وو چې د معمول سبق ورښیي او که نن ورځ سید نور ته ډالۍ کړي چې هغه او نور شاګردان یې له هغه سره خپلې تېرې خاطرې بیان کړي. سید نور ته یې وکتل، هغه د مخکې غوندې له خپل ملګري اسلام الدین سره د مخ پر بینچ ناست وو، نن یې د ښوونځي د ځانګړي یونیفورم پر ځای خپلې خړبخونې جامې اغوستې وې، د اوږو او څنګلیو له موښلیو ځایونو یې ښکارېده چې ډېر زاړه کالي دي، ګل ولي استاد د سدرۍ له دننه جېبه یوه لفافه را و ایستله او پر سید نور یې ږغ وکړ، له دې سره یې ټول شاګردان ورته متوجه شول:
- نور ګله دا په کتاب کې کښېږده او په وطن کې یې وګوره.
سید نور لفافه د اردو کتاب په هغه پاڼه کې کښېښووه چې ترانه یې د ده په یاد زده وه او د ښوونځي په تفریحي پروګرامونو او جشنونو کې به یې ویله. له سید نور سره ناست اسلام الدین له استاده تر اجازې غوښتلو وروسته د سید نور یوه د ټوکې لنډه خاطره بیان کړه:
«یوه ورځ زه او سید نور ګډ سکول ته را روان وو، پر لاره الله نواز هم راسره ملګری شو، هغه زموږ په ملګرتیا نه وو خبر، کور یې تازه له دېرې «ډېره اسماعیل خان» راغلی وو، ناببره یې وویل: "تاسو کې کم [کوم] ویرور غټي دي؟"، سید نور یو دم په خندا ورته وویل: زه به نو د اسلام تر دین څنګه غټ یم، دی غټ دی او بیا موږ درېواړو وخندل»
څو نورو ټولګیوالو یې هم لنډې خاطرې بیان کړې او اخیر سید نور خپله را ولاړ شو او د تورې تختې مخته ودرېد، لاسونه یې د سبق د اورولو په ډول په سینه پورې بند کړل، په سترګو کې یې اوښکې نه وې خو څېره یې ژړغونې ښکارېده، ږغ یې تر مخکې ټیټ وو:
«زه به خپلې نورې خاطرې او یادونه په خپل زړه کې وساتم خو یوه خبره له سکول سره تړلې ده هغه به وکړم، تېر کال چې زه په اووم کې وم، یوه ورځ محمد بخش صاحب سبق را ښوو، یو ځای یې وویل: "کي افغانستان یو پسمانده ملک دي"، ما ګوته پورته کړه چې د پسماندګۍ سبب یې وپوښتم، خو هغه په ډېر زړه ماتوونکي انداز وویل: "کیشېنه تې بیا سې افغانستان غه غمخور جوړ سوي یې".
له دې سره سید نور په بیړه روان شو او پر خپل ځای کښېنوست، خو استاد یې هغه ته حوصله ورکړه او بیا یې ورته وویل چې مخته راشي او یوه د خوشالۍ خاطره هم بیان کړي، سید نور لا نه وو پورته شوی چې اسلام الدین تر لاس ونیو:
- هله همت وکه نورکه
سید نور دا ځل کیڼ لاس تر زنې لاندې او ښی لاس یې د کیڼ لاس څنګلي ته ورکړی وو، خپلو ټولګیوالو ته د کتلو پر ځای یې چت ته کتل، لکه چې کومه خوندوره خاطره یې ور یادوله او بیا یې ناببره پر څېره موسکا غوندې خپره شوه:
«یوه ورځ زه، اسلام الدین او بنیامین د لوبو له میدانه په هدیره کې را روان وو، په خندا خندا مو د قبرونو شنختې ویلې: "زرین ولد میرزک، د وفات نېټه: 15 اګست 2021م"، "ازاد خان ولد وطن ګل، د وفات نېټه یې ړنګه شوې وه، الله دِته ولد مولا بخش، یواځې د زوکړې کال یې لیکلی وو 1947، بنیامین د کتبو د ښایسته خطونو صفت وکړ، اسلام الدین ناببره وویل: دومره ښایسته خطونه دي خوښه مو نه ده چې موږ اوس لا خپلې شنختې جوړې کړو، صرف د مرګ نېټې به بیا ژوندي پر ولیکي، له دې سره موږ درېواړو په کټ کټ وخندل».
د سید نور دې خاطرې که د ده ټولګیوال څو شېبې وخندول خو هغوی ته یې یو ژور زخم هم ورکړ، چې سید نور خپل ماشومتوب هم دلته پوره نه کړ، ځواني، بوډاتوب، مرګ، قبر او شنخته خو لا ډېر وروسته خبرې دي، ګل ولي استاد د دې خاطرې په اورېدو سره یو وار ماضي ته لاړ چې د سید نور نیکونه به د قبر شنختې لري که نه او بیا یې یو ناڅرګند مستقبل سترګو ته ودرېد چې سید نور به تعلیم بشپړ کړي، ښه ژوند او په اخیر کې د قبر خاوره به پیدا کړي که نه، دی لا په دې چورتونو کې وو، چې د ټولګي مانیټر له استاده اجازه وغوښته، چې ټولګیوال یې سید نور ته خپل راوړي سوغاتونه ډالۍ کړي.
څو شېبې وروسته د ټولګي په یو کونج کې ګڼ شمېر ډالۍ پرتې وې، دوې جوړې جامې، یوه سره ازبکي خولۍ، یو جوړ ګوټونه، د یاداښتونو ډایري، چابي چېن، مفلر، درې څلور د پښتو او اردو زاړه کتابونه، څو بندې لفافې، یوه جوړه تسپې، یو بنېن، درې جوړې جورابې او څو نور شیان، د خپلو ټولګیوالو دې مینې که د سید نور سترګې د خوشالۍ له اوښکو ډکې کړې خو بېلتانه یې د هغه پر زړه ارې تېرولې.
د ښوونځي د رخصتۍ وخت را نیژدې شوی وو، سید نور د معمول خلاف ولاړ شو او ورغی د ګلي ولي استاد لاسونه یې ښکل کړل، نور یې نو اوښکې د تم کېدو نه وې، ګلي ولي استاد هم پر سر لاس ور تېر کړ او نور په بیړه پر توره تخته هغې لیکلې جملې ته په کتو په بیړه له ټولګي و ووت.
لږ وخت وروسته سید نور د ټولګیوالو سوغاتونه په یوه لویه پلاسټیکي کڅوړه کې په شا کړي په وروستي ځل د خپل ټولګي دېوالونو ته وکتل، په خپل لاس پر یو چارټ لیکلې جمله یې تر نظر تته ورغله: «علم حاصل کرو خواہ تمہیں چین جانا پڑے» او بیا یې له اوښکو په ډکو سترګو له خپلو ټولګیوالو رخصت واخیست.
کور ته په رسېدو چې څنګه په وره ننووت، لا یې اوبه نه وې څښلې کڅوړه یې خلاسه کړه، زړه یې دربېده چې هسې نه مور یې ورته ووایي دا یوه پنډه شیان به یې چېرې ځایوي ځکه چې د اوږدې لارې او ډېرې کرایې له کبله یې د کور ډېر شیان په نیمه بیه پلورلي وو، خو هغې چې ده ته د ټولګیوالو ورکړي شیان ولیدل، سترګې یې له خوشالۍ ډکې شوې او بیا ده نور شیان هماغسې مور ته ورکړل چې په یوه پنډه کې یې وتړي خو تش د استاد ورکړې لفافه یې له کتابه ور و ایستله، کوټې ته ننووت، لفافه یې پرانیسته، یو نابلده نوټ او یو کاغذ یې ترې را وایستل چې څو توري ورباندې لیکلي وو، لومړی یې کاغذ پرانیست او تر کړکۍ د لمر په را ننوتې رڼا یې مخ ته ونیو:
«نور ګله! دا د تاریخ جبر دی، ګنې موږ یوه وینه یو، تاته روښانه راتلونکی غواړم، مخ ته دې رڼا».
دا لومړی ځل وو چې سید نور د ګل ولي استاد پښتو لیک ولوست او بیا یې په ډېره بیړه بیرته په لفافه کې واچاوه، دا ځل یې نوټ ور واخیست او مخ ته یې ونیو، خو پر دې نوټ اردو نه وه او نه ورباندې د روپیو د نوټ غوندې عکس جوړ وو، له پرانیستلو سره یې دا جمله ولیده: «د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتني په وخت کي زر افغانۍ ورکړي».
30 اکتوبر 2023م کال
ویرجینیا-، امریکه
سپېره
د بازګل د کوزدې درې کاله شوي وو، پلار يـې درې نيم لکه کلدارې ولور پرې کړى وو او واده ته يـې په شمېر يوه اوونۍ پاته وه چې د پلار سپين ږيري سل کلن تره يـې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، د واده تيارۍ پاته شوې، د بازګل پلار، تره او تربرونه د سپين ږيري تر ښخولو وروسته پر پاتا کښېنستل، د درو پر ځاى يـې پوره اته ورځې پاتا واخيسته، خو بيا به هم يو- نيم کس د لرې ځاى اوسېدونکى يا مساپر پاتا ته ورته راغى، په دغو ورځو کې د بازګل دوى ټوله کورنۍ هم د خپلو تربرو کره وه او د مړه شوي سپين ږيري په غم ورسره غمجنه وه.
د مړي د پاتا کمبله ټوله شوه، شل ورځې يـې وشوې خو د بازګل پلار د زوى د واده خبره د څه وخت لپاره له زړه و ايستله، ځکه د خلکو پېغور پر خپل ځاى، که يـې د خپل مړه شوي سل کلن تره تر مړينې وروسته دومره ژر زوى ته واده راوړى واى، نو د تره له زامنو سره به يـې د ټول عمر لپاره خداى پامانى کړى واى.
د مړه شوي سپين ږيري څلوېښتۍ ته د بازګل کورنۍ او تربرونه بيا سره يو ځاى شول او په مړه پسې ښه لوى خيرات او د قرآن ختم وشو، ماخوستن تر ډوډۍ وروسته چې بازګل، د هغه پلار او د کور نور کسان خپل کور ته را ستنېدل نو پلار يـې په دې تمه وو چې ګوندې د تره مشر زوى به ورته ووايي چې نور بايد د بازګل د واده تياري وکړي، ځکه د پلار د مړينې څلوېښتي يـې هم ووته، خو هغوى بې له څه ويلو دوى د خپل کور پر خوا رخصت کړل.
د بازګل پلار له ځانه سره پرېکړه وکړه چې د تره د مرګ يـې دوې مياشتې پوره شي بيا به نو د زوى د واده په تياريو لاس پورې کړي، خو مېرمنې يـې نور د زوى واده ته انتظار نه شو کولاى او د مړه تر څلوېښتۍ څو ورځې وروسته يـې مېړه په غوږ وواهه:
‐ و سړيه نور دي د زوى د واده غم وخوره
مېړه يـې چې د برنډې خټين دېواله ته تکيه کړې وه او پاس يـې د چت تيرانو ته کتل، ښځې ته وويل:
-‐ ښځې دا يوه مياشت لا سوکه سه، چرګ نه دى مړ، سل کلن تره مې مړ دى
‐ مړه دي خداى وبخښي، ما او تا نو ته وا مرګ خرڅ کړى دى؟
‐ هو له مرګه خو خلاسون نه سته، خو د خلکو له پېغوره هم خلاسون ګران دى
ښځې يـې نور څه ونه ويل، د بازګل لپاره نوې جوړې کړې کوټې ته ور ننوتله، بازګل ويښ پروت وو، د مور له ور ننوتلو سره يـې له سترګو لاس ايسه کړ:
‐ مورې له بابا سره دي بيا پر څه ږغ وو؟
‐ نور مو څه ناندرۍ سره پاته دي، خو همدا ستا د واده وېرنى مو غاړې ته اچولى دى
‐ صبر مورې اګا مړ دى، بې ډول او بې ټکه واده دي ورک سي
مور يـې پر دېوالګير د زوى استري کړي کالي و ځړول او له کوټې و ووتله. بازګل سړه ساه و کښه او له ځانه سره يـې وويل:
‐ که مو زما زړه ته کتلاى درې کاله به يـې نه وتلاى
د مړه شوي سپين ږيري د مړينې دوې مياشتې په پوره کېدو وې، د بازګل مور او خويندې بيا په هوس وې چې نور يـې نو د انتظار شپې را لنډې دي، وروڼو يـې هم له بېنکه نوي نوزي نوټونه را ايستلي وو چې د واده په ورځ يـې پر ناوې وپاشي، د بازګل پلار هم نور د سفر موزې په پښو کولې چې لاړ شي او د بازګل له خسرګنۍ سره د واده ورځ مالومه کړي. په کومه ورځ سهار به چې روانېده، د شپې تر ويدېدو مخکې يـې پر مشرې لور ږغ وکړ:
‐ لورې زما سپين کالي او هغه نسواري لونګۍ سهار وختي استري که چې د بازګلي خسر ته دي ورسم
لور يـې هم د ورور د واده په خوشالۍ کې په جامو کې نه ځايـېده:
‐ باباګله سهار د ملا په بانګو يـې و غواړه
سهار وختي يـې پلار اودس وکړ او جومات ته روان شو، بازګل هم نن په دې خوشالۍ کې چې پلار يـې د واده شپه مالوموي په دې نيت وختي لمانځه ته را کښېنوست، چې پلار به په موټرسايکل د موټرو تر اډې و رسوي. پلار يـې چې له جوماته د کور په وره را ننووت، د هغې بلې کوڅې له جوماته په لوډسپيکر کې ږغ را پورته شو:
‐ يو ضروري اعلان، د زرغون اکا مېرمن وفات سوې، جنازه يـې پر لس بجې په لويه هديره کې کېږي
‐ وۍ مخ مې تور سو
د اعلان له ختمېدو سره د بازګل د مور تر خولې چيغه و ختله او په ژړا سر شوه، زرغون اکا د بازګل د مور تره وو، مېرمن يـې جکه جوړه وه او دوې ورځې مخکې لا د بازګل مور ليدو ته ورغلې وه. د بازګل د پلار استري کړي کالي پر دېوالګير ځړېدلي پاته شول، لا يـې څادر تر سر نه وو تړلى، چې د زرغون اکا کشرى زوى يـې په وره ور ننووت، په سرو سترګو او ژړغوني ږغ يـې وويل:
‐ توړۍ د ادې په زړه دوره ورغله، د شپې يـې پور پرې کړ
د سترګو په رپ کې بازګل او ټوله کورنۍ يـې د زرغون اکا کور ته ور ورسېدل، نور نيژدې خپلوان يـې هم ورته را رسېدلي وو او لرې خپلوانو ته يـې هم خبر ورکړى وو چې د جنازې تر وخته ځانونه را و رسوي. کور د ښځو او ماشومانو چيغو- ژړاوو پر سر اخيستى وو، د زرغون اکا لوڼو د سر وېښتان شوکول ځکه چې روغه رمټه مور يـې ناببره مړه شوه او کور يـې د مور له جار- جيوه خالي شو.
د غرمې يوه بجه به وه چې د زرغون اکا مېرمن يـې خاورو ته و سپارله او سړي له هديرې را ستانه شول. د زرغون اکا د تنګ کور په خاطر د پاتا ټغر په جومات کې هوار شو، درې ورځې له سهاره تر ماښامه پاتا واخيستل شوه او بيا زرغون اکا، د هغه تربرونه او د بازګل پلار څو ورځې لا نور د خپل کور په بېټک کې په پاتا کښېنستل. د بازګل مور د خپل تره د لوڼو او زامنو د زړه لپاره درې ورځې نوره هم د هغوى کره پاته شوه، خو نوره کورنۍ يـې خپل کور ته را ستنه شوه.
د بازګل واده يو ځل بيا وځنډېد، بازګل اريان وو چې په څه ډول به يـې د يواځيتوب ژوند پاى ته و رسېږي او ناوې به يـې د ده پر کور کښته شي. ده نور غوښتل چې بايد په پټه خوله يـې پلار او مور ورشي او ناوې يـې را سپره کړي، خو دا ځل يـې د مور پر ځاى خويندو دې ته زړه نه ښه کاوه چې د ورور واده دي يـې په پټه خوله وشي. د زرغون اکا د مړې مېرمنې څلوېښتي پوره شوه، خيرات او د قرآن ختم پسې وشو او د بازګل مور خپل کور ته را ستنه شوه. په هماغه ماخوستن د بازګل پلار اندېښمن غوندې پر خپلې مېرمنې ږغ وکړ:
‐ و ښځې که دا وړه- وړه ټکا وه ما مړ و بوله
ښځې يـې په ټيټ ږغ، سوکه ور غبرګه کړه:
‐ مرګ دي خداى و ځنډوي، د خداى له امرو څوک خبر دي
‐ نو بس مړه دي خداى وبخښي، نور دي نږور را خوندي کوه
‐ و سړيه دا څه وايـې، خلک به څه وايـي، لا خو مې د توړۍ د پتارۍ اوبه هم وچې نه دي
‐ ښه بيا نو د يو بل مړي زنې ته هم کښېنه
له همدې سره د بازګل پلار پر ګونډه ايښى پټکى پر سر کړ او د ماخوستن د لمانځه خواته روان شو. د روژې مياشتې ته هم په شمېر پينځلس ورځې پاته وې، بازګل بيا تر زړه تېره کړه چې تر اختره به يـې په نکاح شوې ناوې په کور نه ورته
را ننوځي. روژه راغله، د بازګل پلار فکر وکړ چې تر شلمې روژې وروسته د بازګل له خسر سره د واده شپه مالومه کړي او تر اختر وروسته دستي د بازګل واده وکړي، يوه شپه چې له تراوو کور ته راغى نو دا خبره يـې له مېرمنې سره شريکه کړه:
‐ ښځې زه خو وايم چې تر اختر وروسته که په پټه خوله وي که په ډولو خو چې دا خپل عزت را خوندي کړو
د بازګل مور هم نوره د خپل زوى واده ته په پړيو نه تم کېدله، ځکه اندېښمنه وه چې خداى مه کړه بيا يـې خوشالي د چا په مرګ په غم بدله نه شي، خو يوې خواته له پلارګنۍ ځورېدله چې د تره ښځه يـې مړه شوې وه او بلې خواته يـې د دوو اخترونو تر منځ واده هم ښه نه ګاڼه، د بازګل پلار ته يـې وويل:
‐ سړيه له ما خو يـې ورخ وړى دى، يوې خواته له مرګي مورمړي ډارېږم چې وايم هسې مو د دې واده غم کوتا کړى واى، بلې خواته د ميانې په مياشت کې واده مې د نږور پل را سپېره نه کي
د بازګل پلار هم له داسې ناببره مرګونو ډارېده او ښځې ته يـې خپله وروستۍ پرېکړه وويله:
‐ ښځې ته دي دا د ښځو کتاب پرېږده، بس که خير وو د اختر پينځمه د واده ورځ ورسره ټاکم
په همدې پرېکړه وشوه، بازګل هم مور خبر کړ چې له خيره د يوه پر ځاى يـې دوه اخترونه را روان دي، بازګل ته د دوبـي ګرانه روژه هم ډېره اسانه شوه او له خوشالۍ يـې هره روژه په ګوتو شمېرله. د روژې په شپږويشتمه يـې پلار سهار وختي د خسرګنۍ د کور پر لور حرکت وکړ او په کورنۍ کې يـې د کوچني اختر او د بازګل د واده تيارۍ ګډې پيل شوې. د بازګل پلار دوې شپې وروسته کور ته را ستون شو، په دا سبا چې اختر وو، ماښام تر روژه مات وروسته بازګل له خپلو وروڼو سره د بازار تياري کوله، چې ناببره يـې په نيژدې کوڅه کې د ډزو ږغ تر غوږ شو، د زړه يـې درب شو، د بازګل پلار او مور يوه بل ته وکتل، بازګل ورته وويل:
‐ لکه چې اختر سو، هلکان پټاخۍ الوځوي
خو د بازګل مور او پلار پوهېدل چې د پټاخۍ دومره دروند ږغ نه شي کېداى، لکه د سرې اور شاوخوا ته اوازه خپره شوه چې د زرين خان زوى په خپله کوڅه کې له يوه بل ځوان سره جګړه کړې او هغه يـې په ډزو ويشتلى دى. د بازګل مور اسمان ته ځولۍ ونيوله او سر يـې سرتور کړ:
‐ خدايه! ته خو په دې ځوان هيڅ مه وکې، ته خو يـې اختر په غم مه و لړې، ته خو زموږ ښادي غمجنه مه کې
خو ځوان کاري لګېدلى وو، په روغتون کې يـې ساه ورکړه او د زرين خان تر کور ګڼ شمېر پوليس را تاو شول. د بازګل پر پلار هم مځکه سره شوه، ځکه زرين خان يـې نيژدې تربور وو او ډارېده چې پوليس يـې ونه نيسي او يا د وژل شوي ځوان د کورنۍ خلک پر ده يا د ده پر زوى ټکونه (ډزې) ونه کړي، ځکه يـې بازګل او نور زامن هم له بازاره را وګرځول. سهار د اختر تر لمانځه وروسته د عيدګاه په لوى جومات کې- چې د هديرې څنګ ته وو- د ځوان جنازه وشوه او خاورو ته و سپارل شو.
د بازګل واده بيا وځنډېد، ځکه تربرو يـې سړى وژلى وو او هغوى لا پر پاتا ناست وو نو په داسې شپو ورځو کې خو يـې د زوى واده د بلې بدۍ (دوښمنۍ) پر سر اخيستل وو. يوې خواته يـې تربرونه په بدۍ اخته شوي او غمجن وو، د زرين خان زوى او وراره پوليسو نيولي وو او بلې خواته د وژل شوي ځوان کورنۍ هم د غم پر ټغر ناسته وه، په داسې وخت کې د بازګل واده هم له پښتو وتل وو، هم له اسلامه.
د وژل شوي ځوان تر مرګ پوره درې مياشتې وروسته د بازګل واده تيار شو، که څه هم هغسې په درز- درزو نه وو چې بازګل او وروڼو يـې غوښتل، خو بيا هم د بازګل مور بې له ډول او بدلو او پلار يـې بې ټکونو د زوى د ناوې راوړل داسې ګڼل لکه مړى چې راوړي. د لوى اختر شل ورځې تېرې شوې وې، خو د بازګل وروڼو لا د بېنک نوي کړک نوټونه له ځانه سره ساتلي وو چې پر ناوې يـې وشيندي.
بازګل دوى رواج نه درلود چې زوم په ورا ورسره لاړ شي، وراباڼي يـې رخصت کړل او پخپله د سباني نوي ژوند په هوس پخپل کور کې پاته شو. کوټه يـې داسې سينګار شوې وې وه تا به ويل چې په ښيښو او غميو جوړه ده، عطر پکې پاشل شوي وو، بازګل اوس د کلونو، مياشتو او اوونيو پر ځاى يواځې د ګېنټو انتظار کاوه او نور يـې نو د زړه د خوښې په نکاح شوې مېرمن د تل لپاره د ده کور ته راتلونکې وه.
شپه تېره شوه، سبا ته وراباڼي له ناوې سره له بل ښاره را روان شول، ماسپښين مهال وو چې کور ته نيژدې يـې بازګل د ډول او ټکونو په ږغ له خپلې کوټې د کور غولي ته را و ووت، کور ته په را رسېدو يـې د ډول ږغ په پرلپسې ټکونو کې ورک شو، ناوې د بازګل خويندو او څو نورو ښځو تر مټو نيولې په ژړا- ژړا سوکه سوکه کور ته ننيستله، خلکو لا د ټکونو له درزا له غوږونو ګوتې نه وې را کښلې، يوه سپين ږيري په دې منځ کې ږغ کړل:
‐ بس يـې کئ و ځوانانو د چا کور ور سپېره نه کئ
خو د بازګل وروڼو، پلار او نورو ځوانانو تر زړه تېره کړې وه چې په توپنچو او توپکو کې به يوه مرمۍ هم نه پرېږدي، په همدې حال کې له کوره ناببره د چيغو او ژړاوو ږغ را پورته شو، ښځه ولګېده، ښځه ولګېده، هوايـي ګولۍ د بازګل د پلار د مړه شوي سل کلن تره د بوډۍ مېرمنې پر لاس لګېدلې وه، ښځې او نارينه سره پرې را ټول شول، وينې ترې څڅېدلې، چيغې يـې وهلې او ناوې ته يـې ښکنځاکۍ ور اچولې:
‐ سپېرې درې خو دي وڅټل، زما مرګ ته دي هم اړولې وه.
06 ستمبر 2012م کال
کوټه
ميراث خواره[1]
ماځيګر لمر په پرېوتو وو، ډله كسانو د سدوګل د كور مخ ته د هغه مړى كښېښوو. ورسره راغلي يوه كس د سدوګل سپين ږيري پلار ته وويل:
‐- بختور دى د وطن لپاره شهيد سو
سدوګل د غزني د ((جنډې)) اوسېدونكى وو او له روسانو سره په جګړه كې وژل شوى وو. درې نور وروڼه يـې هم لرل، په اوربل له ده جلا وو، هغوى د خپل مشر ورور د مرګ د خبر په اورېدو په بيړه ځانونه ورته را و رسول. دوبى وو، مړى تر سهاره خرابېده، خلكو هم ورته ويل چې د ګور شپه پر كور نه كېږي، د شپې دوولس بجې وې چې سدوګل يـې په خپلو كاليو كې خاورو ته وسپاره.
د سدوګل نارينه اولاد نه وو، دوې لوڼې يـې لرلې، هغه يـې يوه په جنډه او يوه په شاجوى كې واده كړې وه. يواځې يوه ښځه او سپين ږيرى پلار يـې په خپله لويه كلا كې پر مېنه پاته وو، دوه جريبه مځكه يـې هم لرله چې په بزګرۍ يـې وركړې وه، وروڼو يـې درې ورځې پاتا واخيستله، پر درېيمه ورځ يـې دوه ډنګركي پسونه پسې خيرات كړل. د سدوګل لا څلوېښتي نه وه پوره شوې، وروڼو يـې يو په يوه خپلې كونډې ورېندارې ته تر غوږ ور تېروله چې بې مېړه ژوند ګران دى، تر څو به په يواځې كور كې ناسته وي، د سدوګل د څلوېښتۍ په ورځ- چې ټول لېورونه يـې كور ته ورغلي وو- ورېندارې درېواړه بېغمه كړل:
-‐ د تاسې له مخه حيا دما كوچنى په نس ده، ګوره سي (چې) خداى څه كوي، له هغه هيسته تاسې سره جوړ سئ
د سدوګل وروڼو هيڅ ونه ويل، پټه خوله يو په بل پسې د ورور له كلا ووتل. نږور او سپينږيرى خسر سره پاته شول. د سدوګل پلار د زوى مرګ له پښو اچولى وو، ټوله ورځ به له كوره نه ووت، جومات ته يـې هم تر وس تېره وه، په زوى پسې يـې زړه اچولى وو، دوې مياشتې لا نور ژوندى وو، يوه ورځ چې د زوى له قبره كور ته راغى، حالت يـې خراب وو، ټوله شپه يـې زګېروى خوت، سهارګا ته يـې ساه وركړه او په دا سبا هملته د زوى څنګ ته ښخ کړل شو.
نور نو د سدوګل مېرمنه هم په كلا كې يواځې نه شواى پاتېداى او نه لېورونو د يواځې اوسېدو اجازه وركوله. كلا ته يـې د خپلې مځكې د بزګر كور راغى او دا شاجوى ته د پلار كره لاړه، پلار يـې د جرګو مركو سړى وو، خو ډېر موړ نه وو. د لور په ورتګ خوشاله وو، خو په كلي كې د خلكو خبرو ځوراوه چې ويل يـې ښادي خان خپله كونډه لور كښېنولې ده او لېورو ته يـې نه وركوي.
درې مياشتې به وتلې وې، يوه ورځ سهار وختي د ښادي خان له كوره د ډزو ږغونه پورته شول. د كلي څو سپين سرې د ښادي خان د كور په وره ور ننوتې، د ښادي خان مېرمنې زېرى پرې وكړ:
-‐ سدوګل ته خداى په پسمرګي زوى وركو
سپين سرو مباركۍ وركړې، د سدوګل د زوى او مېرمنې پوښتنه يـې وكړه، د ښادي خان مېرمنې وارخطا غوندې حال وركړ:
‐- شكر ښه دي، خو ماشوم نه كرارېږي لكه سي (چې) ټكانو و ډار كو
د سدوګل وروڼه او خپل خپلوان هم خبر شول، مباركۍ ته ورته راغلل، خو هغوى هم نه ماشوم وليد او نه د سدوګل مېرمنه. له ښادي خان سره يـې د مېلمنو په كوټه كې چاى او شېريني وخوړل او رخصت شول. درېيمه ورځ ښادي خان د كلي د ملا د را بللو پر ځاى پخپله د خپل لمسي په غوږ كې اذان وكړ ، لا يـې بيرته خپلې مور ته نه وو وركړى، انا يـې ماشوم ته خندل:
‐- د سدو جان بلبل به څه بولو؟
ښادي خان هم بېځنډه ورته وويل:
‐- بلبل به يـې بولو، تر بلبل ښايسته نوم كله سته
د سدوګل مېرمنې څه ونه ويل، خوشاله ښكارېده، پلار ته يـې وويل:
-‐ اباګله بلبل مې راكه
بلبل ته د نيكه كليوالو او خپلو خپلوانو ښه ډېر كالي راوړي وو، رنګ رنګ كالي چې هم نجونو او هم هلكانو ته ور اغوستل كېداى شواى. د ده څلوېښتي پوره شوه، اكاګان يـې د ده د مباركۍ له ورځې پسې ورك وو، هغوى خو اوس دا خبره بېخي له زړونو ايستلې وه چې د سدوګل مېرمنه دي پر زوى لرلو برسېره دوى وكړي، مګر بيا يـې هم ورته اړولي وو، ځكه چې د هغه كلا او دوه جريبه مځكې ته يـې سترګې پټې كړې وې.
د سدوګل وروڼو تر خپل منځ خبره سره وكړه چې ښادي خان ته ووايـي يا به يـې لور په دوى درو كې يو كوي او يا به له كلا او مځكې لاس اخلي. د سدوګل د مځكې بزګر يـې ور واستاوه چې له موږ سره دي لاره وباسي، ښادي خان دوې ورځې وروسته ماخوستن دوى كور ته ور بلل، تر ډوډۍ خوړلو وروسته يـې خپله لور كوټې ته ور وبلله، لېورونه يـې داسې ورته كلك وو لكه ورېندار چې يـې ناوې كونډه شوې وي، په دوى كې مشر يوه ميروګل غوڅه خبره وكړه:
‐- ګوره ورېندارې بله بله دي نه منو، يا خو د خپل عزت په خاطر دموږ يوه په نامه سه او يا تر كلا او مځكې تېره سه
ورېنداره يـې پټ مخ ناسته وه، سر يـې ټيټ اچولى وو، پلار يـې- چې جرګې مركې يـې كړې وې- پټه خوله ناست وو، نه پوهېده د لور لېورونو ته څه ووايـي، اخير خپله د سدوګل مېرمنې چوپتيا ماته كړه:
‐- ګل اغا دما عمر د واده نه ده، خداى دي بلبل جان را لوى كي
بل لېوره سردارګل يـې هم په خبرو كې ور ولوېد:
-‐ نو كلا او مځكه دي څنګه كوې؟
دا ځل ښادي خان هم په خبرو ور ګډ شو:
-‐ هغه د سدوګل زوى پوه سو، كار يـې پوه سو، دا خبرې د اوس نه دي
د سدوګل وروڼو ته د شنو چايو پيالې ډكې وې، ورېنداره يـې د كور خواته لاړه، لږ ګړۍ وروسته ښادي خان هم د سدوګل وروڼه رخصت كړل او كور ته را ننووت.
د سدوګل وروڼه ډېر په غوسه وو، چې نه يـې ورېنداره بيرته خپله كړه او نه د هغه د كلا او مځكې خاوندان شول. د سدوګل زوى ته يـې په سترګو څه نه ليدل. دوى درېواړو وروڼو د هغه كلا او مځكه اوس لا سره وېشلي وو، د دوى دا خبرې د سدوګل مېرمنې ته هم ور رسېدلې، په همدغو خبرو كې اووه اته كاله تېر شول، بلبل يو څه غټوكى شو، اوس به كله- كله له خپل نيكه سره د شاجوى بازار ته هم ته، خو مور يـې پر وېرېدله چې هسې نه اكاګان يـې پټ په پټه وتښتوي او ويـې وژني.
بلبل ډېر ښايسته وو، د كلي هلكان غنمرنګي وو، خو دى سپين رنګى وو، وېښتان يـې ډېر ژر- ژر غټېدل، خو له كوره به ډېر نه را ووت او نه يـې د كلي له هلكانو سره چندان جوړه وه. په كلي كې يـې يو ښوونځى هم وو، چې د مخ دېوال يـې نيم په توپ نړېدلى وو، ټول هلكان به ورتلل خو نه بلبل د ښوونځي ارمان درلود او نه مور هغه هره ورځ پرله پسې څو ساعته له ځانه جلا كولاى شو.
نيكه ښادي خان ته يـې اكاګانو حال را لېږلى وو چې نور دي نو بلبل او د هغه مور خپلې كلا ته راشي خو د سدوګل مېرمنې ته يو پټ وهم ور لوېدلى وو، هغه پوهېدله چې لېورونه يـې دومره خواخوږي نه دي چې دوى خپلې كلا ته ور غواړي، هغو دې ته اړولي دي چې بلبل او دا دواړه و وژني او ميراث يـې په بېغمه زړونو سره و وېشي.
بلبل به ديارلس كلنۍ ته رسېدلى وو، چې مور يـې د هغه په څېره كې د ځوانۍ نخښې وليدې، يوه ورځ يـې له دې ډاره چې لېورونه يـې زوى ور مړ نه كړي، د شپې په كوټه كې بلبل ته پر غوږ ور پرېوتله:
-‐ ګوره زويه تر څو به مو نيكه بابا ساتي، شكر اوس خو غټ يـې، سبا پر دې شاوخوا كليو وګرځه، كه دي شپني غوبني پيدا كړه
بلبل اريان شو چې مور خو به يـې مخكې له كوره دباندې نه پرېښوو، اوس يـې په خوارۍ پسې لېږي. تر لږ چورت وروسته يـې مور ته وكتل، د هغې سترګې له اوښكو ډكې وې، بلبل يـې لاسونه مچ كړل:
-‐ ادې زاړې ولې، شكر زه دي سم دم زوى يم، خواري به و كاږم
مور يـې د بلبل د (سم دم) پر خبره و خندل او هغه يـې په سينه پسې ټينګ كړ.
سهار بلبل نوي كالي واغوستل، مور يـې د مخ دوه جېبونه له مميځو او نينو
ور ډك كړل، د خپل پلار ور پاته زري لونګۍ يـې وتړله، د مور او انا له ژړا او زګېرويو سره له كوره رخصت شو. د شاجوى بازار لمرخاته لور ته را رهي شو، په څو كليو وګرځېد، كار يـې پيدا نه كړ، ورځ يـې په مزله ووهله، د مقر خواته يـې مخه كړه، ماځيګر مهال د (ګودام كلا) كلي ته ورسېد، د كورو څنګ ته يوه جومات ته ور ننووت، له څا يـې بدنۍ ور ډكه كړه، اودس لمونځ يـې وكړ او لږ ګړۍ نور هم هلته تم شو. د يوۀ سړي پكې سترګې وې، ويـې پېژانده چې مساپر دى، ور ولاړ شو پوښتنه يـې ورسره وكړه، له جوماته را ووتل، يوه بل ته يـې ځانونه ور وپېژندل.
‐- زه بلبل نومېږم، د شاجوى يم، په خوارۍ پسې راغلى يم
كليوال د بلبل پاكو كاليو او لونګۍ ته وكتل، اريان شو چې دى لا په څنګه خوارۍ پسې را وتلى دى. ور غبرګه يـې كړه:
-‐ ښه ډېره ښه خبره ده. زه د دې كلي يم، رفيق مې بولي.
په همدغو خبرو كې لمر پرېووت، ماښام لمونځونه يـې په همدغه جومات كې وكړل او بيا دواړه د رفيق اكا كور ته رهي شول. رفيق اكا د پاخه عمر سړى وو، د مېلمنو كوټه يـې په كور پورې وه، بلبل ور ننووت، د رفيق زوى لالټين ورته راووړ. بلبل ستړى وو، تكيـې ته يـې شا ووهله، هلك يـې د اوبو بدنۍ هم مخ ته كښېښووله. بلبل تږى وو، بدنۍ يـې نيمه خالي كړه. لږ ګړۍ وروسته رفيق اكا هم راغى، زوى يـې ډوډۍ پسې راوړله، ښوروا يـې جوړه كړې وه، دواړو ښه په خوند وخوړله.
د رفيق اكا دوى د كلي شپه (شپون) په همدغو ورځو كې كار پرېيښى وو، سر له سبا سهاره بلبل د دوى د كلي شپني پيل كړه. له سهاره تر ماځيګره به يـې د اكثرو مالداره كورونو مېږې او وزې پوولې او ماښام به د رفيق اكا د مېلمنو په كوټه كې پنډېده. مياشت دوې وروسته بلبل د رفيق اكا په كور كې دومره بلد شو لكه د هغه زوى چې وي، بلبل خو په عمر هم دومره غټ نه وو، ځكه نو رفيق اكا او د هغه مېرمنه ډېر پر مهربان وو. د رفيق اكا يوه لور شريفه د بلبل همځولې وه، هغې به تل پر بلبل ټوكې كولې، يوه ورځ چې بلبل ماځيګر له شپنۍ راغى، ستړى ستومانه وو، شريفې په غوږ وواهه:
‐- بلبل ګله ولې دي توتي ګونګ دى؟
بلبل پوه شو چې شريفه يـې ځوروي، ځواب يـې ور نه كړ، هغې ورپسې وخندل، ده ورپسې منډې كړې، هغه په كوټه ځنې ننوتله، ده هم تر لاس ونيوله او پر سر يـې څو پاسته سوكان وركړل. بيا به نو هره ورځ د شريفې ټوكې او د بلبل خواږه وهل وو. يوه ورځ دوى دواړه د كور په كوټه كې لكه شوخ ماشومان مسخولېدل چې ناببره رفيق اكا كوټې ته ور ننووت، د بلبل په ليدو يـې سترګې رډې را ووتې، په كاوړ يـې ورته وويل:
‐- هلكه بلبله شرمېږې نه، دلته څه كوې، كوچنى خو نه يـې چې ښوى را ننوتى يـې؟
بلبل هم سر ټيټ واچاوه او پټه خوله له كوټې را و ووت، د رفيق اكا خبرې ډېر و ځوراوه، بله ورځ به د مېلمنو له كوټې د كور خواته نه را تېرېده، شريفه هم د پلار پر خبره مروره غوندې وه چې ولې يـې بلبل سپك سپاند كړ، هغه خو دې ته د سكه خور په سترګه ګوري، ځكه اوس يـې د دوى په كلي كې درې- درې نيم كاله شوي وو، بلبل يوه اوونۍ لا نوره هم د رفيق اكا په كور كې وو او د (ګودام كلا) كلي شپني يـې وكړه او بيا رفيق اكا په دې شك پسې واخيست چې ګواكې هغه به د ده له لور سره ياري لري او خداى مه كه شاجوى ته به يـې ځنې وتښتوي.
بلبل سهار په سپېدو كې خپل كالي واخيستل، لونګۍ يـې وتړله او د مقر بازار پر لور روان شو، دا ځل يـې فكر وكړ چې د شپني پر ځاى په ښار كې كوم بل كار ته لاس واچوي، په مقر بازار كې د يوه بايسكل جوړوونكي دوكان ته ورغى. تر سلام او روغبړ وروسته يـې د كار غوښتنه ځنې وكړه:
‐- له تا سره د كار جاى سته؟
-‐ هو سته، خو ته دا كار كله كولاى سې
-‐ چا د مور په نس كې زده كړى ده
بلبل د بايسكل جوړولو كار ته ملا وتړله، بايسكل جوړوونكى شاوخوا پينځويشت كلن ځوان وو، جانګل نومېده، په ونه جګ وو، لونګۍ يـې تړله خو د كار په وخت به يـې خولۍ پر سر كړې وه، كور يـې په (جنډه) كې وو، بلبل به هم ماښام له ده سره كور ته ته.
جانګل ته د بلبل ځوانۍ ډېر خوند وركاوه، د هغه غټ وېښتان، تورې غټې سترګې، د ده غوندې جګه ونه، سپينه څېره، په تېره بيا د هغه د كاليو جوړښت چې د مخ دوه غټ جېبونه به يـې جوړ كړي وو او لكه كوچى دواړه به يـې له دسملو ډك كړي وو، له پاسه به يـې سدرۍ پرې اغوستې وه. بلبل او جانګل ورځ په ورځ يو پر بل ګرانېدل، د بلبل چندانې پر كار زړه نه كښېنوست، ماځيګر به يـې كله- كله د كوم ګيراك پر بايسكل او كله- كله د جانګل پر موټرسايكل د مقر په بازار كې منظرې هم كولې.
يوه ورځ ماخوستن تر ډوډۍ وروسته جانګل ناببره له بلبله وپوښتل:
‐- بلبل جانه دتاسې كور ته به كله ځو چې موركۍ دي ووينم؟
بلبل په ټوكه ورته وويل:
‐- ولې خواښې كوې خو يـې نه؟
‐- نو تا خو ويل خويندې دي واده دي؟
بلبل ته ور په زړه شو چې يوه ورځ خو يـې جانګل د خپلې كورنۍ له ټول حاله خبر كړ. اريان شو چې كه اوس خبره بدلوي، نو جانګل به د درواغجن ګومان پر وكړي، خو ټوكه يـې په ريښتيا بدله كړه:
-‐ يوه خور مې سته، بې تا مې په بل نه لورېږي
جانګل خړ شو، فكر يـې وكړ چې ګواكې بلبل ټوكې ورسره كوي، خو بلبل پخوا لا تر زړه تېره كړې وه چې د جانګل د واده غم به خوري. جانګل يـې د كوزدې او واده خبرې ته تيار كړ، هغه له خپلې كورنۍ سره سلا وكړه او دوې ورځې وروسته بلبل د دې لپاره چې له مور سره سلا وكړي، له جانګل سره يو ځاى د شاجوى په لور را روان شو، مور يـې د خپل ځوان زوى په ليدو ډېره خوشاله شوه، خو له هغه سره د جانګل ورتګ يـې خوشالي دوه چنده كړه. بلبل د شپې خپله مور له ټولې كيسې خبره كړه:
‐- موركۍ جانګل دي زوم كېږي، خوښ دي دى كه نه؟
مور يـې د زوى مساپرۍ ډېره زهيره كړې وه، خو د هغه راتګ يـې په وجود كې ساه راوستله، د بلبل خبره ورته يو خوب ښكارېده:
‐- ولې نه، چې دتا خوښ ده، دما هم خوښ ده
بلبل له ځانه سره وخندل، نور يـې څه ونه ويل، مور او زوى ويده شول، سبا سهار جانګل، بلبل او د هغه مور درېواړه د مقر پر لور روان شول. شپه يـې د جانګل دوى په كور كې وكړه، بله ورځ سهار جانګل او بلبل د څه كار لپاره پر موټرسايكل پښه واړوله، مقر ولسوالۍ ته ولاړل، دا د طالبانو واكمني وه، بلبل ورغى او له ولسوال سره يـې وليدل:
‐- ولسوال صاحب كولاى سئ يوه نكاح وتړئ؟
د ولسوال د لونګۍ شمله تر پښې رسېده، پر اوږده ږيره يـې لاس را تېر كړ:
‐- هو ولې نه، د څه لپاره ناست يو
بلبل د ولسوال له دفتره را و ووت، جانګل يـې هملته پرېښوو، لږ ګړۍ وروسته يوه ښځه- چې ځان يـې ښه سينګار كړى وو- ولسوالۍ ته ور ننوتله، جانګل يـې د لاس په اشاره د ولسوال دفتر ته ور وباله، ولسوال او جانګل د بلبل په تمه وو، چې ښځې ږغ پرې وكړ:
‐- ولسوال صاحب څه ته ګورئ، ، زما او د جانګل نكاح وتړئ.
ولسوال ښځې ته برګ وكتل، جانګل پر ښځې ږغ وكړ:
‐- ته څوك يـې، بلبل دي څه كو؟
-‐ دما جانه زه بلبل نه يم، دتا بلبله يم
په نيم ساعت كې د جانګل او بلبلې نكاح وتړل شوه، سبا ماښام ته په ((جنډه)) كې د بلبلې د پلار په كلا كې ټولو كليوالو ته ډوډۍ وركړل شوه، د ډولونو اجازه نه وه، ښځو په كلا كې درياوې وهلې، د بلبلې اكاګان هم په مېلمستيا كې شريك وو، خلك خبر شول چې جانګل د سدوګل له لور بلبلې سره واده كړى دى.
په دا سبا د بلبلې اكاګان او د هغوى كورنۍ د بلبلې او جانګل د واده مباركۍ ته ورغلو او د هغې د مور لاسونه يـې ور مچ كړل. د بلبلې مور د خوشالۍ اوښكې څڅولې:
‐- دتاسې له ښه مېړانې مې نازولې بلبله درته بلبل كړې وه
13اكتوبر 2011م كال
كوټه
[1] ) د دې كيسې موضوع ژورناليست ملګري جمال تره كي را ولوروله او د ده په وينا چي دا ريښتينې كيسه ده.