"ادبیات معاصر افغانستان"

د دروېش دراني کیسې

Image Description

دروېش درانی




                                                                                                                                                                      لټون



نازو د وروستي ځل دپاره ما په كوټه (كوئټه) کې ليدلې وه۔ وخت او د وخت ناكړدو يې د مخ سپين او د وېښتو تور وړي وو۔ ملا يې د زيات عمر تر پېټي لاندي راكږه شوې وه۔ په مخ باندي يې ګونجي داسي ښكارېدې لكه د چا پاړو يا هوده ګر په غولي باندي چې ماران پراته وي۔ د مخ له پوسته سره سم يې د تندي شنه خال هم خپل رنګ بايللى و او اوس داسي ښكارېدى لكه يو داغ چې وي۔ له دغه خاله سره چې كوم داستانونه تړلي وو۔ په هو باندي دلته ډېر كم خلك خبر و۔ دا خال د دې د وړوكوالي د زمانې نخښه نه وه بلکې دا و دې ته په پېغلتانه کې ور لګولى شوى و۔ هغه وخت زه هم په ښه و بد پوهېدلى وم ځكه چې نازو تر ما تش دوه كاله مشره وه۔ زما ښه په ياد دي چې په كلي کې به د هر چا په خُله باندي د نازو نوم و په ګودر باندي به هم د نازو خبري كېدې او د كلي په ميدان باندي هم۔ په حُجره کې به هم د نازو ذكر جاري و او د ښځو په مجلس کې هم۔ حتٰى چې جمات هم د نازول له ذكره خالي نه و، چا به په ښه خُله يادوله او چا په بده۔ چا به كركه ځيني كوله او چا به په درنه سترګه ورته كتل، چا به په بزرګه بلله او چا به بيا ويل چې ښځه بزرګه نه شي كېداى۔ خداى چې څومره پېغمبران دې دنيا ته را لېږلي دي په هغو کې ښځه يوه هم نشته۔ دا بزرګه نه ده۔ روې ده روې!۔

د نازو په باره کې دغه ډول خبري ځكه كېدې چې په هغې باندي د لوى خداى له خوا دا پيرزوينه شوې وه چې خوبونه يې ختل۔ دې چې به كله خوب وليد نو خپلو خوندکېانو ته به يې د هغه ذكر وكړ۔ او بيا به د ځنګل د اور په شان خبره په ټول كلي کې خوره شوه۔ د خوب چې به څنګه معنا راوته، په دې درې شپې کې دننه به هم هغسي وشول۔ كومو خلګو ته چې د نازو له خوبونو سره سم تاوان رسېدلى و هغو به له دې سخته كركه كوله او چا چې به ګټه ځينې پورته كړې وه، په هغو باندي به بيا ښه لګېده۔ كه څه هم نازو دغسي خوبونه كم ليدل۔ د يوه او بل خوب تر منځ به د پنځو شپږو مياشتو او كله كله تر دې لا هم زياته موده وه خو د كلي د خلګو له ذهنه نازو د يوې ورځي دپاره هم نه وته۔ هر چا چې به دا وليدله، يا به يې د دې نوم واورېد نو په زړه کې به يې په يوه وخت هم وېره پېدا شوه او هم هيله۔ دا ځكه چې هر څوك له دې خبري وېرېدى چې نازو د هغه او د هغه د كورنۍ په باب څه بدمرغي په خوب و نه ويني او ورسره ورسره به يې دا خواهش هم و چې د دې له خُلې د ښادۍ څه زېرى واوري۔ 

د نازو خوبونه د نورو خلګو دپاره نېك مرغه وو كه بد مرغه خو د دې په خپل ژوند باندي يې تراوسه پوري څه خاص اثر نه و كړى۔ يا به دا ووايم چې دې ته د خپل خوب په نتيجه کې څه ګټه يا تاوان كله نه و رسېدلى و يوه ورځ بيا داسي وشول چې ناز يو خوب وليد او دغه خوب يو داسي غشى ثابت شو چې په يوه وخت يې دوه ښكاره وكړل۔ خوب و خو د كلي د ملك په باره کې خو د نازو په ژوند بآندي يې هم ډېره زياته بده اغېزه وشوه۔ دغه خوب نازو خپلو خونندکېانو ته داسي بيان كړ۔۔

"بيګا مي ملك صاحب په خوب وليد چې په يو سپين آس باندي سپور وي او سپيني جامې يې اغوستې وي۔ په دغه حال کې يو څو تنه راشي هغه له اسه را كوز كړي۔ سرې جامې ور واغوندي او دوى ځني روان شي خو ملك صاحب هم هلته په خاورو کې ورك شي"۔

د نازو دغه خوب لا د كلي هر كور ته ته و رسېدلى او چا ته چې رسېدلى و هغو لا هم تراوسه پوري څه معنا نه ترې را ايستلې چې خبر راغى چې ملك صاحب خپلو دښمنانو وواژه۔ د ملك صاحب د مرګ دغه خبر ډېر په چټكتيا سره په كلي کې خور شو۔ خو د بد مرغۍ دغه خبر چې به چېري هم رسېدى نو د نازو د خوب خبره به هم ورسره وه۔ خلك د ملك په غم ډېر زيات خواشيني شول۔ د هر سړي له مخه قهر او غضب څڅېدل خو عجبه خبره دا وه چې د ملك دښمنان د هر چا هېر وو۔ بس د نازو نوم د هر سړي په خُله باندي و۔ دا به ويل كېدل۔۔۔

_  دې سوئ فالي خو بيا خپل كار وكړ

_ د سپېره به آخر ټول كلى سپرېه كړي

_ تر دې وړاندي چې موږ ټول وڅټي بكار ده چې د دې علاج وشي او د علاج دپاره يې هم ډول ډول تجويزونه وو۔۔۔

چا به ويل: ژبه يې ور پرې كړئ۔

چا به ويل: سر يې ور وخريئ۔

چا به ويل: تلي يې ور وداغى۔

غرض دا چې څومره خُلې دغومره خبري وې۔ پاى پرېكړه دا وشوه چې په تندي کې يې خال ورولګوئ۔ دا ډول به يې پدل مات شي او كلى به يې له نحوسته خلاص شي او بيا له دغي پرېكړي سره سم د كلي يوې سپين سرې د كلي د خلكو په مخ کې اوه ستني سره وتړلې او د هغې په تېرو څوكو يې نازو ته په تندي کې خال ور وواهه او د كمال خبره دا ده چې دغه خال د نازو د خُلې دپاره يو كلف ثابت شو۔ د خوبونو سلسله بنده شوه۔ عامو خلګو به ويل چې "پدل" يې مات شو او د رښتني خوب ليدلو صلاحيت يې ختم شو۔ ځينو بيا ويل چې نازو د ملك مرګ ووېروله۔ خوبونه اوس هم ويني خو ذكر يې چا ته ځكه نه كوي چې دا په پرديو غمونو کې خپل كور سېځل نه غواړي۔

هسي خو د نازو خپل غمونه هم څه كم نه وو۔ مور او پلار يې په وړوكوالي لا مړه وو۔ دا خپل اكا (تره) لويه كړې وه۔۔۔

اكا يې و خو ښه سړى مګر ناداره او مسکېن و۔ د هغه د كور د نورو غړو په شان د نازو هم نه جامه له چا سره سمه وه او نه خواړه۔ كله چې يې بيا تېنداره په حق ورسېده نو اكا يې را ولاړ شو دا يې خپل زوى ته، چې نوم يې غمى و، كښېنوله۔ د واده په ورځ نه څه مېلمستيا وه او نه ساز و سندري، بس په كور کې د ناوې سر ور واړول شو او واده پاى ته ورسېد۔ له واده شپږ مياشتي پس يې خسر هم ساه وركړه او د خپل هغه لمسي د ليدو ارمان يې ګور ته يو وړ كوم چې د ده له مرګه څلور مياشتي پس وزېږېدى او د انځر ګل نوم ورباندي كښېښول شو۔ له انځرګله وروسته د نازو څلور ماشومان نور وشوه خو تر څلوېښتۍ پوري يو هم و نه رسېد او بيا دا سلسله د تل دپاره ځكه بنده شوه چې د دې څښتن هم آخر د خداى په كار شو او دې دا فېصله وكړه چې په انځر ګل باندي به كونډتون كاږي۔

نازو په انځرګل باندي كونډتون وکېښ هغه يې ډېر په مړانه لوى كړ۔ ډېري بدي ورځي باندي راغلې خو د دې ټولو ستونزو په مقابل کې د دې حوصله داسي ټينګه پاته شوه لكه زموږ د كلي د مخ هغه غر چې موږ ورته "دوه غاښى" وايو۔ له دغه غره سره د كلي د نورو خلګو په شان د نازو هم ډېر زيات عقيدت و۔ دا خبره به دې ډېره بده ګڼله چې چا به انځر ګل ته يتيم وويل۔ دې به ويل چې د انځر ګل په سر باندي د پلار سايه كه نشته، د دوه غاښي هغه خو ورباندي شته. هسې خو د "دوه غاښي" په سايه باندي ټول كلى ډاډه وو۔ "دوه غاښى" يې ځكه ورته ويل چې دوې ډېري هسکې څوکې يې درلودې۔ د كلي خلګو به ويل چې دا تش دوې څوکې نه دي بلکې دوې توري دي چې د دوى د ژغورني دپاره دغه غره پورته كړي دي۔ دا غر ډېر زيات جګ و۔ د كلي ځوانانو په وار وار هڅي كړې وې چې سر ته يې وخيژي مګر بريالي شوي نه و۔ البته دا خبره سينه په سينه را روانه وه چې څو پېړۍ وړاندي د دې كلي يو مشر چې نوم يې سر بلند و او په موږ کې تر اوسه پوري د سر بلند نيكه په نامه مشهور دى۔ دغه غره ته ختلى و۔ د هغه په حواله دا خبره هم کېږي چې د دغو دوو څوكو په منځ کې يوه ډېره لويه غاره ده۔ دغه غاره له ډول ډول عجايباتو څخه ډكه ده۔ د كلي په خلګو کې ددې غاري په باره کې ډېري قصې مشهوري دي۔

د نازو زوى انځرګل چې د "دوه غاښي" په سايه کې ځوانۍ ته ورسېد نو غوښت يې چې زياتي د كور هره ذمه واري په خپله غاړه باندي واخلي خو هغه په دې باندي هم پوﻫ  و چې "دوه غاښى" خپلو بچېانو ته حوصله خو وركولاى شي مګر ډوډى نه شي وركولاى۔ سر كه يې هر څومره له غروره ډك دى خو لمن يې خالي ده۔ دلته زياتره دا کېږي چې خلګ ګټه بل ځاى كوي او خوري يې د "دوه غاښي" په لمن کې۔ ځكه نو انځر ګل هم د خپلي مور په صلا د ګټي دپاره كابل ته روان شو۔ د روانېدو په وخت نازو هغه تر قرآن ويوست او بيا يې د شا له خوا په ډكو سترګو او په كپېدونكو لاسونو اوبه پسې وشيندلې۔ په دغه شپه نازو تر سهاره سترګه پټه نه كړه۔ كه څه هم دا په دې خبره خوشحاله وه چې زوى يې ځوان شوى و او د ښه ژوند جوړولو په خاطر په ګټه پسې وتلى و مګر دې خبري چې هغه ته به څه پېښيږي او پخپله دا به د تنهايۍ ورځي او شپې څنګه تېروي؟۔ نازو دومره اندېښمنه كړې وه چې ټوله شپه په ويښه ورباندي تېره شوه۔ دا بله ورځ يې د څاښت په وخت خپله غوا له كوره د مانده په خوا را ويستله۔ غوا د شرغشو په خوړلو بوخته شوه او نازو تر يوه ونه لاندي ورته كښېناسته۔ د وني سړې سايې خوند وركړ۔ ناخوبه وه ځكه نو خوب ورغى او په يوه كاڼي باندي يې سر ولګاوه۔ د سر لګولو سره سم يې سترګي سره ورغلې او بيا په خوب کې څه ګوري چې يو ډېر عجيبه غوندي اس د "دوه غاښي" په طرف باندي را روان دى۔ په اس باندي خورجين پروت دى او په خورجين برسېره يو سړى ناست دى۔ د اس په شان خورجين او سړى هم بې اندازې غټ دى۔ د سړي مخ سپين، وېښتان سره او كړه وړه يې ښه برابر دي خو په سترګو باندي بيا هم ښه نه لګيږي۔ داسي ښكاري لكه د دې سپين مخ شا ته چې يو تور زړه پټ وي۔ كومي خبيري چې نازو زياته حېرانه كړه هغه دا وه چې اس په "دوه غاښي" باندي مخامخ ورشي او دومره په اسانۍ ورباندي پورته روان شي لكه يو مېږى يا څه بل وړوكى غوندي خسمان چې په دېواله باندي پاس خيژي۔ نازو كوښښ كوي چې په اس پسې دا هم د غره سر ته وخېژي، خو پښې يې ملګري نه كوي۔ دې ته داسي ښكاري لكه پښې چې يې چا ور تړلې وي۔ خو بل ساعت بيا څه ګوري چې دا د "دوه غاښي" په يوه څوكه باندي ولاړه ده او هغه سړى د دې په وړاندي له خورجينه ډول ډول وسلې راباسي او د "دوه غاښي" د دوو څوكو تر منځ چې كومه غاره ده په هغه کې يې ږده۔ دا وسلې دومره ډېري وي چې د نازو دا يقين شي چې دې سړي د دنيا ټولي وسلې را غونډي كړې او تر دې ځايه پوري يې را رسولې دي۔ سړى چې خپل كار پاى ته ورسوي او د روانېدو په نيت د خپل اس په خوا را روان شي نو سترګي يې په نازو باندي ولګيږي او ډېر په بې تكلفۍ سره ورته ووايي: د دې وسلو ساتنه به كوې چې څوك يې بې ځايه نه كړي"۔ د دې خبري په اورېدو نازو  وبوږنيږي او ورته ووايي: "يه سړيه! ته دا څنګه خبري كوې۔ دلته وسله څوك خوندي كولاى شي۔ ته خبر يې چې د دې ځاى خلګ د وسلې په بوى پوهيږي۔ چې ته خبرېږې دوى به بيا چور كړې وي"۔

زه بوى موى نه پېژنم۔ سړي جواب وركړ۔

"دا وسله تا ليدلې ده كه بې ځايه شوه زه يې له تا ۔۔۔

سړي لا خبره نه وه پوره كړې چې نازو ورته شروع شوه۔ خداى دي يې داسي بې ځايه كړي چې بل يې په رنګ نه وي۔ زه ستا د وسلې په غم باندي نه يم۔ زه خو په دې وېرېږم چې كه دا وسله زموږ خلګو ته په لاس ورغله نو هغى به يې د يو بل په ضد استعمال كړي او تباهي به جوړه شي"۔

۔۔۔۔ په دې حال کې د سړي لاس د اس تر ملوني پوري ورسېد او پښه يې ركاب ته برابره كړه۔ نازو پوهه شوه چې سړى را څڅه ځي۔ د دې دپاره چې د اس ملوني يې را ټينګه كړي او خبره ورسره سپينه كړي۔ ګام يې مخته ور واخيست خو د پښې لګولو سره سم په پرښه باندي وښويېده او د خپلي يوې غټي چېغي په سبب چې له خوبه را ويښه شوه نو بدن يې ټول په رپ و۔ په خولو کې لنده خشته وه، زغرده يې كلمه وويله۔ يو څو شيبې په خپل ځاى بآندي دغسي پرته وه چې لږ يې هوش په ځاى شو نو ورو ورو را پاڅېده، شا و خوا يې وكتل او بيا يې له ځانه سره سوكه وويل: "خدايه! ته خېر پېښ كړې"۔

نازو غوښت چې خپل دغه خوب هېر كړي خو سره له ډېره كوښښه هغه په دې کې بريالۍ نه شوه۔ هغې ته نه يواځي دا چې هغه ټولي خبري ور يادېدې كومي چې دې په خوب کې ليدلې وې بلكې د دغه خوب ډول ډول تعبيرونه يې هم ذهن ته راتلل۔ په زړه کې به يې شپه و ورځ يوه نامعلومه غوندي وېره وه او د نه غوښتلو باوجود يې چا و چا ته د دغه خوب ذكر هم وكړ۔ بيا يوه ورځ د كلي دنورو خلګو په شان نازو هم په ډېري خواشينۍ سره دا خبره واورېده چې د كابل تخت اوښتى دى۔ ډېري ويني بهېدلې دي او باچهي نورو خلګو نيولې ده۔ دغه پېښي د ټول وطن فضا ويرجنه كړه۔ هر سړى په دې اندېښنه وو چې مخته به څه کېږي۔ له كابله ډول ډول خبري راتلې۔ كه څه هم د دغو خبرو دروغ او رښتيا معلومول ګران كار و خو دا يوه خبره د هر چا زړه ته لوېدلې وه چې معامله پاى ته نه ده رسېدلې او بيا كرار كرار د وطن په بېلا بېلو برخو کې د جنګ اور په بلېدو شو دغه اور ورو ورو زيات شو حتٰى چې لمبې يې زموږ كلي ته هم را ورسېدې۔ كله چې په كلي باندي لومړۍ بمباري وشوه، له هغه پس خلګو په كډه كولو باندي هم پېل وكړ۔ له پېړيو راسي ودان كلي په ويجاړېدو شو۔ مينې په خالي كېدو شوې۔ هر سهار به خبرېدو چې بېګاه د فلاني كډه تللې ده او بيا مو يوه ورځ دا هم واورېدل چې نازو هم كلى پرې ايښى دى۔ خو هغه د نورو خلګو په شان له وطنه بهر نه وه تللې بلکې د خپل زوى انځر ګل په لټون كابل ته تللې وه۔

خداى شته چې د نازو تګ زه خواشينى كړم خو هيڅ مي نه شو كولاى۔ حالات داسي په چټكتيا سره د خرابۍ خوا ته روان وو چې سړي به ويل: "بې شكه سختري يو تر بل بتري"۔ هري نوې پېښي به له خلګو زړه پېښه هېره كړه۔ دا رنګه د نازو تګ هم د نورو ډېرو پېښو په شان په لږ ساعت کې د هر چا هېر شو۔

د كلي د نورو ډېرو خلګو په شان زه هم په دې نه پوهېدم چې څه كول پكار دي خو هركله چې دا را معلومه شوه چې زما كشر ورور هم د جنګياليو سره پټ لاس لري نو دې ته اړ شوم چې د كور ماشومان او ښځي يو خوندي ځاى ته ورسوم۔ دا رنګه ما هم په شپه شپه كډه وكړه۔ كه څه هم زه د ځينو خواخوږو په مرسته ډېر په اسانۍ كوټي ته ورسېدم او هلته هم له ښه مرغه د څه خاص ستوننزي يا كشالې سره مخامخ نه شوم خو دا مي بيا هم محسوسه كړه چې "پردى وطن د مړو قدر كموينه"۔

لكه څنګه چې په پردي وطن کې خپل خلګ او خپله خاوره هر چا ته ياديږي، ما ته هم را يادېدل خو نازو كله هم په ياد نه وه راغلې كله چې اته كاله پس زه پېښور ته لاړم او هلته د خپل يوه كليوال د ليدو دپاره د هغه كور ته ورغلم نو د هغه دور كوټې او تنګي حوېلۍ په دروازه کې مي د نازو سره ليده كاته وشول۔ دې رخصت را اخستى و او له كوره راوته چې زه ورباندي ورغلم۔ ډېر په تپاك يې په لاس روغبړ را سره وكړ۔ د كور د لوى او كوشني ټولو پوښتنه يې وكړه۔ وخت كم و۔ د ولاړي په دې ملاقات کې د ډېرو خبرو ګنجائش نه و۔ ځكه نو دا په خپله لار روانه شوه او زه د خپل كوربه كور ته ورننوتم۔ دلته مي دوې شپې وكړې۔ په خبرو کې د نازو ذكر هم راغى۔ زما كوربه د دې په حال ډېر افسوس څرګند كړ او را ته و يې ويل چې هغې د خپل زوى په لټون ټول افغانستان تر پښو كښلى دى او دا ده چې سرحد کې د افغاني كډوالو په كور كور ګرځي خو تراوسه يې د هغه هيڅ اته پته نه ده موندلې۔ ډېر ګرځلاو او ناامېندۍ يې دماغ ورخراب كړى دى چې څوك د انځر ګل نوم ور واخلي نو بڼه يې بدله شي او پرته پرته ويل شروع كړي۔

له دا پس نازو بيا زما داسې هېره شوه چې چې ډېر كلونه د يوې شيبې دپاره هم را ياده نه شوه۔ په دې دوران کې ډېر بدلونونه راغلل د شوروي ځواكونه زموږ له خاوري ووتل۔ څه موده پس د هغو د پلويانو حكومت هم پاى ته ورسېد او وطن و جهادي ګوندونو ته پاته شو خو سره د دې هرڅه زموږ د بد مرغۍ ورځي او شپې و پاى ته و نه رسېدې۔ كوم قوتونه چې د شوروي او د هغو د پلويانو په ضد جنګېدلي وو او هغه يې په اقتدار پرېښولو پاندي مجبور كړي وو۔ اوس په خپلو کې سره لاس او ګرېوان شول۔ او د جنګ كوم اور چې په مړ كېدو و هغه زموږ په وينو يو ځل بيا تازه شو، د نااميندۍ او پرېشانۍ په دغو شپو کې مي يوه ورځ د خپل يوه عزيز او كليوال سره ملاقات وشو۔ زموږ دغه عزيز هم په هغو خلكو کې شامل دى چا چې د جهان په دوران کې ډېري پيسې ګټلي دي او ډېر ښه ژوند يې جوړ كړى دى۔ دى همېشه ما ته ست كوي چې كور ته راشه خو ما ته د خانانو او ملنګانو يو له بله سره كلي ګران ښكاري ځكه نو همېشه څه نه څه بهانه ورته وكړم۔ نن هغه بيا ما ته ست وكړ او دا يې را ته وويل چې نازو هم راغلې ده او زما كره اوسي۔ د هغې سره به هم ووينې۔ ده دا هم ورپسې زياته كړه چې حالت يې ښه نه دى۔ كومي خبري چې ما د نازو په باب په پېښور کې اورېدلې وې، ده هغه ټولي تكرار كړې مطلب دا چې زوى يې نه دى موندلى اوس چې يې نوم واوري نو پرته پرته ويل شروع كړي۔ د نازو په دغه حال باندي يقينا چې ما ته افسوس ودرېده خو زيات افسوس په خپله دې بې حسي باندي راغى چې د خپل كلي دغه بې وزله سياسرې په دې دومره اوږده موده کې كله هم په ياد نه وه راغلې ځكه مي له ده سره ژمنه وكړه چې غرمې له درځم۔

لنډه دا چې غرمه ما د خپل دغه عزيز په كور کې د نازو سره يو ځل بيا وليدل۔ ډېري خبري مي ورسره وشوې خو د هغې له خُلې مي هيڅ داسي خبره وا نه ورېده چې څوك "پرته ويـېده " ورته وايي۔ ځكه مي خپل كوربه ته چې بالښت ته يې ډډه لګولې وه او په پټه خُله يې زموږ مجلس اورېده۔ وكتل۔ هغه زما په مطلب پوه شو اړخ يې له بالښته را پورته كړ او په داسي انداز کې چارزانو كښېنوست چې مخ يې د نازو په خوا و۔ بيا يې هغې ته سوكه وويل: آ ښه دى خو د انځر ګل پوښتني له راغلى دى، تا چې دا دومره مځکې په هغه پسې راوغوښتې، نو هيڅ درك دي يې و نه لګاوه۔

د دې خبري په اورېدو د نازو څهره بدله شوه، آواز يې ووهل شو او په ډېره خوږمنه غوندي ژبه ګويا شوه۔۔۔

ما دا دومره مځکې په انځر ګل پسې خو نه دي را غوښتې، تش يو زما انځر ګل خو نه دى ورك، زموږ په وطن کې په زرګونو مندي داسي دي چې د هري يوې انځر ګل ورك دى۔ دلته خو چې هر څوك په مخه درځي نو څه نه څه به يې ورك وي۔ د چا به اندامونه ورك وي، د چا به ورور، د چا به مېړه او د چا به څه بل عزيز ورك وي۔ بلکې زه به دا ووايم چې زموږ خو وطن ورك دى۔

د وطن ټكى چې د نازو په ژبه راغى نو ورسره يې په سترګو کې اوښکې هم راغلې او د يوې شيبې دپاره يې ساه ونيوله خو ژر يې خبره بېرته شروع كړه او و يې ويل:

هو! زموږ وطن د جنګ په خوپونو کې ورك دى۔ د جنګي الوتكو او ټانګونو په لوګي کې ورك دى، د وينو په سېلاب کې ورك دى"۔

په دغه حال کې د نازو ته ټوخه ودرېده۔ ښه ساعت وټوخېده۔ چې كله يې بېرته ساه سمه شوه نو يو ځل بيا ګويا شوه خو په سړه سينه۔ داسي ښكارېده لكه د اوس خبري چې د دې د وينا مغز وي او دا غواړي چې موږ ښه ورباندي پوه كړي۔

زموږ كوربه خو د دغه خبرو په اورېدو له ځانه سره داسي مسېدى لكه دا هرڅه چې يو لېونتوب وي مګر په ما باندي دغي سپېڅلې وينا ډېره زياته اغېزه وكړه۔ تر دې حده چې اوس مي هم ټول بدن ميږي ميږي شي چې كله هغه ساعت را ياد شي چې دا لګيا وه او ويل يې: "ما چې دا دومره مځکې را غوښتې دي هغه مي په انځر ګل پسې نه دي را غوښتې۔ زه خو په هغه بد مرغه انسان پسې ګرځم چا چې په "دوه غاښي" کې وسله پټه كړه۔ زه غواړم چې هغه پيدا كړم او ورته ووايم چې ما درته و نه ويل چې دلته وسله نه  شي پټېدلى۔ كه زه چېري د هغه په لټولو کې بريالۍ شوم او هغه مي په دې رضا كړ چې دا خپله وسله ټوله كړي نو بيا به هر چا ته دا موقع په لاس ورشي چې خپله وركه ولټوي، خداى مهربان دى ما او انځر ګل به هم سره پيدا كړو"۔