"ادبیات معاصر افغانستان"

د حفیظ الله تراب کیسې (۲)

Image Description

حفیظ الله تراب





                                                                                                                                             ګرانه پوښتنه



د شپې به مې لا د خوب بړستن پر سر نه وه راکښلې، چې عبيد به له واره کټ ته راوخوت او په خپله وړه ژبه به يې وويل:

ــ ما ته د زمري کيسه وکه او بيا د جادوګرې!

هغه به رانه دا کيسې په داسې انداز کې غوښتلې، لکه زه چې يې په ويلو مکلف او دا د هغه قانوني حق وي. د زمري او جادوګرې کيسې داسې وې، چې ما د هغه د خوشالۍ لپاره له ځانه جوړې کړې وې او عبيد به په کې اتل و. هغه په دواړو کيسو کې زمری او جادوګره، چې ټول کلی ترې تنګ و، وژلې وه. کيسه چې به کله د پای شېبو ته نږدې شوه، نو د هغه پر وړو شونډو به لومړی موسکا خپره شوه او بيا به يې داسې وخندل، چې په ماشومانه خندا کې به يې د برياليتوب نښې جوتې وې.

د زمري او جادوګرې دا کیسې له ډېر وخت نه روانې وې. که کله به څومره خپه هم وم، خو د اولادولۍ مينې دې ته مجبور کړی وم، چې هره شپه څلور کلن عبيد ته دغه تکراري کيسې بايد ووايم، خو ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې د کيسې په پای کې به هغه رانه داسې يوه پوښتنه وکړه، چې ما سره به د هغه لپاره قانع کوونکی ځواب نه و. د دغه پوښتنې پر وخت چې به مې د هغه مخ ته وکتل، نو داسې يوه سپېڅلې وېره به راته په کې ښکاره شوه، چې زما زړه به يې په لږه شېبه کې له ډېر درده موټی کړ. هغه ته به مې ډاډ ورکړ، چې تا زمری وژلی، جادوګره دې وژلې، خو سبا شپه به يې د دواړو کيسو په پای کې رانه بيا هغه پوښتنه وکړه. د هغه دغه پوښتنه به ما ته د اندېښنې وړ ځکه وه، چې د زمري او جادوګرې له کيسو سره يې څه تړاو نه درلود او د هغه د زړه پټه وېره په کې نغښتې وه.

عبيد ملامت نه و. لږې ورځې مخکې زموږ ګاونډي انجينر سره چې څه وشول، نو د کوڅې ټول خلک هغه ظلم ته حيران وو.

خلکو په لوی اختر کې د قربانۍ لپاره مالونه اخيستل، چې د انجينر صيب د نيولو خبر د هغه کور ته ورسېد. ښه و، دوه تکړه ورېرونه يې لرل. هغوی څو ځله هغه سيمې ته لاړل، چې انجينر صیب په کې خلکو ته د سرک د جوړولو خدمت کاوه، خو اوس په کې په همدې جرم بندي و. په پای کې يې ترې شل زره ډالر وغوښتل. ورېرونو يې په ډېر کړاو يادې پیسې له خلکو نه پور او د انجينر صیب پسې لاړل.

په انجينر صیب د خلکو زړه په دې ځورېده، چې سپين ږيرتوب ته نږدې عمر کې يې د زړه تکليف هم درلود. مېرمنې يې ورته څو ځله ويلی و، چې نور دې کار نه کوي، خو هغه ورسره دا ژمنه کړې وه، چې دا به مې اخري ځل وي. د زوی د واده پور به مې که خدای کول، دا ځل خلاص شي او بیا به کله هم لاړ نه شم.

زه چې به کله ماښام کور ته راغلم، نو لومړی به مې په کور کې د هغه د راخلاصېدو پوښتنه کوله. مېرمنې به مې د انجينر د مېرمنې له خولې وويل، چې که خدای کول، زر به راخلاص شي. شل زره ډالر مو ورته پيدا کړل. که د هغه د راخلاصېدو لپاره نورې روپۍ هم وغواړي، ور به يې کړو. په وطن کې به خپل کور خرڅ کړو، خو خدای دې هغه زر راخلاص کي!!

ورځې شپې په يو بل پسې زر زر تېرېدې، د انجينر صیب راتګ ته د کوڅې ټول خلک منتظر وو.

يو ماښام مې بيا پوښتنه وکړه. راته وويل شول، چې ورېرونه وررسېدلي. هغه يې له نږدې نه ليدلی. کور ته يې هم ټيليفون کړی. مېرمنه يې وايي، چې خلکو شل زره ډالر واخيستل، شل زر نور يې د هغه له بل ملګري انجينر له ورونو هم اخيستي، که خير وي راروانو دوو ورځو کې به کور ته راشي. د دې خبرو په اورېدو خوشاله شوم.

په کوڅه کې د هر کور مخې ته د قربانۍ څاروی ولاړ و، خو د انجينر صیب د کور مخه لا تشه وه.

په پای کې د اختر ورځ هم راورسېده، خو هغه رانغی. د شپې مې د هغه له ورېرونو نه پوښتنه وکړه، راته ويې ويل:

ــ روپۍ يې واخيستې، خو ځای لرې دی. په راروانو دوو ورځو کې به يې خدای راولي. موږ کور ته د دې لپاره راغلو، چې ماشومانو ته يې ډاډ ورکړو.

د اختر دوه ورځې نورې هم تېرې شوې، څو ورځې نورې هم پسې واوښتې، خو يو ماښام، چې له موټر نه د کوڅې په بر سر کې کښته شوم، نو له لرې نه مې د انجينر صیب د کور مخې ته ګڼې موټرې وليدې. ګومان مې کاوه، چې خلک يې د راتللو مبارکۍ ته راغلي دي. په زړه کې ډېر خوشاله شوم. ګامونه مې چټک کړل، زړه کې مې وويل، چې ښه جوخته غاړه به ورکړم. په هغه زه ځکه خوابدی وم، چې د ښه سړيتوب پرې تمامه وه. ما خپل ګامونه نور هم ګړندي کړل. د کور مخې ته يې ډېر خلک ولاړ وو. عبيد چې وليدم، په وړو ګامونو يې رامنډه کړه، خو د نورو ورځو پر خلاف غلی ودرېد او بيا يې راته په خپګان وويل:

ــ حلال کلی ( کړی) يې دی.

د هغه د نېمګړې جملې په مانا پوه شوم. د زړه درزا مې ډېره شوه، چې ورسېدم، د هغه خبره سيي وه. د انجينر صیب مشر زوی په خپل پلار پسې په چغو چغو ژړل. د کوڅې ټول خلک داسې غمجن ولاړ وو، لکه د هر يوه په کور کې چې مړی شوی وي. د هر چا شونډې يوې ژورې او وېروونکې چوپتيا ګنډلې وې. خلک دغې ناځوانۍ او وحشت ته ځکه حیران وو، چې د انجينر صیب نوره هېڅ ګناه نه وه. هغه د افغانستان په يوه لرې ولايت کې خلکو ته سرکونه جوړول. هغه يې څه کم يوه مياشت په داسې حال کې، چې د زړه تکليف يې درلود، هره ورځ بې رحمه واهه. له دواړو انجينرانو نه يې شل شل زره ډالر، چې اولادونو يې په تکليف له نورو پور کړي وو، واخيستل او بيا يې يوازې په دې جرم، چې دواړه پښتانه وو، حلال کړي او د ګڼو نورو بې ګناه انسانانو سره يې يوې ژورې کندې ته غورځولي وو.

له دې پېښې مياشتې تېرې شوې، خو عبيد به د زمري او د جادوګرې د کيسو په پای کې رانه دا پوښتنه په وېره خامخا کوله، چې:

ــ پلاله ( پلاره)! طالبان خلک ولې حلالوي؟

ما که به هغه ته هر څومره ډاډ ورکړ او څومره به مې په کيسو کې باتور وښود، خو د هغه د زړه له کتابه مې کله هم دا جمله نه شوه سپينولای، چې:

( پلاله ! طالبان خلک ولې حلالوي؟!).




                                                                                                                                           پښتو په غرونو کې ده



ما چې له کله نه هم دا اصطلاح اورېدلې وه، نو په سيي مانا يې نه پوهېدم. په زړه کې به مې ويل، چې له دې نه ښايي دا مطلب وي، چې پښتو ځکه په غرونو کې ده، چې غرونه د پښتنو په څېر کلک دي. يا به مې دا جمله ذهن داسې تعبيروله، چې په غره کې څوک اوسېږي، نو پښتو ژبه به يې ډېره ښه وي.

زه نه پوهېدم او نه مې په خيال کې دا راتله، چې یو وخت به په تورو تيږو او ناوونو کې يو څوک ما ته د دې خبرې داسې يو ثبوت راکړي، چې کله به مې هم هېر نه شي.

زه يو ځل مخکې هم په هغه سيمه کې تم شوی وم. په هماغه وخت کې مې هم له ځانه سره هوډ کړی و، چې هېڅکله به هم بيا د دغو خلکو د اوږو بار نه شم. ما چې د هغه ځای د خلکو ژوندانه ته وکتل، نو د هرې مړۍ په کولو به راته خپل ځان تر ټولو لوی يرغلګر ښکاره شو. وچ کلک غر، چېرته لرې د ګورګورو يوه ونه، يو له بله په لرې واټن کې یو او ځينې ځای د کمره پر سر دوه يا درې کورونه او پرته له لږو رڼو اوبو نور هېڅ هم هغه ځای نه لرل. د دې سيمې په ليدو به د انسان په زړه کې خامخا دا پوښتنه پيدا کېده، چې د ډېورنډ کرښې سره نږدې دا پښتانه اوسېدونکي به په څه شي ژوندي پايي؟!

د حيرانۍ خبره خو دا وه، چې پر افغانستان باندې د روسانو د يرغل نه وروسته به د دولسو ولايتونو خلک پر همدې لار پاکستان ته تلل او راتلل. د دغه ځای له هر کور نه به د ډوډۍ تر خوړلو وروسته لا ګڼ خلک پاڅېدلي نه وو، چې نور به راغلل، خو د دغو خلکو په تنديو کې به ورته يوه وړه ګونځه هم نه پيدا کېده، بلکې د نويو راغلو مېلمنو او کډو سره به يې لا ښه هرکلی کاوه.

د هغوی دا مېلمه پالنه له دې کبله نه وه، چې ګنې هغوی د مجاهدينو له وسلو وېرېدل، د دغه ځای خلک له پېړيو پېړيو په وسلو سنبال وو.

څه موده وروسته مې کور ته د تګ تکل وکړ. د دې لپاره چې د دغه ځای خلکو ته بيا تکليف ور نه کړو، موږ درې کسه سهار وختي روان شو. زړه مو وو، له هغه ځايه چې يو وخت په کې موږ ډوډۍ خوړلې وه، وختي تېر شو، مزل مو د نيمايي ځغاستې په څېر و. خو هر څومره مو چې پښو چټک حرکت کاوه، د ماسپښين يوه نيمه بجه هماغه ځای ته ورسېدو. له لوږې نه مو نور ګام اخيستی نه شو. پښو مو کار پرېښود. د لومړي ځل لپاره راته د انسان بېوسي ښکاره او په دې پوه شوم، چې مجبوريت کولای شي، چې د ډېر کلک انسان ژمنې هم ماتې کړي. تر دمې وروسته په راکښلو پښو د يوه وړوکي کور دروازې ته ودرېدو. د وره تر ټکولو وروسته د پاخه عمر يوه ښځه چې تورې جامې يې وې، راووته. د ښځې په ليدو شا ته لاړم. زړه مو وو، چې پرته د يوې خبرې له کولو هم ترې روان شو، خو په همدومره لږ وخت کې مېرمنې د هوجرې وړه دروازه زر خلاصه کړه. موږ بې غږ و غوږه ټکني ورننوتو، خو يوه عجيبه وېره مو پر زړونو ځکه خپره وه، چې په دغه کور کې کوم سړی نه و. لږه شېبه وروسته ترور هوجرې ته د لوټې سره راننوته.

ورته ومې ويل:

ــ ترورې! موږ به لاړ شو، ستاسې لکه چې په کور کې کوم نارينه نشته؟!

ترور په داسې سپېڅلي انداز لکه د پښتنو ښځې چې هم د نارينو غوندې وي، وويل:

ــ هېڅ خبره نه ده، ډوډۍ او چای وخورئ، بيا چې چېرته ځئ، لاړ شئ!

هغه کور ته ننوته. زموږ پر زړونو د يوه عجيبه حالت سيوری خپور و. دا موږ ته بېخي نوی او له خطره ډک کار ځکه ښکاره کېده، چې پرته له نارينه دې څوک په داسې يوه ځای کې د يوې ښځې مېلمانه شي، چې نارينه يې په يوه وړوکي شک هم مرګ کوي.

ترور لږ وخت وروسته دسترخان سره راغله. خواړه يې زموږ مخې ته کېښودل. ورپسې چای او له چايو وروسته يې د اوداسه لپاره درې لوټې اوبه راوړې.

تر لمانځه وروسته مو ځانونه تګ ته جوړ کړل. زړه مو وو، چې له ترور نه مننه وکړو، خو لږه شېبه وروسته هغه له سرپوښ ټوپک سره، چې اوږې ته يې اچولی و، له کوره راووته. د ټوپک سره د ترور ليدل موږ ته بله حيراني وه. د هغې په ليدو هک پک ودرېدو. د مننې خبرې مو هېرې شوې. ترور لږه مخکې شوه او بيا يې وويل:

ــ راځئ!

هغه مخکې او موږ درې واړه ورپسې چوپه خوله روان شو. هغه د غرونو په تنګه لار کې مخکې او موږ ورپسې روان وو. په زړه کې مې تېرېدل، چې ښايي زموږ د مرګ تابيا يې نيولې وي. لس دولس دقېقې يې په کمرو او شاړو ځايونو کې نور هم مزل وکړ او بيا داسې ځای راورسېد، چې يو څه هوار او ډاډمن و. 

ترور همدلته ودرېده او ويې ويل:

ــ اوس مو په مخه ښه. ما له خپلې علاقې تېر کړئ، نوره لار کې هېڅ خطر نشته.

له هغه وخت اوس لسګونه کلونه تېر شوي دي. د ترور څېره مې اوس هم سترګو ته ولاړه ده. ولاړه به ځکه وي، چې زه يې په دې ډېر ښه وپوهولم، چې رښتيا هم:

( پښتو په غرونو کې ده!!!).

وزير اکبر خان کابل

۱۳۹۰ لمريز





                                                                                                                                                  غيبي لاس



شېرخان چې کله هغه د لوی ډېران پر مخ پړمخې وغورځاوه، نو لږه شېبه وروسته چې له سترګو يې د کرکې او له تورو اوږدو تاو کړو برېتونو نه يې د غوسې بڅرکي الوتل، خلکو ته وويل:

ــ ( که هر چا دا مردار له دې ډېران نه يووړ، او يا يې خښ کړ، نو وهه يې پر ځان ده، بيا به ګيله نه کئ! د دې ناولي همدا جزا ده، چې په دې ډېران کې د سپيو خوراک شي). له دې سره يې لاسونه وڅنډل او روان شو.

د کلي خلک که له يوې خوا پر دغه پېښه ډېر غمجن وو، نو له بل پلوه ورته د شېرخان دا پرېکړه مناسبه او پر ځای ښکاره کېده. ټولو به په زړونو کې ويل، چې له نويد سره همداسې ښايي. پرېږده چې د نورو لپاره د عبرت درس وي.

شېرخان د خپل کلي منلی او دروند سړی و، خو په هغه ورځ د داسې يوه غم سره مخامخ شو، چې ټول کلی يې هک پک کړ.

 خدای خبر چې هغه د خپلې مېرمنې سره د کوم ضروري کار لپاره د خپلوانو کور ته، چې له دوی دوه ساعته لرې و، لاړ؟! په هغه ورځ لښته په کور کې يوازې وه. هغې سره مور وپلار کله هم داسې نه و کړي.

لښته په هغه ورځ هېڅ بې هېڅه د خپل کور له دېوالونو هم وېرېده، بيا به يې خپل زړه پخپله ډاډه کړ او خپله وېره به يې يو شيطاني وهم وباله. هغې له سهاره د کور کارونه ورو ورو په دې کول، چې ورځ پرې زر تېره شي. د دې لپاره، چې خپل پام بدل کړي، ماسپښين يې د کور د ټولو کوټو او لويې حوېلۍ په جارو او پاکولو پيل وکړ، خو دا هر څه تر تېر مازيګره پورې تر سره شول. لږ وروسته يې ځان ته چای دم کړ. د خامک کولو ټوټه يې راواخيسته او د حوېلۍ د منځ په زاړه کټ کې کېناسته. د ستنې هر ټک به يې په دومره غور کاوه، لکه سبا يې چې چېرته د لاسې کار سيالي وي. ځينې وخت به يې له ځانه سره ورو ورو کومه سندره پيل کړه. ډېره هڅه به يې وکړه، چې سندره پوره ووايي، خو تر پايه يې يوه هم بشپړه نه کړه او ښايي وجه به يې دا وه، چې سږکال ایله څوارلس کلنه وه، خو د وجود او ښکلا پېرزوينه پرې له وخته مخکې شوې وه. لوړه ونه، پلن ټټر او خړوبې مټې يې د يوې چټې پېغلې نه کمې نه وې. هغې چې کله د يوه لوی ګل خامک پوره کړ او بيا يې پيالې ته لاس کړ، نو د ماښام تياره په خپرېدو وه. نوره نو د مور و پلار راتګ ته سترګې په لار وه، چې دې کې نويد راغی او په تلوار خونې ته لاړ. لښتې لا ستن او تار نه و راټول کړي، چې هغه ورغږ کړ:

ــ لښتې! لښتې! دلته راشه!

د غږونو په اورېدو په ګړنديو ګامونو ورغله، خو کله چې ورننوته، نو نويد د کوټې ور ورو بند کړ. په خونه کې د برېښنا څراغ بل و. د وره له بندېدو سره يې دواړه منګولې د لښتې په وليو کېښودې او چې کله يې جټکې ورکولې، نو په سترګو کې  يې د ناولي تېري وحشت په څپو و. هغه لا تر دې شېبې د نويد په نېت نه پوهېده، خو چې کله يې ځان ته بيا رانږدې او ناببره ښکل کړه، نو له کرکې نه په ډک انداز کې يې ورته وويل:

ــ بې غيرته پرې مې ږده! دا څه کی؟! خو له دې نه وه خبره، چې د نويد د هوس لېوه نن داړلو ته غاښونه تېره کړي وو.

لښتې لا بله خبره کړې نه وه، چې په خپلو لاسونو کې يې کلکه ونيوله. د هغې زړه و، چې په زوره چغې کړي، خو همدې کې يې ورته په خوله زر لاس کېښود. تر ډېرو هلو ځلو وروسته يې دومره وکړل، چې د هغه لاس يې له خپلې خولې نه لرې کړ. خولې خولې وه، چې په ساه وتيګاه يې ورته وويل:

ــ بې غيرته زه به دې په خپل پلار مړ کم. زه به درباندې ټول کلی خبر کم، پرې مې ږده! نويد دا ټولې خبرې واورېدې، خو د هغه پر کلک زړه يې هېڅ اثر و نه کړ او په دې هڅه کې و، چې د لښتې د پاکۍ خزانه ولوټي.

نويد يې بيا لاسونه کلک ونيول. لښتې دومره زورونه وکړل، چې نږدې يې یو لاس مات شوی و، تر ډېرو هلو ځلو وروسته بيا په دې وتوانېده، چې خپل يو لاس ترې خلاص کړي، خو دا ځل يې نويد يوه کلکه څپېړه پر مخ وواهه. هغه نوره دومره ستړې شوې وه، چې په خوله کې لاړه نه وه. تر څپېړې وروسته نويد، د هغې په مخ د يوه کلک سوک ګوزار وکړ. د لښتې له پوزې او خولې وينې راماتې شوې، دنيا پرې وچورلېده او د کوټې په منځ کې سپينه تخته پرېوته. نويد ته نوره مړۍ په خوله کې ښکاره کېده، خو له دې خبر نه و، چې بری د چا په برخه دی؟! هغه چې کله ورنږدې کېده، نو لښتې خپل پښه راټوله کړه. سترګو يې په وسو وسو د هغه مخ ليده، چې کله ښه ورنږدې شو، نو په خپل ټول زور يې په مخ په کلکه لغته وواهه. هغه وړاندې وغورځېد. له دې سره يې د کينې او بدل اور په غرغړو شو او په لږ وخت کې يې د هغې پر نازک مخ او نور بدن د سوکانو او لغتو باران جوړ کړ. د هر مرګوني ګوزار سره به د لښتې خپل مور و پلار سترګو ته ودرېدل. هغه په خپل شوم قسمت ډېره خپه وه. په زړه کې يې خپلې مور و پلار ته په دې ښېرې شروع کړې، چې هغوی ولې ناوخته کړ؟! د هغې په وینو سور مخ باندې د بېوسۍ اوښکو ډنډونه جوړ کړل. لښتې پوره يو ساعت مقاومت وکړ، خو د ښځې او نر خدای نه ده برابره کړې. وروستیو ګوزارونو هغه ډېره کمزورې کړه. هغه دومره ژوبله شوې وه، چې نور يې د مقاومت لپاره د يوې شېبې توان هم نه درلود، خو زړه يې لا په ښه بد پوهېده. نويد چې د هغې ناتواني وليده، نو د هغې د عصمت لوټلو ته رانږدې شو. لښتې خدای ته په خپل زړه کې د خپلې پاکۍ لپاره د اخري ځل لپاره دعا وکړه. بيا يې له خدایه وغوښتل، چې کاش چې مور وپلار يې همدا اوس راورسېږي. نن د هغې د عزت د يوه داسې چا له خو تالا کېدونکی و، چې هغې يې کله هم فکر نه و کړی. زړه يې و، چې د وروستي ځل لپاره ورته زارۍ وکړي، خو په دې پوهېده، چې ترې خلاصېدونکې نه ده. یو ځل بيا يې خدای ته په زړه کې تېر شول:

ــ (که نن دې له دې لېوه نه وژغورلم، نو ټول کال به ستا لپاره روژې ونيسم).

هغې يو ځل بيا خپلې پښې او لاسونه راټولول، خو د دې وس يې نور نه و. ښه و، ژبې او شونډو يې د دې توان پيدا کړ، چې په ډېرې بېوسۍ نويد ته ووايي:

ــ( څراغ مړ که، چې مخ خو دې و نه وينم!).

هغه ته دا خبره مناسبه ښکاره شوه. د لښتې له پښو په خوشالۍ پاڅېد، خو له دې خبر نه و، چې د لښتې په دعاګانو پرېښتو امین کړی و. هغه چې څنګه د برېښنا تختې ته لاس وروړ، نو سمدستي يې ګوتې د برېښنا لوڅ مزي داسې کلکې ونيولې، چې ايله يې په مرګ پرېښود. هغه لکه د لرګي مجسمه د لښتې د پښو سره پړمخې ولوېد او لږ ساعت وروسته شېرخان د مردارې غوندې د خپل خوريې مړی ډېران ته په راکښلو بيا رسولی و.

۲۰۰۰

څمکني ــ پېښور‎





                                                                                                                                             کرکه



هغه د ساز دښمن و. توتي ګل که نور هېڅ نه لرل، نو دې کار ته خو به بايلدې ناست و، چې د ساز ډولونه وشکوي. هغه چې به کله د منګي اواز واورېد، نو بيا به لکه شيتۍ د سترګو په رپ کې هغه ځای ته رسېدلی و. د مجلس یاران چې به د هغه له راتګه خبر شول، نو هر څه به يې په ميدان پرېښودل.

هغه کې عجيب دهشت و. لوړه ونه، سور کوسه مخ، چې د غوسې پر وخت به ترې لمبې پورته کېدې. هغه به ويل:

« که خدای راته د يوې ورځې پاچاهي راکي، نو اول به زه د ډمانو خوښ شم! د دوی په حساب زه ښه پوهېږم.»

خو د هغه سره د ګل نور په دې ورانه شوه، چې تېره شپه يې د هغه مېلمانه وهلي وو. ګل نور يو مست او بې پروا دوکاندار و. دوکان يې له هوټله کم نه و. شپه او ورځ به په کې د راز راز سندرغاړو کېسټې غږېدې. په توتي ګل به دا غږونه ډېر بد لګېدل. توتي ګل به له ځانه سره ويل: « تشه لاسه ته مې دښمن يې!»

هغه به ورته له ناکامه څه ويلای نه شو. توتي ګل د ګل نور پوروړی و، خو په کومه شپه چې ګل نور له ښاره سندرغاړي راوستل، نو دا ورته ډېره بې مناسبه ښکاره شوه. هغه لومړی د ګل نور هوجرې ته لاړ او په ډېره پسته ژبه يې هغوی ته وويل:

ــ  ستاسو زړونه دا څنګه مني؟! اخر د خدای له قهره ووېرېږئ! هره ورځ د وينو رودونه بهېږي. ظالمانو! دا د شیطان خويونه پرېږدئ!

د دې پر ځای چې هغوی د توتي ګل خبره منلې وای، هغه ته يې په سپورو ستغو پيل وکړ:

« د نر غوندې يې کوو، ته څوک يې؟! په رڼا ورځ ډمان او ...، لاس دې خلاص.» 

له دې سره پرې توتي ګل بسم الله کړه او تر څو چې هغوی خوځېدل، نو بيا يې په دوه درېو کسو سرونه مات کړي وو.

توتي ګل ته دا جګړه ډېره بده تمامه شوه. د سبا ورځې په مازيګر ګل نور د خلکو په مخکې توتي ګل ته ډېرې ردې بدې وويلې. توتي ګل چې کله پر هغه ګوزار کاوه، نو ګل نور ورته وويل:

ــ که دومره نر يې اول دې پور خلاص که!

رښتيا چې « پور د نر مېړه دی». د پور په يادولو سره د توتي ګل پر بدن زلزله راغله او کرار ورته ودرېد.

تر دې وروسته به ګل نور هغه هره ورځ د خلکو په مخ کې سپکاوه. توتي ګل به ورته له قهره نينې شو، خو له مجبوريته به ورته د ګونګي غوندې ولاړ و.

هغه په خپل ټول ژوند کې دومره سپک شوی نه و، لکه ګل نور، چې په څو ورځو کې د باد بڼکه کړ. محبوريت بد څيز دی، ګنې ټولې يې زر روپۍ وې، خو د بې شرمۍ يې حد نه و. اخر د سپين ږيرو له خوا داسې فيصله وشوه، چې توتي ګل بايد په يوه مياشت کې ګل نور ته روپۍ ورکړي.

توتي ګل له دې پرېکړې ډېر راضي و. هغه ايله د سکون ساه واخيسته. هغه غريب و، خو د ښه نوم خاوند و. هغه ټولو خلکو د يوه صادق او ايمانداره انسان په توګه پېژانده. هغه يوه مياشت هم د ځان لپاره پوره غنيمت وګڼله، خو سره له دې خپل پور ته حیران و. وايي، چې « د ستړو ځای مېره وي»، سپين جومات ته په مزدورۍ پسې لاړ. هغه به هر سهار د مزدورانو دې هډې ته تللو. څو ورځې لاړ، خو چا هم کار ته و نه نيو. په لسمه ورځ يې مزدوري وموندله. هغه ډېر خوښ و. له ځانه سره يې له مخکې نه د مزدورۍ روپۍ شمېرلې. هغه بايد د جمعو د ورځو سره شل ورځې کار کړی وای. هغه بايد د جرګې د سپين ږيرو وعده راتلونکو شلو ورځو کې پوره کړې وای.، خو توتي ګل کله دومره بخت درلود. نهه ورځې کار يې لا نه و کړی، چې ماشوم زوی يې موټر وواهه. اولاد له بده ځايه وي، د ګل نور لپاره ګټلې روپۍ يې په خپل زخمي زوی ولګولې. د هغه د زوی پښه ماته وه، وينې ته يې اړتيا وه. د ده روپو ايله دومره وکړل، چې له مرګه وژغورل شو، د زوی علاج يې ډېرې روپۍ غوښتې.

زوی يې په روغتون کې و، چې دوه ورځې نور هم کار ته لاړ. د هرې ورځې په تېرېدو به هغه ډېر خپه کېده. هغه پوه شو، چې له ګل نور سره کړې وعده يې نوره نيمګړې ښکاري، نو مزدوري يې هم پرېښوده.

یوه ورځ د خپل يوه دوست کره لاړ. هغه ته يې د خپل بد حالت کيسه وکړه. هغه ورته وويل:

ــ اشنا ته همداسې ښه يې! خلکو ته وګوره کومې درجې ته ورسېدل؟! او ته! او تا چې صداقت کاوه، په جهاد کې دې د چا مال نه خوړ، نو نن دې دا حال دی، چې د ګل نور غوندې لوفر انسان دې هم سپکوي. ما خو درته له اول نه ويلي و، خو تا له ځانه ملايکه جوړه کړې وه!! توتي ګل د خپل دوست خبرو ته ښه په ځير غوږ نيولی و. تر يوه اوږده اسويلي وروسته يې ورته وويل:

ــ اوس لار راښايه! زه خو د ګل نور بې شرمۍ نور پوزې ته راوستی يم.

دوست يې ورته په استادانه لهجه وويل:

ــ  کابل ته لاړ شه، حکومت نشته، خلکو په کې مزې وکړې او بيا تا غوندې تکړه سړی خو به ترې د سپينو او سرو سره راشي!

په توتي ګل دا خبرې ډېرې بدې ولګېدې او په غوسه يې ورته وويل:

ــ ته زما نه غل جوړوې؟

هغه ورته بيا وويل:

ــ اشنا غلا دې نه کوله، چې دا حال دې دی. دې پسې مه ګرځه. نه ګورې، چې خلکو څه و نه کړل؟! ګوره انقلاب په ختمېدو دی، بيا به د مچ غوندې منګولې مروړې، خو وخت به درنه تېر وي. خلکو روغ ټانکونه خرڅ کړل، طيارې يې کباړ کړې، نوره دې خپله خوښه. دوست يې دا ټولې خبرې په همدردانه انداز کې وکړې.

توتي ګل تر ډېرې شېبې غلی و. هغه خپل ذهن ته هغه خلک راوستل، چې څو کلونه مخکې يې هېڅ هم نه لرل، خو اوس د کورونو، موټرونو او شتو خاوندان وو. هغه ته يو ځل بيا خپل تېر وختونه راياد شول.

که څه هم هغه له زړه نه دا نه شوه منلای، چې غلا دې وکړي، خو چې خپل تېر کړاوونه او سرښندنې يې په ياد شوې، نو د خپل دوست خبرې ورته ښې ښکاره شوې. هغه فکر وکړ، چې زما دوست رښتيا وايي. زما د جهاد او مېړانې قدر چا هم و نه کړ. که داسې نه وای، نو د ګل نور غوندې سړي به زه هره ورځ د خلکو په مخکې ولې سپکولم؟! او کله چې يې خپل زخمي زوی رایاد شو، نو بيا ورته د دوست خبرې د کاڼي کرښې ښکاره شوې او په رو غوندې يې وويل:

ــ ما سره خو د کابل د تګ کرايه نشته.

دوست يې ځواب ورکړ:

ــ کرايه به درته خير دی، زه له کوندل نه په سود واخلم. کله چې راغلې، بيا به يې ورکړې. سبا ته راشه، ما به درته روپۍ پيدا کړې وي.

توتي ګل لاړ، د شپې يې خپله غوټه جوړه کړه او د کابل د تللو نېت يې وکړ.

سهار وختي د خپل دوست کره لاړ. هغه ورته د سود افغانۍ ورکړې او ورته يې وويل:

ــ که زما د ورور واده نه وای، نو زه هم درسره تللم.

توتي ګل کابل ته رهي شو. هغه د کابل تللو ته ډېر خوښ و. دا يې پنځلسم کال و، چې کابل يې ليدلی نه و، خو سره له دې هغه ته خپل ځان ډېر بد ښکاره کېده. له ځانه سره به يې ويل: خلکو رښتيا ويلي، چې « خدايه غريب مې مه کړې، چې غل به شم». هغه په خپل ټول ژوند کې غلا نه وه کړې او نن پخپله په رڼا ورځ په غلا پسې روان و. څو ځله يې په زړه کې وګرځېدل، چې بېرته راستون شي، خو چې د ګل نور پور به يې رایاد شو، نو پښې به یې سستې شوې. د هغه د سوچونو دا لړۍ هغه وخت ختمه شوه، چې کلېنر خلکو ته وويل:

ــ وروره کوزېږئ، دا کابل دی.

د کابل په ليدلو ډېر خوښ شو، خو چې د هغه ځای ګډوډيو ته يې وليدل، نو ډېر خوابدی شو. هغه پنځلس کاله مخکې هم کابل ليدلی و، چې د کرارۍ او نظم يې په نړۍ کې جوړه نه وه، خو اوس په هره کوڅه او څلور لارې کې بېل بېل حکومتونه او په ټوله مانا ګډوډي وه.

په لومړي سر کې خو توتي ګل حيران و. هغه چې به هر څوک ليدل، نو تش لاسي به نه وو. د چا به قالينې پر اوږه وې، څوک به د یخچال لاندې بيټ بيټ کېده او د چا به هم اوسپنې په شا وې. د کابل ښار عجيبه منظره درلوده، تا به ويل ګنې د غلا مسابقه روانه ده.

توتي ګل لا خلکو ته کتل، چې يوه چا يې پر اوږه لاس کېښود. دا د هغه وطندار و. توتي ګل يې له ځانه سره بوت. هغه چې کله د خپل وطندار ملګري وليدل، نو په سترګو يې ورته تياره شوه. ټولو د چور او تالان خبرې کولې. ټول بې رحمه خلک ښکاره کېدل. د دوی مخو ته راز راز د غلا سامانونه پراته وو. توتي ګل يې ورمعرفي کړ. د روسانو سره په جنګونو کې يې د هغه د شهامت ډېره ستاينه ورته وکړه.

توتي ګل د زمانې دې رشخند ته حیران و. هغه کله هم د داسې خلکو په مجلس کې ناست نه و، خو اوس يې د ګروپ په غړيو کې ګڼل کېده، خو بيا به يې زړه ته په دې تسل ورکړ، « چې اوسې په خوی به د هغو سې».

هغوی ډېر فعال خلک وو. سهار وختي يې په خپلو عملياتو پيل وکړ. هغوی يو پخوانی پوځي مرکز تر خپلو تالاني بريدونو لاندې ونيو. توتي ګل حيران و، د هغه کارتوس، چپرکټونه، قالينې او نور شيان خوښ نه شول. په ټولو شيانو کې يې يو لوی بکس انتخاب کړ. بکس ته لوی قلف پروت و. بکس يې په ډېره بيړه پر اوږه کړ او په منډه ووت. ملګرو يې چې وليد، نو د حرص له کبله ورپسې ټولو ورمنډې کړې. يوه په کې غږ کړ:

ــ چېرته يې وړې؟ په بکس کې درسره موږ هم شريکان یو!!

توتي ګل په داسې حال کې، چې له بکسه سره يې منډې وهلې، مخ ورواړاوه او ورته يې وويل:

ــ هسې بې ځايه ځانونه مه ستړي کوئ، دې کې شريک مريک نشته. هر چا خپله برخه په شا کړې ده. که په منډو راپسې ځانونه مړه هم کړئ، په والله که يې رانه واخلئ! خو هغوی د توتي ګل خبره و نه منله او ټول ورپسې وو، خو د هغوی هڅه او کوښښ بې ځايه وو. د توتي ګل ګامونه لوی او ګړندي وو، لږ ساعت وروسته ترې ټول پاتې شول.

هغه لا د ښار لوی چوک ته نه و رسېدلی، چې د پوستې سړيو ونيو. هغوی په دې تاکيد کاوه، چې بکس ورته بېرته شي، خو توتي ګل دا کله منله. اخر فيصله په دې وشوه، چې د پوستې کسانو ته رشوت ورکړي. دوه زره افغانۍ يې ورکړې او لاړ. د ښار په هره برخه کې داسې کسان وو، ځکه يې نو غوره وګڼله، چې له ښاره بهر په يوه ګوښه ځای کې بکس پرانيزي. په زر افغانۍ يې ټکسي کرايه کړ. تر ښه مزله وروسته داسې يوه ځای ته لاړ، چې څوک هم نه وو. د بکس په بېرته کولو يې پيل وکړ، خو بکس څه داسې بکس نه و. هغه چې هر څومره خواري وکړه، قلف قسم کړی و، چې خلاص نه شم. له ناچارۍ يې بکس په شګو کې خښ کړ. ښار ته لاړ. په يو نيم زر افغانۍ يې فولادي اره واخيسته. هغه ډېر خوشاله و او په دې ډېر خوښ و، چې په بکس کې ورسره څوک هم شريک نه و. د قلف په اره کولو يې پيل وکړ. په زړه کې يې وګرځېدل، چې لومړی به ګل نور ته روپۍ پر مخ وروولم. بيا يې زوی راياد شو. خدای خبر هغه به لا نور څومره سوچونه کول، چې قلف يې اره کړ. بکس يې بېرته کړ. په ژبه يې بسم الله تېره کړه. د بکس په بېرته کولو يې دوه نوې عسکري رنګه کمپلې وليدې. د کمپلو په ليدلو يې زړه ټک وکړ، خو بيا هم نااميده نه شو. هغه فکر کاوه، چې ګنې دا د اصلي مال د حفاظت لپاره دي، خو د هغه د خيالونو ماڼۍ هغه وخت ړنګه شوه، چې د کمپلو تر ليري کولو وروسته يې يو لوی ډول وليد. دا د عسکرو د موزيک لوی ډول و. د ډول په ليدلو يې پر زړه تياره راغله. هغه خپل سر په دواړو لاسونو کلک ونیو او بيا يې ډول ته يوه کلکه لغته ورکړه او تر هغه يې ورته د لېونو په څېر کتل، چې يوې لويې کندې ته ولوېد!!!

۱۳۹۳

زرګر اباد ـــ پېښور

 



                                                                                                                          سلګۍ په لوېديځ کې



هره ورځ به يې د کور وره ته سترګې څلور کړې وې. د شپې تر ناوخته به يې خپلو کې ډېره خوشالوونکې مرکه کوله. له څو میاشتو راهیسې د يوه زېري په تمه وو. له ډېر انتظاره پرې هره شېبه د اوړي د روژې غوندې اوږده تېرېده. ټول کور زېري ته غوږ غوږ و، چې يو ماښام ورته ليک ورورسېد. د کور لوی او واړه ترې چاپېره کېناستل او په پوره بې صبرۍ چې يې ليک پرانیست، نو په کې ليکل شوي وو:

« ګرانه پلار!

د خپلې سپېرې لور سلامونه ومنه. له هغې ورځې نه چې راغلې يم، نو د دوزخ په لمبو کې سوځم. کاشکې په وړوکوالي کې مړه وای، چې اوس مې له غمه خلاص وای. زه نوره په خپل ژوند ډېره تنګه یم. زه له يوه داسې بې ننګه سره یم، چې د غيرت نوم نه پېژني. هره ورځ مې زړه وي، چې خپل ځان پخپله مړ کړم، خو له مخکې نه مې دا کار ځکه و نه کړ، هسې نه چې تاسې مې له کیسې خبر نه شئ.

خوږې مورې!

 زه بې له اوښکو تويولو بل څه نه لرم. دا دی تا ته مې هم په ليک تويې کړې. مورې، خبرې مې په زړه وې، خو رانه هېرې شوې. ما ته ډېر زر جواب راولېږئ، چې څه وکړم؟!

ستاسې خواره سلګۍ».

د لیک لوستل نه و، سم د قيامت غږ و. د کور ټول غړي داسې شول، لکه چت چې پرې لوېدلی وي. د ټولو له مخونو رنګونه والوتل او وېروونکې چوپتيا پر ټول کور خپره شوه. ګرم نه وو، په هغوی داسې کانه وشوه، چې اټکل يې نه کېده. له ډېره وخته هغه د چا خبره چې د پښو پر څوکو ناست وو. خدای زده چې د تګ لپاره يې په پتلونونو، نېکټايې ګانو او بهر ته د تګ نورو ضروري توکو په رانيولو څومره روپۍ لګولې وې؟! د هغوی تګ دومره باوري و، چې خپلوانو او دوستانو به يې ورته سترې سترې مېلمستياوې کولې. له جرمني سره له ډېرې مينې له امله به ټولو د شپې پتلونونه واغوستل او په کوټه کې به خارجيانو ته ورته حرکتونه او انګليسي له هره کونجه پيل شوه. د انتظار په دغه موده کې به داسې شپه نه وه، چې هغوی به د انګرېزانو د اکټونو تمرين نه کاوه، خو د سلګۍ ليک يې پر ټولو اميدونو خاورې واړولې او حيران په دې وو، چې سلګۍ ته کومه داسې پېښه ورپېښه شوې ده، چې دوی يې په وير اخته کړل؟! هغوی دې ته لاس تر زنې او حيران وو، چې سلګۍ ولې د خپلې غميزې څرنګوالی په ليک کې نه دی ليکلی؟! ښه ساعت وروسته يې پلار له ډېرې اندېښنې خپل سر دېوال ته ولګاوه او لا يې له غمه سترګې نه وې پټې کړې، چې صیاد او سلګۍ يې سترګو ته ودرېدل، هغه صیاد چې درې مياشتې مخکې يې له سلګۍ سره په يوه هوټل کې داسې شاندار واده وکړ، چې ټول بلونکي، په ځانګړې توګه ورته نجونې هکې پکې وې. صیاد يو شيک کوټلی د څلوېښتو کلونو ګردی ځوان و، چې په جرمني کې اوسېده. هغه يوازې او يواې د دې لپاره راغلی و، چې دلته واده وکړي. هغه چې به کله کوم کور ته لاړ، نو داسې روپۍ به يې بادولې، چې ټول به ورته ګوته په غاښ شو. د هغه له موخې چې کله خلک خبر شول، نو ډېرو به هڅه کوله، خوله ورسره په يوه نه يوه بانه شريکه کړي، خو صياد هم هغه د چا خبره « د هانګ کانګ نشپاتۍ خوړلې وې».

هغه د يوې داسې جنۍ په لټه کې و، چې د حورې غوندې ښکلې او د ګلاب د لښتې په څېر تاده وي. په دغو غوښتنو پرته له سلګۍ بله جنۍ نه شوه کېدای. هغه چې کله د سلګۍ له ښکلا او نوې ځوانۍ خبر شو، نو د يوه دوست په خوله يې له مامور سليم نه د ځان لپاره سلګۍ وغوښته. د هغه په لور ډېرې درنې درنې مرکې کېدې، خو د خپلې لور سره د ډېرې مينې له کبله يې د ورکړې زړه پرې نه کېده او کله چې د صیاد استازی هم راغی، نو د مامور صیب زړه و، چې ځواب يې کړي، خو چې مېرمن يې خبره شوه، نو په هغه يې سم قيامت راکښته کړ او ورته يې وويل:

ــ خلک يې په اسمان غواړي او موږ ته خدای په ځمکه راکړ او اورېدلي مې دي، چې څوک لور ورکي، نو ټوله خسرګنۍ هم خارج ته وړي. سړيه! ګوره تېر تې نه شې!

هغې چې کله خپلې خبرې تمامې کړې، نو مامور صيب ورته په سړه سينه وويل:

ــ ښځې! يو خو سړی ډېر پوخ او مټکور دی. زموږ يوه لور ده، تر اوسه لا اولس کلنه نه ده او بله دا چې زه يې نه له اصله خبر يم او نه له نسبه!

د هغې مخ د دې خبرو په اورېدو تک سور شو او په غوسه يې په يوه ساه وويل:

ــ نارينه چا زوړ کړی دی؟! د شپېته کلنۍ پورې خو هر سړی ځوان يي او پاتې شوه د مټکور خبره، اول ځل هر نابلده سړی، بني آدم ته مټکور ښکاري. پردي همداسې خپلېږي او که ستا زړه يي، چې خپلوانو تی ورکو، نو نن دې هماغه خپل دی، چې په درد دې دوا شي. خپلوان دې په توپ والوځي. او دا هم واوره! دې وخت کې هماغه څوک سړی دی، چې په خارج کې اوسېږي.

د خپلو خبرو په پای کې يې زياته کړه:

ــ د سلګۍ پلاره! هغه به کوم وخت يي، چې دواړه د جرمني په پارکونو کې هر ماښام چکر وهو؟! ګوره سړيه! له سره به زلمی شې!!

د مور خبرې يې د اولادونو هم ډېرې خوښې شوې او يوه په کې وويل:

ــ زه به مې د صیاد لالا سره بيا هلته پينګ پانګ کوم. بل راټوپ کړ او ويې ويل:

ــ زه به ورسره په سوېمېنګ پول کې لامبم.

ديارلس کلن زوی يې د کوټې په منځ کې په فلمي انداز کوږ ووږ ودرېد او ويې ويل:

ــ ډېډ! زه به د صیاد لالا سره په ټيټانيک فلم کې کار کوم.

د ده په خبرو ټولو وخندل او د ډېډ توری د ټولو دومره خوښ شو، چې له هغې ورځې وروسته به بې له سلګۍ نورو ټولو مو و پلار ته مام او ډېډ وايه.

سره له دې چې د مامور سليم دې خپلوۍ ته دومره زړه نه کېده، خو چې د مېرمنې او اولادونو له خارج سره بې کچه مينه ورښکاره شوه، نو له ناکامه يې د انکار وسله کېښوده او د صياد استازي ته يې هو وکړه.

 د سلګۍ کوژدن وشوه او مياشت لا تېره نه وه، چې ښه په دز و دروز کې يې واده هم وشو. تر واده وروسته به صیاد هر وخت ټولو ته د جرمني د وړلو ډاډ ورکاوه. هغه په دې موده کې ټولو ته ډېر ګران شو، خو سلګۍ به غمجنه مالومېده.

د تګ پر ورځ صیاد يو ځل بيا جرمني ته د هغوی د زر رابللو وعده وکړه. تر هوايي ډګره چا بکس، چا خورجين او ځينو ورسره نورې غوټې په شا کړې وې او په داسې حال کې چې د ټولو سترګې له اوښکو ډکې وې، له صیاد سره يې خدای پاماني وکړه. صياد سلګۍ څه موده وروسته جرمني ته وغوښته.

تر دې وروسته چې مامور سليم د سلګۍ د ليک په برخه کې فکر کاوه، نو مېرمنې يې د هغه د خيالونو هار دانه وانه کړ او په لوړ غږ يې وويل:

ــ څنګه غلی يې؟ زر کوه د لور غم مې وخوره! زه خو به مړه شم!

په دې خبرو مامور سليم د لېوني په څېر په درانه وجود له ځايه ټوپ کړ او په ورو يې ورته وويل:

ــ خدای به خير کړي، خو هسې يوه خبره درته کوم، چې له دې غمه به مو څه غوښتل. يوه لور مو وه، خدای پوهېږي، چې ستاسې په خارج مينو له لاسه به پرې اوس څه تېرېږي؟! نږدې ځای نه دی، چې پوښتنه يې وکړم.

د هغه لا نورې خبرې په خوله کې وې، چې مېرمن يې په ژړا شوه. د شپې يې سلګۍ ته په ليک کې د ټول کور ژورې اندېښنې وليکلې او د ورپېښې شوې ستونزې په هکله يې ترې ډېر زر او پوره مالومات وغوښتل.

د سلګۍ د ليک په انتظار به هره ورځ د واورې غوندې ويلي کېدل. تر ډېرو ورځو لکه عصبي ناروغان له ځانونو نه وو خبر. په شلمه ورځ ورته د سلګۍ ليک ورورسېد او چې يې پرانیست، نو په کې ليکل شوي وو:

« ستاسې ليک راورسېد. په تېر ليک کې مې له ډېر غمه اصلي خبره هېره شوې وه. زه چې کله دلته راوستل شوم، نو دوه ورځې وروسته هغه بې ناموسه صیاد زه يوه اویا کلن بوډا ته وسپارلم او راته ويې ويل، چې ستا حقيقي مېړه دا دی. ما دواړو ته ځولۍ ونيوله، د هغوی زنې مې ونيولې، خو يوه هم راباندې رحم و نه کړ. زه اوس د همدې زاړه سره سره، چې د نيکه د پلار په عمر مې دی، خپل مرګ ته شپې شمارم. وزرې نه لرم، چې درشم او دلته هم ړنده کڼه يم».

د ليک په لوستلو مامور سليم پر ځمکه نسکور ولوېد. مېرمنې يې له ډېره غمه د لېونو غوندې کړيکې کړې. هغه چې څه وخت وروسته په سد شو، نو د لور نااشنا غم ته فکر يووړ او ناببره يې له ځانه سره وويل:

ــ که دلته يې راغواړم، نو خپلوانو ته به مې څه وايم؟! که ورته ووايم، چې مه راځه، نو له غمه به مړه شي. له دې سره يې قلم راواخیست او دا ليک يې بوډا ته وليکه:

« نامالوم او بې پته بوډا!

لوی خدای دې په هغه جهان کې هم په غمونو ککړ کړه. نه پوهېږم، چې ته له کوم ذاته يې؟! تا د يوې معصومې جنۍ ژوند برباد کړ. سلګۍ دې د کړوسۍ په ځای ده او بيا ستا وجدان دا څنګه مني، چې، هغه خو يوه میاشت د بې پته صیاد مېرمن وه، خو سره له دې که سلګۍ صیاد ته وسپارې، زه به دې تر مرګه احسانمن يم. خير دی دا ښه راسره وکړه.

د بدبختې سلګۍ په غم اخته پلار.»

هغه ليک د سلګۍ په پته بوډا ته ولېږه او د سلګۍ لپاره هم د ليک ځواب ته منتظر و. يوه میاشت وروسته د بوډا ليک ورورسېد او چې کله يې پرانيست، نو په دې کرښو يې سترګې ولګېدې:

« عزتمن خسر صیب!

ستاسې له مهربانۍ ډک ليک راورسېد. تاسې به خبر ياست، چې زه يو سيولايز ( متمدن) انسان يم. ما ته دا مهمه نه ده چې سلګۍ يوه میاشت د صیاد سره وه. زه افسوس کوم، چې په يویشتمه پېړۍ کې، چې د انټرنېټ زمانه ده،د يو داسې تنګ نظره انسان زوم يم او په دې وخت کې په دومره وړو خبرو پسې ګرځي. د عمر په برخه کې عرض دا دی، چې دلته منځنی عمر ۸۰ کاله دی، نو په دې حساب تاسې باید ما يو پوخ زلمی وګڼئ. سلګۍ ته هېڅ تشویش مه کوئ. يو څو کاله وروسته به يې زه بيا پخپله درولېږم. زه به ورته بيا ضرورت نه لرم.

ډنکا شون

ستاسې منلی زوم

 ».K.D

۲۰۰۰ څمکني ــ پېښور


                                                                                                                                       د پيشو سترګې


موږ کره ، چې کومه پيشو اوسېده، نو ښکاره يې پر نورو پيشوګانو غوره والی درلود. هغې به کله هم د کور په لوښو کې خوله نه وهله او نه به يې د نورو پيشوګانو غوندې بېځايه مياو میاو کاوه. چې به کله وږې شوه، نو د دروازې سره به راته مخامخ کېناسته او يوازې په يو ځل کتو به يې په سترګو کې دا راوښوده، چې ګنې وږې ده. ما به هم د ډوډۍ وړه ټوټه وروغورځوله او د دې پر ځای چې زما په مخکې يې وخوري، د کور برنډې ته به لاړه.

ما ته یاد نه شي، چې دا پيشو چې له ډېر توروالي به يې کله نه کله وېښته ځلېدل، کله موږ کره راغلې وه؟! زه چې به له ښوونځي نه کور ته راورسېدم، نو په وره کې به راته ناسته وه او په سترګو کې به يې په داسې نظر راکتل، لکه ستړي مشي چې راته کوي. موږ دواړه د يو بل په ژبه نه پوهېدو، خو له ما سره يې اړيکې داسې وې، لکه يو تکړه ارواپوه، چې د ناروغ په ظاهري او باطني احساساتو پوهېږي.

په کومه ورځ چې به خوشاله وم، نو هغه به په ځانګړو خوشالوونکو حرکتونو ما ته راغله، زما په خوا کې به د پړانګ په څېر وغځېده، د سترګو ګاټي به يې څو ځله کښته پورته کړل او چې کله به مې د مننې په توګه د هغې په نرۍ او پسته ملا او وړوکي برګ سر دوه درې ځله لاس تېر کړ، نو له ډېرې خوښۍ به يې لکۍ وښوروله او بيا به يې په خفيف ډول زما پېرزوينه په خپل میاو ونمانځله. کله چې به غمجن وم، نو هغه به هم د کور په کومه برخه کې غلې ناسته وه. په داسې وختونو کې به مې چې کله وروکتل، نو هغې به هم په ځانګړې پوهه د خپګان نښې په خپلو سترګو او مخ کې څرګندې کړې.

د وخت په تېرېدو به مې د هغې سره مینه ډېرېدله او بيا داسې وخت هم راورسېد، چې د هغې په سترګو کې به راته د يوه انسان د سترګو غوندې هر څه ښکاره کېدل، خو زما او د هغې په سترګو کې دومره توپير و، چې زه انسان وم او د پېرزوينو ټولې وسيلې له ما سره وې، نو ځکه به د هغې سترګې زما د ښو پوروړې وې. د سترګو همدغه روحاني تړون و، چې یو له بل سره مو نه تشرېح کېدونکې مینه د زړونو په تل کې دېره شوه.

يوه ورځ چې ښوونځي ته تللم، نو په هغه سهار ډېر خوشاله وم. ډېره موده وروسته موږ کره چرګ حلال شوی و. په هغه سهار مې له ډېرې خوښۍ ښوونځي ته وچه ډوډۍ، چې معمولاً ماشومانو به له ځانه سره وړله، هم يونوړه. درې ساعتونه راباندې د سترګو په رپ کې تېر شو، خو اخرني ساعت ته مې د انتظار شېبې شمارلې، چې يو وخت د چرګ په خيالونو کې د رخصتۍ زنګ وکړنګېده او په تلوار تلوار چې کله کور ته ورسېدم، نو پیشو راته د کور په وره کې د پخوا غوندې ناسته وه. په منډه کوټې ته لاړم، خو چې کله مې دسترخوان ته وکتل، نو په کاسه کې پرته له ښوروا بل څه نه و او مخکې له دې چې زه پوښتنه وکړم، په خواشينۍ راته وويل شول:

ــ « ميرات مړې پيشو دې برخه خوړلې ده».

د دې خبرې په اورېدو مې سر له غوسې نه لمبې وکړې. پیشو ته مې دومره غوسه راغله، چې حد يې نه و. زړه کې مې وويل، چې رښتيا هم ځناور دی.

زه دومره په قهر وم، چې د پیشو له مرګه پرته مې په بل څه خوا نه سړېده. مخامخ چې مې وکتل، نو پیشو په برنډه کې وه. له همدې سره پاڅېدم او لال جان ته چې زموږ مزدور او زما همزولی و، ورغلم. له هغه سره مې د پیشو د وژلو مشوره وکړه.

لږ وخت وروسته مو پیشو کوټې ته ننویسته او دروازه مو کلکه بنده کړه. موږ دواړو سره د لرګي کوتکونه وو او لکه چې هغه مو له نېته خبره وي، يو ځل يې په معصوميت راته راوکتل، خو زما له سترګو نه هغه وخت هر ډول ميني او رحم کډه کړې وه.

لال جان چې کله پرې لومړی وار وکړ، نو په منډه زما له پښو سره پرېوته، خو د دې پر ځای چې زه يې وبښم، نو ما هم بېدرېغه ووهله. تر ښه ساعت وهلو وروسته يې بدن په خپلو وينو رنګ رنګ شو. موږ د هغې په وهلو ځانونه ستړي کړل، خو رښتيا چې  ( د پیشو اوه ساه ګانې وي). تر يوه ساعت مرګوني وهلو وروسته هم، هغه ژوندۍ وه، خو چې کله پر ځمکه پرېوته نو بيا مې له يوې پښې ونيوله او د جوارو د يوه لوی پټي په منځ کې مې وغورځوله. کور ته چې کله  ورغلم او د ډوډۍ تر خوړلو وروسته مې د لوږې شيطان ارام شو، نو ناببره په خپلو کړو ډېر پښېمانه شوم. په دې خپه وم، چې د لږې غوښې له امله مې خپله د ډېرې مودې ملګرې وژلې وه. اوف، څومره لوی ظلم دې وکړ؟! په زړه کې مې دا ډول خبرې تېرېدلې، چې له کوټې ووتم، خو بهر ته په وتلو مې داسې څه وليدل، چې په ليدلو يې راته ځان نور هم یو نه بښوونکی قاتل ښکاره شو. د تناره سره زما د چرګ په برخې نورو چرګانو ټونګې وهلې. له ځانه سره مې وويل:

ــ دومره ظلم؟! بې ګناه دې مړه کړه، هغې خوارکۍ خو ستا برخه هم نه وه خوړلې او تا؟!

مازيګر مهال و، چې له کوره ووتم. د جوارو پټي ته په منډه لاړم. زړه کې مې ويل، چې کاشکې ژوندۍ وي. زخمونه به يې ټکور کړم، وبه يې نازوم، ګوندې ښه شي، خو درېغه، ټول پټی مې پسې چاڼ کړ، خو پیشو ترۍ تم شوه.

د شپې د خوب پر وخت په خپلې کړې ګناه ډېر وېرېدم. د هغې سترګې به مې سترګو ته ودرېدې. ډېر کوښښ به مې وکړ، چې د پيشو خيال له زړه نه وباسم، خو د خوب پر وخت به مې بيا رایاده شوه. د هغې په وینو سور بدن به مې سترګو ته ودرېد او دغسې به بيا هر وخت په خوب کې نا ارامه وم، خو لس ورځې وروسته يوه شپه خوب يووړم. د شپې ډېره برخه به تېره شوې وه، چې له پښو سره مې د کوم شي خوځېدا احساس کړه. ما لا خپلې پښې ته پوره لاس نه و وروړی، چې له دې سره مې پر بدن څه شي راټوپ کړ. زه په هیبت له خوبه راپاڅېدم. د څراغ تتې رڼا کوټه لږه روښانه کړې وه. سترګې مې زر زر ومښلې، خو چې کله مې له پښو پيشو لږ څه اخوا وليده، نو له وېرې مې کړيکه کړه. پیشو هماغه وه، خو دا ځل يوازې نه وه. هغې د يو اوږد مار سر په خپلو تېرو غاښونو کې کلک نيولی و او د مار لکۍ يې له غاړې تاوه وه. لږه شېبه وروسته يې مار پرېښود. مار د خونې پر فرش مړ پرېوت او بيا يې په يوه داسې نظر راوکتل، چې زه يې په خپلې کړې وفا تر تله د خپلې نېکۍ پوروړی کړم. هغې زه له مرګه ژغورلی وم. زما په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. ډېره هڅه مې وکړه، چې د پخوا په څېر په مینه وروګورم، خو ما د هغې سترګو ته ځکه نه شو کتلای، چې په سترګو کې يې داسې څه پراته وو، چې زما سترګې يې د خجالت له امله له ليدلو ناتوانه وې!!

۲۰۰۰

څمکني ــ پېښور



                                                                                                                                             اویا کلنۍ کې



    ابراهيم اکا چې به څنګه چا وليد، نو په يو ځل ليدو به يې خوښېده. د هغه له څېرې او کړو وړو داسې مالومېده، چې ښکلې ځواني يې تېره کړې. که څه هم د زړښت څپې يې د پوستکي ښکلا زیانمنه کړې وه، خو د مخ ښکلی چوکاټ، اغېزناکې سترګې او مناسبه پوزه يې د اوږدې سپينې ږيرې او برېتونو په منخ کې د اوږدو څڼو سره ډېر ښه ښکاره کېده.

زما او د هغې د عمر تر منځ ډېر توپير و، خو کله کله په دوستۍ کې د عمر دېوالونه هم د مينې مخه نه شي نيولای. 

هغه چې په لومړي ځل ما وليد، نو د کړو وړو، مزل او ځينو نورو حرکتونو له کبله مې ډېر خوښ شو.

هغه سره تر اړيکو ډېره موده وروسته مې نه پوهېږم، چې يوه ورځ ولې ترې داسې پوښتنه وکړه:

ـ کاکا! ستا په نظر په نړۍ کې تر ټولو زورور څه شی دی؟

زما د پوښتنې سره لومړی لږ سنجيده او بيا يې په څېره کې داسې اندېښنه پیدا شوه، لکه زما پوښتنې چې ډېر ځورولی وي. د سر په پورته اړول شويو وېښتو کې يې د کيڼ لاس ګوتې تېرې کړې او بيا يې په حکيمانه انداز وويل:

ـ فکر کوم، چې مينه له هر څه زوروره ده.

د هغه په ځواب يوه شېبه غلی شوم، خو په دې نه پوهېدم، چې مینه څنګه او ولې زوروره ده؟!

ورته و مې ويل:

ـ د مينې برخه کې مې ډېره شاعري لوستې ده او د ځينو هوښيارانو خبرې مې هم لوستي دي، خو که رښتيا درته ووايم، په دې تر اوسه نه پوهېږم، چې د مينې زورورتيا څه شي ته وايي؟

هغه موسکی شو او ويې ويل:

ـ ستا خبره سمه ده، مينه چې چا نه وي کړې، نو دا خبره ورته هسې يوه سرسري وينا ښکاري او په زورورتوب يې باور نه کوي.

ورته و مې ويل:

ـ زه باور لرم، چې ته به راته دا خبره تشرېح کړې. ته کولای شې، چې ما پوه کړې!

له دې سره موسکی شو او لږ وروسته يې راته وويل:

ـ ولې زه لکه چې درته د مينې متخصص ښکارم؟

ورته و مې ويل:

ـ نه، زما بل مقصد نشته، خو دومره پوهېږم، چې په دې خبره مې ته پوهولی شې. ما له ډېرو خلکو نه د مينې په برخه کې ډېر څه اورېدلي، خو تر اوسه لا په دې نه پوهېږم، چې د مینې زور د څه شي له امله دی؟!

په لومړي سر کې يې زړه و، چې خبره اخوا و دېخوا کړي، خو لږ وروسته يې وويل:

ـ زه به درته خپله تجربه ووايم، خو داسې نه چې ټول کلی راباندې خبر کې!!

په مینه او اخلاص مې ورته وويل:

ـ په ما باور وکه. دا سمه ده، چې زه در نه ډېر کشر يم، خو زه ستا درناوی ځکه کوم،چې یو خو رانه ډېر مشر يې او بله دا چې د زړه له تله راته ګران يې او مينه درسره لرم. نو څوک چې په رښتيا هم چاته ګران وي، هغه کله هم د هغه کس سره بیا نامردي نه کوي.

د هغه زما په خبرو یقین پيدا شو او بيا يې په څېره کې داسې يو خپګان راغی، لکه تېره زمانه چې يې همدا اوس مخکې ولاړه وي. ابراهيم اکا يو دردمن اسوېلی وکړ او بيا يې وويل:

ـ خدای مې دې غاړه نه بندوي، له نن نه د پنځوسو کلونو مخکې خبره ده. د شلو کلونو به وم، نه په مینه پوهېدم او نه له دې خبر وم، چې جنۍ يا ښځه څنګه وي؟! نو يو څوک چې د يو شي په ارزښت نه پوهېږي، نو مینه ورسره هم نه لري. ما په ناپامۍ کې هم د چا لور او خور ته نه کتل. ډېرو به بیا داسې فکر کاوه، چې ګنې زه کبرجن یم.

د ابراهيم اکا خبرو دومره خوند راکړ، چې همداسې مې ورته کتل. هغه تر لږې چوپتيا وروسته وويل:

ـ خو يوه ورځ زموږ يوې ګاونډۍ له دېواله سره راپورته کړ. زه په داسې ځای کې په کټ کې ناست وم، چې هغه راته مخامخ وه. ما سترګې ټيټې کړې او دومره جرئت راکې نه و، چې وروګورم. يو ساعت وروسته، چې پاڅېدم، نو جنۍ هماغسې په سره لمر کې ولاړه وه.

هغه به هر سهار راختله او یو ساعت به ولاړه او زما لوري ته به يې کتل. د هغې دې کار شپږ مياشتې دوام وکړ. هره ورځ به په سره لمر کې د خپل کور په زينه کې راته داسې ودرېده، چې پوره مخ به يې له دېوال نه ښکاره کېده، خو په دومره اوږده موده کې مې کله هم ور و نه کتل او نه مې ورسره کومه خبره وکړه.

په بله ورځ  په داسې حال کې، چې له بامه راکښته کېده، د کښته کېدو په وخت کې يې په داسې يوه شي وويشتم، چې اوس مې هېر دی. دومره پوه شوم، چې ويشتل يې د ډېرې غوسې له امله و. هغه ملامته نه وه. هغې پوره شپږ مياشتې زما لپاره په سر لمر او سړو کې په ساعتونو ساعتونو تېر کړي وو، خو ما نه ور وکتل او نه مې هم ورسره يوه خبره وکړه.

په هغه ماسپښين د هغې ګوزار ما هم د ځان سپکاوی وګاڼه. ماښام خبر شوم، چې نن شپه يې په کور کې بې له يوې زړې ګاونډۍ ښځې بل څوک نشته.

تېر ماخوستن به و، چې پر هغه کنډو، چې هغې به ترې هره ورځ راته کتل، وروختم. د کور په منځ کې دوه کټونه خوا په خوا پراته وو. زړه بوډۍ په ژور خوب ويده، خو هغه لا ويښه وه. نږدې چې ورغلم، نو ورو  يې راته وويل:

ـ ووځه، ګنې خلک خبروم!

د هغې له دې ګواښ نه و نه وېرېدم. په غېږ کې مې ونيوله. دا لومړی ځل و، چې ما يوه پېغله جنۍ لمس کوله. د هغې د وجود تودوخه او نرمي راباندې دومره خوږه ولګېده، چې حد يې نه و. زما د نيولو سره جنۍ په کټ کې خوره وره پرېوته او داسې ښکارېده، لکه بې هوښه شوې چې وي. لږ وروسته هغه د زړې ښځې له امله کوټې ته ننوته او زه هم ورپسې لاړم.

له دې شپې نه وروسته زما سترګې وغړېدې. ما ته د ښځې خواږه مالوم شول، داسې مالوم، چې د نړۍ تر هر څه راته غوره ښکاره شول. سبا ورځ د ماسپښين پر ځای سهار موده په کنډو کې راښکاره شوه. ما هغې ته په لومړي ځل ور وکتل. په لومړي ځل ليدلو پرې داسې مین شوم، لکه له کلونو چې مې همدا خوښه وي. زه ګرم نه وم. هغه جنۍ نه، د انسان په جامه کې حوره وه. د مخ هرې برخې يې ويل، چې زه ښکلې يم. د جادوګرې ښکلا سره يې بل داسې څه لرل، چې د هغې حسن يې څو چنده لا ښکلی کاوه. دا د هغې موسکا وه، چې هرې موسکا يې زما پر زړه د ښکلا او جذابیت باران کاوه. 

لږ موده لا تېر نه و، چې زما مينه دومره په څپو شوه، چې د ژوند هر کار رانه پاتې شو. په داسې يوه ځای کې، چې د خلکو تګ راتګ به په کې ډېر کېده، ما به هره ورځ هغه د هغوی په کور کې ليدله او چې کله به يې له کوره راغلم، نو داسې به وم، لکه هېڅ چې ورغلی نه یم. د هغې ليدو به بيا لېونی کړم.

يو ورځ چې مې له نږدې نه ورته وکتل، نو ورته ومې ويل:

ـ دومره ښکلې يې، چې زه دې مناسب نه یم. ستا اننګو ته باید څوک هم، لاس درنوړي. د هغې د حسن ستاينې چې به ما پيل کړې، نو راته حیرانه به شوه. خو څومره چې زما خوښه وه، د هغې په اخلاص کې هم کمی نه و، خو زما او د هغې په مينه کې يو ستر خنډ و.

د ابراهيم اکا خبرې راباندې د مرغلرو په څېر ښې لګېدې. په وارخطايي مې ورته وويل:

ـ اکا هغه کوم خنډ و؟

هغه خپلې د لاسونو ګوتې يو بل کې ورکړې او بيا يې وويل:

ـ دا خبره به درته وروسته وکم. پوره يو کال، شپه او ورځ زه له کوره و نه وتم. ما ته بې د هغې له ليدلو بل هر کار، حتی بل چېرته يو ګام اخيستل هم ډېر سخت کار ښکاره کېده. داسې يې وګڼه لکه يو مرغه چې د دام په سلو لومو کې نښتی وي. په دغه موده کې پر ما ستر غمونه راغلل، خو هر غم د هغې د مينې له برکته پر ما دومره اغېز و نه کړ. د هغې مينه وه، چې د غمونو دردونه مې په ډېره اسانۍ ورغمل.

خو يو کال وروسته، هغه ورځ هم راورسېده، چې زه لا له پخوا نه ورته ډېر فکرمن وم. د هغې د واده ورځ راغله. د واده په ورځ مې کور پرېښود. ما نه شو کولای، چې د هغې واده، چې ما ته يو نه زغمونکی ماتم و، ووينم. له کوره لاړم او یوه اونۍ مې بل چېرته تېره کړه.

 يوه اونۍ وروسته چې کور ته راغلم، نو په هماغه پخواني ځای کې کېناستم. لږ وروسته مې سترګې پورته کړې او چې کله مې کنډو ته وکتل، نو د ناويېتوب په جوړه کې په هماغه ځای کې راښکاره شوه. د هغې ټول وجود د سرو زرو په ګاڼو لا ښکلی شوی و. هغې د خپلې مينې او وفا ثبوت په ناوېتوب کې هم راکړ او دا ځل يوازې زما د سلام لپاره راښکاره شوې وه. د هغې په ليدو دومره  دومره غمجن شوم، چې نه مې ور وکتل او نه مې ورته کوم هرکلی ووايه، يوازې له سترګو مې غوټۍ غوټۍ اوښکې تويې شوې.

د ابراهيم اکا کیسې زه هم دومره غمجن کړم، چې د يو ژور اسويلي سره مې ترې پوښتنه وکړه:

ـ ولې دې ورسره واده و نه کړ؟

لنډ ځواب يې راکړ:

ـ له مخکې نه بل چا ته کوژده شوې وه.

له دې وروسته زما او د ابراهيم اکا تر منځ چوپتيا شوه، خو لږ وروسته يې وويل:

ـ ما فکر نه کاوه، چې نور به ژوند خوند راکړي. تر څلورو پنځو کلونو پورې پر له پسې رانه د ژوند لار ورکه وه، خو رښتيا چې انسان له خپل نصیبه خبر نه وي. پنځه کاله وروسته مې کوژده وکړه. خدای داسې مېرمن راکړه، چې د ښکلا او غوره خويونو  پرې تمامه وه. اولادونه مې شول، لمسيان مې پيدا شول. خو باور وکړه، چې اوس مې هم هغه کله کله سترګو ته ولاړه وي. په کور کې مې د اولادونو او لمسو ګڼه ګوڼه ده. له کورني ژونده هم راضي يم، خو د دې ټولو سره سره مې داسې شپه نشته، چې د شپې تر ويده کېدو دمخه مې هغه په ياد نه وي. په کومه شپه، چې خوب نه راځي، نو د هلکتوب د وخت هغه شېبې مې سترګو ته ودروم. هغې کوڅې کې وګرځم. هغه کنډو خيال ته راولم، چې هغه به هر سهار زما ليدو ته راختله. ورپسې مې د هغې هغه جادوګره موسکا پسې واخلي. له همدې سره د هغې په خيالونو کې ويده شم. فکر کوم اوس به دې پوښتنه ځواب شوې وي. ايا تر مينې به نړۍ کې بل داسې زورور نور څه وي، چې يو اویا کلن بوډا يې اوس هم له ياده  خپل ځان خلاصولی نه شي او د ژوند تر ټولو خوږې شېبې اوس هم هماغه ګڼي؟!!

 

المان ــ اګست ۲۹ 

۲۰۲۴

 


                                                                                                                                                                  بدمرغي


ډګروال صیب هغه د خلکو خبره نور د پولۍ پړک ته ناست و. د کور له ټولو شتو ورته ایله خپل شخصي زوړ موټر پاتې و، چې نه خو يې ورته دومره روپۍ کولې او نه يې پرې د خرڅلاو زړه کېده. څو ځله يې د پلورلو پرېکړه وکړه، خو بيا به يې ورته زړه وويل، چې « که مې دا له ګوتو ووځي، نو ورسره به مې د خلکو له زړونو پاتې باور هم کډه وکړي». هغه هره لوبه وکړه. د جلال اباد ښار د وچ ډنډ پر غاړه د بورې خرڅول، په لاسګاډي کې د بانجانو پلورل او په پای کې کوڅه په کوڅه د سړوبیو یا آیسکريمو ګرځول، خو دغو ټولو هلو ځلو يې ماشومان په ګېډه ماړه نه کړل.

له ډېرې ناهيلۍ لا تر زنې پر کور کېناست. هغه بې له سويو اسوېلیو نور څه نه شو کولای، خو يوه ورځ يې مېرمنې ورته وويل:

ـ تر څو به ناست يې؟! ته خو بسم الله که. که همدا حال دې وي، نو نور به چم ګاونډ کې وشرمېږو. سبا ته اوړه بيا له چا نه وغواړم؟

څه شېبه وروسته ډګروال صیب ښار ته زړه نه زړه لاړ. خدای به يې څه پورې ایستي و، هغه دوست يې په مخه ورغی،چې هغه يې له ډېرې مودې د ليدو ارمان کاوه.

دوست يې چې له ستړي مه شۍ نه وروسته د ډګروال صیب له بد حالت او ستونزو خبر شو، نو بې له کومې سريزې يې په ډېر اخلاص پنځوس زره کلدارې د صرافۍ د کارو بار لپاره ورکړې. د هغه سره چې څومره د مننې الفاظ وو، خپل دوست يې پرې ونمانځه. هغه له واره روپۍ په افغانیو بدلې کړې او دومره ډېرې شوې، چې په  وسو وسو يې په تورې پلاستيکې کڅوړې کې پر ځای کړې. مازيګر مهال و، چې کور ته روان شو. په لار کې يې د کور یو يو شی سترګو ته ودرېد. يو ځل يې زړه کې وګرځېدل، چې راشه له هر څه لومړی خو يوه بوجۍ اوړه واخله. هغه ګرم نه و. له اوو کلونو راهیسې يې مېرمنې په خپل کور کې د اوړو بوجۍ ليدلې نه وه، خو بيا يې غوره وګڼله، چې له خپلې مېرمنې سره سلا وکړي.

لږ وخت وروسته له ډېرو خوښيو سره کور ته ورسېد. مېرمنې يې له برنډې نه لاندې تنور لمبه کړی و، خو پخپله نه وه.غوښتل يې چې له هغې سره ټوکه وکړي، نو ځکه يې کڅوړه په برنډه کې کېښوده او پخپله کوټې ته لاړ. هغه په څه کار بوخته وه، چې ورته ويې ويل:

ـ  ورشه په کڅوړه کې مې اوړه راوړي ! هغې په خندا ترې وپوښتل:

ـ تا سره خو روپۍ نه وې، له چا نه دې واخيستل؟

هغوی دوه درې خبرې نورې هم وکړې او بيا يې مېرمن لاړه. لږه شېبه وروسته يې مېرمنې ورغږ کړ:

ـ کڅوړه چېرته ده؟

د دې خبرې په اورېدو هغه په منډه ورغی، خو چې ويې کتل، نو کڅوړه نه وه. دواړو په منډه دوه درې ځايونه ولټول، خو چې ويې نه مونده، نو له خپل کوچني زوی نه يې پوښتنه وکړه. هغه چې له تناره سره نږدې ولاړ و، په خوله يې هېڅ و نه ويل، خو تناره ته يې ګوته ونيوله. دواړه په ډېر هيبت تناره ته ورغلل او چې ور ويې کتل، نو ټولې روپۍ سوې وې. د يوه نیم لوټ روغه څنډه لا پاتې وه، چې ډګروال صیب خپل سر په دواړو لاسونو کلک ونيو.

ماشوم زیړ ځبېښلی ولاړ و، چې هغه پرې ورمنډه کړه. پورته يې کړ او پر ځمکه يې وويشت. له ویشتلو سره هلک ټک و پتری شو. مور يې چغې کړې او له ژړا سره يو ځای يې ورته وويل:

ـ لاسونه دې مات شه، زوی دې راته مړ که!!

هغه ته يې د مېرمنې دې خبرې دومره غوسه وروسته، چې د تناره سره پرته د مندستې چومبۍ يې راواخيسته او هغه يې پرې وويشته. ګوزار نه و، د عزرائیل څپېړه وه. پر سر د لګېدو له امله پر ځمکه جوخته راولوېده او څو شېبې وروسته يې ساه وخته. ډګروال صیب له ځانه سره فکر وکړ، چې دوه مړي دې وکړل، تښته! له همدې سره له کوره ووت. موټر يې چالان کړ، خو لا يې پوره ایکسېلېټر نه و ورکړی، چې موټر لومړی لږ جيګ شو او ورسره يې يوه وړه کړيکه واورېده. هغه په هیبت راکښته شو او چې ويې کتل، نو يو بل زوی يې چې له وېرې د موټر لاندې پټ شوی و، هم وواژه.  هغه ته ځمکه او اسمان يو ښکاره شول. هغه ته خپل ژوند نور عذاب ښکاره کېده. په منډه کور ته لاړ، تېره روسۍ برچه يې راواخيسته، غوښتل يې چې په يوه ګوزار خپل ځان ووژني. برچه يې په لاس کې کلکه ونيوله، بيا يې هوا ته پورته کړه، خو په ډېر زور سره يې چې کله په خپل زړه ګوزار وکړ، نو د دېوال سره د لاس د لګېدو د سخت درد له کبله له خوبه راويښ شو.

څمکني ـ پېښور

۲۰۰۰ اګست ۲۸