اعتراف (دویمه برخه)
لیو تولستوی
ژباړه او سریزه : دکتور محمد حنیف خلیل
اتم باب
دغه ټول شکونه چې اوس یې زه په منظم ډول لږ ډېر د بيانولو اهليت لرم، مخکې مې نه شو بيانولی. هغه وخت کې ما دغه هومره سوچ کولی شو چې هر څو که ژوند ما ته په منطقي توګه عبث ښکاري او دې د پاره د نړۍ د نوموړو دانشورو ګواهي هم ماسره شته خو بيا هم زما پوهه او تصور کې چرته غلطي شته. دا خو راته نه وه پته چې غلطي په نتيجه کې کوم او که د سره سوال مې غلط دی. او هر څو که زما دليلونه هم ما ته درست ښکارېدل خو داخلي رجحان به مې کله کله تحريک راکولو چې دغه دﻻ ئل کافي نه دي. زما دليلونو چرته زه دومره مجبورکړی نه يم چې خودکشي مې کړی وی.
اصل خبره دا ده چې د دليلونو نه پرته هم زما په ذات کې څه قوت موجود وو چې مسلسل یې خپله وظيفه ترسره کوله. هم دغه قوت زما په تصوراتو کې بدلون هم راوستو. دغه قوت سره زما دماغو کې يو خيال غزونې وکړې چې دنيا يواځي په ما يا زما غوندې نورو زرګونو خلکو نه ده ودانه او زه تر دې دمه د انساني ژوند په بنيادي مقصد پوهه هم نه يم.
کله به چې ما د هغه وړې طبقې په خلکو نظر اچولو څوک چې زما د سطحې وو نو ما ته به يا خو داسې خلک رامخې ته شو چې د ژوند په کشاله هډو خبر نه وو او يا به هغه خلک رامخې ته شو چې شپه ورځ به په عياشۍ او مستۍ کې مشعول وو. دغه شان کله به داسې خلک رامخې ته شول چې ځان وژنې به یې کړې وي او يا داسې خلک چې د خپلې بزدلۍ په وجه به یې ځان وژنه (خودکشي) نه شوه کولی خو بس په څه طريقه به یې شپې ورځې اړولې. دغو خلکو نه سربېره ما ته د نورو انساني طبقو تجربه نه وه شوې.
يو داسې وخت هم وو چې ما به فکر کولو د لوستو خلکو، مالدارو او تن آسانو خلکو نه علاوه په نړۍ کې د ساه لرونکيو نور قسمونه بغېر د چارپايو نه نشته. هر څو که اوس دا خبره ډېره عجيبه، ناممکنه او عبث ښکاري خو يو وخت داسې وو چې زما به دا سوچ وو چې بس د شوپنهاور، سليمان او زما ژوند ډېر د قدر وړ دی او د نورو خلکو ژوند سره زما څه تعلق نه وو. ما به په خپل علمي صلاحيت او ذهني قوت دومره وياړ کولو چې زما ذهن ته به هډو دا خبره راتله نه چې ما، سليمان او شوپنهاور نه علاوه به هم د نورو درجو خلکو چرته د خپل ژوند د کشالو حل کولو هڅې کړې وي. زما پام د هغه بې شمېره خلکو په لور نه تلو چې په نړۍ کې د پخوا راسې وسېږي او نن هم ژوند کوي. زه تر ډېرې مودې په غلط فهمۍ کې وم يا زما د سطحې نور ذهين او قابل خلک به هم دغه غلط فهمۍ کې وو خو دا شکر دی چې په نړۍ کې خواري کښو خلکو سره زما مينه وه او زما فکر به هم د خودکشۍ نه علاوه په بل لور نه تلو. زما زړه کې راغله چې دغه خواري کښ خلک چې ما ټول عمر کم عقل ګڼلي دي، دا زما غلطي وه او دا چې که زه د ژوند کشاله هوارول غواړم نو ما ته د هغو خلکو په حالت توجه نه دي کول پکار چا چې ځان وژنې (خودکشۍ) کړې دي يا ځان وژنو ته تيار شوي دي. توجه هغو خلکو ته پکار ده چې خپل ژوند یې د ژوند تېرولو جوګه جوړ کړی دی او زمونږ د ژوند بار یې هم په خپلو اوږو پورته کړی دی. نو بس د دغو بې شمېره مړو او ژوندو خلکو د غريبۍ په ساده غوندۍ ژوند ما غوروفکر شروع کړو او دغسې ما ته د خپلې غلطۍ احساس هم وشو ځکه چې ما د مودو راسې دغه قسمه خلک هډو په خاطر کې نه راوستل.
د ژوند کوم څلور وضاحتونه چې ما بيان کړي دي هغې کې دغه خلک د يو وضاحت سره هم سمون لرونکي نه وو. دوي نه خو هغو خلکو کې وو چې د ژوند په کشاله خبر نه دي. ځکه چې دوي سره د ژوند په اړه د سوال قانع کوونکی جواب وو. نه دوي هغو خلکو کې شمار وو چا ته چې د عياشۍ او مستۍ نه بغېر بل کوم څيز کې سکون نه وو. ځکه چې د دوي ژوند خو به د مصيبتونو نه ډک وو. نه خو دوي په هغو خلکو کې وو چې د خپل مزاج خلاف ژوند کوي ځکه چې دوي خپل ژوند کې د هر عمل تر دې چې د مرګ په مفهوم هم ځان پوهه کړی دی او خودکشي خو دا خلک غټه ګناه ګڼي. ما ته داسې احساس و شو چې دغو خلکو د ژوند کوم مفهوم باندې ځان پوهه کړی وو ما هغې ته توجه نه کوله تر دې چې دغه مفهوم ته مې سپک هم کتل.
نتيجه دا شوه چې يواځې عقل او پوهه د ژوند د کشالې په حل کولو کې مرسته نه شي کولی او کوم خلک چې بغېر د کوم دليل نه د محنت او خوارۍ ژوند تېروي اصل کې هم دوي د ژوند په مفهوم پوهه دي. عقلي پوهه د دانشور له خوا پېش کولی شي خو دغه پوهه کې د ژوند مفهوم نه وي. بل خوا تمام خلک بلکې ټول انسانيت د ژوند دغه مفهوم په غېر عقلي پوهه کې مومي. دغه د عقل نه بالا تر پوهه ايمان يا عقيده ده. چې ما به همېشه رد کوله دا د خدائی ذات دی. په دريو کې يو_ تثليث کې واحد_ په شپږو ورځو کې د کائنات تخليق، شيطانان او فرشتي او داسې نور مخلوقات ماځکه نه شو منلی چې زه به عقل او دليل ته راغلم.
زما حالت ډېر خراب وو. ما ته پته وه چې زه د عقلي علم سره هېڅ نتيجې ته نه شم رسېدی بغېر د دې نه چې د ژوند ترديد وکړم. او بل خوا په عقيده کې بله خبره نه وه بغېر د دې نه چې د عقلي علم انکار وکړی شي او دغه د عقلي علم نه انکار ما ته دې نه هم ګران وو چې زه دې د ژوند نه انکار وکړم. د عقلي علم نه دا معلومه شوه چې ژوند يوه عطا ده. خلک په دې پوهېدلی شي او دا اختيار هم لري چې د ژوند خاتمه وکړي خو بيا هم دوي ژوندي وسېدل او تر اوسه ژوندي وسېږي. تر دې چې زه په خپله هم ژوندی يم. خو زه د عقلي علم نه ضرور پوهه شوی يم چې ژوند کې بې حسي ده او دا يوه خطا ده. د عقيدې نه داسې څرګندېږي چې زه که د ژوند په مفهوم ځان پوهول غواړم نو پکار دي چې زه عقل او دليل نه واوړم. بس دغه يوڅيز دی چې د ژوند مفهوم ته رسېدلو د پاره ضرورت لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نهم باب
يو داسې دوجاله راپورته شوه چې دوه ﻻرې یې رامخې ته کړې. يوه دا چې څه ته ما دليل ویيلو هغه دومره عقلي نه وو څومره چې ما ګڼلو او يا دا چې کوم شی ما غېر عقلي ګڼلو هغه دومره غېر عقلي نه وو ځکه ما د دغه ﻻرې تصديق شروع کړو چې ما د خپل عقلي علم او دليل په وجه خپله کړې وه.
دغه تصديق کولو کې ما ته د عقلي علم او دليل ﻻره بالکل سمه ښکاره شوه. په نتيجه کې مې ژوند هم يو حقيقت وګڼلو خو بس يوه غلطي ما نه شوې وه هغه دا چې ما خپل فکر صرف د سوال پورې محدود نه وو ساتلی. سوال خو دا وو چې "زه ژوند ولې کوم" زما په فنا کېدونکي ژوند کې کوم ابدي څيز هم شته او که نه. زما محدود ژوند په ﻻمحدوده نړۍ کې څه معنٰى لري. او ما د دغه سوال جواب د ژوند مطالعې او مشاهدې نه راويستل غوښتل.
دغسې د ژوند د کشالې حل کولو سره د متعلقه سوال د يو جواب نه هم زه مطمئن نه وم. او دا مسئله راته داسې ښکارېده لکه چې د ژوند په کشاله پوهېدلو د پاره د نړۍ په ټولو مسئلو پوهېدل ضروري دي. ما د خپل زړه نه پوښتنه وکړه چې! د وخت، سبب او فاصلې (ځائی) نه علاوه زما د ژوند څه معنٰى ده. د ډېر غور و فکر نه پس راته زړه دا جواب راکړو چې ......"هېڅ نه ....." د خپلو ټولو دليلونو او غور و فکر نه پس ماته هم هغه نتيجه مخې ته راغله چې محدود بس "محدود" وي او لا محدود "لا محدود" خو د دليل په لاره هم زه غېر حتمي نتيجي ته رسېدم . قوت قوت وي او ماده ماده وي . اراده اراده وي. نشست، نشست وي او د غسې نور هم . دا هم داسې وه لکه په رياضۍ کښي چې مسئلې را مخې ته کېږي. کله چې د يو سوال حل د پاره سوچ کولی شي نو داسې ښکاري چي مونږ په کوم شناخت کار کوو. د دليلونو لاره راته درسته ښکاري خو داسې وشي چې "ای" د "ای" برابر دی "اېکس" د "اېکس" برابر دی يا "او" د "او" برابر دی . ما سره هم دغسې وشو چې کله د دليلونو په لاره ما د خپل ژوند د معنٰى لټولو په اړه د سوال حل کولو هڅه کوله . ګويا ټولو سائنسي علومو چي ما ته جواب راکړو نو نتيجه یې هم دغه د شناخت وه . يعني لکه د رياضۍ "هرڅه" برابر دي.
او په حقيقت کې په ټاکلې توګه سائنسي علم لکه چې ډسکارټيز (ديکارت) یې شروع کړې وه چې د هر څيز په حقله مکمل شک هر څه رد کوي. ځکه د شک او ګمان په ځای څېړنه او غوروفکر پکار دی نو ځکه د دغه فلسفي (ديکارت) تر مخه هم د ژوند د کشالې جواب "حتمي" نه شي تر ﻻسه کېدی. وړومبی خو زما خيال وو چې سائنس به پوره جواب ورکړی شي لکه شوپنهاور چې ورکړی دی. يعني دا چې
"ژوند يو بې معنىٰ او عبث څيز دی"
خو کله چې ما په دې جواب غوروفکر وکړو نو راته پته ولګېده چې دا جواب اطمينان نه ورکوي. بس صرف زما د مزاج مطابق دی. د براهمن، شوپنهاور او سليمان هم دغه يو جواب دی. فلسفه هم داسې علم دی چې د هېڅ ترديد نه کوي. ځکه د فلسفي هم دغه جواب وو چې د ژوند کشاله په کامله توګه نه شي هوارېدی. زه چې دې نتيجې ته راورسېدم نو په دې هم پوهه شوم چې دا مسئله په سائنس کې هم نه شي حل کېدی تر څو چې په سوال کې لږ ډېر بدلون نه وي راغلی. يعني په سوال کې د محدود او ﻻمحدود رشته چې تر څو نه وي شامله شوې نو سائنس نه هم د دې سوال جواب مشکل دی. زما ذهن کې دا هم راغلل چې د عقيدې جواب هر څومره که بې تُکه ښکاري خو د محدود او ﻻمحدود د تصور په کې واضح وي.
دا پوښتنه چې "ما ته څنګه ژوند پکار دی". ولې دې د سوال شکل داسې نه شي. خو بيا هم جواب خو هم هغه دی چې:
"د خدائی د قانون ترمخه ژوند پکار دی"
که سوال داسې شي چې "آيا زما د ژوند به څه نتيجه راووځي". نو جواب دا راځي چې "ابدي سکون يا ابدي کرب". که سوال داسې شي چې "آيا په ژوند کې داسې هم څه امکان لري چې په مرګ یې هم خاتمه نه شي کيدی" نو بيا جواب دا راځي چې "الله سره ملاقات او جنتي ژوند". دغه شان زه مجبور شوم چې دا خبره ومنم چې ژوند کې د عقل نه علاوه هم د عقيدې ضرورت شته او په خصوصي ډول د هم دغه عقيدې له مخه خو ژوند د ژوند تېرولو قابل جوړېدی شي.
د عقيدې او ايمان دغه کم عقل توب مسلسل ما سره وو خو په دې وېنا هم مجبور يم چې:
"بغېر د عقيدې ژوند بې فائدې او بې کاره دی"
هرکله چې د سائنس په دليلونو ماته دا جوته شوه چې ژوند يو عبث څيز دی او ما ته خودکشي پکار ده نو په هغه وخت هم زما ذات کې ژوند په حرکت کې وو. کله چې ما چاپېره نور انسانان هم ليدل چې ژوند کوي او دا هم راته ښکارېده چې هغوي د ژوند په معنىٰ هم پوهه دي، نو بس پوخ يقين مې راغلو چې د ژوند امکان صرف د عقيدې په بنياد کـېدی شي.
ما د ژوند په اړه تجربه او مشاهده يواځې په خپل وطن کې نه وه کړې بلکې په نورو وطنونو کې مې هم دغه تجربې کړې وې. او دا هم چې د اوسني دور د انسانانو مقابله مې د تيرو وختونو انسانانو سره وکړه نو معلومه شوه چې د انساني ژوند د آغاز نه تر اوسه چرته چرته چې ژوند وجود لري نو ورسره عقيده هم په تسلسل سره را روانه ده او دا هم چې په ټولو وطنونو کې د خلکو عقيدې يو بل سره ډېر نزديکت هم لري.
د مختلفو عقيدو نه که هر څنګه جواب تر ﻻسه شي خو هر جواب د محدود ژوند نه تر ﻻمحدود ژوند د سفر نخښې ښایي. او دا هم چې دغه جواب ژوند ته په تکليفونو، مصيبتونو،غربت او مرګ ترجيح هم ورکوي نو ځکه بس د ژوند جرړه صرف په عقيده کې ده خو چې "دا عقيده څه شی دی". د عقيدې دا مطلب نه دی چې بغېر د ليدلو کتلو يا محسوسولو نه هسې څوک منل. او نه عقيده د "انکشاف" په اصطلاح واضح کېدی شي او نه هر څيز په پټو سترګو قبلول عقيده ده. بلکې د عقيدې روح په دې کې دی چې د ژوند په معنىٰ ځان پوهه کړی شي.
هغه پوهه او معنويت چې انسان د هغې په وجه ژوند کولی شي او خودکشي نه شي کولی. انسان که ژوندی وي نو ضرور به یې په څه يقين هم وي. د هغه که په کوم څيز يقين نه وی نو هغه به بيا ژوندی هم نه وو. هغه ته که په محدود تصور کې کومه کمي نه ښکاري نو هغه په محدود تصور يقين کوي خو که په محدود تصور کې ورته ضرور کمی ښکاري نو بيا په ﻻمحدود تصور ايمان راوړي. خلاصه دا چې بغېر د ايمان نه ژوند هډو امکان نه لري.
اوس ما د خپل عقل او دماغ په زړو حالتونو غور وکړو او ماته ويره محسوس شوه. ما ته په څرګند ډول جوته شوه چې د ژوندي پاتې کېدو د پاره يا خو د ﻻمحدود په لور د توجه کولو ضرورت نشته او يا بيا د محدود او ﻻمحدود په رشته ځان پوهول ضروري دي. په ابتدا کې زما عقيده د محدود د تصور په لور وه او په دغه بنياد زما زړې تجربې غلطې ثابتې شوې خو بيا يو وخت داسې راغلو چې په محدود تصور زما عقيده پاتې نه شوه او کله چې ما د ﻻمحدود په تصور غور وکړو نو ما ته هم هغه څه مخې ته راغلل کوم چې د غټو غټو هوښيارانو مخې ته راغلي وو. يعني صفر برابردی د صفر. کله چې ما د خپل سوال جواب د سائنس نه غوښتی وو نو غلطي په کې دا وه چې د خپل ځان نه علاوه ما د نړۍ په هرڅه نظر لرلی وو. نتيجه هم هغه راووته کومه چې پکار وه. يعني هر څو که ما ته د ډېرو غېر متعلقه خبرو پته ولګېده خو د بنيادي سوال جواب تر ﻻسه نه شو. کله چې ما د خپل سوال جواب فلسفې نه غوښتی وو، هغه وخت کې مې د خپل مزاج او معيار د ډېرو خلکو د خياﻻتو څيړنه کړې وه خو زما غوندې دغو خلکو سره هم د دې سوال جواب نه وو چې! "ژوند څه شی دی". ځکه زما په علم کې لږه هم اضافه نه وه شوې او بيا هم نتيجه هم دغه راوتې وه چې د دې سوال هډو جواب نشه. "زه څه يم". آيا د يو نه ختميدو کُل يو جز يم. بس دغه څو لفظونو کې د ټولې مسئلې حل موجود وو.
آيا دا خبره وه چې انسان صرف په موجوده وخت کې دا قسمه سوال راپورته کوي. آيا دا هم امکان لري چې ما نه مخکې به هم چا دا قسمه سکوټ سوال کړی وي چې يو پوهه ماشوم یې هم کولیشي. کله چې نړۍ آباده ده نو دا سوال په خپل ځای په هر دور کې موجود دی. او دا هم ښه ژوره څېړنه شوې ده چې د دې سوال د اطمينان تر حده هډو جواب شوی نه دی. بې شکه که دې لړ کې د محدود مقابله د محدود سره وکړی شي او که د ﻻمحدود د ﻻمحدود سره. او يا بيا د محدود تصور د ﻻمحدود سره. د "محدود او ﻻمحدود" د "ژوند او خدای". د " آزادۍ او نېکۍ" دغه ټول تصورات که مونږ د منطق په تله وتلو نو بيا هم زمونږ عقل دې لړ کې ثبوت نه شي وړاندې کولی.
مونږ ته د محدود او ﻻمحدود د تصوراتو د فرق پېژندلو چې دا "ژوند څه څيز دی" په مفهوم مو پوهه کړي سخت ضرورت دی. نه يواځې ضرورت بلکې دغه فرق پېژندل راته ډېر اهميت لري. که داسې وي نو بيا خو جواب بس اِکې يو دی چې په هر دور کې د هر نسل او قوم په خلکو کې ليدلی کېدی شي او بغېر د کوم بدلون نه دغه جواب تر دې دمه راروان دی او دغه جواب چې مونږ یې يواځې په خپله ذمه دارۍ ورکولی هم نه شو نو مونږ دغه جواب د خپلې بې وقوفۍ په وجه د ﻻسه ورکړو او بس هم هغه سوال ته بيا را شو چې جواب یې هېڅوک نه شي ورکولی.
د خالق ﻻمحدود کېدلو تصور_ د روح پاکوالی، د خالق او مخلوق تعلق او تړون_ د نېکۍ او بدۍ فرق_ دا ټولې داسې خبرې دي چې د انسانيت ګڼ شمېر نسلونو تصديق ته رسولې دي. د دغو تصوراتو نه بغېر خو زما او د ژوند د وجود جواز هم نشته. خو بيا هم ما انساني نسلونو ته زياته توجه نه وه کړې او بس په خپل علمي رعب کې له ځانه ورک وم. هغه وخت کې زما خياﻻت داسې نه دي خو د کومو تصوراتو نه چې ما ته سکون رسېدلیدی د هغې جراثيم زما ذات کې موجود وو.
زه فکر کوم چې شوپنهاور،سليمان او ما چې کوم بحث چېړلی وو، دا غلط وو. ځکه چې ژوند که يو بې کاره څيز وو نو بيا مونږ له مخې سره مرګ پکار وو. زما خيال دی چې زمونږ ټول دليلونه په يوه محدوده دائره کې راګېر وو او مونږ دې نه زيات هېڅ نه شو ثابتولی چې بس صفر برابر دی د صفر. ځکه زه وايم چې کوم جواب عقيده ورکوي بس دغه درست جواب دی. فکر کوم چې هم دغه جواب کې ژور عقل او پوهه هم موجوده ده او دا هم چې زه هډو حق نه لرم چې دغه جواب د خپل دليل په بنياد رد کړم. او دا هم چې صرف هم دغه اصل جواب دی چې د ژوند د کشالې حل لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لسم باب
زه په دې پوهه وم خو بيا هم تسلي مې نه کېده اوس زه دې ته تيار وم چې کومه يوه هم وي خو عقيده قبلوم خو چې دغه عقيده داسې وي چې نېغ په نېغه د دليل رد نه کوي. ځکه چې د دليل رد به هم غلط وي. ما په خصوصي توګه د بدهـ مت، د محمد(صلي الله عليهِ وسلم) د دين (اسلام) د کتابونو مطالعه وکړه او ورسره مې د عسایيت مطالعه هم په دواړه حوالو وکړه. د کتابونو په ﻻره هم او د هغو خلکو په ذريعه هم چې ما نه چار چاپېره وو.
په فطري ډول زما توجه له هر چا نه وړاندې د عيسایي مذهب د منونکيو په لور ﻻړه. لوی عالمان، حکيمان، پادريان د الٰهياتو ماهران او نوي جوړ شوي عيسايان ټول زما په مطالعه او مشاهده کې راغلل. دوي ټولو د نجات او بخښنې ذريعه په حضرت عيسىٰ (عليه السلام) عقيده لرل ښودل. ما په خصوصي توګه د نوو جوړو شويو عيسايانو په لور زياته توجه وکړه او هغوي نه مې د هغوي د عقيدو په حقله پوښتنې وکړې. د دې باوجود چې دغو خلکو سره ما د هر قسمه شخړې او مخالفت نه ډډه وکړه او پوره زغم سره مې واورېدل خو بيا هم د دغو خلکو عقيده زما عقل کې رانغله. ما ته معلومه شوه چې کوم څيز دوي خپل مذهب ګڼلی دی هغې سره خو د ژوند په کشاله کې نور هم ابهام پېدا کېږي. او دوي دغه مذهبي ﻻره دې د پاره خپله کړې هم نه وه چې د ژوند د کشالې حل ولټوي. دوي د څه نور مقصد د پاره دغه ﻻره خپله کړې وه چې زما په کې دلچسپې نه وه.
ما ته ياد دي چې ما دغو خلکو سره د ليدلو نه کوم اُميدونه لرلي وو د هغې په نه پوره کېدو ما ته څومره زياته ما يوسي شوې وه. دغو خلکو چې څومره په ژورتيا سره ما ته د خپلي عقيدې وضاحت وکړو، هغه هومره زما يقين پوخ شو چې د دوي عقيدو سره زما د ژوند کشاله حل کېدی نه شي.
زما دغو خلکو سره کرکه په دې وجه نه وه پېدا شوې چې هغوي د عيسوي مذهب د صداقت د پاره ډېرې فضول خبرې وکړې. کرکه مې ورسره په دې وجه پېدا شوه چې د هغوي په ښکاره عقيده او د هغوي په عمل کې ډېر فرق وو. ما ته داسې محسوس شوه چې هغوي خپل ځان ته دهوکه ورکړې وه. او دا هم چې زما او د هغوي غوښتنه هم يوه وه. هغه دا چې په نړۍ کې څه هم چې په لاس درځي خپل ګرفت کې یې ساتل پکار دي. هغوي که د ژوند د کشالې حل لرلی نو هغوي به لکه زما د مصيبت، غربت او مرګ نه ويره هم نه کوله. خو هغوي لکه زما دغو مصيبتونو نه نه يواځې ويره محسوسوله بلکې په هره مرحله یې په ژوند کې اسانۍ هم لټولې چې په دغه طريقه یې زما او د نورو منکرو غوندې د خپل پرېوتي جبٰلت تسکين کول غوښتل. د دوي يو دليل هم ما ته دا اطمينان نه راکولو چي د دوي عقيده رښتونې ده. زما اطمينان صرف هغو عملي کارونو سره کېدی شو جې کومو سره د غربت، ناروغۍ يا مرګ نه د هغوي لا پرواهي جوته شوی وی خو دغسې کارونه ما دوي کې ونه ليدل. دغسې کارونه ما ته د خپل ځان په شان منکرانو کې خو ښکاره شوي وو خو د دين دعويدارو کې نه.
بس زما زړه ته راغله چې زه د کومې مذهبي عقيدې په لټون کې يم هغه دا نه ده بلکي د دغو خلکو دغو عقيدو ته د مذهب نوم ورکول په خپله د کفر برابره خبره وه ځکه چې هغوي خو بس په ژوند کې محض ارام غوښتلو. ما داسې ګڼله چې د دغو خلکو د عقيدې سره که د نورو انسانانو اطمينان نه هم کېږي نو کم نه کم د سليمان د هغو افسوس نه ډکو لفظونو ازاله خو به وشي کوم چې هغه د مرګ نه څو لمحې مخکې ویيلي وو خو دا هم ممکنه نه شوه. د داسې خلکو به څه ذکر کوو چې نورو خلکو ته خو تسکين ورکول يو خوا بلکې د نورو خلکو د ژوند نه یې هم تسکين اخستل مقصد نه وو. تر دې چې په خپله د زور او جبر په ذريعه به یې ژوند تېرول د ژوند مقصد ګڼلو. د انساني ژوند او د ژوند د کشالې حل کولو د پاره دغو کروړونو انسانانو ته د څه نورو رښتينو عقيدو ضرورت دی. سليمان او شوپنهاور لکه زما خودکشي ونه کړه ځکه چې زمونږ زړونو کې کوم پټ قوت دې ته هڅولو چې عقيده نومې څيز ضروري دی. ځکه چې نړۍ به تر دې دمه څنګه دوام لرلو او زه او سليمان به یې څنګه د خپل ځان سره ژوندی ساتلو.
ما د دغو مفلسو خلکو، ساده او نالوستو خلکو، کروند ګرو، ملنګانو او فقيرانو سره ناسته پاسته شروع کړه. د دغو خلکو عقيدې هم د ديني تبليغيانو په څرګند ډول د عيسوي مذهب مطابق وې. د دوي په عقيدو کې هم دروغ او رشتيا دواړه شامل وو خو دومره فرق ضرور وو چې د مذهبي تبليغيانو په عقيده او عمل کې فرق وو او د دوي په عقيده او عمل کې کوم اختلاف نه وو بلکې د دوي په عقيده کې دروغ په داسې انداز د رشتياؤ سره ګډ شوي وو چې دروغ او رشتيا بيلول ګران وو. د مذهب د دعوېدار ژوند او مذهب بالکل د يو بل ضد وو. د دوي په مقابله کې د دغو مفلسو په عقيده او د ژوند سليقه کې بېخي فرق نه وو. په دې طريقه نه د دغو خلکو د عقيدې او د ژوند د سليقې نه ښه خبر شوم او څومره چې زما دغه حېرانتيا مخ په وړاندې تله، دغه هومره مې يقين پخېدلو چې په رښتيا هم د دوي عقيده درسته ده. او دوي د ژوند کشاله حل کړې ده. زما د معيار او ډلې په انسانانو کې شايد په زرګونو کې يو داسې وي چې مذهب نه وېزاره نه وي خو بل خوا په دغو مفلسو خلکو کې به په زرګونو کې يو هم داسې نه وي چې کافر او منکر وي. د خپلې ډلې په انسانانو کې ما ته په هر قدم سستي،عياشي او بې ارامي په نظر راغله خو دغو خلکو کې ما تل محنت او صبر سره د ژوند تېرولو سليقه وليده. د خپلې ډلې او معيار په خلکو کې ما وليدل چې دغه خلک د تکليف او مصيبت په وخت فريادونه کوي او دغو خلکو کې ما وليدل چې ناروغي او مصيبت زغمل پکار دي ځکه چې د قدرت له خوا څه هم پېښېږي زمونږ به په کې ضرور خېر وي. زما د سطحې د خلکو دا خيال دی چې د علم او پوهې نه بغېر د ژوند کشاله نه شي حل کېدی او دغو خلکو کې ما وليدل چې غم درد، مصيبت، په روڼ تندي زغمي تر دې چې مرګ ته هم په خلاص مټ هر کلی وایي. زما د سطحې خلکو کې ما وليدل چې د خوف ويرې، خطرې او خدشې نه بغېر د مرګ تصور هم نه کوي او دغو خلکو کې هډو د خوف او ويرې د مرګ تصور نشته. هر څو که د دغو خلکو رتبه او مرتبه د سليمان يا زمونږ د نورو غوندې نه ده خو بيا هم د مال دولت د کمي په وجه چرته مايوسه شوي نه دي. ما ډېر په غوروفکر سره وکتل او د مختلفو وطنونو په خواري کښو خلکو هې هم نظر واچولو نو راته څرګنده شوه چې دوه درې نه لس شل هم نه بلکې دغو زرګونو او کروړونو خلکو د ژوند په کشاله په داسې انداز ځان پوهه کړی دی چې هغوي هډو د ژوند يا مرګ پروا نه کوي. هر څو که د دغو خلکو په ذهني صلاحيتونو تعليم او پوهه، او د ژوند په سليقه کې ډېرې کمۍ په نظر راځي خو بيا هم د ژوند په کشاله داسې پوهه دي چې ژوند يا مرګ، تکليف او مصيبت دوي ته عبث نه ښکاري بلکې دا هرڅه ورته ډېر برکتي او د قدر وړ ښکاري. دغو خلکو سره مې مينه پېدا شوه او زه چې څومره د دوي د ژوند د سليقي نه خبرېدم هغه هومره به زه د دوي ستايونکی (مداح) جوړېدم. د دوي د ژوند په اړه دغه خبرتيا مې د کتابونو د مطالعې په ﻻره هم تر ﻻسه کړه او د دوي د ژوند د مشاهدې په ﻻره هم. ما په دغه انداز دوه کاله ژوند تېر کړو او بيا زما په ژوند کې يو داسې بدلون راغلو چې د ډېر وخت نه یې زما په ذات کې د داخلېدو لارې لټولې. ګويا د اميرو او تعليم يافته خلکو نه زما کرکه پېدا شوه . زما ټولې هڅې د علومو او فنونو پوهه ما ته اپوټه ښکارېدل شروع شو. دغه هر څه راته د ماشومانو کار ښکاره شو. او په څرګند ډول دې نتيجې ته ورسېدم چې دغه علوم او فنون زما د کشالې حل نه شي ښودلی. بل خوا د ټولو خواري کښو ژوند ــــ هغه ټول انسانيت چې ژوند زېږوي، ما ته په خپل درست شکل او روح سره رامخې ته شو. زه په دې پوهه شوم چې دغه ژوند دی او دغه معنىٰ ده چې دوي ژوند ته ورکړې ده او ما دغه معنىٰ قبوله کړه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوولسم باب
زه هغه وخت يادوم چې څنګه به دغو عقائدو ما ته جواب راکولو. او هغو خلکو ته به څنګه دغه عقائد بې معنىٰ ښکارېدل د چا چې ورسره اختلاف وو. او هم دغو عقيدو زه څنګه ځان ته متوجه کړم او راته بېخي د دليل مطابق ښکاره شو او د کومو خلکو چې دغو عقيدو نه کرکه وه نو د هغوي په وېنا او عمل (قول وفعل) کې څومره اختلاف وو. په بل لور چې د کومو خلکو په وجه زما دغو عقائدو سره مينه پېدا شوه د هغوي په وېنا او عمل کې هېڅ فرق نه وو. بس زه اوس پوهه شوم چې ما نه کومې غلطۍ شوې دي. دا غلطۍ د هغه شديدې غلط فهمۍ په وجه نه وې شوې بلکې د ډېر پرېشانه ژوند تېرولو په وجه شوې وې. زه په دې پوهه شوم چې حقيقت ما نه په دې وجه پناه نه وو چې زما دليلونه غلط وو بلکې په دې وجه رانه غلطۍ شوې وې چې زما ژوند د عياشۍ او مستۍ وو. ما ته پته ولګېده چې زما د ژوند په حقله زما سوال او د هغې دا جواب چې "ژوند يو عبث څيز دی" هم زما د خپل مزاج او حالت په وجه وو. غلطي بس دومره قدر وه چې زما سوال چې صرف زما د ذات په اړه وو هغه ما د ټول انسانيت سره تړلی ګڼلو. زما سوال دا وو چې "زما ژوند د کوم نوعيت دی" او د هغې درست جواب هم دا وو چې ـــ "خراب او بې معنىٰ "ــــ زما زړه کې دغه حقيقت ځائی وکړو چې وروستو ما په انجيل کې هم وليدو. هغه دا چې ــــ انسان تيرې ته په رڼا فوقيت ورکوي. ځکه چې د هغوي عملونه ښه نه دي. هر بدکار سړی رڼا نه کرکه کوي چې د هغه بد عملونه څرګند نه شي.
زه په دې هم پوهه شوم چې د ژوند د کشالې حل کولو نه مخکې ضرورت د دې خبرې دی چې ژوند دې ښائسته کړی شي. اوس خبر شوم چې د حقيقت سره د دومره نزدېکت باوجود هم دغه حقيقت زما ذهن او زړه ته ولې نه کوزېدو. او دا هم چې کله مونږ د عام اولس ذکر کوو نو بايد چې مونږ په ټولو مخلوقاتو هم نظر واچوو. يواځې په هغه طبقه نه چې د نورو په اډاڼه د ژوند تېرولو عادت یې خپل کړی وي.
دا حقيقت هم دغه هومره رسا وو لکه د رياضۍ (دوه ضربِ دوه مساوي څلور) (2×2=4). خو ما دغه حقيقت په دې وجه نه تسليمولو چې دغه حقيقت منلو سره به بيا دې ته هم غاړه اېښودل ﻻزم وو چې زه د خرابيو مجموعه يم. ما د پاره په هغه وخت کې دا زياته ضروري خبره وه چې خپل ځان د عېبونو نه پاک وښايم، په ځائی د دې چې (2×2=4) په شخړه کې ځان ونښلوم. ما نېکو خلکو سره مينه شروع کړه. ځان سره مې کرکه پېدا شوه. او ما آخر هم حقيقت قبول کړو. اوس زما ذهن کې هره خبره ځائی شوه. که يو جلات ټول عمر د خلکو د سرونو پرېکولو وظيفه تر سره کړې وي يا يو شرابي چې په خپل ټول عمر کې بغېر د شراب څښلو نه بل کار نه وي کړی. که دغه قسمه څوک سوال پورته کړي چې "ژوند څه شی دی"؟_ نو هغه ته به هم دا جواب ملاوېږي چې څنګه يو لېوني خپل ځان په توره تياره کوټه کې قېد کړی وي او دغه کوټې نه په وتلو ورته خپل مرګ مخې مخې ته کېږي نو بس د هغه جواب به هم دا وي چې! "ژوند بېخي عبث شی دی". زما کيفيت هم د لېونو نه څه ښه نه وو. نو سوال دا هم راپورته کېږي چې دا نور امير،سست او مکار خلک ټول زما غوندې لېوني وو. زه فکر کوم چې شايد لېوني وو. يا کم نه کم زه خو ضرور لېونی وم. په مارغانو نظر واچوئ. هغوي الوتو د پاره دانه پېدا کولو د پاره او د خپلو جالو (کورونو) جوړولو د پاره ژوند کوي. او هغوي ته چې مونږ ګورو نو خوشحالي هم کوو. چېلۍ، سوه، مېلو وغېره د اوﻻد زېږولو او د هغوي پالنې د پاره ژوند کوي. او هغوي ته چې زه ګورم نو ورته خوشالېږم او زه فکر کوم چې د هغوي ژوند ګټور هم دی. نو بيا انسان ته څه کول پکار دي. آيا انسان دې هم د چارپايو غوندې د ژوند وسيلې پېدا کړي. صرف دغه يو فرق سره چې بس دی که يواځې وي او صرف خوري څښي او فنا به شي نو ځکه دی دې يواځې ځان او خپل ذات د پاره جدوجهد نه کوي بلکې ټولو د پاره دې کوي. هر کله چې انسان دغسې کوي نو زما کامل يقين دی چې هغه به په سکون هم وي او ژوند به یې هم د ژوند په معنىٰ پوره وي. ما په خپل دېرش کاله شعوري ژوند کې څه وکړل. ما نه خو نورو خلکو د پاره څه وکړل او نه ځان د پاره. ما خو بس د هغه چينجي غوندې ژوند تېرکړو چې نور چينجي خوري او ځان ژوندی ساتي. د ژوند مقصد نه هر وخت نا خبره پاتې شوم. که د انسان د ژوند معنىٰ دا وي چې هغه دې يواځې خپل ځان ژوندي ساتلو د پاره وسيلې پېدا کړي نو زما دغه دېرش کاله ژوند چې ما په کې تل د نورو د ژوند بربادولو هڅې کړې دي، دا ژوند به څنګه يو ښه يا کامياب ژوند وګڼلی شي. دا به په يقيني توګه يو عبث او بې معنىٰ ژوند وي.
نړۍ کې ژوند هم د چا د منشا ترمخه تېرېږي. داسې څوک شته چې زمونږ او د ټولۍ نړۍ د ژوند تېرولو ذمه یې په خپل ځان اخستې ده. مونږ که په دغه قوت د پوهېدلو آرزو لرو نو بايد چې وړومبی خپل عمل د دغه طاقت د آرزو مطابق جوړ کړو. دغه قوت چې کوم حکمونه کړي دي تر څو چې د دغو حکمونو سره سم عمل کړو تر هغې زه په دې نه شم پوهېدی چې دغه قوت څه شی دی. او بيا د دغه قوت او د نړۍ د تعلق او نسبت په حقله د پوهېدو امکان نه شي کېدی که مونږ يو اوږی تږی او بربنډ خېرمار(ملنګ) د ﻻرې نه راونيسو او يو بند کور کې یې قېد کړو چې دغه بند کور کې نور خلک موجود وي. کار کوي او د دغه خېرمار د خوراک څښاک بندوبست هم کولی شي. نو دغه خلک که دې خېرمار ته ووایي چې هغه دې د دغه يو مشين ﻻسکی ښکته پورته کوي او بس دغه یې کار دی نو د خېرمار هم دا ذمه داري جوړېږي چې د دغه کار د وجوهاتو او منطق تپوس نه کوي بلکې وړومبی د حکم منل ضروري وګڼي. که هغه دغسې حکم ومني نو په خپله به ورته دا هم معلومه شي چې د دغه مشين په ذريعه خو د کوهي (زمکې) نه اوبه راوځي او اوبو سره زمکه تازه کېږي نو بيا چې خېرمار ته بله ذمه داري ورکړی شي چې اوس د باغونو د ونو نه مېوه راغونډوه او بيا دغسې یې د وړو وړو کارونو نه پس غټو ذمه دارو سره مخ کړي نو هله به د هغه ذهن ته راشي چې کارخانه څنګه کار کوي. مقصد یې څه دی او سبب یې څه دی. دغسې به هغه د پوښتنو نه بغېر او خپل مالک ته د بدو ردو ویيلو نه بغېر خپل کار په خپله کوي او پوره شوق او ذمه دارۍ سره به یې کوي.
بس دغه صورتِ حال د هغو انسانانو هم دی چې د خپل مالک د حکم تعميل کوي. دغه ساده خلک چې مونږ ته چارپايه ښکاري، دوي چرې هم د خپل مالک نه ګيله نه کوي او نه پرې کوم اعتراض کوي. بل خوا مونږ خلک يُو چې ځان ته هوښياران وايو او د خپل مالک مال په ناحقه خورو خو د حکم تعميل یې نه کوو. مونږ بس راغونډ شو او بحثونه شروع کړو چې ــــ دغه لاسکی ولې په حرکت کې وو. دا خو د کم عقل توب حرکت دی. نو بس مونږ فېصله وکړو چې زمونږ مالک اصل کې کم عقل دی. يا هډو موجود نه دی او دا چې بس هوښياران خومونږ يو. بس يواځې مونږ دا محسوسولی شو چې مونږ ډېر بې کاره يُو او مونږ څه کولی نه شو نو بس د ژوند نه تېښته پکار ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دولسم باب
په عقلي علم کې دغه کمي يا خلل زما ډېره مرسته وکړه چې د بې کاره عقليت نه یې زه آزاد کړم. دغه انداز زما د ژوند په سليقه کې ﻻرښودنه وکړه او ما ته یې شعور راکړو چې زه د ژوند په کشاله کې په حقه نه وم. کله چې ما د خپلې سطحې د خلکو نه مخ واړولو او د خواري کښو خلکو په ژوند مې غور وکړو نو ما ته د ژوند د اصل او نقل اندازه وشوه. ما ته پته ولګېده چې زه که د ژوند په معنىٰ ځان پوهول غواړم نو ما ته په داسې انداز ژوند تېرول پکار دي چې د نړۍ زيات خلک په کوم انداز ژوند تېروي.
زه چې د کومو ورځو ذکر کوم په هغه وخت کې زما حالت دا وو چې نزدې نزدې يو کال زه په دې دوجاله کې راګېر وم چې زه دې د خپل ژوند خاتمه په تېزندۍ يا په ټوپک وکړم او که نه. زما زړه کې به تل دغه وسوسه موجوده وه چې زه ورته د خدائی د لټون نه سېوا بل نوم نه شم ورکولی. د خدائی دغه لټون زما د عقل په زور ممکن نه وو او رشتيا خبره دا ده چې دغه وسوسه زما زړه او دماغ کې په تسلسل سره تله راتله. کله کله به مې داسې ويره محسوس کړه لکه کوم يتيم يا بې څوکه سړی یې چې محسوسوي. لکه په نړۍ کې چې زما څوک هم نشته خو بيا هم زما زړه کې به يو اميد په غورځنګ وو چې څوک به مې ضرور مرسته کوي. خو په دې نه پوهېدم چې دغه مرسته به مې څوک کوي. سره د دې چې زه په دې ښه پوهه شوی وم چې د خدائی وجود څوک په مادي دليل نه شي ثابتولی او نوميالي فلسفي کانټ زما دغه تصور نور هم مستحکم کړی وو خو بيا هم ما به د خپل زوړ عادت تر مخه د خدائی نه دعا ضرور غوښته چې زما د پرېشانۍ څه حل راووځي. خو زه چې د چا په لټون وم هغه به راته نه ملاوېدو.
کله به ما د کانټ او شوپنهاور په دليلونو غور شروع کړو چې د خدائی ذات ثابتېدی نه شي او کله به مې د دوي د د ليلونو رد په خپله کولو. ما به ځان سره زړه کې ویيل چې "ځای" او "وخت" د بنيادي محرک، سبب يا عقلي دليل نه لرې څيزونه دي. زه که موجود يم نو زما د موجودګۍ څه سبب خو ضرور شته. که نړۍ وجود لري نو څه سبب يا محرک به یې ضرور وي. نو بس د هم دغه سبب نوم خدائی دی. ما د دغه سبب يعني خدائی په لټون کې هره ممکنه هڅه وکړه. کله به چې ما ته محسوسه شوه چې زه د کوم څيز تابع يم نو ما ته به خپل ژوند اسان ښکاره شو. داسې وخت کې به زما زړه ته دا پو ښتنې راتلې چې دغه سبب يا قوت څه شیدی. زه دغه قوت څنګه محسوسولی شم. زما او د دغه قوت خپلو کې تړون او تعلق څه دی نو هم دغه زوړ جواب به مې هر وخت زړه ته راتلو چې ـــــ هغه د هرڅه خالق او روزي رسان دی خو دغه جواب سره مې زړه ته اطمينان نه کېدو او داسې به راته ښکارېده لکه چې د ژوند دغه اډاڼه مې هم راته فرېب راکوي. ما سره به هروخت ويره وه. او د مايوسۍ په کېفيت کې به مې دُعا غوښتله چې ــــ ای خدايه زما مرسته وکړې. څومره به چې ما زياته دُعا غوښته، هغه هومره به دغې مايوسۍ سره مخ کېدم چې زما دُعا څوک نه اوري. ځکه څوک اورېدونکی هم وجود نه لري. د ډېرې زياتې مايوسۍ په حالت کې به مې ژړا فرياد کولو چې ــــ ای زما مالکه! په ما مهربانه شې. ما دغه دردناک کېفيت نه وباسې ــــ ای زما مالکه ــــ زما خدايه ــــ ما ته متوجه شې. خو زما په دغه دردناک کېفيت کې څوک هم ما ته متوجه نه شو. نو ما ته به داسې محسوس شوه چې زما وجود نه سا ﻻړه.
هر وخت به مې زړه ته دا فکر راتلو چې زه دې نړۍ ته بغېر د کوم سبب نه عبث نه يم رالېږلی شوی. يا بې مقصده نه يم پېدا شوی. زه څه داسې چارپايه نه يم. يا داسې مارغه نه يم چې بس هسې د خپلې جالې نه راپرېوتی يم. البته دا خو ده چې زه کله د هغه چارپايه غوندې يم چې په وښو کې ملاست وي او پښې لاسونه وهي. خو دا هم ځکه وايم چې ما ته پته ده چې زه هم يوې مور زېږولی يم. را لوی کړی یې يم. خوراک یې راکړی دی. ما سره یې مينه کړې ده نو هغه مور اوس چرته ده. که زه د جالې نه راغورزولی شوی مارغه يم نو چا راغورزولی يم. زه هډو دې نه بغېر بل سوچ نه شم کولی چې ما سره چا مينه کړې ده نو پېدا کړی یې هم يم. هغه څوک دي. بيا جواب هم هغه راووځي چې ــــ خدائی ــــ هغه زما په لټون، زما په مايوسۍ او زما په حالت ښه پوهېږي او را ته ګوري هم. ما په خپل زړه کې وویيل چې ـــ هغه شته ضرورـــ دې ویيلو سره زما په وجود کې د تازګۍ يو احساس غزونې وکړې. وروستو مې د هغه او زما تر مېنځه د تعلق او تړون خيال پېدا شو نو د خالق او د هغه د بچي (په ژبنيزه او کلتوري اصطلاح کې.مترجم) په حقله مې فکر وکړو. نو بيا راته پته ولګېده چې زما دغه خيال غېر فطري او غېر متعلقه دی. دغه شان خدائی زما له نظره داسې غائب شو لکه د واورې چَم چې ويلې شي او غائب شي. نو بس د ژوند چينه مې هم خشکه شوه. زه يو ځل بيا د مايوسۍ سره مخ شوم او دا راته اندازه وشوه چې د ځان وژنې (خودکشۍ) نه علاوه بله ﻻره نشته خو دې نه زياته د پرېشانۍ خبره دا وه چې زما زړه ما ته ویيل چې دا حرکت چرې هم و نه کړې.
زما زړه کې د خيالاتو دغه انقلاب يوځل دوه نه بلکې په سلګونو ځله راغلی دی. کله به د خوشحالۍ او مستۍ سره مخ وم او کله د مايوسۍ او ويرې سره. ما ته ياد شي چې د سپرلي په موسم کې ما د سحر په وخت د ځنګل د ونو شڼار واورېدو نو په زړه کې مې بيا دغه خيال راپورته شو کوم چې د دوؤ کالو راسې زما زړه کې پروت وو يعني دا چې ــــ زه د خدائی په لټون يم. ما ځان سره زړه کې وویيل ـــ دا ښه خبره ده چې خدائی نشته. بلکې داسې به ووايم چې زما په تصور کې موجود خدائی نه بغېر هډو خدائی نشته. نه خو زما د ژوند غوندې د هغه وجود شته. او نه هغه کومه داسې معجزه ښودلی شي چې خپل وجود ترې ثابت کړي. بلکې معجزه خو په خپله د غلط فهمۍ او ځان ته د فرېب ورکولو نوم دی.
بيا ما داسې فکر وکړو چې زه د کوم خدائی په لټون يم، د هغه خيال په وخت زما زړه ته له کومې راځي. او بيا د دغه تصور کولو سره زما وجود کې سا وغړېده او ګېر چاپېره راته هرڅه ښه ښکارېدل. دا خوشحالي مې هم د لږ وخت وه. ځکه چې په هم هغه لمحه مې فکر وکړو چې زړه ته د خدائی تصور راتللو مطلب دا خو نه دی چې خدای شته. خيال راتلل خو زما خپله مسئله ده چې د کوم څيز په حقله خيال کوم نو کولی یې شم نو بيا راته نړۍ مړه شان ښکاره شوه او ما هم د ځان وژنې (خودکشۍ) اراده وکړه.
دې نه پس هم دغه عمل چې په سوونو واره یې زه د مايوسۍ سره مخ کړی وم، زه واپس دغه عمل ته متوجه شوم. او ځان سره مې فکر وکړو چې کله ما د خدائی په حقله غور کولو نو هم هغه وخت کې راته ژوند خوږ او قيمتي ښکارېدو او کله چې مې د خدائی خيال د زړه نه وويستو نو کله چې مرګ راغلو او ځان وژنې ته تيار شوم. دا غم او خوشحالي يا مايوسي او اطمينان به وقفې وقفې سره بيا بيا ولې راتلل. کله به چې د خدائی د ذات نه منکر شوم نو ژوندی به نه شوم پاتې کېدی. که د خدائی د وجود يو معمولي شان څرک هم زما په ذات کې موجود نه وی نو ما به کله خودکشي کړې وه. اصل خبره دا ده چې زه څومره هم د خدائی د وجود لټون کې يم نو بس ژوندی يم.
اوس نور د څه لټون پاتې دی. زما د وجود نه به اواز راپورته شو چې د کوم څيز نه بغېر د ژوند امکان نشته. هم دغه څيز خدائی دی. د خدائی پېژندګلو او ژوندي پاتې کېدل يو څيز دی. خدائی ژوند دی. د خدائی په لټون کې ژوند تېر کړه ځکه چې بغېر د خدائی نه ژوند چرته دی. کله چې مې دا خيال پوخ شو نو زه يو عجيبه قوت او رڼا په خپله غېږه کې واخستم. او بيا دغه قوت او رڼا تل ما سره وه. په دې طريقه زه د ځان وژنې نه بچ شوم. زما په ذات کې دا بدلون کله او څنګه راغلو د دې په حقله زه څه نه شم ویيلی. څنګه به چې ورو ورو مايوسي خورېده او ورسره به د ځان وژنې خيال پوخ کېدو، هم دغه شان ورو ورو زما په ذات کې دغه قوت او رڼا ځای وموندو.
دا تر څه حده د حېرانتيا خبره هم وه خو دغه قوت او رڼا زما د ژوند په وړومبۍ برخه کې هم زما مرسته کړې وه. بس داسې وګڼئ چې ګويا زما هلکوالی او ځواني واپس راغلل. زما زړه کې يو ځل بيا هغه د هلکوالي او ځوانۍ عقيدې ځای موندو. هم داسې لکه دغه عقيده چې ما ته وایي چې زما يو خالق شته چې د حکمونو منل یې په ما فرض دي. زما د ژوند هدف دا پکار دی چې زه دې نېک جوړ شم. او د خالق د حکمونو مطابق دې ژوند تېر کړم. د خالق د حکمونو خلاصه په هغه ﻻرښودنه کې ده چې انسانيت خپل ځان د پاره د زرګونو کالونو د عملي هڅو نه پس متعين کړې وه. په څرګندو لفظونوکې به داسې ووايم چې زه د خدائی د وجود، د ژوند د بقا او د خپلې زړې عقيدې منونکی جوړ شوم. فرق صرف دومره وو چې مخکې ما بغېر د پوهې دا هرڅه منلي وو. او اوس مې يقين جوړ شو چې د دغه عقيدې لرلو نه بغېر او د ژوند د حقيقتونو منلونه بغېر ژوندي پاتې کېدل امکان نه لري.
هغه وخت کې چې زما کوم ذهني کېفيت وو د هغې اندازه دې مثال نه کېدی شي چې ما ته به داسې محسوسېدل لکه زه چې ناڅاپه په يوه کشتۍ کې کېنولی شوی يم او کشتۍ د سمندر داسې غاړې نه لرې کړی شوې ده چې ما ته دغه غاړه معلومه هم نه ده او ما ته يوه بله غاړه ښودلی شوې ده او د کشتۍ چپُو (کشتۍ ته حرکت ورکوونکی لرګی) ما ته راکړی شوی دی او ازاد پرېښودی شوی يم. زه تر ممکنه حده دغه چپُو نه مدد اخلم خو څومره څومره چې د سمندر مېنځ ته ورځم او د سمندر اوبه هم غورځنګونه وهي. او زه داسې نور خلک هم وينم چې زما غوندې په سمندر ورګډ شوي دي. داسې خلک هم وينم چې يواځې په کشتۍ کې ناست دي او ډېر زوریې لګولی دی. ډېر داسې هم شته چې زړه یې راتنګ شوی دی او بس چپُویې غورزولیدی. ځينې غټې غټې کشتۍ هم په سمندر ورګډې دي چې ګڼ شمېر خلک په کې ناست دي. څوک د سمندر د اوبو غورځنګ سره سم روان دي او څوک یې مخالف روان دي. زه چې څومره وړاندې سفر کوم نو هغه منزل رانه هېرېږي کوم چې ما ته ښودلی شوی وو. د سمندر مېنځ کې چې د نورو غټو غټو کشتيو په دائره کې راګېر شم نو منزل رانه بېخي خطا شي. او نه پوهېږم چې ــــ چرته دی منزل زما ــــ چرته زه روان يمه ــــ او بيا د دغه مايوسۍ په حالت کې چې زړه مې راتنګ شي نو چپُو وغورزوم. د نورو غټو کشتيو چلوونکي د هرې خوا ما ته اوازونه راکوي چې بله يوه ﻻره هم نشته. زه د هغوي په خبره يقين وکړم او هغوي پسې روان شم. زه ډېر لرې ﻻړ شم. داسې وخت کې را ته د کشتيانو د ډوبېدو او بربادۍ اوازونه هم تر غوږو شي. لږ وخت پس چې زما سا په سا شي نو پته ولګي چې شوي څه دي. ما ته مخامخ بربادي وي او زه د خپلې بربادۍ په لور هم تېزۍ سره ورشم. اوس بيا زه نه پوهيږم چې نور څه وکړم. چې وروستو ګورم نو ګڼ شمېر کشتۍ د طوفانونو په زد کې وينم. نو بيا راته د سمندر د غاړې يعني زما د منزل د نېغې ﻻرې او چپُو راخستلو خيال زړه ته راشي او ښه په تېزۍ سره د سمندر غاړې ته د رسېدو هڅه کوم.
د سمندر غاړه خدائی دی. ﻻره عقيده ده. چپُو د انسان خود اعتمادي او خپله فېصله يا د فېصلې قوت دی. داسې قوت چې خدائی ته د رسېدو اختيار او ازادي ورکړی شوې ده.
دغه شان د ژوند طاقت زما په ذات کې د نوې ولولې سره را پېدا شو او ما ژوند کول شروع کړل.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دیارلسم باب
ما د خپلې حلقې د خلکو نه مخ واړولو. دا مې ومنله چې زمونږ دغه ژوند اصل کې ژوند نه وو بلکې د ژوند د مستۍ نوم وو. بس يو د برترۍ احساس کې وسېدو چې مونږ د ژوند په معنٰى پوهېږو. خو د ژوند په معنٰى پوهېدلو د پاره داسې يو استثنایي ژوند تېرول کافي نه وو لکه زمونږ چې وو. لکه په ژوند چې چينجي اخته وي. بل خوا د عام اولس خواري کښ او ساده ژوند وو چا چې ژوند ته معنٰى ورکړې وه. نو ما هم دغسې ژوند تېرول شروع کړل. ځکه چې د دغو خلکو له مخه د نورې نړۍ ژوند وو. ما د روسي وطن خلک وکتل ځکه چې زما چارچاپېره دغه خلک وو نو د ژوند په کوم مقصد چې دغه خلک پوهه شوي وو، هغه دلته بيانوم.
مونږ ټول نړۍ ته د خدائی د منشاء تر مخه راغلي يو او خالق انسان په داسې صورت پېدا کړی دی چې هر چا ته یې اختيار ورکړی دی چې خپل ځان سلامت وساتي يا یې برباد کړي. د انساني ژوند مقصد خپل روح پاک ساتل دي او دا هله کېدی شي چې انسان د خدائی د منشاء مطابق عمل وکړي. د خدائی حکمونو منلو ته غاړه کېږدي. د خدائی دغه حکمونه منل هم هله کېدی شي چې د مستۍ او عياشۍ ژوند نه ډډه وکړي او خپل ژوند کې خواري کښ، خاکسار، د مصيبتونو زعملو واﻻ او سخي جوړ شي. خواري کښو خلکو د ژوند مقصد دغه ګڼلی دی او د دې خبرې پخلی د هغوي مذهبي مشرانو او کتابونو هم کړی دی. ژوند دغه معنٰى ما ته ډېره ښکلې او صفا سوتره ښکاره شوه. هم دغه صفا عقيده کې زما د حلقې خلکو ډېرې داسې فضول او عبث خبرې شريکې کړې دي چې د هغې رابيلول ګران نه دي او نه دغه اضافي خبرې ما متاثره کولی شي. د خواري کښو خلکو په ژوند کې هم ځينې خبرې ما ته عجيبه ښکاره شوې خو ما د هغوي هره خبره ومنله. هره ورځ مې ګرجې ته تلل شروع کړل. هر وخت په عبادت کې مشعول شوم. روژه نيول مې هم شروع کړل او په وړومبي ځل ماته خپل زړه وویيل چې دغو خبرو کې يوه هم د اعتراض وړ نشته. کومې خبرې چې ما د پاره ناممکنه وې هغه راته اوس ښه ښکاره شوې.
د مذهبي عقيدې په حقله چې زما کوم تصور مخکې وو هغې کې اوس لوی بدلون راغلی وو. مخکې زما خيال وو چې مذهبي عقيده بس د داسې څوخبرو مجموعه ده چې عقل ته اپيل نه کوي او د دغو عقيدوي خياﻻتو ژوند سره کوم څرګند تعلق هم نشته. وړومبی ما په ځينو عقائدو د پوهېدلو هڅه وکړه خو چې زما ذهن کې یې ځائی نه کولو نو ما توجه هم نه ورکوله. خو اوس زما خيال دا دی چې بغېر د عقيدې ژوند هډو امکان نه لري. او عقيده يو داسې څيز دی چې د ژوند کشاله هوارولی شي. مخکې به ما ویيل چې عقيده يو عبث شی دی. اوس هر څو که زه د عقيدې د مفهوم تل ته خو نه شم کوزېدی خو په دې پوهېږم چې څه اصليت خو په کې ضرور شته. اوس زه د دغه اصليت په لټون يم.
ما خپل ضمير سره داسې مکالمه وکړه چې عقيده هم لکه د انسان او انساني عقل د خدائی پېدا کړی څيز دی. څنګه چې انساني وجود د خدای تخليق دی. دغه شان انساني عقل هم د خدائی پېداوار دی. دې کې هېڅ شک نشته چې د انسان کوم رښتونی تصور دی هم هغه درست دی. دا بيله خبره ده چې مختلف انسانان خپله عقيده په جُدا جُدا انداز بيانوي او ما ته که دغه د بيان انداز کې کومه غلطي ښکاره شي نو پکار ده چې زه په دې پوهه شم چې زما عقل دغه ځائی ته نه شي رسېدی.
ما فکر وکړو چې عقيده لرل دا مفهوم لري چې د ژوند کشاله دې هواره شي او مرګ دې هم په دې کې مداخلت ونه کړی شي. رښتونې عقيده دا ده چې د هر چا د سوال په رنګ جواب ورکړي. سوال که د بادشاه وي چې د مرګ په وخت هم د عياشۍ ژوند تېروي. سوال که د يو خواري کښ او بوډا وي. سوال که د يوې لږې پوهې لرونکي بوډۍ ښځې وي يا د ځوانې جذبې لرونکې پېغلې سوال وي چې ــــ زه ولې ژوند کوم او زما د ژوند انجام به څه وي خو چې جواب په يو انداز را شي نو دا رښتونې عقيده ده. هر څو که د دغه جواب شکلونه د انساني مرتبو او معيارونو ترمخه لږ ډېر بدل ولې نه وي خو د جواب په اصليت او بنيادي روح کې بايد چې فرق نه وي. زما غټه آرزو دا وه چې خواري کښو خلکو سره ډېر نزدې ژوند تېر کړم او د هغوي په پل روان وسم خو داسې کول هم ما ته ګران وو. ما ته داسې ښکارېدل چې داسې کول به زما د هغو خبرو پورې خندا وي کومې چې ما ډېرې اهمې ګڼلې. په داسې موقع زما مرسته د روس نوو تعليم يافته مذهبي عقيده لرونکيو وکړه. د دغو مذهبي عقيده لرونکيو وړومبۍ بنيادي نکته دا وه چې ګرجه د صداقت مرکز دی. په دغه خبره ايمان لرل دا ﻻرښودنه کوي چې مذهب هرڅه وایي نو درست وایي نو ځکه ګرجه چې په نورو ټکو کې ورته د عقيده لرونکيو مرکز ویيلی شي، زما د عقيدې وړومبی جز جوړ شو. ما به دليل دا وړاندې کولو چې کوم صداقت د خدائی په ذات کې موجود دی دا کوم ځانګړی او خاص انسان نه شي تر ﻻسه کولی. دغه صداقت ټولو انسانانو ته رسېدی شي خو دغه انسانان که د صداقت ترﻻسه کولو جزبه لري. ځکه بس هغه ټولې خبرې د ځانه اخوا کول پکار دي چې نفرت او لرې والی پېدا کوي. او مونږ بايد هغه څه هم وزغمو چې مونږ ته که ناخوښه هم وي خو عقيده یې تلقين کوي. د صداقت اظهار صرف په مينه کېږي نو ځکه که مونږ د ګرجې د هداياتو منل ضروري نه ګڼو نو مينه به په ټپه ودرېږي. صداقت به له مېنځه ﻻړ شي.
هغه وخت کې چې دې دليل کې کومه بنيادي نکته پټه وه هغه زما ذهن ته نه راتله چې مينه ورو ورو زياتېږي نو د عروج نکتې ته رسي خو د دې دا مطلب هم نه دی چې د يوې فرقې عقيده دې بله فرقه د مجبورۍ له مخه قبوله کړي. ما هغه وخت د ګرجې ټول هدايات ومنل او د مذهب هره خبره مې تسليم کړه. هر څو که ډېرې خبرې مې ذهن کې نه راتلې. ما د بحثونو او رد و ترديد نه هم ډډه وکړه. دغسې د خپل فکر تر مخه چې چرته ما ته کومه ستونزه رامخې ته شوې ده نو د خپل عقل تر مخه مې د هغې د حل ﻻرې لټولې دي.
د ګرجې په هداياتو يقين کولو سره ما په زړو رواياتو هم عمل شروع کړو. دغسې کولو سره زه هغو خلکو کې شامل شوم چې زما نيکونه، مور پلار يادېدل او يا هغه خلک د چا له مخه چې زما وجود ممکن شوی وو او ما نه مخکې یې ژوند تېر کړی وو. دې نه علاوه دغه عقيده منلو کې ما ته کومه خامي هم په نظر نه راتله ځکه چې زما په خيال صرف د پرېوتي خواهش (نفس اماره) تسکين اصل کې خرابه خبره وه. کله به چې زه سحر وختي د خپلې مذهبي فريضې ادا کولو د پاره پاسېدم نو ما ته به محسوسه شوه چې زه کوم نېک کار کوم. دا نېک کار که د خپل پلار نيکه د روح خوشحالولو په غرض وو او که د ژوند د کشالې حل کولو د پاره وو خو دغه نېک کار د پاره ما خپل آرام او راحت پرېښودو. زما به هغه وخت کې د اطمينان يو عجيبه کېفيت وو چې د مقدس کتاب تلاوت به مې کولو يا به ما مونځ کولو او يا به مې روژه ساتله. هر څو که دغه کار او وظيفه زما له خوا کومه غټه قرباني يا مشقت هم نه وو خو د خېر او اطمينان کار ضرور وو. ما به د عبادت د وختونو پابندي په کور کې هم کوله او په ګرجه کې هم. کله به چې ما په ګرجه کې تبليغ او تقرير اورېدو نو په هره خبره به مې پوره غور کولو او د خپل عقل مطابق به پرې ما د ځان پوهولو هڅه هم کوله. دغه تبليغ او تقرير کې ما د پاره ډېر زيات اهم لفظونه دا وو.
"راځئ چې يو بل سره پوره يقين او صداقت سره مينه وکړو."
نور لفظونه به داسې وو.
"په يو والي (وحدت) کې پکار ده چې مونږ په پلار زوی او مقدس روح ايمان ولرو"
خو دغو لفظونو نه به زه تېرشوم ځکه چې زه پرې پوهېدم نه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څوارلسم باب
اوس ماته د عقيدې لرل دومره زيات ضروري وو چې ما په هغو تضاداتو هم سترګې پټې کړې کوم چې ما ته معلوم شول. کومې خبرې به چې ګرجه کې کېدې په هغې کې ډېرې زما ذهن ته نه راتلې. په مونځ کې هم چې په ډېرو خبرو نه پوهېدم نو هغې له ما خپلې معنې ورکړې وې. د مثال په توګه زمونږ مالک خدائی د ټولو مقدسه مور (بي بي مريم) او حضرت مسيح (عليه السلام) او ټولو روحاني (مذهبي) مشرانو ﻻرښودانو د پاره دې زمونږ ژوند وقف وي. او دغه ټولې هستۍ دې تل مونږ ته يادې وي. د بادشاه او د هغه خاندان د پاره د ژوند وقف کولو نه ما دا معنٰى اخستې وه چې هر کله هغه او د هغه خاندان د نورو نه زيات ګناهګار دي نو ځکه هغوي د پاره زياته دُعا پکار ده. په دُشمنانو د غلبې تر ﻻسه کولو دُعا به چې کېده نو ما ترې مطلب دا اخستی وو چې زمونږ د ګناه محرک زمونږ دُشمن دی نو ځکه دغه دُشمن ته ماتې ورکول اصل کې ګناه ته ماتې ورکول دي خو بيا هم ځينې خبرې يا دعا ګانې زما ذهن کې بېخي نه راتلې لکه د ملائکو سندرې، د پرستش طريقې يا د جنګيالو انتخاب وغېره. ما به دا هم سوچ کولو چې دغو خبرو ته خپلې معنٰى ورکول شايد خدائی ته فرېب ورکول دي. دغسې به دې سوچ زما تعلق او تړون خدائی سره کمزوری کولو او زما د عقيدې امکانات به یې هم متزلزل کړل.
زما دغه کېفيت د ګرجې د مخصوصو رخصتيو (چُټيانو) په حقله هم وو. ما به د اومې ورځې د رخصت په حقله فکر کولو چې يوه پوره ورځ دې عبادت ته ورکړی شي خو په ګرجه کې به دا ویيلی کېدل چې د اتوار د ورځې رخصت د قيامت يادولو د پاره دی. يا د قيامت د يادګار په توګه دغه رخصت نمانځلی شي. په دغه ورځ به ټول مړي ژوندي کولی شي نو دا خبره به زما ذهن کې نه راتله. کله به دا ویيلی شول چې د اتوار ورځ د خدائی د ارام او دمې ورځ ده نو دا به بېخي زما عقل نه منله. دې نه علاوه د کرسمس (د اختر ورځ) د پاره دولس نورې رخصتۍ دي چې د معجزو ياد تازه کوي. ما په دې زياته توجه نه کوله ځکه چې بيا به دې نه هم انکار کول وو. دغو ټولو رخصتيو کې به په يوه ډېره زياته توجه ورکولی کېده چې ما به د دغې رخصتۍ ډېره پروا نه کوله. نو بس ما يا خو د خپل سوچ مطابق د دغه هرڅه معنې راويستې او يا به مې پرې سترګې پټې کړې.
زما سکون او اطمينان به هغه وخت خراب شو چې ما به په ډېرو وړو خبرو د ډېرې زياتې توجه ورکولو تلقين ليدلو. د مثال په توګه د نوم ايښودلو د پاره تقريب کول زيات ضروري ګڼلی شول. دا ډېره وړه خبره وه. زه به حېران شوم چې داسې حال کې زه څه کولی شم. يعني په دغو دروغو او عبث خبرو کې دې زه هم شامل شم او يا دې منکر شم چې دا هر څه عبث دي. ډېره موده پس چې زه ګرجې ته ﻻړم نو د تکليف سره مخ شوم. داسې تکليف چې زه یې چرې هم نه شم هېرولی. تبليغ، نصيحت ګناهونو نه د بچ کېدو تلقين دا هر څه خو ما ته درست ښکارېدل. زه چې کله قصاب خانې ته ﻻړم او پادري راته وویيل چې ته به اوس څه خورې دا بس اصلي جسم او وينه وګڼه. نو زما په زړه لکه چې چاړه را ښکلی شوه دا کومه وړه خبره نه وه. دې نه معلومېده چې کوم سړی دا خبره کوي هغه د مذهب نه هډوخبرنه دی.
ما په ځوانۍ کې کله کله ویيل چې د ژوند ټولې قصې واضحې دي خو اوس راته دا معلومه شوه چې د عقيدې په قبلولو کې هم پوهه سړي ته ډېر بندېزونه مخې ته راځي خو ما په هغه وخت کې د پادري حکم ومنلو او ډېر په عقيدت سره مې جسم او د هغې وينه وخوړل. خو دغه کار سره مې زړه داسې مات شو چې هغې نه پس بيا ګرجې ته نه تلم. البته د ګرجې د حکمونو پوره پابندي مې کوله او هم دا مې خيال وو چې زما عقيده درسته ده. هغه وخت داسې يوه مسئله هم مخې ته راغله چې اوس راته بېخي جوته ده خو هغه وخت راته عجيبه شان ښکارېده. ما هغه وخت کې د يو نالوستي خواري کښ او دهقان يو تقرير واورېدو. هغه د خدای، عقيدې او ژوند په حقله او په آخرت کې د کاميابۍ په اړه داسې خبرې وکړې چې ما د پاره یې د ژوند کشاله هواره کړه.
زه دغه وخت کې نالوستو او د کمې درجې خلکو سره کېناستم. د هغوي د تصوراتو او عقائدو په حقله مې ځان پوهه کړو او دا اندازه راته وشوه چې اوس حقيقت ته رسا شوی يم. زما دغه کېفيت هغه وخت کې جوړ شو چې کله ما د مارټېرولوجي (Martyrology) يعني د مړو د روحونو تذکره مې ولوسته او د هغې سره پرولوګز(prologues) يعني ابتدایي بحثونه مې وکتل نو دغو کتابونو ډېر خوند راکړو. د زړه مينه مې ورسره پېدا شوه. معجزو نه علاوه يادو شوو کتابونو هم زما د ژوند کشاله هواره کړه. په دغو کتابونو کې ما د مېکریيس (Macrius)، ګوتم بدهـ،سېنټ کريساسټم (st,chrysostoms) قصه چې د يو مسافر په کوهي کې د غورزېدلو قصه یې بيان کړې وه، د هغه خواري کښ مزدور قصه چې سره زر(سونا) یې موندلې وه او د پيټرپبليکن (peter publicon) حالات مې ولوستل او د دغو ټولو د ګواهۍ او بحث نه مې خوند واخستو چې ژوند د مرګ سره ختمېږي نه. دغو کتابونو کې د هغو نالوستو کم عقل لرونکيو قصې هم شته چې د ګرجې د اصولو او احکامو نه بېخي نا خبره وو خو کله چې ما عالمانو او دانشورو سره ناسته کوله يا به مې د هغوي کتابونه لوستل نو شکونه، وسوسې شر او فساد او بې اطميناني به مې هغه وخت زړه کې پېدا کېدله. ما ته به داسې ښکارېده لکه چې د صداقت اوحقيقت نه لرې ځم او بې ﻻرې کېږم. تر دې چې دکوم غار غاړې ته رسم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پینځلسم باب
زه د خواري کښو په دې ادا څومره رشک کوم چې دوي لوستي خلک هم نه دي خو ما ته چې کومه عقيده او رسمونه غلط ښکارېدل د هغې اصليت او حقيقت دوي ته معلوم وو. لوستو خلکو خو حقيقت پټ ساتلی وو. زه درې کاله دغه کېفيت کې وم او د رڼا په لور د تللو هڅه به مې کوله. هغه وخت کې دا بندېزونه هم کم شول. کله به چې په يوه خبره زما سر نه خلاصېدو نو فکر به مې کولو چې زه په غلطه يم. پوهېږم نه. زه ګناهکار يم ځکه مې په دغو ځينو خبرو سر نه خلاصېږي خو دا هم وه چې څومره به زه رڼا ته نزدې کېدم هومره به دغو بندېزونو د ويرې او خدشاتو سره هم مخ کولم ځکه چې د نړۍ وجود په هم دغو صداقتونو وﻻړ وو. د ټولو شکونو او مصيبتونو باوجود زه آرتهوډکس چرچ (زړې ګرجې) سره تړلی پاتې شوم خو سوالونه به عموماً راوچتېدل چې د جوابونو به یې سخت ضرورت محسوسېدو. کوم جوابونه به چې ګرجې يا مذهب راکول هغې سره زما اطمينان نه کېدو نو آخر هم داسې وشول چې د ګرجې نه په ډډه کېدل زما مجبوري جوړه شوه. زما سوالونه دا وو چې د آرتهوډاکس چرچ يعني زړې ګرجې د نوې ګرجې مذهبي دستاوېز سره څه تعلق دی او د دغه زړې ګرجې د عيسایيت د نورو څانګو سره څه رشته ده. دغو سوالونو کې زما ډېره دلچسپي وه او جوابونو ته یې زما ډېره تلوسه وه ځکه ما ته دا موقع هم په ﻻس راغله چې د عيسایيت په څانګو کې د کېتهولک،پروټسټنټ، اولډ بليورس يعني زړې فرقې، نيو ډينسټپرس يعني د نوو منکرينو فرقې او د نورو فرقو اهمو او پوهه خلکو سره هم ليدل وکړم. ما په دغو خلکو کې ډېر داسې وليدل چې د هغوي تصورات درست او رښتوني وو. ما دغو خلکو سره د ورورولۍ رشته جوړول غوښتل خو نتيجه یې دا شوه چې کوم اصول ما د انسان ورورولۍ د پاره ټاکلي او ضروري ګڼلي وو هغه په عملي شکل بدل ښکاره شول او راته دا اندازه وشوه چې د هر قوم او ملت انسانان خپل مذهب يا فرقه د نورو مذهبونو نه زياته رښتونې ګڼي. او ورسره په دې خوش فهمۍ کې هم دي چې هغوي د حقيقت او صداقت په راز پوهه دي. ما ته معلومه شوه چې د آرتهوډکس چرچ يعني زوړ مذهب خلک د نورو څانګو او فرقو خلک کافران ګڼي. دغه شان د کهېتولک چرچ خلک د آرتهوډکس مذهب منونکيو ته کافر وایي. ما ته څرګنده شوه چې د هر قام و ملت خلک نور خلک چې د دوي د فرقې د احکامو پابندي نه کوي نو بس خپل دُشمنان یې ګڼي. د آرتهوډکس چرچ هم دغه حال دی. هر څو که هغوي دغه خبره تر څه حده د پټولو کوشش هم کوي.
وړومبی خو دې نه هډو ناوړه خبره بله کېدی نه شي چې څوک ووایي چې بس زه په حقه يم او نور په غلطه دي. دوېمه خبره دا ده چې څوک خپلو بچو او خپلو خپلوانو سره مينه لري خو نور خلک یې خپلې عقيدې يا فرقې ته را اړول غواړي نو دغه خلک هم دشمنان ګڼلی شي. بيا دا خبره هم چې څومره څومره د چا د خپل مذهب په حقله علم او معلومات زياتېږي نو د نورو فرقو خلکو سره یې کرکه او نفرت هم زياتېږي ځکه چې زه ډېر مايوسه شوم چې کله راته دا جوته شوه چې د عقيدې لرلو سره کومه مينه زياتېدل پکار وو هم دغه مينه د عقيدې د ځينو خبرو او عقيده لرونکيو خلکو د ځينو رويو په وجه په کرکه او نفرت بدلېږي.
کوم خلک چې داسې وطنونو کې آباد دي چرته چې د ګڼو مذهبونو او فرقو وجود شته هغوي دغه منظرنامه په څرګند ډول ليدی شي چې د يو قام وملت خلک د بل قام وملت خلکو ته يا د نورو فرقو خلکو ته په سپک نظر ګوري او ورسره کرکه لري. بيا دا هم عام مشاهده ده چې کله د يو انداز اصول د بل انداز اصولو سره تصادم ولري نو پوهه شه چې دواړو اصولو کې د حقيقت او صداقت کمی دی خو دغه خلک په دې غور نه کوي.
زه د هر مذهب خلکو او عالمانو سره کېناستم چې تقريباً ټول هم دغسې وو چې مذهب یې د نورو نه بهتر او درست ګڼلو. د دوي حالت هم لکه د فوجي دستو وو چې هره دسته ځان د نورو دستو نه بهتر ګڼي.
د اوسني دور ځوانان په عمومي ډول د مذهب نه وېزاره دي او د هغوي دا سوال فطري دی چې بس يواځې په آرتهوډکس فرقه کې صداقت څنګه دی. په ليوتهرين او کېتهولک فرقو کې صداقت ولې نشته. د هر قام او ملت خلک د خپل مذهب د صداقت ثابتولو د پاره دليلونه او تاريخي واقعات بيانوي دا هر څه په غلط انداز وړاندې کوي. ځکه دغه واقعات کافي ثبوت نه شي منلی کېدی. آيا داسې نه شي کېدی چې اولډبليوريس (Old Blierious) يعني د زړې عقيدې خلک او مونږ د نوې زمانې خلک دې يوې مذهبي نکتې ته راشو. آيا دا ممکنه نه ده چې د مختلفو مذهبونو تر مېنځه موجود اختلاف دې ختم کړی شي او بيا دې د صداقت لټون وشي. آيا مونږ د کېهتولک عقيدې منونکيو ته دا نه شو ویيلی چې ستا سو ځينو عقائدو سره زمونږ هېڅ اختلاف نشته. د ټرېنېټي (Trinity) يعني تثليث يا خدائی په دريو شکلونو کې منل او د پوپ يعني ټولو نه لوی پادري په حقله چې ستاسو کومه عقيده ده، په هغې نظرثاني وکړئ. د پادريانو دا وېنا ده چې دا ټولې خبرې درستې دي خو دا الزام مونږ په خپل سر ولې واخلو چې د پېړو راسې موجوده عقائدو کې پادريانو ولې بدلون راوستو او د زړو روسي او عيسایي عقائدو شکل یې بدل کړو. نو بس زه په ټوله خبره پوهه شوم چې زه خو خپل ژوند د پاره د رښتونې عقيدې په لټون يم خو دا خلک د دنياوي مفادو د پاره د خلکو په نظر کې ځان داسې ښودل غواړي چې د مذهبي رسمونو او فرائضو ادا کونکي ښکاره شي. دا خلک که په ګرجه کې د عام خلکو او ګناهګارو د پاره هر څومره دعا ګانې غواړي خو په دنيا کې د کارونو کولو د پاره د يو خاص قسم قوت ضرورت وي او همېشه د پاره وي چې دغه خلک یې احساس نه کوي. که د کوم قام او ملت اختلاف بل قام او ملت سره دی. د يو ملت اصول درست دي او د بل غلط نو د غلطو اصولو نمائنده ملت به هم تل دا هڅه کوي چې د هغوي په شمېر کې دې اضافه وشي او څوک چې په دې ﻻره کې خنډ جوړېږي نو د هغوي انجام به دا وي چې يا خو دې د دوي سر له تنه جدا کړی شي او يا به جېلونو ته لېږلی شي.
د اليګزس مایيکلز (Ilecis Michealous) په زمانه کې ژوندي خلک اور ته غورزولی شوي وو. د هغه وخت چې کومه د ټولو نه سخته سزا وه هغه ورته ورکړی شوې وه. نن هم دغه قسمه مجرمانو ته د نن وخت د ټولو نه سخته سزا يعني د تنهايۍ قېد ورکولی شي.
کله چې ما خپل چار چاپېره نظر وغورزولو او غور مې وکړو چې د مذهب په نوم کوم ناوړه کارونه کولی شي نو بس ما د کېتهولک يعني پخواني مذهب د ګرجې سره تعلق ختم کړو. ما دا هم وليدل چې د چرچ تعلق د انسان وژنې او جنګ سره هم دی. زه چې د کوم دور ذکر کوم، دغه دور کې جنګ روان وو. روسيانو به د مذهب په نوم خپل وروڼه هم وژل. داسې خبرې هېرول هم امکان نه لري. د دې خبرې نه مخ اړول چې قتل خو لويه ګناه ده دا هم ممکنه نه ده. دا خو د رښتونې عقيدې د ابتدایي اصولو خلاف ده چې قتلونه دې وشي. په عبادت خانو کې به زمونږ د جنګ ګټلو د پاره دعا ګانې غوښتلی شوې او پادريانو به دا هر څه د خپل ايمان برخه ګڼله. پادريانو به يواځې د جنګ مېدان کې قتل جائز نه ګڼلو بلکې هسې هم د خطا کارو ځوانانو په قتل کې به هم دغو پادريانو ته کوم جرم، خطا يا ګناه نه ښکارېده. کومو خلکو چې ځان ته عيسایي ویيل نو ما چې د هغوي په عملونو غور وکړو نو زه به وبوږنېدم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شپاړلسم باب
او بيا ما خپل شک کې کمي راوسته او په دې پوره مطمئن شوم چې ما کوم مذهب اختيار کړی دی هغې کې هم پوره صداقت نشته. مخکې خو به ما په ښکاره ویيل چې دغه مذهب په دروغو وﻻړ دی، عبث دی خو اوس مې دا نه شو ویيلی. د کمې درجې د خلکو په عقيده کې اصليت وو ځکه چې دې کې هډو شک نشته چې د صداقت او اصليت نه بغېر دې هم ژوند امکان ولري. هر څو که صداقت ما ته پوره معلوم نه وو خو ما د دغو خواري کښو په ﻻره عمل کولو. ما ته داسې ښکارېده چې دغه صداقت کې هم څه خو دروغ شته. په دې هم زما سر خلاص وو خو مخکې چې زما کومو تصوراتو سره کرکه وه اوس هغه د رڼا په لور راتلل. دا جوته وه چې د خواري کښو او کمې درجې د خلکو په تصوراتو کې د پادريانو او عالمانو د تصوراتو نه زيات صداقت وو خو د دروغو ملاوټ هغې کې هم وو.
دغه صداقت او دروغ د کوم ځائی نه راغلل. دواړه د چرچ يعني ګرجې يا مذهب نه راغلي وو ځکه چې د ګرجې يا مذهب په کتابونو کې دا دواړه موجود وو. هرڅوکه دا خبره زما خوښه وه يا نه خو د مذهب د کتابونو څېړنه مې شروع کړه او د کوم څيز نه چې ما ځان ساتلو هم هغه به مخې ته راتللو. يو وخت وو چې مذهبي موضوعاتو ته به ما عبث او فضول ویيل او ځان به مې ترې ډډې ته ساتلو خو اوس دا ممکنه نه وه. مذهبي ليکونه د عقيدې او د قامي اصولو سرچشمه ګڼلی شي. هر څو که دا به د حېرانۍ خبره هم وي خو دا خبره هم ده چې د حشر په ورځ د خلاصي سکوټې نتيجې راوتی هم نه شي لکه سائنس نه چې را ووځي نو ځکه ما چې د مذهبي ليکونو لوسته وکړه نو دغه خيال مې پرېښو.
زه به په هره مذهبي خبره نه پوهېدم او فکر کوم چې د هرې خبرې معنٰى او مفهوم بيانول امکان هم نه لري. لکه د پېدائش ﻻمحدوده تصور چې د پوهې نه بالاتر دی. خو زما آرزو دا وه چې څومره هم امکان لري چې صداقت ته ورنزدې شم. ځکه چې د پوره صداقت ادراک امکان هم نه لرلو. د انسان د عقل رسایي محدود صلاحيت لري. زه خبر يم چې په عقيده او مذهب کې رښتيا او دروغ دواړه شامل دي او دا زما ذمه داري وه چې دروغ د رشتياؤ نه رابيل کړم. ما په دغه طريقه عمل شروع کړو. دغه عمل او پلټنه کې ما څه دروغ وموندل او څه مې رښتيا وموندل. دې لړ کې چې زه کومې نتيجې ته ورسم هغه به د دې ليک (کتاب) بله برخه کې بيانوم. چې دغه نتيجه يا ليک به څه اهميت لري او يا هر څوک چې دغه اهميت معلومول غواړي نوغالباً چې دغه ليک به يوه ورځ چرته ضرور چاپ کېږي. دغه متوقع نتيجه چې ما تقريباً درې کاله مخکې ليک ته راوړې وه، دا به چاپ ته هم راځي.
اوس څو ورځې مخکې چې ما دا مسوده بيا سموله او فکر مې کولو چې ما هم دغه تصور سره ژوند کولو نو ما يو خوب ليدلو. دغه خوب داسې بيانېدی شي چې زه د کومو تجربو نه راتېر شوم. ما داسې سوچ کولو چې څوک په ما او زما په تصوراتو پوهېږي هغوي ته به زما دغه خوب نه اندازه وشي چې په راروانو صفحو (يعني د دې کتاب دوېمه برخه) کې ما څه ویيلي دي. خوب داسې وو.
"ما وليدل چې زه په يو کټ کې پروت يم. زه نه خو بې ارامه يم او نه په ارام يم. زه پړ مخ پروت يم. خو ما داسې سوچ کولو چې زه څنګه پروت يم او په څه پروت يم. يو داسې پوښتنه چې تر دغه وخته ما ته سمه واضحه نه وه خو زما د کټ مشاهده یې کوله. ما وليدل چې زه په داسې سيخانو پروت يم چې د يو بل په مدد (اډاڼو) د نورو اړخونو نه انښتي دي. زما پښې هم په دغو اډاڼو کې يوه اډاڼه ده. د پښو نلۍ مې بې ارامه دي. ما ته داسې ښکارېده چې دغه اډاڼې حرکت هم کوي او زما د پښو خوزولو سره زه ديکه کړی شم. زه دغه وخت کې داسې سوچ وکړم چې دغه حرکت او ديکې سره به زه لږ په ارام شم او دغسې زما پښې رازوړند شي او په هوا کې زانګي. زه خپل ټول بدن سره زور ولګوم چې خپل وجود برابر کړم او دامې يقين وي چې زه داسې په اسانه کولی شم. خو دغه حرکت سره زمانه يوه اډاڼه وخویېږي او داسې راته ښکاره شي چې دا څه روان دي، دا غلط دي. زما د بدن ټوله ﻻندېنۍ برخه را زوړند شي خو زما پنجې زمکې ته نه رسي. بس زه صرف د خپل بدن د پورتنۍ برخې په اډاڼه وﻻړ يم. او بې ارامه، ستړی شان يم. زه ځان سره وايم چې زه چرته يم او دا په څه رازوړند يم. زه ګېر چاپېره نظر واچوم. وړومبی هغه لور ته وګورم په کوم لور چې زما بدن رازوړند دی. زه داسې سوچ کوم چې ډېر زر به راوغورزېږم. زه ﻻندې ګورم او په خپلو سترګو مې اعتبار هم پاتې نه شي. زه يواځي داسې خو نه يم چې د کوم غر يا منارې غوندې اوچتوالی ولرم خو دغه هومره اوچتوالی ما چرته تصور کې هم نه وو راوستی.
ما هډو دا کولی نه شو چې اوس به ﻻندې څيزونه څنګه وينم. ما ته داسې محسوسېده چې ﻻندې هډو تل نشته او زه به اوس يوې انتهایي ژورې ته ورګوزار شم. زما زړه د ډېرو تجربو لرلو باوجود ويره محسوس کړه چې پاس ګورم نو هم داسې محسوسوم چې زما وروستۍ اډاڼه به هم ختمه شي. ځکه پورته هم کتلی نه شم خو دغه پورته نه کتل ﻻ زيات خطرناک شو. ما ویيل چې ماسره به څه کېږي که زه دغه وروستۍ اډاڼه هم د ﻻسه ورکړم. دغسې زما ملا ورو ورو راخویېږي او زه ورو ورو ﻻندې راخویېږم لکه چې راروانه لمحه کې به راګوزارشم. دې دوران کې راته احساس وشي چې دا هرڅه حقيقت نه دي بلکې خوب دی ــــ پاسه ــــ زه ځان راوېښول غواړم خو داسې کولی نه شم. زه څه وکړم. زه ځان سره وايم.
دغلته يوه ﻻمحدوده خلا هم وي. زه د اسمان په لور وګورم او دغه ﻻندېنی منظر هېرول وغواړم او زه په رښتيا هم دغه منظر هېر کړم. ما کې حوصله پېدا شي او هغه وروستۍ اډاڼې ته مې هم خيال شي. ما ته پته وي چې زه رازوړند يم خو ويره مې کمه شي لکه چې په خوبونو کې عموماً داسې کېږي. يو اواز مې تر غوږو شي.
ياد لره ــــ دا هغه خبره ده ــــ او زه زيات نه زيات د فضا په لور ګورم او د ﻻمحدوده خلا تصور کوم او داسې محسوسوم چې خاموش شوم. ما ته ياد دي چې دا هرڅه پېښ شوي دي او دا هرڅه څنګه پېښ شوي دي. ما څنګه خپلي پښې خوزولې. زه څنګه رازوړند وم. زه څنګه ويرېدلی وم او بيا څنګه په پاس کتلو د ويرې نه بچ شوی وم او ما خپل ځان سره ویيل چې ـــ ښه ده ـــ اوس به داسې نه رازوړندېږم. او ما نور داسې غور نه کولو چې زما کومې تجربې وشوې. زما بدن ته کومه اډاڼه ملاؤ شوې وه. ما وکتل چې نور به زوړند نه پاتې کېږم چې غورزېدو ته نزدې شم. ما غور کولو چې خپل وجود ته وګوره. د خپل بدن مېنځنۍ برخې ته غور وکړه. کومه مضبوطه اډاڼه هم نشته خو چې کله ما پورته فضا او خلا ته توجه کوله نو يو توازن به راته محسوسېدو. يو محفوظ ترينه اډاڼه هم. لکه په عمومي ډول چې خوبونو کې داسې کېږي. ما داسې تصور وکړو چې دغه ټول پس منظر ډېر فطري، معقول، ذهين او څرګند مقصد او معنٰى لري. خو کله چې څوک د خوبه راپاسي نو بيا ورته د دغه ترتيب او توازن اندازه نه کېږي. زه اوس هم په خپل دغه خوب سوچ کوم چې زه پوهېدم. ما ته داسې ښکارېده چې زما په جسم کې زما سر يوه بنيادي ستن ده چې د نور وجود عمارت پرې وﻻړ دی. که دغه د سر ستن يا اډاڼه قائمه وي نو د غورزېدلو ويره به هم نه وي.
دې هر څه ما ته دا جوته کړه او زه ډېر مطمئن او خوشحاله شوم. او داسې ښکارېده لکه چې چا راته وویيل وګوره ! دا ته يې ـــ ياد لره ــ
او دغسې زه راويښ شوم".
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پای