اعتراف (لومړۍ برخه)
لیو تولستوی
ژباړه او سریزه : دکتور محمد حنیف خلیل
مقدمه
I
اوسنی روس يو داسې وطن دی چې په ډېره خوره رقبه پروت دی او د سوونو کالو تاريخي او تمدني پس منظر لري . د دومره لوی او پراخ وطن په يو سر د يورپ اثرات دي او په بل سر یې د اېشيا اثرات دي . مونږ که د دې وطن په تاريخي او تمدني پس منظر نظر غورزوو نو راته معلومېږي چې د څلورمې عيسوي پېړۍ نه مخکې د تمدن او کلتور ډېره رنګارنګي لري. په څلورمه عيسوي پېړۍ کې چې په روسي وطن کوم خلک قابض شول هغه په بنيادي توګه يورپي نسلونه وو. دغو يورپي نسلونو کې يو نسل داسې وو چې اصل یې جرمنی وو او مشر یې د هرمانرش په نوم يا دېدو.دغه هرمانرش په وړومبي ځل روس ته د يو سلطنت حېثيت ورکړو. دغه نسل نه پس په روس د يورپ له خوا ډېرې حملې شوې دي چې په کې د جرمن او سکېنډي نېوين نسلونه مخکې مخکې وو. د نهمې عيسوي پېړۍ نه تر يوولسمې پېړۍ په روس د سلاف نسل حکمراني پاتې شوه. دې دوران کې تاتاريانو هم په روس ډېر ناتارونه کړي دي. دغسې درياګ نسل هم د روس په "کيف" سيمه حکمراني کړې ده خو غټه غلبه بيا هم د جرمنيانو پاتې شوې ده. د کيف د حکمران مجبوري دا وه چې قسطنطُنيه سره هم تجارتي رابطه وساتي ځکه په روس اسلامي اثرات هم يو فطري خبره وه. د دغو اسلامي اثراتو په نتيجه کې په روسۍ ژبه کې د عربۍ او فارسۍ ډېر الفاظ هم داخل شول. تر دې چې په روسۍ کې د زړې پښتو توري هم موندلی شي. ځکه چې د روسي رياستونوتاجکستان،ازبکستان، کرغېزستان، ترکمنستان وغېره غاړې د پښتنو سيمې سره هم لګېدلې وې. تر دې چې په روسي لهجو او رشته دارو ژبو کې د اوسېټک (Osatic) په نوم ژبه پښتو ته ډېره نزدې ده او بيا يو شمېر روسي ليکونکي په خپله د پښتو ژبې او ادب څېړونکي او ماهران پاتې شوي دي. تر څو چې د مذهب او عقيدې خبره ده نو هر څو که په روس کې د اسلام، بدهـ مت او جين مت اثرات هم شته خو غالب مذهب او عقيده یې د عيسایيت ده. د دغو ژبو، کلتور او عقائدو اثرات په روسي ادب کې د پخوا نه راروان دي او تر ننه یې جرړې مضبوطې دي.
II
هر څو که زمونږ د مشرقي ژبو په ادب د روسي ادب نه خو هغسې اثرات ليدی شي او نه هغسې تفهيم، څنګه چې د مغربي ادب ليدی شي. البته په مغرب کې په يو شمېر ژبو په کې د روسي ادب د ترجمو په ﻻره دغه ادب د نړۍ يو اهم ادب ضرور ګڼلی شي او بيا په خصوصي توګه د شاعرۍ نه زيات افسانوي ادب خو د نړيوال ادب ساﻻر ګڼلی شي . دا هم معلومه ده چې د روسي ادب ترجمې زياتې په انګرېزۍ ژبه کې شوې دي خو دغه ادب زيات مقبوليت په فرانس ، جرمني او چين کې تر لاسه کړی دی. د فرانس او روس ادب او بيا په ځانګړې توګه افسانوي ادب خو يو بل ته په ډېرو حوالو نزديکت لري خوکه مونږ نېغ په نېغه د روسي ادب جرړې او تاريخي سفر لټوو نو راته به جوته شي چې په روسي ټولنه کې د سياسي عدمِ استحکام غوندې د هغوي د ادب هم کوم منظم ارتقایي صورت حال مخې ته نه راځي .
البته دومره ویيلی شو چې د نړۍ د زياتو ژبو غوندې په روسۍ ژبه کې هم وړومبۍ نخښې د اولسي يا عوامي ادب تر نظره کېږي. دغه عوامي ادب کې زيات جوت اړخ د شاعرۍ يا منظوم ادب دی . دې لړ کې د روسۍ ژبې ځينې سندرې چې د مذهبي رسمونو زياته ترجماني کوي، د هغه وخت نه تر نظره کېږي چې روسۍ ټولنه کې ﻻ عيسایي مذهب هم غزونې نه وې کړې.
دا هغه دور وو چې روسيانو به د نمر، سپوږمۍ، ځنګلونو او غرونو وغېره پرستش کولو. دغو سندرو کې به مافوق الفطرت يا اساطيري جرړې هم وې. د پېريانو، ديوانو، ښاپېرو او د قدآورو انسانانو قصې به په منظوم شکل په ځينو تهوارونو، مېلو او مختلفو غونډو کې ویيلی شوې. دغه اساطيري روايات هسې هم د کوهِ قاف سره تړلی شوي وو چې د مېتهالوجي نه علاوه هم د کوهِ قاف د غرونو لړۍ د روسي رياستونو پورې غزېدلې ده. د کاکېشيا په نوم هم يادېږي .
د دغه اساطيري روايت نه پس چې په لسمه عيسوي پېړۍ کې په خصوصي توګه د وﻻدجي مير کسُيف (970ء _ 1015ء ) په زمانه کې په روس کې د عسيایي مذهب خورونه شروع شوه نو ورسره د هغه دور مطابق د علم خورونه هم شروع شوه .د درس او تدريس، وعظ او تبليغ لړۍ هم را ونښيلېدې. د تصوف تعليمات راغلل ،د خانقاه تصور عام شو او دغسې ورسره د ادب مخه هم بدله شوه. بيا يوه مرحله داسې راغله چې پيټراعظم (1682 ء-1725ء) د حکمران په حېث د روسي ټولنې مخ د مذهب نه د دُنيا په لور واړولو نو يو ځل بيا په ادب کې د روحانياتو ځائی زمکني حقيقتونو ونيوو. هم دا هغه زمانه وه چې په کې د اعلىٰ مقصدي ادب با قاعده آغاز وشو. بلکې داسې ویيل به زيات مناسب وي چې د روسي ادب تاريخ په صحيح معنىٰ له دغه ځايه شروع کېږي. په دې دور کې په شاعرۍ کې هغه د اوچت معيار نمونې مخې ته راغلې چې نن هم پرې روسي ادب فخر کوي. په ګڼ شمېر کې رزميه نظمونه وليکلی شول. انقلابي شاعري مخې ته راغله . د خواري کښو او دهقانانو مسئلې د ادب برخه جوړه شوه اوځينې لوی ادبي نومونه مخې ته راغلل چې په کې د ميخایيل لومونوف ( 1712 ء1765-ء) نوم د ټولونه اهم وو خو لومونوف د دومره اهميت باوجود هم زيات شهرت تر ﻻسه نه کړو. د روسي ادب په ابتدایي دور کې چې کوم شاعر او اديب زيات نوم ګټلی دی هغه الېګذنډر سرګی يوُوچ پُشکين وو چې د اتلسمې عسيوي پېړۍ د وړومبيو لسيزو شاعر او اديب وو. پشکين په فرانسيسي ژبه هم پوره عبور لرلو ځکه چې وړومبۍ زده کړې یې د فرانسيسي استاذانو نه کړې وې. پشکين په روسي ټولنه کې د ډېر زيات شهرت سره سره مقبوليت هم لرلو او د ادبي حلقو نه علاوه د عام اولس په زړونو کې یې هم عزت او وقار پېدا کړی وو. د هغه په عصر کې په ادبي نړۍ کې يو داسې شاعر هم وو چې په پشکين د زړه نه میين وو. په يوه موقع چې د پشکين د يوې حادثې خبر خور شو او داسې ښکارېده چې د بچ کېدو نه دی نو په روسي ټولنه کې د ماتم ماحول جوړ شو او د يو زلمي شاعر د غم نه ډک نظم په ښار او کوڅو کې د اولس په ژبه وو. دا نظم د روسي شاعر ميخایيل ﻻبرجی وچ لرمنتوف (1811 ء-1841ء ) وو چې د پشکين په عصر کې بل اهم شاعر وو.
د روسي شاعرۍ دغه دور کلاسيکي دور هم بللی شو چې د شاعرۍ سره سره په کې افسانوي ادب هم وده موندله. دې دور کې د روسي شاعر چيوچف شهرت هم ډېر شوی وو . دا شاعر چيخوف نه وو بلکې چيوچف وو چې مقصدي او انقلابي شاعرۍ کې یې کمال تر ﻻسه کړی وو . البته دومره ده چې د چيوچف د شاعرۍ ډېرې کمې نمونې محفوظ پاتې شوې دي. د شاعرۍ کومه برخه یې چې دستياب ده هغې کې د انقلاب او بغاوت نه علاوه د حسن وجمال او فطرت نګارۍ ښکلې نمونې هم شته چې د نړۍ په ځينو ژبو کې یې ترجمې شوې دي . د روسي شاعرۍ او ادب دغه زرين دور کې ریيل بيیيف،تیيسکي،او نګراسوف هم د اوچت معيار شاعري کړې ده. دې نه علاوه د ګوګول، اکيسايوف ، ګونچروف ، تورګنيف ، دستايفسلي ، سالتي کوف، لسکوف او مېګسم ګورکي نومونه هم د روسي ادب د زنې خالونه دي او بيا د تولستوی ادبي غلبه خو په روسي ټولنه داسې خوره شوې ده چې شاعري یې هم کوله او د افسانوي ادب هم يو غېر معمولي او لوی نوم وو. د دغه عصر کارنامې د تولستوی نه وروستو هم دوامدارې وې چې د ټولو نه غټه نامه په کې چيخوف ګټلې وه خو د چيخوف اصلي مېدان د شاعرۍ نه وو بلکې په افسانوي ادب او بيا په خصوصي توګه په ډرامه کې یې هغه لازوال کردار لوبولی دی چې سيال یې پېدا کېدل محال دي. مونږ داسې ویيلی شو چې تولستوی که د ناول او افسانې لوی نوم دی نو چيخوف د ډرامې يو قدآور نمائنده ليکونکی دی خو دلته به د روسي ادب د تفصيلاتو په ځائی نېغ په نېغه د تولستوی ادبي خدماتو ته راشو او بيا به د هغه د "اعتراف" په حقله هم وضاحت کوو.
III
مونږ ته پته ده چې ټالسټایي د روسۍ ژبې يو ډېر اهم شاعر هم وو خو د هغه نثري خدمات دومره زيات او غېر معمولي دي چې شاعر تولستوی یې د خپل سيوري لاندې راوستی دی. په دغه نثري کار کې یې په سائنس او فلسفه هم ليکونه شته او په دين او مذهب هم خو دلته بايد دا هم ووايم چې په نثري ليکونو کې یې هم غالب اړخ د افسانوي ادب دی او په افسانوي ادب کې هم بيا د ناول په مېدان کې هغه هډو مثال نه لري. البته ځانګړې او زړه راښکونکې خبره دا ده چې د هغه په هر قسمه ليکونو کې هغه خپل ذات ، ذاتي تجربو،ذاتي ژوند او ورسره تړلو نفسياتي محرکاتو او عواملو ته ډېر په شدت سره متوجه دی. دلته زه د تولستوی د ژوند او مجموعي خدماتو يوه لنډه شان خاکه د مختلفو ماخذونو نه د استفادې په بنياد وړاندې کوم. د هغه اصل نوم کاونټ ليونيکوﻻیي وچ تولستوی وو. تولستوی د هغه د قبيلې نوم هم وو او د هغه د علاقې نوم هم وو. د پلار نوم یې کاونټ نيکوﻻیي ايليچ تولستوی وو او د مور نوم یې کاؤنټيس ماريه تولستوی ووالبته د هغه کور ودانې چې د تولستوی خاندان نه بهر وه نو نامه یې هم په بدل رنګ وه. د کور ودانې نوم یې صوفيه بهرس وو. د صوفيه نه داسې اندازه کېږي چې دا به مسلمانه وه خو خبره داسې نه ده. کور ودانې یې هم لکه د هغه د نورې کورنۍ د عسيایي عقيدي سره تعلق لرلو. دغې صوفيه سره یې چې واده کولو نو د تولستوی عمر څلور دېرش کاله او د صوفيه عمر اتلس کاله وو.مطلب دا چې تولستوی نه يواځې دا چې واده په پوخ عمر کې کړی وو بلکې د خپلې کور ودانې نه شپاړس کاله مشر هم وو. د تولستوی او صوفيه ټول بچي ديارلس وو. تولستوی په 9 ستمبر(1828ء) کې د روس په صوبه تُلا کې پېدا شوی وو. د کلي نوم یې تامه پوليانا وو. د دوؤ کالو ماشوم وو چې مور یې په حق ورسېده. دا د کال (1830ء) زمانه وه (1837ء) په کې یې کورنۍ د صوبه تـُﻻ نه ماسکو ته لاړه او هلته آباده شوه. په هم دغه کال یې پلار هم په حق ورسېدو او تولستوی د نهو کالو په عمر کې يتيم هم شواو يسير هم. د پلار د مرګ نه څلور کاله پس یې د ماسکو نه د کاژان په لور مخه وکړه. په کال (1844ء) کې یې د مشرقي ژبو په څانګه کې کاژان يوينورسټۍ کې داخله واخسته خو د ژبو په تعليم کې یې سندونه ترلاسه نه کړی شول او په امتحان کې ناکامه پاتې شو. يو کال پس یې د قانون تعليم شروع کړو. دغه دوران کې د ذهني او بدني ناروغيو سره مخ شو نو د قانون تعليم یې هم نيمګړی پرېښو او واپس ماسکو ته راغلو. د ناروغۍ نه چې خلاص شو نو په ماسکو کې یې د مستۍ او عياشۍ ژوند تېرول شروع کړو. په کال ( 1849ء) کې تولستوی پيټرزبرګ ته لاړو او هلته یې په يونيورسټۍ کې داخله واخسته خو د خپل عياش فطرت په وجه یې هلته هم د تعليم د حصول په ځای په جوارۍ او نورو عبث مشغلو کې وخت تېرولو چې آخر هم څوکاله ضائع کولو نه پس واپس ماسکو ته راغلو او په خپل کلي ياسنا پوليانا کې یې ژوند تېرولو. دا د زلمي توب دور وو نو د ښکار شغل به یې هم کولو او نورې مستۍ هم. البته په کال (1851ء)کې خپل ورور سره یې د قازقستان سفر هم وکړو چې واپس خپلې سيمې ته راغلل نو فوجي ملازمت یې اختيار کړو. تر( 1856ء) یې د فوج له خوا په ګڼو جنګي مهماتو کې هم برخه واخسته خو په دغه کال یې فوجي نوکري هم پرېښوه او پيټرزبرګ ته راغلل چې خپله زياته توجه خپل ليک لوست ته ورکړي. دې دوران کې یې روسي ليکونکيو ترګنيف او نکراسات سره نزدېکت شروع کړو او نورو ادبي حلقوته یې هم رسایي وکړه . په باقاعده توګه ادبي کارونه او صلاحيتونه یې رامخې ته شول . دې دوران کې تولستوی د يوې روسۍ جينۍ ارسي نيوا (Arsen eva) سره د مينې لړۍ هم رامخې ته شوه او د واده خيال یې هم له زړه نه ووتو. د شاعرۍ او موسيقۍ سره یې ډېر شوق او نسبت پېدا شو او نثري ليکونه به یې هم کول. دا هغه دور وو چې تولستوی ځينې بهرني سفرونه هم وکړل چې په کې د فرانس، جرمني او سوېټزرلېنډ سفرونه هم شامل وو. د فرانس په پيرس کې یې هم د مستۍ او عياشۍ نه مخ نه اړولو. چې واپس ياسناپوليانا ته راغله نه د کر کروندې سره یې شوق شو. او ورسره یې د موسيقۍ شغل هم دوامدار ساتلی وو.په ماسکو کې یې د موسيقۍ يوه اداره جوړه کړه او په خپل کلي ياسناپوليانا کې یې د کروندګرو د هقانانو د پاره سکول پرانستو چې د کر کروندې درس په کې ورکړي. څه موده پس په ( 1860ء)کې یې په جرمني فرانس او اټلي کې ځينې ليکچرې ورکړې . او يده تدريس مجله یې هم شروع کړه .
د تولستوی په شاهکار ناول جنګ او امن ، هغه په کال (1863ء) کې کار شروع کړو. دې وخت کې یې يو کال مخکې واده هم کړی وو. جنګ او امن د هغه يو لوی پراجېکټ وو چې په (1868ء) کې یې د دغه ناول وړومبي څلور ټوکه چاپ کړل او وروستي ټوکونه یې بيا يو کال پس چاپ کړل.په کال 1870ء کې یې د خپل دوېم شاهکار ناول اناکري نينا منصوبه تياره کړه. دې دوران کې یې يوناني ژبه هم زده کړه او د يوناني ډرامې غرقد مطالعه یې هم وکړه. په اناکري نينا یې کار جاري وساتلو او وړومبی ټوک یې په (1875ء) کې چاپ کړو. کال پس یې د دغه ناول څو نور ټوکونه چاپ کړل او بيا ورپسې وروستي ټوکونه یې هم په کال (1877ء)کې چاپ کړل. دا هغه دور وو چې په تولستوی ذهني او روحاني اضطراب غلبه کوله. دې دوران کې هغه د مستۍ او عياشۍ نه د مذهب او روحانيت په لور هم مائل کېدلو. د هغه ځينې مذهبي او اخلاقي ليکونه هم مخې ته راتلل شروع شول او د هغه شاهکار کتاب "اعتراف" ليکلو منصوبه هم په کال (1879ء) کې مخې ته راغله چې په کال (1882ء)کې دغه کتاب د تکميل نه پس په چاپ شکل هم مخې ته راغلو. په کال (1983ء) کې د تولستوی د مذهبي او اخلاقي ليکونو يوه بله نمونه په روسۍ ژبه کې "زما عقيده" په عنوان مخې ته راغله چې په انګرېزۍ کې د (what I believe) په نوم دغه کتاب چاپ شوی دی.د هغه د دغه کتاب په روسۍ کې په چاپ کېدلو پابندي وه نو کور ودانې یې په اټلي کې چاپ کړی وو او ورسره یې د تولستوی کليات يعني د هغه د ليکونه مجموعه هم چاپ کړه. دا د کال 1884ء زمانه وه چې کليات یې مخې ته راغله. په دغو کلونو کې یې په مذهبي اواخلاقي موضوعاتو ځينې افسانې هم چاپ شوې. تولستوی به سګرېټ هم ډېر څښل. دې دوران کې یې سګرېټ هم پرېښول او شراب څښل یې هم پرېښول خو د مذهبي انتشار په وجه یې خپلې ښځې سره ناچاقي پېدا شوه. د ريسر اېکش (Resurrection) په نوم بل مذهبي او اخلاقي ليک یې هم په کتابي شکل مخې ته راغلو او په سياسي ،اخلاقي او مذهبي موضوع یې يو بل کتاب هم وليکلو چې موضوع یې وه چې د حکومت او اقتدار حق صرف خدای ته حاصل دی. دې دوران کې د مذهب او وطن دوستۍ په موضوع ليکلی شويو د موپاسان د افسانو ترجمې یې هم وکړې. (1895ء) کې یې نوميالي روسي ليکونکي چيخوف سره دوستي جوړه شوه. د هغه په ملګرتيا یې د موسيقۍ ځينې محفلونه وکړل او څو ډرامې یې هم وليکلې . په (1897ء) کې یې يو بل شاهکار کتاب (what is art) چاپ شو. د دغه کتاب ګټه یې دغريبو عيسايانو او قحط زپلو د پاره وقف کړه. دې دوران کې یې مېګسم ګورکي سره هم دوستي پېدا شوه او د يو بېن المللي تولستوی سوسائټي بنياد یې هم کېښو. په کال (1902ء) کې (what is religion) وليکلو او د خپلو انقلابي مذهبي او عقيدوي خيالاتو په وجه عيسایي طبقې تولستوی د عيسایيت نه خارج وګڼلو. يعني د کفر فتوىٰ یې پرې جاري کړه. په کال (1905ء) کې یې يو شمېر خواره ليکونه او افسانې په مختلفو مجلوکې هم او ځان له په کتابي شکل هم مخې ته راغلې. په ځينې سياسي او جنګي موضوعاتو او د روسي انقلاب په اهميت یې هم خواره مضامين چاپ کېدل. په کال (1909ء) کې یې ذهني انتشار دومره زيات وو چې کور ودانې سره یې حالات ډېر خراب شول. د خودکشۍ هڅې خو یې د مخکې نه هم د مذهبي تصور په بنياد کړې وې خو دا ځل یې ښځې سره د اختلاف په وجه د خودکشۍ اعلان کړی وو تر دې چې په دغه کال یې وصيت نامه هم ليکلې وه. د کال (1910ء) د نومبر په مياشت کې د خپلې ذهني ناروغۍ او انتشار په وجه له کوره غائب شو. د رېل د سفر په دوران کې نور هم بيمار شو. تر دې چې د اسټوپاف (Astopove) په سټېشن د يو سټېشن ماسټر په کور کې په حق ورسېدو. دې وخت کې د ټالسيټایي عمر دوه اتيا کاله وو او دغسې يو پريشانه روح د ابدي قرار په لور سفر وکړو خو د خپل ځان نه وروستو یې هغه افکار، تعليمات، کتابونه او ليکونه پرېښودل چې تولستوی ته یې د نړۍ د يو لوی ليکونکي،اديب او دانشور مقام وربخښلی دی.
IV
د ليو تولستوی نه مخکې د Confession يعني اعتراف په نوم د معروف لاطيني دانشور سېنټ آګسټائن (Saint Augustine) کتاب چاپ دی چې په 400ء کې ليکلی شوی دی. دا ضخيم کتاب په اصل کې د آګسټائن د خپل ژوند حالات او مذهبي مباحث لري چې په ديارلسو جلدونو مشتمل دی. کتاب په لاطينۍ ژبه کې دی چې په ګڼو ژبو کې یې ترجمې شوې دي. يواځې په انګرېزۍ کې یې هم يو شمېر ترجمې شوې دي چې زيات شهرت په کې د اېډورډ بي پاوسی (Adward. B. Pusey) د ترجمې شوی دی. د آګسټائن د اعترافات نه پس د جان جېک روسو (Jean Jaques Rousseau) اعترافات (Confessions) په کال 1782ء کې په فرانسيسۍ ژبه کې چاپ شو چې دغه وخت د روسو د مرګ څلور کاله شوي وو. دا کتاب هم لکه د آګسټائن د روسو د ژوند په حالاتو او مذهبي سماجي او فلسفيانه بحثونو مشتمل دی. د دې فرانسيسي کتاب هم ګڼ شمېر ترجمې په انګرېزي ژبه کې شوې دي چې وړومبۍ انګرېزي ترجمه یې په کال 1790ء کې چاپ شوې ده. د روسو د اعترافات نه پوره سل کاله پس د تولستوی "اعتراف" مخې ته راځي چې نړيوال شهرت یې په برخه کېږي.
اعتراف د تولستوی په هغه کتابونو کې شامل دی کوم یې چې په ديني ،اخلاقي، روحاني،صوفيانه او ټولنيزو مسئلو ليکلي دي. د دې کتاب نوم په روسۍ ژبه کې اسپايوف (Ispove) دی چې دغه روسي تلفظ په انګرېزۍ (Ispoved) هم ليکلی شي.د روسي لغت ترمخه د اسپايوف مطلب دی په خپلو غلطيو، کوتاهيو او ګناهونو نادم کېدل او د مذهبي لارښود (پادري) په مخکې دغه هر څه منل. د دغه هر څه اعتراف کول او دغه هر څه نه مخ اړول. هر څو که د مذهبي دود له مخه دغه اعتراف د پادري په مخکې په ګرجه (د عيسايانو په عبادت خانه) کې کولی شي خو په علامتي توګه دغه اعتراف د خدائی په حضور کې وي . ګويا د اسپايوف اصلي مفهوم دا دی چې خپل خالق او مالک ته حاضري کول. د هغه په مخکې د خپل جرم او ګناه اعتراف کول او بيا د پاره دغه جرم او ګناه نه توبه کول. دا نزدې نزدې هم داسې ده لکه په پښتني دود کې چې څوک ننواتې کوي . يعني د خپلو ظلمونو او ګناهونو اعتراف کولو د پاره چې د مظلوم کور ته ورځي. بغېر وسلې او طاقت نه خپل ځان هغه ته حواله کوي او د خپلو جرمونو د اعتراف نه پس د معافۍ خواست هم کوي او د خپلوجرمونو هر قسمه سزا ته غاړه هم ږدي خو دغه خپل مظلوم دُشمن ته د هغه حاضري او د ګناه اعتراف په حقيقت کې د هغه خپل ضمير ته د ملامتيا اظهار هم وي او جزا د قانون نه ويره هم وي.
ځکه دغه قسمه اعتراف ته په انګرېزۍکې د کنفېشن (Confession) نوم ورکړی شوی دی او د تولستوی د کتاب روسۍ نه انګرېزۍ کې ترجمې ته هم د (A confession) نوم ور کړی شوی دی.د دې کتاب د ليک آغاز تولستوی په (1879ء) کې کړی وو او په (1882ء) کې یې بيا دا کتاب په وړومبي ځل په روسۍ ژبه کې چاپ کړی وو.هر څوکه د دې کتاب په روس کې چاپ کولو کې هم ستونزې وې او په خپله تولستوی هم وړومبی خو د دې کتاب د ليکلو نه پس د چاپ په حق کې نه وو خو بيا هم دا کتاب په (1882ء)کې په خارج کې چاپ شو. دا کتاب د تولستوی د هغه وخت ليک دی چې هغه د ډېر شديد ذهني او روحاني انتشار سره مخ وو. هسې خوهغه په دې کتاب کې د خپلې عقيدې د ارتقایي سفر قصه ليکلې ده چې شروع یې د الحاد نه کېږي او اختتام یې د خدائی او عقيدې په منلو کېږي خو د دغه قصې په بيان کې د تولستوی د ليک انداز او د واقعاتو بيان دومره زړه راښکونکی دی چې لوستونکی ترې په يوه لمحه هم سترګې نه شي پورته کولی. اعتراف هسې خوکوم ناول نه دی خو د قصې او واقعاتو بيان په کې دومره په زړه راښکونکي انداز شوی دی چې دغه ليک یې د ناول مقام ته رسولی دی . مونږ ته د اعتراف د لوست نه دا اندازه هم کېږي چې د تولستوی توجه خپل ژوند او نفسياتي محرکاتو ته ډېره په غېر معمولي ډول وه او يواځې اعتراف هم نه د هغه په زياتو ليکونو کې دغه رحجان جوت دی چې د خارجي عواملو په ترجمانۍ کې د هغه داخلي ذات په ډېر شدت سره د هغه په هر ليک کې ځان ښایي او هسې هم د اوچت معيار ليکونه د ليکونکي د ذات عکس ضرور پېش کوي. په دې کتاب کې تولستوی يو بنيادي سوال راپورته کړی دی او هغه دا چې "د ژوندمعنىٰ څه ده"؟. دغه بنيادي سوال سره هغه څو نور ضمني سوالونه هم ملګري کړي دي لکه دا چې د ژوند سره سره د مرګ څه حقيقت دی؟. زه ولې ژوندی يم او مقصد یې څه دی؟. ما نه علاوه د انساني ژوند انجام به څه وي؟. زما په ذات کې موجود د خېر او شر څه مطلب دی؟. او دغو سوالونو سره تړلې د ژوند په اړه نورې خبرې یې هم رامخې ته کړې دي. د دغو سوالونو جواب پسې تولستوی سرګردانه وو او دغه سرګرداني یې د کلونو په موده محيط وه. هغه دغه جواب د پاره د يو کرب او اضطراب د کېفيت نه تېرېدلو. هغه اطمينان غوښتو. د سکون په لټون وو خو هر خوا د مايوسۍ سره مخ کېدو. دغه اضطراب ،مايوسي او بې سکونه لمحې یې داسې مقام ته رسېدلې وې چې آخر یې د خودکشۍ اراده وکړه خو د روح په يوه خانه کې یې د اميد تته شان پلوشه موجوده وه نو ځکه یې ځان سره تماچه ساتل هم بندکړل او د خپلې کمرې نه یې رسۍ هم بهر کړه چې چرته ځان په ډز يا تېزندۍ ختم نه کړي. د اميد د دغه تتې پلوشې په بنياد یې د خپلو سوالونو د جواب لټون شروع کړو. فلسفه یې په ژور نظر ولوسته. په خصوصي توګه د شوپنهاور، کانټ او پاسکل فلسفيانه افکار یې ډېر په ژور نظر ولوستل خو فلسفې نه مايوسه شو ځکه چې فلسفې سره د هغه د سوال جواب نه وو. بيا یې سائنس ته مخه وکړه خو سائنس هم د مايوسۍ سره مخ کړو او د تولستوی د سوال جواب سائنس سره هم نه وو. د مذهب او عقيدې نه تپوس کول، هغه سره اوس دغه يوه روحاني لاره پاتې وه ځکه چې د هغه په ژوند کې هغه داسې پړاؤ ته رارسېدلی وو چې يا به یې د خپل سوال د اطمينان ترحده جواب ترلاسه کولو او يا به یې خودکشي کوله. د هغه په روح کې د اميد پټې پلوشې هغه ته د مذهب او روحانيت نه د تپوس کولو وویيل. تولستوی په خپله خو په عيسایي عقيده کې پېدا وو خو د خپل سوال جواب د پاره یې د عيسایي عقيدې نه علاوه بدهـ مت، چيني عقائد او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تعليمات هم وکتل. وړومبی چې د بدهـ مت په لور یې مېلان زيات شونو د اسلام تعليماتو ته یې توجه کمه شوه. په بدهـ مت کې د امن او محبت پېغام کتلو ته یې زياته توجه کوله خو ورسره د عيسایي مذهب مطالعه یې د ټولو نه زياته کوله. داسې وګڼئ چې د خپلې مطالعې د پاره یې د مذهب برخه ټوله د عيسایي مذهب مطالعې ته وقف کړه. د بائبل غرقه مطالعه یې وکړه. تر دې چې د بائبل د تفسير ليکلو اراده یې هم کړې وه خو د خپل سوال د جواب سرګردانۍ له هر څه نه ويستی وو. په عيسایي عقيده کې ورته څه رښتيا او څه دروغ ښکاره شو. په اضطراب کې یې څه خو کمی راغلو خو اطمينان یې بيا هم نه کېدلو ځکه چې په دغه عيسایي مذهب کې یې چې چرته چرته دروغ ليدل هغه په عمومي ډول د ګرجې په مشرانو، پادريانو، سرمايه دارو او د مذهب په ټېکه دارانو کې وو. په دغه وجه د مذهب نه هم د فرار تر پړاؤ رارسېدلی وو تر دې چې چرچ په خپله هم تولستوی د مذهب نه باغي او خارج اعلان کړی وو. خو تولستوی په خپل روح کې هم هغه د اميد تته شان پلوشه بيا هم محسوسوله نو بس د هم دغه عيسایي عقيدې لرونکيو غريبو، مفلسو، خواري کښو، دهقانانو، نالوستو او ساده عام اولس د وګړو په لور یې توجه وکړه. دغه طبقې سره بېخي نزدې شو. ښه نزدې نه یې د دغه طبقې د ژوند مشاهده وکړه. تر دې چې خپل ژوند یې هم د دغو خلکو غوندې اختيار کړو. دا هغه پړاؤ وو چې د تولستوی مسئله هواره شوه. هغه ته د دغه خواري کښو نالوستو،دهقانانو اوغريبو ساده خلکو په ژوند کې د ژوند معنىٰ معلومه شوه. هغه وليدل چې دغه خلک په خپله عقيده کې صادق هم دي او په خپل ژوند مطمئن هم. د دغو خلکو په وېنا او عمل يا قول او فعل کې هېڅ تضاد نشته. دغه د صفا نيت او سپين زړه لرونکي دي. هر څو که دغه خلک د خپلې عقيدې د صداقت د پاره کوم دليل هم نه لري تر دې چې د تولستوی په قول د دغو خلکو په وېنا کې ځينې عقيدوي خبرې عقل ته اپيل هم نه کوي خو د دغه خلکو عملي ژوند د هغوي د عقيدې عملي او رښتونی عکس ضرور پېش کوي ځکه دغه د ايمان خاوندان دي چې په ژوند کې یې سکون دی. په رنځ او بيمارۍ هم خوشحاله او په سکون او راحت هم صبر او شکر کوي. تر دې چې د مرګ نه یې هم څه خوف نه محسوسېږي. بل خوا د فلسفيانو، دانشورو او لوستو خلکو په قول وفعل او ذاتي ژوند کې تولستوی په هر قدم مفاد پرستي، دروغ ګویي،منافقت، ظلم او جبر او مکر و فريب ليدلی وو چې دا د ژوند مقصد او مفهوم هېڅ کله نه شو کېدی.
زما خپله رائی دا ده چې تولستوی که د خپل اضطراب د شروع په زمانه کې د سائنس او فلسفې په ځای مذهب او عقيدې ته رجوع کړی وی او بيا په مذهبونوکې یې د بدهـ مت،جين مت او عيسایيت نه مخکې د اسلام او قرآن تعليمات کتلی وی نو شايد چې د ژوند د عذاب او اضطراب دغه اوږده موده یې په سکون او راحت تېره شوی وی خو دلته مونږ په لنډه توګه دا ویيلی شو چې د عذاب او اضطراب دغه ژوند تولستوی ته د "اعتراف" غوندې يوه نادره فنپاره ورکړه چې مونږ یې اوس مطالعه کوو او د يو لوی ليکونکي د يو شاهکار ليک درجه ورته ورکوو.
V
د تولستوی د ګڼ شمېر کتابونو ترجمې د نړۍ په ګڼ شمېر ژبو کې شوې دي . هرڅو که هغه تر ډېرې مودې يواځې د روس په ادبي حلقو کې يو اهم ليکونکی ګڼلی شو خو کله چې د هغه د ليکونو ترجمې په انګرېزۍ کې وشوې نو نوره نړۍ هم د هغه ليکونو ته متوجه شوه او داسې تولستوی يواځې د روس نه بلکې د نړيوالې درجې د يو لوی ليکونکي په حېث ومنلی شو. هر څو که تولستوی د انګرېزۍ ترجمو نه مخکې هم په فرانس کې پېژندلی شوی وو خو دغه پېژندګلو یې د ترجمو په لاره نه وه بلکې په فرانس کې د روس د افسانوي ادب د اهميت احساس د ډېر مخکې نه موجود وو او بيا چې تولستوی انګرېزۍ کې ترجمه شو نو د انګرېزۍ په لاره د جرمنۍ، سپېنش،او د برطاينې ځينو نورو ژبو ادبي منظرنامې ته هم د هغه فن او فکر ورسېدو.
هنري جېمس د انګرېزۍ داسې ليکونکی وو چې په مجموعي توګه هم د روسي ادب محقق او مترجم وو او بيا ورسره د تولستوی ګڼ شمېر کتابونه یې هم د روسۍ نه انګرېزۍ کې ترجمه کړل. هنري جيمس په روسي ليکونکيو کې د ټولو نه زياته توجه ترګنيف او تولستوی ته کړې وه خو د جېمس نه مخکې د تولستوی مشهور ناول "اناکري نينا" په انګرېزۍ کې کلارابل (Clera Bell) هم ترجمه کړی وو چې دا د انګرېزۍ ادب يوه زنانه ليکواله او مترجمه وه خو دا خبره دې ياده وي چې کلارابل دغه ناول د روسۍ نه نېغ په نېغه نه وو ترجمه کړی بلکې د فرانسيسۍ د ترجمې ترجمه یې په انګرېزۍ کې کړې وه. هر کله چې دغه ترجمه نېغ په نېغه نه وه نو ځکه یې تاثر هم هغه نه وو کوم چې د تولستوی د فن کمال کې پټ وو او په هم دغه وجه په انګرېزي نړۍ دغه ترجمې سره د تولستوی کوم لوی اثر شوی هم نه وو خو کله چې جېمس نېغ په نېغه د روسۍ نه انګرېزي ترجمې وکړې نو انګرېزي نړۍ د تولستوی نه د ادب ديوتا جوړ کړو. وروستو چې د امريکي ليکونکيوکې يو جين شيلر (Eugene schuyler) او نېتهن هسکل (Nathan Haskell)د تولستوی د انا کري نينا ترجمې په 1878ء او 1886ء کې وکړې نو په امريکه کې هم د تولستوی د فن جادو خبرې شروع کړې خو تولستوی ته په دغو ملکونو کې هم زيات شهرت د هغه مذهبي، اخلاقي او سياسي کتابونو وربخښلی وو. په خصوصي توګه:
What I believe
The kingdom of God is within you
A confession
داسې کتابونه وو چې انګرېزي ترجمو سره یې تولستوی د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی وو. دې سفر کې د تولستوی د ترجمو په لړ کې د يوې انګرېزي ليکوالې کانسټنس ګارنټ (constance garrnet) او د هغې خاوند اېډورډ ګارنټ (Edward garrnet) کردار هم ډېر اهم دی چې د ترجمو په ذريعه یې په يورپي نړۍ کې د تولستوی په شهرت کې ډېره اضافه کړې ده. دغه شان لوېس ماؤډ (louise maud) يوه بله انګرېزه ليکواله ده چې د خپل خاوند اېلمر ماؤډ (Aylmer maud) په مرسته یې د تولستوی د څو کتابونو انګرېزي ترجمې کړې دي. د دوي په ترجمو کې په ابتدایي دور کې دا کتابونه شامل وو.
1.Resurrection
2.What is art
3. A confession
دغو دريو شاهکارو کتابونو کې د ټولونه زيات شهرت دغه د اعتراف انګرېزي ترجمې د (A confession) په نوم موندلی دی. لوېس ماؤډ (Louise maud)بيا ورپسې د اناکري نينا(Anna karenina) او جنګ او امن (war and peace) ترجمې هم په انګرېزۍ کې وکړې چې د تولستوی شاهکار ناولونه دي. او بيا د ماؤډ دغه کارنامه د ټولو نه زياته بې مثاله وه چې د تولستوی ټول کتابونه یې په انګرېزۍ کې ترجمه کړل او په کال (1928ء) کې یې د تولستوی د زېږون د ورځې په مناسب د دغو يووېشت جلدونو مخ کتنه هم وکړه. په دغه کال د تولستوی د ټولو کتابونو نورې ترجمې چې متفرقو خلکو کړې وې د تولستوی د "جمع شوو کارونو" (collected works) په نوم په لس کم سل جلدونو کې مخې ته راغلې. دغه شان د انګرېزۍ نه د نړۍ نورو ژبو ته هم د تولستوی د ترجمو لاره خلاصه شوه چې دغه لړ کې د چين ليکوال او ناول نګار کاؤينګ (cao ying) په چيني ژبه کې د تولستوی د ټولو کتابونو ترجمې وکړې او په چيني نړۍ کې یې هم دغه لوی ليکونکی او اديب خور او مشهور کړو. دتولستوی د ټولو کتابونو د ترجمو سره په ځانګړې توګه د اعتراف د ترجمو ځان له کار هم روان وو چې يوه ترجمه په کې د ډېوډ پيټرسن (David patterson) انګرېزۍ ترجمه د (A confession) په نوم شامله ده. او په انګرېرۍ کې يو شمېر نورو ليکونکيو هم د اعتراف ترجمې په انګرېزۍ او ځينو نورو ژبو کې کولې. د اعتراف په دغو ځانګړيو ترجمو کې انطونيوس بشير دغه ترجمه په عربۍ ژبه کې او علي رضا مجيدي په فارسۍ ژبه کې وکړه چې په عربي او ايراني نړۍ کې د تولستوی د شهرت سبب جوړې شوې . په هند و پاک کې د اعتراف ترجمې په اردو کې وشوې چې وړومبۍ لکهنؤ کې کال (1917ء) کې په نولکشور پرېس لکهنو کې چاپ شوه. دا ترجمه بابو شيو چرن لال کړې وه او دغسې يو شمېر نورې ترجمې یې هم په اردو ژبه کې وشوې چې وروستۍ ترجمه یې په پاکستان کې ثوبيه طاهر کړې ده .ثوبيه طاهر خپلې دغه ترجمې سره د اعتراف نه علاوه د تولستوی د نورو دريو داسې کتابونو ترجمې هم شاملې کړې کوم چې په اخلاقي او مذهبي موضوعاتو اډاڼه وو. دغه ترجمې یې د "مذهب اور اس کى روح کيا هی، مذهب اور اخلاق، قانونِ محبت اور قانونِ تشدد" په نوم شاملې کړې دي. دا خبره هم بايد چې په نظر کې وساتلی شي چې د اعتراف په عربۍ، فارسۍ، او اردو کې ترجمې نېغ په نېغه د روسۍ ژبې نه نه دي شوې بلکې زياتې د انګرېزۍ د (A confession) نه شوې دي البته د نړۍ په نورو ژبو خصوصاً په فرانسيسۍ، انګرېزۍ او جرمنۍ کې دغه ترجمې نېغ په نېغه د روسۍ ژبې نه شوې دي. په هر حال تولستوی په مجموعي توګه او د هغه اعتراف په خصوصي توګه اوس د نړۍ ګوټ ګوټ ته د ترجمو په لاره رسېدلی دی.
VI
لکه چې وړاندې بحث کې جوته شوې ده چې د اعتراف يواځې په انګرېزۍ کې هم ګڼ شمېر ترجمې شوې دي. ما په پښتو کې ترجمې د پاره د انګرېزۍ دوه ترجمې وکتې. يوه د لوېس ماؤډ (Louise maud) او اېلمر ماؤډ(Aylmer maud) ترجمه چې دغه دواړه ليکونکي ښځه خاوند هم دي. دا ترجمه څو واره چاپ شوې ده چې وروستی اشاعت یې ګلوبل ګری (Global grey) ادارې له خوا په کال (2018ء) کې چاپ شوی دی.دې نه علاوه ما بله انګرېزي ترجمه د ډېوډ پيټرسن (David patterson) وکتله چې په وړومبي ځل د نارټن اېنډکمپني نيويارک (Norton & company new york) له خوا په کال (1983ء) کې په امريکه کې چاپ شوې ده او وروستو هم څو واره چاپ شوې ده. زړه راښکونکې خبره دا ده چې دغو دواړو انګرېزي ترجمو کې د يو لفظ فرق هم نشته. دواړه بس يوه ترجمه ده خو نومونه پرې بدل بدل دي. داسې ښکاري چې پيټرسن هم هغه د ماؤډ ترجمه دوباره د خپل نوم سره چاپ کړې ده. دې نه علاوه ما د اردو هم دوه ترجمې وکتې. يوه د بابو شيون چرن لال ترجمه چې په انډيا کې چاپ ده او دوېمه د ثوبيه طاهر ترجمه چې پاکستان کې چاپ ده. دغو ترجمو کې هغه يو رنګ والی نشته کوم ته چې د انګرېزي ترجمو په حواله اشاره وشوه. البته د شيون چرن لال په ترجمه کې ځينې نومونه او اصطلاحات هم بدل کړی شوي دي لکه د مثال په توګه عيسایي مذهب ته یې يوناني مذهب ویيلی دی او داسې نور هم دي او بيا د انګرېزۍ ځينې اقتباسات یې بېخي مختصر کړي هم دي. تر دې چې د اعتراف خلاصه تولستوی د يو خوب په تمثيل سره بيان کړې ده. دغه اردو ترجمه کې د دغه خوب تمثيلي بيان هډ و شامل نه دی.
ما پښتو کې د "اعتراف" د ترجمې د پاره بنيادي نسخه د ډېوډ پيټرسن انګرېزي (A confession) وټاکله او ورسره مې د شيون چرن لال اردو ترجمه هم په نظر کې وساتله. د ډېوډ پيټرسن د انګرېزي ترجمې بنياد ګرځولو مقصد مې دا وو چې دغه ترجمې سره مترجم د اعتراف يوه لنډه پېژندګلو هم ليکلې ده. ما خپله پښتو ترجمه کې د پيټرسن دغه پېژندګلو هم شامله کړه او په ساده، عام فهمه او روانه پښتو کې مې د ترجمه کولو هڅه وکړه، سره د دې چې دا پښتو ترجمه د روسۍ نه انګرېزۍ او بيا انګرېزۍ نه پښتو ته شوې ده چې بنيادي طور د ترجمې ترجمه ده.ځکه د تولستوی د خپل اسلوب خوند به په کې نه وي خو بيا هم ما دې پښتو ترجمې ته د تخليقي رنګ ورکؤلو هڅه کړې ده البته اصلي روح یې مجروح نه دی. د دغه ترجمې نه علاوه ما دا هم ضرورت محسوس کړو چې د تولستوی اعتراف سره دې يوه مقدمه هم شامله شي چې په دغه مقدمه کې ما څو برخو ته زياته توجه وکړه. يوه دا چې د روسي تمدن او سياسي، تاريخي او کلتوري پس منظر ته دې لنډې اشارې وشي. بيا دې د روسي ادب يوه لنډه خاکه هم وړاندې کړی شي. دغه شان دې د تولستوی د مجموعي ادبي خدماتو او د ژوند د نشيب او فراز يوه لنډه خاکه دې هم دغه مقدمه کې شامله شي. د تولستوی د کتابونو او ليکونو د مجموعي ترجمو دې ځان له يادؤنه وشي او بيا دې د "اعتراف " د ترجمو په حقله هم وضاحتي خبرې وشي. دا هر څه ما ځکه ضروري وګڼل چې يو خو په پښتو کې د روسي ادب په حقله مجموعي بحثونه ډېر کم شوي دي څومره توجه چې د مغرب انګرېزي ادب ته ورکړی شوې ده دومره روسي ادب ته نه ده ورکړی شوې. ځکه زمونږ د پښتو لوستونکي روسي ادب نه هغسې خبر هم نه دي څومره چې د انګرېزي ادب نه خبر دي. بيا دا هم جوته ده چې د تولستوی د "اعتراف " په پښتو کې دا وړومبۍ ترجمه ده نو بايد چې دغه ياد شوي تفصيلات هم ورسره شامل شي نوځکه ما دغسې وکړل او خپل پښتون اولس ته مې وړاندې کړل.
دې مقدمې ليکلو د پاره چې ما د کومو ماخذونونه استفاده کړې ده د هغې په لور به هم دلته اشاره وکړم چې په خصوصي ډول دغه لاندېنې ماخذونه زما په نظر کې وو.
1.A.L tolsoty [Daughter] A life of my father [London 1953]
2. D.S Merezkhovosky, Tolstoy as a man and artist [London 1902]
3. Steiner, E. A, Tolstoy,the man and his massage [New york 1908]
4.Mirsky, D.S, Tolstoy [London 1949]
5. Daire ,D, Russian literature and modern English fiction [University of chicogo 1965]
.6ډاکټر محمد یاسین، تولستوی، نیشنل بک ټرسټ انډیا نئی دهلی(1976ء)
7. تولستوی کی آپ بیتی ، ترجمه محمد مهدی فیکشن هاوس (2018ء)
8۔ محمد طیب ، روسی ادب (جلد اول و دوم) انجمن ترقی اردو پاکستان (1940ء)
.9 داعتراف مختلفې ترجمې (انګرېزي او اردو)
.10 انټرنېټ ذريعې
تر څو چې د دې پښتو ترجمې د نوم خبره ده نو ما په پښتو کې د دې د پاره د "مننه" ځان سپارنه يا سپارښتنه غوندې سُوچه پښتو نوم اېښودلی شو خو ما ته داسې ښکاري چې کوم معنويت په "اعتراف" کې دی هغه په دغه نورو نومونو کې نشته. ځکه د دې وړومبۍ پښتو ترجمې نوم مې هم "اعتراف" غوره وګڼلو.
ما چې وړاندې اشاره کړې ده چې د دې ترجمې په وخت ما هڅه کړې ده چې په پښتو نثر کې هم فطري رواني، سادګي او تخليقي رنګ په نظر اشي خو بيا هم وايم چې د اعتراف سوچه او ساهو خواږه به هغه خلک محسوسوي چې نېغ په نېغه په روسۍ ژبه پوهېږي او د تولستوی د ليک او اسلوب نه نېغ په نېغه خوند اخستی شي. البته د انګرېزۍ نه پښتو ته ما خپله دغه ترجمه څنګه کړې ده نو دې د پاره به هم يوه نمونه د انګرېزۍ د يوې ټوټې سره وړاندې کړم چې د اعتراف وړومبی پېراګراف پېش کول به زيات مناسب وي.
"I was baptized and brought up in the Orthodox Christian faith. I was taught it in childhood and throughout my boyhood and youth. But when I bandoned the second course of the university at the age of eighteen I no longer believed any of the things I had been taught.
Judging by certain memories, I never seriously believed them, but had merely relied on what was taught and on what was professed by the grown-up people around me, and that reliance was very unstable.
I remember that before I was eleven grammar school pupil, Vladimir milyutin (long since dead), visited us one Sunday and announced as the latest novelty a discovery made at this school. This discovery was that there is no God and that all we are taught about Him is a mere invention (this was in 1838). I remember how interested my elder brothers were in this information. They called me to their council and we all, I remember, became very animated, and accepted it as something very interesting and quite possible".
" زه د زړې عيسایي عقيدې تر سيوري لاندې رالوی شوی يم. ما ته د ماشوموالي نه دغه عقيده ښودلی شوې او لولولی شوې ده تر دې چې تر هلکوانې او زلميتوب راته دغه ښودلیشوي دي. خو کله چې د اتلسو کالو په عمر کې ما د پوهنتون دوېمه برخه پایې ته رسوله نو دغه وخت کې مې د خپلې عقيدې زړو خبرو نه چې ما ته په ماشوموالي کې ښودلی شوې وي، يقين پورته کېدلو.
د خپلو مختلفو يادونو په بنياد وايم چې ما په دغو عقيدو سنجيده ايمان نه لرلو. زما عقيده عارضي شان وه خو د خپلو مشرانو او چاپېره خلکو دغه ښودلی شوي عقائد مې د ځان سره ساتل چې غېر متزل شان عقائد به ښکارېدل.
ما ته ياد دي چې کله زه د يوولسو کالو وم. د ګرامر سکول يو شاګرد ولادي مير ميليوټين (چې ډېره موده وړاندې مړ شوی دی) په يو اتوار زما خوا له راغی او ما ته یې وویيل چې سکول کې بېخي نوې څېړنه مخې ته راغلې ده. دغه څېړنه دا ده چې "خدائی نشته" او مونږ ته چې د خدائی په حقله څه ښودلی شي دا هر څه د انساني ذهن تخليق دی . دا د (1838ء) زمانه وه ما ته ياد شي چې زما مشرانو وړونو هم دې څېړنه کې ډېره دلچسپي لرله. زما وروڼو زه راوغوښتم. ما د هغوي په وړاندې هم دا څېړنه ډېره اهمه وګڼله تر دې چې دا څېړنه مې د امکان ترحده درسته هم وګڼله".
په آخره کې زه بايد د خپلو خوا خوږو، ملګرو اومرستيالو شکريه هم ادا کړم . دې لړ کې د ټولو نه وړومبی او په ډېر خصوصيت سره زه د خپل ګران ملګري ښاغلي جوهر خليل شکر ګذار يم چې نه يواځې د بابو شېون چرن لال د اعتراف اردو ترجمه یې راپېرزو کړه بلکې تل یې زما په هر ادبي کار کې دلچسپي لرلې ده اوهرقسمه مرسته یې راسره کړې ده. د ډېرو ګرانو ملګرو ښاغلي شېر احمد خليل او خپل کشر ډاکټر شهاب عزيز ارمان هم منندوی يم چې د دوي مرسته ملګرتيا هم زما په هر ادبي کار کې شامله وي او بيا ګران شهاب عزيز ارمان خو د دې ترجمې ټوله مسوده کتلې ده چې د پروف ريډنګ سره سره یې په عمومي ډول هم پرې نظر اچولی دی. دغسې د ګران کشر عباس خليل سره سره د ملګرو نجيب الله ناز، عبېدخليل او مهر خليل مينه هم هېرولی نه شم.
په مينه او احترام
حنيف خليل
14اګست (2022)
پېژندګلو (ډېوډ پيټرسن)
په کال 1879ء کې د يو پنځوس کالو په عمر کې د War and Peace يعني (جنګ و سوله ) چاپ (1869ء) او Anna Karenina انا کرنينا(چاپ1877ء) ليکونکی دې خبرې ته راغلو چې هغه په ژوند کې هېڅ هم تر لاسه نه کړل او د هغه ژوند هسې بې معنىٰ دی. په دغو دوؤ آثارو کې به يو خو هغه ته په نړيوال ادب کې د مقام پېدا کولو يقين ورکړی وي. دغو دواړو آثارو (ناولونو) د هغه د تخليقي جوهر پوره ګواهي ورکوله. اوس که دغه غټو کارنامو د هغه په ژوند کې معنىٰ نه شوه پېدا کولی نو بيا به ژوند کې معنويت له کومې راتلو. دا هغه بنيادي سوال دی چې تولستوی یې په خپل کتاب "اعتراف" کې راپورته کوي. بېخي د روح غوندې ﻻفاني سوال.
ارنسټ جی سائمنز (Ernest. J Simmons)، د تولستوی "اعتراف" د انسان د ټولو نه اعلىٰ او د جرات نه ډکو لفظونو يوه نمونه ياده کړې ده. هغه ورته د ژوند د غټې کشالې نه مايوسه او د پرېشان روح اظهار ویيلی دی. يو داسې اظهار چې د انسان رشته د ﻻ محدود سره تړي. بيا هم دغه اظهار د پوره اخلاص او شاندار فني اسلوب سره رامخې ته شوی دی چې بنيادي عناصر یې د ځوانۍ نه د ليکونکي په ذات کې په غورځنګ وو. دغه شان "اعتراف" د يو ليکونکي په حېث د تولستوی په اضطراب کې د يو اهم پړاؤ څرګندونه کوي. د 1880ء نه پس د هغه توجه په خصوصي توګه او په ډېر جوت شکل د مذهبي رجحان په لور شوې ده. هغه مذهبي رجحان چې په عمومي ډول په خواري کښو دهقانانو کې ليدی شو. او په دې توګه د هغه ناول اناکري نينا د کردار "ليون" او د اعتراف د ليکونکي (تولستوی) په اضطراب کې ډېر يو رنګ والی هم محسوسېږي. "اعتراف" د هغه د ناول اناکري نينا نه دوه کاله وروستو ليکلی شوی وو او دغه کتاب د ژوند په معنىٰ او عقيدې سره تړلی شويو خبرو او مسئلو په حقله د سوال سره متعلقه تصور په زيات وضاحت سره راوړاندې کوي. دا په اصل کې هغه کشاله ده چې د تولستوی په وروستنو نورو ډېرو افسانو کې هم د مختلفو کردارونو په ذريعه رامخې ته شوې ده. دغو کې
1. The death of Iran Iliche (1886)
2. Father sergins (1896)
3. Brekhunove in Master and man (1895)
4. Nekhlyudove in Resurrection (1900)
شامل دي.
د اناکري نينا د تکميل نه پس تولستوی د خواري کښو دهقانانو د ژوند څو ښائسته خاکو جوړولو هڅه وکړه خو د عقيدې _مرګ _او د ژوند مقصد معلومولو په حقله د هغه مصروفيت د ليک کول هغه د پاره ډېر ګران کړي وو.
د 1877ء تر آخره ټالستایي د عقيدې او عقل ترمېنځه کشمکش کې ډېر فکر مند شوی وو. دې سره سره هغه د جنګ او امن د پاره څېړنه هم شروع کړې وه خو په دغه نوي ناول کار یې د يوې مياشتې نه تر زياتې مودې تر 1878ء د ګرميو موسم پورې په ټپه وﻻړ وو. کله چې هغه د يو مذهبي بحث د پاره د جنوبي روس سمارا سيمې ته ﻻړو. لږې ورځې پس په 13 اګست چې واپس کور ته راغلو نو ترګنيف سره یې د څه موده مخکې شوي جنګ روغه هم وکړه، کومه شخړه یې چې د تېرو اوولسو کالو راسې روانه وه. بس هغه فروري 1879ء پورې په خپل ناول کار ونه کړی شو او دې د پاره یې کوم وضاحت هم نه ووکړی.
د تولستوی خيال دا وو چې هر چا د پاره ځينو بنيادي سوالونو کې يو سوال دا هم دی چې هغه څومره د خپل مال ومتاع پېروي کوي. دغه سوال یې په ذهن کې وو چې د يو بل ناول ليکلو اراده یې وکړه چې عنوان یې وو "سل کاله" دغه نوی کار یې د پيټراعظم په حقله وو خو د 1879ء د ګرميو پورې ټالستایي ته احساس وشو چې په دغه منصوبه د کار روان ساتلو حوصله هغه کې نشته. په 14 جون هغه يو بل مذهبي نشست د پاره ﻻړو. دا ځل هغه د کيو سيمې په کيف ښار کې يو شمېر ساده عبادت ګزار وليدل. د زړو عيسايانو په طريقه یې ژوند تېرولو. د کيف سفر د هغه جذبه دومره راوپاروله چې اوس هغه د آرتهوډکس ګرجې نه د بيلېدلو حوصله وکړه او دغه خول نه راووتو. او دا یې هم وویيل چې د کليسا تعليمات انجيل سره بېخي سمون نه خوري. دا په اصل کې د "اعتراف" د ناچاپ موادو يوه لنډه پېژندګلو وه چې د ضمني عنوان سره یې کړې وه.
دا په بنيادي توګه د الٰهياتو يوه څېړنه وه چې تولستوی په کې د ګرجې په نظرياتو پوره نيوکه کړې وه.
د 1879ء په آخري ورځو کې د اعتراف يوه نيمګړې شان مسوده تياره وه چې تولستوی د يو نيمګړې شان ليکنې (خودنوشت) په حېيث د "زه څه يم" د عنوان ﻻندې مجلې روسکايامائزل (Russ kaya Mysl ) ته ولېږله خو د چاڼ او بندېز (Censor) د اصولو تر مخه دغه برخه تر کال 1884ء راښکاره نه شوه چې ورستو بيا په جنيوا کې چاپ شوه. ياده دې وي چې دغه ليکنې سره د اعتراف عنوان تر هغه وخته نه وو تر څو چې په جنيوا کې دغه ليکنه چاپ شوې نه وه.
چې دا خبره هم ښکاره شي چې آخر د سنسر اصولو ترمخه په دغه ليکنه چاپ کولو غټ اعتراض څه وو، بايد چې د جنيوا اشاعت وړومبۍ صفحه هم يو وار بيا راواړولی شي د کوم په حقله چې دا خيال موجود وو چې دې ليکنې د روس د منسوخ شوي اشاعت د پېژندګلو وظيفه تر سره کوله.
د تولستوی دغه ليک چې مونږ یې دلته پېش کوو، دې ليک کې به لوستونکي وويني چې د يو طاقتور روح داخلي منظرنامه د خپل پوره قوت سره، د ټولو لرزونکيو حالاتو سره خپل ځان ښایي. دا يو داسې روح دی چې تخليقي قوت هم لري. چې د خپلو وړومبو وختونو نه د خپل ځان د تکميل په لټون دی. په دغه چاپېريال کې دې ناقراره روح ته ځينې نور لوستي او دانشور روحونه هم په نظر راځي چې هر يو د خپل شعور او پوهې ترمخه ژوند تېروي. د دغو روحونو خپلې نظريې او عقيدې سره هم څه تعلق نشته بلکې غټه برخه یې د دغو مروجه عقائدو ترديد هم کوي. چرته هم چې د نظريې يا عقيدې تعليمات وجود لري نو بس صرف د يو رسمي ضرورت ترمخه د دغو عقيدوي نظرياتو ښودنه کولی شي او دغسې په زور د ښودلی شويو نظرياتو منل د ژوند د اصلي هدف برخه نه شي جوړېدی او نه د دغو خلکو په خپلو کې تعلق او رشتو سره نسبت لرلی شي.
دلته د روح يوه ډرامه (منظرنامه) رامخې ته کړی شوې ده. يو داسې روح چې د وړومبيو کلونو نه یې د حقيقت او صداقت لټون شروع کړی وي. يا لکه څنګه چې ليکونکي حواله ورکړې ده چې _ د ژوند معنىٰ څه ده. دا يو داسې روح دی چې د خپل وجداني قوت په ذريعه د رڼا لټون کوي چې دغه روح د سائنسي ﻻرو په ذريعه هم عقلي څېړنه کوي چې د خدائی او حقيقت په لور یې بوځي. دا په يقيني توګه هر چا د پاره يوه زړه راښکونکې ډرامه (منظرنامه) وي چې هر څوکه دغه روح په کې د ژوند پټه معنىٰ لټولو قوت لري خو حقيقت ته رسایي نه مومي. دا ډرامه يو داسې ليکونکي رامخې ته کړې ده چې هغه په خپله د دغو ټولو داخلي شخړو، مصيبتونو او دردونو سره ژوند تېر کړی وي. په داسې حاﻻتو کې زمونږ د دغه قابل ليکونکي په حقله چې هر څومره د ستایينې خبره وشي کمه به وي. په هر حال مونږ لوستونکيو ته ویيل غواړو چې هغوي دې داسې سهوه نه کوي کومه چې د يو نوي لوستونکي له خوا د کتاب نوي اشاعت سره امکان لري. بې شکه که تعلق یې د ذوق کمي سره وي او که روح سره خو د ادب معيار نظر کې ساتل ضروري دي. غلطي هم داسې کېدی شي چې لوستونکي يو ليک سره څنګه سلوک کوي. هغه د دغه ليک تل ته څنګه رسېدی شي او هغه څه قسمه غوښتنې لري. دا قسمه سوچ د ليکونکي اصلي تصور ته څه زيان نه شي رسولی. په هېڅ حال کې هم د يو ليک اصلي مفهوم خرا بول يا مبهم کول نه دي پکار. لکه زمونږ د وړاندېنو تصوراتو په حقله چې د غلط فهمۍ امکان لري. ګويا مونږ د يو ليکونکي زاړه تصورات خو کتلی شو خو د خپلې خوښې داسې پوښتنې نه شو راپورته کولی چې ليکونکی یې جواب ورکول نه غواړي يا دې لړ کې هغه د کومې سنجيدګۍ اظهار کول نه غواړي.
البته په آخره کې دا پوښتنه کېدی شي چې آيا تولستوی چرته د ژوند معنىٰ يا حقيقت وموندلو. دې لړ کې چې څه هم ویيلی شوي دي هغه جوت دي او هغه دا چې تولستوی د خپل مرګ يعني 1910ء پورې خپل دغه لټون ته دوام ورکړی وو. بس هغه دومره حقيقت ته ضرور رسېدلی وو چې هغه څومره هم لټون جاري ساتي نو د خپل ذات انکشاف به پرې کيږي.
د موندلو نه زيات په لټون کې خوند دی او د ژوند د کشالې حل او جواب نه زيات اهم سوال راپورته کول دي. ځکه چې دې سوال راپورته کولو سره جوته شي چې هغه د خپل اصليت په لټون کې په هره لمحه مصروف دی. دا يو داسې لټون دی چې اظهار یې د "اعتراف" غوندې ليک کې کېدلی شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د « اعتراف» متن
وړومبی باب
زه د زړې عيسایي عقيدې تر سيوري لاندې رالوی شوی يم. ما ته د ماشوموالي نه دغه عقيده ښودلی شوې او لولولی شوې ده تر دې چې تر هلکوانې او زلميتوب راته دغه ښودلیشوي دي. خو کله چې د اتلسو کالو په عمر کې ما د پوهنتون دوېمه برخه پایې ته رسوله نو دغه وخت کې مې د خپلې عقيدې زړو خبرو نه چې ما ته په ماشوموالي کې ښودلی شوې وي، يقين پورته کېدلو.
د خپلو مختلفو يادونو په بنياد وايم چې ما په دغو عقيدو سنجيده ايمان نه لرلو. زما عقيده عارضي شان وه خو د خپلو مشرانو او چاپېره خلکو دغه ښودلی شوي عقائد مې د ځان سره ساتل چې غېر متزل شان عقائد به ښکارېدل.
ما ته ياد دي چې کله زه د يوولسو کالو وم. د ګرامر سکول يو شاګرد ولادي مير ميليوټين (چې ډېره موده وړاندې مړ شوی دی) په يو اتوار زما خوا له راغی او ما ته یې وویيل چې سکول کې بېخي نوې څېړنه مخې ته راغلې ده. دغه څېړنه دا ده چې "خدائی نشته" او مونږ ته چې د خدائی په حقله څه ښودلی شي دا هر څه د انساني ذهن تخليق دی . دا د (1838ء) زمانه وه ما ته ياد شي چې زما مشرانو وړونو هم دې څېړنه کې ډېره دلچسپي لرله. زما وروڼو زه راوغوښتم. ما د هغوي په وړاندې هم دا څېړنه ډېره اهمه وګڼله تر دې چې دا څېړنه مې د امکان ترحده درسته هم وګڼله.
ما ته دا هم ياد دي چې زما مشر ورور ډيميټري (Dmitriy) چې هغه وخت په پوهنتون کې وو هغه دغه وخت کې ځان په کامله توګه مذهب ته وقف کړی وو. روژه به یې نيوله او يو خالص اخلاقي ژوند به یې تېرولو مونږ تولو تردې چې زمونږ مشرانو به هم هغه پورې خندا کوله او د طنز نه به مو هغه ته "نوح" ویيلو. ما ته ياد دي چې ميوزين پشکين د هغه وخت د کازن پوهنتون ساتندويه (محافظ) مونږ خپل کور ته د رقص (اټن) د پاره رابللی وو نو زما ورور په رقص کې ګډون نه انکار کړی وو چې ساتندويه ورته بيا دا دليل وړاندې کړی وو چې حضرت داؤد (عليه السلام) هم د صندوق (Ark) مخکې رقص کړی وو. زما مشرانو سره دغه قسمه د خوند خبرو کې به تل زما دلچسپي وه. زه دې نتيجې ته رسيدلی وم چې دغو خوندرو خبرو کې د مذهب په اړه پوښتنو راپورته کولو کې کومه بده خبره نشته خو په نتيجه کې یې ګرجې (چرچ) ته تلل مې هم ضروري نه ګڼل او نه مې چرته دغه بحثونه سنجيده اخستي دي.
ما ته ياد دي چې زه کله زلمی وم نو والټیير(فرانسيسي ليکونکی) مې لوستی وو.د هغه انداز او خوندور ليک مې هم ډېر خوښ شوی وو چې زه یې د ذهني کرب نه لرې ساتلی وم. دغسې زما يقين او عقيده ورو ورو کمزوي کېدل لکه چې زما د عمر او تعليمي معيار د خلکو سره عموماً داسې کېږي. په ډېرو موقعو به ما فکر کولو چې داسې هر چا سره کېږي. لکه په عمومي توګه چې يو انسان د نورو انسانانو غوندې ژوند تېروي خو بيا هم د دغو انسانانو په عقيدو او مذهبونو کې فرق وي. داسې حال کې که چرته د انسان په مذهبي عقيده او د هغه په ذاتي عمل کې فرق ليدی شي نو په عمومي ډول د عقيدې ډېر خيال نه شي ساتلی او عمل ته دوام ورکولی شي.
ځکه نو د يو انسان د ژوند او عمل نه دا اندازه لګول بېخي امکان نه لري چې د دغه انسان ژوند څنګه دی. خدائی مني او که نه. ځکه که يو سړی په اولس کې د خپلې عقيدې څرګند اظهار کوي او بل څوک دغه اظهار نه کوي نو دواړو کې دغه فرق د مذهبي او عقيدوي سړي مرسته نه شي کولی. په عمومي ډول خو د زړو عقيدو منونکي او پرې عمل کوونکي ساده هم وي خو په طبعيت کې یې سختي هم وي او د دوي په مقابله مذهب نه انکاري خلکو کې په عمومي ډول، قابليت، رښتينولي، نېک عمل او د زړه صفایي زياته ليدی شي. په سکول کې زده کوونکيو ته په عام ډول د پوښتنو او سوالونو ترغيب ډېر ورکولی شي خو دا هم ورته ویيلی شي چې ځوان کهول د پاره ضروري دي چې د خپلې مذهبي عقيدې عملي ثبوت هم وړاندې کړي. خو زمونږ د ذهني او علمي معيار خلکو د پاره نه خو سکول ته تلل ضروري دي او نه د نورو ښودلی شويو مذهبي ضابطو پابندي لازمي ده. داسې انسان اوږد ژوند تېر کړي خو د دې احساس ورته ونه شي چې هغه په عقيدوي حواله يو عيسایي دی يا د هغه د عيسایي مذهب عقائد څه دي.
عموماً داسې کېږي چې کوم مذهبي عقائد د خپلو مشرانو نه په عارضي او اعتباري ډول اخستلی شي هغه د ژوند په سفر کې بې ګټې ثابت شي. هسې خو د خلکو دا خيال وي چې د هغه مذهبي عقيده په ځای ولاړه او مضبوطه ده خو چې غور وشي نو د هغه زړه عقيده برقراره نه وي پاتې. يو داسې سړی، چې ما ډېر رښتونی او هوښيار ګڼلو راته د خپلې عقيدې قصه کوله چې په دې ډول وه:
"شپږويشت کاله مخکې وخت کې زه يو ځل ښکار له تلی وم. لږ شان دمې نه پس مې پوره توجه او عاجزۍ سره مونځ (عبادت) وکړو. په لږه شان فاصله کې زما مشر ورور هم زما د عبادت دغه منظر کتو. چې مونځ مې وکړو. دعا مې وکړه نو ورور مې راته وویيل چې ستا فکر اوس هم دغسې دی لکه چې څومره په عاجزۍ عبادت کوې. ما ورور سره په دې حقله ډېرې خبرې ونه کړې خو دغه ورځې نه پس مې ګرجې (چرچ) ته تلل پرېښول".
دغه سړي دېرشو کالو نه مونځ پرېښی دی. نه خو هغه ګرجې ته لاړو او نه یې روژه ونيوله خو د دې مطلب دا نه دی چې د ده د ورور د خيالاتو اثر په ده هم وشو يا د ده په خيالاتو کې مخکې مخې سره بدلون راغلو بلکې حقيقت دا دی چې د ده متزلزل عقيده يا کچه خيالاتو ته يوه بله بهانه هم په برخه شوه. چې هغه کوم عمل کولو شايد دغه عمل بې سوده وو او چې دغه خبره یې ذهن کې پخه شوه نو بيا ورته مونځ او عبادت کول ګران وو. زما خپل خيال دا دی چې زياتو خلکو سره هم داسې کېږي.
زه د خپلې سطحې د انسانانو خبره کوم چا چې مذهب او عقيده د دُنياوي ګټې ذريعه نه ده جوړه کړې، کوم خلک چې د مذهب او عقيدې نه دنياوي ګټې تر لاسه کول غواړي هغوي کافر ګڼلی شي. زما د سطحې د خلکو حالت خو دا دی چې يا خو پوهې،علم او ذاتي تجربو د هغوي په ذات کې د مذهب او عقيدې کوم عمارت ودرولی وي، هغه متزلزل او تباه شي او مذهب نه د فرار لاره خپله کړي او يا هغوي تردې حده د ځانه نا خبره وي چې د خپلې دغه تباهۍ ورته هډو پته نه وي او د ژوند شپې ورځې سبا کوي.
په وړو کوالي کې چې ماته د کومو عقائدو تلقين شوی وو، هغه ورو ورو ختمېدلې. هر کله چې ما د پنځلسو کالو د عمر نه د فلسفې لوستل شروع کړي وو ځکه ما ته د خپل ځان د کفر پوره ادراک وو. د شپاړسو کالو د عمر نه ما عبادت پرېښودو. مونځ روژه مې بېخي پرېښودل او دغسې د وړوکوالي په عقيده زما ايمان ختم شو. خو بيا هم زما په زړه کې يو داسې يقين ځای نيولی وو چې زه په لفظونو کې نه شم بيانو لی. ګويا چې زما د خدائی په وجود ايمان وو يا دا چې زه د خدائی د ذات نه انکاري نه وم خو د دغه يقين لرلو کوم سبب مې نه شو بيانولی چې دا ولې؟. زه د حضرت عيسىٰ (عليه السلام) د تعليماتو نه هم منکر نه وم خو د هغه د تعليماتو روح او خلاصه مې نه شوه بيانولی. زه چې په هغه وختونو غوروفکر کوم نو داسې راته محسوسېږي چې زما عقيده شايد دا وه چې انسان د کمال درجې ته رسېدی شي خو دامې نه شو څرګندولی چې کمال دی څه شی؟. البته ما په خپله دغه د کمال مقام ته رسېدلو د پاره ډېر سخت محنت وکړو. تجربې او رياضتونه مې وکړل. ذهني ستړيا سره مخ شوم. ډېر کتابونه مې ولوستل. خپل ذهني صلاحيت کې مې اضافه وکړه. تر دې چې بدني طاقت کې د اضافې د پاره مې هم رنګ رنګ مشقونه او ورزشونه وکړل. په شعوري ډول مې ځان د ستونزو(مشکلاتو) سره مخ کړو او مختلف قسمه سختې مې و زغملې. د کمال درجې ته رسېدلو د پاره ما دا هر څه ضرور ي ګڼل. وړومبی خو زما توجه په دې لور وه چې اخلاقي کمال ته رسېدل زيات ضروري دي خو وروستو دې لور ته مائل شوم چې کمال په هره حواله او د هرې زاويې نه تر لاسه کول لازمي دي. مونږ داسې هم ویيلی شو چې زما يواځې د خدائی په نظر کې باکماله جوړېدل مقصد نه وو بلکې هدف مې دا وو چې نور خلک هم زما کمال او وقار ومني. د دغه خواهش په حصول کې د ځينو نورو خواهشاتو سره مخ شوم. زما په نورو خواهشاتو کې دا هم شامل شول چې زه دې زيات شهرت ، دولت او طاقت هم تر لاسه کړم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویم باب
زه به يوه ورځ د خپل ژوند سره تړلي د زلمي توب د وخت د لسو کالو داسې تاريخي حالات هم بيانوم چې په کې زړه راښکونکي او سبق آموز واقعات هم وي. فکر کوم چې دغسې تجربات به د ډېرو خلکو شوي وي. ما د زړه د تله دا غوښتل چې زه دې نيک انسان يم خو زه زلمی وم، جذباتي وم او چې د نېکۍ په لټون به شوم نو ځان به مې بېخي يواځې محسوس کړو خو بيا هم په هره لمحه به د نېکۍ په لټون وم. ما به هڅه کوله چې خپل مخلصانه خواهشات او خيالات څرګند کړم چې اخلاقي خوبۍ هم ولري خو په داسې وخت کې به د خلکو له خوا د ټوقو مسخرو او بې توقيرۍ سره مخ شوم خو چې څنګه به ما د سطحي جذباتو څرګندونه وکړه نو زما ستایينه او حوصله افزایي به وشوه.
دغه وخت کې ما محسوسه کړې ده چې غرض، لالچ او حرص، اقتدار سره مينه، عېش پرستي، کبر و غرور غصه او انتقام وغېره به ډېر قدرمند ګڼلی شول. ما به هم چې کله دغه منفي رويې خپلې کړې نو زما مشران به په دې خوشحاله وو. دا کومه لوی او عجيبه خبره نه ده. زه چې خپلې مهربانه ترور سره وسېدم نو هغې به عموماً ما ته ویيل چې زه ستا د کاميابۍ د پاره غواړم چې ستا تعلق دې د يوې واده شوې ښځې سره جوړشي. زما د کامرانۍ د پاره د هغې بله آرزو دا وه چې زه دې فوجي ملازمت اختيار کړم ټولو نه اهمه آرزو یې دا وه چې زما واده دې ډېرې مالداره ښځې سره وشي چې ورسره ډېر مال او سامان تر لاسه شي.
زه د دغو ورځو په حقله چې فکر کوم نو د يو ذهني انتشار سره مخ کېږم او د دغه وخت د ژوند نه مې کرکه پېداشي. ما په جنګونو کې انسانان وژلي دي. انسانان مې د مرګونې مقابلې د پاره چېلنج کړي دي. جواري مې کړې ده. د مزدورانو (کسانانو) غوندې په سخت مشقت ګټلې پېسې مې په عياشو الوزولې دي. خپلو زمکو کې کار کوونکيو مزدورانو ته مې سخت اذيتونه ورکړي دي. بدکرداره ښځوسره مې اړيکې لرلې دي. خلکو ته مې فرېبونه ورکړي دي. دروغ مې ویيلي دي. حملې ډاکې،شراب څښل، ظلمونه، قتلونه هر څه مې کړي دي. د نړۍ داسې کوم بد کار شايد نه وي پاتې چې ما نه وي کړی خو د دې هر څه باوجود زه د خلکو په نظر کې يو نېک سړی وم . لس کاله زما ژوند دغسې تېر شوی دی. په دې وختونو کې چې ما څه ليک کړی دی،د هغې په لاره مې شهرت هم ګټلی دی او دولت هم . د کبر و غرور عملي نمونه جوړ شوی وم. د يو ليکونکي په حېث هم زه په خپله ټاکلې لاره روان وم. د شهرت او دولت په لالچ کې ما په خپلو اعلىٰ او ارفع خيالاتو پرده اچولې وه او د وخت د عام روش سره مې ژوند تېرولو. څو واره داسې موقع راغلې ده چې خپلو ډېرو عالي افکارو ته مې توجه نه ده کړې. يا مې د خپلو عالي افکارو تضحيک کړی دی. بل خوا د ستایينې په حصول کې مې ډېرو وړو او سطحي خبرو ته اهميت ورکړی دی.
زه د شپږويشتو کالو وم چې د جنګ نه پس زه پيټرزبرګ ته واپس راغلم او مشهورو ليکونکيو سره مې ليدل وکړل. زما په ډېره ګرمجوشۍ سره هر کلی وشو او د مبالغې تر حده ستایينې مې هم وشوې. زما خيالات اوس د نورو انسانانو غوندې شو او هغه وړاندېني خيالات چې د نېکۍ آرزو په کې غورځنګونه وهل اوس ختم شوي وو. د نورو ليکونکيو غوندې زما هم فکر جوړ شو چې نړۍ کې د انساني ژوند پرمختګ روان دی او دغه پر مختګ کې غټه برخه د ليکوالو او شاعرانو ده. زمونږ کار نړۍ ته تلقين کول دي. کله چې به دا پوښته زما مخې ته راغله چې زه څومره اهليت لرم او نور اولس ته څه ګټه رسولی شم ؟ نو د دغه پوښتنې په جواب کې به مې ځان سره فکر کولو چې ليکونکي په دې اړه د بحث او مباحثې نه ډډه کوي. نړۍ د ليکونکيو په حقله علم نه لري خو بيا هم ترې متاثره وي. زه هم اولس د اوچتې درجې شاعر او ليکونکی ګڼلم. ځکه ما په خپله هم د دې پوښتنې د درست او مفصل جواب موندلو هڅه ونه کړه. د يو شاعر سره سره د ذهني قابليت صلاحيتونه خو ما لرل خو زه رښتيا وايم چې په دې خبره زه ونه رسېدم چې آخر زه د کومو خبرو تلقين اولس ته کوم او په اولس به زما د ليکونو کومې اغېزې کېږي. البته دا درسته ده چې د ليکونو نه ما ډېرې ګټې تر لاسه کړې. ډېر دولت تر لاسه کړو. ښځو سره د مستۍ او عياشۍ موقعې په لاس راغلې. د ملګرو او دوستانو خدمتونه او مېلمستيا ګانې مې وکړې. او په هر لور ښه مشهور شوم . نو بس بيا خو راته په څرګند ډول جوته شوه چې ما اولس ته په خپلو ليکونو کې کوم تلقين کړی دی. دا به ضرور ګټور او ښه وي. او دا هم راته معلومه شوه چې د ليک اوشاعرۍ نه بل شغل هډو ګټور او خوندور شته نه. ما خپل ځان د ډېر اوچت معيار ليکونکی ګڼل شروع کړل او تر څه مودې پورې زما هم دغه فکر وو چې زه ډېر لوی ليکونکی او اديب يم خو د ليک او تخليق د شغل په دوېم يا درېم کال زما دغه فکر کې کمزوري راغله. دغسې ما ځان سره په دې حقله فکر کولو چې د ټولو ليکونکيو په يوه مسئله فکر يووالی ولې نه لري. څوک وایي مونږ په غلطه يُو او د نړۍ نور ټول ليکونکي په غلطه دي او څوک د خپل ځان نه متاثره دي او د نرګيست ښکار دي. دغه شان په دې مې هم فکر کولو چې ليکونکي هم د نړۍ د عام انسانانو غوندې جنګونه، فرېبونه، سپورې سپکې خپله وظيفه ګڼي. زمونږ ځينې ليکونکي داسې هم وو چې د خپلو ذاتي ګټو نه علاوه یې اخلاقو او نېکۍ او بدۍ سره هېڅ تعلق نه لرلو.
دې ټولو خبرو سره زه په تردد کې پريوتم چې د ليک او تخليق د هنر په حقله ما کومه رائی قائمه کړې ده هغې کې شايد د بدلون ضرورت دی. دغه شان چې ما د ليکونکيو او اديبانو د ژوند او کردار په حقله غوروفکر وکړو نو راته معلومه شوه چې دوي کې د ډېرو کردار نېک نه دی. دوي نه خو نېک او ښه خلک په فوجي اهل کارو او نورو مېدانونو سره تړلو خلکو کې شته. زما د ټول انسانيت او بيا خپل ځان نه کرکه پېدا شوه او دا خبره مې پخه زړه کې ځائی شوه چې ليک او ليکونکي په حقله زما کوم خيال وو هغه بېخي ناسم وو. ما خو په دې حقله خپل تصور بدل کړو البته هغه خيالات مې بيا هم په ځائی ساتلي وو چې ما به ترې ګټې تر لاسه کولې. ما به همېشه خپل ځان يو قابل او ذهين شاعر او لارښود ګڼلو. ما ته دا خو معلومه وه چې زه اولس ته لارښودنه کوم خو دا را ته نه وه معلومه چې لارښودنه څنګه کوم او ورته څه پېغام ورکوم. د نورو ليکونکيو رفاقت هم ما ته ډېر نقصان رسولی دی . تر دې چې د کبروغرور نشه مې د لېونتوب تر حده رسېدلې وه. کله چې زه د دغه وخت په خپل حالت او د نورو ليکونکيو په حالت فکر کوم نو ما ته هم هغه قسمه تصورات رامخې ته شي لکه يو لېونی چې پاګل خانې ته ننووځي او کوم خيالات یې په دماغ خواره وي. زمونږ د ټولو ليکونکيو دا تصور وو چې مونږ څومره زياتې خبرې کوو. ليک کوو يا خپل ليکونه چاپ کوو نو دغه هومره مونږ نړۍ ته ګټه رسوو بلکې دا به ویيل زيات مناسب وي چې مونږ داسې ګڼل ګويا د نړۍ وجود زمونږ ليکونکيو په کاوشونو قائم دی. په سوونو ليکونکيو به خپل خيالات په خپلو ليکونو کې خورول. خپل کتابونه به یې چاپ کول او دغسې به یې يو بل ته ګوت نيونه کوله يا به یې نورو ته سپک کتل . مطلب دا چې د نېک او بد شخړه لا تر دغه دمه مونږ به مسلسل ليکونه کول نو د خپلې خوښې د ليکونکيو ستایينې به مو هم د مبالغې تر حده کولې. ته ما ستايه او زه به تا. او که داسې به نه وه نو يو بل ته سپورې سپکې ویيل خوهسې هم زمونږ عادت وو. بس خو زمونږ حرکتونه بېخي د لېونو شان وو. په پرېسونو کې به کار کوونکيو زمونږ د ليکونو او کتابونو په سوونو پاڼې ټائپ کولې او دغسې به زمونږ ليکونه د ډاکخانې په ذريعه ټول روس ته رسېدل او په دې توګه به زمونږ د نصيحت او وعظ لړۍ روانه وه. مونږ به لا دا ګيله هم کوله چې زمونږ په نصيحت هډو څوک غوږ نه ګروي (د ملا په نصيحت به څوک غوږ کېږدي .مترجم) خو اوس د دغه ګيلې په اصليت زه پوهه شوی وم. زمونږ بنيادي مقصد د شهرت او دولت حصول وو. او د دغو دواړو حصول د پاره د کتاب او اخبارونو نه غوره بله لاره مونږ ته معلومه نه وه. د خپل ذات د مفيد جوړولو د پاره مونږ د نړۍ مسئله داسې حل کول غوښتل. نړۍ کې چې څه هم دي، ښه دي. هر ښار ورځ په ورځ پرمخ تګ کوي. پرمخ تګ د تهذيبي ارتقاء له مخه کېږي او تهذيبي ارتقاء زمونږ درناوی به زمونږ د کتابونو او اخبارونو کې زمونږ د ليکونو په وجه کېدلو. ځکه زمونږ غوندې خلکو وجود به د ټولنې د پاره ډېر اهم ګڼلی شو. او مونږ به ځان د ډېر اوچت مقام حامل ګڼلو.
که د ټولو ليکونکيو دغه تصور وی او خپلو کې په دې متفق وی نو بيا خو به دا هر څه درست ګڼلی شول خو په مونږ کې به چې يو ليکونکي د کومې خاص رائی څرګندونه وکړه نو بل به مخې سره د هغې مخالفت وکړو. ځکه مونږ ته معلومېده چې درست څوک دي اوغلط څوک؟ ځکه اصليت ته رسېدل ډېر ګران وو خو بيا هم دا قسمه خبرو ته به مونږ ډېر پام نه کولو. کله به چې کوم ليکونکي مونږ سره اتفاق وکړو اوستایينه به یې وکړه نو مونږ به مخې سره ومنل چې دا ليکونکی درست وایي او زه په حقه يم خو اوس ماته ښه پوره اندازه شوې ده چې مونږ کې او لېونو کې کوم خاص فرق نه وو او په دې توګه به مونږ لکه د لېونو د خپل ځان نه پرته نور ټول خلک لېوني ګڼل.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درېیم باب
په دغه چرُت کې ما تر خپل واده پورې شپږ کاله نور تېرکړل. دې دوران کې زه بهر ملک ته لاړم. يورپ کې د خارجيانو سره ژوند کې راته نوره تجربه وشوه. يورپيانو نه راته هم د دې خبرې تایيد وشو چې کوم زما خيال وو. هغه دا چې انسان بايد يو قابل او مکمل انسان جوړشي. زما خيال دی چې دغه تصور په ټولو قابلو خلکو کې مشترک دی چې انسان ته د کمال په لور تلل ضروري دي او بايد دې لړکې پرمخ تګ وکړي. ما به فکر کولو چې د پرمختګ به ضرور يو ګټور مفهوم وي خو په دې نه پوهېدم چې زه خپل ژوند کې څنګه پرمختګ وکړم . "زه به خپل ژوند څنګه کامياب جوړوم" د دې پوښتنې جواب به ما هم داسې ورکولی شو لکه يو سړی چې په کشتۍ کې سفر کوي او د سمندر چپې او هوا رُخ یې په مخه کړي نو هغه ته دا خو معلومه وي چې هغه په يو لور روان دی. خو په کوم لور اوچرته ؟ دا ورته پته نه وي. ځکه د دغه پوښتنې جواب هم نه شي ورکولی. نو بس زما هم دغه حال وو خو کله کله به زما زړه غوښتل چې د وخت او حالات خلاف او دا خپلې زمانې د خلکو د توهماتو خلاف بغاوت وکړم او دا مې خيال وو چې حقيقت څه نور څه دی خو خلک دغه حقيقت پټول غواړي.
د مثال په توګه په پېرس کې د وسېدلو په وخت ما د سړي قتل وليدو نو ماته معلومه شوه چې د پرمختګ په حقله د هوښيارانو کومه رائی ده هغه درسته نه وه. کله چې ما د هغه انسان سر د هغه د بدن نه په بيلېدو وليدو او د هغه د تن او سر په صندوق کې د غورزولو آواز مې تر غوږه شو نو هله راته پته ولګېده چې د شروع نه واخله تر اوسه هر څو که انسان دې عمل د پاره ډېر عقلي دليلونه هم وړاندې کړي دي خو زما تر فهمه دا يو ډېر خراب عمل وو او د پرمختګ دغه عمل سره هېڅ تعلق نه وو. اوس د نېکۍ او بدۍ په حقله زما تصور او د پرمختګ معيار د نورو خلکو په رائی اډاڼه نه لرله بلکې دا فېصله به ما په خپل فهم او فکروخيال کوله.
دوېمه واقعه زما د ورور د مرګ وه چې د دنياوي پرمختګ په حقله زما خيالات بدل کړل. هغه په کچه ځوانۍ کې ناروغه شو او د پوره کال د ناروغۍ او سختو زغملو نه پس په حق ورسېدو. زما ورور ډېر زيات نرم مزاجه، د زړه نه نېک او قابل انسان وو. هغه ته دا پته ونه لګېده چې د هغه د ناروغۍ سبب څه وو او ولې په حق ورسېدو. پرمختګ يا د ژوند د اسانو يو دليل هم زما يا د هغه تسلي ونه کړی شوه خو بيا مې فکر وکړو او په دې خبره مې ځان ته تسلي ورکوله چې پرمختګ خو هر شی کوي. زما د ورور د مرګ قصه که زما فهم کې ځائی نه مومي نو شايد چې په راروان وخت کې راته دغه غوټې خلاصې شي. د خارج نه په راستنېدو زه خپل وطن کې مېشت شوم اوځينې سکولونه (تربيت ګاه) مې پرانستل چې د کر کروندې زده کړه به په کې کېدله. دې کار په خصوصي توګه زما مزاج سره سمون خوړلو ځکه چې د فرېبي او دروغژنو ليکونکيو د رويې او پېشې نه راته د علم او پوهې عام کول غوره ښکارېدل خو د علم او زده کړې کار مې هم د پرمختګ د اصولو تر مخه شروع کړو. بس دومره خبره وه چې اوس زما په ذات کې د ژور فکر او اختلاف کولو صلاحيت زيات شوی وو. ما فکر وکړو چې د پرمختګ نوم خو هسې خلکو بدنام کړی دی. هر ځل د پرمختګ په لور تللو د پاره په غلطو لارو د تللو هڅې شوې دي. ځکه ما دا غوره وګڼله چې مزدورانو (کرونده ګرو) او د هغوي بچوته پوره اختيار ورکړم چې هغو په کومه لاره ځان له ترقي غوره ګڼي هم هغه لاره دې خپله کړي خو د ټولونه غټه ستونزه لا تراوسه زمونږ مخې ته وه او هغه دا چې په سکولونو کې به څه لولولی شي او څنګه به ښودلی شي. ځکه چې د علم او پوهې کمی وو. د نوموړو استاذانو تر مېنځه هم د تعليم د روش په حقله اختلاف وو. په ډېرو موقعو به هغوي مجبوره شول چې د خپلې کم فهمۍ اعتراف وکړي. هر کله چې زما معامله د ساده باده کرونده ګرو او د هغوي بچو سره وه نو ځکه ما هغوي ته ازادي ورکړې وه چې څه یې خوښه وه او څنګه یې خوښه وي هغسې دې تعليم او ښودنې کوي. ما چې دغه دوران کې د تعليم او ښودنې کومې تجربې کړې وې اوس یې چې يادوم نو خندا راځي. ما به داسې فکر کولو چې زه کوم ګټور تعليم يا پوهه نه شم ورکولی ځکه چې ما ته په خپله دا پته نه وه چې کومه پوهه ګټه لري او کومه یې نه لري. يو کال پورې د سکولونو او تعليم دغه شغل کې اخته وم. په دې غرض مې د ځينو نورو ملکونو سفرونه وکړل چې هلته ځان پوهه کړم چې ګټور تعليم څنګه ورکولی کېږي. د سفر په دوران کې ما فکر کولو چې ما د تعليم ستونزه هواره کړه نو په دغه کال بيا خپل وطن ته واپس راغلم چې دغه دوران کې د روس حکومت کرونده ګرو ته ډېره ازادي او اسانۍ ورکړې وې. وطن ته په واپس راتللو ما ته د مجسټرېټ عهده راکړی شوه. دې دوران کې ما نالوستو خلکو ته د سکولونو په ذريعه او لوستو خلکو ته د اخبارونو او مجلو په ذريعه پوهه ورکوله. تر څه مودې دا لړۍ روانه وه. لږه موده کې ما ته داسې احساس وشو چې زما دماغي حالت درست نه دی او ډېر زر به زما داخلي جهان کې کوم غټ بدلون راشي. دې زمانه کې که زما واده نه وی شوی نوبيا به خپل هغه د مايوسۍ او پرېشانۍ زوړ حالت ته رسېدلی وم، کوم چې پنځلس کاله مخکې وو. يوکال پورې زه مجسټرېټ وم. ورسره مې د سکولونو وظيفه هم تر سره کوله او اخبارونو ته به مې ليکونه هم کول خو بيا هم زما مالي حالت دومره خراب شو چې له دغو وظيفو نه ځان خلاصول هم راته ګران شو. د مجسټرېټ په عهده کار کولو سره د ډېرو مشکلاتو سره مخ وم. د تعليم وظيفه ورځ تر ورځه په زوال وه او اخبارونو ته ليکونو وظيفه کې هم هېڅ خوند پاتې نه وو. تر دې چې زه په دې هم نه پوهېدم چې زه خلکو ته کومه زده کړه ورکوم او خلکو ته ضرورت د کوم قسمه تعليم دی. نتيجه کې یې زه ناروغۍ سره مخ شوم. دغه ناروغي مې د بدني ناروغۍ نه زياته ذهني وه. ځکه زه د سر درو په لور لاړم چې تازه هوا مې طبعيت ښه کړي. زما خيال ووچې داسې حال کې د اسپې شوده وڅښم او د دغو حېواناتو غوندې قدرتي فضا کې د ژوند څه برخه تېره کړم.
د سردرو نه څه ورځو کې واپس ښار ته راغلم. دې دوران کې مې واده هم وشو. واده سره مې ذهن او خيالاتو کې ډېر لوی بدلون هم راغلو. د ژوند د کشالو او ټولنيز پرمختګ نه مې توجه زياته د ښځې او بچو د پالنې او ترقۍ په لور لاړه. د ژوند پنځلس کاله مې په دغه انداز تېر شول. دغه دوران کې مې ليک او تخليق ته هم ډېره توجه نه کوله بلکې دا مشغله مې هسې د وخت زيان ګڼله خو ليک مې په هېڅ حال پريښودی هم نه شو نو ځکه د ليک مشق مې روان هم وو. د ليک او تخليق شغل سره مسلسل تړلی په دې وجه هم پاتې شوم چې په دې لاره مې دولت هم ګټلو او شهرت او عزت هم. د دولت ګټلو بله کومه لاره ما سره نه وه. د دې دور په ليکونو کې زما پېغام په عمومي ډول د هغه صداقت وړاندې کول وو چې ما ته یې د ژوند په تجرباتو کې ادراک شوی وو. دغه صداقت دا وو چې خپل ځان او رشته دارو ته سکون او ارام ورکول د ژوند بنيادي مقصد دی. ما په هم دغه انداز ژوند تېرولو خو پينځه کاله چې تېرشول نو دماغي حالت مې نورهم بتر شو. د ډېرې ذهني پرېشانۍ او اذيت سره مخ شوم. په داسې حال کې بېخي نه پوهېدم چې ما له د ژوند تېرولو په وخت څه کول پکار دي. څنګه ژوند تېرول ضروري دي. خپل حالت ښه کولو د پاره کوم قدم پورته کول پکار دي. ځان سره به مې کرل رېبل. ذهن ته به مې ډېرې ګډې وډې خبرې راتلې. د اذيت دور وو خو دا دورهم تېر شو او په خپله راباندې هغه مرحله راغله چې د خپل ژوند د پخواني روش په لور راغلم خو دغه اطمينان ډېره لږه موده وو. يو ځل بيا د هم هغه اذيتونو او ګډو وډو تصوراتو سره مخ شوم. په داسې حال کې به مې ذهن ته دا وسوسې راتلې چې آخر زما دا ذهني کېفيت ولې دی. او دې نه پس به راسره څه کېږي. کله خوبه مې زړه کې ویيل چې زما ذهن کې راپورته شوې دغه پوښتنې بې ځايه دي. د دغه ټولو پوښتنو ځوابونه شته خو ما سره دومره وخت نشته چې د دغه بې ځايه پوښتنوځوابونه وکړم اوځان ته پرې تسلي ورکړم. هر کله چې وخت پېدا کړم نو د خپلو دغو پوښتنو ځوابونه به په خپله وکړم. خو څه وکړم دغو سوالونو بار بار سر پورته کولو او زه یې تنګولم. هر وخت به مې مخې ته دغه پوښتنې وې او ځواب به یې غوښتلو. داسې زما هم هغه حالت جوړ شو لکه د يو مريض چې وي. داسې مريض چې په شروع شروه کې یې ناروغي لږه لږه محسوسېږي خو د هغه په ذات کې دننه دغه ناروغي غزونې کوي او خورېږي. تر دې چې دغه مريض کې نور د مرض د زغملو توان پاتې نه شي او هغه ته دا اندازه وشي چې اوس به مې مرګ له ستوني تېر کړي. هم دغه زما ذهني حالت هم وو. ما ته اندازه وشوه چې زما ذهن کې راپورته شوې پوښتنې کومې وړې يا غېر اهمې پوښتنې نه دي. د دغو پوښتنو ذهن کې وخت په وخت سر پورته کول دا غوښتنه کوي چې دا پوښتنې دې ځواب شي. ما یې د ځواب هڅه وکړه. داسې دغه پوښتنې په وړومبي نظر ساده او سطحي معلومه شوې خو ورو ورو چې ما د دې پوښتنو په ځواب سنجيده غور کولو نو راته معلومېده چې د دې پوښتنو تعلق د ژوند د ډېرو مهمو اړخونو سره دی. زه که ځواب ورکولو کې هر څومره بهانې جوړې کړم خو اصلي خبره دا ده چې زه د دغو پوښتنو د ځواب ویيلو اهليت نه لرم . دوېمه خبره دا ده چې د دغو پوښتنو ځوابونو زه دې لور ته هم مائل کړم چې د زمکو خصمانه، زما د بچي تعليم، يا زما کتابونه ليکل چې دي. د دې تر شا محرک څه دی. زه دا هر څه ولې کوم تر څو چې ما ته د خپل فعل او عمل محرکه جذبه نه وي معلومه نو زه د پرمختګ په لور نه شم تلی. بلکې ژوندی نه شم پاتې کېدی. دغه پوښتنې به تل زما ذهن کې سر پورته کولو چې دا درسته ده چې په سمارا رياست کې شپږو زره ډزياټينه (غالباً شپږ ايکړه) زمکه ده او درې سوه اسونه لري خو د دې هر څه باوجود ذهني پرېشاني لري ځکه زه نه پوهېدم چې آخر وکړم څه ؟ دا به مې هم ذهن ته سوال راپورته کېدو چې آخر په خپلو بچو تعليم د کوم مقصد د پاره وکړم. کله به چې د اولس د پرمختګ سوال راپورته شو نو ما به ویيل چې زما دې سره څه کار دی. کله به چې ما د خپلو ليکونو او کتابونو د عام مقبوليت په لور توجه کوله نو ځان سره به مې ویيل چې ښه درسته ده چې ته به د ګوګول او پشکين يا شېکسپیير يا مولیير يا د نړۍ د ټولو ليکونکيو نه زيات مشهور شي نو د دې به څه ګټه وي. ځکه ما سره د دې ټولو پوښتنو هېڅ جواب نه وو. پوښتنو هم راته انتظار نه کولو. ځواب یې غوښتو. او که ما چې سمدستي جواب نه شو ورکولی نو ژوند راته ګران وو خو بيا هم ما سره هېڅ ځواب نه وو. ما به فکر کولو چې زه په کومو بنيادونو ولاړ وم، هغه د مېنځه لاړل. اوس داسې هېڅ نشته چې زه پرې ودرېږم. زه به په کوم بنياد ژوندی پاتې کېږم. دغه بنيادونه خو نړېدلي دي. او هېڅ هم پاتې نه دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څلورم باب
زما ژوند بېخي په ټپه ودرېدو. ما ساه اخستله. خوراک څښاک او خوب مې کولو او په دغو څيزونو کې کومه مرسته مې نه شوه کولی خو ژوند نه وو. داسې څه خواهشات هم نه وو چې زه یې تکميل وکړی شم او زه یې معقول خواهشات وګڼم. که ما به کوم خواهش لرلو هم نو د مخکې نه به راته پته وه چې د خپل خواهش د تکميل د پاره زه څه کولی شم او څه نه شم کولی. غرض هېڅ نه شو کېدلی. يوه پرېشاني به ضرور ما سره ملګرې وه. فرض کړه که دغه حالت کې کومه ښاپېرۍ هم راشي او ما ته زما د خواهشاتو د تکميل ووایي نو بيا به هم ما د خپلو خواهشاتو څرګندونه په مشکله کړې وه. د مدهوشۍ په دغه کېفيت کې به ما داسې فکر کولو چې زما خواهش هم اصل کې زما د زوړ عادت تسلسل دی. په سنجيده لمحاتو کې به ما هم داسې ګڼله چې داسې هېڅ نشته چې زه یې په حقيقي معنىٰ خواهش وکړم. تر دې چې ما به خپل ژوند کې د حقيقت د لټون خواهش هم نه لرلو. اصل حقيقت هم دغه وو چې ژوند بې خونده يا بې معنې وو. ما به داسې سوچ کولو چې زه يو غار سره ولاړ يم چرته چې ډېره ويره ده او ځان ترې سلامت ساتل ګران دي. د نړۍ ټول تکليفونه زما مخې ته وو او ژوند مې يو عذاب جوړ شوی وو. دغسې د يو صحت مند او روغ جوړ انسان کېدلو باوجود ما داسې ګڼله چې زما ژوندي پاتې کېدل اوس ګرانه ده. بلکې يو زور داره جټکه به ما قبر ته ورسوي. د مرګ په لور راښکونکی طاقت هم هغه هومره زوردار محسوسېدو څومره چې د ژوند کولو قوت زوردار وو. اوس به د خودکشۍ خيال هم زما ذهن ته راتلو. بالکل هم داسې څنګه به چې په يو وخت کې د خپل ژوند حالت ښه کولو خيالات راتلل. د خودکشۍ په حواله به ما خپل ځان ته يو قسم دهوکه ورکوله. خپل ژوند ختمولو کې د تلوار کولو په حق کې نه وم. ځکه چې زما دا خيال وو چې وړومبی د خپلو ګمانونو او شکونو ازاله وکړم. وروستو به د خودکشۍ ډېرې موقعې په لاس راشي. قسمت مې مرسته کوله. په خپله لائبرېرۍ کې مې د پړي (رسۍ) يوه ټوټه وه. هغه مې چرته غائبه کړه چې هسې نه چرته ځان تېزندۍ کړم. ځان سره مې ټوپک (وسله) ساتل هم بند کړل چې چرته دغه شان خپل ژوند ختم نه کړم. هېڅ پوهه نه وم چې زما هدف څه دی. ما د خپل ژوند نه ويره کولو. خو بيا هم ما به د ژوند نه يوه داسې مثبته طمع لرله چې په لفظونو کې یې بيان مشکل دی. په داسې وختونو کې چې زما د ژوند هره لمحه به د سکون وه او حالت ډېر خراب شوی وو، زما ښځه ډېره وفاداره او مينه ناکه وه. زما بچي هم ډېر ښکلي او ښه وو. زما اثاثه هم ښه برابره وه چې بغېر د کوم مشقت نه د دغو اثاثو او زمکو قيمت زياتېدلو. زما ملګرو به هم زما ډېر قدر کولو. نورو عام خلکو به هم زما ډېرې ستایينې کولې او ما ته به خپله هم ښه په څرګند ډول دا احساس کېدلو چې زه ورځ په ورځ د شهرت بام ته خېژم. دغه شان زما ذهني صلاحيت هم ښه زور کې وو. زما ذهن او بدن کې دومره قوت وو چې زما د معيار ليکونکيو کې یې موندل ګران وو. په زمکو کې کر کرونده کې هم ښه بريالی وم. تر لسو ګنټو مې په تسلسل سره ذهني او بدني مشقت کولی شو. زما دماغي حالت دغو ورځو کې داسې وو لکه چې ما سره چا کومه غټه دهوکه يا ما پورې پچموزه کړې ده خو په دې نه پوهېدم چې دا حرکت راسره چا کړی دی. هر څو که زه د خالق د وجود نه منکر وم، ما دا نه منل چې زه چا پېدا کړی يم خو دا مې زړه ته راتلل چې چا راپورې ټوقې ضرور کړې دي خو چې کله به ما فکر کولو چې ما پورې دا ټوقې چا کړې دي، هغه کوم وجود هم لري او کنه ؟ خو بيا هم په دغه تور تياره ماحول کې راته د رڼا داسې يو څرک ښکارېدو چې په ما ټوقو کولو والا څوک خو شته. دا چې هر څوک وي هغه يو داسې انسان سره ټوقې مسخرې کوي چا چې د خپل ژوند دېرش څلوېښت کاله د تعليم او پرمختګ په شغل کې لګولي دي. ما ته داسې ښکارېده چې نه خو ژوند کومه معنىٰ پخوا لرله، نه اوس لري او نه به راروان وخت کې ولري. زه چې چا زورولم نو ضرور به یې ما پورې پچموزې هم کولې خو ما ته دا هم اندازه نه وه چې داسې څوک شته هم او که نه. او يا دا هسې زما اندېښنه ده. ما د خپل يو عمل هم کوم مناسب سبب نه شو ښودلی نو ژوند خو يوه غټه کشاله وه. زما حېرت صرف په دې وجه وو چې دغو ورځو کې زما کوم کېفيت وو، هغه دې نه مخکې ولې نه وو. زما خيال وو چې ناروغي او مرګ خو به ضرور راځي لکه چې څنګه زما ملګرو او خپلوانو ته راغلي دي. که نن نه راځي نو سبا به راځي. په دغه وخت کې به بس صرف سخا بویي او چينجي وي. هغه وخت کې به زما ټول عملو نه او کارونه هېر شي او زه به هم هېر شم. نو په داسې حال کې د کوم کار په لور توجه کول هم څه ګټه نه لري. تر څو چې ژوند کې مزه وي، سرور وي، هم دغه ژوند دی او کله چې د مستۍ او خوند دغه نشه ختمه شي نو ژوند هم هسې عبث او يو خوب ښکاره شي.
په ژوند کې چې يوه خبره هم د خوشحالۍ او زړه راښکون نه وي بلکي سراسر حماقت او ظلم وي. لکه يو مشرقي روايت دی چې يو غر کې يو ځنګلي ځناور په يو مسافر حمله وکړه. مسافر د ځان بچ کولو د پاره يوه کنده کې ځان پټ کړو. خو دغه کنده (کوهي) کې يو بل ځناور موجود وو چې د ده خوړلو ته تيار وو. دغه بدنصيبه مسافر په دغه کنده کې يو بوټی وليدو چې د دغه بوټي يوه څانګه یې راونيوله. دغسې مسافر را زوړند شو چې نه د کندې نه بهر راوتی شو او نه لاندې تلی شو. ستړی هم شو. داسې وخت کې چې په دواړه طرفه ورته مرګ مخې ته وو، د دغه بوټي د جرړو نه دوه مږې راووتې، يوه توره بله سپينه، مږو د بوټي جرړې پرېکول شروع کړل. مسافر د دې هر څه تماشه کوي او پوهېږي چې مرګ یې په سر ولاړ دی خو په داسې حال کې هم هغه د دغه بوټي په پاڼو پراته شات (شهد) څټل شروع کړل. بس دغه حالت زما هم دی. ما ته پته ده چې مرګ به ضرور ما خپله نخښه جوړوي خو بيا هم د ژوند د ونې څانګه مې رانيولې ده. نه پوهېږم چې دغو سختو سره ولې مخ يم. هغه شات چې يو وخت کې یې ډېر خواږه لرل اوس ما ته خواږه نه محسوسېږي او توره او سپينه مږه مسلسل زما د ژوند جرړې پريکوي. خوني ځناور مې هم مخې ته ولاړ دی او د شاتو خواږه هم خپل اثر پرېږدي. دا کومه افسانه نه ده بلکې د ژوند يو رښتونی تصوير دی چې هر انسان ته پرې پوهېدل پکار دي. اوس زما هغه غلط فهمۍ هم ختمې شوې چې ژوند کې به یې خواږه محسوسېده لکه چې ما ته به تل دا ویيلی کېدل. "ته د ژوند په معنىٰٰ نه شې پوهېدلی. نوځکه په دې غور هم مه کوه. او بس ژوند کوه".
خو ما دا هر څه نور نه شو زغملی. ځکه چې د يوې اوږدې مودې راسې دې هر څه سره مخ وم. ما نور دا ځان ته تسلي نه شوه ورکولی. داسې محسوسېده چې د شپو ورځو دا چکر ما د مرګ په لور بيایي. بس يواځې هم دغه تصور ما ته حقيقت ښکارېدو او نور هر څه دروغ.
د شهدو هغه دوه څاڅکي چې زه یې د حقيقت نه لرې ساتلی وم ما ته اوس خواږه نه ښکارېدل. دغه قطرې د خپلې ښځې بچو او ليکونو سره زما مينه وه. ما به فکر کولو چې زما ښځه او بچي هم زما غوندې انسانان دي. يا خو هغوي ته د حقيقت پته نشته او يا به هغوي هم د دغه خوني صداقت سره مخ کېږي. هغوي ولې ژوندي دي. آيا دا هم لازمه ده چې زه دې هغوي تل ځان سره وساتم او د هغوي پالنه دې کوم. آيا زه دې هغوي هم دغه حالت ته ورسوم کوم چې زما دی. هغوي په غلط فهمۍ کې وساتم. ځکه چې زه هغوي سره مينه کوم. زه هغوي ته د دغه حقيقت څرګندولو بغېر پاتې کېدی هم نه شم. غرض ورو ورو هغوي هم د مرګ خولې ته ورنزدې کېږي.
اوس به راشو د ليکونو او شاعرۍ په لور. د شهرت اوستایينو په چرُت کې به ما داسې فکر کولو چې هر څو که زه مرم هم خو د ليک او تخليق شغل دې دوامدار وساتم. خو دا هم زما غلط فهمي وه ځکه چې ليکونه او کتابونه خو ژوند ته ښکلا وربخښي خو هر کله چې ژوند په خپله بدرنګ شي نو د ليک او تخليق به څه کردار پاتې شي. تر څو چې ما دغسې مصنوعي ژوند تېرولو نو ما ته دا پته نه لګېده چې ژوند څه شی دی. تر هغې به شاعري او ليکونه راته ښه ښکارېدل خو کله چې راته دا پته ولګېده چې ژوند په خپله لا حاصله دی نو بس دغه ليکونه او شاعري هم زما د اطمينان سبب نه شو جوړېدی. تر کومې چې ماته دا احساس کېدو چې ژوند يو مقصدي شی دی نو د نړۍ ټولو څيزونو به زه د خپل تاثير لاندې راوستم خو کله چې را ته معلومه شوه چې د ژوند هډو څه اصليت نشته نو بس د هرڅه نه خوند او تسکين کډه کوله. کله چې ما خوني ځناور او مږې وليدې نو د شهدو نه هم خوند ﻻړو. زما مثال هم د هغه سړي غوندې وو چې په ځنګل کې ورک شوی وي او په ډېر غم او خفګان کې د لارې په لټون کې وي. دا هغه اذيت ناک کېفيت وو چې زه یې ځان وژنې (خودکشۍ) ته تيار کړی وم. کله به چې ما د خپل منطقي انجام په لور پام وکړو نو د ويرې نه به وبوږنېدم. دغه ويره زما د موجوده حالت نه هم زياته خوفناکه وه. هر څو که ما به دا سوچ کولو چې يوه ورځ به زما د بدن په کومه برخه يا زړه کې زياته مسئله پېدا شي او دغسې به زما ژوند په خپله انجام ته ورسي. خو ما د دې هر څه انتظار نه شو کولی. د تيرې ويره هم ډېره خوفناکه وه او زما به خوا هش بېدارېدو چې زه د دغه ويرې نه زر تر زره ځان ازاد کړم او يا خو ځان تېزندۍ کړم او يا ځان په ګولۍ وولم. دا هغه احساسات وو چې زه یې په شدت سره د ځان وژنې (خودکشۍ) په لور مائله کولم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پینځم باب
خو په يقيني توګه دا کېدی شي چې ما کوم څيز د نظره غورزولی يا پرېښی وي او يا په کومه مسئله پوهه شوی نه يم. څو ځله مې ځان سره ویيلي ووچې:
"دا نه شي کېدی چې دغه د تکليف حالت د انسان فطري خاصه ده".
او زه به هر وخت د علم او پوهې په هره څانګه کې د دغو مسئلو د حل په دغه لټون کې وم. ما د زړه د تل ته شپه ورځ غور وفکر کولو. ما د پوښتنو او وسوسو جوابونه په هم دغه انداز لټول لکه يو مړ کېدونکی انسان چې د خپل ژوند د بقا لارې لټوي. خو ما ته هېڅ لاره نه خلاصېده. زه په خپل دغه لټون کې ناکام وم. تر دې چې زما يقين راغلو چې نور زما غوندې خلک به هم په دغسې لټون کې ناکامه وي. ځکه نو انسان که په وثوق سره څه ویيلی شي نو هغه به دا وي چې ژوند يو بې مقصده څيز دی" ما په هر لور لټون وکړو. يواځې کتابونه مې نه پلټل بلکې د هرې زاويې نه په تلاش وم. په ټولنه کې زما دومره زيات درناوی او مقام وو چې ډېرو غټو خلکو او عالمانو سره به زما ليدل کېدل. دغو پوهه خلکو نه به هم ما د خپلو شکونو په حلقه پوښتنې کولې خو هېڅ په لاس نه راتله. ما ته د علمي سر چينو نه هغه ټولې ګټې تر لاسه کېدې کومې چې پوهه خلکو ته ترلاسه کېږي خو د دې سوال جواب چرته هم نه ووچې" ژوند څه شی دی" ؟ مودې وشوې چې ما ته معلومه شوې ده چې په انساني علمونو کې د دې سوال جواب نشته . څه موده وړاندې زما زړه کې داسې هم راغلي وو چې سائنسي علوم چې په داسې خبرو هم ډېره ژوره توجه کوي د کومو چې د ژوند سره نزدې اړيکې هم نه وي نو د ژوند سره تړلي دومره اهم سوال، ښه معقول اومدلل جواب خو به ضرور سائنس سره وي. په هم دغه وجه تر ډېرې مودې ما د سائنسدانانو سره د اختلاف جرات نه شو کولی. ما به داسې ګڼل چې زما په عقل او پوهه کې څه داسې کمی شته چې زه د ځينو خبرو تل ته رسېدی نه شم خو هر کله چې ما دغه سوال د هر څه نه زيات اهم ګڼلیوو. زه مسلسل د دغه سوال د جواب په لټون کې وم. آخر هم په دې نتجه ورسېدم چې زما دغه سوال غلط نه وو خو سائنس سره هم د دې سوال جواب نه وو، د کوم سوال په وجه چې ما د پنځوسو کالو په عمر کې د ځان وژنې (خودکشۍ) اراده کړې وه. هغه ډېر فطري او ساده سوال وو.دغه سوال د هر ماشوم او بوډا په ذهن کې سر پورته کولی شي. هغه که هر څومره هوښيار ولې نه وي. دا په يقيني توګه داسې سوال دی چې تر څو یې جواب نه وي تر لاسه شوی نو ژوند يو عذاب معلومېږي. دغه سوال داسې دی. زه چې نن کوم کار کوم يا یې سبا کوم نو د هغې نتيجه به څه راوځي. يا به داسې ووايم چې ما ته ولې ژوندي پاتې کېدل پکار دي. او يا داسې چې" د يوڅيز خواهش ولې کولی شي" ولې کوم کار کول ضروري وي. او يا داسې چې آيا په ژوند کې داسې څه شته چې مرګ هم ترې تېښته وکړي. دا هم يو سوال دی چې په بيلوبيلو لفظونو کې بيان کړی شو. ما د دې سوال جواب په ټولو انساني علومو کې ولټولو خو جواب په لاس رانغلو.
سائنس په دوه ډوله دی. يو هغه چې بنياد یې په تجربه ولاړ وي چې تجرباتي سائنس ورته ویيلی شي. دوېم د کتا بي فلسفې سائنس دی چې نظرياتي فلسفه ورته ویيلی شي. وړومبی قسمه سائنس وایي چې دا قسمه سوال هډو راپورته کېدی نه شي. دوېم قسم سائنس سوال ته خو هر کلی وایي جواب یې نه ورکوي . تر ډېرې مودې زه د انساني سائنس په اعتماد ولاړ وم خو هر کله چې د دغه سوال سره زما د ژوند او مرګ سوال هم تړلی دی نو ځکه ما ته د موجوده سائنس نه خو جواب نه تر لاسه کېږي (ځکه څه نورې لارې لټول ضروري دي . مترجم) وړومبی زه په دې عقيده وم چې نړۍ او انسان د پرمختګ په لور روان دي. او دغه پرمختګ کې ما خپل ځان هم د يو کُل د جزُ په حېث شمارلو. زما خيال دا وو چې څنګه د کُل په حقله نوي معلومات راځي نو د جز مسئله به هم ورسره حل شي يعني زما د ژوند معامله به هم ما ته معلومه شي. دا ویيل هسې خو ډېره سطحي خبره ده بغېر د ویيلو هم نه شم پاتې کېدی. هغه دا چې په يو وخت کې به ما ته د پرمختګ احساس کېدو. هغه وخت کې به زما يادداشت او بدني برخې هر څه د پرمختګ سره مخ وو. خو لږو ورځو کې هغه دور ختم شو او دغسې د پرمختګ په ځائی د زوال احساس راته شروع شو. زما طاقت کم شو. غاښونه مې پرېوتل شروع شول. زړه ته مې راغله چې دا پرمختګ دی که زوال. ما په غلطۍ سره يوه خاص ذاتي مسئله يوه عام د فطري قانون معامله ګڼلې وه. ما چې د پرمختګ په دغو اصولو غور وکړو نو راته جوته شوه چې دا دعوىٰ درسته نه ده چې" هر څيز د يوې اوږدې مودې د پيچلې ارتقاء نه پس د کمال درجې ته رسي".
ځکه چې سائنسدانان دامني چې لامحدوده ماده کې د ساده او پېچلې، ماضي او مستقبل يا ښه او بد هېڅ فرق نه وي. د علم حصول د زړه راښکون، خوند او تسکين نه بغېر نه شي کېدی. که چرې سائنس د ژوند د اهمو کشالو حل کولو دعوىٰ کوي نو هره خبره یې درسته منلی کېدی شي خو کله چې سائنس د انساني ژوند د مئسلو د حل او فېصلې کولو دعوىٰ وکړه نو بيا به یې غلطۍ هم مخې ته راځي.
لوی لوی سائنسدانان او فلسفيان د يو بل د تصوراتو سره اختلاف کوي او په عمومي ډول بيا داسې هم کېږي چې په يو ليک يا کتاب کې ليکونکی د ژوند د کشالو په يادؤنه کې په خپله د خپلو دعوو رد هم کوي. کله چې مونږ د سائنس په هغو کاوشونو فکر کوو چې تعلق یې انساني ژوند سره نه دی نو په داسې وخت کې د انساني صلاحيت او ذهانت ستایينه حق لري. خو کله چې دې لور ته ژور فکر وکړو چې سائنس د انساني ژوند مئسلې څومره په دليل او وضاحت سره رامخې ته کوي او حل کوي یې نو بيا د مايوسۍ سره مخ کېږو. سائنسدانان وایي چې مونږ دا نه شو څرګندولی چې ته څوک يې او ولې ژوندی يې. په دې سوالونو مونږ غور نه کوو البته که تاسو د رڼا اصول، د بدن فطري قوانين او ذهني قوتونو وغېره په حقله پوښتنه کوئ نو بيا تاسو ته سائنس ښه درست جواب درکولی شي. د تجرباتي سائنس تعلق انساني ژوند سره صرف دومره دی چې هغه مونږ ته ویيلی شي چې بې شمېره وړې وړې ذرې د بې شمېره پېچلو طريقو سره خپل صورت او حالت بدلوي. کله چې تاسو ته د دغه حالت د بدلون اندازه وشي نو بيا به تا سو ته دا هم معلومه شي چې تا سو ژوندي ولې يئ. ما به په خپله ویيل چې د انساني ژوند او ارتقا اسباب روحاني دي. د دغو روحاني اسبابو څرګندؤنه په مذهب، سائنس، هنرونو او د حکمرانۍ په روش کې کېږي. او دغسې به تسلسل سره انسان په يوه مرحله کې داسې ترقي هم وکړي چې کمال ته به ورسي. هر کله چې زه هم يو انسان يم نو زما هم دا فريضه جوړېږي چې نړۍ ته د دې حقيقت احساس ورکړم. د خپلې ذهني کمزورۍ په وخت کې به ما په دې قسمه دليلونو يقين کولو خو کله چې د ژوند ډېره اهمه کشاله زما مخې ته راغله نو دغه وخت کې راته دا دليلونه هم بې کاره ښکاره شول. د دې دليل پېش کوونکيو ته د ډېرو کمو (ساه لرونکيو) روحاني مخلوقاتو پته ده خو بيا هم د ټولې نړۍ د (ساه لرونکيو) روحاني مخلوقاتو رشتې يو بل سره تړي او دعوې کوي. دې سره سره دوي د يو بل د دعوو ترديد هم کوي او په ځائی د دې چې د دغو سوالونو جواب ووایي چې زه څه يم ؟ ولې ژوندی يم ؟ ما ته څه کول پکار دي؟ وغېره خو دوي د ټولې نړۍ داسې واکداران جوړ شي لکه خدائی چې ورته دغه کار حواله کړی وي. او بيا عجيبه عجيبه دعوې کوي. دا ډېره زړه راښکونکې خبره ده چې انسان په خپل ژوند پوهېدلو د پاره پکار دي چې د ټولو ساه لرونکيو مخلوقاتو په ژوند پوهېدل هم ضروري دي. او بيا دغه نور ساه لرونکي په خپله هم لکه زما د خپل ژوند مقصد او هدف نه نا خبره دي. زه دا منم چې يو وخت داسې وو چې ما به په دغو دليلونو يقين کولو او دا مې فکر وو چې په نړۍ کې ژوند د هم دغو دليلونو او اصولو سره سم تېرېږي خو څه موده وروستو چې سترګې مې وغړېدې نو راته څرګنده شوه چې د سائنس ډېرې څانګې داسې دي چې دعوې یې غلطې دي او د ډېرو کمو معلوماتو په بنياد هغه د نړۍ په ټولو معاملو کې خبرې کوي او دغسې خلک په فرېب کې اخته کوي خو څنګه چې انسان د دې سوال چې"ما ته څنګه" ژوندي وسېدل پکار دي" په جواب کې د سائنسدانانو په دې مصنوعي جواب زما اطمينان نه کېږي. دغسې په دې هم غور کوم چې سائنس به په يو وخت کې د بې شمېره ذراتو او د هغې د صورتونو د بدلون څېړنه کوي نو دغسې به انسان هم د خپل انساني ژوند په معنىٰ پوهېدلو د پاره د نړۍ د ټولو ساه لرونکيو (روحاني مخلوقاتو) په حالاتو ځان پوهوي. او څرګنده خبره ده چې دا هر څه امکان نه لري ځکه زه وايم چې ما دې لړ کې کوم فلسفيانه جوابونه تر لاسه کړل هغې کې په اصل کې جواب نه وو او د فلسفيانه سائنس نه علاوه د تجرباتي سائنس تعلق زما د پوښتنو سره نه وو. سره د دې چې دغه هر څه د انساني ذهني صلاحيتونو سره تعلق لرلو خو جواب چرته هم نه وو بلکې د جواب په ځائی به انسان د يو بل پېچيده سوال سره مخ شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شپږم باب
د ژوند په حقله د سوال د جواب په لټون کې زما دا تجربه وشوه لکه يو سړی چې په صحرا (شاړه) کې پرېښودی شي او ورک شي. هغه يو مېدان ته راورسي. يوه ونه کې وخېژي او په هر لور نظر غورزوي خو ورته يو کور (آبادي) هم په نظر نه راځي. هغه د ويرې نه بيا د صحرا په لور مخه کوي او په دغه تياره کې بيا ورک شي خو د کوم کور يا آبادۍ پته ورته نه لګي.
دغه شان زه هم د فلسفې او سائنس په صحراګانو کې ورک شوی يم او په هر قدم راته تيرې مخې ته راځي. آخره کې زما هم دغه تصور جوړشو چې دغو صحراګانو نه د وتلو هېڅ لاره نشته. کله چې ما د فرېبي او اعتباري علومو د پلوشو پېروي وکړه نو راته جوته شوه چې زه د حقيقت نه نور هم لرې شوی يم. سره د دې چې دغو علومو به زه ډېر هڅولم چې ورته مائل شم خو زما د سوال جواب نه دغه علوم هم ډېر لرې وو. ما به فکر کولو چې د سائنس زده کړه ما ته ټوله معلومه ده خو زما د سوال په جواب را کولو کې سائنس هم معذوره وو. هم دغه صورت حال د فلسفې هم وو. د دې سوال جواب چې "د ژوند معنىٰ څه ده" فلسفې سره هم نه وو. نه ورسره د دې سوال جواب وو چې "زما د ژوند انجام به څه وي" مونږ ولې ژوندي يُو؟ يا زه ولې ژوندی يم؟ د دغو سوالونو په جواب کې فلسفه هم عاجزه وه. کله به چې ما د سائنس د کومې ځانګړې څانګې په لور توجه وکړه نو ما ته به د داسې د ګڼ شمېر سوالونو جواب تر لاسه شو چې زما به ورسره هېڅ تعلق نه وو. يعني د ستورو او سيارو د چکر او رفتار په حقله. د خلایي ذراتو په حقله . دانساني ذات د پېدائش په حقله . او داسې نور. خو د دې سوال چې " د ژوند مقصد او مفهوم څه دی؟ جواب به بس دومره وو چې ته د ذراتو نه جوړ شوی يې او د دغو ذراتو د حرکت نوم ژوند دی. تر څو چې دغه ذرې په حرکت کې وي، ته به ژوندی يې او کله چې د دغو ذرو حرکت ودرېږي نو ستا ژوند به انجام ته ورسي او دغسې به ستا د راپورته شوي سوال هم خاتمه وشي. ته محض د څو مرکباتو مجموعه يې. دې مجموعه کې ادلون بدلون راځي. د دغه ادلون بدلون نوم خلکو ژوند اېښی دی. کله چې ستا د ذات ټوټې يعني د ذراتو مجموعې نه دغه ذرې بيلي شي نو دغسې د ژوند او په ژوند کې د ټولو وسوسو خاتمه وشي.
انساني علم او تجربې که درستې وي نو دې نه علاوه بل کوم جواب د ژوند د سوال په حقله نه شي ممکن کېدی خو دا هډو جواب نه دی. زه خو دا لټول غواړم چې زما د ژوند معنىٰ څه ده؟ دا چې زما ژوند د ډېرو وړو وړو ذراتو مجموعه ده نو دا خو زما د سوال جواب نه دی . نظرياتي سائنس دا وایي چې نړۍ يو ابدي (نه فنا کېدونکی) څيز دی چې انساني عقل کې نه شي راتلی. او دغه انساني ژوند هم په عقل کې نه راتلو والا يو عنصر (جز) دی. نور سائنسي علوم لکه جيورئس پروټونز، پوليټيکل اکانومي او تاريخ وغېره خو هسې هم زما د سوال جواب نه شي راکولی. که دغه ټول سائنسي علوم درست وي نو بيا یې جواب محض دا کېدی شي کوم چې سقراط، شوپنهاور، سلېمان او بدها ورکړی وو. سقراط د مرګ په وخت کې ویيلي وو چې مونږ څومره د ژوند نه لرې کېږو هغه هومره حقيقت ته نزدې کېږو. څوک چې د حقيقي صداقت په لټون دي هغوي غواړي څه ؟ بس دا چې د بدن او هغې سره تړلو خطاګانونه نجات حاصل شي نو په داسې صورت حال کې ولې بيا مرګ کوم ناوړه يا خراب څيز دی څه؟
هوښيار انسان هر وخت د مرګ په لټون وي او د مرګ نه کله هم نه ويرېږي. شوپنهاور وایي چې د نړۍ وجود د انسان د تخيلي قوت سره اړه لري. په نړۍ کې د وړوکي نه تر لوی څيز هر څه د انساني خيال تابع وي. چرته چې تخيلي قوت ختم شي نو نړۍ هم ختمه شي خو د نړۍ داسې ختمېدل يا ورکېدل د انسان د داخلي مزاج خلاف خبره ده. ځکه چې انسان کې د ژوند پاتې کېدو آرزو هم فطري ده. ځکه د هغه آرزو کله هم ختميږي نه. البته په کومو خلکو کې چې خواهش، آرزو يا داخلي قوت ختم شي نو داسې ګڼلی شو چې هغوي د پاره ټوله نړۍ، ستوري او کهکشانونه هم د عدم يا نشت برابر وي. سالومن (سلمان) وایي چې ژوند هسې يوه تماشه ده. انسان چې په نړۍ کې کومې هڅې کوي نونتيجه یې څه وي. يونسل نه پس بل نسل راځي او بيا بل. خو زمکه په خپل ځائی ولاړه وي. څه چې روان وي، هم هغسې روان وي. نړۍ کې نوي هېڅ نشته. آيا داسې کوم څيز رښتيا هم شته چې مونږ ورته نوی وویيلی شو. د زړو څيزونو په حقله چې څنګه مونږ ته هېڅ نه دي ياد دغسې به د راوان وخت څيزونه هم هېر کړو. زه د يو مبلغ سره سره په يروشلم کې د اسرایيلو بادشاه وم. ما د نړۍ د ټولو څيزونو د اصليت معلومولو هڅه کړې ده. خدائی پاک د انسانانو په جبلت کې دغه د لټون او ناقرارۍ ماده پېدا کړې ده چې هغوي دې د څيزونو په اصليت غور وکړي. زما د هڅو هم دا نتيجه راووته چې ماته دا پته ولګېده چې زه يو امير (مالداره) سړی يم خو په نړۍ کې د پرېشانۍ او تکليفونو نه علاوه مې نور هېڅ و نه ليدل. ما به دا هم سوچ کولو چې زه دومره مالداره يم او ورسره هوښيار هم چې په يروشلم کې به ما نه مالداره هوښيار بل څوک نه وي. او ما ته د ډېرو څيزونو اصليت هم معلوم دی خو وروستو بيا هم دغه نتيجه راووته چې بغېر د پرېشانۍ نه نور هېڅ نشته. ځکه چې څومره معلومات زياتېږي هومره ورسره تکليف زياتېږي او څوک چې خپل علم کې اضافه کوي نو خپل تکليف کې اضافه هم په خپله کوي نو بس ما خپل زړه کې وویيل چې ما ته پکار دي چې د آسانۍ لاري ولټوم. ځکه چې ژوند په خوشحالۍ او سکون تېرول پکار دي. ما د خپل درد کمولو د پاره شراب څښل شروع کړل، او لوی لوی کورونه مې جوړ کړل. د انګورو باغونه مې آباد کړل او د هر قسمه بار دارې ونې مې وکرلې. د اوبو چينې مې روانې کړې. نوکران او نوکرانې مې وساتلې. او په يروشلم کې چې د څومره قسمونو چارپايه موندی شول ټول مې وساتل. سره او سپين زر مې جمع کړل. ښځې او سړي هنرمندان مې موسيقۍ د پاره وساتل. هر قسمه د موسيقۍ آﻻت مې جمع کړل. دغه شان مې ځان نه لوی سړی جوړ کړو او د خپلو وړاندې تېرو شويو شخصياتو نه مې هم ځان اوچت وګڼلو. دغسې مې ذهن هم درست کار کولو. زما سترګو چې څه ليدل يا زما زړه به چې څه غوښتل هغه هر څه ما ته عبث ښکاره شو او دغسې بيا د پرېشانۍ سره مخ شوم. دغسې ما د هوښيارۍ او لېونتوب دواړو مقابله کوله او داسې راته محسوسېده چې د هرڅه نتيجه يو رنګ وي نو ما به فکر کولو چې هر کله د يو کم عقل او زما انجام يو رنګ وي نو ما ته بيا په دغه کم عقل څه فوقيت ترﻻسه دی. څنګه چې نړۍ کم عقل خلک هېروي دغسې هوښياران هم تل ياد نه ساتي. کوم څيزونه چې نن شته هغه به ﻻزماً سبا نه وي او هېريږي به. څنګه چې کم عقل مري. دغسې هوښيار هم مري. په دغه وجه ژوند نه زما کرکه وشوه ځکه چې په نړۍ کې څه هم دي، هغه هر څه تکليف ورکونکي دي. کوم څيزونه چې ما جمع کړي وو، هغه په دې وجه ما ته فضول ښکاره شول چې دا هر څه به زه راتلونکي نسل ته پرېږدم. انسان چې په خپله کومه ستونزو نه تېرېږي نو هغه ته یې په خپله کومه صله ور رسي. د هغه ټوله ورځ پرېشانۍ کې تېرېږي او د شپې هم ورته خوب نه ورځي.
په ښکاره خو انسان د پاره دې نه هډو ښه خبره شته نه چې هغه خوري څښي او د خپل محنت په ګټه مزې کوي. بس صرف په هم دغه خبره کې د خدائی مرسته معلومېږي. د ټولو انجام دې يو رنګ وي. د نېک او بد، صفا او ګنده انسان خاتمه دې يو رنګ وي. څوک چې عبادت (بندګي) کوي او څوک یې نه کوي. د ښه عملونو والا او ګناهګار. قسمونو خوړلو والا او قسمونو نه ويرېدونکي ټول دې برابر وي. په نړۍ کې چې څه هم کېږي بس د ټولو نه غټه خامي یې دا ده چې د ټولو انجام يو رنګ وي. د انسانيت زړونه د ګناهونو نه ډک دي. چې ژوندي وي نو په غلط فهمۍ کې اخته وي او هغې نه پس بيا بلې دنيا ته کوچ کوي. څوک چې ژوندي وي نو ورسره اميدونه هم ژوندي وي. ځکه چې ژوندی سپی د مړ زمري نه بهتر وي. ژوندي خو په دې پوهېږي چې هغوي به يوه ورځ مري خو مړو ته د هېڅ پته نه وي. هغوي سره د کومې صلې طمع هم نه وي ځکه چې خپل زاړه عملونه ورته ياد نه وي پاتې. هغوي د پاره خو مينه، کرکه، حسد،بعض هر څه فنا شي او په نړۍ کې چې څه کېږي نوهغې کې اوس د هغوي کوم کردار پاتې نه وي.
دا ټول د سالومن (سليمان) خيالات دي. اوس د يو هندوستاني لارښود خيالاتو ته ځير شئ. ګوتم بدهـ (بدها) د يو لوی رياست د حکمران زوی وو چې هېڅ قسمه تکليفونه او مصيبتونه یې نه وو ليدلي. يوه ورځ هغه د سېل وتفريح د پاره بهر وتی وو چې د هغه نظر په يو بوډا انسان پرېوتو چې په خوله کې یې غاښونه هم نه وو. شهزاده بدها چې هغه وليدو نو د حېرت سره مخ شو او خپل مرستيال نه یې پوښتنه وکړه چې دا بوډا ولې دومره کمزوری او په خراب حالت کې دی. هغه جواب ورکړو چې د ټولو انسانانو انجام هم داسې وي. هر څو که شهزاده موجوده وخت کې ښه ښکلی اوځوان دی خو په بوډا والي کې به د هغه هم دغه حال وي. دې جواب نه شهزاده ډېر متا ثره شو او بيا د دې جوګه هم نه وو چې سېل او تفريح وکړي نو بس امر یې وکړو چې محل ته د واپسۍ د پاره دې سورلي راوستی شي، چې هغه په سړه سينه په دې مئسله غور و فکر وکړي. د ډېر غور کولو نه پس شهزاده ته اطمينان تر لاسه شو او بيا یې د تفريح اراده وکړه خو دا ځل يو ناروغ سړي سره مخ شو. شهزاده د دغه مريض په ليدلو هم حېران شو چې د دې سړي خو پښې لاسونه رېږدي او نظر یې هم ډېر کمزوری دی. او زيړ مخ یې نيولی دی. رنګ یې الوتی دی. شهزاده سورلۍ ودروله او پوښتنه یې وکړه چې د دې سړي د ناروغۍ وجه څه ده. جواب ورکړی شو چې دا سړی د ناروغۍ په وجه دې حال ته رارسېدلی دی . دا هم ممکنه ده چې د نن وخت صحت مند شهزاده هم يوه ورځ داسې حال ته را ورسي او هغه کې هم څه داسې بدني بدلون راپېښ شي. شهزاده بيا خپل محل ته واپس راغلو او بيا یې غوروفکر وکړو. په درېم ځل چې د تفريح د پاره راوتو نو په لاره کې یې د مړي لاش وليدو. پوښتنه یې وکړه چې اوس دې مړ بدن سره به څه کولی شي. جواب ورکړی شو چې دا به يوه کنده کې ښخولی شي چې چينجي او وېنه یې وخوري. شهزاده بيا پوښتنه وکړه چې دا حال به صرف د دې يو انسان وي يا د ټولو انسانانو به دغه حال وي. جواب ورکړی شو چې انسانان به ټول مري او د مرګ نه پس به د ټولو حال هم دغه وي. شهزاده مخې سره خپل ځان ته متوجه شو او هغه په ډېر سبق اموز انداز کې غور کولو چې زما به هم دغه حال وي نو بس د خپلې سورلۍ د واپسۍ امر یې وکړو او وې ویيل چې اوس به چرې هم سېل او تفريح ته نه ځم.
ګوتم بدهـ ته هېڅ سکون په برخه نه شو. هغه دا و منل چې ژوند د خرابيو او مصيبتونو مجموعه ده نو ځکه د دې ورځې انتظار کول پکار دي چې خپل ځان او نور انسانان د بدني قېدونو نه آزاد کړی شي چې دغسې د مرګ نه پس هم بيا ژوند نه وي او د ژوند جرړې د بېخه وويستی شي. نورو هندوستاني ﻻرښودانو هم د دغه قسمه خياﻻتو څرګندونه کړې ده. د ژوند د کشالې په حقله د سوال جواب دې نه مناسب بل هېڅ نه شي کيدلی.
سقراط وایي چې ژوند يوه بې ځايه قصه او عبث مشعله ده نو ځکه د ژوند د فنا کولو د هڅې غوره بله ﻻره نشته. شوپنهاور وایي چې ژوند د خرابيو جرړه ده او د دې په کامله توګه د ختمولو بندوبست پکار دی. سالومن (سليمان) وایي چې هوښيارتوب او کم عقل توب، اميري او غريبي، غم او خوشحالي هرڅه فضول دي. بدها هم ویيلي دي چې ژوندي پاتې کېدل د مصيبتونو، بوډا والي، ناروغۍ او مرګ فکر کول هم اصل کې په ژوندوني مرګ دی ځکه د ژوند او ژوند سره تړلو ټولو مشغلو نه ازادي ترﻻسه کول ضروري دي. په کومه نتيجه چې دغه ټول لوی دماغونه رسېدلي دي هم دغه زما هم خيال دی.
ځکه د علمونو په حقله د غوروفکر او حېرت کدو سره مخامخ کېدلو سره ما ته د سکون په ځائی خوف او ويره محسوس شوې ده. يو خوا خو ما ته زما د سوال جواب په ﻻس نه راتلو او په بل لور بيا داسې جواب راغلو چې د هغې نه دا ثابتېږي چې ژوند يو مسلسل اذيت دی. ژوند نه مرګ بهتر دی نو ځکه د ژوند خاتمه پکار ده چې دغسې انسان د ژوند د ټولو اذيتونو نه ازادي ترﻻسه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اووم باب
په سائنس کې د کوم وضاحت په نه ترﻻسه کولو ما د ژوند په لور توجه وکړه. په دې اميد چې زما نه چاپېره خلکو کې به زما د سوال جواب پېدا کړم. دغه شان ما د هغو خلکو مشاهده شروع کړه څوک چې ما نه چار چاپېره وو. خلکو هم زما غوندې ژوند تېرولو او ماکتل غوښتل چې د دوي زما د پوښتنې په جواب کې څه رويه ده. دغه شان ما هغه خلک وکتل چې په ژوند کې د تعليم او اخلاقو په حواله زما په شان وي.
ما ته اندازه وشوه چې زما د معيار خلکو کې څلور درجې دي څوک چې په يو غېر متوازن ماحول کې وخت تېروي. يوه ډله هغه ده چې د ژوند په اړه هېڅ شعور نه لري او بغېر د غوروفکر نه ژوند تېروي. د داسې خلکو په ذهن کې او په ځانګړې توګه د پېغلو جينکو په ذهن کې خو هډو دا خبره راتلی نه شوه چې شوپنهاور، سلېمان او بدها دې لړ کې څه نظريات لري. هغوي ته نه خو د مرګ فرشته ښکاري او نه هغه مږې چې د ژوند د هغه ونې جرړې پرېکوي چې د کومې ونې څانګې یې هم نيولې دي. هغوي بس صرف د شهدو څاڅکي څښي خو چې څنګه یې پام د خوني ځناورو او مږو په لور ځي نو مخې سره یې هوش او حواس کار پرېږدي. دغسې د شهدو لذت نه هم نا اشنا غوندې شي. په دې توګه د دوي د ژوند د مستيو خاتمه وشي.
دوېمه ﻻره د اېپي کيورينزم (Epicnreanism) ده چې په ژوند کې د مايوسۍ خاتمه کوي. دوي په ژوند کې د اسانۍ او مستۍ په ﻻره د سفر کولو په حق کې دي. ګويا په ژوند کې هره هغه رويه خپلوي چې دوي ته پکې اساني او مستي په نظر راځي او د سخت مصيبت د ژوند نه ډډه کوي. دغه خلک د خوني ځناورو او مږو نه هم ځان په ډډه ساتي او هر څومره شهد چې تر ﻻسه کولی شي خوند ترې اخلي. سليمان وایي چې په يو وخت کې زما هم دغه تصور وو چې د ژوند تېرولو دې نه غوره ﻻره نشته نو ځکه ما په هم دغه درس ورکولو چې په نړۍ کې د خوراک څښاک او ښه په مستۍ سره ژوند تېرولو غوندې د ژوند بله مشغله هډو کېدی نه شي. انسان له پکار دي چې خپلې ښځې سره ښه پرېمانه مينه وکړي او هر کار دې پوره دلچسپۍ او محنت سره وکړی شي. ځکه چې مرګ نه پس نه خو کوم کار پاتې شي او نه پوهه. د محنت او پوهې اثرات ژوندي پاتې کېږي. زما د معيار ډېر خلک په دې روش ژوند تېروي. داسې خلکو بېخي دا خبره هېره کړې ده چې کوم ارام او سکون سره دوي مخ دي دا محض يو اتفاق دی. ټول خلک سليمان نه شي کېدی او که يو سړي سره په زرګونو ښځې هم وي خو په بل لور په زرګونو سړي داسې هم شته چې يوه ښحه ورسره نه وي. هر محل د زرګونو انسانانو په محنت او خوله جوړېږي او دا هم امکان لري چې کوم سړی نن سليمان دی شايد سبا د سليمان نوکر وي. د دې خلکو ذهني صلاحيت دومره کم وي چې هډو دې لور ته یې پام راګرځېدی نه شي. د بدها سکون د کومو خبرو په وجه تلی وو. مطلب دا چې زمونږ د کمزورۍ او مرګ په وجه که نن نه وي نو سبا به دغه عېش او مستي ختم شي خو زه د دغه خلکو غوندې نه يم. زما ذهني صلاحيت هم دغسې نه دی. زه د خپل دماغ او صلاحيت واګې دې لړ کې قابو کولی نه شم. هر کله چې ما ته خوني ځناور او مږې زما د سترګو وړاندې دي نو بيا سترګې پټولی خو نه شم.
د درېیمې ﻻرې پېروي هغه خلک کوي چې په ذهني او بدني قوتونو کې یې کوم خاص فرق نه دی راغلی او زړونه یې هم کلک وي. داسې خلکو ته چې کله پته ولګي چې ژوند خو يو بې کاره څيز دی او په ژوند کې ډېرې خرابۍ دي او مرګ د ژوند نه غوره دی نو بس مخې سره بيا دغه خلک د تېزندۍ، سمندر کې ټوپ، چاړه چاقو يا رېل پټرۍ په ذريعه د خپل ژوند خاتمه کوي. زما د سطحې په خلکو کې د ځان وژنې دغه رجحان ورځ په ورځ زياتېږي. دغه خلک زيات ځوانان وي چې ذهني او بدني طاقت یې هم زيات وي. ما ته هم د ژوند سره تړلې دغه رويه درسته ښکاره شوه ځکه ځان وژنې ته هم تيار شوم.
څلورمه درجه د هغو خلکو ده چې صحت یې کمزوری وي. داسې خلکو ته د ژوند د ټولو خرابيو په حقله علم وي خو هغوي کې دومره جرات نه وي چې ځان وژنه (خودکشۍ) وکړي. نو بس په هم دغه حال کې ژوند تېروي او هر وخت په دې طمع وي چې کېدی شي ژوند کې څه نا څه بهتري راشي. هر کله چې مونږ ته د ژوند د مصيبتونو نه د خلاصي ﻻره معلومه ده نو پکار ده چې دغه ﻻره خپله کړو خو زه په خپله دغه قسمه خلکو کې نه وم.
ژوند تېرولو بس دغه څلور لارې دي. دې نه علاوه ما ته د کومې پينځمې لارې پته نشته. زه هغو خلکو کې نه يم چې د ژوند د ټولو خرابيو ورته پته هم وي خو سترګې یې پټې کړې وي. يا د ژوند د عارضي عېش و ارام په نشه کې د بوډاتوب، کمزورۍ، ناروغۍ او مرګ نه غافل پاتې شم. خودکشي به ما ته له هر څه غوره ښکارېده خو دومره جرات ما هم ونه کړی شو چې خپل ژوند په خپله ختم کړی شم. نو ځکه د دې پوهې سره چې ژوند يو انتهایي فضول شان ټوقه ده چې قدرت د ساه لرونکيو سره کړې ده، ما به بيا هم، ډول سنګار کولو، لامبل، اغوستن، خبرې، شراب څښل او کتابونه ليکل هر څه به مې کول . اوس زه فکر کوم چې خودکشي ما ځکه نه ده کړې چې کله کله به ما ګمان کولو چې د ژوند په اړه د سوال کولو کې ما نه چر ته معمولي شان غلطي شايد شوې ده. زما عقل به ما ته ویيل چې ژوند عبث دی خو بيا هم خيال وفکر داسې څيز وو چې زه یې ژوندی ساتلی وم. زه د عجيبه پرېشانۍ سره مخ وم. زما خپل خيال وفکر به هم ماته ویيل چې ژوند عبث دی خو هم دغه خيال وفکر وو چې زه یې ژوندی هم ساتلی وم. مطلب دا چې د خپل ځان پېژندلو په لړ کې ما ته د څه غلطۍ احساس کېدلو. ما به فکر کولو چې ژوند که دومره زيات عبث وي لکه ما ته چې ښکاري نو بيا خو د مرګ نه زيات اسان کار بل نه وو او د ژوندو خلکو نه غټ بې وقوفان نور څوک نه وو. سوال دا هم دی چې آيا زه او شوپنهاور بس دوه داسې سړي وو چې د نړۍ د ټولو انسانانو نه پوهه او بهتر وو او زمانه په خپله بې وقوفه ده؟.
د ژوندي پاتې کېدو حماقت معلومول ګران کار نه دی. بېخي ساده سړی هم په دې پوهېدلی شي خو دا هم کتل پکار دي چې په نړۍ کې په کروړونو خلک ژوند کوي او هغوي ته په ژوند کې هېڅ هم خرابي نه ښکاري.
د علمونو د حصول دوارن کې ما ته د نړۍ د ډېرو غټو هوښيارو انسانانو د ګواهۍ نه معلومېده چې خالق په نړۍ کې هر څيز د باقاعده قانون او قاعدې سره سم پېدا کړی دی او دا زما بې وقوفي ده چې ما ته هر څيز کوږ ښکاري. خو نړۍ کې بې شمېره بې وقوفان داسې هم دي چې هغوي ته د يوې خبرې په حقله هم علم نشته او بيا هم ورته په ژوند تېرولو کې کومه ستونزه هم نشته. نو ځکه به ما سوچ کولو چې دا هم کېدی شي چې څه داسې پټ رازونه به وي چې زما پوهه کې نه راځي. عام روش دا دی چې کله انسان ته د څه پته نه وي نو بس هغه څيز خراب يا عبث ګڼي. د دې ټولې مسئلې خلاصه دا ده چې په نړۍ کې انسانان داسې ژوند کوي لکه چې د هر څه ورته پته وي او بس يواځې زه داسې يم چې ژوند يو بې معنىٰ شی ګڼم. او په دې هم نه پوهېږم چې د دغه هر څه مقابله څنګه وکړم. د خودکشۍ نه خو مې څوک هم نه شي منع کولی نو بس که ژوند پيکه پيکه وي نو د خودکشۍ لاره خلاصه ده. دغه عمل سره به د ټولو وسوسو ازاله وشي او بيا به د بحث، تحرير او تقرير هېڅ موقع هم نه وي.
زه يو داسې محفل کې وم چې زما نه بغېر په کې نور ټول خلک ښه خوشحاله وو او په خپل حالت مطمئن هم وو. زه هغو کمزورو بلکې بې وقوفه خلکو کې وم چې ورته د خودکشۍ ضرورت محسوسېدو خو د خپلې بزدلۍ په وجه یې خودکشي نه شوه کولی. دغه قسمه غبي (نالائقه) خلک خپلې بې وقوفۍ سره ژوند کوي بېخي هم دغسې لکه يو بې وقوفه سړي چې په خپله ټوپۍ خپل نوم ليکلی وي.
موجوده عقل چرې هم ما ته د ژوند د ضرورت او اهميت احساس نه وو راکړی خو کروړونه خلک چې ژوند کوي نو دا یې خيال وي چې د ژوند څه معنىٰ ضرورشته او ځکه ژوند ضروري دی. دې کې شک نشته چې د شروع نه تر دې دمه انسانانو د ژوند په حقله مختلف قسمه تصورات لرلي دي او د هم دغو مختلف قسمه تصوراتو سره ژوند کوي. زه چې په هر لور نظر کوم نو د تېرو شويو نسلونو د علم او څېړنو نتيجه ده چې ژوندی يم. زما ذهني صلاحيت چې ما د ژوند عبث ثابتولو د پاره صرف کړی دی، هغه هم زما د اسلافو د خيالاتو او څېړنو نتيجه ده . زما زېږون او پالنه هم د دوي په وجه شوې ده. هم دغو مشرانو زمکې نه اوسپنه راويستې ده او په ځنګلونو کې د ونو بوټو د پرېکولو وظيفه یې تر سره کړې ده. هم دغه خلک دي چې د اسونو غوايانو نه یې کار اخستی دی. هم دوي د فصلونو کرل رېبل ښودلي دي او يو بل سره د شريک ژوند تېرولو سليقه یې ښودلې ده. د ژوند منظم کولو شعور یې رابخښلی دی. د سوچ او وېنا ما ده یې په ما کې پېدا کړې ده او زما څه حال دی. زه چې هم د دوي پېداوار يم . هم دوي راته خوراک څښاک راکړی دی. سوچ او فکر یې رابخښلی دی او زه بيا هم دا موقف لرم چې زما د دغو مشرانو ژوند عبث وو. "چرته خو څه غلطي شته"ما چرته ډېره غټه غلطي کړې ده. د ډېرې مودې نه په دې لټون کې يم چې غلطي مې چرته کړې ده. خو خپله غلطې مې پېدا نه کړی شوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پاتې برخه هم لري...