"ادبیات معاصر افغانستان"

د احسان الله ارینزي داستانونه

Image Description

احسان الله ارینزی






لیکوال: ماکسیم ګورکي

ژباړه: احسان الله ارینزی


                                                                                                                                                        تنکۍ مینه


(ياشكا) د دې لنډې کیسې انل، يوولس كلن و چې په تنكى زړه كې يې، د مينې خوږې جذبې وپاريدلې. ياشكا د مطبعې كارګر و، جامې به يې تل غوړى او په راز - راز رنګونو لړلې وې. دى هم د مطبعې د نورو كارګرانو په څير خيرن او توربخونه و. د مطبعې د ټولو كارګرانو په مخ به، د خيري يوه غوړه پرده كښل شوى وه. دا پرده به د ياشكا په مخ هم پرته وه. دى يوازى په خپلو رڼو ځلېدونكو سترګو، او له پاكتوب او نظافت سره د مينې په نښو له نورو څخه پېژندل كيده. ياشكا به هر ځل له ډوډۍ څخه وروسته خپل مخ وينځه. په دې وينځلو كې به ياشكا د غوړيو او سرپو هغه څاڅكي، چې د ده په مخ نښتي وو، له يخو اوبو سره په خپل مخ اوار كړل او يو نوى پوستكى به يې پرې وغوړاوه. له همدې امله به ځينو خلكو فكر كاوه چې ياشكا خيرن نه؛ بلكې له موره تور زيږېدلى دى. د ياشكا په مخ دا توره غوړه پرده ورو - ورو پېرړېده؛ خو سره له دې هم ياشكا د خپلو ملګرو په مينځ كې پاك ښكارېده او د (پاك هلك) نوم يې ګټلى و.

ياشكا په خپله اوږده كږه پزه، پېرړو شونډو، غټو- غټو سترګو او خريل شوې ككرۍ، چې دوه لوي غوږونه يې په دواړو خواوو كې ځوړند وو، د كارګرانو په مينځ كې د (غوږو) نوم هم ګټلى و. ياشكا په مطبعه كې له خپلو نورو ملګرو څخه كوم توپير نه درلود. د نورو په اندازه يې كار كاوه او د نورو په شان يې وهل خوړل؛ خو سره له دې هم له خپله ژونده خوښ و. كله به يې چې وهل وخوړل، ژړا به يې پيل كړه او وهونكي سړي ته به يې سپكې كنځاوې وكړې؛ خو دا كنځاوې به هومره ورو او تر ژبه لاندې وې چې يوازې په خپله به يې اوريدې.

د ياشكا نورو ملګرو هم دا عادت درلود. لنډه دا چې د مطبعې (پاك هلك) له نورو كارګرانو څخه څه توپير نه درلود. د مياشتې يې دوه روبله معاش درلود چې مياشت په مياشت به يې خپلى ترور ته وركاوه.

د ياشكا ترور زړه ښځه وه چې تل به نشه وه. زاړه كالي يې اخستل او پلورل. ياشكا مور او پلار نه درلودل؛ ځكه يې له خپلې ترور سره ژوند كاوه. ترور يې يوه تياره او كوچنۍ خونه درلوده چې جونګړې ته ورته وه. دې خونې يوه كوچنۍ كړكۍ درلوده چې د کورونو ګدام ته خلاصېده. د ياشكا د ترور(جونګړه) د يوه لويې درې پوړيزې ودانۍ، د ګدام په يوه څنډه كې جوړه شوى وه!

دا خونه به په ژمي كې توده وه؛ ځكه چې له هېڅ ځاى څخه پاكه او سړه هوا نه ورتله؛ خو په اوړي كې به سړه وه؛ ځكه چې نم يې درلود. د ياشكا ترور له ده سره دومره ښه چلند نه كاوه. ترور به تل له هغو كسانو څخه چې خپله مري او اولادونه نورو ته پرېږدي، ګيلې كولې او بد به يې پرې ويل.

ترور به خپله دا عقيده په سوكونو او لغتو ثابتوله. البته دا كار به يې د نشې په حالت كې كاوه. تر نشې وروسته به يې هڅه كوله چې بيا له سره نشه شي او بلې دنيا ته لاړه شي. له همدې امله به ياشكا له كوره بهر خوښ و. دى سره له دې چې يوولس كلن هلك و، د ښار په كوڅه - كوڅه اوكور په كوركې بلد و. د كور په پرتله د كوڅې ژوند هم په زړه پورې و او هم عادلانه. كه به په كوڅه كې چا وځوراوه، ياشكا به د ډبرې په ويشتو يا په څو سپكو ښكنځلو او كه به په زور كې ورسره برابر و، په لغتوځواب وركړ. حال دا چې ياشكا په كور كې كسات نه شواى اخستلاى.

ياشكا د خپلى ترور سره مقابله نه شواى كولاى. دى په دې موضوع هومره ډاډه و چې هېڅكله د خپلې ترور مخې ته نه و درېدلى او له هغې سره يې ناندرۍ نه وې وهلې؛ خو كله ناكله به يې د ترور په برخه كې ځينې شيطانتونه كول، د مثال په توګه كله به چې ترور نشه شوه، ياشكا به يې توشكې لندولې او يا به يې په بوټونو كې ريګ يا سريښ اچاوه. د سريښ اچول هغه كار و چې ياشكا نوى زده كړى و.

يوه ورځ په مطبعه كې كارګرانو د ياشكا په موزو كې سريښ غوړولى و. كله چې د ياشكا پښې خولې او لندې شوې، له سريښ سره ونښتې او په موزو كې وپړسېدې. ياشكا هڅه وكړه چې موزې له پښو څخه وباسي؛ خو موزې يې په پښو كلكې نښتې وې او نه ايستل كيدې. ياشكا په ځمكه پريوت او ژړا يې پيل كړه. پښې يې سولې او څو ورځې وروسته چاودې شوې. په ډېر کړاو به ګوډ-ګوډ روان و او هڅه يې كوله چې له دې تجربې څخه بل ځاى كار واخلي. ياشكا پرېکړه وکړه چې له خپلى ترور څخه كسات واخلي. په بوټونو كې يې د مطبعې سريښ اوار كړ، ترور وځوريده خو لږ او د ياشكا زړه پرې يخ نه شو. بيا يې سريښ راووړ، دا ځلې د ترور پښې كلكې ايسارې شوې. په بوټونو كې وپړسېدې او ونښتې. ترور هومره په زوره چيغې وهلې چې ياشكا له سره اوريدلې نه وې او ورو - ورو به خندا ورتله. ياشكا له همدې امله خوشاله و او په دې لټه كې و چې بيا هم سريښ راوړي او له خپلې ترور څخه نور كسات واخلى . 

يوه ورځ ياشكا د ماشين په پاكولو بوخت و او خپلو ملګرو ته يې كنځاوې كولې، ناڅاپه د ماشين غږ جګ او ياشكا اریان ش.

- هه ...د شيطان ژرندې!؟

دا وخت کوم شي د ده پښه كلكه ونيوه او تاو يې كړه. ياشكا په ځمكه وغورزېد، غټې - غټې سترګې يې چې د ويرې او ځور نښې له ورايه پكې ځلېدې، پټې او بېسده شو.

سترګې يې په هغه لويه خونه كې پرانستلې چې ژېړ ديوالونه يې درلودل. د خونې څراغونه روښانه و او په كړكيو يې تورې پردې ځړيدلې وې. خونې درې څراغونه او شپږ كټونه درلودل. درې كټه يوې خوا ته او درې نور مخامخ لوري ته ايښودل شوي وو. په هغو دريو كټونو باندې چې ياشكا ته مخامخ پراته وو، درې تنه وېده وو. د ياشكا څنګ ته هم يو برېتور سړى اوږد غزېدلى و او په خپلو رډو - رډو سترګو يې ياشكا ته كتل .

د ياشكا د كيڼ لوري كټ تش و. ياشكا له خپل ښى بريتور ګاونډي څخه بېريده، ورو په څنګ واوښت او د تش كټ خوا ته يې مخ واړاوه. د خونې ژېړ رنګ او د كټونو ژېړ رنګ، ياشكا د زندان په فكر كې ډوب كړ. د زندان بهرني ديوالونه هم ژېړ وو. بيا يې ښوونځى ياد شو. د يوه ځنځير غږ يې ترغوږ شو، ځير شو؛ خو غږ ورك شو، له لېرې يو زګيروى اورېدل كيده او بد بوى تر پزه كېده. هه ... خى دا زندان يا ښوونځى نه دى، روغتون دى! دې ټولو خبرو ياشكا وځوراوه. وې غوښتل چې وژاړي؛ خو د برېتور ګاونډي ناروغ له وېرې يې خپلې اوښكې پاكې كړې او غلى شو. سترګې يې وتړلې او د ځان په هكله په ژور فكر كې لاهو شو. تر هر څه د مخه خېټه ورياد شوه. وږى و. ورو - ورو په ياد ورغلل چې مخكې له يوې پېښې سره مخامخ شوى و. سر او ملا يې خوږېدل، داسې خوږ يې د مخه نه و ليدلى؛ ځكه لږ وبېرېد، خپلې پښې ته يې وكتل او ډاډه شو چې غوڅه نه ده.

ياشكا بيا خپلې سترګې وتړلې او په زوره يې چيغې كړې... سملاسي د پښو غږ واورېدل شو، يوه ښځه چې دونه ښكلې نه وه، راورسېده او وې ويل:

- هلكه ولې چيغې وهې؟... ويده يې؟

عجب! له دې نه ښكاري چې په دې روغتون كې ويده خلك هم خبرې كولاې شي؛ ځكه دې مېرمنې له ويده ناروغ سره خبرې پيل كړې وې. 

ياشكا سترګې وغړولې او ورو يې وويل:

- وږى يم.

- نو ولې چيغې وهې... هه... ډېر شيطان يې!!

ښځه لاړه او څو شيبې وروسته بېرته راغله.

ياشكا پوښتنه ترې وكړه:

- مورجانې دلته روغتون دى؟

ښځې ځواب وركړ:

- يه ميلمستون دى!

ياشكا خېټه مړه كړه او ويده شو. نيمه شپه وه چې له خوبه پاڅېد. سترګې يې وغړولې او شا او خوا يې وكتل. چوپه چوپتيا وه او د داروګانو بوى خپور و. د يو ناروغ د زګيروي غږ اورېدل كېده. د زړې خونې په چوپتيا كې د دې ناروغ غږ يوازنى ژوندى شى ښكاريده. تا به ويل چې ژېړ ديوالونه سا وباسي. هغه ناروغ چې د ياشكا څنګ ته پروت و، خپل دواړه لاسونه په ټټر ايښي او وېده وو او د وچو شونډو له مينځه يې سپين ژېړ بخونه غاښ ښكارېدل. بيروونكې صحنه وه، ياشكا د خپل زړه د حركت اواز اورېد. څادر يې په ځان كش كړ او ورو يې وژړل.

ورځې يو په بل پسې تېريدې، ياشكا ورو- ورو ښه كېده؛ خو غوښې يې تويې او ډنګر شو او په سپين ډنګر مخ كې يې سترګې له ورايه ځليدې.

يوه ورځ غرمه مهال له خوبه پاڅېد، كله يې چې سترګې وغړولې ورېږدېد. يو چا په ځير - ځير او موسكا ورته كتل. دا موسكا د ياشكا له پاره ډېره په زړه پورې وه او په ده كې يې د روغوالي نوې سا وچلوله. ورو كيناست، د پښې د خوږو د لاسه يې رنګ تور واوښت، غاښونه يې وچيچل او سترګې يې پټې كړې:

- هلكه ...كوم ځاى دې خوږيږي؟

ياشكا هيڅكله، له هېچا نه او د هېڅ شي په برخه كې داسې خوږه او په زړه پورې پوښتنه نه وه اورېدلې. ياشكا هم په ځير ورته وكتل.

سپين، ښكلى او نازك مخ! له دې سپين، ښكلي او نازك مخ څخه دوه تورې غټې سترګې ياشكا ته ځير شوې وې، ... يوه خوږه موسكا د ياشكا په مخ وشيندله شوه.

ياشكا ولیدل چې دوو نرمو او تودو لاسونو د ده لاس ونيو. ياشكا فكر وكړ چې ګواكې له ډيرې مودې راهيسې، داسې يوې ورځې ته په تمه و. دا لومړى ځل و چې ياشكا خوږه خبره اورېدلې وه. ورو يې وخندل.

- ولې خبرې نه كوې؟

ياشكا بيا موسكى شو. د خوښۍ څپې يې په سترګو كې وځلېدې او وې ويل:

- هه، خدايه څومره خوشاله يم!

ياشكا ته ژړا ورغله. زړه يې وغوښتل چې تر دغه سپينه او ښكلې غاړه لاس وګرځوي او ښه په خوند وژاړي.

- هلكه ځواب راكړه...، څه وخت دلته راغلى يې؟... كوم ځاى دې خوږيږي؟ هه ... د چا زوى يې؟

- ته ځې؟... كه زه له تا سره خبرې وکړم نه ځې ؟

- نه ګرانه...دا څه وايې ؟ ولې به ځم!

- زه به خبرې وكړم... خو كله چې زما خبرې پای ته ورسې، ته به ولاړه شې او زه به بيا يوازى شم.

ياشكا وژړل او اوښكى يې تويې كړې:

- اه ... بې خبره، زه دلته يم... وګوره ، تر اوسه ويده دى...

 ياشكا خپلې اوښكې پاكې كړې او وې ويل:

- څوك؟

ځوانې ښځې د سر په خوځولو د ياشكا د ښي اړخ بريتور ګاونأي ناروغ ته اشاره وكړه او وې ويل:

- ورور مى !

ياشكا لږ بېخونده شو : 

- خى ما ته نه يې راغلې؟

-ګرانه ما خو ته نه پيژندلې، تر دې وروسته تا ته هم راځم.

 ياشكا پوښتنه وكړه :

- دا لوړ ځوان ستا ورور دى؟ ولې دلته ويده دى؟ ماشين زخمى كړى دى هه ....؟!

- هغه ناروغ دى. له ډيرې مودې راهيسې ناروغ دى ...خو ماشين نه دى ژوبل كړى....

- ته څوك يې؟ ... ..ته دلته ژر- ژر راځې؟ ... چيرې كار كوې؟ د مطبعې په كومه برخه كې؟ يا به د كور ميرمن وې؟ سترګې دې څومره ښكلې دي؟ تر څو چې دې ورور دلته وي، ته هبه م راځې. كاشكې چې د ده ناروغي اوږده شي... 

- ګرانه، زه هرومرو ستا پوښتنې ته راځم .

ياشكا ته بيا ژړا ورغله. هغې ښځې ډيرې خوږې خبرې كولې. ياشكا هم ژړل او هم يې په خپلو ډنګرو ګوتو خپله پزه پاكوله. ځوانې ښځې په خپل دستمال چې د ياسمنو د عطرو بوى يې درلود، د ياشكا پزه پاكه كړه  ياشكا فكر كاوه چې د اوښكو له څاڅكيو سره يې ناروغي هم ځي او د ځوانې ښځې د عطرو د بوى سره نوى ځواك مومي. دا وخت ځوانې ښځې د هلك سترګې، شونډې مخ او وچولې ښكل كړل. ياشكا هك اريان پاته شوى و؛ ځكه دا شيان يې نه اوريدلي وو او نه ليدلي. دا ټول شيان ورته نوي وو او د ده په مخ يې، د احساساتو د يوې نوې نړۍ دروازې پرانستې. ښځه ولاړه، ياشكا په خيالونو كې ډوب شو او نهه ورځې يې په دې خوږو خيالونو كې تيرې كړې.

په دې نهو ورځو كى ځوانه ښځه نهه ځلې روغتون ته راغله او ياشكا په دې نهو ورځو كې له داسې ناپيژندلو احساساتو سره لاس اوګريوان و، چې د ټول وجود رګ - رګ يې له خوښۍ څخه ډك شوى و. 

ځوانه ښځه به چې كله روغتون ته راغله، يـاشكا به يې د روغبړ د تشو كلماتو په ځاى ښكل كړ. بيا به خپل ورور ته ورغله او هلته به د كټ په داسې ځاى كيناسته چې ياشكا به يې هم ليدلى شواى.

ياشكا به خوشاله شو، په ځيره به يې ځوانې ښځې ته وكتل، ځوانې ښځې به هم ورته وكتل. ياشكا د ځوانې ښځې د ورور په وړاندې ډېر حسادت پيدا كړى و. غوښتل يې چې ژر مړ شي او ځوانه ښځه يوازې د ده د پوښتنې له پاره روغتون ته راشي. د ځوان برېتور ناروغ زګيرويو به ياشكا خوشاله كاوه:

- لكه چې مري، كاشكى چې مړ شي!

خو ځوان بريتور ناروغ نه مړ كيده او ياشكا به تل غمجن و. ياشكا په خپل ټول ژوند كې د لومړي ځل له پاره له داسې نيكمرغۍ سره مخامخ شوى و؛ خو د بريتور اوږې ناروغ د ده د نيكمرغي مخنيوى كاوه. ځوانه ښځه به تل د خپل ورور په كټ كيناسته او كله ناكله به يې ياشكا ته هم كتل. ياشكا به د ځوانې ښځې لاس ونيو او له زاريو څخه په ډكو سترګو به يې ورته وكتل. په دې ټوله موده كې به ياشكا خبرې نه كولې او ځوانه ښځه به يې ورو- ورو خپلې خوا ته راكښله. ښځې به ورو- ورو خپل لاس د ياشكا له ډنګرو منګولو څخه خلاص كړ او بيرته به خپل لومړني ځاى ته ستنه شوه. د ځوانې ښځې ورور تر دې وخته لا له ياشكا سره دوه خبرى هم نه وى كړى. له خپلې خور سره يې هم دونه خبرې نه كولې. كله به چې هغه ځوانه ښځه له روغتون څخه ولاړه، ياشكا به غوښتل چې ورور ته يې سپكې سپورې ووایي او زړه پرې تش كړي. زړه به يې وغورځېد او په سترګو كې به يې اوښكې پيدا شوې. ياشكا نهه ورځې په داسې نيكمرغه شيبو كې تيرې كړې.

يوه ورځ سهار كله چې ياشكا له خوبه پاڅيد، وې لیدل چې اوږد بريتور ناروغ په تذكره ږدي. ژر يې له يو چا څخه پوښتنه وكړه:

- چيرې يې وړي؟

- په تا يې څه ؟.... مه ويريږه. تا هلته نه وړي. څو ورځې وروسته به خپل كور ته به لاړ شې. ته دلته ډير شيطان شوې!

- ياشكا بيا پوښتنه وكړه :

- مړ شوى دى ؟

- هو ، ژوندى سړى خو په تذكره نه ږدي.

- مړشوى دى، هه ؟

ياشكا د غوښې له دې بې حركته او ډارونكې مجموعې څخه لږ وويرېد. ټوله شپه يې ځوان بريتور ناروغ، د هغه زګيروي او ټوخي په خوب ليدل... ياشكا يوه شپه مخكې ډاډه شوى و چې د ناروغ د ژوند د ډيوې غوړ تمام شوي دي ...خو لږ ځنډ وروسته خوشاله شو او دروازې ته يې وكتل چې كله به ځوانه ښځه د ده پوښتنى ته راځي.

ياشكا كولاى شول چې د لكڼې په مرسته له ځايه پاڅي او په خونه كې وګرځی.

خو خوب پرې زورور شو او په خپلو رويايې څپو كې يې لاهو كړ. ياشكا ډاډه و چې هغه به راشي او ښكل به يې كړي. ياشكا د ځوان ناروغ په مړينه؛ ځكه خوشاله شوى و چې نور نو هغه ځوانې ښځې ورور نه درلود. دا به د بل چا په كټ نه كيناسته. كله به چې دا خبرې ياشكا ته ورياد شوې، په ټول وجود كې به يې د يوې خوندورې خوښۍ څپې خپرې شوې.

- هغه به هرومرو دلته راشي او زما څنګ ته به كيني. ياشكا ډاډه و چې ځوانه ښځه په روغتون كې بل څوك نه لرى... خو هغه رانغله او ياشكا دا موضوع په ډيره خواشيني داسې تفسير كړه:

- ښايې چې هغه ناروغ يې د عملياتو له پاره وړى وي. هو، كه داسې وي؛ نو بيرته راځي او دلته به زما سره چاى څښي او كتاب به راته لولي... هرومرو؛ خو هغه رانغله. يوه ورځ، دوه ورځې او څو ورځې تيرې شوې؛ خو هغه رانغله... او ياشكا په هغو پنځلس ورځو كې چې په روغتون كې پاتې و هغه ونه ليده ...

كله چې ياشكا له روغتون څخه ووت، په ټول ښار كې يې د هغى د موندلو لټون پيل كړ.

ياشكا پرېکړه کړې وه چې (هغه) به مومي. هره يكشنبه اوكله ناكله به نورې ورځې د ښار د اعيانو په برخه كې ګرزېده او هغه به يې لټوله؛ خو مځكه چاودلې او هغه پرې ننوتله وه... ډېرې (هغى) ته ورته وې، هرې يوې به ياشكا په تېرو خوږو خاطرو كې ډوب كړ. ياشكا به په هر شي او هره خوا كې دا شيان محسوسول: يو ښكلى سپين نازك مخ، دوه غټې تورې هوسناكې سترګې، نرمې او سرې شونډې. تر تور نازك توكر لاندې سپين اندامونه، توره ښكلې خولۍ او...

دې ښكلا به ورځ په ورځ د ياشكا  تنكي زړه ځوراوه؛ خو دا وركه وه او يوازې د ياشكا په زړه كې ليدل كيداى شواى .

دا مهال غمجن ياشكا په ژړغونو سترګو او غوړو خيرنو جامو، د مطبعې د كارګرانو له پاره لږ پردی او غيرعادي غوندې ښكاريده. خپل ټول پخواني عادتونه، مستي، ټوكې - ټكالې او خنداوې يې له لاسه وركړې وې. د روغتون د نهو خيالي ورځو ژوند د ده ټوله خوښي او مستي په خپلو لمبو كې لاهو كړه او ايرې ایرې كړې وه.

اوريدلي مې دي چې وايې تقدير د انسان په برخلیک لوبې كوي. دا سمه ده، همدا وجه ده چې ياشكا بيا هم (هغه ) وليده... ياشكا له خپلو ملګرو سره له ښار څخه وتلى او يوه بڼ ته تللى و. په غبرګون كې يې د ګڼو ونو له مينځ څخه په يوه ګاډۍ كې وليده.كه څه هم چې د روغتون د ديدن څخه دوه كاله تير شوى و؛ خو دې هېڅ توپير نه و كړى او همغسې ښایسته او په زړه پورې وه. ګاډۍ له لارې څخه خاورې دوړې پورته كولې. د هغې څنګ ته يو بل کس ناست و چې پوځي جامې يې درلودې. ياشكا ډاډه و چې دا همغه ده...

ياشكا څو شيبې غلى او اريان ودريد. بيا يې چيغه كړه او په ګاډۍ پسې يې وځغاستل. ده هم چيغې وهلې او هم منډې. د ګاډۍ د ټايرونو په شور ماشور او دوړو كې د ياشكا ځغستلو او نارو - سورو ته د چا پام نه كېده. تر ډېرو منډو وروسته په ځمكه ولويد او د خپلې ماتې او خپګان په وياړ يې ښه په خوند وژړل.

وروسته بيا هم د(هغى) په لټه كې شو. په دريمه ورځ يې يوه ګاډۍ كرايه كړه او د (هغې) د ګاډۍ په تګلاره روان شو. په لاره كې به يې له خلكو څخه پوښتنه كوله چې درې ورځې مخكې يوه ځوانه ښځه، له يوه پوځي مامور سره په دې لاره تيره شوه، تاسو پوهېږئ چې هغوى چيرې ولاړل؟ خلكو به د ده په پوښتنه كټ- كټ وخندل. څو ورځې وروسته په يوه ليرى كلى كې د ناپېژانده او بې تذكرې پرديسي په نامه ونيول شو او بېرته خپل ښار ته واستول شو.

ياشكا په خپل ښار كې بيا مطبعى ته لاړ. تل به غمجن ښكاريده. تا به ويل چې كوم شى يې ورك كړى دى او د ژوندانه په ټولو برخو كې، خپلو نورو ملګرو ته ورته شوى و. د هغوى په شان به يې ودكا څښل، د هغوى په شان به د بدلمنو ښځو كورو ته ورته او ډېرې پيسې به يې په قمار كې بايللې. تر دې وروسته نو ياشكا پرله پسې كار كاوه چې پيسې وګټي...

ياشكا اوس دېرش كلن دى، كه نيمه ورځ په مطبعه كې وى ،نيمه پاتى په شرابو تيروى. د كارګرانو په مينځ كې په مستۍ او غلا مشهور شوى دى. هر څوك يې چې وويني، وايې هرومرو به پنځوس كلن وي. شليدلې خيرنې جامې اغوندي. سترګو يې خپل پخوانى حالت له لاسه وركړى او تل پړسېدلې وې.

خو په هغه ورځ چې دواړه شرابو ته ناست وو او ما د ده د ژوند كيسې ته غوږ نيولى و، سترګې يې ځليدې او د خوښۍ بڅركي ترې ورېدل. كيسه چې پاى ته ورسېده، ياشكا وويل:

- په خپل ټول ژوند كې مې همغه څو خوږې ورځې درلودې... ډېرې لنډې وې... هو، اوس مست يم او د هغو ورځو خاطره ډېره راته خوږه ده. يادول يې ما ته په زړه پورې دي. كه (دا) نه واى... هه ...كه (دا) مې نه واى ليدلې، زما ژوند به هرومرو بل ډول واى. ښه به واى؛ خو... ارمان، لعنت دې وي په شيطان. اخر به مرو. ټول يو شى دي. چې هر ډول ژوند وكړو، اخر مرو او اوس چې هغه نشته په څه به زړه ښه كړم او څه به ياد كړم؟

پای





                                                                                                                             د سرتېر خندا

 


د سرتېر خندا داسې وه لکه کمکی تندر. کله به چې سرتېر لیری و، د خندا غږونه به یې داسې راتله لکه کوکې او چیغي. لکه یو زورور سېل چې غټ او کمکی کاڼي یې پورته کړي او یو په بل یې وهي. که به چا دا خندا د نژدې واورېده، هڅه به یې کوله چې کور کلی پرېږدي، په غوږونو کې ګوتې واچوي او وتښتي!

لس کاله مخکې سرتېر د دې کلي تر ټولو دنګ او ښایسته زلمکی و. هغه وخت به د ده خندا په خلکو ښه لګېده. دې مالګینې خندا به د سرتېر د مخ ښکلا، داسې غوړوله چې هر چا به په ځیره ورته کتل. سرتېر په رښتیا په همزولو کې ګلان زلمي و.

سرتېر به د پنځلس شپاړلس کلونو و چې پلار یې ټوپک پورته کړ. ډېر وخت و چې د دوی په کور، کلي او سیمه کې د جګړې خبرې کېدې. پردو د دوی په وطن یرغل کړی و. هر چا په خوښه او مینه وسلې پورته کولې او سنګرونو ته دانګل. ځوانانو خو د سرونو په ورکولو سمه سیالي جوړه کړې وه!

ښاپېرئ ببۍ، له کلي څخه لیرې په خاورو کې ناسته وه او د سرتېر د خندا په لیرو څپو پسې یې کتل. د دې لیونئ خندا څپې به په ټول کلي چاپېره وې. په داسې وختونو کې به کلیوالو ښځو او نارینه وو، خپلې لارې بدلولې چې له سرتېر سره مخامخ نه شي او ښځو به خپلو ماشومانو ته ویل چې ځانونه الونیه کړي او لیری لاړ شي چې سرتېر به یې په کاڼو وولي.

ښاپېرئ ببۍ هڅه کوله چې د سرتېر ځای ځایګي، د هغه په خندا ومومي او په ژړا – ژړا یې کور ته راولي؛ خو د سرتېر د لېونۍ خندا غږونه به دومره درانه وو، چې انګازو به یې په ښاپېرئ ببۍ لار ورکه کړه او په ستومانه سترګو به یې لور په لور کتل.

که څه هم چې د نیمې ورځې تودوخه ځورونکې وه؛ خو ښاپېرئ یوه مور وه او سرتېر د سترګو د تور، د زړه د سر او د ځوانیمرګ خاوند د یوازني میراث په توګه، ډېر پرې ګران و!

ښاپېرئ ببۍ به خپل ټپي سرتېر ته، د پروني ګلالي زلمکي په سترګه کتل. هغه چې په سیمه کې یې سیال نه درلود؛ خو لا یې د بریتونو وېښته په شمار و، چې ټوپک یې غاړې ته کړ او جګړې ته لاړ.

د خندا یوې بلې درنې څپې، ښاپېرئ د خیالونو له سمندره د کلي په وچه ځمکه بلې کړه. هغه ځمکې چې پخوا ټولې کرل کېدې؛ خو وچکالیو او جګړو د کلي لمن هومره کمکی کړې وه، چې ادیره لویه پرې ښکارېده.

د ځمکو ځیني خاوندانو کډه شوي او ځینې وژل شوي وو او وچکالي د ټولو چینو اوبه وچې کړې وې!

د نیمې ورځې تودو بادونو د مخامخ سوځېدلو درمندونو ایرې، لور په لور وړي او ښاپېرئ ببۍ لا هم، د سرتېر په موندلو پسې، د ده د چیغو ډوله خنداوو لارې څارلې.

مازدیګر نژدې و چې ښاپېرئ خپل بچی وموند. کله به چې سرتېر په ډېرو خنداوو او ژړاوو ستړی شو، کرار به کیناست، له شګو څخه به یې دېوالونه جوړول او یا به یې په ګوتو کمکی – کمکی کوټې څکولې.

د مور او زوی هره لیدنه غمجنه وه. مور به خپل زوی ته به مینه – مینه کتل؛ خو زوی مور نه پېژندله. په دې ورځ زوی خپلې د کاڼو او شګو خونې ښاپېرئ ته وښودې او داسې غږونه یې له خولې ویستل، لکه څه چې وایي؛ خو مور د خپل خواږه بچي په کنګړو خبرو نه پوهېده.

دا شپږم کال و چې سرتېر خبرې نه شوای کولای؛ خو شونډې او ژبه به یې داسې خوځول لکه څه چې ویل غواړي. کله به یې داسې چیغې غوندې څه ویل او لاسونه لور په لور غورځول.

نن چې مور او زوی سره مخامخ شول، سرتېر په ځیره د پیر هغه لویې برجورې کلا ته کتل، چې له دوو کلونو راهیسې تر کار لاندې وه. دې جګې کلا څلور غټ برجونه درلودل او دومره اوږده او لویه وه چې سترګې به یې په لیدو ستومانه کېدي.

مور خپل زوی تر لاس ونیو او دواړه د کور په لور روان شول. په داسې وختونو کې به کلیوال له سرتېر څخه نه بېرېدل. له سرتېر څخه د بېرېدلو وختونو معلوم وو. کله به چې سرتېر له مور سره روان و، ژوبله پښه به یې په کراره کشوله. په هاغه جګړه کې چې سرتېر ټپي شو، د هغه یوه پښه لنډه او ملا کږه شوه او داسې ارت – ارت به روان و، لکه دوه کسان چې په یوه جامه کې ننوتلی وي!

خو د کلي ماشومان به هر وخت له سرتېر څخه وېرېدل. د سرتېر دا پلن - پلن تګ او د خندا څپې هغه شیان وو، چې ماشومان یې بېرول.

سرتېر د خپل ړنګ کور په مخ کې ودرېد. دې هومره ستومانه او په خولو لوند و، تا ویل چې له لسو کسانو سره یې غېږه نیولې ده. له خولې څخه یې سپین ځګونه وتلي او سترګې یې د پیر نوي برجورې کلا ته نیولې وې.

ښاپېرئ ببۍ هڅه وکړه چې سرتېر کور ته ننباسي؛ خو هغه په داسې حال کې چې لا هم په ملا کړوپ ولاړ و. مور له مخې لیرې کړه، یو ځلې یې مخامخ برجورې کلا ته وکتل او بیا خپلې مور ته ځیر شو.

ښاپېرئ خپل بچی خونې ته بوت او هلته یې پرېښود چې دمه یې جوړه شي. مور نن په دې پوه شوې وه چې د زوی د کتو په ډول کې یې توپیر راغلی. دې پخوا په دې سترګو کې هېڅ خبرې نه لوستې؛ خو زوی نن خپل کور او خپلې مور ته او بهر د پیر لویې برجورې کلا ته بل شانتې کتل.

مور له لمانځه وروسته د ډېوې په رڼا کې پوه شوه، چې د زوی سترګې یې په اوښکو لمدې دي او شونډې داسې خوځوي، لکه چې څه وایي. سرتېر سوړ اسوېلی ویست او د لومړي ځل د پاره یې د مور لاس په لاس کې ونیو.

«««

بله اونۍ په کلي کې یوه مدرسه پرانستل کېده. پیر دا مدرسه په یو کال کې په ډېر لګښت ودانه کړې وه. د پرانستې په ورځ کلي ته ډېر مېلمانه راروان وو. د کلي خلکو هم پاکې جامې اغوستې وې. پیر صیب دوه غبرګ غوایه حلال کړي او شل دوه ویشت کټوې په نغریو بار وي.

په دې ورځ سرتېر د کور زاړه بکسونه پلټل. ښاپېرئ ببۍ څو ځلې په زوی غږ وکړ چې څه غواړي او څه پلټي؛ خو سرتېر لګیا و او کالي یې اړول رااړول.

غرمه مهال سرتېر د خپل پلار هغه جامې، د مور په غوټه کې وموندې چې څو کاله مخکې پکې وژل شوي و. سرتېر د همدې جامو په اغوستلو بوخت شو. مور اریانه وه چې بچی څه غواړي؛ خو له هغه سره یې مرسته وکړه چې د پلار په ګولیو سوری سوری جامې واغوندي.

سرتېر د جامو له اغوستلو وروسته له کوره ووت او هغه ځای ته روان شو چې کلیوال او مېلمانه غونډ شوي وو.

په ګڼه ګوڼه کې ځینو کلیوالو له سرتېر سره مرسته وکړه چې مخکې لاړ شي. نن سرتېر ډېر کرار ښکارېده. له غرمنی وروسته پیر په دریځ ودرېد او خپله وینا پېل کړه:

- زما وروڼو اسلام علیکم ...

دا وخت دوه کمکی هلکان راغلل، چې سره سپین ښکارېدل او پاکې جامې یې اغوستې وې.

یو کلیوال بل ته وویل:

- دا د پیر صیب د درېیمې مېرمنې زامن دي چې ښار کې اوسي.

پیر خپلو خبرو ته دواو ورکړ:

- نن د الله پاک شکر ادا کوم چې ...

یو کلیوال خپل ملګري ته ورو وویل:

- تر پیر مبارک صدکه شم. له دریو مېرمنو پنځلس زامن او لورانې لري.

پیر وویل:

- الله د دې ولس ته د خپل مېړانې او سرښندنې اجرونه ورکړي ...

سرتېر شا او خوا وکتل. د ده پلار او د ده د پلار د وخت ډېر کسان په حاضرو ژوندو کې نه ښکارېدل. سرتېر مخ شا ته واړاوه او ادېرې ته یې وکتل چې باد یې په سلګونو سپینې او شنې جنډې رپولې.

پیر وویل:

- زموږ نننی بری د هغه شهیدانو د وینو برکت دی ...

سرتېر پاڅېد، مخامخ یې د پیر لویې نوې برجورې کلا او شا ته د ادېرې رنګارنګ جنډو ته وکتل او د دریځ په لور په مخ وخوځید. خلکو سرتېر ته لار ورکړه او یو بل ته یې داسې کتل لکه نن چې یو بل سرتېر راغلی دي.

د پیر خبرې پای ته رسېدلې وې؛ خو سرتېر د هغه دا خبره واورېده چې یو چا ته یې ورو وویل:

- مسلمانه دا کټوې څه کوئ؟ ... کټوې به څلور میاشتې وروسته وخوري چې له خیره زما د څلورم واده د پاره بار وي!

بیا یې خپلې نوې برجورې کلا ته وکتل:

- تر هغو به دا جونګړه هم له خیره بشپړه شوې وي!

سرتېر پیر ته نژدې ودرېد. لومړی یې خپل ړنګ کور ته وکتل، بیا یې په خپل ځان کې، د پلار هغه کمیس ته وکتل چې شل ځایه په مرمیو سوری و، بیا د پیر برجورې کلا ته ځیر شو، خوله یې د څه ویلو د پاره جوړوله؛ خو ناڅاپه په پیر وروغورځېد او په هغه چاړه یې لس دوولس ګذارونه پرې وکړل چې په پټه یې له کوره اخیستې وه.

پیر د سرتېر په غېږ کې ړنګ شو. د خلکو چیغې جګې وې، دوه دریو کسانو د سرتېر لاسونه کلک ونیول، هغه هلته لیرې خپله مور ولیده، په شونډو یې نرې موسکا خوره شوه او چیغه یې کړه:

- مورکۍ د پلار کسات مې واخیست. مبارک دې شه!

پای

10 جنوري 2023

الرفحا – سعودي عربیه

 

 

 

                                                                                                                                   داسې ومره چې ته خاندي !

 

 

په شپنئ چوپتیا او تته رڼا کې، د زګیروي غږ جګ شو. زما سترګه لږ ورغلې وه چې بېرته په ځای کیناستم. زه به په دې وروستیو میاشتو کې، هره اونئ درې واره له مشر سره پاته کېدم، ځکه چې ډېر ناروغه او ناکراره و. زګیروی بند شو؛ خو ورو غوندې ژړا مې واورېده. په خونه کې بل څوک نه و. زه وم او مشر سپین ږیری چې په لویه خونه کې هلته لیری، په کټ پروت و او څو ډوله داسې ناروغیو سربداله کړی و، چې هېچا او ان طبیبانو ته یې هم ریښتیا نه ویل!

دا لویه ګرده خونه د ودانۍ په پنځم پوړ کې، نورستانیو استادانو د کنړ په لرګيو ښایسته کړی وه، د حریر پردو او د خونې ښکلا سترګې برېښولې او غولی په څو ښایسته وطني غالیو پوښلی و. مشر سپین ږیري دا خونه ځکه خوښه کړې وه، چې څوک په آسانه هلته نه شوای ورتلای او ډېره خوندي وه!

زه په وېره پاڅېدم او د مشر سپین ږیري په لور ورغلم. که رښتیا ووایم په دې څو میاشتو کې، د مشر خوب دومره خراب و چې زه یې هم ویرولم. اوس بیا په خولو لوند شوې وم؛ خو اړ وم. مشر سپین ږیری په داسې حال چې ورو – ورو ژړل او بیکراره و، له ځان سره خبرې کولې:

- لعنت دې وي په دې ژوند! ... له ما نه خو زما د سپیو ژوند ښه دی. ماښام به یې پریمانه غوښه خوړلې او اوس کرار ویده وي!

دې وخت کې مشر سپین ږيري په بیړه بړستن لیری کړه، په کټ کیناست، دواړه پښې یې ارتې کړې او چغه یې کړه چې رڼا ډېره کړم. مشر په خپل ځای کې کوم شی لټول. ټول په خولو کې لوند و او رنګ یې تک سپین الوتی و.

مشر سپین ږیري څه شی ونه موندل، د کټ شا او خوا ته یې وکتل او ما ته یې په تت غږ وویل:

- دا بړستن هلته لیری وڅنډه!

ما بړستن وڅنډله. هېڅ هم پکې نه و؛ خو ده وویل چې لږ لاس پرې تېر کړه.

ما فکر وکړ چې په بړستن کې به ستن غوندی شي وي، چې د مشر خوب یې ګډوډ کړی؛ خو ده له ځان سره وویل:

- یاالله په څه عذاب دې اخته کړی یم!

 مشر بېرته په ځای وغزید. ما بړستن پرې وغوړوله او ده ته مې ښه په ځیر وکتل. مشر ډنګر ښکارېد، سترګې یې پيکه شانته وې. په دې وروستیو میاشتو کې یې غټه خيټه ځوړنده شوې وه، ډېر مېلمانه یې نه منل، جومات ته نه تلو او کله به لمونځ هم خینې پاته شو. غاښونه به یې چیچل او شونډې به یې په وینو سرې وې.

کله به چې مشر سپین ږیری ویده و، وروځې به یې ورو – ورو خوځېدې، لټ په لټ به کېده، کرار به یې نه درلود. لاس او پښې به یې خوځول او په خولو کې به خیشت و.

««««

مشر سپین ږیري لاندې کتل چې سلګونو ښځې، نارینه، پېغلې، ځوانان او ماشومان د سیند د څپو په شان ځي او راځي. چې ښه ورته ځیر شو، دا په سپینو کفنونو کې روان خلک همغه وو چې د ده او مخالفینو په تېرو کورنیو جګړو کې وژل شوي وو!

د دې خلکو په لاسونو کې لړمان او ماران وو چې د ده د لویې ماڼۍ په لور یې خوشي کول. مشر سپین ږیری وېرې په سر واخست. د ده ټوپکوالو لاندې د لړمانو او مارانو مخه نه شوای نیولای، لړمان او ماران په دیوالونو پاس ختل، ټوپکیانو ډزې پرې کولې او هېنداری یې ماتولې. مشر کړکۍ وتړله او خونې ته یې منډه کړه؛ خو لړمان او ماران راورسېدل او په ده وختل.

مشر سپین ږیری چیغې کړې. زه ووېرېدم. لا سم نه وم ویده چې بیا مې د مشر د کټ په لور وځغستل. مشر په خولو کې لوند خیشت و. بړستن یې غورځولې وه. ناست و او په کټ کې یې څه شی لټول او له ما څخه یې پوښتنه وکړه.

- ته په خونه کې څه شی وینی؟

ما شا او خوا وکتل او ده ته مې وویل:

- زه خو همدا د حریر پردې، د غولي سرې غالۍ، ستا کټ، کوچونه، تازه او وچې مېوې، څښاک، مخامخ په دیوالونو کلمه شریفه، ستا ټوپک او هغه ښایسته انځورونه او دلته تا وینم. نور څوک یا څه شی نشته. 

مشر چې لا هم په خپل کټ کې څه شی لټول، په غوسه شو.

- سم په ځیر وګوره، ړوند خو نه یې!

زه په ځان شکي شوم. ما ویل لوی مشر خو کرامات لری. د زرګونو وسله والو مشر، د جامع جومات خطیب، د ذکر د حلقې لارښود او د ډېرو زمکو، شتمنیو او د لوټونو د کڅوړو خاوند دی؛ نو هرومرو به څه پټ او ښکاره شیان ویني چې زه یې د لیدو سترګې نه لرم.

ما په داسې حال کې چې خونې ته په ځیر کتل، مشر سپین ږیري ته هم غوږ وم چې ورو – ورو یې ژړل او خپلې خوبجنې سترګې یې په وېره – وېره ما او شا او خوا ته اړولې.

ما ورته وویل:

- مشره، زه څه شی نه وینم.

ده وویل:

- دا ماڼۍ نوره نو زما د پاره خوندي نه ده!

او له ځانه سره یې وویل چې ما خو پخوا هم داسې خوبونه لیدل؛ خو نن په دې پوه شوم چې خلک مې کرار نه پرېږدي!

مشر سپین ږیري پاڅېد. هلته مخامخ د ده ټوپک ځوړند و. د ټوپک د شپېلی له خولې څخه وینې څڅېدې!

مشر سپين ږيري ما ته وویل چې لاندی ځمکه وچه کړم. ما چې لاندې وکتل، ځمکه وچه وه؛ خو ده ته مې څه و نه ویل، یوه ټوټه مې راوړه او په ځمکه می کش کړه،  

مشر ټوپک پورته کړ، د ټوپک ځوله یې په لمن وچه کوه، په ځیر یې ورته وکتل او ما ته وویل:

--  دا چېرته پټ کيږده! 

===

 

میاشت وروسته تیر ماخستن و چې له ماڼۍ د باندې ټکهار شو. سپین ږیري په بیړه جګ شو، شا او خوا یې وکتل او په ویره یې پوښتنه وکړه:

- وګوره چې څه ټکه لوېدلې؟

 زه برنډې ته ووتم. هلته اورلوبه کېده. څو بڅرکي به پاس وختل، هلته به ټکهاری شو، دا بڅرکي به وغوړیدل او د سلګونو سپرغیو په شان به، بیرته ځمکې ته ګرځیدل.

ما مشر ته وویل:

--  زموږ ستاسو د بري کلیزه ده او ملګرو اورلوبه جوړه کړی. که دې په یاد وي په همدې ورځ زموږ ستاسې سپینو کوترو، پخواني پاچايي ړنګه کړه، ته دویم پاچا شوې او دا دې موږ ټول د همغې ورځې په برکت، په سرو او سپینو کې ډوب یاستو!

مشر سپین ږیري کړکۍ ته نژدې شو چې اورلوبه وویني او دواړه سترګې یې په هېنداره کېښودې، له آسمانه په زرګونو داسې لړمان او ماران ورېدل چې ټول د ده په لور راتلل، تر څو یې چې سترګې اړولې او له کړکۍ څخه بېرته کېډه، د لړمانو او مارانو لومړی کتارونه رارسېدلی وو!

ناڅاپه مشر شا ته وځغستل، پښه یې په غالۍ کې ونښته او غوزار شو. وچولی یې چې په میز لګیدلی و، دوه ځایه په وینو سور و. ما منډه کړه چې مشر پورته کړم. مشر په خولو کې داسې لوند و لکه باران ته چې ولاړ وي، غاښونه یې یو په بل لګېدل، توبې یې ایستې او په ژړا و.

زه نه پوهېږم چې په دې وروستیو کې، په مشر سپین ږیري څه ټکه لویدلې وه چې کرار یې نه درلود. خوب له هغه ځایه کډه کړې وه چې مشر به ناست یا ملاست و. ده به وخت ناوخت وېره ښکاروله، په خولو کې به لوند خیشت و، ارګمي به یې کاږل، سا به یې بنده - بنده کېده، کله نا کله به یې ژړل، هېچا ته یې رښتیا خبره نه کوله، چې اصلي ستونزه په څه کې ده؛ خو ورو- ورو یې طبیبانو ته ویل چې ډېر دردونه یې ځوروي!

ورو – ورو د مشر سپین ږیري د ناروغی خبره له ماڼۍ څخه ووته او له خلکو څخه مو به په پټه داسې اورېدل چې سړی لیونی شوی دی!

موږ دا خبره پټه ساتله؛ خو دیوالونه موږکان درلودل او موږکانو دوه – دوه غوږونه. موږ د کور نور خلک هم کرار نه وو. هره شپه به په خپلو - خپلو ځایونو کې وېرېدلو او بړستنې به مو لټ په لټ اړولې!

===

د کمکي اختر لومړنی ورځ وه. د مشر سپین ږیري ډله ډله خپلوان، همزولي، د سنګر ملګري او دوستان راتلل. چا به پسونه راوستل او چا میوې او دانې؛ خو مشر داسې ستونزه درلوده چې ډېر کسان یې نه منل او د دعاوو او ښه نیت په پیامونو به یې خوشاله کول. غرمه مهال مشر سپین ږیری ته په یاد ورغلل چې تېر کال په همدې ورځ،  د بهرنیو پوځیانو څو مشران راغلي وو.  ده پخوا له داسې خلکو  سره  ناسته پاسته حرامه بلله؛ خو په دې وروستیو کلونو کې دښنه توب په ملګرتیا بدل شوی او په غېږو به یې ستړي مشی خوارمشي کول. مشر ته په ډېر ارمان دا هم په یاد شول، چې مېلمنو ته یې په درېیم پوړ کې هرکلی ووایه او هغه دوه کڅوړې يې پاس واستولې، چې مېلمنو د اختري په نامه راوړې وې!

 

====

 

 نن بیا مشر سپین ږیری د تورو کڅوړو د خونې شوق کړی و.  مشر په داسې حال کې چې تسبیح اړولې او درودونه لوستل، د کڅوړو خونې ته ورغی. کله به چې مشر په دې خونه کې و، څوک هلته نه ایساریدل او مشر یې یوازی پرېښود.

مشر سپین ږیری یوه کڅوړه پرانسته. لکه د پخوا په شان هغه شنه لوټونه وو چې په یو څڼیور انځور ښایسته ښکاریدل. مشر څو بنډله له کڅوړې راویستل، په شونډو یې موسکا راغله، خوشاله غوندې شو او لوټونه یې په ځان وشیندل!

شیبې لا نه وې وتلې چې مشر سپین ږیری دروند غوندې شو، لوټونه ډېر درانه وو. مشر هڅه وکړه چې په سر او ځان پورې نښتی لوټونه لیرې کړي؛ خو ناڅاپه یې پام شو چې په ده باندې د لړمانو او مارانو ورښت شوی او ټوله خونه په لړمانو او مارانو ډکه ده.

مشر سپین ږیري تسبیح غوزار کړې، په چیغو شو، خوله یې وکړه، وېرې په سر واخست، هڅه یې وکړه چې پاڅي او بهر ته وځغلي؛ خو هغه په کفنونو والا خلکو په ځنځیرونو تړلي و، چې ده د جګړو په وخت کې،  په کانټینرونو کې ایسار کړي او هغوی له لوږې، تندې او وېرې څخه سا ورکړې او هملته خوسا شوي وو!

مشر سپین ږیري بیا هڅه وکړه چې په کورنۍ، په خپلوانو، په همزولو، په ملګرو او خپلو ټوپکیانو غږ وکړي چې راشي او دی وژغوري؛ خو د مارانو او لړمانو یرغل ډېر پیاوړی و،  د دې لړمانو او مارانو وېره او زهر دواړه ډېر وژونکي او خونړي وو.

مشر سپین ږیري به لا لس نه وو لیړې کړي یا وژلي چې شل به نور به نور پری وختل، ده به لا شل نه وو لیرې کړي چې سل به راپورته شول، ده به ...

===

 

بل سبا د مشر سپین ږیري په جنازه کې په زرګونو عمجنو خلکو اوښکې تویولې. هدېري ته نژدې ډېر زره او عادی موټر ولاړ وو او سیمه په خلکو ډکه ښکاريده. مقرر مولوی ویل چې سپېڅلی سپین ږیری، د خلکو ستر مشر، لوی روحاني شخصیت، بې جوړې مدرس، د وطن د خپلواکئ اتل او د  سترواکیو ماتوونکی، په داسې حال کې چې د دېن، وطن او بېوزله خلکو د پاره په روژه، لمانځه، دعاوو او عبادت لګیا و، خپله سا په آرامه خپل خالق ته وسپارله، د جنتونو مېلمه شو. تاسو یې په خپلو دعاوو کې یاد ساتئ. الله دې داسې مرګ په هر مومن پیرزو کړي، چې ته خاندې خلک ژاړي!

د مولوي وینا له هغه سپیکرونو څخه انګازې کولې، چې په مخامخ غونډئ د مشر سپين ږيري په شپږ پوړیزه جونګړه، کين لور ته د مېلمنو په ماڼئ او ښئ خوا ته د لوی جومات په بامونو لګېدلي وو.

دعاوې لا پای ته نه وې رسېدلې چې د مشر سپین ږیري دوو زامنو او څو نژدې یارانو چیغې کړې، لور په لور یې وځغستل او د خپلو جامو په پلټلو بوخت شول !

8 جنوري 2023

امستردام – بخارست الوتنه

 د شپې 9 بجې 

 

 

 

                                                                                                                            د ګیتار ارمان

 


زوی چې دوه اونۍ مخکې د دولسم ټولګي شهادت پاڼه اخستې وه، زړه نا زړه پلار ته ورغی.

زوی په دې ښه پوهېده چې پلار له پلار نیکه څخه پوځي سړی دی او په چارو ډېر بوخت. په دې ورځو کې خپه هم و. د ګاونډي ولایت په وروستنۍ جګړه کې یې شپږ سرتیري وژل شوي، اته ټپیان او دوه ورک وو. دی په دې هم ډېر خواشینی و چې یو پوځي ملګری یې په غرني ولایت کې سخت ټپی شوی او په روغتون کې بېسده پروت و؛ خو زوی بیا هم سل زړونه یو کړل او پلار ته ورغی، چې مشوره وغواړي چې د پوهنتون په کانکور کې، د ښکلو هنرونو پوهنځی لومړی وټاکي که ادبیات؟

زوی دا څلور کاله په خپلو ټولګیو کې لومړی او په ټولنیزه مضامینو کې بریالي و؛ خو اوس په دوو کې اریان پاته و چې د خپلې خوښې ادبیات وټاکي او که د خپل ذوق ښکلي هنرونه!

پلار ډېر پوځي و. الوتکې، چورلکې، ټانکونه، توپونه، ټوپک، سرتیري، جګړې، شهیدان او ټپیان هغه شیان وو چې پلار پرې مین و او تل یې یادول.

پلار له جګړې پرته په بل شي نه پوهېده او په ملګرو کې په دې نوموتی و چې په دنده مین سړی دی، تل په سرتېرو زیار باسي چې سمې زده کړې وکړي او سبانیو جګړو ته چمتو واوسي.

 زوی د پلار خونې ته ورغی. پلار ناست و او په جګړه کې د مهارتونو د لوړولو کتاب یې په لاس کې و.

زوی سلام وکړ او پلار ته مخامخ کېناست. شونډې یې وچې وې او ورو – ورو رپېدې.

پلار زوی ته وکتل.

- څه خوندور کتاب دی. په جګړو کې د مهارتونو د لوړولو لارې چارې! کتاب لیکي چې په دویمه نړیواله جګړه کې شل ملیون انسانان ووژل شول، شل میلون ټپیان شول، څو ملیونه معیوب او معلول شول، څو ملیونه تري تم شول او په سلګونو ښارونه له خاورو سره برابر شول ...

دا خبرې په زوی ښېی نه لګېدې، ده له جګړو څخه کرکه درلوده. د ده د ښوونځي او فوتبال دوه همځولي وژل شوي وو، یو ورک و، دوه په زندان کې وو او دری له ملکه تښتېدلی وو؛ خو پلار ته څه ویل ګران و؛ ځکه پټه خوله ناست و او د هغه سترګو ته یې سترګې نیولې وې.

 پلار وویل:

- کتاب وایي چې دویمه نړیواله جګړه ځکه پیښه شوه، چې په کوسوو کې د یو پاچا زوی او د هغه ملګرې پېغله په ډزو ووژل شول!

زوی په دې هم خپه شو چې ولې د دوو کسانو له پاره په ملیونونو خلک وژل شوي، ټپیان شوي او ورک شوی...

په خونه کې پلار زوی ته وویل:

زویه ته هېڅکله د وسلو او جګړو په هکله څه نه وایي!

زوی فکر وکړ چې د خبرې د یادولو وخت دی، شونډې یې په ژبه لندې کړې، شااوخوا یې وکتل او ورو– ورو یې وویل:

-- پلاره ... پلاره...

پلار لږ په غوسه شو:

-- څه وایي پلاره ... پلاره... ووایه څه وايي؟

زوی بیا هم شونډې لندې کړې او شااوخوا یې وکتل: د پلار د خونې په دیوالونو پوځي عکسونو، انځورونو او وسلو ته ځیر شو او وې ویل:

-- پلاره ... پلاره ... زه د جګړو له پاره نه یم زېږدېدلی!

د پلار سترګي رډې او غټې شوې او زوی ته یې وکتل.

زوی بیا هم ورو وویل:

-- زه په جګړو نه پوهېږم، جګړې مې نه خوښېږي، له جګړو کرکه لرم، وینو ته نه شم کتلای، جګړو زما ډېر همځولی خوړلي او د خلکو سترې هیلې یې په اوبو لاهو کړی. 

پلار د زوی خبرې پرې کړې:

-- ته د نوې زمانې ځوان یې؛ خو زه په جګړو کې زېږېدلی یم، په جګړو کې ځوان شوی یم، په جګړو کې ټپی شوی یم، اوس هم په جګړو کې ولاړ یم او په همدې جګړو کې وژل کېږم!!

بیا یې دیوال ته وکتل او زوی ته یې وویل:
 - هغه پاس انځور ګورې؟

زوی انځورونو ته ځیر شو.

- هو پلاره.

پلار لږ خوشاله شو.

- هغه لوی انځور ته ګوره. دا زر کاله پخوا زموږ ټولواک و.  ده شپږ ځلې په ډیلي یرغل کړی و. په هغه جګړو کې په زرګونو خلک وژل شوي وو!!

د هغې څنګ ته زموږ بل ټولواک دی چې نژدې درې سوه کاله مخکې یې څو ځلې ډیلی نیولی دی. په هغه جګړو کې هم په زرګونو کسان وژل شوي!

ها بلې خوا ته دا سړی ویني، دا غازي په پوځي جامو کې څومره ښکلی ښکاري! ده زموږ خپلواکي ګټلې. په هغه وخت کې هم زموږ په زرګونو غازیانو سرونه شندلي، خو انګریزانو ته یې غاښ ماتونکې ماته ورکړې ده.

زوی غلی و او انځورونو ته یې کتل.

 پلار بیا وویل:

- دې لاندې عکسونو ته وګوره. دا زه یم. لکه چې زه هم په پوځي جامو کې ښایسته ښکارم!

زوی پلار ته وکتل او وویل:

- هو پلاره ته ښایسته سړی یې!

پلار بیا عکسونو ته وکتل.

-  زما د پاسه زما پلار دی. هغه هم پوځي و. ستا بابا.

زما پلار د دولت سړی و. ډېر کاله مخکې چې روسان دلته راغلي وو، زما پلار د هغوی په څنګ کې د اشرارو په ضد جنګېده؛ خو ووژل شو.

د بابا د پاسه هغه پیکه او کمکی عکس ګورې؟

زوی هغه کمکي عکس ته ځیر شو!

-  هو پلاره.

پلار وویل: هغه زما نیکه دی. ستا غورنیکه. هغه هم پوځي و او د انګریزانو په ضد یې جګړه کوله. دی یو غازي و غازي! خو ورور یې د انګریزانو او دولت سړی و او دواړه په مخامخ جګړو کې وژل شوي.

په دې وخت کې پلار زوی ته وکتل او وویل:

- که زما د غورنیکه عکس وای، هغه به تر ټولو پاس وای؛ ځکه هغه تر موږ ټولو مشر و. هغه له تربرو سره په جګړه کې وژل شوی!

زوی غلی شانتې وویل:

- پلاره زموږ ټول مشران وژل شوي....

پلار په ویاړ ځواب ورکړ.

- هو بچیه. موږ د بړستنې خلک نه یاستو. ټول نرانو غوندې وژل کېږو!

او بیا عکسونو ته ځیر شو.

-  هو ... زما څنګ ته ګورې. ستا حاجی اکا زما مشر ورور چې ږیره یې سپینه وه او له روسانو سره په جګړه کې ووژل شو. موږ به دی اشرار باله، د ګاونډي هېواد نوکر؛ خو ده به موږ ته کفار او کمونستان ویل!

تر هغه لاندې د همده د زوی عکس دی. هغه د دولت افسر و او د اشرارو په جګړه کې ووژل شو. په هغه ستره جګړه د دولت ډېر سرتیري او ګڼ شمېر روسي پوځیان یو ځای شوي وو.

پلار بیا زوی ته وکتل:

- دا کیڼ لور ګورې؟ دا دې بل اکا دی. دی پنځه کاله مخکې له امریکایانو سره په جګړه ووژل شو. دی په کلي کې اوسېد. امریکایان یې یرغلګر بلل او باوري و چې دین په خطر کې دی. زوی یې اوس د امریکایانو په خوا کې ولاړ دی، اربکی دی او سل دوه سوه کسان لري.

زوی پلار ته اریان – اریان وکتل. ښکلي هنرونه او ادبیات پاته غوندې ښکارېدل. ده فکر کاوه چې له پلار سره د ښکلو هنرونو، موسيقي او ادبیاتو په هکله خبرې نه کېږي.

د هغه ذهن او فکر په جګړو او وسلو ډک وو او د بل شي اورېدو ته چمتو نه ښکارېده.

زوی ته هغه تور پلاستکي ټوپک یاد شو چې ده د خپل ماشوموالي د یادګار په توګه ساتلی او د خپلې خونې په دېوال ځوړند کړی و. ده د لومړی ځل له پاره له هغه ټوپک نه کرکه وکړه!

د پلار په کوټه کې هم وسلې وې. مخامخ د زرکلن ټولواک د انځور په سر دوه پخوانی توري چلیپا اېښې وې، د غازي ټولواک اړخ ته یو زوړ انګریزی ټوپک ځوړند و. مخامخ یو کلاشنکوف ځای په ځای و او په میز باندې امریکایي تومانچه اېښی وه!

زوی په دې نه پوهېد چې اوس پلار ته څه ووايي؟ لکه چې پلار په خپله نړۍ کې ډوب و. بیا یې په جګړو کې د مهارتونو د لوړولو کتاب پرانستی او ورو – ورو پاڼې اړولې.

زوی په دې وخت کې په هغه کتاب فکر کاوه چې ده لوست. د الکساندر دوما تور غاټول! دوه سوه کاله مخکې په هالند کې د ګلانو د روزنی او پالنې یوه په زړه پورې سیالي، یوه ښکلې او رښتیانۍ مینه، تلوسه، هڅه، غدر او خیانت او په پای کې وصال او بریالیتوب!

په تور غاټول کې یوه ښایسته پېغله د مینې له پاره دومره ستونزې ګالي چې خدای ښه پوهېږي؛ خو په پای کې د خپل ګران مین غیږې ته رسي او د ښار د غاټولو د روزنې او پالنې ستره جایزه ګڼي!

زوی فکر وکړ چې پلار په ښکلا، په مینه، په ګلانو، په پسرلي، په ښایست، په مینتوب او په سندرو سم نه پوهېږي او د ده په ذهن کې روښانه انځور نه شي جوړولای. د پلار ټول ذهن یې په وسلو، جګړو، وینو او کساتونو ډک و!

لږ وروسته زوی او پلار یو بل ته وکتل. دواړه غلي وو. زوی په دې نه پوهېده چې څه ووایي؟ لکه چې خبرې پای ته رسیدلې وې؛ خو پلار فکر کاوه چې له زوی سره باید مرسته وشي چې ښه پوځي مسلک وټاکي!

له همدې امله یې چوپتیا ماته کړه او وویل:

- هو... زویه ته اوس له خیره لوړو زده کړو ته ځې. کله دې فکر کړی چې څه به لولې؟

پلار زوی ته ځیر شو او په ډېر ډاډ یې وویل:

هوایي ټولګي دې خوښېږي، ځمکنی پوځ غوره بولې، کوماندو ته ځې، ټانګ ښه دی، که توپچي او که بل څه؟

د زوی ژبه او شونډې ټول وچ شول. اریان – اریان یې پلار ته وکتل. پلار د ځواب په تمه و؛ خو زوی ځمکې ته کتل او د ویلو له پاره یې هېڅ نه درلودل!

لار ځنې ورکه وه او تېښتې ته یې شېبي شمارلې.

پلار بیا پوښتنه وکړه؛ خو زوی ځواب نه درلود. د کوټې د دیوالونو عکسونو او انځورونو ته ځیر و او د تورغاټول د کتاب ښایستوکی پېغله یې د سترګو په وړاندې په نڅا وه...

پلار لږ په غوسه غوندې شو!

- وروشه له خپل کنډک مشر ماما سره خوښه وکړه. ته په هغه ډېر ګران یې. وګوره چې هغه څه وایي او کوم پوځي مسلک ښه بولي!

زوی پاڅېد، غلی خپلې کوټې ته لاړ او له هر څه مخکې یې هغه تور ټوپک مات کړ چې ده لس کاله په دیوال ځوړند ساتلی و!

ده د دې تور ټوپک ماتې ټوټې د پلار د خونې مخ ته کېښودې، بېرته خپلې خونې ته راغی او هغه ګیتار یې په دیوال ځوړند کړ چې ده درې کاله تر خپل کټ لاندې پټ ساتلی؛ خو ډېر پرې ګران و!

پای

2016/4/25

هارنم - هالند

 

 


                                                                                                                      د مور هیله!

 

 

مور سلام وګرځاوه او خپل دواړه ډنګر لاسونه یې د دعا له پاره لپه کړل. دې په داسې حال کې چې په اوښکو لمدې سترګې، اسمان ته، خدای ته پورته نیولې وې، څو ځلې شونډي وخوځولې او زارۍ وکړې چې دا اوږده خونړۍ جګړه پای ته ورسي او دا او نور خلک پنځه ورځې پاته ژوند په کراره او مړښت تېر کړي.

مور د زاریو په وخت کې ډېره ماته او بېوسه ښکارېده او سر یې یوې خواته کوږ نیولی و. کېدای شي چې سر به یې خدای ته ټیټ کړی و او یا به ډېره بې سېکه شوې وه.

که څه هم مور پنځه ویشت کلونه په دعاوو او زاریو تېر کړي وو، بیا هم میلمنه وه چې خدای به یوه ورځ د دې او نورو په رزګونو میندو او خویندو چیغو، کریږو، ساندو او کړاوونو ته وګوري او د خیر اوبه به توې شي.

کله چې دعا پای ته ورسېده، لور له مور سره مرسته وکړه چې له ځایه پاڅي او خپل ځای ته لاړه شي. د مور د کېناستو ځای د کړکۍ څنګ ته و. دې به له هغه ځایه د مخامخ زیارت شنو ګونبدو او شااوخوا سپینو کوترو ته کتل، دا دې د هرې ورځې بیا – بیا بوختیا وه!

کله چې مور په ځای شوه، لور لاړه چې د لمانځه کپړه ټوله کړي؛ خو مور په غوسه ورته وویل:

- پړونی په سر کړه!

لور چې د دیارلسو، څوارلسو کلونو په منګ وه، دوه – درې ځلې خپل ویښتان لور په لور وغورځول او لکه هغه یې چې خوښ شوي وي، څو ځلې د کړکۍ تېزې هوا ته لور په لور واړول او وې ویل:

- اوس خو هېڅوک نشته مورې.

مور په غوسه ځواب ورکړ،

- نجونو او ښځو ته هر وخت پرده په کار ده!

لور په سړه سینه ځواب ورکړ،

- زما ښه په یاد دي چې تا به هم خپل ویښتان لمر ته وچول.

او په خندا یې وویل:

- مور هغه وخت ته ځوانه او ښایسته وې او تور اوږده وېښتان دې درلودل. که دې په یاد وي تا به خپل وېښتان له همدې کړکۍ څخه دباندې ځړول چې په لمر وچ او ځلانده شي.

مور سوړ اسویلی وکیښ او وویل:

- هو لورې ته سم وايي. اوس سیمه په لېونو ډکه ده. ښځې او نجونې باید ډېره پرده وساتي. پخوا ګاونډیتوب و، سړیتوب و، اسلام و او هر چا خپل خور – مور پېژندل؛ خو اوس لېوان په رمه ګډ دي!

او لور ته یې وویل:

خدای دې زموږ پرده ساتي. دا خیرن ببرسري نه ګورې چې له غرو نه راښکته او دلته په لوټ – تالان لګیا دي.

لور خپل وېښتان پټ کړل او له خونې څخه لاړه.

مور چې یوازې پاته شوه، بیا وخت وموند چې لږ زیارت ته وګوري. مخکې باران اورېده او د زیارت شنې ګونبدی په وریځو کې تتې ښکارېدې؛ خو اوس د زیارت شنې ګونبدې او د ګونبدو شااوخوا سپینې کوترې د لمر په وړانګو کې ښایسته ښکارېدې هغه سپینې کوترې چې شمېر یې کال په کال په کمېدو و!

په تېرو څو کلونو جګړو کې د ښار او زیارت شااوخوا سیمو ډېر خلک تښتېدلي وو. زیارت ته د خلکو تګ هم پیکه و. ځینې کوترې د ډزو او ځینې نورې د لوږی له امله سیمه خوشې کړه او نورو سیمو ته تللې وې!

مور لاهمغسې شنو ګونبدو او سپینو کوترو ته ځیر وه چې مخامخ شنه زرغونه راوخته او په انګړ کې د سپینو کوترو سېل کوز شو.

مور شېنې زرغونې او سپینو کوترو دواړو ته خوشحاله شوه او ځان یې کړکۍ ته نور هم نژدې کړ چې پاس د شنې زرغونې ښایسته وړانګې او دلته لاندې سپینې کوترې وویني.

په انګړ کې شل دېرش کوترې ناستې وې. ځینو غومبر کاوه، ځینې لنډې – لنډې الوتې او ځینو یو تر بله مښوکې جنګولې.

مور ورو پاڅېده، لاس یې په دېوال تکیه کړ او لاړه د څنګ خونې ته چې کوترو ته غنم واچوي.

کوترې د مور د تورو جامو په لیدو خوشاله شوې، یو څو د مور په لور والوتې او د هغې په لاسونو کېناستې.

د کوترو سپین رنګ، غومبر او شور په مور ښه ولګېدل او داسې ورته ښکاره شوه لکه خپلو ماشومانو ته چې ډوډۍ ورکوي. هغه دوه ګلالي ماشومان چې درې څلور کاله مخکې په یوه چاودنه کې تري تم شول!

په دې وخت کې لور هم انګړ ته راغله. سر یې په تور پوړني پټ کړی و. لور مخامخ شنې زرغونې ته وکتل او له مور څخه یې پوښتنه وکړه:

- مور تا ویلي و چې د شنی زرغونې په وخت کې دعا ښه وي او که ښځه تر شنه زرغونه لاندې تېره یي، په نارینه بدلېږي؟

- هو لوري. دا خبره د مشرانو ده.

لور فکر وکړ چې که یو مټور بریتور ځوان وای خپله مور به یې روغه، مړه او خوندي ساتلې وه.

دې د دعا له پاره هم ډېرې خبرې درلودې، ښې جامې، توره کوټه، ښه خواړه، همزولې، ښوونځی، پوهنتون؛ خو دې ټولو ته شا کړه او وې ویل:

- خدایه! پلار او سوله راولې!

د مور په سترګو کې د اوښکو غټ څاڅکي وټوکېدل او وې ویل:

- لورې پلار دې خدای وبښه، هغه نور نه راځي. په دې وخت کې د لسو ورځو ورک نه پېدا کېږي. په هغه خو لس کاله وتلي؛ خو هو سوله دې خدای راولي!

مور په انګړ کې د لمن پیڅکه تشه کړه. غنم په ځمکه خواره شول. کوترې په غنمو ټولې شوې؛ خو لا څو شېبې نه وې وتلي چې بهر د ماشینګڼو درانه غږونه او د خلکو چیغې واورېدل شوې.

کوترو هېڅ ځنډ ونکړ او د سترګو په رپ کې والوتې.

مور دوه – درې ځلې تش انګړ، په ځمکه غنمو، په خونه کې بندي لور او پاس په هوا کې ترهېدلو سپینو کوترو ته وکتل. د سترګو اوښکې یې د پوړني په پیڅکه وچې کړي، بیا یې لاسونه اسمانونو ته لپه کړل او خوله یې وخوځېده.

- خدایه زما خوله په ډېرو دعاوو وچه شوه! اوس یا موږ درواخلې او یا دا سره غله ورک کړې!!

بیا یې سترګې په اوښکو ډکې شوې او ورو – ورو په تکیه – تکیه بېرته خونې ته لاړه.

بهر لاهم د ډزو غږونه اورېدل کېدل او خلکو لور په لور ځغستل!

پای

22/02/16 کابل

12/04/16 استانبول پاریس الوتنه (ترکش ایرلاین).

 

 

                                                                                                                 د خمتا کمیس

 

 

او ناڅاپه د صابرې زړه ودرېد. هغه په لسو کلونو کې د پنځوسو کلونو په شان زړه شوه. ګلالۍ مخ یې خپله ښکلا له لاسه ورکړه او په ډېره ځوانۍ کې بودۍ شوه!

صابره په وجود روغه؛ خو په زړه ټپي وه. لا یې د واده کال نه و پوره شوی چې خاوند یې په یوه چاودنه کې داسې ووژل شو چې چا یې یوه نښه هم ونه مونده!

د کلي ښځو او پېغلو صابرې ته کفن جوړاوه. ټولې غلې په کار لګیا وې، ستره چوپتیا خوره وه، هیچا څه نه ویل. سترګې په اوښکو او زړونه په غریو ډک وو.

کله چې د صابرې خور، سکینه، له برکلي څخه راورسېده، له کفن سره یې مخالفت وښود.

- زه خپله خور په هغه خمتا کمیس کې خاورو ته سپارم چې موږ خویندو ته له موره او هغې ته هم له موره په میراث پاته دی!

پیغلو نجونو یو بل ته وکتل؛ خو سپین سرو او مشرانو ښځو دا کمیس ښه وپېژاند. دا اوس نژدې د سلو کلونو زوړ خمتا کمیس و چې صابرې ته له موره او هغې ته هم له موره پاته و.

د کلي تر ټولو مشرې ښځې اعتراض وکاوه:

- غلې شته بچی! مړي باید په کفن کې خاورو ته وسپارل شي!

سکینې په ژړا کې ځواب ورکړ.

- نه ابۍ! صابره به په همدې زاړه خمتا کمیس کې د خدای حضور ته لېږو. پرېږده چې صابره په هغه کمیس کې پوښتنې ته حاضره کړو چې دا، مور او نیا دری واړه پکې کونډې شوې!

د کلي تر ټولو مشره ښځه غلې شوه. د ویلو له پاره یې څه نه درلودل. د صابرې خور ډېره پخه خبره کړې وه؛ خو د کلي د نارینه وو او ملایانو لانجه په مخکې وه.

دا وخت د صابرې خور پاڅېده او په داسې حال کې چې د ښځو تر لاسونو نیولې وه، بلې خونې ته لاړه، د مور زوړ خمتا کمیس یې راووړ او مشرې ښځې ته یې مخامخ ونیو!

مشرې ښځې او ډېرو نورو ښځو دا زړو کمیس ښه پېژاند، څو ځلې یې لیدلی او ډېری یې په غمجنه کیسه خبرې وې.

د کلي تر ټولو مشره ښځه کمیس ته ځیر شوه او هاغه وخت ته لاړه چې د صابرې نیا پکې کونډه شوې وه.

هغه پاچا له هېواده وتلی و چې انګریزانو ته یې ماته ورکړې او د خلکو خبره، وطن یې خپلواکه کړی و.

په کلي او شااوخوا سیمه کې داسې ګډوډي جوړه وه چې  ډېرو خلکو خپل کلي پرېښي او غرونو ته پناه وړې وه!

د صابرې انا سکینه او بابا علي خان لا په کلي کې وو، دواړه ځوانان او تکړه وو؛ خو د علي خان ژوند په خطر کې و. علي خان په سیمه کې له لومړنیو ښوونکو څخه و او ملایانو، خانانو او ملکانو په ښه سترګه نه ورته کتل او یو نیم به ان کافر باله!

مشرې ښځې ته بیا هغه شېبې وریاد شوې چې علي خان ووژل شو او سکینه له خپلو دوو بچو سره غره ته وتښتېده او هلته یې د خپل مېړه د اکا هغه زامنو ته ورغله چې له علي خان سره خپه وو او یو له بل سره یې خبرې نه کولې!

د مشرې ښځې په سترګو کې اوښکې نه درېدې، دا په هغه شیبو کې ډوبه وه چې ملایانو د علي خان جنازه نه کوله او هغه یې داسې کافر باله چې په ښوونځي کې یې ماشومان د دین له حقې لارې ایستل او شیطاني خبرې یې کولې!

مشرې ښځې ته د سکینې هغه چیغې هم په یاد شوې چې د غره په لمن کې یې ملایانو ته لمن نیولې وه چې د دې د دوو صغیرانو په روی دې، دا جنازه ښخولو ته پرېږدي؛ خو هغوي پورې وهلې چې د علي خان شیطاني خبرو په تا هم دومره اغېز کړی چې اوس د خدای په ځای صغیران یادوي او په غلطه قسمونه خوري!

دا وخت دوه سپین ږیري راغلل چې ښځو او په تېره بیا صابرې خور ته، د ملایانو پیام واوروي. هغوي وویل چې د شریعت او مخې مړی یوازی په پاک کفن کې خاورو ته سپارل کېږي، نه د نیا او نیکه په خیرنو جامو کې!

خو اوس د صابرې د خور په ځای، د کلي تر ټولو مشرې ښځې چیغې کړې چې ملایان دې ځانونه همداسې خاورو ته وسپاري!

او سپین ږیرو ته یې په غوصه وویل:

- ټول ورک شئ! موږ ښځې صابره په خپله خاورو ته سپارو! او په داسې چیغو د سپین ږیرو په لور ورغله چې هغوی دوه ګامه په شا لاړل.

مشرې مېرمنې خپله وروستنې خبره وکړه.

- ځئ دا شریعت مریعت مو اول په ځانونو عملي کړئ!

ښځو بیا په کار لاس پورې کړ او صابرې ته یې هغه زوړ سل کلن خمتا کمیس واغوست چې د دریو نسلونو د تباهۍ یو انځور بلل کېده.

په دې کې یوې ښځې په ژړا کې وویل چې د صابرې مور، حبیبه، یې په همدې کمیس کې په یاد شوه.

او تر ټولو مشره ښځه بیا د سوچونو په دریاب لاهو شوه.

هو! حبیبه له دې څخه کشره او د صابرې ښایستوکې مور وه چې د ژوند له پاره یې ډېر ارمانونه درلودل؛ خو ځوان میړه ناڅاپي او دردونکی مړینې په ځوانئ کې زړه کړه!

د حبیبې میړه د سکینې یوازنې زوی میربت خان په پاس کلي کې ښوونکی و. د لومړنیو تنخواګانو په پیسو یې دوه نوی خونې جوړې کړې او څه لوښي لرګي اخستي وو. د حبیبې ژوند ورځ په ورځ ښه کېده؛ خو ناڅاپه په سیمه تندر پریوت او داسې کسان پیدا شول چې کلیوالو به اشرار بلل!

د مشرې ښځې د سترګو چینې بیا وخوټېدې؛ ځکه هغه ورځ یې په یاد شوه چې اشرارو، ښوونکی میربت خان، د خپل پلار په شان، په دې تور وواژه چې کافر شوی او د خلکو زامن د دین له چغې لارې باسي او کفر ته یې هڅوي!

هو! میربت خان ووژل شو او ښځه یې په داسې حال کونډه شوه چې د خپلې مور په شان یې همدا د خمتا کمیس اغوستی او د دوو ماشومانو مور وه. صابره او مالک.

په دې وخت کې یوه ډله سپین ږیري انګړ ته راغلل چې د صابرې جنازه پورته کړي.

مشرې ښځې وویل:

- موږ دا جنازه په خپله هدیرې ته وړو!

سپین ږیرو وویل:

- ملایان په غوسه شول او لاړل!

ښځې غلې شوې.

یو سپین ږیري وویل:

- ملایانو ویل چې تاسو ډېرو کلیوالو او ان ښځو، د دین حقه لار پرېښې او شیاطینو په لار روان یاستئ.

سپین ږیرو ځانونه لږ غوسې او توندو خبرو ته جوړول؛ خو د ښځو د بیا ژړا او واویلا چیغو چوپتیا ته اړ ایستل او په نه زړه یې د جنازې کټ پورته کړ. هغه جنازه چې کفن یې نه درلود او مړي ته یې د کونډې مور او د کونډې نیا زوړ سل کلن خمتا کمیس اغوستی و!

مشرې ښځې د تلو په وخت کې وویل:

- ښه دی چې دا بدمرغه کمیس خاورو ته وسپارو! دا ډېر بد کمیس دی. درې ښځې پکې کونډې شوې. که پاته وي، خدای ښه پوهېږي چې څو نورې ناوې ګانې به کونډې کړي!

یو سپین ږیري وویل:

- هو! صابره باید په همدې کمیس کې د خدای حضور ته ولېږو چې هغه زموږ په حال ښه خبر کاندي!!

پای

28 اګست 2018

بیجنګ – چین

 

 

 

                                                                                                                       مړ ژوندی!

 

 

سلیمان پخوا زموږ د وړوکي کلي تر ټولو دنګ، مټور او ښایسته ځوان و. کله به چې په کلي یا خپلوانو کې چا د ښو ځوانانو کیسې کولې، د سلیمان نوم به یادېده. سلیمان په تنکي زلمیتوب کې سلیمانک و؛ خو چې د خوارۍ له پاره ګاونډي هېواد ته وخوځېد او زلما په ځوانۍ واوښته؛ نو سلیمان شو.

سلیمان د کار په لومړنیو څو کلونو کې لږ پیسې وګټلې او د مور او خور په ژوند کې یې توپیر راغی، واده یې وکړ؛ خو ورو – ورو خواري پېکه کېده او په وروستي ځل چې راغی، یو نیم چا به ویل چې رنګ یې ژړ ښکاري، لکه چې په ګاونډي هېواد کې په نشو روږدی شوی او نور د ډېر کار وس نه لري! 

اوس په هغه خبرو ډېر وختونه تېر شوي او د سلیمان په سر کې سپین له تورو ډېر ښکاري. نن دی د هغه خلکو په منځ کې چې د خړ سیلاب په شان روان وو، تر ټولو لالهانده ښکارېده او نه پوهېده چې څوک دی، چیرې ځي او څه کوي؟

ده پخوا په کلي کې یوه کمکۍ کلا او مخې ته څو شنه پټي درلودل؛ خو دا شپږ کاله کېدل چې د جګړو له امله د ښار تنګو او خټینو کوڅو ته کډه شوي او ورځ په ورځ د ژوند په تورتمونو کې ډوبېدونکی ښکارېد. نن په دې ګڼه ګوڼه کې د ده او نورو لارویانو تر منځ ښکاره توپیر و. هغوی یوځای ته روان وو؛ خو په سلیمان باندې ټولې لارې بندې او پلونه نړېدلي وو. دی نه پوهېد چې چېرته لاړ شي؟

سلیمان داسې ښکارېده لکه د هډوکو سړی چې لارویان یې په ببرو وېښتانو او خیرنو جامو څخه په تېښته وو. خلکو ورته په کرکه کتل. یوازیتوب او دې کرکې په سلیمان سور اور بل کړی و؛ خو څه یې کړای وای؟

هغه څه چې به یې یو ځل په فکر کې راغلل، ډېر نه پاېیدل. هرې شیبې بېل رنګ درلود. سلیمان داسې زړې بیرۍ ته ورته و چې د سمندر څپو په سر اخستی او د ډوبېدو له وېرې سره مخامخ وي.

خپلې سترګې یې وتړلې او د هغه خلکو په منځ کې ودرېد چې خپلو کورونو ته روان وو؛ خو ده لکه چې په خپل کور په خپله اور بل کړی و. د تګ ځای یې نه درلود. بیا وخوځېد. ځان یې نه شوای اداره کولای. یو جا ته یې لاس اوږد کړ؛ خو هغه ځان لیرې کړ، سلیمان شا – شا ته لاړ او په دیوال ولګېد. لکه یو څوک چې له خوبه ویښ شوی وي، شا او خوا یې وکتل. د ځینو زړونه پرې وسوځېدل؛ خو څه یې په وس پوره وو؟ دی یې ژغورلی نه شوای، ټول په خپلو ستونزو کې ډوب وو، ځینو ساړه اسویلي ویستل او لاړل.

سلیمان ستړی ستومانه د خلکو په منځ کې لار وکړه او لږ لیرې لاړ. د مازدیګر تته رڼا او ماښامنۍ تیاره په جګړه اخته وو. داسې ښکارېده چې تیاره بریالی کېدونکې وه. سلیمان ډېر وږی و. څو اوښکې یې تویې شوې او فکر یې وکړ چې اوس په صنمو او نتکۍ هم همداسې وږې او ده ته سترګې په لاره وي!

سګرټ ته یې تیلی ورکړ. پاس یې وکتل. آسمان لیرې او ځمکه کلکه وه. داسې ښکارېده چې ماښامنۍ تیاره بریالی کېدونکې او رڼا په تېښته وه. یو تور کارغه په دیوال کیناست او څو چغې یې ویستې، سلیمان په آسمان ستوري او په ځمکه سوری نه درلودل. پلار او مور مړه، ورور په بل ملک کې مسافر او دی یوازې پاته و. یوه یې ښځه وه صنمو چې پلار اته کاله مخکې ورته ناوې کړې او یوه د پنځو کلونو لور نتکۍ چې ده ته به یې وړې – وړې خبرې کولې او له ده څخه به یې ژاولې، سور پوړنۍ، نانځکې او د ویښتانو ګلان غوښتل!

د لمر ډوبېدو ده ته د شپې د راتګ زنګونه وکړنګول. ماښام تېر و. دی نه پوهېده چې پرون ماښام چېرته و او هاغه نور ماښامونه یې چیرته تېر کړي وو؟ سترګې یې پټې کړې او بل سګرټ ته یې پوکی ورکړ.

شپر کاله مخکې به چې سلیمان ماښام مهال کور ته ورسېد، مېرمن به یې د ستړې مه شې له پاره مخې ته ووته. دا هغه وخت بلاربه وه او سلیمان ته په تمه وه چې ژر به پلار شي؛ خو اوس چې سلیمان د ښایستونکې نتکۍ پلار و، په دې نه پوهېده چې دا څلور پنځه شپې یې چیرته او څنګه تیرې کړې دي؟ کور ته خو نه و تللی، لکه چې د کور نقشه یې له ذهن څخه پاکه شوې وه! دا دی اوس بیا ماښام دی؛ خو سلیمان داسې دی لکه سل کاله چې وېده وي. هک پک و او نه پوهېده چې څوک دی؟ چیری دی؟ ولې دی؟ څه وکړي؟ او چیرته لاړ شي؟

ژبه یې  وچه او خوله بېخونده وه. وې غوښتل چې چیرته کیني، سر په زنګنو کیږدي او ښه وژاړي. پاس آسمان و، کوزه ځمکه! لاسونه یې لړزېدل او سترګې یې پټې پټې کېدې، بېسده غوندې وه؛ خو د ننه، په زړه کې یې کور ته د تګ تلوسه پیاوړې کېده. هوا سړه او دی وږی و. سلیمان په دې ښار کې څو ځایونه درلودل. وچ خیرن سیند، زړه هدیره، ښکته روغتون، لیرې جیل او خپل کور!

دی پخوا د خپل کور استوګن و؛ خو په تېرو څلورو کلونو کې یې د وچ سیند په ناولې غاړه کې ډېر خوبونه کړي و. دوه ځلې روغتون ته تللی او درې ځلې هم د پنجرو شا ته کېنول شوی و؛ خو بدلون کمزوری و او چې ډېر وخت به وزګاره پاته شو او یا به په پخوانیو ملګرو برابر شو، نو ژر به لاره بدله او بیا ترخو لوګیو د دنیا غمونه هېر کړل.

ماخستن شو. تیاره شوه. ساړه  ډېر شول. سلیمان فکر وکاوه چې اوس به صنمو او نتکۍ هم د ده په شانې وي. تیاره ماښام، سړه خونه او وږي نسونه.

شا او خوا یې وکتل. کور یې کوم پلو و؟ له سترګو یې څو اوښکۍ وڅڅېدې. د مرګ او ژوند په پوله ولاړ و. څو ځلې یې نشه پرېښې وه؛ خو بیا به و نه شوه او ژر به زړو لارو ته ستون شو. دې ستنېدو تر دې ځایه رسولی و چې څو ورځې مخکې یې، له یو دکان څخه یوه پریړه اوږده رسۍ پټه او د کور په لاندې تیاره خونه کې کېښوده چې یو ورځ ځان پرې وځوړوي او له غمونو فارغه شي. اوس چې په ده د سیند، روغتون او جیل دروازې بندې وې. دې یو ځلې بیا د صنمو او نتکۍ په فکر کې ډوب شو. صنمو په تېرو کلونو کې ډېره هڅه کړې وه چې دی له نشو وژغوري؛ خو هڅو، چیغو، ژړاوو او زاریو څه ځای نه و نیولی او سلیمان د پای خوا ته په مخ روان و.

پخه شپه وه چې سلیمان په سړه هوا کې د کور په لور وخوځید. لکه چې رسۍ یې په لاندې تیاره خونه کې ځړولې وه. بل سګرټ ته یې تیلی ورکړ. د وجود ټولې وینې یې د ماغزه په لور ځغستلې. ده د هېڅ لوی کار وس نه درلود. لکه چې له اسمانه لوېدلی او ځمکې ته نه و رسېدلی. په همدې ناپامه فضا کې لالهانده و. ده فکر کاوه چې که نه وي. ښه به وي؛ خکه چې یو مړژواندې انسان و. او فکر یې وکړ جې صنمو او نتکۍ خو به هرومرو کومه لار ومومي او د ده د وجود له عذاب څخه فارغه شي!

هو همداسې باید وکړي. رسۍ ته یې پام شو چې په لاندې تیاره خونه کې ځوړنده وه. ګامونه یې ګړندي کړل. نیمه شپه وه چې کور ته ورسېد. هغه کور چې ده ډېرې غلاوې  ځنې کړې او ډېر ځورولی و. هغه کور چې د ده له لاسه په غمونو کې ډوب و. هغه صنمو چې په میاشتو یې ژړلي و. هغه ماشومه نتکۍ چې ده یې خندا تښتولې وه. هغه کور چې تیاره او سوړ و او هغه کسان چې د ده له لاسه وږي او نهر پاته وو؛ خو خو خپلې هیلې یې لا له لاسه نه وې ورکړې. سلیمان د کور په ټپټ دیوال واوښت. انګړ ډېر تش ښکارېده. څو کاله مخکې به دلته دلۍ دلۍ لرګي پراته او خونه به په تودوخه، ډوډۍ او خندا ډګه وه؛ خو اوس هېڅ هم نه و. دی هم نه و. کېدای شي چې همدا اوس به ساړه، نتکۍ د صنمو په غېږ کې سم خوب ته نه پرېږدي.

سلیمان فکر کاوه چې تندر لوېدونکی دی. رسۍ وه. لاندې خونه وه او دی هم د لیکې پای ته رسېدلی و. لاندې لاړ او تیلي ته یې اور ورته کړ. دیوال ته یې وکتل چې رسۍ ومومي او بې ګټې ځان پای ته ورسوي؛ خو رسۍ نه وه. بل تیلی یې ولګاوه او بیا یې څلورو خواوو ته وکتل.

د رسۍ په ځای د ده پاکې جامې ځوړندې وې! لاندې یې وکتل چې په سپینه ټوټه باندې لږ وچه ډوډۍ او د خوړو کنډولی ایښی و! ها خوا د ده د کار لوښي ښکارېدل. اره، ترښځ، سوټک او داسې نور...

دنیا د سلیمان په سر وچورلېده. هک اریان شو. په ستوني کې یې یوه ستره چغه وتو ته تیاره شوې وه. ده د ژوند په آزموینه کې ماته خوړلې او صنمو بریالۍ شوې وه!

هو. دا هغه وه چې د ګوتو په کار یې د ځان او نتکۍ او کله نا کله سلیمان له پاره یو څو روپۍ ګټلې!

سلیمان یو ځلې بیا تیلې ته اور ورکړ. خپلو سپینو جامو ته یې وکتل. دې خو اوس دومره خیرن و چې ټوله خونه بویونو په سر اخستې وه.

سلیمان څلورم تیلي ته اور ورته کړ، بیا یې شا او خوا ته وکتل، خپلو پاکو جامو ته په ژړا شو او ډاډه شو چې د صنمو په وړاندې یې ماته خوړلې ده؛ خکه یې چیغې کړې: نه ... نه ... نه ...نور بس دی.

او پورته خونې ته روان شو چې د خپلې مېرمنې پښو ته سر کېږدې او بښنه وغواړی!

پای

2016/01/20

کابل

 

 

                                                                                                                         د بوډا او سپین ږیري سیالی

 


د بوډا سترګې تکی سرې ښکاریدی.

سپین ږیری پوښتنه وکړه:

- څه خبره ده؟

- هېڅ!

په غږ کې یې ستر درد له ورایه ښکارید. لاسونه یې مروړل او ژر – ژر یې شا اوخوا کتل.

سپین ږیری بیا پوښتنه وکړه:

- د مخ په ګونځو کې دې، د ځان په څیر ډېرې خبرې اورم. که ته نه غواړې چې څه ووایي، ټینګار نه کوم.

بوډا سبین ږیری ته ځیر شو او وې ویل:

- هغه ده جنازه یې راوړه!

سپین ږیری لور په لور وکتل. په ادیره کې جنازه او خلک نه ښکاریدل؛ خو بوډا د لاس او ګوتو په خوځولو، پرله پسې ویل:

- جنازه راغله... هغه ده. ته یې نه ویني، لکه زما د دریو زامنو جنازې....

شااوخوا یې وکتل او ورو یې وویل:

-- چې دلته مو په پنځو – پنځو کسانو خاورو ته وسپارلې!

دا وخت دا ښار دومره بدرنګه و چی ادیره پکی ښایسته ښکاریده. سپین ږیری چی هر وخت به یی په ادیره کی ژړل او د ځړوبی په شان سپینه ږیره به یی په اوښکو لنده وه، پوښتنه وکړه:

- ته له پخوا دلته اوسی؟

بوډا ځواب ورکړ:

- زه ټول عمر د دی ښار په یوه لیری غرنئ څنډه کی اوسم. ما همدلته کار کاوه. زموږ مشرانو به ټوکی کولی چی خلکو ته به کور، کالی او ډوډئ ورکوو!

او بیا یی له سپین ژیری څخه پوښتنه وکړه:

- ته دلته څه کوی؟

سپین زیری ځواب ورکړ:

- موږ کلی کی اوسیدو؛ خو جګړو تیښتی ته اړ ګړو. زامن می هملته پاته شول؛ خو زه، ښځه او دوه لورانی د خوارئ د پاره دلته راغلو او د ښار په هغه لیری څنډې کی، په یوه جونګړه غوندې خټین کورګي کې دیره شوو. زموږ مشران هم غلط وختل. دوی به موږ ته د یوی لویی ورورولئ خبری کولی؛ خو عملا ډیر واړه وو، په دی وطن یی کور په کور او کلی په کلی دښنه توب پیرزو کړ او په لسګونه زره خلک یی لولپه کړل!

او د ګوتی په خوځولو یی د خپل کور لوری بوډا ته وښود.

بوډا، سپین ږیري ته وویل:

- زه مخامخ خلک او جنازه وینم.

سپین ږیري شااوخوا ټولې ادېرې ته وکتل!

- زه خو خلک نه وینم!

بوډا ځواب ورکړ:

- لکه چې د زامنو مرګ، ړوند کړی یې!

سپین ږیري بیا لور په لور وکتل:

- دریغی ړوند وای چې دا بدرنګه دنیا مې نه لیدای!

بوډا وویل:

- ځه چې ورشو. هم به اسقاط واخلو او هم به حلوا وخورو!

سپین ږیري ځواب ورکړ:

- دا خو ښه خبره ده؛ خو ته ویده یا بیسده غوندی ښکارې. ته لږ ویښ شه. جنازه نشته!

بوډا چې لوږې او بېوزلۍ په سر اخستی و او د امید ټولې دروازې بندې لیدې، په کراره وویل:

- دریغی چې نن د کوم شتمن جنازه راغلې وای، چې اسقاط مې اخستې وای!

او ورو یې وژړل.

- خدای ومنئ چې لمسیان مې وږي نهر دي.

بوډا یو ځل بیا شااوخوا وکتل او وې ویل:

- لکه چې ته ړوند یی او جنازه نه وینئ. زه خو چې هر لور ګورم، خلک او جنازه وینم!

بوډا غلی شو. ټولی پلنی ادیری ته ځیر شو. بیا یی سر اوچت کړ، شاوخوا یې وکتل او په کراره یې وویل:

- زما درې زامن دلته ښخ دي.

او په ګوتو یې هغه دری خاورین قبرونه وښودل چې څنګ په څنګ پراته وو او شنې او سرې جنډې پرې رپېدې.

دا وخت بوډا مخکې ورغی. سپین ږیری یې په غېږ کې ونیو.

سپین ږیري ورته وویل:

- ژاړه ژاړه وروره چې زړه دې سپک شي!

بوډا وویل:

- چې لومړی زوی مې ووژل شو، دویم دا جنډې پرې ودرولې. چې دویم ووژل شو، درېیم دا جنډې پرې هسکې کړې او چې دریېم ووژل شو، ما خپله یوه زړه ټوټه پرې ودروله چې قبرونه رانه ورک نه شي!

سپین ږیري چې د بوډا ژړا واورېده، هم وژړل.

- زما هم هلته، د ادېرې په هغه بله خوا کې، دوه ځوانان زامن ښخ دي.

او بې له دې چې د بوډا پوښتنې یا خبرو ته تم شي، وویل:

- بېوزله وو وروره! په کلي کې مو لږ زمکه درلوده؛ خو اوبه وچې شوې، موږ کډه وکړه؛ خو زامن می ځکه هلته پاته شول چې ما او مور او ښخو او اته – نهو ماشومانو ته لږ خاورې ایرې ومومي.

دا وخت سپین ږیری په زمکه کیناست او وې ویل:

- بېوزله وو؛ ځکه مې د ګلابو په شان ګلالي بچیان له لاسه ورکړل.

او له بوډا څخه یې پوښتنه وکړه:

- ستا په زامنو څه وشول؟ دا چېرې او څنګه مړه شول؟

بوډا په داسې حال کې چې کیناست، ځواب ورکړ:

- موږ بیا په ښار کې لالهانده وو.

خپلې سترګې یې په شمله وچې کړې او وې ویل:

- زامنو مې درس تعلیم نه و کړی، په کارونو نه پوهېدل، بس همدا یوه لاره پاته وه چې ټوپک واخلي او هغه پاچایان وساتي چی هره ورځ یی، په ګولیو ویشتلی ځوانان، په سپینو کفنونو کی په خاورو منډل او د کور، کالیو او ډوډئ په ځای یی، په خلکو ګولئ، کفن او ګور لورول!

او بیا یې وویل:

-- ډېر غلط خلک وختل!

سپین ږیري وویل:

- زما زامن بیا د پاچا د وژلو د پاره جنګېدل!

بوډا پوښتنه وکړه:

- نو څه ګټه دې وکړه؟

سپین ږیري ځواب ورکړ:

- هېڅ! د لږو پیسو د پاره مې، دوه زامن یو په بل پسې په خاورو وسپارل!

د ادېرې هغه لاندې برخې ته یې ګوته ونیوه.

- دواړه هلته په ابدي خوب ویده دي او سپینې جنډې پرې رپي.

بوډا او سپین ږیري یو بل ته وکتل. د دواړو سترګې سرې او ږیرې په اوښکو لندې وې.

دا وخت بوډا او سپین ږیري دواړه غلي شول. تورې وریځې پاس لور په لور ګرځېدې او باد د ادیری د سپینو، سرو او شنو جنډو د رپا غږونه راوړل.

سپین ږیري پاس وکتل وې ویل:

- الله زموږ توبې قبولې کړي. سبا به له تندې مړه وو. الله د رحمتونو دروازې پرانیزه.

او شااوخوا یې وکتل. د ادېرې ونې وچې او بوټي مړاوې پراته وو!

بوډا، سپین ږیري ته وکتل او پوښتنه یې وکړه:

- چې ښار کې اوسېدې، زامن دې چېرته مړه شول؟

سپین ږیري ورو-ورو ځواب ورکړ.

- شهادت یې قبول شه، ډېر لیرې په کلیو کې ووژل شول.

بوډا په بیړه پوښتنه وکړه:

- دواړه په یو ځای او یو وخت کې؟

سپین ږیري ځواب ورکړ.

- نه. لومړنی شپږ – اووه کاله مخکې ټوپک واخست. دوه کاله وروسته څو مرمۍ ولکید او مړ شو. جنازه مو په پټه دلته خاورو ته وسپارله.

او د هغه سپینو جنډو خوا ته یې وکتل چې هلته لیرې رپېدې.

- د لومړی ویر لا سم نه و سوړ شوی، چې دویم ټوپک واخست او د پاچا د وژلو جګړې ته لاړ. هغه وخت مو پوره وچه ډوډئ هم نه درلوده؛ ځکه خپله می دعا ورکړه او په خدای مې وسپاره؛ خو کال لا نه و پوره چې په ماین وخوت!

بوډا پوښتنه وکړه:

- نو ولې دې پرېښود؟

سپین ږیري ځواب ورکړ:

- ستا زامن څنګه لاړل؟ اوس خو زامن د پلار خبره نه مني. چې څنګه یې زړه شي، همغسې کوي. ما خپل لومړی زوی ته ډېرې زارئ وکړې؛ خو هغه ونه منلې. وایي تشه لاسه دښمن مې ته یې!

بوډا وویل:

- زما هم همداسې درواخله. د یو ویر به سوړ نه و، چې بل به د پاچا سره ملګری شو. دوی لاړل؛ خو موږ یی وږی نهر د خدای آسرې ته پرېښودو.

سپین ږیري هغه لیرې سپینو جنډو ته وکتل او په ژړا یې وویل:

- موږ د دویم د جامو ټوټې دلته خاورو ته وسپارلې او طریقه مو په ځای کړه.

دا وخت بوډا او سپین ږیري پاڅېدل. دواړه لړزیدل، دواړو ژړل او دواړه پاس وریځو او ښکته رنګارنګ جنډو ته کتل.

له لیرې څخه د اذان غږ واوریدل شو.

- اشهد ان ...

بوډا د مخامخ جومات منارو ته وکتل او په غریو یې وویل:

- په هغه ښار کې چې عدالت نه وي او خلک نهر ویده کېږي، لمونځ نه کېږي.

سپین ږیري په غوسه ورته وویل:

- توبه وباسه سړیه!

او بوډا ته یې بد – بد وکتل.

- همداسې خبرې دي چې ورښت یی ورک کړی او وچکالي څو کلنه شوه.

سپین ږیري په داسې حال کې چې بوډا ته لاس نیولی و، وویل:

- ډېر پاچایان ووژل شول؛ خو موږ هم ښه ورځ ونه لیده. . زموږ مشرانو د شیطان رجیم خبری د ملایکو په ژبه بیانولی.

بوډا شااوخوا وکتل او وی ویل:

- دریغی د خپلو ګلالیو زامنو په ځای زه مړ وای!

سپین ږیري وویل:

- زه هم ډېر ارمانونه لرم؛ خو تر ټولو لوی ارمان مې دا دی چی د خپلو زامنو په ځای مړ وای او دا بدرنګه دنیا مې نوره نه لیدلای!

ماښام و چې بهر چېرته نژدی د درنی چاودنې غږ راغی، لږ وروسته د اور لمبی جګی شوی او د ادیرې ځینې برخې رڼا غوندې شوې.

بوډا، سپین ږیری ته وویل:

-- سبایی هرومرو جنازی راځی.

او سپینږيزي ته یې سترګه ووهله!

ماښام ناوخته دوی دواړه، دوو بېلابېلو خواوو ته وخوځیدل. سړه هوا چلیده، تورې وریځې لور په لور ګرځیدې او ټوله ادیره په سپینو، سرو او شنو زړو جنډو ډکه ښکاریده!

پای

3 جنوری 2022

هارنیم - هالند

 

 

                                                                                                                                  د پیغور زور

 


  فاطمه په لمانځه ولاړه ده او خدای ته دعاوې کوي چې یا یې دا یو – یو نیم کلن درد واخلي او یا مرګ ورکړي چې په کراره شي!

په نغري کې لمبې کله ښکته او کله جګېږي. په جګه لمبه کې فاطمه هر څه ویني؛ خو چی لمبه کمزوری شي، د سترګو لید یې هم پیکه شی. مور لمونځ کړی او اوس په بړستن ننوتلې ده. فاطمه سلام ګرځوي او فکر کوي چې د خسو زیرمه پای ته رسېدونکې ده. مور ځان نیمه ورځ د سړو له لاسه په بړستن ک پېچلی وي؛ خو خوشاله په دې ده چې زوی یې د ایران له مسافرئ راغلې او ژر به د کور اړتیاوې پوره کاندي.

بهر واوره اوري او زورور باد الوځي. دا باد د خونې ور په کراره نه پرېږدي. داسې ښکاري چې د باد درنې څپې به ور له بیخه وباسي. فاطمه دوه – دری ځلې وره ته ګوري، دا نه پوهېږي چې ور بند دی که نه؟ کېدای شي مور ځکه نه وي بند کړی چې ورور تللی لمانځه ته.

ناڅاپه ور په زوره بیرته کېږي. فاطمه چې د خیټې درد ناکراره کړې او له سترګو یې اوښکې راځي، پاڅي چې وګوري څه چل دی؟ دا ویني چې ورور یې په وره کې لاړ دی. لکه چې په منډو کور ته راغلی، سا یې لنډه – لنډه کېږي. فاطمه د نغري په یوه بلنده لمبه کې د ورور سترګو ته ځیر کېږي چې د وینو د کاسو په څېر سرې دي. د فاطمې شونډې چې یوې خوږې موسکا ته چمتو شوې وې، بېرته ټولېږي، له خپله ځایه پاڅي، د خیټې د درد له زوره په دیوال لاس نیسي او په ملا کړوپه شي، بیا خپل ورور ته ګوري، هغه چاړه یې سترګې برېښوي چې د هغه په لاس کې ځلېږي. ورور په زغرده رېږدي او د مور هغه خبرې د فاطمې په غوږونو کې انګازې کوي چې د دې پړسېدلې خیټې ته ډېر ګوري!

فاطمه چې د ډېر درد له لاسه بېرته کیني، غواړي چې ورور ته ستړې مه شې ووایي؛ خو هغه چیغې یې بېرته په ځای کینوي چې د ورور په سرو سترګو کې لوستل کېږي. بیا یې اوښکې راځي او له ډېرې وېرې په مور غږ کوي.

– مورکۍ، پاڅه لالا راغی!

فاطمه په اصل کې غواړي چې مور ویښه کړي؛ خو لکه هچې هغه په درانه خوب ویده ده.

د ورور چیغې فاطمه وژني.

– د سپي لورې! د خنزیر لورې په درواغو لمونځ کوي، په درواغو کلیمه وایي، په درواغو روژه نیسي او په درواغو ځان ته بسلمانه وايي!

لکه چې آسمان په ځمکه لویدلی وي، لکه چې نړۍ ټوله په چړو ډکه وی او هر یوه بېله – بېله د فاطمې په ګوګل ننوځي او د وینو ویالې روانې وي.

فاطمه نه پوهېږي چې په ورور څه ټکه لوېدلې؟ ولې داسې لیونی ښکاري، ولې چیغې وهي او په چاړه څه کوي؟ فاطمه له ډېرې وېرې د مور په بړستن ننوځي؛ خو ….

* * *

باد پاس په اسمان کې وریځې کرار ته نه پرېږدي، د نیمې ورځې لمر کله د وریځو شا ته پټ او کله ښکاره شي. زه د هلمند د ناوې په دې کمکي کلي کې، د نورګل اکا له کلا نه بهر، پیتاوي ته ناست یم او تمه لرم چې هغه ځوان ووینم چې د یو بیګناه انسان د وژلو له امله ډیر ناروغه شوی او د ورځې څو ځلې چیغې وهي او بېسده کېږي.

هلته مخامخ د سلطان اکا له ځمکې پورته د کلي هدیره ده. داسې ښکاري چی د جګړو په کلونو کې هدیره ډېره لویه شوې او د قبرونو شمېر سلګونو ته رسي. په ډېرو قبرونو هغه شنی جنډې رپي چی خلک یی د جګړو شهیدان بولي!

پروني ملګري ما ته ویلي و چې وژل شوی پیغله دومره ښایسته وه چې په ډېرو کلیو کې یی ساری نه و. جګه ونه، سپین مخ، سرې شونډې، غټې غټې سترګې، اوږده ویښتان؛ خو ارمان چې کال مخکې ناروغه شوه، رنګ یې ژړ شو، سترګو یې خپله ځلا او ښکلا له لاسه ورکړل، سپیرو شونډو به یې د وینو رنګ نیولی و او ډېره په کړاو وه.
 ده وویل چې د دې پیغلې ورور یو نیم کال مخکی ایران ته په مسافري تللی و. دې یوه سپین سر مور درلوده. هغې چې څومره وس درلود، خپله لور په زیارتونو او ملایانو وګرځوله، د زیارتون ډیری خاوری او د ملایانو د خولی لاړی یې پرې وخوړې او ډېر تعویذونه یې ورته وګنډل؛ خو د پیغلې د خیټې درد نه کمېده او ورځ په ورځ پړسېده او کلکېده!

ما د پروني ملګري د خبرو له مخې، د مخامخ هدیرې جنډو ته کتل؛ خو نه پوهېدم چې کومه بدمرغه جنډه د هغه پیغلې په قبر رپې؟ په دې وخت کې همغه ځوان راغی چې زه ور ته په تمه وم. روغبړ مو وکړ. ده دیوال ته ډډه ولګوله، ناڅاپه یې له سترګو د اوښکو چینې وخوټېدې، چې ښه مې ور ته پام شو، د مخامخ هدېرې د قبرونو جنډو ته ځیر و!

ما پرېښود چې لږ وژاړي، ګوندې غم یې کم شي، ښه ځنډ وروسته ده سترګې د پټکي په پیڅکه پاکې کړې، ژوره سا یې واخسته او ما ته یې وویل:

– هاغه جګه لکړه وینی چې شنه جنډه یې رپي؟

ما ورته وویل:

– هو! هغه جګه جنډه وینم!

ده وویل:

– دا زما د خور ده!

ما هم خپل اوښکې پاکې کړې او غلی شوم.

ده وویل:

– هو! هغه ما ووژله!!
 – څنګ ته یې زما د مور قبر دی. د هغې څنګ ته زما پلار ښخ دی چې له پردیو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
 ما بیا هم خپلې اوښکې پاکې کړې او مخامخ شنې جنډې ته می وکتل. ما هلته مخامخ هغه دنګه او ښایسته پیغله لیده چې منګۍ په اوږه ګودر ته روانه ده چې په جینکو زیری وکړي چې ورور یې له مسافری راځي او دې ته به خامخا نوې جامې او درجن – درجن بنګړي راوړي او …

زه لا هم په خپلو سوچونو کې لالهانده وم چې د راغلي ځوان د ژړا غږ مې واورېد.

– هو! زه چې له پردیسۍ راغلم، د خلکو سترګو وخوړم. ټولو یو بل شانې راته کتل، د ډېرو په سترګو کې لکه غرونه داسې پیغورونه پراته وو، ډېرو به له ما نه کرکه کوله، ځینو به رټلم؛ خو هیچا سپینه خبره نه کوله. آخر مې د جومات له ملا سره د زړه خواله وکړل او له هغه مې وپوښتل چې ما څه بد کړي؛ چا ته مې بد رسولي؟ یو نیم کال خواري مې وکړه او دومره څه مې راوړل چی پخواني پورونه خلاس کړم او خور- مور ته لږ نفقه برابره کړم.
 ځوان په داسې حال کې چې مخامخ شنې جنډې ته کتل او له سترګو یې اوښکې بهیدې، وویل:

– د هغه ورځې په سبا ملا او یو جهادي ډانګتر ګوښه کړم او وی ویل:
 – دا خور او مور هسی هم په ژوندی پاته کیدو نه ارزی! د خور خیټې ته ګوره او په ټوله خبره پوه شه!
 ځوان سوږ اسویلی ویست او وې ویل:

– ټوله ځمکه مې په سر وچورلېده. رڼا ورځ راباندې توره شپه شوه، لکه لمر چې د وریځو شا ته ورک شوې وي، ما ویل سر مې چوي، ما ویل لویه ټکه لوېدلی او تندر پریوتی، زما د پیغلې خور خیټه …

په ټول وجود مې اور ولګېد او بند – بند مات شوم. ما ویل زما خور خو پیغله وه، څنګه کېدای شي چې د هغې خیټه دې غټه وي!

هغه چې موږ به جهادي ډانګتر باله او دری میاشتې یې په ګاونډي ملک کې سبق ویلی و، هم دا خبره کوله چې دا جنئ اولاد لري!

وایي غل یو ګناه کوي؛ خو د کور څښتن سل. په هر څه بې باوره شوم. له موره مې کرکه وشوه او خور مې د وژلو وړ وبلله او همغه و چې یو ماښام می له لمانځه وروسته، په چړو سورې – سورې کړه او خیټه مې پرې وڅېرله!!
 ما ورته وویل:

– بس که چې بیسده کېږم. نور نو د اورېدو وس نه لرم. ته یو ظالم او جابر انسان یې!

ده وویل:

– هو! ظالم خو څه کوې، زه هیڅ انسان نه یم. حیوان یم حیوان!

ما ورته وویل:

– نو اوس څه کول غواړې؟

ده وویل:

– زموږ په هلمند کې نه دولت شته او نه د شرعې قاضي چې ما ووژني.

بیا یې جنډو ته کتل، خپل ښی لاس یې چې تر اوسه پټ ساتلی و، پورته کړ او هدیرې ته یې ونیو. زه هک اریان شوم. پنځه ګوتې یې نه وې!

ده وویل:

– اوس په ځان خپله شرعه جاری کوم.

زه یې لاس ته ځیر شوم چې ګوتې یی نه وی.

ده وویل:

– اوس زه خپله د شرعې قاضي یم. چې پوه شوم چې د خورکۍ په خیټه کې دانه وه، خپلې د ښي لاس ګوتې مې غوڅې کړې؛ ځکه ما په همدې لاس په چړو وهلې وه، مور مې په خپله لور پسې زهره چاودې شوه او دوه میاشتې وروسته ومړه!

ځوان لاس همغسې هدیرې ته نیولی و او سترګې یې د خور د قبر په شنو جنډو کې بندی وې.

– زه اوس ځان ته خپله جزا ورکوم. له دې وروسته خپل ټول لاس غوڅوم او بیا دا بل او بیا … زه باید په ډېرو عذابونو مړ شم. ما ډېره لویه خطا کړې ده؛ خو هاغه نور هم ژوندي نه پرېږدم! هغوی چی د غیرت په نامه یی له ما نه یو قاتل جوړ کئ. موسی جان اکا هم وایی چی په دی ملک کی د پوښتنی څوک نشته!

ما نور نو د کیناستو او اورېدو وس نه درلود.
 ځوان ناڅاپه پاڅېد، د هدېرې په لور وخوځيد او ما ته یې په بیړه وویل:
 – ځه نو خپل کار دې کوه، خپل به کومه!
 زه لا ډېر نه وم تللی چې د ډزو غږونه شول. چې شا ته مې وکتل، د کلي ملا لګېدلی او په ځمکه پروت و. هغه ځوان خپل ښی لاس د هدېرې خوا ته نیولی و. لکه چې هغه جنډې یې ملا ته ښودې چې د ده د مور او پېغلې خورکۍ په قبرونو هسکې رپېدلې!

پای

22/1/2020

 

 

                                                                                                                                  نیمګړی ارمان



دا ځای د رنګونو او ښکلاوو د نندارتون په شان دی. ځمکه یې هم ښایسته ښکاري. زړې غالۍ، ټغر او لیمڅي. دیوالونو ته په کتو نه ستومانه کېږی. پخوانې تابلوګانې، زاړه انځورونه، مجسمې، عکسونه، سیکې، پستي ټکټونه، پخواني لوښي، کټوې، تبۍ، ځګونه، کنډولي، امساګانې، جامې، لونګۍ، خولۍ، څپلۍ، کڼاوې، کوسرې، د سینګار توکي لکه ګوتې، غاړکۍ، چاوکلې،  ټیکونه، لجرومې، نتکۍ، زاړه کتابونه، د پخوانیو سندرو ټیکلی، لویې لرګین رادیوګانې ... او لنډه دا چې د ذوق د خاوندانو د خوښې وړ شیان نندارې ته ایښی دي.

زه په داسې حال کې چې د دې نندارتون ځمکې، دیوالونو او فضا ته ځیر یم او خوند اخلم، ورو – ورو په مخ خوځم.

مخامخ د طبیعت یو ښکلی انځور جوړ دی. غر په ځنګلونو پوښلی او لمنې یې په شنو بوټو او ګلانو ښایسته دي. باد د دې ګلانو خوندور بوی لیرې سیمو ته په سوغات وړي. د غره له ډډې څخه د رڼو اوبو ویاله د ونو په منځ کې کږه وږه لاندې بهېږي، د ویالې دواړه غاړو ته شین شوبی ولاړ دي چې د ګلانو د رنګونو تنوع یې ډېره په زړه پورې ده. د هیلیو بچیان د دې ګلانو څنګ ته لمر ته پراته دي او یو بل په مښوکو تخنوي.

له دې شین شوبو هاخوا لمن ونو څانګې د مېوو بار نه شي اوچتولی او لاندې کږې دي. د دې میوې به هرومرو ډېرې خوندورې وي. سره انار، شنې مڼې، ژړ انګور، تورې ګورګورې او ... په دې منځ کې د شاتو هغه مچۍ څومره ښکلې دي چې په ګلانو کیني، پاڅي، د لمر په وړانګو کې وزر خوځوي او د کمکیو – کمکیو ډیوو په شانې ښکاري.

ما فکر کاوه چې څومره اوږده موده به دا سیمه داسې بې روحه پرته وه؟ یو وخت مې یو ځای لوستي و چې یوه سیمه یوازی پاته وه او خپه ښکارېده. تر هغه وخته لا د انسان پښه هلته نه وه رسېدلې، ګلان په دې نه پوهېدل چې د چا له پاره غوړېږي؟ څوک نه و چې د چینو په لیدو خوشاله شي، رڼې اوبه نه پوهېدې چې د چا له پاره بهېږي او خپلې څپې د چا نندارې ته وړاندې کوي؟

خو یو وخت په یو لیرې ځای کې د یو شتمن سړي، ګران او نازولی ناروغه شو. پلار خپله ټوله هڅه وکړه چې زوی روغ شي، ډېر طبیبان یې ستړي کړل؛ خو هڅې بې ګټې وې؛ ځکه پلار د وروستی امید په توګه هیله وکړه چې ناروغ په سفر وباسي، ګوندې د ځای بدلون ګټه ورسوي!

سفر اوږد شو، میاشتې او کلونه یې ونیول؛ خو ځوان هسې بېده پروت و، تر هغې چې وې ښایسته سیمې ته ورسېدل. هلته چې زمري او هوسۍ یو ځای اوسیدل. هلته چې مار کړۍ جوړوله چې مرغان ځالی پکې جوړې کړي او هلته چې هر څه مینه – مینه او پیرزوینه وو!

ناروغ ځوان په دې سیمه کې سترګې وغړولې، میاشتو او کلونو ستوماني یې ویسته، له ځایه پاڅېد او شاوخوا یې په ځیر وکتل.

ما داسې فکر کاوه لکه هغه سیمه چې هاغه ناروغ ځوان یې په سد او روغ کړی و، همدا ځای دی چې زه یې نندارې ته ولاړ یم. دا وړوکی انځور په اصل کې د ډېرې پراخه سیمې استازیتوب کوي.

د راز – راز مرغانو آوازونه د لمر د وړانګو په څېر په ټوله شنه سیمه خواره او څو مست سپین آسان پورته روان دي. د غرڅه وو یوه رمه ها بلې خوا ته ولاړه ده. زرکان، بوراګان، بتئ، بلبلکی، کوترې، هیلۍ، زاړنې او نورې په زرګونو ښکلی مرغۍ لور په لور الوځي، لاندې مېږې او پسونه څري. پاس په آسمان کې ګوربتان څرخکې وهي او ...

د دې ښایسته طبیعت په ننداره هیڅ نه مړیږم؛ خو هغه وخت لږ وځوریدم چې زمریان، پړانګان، لیوان، سرکوزي، ماران، ګیدړې، کاغۍ او نور وېرونکي شیان مې ولیدل. غوږونو  ته  مې د سپو غپا هم راغله، په څانګو کې بېزوګانې ناستې وې او هاستانو لور په لور اوبه شیندلې.

ما فکر کاوه چې دلته هر څه شته؛ خو انسان نه ښکاري. لکه چې هغه ناروغ ځوان او ملګري یې د ده له رغېدو وروسته بېرته تللي او دا ښکلی سیمه یې بیا یوازې پرېښی ده.

ارمان راغی چې په دې ښایسته سیمه کې ولې ماشومان نشته، ولې په هغه رمه پسی شپون نه ښکاري؟ ولې د بین مار د شپلۍ خوږ غږ نشته؟ ولې څوک په هغه سپینو آسونو سپاره نه وي؟ ولې هلته یوه جونګړه نه ښکاري؟ ولې د هغه جونګړې مخې ته یوه پیغله نه ده ولاړه؟ ولې هلته نجونې په ټال کې نه زانګېږي؟ ولې ماشومان ښوونځیو ته نه دي روان؟ ولې هلته خلک په کار نه دي بوخت؟ ولې هلته بوډاګان لمر ته نه دي ناست او د خپلو ځوانیو د وختونو په کیسو نه دي بوخت؟ او ولې د خدای خلیفه ګان نشته؟

نو ځکه مې هیله وکړه چې دریغی دا ټول هیلۍ او زرکان او لیوان او پړانګان او نور په انسانانو بدل شوی وای چې د سیمې ښکلا، د لمر وړانګو، د مرغانو آوازونه او د ګلانو ښایست مانا پیدا کړی وای او د ستاینې ژبه راغلی واي!

بله ورځ بیا د هماغه سیمې نندارې ته لاړم. د سیمې ټول ښایست په اور سوی! له ځنګل څخه سرې لمبې او تور لوګي پورته کېږي، د مېوو ونې او ځمکه پرتې دي، ګلان رژېدلی، لور په لور مړي پراته دي، لکه چې د جګړې اور وچ او لانده یو ځای سیزلي او ټولو ښایستونو ته یې د پای ټکی ایښی.

یو ټپي را ته وایي چې پاسنیو خلکو له کورونو څخه کرکه درلوده، سپینو تورو ته بد – بد کتل، څوک د چا په ژبه نه پوهېدل، چا لمر ته سر په ځمکه اېښود او چا سپوږمۍ ته لاسونه لپه کول، چا ستوري ښه ګڼل؛ خو بل کرکه ور څخه کوله.

ټپي د ځنګل اور ته ګوته ونیوه او وې ویل: ورو – ورو کرکه هومره زوروره شوه چې جګړه ونښته او د لنډ ژوند ټوله ښکلا و دینو، اور او لوګیو په سمندر کې ډوبه او پوپناه شوه!

د ټپي خبرې عجیبه وې. ده وویل چې جوړول سخت کار دی؛ خو ورانول آسانه! وګوره چې هغه ښکلې مېنه په یوه ورځ کې په اور وسوزېده او د ژوند ښکلی غږ په ستوني کې ټپ شو!

او ما ته ارمان راغی چې دریغی دا هیله مې نه وای کړې چې خدایه ځناور په انسانانو بدل کړی!!

لومړنې طرح 7 / 1 / 2017

نیویارک – واشګن بس

بیا لیکل 4 / 7 / 2017

هارنم – هالند

 


                                                                                                                                              فراري 



سره له دې چې زما عمر دوولسو کالو ته رسېدلی و، بیا هم د خپلې مور له خوږې غیږې څخه نه لیرې کېدم. ښه مې په یاد دي، هغه ورځ ما د خپلې مور غیږ ته پناه وړې وه چې، د اوښکو تروه مزه مې وڅکله. کله مې چې سترګې پرانېستلې، مور مې ورو-ورو ژړل او روڼې اوښکې یې په سترګو کې له ورایه ځلېدې.

زه وبېرېدم، ناڅاپي مې د مور له غیږې څخه ټوپ کړل او پوښتنه مې وکړه: 

-ولې مورجانې، څه ټکه رالوېدلې ده، چې داسې اوښکې تویوې؟

هغې څه ونه ویل او بلې خوا ته یې وکتل، خو ما راټینګه کړه او بیا مې وپوښتله: 

-ولې ژاړې مورې، ما ته ووایه، چې زړه مې چوي.

دا ځلې هغې په ژړغونې اواز ځواب راکړ: 

-جنګ دی بچیه!

سره له دې چې زه مې د خپلې مور د خبرې په ټوله مانا پوه نه شوم، خو دهغې کرارې ژړا د یوه ترخه واقعیت منلو ته اړ کړم. 

درې ورځې وروسته، موږ د کلي له جنګیالیو سره د خدای پامانۍ لپاره راغونډ شوي وو. نور ډېر کلیوال هم هلته حاضر وو. له هر کور څخه یو سړی له روسانو سره د سترې جګړې لپاره چمتو شوي وو. 

له کلي څخه اوږده کږلېچنه لار، په غره کې د جنګیالیو غازیانو د پوځي اډې خواته غځېدلې وه. هلته د نورو کلیو جنګیالي هم راټولېدل او بیا د دوښمن په نویو اډو د حملې لپاره روانېدل، هلته داسې ګونګوسې وې، چې ستره او اوږده جګړه په مخکې ده. 

څو شېبې وروسته دېرش، پنځه دېرش ځوانان او پاخه سړي له خپلو ماشینګڼو سره د غره په لور وخوځېدل، ځينو څو څو ځلې شاته راکتل او خپل لاسونه یې خوځول. 

زما پلار د تګ په وخت کې زما مور له نورو خلکو څخه بېله کړه او ورته وې ویل: 

-تګ ته مې هیڅ زړه نه کیږي...دا ډېر لوی جنګ دی...پښې مې سمې نه ځي...کشکې نه وای تللی!

مور مې په تونده لهجه ورته وویل: 

-داخبرې ستا له خولې سره بدې ښکاري. کشکې دا خبرې مې له تا څخه نه وای اورېدلې...دا ومنه که زه نارینه وای، ځان به مې لس ځلې په دې جنګ کې وژلای وای....

پلار مې شاوخوا وکتل او ورو غوندې یې وویل: 

-دجنګ خبرې خوږې دي، خو شېبې یې ترخې دي. اوس خو دا خبرې کوې، خو که ته رښتیا زما په ځای وای، بیا به دې بلشانې فکر کاوه... ګلدوست اکا وايي، څوک په کې خانان شول، د چا لاړې ارتینې په کې!...

خدای ښه پوهیږي، چې زما د مور او پلار مرکې به څومره دوام کړی وای، که د سر ګروپ اواز نه وای جګ شوی:

-شاه ګله مرکه لنډه کړه، چې ناوخته شو! 

ما د ګروپ لار څارله. دوی په یوه کتار کې ورو ورو خوځېدل او په مخ تلل. نیمه ګېنټه وروسته ټول جنګیالي له سترګو څخه الونیه شول او په غونډۍ واوښتل. 

سپین سرو او ځوانو ښځو بیا د دوی ټولو لپاره د دعا لاسونه پورته کړل او په داسې حال کې چې ځينو لا هم ورو ورو ژړل، خپلو کورونو ته ستنې شوې. 

په چینو کې اوبه د پخوا په شان راخوټېدې. د لمر زرینې وړانګې همغسې راپرېوتې او مرغانو د پخوا په شان سندرې بللې. خو لږ کسان ورته هوسېدل. په کلې کې هرڅه بدل شوي غوندې ښکارېدل. ډېر نارینه جګړې ته تللي وو او ځينې نور په غره کې د جنګیالیو په اډه کې پراته وو. له کلي څخه د مستیو او خنداګانو کډې بار شوې او په ځای یې چوپتیا، غم او وینو اړولي وو. 

یوه ورځ جومات ته د ګل خان لیک راورسېد. ګل خان هم په هماغه لومړۍ ډله کې تللی و. دا په تېرو دوه درې میاشتو کې د پردېسیو لومړنی لیک و. ګل خان ویلي و چې کلیوال ټول روغ رمټ دي او لیکلي یې و چې غلامي، نبي او جمال ډېره توره کړې او د ټولو سرونه یې هسک کړي دي، لکه چې دا درې واړه هلته ټپیان شوي وو. 

لوستونکي بیا نور لیک په پټه ولوست، دوه درې ځلې یې شاوخوا وکتل او د ګل خان او نورو انډيوالانو سلامونه یې خپلو خپلو کورنیو او انډيوالانو ته ورسول. 

دا وخت دوه دریو کسانو هڅه وکړه چې لیک ترلاسه کړي، خو ملا صیب هغه په جیب کې کېښود او د اذان لپاره پاڅېد.

-الله اکبر-الله اکبر

ماښام و چې زه کور ته لاړم. که ګورم چې د مور سترګې مې تکې سرې اوښتي دي او ژاړي. ما غیږ ځنې چاپېره کړه:

-ولې مورې، بیا څه شوي دي، چې ژاړې؟

هغې هیڅ ځواب رانه کړو او همغسې یې ژړل. ما ورته وویل: 

-مورې... نن د ګل خان اکا او زما د پلار او نورو کلیوالو خط راغلی و. ملا صیب ټولو ته ولوست. نبي، غلامي او جمال ټپیان شوي دي، نو ته ولې ژاړې؟ زما پلار خو شکر دی جوړ دی. 

په داسې حال کې چې زما د مور ژړا نوره هم زیاتېدله، وې ویل: 

-کشکې ستا پلار هم ټپي شوی وای...کشکې مړ شوی وای، زما او ستا سترګې به یې په ټولو کلیوالو کې جګې کړې وې....

زه هک پک ولاړ وم، چې مور مې ولې دا خبرې کوي. په چرت کې ډوب شوم. دا وروستۍ پنځه شپږ ورځې هغه ډېره خپه وه. ډوډۍ یې نه خوړه، رنګ یې ژیړ شوی و او تل به یې سترګې سرې سرې ښکارېدې. زه ایله اوس پوه شوم، چې هغه ژاړي....

دا وخت په کلا کې د پاده وان غږ شو او زه د مال خوندي کولو لپاره ورغلم. 

ماښام قضا و، چې بېرته کوټې ته ستون شوم، ناڅاپه مې د مور توندې خبرې واورېدې. 

-ډوډۍ په تا حرامه ده... ته کله په حلاله ډوډۍ ارزې؟ 

زه سمدلاسه غلی ودرېدم او غوږونه مې څک کړل:

-تا داسې کار نه دی کړی، چې زه به چاته جګ وګورم. تا زموږ سترګې د تل لپاره ټيټې کړې، تا ټولو ته وشرمولو. 

زه لا نه وم پوه شوی، چې مور مې له چا سره خبرې کوي او دا ولې دومره په غوسه ده.، ما ویل دا څوک دي، چې دومره سپکو سپورو ته یې غوږ نیولی دی او هیڅ نه وايي. 

دومره پوه شوم، چې کوم بد کار شوی دی. یوه ټکه رالوېدلې ده او یو پېغور راته جوړ شوی دی. ناڅاپه مې یو فکر د برېښنا په څېر په ماغزو کې وځغستل: 

-نه چې پلار مې راتښتېدلی وي!؟....

دې پېښې زما پښې کرښتې غوندې کړې، زړه مې ټوپونه ووهل او په سترګو کې مې اوښکې راپیدا شوې. بیا مې د خپلې مور خبرې واورېدې: 

-زما او ستا په پلار نیکه کې خو چا داسې بې غیرتې نه وه کړې. تا دا چم چېرته او له چا څخه زده کړ؟

لکه چې کوم نارینه هم څه وویل. مګر اواز دومره کمزوری او ټيټ و، چې ما هیڅ وانه ورېدل. 

مور مې بیا هم ژړل. 

-دې ټولو ته دې وشرمولو. زه به د ښځو له پېغور څخه اوبه شم... او زوی به مې تر مرګه پورې چاته جیګ ونه شي کتلای...داسې بې غیرتي دې خدای د چا دوښمن ته هم نه ورپېښوي. نن وي که سبا وي، خلک خبریږي، یا به څوک راشي او یا به خط راورسیږي، چې شاګل له جنګ څخه تښتېدلی او کور ته تللی دی. ته به تر کله پورې دلته پټ ناست یې؟...

اوس نو زه په موضوع پوره پوه شوم. په سترګو مې توره شپه شوه، سرمې وچورلېد او د کلي د ملا د پرونیو کړو په مانا پوه شوم، چې مازیګر یې د ګل خان د لیک لږه برخه ونه لوسته او شاوخوا یې وکتل. زه ایله اوس پوه شوم، چې کله د ملا صیب سترګې په ما ولګېدې، لږ چورتي غوندې شو. 

زما خپلې مور ته ډېره خوا بده شوه. په ځان مې هم زړه وسوزېد. ځان راته بې غیرته او د پېغور وړ ښکاره شو. ټول وجود مې په خولو کې لوند شو. زړه مې وغوښتل، چې په خپل پلار ګولۍ وچلوم....

بیا مې د خپلې مور ژړا او خبرو ته ځير شوم:

-زه دې نور په کور کې نه شم پټولای. دا بې غیرتي ده. په وطن مو روسان راوښتي دي. خلکو د روسانو د مخنیوي لپاره د وینو سیلاب جوړ کړی دی، خو ته جبهه پرېږدې او کورته راتښتې... زما پړونی د لوېدو په حال کې دی خدایه....

د مور خبرو ډېر په غوسه کړم. زړه مې وغوښتل، چې کوټې ته ورودانګم او خپل پلار تر ستوني ونیسم. زړه مې وغوښتل چې هغه لویه چاړه د هغه په ګوګل کې ښخه کړم، چې د مور زړه مې پرې يخ شي. 

بیا مې هم د خپلې مور اواز ترغوږه شو:

-زه همدا اوس کلي ته وځم او نارې وهم چې یه خلکو! زما شاګل راتښتېدلی او کور ته راغلی دی. خلک هسې هم خبریږي، دا به ښه وي، چې زه یې خبر کړم. 

نور مې زړه پړق چوي. که زه دا کار ونه کړم، سبا به د کلي ښځو ته د جګېدو سترګې نه وي راپاته... زه نور دا د ټيټو سترګو غلا نه شم کولی. ستا تېښته یو شرم دی او دا چې ما په کور کې پټ کړی یې دا بل شرم دی....

دا وخت زه هم د کوټې په دروازه ورننوتم. پلار مې په هغه کونج کې ډېر بېچاره ناست و. د کوټې په مخامخ دېوال ماشین ځوړند و. زه ماشین ته ځير شوم او زړه مې وغوښتل چې هغه لوی جاغور یې په خپل پلار تش کړم. مورو پلار مې هم ماشین ته ځير شول. پلار مې ورو وژړل او وې ویل: 

-نور مې مه ځوروه ستا خبرو لکه د توري ګوزارونو داغ داغ کړم، زه همدا اوس بېرته روانېږم. 

زما د مور وچولی وغوړېد: 

ځه خدای دې په مخ توره شپه کړه، ته د دوعا لیاقت نه لرې. 

پلار مې بیا هم وژړل: 

-بس کړه نو، زه ځم او ترڅو چې ژوندی یم، بېرته نه راځم.

مور مې خپل پړونی په سر سم کړ او خوشاله غوندې شوه: 

-کشکې ته داسې وکړې، په ما او په ځان او په خپل اولاد ورحمېږه، په همغه لاره چې راغلی یې، بېرته ستون شه خو پام چې څوک دې ونه ویني. 

څو شېبې لا نه وې تېرې، چې پلار مې ماشین پورته کړ او بې له خدای پامانۍ په بیړه له کوره ووت او مصمم روان شو.