شپه
عظمت هما مجاز
تورولي لا د اتو کالو و، چې پلار یې د خاورو لاندې شوی و. د هغه د پلار دا ارمان و، چې زما زوی دې سبق ووايي او لوی سړی دې شي. خو د خدای او انسان ارادي یو شان نه وي. د تور ولي د پلار د مرګ نه پس د کور سمبالښت او د تورولي ساتنه د تاجبرو په اوږو وو. تاجبرو هم دا غوښتل چې د تورولي راتلونکی ژوند دې په ارام وي. هغې به په خپل ځان لوږې، تندې تېرولې خو خپل بچي له به یې ښه خوراک او د سبق د اخراجاتو دپاره پیسې پیدا کولې.
وايي چې چرته ډب وي، هلته ادب وي او د پلار دبدبه او غوسه ماشوم د کوتي لال نه لال کړي، خو د تورولي په سر د پلار سیوری نه و، هغه بې سره لوېیده. د مور پرېشانۍ د تورولي د بې سرۍ سره لازیاتېدې. هغه ته د مور خبره څه خبره نه ښکارېده. د مور سره روزانه بحثونه کول اوس د تورولي معمول جوړ شوی و. هغه به سکول ته هم ناوخته تلو. استاد به هغه هر وخت ډبوو. د استاد د روزانه ډبولو نه، هغه سکول پرېښودو او د کلي د بدکاره خلکو سره ملګری شو.
اوس به هغه وړې، وړې غلاګانې هم کولې. هغه به په ډېران د چا چرګه پټه کړه او خرڅه به یې کړه، یا به یې که د چا ماشوم سره اتانیز یا روپۍ ولیده، نو کتو سره به یې په خوله کې اوبه راغلې او ورغوټه به شو پرې. یوه ورځ هغه چا په غلا کولو ولیدو او ښه یې وډبولو او بیا یې مور له لاس نیولی راوسته. مور یې کوتک ته لاس کړ او چې یو څو ګوزارونه یې ترېنه په ملا وښکل، نو تورولي د مور د لاسه کوتک په زوره واخست او هم په هغه کوتک یې مور دومره ووهله چې دهغې د سر نه وینې راوبهېدې. چې تورولي دا وینې ولیدې، نو د وېرې نه یې منډه کړه او بیا کور ته رانه غی.
تورولي د کلي نه ښار طرف ته مخه وکړه. په ښار کې د خپل عادت نه په قلاره نه شو. د خلکو جیبونه وهل د هغه د کیڼ لاس کار و. هغه به ښار کې د خلکو جیبونه وهل او هم په دغو حرامو پیسو به یې خپله ګېډه ډکوله. په دې کار کې اوس د هغه پوره د لسو کالو تجربه وشوه. اوس هغه د ځوانۍ په ډګر پښه ایښودې وه. د هغه د ځوان زړګي لوی لوی ارمانونه وو. په لاره د جیب وهلو په ځای هغه په کورونو ډاکې اچول شروع کړل او په خپل مقصد کې به تل کامیاب و، هغه ځوان و، هغه په عیش و عشرت کې د خپل ژوند تېرولو ارماني و.
هغه د زرګونو روپو مالک شوی و. د کالو پترو نه یې کور ډک و. د ښه خوراکونو په وجه د هغه صحت ورځ تر ورځه ښه کېده. د هغه ملګري د هغه نه ډېر خوشاله وو. تورولي ډېر چالاک و. هغه خپل کار چاته نه ښوده او نه یې څوک ځان سره شریکول غوښتل. د هغه دې خوبۍ ، هغه د ډېران نه راوچت کړو او په محل کې یې کېنولو. هغه په ډاکه وهلو کې ماهر شوی و. هره ورځ به خلکو د غلا رپورټ درج کوو او په اخبارونو کې به خبرونه چاپ کېدل، خو د تورولي نیول ډېرګران و. څو څو پيری په هغه شک هم وشو، خود شک فایده ملزم ته رسي، د چا سره به څه ثبوت نه و، چې تورولي غل ثابت کړي.
یوه شپه چې دولس بجې شوې، نو تورولي د غلا په نیت له کوره ووتو. هغه د خپلې بې رزوګارۍ ختمولو دپاره روان و. هغه د سرمایه دارۍ د لعنت ختمولو دپاره روان و. هغه یوې ښکلې بنګلې ته ډېر په وستاکارۍ وردننه شو. د هغه خوش قسمتي وه چې، د بنګلې د شا نه د کمرې کړکۍ لرې وه. هغه خوشاله شو، چې کار بلکل اسانه دی. هغه په کړکۍ په مزه مزه واوړېدو. دهغه وړومبی نظر په پالنګ ولګېده، چې په کې یوه ښکلې جینۍ ویده وه. کمبل یې تر مرۍ پورې اچولې وه او نازک نازک سپین لاسونه یې په سینه ایښي وو. د اودې بلب تتې، تتې رڼا کې تورولي د جینۍ د حسن ننداره وکړه. د تورولي په زړه کې د هغې جینۍ د حسن جادو پوک وهه. په وړومبي نظر کې د تورولي د سینې نه زړه رابهر شو او د هغې جینۍ زړه سره وجنګېده. د تورولي په ذهن کې بې شمېره خیالونو ځای ونیوه؛ ډېر ساعت یې د خیالونو په سمندر کې غوپې وهلې. ناڅاپه د هغه خیالونه د هغه نه وتښتېده او پالنګ طرف ته یې قدم واخیست. د تورولي زړه رپېدل شروع کړل. هغه خپل لاس د جینۍ لاس ته نزدې کول غوښتل، خو وبه وېرېده او زر به یې خپل لاس راروستو کړه. د جینۍ ښایست د هغه نه خپله غلا هېره کړې وه. یو طرف ته د وېرې نه ډک ويښ انسان ولاړ و او بل طرف ته یوه معصومه، ښکلې پاکه جینۍ د خوبونو په دونیاګۍ کې مسته ګرځېده. یو طرف ته عشق و او بل طرف ته حسن و. یو طرف ته په انسان د حسن غشي ورېدل او بل طرف ته د حسن د تیرونو نه ډکه ملکه ملاسته وه. دا ځل تورولي خپل زړه کلک کړو او لاس یې د جینۍ له نازکو ګوتو سره وجنګوو. د هغې جینۍ لاس یې رو، رو او په وېره وېره، ځان طرف ته راواړوو، بیا یې خپلې شونډې په مزه مزه د هغې په تلي کېښودې، ډېر ساعت په داسې کولو تېر شو. د هغه زړه مینه غوښته. سوچه مینه، د هغه زړه وفا غوښته. هغه ډېر نا اشنا کار کولو والا و. هغه پیسو پټولو له راغلی و. خو د هغه زړه نن د پیسو په ځآی سالم جسم تښتول غوښتل. هغه غوښتل چې دا جینۍ زما کور ته راشي او ددې جینۍ کور ته راوستل د هغه په لاس کې و. هغه هم په هغه کمبل کې جینۍ راواخسته او ډېر په وستاکارۍ یې خپلې استوګنې له راوسته. هغه جینۍ لا هم هغه شان وده وه. هغه د خوبونو په دونیا کې ګرځېده. او اوس تورولي د هغې لاس بغیر د څه وېرې په خپل لاس کې نیولی و او په خیالونو کې ډوب و. شپه په سلګۍ وه. ملایانو بانګونه ویل شروع کړل؛ خو د بانګونو اواز د تورولي د خیالونو جال وشلوه. تیارو رڼاګانو ته په خیر راغلی ووی. د سحر نمر د شپې تیارې وزغلولې او رڼاګانې په هرځای خورې شوې، په دونیا یو نوی سحر راغی؛ د دونیا کارونه د خلکو په اوږو سواره شو؛ خو لا تراوسه پورې د تورولي په اوږو د خیالونو ښاپېرۍ سورې وې.
د هغې بنګلې، کومې کې چې د اغوا کیس شوی و، مالکانو نن د غلا په ځای د اغوا رپورټ درج کړو. د تاڼېدار په مخ د حیرانتیا کیفیت و. هغه هیڅ نه شو کولی؛ هغه چا له لاړ شي؟ دهغه شک بیا په تورولي راغی، خو دا شک د تاڼېدار د ذهن نه زر لرې شو، ځکه چې هغه ته معلومه وه، چې تورولي ډېر ځله په شک کې نیولی شوی دی، خو د ثبوت د نه ملاوېدو په وجه بیا بري شوی دی. هغه سوچ کوو، چې څه وکړي؟ د هغه په خیال کې به هر وخت تورولي مخې مخې ته کېده. خو زر به یې دا خیال د خپل ذهن نه وباسه. هغه لا سوچونه کول چې د ټيلفون ټلۍ وغږېده. هغه د خپل افسر د حکم مطابق خپل ماتحتان د شک کوونکو کسانو پسې واستول او خپله یې یو دوو پولیسانو سره د تورولي د کور لاره ونیوه.
تورولي لا هم هغه شان د خیالونوپه ټال زنګېده او جینۍ هم هغه شان وده وه. تاڼېدار د تورولي د کور ور وډبوو، خو تورولي د ور د ډبولو اواز وانه ورېده. بیا تاڼېدار ښه په زوره په تمبه راکېښودل او اوس دې اواز د تورولي د خیالونو جال وشلوه. هغه ګیرچاپېره وکاته. جینۍ لا هم هغه شان وده وه. نن تورولي هډو دا محسوسول نه چې زه یو غل یم او ما پرونۍ شپه کې څه کیس کړی و؟ هغه جینۍ ته هډو ونه کاته او د یو شریف انسان په شان ورله لاړو او د ور زنځير یې لرې کړو، چې تاڼېدار یې ولیده، نو ایله یې مازغه سر له راغلل، د هغه په مخ په وړومبي ځل خولې راماتې شوې. هغه په وړومبي ځل نن د وېرې نه خبرې نه شوې کولی او د تاڼېدار شک په تورولي پوخ شو. تاڼېدار سره د پولیسانو هغه کمرې ته ورننوته، کوم کې چې جینۍ ملاسته وه. تاڼېدار د تورولي په دې حرکت ډېر حیران شو.
تاڼېدار چې کمبل ته وکاته، نو کمبل ټول په وینو سور و. تورولي چې دا وکاته نو ډېر حیران شو، تاڼېدار کمبل لرې کړه خو د جینۍ تشی څېرلی شوی و، تورولي چغه کړه او هتکړۍ د هغه په لاسو کې واچولی شوې.