سیند څپې څپې، اباسین څپې څپې
د پښتونخوا د بېلابېلو کیسه لیکوالو څو لنډې کیسې
۱
لیکوال : طاهر اپريدي
کتاب : پاڼې پاڼې
خــــــړګــــردونه
اخوا به د نمر سترګه د غره نه راښکاره شوه دېخوا به ګوجر په ګډو لخته کېښوده ـ ګډې به هم د ګوجر لختې ته منتظرې وې ـ او چې به پاسېدې او نېغه لار به يې دغره په لور ونيوه ـ وږې ګډې به دغر په تړو خورې شوې ـ
په شنې وچې ګايه به داسې سر شوې لکه څوک ظالم فاتح چې د مظلوم مفتوح ملک په آبادو سر شي ـ ګوجر به کله ورته په يوې څوکې کله ورته په بله څوکې تماشګير
ګډې به په يو تنګي سرشوې او په بل به اوختې ـ ګوجر به کله وړاندې کله ورستو تلو ـ ګډې د خوبه ورانې نه وې چې کوندې منډې يې وهلې ـ دهغوي د خپلې خېټې ډکولو سره کار وه ـ لکه يو غريب مزدور چې ورسره صرف د خپل بربنډ وجود او نهرو بچو فکر وي ـ هغه د چاپه امارت او محلونو څه کوي ؟ او نه يې د تخريب او وراني خيال وي ـ او نه مستي کولی شي ـ بيا هم که يوې نيمې ګډې به ورانی اوکړو نو د ګجر لختې به يې داسې خبر واخسته لکه د يو ظالم او خود سربادشاه په وړاندې دهغه باغي راوستی شي ........ خو يوه د شالو سپينه سرکشه ګډه داسې وه چې هغې د ګوجر حکم نه منلوـ لکه د شانو سرکشه او چالاکه وه هسې هم ګوجر به هغې ته څه نه وييل او نه يې په هغې د وهلو زړه کېده ـ مازيګر ګډو به يو قطار جوړ کړه چې کلي ته به نزدې شوې نو دېخوا به ګډو منډې جوړې کړې ـ او اخوا به د ګډو ماشومانو بچو چغې جوړې کړې ـ ګوجر به هم ورپسې چاخ چاخ روان شه ـ شانو به د خپلې ګډې لکه يو ميين د خپل محبوب د ديدن په انتظار ولاړه وه ـ او چې ګډه به ورنزدې شوه نو شانو به هغه غېږ کې کلکه ونيوه اوښکل به يې کړه ـ يره شانو ! نن خو دې ګډې ډېر ستړی کړم ـ “ګوجر به ورته ګيله وکړه” ـ
“ ويي ته خواره شې د لېوانو خوراک شې ! ته دا دومره ورانی ولې کوې” شانو به خپله ګډه ورټله ـ ګوجر غريب هسې هم ستړی ستومان وي څه ورسره ته ورانی راواخلې ـ نه نه شانو دومره زياته ورانه هم نه ده ـ خېر دی اوشه ځناور دی دومره ورانی خو به کوي٬٬ او ګډه به يې معاف کړه ـ اوشانو به بړج بړچ په خندا شوه ـ ماسخوتن ډوډۍ خوړلو نه پس به ګوجر په کټ کې ستړی څملاستو ـ بهر به ماشومانو د سپوږمۍ سپينه رڼاکې لوبې کولې خو ګوجر ته به لوبو نه خوب غوره ښکاره شو ـ دهغه سترګې به درنې شوې
ماشومانو به کوڅه کې شور زوږ جوړکړی وه ـ خو ګوجر پرې هډو خيال نه وه ـ خوکه د ماشومانو په دې شور زوږ او نعرو کې به د شانو غږ هم شامل شو نو هغه به اوچت پاسېدو او نېغ به يې په کوڅه منډه کړه ـ شانو به چې هغه اوليدو نو د ډلې نه به رابيله شوه ـ او په تندۍ به د ګوجر خوا ته راغله اوهغه به يې د لاس نه اونيوه ځان سره به يې لوبو کې شامل کړه ـ که ماشومانو به احتجاج اوکړو نو شانو به اووې چې زه لوبو نه اوځم او ګوجر دې لوبې کوي ـ بيابه يې ګوجر ته اووې ګوجره! ته لوبې کوه او زه به ستا تماشه کوم ـ ګوجر خو به خوشحاله شو ولې هغه ته د شالو نه سېوا لوبو کې څه مزه نه ښکارېده ـ دشانو نه سېوا به هغه ته لوبې لکه بې شمع محفل ښکارېده ..... سحر به چې هغه ګډې روانې کړې نو ځان سره به يې زړه کې اووې کاش که داسې ورځ هم راغلې چې سلامته ورځ يې کلي کې تېره کړې ـ هغه به ټوله ورځ تصورکې دشانو سره خوږې خوږې خبرې کولې ـ خدايې خبر چې شانو ولې پرې دومره ګرانه وه ؟ شايد دا وجه وه چې نورو ماشومانو به هغه لوبو کې نه پرېښودو ـ خو د شانو د وجې به غلي شو ـ هغه به په يوه لوړه غونډۍ کېناسته او خپل کلي ته به يې داسې د حسرت په نظر کتل لکه څوک مسافر چې خپل کلې همېشه همېشه دپاره پرېږدي ....... هغه به د کلي ماشومانو کې شانو د لرې نه هم پېژندله ـ هغه به چې لوبو کې شامله وه نو د هغه زړه به په ټوپو نو شه ـ کاشکې اوس رانه مرغۍ جوړه شوې او شانو سره جوخت اودرېدی ـ دغه ګډې دې سر اوخوري چې داڅه غم راپه غاړه شوی دی ـ هغه به د ډېر قهر نه غاښونه اوچيچل ـ که وس يې رسېدی نو ټولې به يې حلالې کړې وې ـ هغه ته دا پته نه وه چې زه دا ګډې ولې څروم؟ او څه دپاره دومره خواري کوم؟ صرف دومره ورته ياد وو چې دا ګډې به وړاندې دهغه مور څرولې ـ ګوجر ته به يې سحر ډوډۍ پخه کړه او شکور کې کېښوده بيا به يې ګوجر ته اووې بچی! ډوډۍ مې درته کېښوده چې کله اوږی شې نو کټوۍ کې ماسته پراته دي ـ بيا يې ورسره اوخوره ـ هغه به مورته هر سحر وييل چې مورې ! ته بيا غر ته بيا غرته روانه شې؟ نن خو ايساره شه ـ زه ټوله ورځ کور کې يواځې يم ـ موربه ښکل کړو او ورته به يې اووې چې بلا دې واخلم نن به زر راشم ـ او ګوره کنه چې زه ګډې بونه ځم نو بيا به تاته ډوډۍ سره ماسته چرته وي؟ ته به سپوره ډوډۍ څنګه خورې؟که خېر وي زه به د وخته راشم ـ ښه! .......... او ګوجر به د مور په خبره ښه اوکړل ـ
کني زړه خويې نه منل چې مور دې ورنه لاړه شي ـ او بيا چې لږ ستروکی شه نو مور سره به هغه هم غر ته روان شه ...... وړه غوندې لخته په لاس ټوله ورځ به ګډو سره جوښت ګرځېده ـ مور سره به يې په وړه ژبه وړې وړې خبرې کولې! موربه ورته کله ښه او کله نا کول ـ چې غرمه به پخه شوه نو ستړی به شه ـ په مخ به يې خولې راغلې اننګي به يې سره شول اوشونډې به يې اوچې شوې ـ او دمور په پتون به يې سر کېښو ـ مور به ورته د يوې تړې لاندې څپوڼی واچولو او ګوجر به يې څملولو ـ مازيګر نمر به چې زوړند شو نو را اوچت به شه ـ او بيا به دواړه مور ځويې ګډو، پسې به کورته روان شو ـ اول اول خو يې يوه ګډه هم نه وه خو ورستو چې مور سره يې څه لږې روپۍ جمع شوې نو د نجيب کاکا نه يې يوه ګډه واخسته ـ دهغه دې هم چار ښه وي هغه ورسره څه لږ قرض اوکړو ــ د ګډو په راتلو ګوجر دومره زيات خوشحاله وه لکه تمام کاينات يې چې ګټلی وي ـ
حقيقت کې دهغه او مور يې هم دغه توښه وه ـ نورڅه اسره خو يې وه نا؛ هر وخت به ګډې سره ناست وو کله شينکی ورکړی او کله د وېختو نه به يې ورته ټوله ورځ ازغي لرې کول ـ د پښو د کوخو نه به يې خيري صفا کول ـ او څه ورځ پس ګډه لنګه شوه ـ نو د ګوجر د خوشحالو ځايې نه وه ـ مجال شته چې ګډې بچي ته چا ګوتې وروړې وې ـ خبرې به يې ورسره کولې ګډوری نه وه سم د ګوجر ملګری وه ـ
ګوجر چې لږ لويې شه او ګډو بوتلو قابل شو نو مور به يې کورکلي کې خواري مزدوري کوله او ده به ګډې بوتلې هره ورځ به د غر اوچتې څوکې ته يو ځل ضرور ختلو ـ او د لوړې څوکې نه به يې د پولو پټو اوخپل کلي ننداره کوله ـ او په دې ننداره کې به داسې ډوب شه لکه سېلاني په اول ځل د يو ښکلي ځايې ننداره کوي ـ د هغه نظر به پولو پټو، لوړو ژورو نه ترکلي او د کلي کوڅو پورې اواره شو ـ خو ټکاو به يې هله اوموندو کوم ځايې به چې شانو موجود وه ـ بيا به داسې هم اوشوه چې سترګې به يې په شانو ورښخې وې ـ او ګډې به د غر نه پټو ته لاړې او په پردي فصل به يې تالان ګډ جوړ کړو ـ ګوجر به هله خبر شو چې د پټو خاوندانو به ورته په زوره زوره کنځل اوکړل ـ ګوجر به په ويښه د خوبه راويښ شه ـ
ځان سره به ملامته ملامته د ګډو په لور روان شه ـ پخه غرمه به يې ګډې راټولې کړې او يو سېوري لاندې به يې راپنډ کړې ـ خپله به هم يو خواته کېناسته ـ د څادر د پيڅي نه بې يې ډوډۍ راپرانيسته ـ او په خوړلو به شورو شه ـ ګډو به هم شخوندونه وهل ـ کله کله يوې نيمې ګډې ورانی راوخستو ـ دخپل ځايې نه به غلې پاڅېده او يو لور ته به روانه شوه ـ نورو ګډو به هم دهغې ملګرتيا اوکړه ـ ګوجر به ورته په کنځلو شورو شو ـ او ورپابه څېدو ـ لخته به يې پرې ماته کړه ـ اکثر به دغو ګډو کې ورانی د شانو ګډې کولو ـ خو ګوجر به سزا نورو ګډو ته ورکوله هغې ته به يې هيڅ هم نه وييل ـ خداي خبر چې ولې؟ کله کله چې به ګډو ستړی کړه اويا به يې د کلي کوڅې او شانو رايادې شوې نواسمان ته به يې اوکتل او خدايې ته به په سوالونو سرشو ـ چې ای خدايه پاکه په دې ګډو چرته لېوه راولې چې زه ورنه خلاص شم ـ خولږ ساعت پس به چې لږ دمه شو ـ نو په توبو به سرشه ـ او بيا به خدای ته په سوالونو شو چې خدايه ګډو ته هيڅ هم مه وايه که ورانی هم کوي خېردی ـ ځناور دي زه هغه ساعت پوهه نه شوم ـ بيا به داسې نه وايم دا سوالونه به دهغه اکثر په داسې انداز کې کول لکه خدايې پاک صرف دهغه سوالونو اورېدوته ناست وي ـ ګوجر په خپلو ښېرو ځکه پښېمانه وه چې د هغه ذهن کې د مور خبره ناسته وه ـ هغه ته مور وييلي وو چې دا ګډې نه وي نو مونږ به څه کوو ؟ پخوا به مو پردۍ ګډې څرولې او اوس د خدايې فضل دی خپلې مو هم درې سرونه شوې ـ مخکې سپرلي ته به دغه وړه ګډه هم لنګه شي ـ اودغه ګډورې به خرڅ کړم او تاته به د اختر جوړه پرې جوړه کړم ـ او د نوو جامو په تصور به دهغه زړه د خوشحالۍ نه ټوپونه کړه ـ هغه به د اختر يوه يوه ورځ شمارله ـ دهغه ماشوم ذهن کې د اختر د راتلو او نوو جامو اغوستو يوه عجيبه شان خوشحالي راغله ـ که وس يې کېدی نو هغه به اختر هډو صباته راوستی وی ـ
مورې د اختر په ورځ به زه ګډې نه بيايم ! هغه د ډېرې خوشحالۍ نه مورته په ډېر هېبت اووې خو وروستو په دې خبره څه کچه غوندې شو ـ مورته يې اوکتل لکه مور به ورپورې اوخاندي او يا به ورته غصه شي ـ
سحر به ټولونه وړومبی هغه د شانو کورته ورغلو او کوڅه کې به يې غږ اوکړو ـ شانو! ګډې بهر رااوباسه شانو به ګډې راپرېښودې ـ اوترکوڅې به ورسره راغله په ګوجربه دشانو خبرې دخپلې شپېلۍ د خوږو نغمو نه هم خوږې لګېدې ـ هغه به شپېلۍ ډېره په خوند اومزه غږوله ـ خو لکه کوم خوند او خوږوالی د شانو په خبرو کې وه هغه دهغه د شپېلۍ په نغمو کې چرته وه؟ دهغه خواهش وه چې کاشکې دشانو ټولې خبرې مې د شپېلۍ په نغمو کې ځايې کړی چې نغمې پرې نورخوند او ښايست اومومي ـ
مازيګر به ګوجر دکلي رسېدوته دهغو لنګو ګډو نه هم زيات لېواله وه ـ کومې به چې خپلو بچو ته په منډو سر وې ـ څومره به چې وخت تېرېده نو هومره به په ګوجر څه چل کېده ـ ځان سره به يې عجيبه عجيبه خبرې کولې داسې اوتر اوتر به ګرځېده کله کله خوبه سم لېونی شوـ دشانو سپينه ګډه به يې رااونيوه دې مارې به يې ښکلوله ـ ا، څه ورو وروبه يې ورسره وييل ـ دا ځل سپرلي کې خولکه بېخي لېونی شوی وي ټوله ورځ به يې سره زيړ ګلونه راشوکول او رنګينې رنګينې غنچې به يې ورنه جوړې کړې ـ خو څوقدمه به چې وړاندې لاړو او هلته به يې نور ښکلي ګلونه په نظر شو نو په لاس کې غنچې به يې ګزارې کړې ـ اوبيا به په نورو غنچو جوړولو سرشو ـ او دغسې به ټوله ورځ ېېره شوه ـ خو نه به دګوجر ګلونه خوښ شول او نه دشانو د زلفو دپاره غنچه جوړه شوه ـ اوخالي لاسونه به کلي ته راغلو ـ
د ګوجر دغه ژوند وه ـ سحر غر ته ګډې بوتلې او مازيګر ستړی ستومان به راتلو ـ کله کله خوبه دومره بې زاره شو چې بې اختياره به يې اووې چې خدايه پاکه ياخو ما مړ کړې او يا مې دې ګډونه خلاص کړې ـ دګوجر ټول ژوند ګډو او د غر سره وه ـ هره تړه هره غونډه د ده مسکن وه ـ هغه به ګډو سره دخپل ملګري او همزولي په شان خبرې کولې ـ
کله به اوچت کېناسته او بډې نه به يې شپېلۍ را ووښکله اويوه خوندوره نغمه به يې ورکې اوغږوله ـ نه خو ګوجر شاعر وه چې دشانو سپين پلن مخ يې د څوارلسمې سپوږمۍ ګڼلی وی ـ او نه هغه په دې پوهېده چې کوندې دهغه شانو سره د زړه جوړښت دی ـ نه ورته د مينې پته وه نه يې مينه پېژندله او نه دمينې نه خبر وه، بس دومره وه چې غرکې به يې ګډو سره خبرې کولې-
نن شانو داسې اووې نن يې خندا کې فلانۍ خبره اوکړه يره شانو څومره ښه جينۍ ده ـ او بس دې نه زياتې خبرې هغه نه يې زده وې او نه يې اظهارکولی شو ـ
هغه که څه هم پوهېد نو قرف دا چې د غر فلانې رنګ واښه ښه دي ـ ګډې يې ښه خوري او په فلاني وښو مينه نه کوي ـ فلانۍ ګډه ورانه ده ، فلانۍ قرار خويه ـ فلانۍ ګډه دومره ورځې پس لنګه شي ـ او د ټولو نه ورستنۍ خبره به يې داوه چې شانو ډېره ښه جينۍ ده ـ بس دا وه د ده ټول کاينات ـ ګډې به بچې راوړو لويې به شو او کله کله خوبه د ګوجر په معمول کې څه فرق نه راتلو ـ باران و که سيلۍ ـ خزان و که سپرلې ، اوړی و که ژمی ـ د ګوجر دې سره څه کار نه وه ـ او نه يې پرې څه پرواه وه که يې څوک هم ملګري وو نو دغه ګډې ـ کلي کې شانو او غر کې د هغې يا دونه ـ
او نن هم هغه ګډې راوښکلې خو داځل ورسره شانو بهر رانغله او نه يې ورته ګډې را ووښکلې ـ ګوجر هم نن ډېر زيات پرېشانه وه ـ کوڅه کې يې چاسره يو رپ اونه کړو نه يې ګډې کوڅه کې پنډې کړې ـ بس چپ چاپ يې په ګډو لخته کېښوه ـ او زوړند سر ورپسې روان شو ـ ګډې يې غر کې پرېښودې ـ اوخپله په هغې اوچته غونډۍ کېناستو کومه چې کلي نه ښکاره وه ـ او ګوجر به پرې اکثر د شانو او کلي ننداره کوله ـ
دکلي کوڅه کې نن د نورکله نه زيات ګڼه وه خلق به وتل راوتل او چې کچه غرمه شوه نو ګوجر په غوږونو د برکلي نه د تمبل اواز راغلو ـ هغه سترګې برکلي ته اوچتې کړې هلته کې هم کوڅه کې ډېره ګڼه وه ـ ښځو او جينکو سرې سرې جامې اچولې وې او د ورايه لکه د پشکال ناوې ښکارېدې ـ نرانو هم نوې نوې جامې اغوستې وې ـ تند تند به تلل راتلل ـ داسې ښکارېده لکه نن هلته څه ښادي وي ـ او واقعى هلته ښادي وه ـ ځکه چې د ډول سرنا اواز هم راتلو چې د ښادۍ نخښه ده ـ او بيا چې لږ ساعت تېرشه نو بر کلي د ښځو سړو او ماشومانو يو لښکر را روان شه او د ګوجر دي د کلي په کوڅه ننوتو ـ ګوجر سر په زنګون کېښودو ـ اوځان سره په فکر اخته شو ـ اوس به شانو د همځولو مينځ کې ناسته وي ـ او همځولې به ورسره ټوقې وشتې کوي ـ شانو به ډېرې حيا نه سر زوړند نيولی وي ـ اوس به راغلي مېلمانه په وريژو او ډوډۍ خوړلو سر وي ـ اوس به شانو د ناويتوب سره او ښايسته جوړه اغوستې وي ـ کاش چې ماخو هغه د ناويتوب په جامه کې يوځل اوليدی ـ اوس به دهغې تورو اوږدو زلفو کې سره ګلونه ايښي شوي وي ـ هغه به څومره ښايسته ښکاري اوس به....... اوبيا ډزې شوې ګوجر په هېبت سر د زنګون نه سر را اوچت کړو او چې خپل کلي ته يې اوکتل نو دکلي دکوڅې نه هم هغه لښکر چې برکلي نه راغلی وه را اووتوـ د لښکر مينځ کې يوه ډولۍ هم وه چې پرې سره ښايسته شالونه غوړېدلي وو ـ لښکر مورچه اخستې وه او اوس فاتح واپس روان وو ـ ځان سره يې سره ډولۍ هم لکه يرغمال راخستې وه ـ د ډزو زورشو ډول سرنا تېز شو ـ او اولختو چورلکونه وهل لکه ځنې الوتلې دخوشحالۍ او فتح سندرې واييلې شوې ـ
لښکر پسې يو خړګرد اوچت شه ، ګوجر ته ښکاره شوه لکه چې طوفان را اوچت شوې وي ـ تېزه او په زور کې سيلۍ راغله ډزې نورې هم په زورشوې، ډول سرنا نورهم تېزشوـ او دجنج خلق په ټوپونو شو ، دپښو لاندې خړګردونه لاپه زور شوـ اوبيا چاپېره خواره شو څلور مخې ته توره تياره جوړه شوه،توره تياره ـ سترګې بېخي ړندې شوې د تندر کړنګا شوه ـ دا تندر دومره په زوره وه چې دغوږونو پردې يې اوشلولې ـ زوږ، سيلۍ او طوفان ، سمه غر ټول طوفان راواخست سم يوقيامت جوړ شو ـ او بيا لږ ساعت پس طوفان تېرشو ،سيلۍ تېره شوه، قيامت تېرشو، خړګردونه کېناستل ، هرطرف ته چپه چپتيا شوه ـ يوه هېبتناکه خاموشي شوه ـ لکه ټول کاينات اوده وي ـ لکه دقبرستان خاموشي شوه ، مرګي نه خاموشي وه ـ لکه هرڅه مړه وي ـ
ګډې لاندې په پټو کې په تيار فصل اخته شوې ـ او په فصل يې داسې تالان جوړکړی وه ـ لکه فاتح چې دغنيمت په مال تاګډ جوړ کړي ـ ځنې ګډو داسې مستي جوړه کړې وه لکه څوک قېدي د بند نه آزاد شوی وي ـ دفصل خاوندانو ګوجر ته نعرې وهلې ، او کنځلې بدرد يې ورته وييل ، کم بخت شپونکر کوم خوا ورک شو؟ چا اووې چې نن واده وو ډمان راغلي وو ـ اوشوه د سپېره ځويي ګډې هم داسې پرېښې دي اوتماشې ته تلی دی ـ خوناساپه د يو کس نظرپاس غونډۍ ته سم شو ـ ګوجر په اوچته غونډۍ ناست وه ـ هغه د ډېره قهره او تاو ورمنډه کړه ـ “ يره ستا داسې داسې اوکړم ـ نن خوبه درباندې دغه لخته ماته کړم ـ زما خو دې ټول فصل تباه کړو” هغه تلو تلو کې اووې ـ
ګوجر هم هغسې په اوچته غونډۍ ناست و، سترګې يې دکلي په لور ښخې کړې وې ـ
د سپېره ځويه ! ګډو دې فصل تباه کړه او ته دلته بې غمه ناست يې ـ اوبيايې ورستو نه ګوجر رااوجکولو او د ګوجر سرخواکې تړې ته اړم شه ـ
دهغه روح خو دشانو سره جنج کې شامل شوی وه ـ خو سترګې يې غړېدلې او دکلي په کوڅه داسې ورښخې وې لکه اوس هم دشانو ډولۍ اوجنج ته ګوري ـ
جنوري ۱۹۷۱ء
۲
ليکوال: نورالامين يوسفزی
خوب وينم عالمه
دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوی پراخه باغ دی چې په کې رنګ رنګ ګلونه او قسم قسم مېوې دي، ځای په ځای په کې څو غټې لوړې ونې هم ولاړې دي چې په کې د چنار، بړ او سريخ ونې زياتې قداورې دي. که په ګلونو لولکۍ په ناز ناز کښيني نو په دغه دنګو لوړو ونو کې ګڼ شمېر مرغۍ سندرې وايي. يوه نيمه په کې الوزي را الوزي لکه چې خپلو کې پټ پټوڼی کوي. زه په دغه جنتي او سندريزماحول کې په دې کوز مازيګر په مزه مزه روان يم. ګېر چاپېره د ګلاب، ياسمين، نرګس تو په ګلي او ورخاړي ګلونه ما د لمنې نه رانيسي او په زوره زوره مې ځانته متوجه کوي. په خپل دغه جانانه او جنتي سفرکې زه ناڅاپه د يو خنده رويه ګلاب په خوا کې پښه نېولی شم او ورسره مېلس پېل کړم “ای ګلابه؛ ته چې د ګلونو باچا يې، ستا دا پراخه تندی دا ښايسته نازکي خو لکه د ګوتم بدهـ باوقاره شونډې چې زما زړه او مازغه ځانته راکاږي. ستا د غېږې نه وتې دا نرمې سحرناکې وږمې چې په فضا کې خورېږي. ته چې د فطرت شاهکار يې او لکه زما د قام د جمال او جلال مثالي نمونه يې نو ستا دا عمر دومره لنډ ولې دی. ته ښه خبر يې چې اوس ته مسکی شوې نو چرته نه به څوک ګلچين راشي او ستا مرکنډ به مات کړي. ګنې خپله فطرت به دې په خپلو ناليدلو ګوتو تس نس، پاڼې پاڼې کړي نو بيا ولې دې ظالمې دنيا ته خاندې، ولې را پېدا کېږې” ګلاب زما په سوال نور هم مسکی مسکی شي او بيا داسې ګويانه شي. وه ساده بنده د رنګ او لويۍ په دې دنيا کې څوک هم په خپله خوښه نه پېدا کېږي، دلته مرګ او ژوند دواړه بې وسي ده. خو يوه غمګينه او بله رنګينه بې وسي ده. بيا لکه د يو تنکي زلمي په کړس کړس په خندا شي او خپله خبره جاري وساتي.. “ساده سړيه خبره د فاني او لا فاني نه ده، خبره د کار او کردار ده. ته دا وګوره چې زما کار څه دی. زما کار وږمې او خندا شېندل دي. زه خوشبو خوروم، مسکا وېشم، لکه څنګه چې ژوندي مري خو ژوند نه مري، لکه څنګه چې بدن مري خو کردار نه مري، لکه څنګه چې سترګې مري خو خمار نه مري، داسې زه مرم خو بيا بيا را ژوندی کېږم او د خپل مثبت کردار په حواله ژوندی يم. زه خو ښکلا يم، ښايـست يم، وږمه يم، خوشبو يم او هم دغه زما فخر او وياړ دی.
مونږ دواړه لکه د دوو يارانو خپل مېلس کوو چې ناڅاپه چرته نه يو بورا راشي، دغه وخت خوا کې په يو ګل يوه لولکه ناسته وي، د هغې نازکې رنګا رنګ وزرې او نرۍ نرۍ پاپۍ د خپل همزاد سره د مينې په ژبه خبرې کوي . بورا په ګل را غوټه شي او لولکه دګل نه په هېبت اوچته پاڅي، چرته بلخوا لاړه شي. زه اوس د ګلاب په ځای دغه ظالم بورا ته ډېر په قهرژنه لهجه مخاطب شم او ورته وايم “وه تورمخي غاصبه دا دې څه وکړل دغه لولکه دې ولې د خپل اشنا نه پاڅوله، دا خو هم د ده همزاد ده، هم يې نسل په وړاندې بوځي. بورا زما د خبرې په جواب کې اول ښه په زوره وبڼېږي وګورېږي او بيا ډېر په تکبر او غرور کې ما ته وايي “ساده سړيه دا لولکه خو يوه کمزورې او بې وسه محبوبا ده او زه يو توانا او طاقت ور شی يم. ما کې هم لشه شته او هم زهر دا توان ماله دا اختيار راکوي چې دې ګل نه مزه واخلم او لولکه د مېدان نه وزغلوم” ستا په دنيا کې خو د زور حکمراني ده د اسونو باچايي ده. “
د بورا دغه د غرور او تکبر نه ډکې خبرې ما څه شېبې له مايوسه کړي او زه په دې زيړي مازيګر په دې ښايسته او ښکلي باغ کې داسې محسوسه کړم لکه چې تورتم وي او څوک لکه د خپسې زما په مرۍ ورغلی شوی وي ۔ اوس مازيګر په وتو دی د ماښام د تروږمۍ لړه په باغ او چاپېرچل لکه د هلاکو خان يرغل کوي، اوس به څه شېبه پس دلته د تورتم تورو تيارو راج شي، اوس چې تياره لږه ژوره شوې ده او زه ځان د کور تلو ته جوړوم نو هم دا مهال د چرته نه يو اورکی باغ ته راغی ۔ اورکی چې زما خواله راغی نو بې زما د مخاطب کېدو نه ما ته ګويانه شه “ته د بورا په ترښه خبره او تريخ عمل خفه شوې نو چا نه خفه کېږه مه، دېخوا وګوره ما ته وګوره او په دې باغ کې را خورې تيارې ته پام وکړه، دا تياره که هر څومره ډوبه او ژوره ده خو زما د دې تتې او کمزورې رڼا چل ورله نه ورځي. دا تياره به خپل کار کوي او زه به خپل کار کوم. زه به هم دغه شان د دې په وجود کې د خپلې رڼا پلوشې کړم. دې وېنا سره دغه اورکی په بله مخه لاړ شي د بلې تيارې په لور اورکی خو لاړ شي خو زما په روح او بدن کې د اميد او حرارت يو غټ مشال بل کړي. زه چې لا د اورکي د سحر ناکو خبرو د جادو څخه نه يم راوتی چې ناڅاپه يو بلبل چرته نه راشي. اوس چې تياره هم ډوبه شوې ده او موسم هم يخ شوی دی. خو بلبل نېغ زما خوا له راشي او زما په خوا کې په يو ګل باندې خپله سينه کېږدي. خپلې وزرې ترې نه ډېرې په تادۍ او تلوسه راتاو کړي او داسې کلک او جوت پرې ورپرېوځي لکه چې ورسره دا وېره وي چې اوس به د چرته نه څوک ګلچين راشي او د هغه محبوب به د هغه د غېږ نه وشوکوي. زه د والهانه مينې د شدت او جنون دا ننداره ګورم او مزه ترې اخلم، خوندونه ترې وچتوم او رورو په مزه مزه مخ په وړاندې ورځم. اوس زه په باغ کې روانې بهېدونکې دغره چينې خواله راغلم.
د چينې په رڼو اوبو کې لاندې سپينه سپينه شګه هم ښکاري او په دغه شګې دپاسه واړه واړه کبان هم په نظر راځي چې په اوبو کې لکه د مستو ماشومانو پټ پټوڼي کوي. زه د دغه کبانو د مستۍ او لوبو په ننداره کې بوخت يم چې ناڅاپه چرته نه يوغټ مهی راشي او زما په وړاندې يو وړوکی مهی الواق تېر کړي، نور کبان هم وترهېږي او ټول په يوه لېونۍ منډه په غاړه غاړه ګټو او واخو کې پناه واخلي. ما دغه عمل يوځل بيا خفه کړي خو هم دغه وخت د چينې په غاړه ولاړو ملو (ولو) نه د مرغو غلی غلی حرکت ما ځان ته متوجه کړي اوس د څوارلسمې سپوږمۍ هم ښه په جوبن کې ولاړه ده او په ولوکې تاړۍ، مامولکي او سورړي چرته غلې غلې ناست دي او چرته چرته د يوڅانګې نه بلې او د بلې نه بلې ټوپونه وهي هم دغه وخت ناڅاپه لرې قبلې اړخ ته اسمان وپړقېږي او چرته په يو کلي کې لکه چې تندر پرېوځي.د تندر چاودنه ما د رنګونو، ګلونو او خوندونو د دغه خوب نه را بېدار کړي او زه په يوه لحظه کې ځان د کرکې، بدنيتۍ، ماده پرستۍ، بې حسۍ او ځان ځانۍ په دې مشيني دنيا کې ايکي يواځې محسوس کړم خو نه پوهېږم چې ولې اوس زه مايوسه نه يم.
۳
لیکوال : امير رزاق امير
کتاب: د پلوشو ټال
د پلوشو ټال
د پلوشو ټال چې د تخليق اباد د يو نوي نغمه زار بڼ ته يوړم، نو د ګلابونو د يوې ډكې ونې لاندې د چينې په غاړه كېناستم. اوبو ته مې لپه وركوزوله چې په اوبو كښې مې بلې لمبې په نظر شوې نو وبوږنېدم خو يو خوږ مترنم نسواني غېبي اواز مې د زړه په غوږونو لكه د موسيقۍ د لهر راغی. ما لكه د بر بر لېوني بره وكاته . په يوه څانګه دوه ښاپېرۍ د پلوشو په ټال ختلې وې. د چينې د صفا شيشه ناكو اوبو په متحركه سطحه مسلسل د دوي ښايسته تصويرونه جوړېږي، ورانېږي او بيا جوړېږي. زه ورپسې بې ساه بې ساه څو څو واره ونې ته وختم خو هر ځلې مې د خپې نه لاندې څانګه راماته شوه. او سر د لاندې زمكې ته د ازغو په پولۍ كښې بې هوشه پرېوتم. ښاپېرۍ مې په مخ د ګلونو ډكه لونده څانګه څنډ وهله او چې په هوش كښې راغلم نو د تصور په يو ښاخ پورې مې د شاتو مچو ګګ روان كړی وه او د احساس په نور وجود مې مېږي ګرځېدل.
ما يو ځل بيا په اوبو كښې جوړېدونكي او ورانېدونكي تصوير ته هڅه وكړه او چې د اوبو سطحې له مې لاس يوړو نو په اوبو كښې د تصوير ورانېدو سره سم لكه چې زما زړه وران شه. زه ګوم سوم پاتې شوم. په سترګو مې ښاپېرۍ خپل سره كړي لاسونه كلك كېښودل. نو پټو شوو سترګو ته مې د ښاپېرۍ د ګګرې ګلګونه زمكه او د كنارو رنګينې سيتارې وځلېدې. يو وخت زما په خله چپ ولږېده. او اخر اوږده خاموشي مې ماته شوه كه ډېره تنهايي عذاب دی خو ډېره خاموشي عقل پېدا كوي. ما د عقل په پوړي ونې ته د ورختلو هڅه وكړه او دا ځل چې د هوش بلا اخ كړم نو داسې ټوټې ټوټې راپرېوتم لكه څاروی چې د قصاب په دكان په خپله څرمن غوښې غوښې پرېوزي. زما د هر پرهر علاج د مينې د لبانو تودوخه وه. حد دا چې زما داغونه د ښاپېرۍ د بڼو په ستن د زلفو په تار ورغله او رورو په هوش كښې راغلم. او چې سترګې مې پرانستې نو هېڅ مې نه ليدل او سترګو ته مې د رڼا ماشي تېز تېز ګرځېدل نو په ځان مې د ړندو ګمان راغی خو دا ښه وه چې زر پوهه شوم چې دا خو نيمه غوټه شپه ده او په ډوبه تياره كښې اور اوركي الوزي راالوزي .
ما يو ځل بيا د خپل ضمير په چينه كښې څارنه وكړه او دا ځل پكښې د يو ببر سري لېوني څهره په نظر راغله وېخته يې لوړ ژور ګډ وډ جاخه شوي وو . په تندي د يو وران پرهر نه يې د وينې نرۍ كرښه د وريځې په پوله پورې پېوست د سترګې د بهرني ګوټ نه نېغه په رخسار راروانه وه او په وخكي خلې ته كوزېده د غټو غټو سرو سرو شوخو شوخو سترګو نه يې تورې تورې حلقې چاپېره وې په څه ډوب تصور كښې يې ژبه په خپلو غاښونو چيچله او په شونډو وچ وچ پاړونه يې د چينې په شيشه ناكو اوبو كښې هم وچ وچ د اور اوركو ځلق ته پړقېدل. ما په وړومبي ځل په اوبو كښې ناست سړی وچې شونډې ولېده چې د ځان سره وايي.
........ بسياره جنون يوازې په عشق كښې نه دی. هر شوق د مينې بسياره جنون غواړي. اوسني كامل حالات بس په يو لېونتوب نيمګړي دي. پخوا به په ښار كښې چرته يو نه يو ليونی وه .اوس ټولې ښاريې او بېدياګانې د يو داسې سپېځلي لېونتوب تقاضه كوي چې د توكل نه يې عقل او هنر د ژوند په لار رڼا اخلي. ای په چينه عمري ناسته سودايي د خپل فن په چينه كښې د جمال د نزاكتونو د لمبو نه د اوبو له منځه اور واخله تحرير د حرارت نه مشتق دی حرارت زندګي ده. زړه قلم قلم كړه د قلم ژبه غوڅه غوڅه كړه. دردونه شور شور تصوير كړه او شور درد درد تصوير كړه د ژوند دلفرېبه نظارو له د مينې د نازكو كېفيتونو د حسين تخيل رنګ وركړه. هر ځل يوه نوې ابتداء كوه، انتها مه كوه ځكه چې ابتداء ژوند دی او انتها مرګ ..........
۴
ليکوال: مفلس دراني
کتاب: د سرو غاښ( افسانوي مجموعه)
د چاپ کال: ۱۹۹۵ او ۲۰۱۵
د سرو غاښ
خانګل د دېوال په سيوري حجره کې په يو کټ کې ستوني سنغ پروت په يو نېب يي بره آسمان ته کتل؛ لکه چې څه فکر وړې وي- کچه غرمه او د مني ورځې وې، نمر د اسمان نیمې له رارسیدونکی وو۔ زمیندار خو سحر وختي يوې جغ په اوږه او قلبه مخکې پټو ته تللې وو - او کسب ګر هم خپلو خپلو کارونو کې بوخت وو - کلي کې هم څوک نه وو او حجره هم خوشې پرته وه خو کله کله به د چا ماشوم ژړا تر غوږو شوه او یا به په تنورونو د زنانوو د يوې بلې په سر خبرې او د ډوډو ټپار اورېدی شو -
خو خانګل دا هیڅ نه اورېدل هغه د ځانه او د جهانه چرته لرې د خيال په نيلي سور د سوچ او فکر په دنیا کې په زغل و - نرۍ خوله د هغه په تندي را روانه وه او بیا د خولې دغه څاڅکي لکه د وښکو د هغه په مخ را وبهېدل چې هغه زر د قمیص په لمنه وچ کړل خانګل نن پرون بالکل وزګار وو او چې د کله نه کور ته راغلی وو - نو لکه چې د خبرو روژه يې نيولې وي لکه د ګونګیانو به يې د يو بل خولې ته کتل هغه په فوځ کې سپايي وو خو چې جنګ ختم شو نو هغه يې هم کور ته راولېږه ځکه چې د هغه نور ضرورت نه وو - د هغه ضرورت خو صرف د جنګ پورې وو - ولې چې د دښمن یوه ګولۍ خو پرې سړېدې شوه د هغه کار خو د هغې قصاب په شان وو چې بې گناه د ځناورو په وېنو هره ورځ لاس رنګ کړي خو هغه د هغې قصاب نه هم بدتر وو . ځکه چې هغه د يو څو پېسو په خاطر د بنيادمو په وینو لاسونه رنګ کړي وو. هغه فکر وړې وو چې یو سپايي په جنګ کې څومره مجبور وي هغه مختار هم وي او مجبور هم حاکم هم او محکوم هم ظالم هم او مظلوم هم؛ مرگ سره لوبې هم کوي او په مرگ لوبې هم کوي او دې سوچونو او فکرونو به کله کله هغه لېونی کړو - هغه به پخپله هم نه پوهېده چې دا په هغه څه شوي دي- خانګل په فوځ کې د بهرتي کېدونه مخکې د حجرې رڼا وه په خبره خبره به يې خندا ټوقې او خوشحالي کوله که غم به وو که ښادي د خانګل خوله به هر وخت د خندا ډکه وه او چې کله به يې په حجره کې د چلم يو اوږد کش راښکلو او د لوګي یوه اوږده لو خړه به يې په خوله او سپېږمو ووېستله نو بیا به په حجره کې ناست هر سړي دا دعا غوښتله چې خدايه ماته يې مخه مه کړې او چې چا پسې به يې واخستله نو په ټوقو ، ټوقو کې به يې هغه سړې خو تېښتې ته جوړ کړو - او نور خلق به په کټونو کې لوغړېدل او په خندا خندا به يې پښتۍ شنې شوې.
خو د فوځ نه د راتلو نه پس د خانګل په مخ نه چا خندا ولیدله او نه يې په شونډو موسکا - د هغه ملګري او همزولي چې د هغه نه به یو ساعت نه جدا کېدل اوس د هغه د سيوري نه وېرېدل د خانګل چپ او خاموشه خوله، وچې او سوځي شونډې . ....... او دوه ګوتې وچ زيړمخ چې تور تور ټکوري يې نېولی وو۔ تا به وې چې لکه د قبر نه مړې راتښتیدلی دی خلق حیران وو چې آخر په خانګل څه چل شوی دی۔ غلې غلې به يې د یو بل نه تپوسونه کول چې دا ولې لکه د ګونګیانو او لیونو هر وخت وار خطا اوتر او تر ګوري لکه چې مړی ورکړه شوی وي نه چا سره خبرې نه چا سره خندا ټوقې . . خدايی خبر چې د څه غم يې په زړه دننه دننه لکه د ګوني خوري خلق خو چې فوځ ته لاړ شي خبرې زده کړي او د ده نه خو زده کړی هم هېرې شوې خو هغه پخپله هم نه وو خبر چې دا په هغه څه بلا شـوې ده - د هغه په مازغو کې دا رنگ رنگ سوچونه او قسما قسم فکرونه د کومې راننوتي دي چا به فتوي ورکړله چي پيريان دي پرې او چا به ويل چې چا پرې څه کړې دي. " چا به وييل چې ماته خو ښکاري چې چرته زړه يې بايللي دی خو د شرمه چانه غږ نه شي کولی۔ " او چا مشر بودها کاکا به د کټ د سر نه آواز وکړو چې چا څه ورکړی دي. او په مازغو يې ورله اثر کړی دی. او بیا خو د
حجرې خلقو دا ومنله چې دماغ يې خراب شوه دا ځکه چې کله کله به د خان سره هم لگیا وو -
خو ګل روز دا هیڅ نه منل او اکثر به په دې چاسره ګرم هم شو هغه به وييل چې په خان ګل خو نه چا څه کړېدي نه پرې پېريان ناست دي او نه په چا ميین دی۔ نه سودايي دی او نه لیونی خو ګل روز به هم زر چپ شو او فکر به واخست چې که دا هر څه دروغ دي نو بيا په خان ګل اخر بلا څه شوېده چې نه خپل سره غږ کوي او نه پردي سره تش او ، او نه کوي هر چا د خپل سوچ او فکر مطابق خپل خپل ټټوان زغلول خو چا هم دا معلومه نه کړی شوه چې خانګل د چپ روژه ولې نيولې ده او د هغه د دې خاموشۍ سوب څه دی؟
په حجره کې چا د چلم په سار تیلی ووهلو او د چلم د قور قور آواز ناسا په خان ګل را ويښ کړلو - هغه په ډډه چې واورېده نو ګل روز ورته چلم نيولې وو - د دواړو سترګې د یو بل سره ولګېدلې ګل روز مسکی شو - خان ګل د چلم یو اوږود کش راښکلو او بيا د لوګي یوه اوږده لوخړه يې د وخکي د يو ګوټ نه د ګل روز په مخ لکه د اوبو د نرۍ دارې ورخوشې کړله- ګل روز ته يي د سترګو د لاندې وکتل د څادر په پیلسکې يې په خپلو بربنډو پښو راخور کړو - يو لاس يې لکه د بالښت د سر لاندې کړو - او په بل لاس کې يې د مزکې نه يو سوې تيلې راوچت کړو او بې مطلبه يې په مزکه کږې وږې کرښې راښکل شروع کړلې. خان ګل او ګل روز د وړوکوالي یاران وو - يو ځايې يې د کلي په ډاګه کې لوبې کړې وې په يو جومات کې يې د يو مولانا نه د سېپارې او بيا د قرآن شریف سبق وييلې وو - يو ځايې يې غوا مېښې څرولې وې او يو ځايې چې ځلمي شول او ږېرې يې وخريلې نو ګل روز خو د پلار سره د خان په مرکه زمینداری ته لاس واچولو او خانګل به ځان له خواري مزدوري کوله کله د چا کوډ کله چاري کله لو کله او به خور . او په هغې به يې گزاره کوله. ورځې شپې ښې په آرام او خوشحالۍ تېرېدلې، ځکه چې یو خان ګل وو . او يوه يې نيم خالې بوډۍ مور ، خو هغه وايي چې زاړه شي نو آخر به مړه
شي د خان گل مور هم خو تیره کړله اوس نه څه غم او نه د چا فکر مخکې به چې خانګل په حجره کې هیله ناوخته کړل نو مور به يې ورپسې حجرې نه راغله خو اوس خانګل خپل پوزکی حجرې ته راوړې وو - د شپې به چې کله خلق د حجرې نه لاړل او حجره به خوشې شوله نو هغه به خپل پوری په یو ګوټ کې خور کړو او بې غمه به اوده شو او سحر چې به مزدوري له تللو نو د پوزي نه به يي زر د توپي شپيلۍ جوړه کړله او په یو ګوټ کې به يې د دیوال او د ګوټ تر مینځه او درولو.
جنګ اونختلو او ځايې په ځايې د ګولو سړېدو د پاره د غلام قوم د ځوانانو ضرورت شو او بیا یوه ورځ افسران د مشر خان حجرې ته د ځلمو د بهرتۍ د پاره راغلل ګن ځلمي بهرتي شول د خانګل هم د کلي د ګوډ چاری او روز مزدورۍ نه زړه چاودلی وو هغه هم ور وړاندې شو او نوم يې وليکه او هسې هم اوس په کلي کې د هغه څه وو يوه بوډۍ مور يې وه هغه هم خداي په وخت اخستلې وه د دې ځلمو په بهرتی مشر خان خود خان نه خان بهادر شو خو ډېرې مېندې بورې، ډېرې ښځې کونډې او ډېر ماشومان یتیمان شول ځکه چې جنگ ختم شو نو ډېر لږ بهرتي شوي ځلمي واپس راغلل. خو د خان پرې څه هغه خو
خان بهادر شو گل روز چي نن حجره خوشی ولیدله نو زړه کښي يې دا پخه اراده وکړله. چې هر څنګه وي نن به ضرور د خان ګل نه پوښتنه کوي چې هغه دا پټ پټ د څه غم خوري گل روز غاړه تازه کړله او بيا په و يره ويره يې د ځان ګل نه تپوس وکړو . خانګله یار دا هر وخت د څه فکرونه کوې؟ لکه د ګونګیانو چپ چاپ گفت نه خيژي لکه چې په خوله کې ناست هر چاته بق بق ګوري خو د خولې دې ګفه نه خېژي لکه چې په خوله کې دې ژبه نه وي ستا په خوله کې خو روغه گز ژبه وه که نا چا درله خوله کنډلې ده؟ خانګل سر راوچت کړو تیلی يې د ګوتو او غور زولو دواړه لاسونه کښیناست دواړه لاسونه يې د خاورو نه وڅنډل او غلې غوندې کټ کې د گل روز اشنا څه تپوس کوي. زه پخپله نه پوهېږم چې په ما څه شوي
دي هغه ګل روز ته وکتل ته خو مخکې داسې نه وې ستا خوله خو به هر وخت د خندا ډکه وه
گل روز ترې اوس لي په زړورتیا تپوس وکړو. هرا گل روزها زه مخکې داسې نه ووم. زه پخپله کله کله د ځان نه او وېریږم د خندلو کوشش کوم خو خوله مې نه وازيږي. لکه چې د شوند و نه می خندا هېره شوې وي خانګل خبرې کولې خو داسې ښکارېدل لکه چې ژاړی ځکه چې اواز يې ژړه غونې وو - خلق خو فوځ کې ډېر څه زده کړي. او تانه زده کړي هېر شول آخر هغه ټوقې هغه خندا خوشحالي دې چرته پرېښودله هغه د جليلي کاکا ځوې سروری خو راغلی دی داسي بت کړې شمله او استري کړې جامې گرځي ته به وايي چې جوړ د مشر خان ځوې دا دی. په دېوالونو يې پېغلې تماشې ته ولاړې وي او چرته مجلس کې چې کښيني نو داسې عجيبه عجيبه خبرې کوي چې خلق ورته حېران پاتې شي ګنې نو مخکې خو هغه له د خبرو څه چې د ناستې چل هم نه ورتللو - هغه چې د برما د پېغلو د غټو غټو او تورو سترگو ....... د بنګال د جادو د چین د ښاپېرو او د مېمانو د سپینو پنډو صفتونه او قصې شروع کړي نو زمونږ خو ورته خوله اوبه اوبه شي او بيا مونږ دا دعاګانې کوو چې خدايه بيا جنگ و نخلوې چې مونږ هم د برما د جونو ښايست د بنگال جادو او د چین ماچین د ښاپېرو دیدن په ژوند وکړو ګل روز چې چپ شو نو خانګل په تندي راغلې خوله په ګوته د تندي نه وڅڅوله غاړه يې تازه کړله خبره يې شروع کړله خو اواز يې ډېر په مزه وو داسې ښکارېده لکه چې د ځان سره لګیا وي.
هو روره هغه دغه څه لېدلې دي خو ما څه نور څه لېدلي دي. هغه کې کښيناست په سار يې تیلی ووهلو یو اوږد کش يې راښکلو کټ يې دیوال ته نور هم نزدې کړو ځکه چې نمر ساعت په ساعت راوچتېدلو اوس هم د کټ په لنګه نمروو خو هغه دېوال سره ډډه اووهله او بيا ناساپي لکه د لېونو ځان سره لګیا شو
خانګله روزه ما د ماشومانو چغې د ناویانو ژړاګانې او سلګۍ د پېغلو وېرونه د مېندو سينې وهل او د خوييندو سرونه شوکول لېدلي دي. ما د توپو د خولې نه وتلې د دوزخ لمبې . ...... د مشين ګنونو د ګولو شېبي د بمونو باران ما د ګډیدونکو د ګونګرو ګانو د شرنګاري په ځايې د زخميانو چغې . زبېرګي او د شرابو د جامونو په ځايې ې د بنيادمو په کپړو کې سرې ويني او د ښه ښه او ښايسته پېغلو د ډکو ډکو او سرو پي مخو مخونو په ځايې مې د مړو سخا شوی وجودونو کې غونزېدلې چینجي لېدلي دي. د بې اسرې بې وسيلي زخمي سپايانو د بې ارزۍ او بې وسۍ مرګ او د ځنکدن اخري سلګۍ او سختۍ مې کتلې دي ما د اوبو په ځايي د انسان د وېنو بهېدلی دریابونه ولیدل چې په هغې کې به يو انسان بل انسان له د يو څو پېسو په خاطر غوټې ورکولې ګني نو د هغوي خو خپلو کې یو بل سره نه څه دښمني وه او نه تر بګني نه اریک نه شریک . نه يو ځايې پوله نه پتی عن دا چې یو بل يې پېژندل هم نه خو بيا هم هغوي لکه د لیونو د يو بل غوښو خوړلو او وېنو څښلو ته لیواله وو. ځکه چې د هغوي بالداران د يو بل دښمنان وو او هر یو په دې تکل کې وو چې ځان له نوې غلامان جوړ کړي. دا کوشش وو چې د هغه غلامان او مريان دې د بل نه زيات او هر ځايې کې ډېر وي هر يو د خدايي دعویدار او ځان يې د ټولې مزكي ميراثي واکمن او حقدار ګڼلو ولې چې د هغوي په خيال کې د خدايی کار خو بس د نمر ستورو او سپوږمۍ ښاته او پرېواته دي او د نور هر څه اختیار من او واکداران خو دوي دي ګل روز د خانګل خولې نه په حېرانتيا کتل، چې دا دې څه وايي ځکه چې د هغه په ډېرو خبرو خو هغه هډو د سره نه پوهېده او که د هغه دا خیال نه وی چې ګني خانګل هغه ته ګوري نو هغه به وختي د حجري نه تښتیدلی وو . ځکه چې هغه دا هر څه نور نشو اورېدی- هغه ته خانګل په ریښتیا لېونی ښکاره شو ځکه چې روغ انسان خو داسې خبرې نشي كولي.
وروره ما خونه شپه لېدلې ده او نه ورځ سحر او نه ماښام ... نه سیلی نه باران نه لوږه نه تنده ما خو چغې سورې ما خو چغې سورې، ګړزار ورور ما خونه شپه لېدلې ده او نه ورځ سحر او نه ماښام ... نه سیلی نه باران نه لوږه نه تنده درزار . قیامت انگیر منكير. . ژوند او مرګ يو ځانې او يو وخت کې لېدلي دي.. قیامت انگیر منكير. . ژوند او مرګ يو ځانې او يو وخت کې لېدلي دي. ما نوړۍ په خوله کې اوبه په لاس کې په مورچه کې ولاړ اودس ماتې ته ناست پرتوغاښ لاس کې ښکلي او ښايسته زلمې د هور او وینو په سمندر کې بې ګودره ډوب شوي ليدلې دي. ما به ډېر ځله سترګې پټې کړلې چې دا هر څه ونه وینم ما د يو سپايي دا بې وسي. مجبوري نشوه لېدلې زه به مرګ پسې ګرځېدم خو خدايی خبر چې مرګ ولې مانه ډډه کوله څو څو وارې خو مرګ به زما په خوا کې تېر شو - ما به د هغه د نېولو کوشش کولو خو هغه به هر ځل زما د ترخ نه ووتلو - ما د انسان دا حالت نشو لیدلی هغه انسان چې په مخلوقاتو کې اشراف و اوس د ځناورونه بدتر و -
ګل روزه ما د ېو سپايي په لاس کې د هغه په سېنه پروت د هغه د معشوقې تصویر ولیده چې هغه د ځنکدن په وخت کې هم خپل زړه پورې جوخت نيولی وو - څومره میين وو ،پری چی ظالم مرگ هم د هغه نه د هغه معشوقه هېره نه کړې شوه څومره وعدې به يې یو بل سره کړې وې . څومره ارمانونه او امیدونه به يې په زړونو کې وو - د زر واپس راتللو وعدې د واده لوظونه ..... د کور د آبادۍ ارادې د ښايسته غوټو او ګلونو د سپړدلو ارمانونه او خدايی خبر چې لا نور به يې څه څه په زړونو کې وو - أف! هغه عاجزه به يې لا هغسې د راتلو په طمعه لارې ته ګوري . .. كېدې شي چي بل چا سره يې واده کړی وي . . آخر تر کومې به يې د هغه انتظار کولو . او بیا یوه پېغله به تر کومې د چا په طمع خپله ځواني زړوي . او بیا د پېغلو مینه لکه د نمر پرست هر هغې ځلمي سره مينه کوي چې په مټو کې يې طاقت وي او چې د هغې د وجود د ستړو هډوکو د ژوند ستوماني وباسي زنانه خو هسې هم مجبورې وي نه يې خوله کې ژبه وي او نه يې په مخ سترګې خو مور پلار يې چې د چا په غاړه کړي هغه لکه د څاروی او ګډوري هم هغه پسې په چپه خوله روانه شي.
که د هغې زړه ښه وي او که بدا ځکه چې که هغه څه وايي خو د خاندان ننگ ناموس بدناميږي د مشرانو پگړي په مزکه غورزيږي د پلار نیکه پوزه يې پرېکيږي او نه ورته بیا څوک سیاله وايي او نه څوک پښتنه.
ساعت چپ هغه بیا یو دي هغه لږه ساه واخستله او یو ساعت خاموشه شو،ګل روزه ما هغه څوک وژلي دي چې نه يې زما پلار وژلی وو او نه ورور - نه يې زما پوله وهلې وه او نه يې رانه ځای قبضه کړی وو - ما سره يې هیڅ دښمني نه وه- ما ډېرې پردۍ ښځې کونډې کړې او بچي يتيمان كړيدي ما د اوبو په ځای د انسان وينې څښلې او د ډوډۍ په ځای مې د انسان غوښه خوړلې ده - ما بنيادم لکه ده ورتلو د غوښې د سيخونو په ځايې سنګېنونو کې پېلي د شو - “ لکه چې د څه را يادولو کوشش کوي
گل روزه اشنا مونږ چرته په ناسته په ارام ډوډۍ نه ده خوړلې او نه مو چرته په پرانستو تيوبې غمه خوب کړېدی ځکه چې هر وخت به راسره دا خیال وو چې اوس به د رنګ ساعت له د مخکې تللو حكم وشي او يا به را باندې دښمن د ګولو شېبې ووروي مونږ به په خوب کې هم اکثر روان وو په نالېدلې غرونو، میدانونو کې په ازغو کې په لوړو په ژورو کې مونږ لکه د تبۍ په توده مرکه د واورې په یخو ګټانو ...... او په خوشې هدبرو کې څو څو ورځي نهري نهورې تېرې کړېدي. خو د دې هر څه مو نه چاته فرياد کولي شو او نه مو چاته شکایت ځکه چي مونږ مجبوره وو دغه څه چې مونږ کول زمونږ خوښه نه وه يو ماښام ډوډۍ ته ناست وو چې سمدستي د مخکې تللو حکم راغی ډوډۍ مو په لاس کې وه او لکه د ماشومانو به موترې چکونه وهل- ځکه چې مونږه خپل کلی کور . ورور عزیز، او خپل پردی پرېښودی وو - خو هغه زمونږ په قسمت کې بیا هم په ارام نه وه کله په روانه کله په منډه . کچه ډېره ...... او کله به خو څو ورځې د هغې مخ لیدو پسې ړانده شو ټوله شپه به کله مو په مزل زړهه وچوده ...... کله په غنو کې انښتې کله په خټو کې بوخت . کله په لوړه کله په ژوره . سحر به شو خو سفر به لا ختم نه وو - او دغسې به ټوله ورځ هم تېره شوله خو مونږ به د مجبورۍ نه روان وو - يو خوا ستړې ستومانه او بل خوا لوږه او بیا په میلونو پیاده مزل . ....... د ډوډۍ په ځايې چې به د لوږې نه ډېر بدحاله شو نو يو موټې چنې به راکړې شوې خو بيا هم نه چا کې د شکايت جرأت وو او نه د انکار طاقت ځکه چې د دې دويم نوم مرګ وو - مونږ د خپلو بالدارانو ډېر خوښ وو ځکه چې سره د دومره سختو او تکلیفونو نه مو چرې شکایت کړی وو او نه مو کله انکار کړی وو مونږ پوره وفادار وو او پوره نمک حلال ...... زمونږ بالدارانو به زمونږ په مخکې د جنګ په میدان کې وچې مېوې او په ډبو کې بندې غوښې خوړلې او مونږ باندې به دوه دوه او درې، درې ورځې نهرې تېرېدلې هغوي به په بوتلو بوتلو شرابونه څښل او مونږ به د څاڅکي، څاڅکي اوبو د پاره تړقېدلو - او دا ځکه چې هغوي بالداران وو او مونږ غلامان وو .“
يوه ورځ ستړی ستومانه د لادو بادو پرېوتي پښې مو را ښکلې خو په ظاهره چاق چاق روان وو ، مازیگر نمر زېړی وو - داسې ښکارېده لکه چې نمر هم لکه زمونږ د ټولې ورځې سفر د برمه پرېستي وي- ناساپه مو يو ځايې کې څه په نظر شول کمپني کمانډر سمدستي په لاس اشاره وکړله او مونږ د اشارې سره په مزکه او غزېدو ساه مو راښکلې وه او رو رو غلې . غلې .. چپ چاپ لکه د مار په سينه تو خېدلو او د وېرې او هيبت نه د هر چا په تندي نرۍ خوله را روانه وه د هر چا زړه د مرګ د وېرې په زوره زوره در زېدلو په وېره وېره په توخېدو ، تو خېدو هغې ځاې ته نزدې شو. په کوم ځايې چې زمونږ شک و و - د هغې د سارنې د پاره مو په ويره ويره سرونه وچت کړل غوږونه بوس ښه ساعت هم دغسې لکه د مړو په مزکه بې حرکته پراته و و خوا بل خوا مو غلي غلي کتل خو بیا په هیڅ څه کش کړپ پوه نه شو په مزه مزه مو د مرکې نه سرونه و چت کړل خو حق حیران پاتې شو ځکه چې ه دښمن په ځای د دښمن د سپايانو بې ګوره بې کفنه وازې خولې لاشونه پراته وو.
شنه مچان د هغوي په خولو او پوزو کې بڼېدل يوې ډډې نه يو خو ګندران په يو لاش انخښتي د هغه نه يې غوښې شوکولې د سخت سخابوي د لاسه ټولو پوزې پټې کړلې. خو په داسې حال کې هم بعضې سپايانو د هغوي د جنيونو تالاشي شروع کړله چاله چې څه په څه په لاس ورتلل هغه به يې په جېبونو کې ورمنډول هغوي په دغه لاشونو پورې داسې انځښتي وو لکه ګجۍ چې په مردار و یا سپی به مرخر باندی آخته وي. مونږ لکه د لېوانو د هغوي غوښي شوكولي او هغوي بي وسه وازی خولی پراته مونږ پوري يي خندل لکه چي په چپه خوله يي وييل چې د ژوند څه اعتبار کېدې شي چې د رنګ ساعت له ستاسو هم دغه حال شي او ستاسو په شان څوک لېوني بيا ستاسو جېبونه لټوي
ماسره ولاړ یو ملګري ناساپي منډه کړه او یو دو سیریز کاڼې يي را وچت کړو او لکه د ليوني يې سمدستي منډه کړه زه د وېرې وبوګنيدم وېښته مې زيږ حیران، حیران مې ملګري ته کتل چې خدايی خبر څه پسې يې داسې غټ کانی راوچت کړو او چې څوک پرې ولي- زما او د هغه سترګې ولګېدې . هغه موسکی شو هغه د یو مړي سرته د پښو په سر کښیناست زه هم په هغه ورټيټ شوم چې دې څه کوي؟ د مړي خوله وازه وه يو شين ملخ د هغه سپېږمو نه والوته او مخامخ د مړي په خوله کې د سرو غاښ نمر ته وځليده زه ور ېږدېدم ...... سترګی می پټې کړلی توبی می ایستلي پټې . انسان څومره ځیګرور دی څومره ذلیل دی څومره پرېوتی او څومره ناکاره دی چې د يو څو پېسو د پاره خپل دین خپل ،ایمان خپل تن او خپل عزت خرڅوي عن چې د پېسې د پاره مړي هم شرموي زه رچ و اخستم د کړس آواز وشو ما چې ترګې وغړولې او شاته مې وکتل نو هغه د مړي د جامې نه هغه د سرو غاښ اېستلو - ما بيا سترګې پټې کړلې ربه دا انسان خو د ځناورو نه هم بدتر شو - د ده په نوم خو انسانیت شرمیږي. زه دې فکر کې ډوب وم چې د کمپني کمانډر چغه مې تر غوږو شوله په مزكه وغزېږي او د آواز سره په آسمان کې د جهازونو غړمبار شو مونږ ټول په مزكه وغزېد و خو هغه بدبخته انسان لا هغسی د مړي د جامې نه د سرو غاښ وېستلو کې اخته وو هغه نه د کمپني کمانډر چغې اورېدلې او نه په آسمان کې د جهازونو غړمبار..... جهازونه راغوټه شول او بيا د ګولو داسې کړې وږې شيبې او پړقار شو لکه چې په بټ کښی د جوارو دانې بې واره پړقیږي یو ساعت پس جهازونه واپس شول مونږ هم په وېره وېره د مزکې نه پورته شو جامې مو وسنډلې ګېر چاپېره مو وکتل ځانونه مو و شمیرل خو یو راکې کم وو ناڅاپه مي خيال هغې ملګري ته شو چې د مړي نه د سرو غاښ په وېستلو اخته وو -
هغه د هغې مړې د پاسه نسکور پروت وو - سر يې لکه د مات کنډول چوري چوري او مازغه يې تس نس په مزکه لکه د نوستولې وړوو پراته وو. خود مړي د سرو غاښ د هغه په لاس کې ځليده خو خدايی خبر چې خپل څو غاښونه يې دانه وانه شوي وو - د وینو سېلاب د هغه د ماتې کپړۍ نه داسې روان وو لکه د مات شوي منګي نه چې اوبه روانې وي د مړي کنډاسه خوله هغه شان وازه وه لکه چې د هغه په مرګ او بې غرضه او بې وسه ورځ يې په بړق بړق خندل.
ګل روز په غوږونو کې ګوتې ورکړلې او چغې يې کړلې بس بس خانگله چپ شه ګنې زه به لیونی شم بس نور څه مه وایه ...... زه نور څه نه شم اورېدي بس کړه بس کړه.
خانګله هغه په چغو چغو لګیا وو -كم عقله ته يې اورېدې نه شي او ما دا هر څه په دې خپلو ګنهګارو لېدلي او کتلي دي او بيا هم را نه تپوس کوې چې ته چپ ولې يې؟ ته غږ ولې نه کوې؟ ستا هغه شوخي او مستي څه شوه خانګل سر راپورته کړو خو حجره خالي وه هغه وليدل چې ګل روز په منډه د حجرې د دروازې نه ووتلو او دروازه يې په درز ځان پسی را پورې کړله.
خانگل کټ کښي کېناست او بړق بړق يي په زوره ځان سره و خندل.......
۵
ليکوال: جي جی لوريمر (لړم پيرنګی)
پښتو ليکدود: مصطفی کمال
د وزيرو د ژوند قېصه
زه صاحب تلی وم. جاني خېل، بکه خېل منصف ته بوتلی وم. د دوی مقدمه وه په ما باندې. بيا يو سړی ما ته وغږېده چې " يو کس په تندي باندې وهلې يم. بيا مې د دې پوښتنه وکړه چې "چا وهلی يې؟". ده ووې چې خپلې ښځې وهلې يم. ما ووی چې " څه وجې نه یې وهلې يې؟". ده ووی چې؛
داسې یې وهلې وم چې زما څلور تربوران وو. بيا هغوی خور ما ته راکړه. بيا مې دې سره ګوزران کوه.بيا يوه شپه زه د خوب نه بیدار شوم. ښځه په تمبه ووته. بيا ما ته شک پرېوتو چې دا ښځه په چا ميينه ده. بيا مې توره راووېسته، ورپسې روان شوم. بيا چې دا وم ور روان او تياره وه ډېره مخې ته. بيا روانه شوه، د کلي نه ووته. په خوشي کاڼيز میدان روانه شوه. اٰخر یې مزل ډېر وکړو. بيا په يو ځای چې د دې سړی ناست دی، اس یې تړلی دی. بيا دا ورغله هغه سړي ته. چې وغږېدله ورته یې ووې، که نمړۍ خورې، درته راوړې مې ده. ده ووې چې لاس مې مردار دی. په لاس کې جام دی. رواخله چې لاس ووينځم، نمړۍ وخورم. دومره ونشوه، اوبه یې راوړې ودغه ته. د دې مېړه چې وم، روان شوم او دې ناست دی. هغه پورې، اوواهه په توره، چې سر یې وغورزېده. چې دې اوبه راوړې، دې مړ و. د ښځې مېړه هغه ځای نه اخوا شوی وم، چې ښځه ما و نه ويني. چې دا ورغله. دې چغه وکړه، چې د خدای د پاره يو ځل خو غږ وکړه. ده غږ نه کو، چې دا ښځه به مې مړ کړي چې غږ وکړم. بيا چې دا مړی ښځې په اس وتړه، اس یې روان کړو، په خپله مخه لور شو او مېړه کور په لوري روان شو او دا پسې روانه شوه. دومره دې رسېدلی نه و، چې دا ورسېده و کور ته. بس دا کور ته ورسېده. ډېره ضعيفه، خفه وه. سبا دې روان شو، مېړه یې ، چې زه پوښتنه وکړم چې يو سړی په خوشي ځای کې مړ دی، چې د چا مېړه دی او څوک دی؟ دا وګرځېده، د مېړه پته و ده ته معلومه نه شوه. دې راغی و کور ته بيا. څنګه یې تېره کړه چې ښځه مې اوس مړه کړې. يوه شپه ده ورته ووې چې "تماکو راکړه". دې ووې چې په کوټه کې تياره ده. ده ورته ووی چې خوشې ځای ته تلې، ور هم وړاندې، نو په هغه نه تياره، په کوټه کې خو نه ده. دې ووی چې "ما ته معلومه نه وه چې زما هغه اشنا تا مړ (کړی) دی". دومره و نشوله، هغه د مېړه توره یې راواخسته، مېړه یې ورونيوه. څانګه یې ورته برابره کړه، و یې وهله. دې پرې ورغی، و یې وهله، په څانګه په نس کې. چې دې په نس څانګه اووتله، هغې ډېر زور وکړو، توره یې ورسېدله، په تندې یې ووهو. ده غږ وکړو، و وروڼو ته (یې )، چې "تربورو راشي مړ یې کړم". دوي ورغلل دې یې په څانګه کې نيولی و. ورور یې ترې وښکو. دا یې اووهله، مړه یې کړه. ده د دې مېړه نه پوښتنه وکړه چې "زمونږ خور څه وجې نه مړه شوه؟". ده ورته ووييل چې "په يو خوشي ځای کې مې د سړي سره ليدلې وه. او سړی مې مړ کړو او راته معلوم نه شو، چې څوک و"؟
۶
ليکوال : همدرد يوسفزی
کتاب: نوکارې څهرې
ډاډا بلوچ
ښه مې ياد شي زه او زما ملګری کليم جان به پنځم کې و . مونږ ګورنمنټ بوايز سکول کې سبق ويلو . زمونږ د پرايمرۍ سکول شفټ به د غرمې نه پس و . سبقونه چرته و . مونږ به سهار پاڅيدو او دغه کوڅو کې به مو لوبې کولې . ګير چاپيره د بلوچو ابادي وه ، زاړه زاړه کورونه وو . اکثر کورونه هم نه و بس هسې د يو ځای نه به د اوړو بوجۍ ځوړندې وې . زيات تر خلک مزدورکار وو . د دغه محلې تر ټولو زيات شتمن به هغه سړی و چې خپل خر ګاډۍ به ورسره و او يا به يې د کور ديوالونه پاخه و او لپاسه په چت به د سيمټو پترۍ پرتې وې . دغلته سخا سخا کوڅې وې چې هر وخت به د نالو د اوبو نه ډکې وې . دغه سيمې ته به خلکو کوييله ګودام وييلو خو وجه تسميه څه وه هيڅوک خبر نه و . ټولې نهه لس کوڅې وې او هره کوڅه باندې سرکار دومره قدرې کړې وه چې کوڅې نمبر پرې ليک و . د بلوچو دغه کالونۍ کې زمونږ د پښتنو دوه درې کوره و . دا څنګه دلته راغلي و . دا هم جدا قيصه وه . يوه کورنۍ د دير وه چې د هغه زوی به قيصه کوله چې زما نيکه نواب صاحب شړونکی کړې و .زما نيکه باندې څوک د لوی کورنۍ جينۍ ميينه شوې وه نو هم دغه سوب و چې نيکه مې کراچۍ ته راوتښتېدو . دويم کور د بپۍ د هزارې د خلکو وچې سړو به يې د لنډۍ کار کولو زما ملګری کليم د دغه کورنۍ و . او دريم کور زمونږ و . چې زما پلار هم د مزدورۍ لپاره کراچۍ ته راغلې و . هغه به قيصه کوله چې کراچۍ کې يو وخت ډېر باران شوې و . دا هر څه ډوب شوي و . د بهټو دور و نو بهټو مونږ له دغه د يو يو کور د پاره درې درې مرلې زمکه راکړې وه . او مونږ پرې دغه جونپړۍ ابادې کړې وې . ټوله محله کې غني بايي هغه سړی و چې هغه کره ګيس هم و او ورکره د اوبو نه د واروې جوړلو مشين هم و . چې غني بايي به ماښام کور ته راغې نو مونږ به په يوه منډه د هغو کره لاړو او هغه به راله د خپل فريج نه واواره راکوله . غني بايي د فوټبال زوړ کهلاړې پاتې شوې و.
يو وخت داسې وشوه چې د کليم يو ماما د کلي نه راغی . په عمر کې به زمونږ نه شپږ ووه کاله مشر و کليم او د هغه خويندو ورڼو به ورته جاجو ويلو، جاجو نری نروچکی شان هلک و کلي کې به د مانيارۍ دکان کولو هغه ښکاري و مونږ ته به يې د ښکار قيصې کولې . په دغه قيصو قيصو کې هغه مونږ ته د کوړکۍ ( يوه اله وي چې ژوندي مارغان پکې نيولي شي .) چل راوښودو بلکې يوه کوړکۍ يې راته جوړ هم کړه . دغه د ليارۍ ندۍ په غاړه بلا ډېر د مېښو فارمونه و چې خلکو به ورته واړۍ وييلې .هلته به ښاروګانې راتلې مونږ به د ميښې په خوشيانو کې چنجي اوکتل او هغه چنجي به مو په تار کې اوپېرل. هغه به ژوندي و او سرونه به يې ړقول . بيا به مو کوړکۍ سره اوتړل او کوړکۍ به مو چل کړه . لږ ساعت پس به چې د خارو ګانو سېل راغې نو مونږ به ورته پټ ناست و . دې کې به سيل په يوه منډه پاڅيدو . مونږ به چې په منډه منډه کوړکۍ څنګ ته لاړو نو يوه خارو به انښتې وه . زر زر به مو ازاده کړه او په بډه به مو کړه . د دويم ښکار لپاره به مو بيا کوړکۍ چل کړه . او داسې به مو نيم ساعت کې بله خارو هم اونيوه . د کور د خلکو د ويرې به مو خارو کورته نه وړه . خو په لاره کې به يو بلوچ کاکا چې په" ډا ډا " مشهور و .هغه به دغلته چولې خرڅولې .د ډاډا کور په ګلي نمبر نو کې و او د هغه يک يو زوی و چې د کی پي ټي په فټ بال ټيم کې کپتان و او د محلې خلکو به ورته ډېر په احترام کتل ځکه چې اخبار کې راغلي و چې زمان بلوچ به ډېر زر پاکستان فټ ټيم د پاره منتخب شي .د ډاډا چولې په ټولې محله کې مشهورې وې او اکثر به ترې خلکو د اينګولي په توګه په شاپر کې کورونو ته اوړې . ډاډا به دغه غريب خلکو سره قرض دار هم کولو او هر وخت به برې ګنه وه. هغه به چې زمونږ راښکلې بډې ولېدې نو ټول کار به پرېښودو او نيغ به راغې راته به ويل
" اړی وه خان کی اولاد کیا لايی هو “ مونږ به وې دو عدد مينا ... هغه به زر زر جيب ته لاس کړو او لس روپۍ به راويستې او په مسکا به وييل "خان کی اولاد نکال یه پیسه لی لیں “
او مونږ به زر زر د بډې نه ښارو راويستې هغه له به مو ورکړې هغه به د ښارو په سر لاس راښکلو بيا به سينې پورې لږ ساعت کلکې ونيوې سترګو ته به يې نژدې کړې ، ښکل به يې کړې او بيا به يې په چغه وی "جا بچی اړ جا “ او لږ ساعت پس به ښارو ګانې په هوا کې والوتې او غايبې به شوې . تر څو به چې ښارو پناه شوې نه وې ډاډه به اسمان ته کتل او چې ښارو به پناه شوه نو د هغه وړې وړې سترګو کې به د خوشالۍ وړانګې ښکاره شوې .کله کله به يې خو مونږ ته د لسو روپو سره سره يو يو پيلټ چولې هم مفت راکړې . خو عجيبه دا وه چې ډاډا چرته هم مونږ د دغه کار او ازار نه منع کړي هم نه و . ماته ياد شي يوه ورځې یې مونږ ته وی " ازادې لويي نعمت دی مونږ خو غلامان يو زه خپل قوم له ازادي نه شم ګټلې نو خارو چې ستاسو نه په بيعه واخلم او ازاده کړم نو زما روح خوشحاله شي . ګورې بچو چې کومه ورځ زه نه ووم نو بيا به دا کار نه کوې ښه !!! ازار دی ازار ... مونږ به ورته وې "ډاډا لکه سبا به ته پيسې نه راکوې زمونږ ښاروګانې به نه اخلې "؟ هغه بع موسکی شو چې او راته به ويل "تر څو زه ژوندی يم تاسو راوړې خو چې مړ شم نو بيا نه کنه . دا خو عاجز مخلوق دی ښېرې به درته اوکړي "مونږ دغه وخت ازادي ، غلامي ، دعا او ښېرې څه پېژندې ....
وختونه دغسې تيريدل د ښاروګانو د غلامۍ او ازادۍ خوږه قيصه هغه وخت ورانه شوه چې يوه ورځ د کليم بابا خبر شو هغه د دغه ازار نه قلار شو او زه يوازې پاتې شوم خو بيا هم زه هغه شان ازاري وم . او دغه دوه درې ښاروګانې به مو نيولې او د ډاډا دغه مينه ناک منظر به مې ليدو .د هغه د بډۍ د جيب نه لس روپې راغستل ، خارو په سر لاس راښکل ، هغه سينې پورې جوختې نيول هغه ښکلول او بيا په يوه تيره چغه "جا بچی اړ جا " هغه ښارو د اسمان په لور پرېښودل او بيا تر ډېر ساعته دغه ښارو د اسمان په لمنو کې څارل ، دغه د ژوند او مينې نه ډک منظرونه و . څه موده پس چې بلوچستان حالات خراب شو . نو ډاډا خپل کلي مکران ته لاړو . ما ښارو نيولو نه بس کړل خو دا وه هره ورځ به مو د ډاډا تپوس کولو . د هغه ښځې له نه اردو ورتله نه بله ژبه چې زه پرې پوهيدم . زه به لاړم ما به وې " ماسي ډاډا نهي ايا "؟ هغې به سر ښکته کړو او بيا به يې په نه کې وڅنډو خو زه به هفته کې يو وار د ډاډا تپوس له ضرور ورتلم . دوه درې مياشتې هم داسې تېرې شوې . يو ورځ چې زه لاړم نو کور کې يې ګڼه ګوڼه وه . زه د کوڅې سر ته غلې ولاړ ووم . يو بلوچ ځوان بل بلوچ ځوان ته وې . ډاډا پته نه څه شو ؟ د درې مياشتو نه غايب دی . او بيا يې ماته اوکتل ما داسې ځان نانګاره کړو چې زه څه نه اورم هغه غلي شان په خپله مخصوصه بلوچۍ لهجه اردو کې وييل .
“اړی اسحاق بايی سنا هی ڈا ڈا انڈیا کیليی کام کرتا تھا ۔ اکومت نی غايب کردیا هی “ بھايی غلام عباس بتا رها تھا مار دیا هی ڈا ڈا کو “” او ما وې چې چا زما ټوله بډه د ښاروګانو نه ډکه کړه . او اغستو والا يې هيڅوک نشته.
۷
لیکوال: ګل اﻓﻀﻞ ﺧﺎﻥ
سور چیټ
ﺷﻤﺸﻮ ﺗﯧﺮﻩ ﮐړﻩ ـ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ډﮐﻲ ﺩﻭﻻ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺩﻭﻩ ﺩﺭﯤ ﻣﺎﺕ ګوډ کټوﻧﻪ ،ﺩﻭﻩ ﺩﺭﯤ تیبخنې ﺩﺭﺑړی ﻟﮑﻪ ﺗﺮﻧګړﯤ ﺑړﺳﺘﻨﯥ، ﺩ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺩ ﻭﺧﺖ ﻳﻮ ﺯﻭړ د ټاﮐﻮ ډﮎ ځای ﭘﻪ ځای ګنډلي ﺭﺍټوﻝ ﮐړی ﺷﻮی ﻟﮑﻪ ګﻮډی ﻣﺸﮏ،ﻳﻮ څو بېﺟﻴﻮ، ﺑﯥ څنډو ﻣﺎﺗﯥ ګوډﯤ ﺧﺎﻭﺭﻳﺰﯤ کټوۍ ﺍﻭ ﺗټ ﭼﺎﻧړ ﭘﺲ ﺩﺍ ﻫﺮڅه ﭘﺮېښي ﺩﻩ ـ ﺍﻭ ډﯦﺮ ﺍﺭﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺯړﻩ کې ﻳﻮړﻝ ـ ﭼﯥ ﻳﻮ په کې ﺩ ﺩﻭﻻ ﺩ ﻧﺎﻭﯤ ﻧﻪ ﺑﻨﺎﺭسۍ ﺍﻭﭼﺘﻮﻝ ﻫﻢ ﻭﻭـ
ﺍﻭﻝ ﺑﻪ ﺷﻤﺸﻮ ﭘﻪ ﺑټ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻭﻩ ،ﺍﻭ ﺩﻭﻻﺑﻪ ﭘﺎڼه ﻭﻳﺸﺘﻪ ـ ﻭﻟﯥ ﺍﻭﺱ ﺩﺷﻤﺸﻮ ځای ﺩﻭﻻ ﻧﻴﻮلی ﻭـ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻭﻻ ﭘﻪ ځای ﺑﻪ ممنی ﺍﻭ ﺍړﻭنی ﻻﺱ کې ﻧﻴﻮلي ﻭﻭـ ﺍﻭ ﺩی ﻣﺎﺭ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﻮټی ﻣﻮټی ﭘﺎڼه ﻭﻳﺸﺘﻪ ـ
ممنی ﺩ ﺩﻭﻻ ﺩ ﻭﺭﻭﮐﻮﺍﻟﻲ ﻳﺎﺭ ﻭﻭـ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﻭﻻ ﺩﺍﺳﯥ ﻭﻭ ﻟﮑﻪ ﺍﺳﻤﺎﻥ ـ ﺍﻭ ﺩﺍ ځکه ﭼﯥ ممنی ﺩ ﺩﻭﻻ مخکې ځان ﻧﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺧﺎﻭﺭﻩ ﺟﻮړﻩ ﮐړﯤ ﻭﻩ ـ ﻫﻐﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ ﻭﺭځ ﻧﻪ ﻭﻩ ﭼﯥ ﺩﻭﻻ ﺑﻪ ﭘﺎڼو ﻟﻪ ﺭﻭﺍﻥ ﻭﻭ ـ ﺍﻭ ﺩ ﻳﻮ ﺧﻮﺍ ﺑﻪ ﻭﺭﺳﺮﻩ ممنی ﺗﺮﻧګړﯤ ﭘﻪ ﻻﺱ ﺍﻭ ﺩ ﺑﻞ ﺧﻮﺍﻧﻪ ﭘﻨډ ﭘﻪ ﺳﺮ ﺭﺍﺭﻭﺍﻥ ﻧﻪ ﻭﻭـ ﭘﻪ ﻣﻤﻨﻲ ﺧﭙﻞ ﭘﻼﺭ ﻗﻠﻨﺪﺭ ﮐﻼﻝ ﺧﭙﻠﯥ تڼۍ ﺷﻠﻮﻟﯥ ﻭﯤ ـ ﭼﯥ ګنې ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ﺧﻮ ﺑﻪ ﺭﺍﻟﻪ ﺩﻣﻪ ﺭﺍﮐړﻱ ـ ﺍﻭ ﺩ ﻟﻮښو منګو ﭘﺠﻪ ﺑﻪ ښاﺭ ﺗﻪ ﻭﺭﺳﻮﻱ ـ ﻭﻟﯥ ﻣﻤﻨﻲ ﻫﻐﻪ ﮐږه ﻭنه ﻭﻩ ﭼﯥ ﺟﺮړﯤ ﮐﻮﺭ ﺍﻭ ﺳﻮﺭی ﻳﯥ ﺑﻬﺮ ﻭﻭـ ځو څو ځله ﻳﯥ ﺩ ﭘﻨډ ﺩ ﻻﻧﺪﯤ ﺭﺍﺭﻭﺍﻥ ﭼﯥ ﭘﻼﺭ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻭﺭﺍﻳﻪ ﺗﺮ ﭘﺎﻣﻪ ﺭﺍﻏﻠﻮ ﻧﻮ ﭘﻨډ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﺰﮐﯥ ﺗﻪ ﺭﺍ ﻭﺑﻐﻮﻟﻮ ،ﺍﻭ ﻭﺍﺑﻪ ﻳﯥ ﭼﻮﻟﯥ ـ ﭘﻼﺭ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﺭﭘﺴﯥ ﺗﺮ څه ځایه ﭼﻤﺎﻥ ﭘﻪ ﻻﺱ ﻧﺎﭘﻠﺘﯥ ﭘﻪ خوله ﻭﺭﺧﻼﺹ ﻭﻭ، ﺧﻮ ممنی ﺑﻪ ﭼﺎ ﺭﺍړﻭلی ﺷﻮـ ﭘﻼﺭ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻫﺴﯥ مټې لینګي ﺳﺘړﻱ ﮐړﻩ ـ
ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻣﻨﻨﻲ ﺩ ﺩﻭﻻ څنګ ﻧﻴﻮلی ﻭ ـ ﻭﺭځ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑټ ﺍﻭ ﺷﭙﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺑټ ﭘﻪ ﻏﺎړﻩ ﺗﯧﺮﻭﻟﻪ ـ ﺩﻭﻻ ﺩﯤ ﻣﻠﻐﭙﻪ کې ﺳﺎتلی ﻭﻭـ ﭼﯥ ﺷﭙﻪ ﮐﻮﺭﺗﻪ ﺍﻭړﻭﻡ ـ ﮐﻠﻪ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺷﭙﯥ ﺩﻟﻨﺪﻱ ﺗﻮﺕ ﺣﺠﺮﻩ کې ﺩ ﺭﺑﺎﺏ ﻧﺮﻱ ﺗﺎﺭ ﺳﺮﻩ منګی ﻭهلی ﺷﻮ ﻧﻮﺩ ﻣﻤﻨﻲ ﺑﻪ ﻫﻢ ﭘﻮﻧﺪﯤ وګرېدې ،ﺍﻭ ځاﻥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﺭﻭﺭﺳﻮﻟﻮـ ټوﻟﻪ ﺣﺠﺮﻩ ﺑﻪ ﺩﺭﭼﻖ ﻭﻩ ، ﺧﻮ ﺩ ﭼﺎ ﺩ خولې ﻧﻪ ﺑﻪ ﺳﻮڼ ﻗﺪﺭ ﻟﻪ ﻧﻪ ﺧﺘﻮ ـ ﻣﻨګی ﺑﻪ ګوﺟﺮﻱ ښو کې ﺭﺍګېر ﮐړی ﻭﻭـ ﺍﻭ ﺳﺮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺮﯤ ﺩﺍﺳﯥ ﺭﺍﻏﻮﺭځولی ﻭﻭ ﭼﯥ چڼه ﺑﻪ ﻳﯥ ښکارېده ﺍﻭ ﺳﺮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ښکاﺭېدﻭ ـ ﭼﯥ ﺩ ﻣﻤﻨﻲ ﭘﻪ ﺭﺍﺗګ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺣﺠﺮﻩ کې ﺍﺥ ټوﺥ ﻭﺷﻮ ﻧﻮ ګوﺟﺮﻱ ﺑﻪ ﺳﺮ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻭ ﺍﻭ ﻣﻤﻨﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ځای ﭘﺮېښوﺩﻭ ـ ﮐﻪ ګﻮﺟﺮی منګی ﻭﻫﻠﻮ کې ډﯦﺮ ﺑﺪ ﻧﻪ ﻭﻭـ
ﭘﺬﻳﺮی ﻗﺼﺎﺏ ﺧﻮ ﺑﻪ ﭘﻪ ټوخېدﻭ ﺧﺮﻧﺠﻴﺪﻭ ﻫﻠﻪ ﺣﺠﺮﯤ ﺗﻪ ﺭﺍﻧﻨﻮﺗﻮ ﭼﯥ ګوﺟﺮﻱ ﺑﻪ ﻭﺍﺭ ﺗﯧﺮ ﮐړی ﻭﻭـ ﺭﺑﺎﺏ ﺑﻪ ﺩ رحیمي هټۍ وال زوی بلا وهلو، ﺑﻼ ﻣړنی ﻭ په کې ـ ﺁﻭﺍﺯ ﻫﻢ ﻭﺭﻟﻪ ﺭﺏ ﺑﺎﭼﺎ ډﯦﺮ ښه ﻭﺭﮐړی ﻭﻭـ ﭼﯥ ټپه ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟړﻩ ﮐړﻩ ﻧﻮ ﺁﻥ ﺩ ﺭﺍمي ﺑﺮﺝ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﺍﻭﺭېدی ﺷﻮﻩ ـ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﺑﺎﺑﺎ ﮐﻪ ﺩ ﺳﻠﻮ ﺍﻭړېدلی ﻭ، ﺧﻮ ﻳﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺯړﻩ ځوﺍﻥ ﻭ ﺍﻭ ﻳﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﺠﻠﺲ کې ډﯦﺮ ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻭﻭ، ﭼﯥ ﺩ ﺟﻤﺎﻋﺖ ﻧﻪ ﺑﻪ یې نېغ ﺩﻟﺘﻪ ځاﻥ ﺭﺍﺭﺳﻮﻟﻮـ ﺗﺴﺒﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺟﯧﺐ ﺗﻪ ﮐړﯤ ـ ګرېوﺍﻥ کې ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻮﺳﺘﺊ ﭘﻮﮎ ﻭﻫﻞ ﺍﻭ ځاﻥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭼﺮﺗﻪ ځای ﮐړﻭـ
ممني ﺑﻪ ﭼﯥ منګي ﺗﻪ ﭘﺮﻟﺖ ﻭﻭﻫﻠﻮ ﻧﻮ ﺣﺠﺮﻩ ﺑﻪ ﺩﻡ ﺷﻮﻩ ـ ﺩ ﺑﺮﺟﻤﺎﻋﺖ ﺳﻮﺍﺗﻲ ﻣﻼ ﺑﻪ ﺟﻮﻣﺎﺕ کې چڼو ﺗﻪ ﺳﭙﻮﺭﯤ ﺳﺘﻐﯥ ﺷﻮﺭﻭ ﮐړﯤ ـ ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﻣﻮ ﭘﺲ ﭘﺲ ﺟﻮړ ﮐړی ﺩی ،ﻟﻌﻨﺘﻴﺎﻧﻮ ﺩﭘﺎﺳﻪ ﻧﻴﻤﻪ ﺷﭙﻪ ﺷﻮﻩ ﺧﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﮐﻮﺭﻱ ﻭﺍﭼﻮﺉ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ سترګه پټه کړو.
ﺳﻴﺪ ﺍﮐﺒﺮﻱ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺩﺭمند کې ﭘﻪ ﺍړﻭﻟﻲ ﮐټ غځېدلی ﻭﻭـ ﮐﻮﺭﺗﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﻳﺴﺘﯥ ﻭﻩ ،ﻣﺎﺷﻮ ﺑﻪ ﺗړﮐﻮﻟﻮ ﺧﻮ ﭘﺮﻭﺍ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻭﻩ ـ ممنی ﺑﻪ ډﯦﺮ ﺗﺎﺭ کې ﻣﻨګی ﺳﻮﺭ ﮐړی ﻭﻭ ،ﺳﺘرګې ﺑﻪ ﻳﯥ پټې ﻭﯤ ،ﺳﺮ ﺑﻪ ﻳﯥ ځوړﻧﺪ ﻭﻭ، ﺍﻭ ﭼﯥ ټپه ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟړﻩ ﮐړﻩ ﻧﻮ ﺳﺮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺭﻭﺳﺘﻮ ﻻړﻭ ﺍﻭ ﺩ ﻣﺮۍ راښکلي رګونه ﺑﻪ ﻳﯥ ښکاﺭﻩ ﺷﻮﻝ ـ
ﺩﻭﻻﻟﻪ ﺑﻪ ﺩ ﮐﻠﻲ ﻭﺍړﻩ ﺯﺍګه، ﻟﻮی ﻭﺍړﻩ ټوﻝ ﺭﺍﺗﻠﻞ، ﭼﺎ ﺑﻪ ﭼﯥ ﺟﻮﺍﺭ ټوﮐﺮۍ کې ﭘﻪ ﺳﺮ ﺭﺍﻭړﻝ، ﭼﺎ ﺑﻪ پچۍ کې ﻧﻴﻮﻟﻲ ﻭﻭ، ﭼﺎ ﺑﻪ ﺩ ﻟﻮپټې پيڅکي ﭘﻮﺭﯤ ﺗړﻟﻲ ﻭﻭ ﺍﻭ ﺩ څو ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ځولۍ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻧﺴﻮ ﺗړﻟﯥ ﻭﯤ ﭼﯥ ﻣﺎﺗﻪ ګوډه ﮊﺑﻪ کې ﺑﻪ ﺩﺍ ﻫﻢ ﻭﻭی ﭼﯥ ﻣﻮﺭ ﻣﯥ ﻭﺍﻳﻲ ﭼﯥ ګوری ﺣﻖ ﺩﯤ ﮐﻢ ﻭﺍﺧﻠﻲ ـ
ﺩﻭﻻ ﺑﻪ ﺩ ﻫﺮ ﭼﺎ ﻧﻪ ﺩ ګس ﻻﺱ ﭘﻪ ﻟﭙﻪ ﺣﻖ ﺍﺧﺴﺘﻮ ﺍﻭ ﻳﻮ ﺑﯥ څنډﻭ ﺷﮑﻮﺭ کې ﺑﻪ ﻳﯥ ﻏﻮرﺯﻭﻟﻮ ـ ﺩ ﺧﺮڅ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ ﮐﻨډﻭﻝ کې ﺗﻴﺎﺭﯤ ﻧﻴﻨﯥ ﻫﻢ ﺍيښې ﻭﯤ ـ ﺧﻮ کلی ﻭﻭـ ﻧﻴﻨﯥ ډﯦﺮﯤ ﻧﻪ ﺧﺮڅېدﯤ ﭼﯥ ﺑﭻ ﺑﻪ ﺷﻮﯤ ﻧﻮ ﻣﻤﻨﻲ ﺑﻪ ﺳﺘﻮﺍﻥ ﮐړﻝ ﺍﻭ ﺗﻠﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﺮﻳﻨﻪ ﺍﭼﻮﻝ ـ
ﺩﻣﻤﻨﻲ ﻳﻮﻩ جینۍ ﭼﯥ ﺩ ﺳﻮﺭ ﭼﻴټ ﺟﺎﻣﯥ ﻳﯥ ﻭﯤ، ډﻳﺮﻩ ﺧﻮښه ﻭﻩ ـ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﻭﺧﺖ ﺑټ ﻟﻪ ﺭﺍﺗﻠﻪ ﭼﯥ ﻧﻤﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻏړﻏړﻩ ﻭﻭـ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﺟﻴﻨﮑﻮ کې ﻣﻤﻨﻲ ﺗﻪ ﻟږه ﻫﻮښیاﺭﻩ ﺍﻭ ﭘﻮﻩ ښکاﺭېدﻩ ،ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻮښیاﺭﺗﻴﺎ ﺩﺍﺳﯥ څرګندوله ﭼﯥ ډېرﯤ ﺧﺒﺮﯤ ﺑﻪ یې ﻧﻪ ﮐﻮﻟﯥ ـ ﺑﺲ ﻧﻴﻨﯥ ﮐړﯤ، ټوﮐﺮۍ کې ﻳﯥ ﺍﭼﻮﻟﯥ ﺍﻭ پښې ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﻳﺴﺘﯥ ـ ﮐﻠﻪ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻻ ﭼﺎڼ ﻧﻴﻢ ﻧﻴﻨﯥ ﺑټ کې ﭘﺎﺗﯥ ﻭﯤ ﭼﯥ ﺩ ﻟﻮپټې ځولۍ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺳﻴﻨﯥ ﭘﻮﺭﯤ ﺭﺍﺟوﺨﺘﻪ ﮐړﻩ ،ﭘﻪ ﺗﻮﻝ ﺑﻪ ﺧﻼﺻﻪ ﺷﻮﻩ ـ ﺩﻭﻻ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭼﻐﻪ ﺭﺍﻭﺍړﻭﻟﻪ ﺍﻭ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﯤ ﻧﻴﻨﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻨﺪﺍ ﺧﻨﺪﺍ ځولۍ ﺗﻪ ﻭﺭوﻏﻮﺭﺯﻭﻟﯥ ـ
ﺩ ﻣمني ﺑﻪ ﺩﯤ ﻭﺧﺖ کې څه ﺩﺍﺳﯥ ﺗﯧﺮ ﺷﻮ،، څوﻣﺮﻩ ﮐﻢ ﻧﺼﻴﺒﻪ ﻳﻢ ﭼﯥ ﺩ ﺩﻭﻻ ﭘﻪ ځای ﺯﻩ ﻭی ،ﻧﻮ ټوﻟﻮ کې ﺑﻪ ﻣﯥ ﻭﺭﻟﻪ ﺭﻭﺳﺘﻮ ﻭﺍﺭ ﻭﺭﮐﻮﻟﻮ ﺍﻭ ﺩﺍ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻳﻞ ﭼﯥ ﻻ ﺑټ ﺗﺎﺅ ﻧﻪ ﺩﯤ ﺧﻮړﻟﯥ، ﻟږﻩ ﺣﺼﺎﺭﻩ ﺷﻪ ﭼﯥ ﺗﻮﺩ ﺷﻲ، ﭼﯥ ښې ﮐﺮﺳﻨﺪﯤ ﻧﻴﻨﯥ ﺩﺭﻟﻪ ﻭﮐړﻡ ـ
ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺩ ﻭﺭﺍﻳﻪ ﺭﺍښکاﺭﻩ ﺷﻮﻩ ﻧﻮ ﻣﻤﻨﻲ ﺍﻭﻝ ﻫﻐﯥ ﺗﻪ ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺩﻭﻻ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ ـ ﺩ ﺩﻭﻻ ﻻﺱ کې ﺩ ډﮐﻮ ﻣﻮټۍ ګډﻩ ﻭډﻩ ﺷﻮﻩ ، موسکی ﺷﻮ ﺍﻭ ﻣﻤﻨﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺍﻭﻭی، ﭘﺎڼه ﻭﻟﻪ ممني، ﺑټ ﺭﺍﺗﻪ ﺳړﻳږﻱ، ﻣﻤﻨﻲ ﭘﺎڼه ﻭﻭﻳﺸﺘﻪ ﺩ ﺑټ ﻣﻮﺭ کې ﻳﯥ ﻭﮐﺘﻞ ﺍﻭ ﺍﻭﺭﻟړﻭﻧﯥ ﻳﯥ په کې ﺗﺎﺅ ﮐړﻭ، ﺩ ﺍﻭﺭﻟړﻭﻧﻲ ﺳﺮ ﻟﻤﺒﻪ ﻭﻧﻴﻮﻩ ،ﺩﻩ ﺑﻬﺮ ﮐړﻭ ﭘﻪ ﭘﻮﮐﻲ ﻳﯥ ﻣړ ﮐړﻭ ﺍﻭ ﺩ ﺑټ ﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ څنګ کېښودو، ﺍﻭﺭ ﻟړﻭﻧﻲ ﻧﻪ ﺩ ﺷﻴﻦ ﻟﻮګی ﻟﻮﺧړﻩ ﻫﺴﮑﻪ ﺷﻮﻩ ﺍﻭ ممني ﺩﺩﻏﻪ ﻟﻮګي ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﺷﻮـ
ﮐﻪ ﺩ ﻣﻤﻨﻲ ﻭﺱ ﻭی ﻧﻮ ﺩﻏﻪ جینۍ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ هیڅکله ﺣﻖ ﻧﻪ ﻭی ﺍخیستی،ﺣﻖ ﺍخیسته ﺧﻮ ﺑﻮﻳﻪ، ﺩ ځاﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺟﻮﺍﺭ ﻧﻴﻨﯥ ﮐړﻱ ﻭﻭ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﯥ ﻧﻴﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ګډ ﮐړﻱ ﻭی ـ ﻭﻟﯥ ﺩهغه ﻭﺍﮎ کې ﭘﺎڼه ﺍﻭﺭﻟړوني ﻭﻭ،ﻧﻮﺭ څه ﻧﻪ ......... ﻣﻤﻨﻲ ﺩ ﺍﻭﺭﻟړﻭﻧﻲ ﺩ ﺷﻴﻦ ﻟﻮګي ﻧﻪ ﺳﺘﺮګې ﺭﺍﻭﺍړﻭﻟﯥ ﺍﻭ ﻭﺭﭘﻮﺭﯤ ﺟﻮﺧﺘﯥ ﻭﻻړﯤ جینۍ ﭘﻪ ﺷﻨﻪ ﻟﻮپټه کې ﺳﭙﻴﻦ ﻣﺦ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻭﺍړﻭﻟﯥ ـ ﺩ جینۍ ﺳﺮﯤ ﺷﻮﻧډﯤ ﻭﻳﺰﺍﺭﻩ ﺷﻮﯤ ﺍﻭ ﺩﻭﻻ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻭﻭﻳﻞ ،،ﺗﺎ ﺧﻮ ﺧﭙﻞ ﺣﻖ ﻭﺍﻧﻪ ﺧﺴﺘﻮ، ﺩﺍ ﻭﻟﯥ؟،،
ﺩﻭﻻ ﻣﻤﻨﻲ ﺗﻪ ﺍﻭﮐﺎته ،ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻭﻭﻳﻞ،، ﺣﻖ ... ښه ﻫﯧﺮ ﺷﻮی ﺑﻪ ﻣﯥ ﻭﻱ ﻧﻮ ــــ ځه ﭘﻪ ﺗﺎ ﺧﻮ ﺣﻖ ﻭﺭﮎ ﻧﻪ ﺩی ،، جینۍ ﻣﻤﻨﻲ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ، ﻣﻤﻨﻲ ﺗﺮﯤ ﺳﺘﺮګې ﻭﺍړﻭﻟﯥ ﭘﻪ ﻣﺰﮐﻪ ﻳﯥ ښخې ﮐړﯤ ﺍﻭ ﺯړﻩ کې ﻳﯥ ﺭﺍﻏﻠﻞ ﭼﯥ ،، څنګه به ښه وه ﭼﯥ ﺩﻭﻻ ﻭﺭﻧﻪ ﻏﻮټ ﻧﻴﻢ ﺣﻖ ﺍغستی ﻭی ،،
ﻭﺭځې ﺗﯧﺮېدﯤ، ﻧﻪ ﺩ ﺩﻭﻻ ﭘﻪ ﺯړﻩ کې ﻫﻐﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻭﻩ ﺍﻭ ﻧﻪ ﺩ ﻣﻨﻨﻲ ﻫﻐﻪ ټوﻗﯥ ﺍﻭ شتۍ ﭘﺎﺗﯥ ﻭﯤ، ﺧﻮ ﺩ ﻣﻤﻨﻲ ﻣﻴﻨﻪ کې پوټی ﻗﺪﺭﯤ ﻓﺮﻕ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻭﻭ ﺭﺍغلی ـ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﭘﺎڼه ﺭﺍﻭړﻩ، ﮐﻮﺯ ﻣﺎﺳﭙﺨﻴﻦ ﺑﻪ ﻳﯥ خټه ﮐﻮﻟﻪ، ﺑټ ﺑﻪ ﻳﯥ لګوﻟﻮ ـ ﺩ ﭘﻮﻟﻮ ﺍﻭ مټکوﺭﻭ ﻧﻴﻨﻮ ﺷﮑﺮﻭﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺑﯧﻞ ﺑﯧﻞ ﺩ ﺑټ ﭘﻪ ﻏﺎړﻩ ﻭﻟګﻮﻝ ـ ﺩ ﻫﺸﻤﻲ ﺩ ﻫټۍ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺑﻮﺗﻞ کې ﺩ ﺩﻭﻭ ﭘﯧﺴﻮ ﺳﻢ ﺗﯧﻞ ﺭﺍﭼﻮﻝ ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺑﻮ جۍ ټکړه په چونترګي ﻭﻏﻮړﻭﻟﻪ ـ ﺍﻭ ﭼﯥ ﺑﻪ ﺭﺍﺭﺳﻴﺪﻭ ﻧﻮ ﺩ ﭼﺮﺳﻴﺎﻧﻮ ﺩ ﺯﻳﺎﺭﺕ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ ﻏټ ﺳﮑﻮﺭ ﺭﺍﻭړﻭ ﺍﻭ ﺍﻭﺭ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺑﻞ ﮐړﻭ ـ
ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ممني ﺑټ ﺗﻪ ﺭﻭﺍﻥ ﺩ ګوټ ﭘﯧﺮ ﻧﻪ ﭼﯥ ﻭﺍﻭړﻳﺪﻭ ،ﺩﻭﻻ ﻳﯥ ﻭﻟﻴﺪﻭ ﭼﯥ ﺑټ ﭘﺨﭙﻠﻪ لګوﻱ ـ ﭘﮑﺎﺭ ﻭﻩ ﭼﯥ ممني ﻫﻢ دﻫﻐﻪ ځای ﻧﻪ ﺳﺘﻮﻥ ﺷﻮی ﻭی، ﻭﻟﯥ ﻫﻐﻪ ﻻړﻭ، ﭘﻪ ډﻭډﻭ ﻳﯥ ﻻﺳﻮﻧﻪ کېښوﺩﻝ ﺍﻭ ﻭې ﻭﻳﻞ ،،ﻭﻟﯥ ﺩﻭﻻ ﺯﻣﺎ ﺩ ﻣﺮګ ﺩﯤ ﻭﺍﻭﺭﻳﺪﻩ څه؟،، ﺩﻭﻻ ﺑﺎلټي کې ﺩ خټو لېت پېت لاسونه وینځل ـ ﻣﻤﻨی ! ﭼﻞ ﺩﺍﺩﯤ ﭼﯥ ﺗﻪ ﻟږﻧﺎﻭﺧﺘﻪ ﺷﺎﻥ ﺭﺍځي ﺍﻭ ګرﻣﻮﻡ ﺩﯤ ﻫﻢ ﻧﻪ ـ ﺳﺘړﯤ ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ ﻳﯥ ـ ﻳﻮﺍﺯﯤ ﭘﺎڼه ټولولﻫﻢ ګرﺍﻥ ﺩی ـ ﻣﺎ ﻫﻐﻪ ﻭﺭځې ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺤﻤﺪﻱ ﺗﻪ ﻭﻳﻠﻲ ﺩﻱ ـ ﻭﺷﻮﻩ ﺻﺒﺎ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﺭﺍځي ،،
ﺩ ﻣﻤﻨﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﺩ ﺑټ ﺳﺮﻩ ﺗړلی ﻭﻭ، ﺩ ﺩﻭﻻ ﺩﯤ څو ﺧﺒﺮﻭ ﻳﯥ ﺩ ﺯړﻩ ﻭﻧﺪﻧﻲ ﻭﺷﻠﻮﻝ ،ﺳﺘﺮګې ﻳﯥ نمجنې ﺷﺎﻧﺘﯥ ﺷﻮﯤ ـ ﻣﺮۍ ﻳﯥ ګیپه ﺳﻴﭙﻪ ﺷﻮﻩ، ﻟﮑﻪ ﺧﭙﺴﻪ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﯤ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻭﻱ ـ ﻻﺱ کې نیولی تورڅادر ﻳﯥ ﻫﺴﯥ ﻭڅنډلو ،ﭘﻪ ﺍﻭږه ﻳﯥ ﮐړﻭ ﺍﻭ ﺗﺮﯤ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻣﺰﻩ ﻣﺰﻩ ﺭﻭﺍﻥ ﺷﻮ،ﺧﻮ ﺩﺍﻳﯥ ﮐﻠﮑﻪ تمه ﻭﻩ ﭼﯥ ﺭﺍﭘﺴﯥ ﺑﻪ ﺿﺮﻭﺭ ﺍﻭﺍﺯ ﮐﻮﻱ ـ ﺍﻭﺍﺯ ﮐﻮﻝ ﺧﻮ ﭘﺮﻳږﺩﻩ ،ﺩﻭﻻ ﻭﺭﭘﺴﯥ ﻣﺦ ﻗﺪﺭ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺭﺍﻭﺍ ﻧﻪ ړﻭﻟﻮـ ﺍﻭ ﻣﺎ ﺳﺨﺘﻦ ﻳﯥ ﺗﺮﻳﻨﻪ ﺩ ﭼﺎ ﭘﻪ ﻻﺱ ﺗﺮﻧګړﯤ ﺭسۍ ﻫﻢ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﻩ ـ
ﺑﻠﻪ ﻭﺭځ ﭼﯥ ﻧﻤﺮ ﭘﻪ ﻏړ ﻏړﻩ ﻭﻭ، ﻣﻤﻨﻲ ځاﻥ ټينګ ﻧﻪ ﮐړی ﺷﻮـ ﺩ ﺑټ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ ﻭﮐړﻩ، ﺧﻮ ﺯړﻩ کې ﻳﯥ څه ﺭﺍﻏﻠﻞ، ﺑﻴﺎ ﺳﺘﻮﻥ ﺷﻮ ﺍﻭ ﻟﺮﯤ ﭘﻪ ﻳﻮ ډبکۍ ﭼﯥ ﺑټ ﺗﺮﯤ ښکاﺭېدﻭ ،کېناستو ـ څه ﺳﺎﻋﺖ ﺭﻭﺳﺘﻪ ﺳﻮﺭ ﭼﻴټ ښکاﺭﻩ ﺷﻮـ ﺩ ﻣﻤﻨﻲ ﺳﺘﺮګې ﺩ ﺍﻭښکو ﻧﻪ ډﮐﯥ ﺷﻮﯤ ﺍﻭ څه یې په ګرېوان وڅڅېدې ـ ﺯړﻩ کې ﻳﯥ ﻭﻭﻳﻞ ﻭﺭﻣﻨډﻩ ﮐړﻭ ﮐﻪ ﭼﺎڼ ﻧﻪ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺍﻭﺭﻟړﻭنی ﺧﻮ ﻻﺱ کې ﻭﺍﺧﻠﻢ ـ ﭼﯥ ﺑټ ﻧﻪ، ﭼﯥ ﺩ ﺑټ ﭘﻪ ﻏﺎړﻩ ﺧﻮ کېنمـ ﺧﻮ ﻟﮑﻪ ﺩ ﺗړﻟﻲ ﺍﺱ ﭘﻪ ځای ﺗﺮپېدلی ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮـ
جینۍ ﺑټ ﺗﻪ ﻭﻻړﻩ ﻭﻩ ﺧﻮ ﺳﺘﺮګې ﺍﻭ څټ ﻳﯥ ﺍﺧﻮﺍ ﺩېخوﺍ ﺗﺎﻭﻳﺪه ،ﻟﮑﻪ څه ﺗﺮﯤ ﻭﺭﮎ ﺷﻮﻱ ﻭﻱ ـ ﺳﺎﻋﺖ ﭘﺲ ﻳﯥ ځولۍ ﺩ ﻧﻴﻨﻮ ډﮐﻪ ﮐړﻩ، ﺧﻮ ﻟﮑﻪ ﺍګاﻫﻮ ﭘﻪ ﺗﻮﻝ ﺧﻼﺻﻪ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ ،ﺑﻴﺎ ﻭﺩﺭﻳﺪﻩ، څټ ﻳﯥ ﺭﺍﺗﺎﻭ ﮐړﻭ ،ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺭﻭﺍﻧﻪ ﺷﻮﻩ ـ ﺩ ﺑﻮﺗﺎړګي ﻧﻪ ﭘﻪ ﺗﺎﻭﻳﺪﻭ ﻭﻩ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻫﻢ اټاﻟﻪ ﺷﻮﻩ ﺍﻭ ﺩېوﺍﻝ ﻟﻪ ﻳﯥ ﺩﺍﺳﯥ ﻣﻼ ﻭﺭﮐړﻩ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﻣﻼ ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﻭﻱ ـ ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺩ ﺑﻮﺗﺎړګي ﻧﻪ ﻫﻢ ﻭﺍﻭړﻳﺪﻩ ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺑټ کې ﭼﺮﯤ ﻫﻢ ښکاﺭﻩ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ.
۸
لیکوال: طاهر اپریدی
سوی
د تېر شوي وخت هره لمحه لکه د کلونو اوږدېدله او بيا دغه اوږدې لمحې چې يوځاې شوې نو لکه صدۍ ورنه جوړې شوې ـ د ورځې رڼا کې د نا اميدۍ دېوالونه دومره لوړ ښکارېدل چې د هغوي په شا د مستقبل سيورې هم نه شو ليدلې ـ شپې به د تيارې کفن واغوستو او د آرزوګانو، آسرو، او اميدونو مړی به یې د مايوسو لحد ته کوز کړو ـ ورځې به سکروټې ورولې او شپې به لمبې بلولې او بانو به د روحانى درد او د تنهايۍ اور کې لکه د لوانده لرګي سوزېدله ـ
هغه به د دېوالونو ترهيدونکو صورتونو نه په ويره د ژوند په صحرا کې د هغه ګڼ سيوري تلاش او لټون کې ګرځېدله ، د چا د يخ سيوري عکس چې اوسه پورې دهغې په ذات پروت و ـ د هغې د ژوند تيرو شوو صديو هومره اوږده کلونه به د دېوالونو اوږده سيوري جوړ شو او د نمر خاته د لوري خورېدونکو تيارو کې به جذب شو ـ هغې به هره ورځ دغه خورېدونکو سيورو ته کتل ـ
“کاشکی ! دغه خورېدونکي سيوري ما هم د ځان سره د شفق سرو لمبو ته واچوي ـ”
د يو خواهش ښامار به هغې ته ټک ورکړو ـ
سپرلی به دومره په خاموشۍ تير شو چې د هغې د وجود د وچې ونې د جذباتو څانګو به يوه غوټۍ هم اونه سپړدله ـ هغې ته به دا هم معلومه نه شوه چې بلبلان کله راغلل او کله د ګلونو په څانګو کېناستل ـ او خوږو خوږو نغمو یې لروبر مست کړه ـ او بيا کله د خزان د يخو او سپورو بادونو د ويرې چرته لاړل ؟ هغې ته بس دومره معلومه وه چې د هغې د روح نه ګيرچاپېره د ازغو شپول تاو دی ـ او هغه د تنهايۍ پنجره کې ګيره ده ـ بهر دنيا کې څه وشول ؟ او څه کېږي ؟ هغې ته هيڅ معلومه نه وه ـ هغې د فکرونو او غمونو کفن اغوستی وه ، او د تنهايۍ قبر کې د هجر په عذاب مبتلا وه ـ
د چپې او تيارې کوټې دروازه به هغې له دننه مخې بنده کړه ـ او په دېوال ځوړند د اسلم تصوير ته به یې کتل ـ
د شيشې د پردې نه به اسلم داسې مسکی مسکی ښکارېدو لکه هغه د بانو په بې وسۍ او مجبورۍ پورې ملنډې کوي ـ خو په هغې د اسلم بې ځانه تصوير د وړومبي نه زيات ښه او ښکلی لګيدو ـ ځکه چې هغې به کوم وخت وغوښتل نو هغه به یې دېوال نه راکوز کړو او ښکل به یې کړو ـ سينې سره به یې جخت کړو او زړه پورې به یې اونيوو ـ
هغې ته هغه وخت هم دغه تصوير ښه ښکارېدو کوم وخت چې د اسلم خندا او بړقا ژوندۍ وې نو د دوي کور کې خوشحالو ګډاګانې کولې ـ خو اوس د هغو بړقا او خنداګانو پازيب غلي وو ـ
اسلم چې د ښو ورځو او د روڼ مستقبل په تلاش کې د کوره وتې وه او تراوسه یې کلونه وشو او بانو د هغو کلونو يوه يوه لمحه شمېرله ـ
اوس په کمره کې ځوړند د دغه تصوير رنګ تت او پيکه وه ـ او د بانو په سترګو کې اتنظار لکه د جولاګي جالې جوړې کړې وې ـ
اسلم چې به هر سحر د کوره وتلو نو يوې لحظې دپاره به د بانو سترګو کې ځوړند شو او بيا به یې ناڅاپه د بانو په اننګو ګوتې ورښخې کړې ـ او داسې سکونډارې به ېې پرې اولګولې چې د بانو اننګي به سرې سکروټې شو ـ او بانو به د درد او سوي لکه کبله يو “وۍ” وکړو ـ او په غټو غټو سترګو کې به یې اوښکې راغلې ـ خو اسلم به د هغې اوښکې ونه شوې زغملی او لکه څه رنګ چې يو شيطان ماشوم د څه شيطانۍ کولو نه پس د مشرانو د ويرې بهر زغلي ـ هم دغه رنګ به اسلم هم د مور د ويرې بهر ته منډه کړه ـ خو دروازې نه بهر وتلو نه وړومبی به هغه په شا ضرور کتل ـ چې بانو د هغه شکايت خو مور ته نه کوي ؟ خو د بانو به د اننګو سوې هير شو او د زغلپدونکي اسلم قدمونه به یې شمارل ـ
ماښام به هغه د اسلم په بېتابۍ سره منتظره وه چې کله به اسلم راځي او هغه به یې مور ته ټوله قيصه وايي ـ خو اسلم به چې ماښام کور ته راغلو نو ځان سره به یې بانو دپاره دومره ډېرې خوشحالۍ راوړې چې د بانو ټولې ګيلې او شکايتونه به هير شو ـ او د خپلې مينې د خوشحالو په راټولولو به سر شوه ـ
ورځې څومره په خوشحالۍ او بې فکرۍ تيرېدې ؟ دغه ورځو کې د سپرلي نه سيوا بل موسم نه وه ـ شپې د نشو ډکې وې او خوبونه د اسلم او بانو وو ـ خوشحالۍ او خنداګانې ،مسرتونه او مينه د هغويږي وو ـ
خواښې د کور د ويرانۍ به چې کله تنګه شوه نو بانو ته به یې په ناسته مرۍ غږ وکړو ـ او بانو به چې دهغې غږ واورېدو نو داسې به ورپيده لکه چرته زړې او پخوانۍ مقبرې نه ورته چا مړي غږ کړی وي ـ
هغې به لکه د زړو مريضانو په شان لاسونه په زنګنونو کېښودل او ورو ورو به اوچته شوه ـ او په ستړو ستړو قدمونو به د بوډۍ خوا کې کېښناستله او خپل د ګل په شان زوي ته به یې داسې وران وران وکتل لکه هغه د هغې زوې نه وي ـ
بچی به مړغېژن مړغېژن دهغې غېږې ته ورغلو ـ لکه دغه معصوم ته هم دغه احساس وي چې دې ګلدان غوندې کور کې هغه ګل نشته د کوم خوشبو چې د کوړ درودېوال معطر کړي ـ
بچي به ډېر په بې وسۍ د مور په ويرانو او تشو سترګو کې داسې کتل لکه هغه هم د هغه ګل په لټون وي ـ کوم چې د کور خوشحالۍ بيرته راوستلی شي ـ خو هغه به چې د مور په سترګو کې څه ونه ليده او د مور وحشت ناکه څهرې نه به وويرېدو ـ نو په دو به د نيا عېږې ته لاړو ـ بوډۍ نيا به د هډوکو لاس د هغه په سر راښکلو او بانو ته به یې په کمزوري نظر وکتل ـ او د بانو په ټول وجود به د بې وسۍ ، مجبورۍ ، لاچارۍ ، او دردونو زهر خواره شول ـ او بيا به د سترګو په لارو د هغې په زيړو اننګو وبهيدل ـ
بوډۍ خواښې به نمسی غيږ نه کوز کړو او د بانو خوا ته به راغله او دهغې په اوښکو لونده څهره به یې لاسونو کې ونيوله او د تسلۍ د لفظونو دم به یې پرې وکړو ـ او بيا به خواښې اننګور او ماشوم بچی درېواړه په ژړا شول ـ او د دېوال په سرناستې کونترې به ټولې يوې خوا ته والوتلې ـ په ژړا ژړا کې به خواښې د خپلې شليدلې لوپټې په پيڅکه اوښکې وچې کړې او بانو ته به یې ووې چې:
“مه ژاړه بچۍ ! مه ژاړه ! تلونکي خلق په ژړا بيرته نه راځي ـ ته به ترڅو د تلونکي اسلم لارې څارې؟ ته به ترڅو پورې دغه شان په اوښکو خپله څهره وينځې ؟ ـ مه ژاړه صبر شه ”
بيا به یې خپله ماته ګوډه حوصله راجمع کړه او بانو ته به یې داسې وکتل لکه ورته وايي “ همت وکړه او زړه ته تسلي ورکړه چې سيوا د صبر نه بله لار نشته ـ ستا په وړاندې د غر هومره ژوند پروت دی ـ د ژوند په دې تېز نمر کې تا ته د يخ سيوري ضرورت دی ـ آخر ترڅو پورې به خپله ځواني د وجود په سکروټو سوزوې ؟ ـ هغه زما بچی وه، زما وينه وه ـ خو ما صبر زده کړی دی ـ ستا خوښه ده دخپلې مور کور ته تلی شې او د هغه ځايه نوې ژوند .....”
او د بانو په غوږونو او مخ به یې د سپيرو خبرو او دردناک نظر کاڼي ورول ـ او هغې ته به یې د صبر تلقين کولو کې بوډۍ خواښې بې قابو شوه او په کور خورې شوې چپتيا کې به د اسوېلو ،سلګو او چغو طوفان راغلو ـ او چې ترڅو به زړه خواښې د تېز نمر په بهانه دننه نه وه لاړه، يا د محلت ښځې به نه وې راغلې نو ترهغې به دغه دردېدونکی حال جاري وه ـ
هم دغه رنګ به نمر د ختيز لوري راښکاره شو او د لوېديز سمندر کې به ډوب شو ـ او ورځ به په ماښام، ماښام به په ژورې شپې او شپه به په سکروټو ، سکروټې په توده ورځ بدلې شوې ـ د غمونو، دردونو او مايوسو خور شوی څادر د بانو وجود ته د خوشحالو يو پړک هم نه ښودلو ـ
بانو به د شيشې د پردې په شا تصوير ته داسې کتل لکه ورنه تپوس کوي ـ څه پوښتنه کوي ؟ خو تصوير غلی او ساکت وه ـ هسې هم بې ځانه تصوير به هغې ته څه جواب ورکړی وی؟ ـ او څه تسلي به یې ورکړې وی ؟ دغه تصوير ته کتو کتو کې به د هغې اننګي داسې اوسوزېدل لکه چا ورباندې سرې سکروټې ايښې وي ـ هغې به اننګي په ګوتو کې ونيول او په زوره زوره به یې وسکونډل ـ خو خزان وهلو زيړو پاڼو په شان اننګو کې به هغه سرخى رانغله ـ کومه به چې د اسلم په سکونډلو سره راتلله ـ
څه وخت به چې اسلم د هغې اننګي وسکونډل نو هغه به لاړه او آيينې ته به مخامخ ودرېدله ـ هغې ته به خپل سره اننګي داسې ښکاره شول لکه د لوړو غرونو په سپينو واورو چا سرې وينې توې کړې وي ـ خو اوس !!
هغه به چې د وخت د يکسانيت نه تنګه شوه نو باورچى خانې ته به لاړه او انعري کې به یې وچ لرګي جمع کړه او اور به یې ورته کړو ـ د اور سرو لمبو به د کور په دېوالونو د خورو تيرو د رڼا کولو ناکام کوشش وکړو ـ خو نه به دهغې زړه رڼا شو او نه د کور دېوالونه ـ هغې به نور لرګي هم انغري ته ور واچول او لمبې به نورې هم تېزې شوې ـ خو تياره به لا خوره شوه او وچو لرګو به په يو بل سرونه کېښودل او بې مقصده به سوزېدل ـ او انغري کې به سرې سکروټې جوړېدلې ـ هغې به دوه سوزيږېدونکي لرګي راواخستل او شونډو ته به یې نزدې کړل او بيا به یې انغري ته وغورځول ـ بانو ته دغه سوو لرګو او خپل وجود کې هيڅ فرق ښکاره نه شو ـ دهغې روح او وجود هم د فراق اور کې د لوندو لرګو په شان سوزېدو ـ
د سوزېدونکو لرګو سرې شعلې هغې ته داسې محسوسېدلې لکه دهغې د ارمانونو او خوبونو دپاره بلې شوې وي ـ هغې به بې اختياره په خپل مخ او اننګو ګوتې راښکلې ـ خو هلته تيرو ورځو شپو د واورې ټکړې ايښې وې ـ هغې چې د خپلو زيړو اننګو يخوالی محسوس کړو نو ټول لرګي یې يوځاې اور ته واچول ـ
د مازيګر سيوري به اوږده شو او د نمر څړيکو به د کوټې د روشندان نه دننه سر ښکاره کړو او د بانو په غمونو او پرېشانو به ېې رنګ تک زيړ شو ـ بانو به د انغري په غاړه ناسته د ماښام د سپېرو سيورو نه ترهيدله ـ لرګي به یې هم دې مالې اورته غورځول او د اور سرې شعلې به د ښامار په شان ژبه وهله ـ او د بانو لور ته به ورکږه شوله ـ
په کور کې سپيره چپتيا ډېره په بې فکرۍ اوده وه او په درودېوالو خاموشۍ غزونې کولې ـ باورچي خانه کې بانو غلې غلې ساه راښکلې ناسته وه ـ وچ او لوانده لرګي ورو ورو سوزېدل او د اور لمبو ژبې وهلې ـ د بانو بوډۍ او ميراتې خواښې انګڼ کې په کټ کې داسې غزولې پرته وه لکه دهغې په ضعيفو رګونو کې وينه په ځاې ودرېدلې وي ـ په دې هيبتناکه او غمژنه خاموشۍ کې يوې سوزېدلې چغې د چپتيا دېوالونه سوري کړه او د بوډۍ خواښې په غوږونو کې یې سيخونه وټومبل ـ
خواښې داسې ټوپ کړو لکه دهغې زړو رګونو کې ايساره شوې وينه يو دم په ټوپونو شوې وي ـ
هغه په تيندک تيندک او ديکو ديکو باورچى خانې ته لاړه او په رپيدونکو لاسونو یې د بانو د لاسونو سوزېدونکي لرګي ونيول ـ او په چغه یې ورته وويېل ـ
“ بانو دا دِ څه وکړل؟ ”
“ هيڅ نه مورې ! ” بانو ورو غوندې ووې ـ “ ډېرو ورځو نه مې په اننګو کې سوې غوندې کيدو ـ ”
دسمبر_ ١٩٨٥ء
۹
ﻟﯿﮑﻮال: محمد ایاز حسرت
شناخت
ﺩ ﻣﻮﺭ ﭘﻼﺭ ﭘﻪ ﺑﺎﺭ ﺑﺎﺭ ﺭِنګوﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺁﺧﺮ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺩ ډﯾﺮﻭ ﺍﺭﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ﺳﺮﻩ ﺧﭙﻞ ﻣﻠﮏ ﺗﻪ ﭘﻪ چوټۍ ﺑﺎﻧﺪې ﺩ ﺭﺍﺗﻠﻮ ﻓﯿﺼﻠﻪ ﻭﮐړﻩ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ چې ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﺭﺍﺩﻧـﻨﻪ ﺷﻮ ﺍﻭ ﺩ ﻣﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻼﺭ ﻧﻈﺮﻭﻧﻪ ﭘﺮﯤ ولګېدﻝ ﻧﻮ ﯾﻮﺍﺯﯤ ﺩ ﻫﻐﻮﯼ ﺳﺘﺮګو کې ﺍﻭښکې ﺍﯾﺴﺎﺭﯤ ﻧﻪ ﺷﻮﻟﯥ، ﺑﻠﮑﻪ ﺩ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺳﺘﺮګې ﻫﻢ ﺩ ﺳﺘﺮګو ﺭﭖ کې ﺳﺮﯤ ﺷﻮﻟﯥ،، ﺧﻮ لږ ﺳﺎﻋﺖ ﭘﺲ ﺩ ﺍﻭښکو ﺑﮭﯿﺪﻟﻮ ﺩﺍ ﺳﻠﺴﻠﻪ ﭘﻪ ﺧﻨﺪﺍﮔﺎﻧﻮ کې ﺑﺪﻟﻪ ﺷﻮﻩ . ﺑﻠﺨﻮﺍ ﺩ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺩ ﺧﻮښې ﭼﻨﻐﻠﻪ ﮔﻞ ﻣﯿﻨﻪ ﺩ ډﯾﺮﻭ ﺣﺴﺮﺗﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺍﻣﯿﺪﻭﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺩﻩﺀ ﺩ ﺭﺍﺗﻠﻮ ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ ې یې ﮬﻢ ختم ﺷﻮ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ کې ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﮬﻤﺰﻭﻟﻮ ټوﻗﻮ ټقاﻟﻮ ﺍﻭ ﺩ ﮬﻐﯽ ﺩ ﺁﺭﻣﺎﻧﻮ ﺩ ﭘﻮﺭﻩ ﮐﯿﺪﻭ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠﮕﺮﻭ ﺩ ﻻﺳﻪ ﺩﻭﻭ ﺳﭙﯿﻤﻮ ﻟﻪ ﺭﺍغلې ﻭﻩ ﺧﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺩې ﮔﻞ ﻣﯿﻨﻪ ﭘﺨﭙﻞ ﮐﻮﺭ کې ﺩ ﻧﻮې ﺟﺎﻣﻮ ﺍﻭ ﻧﻮﯼ ﭘﯿﺰﺍﺭ ﺳﺮﻩ ﺩﺍسې ﮔﺮځېدﻩ ﻟﮑﻪ ﺩ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺍﺳﺘﻘﺒﺎﻝ چې ﺩې ﮐړې ﻭﯼ. ﭘﻪ ﺩې ﺗﯿﺮ ﺷﻮې ﺩﻭﻩ ﺩﺭې ﻭﺭځو کې ﺧﻮﯼ خصلت یې ﮬﻢ ﺑﺪﻝ ﺷﻮې ﻭﻭ، ﭼﺎچې ﺑﻪ ﺩ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﻧﻮﻡ ﻭﺍﺧﺴﺘﻪﺀ ﻧﻮ ﺩې ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧړﺕ ﺧړﺕ ﻭﺧﺎﻧﺪﻝ، ﺧﭙﻠﻮ ﮬﻤﺰﻭﻟﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ یې ﻭﺋﯿﻞ چې ﺩ ﺩﻭﻭ ﻭﺭځو ﻣﺴﺎﻓﺮ ﺩې ﺩﻋﺎ ﻭﺭﺗﻪ ﮐﻮﺉ، ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ چې ﮐﻠﻪ ﺩ ﻣﯿﻠﻤﻨﻮ ﻧﻪ ﺍﻭﺯﮔﺎﺭ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﺩ ﺩﻩﺀ مخې ﺗﻪ ﺩﻭﻩ ﺩﺭې ﻏټې مسلې ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﯼ، ﻭړﻭﻣﺒﺊ ﻣﺴﻠﻪ ﺩ ﺩﻩﺀ ﺩ ﮐﻮﺭ ﺩ ﺁﺑﺎﺩﯾﺪﻭ ﻭﻩ ﺩﻭﯾﻤﻪ ﻣﺴﻠﻪ ﺩﻩﺀ ﺗﻪ ﺩ ﻗﻮﻣﯽ ﺷﻨﺎﺧﺘﯽ ﮐﺎﺭډ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭ ﻭلې چې ﺩﻩﺀ ﺗﻪ ﺩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﺍﺋﯿﺮ ﭘﻮﺭټ ﺩﺍ ﻭیلی ﺷﻮی ﻭﻭ چې ﭘﻪ ﺩې ﺷﻨﺎﺧﺘﯽ ﮐﺎﺭډ ﺗﻪﺀ ﺑﮭﺮ ﻣﻠﮏ ﺗﻪ ﺩﻭﺑﺎﺭﻩ نه شې تللی . ﻭلې چې ﭘﻪ ﺩې کې ﻣﻘﺮﺭ ﻭﺧﺖ ختم ﺷﻮی ﺩی. ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﻭﺭځ ﭘﻪ ﻭړﻭﻣﺒﯽ ﻭﺧﺖ کې ﺩ ﺷﻨﺎﺧﺘﯽ ﮐﺎﺭډ ﺩﻓﺘﺮ ﻧﺎﺩﺭﻩ ﺗﻪ ﻭﺭﺳﯿﺪﻩﺀ ﺍﻭ ﮬﻠﺘﻪ یې ﺩ ﺳﺮﮐﺎﺭﯼ ﻃﺮیقې ﻣﻄﺎﺑﻖ ﺧﭙﻞ ﺷﻨﺎﺧﺘﯽ ﮐﺎﺭډ ﺍﻭ ﮐﺎغذﻭﻧﻪ ﺟﻤﻊ ﮐړﻝ. ﺑﻠﺨﻮﺍﻩ ﺩ ﺩﻩﺀ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ کې ﺩ ﺧﻮﺷﺎلۍ ﺷﺎﺩﯾﺎﻧﺊ ﮬﻢ غږېې . ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ پنځو ﺧﻮﯾﻨﺪﻭ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺩې ﺧﻮﺷﺨﺎﻟﻮ ﮐې ﺑﺮﺍﺑﺮ ﺷﺮﯾﮏ ﻭﻭ ﻭﻟې ﭼې ﺩ ﺩﻩﺀ ﺑﻞ ﺭﻭﺭ ﻧﻪ ﻭﻭ ﺩ ﺩﻩﺀ ټوﻟﻪ ﺩﻧﯿﺎ ﺧﭙﻞ ﻣﻮﺭ ﭘﻼﺭ ﺍﻭ خپلې پنځه ﺧﻮﯾﻨﺪې ﻭﻩ ﺩﺧﭙﻞ ﻧﯿﺎﺯﺑﯿﻦ ﺭﻭﺭ ﭘﻪ ﻭﺍﺩﻩﺀ ﺧﻮﯾﻨﺪې یې ﭘﻪ ﺟﺎﻣﻮ کې ﻧﻪ ځاییدې ﻭلې چې ﺩ ﻣﻮﺭ ﭘﻼﺭ ﺩ ﻣﺮﮒ ﻧﻪ ﭘﺲ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﻧﻪ ﻋﻼﻭﻩ ﺻﺮﻑ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ې ې ﯾﻮ ﺍﺳﺮﻩ ﻭﻩ ﺩ ﺩﻩﺀ ﺩ ﻭﺍﺩﻩﺀ ﻧﻪ ﺩﺭې ﻭﺭﺯې ﻣﺨﮑې ﭘﻪ ﻣﻘﺮﺭﻩ ﻧﯿټﻪ ﺩ ﺷﻨﺎﺧﺘﯽ ﮐﺎﺭډ ﺩ ﻧﺎﺩﺭﻩ ﺩﻓﺘﺮ ﺗﻪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺷﻨﺎﺧﺘﯽ ﮐﺎﺭډ ﺩ ﺭﺍﻭړﻭ ﺩ ﭘﺎﺭﻩ ﻭﺭﺳﯿﺪﻩﺀ ﺩ ﺩﻓﺘﺮ ﺩ ﺗﻠﻮ ﻧﻪ مخکې ﺩ ﺩﻩﺀ ﻣﻮﺭ ﺩﻩﺀ ﺗﻪ ﺯﺭ ﺗﺮ ﺯﺭﻩ ﺩ ﺩغې ﺩﻓﺘﺮ ﻧﻪ ﺩ ﻭﺍﭘﺲ ﺭﺍﺗﻠﻮ ﺗﺎﮐﯿﺪ ﮐړې ﻭﻭ ولې چې ﭘﻪ ﮐﻮﺭ کې یې ﺩ ﻭﺍﺩﻩﺀ ﺩ ﭘﺎﺭﻩ ﺩ ﻣﯿﻠﻤﻨﻮ ﺭﺍﺗﮓ ﺷﺮﻭﻉ ﺷﻮې ﻭﻭ؛ ﺩ ﻧﺎﺩﺭﻩ ﭘﻪ ﺩﻓﺘﺮ کې ﺩ ډﯾﺮﻭ ﺧﻠﻘﻮ ﺩ ﺭﺵ ﺩ ﻭجې ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺩ ﯾﻮ ﻗﻄﺎﺭ ﭘﻪ ﺁﺧﺮ کې ﭘﻪ ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ ﺍﻭﺩﺭﯾﺪﻩﺀ . ﺩﺍ ﺩ ﻏﺮمې ﻭﺧﺖ ﻭﻭ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻪ ﯾﺨﻨﺊ کې ﺩ ﺩﺭﯾﻮ ﻭﺭځو ﺩ ﻭﺭﯾﺰﻭ ﻧﻪ ﭘﺲ ﺳﻮﺭ ﻧﻤﺮ ﺭﺍښکاﺭﻩ ﺷﻮې ﻭ ﺍﻭ ﺧﻠﻖ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ډﯾﺮﻩ ﺧﻮشالۍ ﺳﺮﻩ ﻭﻻړ ﻭﻭ . ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺗﻪ ﺩﺍسې محسوسه ﺷﻮﻩ چې ﺩ ﺍﻭﺭ ﯾﻮ ﺳﺮﻩ ﻟﻤﺒﻪ ﺯﻣﺎ ﻭﺟﻮﺩ پسې ونښته ﺩ ﯾﻮ ﺗﯿﺰې چغې ﻧﻪ ﭘﺲ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺩ ﺧﭙﻞ ځان نه بې ﺧﺒﺮﻩ ﺷﻮ .
ﭘﻪ ﺩې ځای کې ﺩ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﻧﻪ ﻋﻼﻭﻩ ﻧﻮﺭﻭ ﺷﻞ پنځه ﻭﯾﺸﺖ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﭘﻮﺭې ﺩ ﺍﻭﻭﺭ لمبې ﺍنښتې ﻭې . ﺍﻭ ﮬﻐﻮﯼ ﮬﻢ ﺩ ﺧﭙﻞ ځان ﻧﻪ ﻧﺎﺧﺒﺮﻩ ﻭﻭ .
ﺩ ﺍﻭﺭ ﺩې ﻟﻤﺒﻮ ﻟﻪ ﺩ ټوﻟﻮ ﻧﻪ ﺯﯾﺎﺗﻪ ﻏﺎړﻩ ﯾﻮ ﺭیټایر حوﺍﻟﺪﺍﺭ ﻭﺭﮐړﻩ ﮐﻪ ﭼﺮې ﮬﻐﻪﺀ ﺩﺍ ﻗﺮﺑﺎﻧﯽ ﻧﻪ ﻭﻩ ﮐړې ﻧﻮ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﻧﻪ ﺩﻩ ﭼې ﺩ ﮐﺮﺍیې ﺩې ﻗﺎﺗﻞ ﺑﻪ څوﻣﺮﻩ ﮐﺴﺎﻥ ﻭﮊلي ﻭی . ﭘﻪ ﺍﺳﻤﺎﻥ ﺩ ﻏﻢ ﻭﺭېځې ﺧﻮﺭې ﺷﻮې ﻓﻀﺎﺀ کې ﺍﻟﻮﺩﮔﯽ ﺟﻮړﻩ ﺷﻮﻩ ﺩ ﺍﯾﻤﺒﻮﻟﯿﻨﺴﻮ ﺁﻭﺍﺯﻭﻧﻪ ﺗﯿﺰ ﺷﻮ ﺩ ﺧﻠﻘﻮ ﭘﻪ ﮊړﺍﮔﺎﻧﻮ ﺍﻭﺗﺮ ﺍﻭﺗﺮ ﻣﻨډې ﻭهلې ﮬﺮ ﯾﻮ ﮐﺲ ﺩ ﺧﭙﻞ ﮊﻭﺑﻞ ﺷﻮې ﮐﺲ ﭘﻪ ﺷﻨﺎﺣﺖ کې ﺣﯿﺮﺍﻥ ﺍﻭ ﭘﺮﯾﺸﺎﻥ ﻭﻭ . ﻗﯿﺎﻣﺖ ﺻﻐﺮﺍ ﻭﻩ چې په کې ﯾﻮ ﻭﺍﻭﯾﻠﻪ ﺟﻮړﻩ ﻭﻩ ﺩ ﻓﺎﺭﻭﻕ ﺟﺎﻥ ﺩ ﻣﺮﮒ ﺧﺒﺮ ﺑﺎﻧﺪې یې ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﺩ ﺧﻮشاﻟﻮ ﮬﻐﻪ ډﯾﻮﻩ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻣړﻩ ﺷﻮﻩ .
ﮔﻞ مینې ﺗﻪ ﺩ ﻣﺮﮒ ﺧﺒﺮ M16 ﺩ ﮔﻮﻟﺊ ﭘﺸﺎﻥ ﻣﺤﺼﻮﺹ ﺷﻮ هغې ﺩ خپلې ﺟﻮﻟﺊ ﮔﻮټوﻧﻪ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ې ﻭﻧﯿﻮﻝ ﺍﻭ ﭘﻪ ﭼﭙﻪ ﺧﻠﻪﺀ یې ﺁﺳﻤﺎﻥ ﻃﺮﻓﺘﻪ ﻣﺦ ﮐړﻩﺀ ﺍﻭ ﻏﺮﯾﻮنیولې ﭘﺎتې ﺷﻮﻩ
.
۱۰
لیکوال: قلندر مومند
ګجری
ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭼﯥ ﺩَ ﺧﺎﻥ ﺩَ ډنډﯤ ﻟﻪ پټو ﻧﻪ ﺭﺍﻭﺍ ﻭړﯦﺪه ﺍﻭ ټاﭘﻮ ﺗﻪ ﺭﺍﻧﺰﺩﯤ ﮐﯧﺪه ﻧﻮ ﺩَ شېرينۍ ﮊړﺍ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭ ﺷﻮﻩ . ﺧﺪﺍی ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻫﻐﯥ ﻭﻟﯥ ﮊړﻝ ﺧﻮ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻪ کړﻩ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻻ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺯَړﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﮊﺍړﻱ ﺍﻭ ﻫﻐه ﺗﻠﻮ ﺗﻠﻮ کېﻣﺦ ﭘﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻮ ﮐﻠﻲ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ . ﻻﻧﺪﯤ ﮐﻠﻲ کې ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ﮐﻮﺭ کې ډﻳﻮﻩ ﺑﻠﯧﺪﻩ . ﻫﻐه ﺩَ ﮊړﺍ ﺍﻭﺍﺯ ﭘﺴﯥ ﺳﺘﺮګې ﻭﺯﻏﻠﻮﻟﯥ ﺍﻭ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺩﻟﻴﻞ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﺳﻬﻲ کړه ﻧﻮ شېرينۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګوکې ﻧﯧﻐﻪ ﻭﺩﺭﯦﺪﻩ .
"ﺑﺎﺑﺎ ! ﻣﺎﻟﻪ ګجرې"
"بچی ! ﮐه ﺯه ښارﺗﻪ ﻻړﻡ ﻧﻮ ګجرﯤ څه ﭼﯥ جوړﻱ ﺧﻮ ﺑﻪ ﺩﺭﻟﻪ ﺭﺍﻭړﻡ ".
"ﻧﺎ ! ﻣﺎ ﻟﻪ ګجري" ﺩَ شېرينۍ ﺍﻭﺍﺯ کې ﺩَ ﻣﻮﺩﻭ ځيل ﺭﺍﻏﻮنډ ﻭه ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﺭﻭنګه ﺭﻭنګه ﺷﺮﻭﻉ کړه .
بچی! ﭼﭗ ﺷﻪ ﮐﻨﻪ، ﺭﺍ ﺑﻪ ﻭړﻡ ﺩﺭﻟﻪ ﮐﻨﻪ، ﺩَ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻟﻪ ﺍﻭﺍﺯﻩ ﺻﻔﺎ ښکاريده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﺮﯤ ﭘﻪ څه ﭼﻞ ځاﻥ ﺧﻼﺻﻮﻝ ﻏﻮﺍړﻱ .
"ﻧﻮ ﮐﻠﻪ؟"
"ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ښاﺭ ﺗﻪ ﻻړ ﺷﻢ ."
"ﻧﺎ، ﺗه ﺩﺭﻭﻍ ﻭﺍﻳﯥ، ﺗه ﻣﺎﻟﻪ ګجري ﻧه ﺭﺍﻭړﯤ ."
ﺍﻭ ﻫﻐﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﻻﺱ ﭘﻮﺭﯤ کړو.
ﺷﯧﺮﺩﻝ څه ﻭﺧﺖ ﺧﻮ ﭼﭗ ﻭه ﺧﻮ ﺑﻴﺎ شېرينۍ ﺗﻪ ﻧﺰﺩﯤ ﺷه، ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ کټه ﺭﺍﻭﭼﺘﻪ کړﻩ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺯﻣﮑﻪ ﻳﯥ ﺭﺍﻭﻭﻳﺸﺘﻪ ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ﮐﺮﮐﮋﻥ ﺷه، ﭘﻪ منډﻩ ﻟﻪ ﮐﻮﺭﻩ ﺭﺍﻭﻭﺗه ﺍﻭ ﺩَ جنګۍ ﻻﺭ ﻳﯥ ﻭﻧﻴﻮﻟﻪ . ﺍﻭ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺩَ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻭﻭﺗﻠﻮ ﻧﻮ ﺳﻮﭺ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﺍﺧﺮ ﺩﯤ کې ﺩَ شېرينۍ څه ﻗﺼﻮﺭ ﺩی؟ ﻣﺎ ﻫﻐﻪ ﻭﻟﯥ ﻭﻫﻠﻪ؟ ﺧﺪﺍی ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻭﻟﯥ ﻭﻫﻠﻪ ﺍﻭ ﺩَ ﻫﻐه ﺳﻮﭺ ګرﻭﻡ ﻭﻧﻴﻮﻟﻮ . ﺳﺮ ﻳﯥ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﺩﺭﻭﻧﺪ ﺷه ﺍﻭ لږ لږ ﺩړﺩ ﻳﯥ ﺷﺮﻭﻉ کړه . ﻭﻟﯥ ﺩَ ﻫﻐه ﺳﻮﭺ ﻻ ﺧﺘﻢ ﺷﻮی ﻧه ﻭه .
"ﺧﺪﺍی ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﺩَ ښځو ﺩﺍ ګجرﯤ ﻭﻟﯥ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺧﻮښې ﻭﻱ؟ "
ﺩَ ﻫﻐه ﺳﻮﭺ ﺩَ ﺗﺤﺖ ﺍﻟﺸﻌﻮﺭ ﮐﺘﺎﺏ ﭘﺮﺍﻧﺴﺘه ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻳﯥ پکې ﺭﺍﻭکښه ﭼﯥ ﻟﻪ ﻧﻦ ﻧﻪ ﺍﻭﻭه ﮐﺎﻟﻪ مخکې ﻫﻢ ﺩﻏﺴﯥ ﻳﻮ ﻧﻤﺎښاﻣﻲ کې ﭼﯥ ﻫﻐه ﻗﻠﺒﻪ ﺭﺍﻭﺳﺘﻠﻪ ﻧﻮ ﺩَ شېرينۍ ﻣﻮﺭ ﭼﯥ ﻻ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﺩَ شېرينۍ ﻣﻮﺭ ﻧه ﻭﻩ، ﺗﺮﯤ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺩﻏﺴﯥ ځېل ﺩَ ګجرﻭ ﻏﻮښتنه کړﯤ ﻭﻩ . ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﻧه ﺧﻮ ﻫﻐه ﺭېښمېنیﺗﻪ ﻏﺼﻪ کړﯤ ﻭﻩ ﺍﻭ ﻧه ﻳﯥ ﭘﺮﯤ ﻻﺱ ﭘﻮﺭﺗﻪ کړی ﻭه، ﻧﻮ ﺩﺍ ﻧﻦ څه ﭼﻞ ﻭه؟ ﻫﻐه ﻟﻪ ځانه ﭘﻮښتنه ﻭکړﻩ ﺍﻭ ﭼﯥ څه ځوﺍﺏ ﺗﺮﯤ ﺟﻮړ ﻧه ﺷه ﻧﻮ ﻣﺴﮑی ﻏﻮﻧﺪﯤ ﺷه ﺧﻮ ﻟﻪ ﻻﻧﺪﯤ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺩَ شېرينۍ ﺩَ ﮊړﺍ ﺍﻭﺍﺯ ﺩﺍ ﻣﺴﮑﺎ ﺗﺎﻻ ﺗﺮﻏﻪ کړﻩ ﺍﻭ ﺩَ ﻫﻐه ﺫﻫﻦ ﺑﻴﺎ ګرﻭﻡ ﻭﻧﻴﻮﻟﻮ .
ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭼﯥ پټي کې ﻟﻮ ﮐﻮﻟﻮ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻭﺧﺖ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻪ کړﻩ ﻟﮑﻪ ﭼﯥ شېرينۍ ﻭﺭﺗﻪ ﺩَ ﭘﻮﻟﯥ ﭘﻪ ﻏﺎړﻩ ﻭﻻړﻩ ﻭﻱ .
"ﺑﺎﺑﺎ ! ﻣﺎﻟﻪ ګجرﯤ'' . ﺍﻭ ﻫﻐه ﺗﺮﯤ ﻣﺦ ﻭﺍړﻭﻟﻮ . ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺩَ ﺑﯧﺮﯤ ﺩَ ﭘﺎڼو ﻟﻪ مينځ ﻧﻪ ﺩَ ﺳﭙﻮږمۍ ﺧﻮږﻩ ﺧﻮږﻩ ﺭڼا ﺩَ ﻫﻐه ﭘﻪ ﻣﺦ ﭘﺮﯦﻮﺗﻪ .
``ﻳﺮﻩ ﭼﯥ ﻧﻦ ﺑﻪ ﺩَ ﻣﻴﺎﺷﺘﯥ څوﯦﻤﻪ ﻭﻱ؟ `` ﻫﻐه ﻟﻪ ځان ﻧﻪ ﭘﻮښتنه ﻭکړﻩ ﺍﻭ ﭼﯥ ﺩَ ﺧﭙﻞ ﺳﻮﺍﻝ ﺩَ ځوﺍﺏ ﺟﻮړﻭﻟﻮ ﭘﻪ ﻏﺮﺽ ﻳﯥ ﺳﭙﻮږمۍ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ ﻧﻮ ﺩَ ﺷﻴﺮينۍ ﭘﻪ ﻣﻌﺼﻮﻡ ﻣﺦ ﻭﺭﺗﻪ ﺩَ ﺍﻭښکو ﻗﻄﺮﯤ ﻭﺭ ﭘﻪ ﻳﺎﺩ ﺷﻮﯤ ﺍﻭ ﺳﭙﻮږمۍ ﻭﺭﺗﻪ ﻋﻦ ﺩﺍﺳﯥ ښکاﺭﻩ ﺷﻮﻩ ﻟﮑﻪ ﻣﺎﺗﻪ ګجره . ﻫﻐه ﺗﻮﮐﺎڼي ﺗﯧﺮﯤ کړﯤ ﺍﻭ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﺍﻭښکې ﻫﻢ ﺍﻭ ﻫﻐه ﺯﺭ ﺯﺭ ﻟﻮ ﮐﻮﻝ ﺷﺮﻭﻉ کړه .
ﻫﻐه ﻟﻮ ﮐﻮﻟﻮ ﺧﻮ ﺳﺎﻋﺖ ﺳﺎﻋﺖ ﭘﺲ ﺑﻪ ﻫﻐه ﺗﻪ شېرينۍ ﺭﺍﻳﺎﺩﯦﺪﻩ ﺍﻭ ﺩﯤ ﻳﺎﺩﺩﺍﺷﺖ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﺑﻪ ﻫﻐه ځاﻥ ﮐﭽﻪ ﮐﭽﻪ ﻣﺤﺴﻮﺱ کړﻭ .
"ګجرﯤ څه ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺑﺎﺑﺖ ﺧﻮ ﻧه ﺩﻱ ﭼﯥ ﺯه ﻳﯥ ﺷﻴﺮينۍ ﻟﻪ ﻧه ﺷﻢ ﺭﺍﻭړﯤ ." ﻫﻐه ﺳﻮﭺ ﮐﻮﻟﻮ ﺧﻮ زه ﻳﯥ څنګه ﺭﺍﻭړﻡ . ښار ﺗﻪ ﺯه ﻧه ﺷﻢ ﺗﻠی" ﺍﻭ ښاﺭ ﺗﻪ ﺩَ ﻧه ﺗﻠﻮ ﺩَ ﺧﻴﺎﻝ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﺩَ ﻫﻐه ﺭګوﻧﻪ ﺭﺍښکی ﺷﻮﻝ، ﻫﻐه ﻟﻮ ﺑﺲ کړﻭ ﺍﻭ ﭼﺎﺭﭼﺎﭘﯧﺮﻩ ﻳﯥ ﻭﮐﺘﻞ .
ﭼﭙﻪ ﭼﭙﻴﺎ ﻭﻩ، ﺩﮐﺮړﻭ ﺩَ ﺍﻭﺍﺯ ﻧﻪ ﺑﻐﯧﺮ ﻫيڅ ﺍﻭﺍﺯ ﻧه ﺷه ﺍﻭﺭﯦﺪی، ﮐﻠﻪ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﺩَ ﮐﻠﻲ ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﻧﻪ ﺩَ ﺳﺎﺯ ﺍﻭ ﺩَ ﺳﻨﺪﺭﯤ ﻧﻴﻤﻪ ټوکړﻩ ﺩَ ﻫﻮﺍ ﭼﭙﯥ ﺳﺮﻩ ﺭﺍﻏﻠﻪ ﺍﻭ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﺑﻪ ﭘﻮﻩ ﺷه ﭼﯥ ﺩﺍ ﻳﺎ ﺧﻮ ﺩَ ﺧﺎﻥ ﭘﻪ ﺣﺠﺮﻩ کې ﺗﻤﺎﺷﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ﻳﺎ ﺭيډﻳﻮ غږيږی ﺍﻭ ﺧﺪﺍی ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻫﻐه ﻟﻪ ﺑﻪ ﻭﻟﯥ ﻏﺼﻪ ﻭﺭﻏﻠﻪ ﺍﻭ ﭼﯥ ﻳﻮ ځل ﻫﻮﺍ ﺩَ ﺳﺎﺯ ﺍﻭ ﺳﻨﺪﺭﯤ ﺳﺮﻩ ﺳﻤﻪ ﻳﻮﻩ ﻣﺎﺗﻪ ګډﻩ ﺧﻨﺪﺍ ﻫﻢ ﺭﺍﻭړﻩ ﻧﻮ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻟﻪ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ ﻳﻮ ﻏټ کنځلﺭﺍ ﺗﻮ کړﻭ ﺍﻭ ﻟﻪ ځاﻥ ﻧﻪ ګيز ﭼﺎﭘﯧﺮ ﺩَ ﻏﻨﻤﻮ ﺭﯦﺒﻠﻮ ﺷﻮﻭ ﺑﻮټو ﺗﻪ ﻳﯥ ﻭﮐﺎﺗه .
"ﻣﻮنږ ﺑﯥ ﺩﺧﻠﻪ ﮐﻮﻱ ﺳﺘﺎ ......" ﺍﻭ ﻫﻐه ﻳﻮ ﺑﻞ کنځل ﻭکړﻭ ﺍﻭ ﺩَ ﻏﻨﻤﻮ ډﮐﻲ ﻳﯥ ﺭﺍﻏﻮنډﻭﻝ ﺷﺮﻭﻉ کړﻝ . ﻫﻐه ﭼﯥ ﺩَ ﻏﻨﻤﻮ ﺩَ ﻗﻮﺩﻭ ﺩَ تړﻟﻮ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺩَ ﻏﻨﻤﻮ ﺩَ ډﮐﻮ ﻭﻧﺪﻧی ﺟﻮړ کړه ﻧﻮ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﺩَ ﺷﻴﺮينۍ ګجرﯤ ﺭﺍﻳﺎﺩﯤ ﺷﻮﯤ ﺧﻮ ﺩﺍﺳﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﺭﺍﻳﺎﺩﯤ ﺷﻮﯤ ﭼﯥ ﻫﻐه ﺩَ ﻏﻨﻤﻮ ګيډۍ ﻫﻢ ﭘﻪ پټي کې ﭘﺮيښوﺩﯤ ﺍﻭ ﮐﻠﻲ ﺗﻪ ﺭﺍﺭﻭﺍﻥ ﺷه .
ﮐﻠی ﺑﺎﻟﮑﻞ ﺩﻡ ﻭه . ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭼﯥ ﮐﻮﺭ ﺗﻪ ﻭﺭﺳﯧﺪه ﻧﻮ ﺩَ ﮐﻮﺭ ټوﻝ ﺑﻨﺪﻳﺎﻥ ﺍﻭﺩه ﻭﻭ . ﺩَ ﺭيښمينۍﺧﻮﺍ کې ﺷﻴﺮينۍ ﻫﻢ ﺍﻭﺩﻩ ﻭﻩ ﺍﻭ ﺩی ﭼﯥ ﺷﻴﺮينۍ ﺗﻪ ﺩَ ښکلوﻟﻮ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﻭﺭﻧﺰﺩﯤ ﺷه ﻧﻮ ﻫﻐﯥ ﺧﻮﺏ کې ﻳﻮﻩ سلګۍ ﻭﻭﻫﻠﻪ ﺍﻭ ﺩَ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﺯړه ﻳﯥ کړﻱ مړﻱ کړﻭ .
ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ کټ ﻟﻪ ﺭﺍﻏی ﻧﻮ ﺳﻮﭺ ﻳﯥ ﮐﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﺩَ شېرينۍ ﺩَ ګجرﻭ ﺩﭘﺎﺭﻩ څه ﺑﻨﺪﻭﺑﺴﺖ ﻭکړﻱ. ﺩَ ﻫﻐه ﺫﻫﻦ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﺮﻩ ﺧﺒﺮﻩ نښته ﺍﻭ ﺩﻭﻩ ﺩﻭﻩ ﮐﯧﺪه ﺑﻪ ." ﮐه ﺷﻴﺮينۍ ﻟﻪ ګرجرﯤ ﻧه ﺭﺍﻭړﻡ ﻧﻮ ﺩﺍ ﻧﻮﻝ ﺧﻮ ﺯه ﻧه ﺷﻢ ﺯﻏﻤﻠی ﺍﻭ ﮐه ښار ﺗﻪ ځم ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻧه کيږﻱ" ۔ ﺩَ ﻫﻐه ﺫﻫﻦ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ ﻭنښته ۔ " ﻳﺮﻩ ﻳﻮ ﺧﻮ ﺑﺲ ﺧﺪﺍی ښه ﺩی . ﮐه ﻳﻮﻭﺯﺭی ﻧه ﻭی ﻧﻮ ﺩﺍ ﻭﻳﺮﻩ ﺧﻮ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻧه ﻭﻩ ﮐﻨﻪ ﭼﯥ ﮐه ﺯه ﻧه ﻳﻢ ﻧﻮ ﺧﺎﻥ ﺑﻪ ﻣﯥ ﺑﺎﻝ ﺑﭻ ﻟﻪ ﮐﻮټو ﻧﻪ ﻭﺑﺎﺳﻲ "۔ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺳﻮﭺ ﺳﻮﭺ کې ﻫﻐﻪ ﺍﻭﺩه ﺷه ۔
ﺍﻭ ﭼﯥ ﻣﻼ ﺑﺎنګ ﻭﺋﻴﻠﻮ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻴﺎ ﻭيښ و . ﻫﻐه څاﺩﺭ ﭘﻪ ﺍﻭږﻩ کړﻭ، ﺩَ ﺩﻭﻧﮑﺎﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻮﺭ ﺭﺍﻭﺍﺧﺴﺘه ﺍﻭ ﺑﻬﺮ ﺗﻪ ﺭﺍﻭﻭﺗه، ﺍﺻﻞ کې ﻫﻐه ﺷﻴﺮينۍ ﺳﺮﻩ ﺳﺘﺮګې ﻧه ﺷﻮﯤ ﺑﺮﺍﺑﺮﻭﻟﯥ ﺍﻭ ﭼﯥ ﺩَ ﻧﻤﺮ ﺧﺎﺗه ﻧﻪ لږ ﻭﺭﻭﺳﺘﻮ ﺩَ ﻫﻐه ﺩَ ګاﻭنډﻱ ﺯﻭﻱ ﺩَ ﻫﻐه ﺩﭘﺎﺭﻩ ﭼﺎﺉ ﺭﺍﻭړﯤ ﺍﻭ ﺩَ ﻫﻐه ﺧﻮﺍ کې ﺷﻴﺮينۍ ډﻭډۍ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﭘﻪ ستړو ستړو ﻗﺪﻣﻮﻧﻮ ﺭﺍﺭﻭﺍﻧﻪ ﻟﻪ ﻭﺭﺍﻳﻪ ﺭﺍښکاﺭﻩ ﺷﻮﻩ ﻧﻮ ﺩَ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﭘﻪ ټوﻝ ﺑﺪﻥ کې ﻟﮑﻪ ﭼﯥ ګرﻣﻪ ﺳﻴﮑﻪ ﻭﭼﻮﺭﻟﯧﺪﻩ ﺍﻭ ﭼﯥ ﻫﻐه ﭘﻪ بيړﻩ ځاﻥ ﺗﺮ ﺷﻴﺮينۍ ﻭﺭﺳﻮه ﻧﻮ ﺩﺍ ګرمه ﺳﻴﮑﻪ ﺳﺘﺮګو ﺗﻪ ﺭﺍﺭﺳﯧﺪﻟﯥ ﻭﻩ، ﻫﻐه شيرينۍ ﻧﻪ ډﻭډۍ ﻭﺍﺧﺴﺘﻪ ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ځاﻥ ﺗﻪ ﺭﺍﻧﺰﺩﯤ کړه. "ﺯﻣﺎ ﺑﭽی " ﺩَ ﻫﻐه ﻟﻪ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ ﺻﺮﻑ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺍﻭﺍﺯ ﻭﺧﺘﻮ ﺍﻭ ګرﻣﻪ ﻭﻳﻠﯥ ﺳﻴﮑﻪ ﺩَ ﻫﻐه ﻟﻪ ﺳﺘﺮګو ﻧﻪ ﺭﺍﻭڅڅيده۔
ﺍﻭ ﭼﯥ ﻫﻐه ﭼﺎﺉ څښلی ﻧﻮ ﺷﻴﺮينۍﺩَ ﺩﺭﻭﺯﯤ ﻧﻪ بنګړﻱ ﺟﻮړﻭﻝ ﺍﻭ ﭼﯥ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﯥ ﻭﺍﮐﻪ ﺷه، ﺩَ ﻫﻐه ټوﻝ ﺑﺪﻥ ﭘﻪ ﺭﭘﯧﺪﻭ ﺷه ﺍﻭ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻳﯥ ﺩړﺩ ﺭﺍﻏی .
"ﺑﭽی!ﺩﺍ ﻟﻮښي ﻳﻮﺳﻪ"۔ ﻫﻐه ﺑﺮﯦﺖ ﺍﻭ ﻭﺭﻭځې ﭘﻪ ﻳﻮ ﻻﺱ ﻭﭼﯥ کړﯤ ﺍﻭ ﭼﯥ ﺷﻴﺮينۍ ﻟﻮښو ﺗﻪ ﺭﺍﻧﺰﺩﯤ ﺷﻮﻩ ﻧﻮ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻓﯧﺼﻠﻪ ﻭﮐړﻩ .
" ﺑﭽی! ﺳﺒﺎ ﻟﻪ ﺟﻤﻌﻪ ﺩﻩ، ﺳﺒﺎ ﺑﻪ ښاﺭ ﺗﻪ ځم، ﺩﺭﻟﻪ ﺑﻪ ګجرﯤ ﺭﺍﻭړﻡ ښه، ځه ﮐﻮﺭ ﺗﻪ ﺑﭽی ﻣﯥ" ﻫﻐه ﭘﻪ ﺷﻮنډﻭ ﺷﻮنډﻭ کې ﻟﻪ ﻭﺭﺍﻳﻪ ښکل کړﻩ ۔
ﺍﻭ ﭼﯥ ﺳﺒﺎ ﺷﻴﺮينۍ ﭘﺎڅيده ﻧﻮ ﭘﻪ ﮐﻠﻲ کې ﺍﻟﻐﺎﻭ ﺗﻠﻐﺎﻭ ﻭه، ﺩَ ﺧﻮﺍﻭﺷﺎ ﮐﻮﺭﻭﻧﻮ کې ﮊړﺍګانې ﻭﯤ . شېرينۍ ﭼﯥ ﻣﻮﺭ ﺗﻪ ﻭﮐﺘﻞ ﻧﻮ ﺩَ ﻫﻐﯥ ﺳﺘﺮګې ﻫﻢ ﺳﺮﯤ ﻭﯤ .
"ﻣﻮﺭﯤ ! ﺑﺎﺑﺎ ﻣﯥ څه ﺷه" ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﺣﯧﺮﺍﻧﺘﻴﺎ ﭘﻮښنه ﻭکړﻩ . "ﺑﻬﺮ ﺩی" ﺭيښمينې ﭘﻪ ﻏﺮﻳﻮﮊﻥ ﺍﻭﺍﺯ کې ﻭﻭﺋﻴﻞ ﺍﻭ ﭼﯥ شېرينۍﺗﻪ ﻳﯥ ﻣﺦ ﺭﺍ ﺍړﻭﻟﻮ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻐﻪ ﻟه ﮐﻮڅې ﻧﻪ ﺑﻬﺮ ﻭﻩ ۔
ﺍﻭ ﭼﯥ شېرينۍ ﺣﺠﺮﯤ ﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮﻩ ﻧﻮ ﻟه ﻭﺭﺍﻳﻪ ﻳﯥ
ﺧﭙﻞ ﭘﻼﺭ ﻭﻟﻴﺪه، ﻫﻐﯥ ﻭﺭمنډﻩ کړﻩ ﺧﺪﺍی ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﺷﯧﺮﺩﻝ ﻭﻟﯥ ﻣﺴﮑی ﺷو!
۱۱
لیکواله: زيتون بانو
کتاب: خوبونه نه انتخاب
ګوټ پیر
چی مورې د سليم نيا هغه چې مونږ کره د قرآن شریف سبق وانی او ماته را یاد شو سلیم چې مونږ کره د قرآن شریف سبق وانی د هغه يوه نیا هم وه او ماله هغه وخت په خپل کمزوري یادداشت او دې دومره ډېر هېر باندې قهر راغی زما د خولې نه په خپله انا لله وانا اليه راجعون اووتل. مونږه د خدايی د پاره يو او هم هغه طرف ته به ور گرځو ما په زړه کې د آیت ترجمه اوکړه خويه ځه ناجوړه وه ؟ ما د خپلې تسلی دپاره تپوس اوکړو نه مورې ناجوړه نه وه. هغه بېګاه د اوبو ډنډ کې پرېوتې مړه شوې ده.
مورې د سلیم نیا مړه شوه کور ته راننوتو سره سم نصیر خبر راکړو.
د چا نیا ؟ ما خبره سمه نه وه اورېدلې ځکه مې په حیرانۍ
پوښتنه اوکړه
وی دا څه واني؟ هغه څنگه؟. زه نوره حبرانه شومه خبر نه یم خو خلق دغسې وايی نو چې سحر د اوبو په سر يې لاش ګرزېدو. ما خو دومره اولېدل چې ټولو خلقو ژړل د سليم مور پلار هم په چغو چغو ژړل او سلیم هم په سلګو سلګو ژړل او د بره مورې زه پوره خبره باندې خان پويووم چې چرته او په کوم ډنډ کې گزاره شوې وه او څنګه ګزاره شوې وه نصیر په منډه د کوره اووتو چې د سليم د نيا د ډوبېدو او مړه کېدو پوره معلومات حاصل کړی او تاسو خبر یی دا زه د خپلو خیالاتو په غولی کې را ګېره په مزه مزه د خپل ذهن د سوچ دنیا ته ورکوزېدمه غریبه سپبره بودی ښځه دا زړې منيندې او نياګانې مونږ نه دومره زر ولې هېرې شی اوس ګوري کنه وايه چې د پرون خبره ښکاری ما څه سودا کړې وه راروانه وومه د سليم هم دغه نيا چې پرون شپه چرته ډنډ کې پرېوتې مړه شوې ده د لارې د ګوټ پیر سره خواته ناسته د تورې کټوۍ نه يې په زنګينه قاشوغی پخکړې کرښې را ایستی او په سخا خیچن پرچونو کې يې اچولې او ورسره ورسره يې د ځان سره ناستو وړو سره خبرې هم کولې چې نوگزی دنګ لوړ اخوا دېخوا اوری
راوړی کنه دا ستاسو د دوست د سلیم پلار دی کنه؟ دی یاد وومه ده ته به ما اندر پایه وې ده ته به مې بانس هم وې د ده وونه به دومره نه وه دنګه خو خبر يې د ده کرښې ډيرې خوښې وې یوه ورځې داسې چل اوشو چې په نیمه شپه را پاسېدو او وې ويیل زه خو کرښې خورم . سخت اوری وو سم اور ورېدو مونږ ټول بهر په غولی کې ملاست وو. زه پاسیدمه او ورله مې کرښې پخې کړې او چې په ركيبۍ کې مې واچولې او هم دغسې مې پرې د پاسه مالګه او دوړوله لکه چې تاسو له پرې دوړوومه نو تر هغه ساعته دی بیا اوده شوی وو او چې سحر نمر خاته پاسېدو نو خپل یې را واخستو زه خو اوس کرښې نه خورمه اوس خو پاس آسمان نه ستوری هم لازل هله شابه ستوری بیا په آسمان را اوخېژه وه چې زه کرښې او خورم او صببه په ژړا شو. په چغو په کوکارو شو لغتې يې شروع کړې ټولې کرښې يـ اخواد بخوا په غولی کې او نوستې. واخله بسم واخله بچیه ما خپلې پیسې واخستې هن ته دا باقی پیسې الله او هغې چې هغه ماشوم ته باقی پیسې ورکولې نو په ما يې سترګې را برابرې شوې راشه لوري ته هم اوخوره کرښې ښې خوړينې دپستې دې زه پکې تراوه نه که وومه واړه دى كنه. غاړې يې خرابېږی شابه را اوباسه پیسې خپل نمسی سلیم له هم چرې بې پیسو نه وركوومه : پیسې ترې وړومبۍ اخلمه نو هله پسته کرښې و وركوومه خو خبره يې دوه درې دانې ورته په پرچ کې زياتې اچوومه نمسی میدی کنه که د اوسه خایه په مفتو خوراک اموخته شو نو لکه د پلار به مفت خور شی کله چې د څلورو لوڼو او دې نیازبین نوگزی خوی سره کنده
خوره خوره خوبه واله خوره کرښې لس ګری اوونه به دې شی راکړه پیسې د جهبه را اوباسه خو چې مور د کوره اونه باسې د خپله کوره شړلو ويستلو منيندو له پردی خلق خايی نه ورکوی
شومه نو هم به مې کرښې پخولې هغه به مونږه مور او لوڼو خرڅولې او دوي مې لونيول او اوس چې د کار خانو څښتن شو نو څه خبره يمه چې زه يې په کومه خانه کې ورلړه کړې يمه. اوس خو ترې نه دا هم هبر شوی دی چې د هغه چرته مور هم وه او زه د سليم د نیاد. د خلې د هغې د تېر ژوند په قیصې اورېدو کې دومره ډوبه وومه چې مانه دا اډو هېر وو چې زه د کورونو خواته تاوېدونکی ګوټ پېر کې ولاړه یمه او د دنیا واړه رانه راټول دی او زه داسې دوړو په کرښه کې را گبره ولاړه یمه لکه څه رنګه چې مې اوس اوس د سليم د نیا چرته ډنډ کې د ډوبېدو د خبر اورېدو نه پس د خپلو خیالاتو په غولی کې راگېره يمه.
سپبره زړه ښخه وه خدايی خبر د غریبې پښه به خويیدلې وی ورته سم څه ښکارېدل هم نه چې په اوبو کې لوييدلې وی نو لاس پښه خو به يې وهلی وی چغې به یې وهلې وی خلقو ته به يې د مد پاره په زوره زوره آوازونه هم کړی وی. که د ښار علاقه وی نو د تلونکو راتلونکو نظر به پرې خامخا پر هوتی وی. لیکن دا خو کلی دی. د ښارونو په مقابله کې په کلو کې شپه زر را پر بوزی او زیاته پرسکونه او خاموشه وی او ځکه خو بوډۍ غريبه په ډنډ کې په پرهوتو چا اونه لیدله او دغسې په کلو کې ورځ هم زر را خبری د سحر د بانګونو نه هم ډېر وړومبۍ اکثرو کورونو کې نغری تاوده شی او ژوندی لوګر د دېوالونو نه پورته پورته بره آسمان پلو خبری او غايیبېږی خو د سلیم دنیا د کوره ټوله شپه غايیبېدل د چا هم یاده نه وه. د هغې غریبې چرته يوه ډېره خو هم نه وه کنه د څلور لوڼو په ودانه کورونو کې هغې یوه شپه تېرول هم مناسب نه کڼله. دا د هغې غیرت چرته منله چې خون دې ژوندی وی د قالینونو د کارخانې دې مالک وی لیکن د هغه دا هیر وو چې د هغه یوه بوډۍ ضعیفه مور هم وه او د دغه بوډۍ ضعیفې څه ضروریات هم وو چې هغې به د کرښو په خرڅولو پوره کوول
نه يمه پوې چې مونږ نه دا زاړه ضعيف مييندي پلاران نیا نیکونه دومره زرولی هبر شی؟ دا شاید دې د پاره چې مونږه به ټول عمر خوانان يو او چرې به هم نه زړېږو.
۱۲
ليکوال: لايق ذاده لايق
کتاب: ماته آيينه
مامعاف کړه
ما خو په څو ځله قسم وکړو ماريې زه ... زه په ډېرو زيارتونو وګرځېدم - ډېرې توبې مې وويستې ولې زړه بادشاه دی ځکه نو مانه هر وخت تا، غواړي ـ تـا مـاريې صرف او صرف تا ۔ ۔ ۔ زه نه پوهېږم چې تا نه څنګه زړه صبر کړم اخر څنګه ؟ ـــ ته چې ماته په چپله خوله داسې خواږه خواږه ګورې نو لېونی زړه مې ډېر څه غواړي ـ ـ ـ ولې زه هېڅ نه شم کولی ۔ - - زما معصوم ارمان دا کله مني چې زما او ستا تر مېنځه ډېره لویه فاصله ده تا په نازونو کې سترګې غړولي دي او زه په غمونو کې رالويی شوی یم ۔۔۔ زه خو د خاورو د داسې کچه کور اوسېدونکی یم کوم کور چې په ټول عمر کې د خوشحالی خوب هم نه دی لیدلی ۔۔۔ منم چې زه تا له محلونه نه شم جوړولی ۔۔۔ ولې د زړه په محل کې مې د ډېرې مودې راسې ساتلې يې - - - زما په هره ساه کې او زما د وينې په هره قطره کې ستا مقدس ارمان خوندي دی ۔۔۔ ماريې مـا کـه خدايی پاک ته په سلګو سلګو ژړلي دي نو زما هرې سلګۍ او هرې اوښکې ترې نه ستا سوال کړی دی ... د خپلې هرې خوشحالۍ په بدل کې د خپلې هر تمنا او هر خواهش په بدل کې خو ماريې ته خاموشه ولې يې؟ څه خو ووایه کنه ... دا خاموشي . دا خاموشي خو ما خوري --- څه خو ووایه کنه ای بس دمره چې يو ځل راته خپل ، ، ووايه ـــ بيا مې هېر کړه ـ د همیشه دپاره ... زه درته منت کوم - ماريي منت درته کوم ... ته ... ته ګوري نه ؟ ... د حالاتو او وختونو سپوري مونږ پسې دي زه ویرېږم ۔۔۔ زه ۔۔۔ زما په وجود خو ۔۔۔ زما په وجود خو توده توده خوله راماته شوه -- ماته الله هو ووايه ... ما اوده کړه ماريې ما اوده کړه ته ته زما په سینه سر کېږده ... او ... او هم دغه شان چې ماله خوب راشي چې زه اوده شم ماريې چې زه اوده شم ، ....هغه سترګې پټې کړې او د ماريې تصوير يې سينې پورې جوخت کړو . د هغه وړو وړو سلګو هغه دخیال په نیلی سور کړو او د حسرتونو او ارمانونو په جلب کې يې ډېر لرې بوتلو . ډیوه لا اوس هم د هغه سرته بلیده باران کم شوی و خو چې کله کله به شیبه تیزه شوه ـ هغه به داسې محسوسه کړه لکه چې په کوټه څوک منډې وهي د هغه ټول وجود به په رپېدو شو او د ماريې تصوير يې سينې سره نور هم جوخت کړو .
,, ماريه ، ، د هغه د ډېرې مودې راسې خوښه وه ولې نن يې په زړه بې اختیاره راورېدلې وه . هغه ته د سپوږمۍ په رڼا کې د ماريې خبرې رايادې شوې . هغه په دغه شپه هم ډېر ژړلي وو . ولې ماريې ته پته نه وه بیا ورته د هغې ټول خطونه رایاد شول چې پکې مينه وه او د مينې غوښتنه وه ـ هغه بې اختیاره اسویلي کول چې ناګهانـه چــا دروازه وټکوله ـ هغه سترګې وغړولې ډیوه يې را واخسته او په درنو قدمونو دروازې له ورغی - د هغه په مخ اوښکې روانې وې دروازه بيا بيا وهلی کېده اوچې کله هغه دروازه خلاصه کړه نو هلته څوک هم نه وو . د شپې په توره تیاره کې د باران شېبو یو بل پورې خندا کوله هغه د څه ساعت دپاره په دروازه کې شکمن شانتې ولاړ و او
د ډيوې په تته رڼا کې يې اخوا دېخوا کتل ـ بیا يې دروازه بنده کړه او لاکمرې ته رارسېدلي نه و چې دروازه بیا ووهلی شوه خو دا ځل ورسره د ماريې اواز هم ملګری و شـابه دروازه بیرته کړه ټوله لونده شومه ، ، د هغه د پښو نه لکه چې زمکه تختیدلي وي. د کمرې په مینځ کې اټاله ودریدو اواز بیا راغی هسې دې دومره ياد ولم شابه دروازه بېرته کړه ،، هغه د ماريې اواز اورېدو ولې نه پوهېدو چې څه وکړي . په زړه کې يې ډېرې وسوسې تلې راتلې . د دروازې درزېدل ورو ورو سېوا کېدل او ورسره د ماريې د ژړا او از هم راتلو .
هغه يو ځل بيا ډیوه را واخسته د باران شېبې ښې تیزې شوي وي او بیا چې څنګه هغه دروازه بیرته کړه نو چا ورله په مخ یوه درنه څپیړه ورکړه او دغه څپېړي سره اسمان وبرېښېدو هغه په دغه رڼا کې په خپله دروازه کې يـو سپوری ولیدو چې په بق بق خاندي . د هغه وجود وبوږنېدو . دروازه يې په درز بنده کړه او چې کمرې ته راننوتـو نـو ډيوه يې ایله په تاخ کې اېښودې وه چې په کټ کې خــور وور را پر هوتو - د هغه په مخ توده توده خوله را ماته شوه - ټول ساه ساه شو. د هغه د سترګو وړاندې هاغه سپوري چورلکونه خوړل . هغه د دروازې نه بهر اوس هم د ماریې خنداګانې اورېدې . په رپېدونکو لاسونو يې د ماريې تصوير يو ځل بـيـا سـيـنـي سـره جوخت کړو - زه ویرېږم - - لېونۍ ما اوده کړه ـ ـ ـ ما اوده کړه، هغه دومره قدر اووې او بيا يې سترګې پټې کړې او هله يې سترګې وغړېدې چې دروازه چابیا وټکوله . هغه یو نظر بهر وکتل باران و در بدلی و شپه تېره شوې وه او توده غرمه وه . هغه په ډېره مشکله د کټ نه راپاڅیدو - ستر غلي يي پرسيدلي رو او سترګې يې تر اوسه سرې وې . هغه په راکښلو قدمونو دروازې ته ورغی او چې دروازه يې بېرته کړه نو مخامخ ډاکي ولاړ و ـ هغه له يې يو خط ورکړو او په شغ لاړو .
هغه لفافې ته وکتل زړه يې اختیاره ودانګل د شپې ټول واقعات يې ذهن ته راغلل په رپېدونکو لاسونو يې د ماريې رالبرلی خط پرانستو ـ هغې د نورو ډېرو خبرو نه علاوه په واضحه ټکو کې ليکلي وو چې ما معاف کړه . . معاف کړه......د معاف ، ټکي سره په هغه سر وچورلید و او ځان ورته د هاغه سوال ګري په شان ښکاره شو څوک په ټوله ورځ د ښار په بازارونو کې ګرځي او هر چا ته لاس نيسي ولې هر شته من او په کور پوره سړی ورته په ډېر نفرت او سپکاوي سره وايي معاف کړه ، ، د هغه په مخ ناقراره اوښکې په يو بل پسې زغلېدې د ماضي هر یو یا د ورته نیمګړی خوب ښکاريدو هغه کمرې ته دننه راغی د ماريې تصوير يې راواخستو ، د حسرت او ارمان په ډکو سترګو يي ورته وکتل . هغه داسي
محسوسه کړه لکه چې د ماريې تصویر هم د هغه غریبۍ پورې خاندي او ورته وايي چې : -
پیوند د شال او شړۍ نه شي
په رڼا ورځې باندې مه وينه خوبونه
۱۳
کیسهګۍ
لیکوال: ډاکټر شېر زمان طايزی
یوه ډېره لنډه افسانه
سلطان باچا اووژلی شو. عمر باچا ته عمر قېد سزا واورولی شوه . او هغه پټی چې د دواړو پرې لانجه وه ‘نورو خلقو اوخوړو.