"ادبیات معاصر افغانستان"

ماما جي

Image Description

نورالامین یوسفزی



« هلکه لالا شته»، ناڅاپه دېرې ته یو سړی راننووت... سړي مخ او سر په څادر کې نغښتي وو او د ډېر هیبت نه یې په ناستو کسانو سلام اچول هم هېر شو. مونږ ناست ملګري ټول وېرې واخستو. په مېز پرتې د تاش خورې ورې پاڼې، مونږ همدغه شان پرېښودې او ټول د ژمي په دې يخ او تور ماسخوتن یو داسې مېلمه ته په کاته شو، چې بوڅۍ یې هم وهلې وه. 

مېلمه سمدستي د مخ نه څادر لرې کړو او زما د تره نوم یې واخیست « د ګل لالا تپوس کوم»! دېره کې ناست د کاکاجي یو دوست د کټ نه راپاڅېد او مېلمه سره یې ستړي مه شي وکړل: « ګل احمدخانه په خیر، د اته یې .... زمونږ خو دې اکر بکر ګډ وډ کړو»!

مېلمه مونږ ټولو سره په تلوار ستړي مه شي وکړل، خو نه یې په مخ کې وینه وه او نه یې ساه صورت سم و. زما د تره دوست ورسره ټوقه شان وکړه، « هلکه څه ساګ دې سېلۍ وړي دي!». او دغه وخت ما هم سړی وپېژنده. ځکه چې دی د کاکاجي د ډېر خوږ اشنا نیازبین زوی و او کله نا کله به زمونږ کلي ته راتلو. او چې د مېلمه زیړ تښتېدلي رنګ ته مې وکتل نو مازغه مې لکه د کېسټ د پټې، په شا وچورلېدل او هرڅه مې د ټېلوېژن د پردې مخې ته راغلل. د نن نه پنځه کاله اګاهو چې ما په دولسم کې سبق وی، نو همدغه شان په یو تور او یخ ماخوستن هم دا مېلمه مې کاکاجي ته راغلی و او کاکاجي ما سره د هغه لنډه شان پېژندګلو داسې کړې وه، چې دا زما د ډېر خوږ دوست نیازبین زوی دی، دوی پېښور سره نزدې یو وړوکي شان کلي کې اوسي. 

ماته دا هم یاد شو، چې هغه وخت هم ددې مېلمه حالت نارمل نه و. په مخ یې د غوسې سوروالی او په نرو چوچنو سترګو کې د انتقام څړیکي محسوسېدې او نن چې کله دغه مېلمه د کاکاجي دوست د کاکاجي ستانې ته بوتلو، نو ماته دا هم رایاد شو، چې پنځه کاله اګاهو چې کله مېلمه او کاکاجي په ډېرې رازدارۍ سره ستانې ته لاړل او ستانه کې یې هم په څه خبره بحث تېز شه، نو زه غلی غلی د کړکۍ سره پټ ودرېدم او دهغې خبرې مې په غلا اورېدل شروع کړل. ما چې کړکۍ ته غوږ کېښودو، نو د مېلمه له خولې مې دا خبره واورېده، چې: « زه دواړه وژل غواړم» او بیا مې ورته تره په ډېر سنجیده انداز کې ووی: « ګوره بچی ته لېونی شوی یې»، ستا پلار زما دوست دی، ماته هغه ښه معلوم دی، چې څنګه سړی دی!؟ اوس هم قصور نه ستا د تره د زوی دی او نه دې د خور....ګرم خو دې پلار دی، چې ایرۍ یې ورور سره په پوله ووهلې او کوېژدن یې د هغو دواړو ماته کړه. د هغه خپله چنغله وه، که دواړو واده وکړو او تاسو ته یې کلی پرېښودو، نو تاسو هم دا خبره داسې هېره کړئ لکه چې هډو څه شوي نه وي. 

او بیا زما د تره د اوږدو خبرو او دلیلونو نه پس هغه قلار شه او ما داسې محسوسه کړه، لکه چې دغه د عمر پېغور یې د خپلې پلنې سینې لاندې د عمر لپاره اوده کړو او بیا بله ورځ سهار وختي چې هغه رخصتېدو نو د غوسه ناک ګل احمد په ځای یو غمناک او صبرناک انسان و. 

خو نن چې پوره پنځه کاله پس ما هغه بوږنېدلي او ترهېدلي انداز کې ولیدو نو یو ځل بیا ورپسې غلی غلی د کاکاجي د ستانې کړکۍ خواله ورغلم.« پنځه کاله ډېره موده د پول لاندې بلا اوبه بهېدلي دي، خودا سړی». زما د تجسس ماده نوره هم سېوا شوه. یا هلکه صاحبه دا خو ګناه ده او ته خو اوس....

یو ملګري ټوقه وکړه او ماورته په خوله کې مسواکه ګوته کېښوده....هغه غلی شه او ما بیا کړکۍ سره غوږ ورنزدې کړو . لالا ما هغه کار وکړو او دلته تاته پنا اخستو ته راغلی یم. زما تره ترې په تلوار پوښتنه وکړه: 

-کوم کار اګل احمده!

-«لالا دواړه مې ووژل او هغه دریم....»

-څه، څوک دې ووژل، وئ ئ؟

کاکاجي کټ کې رانېغ شه – لالا هم هغه د.... هغه په غوسه کې ووی، دا ولې؟ ته چې ما هغه وخت پوهه کړی وې. زما تره په حیرانتیا او غوسه کې پوښتنه وکړه:  او بیا دا دومره موده پس....

-لالا، مونږ خو هم ستا خبره منلې وه او خپله خور مو په ژوند په مړو حساب کړې وه، تاته خو هرڅه معلوم دي چې، دې حادثې مې داجي په حجره، جومات بند کړی و. بې بې هم د دغه غمه ارماني ارماني ګور ته لاړه. ما به هم داسې ګڼله چې ګوندې د کلي کور دا ټول خلک او دا دېوالونه مونږ پسې خاندي....لالا مونږ خو دا هرڅه زغملي وو. لکه د زهرو د ګوټ مو د ستوني تېر کړي وو، خو...

کاکاجي په حیرانتیا کې ووی: خو څه؟ 

او په دې د مېلمه لهجه نوره هم سخته شوه. پرون مازیګر زه د ښار نه کلي ته تلم... انتظارګاه کې ګاډي ته ولاړ وم، چې یو ښکلی غوندې ماشوم مې خواله راغی او راته یې ووی، ماماجي، پلار مې وايي، چې تا له دې خپله برخه درکړي. او ما چې مخامخ وکتل نو د ماشوم نه لږ اخوا مې د تره زوی ولاړ و او ورسره خوا کې په بورقه کې زنانه ناسته وه. دې سره هغې یو سوړ اسوېلی وکړو او زه غلی د کړکۍ د خوانه راو کشېدم.