"ادبیات معاصر افغانستان"

مماڼه

Image Description

اسیر منګل 


مماڼې د ښار په مشهور چوک کې خیر غوښتلو ته لاس نیولی و، چې دې کې د سړک په غاړه د ګل جي تور، اوږد او پلن موټر یې سهي کړو او د هغه ځای نه یې خپلې پښې سپکې کړې. هغې په وارخطایۍ کې شاته یو دوه ځله وکتل، یو څو کسانو سره یې ډغره هم ووهله. کله چې هغه په ګڼه کې په یو تنګ بازار ورننوته؛ نو لږه ساه یې واخیسته. دلته د یو ورکوټي جومات مخې ته کېناسته، یو کلن ماشوم یې تي ته واچاوه او چې ځانته یې خیال شو، یو چپل یې هم د پښې نه وتی و. د چپل په چاپتي کېدو هغه غرېو ونیوله او د ګل جي کسانو ته په ښېرو او په کنځلو سر شوه. 

مماڼې هغه وخت هم خیر غوښتو، چې کله هغه د دولس، څوارلسو کالو ماشومه وه. په همدغه چوک کې به هغه خپل نابینا پلار سره ناسته وه، ګل جي به هره ورځ دلته راتلو او دې له به یې څه نا څه خیرات ورکولو؛ خو ددې شتمن سترګې په خپله هم وږې وې او هغه د څه ورکولو په لالچ کې د څه غوښتلو په تمه و. مماڼه چې کله د سوداګر په نیت پوهه شوه؛ نو ددې سودا د قبلولو نه یې انکار وکړو، ګل جي خپل پوره وس وکړو، چې دغه ګل د خپلې حجرې په یوې کمرې کې ولګوي، خو مماڼه چې د چا په نامې وه، د پنځلسو کالو په عمر کې د هغه کور ته په سره ډولۍ کې لاړه. 

ګل چې په خپله دوه جریبه حجرې کې کټ ته ډډه لګولې وه او د چیلم نه یې شنه لوګي پورته کول، ګیرچاپېره د نوکرانو او خوشامندګرو لښکر ګرځېدو راګرځېدو، یوه نیمه خدمتګاره ښځه به هم راښکاره شوه، چې د ګل جي کور نه به حجرې ته راغله او کله نا کله خو به د ښځو شمېر د سړیو نه سېوا شو. خلکو به ویل چې، د ګل جي سړیو نه ښځې ډېرې خوښې دي. ځينې نوکران چې به وزګار شول، نو خپلو کورونو ته به تلل او ځينې دلته پاخه دېره وو، چې په کې ځينې بې موره، بې پلاره ښځې او سړي هم وو. د ګل جي د کور اندازه نه لګېده، چې په څو جریبو خور و، ولې د حجرې نه ښه لوی و.  

دا حجره په خپله ځانته یوه لویه دونیا وه، چې نه په کې د ګلونو کمی و او نه د رنګونو. یو خوا ته که د اعلی نسل فارمي غواګانې تړلې وې؛ نو بل خوا ته د مېښو او اسپو کمی هم نه و. د ګل جي سورلۍ  دپاره د ښکلیو او اعلی موټرونو هیڅ نشتوالی نه و، خو هغه به ویل چې د بګۍ سورلي د پاچایانو سورلي وي. او هغه به په مازیګري کې کله نا کله په خپله خصوصي ټانګه کې د ښار چکر لګولو. 

نن ګل جي ډېر زیات بې طبیعته و. د چرسو او افیمو ټرکونه یې ګېر شوي وو. زړه یې غوښتل چې نن خو د چرسو په ځای پوډر وڅښي؛ خو بیا یې دا اراده پرېښوه او په چرسو یې ځان ښه خمار کړو. په اخري کش کې چې ټوخي ونیو؛ نو یو نوکر ورته د مماڼې کیسه وکړه او هغه داسې محسوسه کړه ، لکه چې په یوه رنګینه شپه کې یې د انګورو اوبه څښلې وي او د ځان سره لګیا وي. 

مماڼې ووایه، زه نن شپه تاته څه ډالۍ کړم؟

د خداي خاطر وکړه، چې ماته رالنډ نه شې. مماڼې لکه د ترهېدلې هوسۍ ووی او بیا هغه هره حربه استعمال کړه، خو دغه وړیا شراب یې تر ستوني تېر نه کړل. سره د خپل ټول طاقت او بې شمېره وسیلو په خپله حجره کې داسې اریان دریان پاتې شوی و، لکه چې د چا د لاسو نه نیولی مړز الوتی وي. 

هغه، مماڼه راغلې ده، ګل جي لکه چې د خوب نه راويښ شوی وي او نایکه! هم نن مې سهي کړې وه، نوکر یې په ځان ګوتې ووهلې؛ لکه چې ډيلی یې فتح کړی وي. 

-مماڼه چې کله په سره ډولۍ کې کېناسته، نو د خوشالۍ یې څه حد نه و، هغه اوس د خیر غوښتلو نه خلاصه وه، مېړه یې غریب ضرور و، خو هغه یو ځوان زلمی و. په سټه تندرست و، د هر قسم مزدورۍ نه یې ډډه نه کوله. د مماڼې یې ډېر خیال ساتلو او هغې داسې محسوسوله، لکه چې اصلي ژوندون یې اوس شروع شوی وي. 

څه موده پس چې د مماڼې پلار په حق ورسېدو؛ نو خاوند یې ښار نه وطن ته د تلو تابیا وکړه. ښځه او خاوند دواړه خوشاله خوشاله خپلې خاورې ته لاړل. یو څو میاشتې یې هلته ډېرې ښې تېرې شوې، خو چې کله په وطن د جنګ لمبې راخورې شوې؛ نو هم په دغو ورځو کې د مماڼې غیږه ډکه شوه، خدای پاک ورله د ګل غوندې زوی ورکړو، ولې بل خوا د جنګ په بټۍ کې یې د خاوند سر هم ویلي شو او هغه یو وارې په اوښکو او سلګیو سره ښارته راغله او خیر غوښتلو ته کېناسته. 

-دا ظالمه واده شوې نه وه؟ ګل جي د ډېر ژور سوچ نه پس ووی.

-واده شوې وه نایکه. اوس یې په غیږ کې یو ماشوم هم دی. 

-دا ته څه په ګډوډو سر شوې سړیه! ګل جي په پرېشانۍ د کټه پاڅېدو.

-خو نایکه د ښار خوند چې څوک واخلي، هغه بیا کلیو کې وخت نه شي تېرولی. 

-او دادې ټیک ووی، ګل جي د ځان سره موسکی شو. 

-دمماڼې خوارې د خپل سر خوړلي مېړه نه علاوه په دې دونیا کې څوک هم نه و او که څه خپل خپلوان یې وو هم، هغوی ورنه مخونه اړولي وو او مماڼه اوس د ښار سره نزدې د یو باباجي په زیارت کې د نورو بېوزلو ملنګانو سره دېره وه. د هغې یوازینۍ هیله اوس همدغه د تي ماشوم و. کله به چې هغې خپل د ژوند ملګری یاد کړو او په چغو چغو به یې وژړل، نو د زیارت ملنګانو به هغه په دې غلې کړه چې هغه ییله کونډه نه ده. دلته دغسې بې شمېره کونډې رنډې د وخت ناکردو ته ناستې دي او اوس دې غم سره خلک بلد شوي دي. دا د باباجي زیارت دی. دلته بلا ډېر نر او ښځې کال دولس میاشتې پراته وي. د باباجي لنګر نه ورته څه دال پیتی ور رسي او دې ځای کې چې څوک اوسي، نو هغه ځان د باباجي ملنګ ګڼي؛ خیر که هر چرته ټولوي، خو خپله پېژندګلوي د باباجي سره کوي. مماڼه اوس د بابا جي ملنګه وه . کله چې هغه دلته راغلې وه، نو د هغې د ځوانۍ او د ښایست یو غږ خور شوی و، هغه که هرڅومره په خیرنو خیچنو جامو کې ګرځېدله، خو لال په ایرو کې کله پټيږي!

مماڼه یو ګل وه. یوه وږمه وه، د هغې د حسن وږمو، چې کله د زیارت د مینجور سپېږمۍ ووهلې، نو هغه داسې محسوسه کړه، لکه چې د مینې زوکام یې شوی وي. یوه ورځ یې مماڼې ته ووی: 

ته څه له بهر بازارونو کې خیر غواړې، همدلته ناسته وسه؛ تاته به هرڅه در رسي. 

خو مماڼه د وخت له ژرندې نه راوتې سپوږمۍ وه. هغه په هرڅه پوهېدله او هغې د منجور د هر وړاندیز نه انکار وکړو. ولې هغه یو کمزوری بنیادم و. بیا یوه شپه هغې د منجور په مضبوطو لاسونو کې لکه د کمزوري څاروي داسې کېوتې وه، چې هیڅ ړق یې نه شو وهلی.

د مماڼې خپله ځواني دوښمنه وه او د هغې ښایست د هغې دپاره سور اور و، چې یو ځای یې نه پرېښوده. هغه یوازې د ګل جي او مېنجور په نظر کې نه وه، هغه به چې چرته لاړه، هلته به ورته څوک نه څوک د ګل جي او د مینجور په شکل کې راښکاره شول. خو څه یې کړي وای، هغه یو ژوندی بنیادم و، که هر څنګه وه، شپې او ورځې یې لنډولې. 

هغه نن یو وارې بیا د خدای په اسرې د ښار مشهور چوک کې خیر غوښتلو ته ناسته وه. ورسره خوا کې د یو نوراني مخ سپینږیري بابا هم لاس غځولی و. کله چې د ماښام لړې خورې شوې، هر چا د خپل کور مخه ونیوله. مخامخ د پیپل په غټه ونه کې چڼچڼو یو شور جوړ کړی و او د هرې مرغۍ دا کوشش و، چې د شپې تېرولو په غرض ځانله یو څانګه کې ځای ونیسي. خو د مماڼې ځای چرته و. هغه حقه حیرانه وه، چې په دې لوی ښار کې به هغه اوس چا کره ځي. سپینږیري باباجي، چې د کور د تلو اراده وکړه، نو مماڼې ته خپل پلار را یاد شو. د هغې سترګې لمدې شوې او په غریو نیولي اواز یې وویل: 

-باباجي ته ماته داسې ښکارې لکه خپل سکه پلار...

-ښه دې ووی لورې! زما هم در باندې د خپل لور سترګې خوږې شوې... باباجي په پاڅېدو کې ووی: 

-زما یوه بوډۍ ښځه او بله ستا په شان ځوانه لور ده...

-باباجي زه نن شپه تاسو کره ...

-بابا جې د مماڼې په مطلب همغه وخت ورسېدو، ولې نه ... ولې نه!

مماڼه چې کله باباجي سره کور ته روانه شوه، نو څه ګوري چې یو لوی سرای دی. ځای په ځای کنډرې دي؛ لکه د مقبرې خاموشي خوره ده. سپینږیری وړاندې او مماڼه ورپسې. کله کله به مماڼه وېرېدله؛ لږه پښه نیولې شوه، خو چې کله د بابا جي په ښکلې څېره کې به ورته خپل پلار راښکاره شو، نو زړه به یې ټینګ شو. 

څه شېبه پس هغوی یوې بندې کوټې ته ودرېدل. د مماڼې زړه ودرزېدو. بابا جي ور ایله کړو. بجلۍ یې بله کړه او بیا یې ووی: 

لورې ته دلته کېنه، چې زه درته خپله بوډۍ او لور راولم. 

-مماڼې په وېره وېره ووی: هغوی چرته دي؟

-هغوی دې بل کور کې دي، ته خپه کېږه مه، دا خپل کور وګڼه. 

سپینږیری بابا لاړو. مماڼه لږه ساه صورت شوه، خپل ماشوم یې تي ته واچولو. څه موده پس یو ځوان سړی کوټې ته راننوتو. مماڼه زر پاڅېده غوني یې زیږ شول. په خوله کې یې لاړې وچې شوې. سړي راننوتو سره سم ور بند کړو. په مماڼې سر وګرځېدو او وې ویل، ته څوک یې او دلته څه له راغلی یې؟ 

ځوان سړي خپله سپینه ږیره او د سر سپین ويښته په مېز کېښودل او د یوې شیطاني خندا سره یې په مماڼه ورټوپ کړل او بیا ټوله شپه نه چا د مماڼې چغې سورې واورېدې او نه د ماشوم ژړا او دا هم د ژوند یوه ترخه شپه وه، چې د قیامت نه کمه نه وه. مماڼې په سور اور تېره کړه. 

سهار وختي هغه، چې د هغه ځای نه راووته، نو په منډو سر شوه. د هغه په زړه او ذهن درې خپسې خورې وې: 

ګل جي، مینجور او سپین ږیری باباجي.

زړه کې یې تېر شول، چې دې ژوند نه خو مرګ هم ښه دی. هغې د ځان وژنې زیار وکړو؛ خو دا هم ورته ډېر ګران کار ښکاره شو. هغه یوه ځوانه جانه ښځه وه او بې کچه ښکلې هم وه، خو ورسره بېوزله هم. د ژوند ملګري ورنه ډېر بې وخته سترګې پټې کړې وې. هغې چې د خپلو ترخو تجربو په رڼا کې خپل تریخ ژوند ته وکتل، نو لکه وېرېدلې هوسۍ یې د ګل جي په حجرې ورمنډه کړه. 

خلک وايي، چې مماڼه اوس خیر نه غواړي هغه د ګل جي د ګملې یو داسې ګل دی، چې وږمې یې په ټوله حجره کې خورې وي.