کږه خوله
صفیه حلیم
د هغې وروستۍ خبرې په ما اور، بل کړو. یوه څپېړه مې ددې سپین مخ ته راخلاصه کړه او ترڅو چې پوهېده، په فرش پرته وه. هغې د خپل لوڅ وجود د پټولو لپاره لاس وغځوو، خو ما په فرش د هغې دانه وانه جامې او بوټان راټول کړل او د اپارټمنټ په راهدارۍ کې مې ورته وغورځول. دا راته په ښکنځلو سر شوه. ما ژر ژر د خپل خوب چپنه په ځان راتاوه کړه؛ دا مې د لاس نه ونیوله او هماغسې د جامو پسې مې بهر ورټېله کړه.
دروازه مې په زوره بنده کړه نو ددې سلګۍ مې واورېدې.
زما اور لږ سوړ شو او پښېمانه شوم، خو هغې د دروازې نه بهر خپله وروستۍ خبره بیا په زوره وکړه، نو هغه قهر مې بیا راتازه شو. ورپسې بهر لاړم. له ويښتو مې ونیوله او د دېوال سره مې یوه زوروره ډغره ورله ورکړه. دې چیغې کړې او زه لږ ووېرېدم چې هسې نه د نورو اپارټمنټونو نه څوک راووځي. خو په دې وطن کې ښه والی دادی، چې څوک درباندې غرض نه لري. زیات نه زیات یو څوک پولیسو ته ټيلفون وکړي. دا ښځه ما پخوا هم وهلې وه خو هیڅ نه و شوي.
په لومړي ځل مې په دې وهلې وه، چې زه په کور کې نه وم او دې زما ملګري ته دروازه خلاصه کړې وه. دا څه دومره لویه خبره نه وه، خو زه په دې وشرمېدم چې هغه وخت دې ښځې د خوب کالي اغوستي و. او زه په غسل خانه کې وم. بیا مې دوه درې وارې په دې څپېړه ورکړې وه چې ما سره به یې ژبه کوله. خو د تېرو شپږو میاشتو نه یې نازوم. چکر ورکوم، فلمونه پرې ګورم، رسټورانټ ته یې بیایم. یو ځل مې ورته ښکلې جامې او بوټان واخیستل. هالیډی (چکر) ته مې هم بوتله، نوره د خره لور څه غواړي؟
نن سم دم د کار نه راغلم. سمه دمه ډوډۍ مې وخوړه. سم دم عشق مې ورسره وکړو، چې ناڅاپه یې وویل: « واده راسره وکړه». ما وویل دا ناشونې ده. ماته مور په وطن کې کوژده کړې ده. خو ددې هماغه یوه خبره وه، چې ته راسره مینه کوې، نو راځه چې یو ځای کور جوړ کړو. هغه خو لا څه کوې راته یې ویل، ماشوم غواړم، ما ورته وخندل او خبره د خندا هم ده، « هلکه ته ددې ځای ښځه وګوره او ماشوم راوړل وګوره. سبا له به یې د ساتلو نه وي، بل سړي سره به تښتېدلې وي او زه به ورته ماشوم لویوم».
اخر یې چې راته ډېر غوږونه وخوړل، نو خبرداری یې راکړو، چې: « زه دې پرېږدم».
ما وویل، ځه نو لاړه شه. زه خو هسې هم واده درسره نه کوم. د وطن نه به ښځه راولم. ستا اړتیا راته اوس نه شته. بس په دې خبره په کټ کې کېناسته او بدې ردې یې راته وویلې. زه ددې د ښکنځلو سره اوس عادت شوی یم. ښه د زړه بړاس یې وویستو. نو ما غوښتل چې مچ یې کړم.
خو ددې وروستۍ خبرې راباندې اور، بل کړو، راته یې وویل:
تاسو پښتانه څومره خودغرضه یئ. په ښځو ظلم کوئ. بس وروره دا خبره نه وه، لکه د ټوپک ډز و، چې په ما یې وکړو. دا د دوو پیسو ښځه چې لس یاران یې بدل کړي دي، څنګه زما قوم ته ښکنځل کوي؟ هرڅوک چې زما قوم ته څه ووایي، زه به ترې سترګې وباسم، ژبه به ترې پرې کړم. دا بدبخته خو مې تش په وهلو پرېښوده. هغه مشران څه ښه وايي، چې کږه خوله په سوک سمیږي.