بیا هغه ماښام دی
طاهر اپریدی
نن هم هغه رنګ ماښام و، کوم چې پرون و؛ وړمه ورځ و؛ تېر کال و؛ هغه بل کال و او د مودو مودو راهیسې چې وي.... نن مازیګر هم د نمر مخ په زيړي رنګ زیړ و او د ساه ختونکي رنځور په شان یې په وړو وړو په لنډو لنډو سلګو د ژوند لمن رانیوله او رو رو د لوړو غرونو تر شا د شفق په لمبو کې ډوبېدلو.... څومره به چې د نمر په رڼا تروږمۍ راتله، نو هومره به د ختیځ د لوري د تورې شپې سیلاب چپې وهلې او «پارو» لکه ددې تورې چپې په مخکې لکه د خلي، خسڼي څرخونه خوړل.
نن هم د تېر کال په شان پارو ددغې خړ، تور ماښام خورېدو سره د کوټې دننه ځان د خورېدونکي تیارې په څادر کې ونغاړلو او د تش یخ نغري سره کېناستله او په خپل نصیب یې د اسوېلو ایرې نوستلې.... اوس خو دغه د هغې عادت جوړ شوی و، چې څنګه به د نمر په مخ زېړی راښکاره شو، نو هم هغه وخت به هغه د کوټې دننه د یخ نغري سره کېناستله. بهر به د جارګي نغري کې نري نري لوګي سوځېدل، سټکوري کېدل او دننه به پارو ساړه ساړه اسوېلي کول. ... نن هم د تېرو کلونو د ماښامونو غوندې یو ماښام و.... خو وړاندې به چې پارو د کوټې نه بهر راوتله، نو دخوشبویۍ چپه به ورنه وړاندې راووتله او د مور غوندې خوږه خواښې به په تادۍ پاڅېدله، په برغولي کې به یې د سپېلنو په دانو د نغري نه سکروټې کېښودې او د پارو په وړاندې او د سر دپاسه به یې پرې لوګی وکړو او دغه شان به یې د هغې د ښایست او ځوانۍ نظر مات کړو....
او چې بخت بلند به د سروګلونو جوړې دغې ګوډاګۍ ته وکتل، نو که په خوشبو به یې ذهن معطر شو، نو په تن بدن به یې داسې اور بل شو، چې هغه به په رڼا ماښام په اسمان کې ستورو ته کتل.
د کلي د کوهي، ګودر غاړه په پارو ښایسته وه. دکلي مازیګر په هغې رنګین و، دکلي ماښام په پارو رڼا و. دکلي ټول سپرلي په پارو اباد وو. د سندرو نغمو خوند د پارو د نوم په ستایلو کې و. او د ژوند ټوله مستي نشه د پارو په وجود کې وه.... دکلي زلمو به د پارو د نوم په اخیستو د خولو خوندونه ښه کول او د کلي پېغلو به د پارو په ښه نصیب پالونه نیول اود بخت بلند په ذکر به یې په زړونو کې کږې وږې کرښې جوړېدلې.
حسن اوس هم و، ځواني اوس هم وه، او د وچ کړس سادین غوندې د باران څاڅکو ته تږی، لېواله بدن اوس هم و. خو د ژوند جذبه لکه د مرګ اور سوزولې وه.... شمع خو د کوټې دننه اوس هم بلېدله، خو اوس هغه پتنګ نه و، چې هره شپه به د ښایست په دغې شمعې سوزېدو. اوس هغه زړه هم نه و، چې په ناز، نزاکت به یې دعشق اور او تنده سېوا کول.
د وړومبي کال دغې بختورې ورځې نه پس چې په دریم، څلورم کال د بخت بلند د مور بې صبره ارمان پوره شو او دهغې د کور په انګړ کې چې نوی ګل وموسېدو، نو هغې سره د ټول کور د خلکو او د کور د خلکو سره د کلي ټولو نېک خواهانو د خوشالو جامونه ډک شول. خو دومره هم ډک نه چې تر څنډو بهېدلی وی. خوشالۍ وې ، خو د جامو نه بهر نه وې. اسوده ګي وه، خو بې خودي نه وه. مینه مستي وه، خو د لمنې راښکل نه و. شتمني او سرلوړي وه، خو د کلي احترام، ادب او عزت ددې نه ډېر وو.
د بخت بلند او پارو د واده چې هم په دغه بختوره ورځ سحر د نهمو میاشتو غوټۍ ګل شوه او دمینې، خوشالو ډک کور کې د یو کچه، تنکي ماشوم ژړا واورېدله شوه، نو د بخت بلند مور ددغې بختورې ورځې په نامه ددغه ماشوم بچي نوم بختور خان کېښودو، چې د بخت بلند او بختور خان بختونه نور ډېر او زیات شي.
هم په دغه نننۍ ورځ بخت بلند د سروګلونو څېره تړلې وه، هم په دغه بختوره ورځ پارو په سره ډولۍ کې د ګلونو په څادر کې پټه د بخت بلند کورته راغلې وه. او هم په دغې بختورې ورځې دغه بختور کور کې بختور خان راغلی و.
او بیا د بخت بلند مور دغه ورځ په پال کلکه ونیوله.... هر کال به په دغه ورځ د بخت بلند مور د ټول کلي په کورونو وګرځېدله او شپې ته د راتلو ست به یې ماشومانو، جینکو او ښځو ته وکړو.
ماخوستن به د ټول کلي ښځې، جینکۍ، پېغلې او ماشومان په جمع راغلل او دبخت بلند د کور انګړ کې به یې داسې درز غوبل جوړ کړ، چې شور زوږ به یې تر حجرې ورسېدو او بیا به یې داسې اتڼ واچولو، چې د پېغلو سره به دپاخه عمر او عمر خوړلې زنانه هم راپاڅېدلې او د ستورو سپوږمۍ په رڼا کې به یې د تمبل سره څرخونه واړول.
او چې کله د بختور خان د پیدایښت دریم کال دبره شو او د دویمې غوټۍ څه نښه نښانه ښکاره نه شوه، نو د بخت بلند مور سره بیا فکر، اندېښنې او وسوسې ملګرې شوې.
« خدای دې نه کړي، پارو په دې ایکي یو بچي شنډه -.» یو خیال یې ذهن کې لکه اغزی ښخ شو.
« توبه! توبه! خدای دې داسې نه کوي. توبه! دا زه په کومه لاره سر شوم.»
هغې زر زر غوږونو ته ګوتې یوړې او ددغه سپېره خیال ازغی یې د ذهن نه وویستو.... خو ازغي څوکه ښخه کړې وه.... د بخت بلند مور توبې ویستلو نه پس هم په شکي شکي نظر پارو ته کتل.
« بد خواهان، بد نیتي، سپېرسترګي خو هم دې کلې کې ډېر دي، هسې نه ! چا سپېرو مې په اینګور کوډې، تعویذونه نه وي کړي او ددویمې غوټۍ لاره یې قصدا بنده کړې نه وي؟». د ازغي څوکه ژوره تلې وه او هغه یې په فکر اخته کړه... او بیا دغې د شک ازغي ویستلو په غرض هغې پارو په ډېرو زیارتونو، پیرانو، ملنګانو، باباګانو، درګاوو او دربارونو وګرځوله او د زیارتونو ډېر درشلونه یې پرې ښکل کړل او څه ډېر بلا تعویذونه یې ورته په غاړه کې امېل کړل. د لرې لرې کلو مشهورو دایڼو نه یې دارو درمل پرې وخوړل. او دغه شان یې د تقدیر راګرځولو دپاره د تدبیرونو بندونه وتړل.
ددغه کال دغه بختوره ورځ یو کال پس بیا راغله او دا ځل د بخت بلند مور د پیرانو، باباګانو په دوعاګانو پوخ یقین و. هغې زړه ته تسلي ورکوله چې د تېرو نهو میاشتې راسې غوټۍ که ګل نه شوه، نو دا ځل امېد دی، چې ددې بختورې ورځې په راتلونکې بختورې شپې خو به د غوټۍ زړی خامخا وکرلی شي. او که خير وي، نهه میاشتې پس به.....؟
هغې پارو ته د پیرانو ساختونه او د دایڼو د سپېرکو ملخوځو داروګان د سحر راسې ورکول او ورسره یې ښودلی شوي هدایات وریادول....خو! خو شپه لا ډېره لرې وه، لا خو لمر د زیړي په رنځ نه و اخته شوی، لا خو ماښام په ایرو نه و خړ شوی، لا خو د دوو وجودونو ترمنځ د حجاب نرۍ پردې پورته کېدو ته ډېر وخت پاتې و.... لا خو د سپرلي ماسپښين ښه په مستۍ او جوبن و. په پولو په پټو کې جینکو شینکي کول، رېبل او د بنګړو، ګجرو شړنګا یې د غر د کمر سره لېونۍ لېونۍ ډغرې خوړلې او بازګشت به یې په سیل راوتلو زړونه رپول.
ورځ هم هغه وه، کومې چې د بخت بلند مور د بختورې نوم ورکړی و... هم په دغه ورځ پارو سرې ډولۍ کې د بخت بلند کور ته راغلې وه او دغه کور ته یې ښایست او خوشالۍ او نېکمرغۍ وربښلې وې.
هم په دغه ورځ د بختور خان غوندې ګل په دې کې کور کې موسېدلی و او دغه کور یې په خپله خوشبو معطر کړی و.... دغې بختورې ورځې ته به د بخت بلند مور ډېر په بې صبرۍ په تمه وه. دغې ورځې سره د هغې ډېر زیات امېدونه تړلي وو... هغې دغه ورځ په یوه ښه پال نیولې وه.
نن پارو هم ډېره خوشاله وه. هغې د ورځې د سر نه څڼه وربل کړی و او د سروګلونو هغو جوړه یې اغوستې وه، کومه چې د بخت بلند ډېره زیاته خوښه وه... نن ورځ د بختور د زېږون ورځ وه او نن ورځ ډېره د خوشالۍ ورځ وه.
ماسپښين نه لږ پس لوړ مازیګر ناڅاپه یو داسې ډز وشو، چې د بخت بلند مور د زړه سره یې د هغه د کورنۍ د ټولو خلکو زړونه هم وچول. د کور دېوالونو کې چاودونه وشول او دکوټې دورشلې پړمخې پرېوتلې. په دوکانچو پراته منګي ښکته راپرېوتل او د کلي د چولو، کوڅو نه شنه لوګي پورته شول... د بخت بلند سینه د جرمنۍ یوې ګولۍ پورې وورې سورۍ کړله او دکلي د حجرې، جومات لارې یې هم جدا کړلې.
ولې ؟ او په څه ؟؟ سوالونه خو اېغ نېغ ودرېدل؛ خو جوابونه هیچا سره نه وو. سترګې حقې بقې وې خو په خولو مهرونه ولګېدل. شاید بخت بلند د روایتونو، رواجونو، تربګنو او دوښمنو د زنځير د یوې کړۍ ویستلو هڅه کړې وه. شاید هوښیار او ذهین بخت بلند د بدل او انتقام په تیارو کې د ډيوې بلولو کوشش کړی و. شاید هغه د مودو راسې د دوښمنو بل شوی اور باندې د مینې اوبه اچولې....
او نن یو کال پس بیا هغه ورځ راغلې وه، هغه چې د بخت بلند او پارو جوړه، جوړه شوې وه، چې بختور خان غوندې ګل موسېدلی و او دغه هم هغه ورځ وه، چې یو قیامت راغلو او د سترګو رپ کې یې د پارو دونیا ورانه کړله. ژوند په ټپه ودرېدو. دکور غولی د ګردونو ډک شو. د بختور سترګې سپینې شولې. د خواښې ارمانونه، امېدونه لوغړي پوغړي شول. اود اینګور غاړه کې تاویزونه بې اثره شول.... خو وخت وړاندې په یو تسلسل روان و. پارو بیخي داسې ګڼلې وه، چې د ژوند لوبه ختم شوې ده. هرڅه ایره ایره شوي دي. خو هغې لا سا اخستله، لا یې د تن رګونو کې وینه ګرځېدله . ژوند و او د وخت غوندې په وړاندې تلو....
یو کال بل تېر شو او دنوي کال هم هغه اوله بختوره او بیا سپېره ورځ راغله. د سپېره کال سپېرې ورځې، سپېره او په ایرو خړ ماښام!!
پارو سم د مازیګر نه د کوټې دننه د اسوېلو او سلګو په هجوم کې ناسته وه او د نصیب تورو تیارو کې یې د اوښکو ډېوې بلولې. هغه به کله د تېر وخت هغو ورځو شپو ته لاړه، کومو کې چې به هغې د بخت بلند ترڅنګ څنګ روانه وه. او کله به د مرګ وهلې غمونو په لښکرو کې بندیوانه کېناستله. د ماښام تيارې ډېرې په چوپتیا چوپتیا، غلې غلې خورېدلې. لکه د پارو نه یې وېره کیږي.
« پارو! لورې! تیاره خوره شوې ده، دغه ډيوه خو بله کړه کنه! خواښې بهر جارګي نه پارو ته غږ وکړو... او بیا یې ځان سره رو غوندې ووی، دغه یوه ډيوه خو دې خدای بله ساتي، چې ژوند ورپورې تړلی دی».
خو لکه پارو، نه د خواښې غږ اورېدلی وي او نه ورته د تیارې د خورېدو احساس شوی وي... هغه هم هغه شان د ماضي د یادونو په توپان کې راګېره وه او د مایوسیو په ګرداب کې یې څرخونه خوړل. هغې لږ ساعت ددغې ګرداب نه سر رابهر کړو او لرو بر یې وکتل. خو په کوټه کې چې به یې خورې شوې تیارې ته وکتل، نو د پښو لاسونو نه به یې دم وختلو او دغې سپېره ګرداب کې به بیا په څرخندو شوله.
زړه مات شوی و، ډيوه مړه وه، تیاره خوره شوې وه او د کور دېوالونه چاودلي وو.
« مورې! یو کچه خوږ او سندریز غوندې غږ دهغې غوږونو کې شېریني ورڅاڅکی کړله.
او چې پارو د مایوسیو د ګرداب نه سر رابهر کړو او په تیاره کې یې د ور مخې ته وکتل، نو د بختور خان په سپین مخ ځلېدونکې رڼا د هغې د مات شوي زړه، ټوټې راجوختې کړلې او د امېد مړه شوې وړه غوندې ډیوه یې بله کړله.
یو ساعت خو پارو بیخي دم ختلې غوندې ناسته وه، لکه سوچ کوي، چې خوب ویني او هغه ويښه وه او بیا د یوې کلکې او مهمې ارادې سره راپاڅېدله او په تاخ کې پرته ډيوه یې بله کړله.