"ادبیات معاصر افغانستان"

مور او لېوه

Image Description

محب الله زغم 


 اول آواز چې مې واورېد، خپله ژړا مې وه. بیا د مبارک، مبارک غږونو شور جوړ کړ. سترګې مې لږې خلاصې کړې، رڼا تېزه وه، بېرته مې بندې کړې. د ښځو شور غلی شو. ناڅاپه پر له پسې درنو غږونو ولړزولم. هغې پرښتې چې له بلې دنیا راسره راغلې وه، زما په سر باندې لاس راتېر کړ، لاس يې داسې پوست و لکه د مهربانې مور خبرې. وې ویل: مه وېرېږه، دا د خوشالۍ ډزې دي. پلار دې، نیکه دې، ترونه دې، ټول ستا په راتګ ډېر خوشاله دي. پوښتنه مې وکړه: چې خوشاله دي نو ولې ډزې کوي؟ وې ویل: ته په داسې قوم کې پیدا شوی يې چې بې ټوپکه يې ګوزاره نه کېږي. دوی په خپله ښادي کې ټوپک شریکوي خو توپک ورته غمونه راوړي. زه لا حیران شوم، ومې پوښتله: ولې؟ پرېښتې اسویلی وکيښ، ځواب يې راکړ: ستا قوم بدي داره قوم دی. دلته هر څوک دښمن لري، له نورو قومونو سره یې بدي وي، له تربورانو سره يې دښمني وي او که د دښمنۍ لپاره بل څوک ورته پیدا نه شي نو له خپلو وروڼو سره ورانيږي. وګوره اوس دې ترونه ستا په زيږېدو خوشالي کوي خو چې لوی شوې د مېراث په سر به درسره جنګونه کوي. زړه مې و چې نورې پوښتنې وکړم خو پرېښتې وویل: اوس ځان مه په عذابوه، ارام وکړه. کرار کرار چې لوی شې په هر څه به پوی شې.

 بله ورځ زموږ په کور کې ډېر خلک راټول شوي وو. د ډول درزا پورته وه. خلکو اتڼونه کول خو پرښته مې خوشاله نه ښکارېده. څو شېبې يې داسې راته کتل لکه زړه چې يې راباندې وسوځېږي، بیا يې وویل: زه درنه ځم. پوښتنه مې وکړه: چېرته؟ ـ زه بېرته بلې دنیا ته ځم، دلته د وینو بوی دی، هلته په انګړ کې يې پسونه حلال کړي دي. نن دې پلار کلیوالو ته ډوډۍ کړې ده. ومې ویل: تا خو ویل چې راسره به اوسېږې، ما به له خطرونو ساتې. پرښتې وویل: هو ویلي مې وو، خو چېرته چې وینه تویه شي، زه هلته اوسېدلی نه شم. زه له وینو کرکه لرم. زه وینې ته نه شم کتلی خو ته به ډېرې وینې ووينې. دا يې وویل پر مخ يې ښکل کړم او د کړکۍ په لوري والوته. ما ورپسې چیغه کړه: ما چا ته پرېږدې؟ مخ یې راواړاوه، وې ویل: مور ته دې پرېږدم. میندې پرښتې وي خو ګوره، دا به په یاد ساتې، داسې میندې هم وي چې د لیوانو خوی کوي. پرېښته لاړه، څو ورځې وروسته مې بیخي هېره شوه. 

کلونه تېر شول، ژڼی شوم، شپږ میاشتې کېدې چې له ترونو سره مو دعوا وه. زموږ پر زمکه يې دعوا کړې وه. درېیمګړي راسره ستړي شول. هره جمعه به سپین ږيرې راتلل، جرګه به يې کوله چې زموږ په منځ کې لانجه غوڅه کړي. هره جمعه به مو یو یو پسه حلالاوه. درېیمګړو ته به مو په خلات کې پیسې ورکولې. دوی ډېرې لارې راوښودلې خو تره مې یوه هم نه منله. پلار مې عربو ته تللی و. زه یوازې وم، د تره زامن مې پنځه. بله ورځ مې د تره ښځې مور ته څه ویلي وو. دا چې راغله، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وې ویل: دا پلیته په خپلو زامنو باندې نازېږي. ما ته پېغور راکوي چې ستا خو یو دی. ومې ویل: ادې! پرېږده چې ووايي. دې کې نو څه خبره ده. د مور ژړا زور واخیسته، وې ویل: خدای یو زوی راکړی هغه هم بې غیرته. زه ورته غوږ وم. مور وویل: که دې پلار دلته وای، اوس به يې وختي دا پلیته بوره کړې وای خو تا کې غیرت نه شته. ما ته غوسه راغله ومې ویل: دې کې نو څه بې غیرتي ده. وې ویل: څنګه بې غیرتي نه ده، چې په مور غیرت ونه کړې نو په چا به يې وکړې. زه پاڅېدم ومې ویل: ښه نو ته راته ووایه، زه څه وکړم. مور په سرو سترګو پورته راوکتل، وې ویل: که غیرت لرې خو ټوپک راواخله، یو یو ورته مردار کړه چې زړه مې پرې یخ شي. همداسې مې وکړل. دوی د ډنډ په غاړه ناست وو، د ماښام اودسونه يې کول. پنځه ډزی راسره و. پنځه واړه مې وویشتل. په خپله مې په آس باندې پښه واړوله، نیمه شپه د ماما کور ته ورسېدم. سهار وختي وزیرستان ته واوښتم. څو ورځې وروسته مور هم له ماما سره راغله. چې څنګه يې ولیدم، په سینې پورې یې ولګولم، پر تندي باندې يې ښکل کړم، ويې ویل: آفرین زویه. 

انقلاب شو، نور خلک هم وزیرستان ته راکډه شول. جهاد شروع شو. مور راته ویل: وطن داسې دی لکه مور، په ما خو دې غیرت وکړ اوس به په وطن غیرت کوې. بې حسابه قتلونه مې وکړل. څوک مې په چاړو حلال کړل، څوک مې په مرمیو وویشتل، په چا باندې مې بم واچاوه، نه مې اسیر پرېښود نه تسلیمي. د جهاد لسم کال و، چې زه په خپله ولګېدم. د جنازې په وخت کې مې په سر باندې پرښته ولیده، ومې پېژندله، په خپله وه، هماغه زما پرښته وه خو تندی يې تریو و، پرېشانه ښکارېده، مخ يې ګونځې ګونځې و، زړه شوې وه لکه زلیخا چې د یوسف په ارمان يې سر سپین کړی و. هغه مهربانه نظر يې چې ما په ماشومتوب کې لیدلی و، اوس نه و ورپاتې. زه موسکی شوم، ومې ویل: څومره ښه شو چې ته راغلې، ما دومره عمر ګومان کاوه یو شی مې ورک کړی، خو نه پوهېدم هغه شی څه دی. اوس چې مې ته ولېدې، پوه شوم چې ته مې ورکه کړې وې. پرښتې هېڅ ونه ویل. همداسې په کنګلو سترګو یې راکتل لکه ړانده چې د اواز لوري ته ګوري خو سترګې یې خبرې نه کوي. ما تمه لرله چې هغه به مې نازوي، لکه په بله دنیا کې چې به يې نازولم. خو هغې داسې ونه کړل، نه یې په سر باندې لاس راتېر کړ، نه راته وموسېده.

 جنازه مې وشوه، خلکو په قبر کې کېښودم. خاورې یې راباندې واړولې. تپه تیاره شوه. پرښته ډېوه په لاس کې راغله. په څنګ کې يې خاورینه مېرمن روانه وه. د خاورینې مېرمنې مخ او تندی هم د پرښتې په شان ګونځې وو. پوښتنه مې وکړه: دا څوک ده؟ پرښتې وویل: دا د وطن مور ده. خوشاله شوم، ځان سره مې وویل: اوس به مې ونازوي. ما د دې لپاره ډېر مرګونه کړي، ځان مې ترې قربان کړی. اوس به د خپلو قربانیو نتیجه ووینم. د وطن مور هم لکه پرېښته غمجنه وه، نه يې موسل، نه یې خبرې کولې. زړه مې تنګ شو، ورته مې وویل: وه مورې! ته ولې خپه یې؟ ما وګوره ستا لپاره مې څومره وینې تویې کړې، څومره کسان مې درته ووژل او ته لا خوشاله نه یې؟ د هغې له سترګو دوه څاڅکي اوښکې راووتې، د مخ په ګونځو کې یې کښته راغلې خو داسې ژر سره ورکې شوې لکه شګلنه زمکه چې یو عمر يې باران نه وي لیدلی او ته په کې اوبه وڅڅوې. بیا مې وویل: ادې! تا ته وایم ته ولې داسې وچه يې؟ ما خو درته ډېرې وینې بهولې دي. د خاورینې ادې خوله په کراره خلاصه شوه، په ارام غږ يې وویل: بچیه! زه مور یمه، لیوه نه یم.