ده کیسه کوله
ایمل پسرلی
پلار مې لکه سیوری و، خو روح یې نه راته لاره. بیا لکه تیاره چې شي، دغه سیوری هم ورک شو. مور مې خپه نه وه، هغه یې نه خوښېده. زه یې هم په شته والي او نشتوالي پوه نه شوم. یو څوک و، چې په کور کې راسره اوسېده او بیا نه اوسېده.
چې لوی شوم، د پلار نشتوالي یو احساس راپیدا کړ. خپه نه وم، چې ولې مې نه درلود. غوښتل مې پوه شم، چې پلارولي یعنې څه؟ پلار یعنې څه؟ که به مې څوک وپوښت، موسکی به شو، ویل به یې پلار دسر سیوری دی. په مانا یې نه پوهېدم. عمومي خبرې وې. ددغې معما د پوهېدو لاره ما خپله وسنجوله. واده مې وکړ. پلار شوم، یو ماشوم په کور کې راسره و. یو بل انسان. مور یې ویل، بل هم باید ولرو. زه یې مخالف وم. هغې غوښت. نه پوهېږم څرنګه شو، خو بل ماشوم او بیا بل ماشوم هم وزيږېد. درې ماشومان راسره په کور کې وو. ددوی او د نورو ماشومانو توپیر نه و. له کوره ووتلم. اصلا کور راته پردی و. یوه ښځه وه چې ماشومان یې غوښتل او درې ماشومان وو، چې په خپله دونیا کې غرک و. زه پلار وم. باید کار مې کړی وای او دوی مې ماړه کړي وای او بس.
دا معامله خوندوره نه وه، دا راته ژوند نه و. خو ژوند څه و؟ نه پوهېدم، لاړم، ځينو ویل وتښتېدم. ماته تېښته نه وه. ځينو ویل له مسوولیته مخ اړوم. ما ویل ولې د بل انسان مسوول واوسم؟ د خلکو خبرې پازابوونکې وې. نه ما دوی قانع کولی شوای او نه دوی په ما پوهېدل. بل ښار ته لاړم. میین شوم. په یوې نجلۍ میین شوم. ژوند مې وموند. یا اقلا ما فکر کاوه، چې ژوند مې وموند. داسې انسان مې موندلی و چې همفکره وو. دواړو په هغه څه خندل چې شاید نورو ته د خندا نه و. د دواړو زړه هم هغه څه ته دردېده چې نورو بې مانا خبره بلله. له مچلو، له لمسه، له زګېروي، له خندا، له ډاره، له خاموشۍ ، له هرڅه مې ورسره خوند اخیست. بیا د واده خبره شوه. دې د ماشومانو خبره وکړه. ماشومان یې غوښتل. ان نا زیږېدلیو ته یې نومونه غوره کړي وو. ومې نه منله. وې نه منله. لاړم. هغې فکر کاوه وتښتېدم. ما ژوند غوښت.
یوه ورځ هدیرې ته لاړم. د توت د یوې نیمې وچې ونې لاندې بې نښې قبر و. ونې ته مې تکیه وکړه. د قبر خاوره لمر وچه کړې وه. یو مچ بنګېده. مېږیزان کتار روان وو. په سپینه مزکه یې توره لیکه جوړه کړې وه. څو ماشومان راغلل. دیوه په لاس کې پلاستیکي بدنۍ وه . اوبه یې درلودې. په قبر یې وشیندلې. له پوټي بوی ولټېده. ماشوم وپوښتلم:
-دادې د پلار قبر دی؟
قبر ته مې وکتل. شونډې مې بوڅې کړې. سر مې وښوراوه. ماشوم یې په کیسه کې نه شو. د اوبو هلک ته یې اشاره وکړه. راته یې وویل:
-دی پلار نه لري یتیم دی.
-ته یې لرې؟
-هو خو زما پلار هم کار نه کوي.
د اوبو ماشوم لاس رامخته کړ. پیسې یې غوښتې. لیرې یوه بګۍ ودرېده. له دوړن سړکه خاوره پورته شوه. په شنو چادریو کې ښځې له بګۍ راکښته شوې. هلکانو هغه لور ته منډه کړه. ښځې زیارت ته تلې. د اوبو هلک پیسې وغوښتې، ومې پوښت:
-دا زیارت د چا دی؟
-دچا چې اولاد نه کیږي، دې زیارت ته راځي.
یوې چادري پورته کړه. په رنجو تورې کړې، غټې سترګې یې راسره څلور شوې. موسکه شوه. غوسه شوه، مخ یې واړاوه، بیا یې وکتل، په زیارت ننوته.
له ځایه پورته شوم. د اوبو هلک قبر ته لغته ورکړه. د زیارت په لور یې منډه کړه. ما له پتلانه دوړې پاکې کړې. د مینې پیغام راغی.
-پلار مې بل ته ورکوي.
ټيلفون مې بند کړ. دمیږیانو له کتاره مې پښه واړوله. مچ مې په څټ کېناست. له هدیرې ووتلم. خو لوری مې نه درلود.