مازیګر
اجمل پسرلی
بوډۍ د ونو له پاڼو د لمر راتېرو شویو شغلو ته د لاس ورغوی پورته کړ:
-چې دا ټول عمر داسې وي لکه د پارک مازیګری!
بوډا د چشمو پرسر لاس ونیو، لمر ته یې سترګې وبرېښېدې، له چوکۍ پاڅېده. یو دوه ګامه یې واخیستل، شاته یې وکتل. بوډۍ لا په خپل ځای ناسته وه. سړي د والیبال میدان ته اشاره وکړه بیا یې غوږو ته ګوتې وروړې:
-بدې نارې یې دي!
بوډۍ په زګېروي پاڅېده. څو ګامه وړاندې د ماشومانو د لوبو له ځای سره تر یوې ګورې ونې لاندې کېناستل. بوډۍ موبایل راواخیست، سپینه چوټۍ(چونقه) یې د ولي پر سر واچوله او سیلفي عکس ته یې وخندل.
بوډا د موبایل پر شیشې پر دوو ګوتو عکس لوی کړ:
-له خندا سره دې ګونځې زیاتې ښکارې.
-ته ودرېږه دا ځل به نه خاندم.
بوډا سترګې کش کړې:
-تر هغه بل دا ښه عکس دی، غروب هم ښه ښکاري خو د تندي ګونځې بیاهم ډیرې راغلې
بوډۍ شونډې وخوځولې لکه څه چې رودي:
-تریزا ته به یې ورکړم چې فوټو شاپ یې کړي.
دواړو په لوړ غږ وخندل. د دوی له خندا سره ماشومان، چې په شګو کې یې لوبې کولې کټ کټ په خندا شول. بوډۍ د موبایل شیشه مړه کړه ، بوډا ملا ته لاس ونیو او له پارکه ووتل.