نا کامه ـ پښېمانه
عبدالوکیل سوله مل شینواری
دشپې دولس بجې دي. دوه سا عته کیږي چې ګل ولي له خپلې دويمې ښځې تا ج بی بی سره په پا لنګ اوږد غزېدلی او د هغې له نازک بدن سره د ځا ن پارونې لپاره رنګا رنګ لوبې کوي، خو د ځان د تودولو او پارولو هره هڅه یې نا کامه او بې ثمره راو خیژي. نا چاره له کټه نا ببره را کېني. په خونه کې په کراره روان شي .د خونې منځته لا نه وي ور رسیدلی چې ښځې یی په ورو سر راپورته کړي. خوراحیرانه شي ځکه که اوبه او که بل هر څه ته به اړتیاوه تل به له دې غوښتنه کیده چې په هغو شیانو پسي دا پاڅې او رایې وړي . د سودا د لیرې کولو لپاره یی په ورو ورنارې کړې:
ـڅه شی غواړې ؟
دښځې په غږلکه ددرېدا آمر پښه نیولی او ودرېږي، مخ وروګرځوي ،اوږده سا ه وکاږي، د هغه څه په ویلو چې له کټه ورته را پاڅېدلی وي وشرمیږي. څه شېبه غلی لکه خیری یی چې په ستونی کې ونښلي، هیڅ ځواب ورنه کړي؛ خو نا ببره یی له خولې راووځي:
ـ ګولۍ را اخلم .
ښځه د ګولۍ په آورېدو هکه پکه شي:
ـ د څه شي ګولۍ : د خوب؟
له شرمه د سړي رنګ زیړ راواوړي ،خولې پرې راماتې شي ، ژبه یې درنده شي، خبره وژوي. له رښتیا اوسيده ځوابه په څنګ تېر شي:
ـ نه دا دبل څه ګولۍ ده.
ښځه بیا هم ونه پوهیږي سر یی خلاص نه شي. اندېښنه ورولویږي د سيده ځواب په لټه یې بیا وپوښتي:
ـ دڅه شي ګولۍ؟ تا خو نن غرمه او ماښام د خپلو ناروغیو کوم لس ډوله ګولۍ خولې ته واچولې .
نوره هم سودا ورولویږي:
تا خو نیمه شپه ګولۍ نه خوړې.
سړی ترور او وارخطا شي خو ځا ن یی باینلي :
ـ ځينې مر ضونه او ګولۍ د ویلو دي او ځينې نه دي . تا ج بي بي
ښځه له هیښتیا وریږدي، لکه ویده او نشه چې شي؛ په فکر کې لاړه شي. نور هیڅ په خوله رانه وړی. سړی په ورو د خونې بل سر کې المارۍ پرانیزي، په کوټبند کې د راځوړند واسکټ په جیبه کې لاس ورننباسي او یو شین پاکټ ترې راوکاږي. له پا کټه یوه ګولۍ رابېله او په دم ګړۍ کي خولې ته ورواچوي او تېره یی کړي. بېرته ورو راوګرځی او د ښځې سره یو ځای بیا پرېوزي. بیا خپل وجود له ښځې سره سلیښ کړي، لاسونه یې دهغې د وجود هر ځای ته لمس او شونډې يي هم د ډېرو ځایونو مزه وڅکي خو هیڅ لمس او نښلونه ګټه ونه کړي ځکه خو نا ببره ښځې ته شا واړوي. .
اندېښنېې ېې واخلي: مشره ښځه ، زامن، لوڼې او لمسیان یو یو یې په زړه راووري. د مشرې ښځې دعوا، ژړا او ناندریو ټول یادونه ېې په زړه کې راوټوکیږي، دهغې یوه یوه خبره ورپه زړه شي:
ـپه شمار مې لس ګلالي اولاده درته راوړل، جوړه او نا جوړه که مې خوښه وه که نه، په پالنګ دروختم . ..
ټول یادونه یې لکه چړې زړه ټپي ټپي کړي خو د ښځې ددې خبرې ورپه زړه کېدل ېې سم په منځ دوه ځا یه کړي:
ـ ته خو د ګور په غاړه يې! له مرګه وروسته دې هغه د چا غاړې ته وراچوې. هغه به هم په ما سمبالوئ؟
دغه ټول یادونه یې په زړه لکه غرونه پراته وي او دی يې د سخت روحي عذاب او وجداني محاکمې لاندې راوستی وي. دا جدال یې په ګولیو هم اثر وښندي او دکوروالي اشتها یی ورو، ورو لا له منځه لاړه شي.
څو ګړۍ لکه د سترګو په رپ کې تېرې شي لږ وخت پا تې وي چې ملا د ګهيځ اذان وکړي.
دده نا قرارۍ ځوانه ښځه نوره هم نا آرامه او سودایی کړي. په څنګ راواوړي په ورو خوله ورنږدې کړي:
ـ د څه شي اندېښنه کې تللی يي ؟
سړی سوړ اوسېلی وبا سي:
ـستا غم ژاړم .
ښځه له هېښتیا غا ښونه په شونډو کې بېواکه ښخ کړي ځانته لاس ونیسی ورته وبرېښی لکه مېړه یې چې ټوکه کوي. له خولې ېې بېواکه غږ راووځي:
ـ زما
سړی په مهربانه غږ ورغبرګه کړي:
ـ هو ستا .
د ښځې تندی وغوړیږي ، خوله یې له حیرانتیا وازه پا تې شي:
ـ ولې؟
سړی سوي اهونو ته نور هم زور ورکړي:
ـستا ځواني مې ژړوي، ستا په عمر مې مشره لمسۍ په واده ولاړه ده.
ښځه د سړي په دې احساس د هغه غومبرو ته خوله په ورو وروړي ،په خپلې تودې مچکې ېې ونازوي:
د هغه په تندي لاس راتېر کړي:
ـ مه خپه کیږه که تا نه وای راواده کړې، ظالم پلار مې داسې چا ته ورکولم چې له تا لس کلونه مشر دی. او که ته نه وای اوس به د هغه په پا لنګ پرته وای.
سړی د ښځې په دې خبره ټکان وخوري، نېغ راپاڅي لکه په رښتیا یې چې ښځه له یوه لوی مصیبته ژغورلې وي، په حیرانتیا ووايي:
ـ رښتیا
ـ هو خدای به مې د مور داد اورېدلی و، کنه اوس به زه تر دې په بده بنه ورغلی وای، خو ستا مرکې مې هم مور وژغورله او هم مې پلار ته د پیسو بوجۍ په لاس ورغله او کنه اوس به مې پلار دوه ښځې له دومره وړو سره په څه ساتلې؟
د ګل ولی زړه له خوشالۍ ټوپونه واچوي.د خوشالۍ احساس یی په وجود کې غزونې وکړې او لکه د ګناه پیټی یی چې له اوږ کوز شوی وی وجود یی په دم ګړۍ کې سپک شي.