دوې خربوزې
محمد زبیر شفیقي
کله چې موټر له کنډو واوښت، هغوی له اټکل سره سم له پوستې نه راووتل او د موټر مخې ته ودرېدل. یوه یې کلاکوف د موټر مخکیني سېټ ته برابر ونیو اوپه غوڅو غوڅو جملو کې یې چغې کړې: ایستاد! ایستاد! تلاشي.
ډرېور د هغه مخې ته موټر ودراوه او دوهم تن یې یو ځل شنې شنې سترګې سر ترپایه په موټر وزغلولې او بیا یې له شا څخه د موټر د پلټلو او لوټلو لپاره موټر ته د ختو هڅه وکړه. په دې کې یو تن هډور ځوان چې مخ یې ګڼې تورې ږیرې پوښلی و او ګڼو تورو ورځو او غټو غټو سوربخنو سترګو یې څېره لا جذابه کړې وه په خپلو له ويښتانو ډکو او غټو غټو لاسو کې یوه غټه خربوزه پورته کړه او دسر په ښورولو یې روسي ته د اخیستلو اشاره وکړه.
روسي چې په هغه سترګې ولګېدې. زر زر څو ګامه په شا لاړ او د دوشمن دوشمن کلیمې یې له خولې ووتې، هغه بل هم د سړک په غاړه یوې لویې ډبرې ته ځان واچاوه او د موټر باډۍ ته یې سر راوچت کړ. په باډۍ کې ولاړ ځوان چې هغسې یې خربوزه په لاس کې نیولي وه په خندا خندا روسانو ته غږ کړ، دوست – دوست او بیا یې یو ځل بیا د لاس په اشاره د خربوزې د اخستلو لپاره وهڅول.
د روسي څو نامانوسه کلیمې له خولې څخه ووتې او بېرته دوه درې ګامه د موټر خواته ورغی، په داسې حال کې چې په موټر کې په سپاره ځوان یې سترګې ښخې کړې وې، څو شېبې چوپ پاتې شو، بیایې شونډې وڅټلې او د خربوزې د خوړلو هيله پرې زور شوه، هغه کس ته یې په لاس اشاره وکړه چې خربوزه ورواچوي. هغه هم بې له ځنډه د لاس خربوزه ورو- ورو خوشې کړه. روسي خربوزه ونیوله او د سرک په غاړه یې کېښوده.
په دې وخت کې له مقابل لوري یو بل موټر راغی، روسي د سرک خواته شو او موټر تېر شو. چې ترشا یې د موټر باډۍ ته وکتل نوموړي ځوان یوه بله غټه خربوزه هم تیاره په لاس کې نیولې وه. دا ځل تر شا ناست روسي هم راپاڅېد اود خربوزې په تمه له هغه بل سره یوځای د خربوزې نیولو لپار ودرېد. پاس ځوان ورو څه وویل او خربوزه یې د دواړو ترمنځ خوشې کړه.
درب شو، چې له پاسه درې څلورو تنو په روسانو ورټوپ کړل. بې له دې چې د پوستې دننه روسان دباندې راووځي، دوی دواړه یې ژوندي رالاندې کړل او دیوه مجاهد د اوږې راکټ له خولې څخه د اور دوه درې سکروټو د سرک پرغاړه له کوټې او ټانک څخه تور لوګي پورته کړل. دسړک پرغاړه دوې غټې غټې خربوزې د تورو لوخړو په منځ منځ کې د ژیړو په څېر تر سترګو کېدې او د مجاهدینو موټر ورو ورو د غره په ډډه کې په کاږه واږه توربخن سرک تر سترګو پنا شو.