"ادبیات معاصر افغانستان"

   د پلار له وېرې 

Image Description

ستانه میر زهیر شینواری


 

 

د اختر دريمه ورځ وه ، مور خپل دولس کلن زوی انار ګل ته په لوړ غږ وويل:

- اناره زويه ، چابکه راشه! چې غوا درته خلاصه کم ... انار ګل په بيړه رانږدې شو او په خپله ماشومانه لهجه يې ، په عذرو زاريو داسې وويل : 

_خير دی مورې ، اختر ﻻ نه دی خلاص ، نن هم ورته په کور کې واښه واچوه ، سبا به يې له وخته بوځم ، ښه مورې !؟ مور يې په داسې حال کې چې غوايې له موږي نه خلاصوله لږه ټکنۍ شوه :

 _ زويه ! څه درته ووايم ، که پلار دې خبر شي چې نن دې بيا هم غوا سارا ته نه ده بيولې ، ژوندی به دې پرې نه ږدي . انار ګل بيا په زاريو پيل وکړ:

 _خير دی مورې ،چې ته یې ورته ووايې ، هغه بيا څه نه وايي ... مور يې زړه ورباندې وسو، زړه نا زړه يې وويل: 

_ ښه ده زويه ! چې ته وايې نن دې هم په کور ولاړه وي خو پام دې وي چې سبا ګوره بيا دابانې ونه کړې انارګل چې د مور دا خبره واوريده بې اختياره يې له خولې نه د خوشالۍ يوه کړيکه ووتله ، غوښتل يې چې په بيړه له کوره ووځي او خپلو همزولو ته ځان ورسوي .څو قدمه چې مخکې لاړ ، نا څاپه يې په خپل پلار سترګې ولګيدې چې د کلا په لويه دروازه را ننوت . انارګل له وېرې لکه وچ لرګی په ځای ودرېده . پلار يې د تل په شان انارګل ته له غوسې نه په ډکه لهجه وويل : 

_ د ځناور بچيه ! غوا تراوسه په کور کې ولاړه ده ، او ته خوشې په خوشې ګرځې ...؟ انار ګل له ډېرې وېرې هيڅ ونه ويل ، يوازې يې د مو ر په لور په دې تمه ژيړ ژيړ کتل چې هغه يې ځواب ووايي . موريې چې د انارګل زيړ او تښتيدلي رنګ ته پام شو په بيړه يې د هغه په پلوۍ وويل : 

_ خيرد ی سړيه ! ماشوم دی ، د اختر ورځې دي ، ټول همځولي يې په کلي کې لوبې کوي ، پرېږده چې دی هم ورشي ، ماته يې ډېرې زارۍ وکړې، پام دې وي چې څه ورته ونه وايې ..... پلار يې چې دا خبره واورېده نو په ډېره غوسه يې خپلې ښځې ته وويل _ دا هلک ستا له لاسه وران شوی، ستا له لاسه ! پخوانيو ويلي دي : ( چېرته چې ډب نه وي ، هلته ادب نه وي ) او ددې خبرې سره سم يې د انارګل په مخ يوه داسې څپېړه حواله کړه چې د چا خبره غږ به يې په لسم کلي هم اوريدل شوي وي .انار ګل خوارکي له ډېره درده يوه سخته کړيکه وکړه خو د پلار له وېرې بېرته غلی شو ، ژر ژر يې له سره لوېدلې خولۍ له زمکې راپورته او او له خاورو وڅنډ له، په داسې حال کې يې غوا له کوره وويستله چې له سترګو يې مړې مړې اوښکې روانې وې. انارګل په ژړا ژړا کې غوا د وښوڅخه د ډک غره لمنې ته ورسوله . غوا څرېدله او خپل واښه يې خوړل . خو دانارګل له زړه نه يوازې خدای خبر و. يوې غټې تيږې ته يې ډډه ولګوله ، دخپلو ماشومانه فکرونو په لوی سمندر کې لاهو شو، کله به ورته په کلي کې د خپلو همزولو لوبې سترګو ته ودرېدې او کله به ورته هم د خپل پلار څپېړه... ، په همدې چرتونو کې ډوب و چې خو ب پرې خپلې وزرې وغوړولې . ورو يې يوه وړه تيږه سرته کېښوده اوپه کراره کراره په درانه خوب ويده شو .غرمه مهال چې له خوبه راپورته شو. په بيړه يې د خپلې غوا په لور وکتل، خو له بده بخته د غوا درک نه و. د لېوني غوندې يې کله يوې خوا او کله بلې خوا منډې ووهلې خو بيا يې هم درک ونه لګېده . ډېر وارخطا شو ، حيران و چې څه وکړي،له غره نه سمې ته راښکته شو؛ په لويه لار کې ودرېده، ديوه او بل نه يې يوازې همدومره پوښتل : 

_ ماما زما غوا دې نه ده ليدلې ؟ خو هر چا به ورته بس همدا خبره کوله : _ نه وراره ګله، نه مې ده ليدلې .غله ډېر دي چا به درنه پټه کړې وي. انار ګل له ډېرو پوښتنويګنو وروسته په دې باوري شو، چې غوا يې په رښتيا هم چا پټه کړې، اوس نو په دې چرتونو کې لاړ چې کورته لاړ شي که نه ؟ که لاړ شي او پلار يې خبر شي چې انارګل نه غوا ورکه شوې څه به ورته وايي ؟ په همدې کشمکش کې را ګېر و او ځانته يې د حل لاره لټوله. د بلې خوا يې مور په کور کې ډېره نارامه وه ځکه د لمر سترګه په ډوبيدو وه او د انارګل در ک نه و، په وار خطايې له کوره راووتله ، مخامخ يې هغې لارې ته وکتل ، په کومه به چې هره ورځ  انارګل د خپلې سرې غوا سره يو ځای د کو ر په لور رروان و. په انتظا ر انتظار کې د ماښام تياره را خوره شوه او د انارګل پلار هم په جومات کې د ماښام د لمانځه نه وروسته خپل کور ته راستون شو . د کلا په لويه دروازه کې ښځې په وار خطايې او د د ژړا نه په ډک غږ ورته وويل : 

_ سړيه انارګل زوی مې نه راغلی، خدای دې خير کي ، څه ورباندې شوي نه وي ؟ د انارګل پلار په حيرانۍ وويل :

 _ ښځې دا څه وايې، غوا هم نه شته او انارګل هم ؟ ښځې يې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې د زړوکي په پيڅکه پاکولې ، د هو ځواب ورکړ او زياته يې کړه :

 _ هله ژرکوه سړيه ! د زمکې نه وي که د اسمان نه، زوي مې را پيدا کړه ! د انارګل پلار په بيړه د ځان سره لګيدلی لاټين واخيست او له کوره ووت، د څو تنو ګاونډيانو په مرسته يې لومړی د غره لمنې تيږه په تيږه او ناو په ناو وکتلې ، بيا يې په کلي کې ديوه او بل د کور دروازې وټکولې خو هيچا د انارګل درک ورنه کړ. نيمه شپه په خواشينۍکورته راستون شو ، خوب يې له سترګو الوتی و تر سهاره يې شپه په ويښه تيره کړه . د غم شپه چې سهار شوه ښځې د ژړا نه په ډک غږ وويل : 

_ سړيه ! رڼا زمکې ته رالوېدلې ده ، نور نو په کور کې د کېناستو وخت نه دی، چابکه لاړ شه، د زوی مړی ژوندی مې پيدا کړه. د انارګل پلار په داسې حال کې چې تګ ته يې ځان جوړاوه وويل :

 _ په تګ به لاړ شم خو زمکه او اسمان مې دواړه لټولي، نور نه پوهېږم څه وکړم او چېرته لاړ شم ؟ د همدې خبرې سره سم له کوره ووت . ټوله ورځ يې بيا هم په ګرځېدو ګرځېدو تېره کړه خو د انارګل هيڅ پته ونه لګېده . د ورځې په اوږدو کې د کلي ښځې ، ماشومان ، سپين ږيري او ځوانان ټول د انار ګل له ورکېدو خبر شول ، چا به ويل:

 _ کېدای شي خوارکی په غره کې لېوانو خوړلی وي چا به ويل :

 _ کېدای شي له کوم کمره نه لوېدلی وي او په غره کې مړ پروت وي لنډه دا چې هر چا به له خپله انده بېلابېلې تبصرې کولې، خو هيڅوک په رښتينې توګه نه پوهېدل چې په انارګل به څه راغلي وي. دوه درې ورځې تېرې شوې خو بيا هم د انارګل درک ونه لګېده . د هرې ورځې په تېرېدو د هغه د مړينې خبره له اوازو څخه د حقيقت په لور نږدې کېده. له همدې امله به ډلې ډلې کليوال د غمرازۍ لپاره راتلل او د انارګل پلارته به يې، د تسليت او ډاډ ګيرنې په څنګ کې فاتحه هم ورکوله. يوه ورځ د کليوالو په منځ کې يوه تن د خبرو اترو په ترڅ کې دانارګل پلار ته وويل :

 _ماما ! نا امېده کيږه مه، که زما منې لاړشه يو ځل د ښار په روغتونونو هم وګرځه، خدای مه کړه که څه ورباندې شوې وي او کوم خيرخوا بنيادم هلته رسولی وي. د انارګل پلار چې دا خبره واورېده يو څه په فکر کې ډوب شو کله چې د راغلو مېلمنو نه وزګارشو نو اوکور ته ننووت، نو د خپلې مېرمنې سره دا خبره شريکه کړه. ميرمنې ورته په ژړغونې غږ وويل : 

_ د انارګل پلاره ته لکه چې سودايي شوې يې، ښار چېرته او انارګل چېرته؟ په انارګل چې هره ټکه راغلې په همدې کلي کې ده ، لاړ شه ، بيا يې ولټوه بيا يې ولټوه، هرو مرو يې مړی ياژوندی پيدا کيږي ... دانارګل پلار په دې پوره باوري و چې نور يې نو زوی په کلي کې نه شته ، له کوره يې رخصت واخيست او نېغ د ښار په لور وخوځېده، ماسپښين مهال ښار ته ورسېده، لومړی يې د ښار پهعيدګاه جومات کې لمونځ اوبياد ښار لوی روغتون ته ورغی. د روغتون په دروازه کې يې، د روغتون د يوه کارکوونکي نه ، د لا وارثه مړي، ژوندي پوښتنه وکړه، هغه لاس نيولی د ځان سره بوتللو او د يو ماشوم کټ ته يې ودرولو.د روغتون کارکونکي ورو ورو دماشوم له مخ نه څادر پورته کړ : د انار ګل پلار چې ما شوم وليد ، سمدلاسه يې په زوره چغه کړه : 

_ اخ ! دا خو زما زوی انارګل دی ... د روغتون کارکوونکي له ډاډګيرنې وروسته ورته وويل : 

_ کاکا ښه دی چې راغلې ، ستاسو ماشوم لا پرون په حق رسيدلی خو داچې وارث يې نه و معلوم موږ تر ننه پورې ساتلی، تاسو کولی شی اوس دخپل ماشوم زویجنازه يوسئ. الله دې وبښي ! او تاسو ته دې الله د زړه صبر درکړي د انارګل پلار په ژړا ، ژړا سورې او نارې پيل کړې :

 _ نه نه ، تر هغو يې جنازه نه وړم ، څو مې د خپل زوی قاتل نه وي پيدا کړی، هله ژرکوئ ، ووايئ ، ووايئ ! زما زوی چا ژوندی په اور کې سېزلی ..... زه به دخپل زوی قاتل ژوندی پرې نه ږدم ... دروغتون کارکوونکي په ډېره ارامه لهجه ورته وويل : 

_ کاکا ستاسو زوی په لومړی ورځ خبرې کولې شوې . موږ ورنه دسوزېدو د علت پوښتنه وکړه : هغه راته په ځواب کې داسې وويل : 

_ غوا مې د غره لمنې ته د څر لپاره بيولې وه ، هغه رانه هلته چا پټه کړه د پلار له وېرې کور ته نه شوم تللی، بله چاره مې نه لرله، له مجبورۍ ورځې مې ځان ته اور واچاوه چې ناڅاپه يو کس راغی، له مانه يې اور مړ کړ او زه يې په خپل موټر کې نيم سوی د ښار دې روغتون ته راورسولم.