"ادبیات معاصر افغانستان"

توريالۍ پښتنه

Image Description

عبدالحی حبیبي

 


 

د ادبياتو په اقسامو کې روايي او قصصي اشعار په دې عصر کې خورا مهم دي. د دې لاندينۍ قصې په نشر کې مقصد دا دی چې پښتانه د قصصي شعر په خوند وپوهېږي. په دې قصه کې د پښتنو ساده او د حساسيت واک احساسات تصوير سوي دي چې د پښتنو پسيکولوري (روحيات) ښه ځنې ښکاره کېږي.

(حبيبي)



                                                                                                                                    توريالۍ پښتنه

 

                                                                                                                                           (١)

                                                                                                                               د واده درېمه شپه

 



  تقريباً اتلس کاله دمخه، يوه شپه چې د پسرلي د آخرينو ګلو بويونه د ريګ د تالو څخه پورته کېده او سپوږمۍ ځلېده، د قندهار د ګلاني په يوه کلي کې چې وېش ته نزدې و، د ريدي خان چې يو ځلمی اڅکزی و، د واده درېمه شپه وه.

((تورپيکۍ)) يوه زېبا او مړوچه پښتنه نجلۍ، چې د واده پسول په پورې او ساده کالي يې اغوستي وو، ناوې وه چې سپوږمۍ يې په حسن شرموله. ريدي خان هم يو پښتون ګلالی شل کلن ځلمی و، چې د کېږدۍ پر اړخ تر ځلاندې سپوږمۍ لاندې د تورپيکۍ سره ناست او د عشق او محبت په ويناوو بوخت و. که چا په هغه شپه دا دوه زړه ته سره تېر مينان ليدلي وای، تا به ويل چې لمر او سپوږمۍ د دې کېږدۍ يو اړخ ته سره يو ځای سوي دي. د واده درېمه شپه او د وصال لا لومړی ټاپی و.

ريدي خان پنځه کاله پرديسي ګلولې، اوس بېرته خپلو کېږديو ته راغلی او نوی واده يې کړی و. خوږې شپې او ورځې وې.

                                                                                                                                                (٢)

                                                                                                                                  د استقلال د غزا کال

دا کال چې د ريديد خان د واده شپې پکښې وي، هغه کال و چې پښتنو د خپل استقلال د ګټنې دپاره سر پر ميدان ايښی و او په ټوله وطن کې د جهاد او غزا ډنډوره ګرزېدلې وه. د واده په درېمه شپه چې ريدي خان د خپلې محبوبې (تورپيکۍ) سره د خپلې کېږدۍ اړخ ته په خوږو مرکو بوخت و، ناببره د ده سپين ږيری پلار ((زمری خان)) پر را ږغ کړه:

_ ريدلی! ... ريدی زوی (په رېږدولي آواز)

_ اوس کلي ته خبر راغی چې سبا سهار پرنګی پر سپين بولدک (نوې کلا) راځي! ... او هلته هم فقط دوه درې سوه سپاهيان شته نور هېڅ نشته...!! زويه! ... کلی ټول بار سو، ځلمي جنګ له تيار سو. اوس به ژر ځي چې تر سهاره قلعه جديد ته د خپلو وروڼو کومک ته ورسېږي!

زويه! زويه ريدی! دا دی د ننګ وخت. دا دی د تورې وخت، دا دی هغه وخت چې ما په دې اويا کاله عمر کې غوښت.

غزا ده _ شکر خدايه

سبا پر سپين بولدک غزا ده

تر خدای مې جار کې پښتانه غزا له ځينه!


                                                                                                                                                          (٣)

                                                                                                                                                 د جنګ تياری

                        

ريدي خان ځلمي چې د بابا دا وينا واورېده، د پښتونوالي وينې يې په غورځنګ سوې... راولاړ سو. پلار تی وويل:

_ بابا...! ما پرون لا اورېدلي وو چې غليم د پښتنو سره د جنګ خيال لري. نن سهار ما تورې تېرې کړې، ټوپک مې پاک کئ. ته سپين ږيری يې، مور مې بوډۍ ده. ته به دلې د مور او تورپيکۍ سره پاتېږې! زه، هوکې زه، چې پښتون ځلمی يم ځم به، د پښتونوالي ننګ به پر ځای کوم...

(په ډېر افسوس) تاسې او تورپيکۍ... پر خدای سپارم.

په دې وخت کې يې خپل ناوې محبوبې ته داسې وکتل لکه آخرنی ديدن چې وي:

ځلمی ولاړ توره تر ملا دي

غزا له ځي پر خپل وطن سر ورکوينه!

((تورپيکۍ)) چې د ريدي خان دا وينا واورېده، بې اختياره يې وويل:

پر سپين ميدان به درسره يم
 زه پښتنه له تورې نه تريلم مينه
 

                                                                                                                               (٤)

                                                                                                                 د جنګ ميدان ته کوچ

 

سپين ږيري بابا زمري خان چې د خپل زوی دا خبرې واورېدې، په خورا قهر يې وويل:

_ زويه! زه پښتون يم، پښتون! ... زما د ميوند د جنګ ارمان لا په زړه کې دی! ... هو کې ... زه سپين ږيری يم. سترګې مې ليده نه کوي، په ملا کړوپ يم ... لاس مې ريږدي، مګر آيا سپين ږيرتوب نو زما څخه پښتونوالي ورکولای شي؟ آيا زه نو پاته شم؟

_ نعوذ بالله... غزا به وي، د ننګ او ناموس وخت به وي. پر وطن به پردي حمله کوي (تر سترګو يې رڼې اوښکې توئېږي) په داسې حال کې به کوم پښتون پاتېږي. يه يه! زويه! يه... زه کرټ نه پاتېږم.

په دې وخت کې د ريدي خان بوډۍ مور (زرغونه ادې) چې سپينې پيچې يې پر مخ ښکارېږي، راغله زوی ته يې وويل:

ريدي زويه! ...ستا خيال دی چې يوازې زه ځلمی يم، زورور يم، های په ځان مغروره! ته به د جنګ پر ميدان تورې وهې، زه به تاتېږم؟

راتېره سوه، ريدی يې پر تندي مچ کئ، ويې ويل:

_ زويه! ټوله به يو ځای سره ځو چې ځانونه تر وطن قربان کو! غليم به تر وېش رااوړي، پښتانه به پر تور ناست وي، يه يه! دا ممکنه نه ده... که نور څه نه وي، يو وار خو به دا منګولې (لاس پورته کوي) د غليم په وينو سرې کم...

ټوله به ځو د ننګ ميدان له
 نه چې پېغور د کوم غليم راپاته شينه
 
 

ترې وروسته، بابا، ادې، ريدی، تورپيکۍ ټوله په ګډه سره مخ پر سپين بولدک (قلعه جديد) رارهي شوه. ټوپک ريدي واخيست. يوه توره بابا واخيسته، بله توره تورپيکۍ په سپينه غاړه کې امېل کړه. د زرغونې ادې يو سوټی او د اوبو ژی راواخيست. ځي... چېرې؟... د استقلال... د ناموس... ننګ... د مېړانې... د حميت... د پښتنوالي ميدان ته....


                                                                                                                                  (٥)

                                                                                                                  د ننګياليو احساسات

د ننګياليو پښتنو کهول ټوله غزا ته رهي سوه...

پر لارې چې ځي، زمری خان بابا وايي:

دا شپېته کاله تېر شو، هغه وخت چې زه لا ځلمی وم. ما د ميوند پر ميدان، په غليم زړه سوړ کړی و، خدايه! هغه څوک چې ستا د رضا دپاره ژوندون کوي، مرګ يې هم ستا دپاره وي، پښتانه خپله ننګه پر ځای کوي، په تلتک کې مرګ د ځان عار ګڼي، دا دی پر ناموس ټينګ پښتون بيا راغی چې د وطن پر وېش په خپل سر بازۍ وکی خاونده!

زه خو بله آرزو نه لرم، چې پر آخر د عمر، ځان د جهاد پر لار قرباني کم!...

زه به ژوندی يم... غليم به مې پر کور رااوړي...

ريدي خان چې د بابا وينا واورېده، په خورا خواږه آواز يې دا لنډۍ نارې کړه:

د پښتنو ځلميو وار دی
 پر خپل وطن به توريالي ميرونه مرينه
 
 

تورپيکۍ چې د واده په پسول او کالو کې وه، د واده په نکريزو سور لاس يې پورته کئ او دا ناره يې وکړه:

تر توريالي مين به جار شم
 چې د غليم په وينو سره کاندي لاسونه
 
 

زرغونې ادې چې دا د ننګ ويناوې واورېدې، په رېږدېدلي ږغ يې ناره کړه:

تورې نه کړي نو به څه کړی؟
 چې مو شېدې د پښتنې رودلي دينه
 حق به هېڅکله درېل نه کړم
 څو د غليم په وينو سره کاندي لاسونه
 

                                                                                                                                         (٦)

                                                                                                                            د فدا کارۍ صحنه

 

د ننګياليو پښتنو کهول لا پر لارې وه چې سپېدې وچاودې، شهار شو، پر يوه ناور ټولو اودسونه تازه کړه، تر لمانځه وروسته زمری خان بابا توره له تيکي راوکښه، په پښتني جوش يې وويل: خدايه! دا توره ما ستا د رضا او پښتونالي او ننګ و ناموس د ساتنې دپاره کښلې ده. زه ځان او خپل ګران زوی او د سترګو توره تورپيکۍ او خپله پښتنه ملګرې زرغونه پر تا سپارم. دا يې وويل د لمر لومړيو وړانګو د ده توره وبرېښوله، مخ پر نوی کلا راغله. هر څومره چې رانزندې کېږي، ګرز او غبار، د توپو دربهار، د ټوپکو ټکهار، د طيارو غړومبهار ډېرېږي او داسې ښکارېږي چې د سپين بولدک پر کلا د محشر ورځ ده. ننګياليو پښتنو په دا حال وليدئ، ځانونه يې چمتو کړه، د سپين ږيري بابا د پښتونوالی احساسات مشتعل شوه، ناره يې کړه:

- دا کلا... دا مځکه... دا خاوره، دا وطن... دا زموږ د پلار او نيکه هديره... مګر خاوند نه لري؟ خدايه! پښتانه ژوندي دي که مړه؟ بيا پر دې خاوره د غليم قدمونه ايښو کېږي؟ ها... د ميوند زمرو! څه سواست؟... ها... د احمدشاه او اکبر غازي اولاده! چېرې ياست؟ ها! پښتو او پښتونوالی

ها! د بارک او اڅک زامنو!

د ننګ او ناموس وخت دی.

پر سپينه ږيره يې روڼې اوښکې بهېږي. آخره پلار خپل ګران ګلالی زوی ريدی په بغل کې نيسي. پر تندي يې مچوي وايي:

_ خدايه! دا زوی خو ما خاص د دغې ورځې دپاره لوی کړی و. دا دی ستا د رضا او د وطن دپاره يې قرباني کوم!

تر دې وروسته تورپيکۍ هم پر سپين باړخو باندې مچوي، ورته وايي:

جنکۍ د سترګو تورې! د پښتانه مېرمنې تل پر خپل ننګ و ناموس تر سر تېرېږي. د خدايه غواړم چې ته هم يوه ((توريالۍ پښتنه)) سې او د وطن انتقام له غليم واخلې.

پښتانه به خپل هوډ پرې نږدي له لاسه
 که يې سر شي د خوني زمري تر زامه
 که دې نقش د تورې کښيني راته غوږ کړه
 کامروا به شي هاله له هره کامه
 
 

ريدي خان هم چې وخت اخير وليدئ، خپله ګرانه او د زړه سر محبوبه يې په بغل کې ونيوه، آخرنۍ وداع يې ورسره وکړه. دا منظره دومره دلچسپه وه، تا به ويل يو اهل جنت د حورې سره مينه کوي. وروستهنو دواړو د زرغونې ادې لاسونه ورمچ کړه او حلق پليت يې ځنې واخست.

تورې له تيکي څخه وبرېښېدې. ټوله په ګډه د فداکارۍ مېدان ته راغله. مردک لکه ژلۍ داسې اوري. فضا له ډېره ګرزه تياره ده. که زمری وي هم بې دلته زړه ورېږدي، مګر زموږ ننګيالي پښتانه يو تر بل دمخه کېږي. تورپيکۍ خو ځان د ريدي خان مخ ته وراچوي چې که مردک راتئ پر دې به ونښلي او له ده څخه به چپ سي. پوخ څاښت دی. د کلا دننه غازيان ټوله د غليم په طيارو، ټوپکو، توپو شهيدان سوي دي، فقط څو تنه ننيګالي پښتانه پاته دي. کار هم نه لري. هغو سلا (مشوره) سره وکړه چې له کلا دباندې پر دښمن ورووځي او لاس پر لستوڼي جنګ ورسره وکي. ټوپکونه يې وغورځول، تورې يې واخيستې. د کلا تر دروازه راووتل. لکه زمری د دښمن پر لښکر چې کلا ته نزدې راغلې وه، ګډ شوه، زموږ د ننيګاليو پښتنو کهول هم په دې وخت کې راورسېده. سپين ږيري بابا خو د څو تنو سرونه په توره غوڅ کړه، شهيد شو او خپل هغه لور مقصد ته ورسېدئ.

پښتني زرغونې ادې چې دا حال وليدئ، د هغه په توره يې د ده قاتل وواهه. پښې يې ورپی کړې، دهم سخته زخمي سوه، ولوېده. ها بل خواته ريدی خان د زمري په څېر د دښمن سره چنګاو دی. څو تنه يې مړه کړه. د ده ګرانه محبوبه هم تورې وهي، سپين مړوندونه يې د غليم په وينو رنګ دي. پر سره ميدان باندې د وينو په سېلاب کې لکه ځوان مېړه داسې جنګېږي.

پښتنو ځلميو بيا لاسونه سره کړه
 لکه باز منګلې سرې کاندي په ښکار
 

سپينې تورې يې ګلګونې کړې په وينو
 په اهاړ کې شګفته شو لاله زار
 

تر دې منځ تورپيکۍ پر خپل ګران مين باندې ناره کړه:

تر دې تېرې تورې دې جار شم
 د غليم وينې بيوه ګرانه مينه
 په وينو رنګ توره دې راوړه
 راسه په سرو شونډو بی زه درپاکومه
 
 

                                                                                                               (٧)

                                                                                             دوه مين د وطن شهيدان

 

تر دې مينځ له لرې يوه ګولۍ راغله د ريدي خان پر زړه ونښته. په سرو وينو کې، په سرو وينو کې ګرنګ ولوېدئ، روح يې جنت ته ولاړ، شهيد شو.

تورپيکۍ زموږ ((توريالۍ پښتنه)) يوازې پاته شوه. دې چې خپل ګران مين په وينو کې لژند وليدئ له حزين زړه څخه يې داسې فرياد راوخوت:

جانان مې سر پر وطن کښېښود
 په تار د زلفو به کفن ورته کنډمه
 

تر دې نارې وروسته يې توره کش کړه، لکه زمرۍ پر غليم ورګډه شوه. ډېر يې سره ژوبل کړه. په پای کې سخت پرهار واخيست، سرو وينو يې سپين باړخوګان رنګين کړ، تا په ويل چې له جنت څخه ملکو سره خالونه د دې د زينت دپاره راوړه. راغله ځان يې تر خپل مين پورې راورساوه. پر ولوېده، روح يې جنت ته والوت....

بله ورځ چې شهيدان ښخېده، دا دوه دلباخته ګان چې د واده کالي يې لا اغوستي وو، يو ځای سره ښخ او په ابدي خوب بيده شوه. جنګ چې ختم شو. د تورپيکۍ مور د خپلې ((توريالۍ پښتنې)) لور زيارت ته راغله، سور بېرغ يې پر قبر وروځړاوه چې تله نو يې وويل:

_ تورپيکۍ! د وطن نازنينې توريالۍ شهيدې!... ما خو هم ته د دې دپاره لويولې. ستا سرې او ګلګونې وينې، يوازې زما نه، بلکه د دې خاورې سورمخي ده. تا د وطن دپاره سر بايلو، نو د جنت په سرو ګلونو کې د خپل شهيد مين (ريدی خان) سره لاس تر غاړه (په ابدي ژوند) ګرځه!

دا دی زه ستا مزار، د پښتنو په ابدي افتخار، پر دې سرحد باندې جوړوم او سور بېرغ چې ستا د واده د سرو لاسو او بيا د شهادت د سرو پرهارو نخښه ده، باندې ځړوم، چې د پښتنو د آينده ځلمو دپاره د غيرت او ننګ سرمشق وي. په جنت کې ابدي ژوندۍ اوسه، زما ((توريالۍ پښتنې)) لورې!



د کيسې پاى



------------------------------------------------------------------------------

طلوع افغان، ١٣١٥ش. د عقرب اوله (١٩٣٦ع. د اکتوبر ٢٤)، (٢٠_٢٤)م، م.