د سید راحت زاخیلي لومړنۍ کیسې
سید راحت زاخیلی
یادښت:
«کونډه نجلۍ» او «شلېدلې پڼه» د ارواښاد راحت زاخیلي (۱۸۸۴_ ۱۹۶۳ع.) له لومړنیو کیسو او د پښتو کیسه لیکنې لومړنۍ کیسې دي.
شلېدلې پڼه په ۱۹۱۱ میلادي او کونډه نجلۍ په ۱۹۱۹ میلادي کې خپرې شوې دي. په دې اړه تفصیلي معلومات د ښاغلي زرین انځور په لیکنو کې لوستلای شئ، چې د همدې ویبپاڼې په (ادب تاریخ) برخه کې خپره شوې ده.
کونډه جينۍ
د مرجان په مرغۍ سترګې ولګېدې، لکه دمزری وغړمبېده او سرې سترګې يې پرې راووېستې.
((تورې بلا! زما د ګل په شان زوی دې وڅټلو اوس مو لا شرموې بېل.))
د مرغۍ له سترګو نه د اوښکو لښتي روان شول. په سلګو کې يې ووې: ((آخر زما کومه...)) د مرغۍ لا خبره خوله کې وه چې مرجان، لکه د تور مار تاو شوه.
((فټی مو! ژړا دې ميراته شه. په ژړا باندې خلق يروې. يو پوټی خبره وشوه، نو بس ستا اوښکې راروانې شوې. ودرېږه د جمال خان پلار راشي، نو ځمکې سره به دې دربله کړي.))
مرغۍ په زړه خوږې مرغۍ ځان ټينګ نه ککړی شه. يو وارخطا چغه يې له خولې نه ووته او د خيرنې لوپټې پيسکه يې مخ ته ونيوه.
((ابۍ! ته زما په دې ژوبل زړه ولې مالګې دوړوې))
مرجان نور څه ونه کړل، خو يو کابلی سوک يې ورته راخلاص کړ.
((خبردار شه، بيا ماته ابۍ ونه وايې... ګنې کومې نه به دې ژبه راوباسم، اور پورې شه په داسې کور چې ستا غوندې سپېره نوغ په کې زرغونېږي. د داسې مياندو ګېډې خو دې وچې شي چې ستا په شان سپيرتليزې ترېنه پيدا کېږي، زه په تا مالګې اچوم؟ که مردارې! تا زما ځيګر سکاره کړ؟ داسې سپېر مخې خو دې خدای د چا په غولي نه ورولي. خدای دې زر په زېړ تلي له دې کوره وباسه. په غونډي کاڼي دې پښه وخوئېږه. زما د نهو کالو غمی خاورو ته لاړ...
سوک د مرغۍ په تشي لګېدلی وو. له ډېره درده وتړقېده، په اوښکو يې د لوپټې پيسکه خوشته _ پوشته شوه. په سلګو سلګو کې يې ووې. مورې! نور وهل نه شم زغملی ښه! آخر زما ګناه خطا خو را اوښيه. بې هېڅه مې ولې وهې؟
پښتنه جينۍ ګوره او له خواښې نه دا تپوس ګوره چې ((زه دې ولې ووهلم؟)) دا د مرغۍ يوه داسې ګناه وه چې د بخښلو نه وه. د مرجان په ټټر باندې اور ولګېد. ژبه يې راووېسته، ټول کور مالت يې په سر واخيست.
((دروغژنه، کوټڼه! ما سره ايرۍ وهې. ايله غوندې د ګوتو سوکې ورورسېدې، نو بس بنده به وايي چې چا په تورو کړه. ته چې داسې د ګل غوټۍ وې، نو مور پلار واده کولی څه دپاره؟ تعويز کړی به يې وې او غاړه کې به يې اچولې وې. په ستن کې تار اچول نه ورځي او دومره نيازبينه راته جوړه شوې ده. نه کار، نه روزګار او ډوډۍ څلور په شمار. کټوۍ – څمڅۍ ورته يو لوی غر ښکاري. که ايله غوندې ترېنه سترګې په ډډه شي، نو ټول لوښي – لرګي به مردار پراته وي...))
دې نه پس بيا د مرجان ژبه څه وه چې توره ورېځ وه. د کنځلو ږلۍ راښکې کړه. مړي ژوندي يې ټول وستايل. مشر کشر ترې خلاص نه شو. بد برخې کونډې سره د دې کنځلو بې د ژړا نه بل جواب څه وو. د سلګو يې وار نه وو. پوهېده چې يو ساعت پس به ګل محمد خان (سخر) راشي او په ما به د غضب تندر راپرېوځي.
(٢)
مرغۍ ښايسته وه، قابله وه، په خپلې پلارګنۍ کې د ټولو د سترګو تور وه. همزولو به يې وې چې د دې په خبرو کې جادو دی. هر څوک راماتوي. اوس هم چې به د دې پخوانۍ همزولې چرته د اختر په باڼيچغ يو ځای شوې، نو د دې خبرې به يې رايادولې. په خپل کلي کې د مرغۍ اصيل والی او سيالتوب مشهور وو. لېکن افسوس د پښتنو نادواو رواجونو هغه بدبرخې کړه. د هغې په تندي کې تياره شوه. د پنځلسو کالو په عمر کې د نهو کالو هلک ته واده شوه. پلار يې په روپو پسې ړندېده. په خپلو سپېرو لاسونو يې ډولۍ کې واچوله او لرې يې ورکړه. يو څو مياشتې پس د هغې کمڅۍ ببرې شوې او اوس هغه يوه کونډه وه. ((جينۍ کونډه)) د غمونو غر يې په سر راپرېوتی وو. پلارګنۍ کره يې ځای نه وو. سخرانې خو ورته سپېره ويل. اوس هغه سپېر مخې وه، ناکاره وه. د ټول ټبر پېغورونه به يې تېرول. د سخر کنځل به يې زغمل. ټوله ورځ به يې کار کې زړګی وچاوده، خو بېګاه ته به يې د سترګو پټولو حق هم نه وو. هغې ډوډۍ نه خوړه، ډوډۍ لګېده هغه يې خوړه. خيرنو - خچونو جامو ته يې هم زړه نه کېده. کفن به يې رايادوو. داسې ورځ په هغې حرامه وه چې لس شل کنځل به ورته نه کېدل. هېچرې څلور ورځې پرله پسې داسې نه وې تېرې شوې چې هغې به دوه څلور پڼې نه وې خوړلې. د بدبرخې په سر کې ډېر شنه کوشنه خاپونه وو. يوه ورځ يې په سر کې ګومنز وهله. سخر پرې د توت په شنه لښته داسې ګوزار وکړو چې ډېرې ورځې يې په هغه لاس کار نه شو کولی. لوپټه يې خيرنه – خيچنه او ريښتانکی وه، نو مرغۍ د مور د کور نوې لوپټه په سر کړه. سخر پرې د شا له ډډې د خاورو د تېلو بوتل واړولو او تيلی يې ورته کولو، خو خدای پاک بچ کړه.
دا نننی جنګ په څه وو؟ په دې چې د شپاړسو – اوه لسو کالو جينۍ ذات تمامي ورځ يې په ميچنو زړه شين شو. د ګرمۍ خولې پرې نيز غوندې روانې وې. هوا اخيستو دپاره کوټې ته وخته بس دا نه وه، بلا وه. د مرجان سترګو کې ازغی ازغی کېده، خو شکر دی چې لرګی يې نه ليده. ماسختن تېر مرغۍ کټ کې ايله ملا نېغه کړې وه چې ګل محمد کور ته راننوت، نو سره د راتلو يې ورباندې خوله راوسپړده.
((ستا ولې ملا ماته ده؟ ډيوه کې لا باتۍ خلاصه نه ده او ته بيا مرداره شوې يې؟ پاسه لاس وينځنی راواخله.))
مرجان په يو ټوپ ورته مخکې شوه او ويې وې: ((دې ته څه مه وايه. دا د محل راڼۍ پرېږده، چې خوب وکړي. که ستا څه کار وي، نو زه به يې کوم.))
دومره ساعت کې مرغۍ کوزه او لاس وينځنی په لاس سخر ته ورغله. مرجان ورته په سينه کې يو داسې ديکه ورکړه چې غريبه لکې ښانکې راوغورځېده. مرجان ووې.
((بس بس! مونږ وبخښه، د خپل خاوند خدمت به زه په خپله کوم. ته ځه پالنګ کې اوده شه. ته راڼۍ يې. د نواب لورې.))
مرغۍ د اوښکو ډکې سترګې ورته راواړولې.
((ای زه راڼۍ چېرته يم. ستا يوه وينزه يم، ته هسې خفه کېږې.))
مرجان پرې بکړۍ رااوچته کړه.
((ته بيا ما سره ايرۍ وهې؟ خلکه وګورئ ما دې سره څه بد کړي دي. دا هر وخت سر څڼه کوي. په کوټه ولاړه وي. ما که تش دومره اووې چې لورې دا کار د سيالانو نه دی. ته کونډه يې، نو وويئ خلکه! په دې کې ما کومه بده خبره کړې ده؟ له هغه وخت راسې د راڼۍ تندې تريو دی. ډېره ژبه يې راباندې سپکه کړه. بيا يې هم لا آرمان نه دی رژېدلی.))
ګل محمد خان چې دا خبرې واورېدې، نو خپلې ښځې ته يې ووې: ((ته دې کنجرې سره ولې خوله ګډوې؟ دا خو به يوه ورځ زما پوزه پرېکوي، خو هم تا په سر خېژولې ده. هغه بله ورځ چې مې پرې د خاورو تېل اچولي وو او سوله. ما وې چې ګند غوڅ شي، نو هم ته يې مخکې کېدې او ما نه دې خلاصه کړه. اوس مزې کوه.))
مرغۍ په سلګو سلګو د سخر په پښو سر کېښئ: ((بابا جي! ما دې خدای مړه کړي، که ما به آبۍ سره لام کلام کړی وي، خدای خبر چې سحر راسې ولې راپسې شوې ده.))
ګل محمد خان په سر لته ورکړه: ((لرې شه، ورکه شه، تا ته دې خدای زر مرګ راولي چې زما عزت په عزت پاتې شي. زما د غمي په شان زوی دې وخوړه، اوس مې په دې سپينه جامه داغ هم ږدې.))
مرغۍ پاسېده او په زارۍ – منت يې لاس په تندي کېښئ: ((بابا که رښتيا داسې خبره وي، لکه چې ته وايې، نو ما اوس وسوزوه چې سبا ستاسو د ډېران ايره يم او څوک مې نوم په خوله وانخلي.))
د ګل محمد خان خوله کې ځګونه راغلل او يو کوتک ته يې لاس کړ.
((مردارې، خنزيرې، شيطانې، پليتې! زما له لاسه سوزېدل غواړې.))
مرغۍ: ((هو باباجي!! سول غواړم. له خپله لاسه راباندې اور ولګوه. ما دې ژوند نه خو مرګ ښه دی. زه که يم، نو څه او که نه يم، نو څه؟))
ګل محمد: ((کم اصلې، بد تخمې، پليت نوغې! زه به په تا اوس ښه اور پورې کړم.))
ښځې ته يې آواز وکړ: ((د جمال خان مورې! هغه د تېلو بوتل راوړه)) او بيا يې هغه نيازبينې مرغۍ باندې لرګی رااوچت کړ. بس دی نه پس په غولي کې دغه درې آوازونه وو. يو د ګل محمد خان د لرګي شړقار، بل د هغه چغې چې اور غواړې؟ او درېم د مرغۍ په زوره زوره کوکې. ((وئ خپله پلاره. وئ خپلې مورې. يه کاکا صاحبه راورسې. يه لويه ځوانه! رامدد شې. زه خو بې ګناه يم. زه خو بې خطا يم. يه خدايه... يه... ربه... يه... يه...))
(٣)
د بدبختې مرغۍ مخ نن لږ روڼ غوندې دی. بدن کې يې ايله وينه ګرځېدله. دوه کاله پس مور کره راغلې ده. د مشر ورور يې واده دی. سخر کره يې په وهنه وهنه پښتۍ داسې شوې دي، لکه چې چا پرې چونه دوړولې وي. په ژړا ژړا يې سترګې سپينې تښتېدلې دي. دې ويل چې مور کره به مې يو څو ورځې په خندا تېرې شي، خو قسمت ورته ويل چې کونډې خاندي نه، د مور غېږ اوس تا دپاره يو سور تنور دی. مرغۍ ډېره موده پس د خپلو همزولو بشرې وليدې، خوشحاله وه. دخپل غم هغه اوږدې کيسې يې شاته کړې وې. هر چا سره به يې په خندا خبرې کولې. جامې يې هم ډېره موده پس نوې اغوستې وې. هغه پخوانی ښايست يې بيا خلکو ته رايادوو. د رور په واده کې د خوشحالۍ باد به يې چې په زړه راوالوته، نو کله به يې جينکو سره تمبل واهه او کله به يې سندرې ويلې چې رور به يې په سترګو ولګېد، نو مور نه ړومبی به ورنه دا ځارېده. عن چې د ډولۍ وخت راغی. ورا تېرېده. د هلک جينۍ جوړې جامې راواخيستی شوې او ښځې روانېدو ته پاسېدلې چې د واده د جامو پنډوکی تړلی شه، نو هر چا د ناوې او د هلک د زړوکي کتل. له بده شامته مرغۍ هم د رور لنګۍ ته ګوتې وروړې. ښځو په دې کار ((های)) نعرې کړې چې وئ دا څه کوي چې د مور يې پام شو، نو يوه داسې مضبوطه څپېړه يې ورته په مخ راخلاصه کړه چې د ګوتو تغمې پرې جوړې شوې. مرغۍ ؟؟؟؟؟؟ ودرېده چې يه ربه! ما نه څه وشو. مور يې ورته ووې: ((چې کونډې ښځې د واده جامو ته لاس نه وروړي.)) ؟؟؟؟ سپېره کونډه يې تا ولې ګوتې وروړې.
هغه مور چې مرغۍ يې د سينې په پيو لويه کړې وه او ډېره نيازبينه يې ساتلې وه ورته د خوده ووته. دا سپېره پال هغې چرته زغملی شو. چې د ورا په وخت کې د يوې کونډې لاس د واده په جامو ولګېده، بيا بيا به يې ورسره دا خبره غښتله چې ((تا ولې جامو ته ګوتې وروړې.))
دا د خدای فضل وو چې هغه وخت د مرغۍ د پلار په زړه باندې د رحم اوبه تويې شوې. ښځې ته يې اووې چې:
((خير دی داسې خطايي بنده نه کېږي.)) ګنې خدای خبر چې د مرغۍ به څه ځای مات وو.
د مرغۍ زړه ډک وو، ژړلي يې هم نه شو، ځکه چې ژړا لا سپېره وه. د اوښکو ډکې سترګې کوټې ته ننوته. نوې جامې يې ووېستې او زړې يې واغوستې. لوپټه يې په مخ واچوله او ګوټ کې څملاسته.
ورا لاړه، ډولۍ راغله. غال بول تېر شه، خو مرغۍ پرې خبر نه شوه. نه يې چا تپوس وکړو. نه چا ياده کړه. کونډې سپېرې د چا يادې وي؟
(٤)
غُټه نيمه شپه مرغۍ د اديزو په سړک روانه ده. تياره دومره چې ګوته په ګوته نشي ليدی. ولې مرغۍ نه د مار لړم نه وېرېږي او نه د غل غدو نه چې د سند غاړې ته ورسېده، نو پښه نيولې شوه. بيا له سړک نه په ډډه لاړه او لرې د يو کمر په سر کښېناسته. مخ يې لوپټه کې وُنغښت او د زړه له اخلاصه يې وژړل.
((ای زما لويه خدايه! زما د بد نصيبې اوس د مور په غېږ کې هم ځای نشته. زه سپېره يم. زه بدبرخې يم. سخرانه مې خو پردي خلک دي. هغو نه ګيله نشته، ولې په خپل کور کې هم سپېره يم؟ افسوس... خدايه! دا ښځې دې ولې پيدا کولې؟ خدايه! تا خو داسې نه دي ويلي او نه ستا رسول داسې کړې دي. دا ((پښتانه)) چې ځانونو ته مسلمانان وايي، ولې داسې کوي؟ دوی خو بانګونه هم وايي. نمونځونه هم کوي. ږيرو او خلکو ته د اسلام جامه وايي، لوی لوی عالمان او بزرګان هم پکې شته. ولې د لور، خور سره چې دوی کومه لار شړي، هغه د پخوانو کفارو طريقه ده. لور، خور چې پيدا شي، نو سپېره، چې واده شي، نو سپېره، چې مړه شي، نو سپېره. خدايه! ته په دوی ته آخرت کې جنت ورکوې؟ په دنيا کې پرې ښه ورځ راولي؟ کاڼي پرې نه وروي؟ مونږ هم ستا پيداوښت يو. د بنيادمو له ذات يو. مونږ سره دا دومره ناروا ولې کېږي؟ زه په دې خبره پوه نه کړم؟ کوم کور کې چې ما سترګې غړولې وې او وړه په کې لويه شوې وم، هغه ما دپاره اوس دوزخ شه. دوه نيم کاله کُنتون مې وکړو، خو چا زما دې ډوبې ورځې ته ونه کتل. اوس زما مرګ ښه دی. که خاوند کوم نو شرم، که دعوی کوم نو شرم، که څه وايم شرم، زما ناسته – پاسته، خوراک، څښاک ټول شرم دی. دا به ډېره ښه وي چې دا د شرمونو بوجګۍ پټه شي، سلګۍ... سلګۍ... سلګۍ...))
((ای سينده! ته ډېر پړده پوښ يې. ستا ډېر لوی زړه دی. خلک چې د چا د زړه صفت کوي، نو وايي ((د درياب هومره زړه يې دی.)) ته د دې خپل لوی زړه دوئی ومنه. ته د خدای او د رسول روئي ومنه. چې ما ته په دې خپله جولۍ کې ځای راکړه. ما غېږ کې ونيسه، ما باندې پړده واچوه. د خدای په دې لويه ځمکه باندې زما بل ځای نيشته. تا ته ننواتی راغلی يم. هسې نه چې ته هم لکه د خواښې، سخر او مور په شان ديکه راکړې.))
دی نه پس د غړمب يو آواز وخته. د درياب زړه د مرغۍ په زارۍ نرم شوی وو. په ((ګول دې شم قربان دې شم.)) يې غېږ کې ونيوه او خپله لويه لمن يې په هغه کونډه جينۍ راخوره کړه چې د مور په غېږ کې يې هم ځای نه وو.
II
زما چيتره (شلېدلې پڼه)
ما خپله شلېدلې پڼه لا پښې نه ايسته چې هغې راته نورې هم داړې چينگې کړې. ماته غوسه راغله او په زوره مې وويسته او ومې غورځوله.
هغې باندې زما دا لوى نظري بده ولگېده او راته گويانه شوه:
_ (زما څه گناه ده؟)
ما په ډېرې بې پروايۍ سره وويل:
_ (چيتره د غورځولو څيز دى)
هغې وويل:
_ (خير دى که اوس دې په کار نه يم، نو ومې غورځوه. ولې داسې سپکوه خو مې مه.
د دې په دې خبره ماته خندا راغله او ورته مې وويل:
_ (په دنيا کې تا نه زيات سپک شى چېرته شته. ته د بنيادم د يو ډېر لاندې اندام سره نښتى يې، پښو سره راکښى شې او تل د لارو کوڅو سوټو خټو باندې گنده يې. د سړيتوب ځاى کې تا څوک نه پرېږدي. صفا ځاى ته دې نه ننباسي. مجلس کې دې خلک بهر وباسي. موږ چې چاته سپک نظر کوو نو وايو دا زموږ د پڼې مسايى دى. او زما نيازبينه معشوقه چې پرون په غوسه شوه نو ويې ويل چې: (زه دې په چيتره هم نه اړومه) کله، کله وايي: (زما له چيترې نه لوگى شې) دې نه دا معلومېږي چې تا نه زيات سپک شى بل په دنيا کې نه شته. دې ته نه گورې چې موږ د چا عزت اخلو نو په پڼه يې وهو. سره د دې چې ستا گوزار څه د تورې ټوپک نه دى، خو سپکاوى يې دومره دى چې خلک يې له گولۍ نه هم بد گڼي دا ولې؟
ځکه چې ته سپک شى يې او بې اندازې سپک. بيا لا سره د دې حيا دې نشته ځان ته گوته نيسې.)
ما ويل زما په دې خبرو به پڼه چوپ شي، خو د هغې پرې غوږ هم ونه گرېدو، او ويې ويل:
_ (هسې خو ستا اختيار دى چې چاته دې خوښه وي سپک گوره چاته درانه. ولې د خداى فيصه د ستا په رضا نه شي کېدى. خداى پاک هر سړي او هر څيز ته په خپل ځاى بهتروالى او مرتبه ورکړې ده او څه ناڅه خوبي يې هم پکې ايښې ده. په خپلو خپلو خوبيو کې څوک ځانته غاوره دى، نو دا غاورتوب يې په ځاى دى. ولې دا ستا په شان لوى نظري نه ده په کار. زه که سپکه يم نو تاته به سپکه ښکارم، خو زه چې ځان ته فکر کوم نو څه سپکه خبره ځان کې نه وينم. زه چې له څه نه جوړه شوې يم همغه شي نه ستا بدن هم جوړ شوى دى. دا ژوند دا نرمې گرمې چې ستا په څرمن کې دي چرې په ما کې هم وه. دا خوراک څښاک چې هره ورځ ستا بدن ته ځي چرې ماته هم راته. پس له مرگه زه تانه ښه شوم. له سخا کېدو او ورستېدو نه بچ شوم. ستا د پښو جامه رانه جوړه شوه. ستا په څرمن کې که د خداى د پيدايښت څه فايده وي هم نو بس ستا تر ژونده به وي. بيا تا نه د څه فايدې تمه نشته. لکه تاسو چې وايئ په دې قبر شکرې نشته، نو تا نه څه اميد لرل لاوڼو نه شوملې غوښتل دي. ما نه خو دا هم جوړېدى شول چې د يوې ښې ټوپۍ استر واى او ستا په سر واى يا پوستين واى چې تا سره غاړه غټۍ واى دا هم کېداى شوه چې ښه کمربند واى او ستا له ملا نه تاو واى. يا بل داسې شى واى چې ستا خوښ واى.)
د چيترې په دې وعظ نصيحت خو مې زړه ورېږدېدو، دا مې نفس وانه خيسته چې يو داسې سپک څيز ته چوپ شم. نو ځواب مې ورکړو:
_ (په دې څيزونو کې هر يو څيز که درنه جوړ شوى واى، هغومره به دې عزت واى. ليکن اوس خو يوه پڼه يې او شلېدلى چيتره په داسې حال کې د خپل عزت نوم اخيستو باندې شرمېږي نه!؟)
ولې هغه چيترې هم داسې سترگې کلکې کړې وې چې زه يې نه پرېښودم، ويل يې:
_ زه خو که پڼه يم هم راته ځان کې د سپکاوي څه خبره نه ښکاري. که سپکه يم نو ځکه چې ستا پڼه يم. که چېرې زه ستا د پادشاه يا د خان ملک او يا د معمولي حاکم پڼه واى، نو تا به هم زما کښلولو ته سر راټيټولو. که چېرې زه ستا د پير يا ولي پڼه واى، نو که زر ځله شلېدلې واى، بيا به هم تا په سترگو پورې مښلې. که چېرې زه ستا د استاد يا د بل ميا ملا پڼه واى، نو زر زر به دې کښلولم او دا به ستا يو ډېر لوى نيک کار واى او که فرض کړه زه ستا د هغې نيازبينې معشوقې پڼه واى، نو بيا خو به دې زما گوزارونه په ډېره مينه خوړل او ډېر خوند به يې درکاوه.
اوس ته ووايه چې که زه پڼه شوم نو زما کوم عزت کم شو. هو! دا منم چې ستا پڼه شوم نو زما عزت لاړه او که سپکاوى راکې دى نو هغه ستا د مجلس تاثير دى. يعنې گيټکى دومره سپک نه دى خو په غوشيو کې ونښت، نو دومره سپک شو چې د اوبو په سر ځي.
اوس خبرې داسې اندازې ته ورسېدې چې هغه خپله ملامتيا خو پرېږده. دا راته ښکاره شوې چې زما پڼه په څيرلو سترگو زما عزت اخلي. په ډېره غوسه مې ورته وويل:
_ (ستا د سپکاوي لوى دليل دا دى چې موسٰى ع د خداى ج ديدار ته تلو، نو ورته حکم وشو: ((فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ)) (پڼې دې وباسه).
پڼې وويل:
_ (بيشکه موسٰى خو پڼې وويستې، مگر تر کومه ځايه چې هغه تلى و او تر کومه پورې چې پڼې ورسره وې، تر هغې پورې ته څه ستا د دين لوى لوى امامان هم نه شي رسېداى، دا خو لا پڼې دي.
موسٰىu ته په کار وو چې د خداى ج دربار ته يې نور هېڅ شى هم ځان سره نه واى وړى آن چې خپلې جامې لا تر دې چې خپله جثه يې هم پرېښې واى.
خير په دې کار اول خو زموږ څه سپکاوى نه دى شوى او که وشو نو تا نه خو بهتره يمه.)
آخر زه تنگ شوم. ما ترې تپوس وکړ چې:
_ (ته په رښتيا ځان بهتر گڼې يا هسې مجلس گرموې!؟)
هې وويل چې:
(مجلس گرمول، خوشې خبرې کول او په نارو او ضد کول خو د بنيادمو کارونه دي. نور ټول مخلوق له دې مرداريو نه خلاص دى. زه د خپلو فرضو په پوره کولو کې داسې اخته وم چې هډو دې فکر ته وزگاره شوې نه يم چې ته بهتر يې او که زه. ولې يوه خبره مې په زړه کې گرځي، ته به يې يا منې يا نه!)
ما ترې په هيبت تپوس وکړو:
_ (هغه کومه خبره ده؟)
هغې وويل: (هر يو شى چې کوم يو کار لپاره خداى پاک پيدا کړى دى، که هغه کار په ښه شان سره پوره، پوره ترسره کړو نو زه وايم چې گڼې دى ښه دى.)
ما وويل: (بېشک!)
زما له خولې نه (بېشک) وتلى وو او هغې له ډېرې خوشالۍ نه ژر وويل چې: (نو زه تا نه ښه يم، رښتيا وايم چې زه کوم کار لپاره پيدا شوى يم، هغه ما هيچرى نه دى پريښى. گوره زه ستا په حواله وم. د خداى له دربار نه تا سره زما نصيب ليکلى شوى و. تا چې په ما باندې هر څه کول ما پکې عذر نه دى کړى. ته ناکاره کارونه زنا، غلا، جواريو، د ناحقې شهادتونو، گواهيو، د دروغو قرآنونو، قسمونو خوړلو لپاره او د خداى پيدايښت ته ضرر رسولو لپاره روان شوى يې او تل به دې زه په پښو کولم. ووايه: ما چېرې ستا له حکم نه غاړه غړولې ده. تا به چې زه په پښو کړم نو په غولو غوشيانو او ازغو او کاڼو بوټو کې به تلې. زه په دې کار خپه کېدم او ډېره خوږېدم. ولې ستا له تابعدارۍ نه مې مخ نه دى اړولى. ستا ملگرتيا کې ما هېڅ خبرې نه منع نه ده کړې. آرمان مې بالکل ادو بدو کړى و. دا مې نه ويل چې ته ښه کوې او که بد؟ لنډه دا چې هر قسمه سختۍ مې په ځان تېرې کړې خو ستا خبره مې ونه غورځوله. اوس ته خبره وکړه چې ته کوم کار لپاره پيدا شوى وې، هغه دې بې عذره، بې پوزه چوڼو، په روڼ تندي، له اخلاصه پوره کړى دى؟ او هيچرې درنه په خپلو فرضو کې قصور نه دى شوى؟ که ته دا خبره ثبوت ته ورسوې نو بيا هم اگر که ته به ما سره ايله برابر شې، خو خير دى زه به تا ځان نه زيات وگڼم او هسې که ته ډېر آسمان ته ټوپونه وهې نو زه تا نه زياته يم.)
اوس زه بالکل گونگى شوم، او د دې خبرې څه ځواب راسره نه و او لا هغه خپلې تېرې گناه گانې هم راته مخکې شوې. ناگومانه زما له خولې نه ووتل:
(زه پړ او ته وړه، ما باييلې تا گټلې، ما چې تاته سپک کتلي دي، دا گناه راته وبښه!).
د کيسې پاى
-----------------------------------------------------
د ښاغلي زرین انځور مننه، چې دغه متون یې پر موږ ولورول.