را روان دي تور بادونه ( د زرین انځور داستانونه ) [۲]
زرین انځور
نـورانـي
خپل زوی ته يې سترگې وربرگې کړې:
_ نو ته څه تندر وهلی يې؟ دا دومره خلک چې هر څه په اسانه برابرولی شي، ته يې ولې نه شې بربرولی؟
زوی يې په درناوي ورته وويل:
_ نور خو يې په شلو ناروا لارو چارو تر سره کوي او ما ته په خدای کې داسې خوند راکوي.
پلار يې پرې نور هم ورسور شو:
_ نو په تا څه بلا لگېدلې ده، دا دی په کابل کې مو پوره شل شپې پوره شوې او د کار مو څه پته ونه لگېده، زه خو يې وينم چې هره ورځ د ډله ډله خلکو کارونه او کاغذونه خلاصېږي او ته ورته هسې ټيټې سترگې گورې!
زوی يې بيا ورته وويل:
_ اغا ته څه خبر يې چې د هغوی کارونه څنگه خلاصېږي؟
پلار يې بيا پرې ورسور شو:
_ هر څنگه چې خلاصېږي، مخسد مې دا دی چې کار خو يې خلاص شي او په خپله مخه ځي او موږ دا دی هره ورځ د دې سپو د دروازې مخې ته ولاړ يو او بيا نو ټيټې سترگې ترې راروان شو.
زوی يې بيا د تسل په توگه ورته وويل:
_ خير دی لږه نوره حوصله وکړه، خدای به هر څه په خير کړي ....
پلار يې ځواب ورکړ:
_ څنگه به يې په خير کړي؟ پخپله خو هر څه نه سمېږي، له يو چا سره خبره وکړه، هغه د اشرف خان خوريی راته هوښيار شانته ښکاري،د خپل کاکا کارونه يې په دوو ورځو کې خلاص کړل.
زوی يې ترخه شانته خندا وکړه:
_ هه ... د اشرف خان خوريی ... پوهېږې چې څنگه يې په دوو ورځوکې خلاص کړل ... ته څه خبر يې اغا!؟
پلار يې بيا پټکه پرې وکړه:
_ وه د سرکوزي زويه! دا تا څه ببولالې شروع کړې دي، خو کار دی چې په يو رقم يې خلاص کړې، نور يې نو ته څه په بلا لگوې، له هماغه پوښتنه وکړه او درځه جگېږه چې بيا به د دروازې مخې ته گڼه گوڼه جوړه وي.
له ځايه پورته شو، پټو يې له ځانه تاو کړ، دی مخکې او زوی يې پسې روان شو.
له دوی نه مخکې لا ډېر خلک رسېدلي وو. خپل کاغذونه يې بيا په لويه دروازه کې مسؤول کس ته وسپارل او په کتار کې ودرېدل. گڼه گوڼه نوره هم زياتېدله. په کتارونو کې ولاړ کسان ټول وارخطا ښکارېدل. پلار يې زوی ته ورو شانته وويل:
_ وه هلکه، که پيسې درسره کمې وې چې له حاجي صمده يې وغواړم، هغه څو ځلې راته وويل، خو ما لا څه نه دي ترې غوښتي.
زوی يې ورته وويل:
_ نه اغا د پيسو خبره نه ده، خدای به خير کړي، وبه شي ... وبه شي ....
پلار يې لکه پېغور چې ورته کوي:
_ وبه شي ... وبه شي ... چې يو کال هم دلته ولاړ يې، والله که خپله وشي.
درې څلور تنه سره يو ځای راغونډ شوي وو، يو څوک يې په منځ کې گرځېده راگرځېده، هغه به په هر نيم ساعت کې يو ځل دننه
دفتر ته ننووت او بيا به بېرته له يو پنډ کاغذونو سره راووت. پلار يې د لاس په اشاره هغه پوه کړ چې کارونه هغه کس کوي، زوی يې بيا هم ډاډ ورکاوه:
_ دغه نن به لا صبر وکړو،گوره که خدای يې په اسانه خلاص کړي.
پلار يې دا ځل هېڅ ځواب ورنه کړ، خو د تندي له گونځو يې زوی پوه شو چې په ځواب يې ډاډه شوی نه دی.
پلار او زوی يې نن مازيگر هم پرته له کوم ځوابه، بې له کومې پايلې کور ته ستانه شول.
د نن ماښام ډوډۍ يې بيا هم په نه زړه وخوړله، نن يې لکه چې پلار بيخي ترې مرور وي، زوی يې بيا خبره پيل کړه:
_ لکه چې دا کار هم په روا لاره نه کېږي، که څنگه اغا؟
پلار يې لکه چې هماغسې مرور وي:
_ په روا لاره ... د روا بچی!
زوی يې لکه له ځانه سره چې گوڼېږي:
_ خو اغا په خدای سور کوپر راته ښکاري، زړه مې يې نه مني ....
پلار يې دا ځل خپل غږ پرې ورلوړ کړ:
_ وه د سور کوپر بچی، خو يو دوه روپۍ ورمخې ته کړه!
زوی يې په تعجب ورته وويل:
_ يانې رشوت ورکړم اغا!؟
پلار يې دا ځل په کراره ورته وويل:
_ خود نو، دا هره ورځ چې د خلکو کارونه خلاصېږي، بې ريشپته خلاصېږي؟
زوی يې خپلې سترگې د شنو چايو په پياله کې ورښخې کړې وې:
_ مگر څنگه رشوت ورکړم، دا خو نو چور کوپر دی اغا!
پلار يې دا ځل ځواب ورنه کړ، زوی يې بيا پوښتنه راواخيسته:
_ اغا، نو ته وايې چې رشوت پې ورکړو!
پلار يې پرې بيا غوصه شو:
_ وه د سرکوزي بچيه، دا څه ناپړيتي ولې، خو درته ومې ويل کنه!
زوی يې سر ښکته کړ:
_ داسې رشوت چور کوپر دی اغا، خو ... بس ....
خبره يې بشپړه نه کړه، پلار او زوی يې نوره نو خبره سره تاو راتاو نه کړه او ويده شول.
سبا يې زوی له هماغه دلال سره خبره وکړه، پيسې يې ورکړې، ټول کاغذونه يې په څو شېبو کې خلاص شول، کله چې له هغه ځايه راروانېدل، صفي الله کاکا په برېتو کې موسک موسک کېده.
***
يوه مياشت وروسته حاجي صفي الله خان په ډېر شان او شوکت له حجه راستون شو، هر څوک چې به ورغاړه وت، ځان به يې خوشحاله احساساوه او په ستړي مشي کې به يې ثواب ورته ښکارېده، هر يوه به
فکر کاوه چې هغه څومره ((نوراني)) شوی دی، خو زوی ته يې د هغه د هرکلي په وخت کې د هماغه ((دلال)) څېره مخې مخې ته کېده.
نوامبر، 2006 م.
کابل
هغه کسان چې پاکستان ته واستول شول
بهرام تر هر څه زيات له همدغو شعارونو سره مينه لرله. اوس چې يې گوند د کودتا له لارې او د هغوى په خپله وينا د ((انقلاب)) له لارې دهېواد د واک واگې تر لاسه کړې وې، دغو شعارونو له پخوا هم زيات خوند ورکاوه. هر کله چې به يې د خپل مشر څېره د تلويزيون پر پرده وليدله، نو که په هر کار به لگيا و، که به له هر چا سره په خبرو بوخت و، يو ناڅاپه به يې چغې کړې:
_ ژوندى دې وي رهبر!
_ مړه دې وي زموږ غليمان!
د بهرام په گډون، ډېرو گوندي او دولتي چارواکو اوس له دې کار سره او د مړه دې وي او ژوندي دې وي له نارو سره عادت کړى و او کله چې به کوم نابلده کس د لومړي ځل لپاره د دوى ناڅاپي چغې واورېدې، هک پک به شول، فکر به يې وکړ چې لېوني شول که څنگه؟ او رښتيا هم په داسې وخت کې به پر دوى د لېونتوب يوه عجيبه څپه ورغله. دغه عادت ورو ورو د يو گوندي دستور بڼه خپله کړه او جالبه لا دا وه چې له دې وروسته به چې کله دغه څېره پرتلويزيون ښکاره شوه، نو د ((هورا)) او د ((مړه دې وي! او ژوندي دې وي!)) له شعارونو سره يو ځاى به دوى ټول پر خپلو پښو ودرېدل او ښه ډېره شېبه به پر پښو ولاړ وو، بيا به بېرته کېناستل او خپل کارونه به يې پيل کړل.
بهرام لا لومړى بريدمن و چې گوند ته جذب شوى و. هغه حربي ښوونځى او بيا يې حربي پوهنتون لوستي وو او سره له دې چې مسلک يې توپچي و، خو د کودتا له لارې گوند ته د واک وررسيدلو په لومړي پړاو کې يې د ((لزوم ديد)) له مخې، مسلک څارندوى شو، د کورنيو چارو وزارت ته تبديل او هماغه په پيل کې د کابل محبس د قوماندان په توگه وټاکل شو او په پوره جدي توگه يې خپلې دغې مهمې دندې ته اوږه ورکړه.
هغه که به کومه شپه نوکري نه و، نو سهار د وخته چې به راغى، د محبس د تېرې شپې ټولې پېښې او راپورونه به يې له نظره تېر کړل، هغه
اوږده ليستونه به يې هم له نظره تېر کړل چې نوي به د دې محبس مېلمانه شوي وو او هغه ليستونه به يې هم وکتل چې په تېره شپه کې له زندانه وتلي مېلمانه به په کې ليکل شوي وو. د دواړو ليستونو شمېر به سره نږدې و او که به يې توپير درلود، هغه به ډېر لږو. له زندان څخه د بهر شويو مېلمنو ليست به يې دويم ځلي هم له نظره تېراوه. دغه ليست ځانگړى نوم درلود: ((هغه کسان چې پاکستان ته واستول شول)) او چې کله به قوماندان بهرام دغه ليست پاى ته ورساوه، نو په څنگ کې ناست د تېرې شپې نوکريوال ته به يې مخ ورواړاوه:
_ څوک چې د زيار کښانو د نه په شاکېدونکي انقلاب مخې ته درېږي، انجام به يې داسې وي!
او د دغه ليست د ټول شمېر انجام به همداسې و. ټول به د شپې له زندانه وتل او بيا به تري تم کېدل. خپل خپلوان به يې يوازې هغه وخت پرې خبرېدل چې په مياشت کې يو ځل او يا دوه ځله به يې د پيوازي په نامه جامې، خواړه او د اړتيا وړ نور څيزونه چې زندان ته يې د وروړلو اجازه وه، وروړل او څه شېبه به يې بېرته ورته راستانه کړل. دغه شېبه به نو پر دغو پيوازانو د تندر د گوزار شېبه وه او د خپل ورور، پلار، کاکا او يا کوم نږدې ملگري د ناڅاپي مرگ د غم د غږ شېبه به وه.
بهرام به دغه ټول ليستونه او په محبس کې د تېرې شپې ټولې پېښې سره راغونډې کړې او ټولې به يې د تېرو څلرويشتو ساعتونو په مفصل راپور کې يو ځاى او د کابل امنيه قوماندانۍ ته ورسپارلې چې هغوى به بيا بېلا بېلو ځايونو ته دغه راپورونه ويشل.
سره له دې چې محبس ته د راغليو کسانو څېړنې او ځورونې به مخکې په بېلا بېلو ځايونو کې تر سره شوې وې او دلته به د حکم د اجرا لپاره منتظر وو، خو بيا هم کله کله به د تحقيق له رياست څخه کوم هيئت د کوم ځانگړي بندي د بيا تحقيق او پلټنو لپاره راغلل او له همدې کبله د محبس دننه هم د تحقيق او پلټنو څو د فترونه وو چې د ربړولو او ځورولو پر هر راز وسايلو سمبال وو.
بهرام به هم د شپې له خوا، زياتره يا په دفتر کې و او يا به پر نورو گوندي او حکومتي چارو کې بوخت و. په اوونۍ کې به يې يوازې يوه يا دوه شپې په خپل کور کې وې. کور ته چې به لاړ، ډېر ستړى او بې خوبه به و، لکه ټوله اوونۍ چې يې سترگې نه وي پټې کړي. هغه اوس د پخوا په څېر نه و چې په کور کې به يې له ورتگ سره سمه خندا او خوشحالي وه، ټوکې ټکالې به وې او يا به له مېلمنو سره غورې وې.
اوس نو هغه نه مېلمنو ته د غورو لپاره وخت لاره او نه هم د خپل کور خلکو ته. زياتره مېلمانه او پېژندوى کسان به اوس ده ته د قوماندان په توگه ورتلل او د خپلو بنديانو د حال معلومولو لپاره به ورتلل، خو بهرام دغه ډول پوښتنو او دغه ډول مېلمنو دومره ستړى کړى و چې اوس يې نو د کور ټولو خلکو ته ويلي وو، هر هغه چا چې زما پوښتنه کوله، که زه په کور کې وم او که نه وم، ورته به واياست چې زه په کور کې نه يم او نه د شپې له خوا کورته راځم! او په دې ډول نو د هغه کور هم لکه د محبس په يوه دفتر بدلېده او هماغه ډول انضباط يې خپلاوه. دا خبره به او س زياتره، د بهرام کشر ورور محب الله بيا بيا تکراروله.
محب الله د بهرام يوازينى ورور و. مور او پلار يې هم ژوندي وو او دوه خويندې يې له دواړو ورونو کشرانې وې.
بهرام دوه کاله پخوا واده کړى و او يوه لور يې لرله چې اوس د شپږو مياشتو وه. دوى ټول اوس په کابل کې اوسېدل. پلار يې په کابل کې د خپل ماموريت په دوران کې دغه کور اخيستى و او يوازې په ژمي کې به خپل کلي ته تلل، خو سږکال داسې ښکارېدل چې ژمى هم خپل کلي ته لاړ نه شي او همدلته په ښار کې پاتې شي.
بهرام چې به ستړى ستومانه کور ته راغى، نو ټولو به د ماښام ډوډۍ خوړلې وه، د کور زياتره غړي به ويده شوي وو، خو د هغه راتگ ته به يو نيم بېرته راکښېناست او يوه شېبه به يې له بهرام سره د خبرو اترو په هيله تېره کړه.
سره له دې چې پر بهرام، پخوا خپل کشر ورور محب الله ډېر گران و، خو له نوي بدلون او نوې څوکۍ سره يې د محب الله په گرانښت کې هم توپير راغلى و. محب الله يوازينى کس و چې له هغه سره يې اوس په هر څه کې مخالفت کاوه.
نږدې هره شپه چې به بهرام کور ته راغى، له محب الله سره به يې خبرې په پاى کې خامخا ترخې شوې. محب الله د دوى د گوند، د دوى د کودتا او اوس د دوى د نادودو سخت مخالف و. په ښکاره به يې خپل ورور ته خپل مخالفت څرگنداوه. دوه مياشتې مخکې چې يې محب الله بندي کړى و، نو بيا هم د خپل همدغه مشر ورور په سپارښتنه، بې له دې چې زندان ته ورسېږي، له تحقيق ځاى څخه او هغه هم د تحقيق په
نيمايي کې راخوشې شوى و. له دې وروسته، محب الله نه يوازې دا چې ډارېدلى نه و، خپل مخالفت يې له پخوا هم زيات کړى و. يوه شپه چې يې خبرې سره ترخې شوې، بهرام محب الله څو څپېړې وهلى هم و او بيا چې د دوى شور ما شور پورته شوى و، پلار يې له خپلې کوټې راغلى او د دوى شخړه يې پاى ته رسولې وه. پلار ته يې بهرام معلوم و او له همدې کبله يې هېڅ بحث ورسره نه کاوه، يوازې د کور عادي خبرې به يې ورسره کولې او په نورو چارو کې کار ورسره نه لاره. کله کله چې به د بهرام او محب الله خبرې زياتې سره ترخې شوې، نو بهرام به په قهر محب الله ته مخ ورواړاوه:
_ هلکه ته لکه چې هغه ځل دې زندان سړى نه کړې، ما فکر کاوه چې سړى کړى به يې وې ... خو، نه نه لا نه يې سړى شوى.
بيا به يې يا خپل پلار او يا هم مور ته مخ ورواړاوه خبره به يې اوږده کړه:
_ دا بد بخته بيا زندان غواړي.
محب الله به هم غلى نه و ناست:
_ هسې مو هم له ټول وطنه زندان جوړ کړى دى او بيا زموږ کور ...
سر به يې وخوځاوه او خبره به يې بشپړه کړه:
_ په زندان کې هم د يو قوماندان حکم چلېږي او زموږ په کور کې هم هماغه قوماندان حکم چلوي.
مور به يې دواړو ته منت وکړ:
_ دا ستا سو په منځ کې کومه بله خبره هم شته او کنه؟ پرېږدئ دا هر څه مو ميرات شه، نورې خبرې سره وکړئ!
او لکه ژبه چې يې ونښلي، لږه شېبه به تم شوه او بېرته به يې له لنډي ټوخي وروسته په قهرجنه توگه ورته وويل:
_ او يا لکه د گونگيانو چپ کېنئ، هېڅ خبرې مه سره کوئ!
بهرام چې به د دغو خبرو په لړ کې ډېر زړه تنگى شو، نو مخ به يې بلې خوا ته کړ، خو محب الله به يې مخاطب و:
_ دى بايد يو ځل بيا هم هلته لاړ شي، دا ځل يې بايد زور ښه سم ورته معلوم شي، دا ځل بايد دى سړى شي!
مور به ورو ورو د شونډو پر سر له ځانه سره ويل:
_ خداى دې نه کړي ... خداى دې نه کړي ...
خو بهرام به خپله خبره بيا بيا ژووله او له کوټې به ووت:
_ نه نه ... بايد سړى شي ... سړى شي ... سړى ...
او رښتيا هم يوه ورځ چې محب الله له کوره ووت، د کوڅې په هغه بل سر کې ورته يو جيپ موټر ولاړ و. ده ته يې په جيپ کې د سپريدلو وويل او چې ده څه ټينگار وکړ، نو يوه تن خپله توپانچه راوويستله او دى يې وگواښه او په زور يې په جيپ کې سپور کړ.
يوه گاونډي يې دغه ټوله پېښه په خپلو سترگو لېدلې وه او د جيپ له روانېدو وروسته يې د دوى کور پرې خبر کړى و. په کور کې يې بيا غوغا گډه شوه، بيا چغې او ژړاگانې شوې او څرنگه چې درې پرله پسې شپې بهرام هم کور ته رانغى، نو د ټولو تشويشونه زيات شول. په تېره بيا مور او خويندې به يې پټې پټې له ځانه سره ژړېدې، خو له دومره غم او تشويش سره سره په دې ډاډه وې چې بهرام به د هر څه غم وخوري او ډېر غم او وير هم نه دى پکار.
درې شپې وروسته چې بهرام کور ته راغى، ټوله کورنۍ پرې داسې ورټوله شوه، لکه ټول چې په گډه څه ترې غواړي:
_ چې محب الله يې بيا ولې يووړ. يوه ډله ورپسې راغلى وه. ناترسو په ټېل وهلو جيپ ته وخېژاوه ... زما پر محب الله دې خداى نرى باد هم نه لگوي...
مور يې په يوه سا ورته لگيا وه، خو بهرام لکه چې د هغې خبرې نه اورېدې:
_ نا ترسو به څه پرې کړې وي ... وه زويه ترې خبر شوې چې چيرته به يې بيولى وي؟
بهرام په تروه ټنډه ځواب ورکړ:
_ ولې دې مخکې نصيحتونه نه ورته کول ... دا هر څه يې خپله په ځان کړي دي. نه مې ورته ويل چې وه هلکه! وه بدبخته! دغه چټيات مه وايه، ځان خپله د بلا خولې ته جوړوې.
مور به يې غلي شان وويل:
_ وئ دغه بلادې خداى په خپل غم اخته کړي.
بهرام به په قهر شو:
_ بلا، ډېره لويه بلاده مورې! د چا وس ورسره نه رسي. د رهبر خبره به دې اورېدلې وي چې د خلکو زور د خداى زور دى!
د پلار رنگ يې تک سور واوښت او دا ځل د خپل زوى خبرې ته ټينگ نه شو:
_ همدغه زور به يې آخر ملا ورماته کړي ...
شونډې يې وچيچلې او بيا يې همدومره وويل:
_ که خداى کول!
بهرام پوه نه شو چې د پلار مقصد يې له دې خبرې څخه څه دى او دغه د چا د ملا ماتولو خبره کوي؟ ښايي د پلار خبره يې پوره اورېدلې نه وه، ځکه خو يې د ده په وړاندې د خبرې پر منفي يا مثبت اړخ سر هم خلاص نه شو، خو پلار ته يې په کراره وويل:
_ کاکا
هغه به خپل پلار ته ((کاکا)) وايه:
_ د انقلاب دښمنان زيات دي، خو انقلاب په شا نه گرځي. هېڅوک يې په شانه شي گرځولى. دا داسې يو قانون دى لکه يو جمع يو چې دوه کېږي، همداسې چې انقلاب هم يو ځل بريالى شي او هغه هم داسې انقلاب، هغه په شانه گرځي.
خلک يې بيا شاته گرځېدو ته نه پرېږدي، ځکه خو موږ مجبور يو چې اوس هر کوچنى مخالفت هم ژر وځپو، کنه بيا له دغه کوچني مخالفت څخه لويې ستونزې راولاړېداى شي. دا د انقلاب پيل دى، موږ اوس دغه انقلاب ساتو او بيا به دغه انقلاب خپل ځان هم ساتي او موږ به هم ساتي. دا د هر انقلاب قانون دى. په دې کې بله خبره کول گناه ده. دا داسې اصول دي چې د نړۍ د زيار کښانو مشر ملگري ...
د مور يې سا ورته ډوبه شوه:
_ بچيه دا د تلويزون خبرې راته مه کوه. دا خو هره ورځ په دغه تلويزون ميرات مړي کې اورو. د محب غم وخوره د محب الله ...
بهرام په سړه سينه ورته وويل:
_ مه کوه چې په سر يې وخوري، مه کوه چې لږ سړى شي.
خويندى يې بيا هم پټې پټې ژړېدې. پلار يې بهرام ته مخ ورواړاوه:
_ چې بيا يې ولې نيولى دى؟
بهرام لکه له ځانه سره چې خبرې کوي:
_ بيا به يې څه غول خوړلي وي، خامخا به يې څه ويلي وي ...
پلار يې په څه جدي بڼه ورته وويل:
_ ورته فکر دې وي، وخت ډېر خراب راته ښکاري.
د بهرام پر شونډو دا ځل نرۍ موسکا ځان څرگند کړ:
_ هېڅ به نه پرې کېږي، مه کوه چې دا ځل سړى شي او هر کله چې يې سړيتوب زده کړ، راوبه يې باسو.
له چايو يې يو غړپ وکړ او بيا يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
_ زه پوهېږم چې په هغه بدبخته کې بل هېڅ پسات نشته، بس يوه بدبختي ده چې خوله يې پر چاوده. مه کوه چې دا ځل داسې سړى شي چې خولې ته يې يو برغولى ورسره له محبسه راوړي ... هلته برغولى شته
د هر چا خولو ته يې جوړوو، زموږ ملگري يې جوړوي ... بيا به نو گورو ... مېرمنې يې هم غوښتل چې څه ووايي، خو بهرام د نورو خبرو حوصله نه لرله:
_ بس ټولو څه نغارې راته شروع کړې دي، زه پوهېږم او کار مې، هېڅ به نه کېږي ... هېڅ به نه کېږي.
ټول پوه شول چې نور نو بهرام نه غواړي چې دا خبرې پسې اوږدې شي. ټول چوپ شول او ورو ورو له خپلو ځايونو جگ شول.
***
دوه اوونۍ وروسته، بهرام خبر شو چې محب الله يې د تحقيق په وخت کې ډېر ځورولى او ډبولى دى، د ځورونې ټول کړاوونه يې پرې تېر کړي دي. د دې خبرې په اورېدو، هغه يو څه غمجن شو، په زړه کې يې ورتېرشول چې زما موخه خو دا وه چې يو څه وډارېږي او ((سړى!)) شي. هغه چې د تحقيق له ((ملگرو!)) سره کومه خبره کړې وه، نو ورته يې ويلې وو چې لږ يې وډاروئ، ډېر نه! خو همدغه د تحقيق په لړ کې يې يوه ورځ يوه ((ملگري)) ورته په ټيليفون کې ويلي وو چې:
_ ملگرى بهرام! په دې محب الله کې خو دې ډېر کار پيدا شو، عجيبه اعترافونه يې وکړل، موږ اوس په ډېرو شکونو کې شولو، د ده ارتباطات ډېر مشکوک دي او داسې اعترافونه يې کړي دي چې که ته يې هم ولولې، هک پک به پاتې شې.
بهرام پوهېده چې په محب الله کې د ډېرو شکونو ځاى نشته، خو تشويش ورسره پيدا شو چې هسې نه، په ډېرو ځورولو يې څه خطرناک اعترافونه پرې کړې وي، داسې چې د ناکړيو عملونو او جرمونو اعترافونه وي. هغه پوهېده چې ((ملگرو)) داسې توان درلود چې دغه ډول اعترافونه هم واخلي.
په دې شپه چې بهرام کورته راغى، په تندي کې يې د تشويش نښې ښکارېدې او کله چې يې مور بيا هم د محب الله پوښتنه ترې وکړه، دا ځل يې هېڅ ځواب ور نه کړ. همداسې له ځايه پورته شو او په دې پلمه چې ډېر ستړى او بې خوبه دى، په خپل ځاى کې اوږد وغځېد او له خپلو سوچونو سره لاړ.
سبا چې بهرام خپل دفتر ته لاړ، نو په بيړه يې د نوکريوال رپوټونه ولوستل. زندان د نويو راغليو مېلمنو په ليست کې يې د محب لله نوم هم وليد، ښه ورته ځير شو:
_ محب الله د اسدالله زوى د ...
لږ څه خوشحاله شو، فکر يې وکړ، ښه ده چې همدلته يې راوستلى دى، ډېر خطرناک کسان خو له هماغه ځايه، داسې ځاى ته رخصتوي چې خداى مو دې تر ې وساتي. اوس خبره اسانه شوه، ښه به سړى شي او بيا به يې په کراره گورو. په همدې وخت کې بيا په تلويزيون کې د ((رهبر)) وينا پيل شوه، د بهرام په گډون ټول له ځايه پورته شول:
_ مړه دې وي زموږ دښمنان، زموږ د رهبر دښمنان!
بېرته په خپلو ځايونو کښېناستل او خپلو کارونو ته يې دوام ورکړ.
دا شپه چې کور ته لاړ، چورت يې برابر و او سره له دې چې هېڅوک يې له دې خبرې خبر نه کړل، خو په زړه کې ډاډه و چې ځه اوس هر څه زما په خپل لاس کې شول، هر څه به سم شي.
بهرام په سبا دفتر ته له رسېدو سره سم، بيا هم د تېرې شپې د نوکريوال رپوټونه ولوستل. زندان ته د نويو راغليو مېلمنو نومونه يې يو يو له نظره تېر کړل او له هر نوم سره به يې په بريتونو کې يو ډول نازکې خندا ځان څرگنداوه. د شپې د نورو پېښو رپوټونه يې هم ټول په بيړه بيړه ولوستل او کاتب ته يې د ټولو د توحيدولو امر وکړ. هغه ليست يې هم راواخيست چې له زندان څخه د بهر شويو کسانو نومونه په کې ليکل شوي وو، لومړى يې همدغه کرښه له نظره تېره کړه:
((هغه کسان چې نن شپه پاکستان ته استول شوي دي))
بهرام او ټول په دې پوهېدل چې د دې سرليک مقصد څه شى دى؟ بيا يې نو يو يو نوم له ځانه سره لوسته او د برېتونو د کونج خندا يې ورسره يو ځاى کوله، خو يو ناڅاپه يې لاسونه ولړزېدل. بيا يې هغه ليست سترگو ته نږدې کړ:
_ محب الله د اسدالله زوى د ....
سر پرې وگرځېد. همدغه شېبه بيا په تلويزيون کې د هغوى د رهبر وينا پيل شوې وه. له ځايه پورته شو. تلويزيون ته يې ورمنډه کړه. د تلويزيون مخې ته ودرېد:
_ ژوندى دې وي رهبر!
_ مړ دې وي ....
_ مړ دې وي ....
تلويزيون يې مړ کړ. خپله خولۍ يې له مېزه راوخيستله او په بېړه له دفتره ووت.
١٣٨١ لمريز، دغويي اوومه
جرمني، د کولن ښار
وروستى فرمان
نوي واکمنان واک ته رسېدلي وو. دلته په دې هېواد کې چې زه له څه مودې راهيسې په کې اوسېږم، تل د نويو کسانو د واک ته رسېدلو هنگامې وي. زاړه کسان د شرم له پنډونو سره له واکه شړل کېږي او نوي واکمنان د لاپو په هنگامو او د غورو په نغارو کې د واک پر گدۍ کښېني. دلته ټولې هلې ځلې دادي چې يو څوک څنگه لـه واکـه وغورځول شي، يو څوک څنگه واک ته ورسول شي، يو څوک څنگه واک ته د رسيدو لپاره بل ووژني او يو څوک څنگه د خپل واک د تلپاتې کولو لپاره له هېڅ ډول تېري څخه ډډه ونه کړي.
عجيبه خبره يې لا داده چې هر هغه واکمن چې دلته د واک د تلپاتې کېدو لپاره زياتې هلې ځلې کوي، هغومره ژر له منځه ځي. دا د واک د گټلو او بايللو ملک دى. کار يوازې همدې ته روان دى او زيار يوازې همدې ته روان دى.
دوه ورځې مخکې دغه نوي واکمنان واک ته ورسېدل. د دوى هڅه او دين او هېواد ته د نه ستړي کېدونکي کار لپاره د دوى نه هېرېدونکى خدمت دا و چې په پرله پسې ډول يې د فرمانونو صادرول پيل کړل. دوى به ويل چې زموږ په هېواد کې ستره نيمگړتيا دا وه چې فرمانونه نه صادرېدل او نه عملي کېدل، د نوي نظام تر ټولو ستره موخه به دا وي چې ژر تر ژره فرمانونه صادر کړي او ژر ژر يې عملي کړي.
د خپل واک پر لومړۍ ورځ يې خپل لومړنى فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې راغلي وو:
_ څرنگه چې د نوي نظام تر ټولو ستر هدف د فرمانونو صادرول دي نو ددې هېواد نوم دې بدل او د فرمانونو د هېواد په نوم دې ونومول شي.
له همدغې ورځې وروسته د فرمانونو لړۍ پيل شوه. شېبه پر شېبه به د يو نوي فرمان اعلان کېده:
_ د فرمانونو د هېواد پخوانى ملي سرود منسوخ دى، پر ځاى يې له ساز و سرود پرته، د يوې دقيقې لپاره پرله پسې ژړا ددې هېواد ملي سرود دى.
_ د فرمانونو هېواد سمدلاسه ملي بيرغ نه لري، خو د هېواد وروستى فرمان به پر يوه لکړه راځوړېږي او هغه به بيا ددې هېواد ملي بيرغ وي.
هر هغه چا چې د فرمانونو په هېواد کې خندا وکړه، همهغه شېبه به په اعدام محکوم وي. خو په ژړا هېڅ ډول بنديز نه شته او مکافات هم لري.
د فرمانونو په هېواد کې ودونه او د ودونو لپاره د خوښۍ د جشنونو نيول بيخي بند دي، د مرگونو او ويرونو پر لويو مراسمو هېڅ بنديز نه شته او حکومت مکلف دى چې ورسره مرسته هم وکړي.
پوره يو نيم کال د فرمانونو په دغه هېواد کې د فرمانونو لړۍ ښه په زور کې روانه وه. يو نيم کال وروسته نه يوازې دا چې دغه لړۍ ورو او سړه نه شوه، لا بېړنۍ او توده شوه. يو نيم کال وروسته ددغو فرمانونو بڼه زياته جدي شوه. يو فرمان صادر شو:
يو نيم کال کېږي چې د فرمانونو په هېواد کې د فرمانونو نظام ټينگ شوى دى، په دغه هېواد کې له يو نيم کال څخه پخوا د وياړ هېڅ شى نه ليدل کېږي. له يو نيم کال څخه پخوا تاريخ منسوخ دى. له يو نيم کال څخه پخواني هر څه دې وسوځول شي.
او په دې پسې يو بل فرمان لا په زړه پورې و:
له يو نيم کال پخوا چې هر څوک په دغه هېواد کې مړه شوي دي، د هغوى هډوکي دې رابهر شي او ټول دې د يوې اوونۍ په لړ کې وسوځول شي.
د يوې اوونۍ په لړ کې چې د فرمانونو د هېواد ټول چارواکي د همدغه فرمان پر عملي کولو بوخت وو، د بل فرمان اعلانېدلو ته وزگار نه شول. په همدغه اوونۍ کې ما هم له دغه هېواد څخه پښې سپکې کړې. ما ويل هسې نه چې د يو پردي په توگه زه هم په کوم فرمان کې رانه شم! ما ويل غوره ده چې نور نو د فرمانونو له دغه هېواد څخه د وروستي بهرني کس په توگه، زه هم ووځم او نور نو پاتې نه شم.
له راوتلو درې ورځې وروسته د هغوى له يو نوي فرمان څخه خبر شوم:
هر هغه څوک چې يو نيم کال پخوا د فرمانونو په هېواد کې زېږېدلي دي، د پخوانيو منسوخو نظامونو نښې دي او ټول دې د يوې اوونۍ په لړ کې له منځه يووړل شي.
خو دغه فرمان د يوې اوونۍ پر ځاى په يوه مياشت کې پلى شو او ددغې يوې مياشتې په لړ کې له يو نيمو کالو کوچني ماشومان خپله مړه شول. اوس نو يواځې د فرمانونو د هېواد ((ولسمشر!)) لا ژوندى و. خبر شوم چې نور نو، هغه ته هم د ژوند تېرول ناشونى شو او بله دا چې وروستنى فرمان هم بايد صادر شوى واى، او وروستنى فرمان هم اعلان شو:
زه دې هم ووژل شم او څرنگه چې ددغه فرمان د عملي کولو لپاره بل څوک نه دي پاتې نو خپله يې بايد عملي کړم.
او کله چې دغه فرمان عملي شو، له بده مرغه د فرمانونو د هېواد هغه پخوانى فرمان عملي نه شو چې ددغه هېواد وروستى فرمان بايد ددې هېواد د ملي بيرغ په توگه پر يوه لکړه وځړول شي، د عملي کولو لپاره يې څوک نه وو پاتې.
1380 لمريز د وري لومړۍ نېټه
2001ع د مارچ 21
جرمني، د کولن ښار
نهرونه، غمونه
_ نه نه، په خداى کې مې يې نوم هم اورېدلې دى.
_ دا تاسو چې يې يادوئ داغسې يو څوک خو مې په سترگو هم نه دى ليدلى.
_ دا تاسو لا څه پوښتنې کوئ؟ دغه يو نوم مې هم نه دى اورېدلى، يو يې هم نه پېژنم، له يوه سره مې هم نه دي ليدلي.
- دا کار خو مې په عمر نه دى کړى، په سر کې مې لا نه دي راگرځېدلي چې...
- آخ... دا زه نو دومره گناهکار درته ښکارم چې د داسې سزا وړ مې گڼئ!؟... آخ، ظالمو... آخ...
د زمان ټول ځوابونه همدا ډول وو. تر هر ډول ځورونو او وهلو ډبولو وروسته به يې همدغه ځوابونه ورکول. هغه بل ډول ځواب ورکولى هم نه شو. په نورو ځوابونو اصلاً پوهېده نه. د هغه څه په باب چې دغو مستنطقينو او پوښتونکو پوښتنې کولې، دغه ټولې خبرې محمد زمان ته نا آشنا وې. هغه لا تراوسه پورې په دې هم نه پوهېده چې درې ورځې مخکې يې دى ولې دلته راوستى او د يو ډېر لوى مجرم په توگه ترې پوښتنې گروېږنې کېږي او وهل ټکول خوري؟
محمد زمان د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصل و. درې ورځې مخکې يوه ورځ، د درسي ساعت په جريان کې دوو تنو په داسې حال کې له ځانه سره روان کړ چې د کابل پوهنتون د گوندي ناحيې يو استازى هم ورسره و. لومړى يې د پوهنتون گوندي ناحيې ته له ځانه سره روان کړ او چې هلته يې يوازې يو څو سرسري پوښتنې ترې وکړې، له ځانه سره يې مخکې کړ او دا دى درې ورځې کېږي چې تر استنطاق لاندې دى، وهل ټکول خوري، خو لا څه يې نه دي ترې بود کړي.
يوه شپه چې هغه له ډېرو وهلو ټکولو وروسته، دوو تنو کوټې ته ننويست، نو ډېره شېبه خو هغه بېسده پروت و، لږ څه چې را په سد شو او د کوټې ملگرو يې ورسره يو څه د زړه خواله وکړل او هر يوه د خپلو وهلو ټکولو او شکنجو بېلابېلې څرگندونې ورته وکړې، او بيا يې دا ډاډ ورکړ چې ښه ده چې کوم اعتراف دې نه دى ورته کړى او يا لاسليک کړى، نو يو څه تسل شو او خپل ځان يې خوب ته جوړ کړ. هر څومره خواري چې يې وکړه، خوب نه ورته. په سوچونو کې لاړ، فکر يې وکړ چې دى يې نو ولې نيولى دى؟ دى خو په هېڅ کومه ډله ټپله کې هم نه دى، د دوى په باب يې څه بدې خبرې هم چېرته نه دي کړي. يوازې دده له بندي کېدو يوه اوونۍ مخکې يې د ليليې په کوټه کې له خپل يوه هم اتاقي سره په کومه عادي خبره څه چېړ راغلى و. هماغه اتاقي يې گوندي و او په مخامخ کټ کې ناست ملگري يې د چېړ په وخت کې محمد زمان ته سترگه وهلې وه او دى يې پوه کړى و چې چېړ، مه ورسره کوه او ده هم نوره خبره هسې سره ژوولې وه او له چېړه يې لاس اخيستى و. دوه اوونۍ مخکې چې له ليليې څخه د وتلو په وخت کې يې خپل نوى پټو دغه هم اتاقي حزبي ته نه و ورکړى او ورته ويلي يې وو چې څه شېبه وروسته زه خپله هم بهر وځم، نو يې له محمد زمان سره په نه خبره هم کومه پلمه جوړوله، خو زمان به غوښتل چې خبره کومې بلې خواته واړوي. په دغه ورځ يې خداى زده څنگه هسې ضد ورسره ټينگ کړ، خو ښه و چې ملگري يې سترگه ورته ووهله.
زمان چې اوس خپل فکرونه هر څومره وجنگول، د خپل ځان د بندي کېدو کوم بل علت يې پيدا نه کړ. له هغه سره د چېړ پر ماښام يې هماغه ملگري چې سترگه يې ورته وهلې وه، د ډوډۍ پر مېز ورو شانته ورته ويلي وو:
_ د روس زوى تراوسه پورې بلا محصلين توپ ته ورکړي دي. نه گورې چې د پوهنتون ټولگي څومره تش شوي دي، همدغه زموږ د وينگ له همدغه دهلېزه يې څومره کسان تراوسه بيولي دي او آيا د کوم يوه پته يې تراوسه پورې لگېدلې ده؟
د لوبيا مړۍ چې يې تېره کړه، بيا يې سر ورنږدې کړ او ورو شانته يې خپله خبره پسې اوږده کړه:
_ په تندر يې وهې چې ته لا بحثونه ورسره کوې. هغه د حرامي له بچي سره خو هېڅ خبرې نه دي په کار، پاتې لا بحثونه!
اوس نو محمد زمان د خپلې دغې بدې ورځې د علتونو په لټون کې د هماغه پټو له معاملې او له هغه يوه بحث پرته کوم بل علت پيدا نه کړاى شو او دې پايلې ته ورسېد چې هر څه به د هغه له لاسه راپېښ شوي وي، او محمد زمان په همدغو سوچونو کې خوبونو هم په مخه کړى و.
يوه ورځ ماسپښين مهال د زندان له قوماندانۍ څخه يو لومړى بريدمن راغى. د کاغذ يوه کوچنۍ ټوټه ورسره په لاس کې وه، درېو کوټو ته يې سر ورښکاره کړ او د څلورو کسانو نومونه يې په لوړ غږ اعلان کړل چې خپل پنډوکي وتړي او په نيم ساعت کې قوماندانۍ ته ځانونه راورسوي.
د محمد زمان نوم هم په دغو څلورو کسانو کې و. د خپلو نومونو په اورېدو د څلورو واړو رنگونه تک سپين واوښتل. داسې يو ناڅاپي غږ په زندان کې د تندر له غږه کم نه و. د زندان له قوماندانۍ د راغلي ليست غږ د زندانيانو لپاره د اسرافيل د شپېلۍ غږ و.
څلورو واړو، خپل پنډوکي له نيم ساعت څخه په کمه موده کې چمتو کړل. د کوټو ملگري يې له دوى هم وارخطا وو او ټول ورته له خپلو ځايونو راپورته شوي وو. ټول په دې پوهېدل چې په دې ډول قوماندانۍ ته غوښتل او له زندانه وکښل څه مانا لري؟ ځينو زندانيانو به لا دا خبره کوله چې پخوا خو به يې پوليگون ته وړونکي کسان د ماښام له خوا اعلانول او ماسخوتن به يې له زندانه ويستل، دا ځل څنگه دا کار په ماسپښين کې کوي؟ خو ټول خواشيني وو، ټول د تلونکو کسانو په ياد غمگين وو.
محمد زمان او نور څلور تنه يې له څرخي پله په بېړه وکښل. څه پاڼې يې پرې لاسليک کړې او بيا يې روان کړل. نيم ساعت وروسته يې د ښار په يوه گوټ کې له موټره کوز کړل او ورته يې امر وکړ چې مخامخ به خپلو خپلو کورونو ته ځئ او که مو بيا هم د شک وړ هلو ځلو کې ونډه واخيستله، بيا به نو د ښار پر ځاى پوليگون ته ځئ، بيا مو نو خپل انجام ته گورئ.
څلور واړه ژر ژر سره جلا شول، لکه مرغان چې له لومو ځانونه وژغوري او يا له پنجرو راخلاص شي. والوتل او پر خپلو خپلو مخو لاړل. زمان نه پوهېده چې کومې خواته لاړ شي. د پوهنتون د سرويسونو تمځاى ته يې ځان ورساوه، خو کله چې سروېس راغى او غوښتل يې چې ور وخېژي، په ليليه کې خپله کوټه او خپل هم اتاقي حزبي ورياد شو، پښه يې ونيوله
او بلې خواته روان شو. په رحمان مېنه کې يې د ترورزي کور و چې په کابل کې يې ماموريت لاره، زمان به د رخصتۍ په ورځو کې هلته ورته، فکر يې وکړ چې له پوهنتونه به هغه ځاى غوره وي. د کلي کور له احواله به هم ځان خبر کړم، د پوهنتون له حالاتو هم او بيا به نو گورم چې څه وکړم؟
د ترورزي کور ته چې يو ناڅاپه ورننوت، ټول هک پک شول. دى هم حيران شو چې مور او پلار يې څنگه دلته راغلي دي؟ خو هم دى خوښ و او هم په کور کې ناست ټول کسان. ټولو داسې فکر کاوه لکه مړى چې راژوندى شوى وي.
مور يې هغه څو څو ځله ښکل کړ او ورته په ژړا شوه. شپه يې په خبرو او د محمد زمان د زندان په کيسو او لږ څه خوب سبا کړه.
محمد زمان ايله اوس پوه شو چې څنگه له زندانه راخلاص شوى دى؟ څنگه يې څېړنې او ځورونې په نيمايي کې بندې شوي او لکه مرغه ترې راالوتى دى. پلار يې کيسه ورته وکړه چې څنگه يې يوه اشنا يو غټ گوندي پېژانده او دواړو دغه يوه مياشت منډې رامنډې پسې وکړې، تاوانونه يې پسې وکړل او په دې وتوانېدل چې زمان له زندانه خوشې کړي. دغه مخور گوندي ورته دوه ورځې مخکې ويلي وو:
_ تالې موښې وې، سړى مې ژوندى پيدا کړ، کنه نوم يې د دوو وروستيو ورځو په اعداميانو کې ليکل شوى و.
بيا يې خبره يو څه ورو کړې وه او ورته ويلي يې وو:
_ اوس خو به يې راخلاص کړم، خو که بيا يې هم د انقلاب ضد خبرې وکړې، بيا نو د هيچا زور نه پرې رسېږي. داسې ښکارېږي چې يو څوک ښه کلک ورپسې دى. ورته به وايې چې بيا غلط قدم وانخلي.
له همدې کبله يې پلار په بل سبا له ځانه سره روان کړ او ورته يې وويل چې:
_ بس نور دې نو په پوهنتون _ موهنتون پسې مه گرځه. زما ژوندى پکار يې او دا دوسان دې ژوندى نه پرېدي. بيا مې هر کس او ناکس ته ننواتې له لاسه نه کېږي.
محمد زمان، پوهنتون او د پوهنتون ليليې ته سر هم ورښکاره نه کړ او له کابله ووت. لس _ دولس ورځې يې په خپل کلي کې تېرې کړې او په يوولسمه ورځ پاکستان ته روان شو.
***
_ نه نه دا څه واياست؟ ما هېڅکله داسې نه دي کړي.
_ نه، زه دلته ددې لپاره نه يم راغلى. باور وکړئ چې همدغه يوه مياشت مخکې له څرخي زندانه راخوشې شوى يم.
_ آخ! ظالمانو! دومره خو هغو کافرو هم نه يم وهلى.
_ نه ... نه په دغو خبرو هېڅ پوهېږم نه ... له دغو خبرو بيخي خبر نه يم ...
محمد زمان پېښور ته له وررسېدلو يوه مياشت وروسته، د يو جهادي تنظيم د استخباراتو کسانو ونيو او دغه څو ورځې يې په داسې يو زندان کې ځاى پر ځاى کړ چې زمان ته له پلچرخي هم خطرناک ښکارېده. پر هغه يې تور لگولى و چې کمونيست دى او دلته يې د جهاد په ليکو کې د جاسوسۍ لپاره رالېږلى دى.
د وهنو، ټکونو او تحقيقاتو په بهير کې يې هغه ډېر زيات ځورولى و. تر ټولو ستره گناه يې دا وه چې ږيره يې لا نه وه پريښې او څنگه يې داسې پاک کالي اغوستي وو؟ د تحقيق په لړ کې يې په وار وار ترې پوښتلي وو چې څنگه د هجرت په چاپېريال کې هم داسې غوړ غوړ گرځي؟ که هغه هر څو ورته ويل چې د پلار پوښتنه مې وکړئ، د خداى په فضل هغه هر څه لري او دلته يې هم رالېږي، او دې خبرې هغه ته لا زيات غم کرلى و، اوس يې نو د هغه ځورول او ټکول نور هم پسې زيات کړي وو.
محمد زمان دا ځل هېڅ نه پوهېده چې څنگه او د چا په لمسون له راتگ سره سم، ددغه تنظيم د خونړي زندان مېلمه شو. هغه داسې فکر هم نه کاوه چې تنظيمونه به لکه دولتونه، داسې زندانونه هم لري. هغه فکر کاوه چې دلته به يوازې جهاد روان وي او ټول به لکه د ورونو په څېر داسې وي، خو هغه ته ځان تېروتلى ښکاره شو او چې ددغه تنظيم د استخباراتو جلادان يې وليدل، د ټول جهاد او ټولو تنظيمونو په اړه ورسره پوښتنې او شکونه پيدا شول.
له ده څخه يې د پوښتنو په لړ کې يوه ورځ وپوښتل چې:
_ ولې ددې تنظيم پر ځاى کوم بل تنظيم ته د کارت اخيستلو لپاره نه يې تللى؟
نو له محمد زمان سره اوس د خپل بند په اړه پوښتنه يو څه حل شوه. هغه چې کله پېښور ته راغى، نو له پوليسو څخه د خلاصون لپاره دې ته اړ شو چې له يو تنظيم څخه د غړيتوب کارت واخلي. يو خپلوان يې په دغه تنظيم کې و او له همدغه تنظيم څخه يې د کارت د اخيستلو سپارښتنه ورته وکړه او کله چې هغه دغه تنظيم ته ورغى نو لومړى خو يې ترې ډېرې پوښتنې او گروېږنې وکړې، بيا يې نو د ږيرې د نه لرلو په پلمه د کارت له ورکړې ډډه وکړه، خو کله چې زمان ددغه تنظيم له دفتره راووت، شکر يې وکړ او له ځانه سره يې ژمنه وکړه چې بيا به ددې تنظيم له سيوري هم ځان ساتي، خو دا دى اوس بې له خپلې خوښې راغلى دى، راوستل شوى دى او پوښتنې ترې کېږي. هغه ته څرگنده شوه چې ټول پسات په همدې کې دى چې ولې دغه تنظيم ته د کارت د اخيستو لپاره ورغلى و؟ او خامخا همدې ورته غم جوړ کړى دى.
لس ورځې وروسته يې د محمد زمان وهل ټکول پاى ته ورسول او تحقيقات يې بشپړ کړل.
نن سهار د وخته چې خيالي کاکا بيا د ناصر باغ له کمپ څخه د غريبۍ، مزدورۍ د پيدا کېدو په هيله راوتلى و، د اوداسه لپاره د نهر (ويالې) غاړې ته کښېناست، دغه نهر هغه ته اوس ډېر خونړى ښکاره کېده، زړه يې نه کېده چې اودس په کې وکړي، خو نن يې بله چاره نه لرله، بيا يې لمونځ قضا کېده او له همدې کبله يې بېړه وه چې اودس وکړي، څنگه چې يې
اوبو ته لاس ښکته کړ، د يو بل مړي مړوند يې لاس ته ورغى او هغه پرته له اوداسه، د نهر له غاړې راجگ شو.
مارچ/ 1989م.
پېښور، کچه گړۍ
جنت
شکور خان شريفي، نه د کوم گوند غړی و او نه په پخوانيو حکومتونو کې داسې لوی مامور يا چارواکی، خو بس يوه عادي شانته وظيفه يې لرله، په کابل کې په کرايي کور کې اوسېده او له خپلې مېرمنې او دوو بچو سره يې ژوند ډېر بد نه و. کله چې باچايي واوښته او بيا روسان افغانستان ته راغلل، شکورخان شريفي هم لکه د نورو ډېرو تعليم کړيو، خو د غير گوندي افغانانو په څېر، له کابله وتلو ته اړ شو، لومړی پاکستان او کال دوه وروسته نور هم وړاندې ﻻړ او له خپلې کورنۍ سره يې سر جرمني ته راورسېد او دا دی اتلس کاله کېږي چې دلته په جرمني کې اوسي. مشر زوی يې، اجمل چې هغه وخت ايله شپږ کلن و، اوس دا دی ځوان و، په پوهنتون کې يې زده کړې کولې او په څنگ کې يې کار هم ورسره کاوه، خو اوس له مور او پلار څخه جلا و او له خپلې جرمنۍ ملگرې، گابي سره يو ځای اوسېده. لور يې هم اوس پېغله وه او د لېسې په وروستي ټولگي کې وه. په جرمني کې ورته خدای دويم زوی جمال هم ورکړ او د څلورم بچي له راوړلو يې ډېر کلونه مخکې د مېړه او ښځې په گډ تفاهم سره ځان وژغوره، ځکه چې په يوه موټر کې يوازې پنځه کسان ځايدای شول او له همدې امله د دوی لپاره درې بچيان بس وو .
کله چې د شکور خان کورنۍ جرمني ته راورسېدله، نو لکه جنت ته چې رارسېدلي وي، لکه بيخي بلې دنيا ته چې راغلي وي، ټول له يوې مخې خوشحاله وو. له شکور خان څخه يې ښځې ځان ډېر نېکمرغه احساساوه، مېړه ته به يې ويل:
_ بس چې هغه له کرايي کورونو خلاص شوو، نور له خدايه څه غواړم. کال به مې لا په يوه کور کې نه و تېر کړی او په کور کې به مې د اوږدو او ستړو کارونو دمه ﻻ نه وه جوړه کړې چې بيا به مو کډې پر شا وې او بل کور ته به تلو.
شکور خان به په بريتونو کې موسکی شو:
_ ښځې شکرونه وباسه، هم يې کور راکړی او هم دومره پيسې راکوي چې گوزاره مو پرې کېږي، نور نو څه غواړو؟ ښځې به يې يو اه وکېښ:
_ هسې په هغه پخواني ژوند ژړا راځي، خپلې هغه ستړې ورځې مې ژړوي، هغه سختۍ رادمخه کېږي ....
مېړه به يې د هغې د خوښۍ لپاره ورته وويل:
_ په تېرو پسې مه گرځه، اوس د باچا غولي ته رارسېدلي يو، له دې وروسته به که خدای کول، هر څه ښه وي، په تېرو پسې مه ژاړه، د راتلونکي له خاطره وخانده.
او مېرمن به يې په کړس کړس وخندل:
دا خو چې دا روسان دوسان پخوا ﻻ راغلي وای،
شکور خان به يې خبره ورپرې کړه.
_ ورکوه يې، هغوی مه يادوه، هغوی خو مو په ملک کې اوس هم سور اور بل کړی دی.
مېرمنې به يې په خبره کې ورټوپ کړ:
_ خو موږ اوس له هغه اوره ډېر لرې يو.
شکور خان به لږ غصه غوندې شو:
_ که موږ لرې يو، وطن خو مو په هماغه اور کې سوزي، هېوادوال خو مو په کې سوزي، خپل خپلوان خو مو په کې سوزي.
مېرمنې به يې بيا يو آه وکېښ:
_ نو زموږ له ﻻسه څه پوره دي، اوس نو همدا خپل وطن وگڼه، همدلته خپل خپلوان ولټوه، اوس دې خدای موږ ته همدا ځای ښه کړي.
شکور خان شريفي به دا خبره همدلته پرېښودله، خو په زړه کې يې دا نه شوه منلی چې همدا خپل وطن وگڼي، سره له دې چې هغه اوس دلته ښه خوشحاله و، هر څه يې لرل، سياسي پناه يې منلې شوې وه، د ژوند ټولې اسانتياوې ورته چمتو وې او د راتلونکي په اړه يې هم کوم ځانگړی تشويش نه ﻻره، خو خپل وطن بيا هم خپل وطن و.
هغه ته به کله کله د خپل هېواد، هغه د غريبۍ په ژوند کې هم خوند او نېکمرغي وروځلېدله او کله کله به يې د هغو شېبو ارمان هم وکړ، خو چې د تلويزيون د شپې خبرونه او د نړيوالو راډيوگانو خبرونه به يې واورېدل، پر خپل هغه ارمان به ژر پښېمانه شو، خو کله کله به هسې ناهيله هيلې ورسره وې چې کاشکې دغه بدمرغۍ نه وای راغلې، پر وطن مو دغه بده ورځ نه وای راغلې، اوس به په خپل کور کې وای، په خپله وظيفه کې به وای. پوهنتون مې پای ته ورساوه، ډېر کلونه مې ماموريت وکړ، اوس به يو ځای ته په کې رسېدلی وای، اوس به د کوم کور څښتن شوی هم وای او ... او ....
خو چې کله کله به يې خپلې دغه خبرې له خپلې مېرمنې سره شريکې کړې، هغې به غوڅ ځوابونه ورکول:
_ بيا به هماغه زه وای او هماغه کډه په سر ژوند، د مياشتې تنخوا به دې د مياشتې پای ته نه رسولو، د کوڅې د سر دوکاندار به هم تل پور راباندې و، ته به د تنخوا د اخيستلو په ورځ سيده هماغه دکاندار ته ورتللې چې پورونه يې راباندې وو، نه ستا د ماموريت څه خير رارسېدلی دی او نه د هغه وطن .
شکور خان به بيا هم ورو ورو له ځانه سره لگيا و:
_ خو بيا هم وطن وطن وي، زما خو بيا هم يادېږي، هماغه ژوند مې هم يادېږي، که غريبي هم وه، که بې کوري هم وه.
خو مېرمنې به يې بيا خبره ورغوڅه کړه:
_ چې خپل کور دې په کې نه وي، هغه وطن به څه ستا وطن وي، چې په گېډه په کې وږی يې، هغه به دې څه وطن وي!!
شکور خان اوس دا خبرې په پوره زغم اورېدې او سره له دې چې زړه يې نه منلې، خو ځوابونه يې نه ورته لرل.
مشر زوی يې، اجمل، څو مياشتې وروسته په لومړي ښوونځي کې شامل شو، خو وروستيو دواړو بچو يې له وړکتون څخه وروسته، ښوونځي پيل کړل.
د شکور خان مېرمن، سره له دې چې په افغانستان کې يې ښوونځی نه و لوستلی، خو هوښياره او په خبره پوه ښځه وه، د سياسي پناه له منلو وروسته ښځې او مېړه دواړو شپږ شپږ مياشتې د جرمني ژبې بېړني کورسونو ولوستل او دومره ژبه يې زده کړه چې خپله عادي گوزاره يې پرې کولای شوه، نور نو دوی هم نه ورپسې گرځېدل، نه يې دا زړه و چې کوم کار پېدا کړي. شکور خان به تل ويل:
_ کارونه مو هلته ډېر کړي دي، ښه ده تقاعدي يې دلته راکوي او تقاعدي مو هم له اصلي تنخوا څو ځلې ډېره ده، نور نو کار څه کوو، همدغه (( صوفي)) مو بس دی. ښځې به يې هم ورته ويل:
_ کار په بلا وهې، همدغه پيسې مو بس دي، خو وايي چې که بيا جرمنی پاسپوټ اخلو، کار بايد وکړو.
شکور خان به ورته وويل:
_ بيا نو هغه سات او هغه مسلات.
له اتو کالو وروسته يې بيا يو څو مياشتې چېرته ځان ته کار پيدا کړ او چې کله يې جرمني پاسپورټونه واخيستل، په هماغه مياشت کې يې کار هم پرېښود. شکور خان به ويل:
_ نور نو د ډېر کارهم نه يو، لکه چې نور زاړه يو، که په خپل وطن کې وای هم به مو د تقاعد غم خوړلای.
د دوی بچو په خپلو کې په جرمني ژبه خبرې کولې. مور يې هم هڅه کوله چې په ماته گوډه جرمني ورسره خبرې وکړي، په پيل کې به يې بچو د دې په جرمني پورې خندل، خو هغه هوښياره وه، خپلې غلطۍ يې ژر ژر سمولې او ژبه يې له يوې ورځې نه بلې ته پياوړې کېدله. اوس يې نو له خپلو بچو سره په هېڅ ډول پښتو خبرې نه کولې.
شکورخان به په پيل کې غوښتل چې له بچو سره په خپله ژبه خبرې وکړي، خو يوه ورځ يې مېرمنې په غوڅه ورته وويل:
_ گوره سړيه، له پښتو مښتو نه تېرېږه، همدا جرمني ورسره وايه، اوس همدلته اوسېږو او ټول بايد په همدې ژبه خبرې وکړو.
شکور خان چې به څه خبرې ته ځان جوړاوه، مېرمن به يې بيا پرې ورسره شوه:
_ دا شرم نه دی چې بچيان خواران مو له خپلو ټولگيوالو سره په جرمني سمې خبرې ونه کړای شي، دا خواران خو نه شي کولای چې هم جرمني زده کړي او هم پښتو او بيا پښتو نو دلته څه په درد خوري؟
شکور خان هم يا د مېرمنې او بچو له ﻻسه اړ شو او يا هم دا خبره د ده په نظر منطقي ورته ښکاره شوه، او بيا نو ده هم نور ټينگار ونه کړ، خو خپله به يې يوه نيمه خبره په پښتو ورسره کوله او چې بچيانو به يې د نه پوهېدو په مانا سرونه ورته وخوځول، بيا به يې نو په نيمگړې جرمني هغه خبره ورته وژباړله.
***
اوس نو دوی ډېر کلونه تېر شوي وو، اوس يې نو بچيان په جرمني ژبه کې بيخي برلاسي وو، اوس نو بيخي داسې وو لکه جرمنيان. ملگري يې هم زياتره جرمنيان وو او يا جرمني شوي بهرنيان. اوس يې نو له کور سره، له خپل پلار او مور سره د اړيکو او يا په خپلو کې د اړيکو پر ځای له ټولگيوالو او نورو ملگرو سره زيات اړيکي لرل، يا به بهر وو، يا به له هغوی کره وو او يا به يې ملگري او ملگرې له دوی کره وو.
شکورخان ته داسې ښکارېدله چې بچيان يې ورو ورو له دوی شلېږي، پردي کېږي، له دوی سره د اړيکو لپاره څه نه ورته پاتې کېږي، چې په ژبه ښه ورسره پوه نه شي، په سوچ او نظرکې يې هم ورته والی له منځه ځي. دې خبرې ته يې اول دومره پام نه و، خو چې وخت، څومره تېرېده، دغه فاصله ورته مخ په ډېرېدو ښکارېده، ورته په تشويش کې کېده، ورته ځورېده.
مېرمن يې هم اوس هغه د لومړيو شپو ورځو په خوښيو او نېکمرغيو کې ډوبه نه ښکارېدله. لکه چې اوس يې ماغزه سر ته ورغلي وي. آن چې دې هم اوس ځان له خپلو بچو پردی احساساوه. دې ته اوس هم خپل بچي لکه د پخوا په څېر گران وو، خو بچو دې ته دومره ارزښت نه ورکاوه او يا به ښايي دې ته داسې ښکارېدل . اوس چې به يې بچي په کور کې نه وو او يا به د شپې له خوا بچي ويده شول، نو کله کله به يې په خپلو کې د زړه خواله سره کول:
_ چې دا څه خبره ده؟ خپل اولاد هم داسې نه وي چې د بچي مينه دې پرې ماته شي، چې په ډوډۍ کې يې کوم شی دی او که په اوبو کې؟
شکور خان به يې د مېرمنې خبرې په پوره زغم اورېدلې، په شونډو کې به ورته موسکی موسکی کېده:
_ ښځې، پخوا خو تا هم دا خبرې نه منلې، بچي چې دې په ژبه پوه نه شي، په زړه دې نه شي پوهېدای، چې ژبه مو سره شريکه نه شوه، زړونه، فکرونه به په يو کور کې څنگه سره شريک شي؟ خبره په ډوډۍ او اوبو کې نه ده، په روزنه کې ده، په ژوند دود کې ده.
د مېرمنې يې په دې خبرو سر نه خلاصېده:
_ ورک دې جرمنی شي، که زه داسې خبره وای، په خدای کې خو مې قدم هم رااخيستی وای، له دې نه خو هماغه راکټونه، هماغه جنگونه او لوږې، تندې ښې وې.
شکور خان به بيا موسک شو:
_ نه، هغه هم بدمرغي وه، خو دا هم نېکمرغي نه ده.
شکورخان دغو حالاتو هره ورځ ځوراوه، سره له دې چې د ژوند له کوم ځانگړي کړاو سره نه و مخامخ، خو همدغو خبرو ځوراوه، د خپلې کورنۍ، د خپلو بچو راتلونکي ته ځورېده، خپل ځان به ورته د زړښت پر لور روان ښکاره شو. کله کله خو به يې له ځانه سره سوچونه کول چې د ژوند څو کلونه به مې پاتې وي؟ خپلې مېرمنې ته به يې هم وويل:
_ چې ډېر ژوندی يم او خدای ښه ډېر ژوند هم راکړي، نو دغه لس _ پنځلس کاله يې وگڼه، ښه بيا به نو څه وي، بچي به مو څنگه وي؟ ته به څنگه يې؟ کومې نښې نښانې به رانه پاتې وي؟ خپل وطن به بيا ياد هم کړي او که نه؟
او چې دا خبرې به يې اوږدې کړې، مېرمنې به يې سترگې پرې سرې کړې:
_ دا څه لېونی دې له ځانه جوړ کړی دی؟ اوس خو، ښه دی روغ جوړ يو ، دا تا بيا څه خوبونه ليدلي دي، دا بيا دې ځان څنگه په مړو کې شمېرلی دی؟ پرېږده دا سپېرې خبرې مه کوه.
او شکور خان به هم نور چوپ شو، خو دغې چوپتيا به لا زيات ځوراوه. خپه به په دې و چې ان خپلې مېرمنې ته لا د زړه خبره نه شي کولای، يا يې نه شي پرې پوهولای. د پوهاوي هغه ټول مزي، هغه تارونه به شليدلي ورته ښکاره شول.
همدغو فکرونو هغه ته تشويشونه پيدا کول، ده به خپل ځان خوړ، خپل زړه به يې خوړ او خپل ځان به له يوې ورځې نه بلې ته کمزوری او ناروغ ورته ښکارېده. له چا سره يې زړه نه شو تشولای، د زړه پيټی يې چا نه ورسره ويشه، او دغه پيټی هره ورځ درنېده او دی يې لاندې کاوه.
د زړه له لومړۍ حملې روغ رمټ راووت. زړه هم عجب شی دی، دومره ورکوټی، خو د بنيادم ټول ژوند او مرگ همدغه د زړه په ټوټه پورې تړلی دی. د شکور خان د زړه ټوټه اوس زموللې او رنځېدلې وه . دغه دومره موده يې هر څه د زړه دننه ساتلي وو، خو لکه چې نور يې زړه، دغه دروند بار نه شو وړای، خو ښه وه، د زړه حمله يې په خير تېره شوه، له روغتونه رارخصت شو او اوس ځان ښه ورته ښکارېده.
***
د مور يې لاسونه لړزېدل، رنگ يې تک سپين شوی و. ټيليفون ته يې لاس کړ، يوه نومره يې ووهله، لکه چې له وارخطايۍ يې نومره غلطه کړې وه، بيا يې د اجمل نومره ډايل کړه. د ټيلفون زنگ اوږد شو، له اتم زنگ وروسته، اجمل غوږۍ واخيسته:
_ څه خبره ده ماما؟ سلگۍ ولې وهې، ژاړې ولې؟
مور يې هماغسې سلگۍ وهلې:
_ پر پلار دې بيا د زړه حمله راغله ... همدا اوس امبولانس راغی او روغتون ته يې يووړ، حالت يې ډېر خراب و، له خولې يې ځگونه روان وو، تک سپين تښتېدلی و، لکه مړی، خور او ورور دې په مکتبونو کې دي، ته ژر ځان راورسوه چې دواړه ورشو، ژر بايد ځانونه ورورسوو....
اجمل يې خبرې پرې کړې:
_ ماما، تاته خو معلومه ده چې هغه دوه موږکان چې له دوو کالو راهيسې مو ساتلي وو، پر گابي څومره گران وو، دا دی د گابي سلگۍ خو به هم اورې کنه؟
مور يې ورته وويل:
_ څه پرې شوي پر گابي؟
اجمل په جديت وويل:
_ نه نه، په گابي څه نه دي شوي، هغه موږکان يادوم،له بده مرغه نن يې هغه نارينه موږک ((جيني)) مړ شو، د ځناورو روغتون ته مو هم وړی و، هلته يې معاينه کړ، خو ويې ويل چې د کوم ځانگړي ډول گريپ له کبله مړ شوی دی، نن يې بايد ښخ کړو، گابي خپلې مور ته هم ټيليفون کړی، هغوی هم راځي، گابي ډېره خواشينې ده ماما، گابي ...
مور يې هماغسې سلگۍ وهلې:
_ خو بچيه پلار دې؟ ... درته ومې ويل چې ....
اجمل يې خبره بيا هم پرې کړه:
ماما، درته ومې ويل چې نن خو د همدغه خوارکي موږک د ښخولو په کار کې بوخت يو او گابي هم بايد په داسې يو ماتم کې يوازې پرېنږدم، گابي ډېره زياته خواشينې ده ... ډېره ... ((جيني)) خوارکى ....
او د مور له لاسه يې د ټيليفون غوږۍ ولوېده.
جون، ٢٠٠٣م.
جرمني، د کولن ښار
مهاجره
دا لومړى ځل و چې داسې يوه کار ته يې زړه ښه کاوه. ډېره زياته مجبوري وه. د هغې زړه اوس هم نه منل، خو بله چاره نه ورته ښکارېده، په نه زړه يې، زړه ورته ښه کړ.
ملالۍ يو ځل بيا خپلې لور ته وکتل، بيا يې ورته له سترگو اوښکې تويې کړې او څو څو ځله يې ښکل کړه. د ښکلولو په وخت کې يې د ماشومې لور پر مخ، ددې له سترگو د اوښکو تړم څاڅکي ورپرېوتل، ماشومې ورته سترگې ور وغړولې او ملالۍ ته، د هغې سترگې ډېرې معصومې او خپلې اوښکې ډېرې بې وسه او مجبورې ښکاره شوې، خو له اوږدو سوچونو سره سره، بيا هم هغې ته د بلې لارې څه پته ونه لگېده، او کله چې هغه پوه شوه چې اوس نو ريښتيا هم بله لاره نه ده پاتې او بايد خامخا دې کار ته زړه ښه کړي، اوښکې يې په غومبورو ورروانې شوې او د اوښکو له دغه بهير سره سم، هغه د اوږدو سوچونو بهير هم له ځانه سره په مخه کړه.
اته مياشتې کېدلې چې ملالۍ پېښور ته رامهاجره شوې وه. هغه په کابل کې د يوه لومړني ښوونځي ښوونکې وه او له خپل مېړه، ايوب سره يې خوشاله ژوند لاره. مېړه يې هم په کابل کې يو عادي شانته ماموريت لاره او د دواړو گوزاره ښه روانه وه. يوه شپه ايوب کور ته رانغى. ملالۍ سرگردانه وه، وارخطا وه، نه پوهېده چې څه وکړي؟ يوې او بلې خواته يې منډې رامنډې وکړې. څوک چې يې پېژندل او له دوى سره يې کورونه نږدې وو، هلته په منډه منډه لاړه، هر چېرته يې پوښتنې وکړې، او تر هغو چې د شپې بنديز لگېده، دې ډېره هڅه وکړه چې د هغه کوم درک معلوم کړي، خو له دومره منډو ترړو سره سره يې د ايوب هېڅ پته معلومه نه کړاى شوه. په سبا يې د هغه د کار ځاى ته لاړه او يوه همکار يې ورته وويل چې پرون مازيگر يې، کور ته په لاره کې د جلب او احضار کومې ډلې، عسکرۍ ته نيولى دى. ټوله ورځ يې يوه خوا او بله خوا منډې رامنډې وکړې، څوک چې يې پېژندل، له هغو يې مرسته
وغوښتله، خو په پاى کې ورته پته ولگېده چې هماغه د شپې يې کومې ډېرې لېرې سيمې ته د عسکري خدمت د تېرولو لپاره لېږلى دى.
ملالۍ ته بله هېڅ چاره پاتې نه شوه، پاتې ورځې يې يوازې له يو غمگين انتظار سره تېرولې. له ډېرو هڅو سره سره يې د هغه په باب کوم خبر ترلاسه نه کړاى شو. درې مياشتې وروسته يې د هغه جنازه ورته راوړه چې په جگړه کې وژل شوى و.
ملالۍ خپل پاتې ژوند په ژوند نه حساباوه. د هغې د اوږدو غمونو ملگرتيا يوازې د هغې اوښکو او د خپلې شپږ مياشتينۍ لور سلگو کوله. اوس يې نو له معلمۍ سره هم ډډه نه لگېده. له مجبورې ورځې به ښوونځي ته تلله، اوس يې د درس له ښودلو څخه يوازې د روزۍ د پيدا کېدو گټه اخيسته.
يوه ورځ ښوونځي ته روانه وه چې په ښار کې هنگامې گډې شوې چې هغه دي مجاهدين! کابل ته راننوتل. هغه په دې خوشحاله وه چې ښه دى کمونستان ورک شول او مسلمانان! راغلل، خو دې خوشحالۍ يې يوازې دوه درې ورځې دوام وکړ، بيا نو د کابل پر سر او د ارگ او واک پر سر جگړې ونښتې او دغو جگړو ټول کابل وسېزه، د کابل ټول استوگن يې له يوې مخې د وير پر ټغرونو کښېنول. له ټول کابل څخه يې يوه لويه کنډواله او هديره جوړه کړه. ښوونځي له يوې مخې وتړل شول. له ټولو ښوونځيو او ټولو رسمي دفترونو څخه د بېلابېلو ډلو او تنظيمونو پوستې او مورچلې جوړې شوې او دا ځل نو د
مهاجرتونو لړۍ ډېره پراخه شوه. د کابل ډېرو استوگنو، له کابل څخه کډه پيل کړه او رښتيا هم کابل په يو تشه کنډواله بدل شو.
کله چې به ملالۍ ته کابل دومره تش ښکاره شو، نو له کابله به يې ډار وشو، کابل به ورته ويروونکې بلا ښکاره شو، هغه کابل چې پخوا به ښکلى او په زړه پورې ورته ښکارېده، اوس يې کرکه ترې کېده. نورو ټولو ترې کډه کړې وه. يوازې يوه پېژندويه يې پاتې وه، د هغې يوه پخوانۍ ټولگيواله، له هغې سره به يې کله کله د زړه خواله کوله. ډک زړه به يې اوس يوازې هغې ته تشولى شو. کابل ورته بيخي بدل ښکاريده. يوه ورځ يې خپلې ټولگيوالې ته وويل:
_ چې دا څه نوې بلاوې پر کابل رانازلې شوې دي. نور نو نه شم کولى چې دغه پکولونه او برگ دسمالونه ووينم.
اوښکې به يې په سترگو کې ورټولې شوې او په نښتې غږ به يې زياته کړه:
_ له ټولو مې کرکه کېږي له ټولو ...
او ټولگيوالې به يې ورته په ترخه موسکا سره وويل:
_ بس اوس خداى راباندې رانازل کړل!
د ملالۍ نور په کابل کې د يوې شپې تېرېدو ته هم زړه نه و. هغې ته به چې د کابل په کوڅو کې کوم ټوپکوال د سترگو لاندې وروکتل، نو لکه هغې ته چې يو خونړى لېوه گواښېږي، ځان به يې ډېر بې وسه او مظلوم ورته ښکاره شو او په خپله بې وسۍ به يې بيا له سترگو اوښکې روانې شوې.
که هغې له کابله د وتلو، لږ امکان درلوداى، يوه شپه به يې هم نه واى تېره کړې، خو داسې هېڅ امکان هم ورسره نه و، داسې کوم څوک يې هم نه پېژانده چې مرسته ترې وغواړي. خپلې يوازينۍ پاتې بلدې ټولگيوالې ته يې يو ځل ويلي وو، خو هغې هم په مات زړه ځواب ورکړى و:
_ په خداى کې زموږ هم د تگ وسه وي، کنه وي، يوه شپه به مو هم نوره نه واى تېره کړاى ...
خو بيا يې د خبرو په پاى کې دا هم ورته ويلي وو:
_ خو که موږ هر وخت تللو ته به هم راسره ملگرې يې.
***
نن هغه په دې خوشحاله وه چې خپلې ټولگېوالې يې زېرې پرې کړى و چې سبا سهار دوخته ځان تيار کړئ چې په گډه پاکستان ته ځو.
او بيا نو ملالۍ د همدغې ټولگيوالې له کورنۍ سره يو ځاى پاکستان ته مهاجره شوه. څو ورځې يې له همدې سره د دوى د کوم خپلوان په کور کې تېرې کړې، خو بيا يې د خپلې هغې خور پته پيدا کړه چې څو کاله مخکې پاکستان ته راغلى وه او بيا د هغوى کور ته لاړه. خور يې د مهاجرو په يوه کمپ کې اوسېدله او دومره بې وسه وه چې له ملالۍ او د هغې له ماشومې لور سره يې د هېڅ ډول مرستې توان نه لاره. له ځانه زياته کومه کوټه يې هم نه لرله چې ملالۍ او لور يې په کې واوسېږي،
خو، ښه وه هوا توده وه او د خور مېړه يې ورته له لوښو او لرگو، يوه څپره جوړه کړه. د خور مېړه خو يې په لومړيو ورځو کې په بېلا بېلو ځايونو کې د يوې خېمې د پيداکېدو هلې ځلې وکړې، خو کله چې له هرې خوا ناهيلى شو، ملالۍ ته يې د خپلې کوټې په څنگ کې دغه څپره جوړه کړه.
ملالۍ به هر سهار دوخته، خپله لور له ځانه سره راواخيستله او له کمپ څخه به دښار پر لور روانه شوه. په بېلا بېلو ځايونو کې به يې خلي _ خځلي ټولول، کاغذونه به يې ټولول او هر هغه څه به يې پلټل چې په ارزانه بيه يې د خرڅېدو امکان و. په نيمه گېډه يې گوزاره کوله او ژوند يې په ډېره سختۍ تېراوه، خو دوه ورځې کېدې چې هېڅ يې نه وو پيداکړي.
نن يې نو لور له ژړانه مرگ ته نږدې وه، هغې بله هېڅ چاره نه لرله، دې خو لا لږ څه نور طاقت هم کولى شو، خو لور يې نور ژړا هم نه شوه کولى. هغه مجبوره وه چې د لور له خاطره دې کار ته غاړه کېږدي.
د موټر يو تېز هارنډ، هغه د سوچونو له اوږده بهير څخه راستنه کړه.
يو پجيرو موټر چې د کوم تنظيم کوم لوړ رتبه چارواکى په کې ناست و، په داسې رفتار د دې له څنگه تېر شو چې نږدې وو تېز باد يې هغه وغورځوي.
ملالۍ يوې او بلې خوا ته وکتل، لکه له اوږده ويرلړلي خوبه چې راجگه شوې وي او يا يې د کوم غمگين فلم ليدنه همدا اوس پاى ته رسولې وي. د لور سلگۍ يې بيا تر غوږو شوې. په لاره کې څو څو ځله پښه
نيولې شوه، غوښتل يې چې بېرته راوگرځي، خو بيا چې به يې د خپلې لور سلگيو ته فکر شو، بيا به يې همدې کار ته زړه ښه کړ او پښه به يې تېزه کړه.
اوس نو يې هوډ کړى و چې دا کار به خامخا کوم، که يوازې همدغه د نن لپاره وي هم، دغه کار بايدوکړم. پښه يې تېزه کړه او د يو ښکلي او نوي کور لويې دروازې ته ودرېده، د کور زنگ ته يې زور ورکړ او له لږ ځنډ وروسته د منځني عمر يوې ښځې دروازه بېرته کړه:
_ په دا ټکنده غرمه کې څه غواړې؟
ملالۍ په عاجزۍ ورته وويل:
_ مهاجره يم، دوه ورځې کېږي چې لور مې هېڅ شى نه دى خوړلى، که مو هر څه پاخه کړي وي همدومره راوړه چې دغه لور مې پرې مړه شي!
خو د دې کور نوکرې ځواب ورکړ:
_ نو دلته څه کوې؟ د صيب دفتر ته لاړه شه کنه!
ملالۍ پوه نه شوه چې څه وايي. د کور د دروازې ښي اړخ ته يې وکتل، پرې ليکل شوي وو:
_ اورنگزېب خان
ملالۍ بيا ورته وويل:
_ همدومره چې د لور چاره مې پرې وشي ...
د کور نوکرې دا ځل بيا ځواب ورکړ:
_ پوهېږې کنه؟ زموږ صيب د افغان مهاجرو په دفتر کې غټ افسر دى، هلته ورشه.
بيا يې خپل آواز لږ ټيټ کړ:
_ او دغه ښايسته کور يې همدغه دوه کاله مخکې د افغان مهاجرو له برکته جوړ کړى دى، ځه، هلته ورشه!
دروازه يې په داسې بيړه پورې کړه چې هغې ته يې په غږ کې د هماغه پجيرو د هارنډ غږ ښکاره شو او په مات زړه له دروازې راستنه شوه.
٢٠٠٣ _ جون
جرمني، د کولن ښار
سـترگې
له هرې خوا پرې د قهر او غصې باران و. سوکونو او لغتو خو لا له مخکې له لاده باده ويستلى و او اوس نو پر ځاى هم سم نه شو کښېناستلى. هر يوه به خپله خپله خبره کوله او د يوې يوې ښکنځلې په ورتو غولو به يې خپله خوا پرې سړوله. غلام محمد توپان له نورو زيات توند و، له نورو يې قهر زيات و. هغه دوه اوونۍ مخکې د گوند اصلي غړيتوب ته لوړ شوى و، پخوا يوازې ازمايشي غړى و، خو دا چې په ورسپارلو شويو دندو کې ډېر صادق او په هره گوندي جلسه کې به يې پرله پسې رپوټونه وړاندې کول، ډېر ژر د گوند اصلي غړى شو. هغه نن اورېدلي وو چې يو ((انقلاب ضد)) يې په داسې حال کې په بالفعله توگه نيولى دى چې د رهبر سترگې يې راوکښلې. نن غلام محمد توپان په گوندي ناحيه کې نوکري و او چې کله يې دغه ((انقلاب ضد)) د يو درجن گونديانو په بدرگه گوندي ناحيې ته راورساوه، نو په ټوله ناحيه کې يوه هنگامه جوړه شوه، د ټولو گونديانو سترگې سرې وې، خو د غلام محمد توپان له سترگو له قهره وينې راتوېدلې، خبرې او پوښتنې يې هم د تورې له گوزارونو کمې نه وې:
_ د چا په امر او دستور دې دا کار وکړ؟
_ د کوم بهرني هېواد په لارښوونه دې داسې يو ستر خيانت تر سره کړ؟
_ د ستر رهبر په وړاندې داسې ستر رذالت ....
او نورو به هم خپلې خولې وازې کړې:
_ خامخا کوم بهرنى جاسوس دى!
_ سر يې د پرې کولو دى، همدا اوس ...
_ وايم دلته هم بايد نه واى راوړل شوى، هماغلته ځاى پر ځاى بايد انقلابي عمل ورسره شوى واى.
خو محکوم يوازې همدا يوه يوه خبره کوله:
_ زه له هېڅ شي نه يم خبر.
_ ما هېڅ نه دي کړي، له ټولگي راووتلم، پر لاره راروان وم او نيولى يې يم!
خو د لېسې د گوندي کومېټې مسؤول پرې ور وغړمبېد:
_ خاينه! خوله دې چوپه کړه! ملگري بشرپال په بالفعله توگه ونيولې، اوس لا منکرېږې هم؟
خو هغه به ويل:
_ ما هېڅ نه دي کړي، دوه ورځې مخکې مې له بختور سره ... همدغه بشرپال يادوم ... له هغه سره مې په تفريح کې په بله څه خبره شخړه راغلې وه او بس.
او چې دا خبره يې وکړه، د بدرگې د کسانو په ډله کې يو يې تر نورو راوړاندې شو:
_ دا يې لا بل جرم، اوس نو په گوندي ملگرو پورې د درواغو تهمتونه تړي!
_ په همدې خبره يې هم سر د غوڅېدو دى.
_ هر څه چې وايي، وايي به يې، خو ما په بالفعله توگه نيولى دى!
سلام دلېسې د يوولسم ټولگي زده کوونکى و. تل به يې خوله له خندا ډکه وه او له ټولو ټولگيوالو سره به يې ټوکې ټکالې کولې. يوازې له همدغه بختور سره يې نه وه جوړه چې اوس د لېسې د گوندي سازمان مرستيال و.
هغه له لږ څه ځنډ وروسته بيا په کراره وويل:
_ له نورو ټولگيوالو وپوښتئ، يوازې دغه د خپلو حزبيانو خبرې مه اورئ!
او په دې خبره لکه ټول چې لړمانو چيچلي وي:
_ موږ ته يوازې د خپلو ملگرو خبره مهمه ده!
_ هغوى چې زموږ ملگري نه دي، د انقلاب ضد ملگري دي!
_ چې زموږ ملگري نه وي، زموږ دښمنان دي!
_ يوه سره کرښه مو ترمنځ ده!
خو سلام يوازې همدا خبره کوله:
_ ما دا کار نه دى کړى، باور وکړئ! په خداى قسم که مې دا کار کړى وي.
او يو څو تنه بيا پرې ورسره شول:
_ څه، څه؟ په څه شي قسم؟
_ ايډياليست دى، قسم يې لا د انقلاب ضد دى!
_ په همدغه قسم يې هم سر د پرې کولو دى.
د غلام محمد توپان غږ له نورو لوړ اورېدل کېده:
_ دا ټولې خبرې يوې خواته پرېږدئ! دغه ستر خيانت يې څنگه کړى دى؟ موږ همدغه يو رهبر درلود، همدغه يو رهبر او د هغه انقلابي سترگې او هغه هم...
د غلام محمد توپان په خبرو کې د ((درلود)) په کارولو، د گوندي ناحيې د منشي عبيد صلحدوست تندى تريو او رنگ يې سور شو:
_ ملگرى توپان! خبرې په کرار کوه، د ملگري رهبر نوم هم په احتياط سره اخله، په خبرو کې هم احتياط کوه!
خو هغه عادي شان وويل:
_ ملگرى صلحدوست! ما هم همدا خبره کوله، رهبر زموږ د زړه ټوټه وه، د هغه سترگې مو د سترگو نور و، خو هغه سترگې لکه چې...
عبيد صلحدوست خپل غږ لوړ کړ:
_ ملگرو! ډېرو خبرو ته ضرورت نشته، جرم شوى او دا نو يو څرگند جرم دى، ټول شاهدان دادى حاضر دي، زموږ د ټولو پرېکړه خو داده چې همدا نن يې سر غوڅول پکار دي، زه همدا اوس دغه پرېکړه لاسليکوم او دغه انقلاب ضد له خپلې همدغې پرېکړې سره پورتنيو ملگرو ته سپارو، هره پرېکړه چې بيا هغوى وکړه، د هغوى کار دى.
سلام په حيرانۍ سره يوې او بلې خواته کتل. غلام محمد توپان په دغه پرېکړه له نورو څخه ډېر خوشحاله و:
_ له انقلاب ضد سره همداسې چلند پکار دى!
_ زموږ قاطع عمل، زموږ د بري ضامن دى!
_ انقلاب بايد له خپلې لارې، خلې خځلې لېرې کړي!
_ دا د انقلاب د لارې خلي خځلي دي!
_ انقلابي عمل د انقلاب د بري ضمانت دى!
او نورو هم ورسره ورغبرگوله:
_ د انقلاب ضد د نابودۍ لپاره د ټولو انقلابيانو همداسې بېداري ضرور ده!
_ انقلابيان په خپلو وينو د انقلاب ونه لويوي، او يا يې د دښمنانو په وينو!
لږه شېبه وروسته ټول کاغذونه برابر شول او سلام يې له درېو تنو گونديانو سره، د خپل سرنوشت پر لور روان کړ.
ماښام گوندي ناحيې ته خبر راورسېد چې لوړو ملگرو د گوندي ناحيې د ملگرو پرېکړه تائيد کړه او نن شپه به هغه د خپل عمل په سزا رسېږي، دا به ټولو انقلاب ضد کسانو ته د عبرت يو نه هېرېدونکى درس وي.
***
ماخوستن ناوخته چې د غلام محمد توپان نوکري پاى ته ورسېدله او کور ته ورسېد نو هم د ډودۍ دسترخوان غوړېدلى و او هم تلويزيون روښانه و. ډوډۍ يې په نه زړه خوړله او تلويزيون يې هم په نه زړه کاته. په زړه کې د رهبر د سترگو نشتوالي سخت ځوراوه.
د تلويزيون خبرونه پيل شول. لومړنى خبر د رهبر په اړه و. همدا د نن ماښام خبر و چې کوم بهرنى پلاوى يې خپل حضور ته منلى و او په موسکا موسکا يې خبرې ورسره کولې. هغه حيران شو. د رهبر سترگو ته يې وکتل. روغې جوړې وې. ښه ورته ځير شو، لکه د پخوا په څېر داسې ورته ښکاره شوې. ډوډۍ يې پر ځاى پرېښوده، پاتې خبرونه يې هم وانه ورېدل. خپل بايسکل يې راواخيست او له کوره ووت.
د عبيد صلحدوست کور د دوى له کوره ډېر لېرې نه و. څو کوڅې برې خواته و. د هغه د کور دروازه يې ور وټکوله، کوچنۍ لور يې راووتله. ده په بېړه او وارخطايۍ ورته وويل:
_ ملگري صلحدوست ته ووايه چې ملگرى توپان راغلى دى.
کله چې هغه دروازې ته راووت نو ده له سلامه مخکې ورته وويل:
_ ملگرى صلحدوست! د رهبر سترگې خو روغې جوړې دي!
هغه د ځواب پر ځاى ورته وويل:
_ مقصد دې څه دى؟ ولې د ملگري رهبر په سترگو څه شوي دي؟
هغه لړزېده:
_ ملگرى صلحدوست! دا څه وايې؟ نن مو يو ځوان په همدې سترگو ونه واژه؟!
صلحدوست په کټ کټ وخندل:
_ ساده ملگريه! هغه د خپل ټولگي پر دروازه د ملگري رهبر د عکس سترگې سورۍ کړې وې، يا هغه، يا بل چا خو ملگرو...
غلام محمد توپان د صلحدوست نورو خبرو ته غوږ ونه نيو، مخ يې تک سور شو. له مخه ښې پرته ترې را روان شو او په خپل بايسکل يې پښه ورواړوله.
جنوري، ٢٠٠٥
جرمني، د کولن ښار
اووم دهلېز
د سليم مېرمن له سليم څخه زياته په تشويش کې وه. تشويش يې پر ځاى و. که د سليم د ورور او وراره خبره وه، نو له رحيمې سره د خپلې خور او خوريي په اړه هم تشويش و. يو نيم کال لږه موده نه وه چې دوى يو له بله نه وو سره خبر، هېڅ نه پوهېدل چې چېرته به وي، څنگه به وي او کارونه به يې څنگه شوي وي؟ يو نيم کال مخکې په وروستي ليک کې يې دوى ته ليکلي وو چې کارونه يې په جريان کې دي، تر اوسه پورې درې ځله سفارت ته هم ورغلي دي، خو نه پوهېږي چې کارونه به يې وشي او که نه؟ په سفارت کې هم کومه څرگنده ژمنه نه وه ورسره شوې، همدومره ورته ويل شوي وو چې که مو په کار کې څه پرمختگ راغى، هماغه وخت به خبر درکوو. دغه وخت لا سليم او رحيمه هم دې ايالت ته نه وو راغلي، اوس يې سودا په دې کې وه چې هسې نه د دوى ليکونه اوس هم هماغلته د دوى په پخوانۍ پته رالېږل کېږي، او تشويش خو به يې ځکه نور هم پسې زيات شو چې کله دوى دغه ايالت ته راکډه شوي وو، بيا يې هم په مياشت کې دوه ليکونه خامخا هغوى ته وراستول، خو د هېڅ ليک ځواب يې تر اوسه نه و ترلاسه کړى. فکر يې کاوه چې که دوى په هماغه پخوانۍ پته کې واى، بيا خو به خامخا زموږ له نوې پتې خبرېدل او احوال به يې رالېږه.
د پاکستان په اسلام آباد کې، د افغانانو لپاره د کرايي کورونو په پرله پسې بدلېدو خو هغوى خپله هم تر هر چا ښه پوهېدل، ځکه چې هلته د خپلې استوگنې په دوو کالو کې يې درې ځله کورونه بدل رابدل کړي وو، خو لږ تر لږه پته خو به يې څرگنده وه، اوس دوى نه پوهېدل چې ولې دنوي کور پته نه رالېږي. په وروستي ليک کې خو رحيمې خپلې خور ته په کلکه ليکلي وو چې دا ځل داسې يو کور ونيسئ چې ټيليفون ولري، بس خو يو پنځوس ډالره به د ټيليفون له خاطره هم درلېږو. په ټيليفون کې يې مقصد دا و چې ژر ژر به يې له احواله خبرېږي او کله چې يې پر زړه وروورېږي، خبرې به ورسره کوي، خو دا ځل له پخوا هم خبره خرابه شوه، نه ټيليفون وشو او نه ليکونه رالېږي. يوه ورځ چې رحيمه له کاره راغلې وه او له خپل پوستي صندوق څخه بيا هم خالي لاس راستنه شوې وه، ډېره خواشينې وه، سليم ته يې وويل:
_ اوگوره سليمه، په دې پاکستان کې لا په چا څه باور په کار دى. داؤد خو هسې هم په کابل کې ښه وظيفه لرله. دا تنظيمونه بلامړي هم هسې په پلمه پسې گرځي چې څه يې پرې کړي نه وي!
سليم ورته وخندل او ويې ويل:
_ په داؤد څوک څه غرض لري،هغه خو څه وزير يا رئيس نه و، مديريت لا چا په ښه وظيفه کې حساب کړى دى!
حليمې بيا هم تشويش څرگنداوه:
_ ما خو چې په پاکستان کې د دې کمبختو حال وليد، په خداى کې د وزارت او مديرت په توپير هم پوهېږي، هسې نه چې ....
خو سليم يې خبره پرې کړې وه:
_ په دې باب هيڅ تشويش زړه ته مه اچوه، د داؤد په څېر په خلکو ټول پاکستان ډک دى، او بيا دا خبرې په پېښور کې ډېرې دي، په اسلام آباد کې د تنظيمونو ډېره پاچاهي نه چلېږي، هلته لا پوليسان، افغانان په عذابوي، خو پوليسو ته پيسې ورکوه، نور د هېڅ شي غم مه کوه. داؤد، د سليم کشر ورور و او هغه وخت چې لا دوى په کابل کې وو او کراره کراري وه، د رحيمې کشره خور، صابره يې ورته کوژده کړې وه او په دې توگه دوى دواړه هم ورونه وو او هم سانډوگان. کابل ته د روسانو له راتگ سره سم، سليم او رحيمه له کابله پاکستان ته مهاجر شول او څرنگه چې سليم پخوا هم د څه لنډو زده کړو لپاره امريکا ته تللى و، دوه کاله وروسته په امريکا کې ومنل شول او هلته لاړل. داؤد او صابره هغه وخت پاکستان ته مهاجر شول چې دوى امريکا ته رارسېدلي وو. په دغه وخت کې به دوى له امريکا څخه، داؤد او صابرې ته ليکونه او وخت پروخت د ډالرو دومره حواله ورلېږله چې په پاکستان کې پرې د دوى د کور کرايه خلاصه او نوره گوزاره يې پرې وشي. دغه راز يې دوى په پرله پسې توگه دې ته تشويقول چې په اسلام آباد کې بيا بيا د امريکا سفارت ته مراجعه وکړي چې وکولاى شي، امريکا ته د مهاجرت اجازه ترلاسه کړي.
دغه کارونه يې هم په جريان کې وو، خو خداى خبر څنگه يو ناڅاپه ورک شول؟ په پاکستان کې چې يې څو کورنۍ پېژندلې، هغوى ته يې څو پرله پسې ليکونه هم ورواستول، خو د يو ليک ځواب يې هم رانغى.
ايله چې نن په رحيمې د خوشحالۍ ورځ وه. ډېره موده وروسته يې له اسلام آباده يو ليک ترلاسه کړى و. په ليک کې ټولې خبرې د خوشحالۍ وې. د هغوى يو لېرې خپلوان چې اوس له خپلې کورنۍ سره په اسلام آباد کې اوسېده او د دوى پته يې پيداکړې وه، په ليک کې يې ورته ليکلي وو چې داؤد اته مياشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره امريکا ته درغلى دى، تر اوسه به مو خامخا سره پيدا کړي وي.
رحيمه د دې خبرې له لوستلو سره په جامو کې نه ځايدله. څنگه چې ماښام، سليم له کاره راغى، زېرى يې پرې وکړ. دواړو په امريکا کې
خپلو بېلا بېلو دوستانو ته ټيليفونونه وکړل، خو د هغوى پته يې معلومه نه کړاى شوه.
دوه مياشتې وروسته چې سليم ته کوم ليک راورسېد، له نېکه مرغه، د داؤد او صابرې د ټيليفون نومرې په کې ليکل شوې وه. سليم چې دا ليک ولوست، هک پک شو او رحيمې ته يې په خوشحالۍ وويل:
_ دا نومره خو د همدې شاوخوا ښکاري. کود يې د کلفورنيا دى.
رحيمې يې خبره نه شوه باورولى:
_ په کلفورنيا کې به وي او موږ به ترې لا تر اوسه نه يو خبر، ته راکړه ليک!
ليک ته يې لاس وراوږد کړ. سره له دې چې سليم لا ټول ليک پاى ته نه و رسولى، خو ليک يې ترې راواخيست. پر ليک يې سترگې ورښخې کړې:
_ دا خو رښتيا د همدې ايالت کود دى. پرته له دې چې د رالېږل شوي ليک نور متن ولولي، په ليک کې ليکل شوې نومره يې ډايل کړه:
د صابرې غږ چې يې واورېد، لکه چا چې څه لوبه ورته جوړه کړې وي، هېڅ باور يې نه راته. ټوکې ورته ښکارېدې:
_ شپږ مياشتې کېږي چې دې ښار ته راغلي يو، مخکې يې کوم بل ځاى ته ورکړي وو.
_ نو په دې ښار کې خو موږ هم يو، په کومه سيمه کې ياستئ؟
او د هغې د ځواب په اورېدو يې تعجب نور هم زيات شو:
_ نو په دې سيمه کې خو موږ هم اوسېږو، دا څنگه کېداى شي؟
سليم هم ځان د ټيليفون غوږۍ ته ورنږې کړ چې د صابرې خبرې واورېداى شي. رحيمې ترې پرله پسې پوښتنې کولې:
_ په کومه کوڅه کې ياست؟
رحيمې د صابرې په ځواب کې دا ځل په کټ کټ وخندل:
_ نو په دې کوڅه کې خو زموږ کور هم دى! په کومه نومره تعمير کې؟ ... اووه پنځوسم ... ټوکې مه کوه ... څه څه رښتيا وايي؟
له ډېر تعجبه يې نورې خبرې نه شوې کولى، په داسې حال کې چې غوږۍ يې سليم ته ورکوله ويې ويل:
_ ته يې خپله واوره، زما خو هېڅ باور نه راځي، سليم غوږۍ واخيستله او له سلام وروسته يې، پرته له دې چې نورې پوښتنې ترې وکړي، د پتې پوښتنه يې ترې وکړه:
_ په اووه پنځوسم تعمير کې، په کوم دهلېز کې؟
او د هغې له ځوابه سره سم يې وويل:
_ اووم دهلېز؟ شپږم منزل؟ يوازې يو دهلېز توپير دى، موږ په اتم دهلېز کي يو، بيا مو نو څنگه په دومره وخت کې نه دي سره ليدلي؟
رحيمه په بيړه له ځايه جگه شوه او پرته له دې چې د ټيليفون نورې خبرې واوري، له کوره ووته. سليم هم له مخه ښې پرته د ټيليفون غوږۍ گوزار کړه او په رحيمې پسې يې ورمنډه کړه.
اکتوبر، ٢٠٠٤م.
جرمني، د کولن ښار
په جرمني کې له يوې تلويزيوني خپرونې څخه په اغېز
که پلوشې رڼا کولای!!
د سخي جان په کور کې لکه اختر چې وي، لکه د زوی زېری چې دې پرې کړی وي. نن د هغوی د يوازيني اولاد، د هغوی د لور پلوشې د رغېدو لپاره ستره هيله پيدا شوې وه. هيلې په کې وټوکيدې چې سترگې به يې روغې شي ، بيا به ليد پيدا کړي، د هغوی پلوشه به بيا رڼا وکړي، د هغې د يو لاس درملنه به هم وشي چې له هغې بدې پېښې وروسته همداسې شل پاتې دی.
يو کال مخکې د دوی لور پلوشه، د دوی پر کلي د حکومتي او يا روسي الوتکو د بمبارۍ په يوه شپه کې سخته زخمي شوه، پېښور ته يې ورسوله، له مرگه بچ شوه، خو د سترگو ديد يې له لاسه ورکړ، يوازې کيڼې سترگې يې تته شان رڼا کوله او شا و خوا ته ناست او ولاړ کسان به هم لکه د سيورو په شان ورته ښکارېدل.
د سخي او ښځې لپاره يې له دې نه بل ستر غم نه و، يوازينۍ لور يې چې دوی ته هم لور وه او هم زوی، په دواړو سترگو ړنده شوه.
سخي جان په پېښور کې ښه ډېره موده د مهاجرو لپاره پر بېلابېلو خيريه مؤسسووگرځېد، ځکه چې هلته يې د لور د درملنې تمه غوڅه شوې وه. چا ورته ويـــلي وو چې که کوم بهـــرني هېواد ته د درملو لپاره واستوله شي، سترگې به يې روغې شي .په خيريه مؤسسو کې يې هيچا زارۍ وا نه ورېدلې، ځکه چې بهر ته به يې د ناروغو او ټپي افغانانو پر ځای د تنظيمونو د مشرانو او چارواکو او يا هم زياتره، د دغو مؤسسو دمشرانو او کشرانو خپل خپلوان د زخميانو په نوم استول او سخي په دغو کتارونو کې نه خپلوان لرل او نه يې هم څوک پېژندگلو و، خو خدای پرې مهربانه شو، له جرمني څخه د هغه يو کليوال په رخصتۍ راغلی و، هغه چې د سخي دغه حالت وليد، ډاډ يې ورکړ چې که بېرته جرمني ته ستون شوم، نو د پلوشې په اړه به له بېلابېلو ښېگڼيزو او خيريه ټولنو او خواخوږو کسانو سره وگورم او يا به په مطبوعاتو کې يو اعلان خپورکړم چې که کوم څوک دې ته چمتو شي چې د پلوشې د راغوښتلو او درملنې لگښتونو ته غاړه کښېږدي. هغه کليوال يې همداسې وکړل. جرمني ته له رسېدو سره سم يې د پلوشې په اړه، د هغې دناروغۍ او درملنې په اړه او د کورنۍ د بې وزلۍ په باب يې، د جرمني په ځينو مطبوعاتو کې يو يو ډېر ښه چمتو شوی اعلان خپور کړ. يوې جرمني کورنۍ دې کار ته ټټر وواهه. يوه مېرمن او مېړه يې چې هيڅ اولاد يې نه لاره، دې ته چمتو شول چې د پلوشې د راوستلو، دلته د استوگنې او درملنې ټول لگښتونه پر غاړه واخلي.
دغې جرمنۍ کورنۍ دلته د يوه روغتون موافقه تر لاسه کړه چې د پلوشې علاج به کوي. نورې اړوندې چارې يې هم په څو اوونيو کې پای ته ورسولې او بيا يې ټولې پاڼې په پاکستان کې د جرمني سفارت ته واستولې او سپارښتنه يې وکړه چې پلوشې ته ژر تر ژره جرمني ته د راتگ ويزه ورکړي، خو د راتگ يو شرط يې دا و چې يوازې به راځي او مور يا پلار به ورسره د راتگ اجـــــــازه نه لري . په دغه ټـــول بهــير کې، په جـــرمني کې د سخي جان هـــغه استوگن کليوال ، دغه ټولې چارې په پوره ټينگار سره څارلې.
په پاکستان کې يې کارونه په دوو مياشتو کې سر ته ورسېدل او په دې توگه پلوشه له يو ډله نورو افغان ماشومانو سره د درملنې لپاره جرمني ته روان شول. د سخي جان او مېرمنې له اوږو څخه لکه چې يو لوی غر ايسته شوی وي. د ارامۍ او نېکمرغۍ احساس يې وکړ. جرمني ته د پلوشې د روانېدلو ورځ يې د ژوند له ډېرو بختورو ورځو څخه وگڼله.
پلوشه اوس اووه کلنه وه او سره له دې چې مور او پلا ر يې د هغې په جلا والي خپه وو، له ځانه يې جلا نه وه خوښه، خو دا چې له هغې لورې به څو مياشتې وروسته روغه رمټه راستنېږي، خپگان به يې ترې ورک شو او يېرته به يې خوښي پرې زوروره شوه.
د پلوشې درملنه له مياشتو، کلونو ته اوږده شوه، لاس يې لا پخوا ښه شوی و، سترگې يې څو ځلې عمليات شوې. ايله دوه کاله وروسته ورته له جرمني احوال ورغی چې په وروستيو عملياتو کې يې د لور سترگې روغې شوې. په جرمني کې استوگن کليوال يې ورته احوال ورولېږه چــې درې مياشتې وروسته به يې لـــور له پـــالونکې مېرمنې سره يو ځای پېښور ته درشي، خو يوازې لس ورځې به له تاسو سره تېروي او بېرته به جرمني راستنېږي، ځکه چې پلوشه لا تر ډېر وخته جدي طبي څارنې ته اړتيا لري.
پلوشه ورغلله او مور او پلار يې ورته له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايدل. دوه درې ورځې يې له خپل مور او پلار سره تېرې کړې، بيا يې څو شپې له خپلې پالونکې مېرمنې سره چې دې به ماما ( مور) ورته ويله او ريښتيا يې هم لکه مور داسې وه، په هوټل کې تېر ې کړې. د پاکستان په بېلابېلو ځايونو کې يې چکرې ورسره ووهلې.
له پاکستان څخه د بېرته راستنېدلو په وخت کې يې د مور او پلار هيڅ خوښه نه وه چې پلوشه دې بېرته له دوی جلا شي،خو هم يې د
پالونکې مېرمنې ((ماما)) ټينگار و، هم يې په جرمني کې د خپل کليوال او هم خپله د پلوشې. پلوشه خو لا په اوله اوونۍ کې له مور او پلار سره تنگه شوه. عجيبه غوندې وه، له خپلې مور څخه، له ((ماما)) سره ډېره روږدې او ورسره خوشحاله به وه. دوی فکر وکړ چې هسې نه بېرته يې ليد له سترگو لاړ شي، د بېرته تگ لپاره يې زړه ښه کړ.
پلوشه له خپلې ((ماما)) سره بېرته جرمني ته راغله او بيا يې دلته د خوښۍ ژوند پيل کړ. جرمني ته له رارسېدو سره سم پلوشه په ښوونځي کې هم شامله شوه. اوس نو هغې ته د ((ماما)) او ((پاپا)) له کوره چې هغې ته خپل کور هم ښکارېده، د ښوونځي چاپيريال هم ورو ورو په زړه پورې کېده. ټولگيوال، ښوونکي او نور ښوونځي وال.
څه موده وروسته چې مجاهدين افغانستان ته لاړل او ډېر مهاجرين هم بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول، په وطن کې د جنگ جگړو يوه نوې لړۍ پيل شوه، دا ځل نو ښار پر ښار او کلي پر کلي جگړه وه، هر څوک چې زورور و چې ډېرې ټوپکې يې لرلې، چې ډېر ټوپکوال يې لرل،د ډېر واک څښتن و.
دا جگړې اوږدې شوې، وغځېدلې، لا بدمرغه شوې او خلک هم ورسره لا بدمرغه شول. په دغو هنگامو کې د پلوشې مور او پلار هم پسې ورک شول، نه يې په جرمني کې د پلوشې ((ماما)) او ((پاپا)) ته پته ولگېده او نه هم هغه کليوال ته د دوی څه حال احوال څرگند شو. په دا دومره موده کې يوازې يو ځل د يو څو دقيقو لپاره د هغې پلار له پاکستانه ټيليفون کړی و، خو هغه ورځ پلوشه په کور کې نه وه او ((ماما)) يې ورسره په خبره هيڅ نه وه پوه شوې. بيا چې دوی هرڅومره انتظار وکړ ، څه احوال يې معلوم نه شو. په جرمني کې استوگن کليوال يې هم په دغومره موده کې، پاکستان او يا وطن ته د تللو جوگه نه شو، خو اوس به يې هم وخت ناوخته د پلوشې پوښتنه کوله او که به يې ليدو ته نه شو ورتللی، وخت ناوخته به يې د هغې ټيليفوني احوال اخيست.
***
د پېښور په هوايي ډگر کې د پلوشې مور او پلار له خپلو بکسونو سره په ليکه کې ولاړ وو. په جرمني کې د هغوی کليوال يې هم په څنگ کې ولاړ و. درې واړه خوشحاله وو. د پلوشې مور او پلار په دې خوشحاله وو چې اته کاله وروسته به خپله خوږه پلوشه گوري او کليوال يې په دې خوښ و چې دا دی، ډېره موده وروسته يې د پلوشې مور او پلار راپيدا کړي وو او جرمني ته د خپلې لور د ليدو لپاره يې د تگ د امکان په پيدا کولو کې مرسته کړې ده. اوس په دې بريالی شوی دی چې وېزې او ټکټونه ورته واخلي او دا دی اوس به نو دوه ساعته وروسته د جرمني پر لور الوزي.
د دغې چارې په شونتيا کې د پلوشې جرمني ((ماما)) او(( پاپا)) ډېره خواري وکړه. هغوی د جرمني د بهرنيو چارو له دفتر څخه د پلوشې د مور او پلار لپاره د وېزې د اخيستلو، په پاکستان کې له جرمني سفارت سره د پرله پسې اړيکو او د وېزې د ورکړې د ټينگار، د ټکټونو د لگښت او په پيل کې يې پاکستان ته د هغوی د کليوال د وراستولو او د دوی د موندلو ټول لگښتونه پر ځان منلي وو . هغوی دا ضمانت هم کړی و چې دوی به بېرته ستنېږي، د تگ راتگ او په جرمني کې د استوگنې لگښت او روغتيايي بيمه به يې هم د همدوی پر غاړه وي.
کليوال يې د د دې کارونو د تر سره کولو لپاره په پاکستان کې له يوې مياشتې زياتې منډې رامنډې وکړې او دا دی اوس نوبريالی شوی و او له همدې کبله له خوښيه په کاليو کې نه ځايده.
کله چې په الوتکه کې په څوکيو کې ځای پر ځای شول، کليوال يې يو ځل بيا د تېرو ناڅرگندو کلونو په اړه کيسې ورسره پيل کړې. د پلوشې پلار هم يوه په بله پسې د اوږدو ناخوالو کيسې کولې. د کيسو په منځ منځ کې به يې وليدل چې د پلوشې د مور له سترگو اوښکې راروانې دي او د خپل پړوني په پيڅکه يې هم پاکوي او هم يې پټوي . د پلوشې پلار به ويل:
_ ياره خو مختار خانه! ډېرې بدې ورځې راباندې تېرې شوې. موږ لا په کې ښه وو، ډېر عزتمن خلک په کې بې عزته شول. زموږ بدمرغي دا وه چې له کندوزه مو ځانونه تر پاکستانه خو لا څه چې تر کابله يا مزاره هم نه شو رسولای. په هر گام کې غم و، مرگ و، وژنې وې، په خدایY قسم که به څوک په خپله گناه لا پوهېدل، له کوره به لا وتلی نه و چې بيا به تری تم و، مړی يې لا چا نه شو پيدا کولی.
کليوال يې غوږ ورته نيولی و او سر يې ورته خوځاوه.
_ په ډېرو خواريو مې يو ځل تر پاکستانه لا ځان راورساوه، خدای به مې لا په دې دنيا کې روزي نه وه ختمه کړې چې تر پاکســـــتانه ژوندی راورسېدم. په څه خواريو مې يو اشنا پيدا کړ، دوه درې ورځې مې په ټيليفونونو خوارۍ وکړې، نه مې ته پيدا کړې نه پلوشه. يو ځل خو لکه چې هغه جرمنۍ خوارکۍ چې د پلوشـــې ساتنه کوي، راسره په ټېلپانه مخامخ هم شوه، خو په خبره په راستۍ کې سره پوه شوي يو. پلوشه نه وه، بيا چې مې هر څومره خواري وکړه، نه ستا سره خــبرې وشوې، نه له هغې سره. نور نو زه هم نه شوم ايسارېدی، بېرته لاړم. دا چې په لارو کې څه نادودې راباندې تېرې شوې، نه يې شم درته ويلی، نه به دې پرې ځوروم. بيا نو له کندوزه نه وم راوتلی، راوتلی نه شوم، بلا خبرې وې، بلا بدۍ وې. ستا استازی چې راغی، بيا مې نو ويل خامخا څه خبره ده چې مختار خان داسې ضروري ځواب رااستولی دی، سودا مو شوه، موږ ويل هر څنگه چې کېږي، ځان به تر پاکستانه دررسوو.
د پلوشې د پلار کيسې ان د جرمني د فرانکفورت تر نړيوال هوايي ډگره نه خلاصېدې او سره له دې چې په پر له پسې توگه به يې ويل چې په دې کيسو دې نه ځوروم، نه به دې پرې خواشينی کوم، خو بيا به يې هم دغه د خواشينۍ او وير کيسې پای ته نه رسېدلې.
د وير له دومره کيسو سره سره، دوی په دې خوښ وو چې سرونه يې نه دي خوړلي، دا دی ژوندي دي او اوس خو لا جرمني ته راروان دي او څو ساعته وروسته به خپله رڼه پلوشه هم وويني، اته کاله وروسته.
مور يې پر لاره څو ځله له خپل کليواله وپوښتل:
_ بچيه! پلوشه به اوس غوټکۍ وي؟
کليوال به يې ورته وويل:
_ هو، اوس ترې لويه پېغله جوړه شوې ده، که په مخه درغله، وبه يې نه پېژنې.
د پلوشې مور به په وښکيو کې وخندل او دسترگو اوښکې به يې بيا د پړوني په پيڅکه پاکې کړې.
له الوتکې راښکته شول، ډېره لار يې ووهله، د ميدان په يوه برخه کې پلوشه او د هغې ((ماما)) ورته ولاړ وو، که يې کليوال نه وای ورته ويلی چې:
_ هغه دی پلوشه ولاړه ده ، وينئ يې!؟
نو دوی به ريښتيا هم خپله پلوشه نه وای پېژندلې.
د پلوشې ((ماما)) تود هرکلی ورته ووايه. مور يې خپله پلوشه په غېږ کې ټينگه ونيوله او څو څو ځله يې ښکل کړه. پلار يې هم غوښتل چې ټينگه يې په غېږه کې ونيسي، خو دا کار عجيبه ورته ښکاره شو، لکه څوک پردۍ نجلۍ چې ويني، بېرته يې ځان يو څنگ ته کړ. د لاس ستړي مشي يې ورسره وکړه، فکر يې کاوه چې که يې په غېږ کې ونيسي، خلک به په څه نظر ورته وگوري! وشرمېده او سترگې يې کوم بل لوري ته کړې.
پلوشې ته اوس خپل مور او پلار ريښتيا هم پردي ښکارېدل. لکه له نابلدو خلکو سره چې گوري. اوس يې نو په خپله ژبه هم ورسره ښې خبرې نه شوې کولای، يو ټکی وروسته به ترې هر څه په جرمني ژبه شول. مور به يې بيا بيا هغه ځان ته رانژدې کوله، خو پلوشې به هڅه کوله چې يوازې له ورايه يې وگوري او ډېره ورسره نژدې نه وي.
دواړو مېلمنو ته يې په خپل کور کې يوه کوټه ځانگړې کړې وه. مور يې غوښتل چې د شپې له خوا پلوشه هم له دوی سره په يوه کوټه کې وي، خو پلوشې دا نه منله او ((ماما)) ته يې هم دا هيله څه عجيبه شان لېونتوب ښکاره شو. مور يې ترې بيا هيڅکله داسې هيله ونه کړه.
په جرمني کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پلوشې او دهغې د مور او پلار تر منځ واټن زياتېده، نور هم سره پردي کېدل. پلوشې له يوې ورځې څخه بلې ته، ځان له دوی ډېر جلا احساساوه، دوی ورته بيخي بل خېل خلک ښکارېدل.
د پلوشې مور او پلار غوښتل چې اوس نو پلوشه له ځانه سره بوځي، خو پلوشې ورسره دا خبره نه منله . څو ځله يې دا خبره له خپل کليوال سره چې وخت په وخت د دوی ليدو ته راته، هم ياده کړه. هغه په پيل کې هسې هغه او دغه ورته کول:
_ څه يې کوئ! پرېږدئ چې خپل درسونه په ارام زړه ووايي، دلته يې ژوند ښه دی، خوشحاله ده، وطن لا اوس هم د سمې گوزارې نه دی.
پلار به يې خبره ورپرې کړه:
_ خو هغه مو خپل وطن دی، خپل کلی کور مو دی، او دا مو خپله لور ده!
کليوال به يې بيا هم د زړه د تسل لپاره ورته وويل:
_ زه خو وايم چې همدا ځای ورته ښه دی. کله کله به هغه خپل وطن ته درځي، تاسو به هم په يوه موده کې دلته ورته راځئ.
مور به يې ترخه خندا وکړه:
_ او موږ به تر قيامته ورته ژوندي يو....
له ډېر ټينگار وروسته يې کليوال ورته ښکاره خبره وکړه:
_ څه يې کوئ!؟ هسې هم نه درسره ځي. ما پوښتلې ده، په زوره يې له دې ځــايه نه شئ بوتللی، همدا ښه ده چې له دې خلکو سره يې پرېږدئ، دوی هم ډېر ښه درسره کړي دي.
***
درې اوونۍ وروسته چې د پلوشې مور او پلار له جرمني نه بېرته روانېدل، هماغه کليوال يې په خپل موټر کې تر هوايي ډگره ورسول. پلوشې خپل ښوونځی نه شو پرېښودلی او ((ماما)) يې هم په کوم بل ځای کې مصروفه وه.
الوتکې ته له ورپورته کېدو مخکې يې د مور سترگې بيا له اوښکو ډکې شوې، سر يې پرې وگرځېد، لکه هيڅ چې نه گوري. پلار يې خپل کليوال ته وويل:
_ د پلوشې سترگې روښانه شوې ، خو زموږ سترگې لکه چې بې نوره شي.
مور يې ورو ورو غږېده:
_ خوهغه پلوشه لکه چې نوره زموږ د رڼا نه ده!!
الوتکې ته د ورختلو وروستۍ خبرتيا اعلان شوه او کليوال يې په بيړه له هغوی سره مخه ښه وکړه.
جنوري، 2004
جرمني، د کولن ښار
بـنـډار
دا چې له ډېرې مودې وروسته يې دا امکان پيدا کړی و چې سره يو ځای شي، ټول خوشحاله وو. د ژوند بوختياوو او سرگردانيو د دې وخت نه ورکاوه چې ډېر سره وويني. نن يې د زړونو د خواله ورځ وه، د بنډارونو، د زړونو د تشولو، د يوې خولې خندا.
کابل پخوا داسې نه و، مصروفيتونه يې هم داسې نه وو. د ژوند دا جنجالونه هم داسې نه وو،اوس ژوند ډېر بوخت شوی و. د ډوډۍ خوراک هم په بيړه و، له همدې کبله يې اوس هغه خوند نه و پاتې، بس د گېډو د مړولو خبره وه. پخوا چې به خلک سره کښېناستل، په خبرو به نه سره مړېدل، ډېر لږ به داسې پېښېدل چې په بنډار کې ناست کسان دې خپل ساعت ته وگوري چې ناوخته شوی نه وي. اصلاً يې ساعت ته فکر هم نه و. لکه چې وخت چندان مهم هم نه وي. ساعتونه ډېرو خلکو په لاس کول هم نه. له وخته نه خبرېدل، لکه د وخت په نوم چې څه شی وي هم نه. لکه زمان چې پر ځای ولاړ وي، نه خوځېده، يوازې خلک وو چې کله کله به خوځېدل. پخوا خلکو وخت خپله د ځان لپاره ټاکه، خو اوس خبره سرچپه وه، وخت، زمان خلک يو خوا بل خوا سره گرځول راگرځول.
اوس نو د لاس ساعتونه ډېر مهم شوي وو. اوس لا په گرځندو ټيليفونونو کې هم نېټه او ساعت شېبه په شېبه ښودل کېدل او هر چا به د وخت د معلومولو لپاره ورکتل . د خبرو په منځ منځ کې به يې دا کار کاوه. د لارې پر سرهم، په موټر کې هم، او عجبه يې لا دا وه چې د ډوډۍ خوړلو په بهير کې به يې هم کله کله وروکتل، د ډوډۍ خوند يې ورخراباوه. پخوا داسې نه وه، په خوراک کې خو به زمانه داسې ويده وه چې هيڅکله له خوبه نه راويښېده.
خو له دې ټولو سره سره، نن غنيمت و چې ډېره موده وروسته وخت ورته پيدا شوی و چې سره کښېني، زړونه سره تش کړي او د ورځنيوستومانيو لپاره اوږې سپکې کړي.
عصمت الله وويل:
_ له يوې مياشتې راهيسي مې په ټيليفونونو زړه شين شو، خو احمديار د نن او سبا په وعدو ستړی کړم ، ښه شوه چې د جاويد يې ومنله، که نه، خدای زده که بلې مياشتې ته يې هم وخت پيدا کړی وای. ورکوه يې بابا، لږ خو سړی د ځان لپاره هم ژوند وکړي.
جاويد د تائيد سر وخوځاوه:
_ خود نو، احمد يار او عابد خو هم له ژونده لاس اخيستی دی او هم له موږه، نه يوه پوښتنه، نه يو ټيليفون، نه يوه ميلمستيا ...
عابد کټ کټ وخندل:
_ بس بس نو، تاسو دواړو خو لکه چې دنيا ورانه کړې وي، په والله کې مو په اوونۍ کې په ټيليفون کې پيدا کولی شم، د درې واړو ټيليفونونو نومرې مو بندې دي، يا زنگ تېروي او ځواب نه وايي، يا خو دې ټيليفون گل کړی وي، اوس لا ملامته هم موږ يو!
احمديار هم په خبرو کې ورگډ شو:
_ زما هم همداسې حال دی، خو دوی دواړه بيا د خپل بام واورې موږ ته راگوزاروي.
جاويد خپل غږ اوچت کړ:
_ ورکوئ يې دا خبرې ، څه به سر پرې خوږوو، يا يې موږ ملامته، يا تاسو، او يا څلور واړه، خو خدای ته گورئ، په مياشت کې يو ځل خو د دې وخت پيدا کوئ چې سره يو ځای کېږو او بيخي نو نورې خبرې هېروو او يوه شپه، يو څو ساعته خپل بنډارونه سره کوو.
نورو درې واړو هم سرونه ورسره وخوځول. عصمت الله تر نورو وار د مخه کړ:
_ نن د همدې لپاره راټول شوي يو، راځئ گيلې ماڼې مو پرېږدئ، له هغو څه نه جوړېږي، د کور او دفتر او سياست او بيزنس خبرې به هم نه کوو، بس راځئ چې نن يوازې خپل ساعت تېر کړو، څنگه ؟
ټولو سرونه وخوځول او جاويد لا په کې وويل:
_ هغه شيان به خود نن پرېږدو، که نه څه ته راټولېدلو، همدا خبره سمه ده چې هر څنگه کېږي، په مياشت کې يوه شپه به همداسې سره راټولېږو، چې له بل هر څه بې غمه يو.
عصمت الله يې خبره ونيوله:
_ نور يې ډېر ستړي کړي يو ، راځئ نن داسې کوو چې ....
د ټيليفون د زنگ غږ ټولو ته داسې ټکان ورکړ لکه چې برېښنا نيولي وي، ټول چوپ شول. د هر يوه مخې يا څنگ ته يو يو، يا دوه دوه ټيليفونونه پراته وو، د جاويد مخې ته ﻻ درې دانې گرځنده ټيليفونونه پراته وو، خپل يوه ټيليفون ته يې لاس کړ:
_ بښنه غواړم، د مجلس مزاحم مو شوم!
د ټيليفون تڼۍ يې کېمنډله:
_ هلو، . . . وعليکم بچو څنگه يې؟ په کور کې څه حال دی، ټول ښه دي؟ ... هو هو ... زه هم ښه يم، خيبر او وږمه څنگه دي؟ ... مور دې څه وايي ... نو غوږۍ دې مور ته ورکړه.
د ټيليفون پر ﻻندينۍ برخه يې خپله غټه گوته کېښودله او نورو ته يې مخ ورواړاوه:
_ له امريکې نه ټيلفون دی ، له کوره ... بښنه غواړم
بيا يې خپل غږ لږ څه لوړ کړ.
_ کراري ده، ستاسو خوا ته خو به خيريت وي، ... څه نوې خو نشته ... ښه ... ښه ... ښه ... نو څه يې ليکلي دي ؟ ... ښه ... ښه .... ښه ... ښه ... خيبر ته ووايه چې کولی شي د ايمېل له لارې يې هم ځواب وروليکي ... . پوه شوې ... هو ... زما په غياب کې هم هغه قرضه چې د کور په نوم اخيستل شوې ده، بانک ته هره مياشت د قسط په بڼه وررسېږي، ... ښه ... ښه ... نه ... يوازې څو ورځې به ځنډېدلې وي، ... ورته ووايه چې اېمېل همدا نن ورواستوي، ټينگار هم پرې ښه دی، ... هغوی هم ښه دي ... هو، هو ... کله کله يې گورم ... سلامونه وايي ... ښه ... څه وايي ... . ها ... څه ... هغه څه وايي؟ ... ښه ده ... ته ورکړه ټيليفون، ... څه دي وږمې بچو ... کله ... ښايي درې مياشتې وروسته ... بچو هغه شيان اوس دلته نه پيدا کېږي، ... ها ... ښه ... ښه ... ښه ... وبه يې گورم ... که پيدا مې کړل، دروړم يې، ... بيا نو څه وايي؟ ښه ... ته ورکړه ... .
نورو درې واړو يوې او بلې خوا ته کتل او يوازې په ورو غږ به کله کله سره وغږېدل. د جاويد خبرې ښې اوږدې شوې، سپارښتنې، پوښتنې، ځوابونه او لکه نور ناست درې کسان چې يې ډېر ستړي کړي وي.
خبرې يې پوره نيم ساعت اوږدې شوې، خو کله چې ټيليفون پای ته ورسېد، لکه ډېر کار چې ستړی کړی وي، خپلې پښې يې وغځولې:
_ څه وکړو مساپرې خو همداسې وي نو، ...
عصمت الله پرې ورغبرگه کړه:
_ هو هو، اوس نو ډېر کسان په خپل وطن کې ﻻ مساپر دي، ځان ته مساپر وايي، ... خدای مو دې پرده کوي.
او بيا يې له يوې ترخې خندا وروسته خبره بدله کړه:
_ نو ما ويل چې دې ستړي ژوند، دې ستړي کار پوره ستړي کړي يو، نن داسې کوو چې ...
او بيا لکه چې ټول برېښنا نيولي وي، د ټيليفون دا زنگ د يوې ښکلې سندرې موزيک و، ټولو سترگې ورواړولې. احمديار خپلو دواړو ټيليفونونو ته وروکتل، خو هغه يوه ته يې ورلاس کړ:
_ بلې، سلام حبيب جانه، ... څه حال احوال دی، ... چېرې يې؟ ... تر اوسه ﻻ ... ښه ... ښه ... نو زما سلام هم ورته وايه ... وعليکم سلام ... ښه ... ښه ... هو ... ښه ... ښه ... په کومه برخه کې؟ ... په هغه برخه کې خو مو وړمه ورځ له څو تنو سره انټرويو کړې ده، ... هو ... هو ... ښه ... ښه ... د چا ... ښه ... ښه ... زۀ خو ترې نۀ وم خبر ... ما ته يې مخکې بايد ويلی وای ... ما فکر نه کاوه چې هغه دې يې ورېره وي، ښه ... ښه ... نو بيا خو موږ دوه تنه هماغې يوې برخې ته نه شو نيولی، هو ... هو... سبا يې وروستۍ ورځ ده ... هو ... هو ... زه نه پوهېږم، ... . ښه... ښه ... . ښه ... نو بيا خو مجبورېږو چې هغې بلې ته يې ځواب ورکړو ... ښه ... ښه
... فکر خو پرې پکار دی، ښه ... هو ... هو ... نو ته ولې سبا ته دفتر ته نه راځې؟ ها ... ښه ... ښه ... ځه خو نو تر يوې بلې ورځې به يې وځنډوو ... ښه ... ښه ... هو ... هو ...
د احمديار خبرو هم ناست درې واړه ياران ستړي کړل، خو څه يې کړي وای ! همدا يوه کوټه وه او بلې خوا ته ترې نه شول تللی، هغه په خواره خوله ورته وويل:
_ بښنه غواړم، د دفتر يوه ډېره ضروري خبره وه، که مو نن په ټيليفون کې نه وای فيصله کړې، بيا نو خبره خرابېده.
عصمت الله ورته وويل:
_ تر خدای مې ځار کړې، اوس د شپې هم په ټيليفون کې د دفتر کارونه بايد تر سره شي، ما ويل چې ...
لا يې خبره نه وه پيل کړې چې بيا د ټيليفون زنگ پورته شو. د عصمت الله رنگ تک سور واوخت، خپل ټيليفون ته يې سر ورښکته کړ.
_ نه يې اخلم، دی خو وخت ناوخته هسې مزاحمت کوي، د خبرو گوډی دی، که مې اوس خبرې ورسره پيل کړې، مجبور يم چې ټوله شپه ورسره په خبرو شوگير کړم، او خبرې هم څه ! سر او اخر يې نه وي معلوم، بس له هر چا گيلې، له هر چا شکايت ...
له شپږو اوو زنگونو وروسته ټيليفون خپله غلی شو. عصمت الله بياخبره راواخيسته:
_ نو ما ويل چې راځئ ... دا ځل نو د يوې مستې سندرې نغمې زړونه وتخنول، لکه په کومې راډيو کې چې سندره پيل شوې وي ، عابد چې تر دې دمه لا بيخي خاموش و، وويل:
_ بښنه غواړم، زه بايد دې ټيليفون ته ځواب ووايم، د فاضلي صايب ټيليفون بې څه نه وي، خامخا کومه ضروري خبره ده. ټيليفون ته يې لاس کړ:
_ سلام فاضلي صايب، ... مننه ... تاسو ښه ياست ... د خدای فضل دی، نه ... نه ... بس له يو څو تنو دوستانو سره ناست يم، ... نه ... نه ... خدایY دې نه کا ... نه ... نه ... ولې به مزاحم کېږئ! ... نه والله نن مې نه دي اورېدلي ... . ښه ... ښه ... نو دا خو ما اورېدلي وو چې د دې پوست لپاره نور څوک کانديد دي، ... سړی حيران شي ... هو ... هو ... بس نو دا لوړپوړي چارواکي همداسې دي، له سلو سره وعدې وکړي ... او اخر به ... هو ... هو ... اخر به داسې يو څوک مقرر کړي چې په هغو سلو کسانو کې هم نه وي، چا به يې نوم هم نه وي اورېدلی ... هو ... همداسې ده ... هو ... هو ... ريښتيا د دې وزارت کارونه خو نو ټول همداسې دي، ... په تېره اوونۍ کې خو به دې هغه مرکه پرې اورېدلې وي کنه! ... هو ... هو ... د سپي له کونې يې وويست ... خو بس دا کسان هېڅ شرم په والله کې ولري،که زه د ده پر ځای وای په هماغه ورځ مې استعفا کوله ... هو ... هو ... نو دا چوکۍ خو په دومره بې شرمۍ نه ارزي ... دا ځيني ورپسې داسې کلک نښتي دي، چې فکر کوي، ټول ژوند او مرگ يې ... هو ... هو ... ټول شخصيت يې ورپورې تړلی دی ... هو ... هو ... ښه ... ښه ... ښه ... زه خو بيا به سبا ته پرې غږېږو، ... وعليکم، په سترگو ... . ځه نو تر سبا ... د خدای پامان ... .
د ټيليفون له بندېدو سره يې نورو ته مخ ورواړاوه:
_ بښنه غواړم، فاضلي صايب خو به پېژنئ، سلام يې ټولو ته وايه او په زړه پورې خبرونه يې هم لرل ... خو بښنه کوئ چې مجلس مو پرې وځنډېد.
له لږې سا اخيستو وروسته يې، بيا خبره راواخيسته:
_ څه وکړو اوس په دې وطن کې هره شېبه دومره نوې او گرمې خبرې وي چې سړی ارامې سا اخيستلو ته نه پرېږدي، که څنگه!؟
دا ځل نو عصمت الله بيا تر نورو رادمخه شو:
_ ياره بچو عابده، يو خو ته له دې سياسته نه اوړې، پرېده يې هر څه چې کېږي، هغه به کېږي، هسې زړه مه پرې خوره، ما ويل چې راځئ نن دا نورې ټولې خبرې پرېږدو، يوه شېبه خپلې غورې سره وکړو، خو څه وکړو دا ټيلفونونه مو هم خبرو ته ... .
او دا ځل د عصمت الله خپل ټيليفون وکړنگېده. پر ټيليفون يې سر ورښکته کړ، ښه ورته ځير شو، د ټيلفون زنگونه همداسې راروان وو:
_ بښنه غواړم، دغه ټيليفون بايد خامخا واخلم يو څه ضروري خبره ده:
_ سلام ... څه حال احوال ... کراري ده، خير خو به وي، ... ښه ... ښه ... هو ... پرون مې ليدلی و ښه ... ښه ... ښه ... ټيليفون دې ورته کړی و ... ښه ... ښه ... خو د جاپاني نويو موټرو په واردولو اوس خرڅه دومره ډېره ده چې دلته خپل سر هم نه شي پوره کولی ... ښه ... هو ... نو څه يې ويل؟ ... هه ... هه ... هه ... ښه ... نو بيا خو يې ورکړه، خو اول به يې د
خرڅلاو غم کوئ ... ښه ... ښه ... هو ... زه هم همداسې وايم ... چې له اخيستلو مخکې يې خرڅ نه کړئ، اخيستل يې هېڅ نه دي پکار ... هو ... هو ... ښه ... ښه ... هه ... هه ... ځه خو داسې به وکړو چې ته سبا ته دفتر ته راشه، دا خبره به سره غوټه کړو، ... هو ... هو ... نه ... نه ... په مجلس کې نه يم، ... نه ... نه ... له دوستانو سره ناست يم ... نه ... نه ... سمه ده ... سبا ... نه ... نه ... د سهار له خوا زه بوخت يم، له څلورو وروسته راشه ... هو ... هو ... سمه ده ... درځه اوس نو د خدای پامان ... په مخه دې ښه ... د عصمت الله د خبرو له بندېدو سره سم د چايو پيالې هم تشې شوې وې، ټولو خپلو ساعتونو ته وکتل، عابد تر ټولو مخکې شو:
_ دا دی اوس خو د شپې لس بجې شوې، لکه چې د نن د زړه خواله مو همدومره وه.
احمد يار وخندل او ورغبرگه يې کړه:
_ دا ټيليفونونه مو په والله کې د زړه خواله ته، خپلو بنډارونو ته پرېږدي. دا مو حال دی ... څلور واړه له ځايه جگ شول، خپل ټيليفونونه يې يا جيبونو ته کړل او يا يې په لاسونو کې له ځانه سره راواخيستل. په بيړه بيړه خپلو موټرو ته وختل او مياشت وروسته د يو بل همداسې خواږه بنډار له هيلو سره له يو بله رخصت شول.
14 نوامبر، 2006م.
کابل
راروان دي تور بادونه!!
ملک نورالدين لا اودس پای ته نه و رسولی چې د ښځې خبره يې بده پرې ولگېده. د اوداسه کوزړۍ يې پرې ورگوزار کړه:
_ د زنديق لورې، دا خبرې دې د چا نه اورېدلې دي؟
کوزړۍ د هغې په ښي مټ ونښته، ښه وه چې له سره يې بچ شوه، که نه ځای پر ځای يې غورځوله .اوبه يې تويې شوې.
د ښځې له سترگو اوښکې راروانې شوې، شونډې يې رپېدې:
_ نو ما خو څه کوپر درته ونه وايه، زرپري خوارکۍ خپله راته ويلي وو چې ابا ته مې ووايه.
ملک نورالدين همداسې له ځايه جگ شو، په بيړه يې کوزړۍ راواخيسته، يوه څنډه يې چيته شوې وه. ښځې ته يې بيا په قهر ورغږ کړ:
_ راشه دا کوزړۍ راډکه کړه. د زرپري يې په دې خبرو کې څه؟ تر څلورمه چې مې پرېښوده، دا مې لا بد کړي دي، ته لا د باقي مکتب خبره کوې.
ښځې يې په رېږدېدلو لاسونو ډکه کوزړۍ بيا مخې ته ورته کېښوده:
_ هغه وخت خو تا ويل چې پرېږده يې، دا دوه لوټې غوړي هم غنيمت دي، بيسکيټ يې لا د پاسه پرې ورکول.
نورالدين بيا پرې ورسور شو:
_ وه د کچه لورې، نوره د تگ نه ده، پرون مې ورته وکتل، ونه يې لکه د کم اصل بوټي دومره زر جگه شوې ده چې د پخې پېغلې گومان پې کېږي.
ښځې يې ورو شان وويل:
_ يوه لوېشت ده، وه سړيه دا څه وايې؟! ايله به لس کلنه وي.
ملک نورالدين بيا کوزړۍ راجگوله، خو حوصله يې وکړه:
_ چې لس کلنه شي، نوره نو د مکتب د تلو نه ده، پوه شوې کنه؟ نور به نو کړت پړت نه په کې کوې. پاتې اودس يې په بيړه خلاص کړ او له ځايه پورته شو:
_ دا تا څه مکتب ويلی، ستا ادې څه مکتب ويلی و چې اوس يې په لور وايې؟
همدا نن يې وروستۍ ورځ ده، نن چې راغله غوږونه به يې ورخلاص کړې. د مکتب هغه کتابونه يې د حميدالله په لاس سبا ښوونځي ته ورولېږه او دا نو نوره له مکتبه بنده ده.
ښځې يې نورې خبرې ورسره ونه کړې، سيده خپلې کوټې ته روانه شوه.
***
په زر پري نن د قيامت ورځ وه. بېگا يې مور ورته ويلي وو چې سر له سبا به ښوونځي ته نه ځي، ځکه چې پلار يې همداسې ورته ويلي دي. نن سهار چې هغه راجگه شوه، سترگې يې پړسېدلې وې.کتابونه يې له خپلې خلطه ډوله بکسې راواخيستل، هماغسې سلگۍ يې لا وهلې، هغه يې خپل ورور حميدالله ته ورکړل چې مکتب ته يې ورسره يوسي.
ملک نورالدين چې له حجرې کور ته راننووت، نو په ښځه يې غږ کړ:
_ هغه نوې جامې مې راواخله، هغه نوې لونگۍ مې هم راواخله چې ويې تړم.
ښځې يې په نه زړه ترې وپوښتل:
_ ولې خير خو دی؟
هغه په غرور ځواب ورکړ:
_ وادې نه ورېدل چې له ثواب گل دوی سره زموږ مامله په پرونۍ جرگه هم ختمه نه شوه. نن يې ولايت ته غوښتي يو، ښار ته روان يو، نور سپين ږيري هم راسره دي.
لږه دمه يې وکړه، بيا يې وويل:
_ هلته به يې ورسره مالوموم، د جرگې يې ونه منله، خبره يې ولايت ته کړه، هلته به مې هم زور وگوري!!
لا هماغسې په سره کې و چې يو څه يې تر غوږه شول:
_ دا د څه شي سڼهاری دی؟ دا د څه شي اواز دی؟
ښځې يې په ژړغوني اواز ورته وويل:
_ څه يې کوې؟ پرېږده يې، زرپري ده، ميراته دې شي، له سهاره راسې په سلگو ده.
د ملک نورالدين ماغزه وگرځېدل:
_ په څه شي؟ په مکتب؟
ښځې يې ځواب ورنه کړ. د څنگ له کوټې نه هماغسې سلگۍ راتللې. لږه شېبه يې غوږ ونيو، مخ يې له قهره تک سور شو، لکه له ځانه سره چې غږېږي:
_ ښه نو دا لا دومره شوه؟ اوس نو خبره ژړاگانو ته ورسېدله!
مخ يې نور هم سور شو:
_ دې دوه ورځې مکتب لا دومره کړه، که نوره لاړه شي څه به ترې جوړ شي!
په بيړه له کوټې ووت، د کور په يو اړخ کې پروت لرگی يې راواخيست:
_ ته ودرېږه چې زه اوس دا مکتب وروښيم!
او گامونه يې بېړني کړل، له وررسېدو سره سم يې پرې ورباندې کړل. نه يې د زرپري پښو ته کتل، نه سر ته، د کوتک گوزارونه وو او د زرپري چيغې.
مور يې ورمنډه کړه چې ترې خلاصه يې کړي، لا يې لاس نه و وروړی چې په دې يې هم راباندې کړل. چيغې نورې هم زياتې شوې، د کوتک اوازونه نور هم گړندي شول، له غصې يې له خولې زگونه روان وو او د کوتک او لاسونو قوت يې نور هم زيات شوی و.
***
نن لسمه ورځ وه چې ملک نورالدين له گڼ شمېر نورو سپين ږيرو سره په ښار کې و.کارونه يې د دوی له غوښتنو سره سم مخې ته نه تلل. دوسيه يې له يوه دفتره بل او له بل څخه بل ته تلله.
د ملک نورالدين حوصله نوره خلاصه شوې وه. نن يې نو هيله وه چې په وروستي دفتر کې به يې کار يو څه پرمختگ وکړي. هغوی چې څنگه د څارنوالۍ پر دروازه ورننوتل، نو د دويم پوړ د کيڼ لاس دويمې کوټې ته ورورسېدل. د دې دفتر مشره يوه مېرمن وه او خلکو به ويل چې رشوت او واسطه دواړه پرې کار نه کوي.
ملک نورالدين له نورو يو څه وروړاندې شو، خوله يې ورته جينگه جينگه کړه:
_ وه خورې، مشرې خورې، دا مو لسمه ورځ ده چې په ښار کې پراته يو، دا کار مو نور راختم کړه، په خدای به شي او په تا به شي.
هغې يو ځل نورالدين ته او بيا ورسره نورو راغليو کسانو ته وروکتل، ټولو د نورالدين په حق کې يوه يوه خبره ورغبرگه کړه:
هغې ټول مخاطب کړل:
_ ما پرون دا ټوله دوسيه په غور وکتله، ملک نورالدين په حقه نه راته ښکاري، په دوسيه کې ديارلس ځايه داسې غلطۍ شوې دي چې زه يې بايد بېرته مسترده کړم.
ملک نورالدين بيا زارۍ پيل کړې:
_ بس وايم په خدای به شي او په تا به شي، همدغه يو ستا لاسليک ورته پاتې دی، نوره نو چورلټه خلاصه ده، دغه يو لاسليک پرې وکړه، له لويې لانجې به مې خلاص کړې، دعا به درته کوم، په پنځه وخته لمانځه کې به دعاوې درته کوم.
راغليو سپين ږيريو ټولو د تائيد سرونه وخوځول. د تدقيق د څانگې مشرې په حيرانۍ ترې وپوښتل:
_ څه شی، يوازې زما لاسليک؟
ملک نورالدين بيا په چاپلوسۍ ورته وويل:
_ هو، هو، يوازې ستا لاسليک!
بيا يې يوې او بلې خوا ته وکتل، خپل جيب ته يې لاس کړ:
_ او هر څومره چې په کې ستا حق کېږي، بس دا دی تيارې دي!
د تدقيق د څانگې مديره له ځايه جگه شوه:
_ څه شی؟ زما حق؟؟
ملک نورالدين لکه وارخطا شوی چې وي:
_ تاسو هم کار کوئ، خواري کوئ، ستاسو هم په موږ حق دی!
د تدقيق د څانگې مشره په غصه شوه:
_ نورالدينه، له دفتره ووځه! دلته ستا رشوتونه نه چلېږي، په بيړه ووځه، ټول ووځئ!
بيايې خپل اواز يو څه عادي کړ:
_ اوهر کله چې د دوسيې د تدقيق کار ختم شو، خپله به خبر درکړو.
***
مازيگر مهال ملک نورالدين او ملگري يې په ځوړندو غوږونو، د کلي د مکتب مخې ته له موټره کوز شول. هلته لا د مکتب شاگردانو لوبې کولې. هلکانو چې هغوی وليدل، يو بل ته يې مخ کړ او ويې ويل:
_ هغه دي راروان دي ... .
او بل خبره ورغبرگه کړه:
_ راروان دي تور بادونه ... .
او بېرته يې لوبې پيل کړې.
2008، جنوري
1367 ل. سلواغه
جرمني، د کولن ښار