تار تار ستار ( د زرین انځور داستانونه) [۱]
زرین انځور
وثيقه
- شیریني خو به لري!
- بې شیرینۍ نو دا کار نه کېږي!
شېرینۍ ترور د شیرینۍ په خبره ښه پوه نه شوه، د ولسوالۍ د محکمې د وثایقو قاضي ته یې په حیرانۍ ور وکتل. هغه پر خپل مېز پرتو کاغذونو کې ځان مصروف کړ، او بیا لږه شېبه وروسته یې د مېز له سره تسپې را واخیستې، جاینماز یې پر اوږو کړاو پر محرر یې غږ کړ:
- زه لمانځه ته لاړم چې جمعه تېره نه شي.
د وثایقو محرر شیرینۍ ترور ته ور نږدې شو:
- لس زره اوغانۍ غواړي!
- شیرینۍ ترور خپل تندی تریو کړ:
- د څه شي اوغانۍ؟
د وثایقو محرر بیا په ورو غږ ورته وویل:
- که لس زره ورنه کړې، نه یې امضاء کوي. شیرینۍ ترور خپل تندی نور هم تریو کړ:
- د څه شي لس زره، ریشپت ورکم، په دې کار کې هم ریشپت غواړي!؟
دا خو هسې زموږ شیریني ده...رشوت نه دی! بې له دې شیرینۍ خو بیخي نه کېږي...
او چې د وثایقو محرر به لا نور څه هم ویل، خو د هغې رنګ لومړی شین او بیا تور کېدو ته نږدې کېده، پر هغې عجیبه حال راغی، شونډې یې خوځېدې، لاسونه یې هم خوځېدل، خو څوک نه پوهېدل چې څه وايي .
د شیرینۍ زلمی زوی اسدالله دوه میاشتې مخکې په هلمند کې شهېد شوی و. هغې ته ټولې هغه شېبې یو ځل بیا ورمخې ته شوې چې یو ناڅاپه یې د هغې پر کور د هغې د زوی جنازه ورننویستله، او هغې کړیکې کړې، نوره په ځان نه وه پوه شوې، خو چې کله په سد شوه، اسدالله یې له کوره ویستلی او تر خاورو لاندې کړی و، یو ځل پرې همدا کانه د اسدالله د پلار په جنازه کې هم شوې وه، خو هغه وخت زر په سد شوې وه او له کوره د جنازې تر ویستلو پورې یې سترګې پوره پړسېدلې وې .
اسدالله د هغې یوازینی زوی، د هغې د مېړه یوازینۍ نښه ، د شیرینۍ د هیلې یوازینۍ نښه هم وه. په سختیو یې را لوی کړ، کړاوونه پرې تېر شول. تر لسم ټولګي یې مکتب هم پرې ولوست خو وړاندې یې توان ونه رسېد. د څه وخت لپاره یې له کوم مستري سره شاګرد کړ، دومره پیسې یې نه ورکولې چې د دوی ګوزاره دې پرې وشي. بیا یې د خپل ماما په دوکان کې ورسره کار کاوه، خو د ماما یې دومره ګټه نه وه چې د دوی د کور ګوزاره دې هم پرې وشي، اته میاشتې هسې پر کور ناست و، هرې خواته یې چې لاس او پښې ووهل ، کوم کار یې پیدا نه کړ. څه موده وروسته د کلي لس دولس ځوانان په ګډه د ملي اردو په لیکو کې د ثبت لپاره ښار ته تلل، دی هم خبر شوی و، له عسکرۍ سره یې له پخوا مینه وه، اوس نو تیار بېکاره هم و، له هماغو ځوانانو سره یو ځای شو چې ښار ته روان وو. کله چې یې له مور سره دا خبره شریکوله، مور یې په زغرده ورته وویل:
- ځه د مخې دې رڼا شه بچی، په کور کې به څه کوې؟
بیا یې خبره پسې ور اوږده کړه:
- لکه د ښځې خو ټول عمر په کور کې نشې راسره کښېناستلای!
اسدالله او دکلي څو نور ځوانان یې د شپږ و میاشتو لپاره هلمند ته واستول چې عسکري لومړني تعلیمات وکړي. له شپږو میاشتو وروسته یې هماغلته په کومه ولسوالۍ کې پرتې پوځي قطعې ته ولېږه او درې کاله یې په هماغه لرې پرته غرنۍ پوسته کې خدمت کاوه. په دغو کلونو کې اسدالله یوازې دوه ځلې خپل کور ته په رخصتۍ راغلی و، سره له دې چې پخوا یې ورته ویلي وو چې په هرو شپږو میاشتو کې به کور ته د تګ اجازه ورکوي، خو د قطعې قوماندان یې هغه نورې رخصتۍ ترې پټولې او اجازه یې نه ورکوله .
په وروستي ځل چې څلور میاشتې مخکې اسدالله کورته راغلی و، مور یې ناروغه وه، د مور ناروغۍ هغه هم سخت نا ارامه کړی و، ماما خو یې څو ځله ورته وویل چې نور نو هلمند ته مه ځه، بس دی درې نیم کاله دې وشول، پرېږده یې، همدلته دې له مور سره اوسه، اسدالله د ماما دا خبرې نه منلې:
- ماما! اوس یې نو پرېښودل بې غیرتي ده .
ماما یې په حیرانۍ ورته ور وکتل:
- څه بې غیرتي ده، په کال کې خو یې چې یو ځل را پرېښودای .
درې کاله وروسته یې ماماپه کابل کې کومه واسطه ورته پیدا کړه چې اسدالله د هلمند له سنګینه تبدیل کړي. لومړی یې همدومره ورسره منلې وه چې له سنګینه به یې مرکز ته تبدیل کړي، خو بیا یې ورته دا هم ویلي وو چې که یې زور ورسېد،کابل او یا کوم بل ښه ځای ته به یې تبدیل کړي، بس یې دی، درې کاله یې د اور په لمبو کې تېر کړل. بیا یوه ورځ شیرنۍ او ورور یې کابل ته راغلل چې د اسدالله د تبدیلۍ کارونه ژر بشپړ کړي .
په کابل کې هغه چا چې وعده ورسره کړې وه ، نن او سبا کول، په وروستۍ ورځ یې د دفتر پر ځای کور ته ورغلل. دهغه مسؤول کس ورور ورته، د هغوی له کوره د راستنېدو په وخت کې وویل:
- که یې کار وشو، زما شیریني به راکوﺉ!!
او د وثایقو د قاضي په سپارښتنه د محرر د شیرینۍ خبرې، دغه شیریني د شیرینۍ په غوږونو کې په انګازو بدلې کړې .
د اسدالله ماما او دوو تنو نورو شیرینۍ زنګې ځولۍ د وثایقو له محکمې را وویستله .
اوس چې به څوک د شیرینۍ پوښتنې ته ورغلل او ترې وبه یې پوښتل چې:
- شیرینۍ څه در باندې وشول؟
پرته له دې چې څه ځواب ورکړي. له خپل نومه به یې یو ځل بیا بدې راغلل .
۱۲/ ۹ / ۱۳۹۳ل.
سوچ
د بختور په کبابي او سماوار کې بــې له دې هم ګــــــــــڼه ګوڼه وه، خـــو کله چې خان وزیر ور ننوت، نور هم شور زیات شو . ټولو به ویل چې دی یو څه ډېر بې باکه دی، خو خدای خبر ولې د بهرام نه وه ورسره جوړه. پر بهـــرام د هغه هره خبره بده لګېده . ښايی له دې کبله چې یو خو یې تربور و او په بهرام کې د تربورګلوۍ احساس قوي و، بل دا چې یوه شپه پرې دده کومه ټوکه ښه نه وه لګېدلې او له همدې کبله یې اوس ښه خبره هم بده پرې لګېده. نن چې خان وزیر څنګه ورننوت او د بهرام سترګې پرې ولګېدې، سترګې یې ترې واړولې، خو خان وزیر ورنږدې شو او پر اوږه یې وټپاوه!
څنګه یې ده تره زو؟
-بهرام په بې تفاوتۍ ځواب ورکړ:
ــ بد نه یم!
- خان وزیر ورته موسکی شو او د پلار پوښتنه یې ترې و کړه:
- کاکا ناروغه و، اوس خو به ښه وي؟
بیا یې هم په مات زړه ځواب ورکړ:
ــ ښه دی، د خدای شکر دی!
دا ځل نو خان وزیر نور هم ور موسک شو:
- رانه خپه خو نه یې، د تره زو! په ما خو ګران یې، ټول کور مو را باندې ګران دی!
بهرام غوښتل چې ځان ورته ډېر عادي وښيي، لومړی ورته موسک شانته شو، خو د هغه دخبرې یوې برخې په زړه کې شک غوندې ور واچاوه!
- ټول کور مو راباندې ګران دی ....
د بهرام تـندی د خان وزیر د خبرې پر دې برخه، یو څه ګونځې شو، شک یې مخ په زیاتېدو شو، خو بېرته یې ځان را قابو کړ، یوه د زور خندا یې پر شونډو را و سپړله :
- نه نه خان وزیره هېڅ خبره نه ده، هسې مې نن طبعه چندان نه وه جوړه .
خو له دې خبرې سره سم د بهرام په ذهن کې د خان وزیر د خبرې ماناګانې بدلېدې را بدلېدې .
- دومره بد سړی خو هم نه دی، پلار یې پرې ګران دی. خدایـزده څنګه ده چې پر هغه هم بد نـه لګي. خو هغه یې نه مني، وايی بد هلک ندی .
- له ځان سـره وبونګېده.
- بد هلک نه دی، څنګه نه دی؟ د سپي زویه! خپلو خبرو ته یې فکر دی کنه؟
د خان وزیر خبرې یې بیا په غوږونو کې تاو راتاو شوې .
- .... ټول کور ...
- د هغه د خبرو انګازه یې هم په غوږونو کې وه چې بیا له ځان سره و بونګېده :
- څه څه ..... ټول کور مو راباندې ګران دی ... معنا یې څه ده. ... له ټولو خو به مطلب ...
تندی یې ګونځې شو، لږ څه نور هم په سوچ کې ډوب شو، د بختور کبابي لوړ غږ دده د سوچونو سلسله وشلوله:
- وه هلکو! کباب پر مایش ورکئ، بیا خبرې نه اورﺉ، همداسې کړتې او کړتې، دا د ځیګر کباب د کوم یوه دی؟
یو چا غږ پرې وکړ او ده داځل په خندا وویل:
- درته وایم چې ډېرې کړتې مه کوﺉ، لږه دمه هم پکار ده، لږخو چـپ هم شی، دمه به شئ .
- سوداګانې وکړئ چې روانېږﺉ به له خیــره
بیا به یې په خندنۍ بڼه ورو شانته وویل:
ورکېږﺉ به له خیره!!
په هېچا د هغه خبرې بدې نه لګېدې. بخـتور کبابي د جلال آباد د خوګیاڼیو په هډه کې پر ټولو ګران و. چاته به یې خندا کوله، چاته به یې کنځلې کولې، خو ټولو به ویل چې: کبــاب خو یې هره څنګه چې وي، خو ددې سماوار چای بیا بل ځای نه پيدا کېږي .
د پیالو او کباب د سیخونو غږ هم د هغه د چرتونو سلسله د یوه وخت لپاره وشلوله، له کوم بل چا سره په خبرو اخته شو، له تریخ چای یې پر له پسې ګوټونه کول، خان وزیر له کوم چا سره په ټوکو اخته شو، بیا یې د ټولو پام خپلې خوا ته ور واړاوه، په کړس کړس یې وخندل او خندا یې هم پر بهرام ښه ونه لګېده، هغه له یوې ډلې سره همداسې خندل، خو د بهرام د فکر لړۍ بیا د خان وزیر هغې خبرې ته شوه:
... ټول کور مو را باندې ګران دی... له ټول کوره یې مقصد څه دی؟ پلار مې ورته ګران دی... یا به ګران وي ورته یا نه... خو همداسې وايی. زه خو خدای خبر که ورته ګران یم... دا څلور کاله کېږي چې نه پر ما ښه لګېږي او والله که په ده هم چندانې ښه ولګېږمه... معلومه خبره ده، څنګه به ښه پرې ولګېږم .
او دا ځل يې سوچ د شونډو له خوځېدو سره مل شو:
- او په دواړو کشرانو وروڼو خو مې فکر نه کوم چې یا دې هغوی ته ګـــران وي او یا دې پر ده ګران وي، هسې سلام ملام به سره اچوي، خو ګرانښت بېل شی دی... خو ... خو
ده د خپل سوچ سلسله غوڅه کړه، په زور یې غوڅه کړه، له ځانه، له خپله سوچه هم وشرمېده. بیایې د هغه د خبرې وروستۍ برخې په غوږونو کې انګازې ورجـوړې کړې:
- ټول کور مو راباندې ګران دی... ټول کور... ټول کور...
د شنو چایو پیاله یې کېښودله او له سماواره بهر ووت، لکه کوم شی چې ترې پاتې وي. لکه له سودا چې یې کــوم شــــی پاتې وي . لنډه شېبه د سماوار د دروازې مخې ته و درېد او بیا بېرته راستون شو. پیاله یې بیا له چایو ډکه کړه او پرته له دې چې پوه شي، یخه ده که توده؟ د چایو په څښلو سر شو. غوښتل یې چــې بله پياله هم ډکه کړي چې کبل کلینر پر ټولو غږ کړ:
راوانېږو له خیره! بس دی خېټې به مو ډکې کړې وي، کولمې به مو تودې شوې وي... بس کئ، روانیږو د خدای په توکل!
ټول له خپلو ځایونو جګ شول او ګاډي ته په ختو شول. هر چا بېړه کوله چې یو له بله مخکې شي. خو خان وزیر له بهرامه مخکې نه شو، دی د ښي لاس په دریم سېټ کـې کښېناست او خان وزیر د کیڼ لاس په څلورم سېټ کې، ګاډي حرکت وکړ، ټولو لاسونو پورته کړل، او بیا لږه شېبه ټول چپ شول .
ګاډي چې څومره مخکې ته، خبرې هـم هماغومره زیاتېدلې، کله به لنډه شېبه سره غلي شول، خو بیا به یې ټوکو ټکالو او خبرو ګاډی پر سر اخیستی و. ټولو سره پېژندل، ټول د شاوخوا دوه دریو کلیو وو. یا ملګري او انډيوالان وو، یا خپل خپلوان، یا لږ تر لږه سره بلد. له سلطانپوره چې واوښتل، بیا یې نو مجلسونه ښه سره تاوده شول، په لاره کې د ماسپیښین لمونځونو ته ودرېدل، اودسونه او لمونځونه چې یې پای ته ورسول، بیا یې د حرکت دعا وکړه او ور سره سم بیا په ګاډي کـې مجلسونه تاوده شول. د بهرام څنګ ته ناست کس د هغه کلیوال نه و، خو د ګاونډي کلیوال یې و او ده یـوازې همدومره پېژنده چې د کومې کورنۍ دی، نوره آشنايي یې ورسره نه وه ، له دوه درې خبرو یې زیاتې ورسره ونه کړې .
په هغه ګاډي کې چې دوی ناست وو، جرمنی بېنز و چې د جوړېدو له وخته یې زیات کلونه تېر شوي وو. نږدې اته کاله، دا موټر په پېښور کې هم چلېدلی و. هغه وخـت یې خاوند هلته مهاجر و او دادی څو کاله کېدل چې دلته یې چلاوه، ځکه خو یې اوس دومره مزه نه وه، لکه پر لاره چې ستړی کېږي، تږی کېږي، دمې ته یې زړه کېږي، اخوا د ېخوا اوبو څښلو ته دوه درې ځایه یې دمه پرې وکړه او ماشین ته یې اوبه ور واړولې چې یخ شي .
د خان وزیر غږ له نورو بیا یو څه لوړ شو:
- خود نو داسې مال خو ریښتیا د حلالولو دی. په خدای کې شېبې ته هم ورته وګورم. که زما وای، په دواړو غـوایانو مې هماغلته په پټي کې چاړه را کشوله.
د ټولو توجه یې ځانته ور واړ و له، خپل غږ یې نور هم لوړ کړ:
- او دا خو لا څه کوې دغه زما خپل د تره د زو کچره ده، په خدای کې یې یوه شپه له ځان سره وساتم .
ټولو د بهرام خواته مخ ور واړاوه. خان وزیر خپـل غږ له نور تمسخر سره یو ځای کړ:
- د تره زو! خپه کېږه مه! زما په مخ کې دوه ځلې تر بار لاندې څملاستلې ده. بار هم په خدای کې دومره دروند و، خر لا وړای شو، خو اخوا ته څه مال و هغه مو تېراوه .
د بهرام مخ تک سور شو. ټولو و خندل او خان وزیر شاوخواته نورو ته مخ ور واړاوه .
- یاره داسې تېزنه کچره مې په خدای کې لا لېدلې وی.
مخ یې بېرته بهرام ته ور واړاوه .
- ورکوه یې د تره زو! له شرمه یې ځان خلاص کړه .
د بهرام په غوږونو کې بیا د خان وزیر خبرو هنګامه جوړه کړه.
- د تره زو! له شرمه یې ځان خلاص کړه...
هېڅ یې ونه ویل، مخ یې نور هم سور شو، نورو څو تنو هم ددې کچرې په اړه یو څه سره وویل، خو هغه د هېچا ځواب هم ونه وایه، تندی یې تریو شو او لکه ټول قهر یې چې یو ځل له ستوني تېر کړی وي، خبرې نورو خواوو ته لاړې، خو بهرام تر خپل کلي پورې نورې خبرې او ټوکې ټکالې وانه ورېدې .
تر کلي په همدې سوچونو کې و:
- ماته د کچرې د څملاستلو پېغور را کوې...
بیا یې سوچ هغه پخوانۍ خبرې ته لاړ:
- ټول کور مو را باندې ګران دی...
نن یې د کچرې پېغور راکړ سبا به د ښځې پېغور را کوي.
اوله دې سوچ سره سم د هغه فکر بیا څلور کاله پخوا وختونو ته لاړ او یوه لنډه شېبه یې په ذهن کې ور وګرځېدله چې مور یې ورته راغله او له دسمال او مبارکۍ سره یې ورته وویل :
- د ګل وزیر زوی خان وزیر پرې جرګې ستړې کړې، خو ور یې نه کړه خو ماته یې نه ونه کړه، کور یې آباد، کور یې ودان ! زموږ له خبرې تېر نه شول!
د بهرام فکر بېرته هماغې پخوانۍ خبرې ته لاړ:
- ټوله کورنۍ ....
او بیا پېغور سترګو ودرېد، د کچرې پېغور ، د کچرې د شرم پېغور ...
د ګاډي بریک یې د سوچونو ، شکونو او غمونو سلسله پرې کړه، د دوی کلی را رسېدلی و.
نن ماښام چې له کوره ووت یوځل یې زړه و چې خپل پلار ته یې ووایي ، خو بېرته یې هوډ واړاوه .
بیا يې فکر وکړ چې دویم ورور ته خو یې ووایه ، هغه خو به خبر کړې ، خو له دې فکره هم تېر شو. په تیاره کې له کوره ووت او له ځانه خپل پټو چاپېر کړ .
***
د ملا د سورت له خلاصیدو سره سم چې لاسونه پورته شول، اګام ماما د ګل سلیم معلم په غوږ کې ورو شانته وویل :
- د دوی خو څه پخوانۍ دښمني هم سره نه وه ، هیڅ د پولې پټي خبره یې هم په منځ کې نه وه ، چې دې هلک څنګه دا کار وکړ؟!
ګل سلیم معلم په بېړه ځواب ورکړ:
- ولې نه . دښمني وه . دښمني شته دا کار د ټول کلي بدي ده، په موږ ټولو کې ده .
اګام ماما حیران شو .
- بدي ! د څه شي بدي!؟
د ګل سلیم معلم په سترګو کې اوښکې پیدا شوې، خو ونه څڅېدې!
- شته . شته په دې ټول کلي کې شته ، څه بدي خو پکې شته .
هغه له دویمې دعا سره له ځايه پورته شو اوپه تګ تګ کې یې اګام ماما ته همدومره وویل :
- شته ، شته خو سوچ، سوچ پرې پکار دی .
اګام ماما حیران وروکتل .
هغه د (( سوچ )) په مانا نه پوهېده .
۲۶/۰۵/۲۰۱۱
هانوې ، وېتنام
میلیا(Melia) هوټل
دوه خويندې، دوه هيلې
- بس دغه يوه مياشت دې يې خدای وځنډوي ، بيا هيڅ پروانه کوي!
دوولوڼو او دوو زامنو يې ورته وازې خولې نيولې وې:
- څه وايې مورې ، څه شی دې خدای وځنډوي؟
- ولې يې خدای وځنډوي؟
- ستا په خبرو موږ هيڅ پوهيږونه!
ريښتيا هم دوی دخپلې مور په خبرو نه پوهيدل ،هغه لکه له ځانه سره چې په خبرو اخته وي، اصلاً يې دوی ته فکرهم نه و، په خپل فکر کې وه .
- هسې هم دا شل کاله جنګ دی ، بس دا يوه مياشت دې هم خدای روغه نه کوي ،بيا که هره بلا کيږي ، پروامې نشته.
مشره لوريې يو څه په خبره پوه نجلۍ وه ، هغې ترې وپوښتل :
- ولې مورې دا ته څه وايې ؟ ته نو وايې چې همداسې جنګ دې وي ،روغه دې نه وي ، دا ته څه وايې هلته چې په وطن کې وې، شپه او ورځ به په جای نماز ولاړه وې او د روغې لپاره به دې دعاګانې کولې .
لږه نوره هم ورنږدې شوه او خپل غږ يې لوړ کړ:
- په موږ ماشومانو به دې هم دعا ګانې کولې چې لاسونه پورته کړئ . چې نورې دا ډزې بندې شي . دا اورونه مړه شي ،دا جنګ سوړ شي .
کشر زوی يې چې ډېرساده و، هسې وخندل او له ځانه سره وګوڼېده:
- مړه شي ...ساړه شي...ډزې بندې شي ، د لته خو نشته...
د مور له سترګو يې اوښکې را روانې وې :
-څه چې مې لرل ،هغه مې و پلورل،څومره مې پورکړي دي ، دمريمې هم احسانونه را باندې دي چې زما په پيسو راغلي ياست.بايد ورته ټولې يې کړم .
له سترګو يې اوښکې وچې کړې:
که يې پور ورپرې کړم هم به يې له احسانه نه خلاصيږم . راته وايي چې ما په ډېره سخته کې لاس درکړی دی او تاخونو اوس دادی پيدا کړې او را کوې به يې .
مريمه يې کشره خور وه چې پخوا له خپل ميړه سره جرمني ته راغلې وه . بچيان يې همدلته پيدا شوي وو . او له خپلې خور سره يې د راتګ لپاره د پيسو مرسته کړې وه . لومړنۍ يوه اوونۍ يې هم ددوی په کور کې تيره کړې وه . بيا چې يې کله پنا واخيستله ، يو لرې ځای ته يې کمپ ته ورکړل .
شپږ مياشتې په کمپ کې وو،خو اوس يې بس يو کور ورکړی و چې هلته ټول د بيلابيلو هيوادونو مهاجراوسيدل . له خپلې خور سره اوس يو څه نږدې وه، ځکه څه تصديقونه يې ورته جوړ کړي وو چې خور يې داعصابو تکليف لري او بايد چې له خپلوانو سره نږدې وي،وکيل يې ورته نيولی و او له همدې کبله شپږ مياشتې وروسته د خپلې خور ښار ته را وکوچيدل ،لومړی به د خور کورته ډېر ورتلل ،خو وروسته به په اوونۍ کې د دوه درې ساعتو لپاره به ورغلل ، مجلس به يې ورسره وکړ او بيا به بيرته خپل کورته راغلل .
يوه ورځ يې مشرې لور ورته وويل:
- مورې ! مريم ترور مې داسې نه ده لکه په اولو شپو کې چې وه .مخکې به يې ډېره مينه راسره کوله خو......
لږ څه خبره به يې وژوله او بيا به يې مورته سترګې ورواړولې:
- خواوس ... نه پوهيږم څنګه يې ووايم، هغه پخوانۍ مينه نه راسره کوي....
دويمې لور به يې ، د هغې خبره بشپره کړه:
- چې کورته ورشو ،سودا يې وي چې کله به يې بيرته له کوره وځو،په ماشومانو پسې همداسې ګرځي چې له بچو سره يې جنګ ونه کړي،دکور څه يې ګډدوډ نه کړي،بس ورپسې را اخيستې يې وي .
مور به يې دا خبرې اوريدې، خو خپله يې هم په ځواب نه پوهيده او مجهول ځواب به يې ورکړ:
- بس څه يې کوئ ،دلته به همداسې وي.مينه لکه چې کميږي . په دې ډوډۍ او آب و هوا کې به څه وي ،زه خو هيڅ نه پرې پوهيږم ، کيدای شي مريمه همداسې شوې وي ، بس کور يې آباد ، زموږ سره يې په خپل وخت کې مرسته وکړه ، نور نو څه ترې غواړو . بس همدومره يې بس دی .
او په دې خبره به يې دواړه لوڼې چوپې شوې او لکه چې قناعت يې حاصل شوی وي .
فوزيه د وطن په ټولو ناخوالوکې هماغلته وه ،هيچرې نه وه وتلې ،خو کله چې د روسانو له وتلو وروسته او د مجاهدينو له راتګ سره سم تنظيمي جګړې ونښتې ، نو په دويمه مياشت کې يې مېړه په يوه راکټي بريد کې په مکرويانو کې ووژل شو او له دې وروسته يې نو ژوند له لويو ستونزو سره مخامخ و. بيا به يې هم دوعا ګانې کولې چې که له دې وروسته امن راشي او بچيان يې د جګړې خوراک نه شي . د هغې په دعاګانو ونه شوه ، خور يې حميده هم په کابل کې اوسيده او هغه ورسره په ټولو غمونو کې شريکه وه .
حميده ددوی مشره خور وه او درې تکړه ځوان زامن يې لرل او ددوی هرکار ته به يې اوږه ورکوله ،خو دغو ناخوالو فوزيه ډېره ځوروله ، په جرمني کې استوګنې خور به يې هم ځواب ورته را استا وه چې اوس نو په وطن کې ستا نه څه پاتې کيږي. راځه دوه خپلې کړه او دوه پردۍ . يو دمکروريانو کور دی ، هغه خرڅ کړه، تر روسيې پورې د ځان چاره وکړه، دلته به دې راورسوو او قاچاقبر به درته پيدا کړو .
همداسې يې وکړل ،خپل د مکروريانو کور يې په ډيرو لږو پيسو خرڅ کړ، لومړی مزار او بيا له هغه ځايه تاشکنداو بيا روسيې ته ورسيدل ، مريمې ورته لارې چارې برابرې کړې او په اتو مياشتو کې جرمني ته لاړل .
د پناه لپاره ډير خلک را روان وو ، ګڼ شمير افغانان هم پکې وو،په هرکمپ کې به څو څو کورنۍ افغانان پراته وو.
د سياسي پناه لپاره د فوزې او دهغې د بچو د ((کېس))ځواب لا نه و راغلي، خو د نورو افغانانو زیاتره ځوابونه منفي وو. فوزيه له دې اړخه ډېره په تشويش کې وه. د افغانانو لپاره د سياسي پناه د منفي ځواب تقريباً ټول دلايل به دا ليکل شوي وو چې په افغانستان کې داسې کوم واحد نظام يا حکومت نشته چې څوک تعقيب کړي،په هر ځاي کې جلا جلا واکمنۍ دي او ځکه څوک تر سياسي تعقيب لاندې نه دي . دا د سياسي پناه د منفي ځوابونو يو عمده دليل و، هسې خوبه بل هرچاته ځيني لنډ دلايل هم ليکل شوي وو ، مقصد چې پناه يې رده شي . که کوم چا ته به د سياسي پناه مثبت ځواب راغلی و، هغه به بيا حکومتي وکيل رد کړ او په دې توګه به يې د سياسي پناه د منلو بهير يا ډېر ځنډاوه او يا به يې له يوې مخې رداوه .
د فوزيې بچي ټول ښوونځي ته تلل ،جرمني ژبه يې زده کړې وه او درسونه يې ښه روان وو، خو فوزيه لا په سوچ کې وه . د مکروريانو کور يې خرڅ کړی و او لکه کوم چا چې وړيا ترې اخيستی وي ،لا د مريمې د ميړه يو پنډ پورونه پرې پراته وو. افغانانو ته د سياسي پناه د منفي ځوابونو بهير به هغه نوره هم غمجنه او خواشينې کړه،په ګاوند کې يوې بلې افغانې چې اوس يې دوسته شوی وه ، هغې ته تل نوي خبرونه راوړل ، هغه هم لکه ددې په څير پخوا دکابل به يو ابتدائيه ښوونځي کې ښوونکې وه:
- وايي چې افغانانو ته دا دوسان نوره پناه نه ورکوي، رښتيا هم وګوره څه حال را روان دی ،که دوه درې کاله همداسې دوام وکړي ، زه وايم هيڅوک به په افغانستان کې پاتې نه شي، دا لا واوره چې وايي بيرته يې ليږي! له هامبورګ او څو نورو ښارونو يې يو بلا افغانان بيرته ليږلي دي .
- جنګ ډېر سخت شوی دی ،خو بل پلو د سولې څه خبرې هم روانې دي، که جنګ ختم شو او سوله راغله ، زياتې نو په دې ملک کې څه کوو،په بلا يې وهو ،خپله به ترې ځو!!
دې خبرو به د فوزيې چورت لاپسې خراب کړ .
***
په کابل کې د فوزيې خور حميده پر جای نمازناسته وه او لاسونه يې دعا ته لپه کړي وو. شونډې يې خوځيدلې ، دعايې ډېره اوږده شوه . دا يوه اوونۍ کيدله چې دعاګانې يې ډېرې اوږدې شوې وې . جنګ ډېر سخت شوی و . د تنظيمونو تر منځ د قدرت لپاره جګړه ډېره پيچلې شوې وه . کوڅه په کوڅه جنګ و. نه يې ځوانان ليدل او نه زاړه، نه نجونې او نه ماشومان، يوازې ددوی په کوڅه کې تر اوسه درې تنه وژل شوي وو، دوه درې کوره بيخي وران شوي وو او هر ورځ به يو يا دوه کوره بل لورته تښتېدل . د ټوپکو له ډزو يې خوب له سترګو تښتېدلی و.
د هغې درې واړه زامن به سهار د وخته له کوره وتل او ماښام په تياره کې به کورته راتلل ، درې واړو شخصي کارونه کول . دحکومت ماموريت يې پخواهم نه کاوه .
دوو يې خپل دکانونه لرل او يوه يې په کوم سرای کې کار کاوه ، هر يو به چې ماښام لږ څه هم ناوخته کړ،د حميدې له زړه به يو خدای (ج) خبر و.
نن جکړه نوره هم توده شوې وه،پاس غرونو او غونډيو ته هم توپونه جګ شوي وو ،له هرې خوا غړمبهار و. حميدې خپله دعا نوره هم اوږده کړه :
- خدايه نو نور کراري راولې ،الله (ج) نور نو د سولې يو تيږه کيږده ! دا مسلمانان ډېر وځوريدل ،خدايه نور نو بس کراري کړې چې هيڅ کور وران نه شي،خدايه مه مې ګنانګاروې ، خو نور يې بس کړه، په خپل فضل يې بس کړه!
خدايه درې واړه بچو ته مې خير کړې ،خدايه ټولو ته خير کړې! په دې ملک نور خپل رحم وکړې، د سولې تيږه پکې کيږدې ! ! خدايه !.....خدايه!...خدايه!
***
د فوزيې ګاونډۍ بيا خبرې پيل کړې وې :
- وايي چې په کابل کې بده جګړه روانه ده ..دلته دغه حکومت هم خبر دی ،ځکه يې اوس ټول ځوابونه ځنډولي . وايي چې نه چاته منفې ځواب ورکوي او نه مثبت .
خو رښتيا هغه د سولې خبرې هم په کوم بل ملک کې پيل شوې دي ، اوازه ده چې کيدای شي کوم د سولې تيږه ددې ظالمو په منځ کې کښېښودل شي .
فوزيه چې کورته لاړله ، ډېره خواشينې وه ، له يوې خوايې په کابل کې خپلې خور ، د خپلې خور بچو او نورو خپلوانو ته سودا وه او له بله پلوه خپل سرنوشت ته ، د خپلو بچو سرنوشت ته فکر وړې وه ، په يو عجيب کشمکش کې وه ، خو چې لمونځ يې پای ته ورساوه ، دا ځل يې دعا ډېره اوږده شوه ، لاسونه نه يې الله ته لپه کړې وو:
- بس خدای تعالی دې يې يو څه نور هم وځنډوي...
غوښتل يې نور څه هم ووايي ، خو شونډې يې نه پرې خوځېدلې ، په زړه کې يې تيريدل ، خو شونډې يې نه خوځولې .
- که دا جنګ لږ نور هم اوږد شي ... که د سولې تيږه څه نوره موده هم ددې ظالمو په منځ کې کښېنښودل شي .
زړه به يې نآرامه شو ، خو زر به يې خپل زړه ته تسلي ورکړه .
- مقصد خو مې دانه دی چې خلک دې پکې مړه شي، خو.... خو... .
او خبره به ترې ورکه شوه ، بيا به په سوچونو کې لاړله ، لاسونه يې هماغسې دعا ته لپه کړي وو:
- خو چې د سولې تيږه يو څه نوره هم وځنډيږي، اوس خو راغلي يو، اوس خو مو ډېر تاوانونه کړي دي، اوس په اسانه بيرته نه شو تلای!
- تر هغو چې مثبت ځواب اخلو ، خدای دې کراري نه راولي ،کنه په هماغه شېبه مو وباسي .
هيلې او دعا وې همداسې تکرارېدلې او خدای زده ولې نن د هغې پر مخ د اوښکو سيلاب هم را روان و، بچي يې ټول ويده وو، خپلو کشرانو بچو ته چې به يې وکتل ،له سترګو به يې د اوښکو سلسله نوره هم ګړندۍ شوه . نن هيڅ خوب نه ورته ، تر ډېره همداسې ناسته وه . تر ډېره يې دعاګانې کولې .
***
نن د فوزيې په کور کې بده ورځ وه . خواشينوونکي خبرونه ورته را رسيدلي وو. د حميدې دواړه زامن يې په کابل کې په خپله کوڅه کې ماښام مهال په ډزو وژلي وو، جنګ لا روان و.
همدا څو شېبې مخکې ورته د مهاجرت له دفتره هم مکتوب راورسيد : ((څرنګه چې په افغانستان کې واحد حکومت نشته چې څوک د سياسي فعاليتونو له کبله تعقيب کړي، نو ستا او ستا د کورنۍ پناه نشي منل کيدای .))
دهغې به زړه کې تېر شول :
دعا ګانې قبولې شوې !
که قبولې نه شوې !
که د خويندو دعاګانې سرچپه شوې؟
خپله يې هم ځواب نه لاره .
۲۹/۵/۲۰۱۳
منادو جزيزه – اندونيزيا
د AIBD کلنی اجلاس
د لوی باغ ونه
نن د هغوی په کورکې ترټولوستره خوشالي وه .
ښځې اونرټول خوشاله وو. نن یې په کورکې هغه څوک مېلمه و، چې دوی یې عمرونه ـ عمرونه دلته د راتگ هیله په زړونوکې ساتله .
پخوا خوبه له ښاره کوم چاپه کوم کوچني لوښي کې د تبرک اوبه ورته راوړې اود دوی د رنځ علاج به پرې کېده. اوس څومره نېکمرغه ووچې هغه خپله د دوی دکورمېلمه و.
دکورپه لویواو وړونن د اخترورځ وه، آن دکلي په ټولوخلکواخترو. پیرعابدد ټول کلي پيرو، د ټولوپه زړونوکې یې ځای و.
پيرعابدنن له مازیگرراهیسې په یوه کوټه کې یوازې ناست و، دکورخلکوهېڅوک د ده کوټې ته نه ورپرېښودل. ټولود هغه د لیدلوتلوسه لرله، د هغه د لیدلودا تلوسه له یوې شېبې څخه بلې شېبې ته زیاتېدله .
دکور خاوندنن خپل ځان ډېر ویاړلی گاڼه. هرڅوک چې به د پیرعابد لیدوته راغلل ، ده به ویل :
- له نن مازیگرراهیسې د همدې کلي د خلکوپه خاطرد لته په دې کوټه کې یوازې ناست دی، ټولوته دعاگانې کوي، په عبادت بوخت دی. په استخاره کې دی .
ماښام مهال دکلي ډېرخلک د حاجي عبدالشکورکاکاپه ځای کې راټول شول، ټول په دې هیله ووچې کله به د هغه مبارکه څېره چې تازه له استخارې اوعباداتو فارغ شوی دی، وویني . د ماښام له خواټول کسان د همده په خاطرد حاجي عبدالشکورکاکاپه ځای کې مېلمانه وو.
حاجي عبدالشکور کاکاچې د پیرعابدپه صفتونوځان ښه ستړی کړ، نویوه سپین ږیري ورو شان غاړه تازه کړه اوویې ویل :
- د لوی باغ ونه ده. موږ به یې په مېوو ماړه شو.
حاجي عبدالشکورکاکاخپل غږله غرورسره ملگری کړ:
ـ موږ ډېرگنهگار یو، چې د هغه لوی باغ میوه به راورسېږي کنه ؟
یوبل کلیوال په خبروکې ورگډشو:
- خدای خومهربانه دی، د ده د عباداتونوپه برکت به موخدای پاک وبښي .
حاجي عبدالشکورکاکاهم لږڅه رانرم شو:
- هو! داخبره خوده، گوره که د دغه مبارک په قدم په دې کلي کې هم خدای یوه خوشالي راولي، له دې غمونوبه سره خلاص شو.
غاړه یې تازه کړه اوخبره یې بیاپسې اوږده کړه :
- خودنیا ډېرظالمه شوې ده، ته گوره چې موږپه څه بدو اخته یواو داسې مبارکان چې لکه پرښتې داسې دي، دوی څومره له موږ سره په تکلیف دي، تل یې په یادیو، تل دعاگانې راته کوي، خدای دې ښه ورسره وکړي .
د ماښام لمونځ ټولوپه گډه اداکړ، پیرعابد له خپلې کوټې نه وراغلی، حاجي عبدالشکورترلمانځه مخکې وویل:
- موږبه خپل لمونځ وکړو، د هغه استخاره لانوره هم اوږدېږي، همدغه د ماښام له لمانځه سره یې یوځای کوي، ډوډۍ ته به مبارک همدلته راشي، که د خدای رضا وه دسترخوان به مو رابختورکړي .
ټولوسرونه وخوځول اوټولوله لمانځه وروسته د پيرعابدد سلامتۍ دعاگانې وکړې چې هغه ډېرعمرژوندی وي اوپه دوی دبرکت لاس راکاږي .
نورنوتیاره زیاتېدله . دحاجي عبدالشکوردکورښځې هم نن په ډوډۍ پخولوستړې شوې وې، ځانونه یې نېکمرغه گڼل چې داسې یومبارک پیرته د ډوډۍ په پخولواومېلمستیاکې ستړې شوي دي . په حجره کې هم دراغلومېلمنوخېټوسوی پیل کړی و، ټولویوبل ته سره کتل اودې ته سترگې پرلاره وو چې پیرعابدله خپلې کوټې راووځي .
څه شېبه وروسته حاجي عبدالشکورحجرې ته ورننووت اوپه ټولویې زېری وکړچې دادی هغه اوس راځي .
پیرعابد سور سپین و، سرخي یې په مخ کې نوره هم زیاته شوې وه، ډېرزوړهم نه و، دگیسونوپه رڼاکې له ورایه راروان وچې دحاجي عبدالشکور ورورخپل یوبل کلیوال ته وویل :
- څه نوراني مخ یې دی، د دغه مبارک !
اوکلیوال ورته په بېړه بېړه ځواب ورکړ:
- نوچې دی داسې نوراني نه وي، بل به لاڅوک وي، څښتن تعالی هم خپل نورپه همدې مبارکانووېشلی دی .
دحاجي عبدالشکور ورورخپل غږیوڅه لوړکړ:
- خدای دې همدغه مبارکان راته ژوندي لري، دا دنیا د همدوی په مخ آباده ده، کنه موږخوډېرگناهگاریو، سرترپایه له گناهونوډک یو.
دوی لاپه همدې خبروکې ووچې پیرعابدراورسېد، زاړه اوځوانان یې په لاسونوورلوېدل، ځینوخوبه لومړی د هغه پرلاسونوسترگې وموښلې اوبیابه یې ښکل کړل .
پیرعابدلکه چې دې صحنې یوڅه ستړی کړی وي، کله چې د ټولوکسانوستړي مشي اود لاسونوښکلول پای ته ورسېدل، هغه دکوټې په پاسنۍ برخه کې په جگه توشکچه کېناست، په هغه توشکچه یوه سره غالۍ هم غوړول شوې وه اودواړو ډډواو شاته یې لوی لوی بالښتونه پراته وو، له کېناستوسره سم حاجي عبدالشکورخپله غاړه تازه کړه :
- که مواجازت وي نومبارکه، ډوډۍ بالکل تیاره ده، ټول ستاسوپه انتظارناست وو.
دپیرعابدپه شونډوکې خنداراڅرگنده شوه اوروشانته یې وویل:
- رایې وړئ، سمه ده!
بیا نولږه شېبه وروسته د ډوډۍ لپاره د لاسونومینځل پیل شول . ترټولومخکې چیلمچي دپیرعابدمخې ته کېښودل شو. هغه خپل لاسونه ووینځل، چیلمچي یې د بل چامخې ته کښېنښود، هغه اوبه یې دکوټې په کونج کې په یوه پرته پاکه چاینکه کې ورخالي کړې ، بیایې بل چیلمچي راواخیست اوپه کوټه کې په نوروناستوکسانویې وگرځاوه .
کله چې د ډوډۍ دسترخوان هوارشواولوښي پرې ځای پرځاې شول، حاجي عبدالشکوربیاپه ماته خوله هغه ته وویل:
- مبارکه! ته خوپه کال کې ایله یوځل په موږ دا مهرباني کوې، موږټول ستا انتظاریوچې دا ډوډۍ موهم رامبارکه کړې .
پیرله ځایه جگ شواود دسترخوان گرچاپیره یې پرپرته ډوډۍ دخپلومبارکولاړوپونه ووروله .
پیریوازې څوگولې خولې ته کړې، نوریې نولاس ونیو، خوراغلوکسانوښه په اشتها ډوډۍ وخوړه، ډوډۍ چې ټولو وخوړه، پیرډېره موده د دعا لپاره لاسونه جگ نیولی وو. بیایې پر خپله توره ږیره لاسونه راکښل اود دسترخوان د ټولولو اجازه یې ورکړه .
له ډوډۍ وروسته بیاهم لومړی د پیرپرلاسونواوبه تېرې شوې اود چیلمچي اوبه یې بیاهم په هماغه چاینکه کې ورتویې کړې . په دروازه کې دحاجي عبدالشکور وراره تیارولاړ و اوچاینکه یې په دواړولاسونوکې ټینگه ونیوه اوکورته یې ورسوله چې دراتلونکي یوکال لپاره دکورد هرغړي د هررنځ علاج پکې پروت و.
ترډوډۍ وروسته ډېرې خبرې ونه شوې، یوازې پیرعابدبه یوه یوه خبره کوله اوټولوبه سر ورته خوځاوه. دپیرعابدزړه په ناست مجلس کې ډېرژرتنگ شو، پرحاجي عبدالشکوریې ورغږکړ:
- حاجي زه درڅخه خپل ځای ته کېږم .
اولاخبره یې خلاصه نه وه چې حاجي عبدالشکور نورو ته مخ ور واړاوه:
- د مبارک استخاره ترنیمې شپې روانه وي، موږ به ترې نورخپلوخپلوکورونوته خواره شو. همداوروستۍ دعایې زموږ دیوکال لپاره بس ده، بیاخدای مهربانه دی .
پیرعابدله ځایه جگ شو، خودحجرې له کوټې لانه و وتلی چې بهریې د ښځواوماشومانوغالمغال واورېد.
حاجي عبدالشکوریې مخې ته ودرېد او ورته یې وویل:
- مبارک! دا ټول لاعلاجه ناروغان دي، له یوکال راهیسې ستاسوپه انتظار وو، (خورده ) ورکړئ چې خدای یې چاره وکړي .
پیرپه بېړه بېړه هرچاته دخپلې خولې د لاړوخورده ورکړه اوچې کله خیربي بي ترور د هغه دخولې د لاړوخورده تېره کړه، غږیې کړ:
- د مبارک ترنامې قربان شم، لاړې یې هم دوا ده، دټینچرو بوی پکې دی، ټک وپتری دی!!
پیرعابدچې څنگه د خپلې کوټې پر وره ورننوت، له خپل ځان سره د راوړې ویسکي له بوتل نه یې وروستي غړپونه هم په بېړه بېړه ترستوني تېرکړل .
هند- اگره
۱۳۸۷ هـ . ش.
شلمه شپه
انجینر طلا محمد چې کله د الوتکې ټکټونه جېب ته کړل ، نو زړه ته يې ولوېده چې د مور علاج یې ممکن دی . ډاکترانو ورته ویلي وو چې کله دې هند ته ورسوله، نو چاره به یې وشي .
مور یې ډېره موده د زړه له رنځه کړېدله او په وطن کې چې یې په هر څومره ډاکترانو وګرځوله او په دوایانو یې خپل جېبونه تش کړل،خو د مور علاج یې ونه شو .
د پاسپورت او ویزې کارونه چې خلاص شول ، د پېسو په لټه کې شو ، یو څه یې خپله لرلې او پاتې یې له درېو وروڼو را ټولې کړې او دومره پېسې ورسره برابرې شوې چې د هغه د حسابۍ له مخې هم یې د مور علاج پرې کېدای شي ، هم د سفر لګښتونه او هم د هند استوګنه .
زړه يې راټول شواوچې د ټکټ د اخېستوخبره يې خپلې مورته وکړه،په هغې لکه د خپل رنځ د بیخي رغېدو زېری چې شوی وي، د سفر تر ورځې له خوښۍپه جامو کې نه ځايېده ، هغې ته داسې ښکاره شوې وه چې که هندوستان ته ورسېدې، ژوندۍ پاتې کېږې او کنه نو مرګ ته ځان چمتو کوه .
له ډاکترانو یې هم دا اورېدلي وو ، یا یې له دوستانو ، خو زیاتره یې خپلو تشویشونو هم هغه ډېره ځوروله .
په دریو ورځو کې یې ځانونه سفر ته جوړ کړل ، د سفر پرسهار یې د مور سترګې له اوښکو ډکې وې، له خپلو نږیندو ، نمسو او بچو سره يې مخه ښه وکړه ، خو په مخه ښه کې یې له یوې خوا د علاج هیلو هغې ته یو څه د خوښۍ امېدونه ورکول او چې د عملیاتو خبره به یې زړه ته ولوېده، بیا به یې اوښکې را تېزې شوې، ټولو ډاډ ورکاوه ،مشر زوی یې ورته وویل:
- مورې! بس چورت مه خرابوه، په يوه مياشت کې به ځوانه جانه راستنېږې. نږيندوبه يې په نه زړه د دې لپاره خندل چې خواښې يې فکر ونه کړي چې گوندې هغه ډېره سخته ناروغه ده اوخدای زده که بېرته ژوندۍ راستنه شي .
زامنواو دوونمسويې هغه ترهوايي ډگره بدرگه کړه اوبيا نوسره جلاشول. دآخري رخصت په وخت کې يې مورخپلوزامنواونمسوته مخ ور واړاوه :
- ټول دعاگانې کوئ، چې دا ليدل مو وروستني نه شي.
بيايې اوښکې راروانې شوې او الوتکې ته روان شول، په الوتکه کې انجينرطلامحمدپه خپلې مور ډېرپام کاوه اوهغه چې څنگه له کابله را روانه شوه بيايې نواوښکې وچې شوې اودعلاج امېدونويې زړه ته خوښۍ وربښلې .
ډيلي ته له رسېدلوسره سم يې يو ارزان بيه هوټل پيداکړاو يوه برابره شان کوټه يې پکې کرايه کړه، په کوټه کې دوه چپرکټه وو اوسره له دې چې هوټل دهندپه پلازمېنه ډيلي کې و، خوچندانې ښه نه و، مگرپه بيه کې يې گوزاره کوله اوله همدې کبله يې زړه ورته ښه کړ .
په دوه درې ورځوکې يې دکوم ښه ډاکټراود هغه ډاکټرد شخصي روغتون (هسپتال ) پته پيداکړه. وخت يې واخيست اوخپله موريې وروستله. هغه معاينه کړه اودوه ورځې وروسته يې د عمومي معايناتووخت ورکړ، دوه ورځې وروسته چې راغلل اوبشپړه معاينات يې وکړل نوورته معلومه شوه چې د موردوه رگونه يې بشپړبنددي اواساسي عملياتوته ضروريت لري . ډاکټرانيل هغوی ته توصيه وکړه چې موريې ترعملياتود مخه بايديوشمېرنورې دواوې وخوري چې عملياتوته چمتوشي، ځکه چې له يوې خواډېره کمزورې وه اوله بلې خوايې يوڅونورې داسې ناروغۍ هم لرلې چې ترعملياتود مخه يې بايدعلاج شوی وای .
انجينرطلامحمداوموريې لاد هوټل په هماغه کوټه کې وو ، هغوي په دې خوشاله ووچې هوټل يې د ډاکټرانيل له روغتون څخه ډېرلېرې نه و. په دوواونيوکې هغه دې ته جوړه شوه چې د زړه عمليات يې ترسره شي. موريې د ډاکټرد لارښوونې له مخې له عملياتوڅوورځې مخکې بايدپه روغتون کې بسترشوې واي. همداسې يې وکړل، موريې په روغتون کې بسترکړه. دی به ډېروخت ورسره په روغتون کې و اوکله کله به يې چې زړه ډېرتنگ شو، کومې خواته به يې چکروواهه .
اوس نوحتمي نه وه چې د هوټل دکوټې په څېر، په هېڅ ډول د مورله څنگه جلانه شي، اوس يې د عملياتود ورځې تر را رسېدو پورې کله کله دچکروخت هم لاره .
انجينرطلامحمدسره له دې چې انجينري لوستې وه، خوله تاريخ اوادب سره يې هم دزړه لېوالتيا اومينه ډېره وه، د ورځې خوچې به يې په ماسپښين کې په هوټل کې زړه تنگ شونود ډيلي د تاريخي ځايونو ليدلوته به يې مخه کړه : لال کلا، قطب منار، د نظام الدين اوليا مزار او نورتاريخي ځايونه يې په څو ورځوکې وليدل. اوس يې نوزړه ډاډه شوی و چې موريې په ښه روغتون کې بسترده اوڅلرويشت ساعته يې څارنه کېږي، موريې هم يوه ورځ ورته وويل:
- طلابچيه، لږلږگرځه چې زړه دې تنگ نه شي.
انجينرطلامحمدځواب ورکړ:
- نه ولې به مې زړه تنگېږي: د همدې لپاره راغلي يم مورې، ستاله څنگه هسې هم ډېرنه جلاکېږم .
- موريې داځل په جديت ورته وويل:
- خوطلابچيه! زه خوپوهېږم چې په روغتون کې دې زړه راسره تنگېږي، بس زماله خوا درته اجازه ده، ترعملياتوچې هره خواگرځې گرځه .
بيايې په جديت ورته وروشان وويل:
- خوپه عملياتوکې اوترعملياتوڅوورځې وروسته به مې له چپرکټه لرې نه ځې، کنه زړه به مې درز وچوي! انجينرطلامحمدورته په خنداشو.
- خدای دې زړه مه چوه مورې! په همدې زړه دې څومره پيسې ولگولې؟ ته يې اوس داسې اسان چوې، چورت مه وهه، بيابه شپه اوورځ درته ولاړيم .
موريې هم په دې خبره وخندل اوبياخودواړوخبره سره اوږده نه کړه .
انجينرطلامحمدچې به له روغتونه په ماښامي کې ووت، ترهوټله به پلي ته، د شلود قيقوپلی مزل و اودی خوشاله وچې يوڅه خوبه يې وخت ښه تېرېږي اوبل به دځای پرځای ناستې څخه پلی تګ هم ورته غوره وي .
نن يې مورخوشاله ورته ښکارېده، دی هم په دې خوشاله وچې دمورنورټول تکليفونه يې ښه شوي واونن سبادعملياتوخبره ده، ډاکټرانيل نن پوره ډاډورکړچې په عملياتوکې هم هېڅ دتشويش خبره نشته، موربه يې په عملياتوکې هېڅ ستونزه ونه ويني اوله عملياتوبه رکه روغه راووځي .
خپلې کوټې ته ورننوت ،لومړي يې ځان و وينځه اوبياپه کټ کې ستونی ستاغ پريووت .نن يې زړه وشوچې تلويزيون چالان کړي، د تلويزيون په ليدو به يې کله کله خپل وخت تېراوه. چينلونه به يې يوپربل پسې اړول را اړول. په يوه په زړه پورې فلم ور برابرشو، د مينې يوفلم وچې دی يې له ځانه سره يووړ . مينه تودېدله اودی هم ورسره تودېده . په زړه کې يې نوې خبرې ور وگرځېدې، لکه له ځانه سره چې خبرې کوي:
- خلک خووايې چې هندوستان هم د مينې وطن دی .
- چې لږخومې خوندهم پکې اخيستی وای!
فلم لاچالان و، مينه لاپسې توده شوه اوحساسوځايونوته لاړه . د انجينرطلامحمدزړه ټوپونه پيل کړل . هغه ته دخپلوهغوملگروخبرې هم ورپه يادې شوې چې په کابل کې يې ورته ويلي وو.
- ځه په هندوستان کې به خپل ساعت هم تېرکړې، اوله ځينويې لااورېدلي ووچې په هندوستان کې داسې ځايونه شته چې جنکۍ پکې پيداکېږي، د هنددکمچني خانويې هم اورېدلي وو.
فلم لاروان و، د انجينرطلامحمدپر زړه يوناڅاپه کمچني خانې وورېدې. په خپل ځاي کې کېناست، بيا له ځايه راجگ شو، يوځل تشناب ته لاړاوچې له تشنابه بېرته راووت، بيا فلم ته کېناست، زړه يې نه صبرېده، بيا له ځايه جگ شواوخپله المارۍ يې بېرته کړه . المارۍ يې زربېرته بنده کړه، آن په دې پوه نه شوچې دڅه لپاره يې الماري بېرته کړې وه. بېرته په خپل ځاي کې کېناست . لږ سوچ يې وکړ، په خپل فکريوڅه پښېمانه شو. موريې لاپه روغتون کې وه . نن يې شلمه شپه وه چې ډيلي ته راغلی و، ښځه اودوه ماشومان يې هم ورته سترگې پر لاره دي . په خپل پخواني فکريوڅه پښېمانه شو.
بيا تشناب ته لاړ، مخ ته يې بيا اوبه ور واچولې اوبېرته راغی، په خپل چپرکټ کې اوږد وغځېد، بيايې د فلم ليدل پيل کړل، اوس نودفلم جلۍ لکه بيخي لوڅه داسې وه، اوداسې څېره يې وه چې د ده ډېره خوښېده. بياپه زړه کې وروگرځېدل چې په کمچني خانوکې به داسې څېرې هم پيداشي کنه؟ خلک خووايي ډېرې ښايسته جونې هم پکې دي .
بياسوچونو په مخه کړ:
- شل شپې کېږي چې يوازې يم. راځه په دا شلمه شپه زړه ته لږه هوا ورکړه، بياهسې هم سبابل سبا د مورعمليات دي، بياترې هيچېرې نه شم خوځېداي اوبياپسې روانېږوهم .
بيايې فکرکابل ته شو، خپلوبچوته، خوډېرزريې په زړه کې ور وگرځېدل چې شل شپې هم گو زاره سخته ده .
فلم لاروان و، فلم دی نه پرېښوده اوده فلم . له ځايه پورته شو، خپل کالي يې بدل کړل، بېرته پرخپل ځای کېناست، نورلکه چې دټينگې نه و، له ځان سره وبونگېده:
- له کومې رکشې والابه پوښتنه وکړم، هغوی ته به داځايونه معلوم وي .
په بېړه له خپلې کوټې ووت، يوڅه پلي لاړ. يوې اوبلې خواته يې کتل چې که کومه تشه رکشه پيداکړي، یوه يې پيداکړه ، په گډه انگرېزۍ او اردو يې ترې د هغې کوڅوپوښتنه وکړه، ريکشاوالايې په خبره پوه نه شو، د انجينرطلامحمدله اردوڅخه انګليسي ژبه ښه وه، خود هندوستان ريکشاوالاپه انگليسي نه پوهېږي . له يوبله يې په ماته خوله وپوښتل . هغه په هرڅه پوه شو، ويې خندل:
- لکه چې ډېرتږی يې، گرمي ده يار، ځان سړوې؟
د انجينرطلامحمدخوله هم چينگه شوه:
- بس ترهغه ځايه به مي ورسوې .
رکشاوالاورته بياپه موسکه خوله وويل:
- راخېژه، راخېژه وبه دې رسوم
انجينرطلامحمدپه بېړه ريکشې ته وخوت اوريکشاد ډيلي په سرکونوکې سرگردانه روانه شوه، د ډيلي سړکونه هم په ماښام کې له موټرو، موټرسايکلو، بايسکلونواوپليوداسې ډک وي چې ډريوري يې ډېره ستونزمنه وي، ريکشاوالاد موټرو اوبسونوپه منځ منځ کې ځان ترټولود مخه کاوه اوپه شلو دقيقوکې يې هغه مطلوب ځاي ته ورساوه .
ريکشاوالاچې څنگه بريک ته پښه وروړه، دوه درې کسانوپه ريکشا ورټوپ کړل، کله چې ريکشا ودرېده، يوتن ترټولودمخه د ريکشا مخې ته ودرېد،پر انجينرطلامحمدگردچاپېره تاوېده اوبل چاته يې نه پرېښوده:
خان صېب ښکلي شيان راسره دي، دگوتوغمي دي، ارزانه دي قيمته نه دي .
انجينرطلامحمدحيران شوچې داڅه بې شرمي ده، د لارې په سرداسې ښکاره دلالي اولکه چې په سوالونو اوزاريو دې بيايي، دلال بياپه پرله پسې توګه خبرې کولې:
- هرډول دې چې خوښه وي، پنجابۍ، بنګالۍ ، د بمبيي اونورې ډېرې، د هرعمر۱۸ کلنه، ۱۹ کلنه، شل کلنه لکه د فلم جنکۍ دي...سرته يې يوځل وګوره هره يوه چې دې خوښه شوه .
انجينرطلامحمدته دفلم هماغه جلۍ ورياده شوه اوبيايې زړه ټوپونه پيل کړل. دلال بياپه خبروسرشو:
- سر! خوښېږي دې، ټولې دې خوښېږي، قيمت يې هم بس ډېر کم ، ته يې يوځل وګوره سر...
انجينرطلامحمدورته وويل:
- بس سمه ده، ډېرې چغې مه وهه، مقصدچې ښه مال وي، درځه .
دلال مخکې اودي ورپسې شو.
د ټوو دروازې بېرته وې اودلالان اودلالانې يې مخوته گرځېدل اوخلکوته يې اشارې کولې، دلال په يوه زينه ور روان شو، انجينرهم ورپسې ور وخوت، څنگه چې پاس ور وخوت، يوډول بوي يې په سپيږمو ورننوت، غوښتل يې چې بېرته راستون شي، خودلال هماغسې په تندۍ چالان و اود خپلوجونوصفتونه يې کول، په دهليزکې دوه درې پخې اوپلنې ښځې يوې اوبلې خواته گرځېدې، يوې ته يې غږکړ: هغه راغله، ده ته يې دکوټې دروازه بېرته کړه، لکه زندان ته چې ورننوتی وي، غوښتل يې چې بېرته راووځي، خودلال هماغسې چالان واودروازه يې دشاه له خواهم تړله شوې وه، دلال داځل يوڅه په محکم غږوويل:
- ورکړه دې ته روپۍ .
انجينرطلامحمدپه حيرانۍ ترې وپوښتل:
- دې ته يې ورکړم؟ تاخوويل چې ځوانې جنکۍ دي؟
دلال په خندنۍ توگه ورته وويل:
- شته دي، شته دي اوس درته ټولې راولي، ټولې به دروښيي اودروازه يې بېرته کړه، دوه تنه نورهم کوټې ته راننوتل اوده چې هرڅومره زورونه ووهل چې له کوټې ووځي، کوټه بيا له دواړوخواوو تړله شوې وه. راغلي دوه تنه چې يوډېرځوان اويودپاخه عمروو، د ده دواړوخواووته ودرېدل، د انجينرطلامحمدزړه درز ولوېد لکه چې په لويه بلاکې گېرشوم.
دلال بياورته وويل:
- ورکړه د دې ښځې حق ورکړه .
انجينرطلامحمدجېب ته لاس کړ، خپله د پېسوغوټه يې راواخيستله . اوس ايله پوه شوچې څومره لويه غلطي یې کړې ده، ولې په هرځاي کې دپېسوټوله غوټه له ځانه سره گرځوي، نه دهوټل په کوټې اعتبارلري اونه د روغتون په هغې .
زر روپۍ يې هغې ښځې ته ورکړې اود ولاړو دريوو تنوسترگې دپېسوپه غوټه کې ښخې شوې . غوښتل يې چې غوټه بېرته خپل جېب ته کړي، خوهغه نوي راغلي کس ورته وويل:
- ته راکړه داغوټه چې موږيې بايديوځل کنترول کړو، چاقوماقوخوبه پکې نه وي؟
هغه هڅه وکړه چې غوټه خپل جېب ته کړي خويوتن يې يولاس ونيواوبل يې بل، کڅوړه يې ترې واخيسته، ټولې يې حساب کړې، يوبل ته يې سره وکتل، دوه زره روپۍ يې ترې طلامحمدته ورکړې اونورې يې ټولې په خپلومنځوکې هماغلته وويشلې. طلامحمدچې هرڅومره زارۍ ورته وکړې، هرڅومره چې يې ځان يوخوا بل خواکړ، گټه يې ونه کړه، د زندان په داسې کوټه کې گېرشوی وچې اوس يې خلاصون نه و.
درې واړه په بېړه له کوټې ووتل، هغوی د شا له خواکوټه بېرته وتړله اوپنډې ښځې له دنني خواکوټه قلف کړه، طلامحمدته يې مخ ور واړاوه:
- اوس نو راځه چې خپل کار وکړو، راځه ځان سوړکړه!
پرطلامحمدد خولوسېلاب را روان و، ښځې ته يې وويل:
- څه شی، څه شی؟
ښځې خپله پټۍ (پرتوغاښ) خلاصه کړه اوبيايې ورته وويل:
- راځه خونوڅه شي ته راغلی يې؟
د هغه مخ نورهم له غوصې تک سورشو:
- زه ځم، ځم، هيڅ شي ته نه يم راغلي، د غول خوراک ته راغلي وم!
پخې ښځې هم هغه ډېر ونه ځورا وه، خپله پټۍ يې بېرته وتړله اودروازه يې وډبوله، له هغې خواهم دروازه بېرته شوه.
انجينرطلامحمدپه بېړه له زينو راښکته شواو لږ وړاندې چې لاړ زوړندغوږونه بېرته په ريکشاکې کېناست .
هند، نوی ډيلی
۱۳۸۷ هـ .ش.
دسپين غرپه څنډوکې
برېښنا ګل شوه ، ټولو په خپلو منځونوکې خبرې بس کړې ، له لږې شيبې ځنډ وروسته د ټولو سترګې هماغې يوې نقطې ته ځيرشوې.
خيرالله او سيدعثمان دواړو لکه يو له بل سره چې يې د غږ دلوړوالي سيالي وي ، چغې يې وهلې :
- جلال آباد ... جلال آباد ...
يوه چې به خپل غږ لږ ټيټ کړ ، بل به د لوړ غږ هنګامه جوړه کړه .
- دوه سورلۍ ... دوه سورلۍ ... نور نو موټر ډک دى !
يوه سورلۍ چې ورته پيدا شوه ، بيايې نو طبعه جوړه شوه او په غږ کې يې يوڅه خوښي هم ورپيدا شوه :
- بس يوه سورلۍ ... يوه سورلۍ ! راخيژئ لکه توغندى داسې په بېړه به جلال آباد ته رسېږئ ! راخيژئ راخيژئ !!
په سيدعثمان داخبره ښه ونه لګېده :
- جلال آباد ... جلال آباد !! زړو موټروته مه خېژئ ، نوي ته راخيژئ :
بيايې آواز له تمسخر سره ملګرى کړ :
- هسې نه چې په نيمه لارکې پاتې شئ !
خيرالله بيا چيغې کړې :
- يوازې يوه سورلۍ ... راخيژئ توغندي ته راخېژئ !!
او د موټر ډريور موټرته يوڅه حرکت ورکړ . له ورايه يوه سورلۍ د اډې خوا ته را روانه وه . خيرالله بيا غږ کړ :
- جلال آباد ! جلال آباد ! يوه سورلۍ ... راځه کاکا ، راخېژه !
د سيدعثمان موټر په دې موټر پسې نښتى ولاړو ، هغه موټر هم حرکت وکړ او له حرکت سره سم سيدعثمان بيا نارې کړې :
- کاکا ! دې خوا راځه ! دادى موږ هم ورپسې روان يو ، له هغه مومخکې رسوم ... راخېژه کاکا !
سورلۍ حيرانه وه چې کومې خواته لاړه شي ، دواړو کلينرانو غبرګې چغې وهلې . په هډه کې لومړى وار دخيرالله دوى د موټرو، خو په دويم لمبر کې بيا د سيدعثمان دوى ګاډى پسې ولاړ و. يوڅو سورلۍ په دې بل کې هم ناستې وې او آن د دريم موټر څو سيټونه هم نيول شوي وو . دلومړى سيټ د نيولو لپاره به مخکې لا سورليو خپل پټوان اوڅادرونه په سيټونوکې کښېښودل اوبيا به چې کله هغه موټر نور ډک شو، دوى به هم وروختل.
دکږې بازار تل له ګڼې ګوڼې ډک وي . دکږې په اډه کې تل چيغې وي ، څوک يود بل غږ نه اوري . دکږې د موټرو د اډې هغه برخه چې د جلال آباد موټر پکې ولاړ وي ، هلته نوبيا بيخې زياته ګڼه ګوڼه وي . نن هم همداسې حال و . د خوګياڼيو له بېلابېلو ځايونو چې به خلک کږې ته راورسېدل ، نو دلته به سيخ دجلال آباد اډې ته روان شول . له چاسره به ناروغان وو ، څوک به په سودا پسې روان وو ، يونيم به پکې د حکومتي يا ناحکومتي برخو کارکوونکي وو . يونيم به پکې دکوم بل ځاى مساپر و . چا به يوڅه په شاکړي وو ، جلال آباد ته به يې وړل .
***
يوځل کږه راښکاره شوه ، شنه پټي ، ____ دميوو ونې ، د خوګياڼيو بېلابېلې منظرې ، پچيراواګام او ، ددې سيمو ښايست ، د شنو غرونو ښکلا، د سپين غر دڅنډو شنې لمنې ، تک شين آسمان ، دنجونو يوه ډله چې لوى لوى رنګه پړوني يې پر سر وو او چېرته روانې وې ، هلته وړاندې په دېروکې کټونه چې څوکسه زاړه او ځوانان پکې ناست وو او له چلمونو لوخړې ختلې .
دخوګياڼيو بېله بېلې سيمې ، وزير ، آه څومره ښايسته دى !
مرکي خېل ، دا د باغونو سمسوره سېمه ، پچير او اګام دايې لا دشنو ونوڅه ښکلې ځنګلې دي ... توره بوړه ...
او د تورې بوړې د نوم په اورېدو ټول حيران شول ، يوبل ته يې سره وکتل ، ځينو لايوبل ته وموسل ، خو هلته بېرته دکږې په بازارکې د خيرالله او سيدعثمان چغو د هغوی پاملرنه خپلو ځانونو ته ور واړوله .
- جلال آباد ! جلال آباد ... يوه سورلۍ !
- راخيژه کاکا ... دادى موږ هم پسې ور روان يو .
او سورلۍ دويم موټر ته وروختله ، لا په خپل سيټ کې ناسته نه وه چې خيرالله ورمنډې کړې اوسورلۍ يې له لاسه ونيوله .
- راکوزشه کاکا ! زما نوبت دى ، اول به زما موټر ډکېږي اوبيا به دابل!
سيدعثمان هم سورلۍ له بل لاسه نيولې وه :
- هر چېرته چې سورلۍ کښيني ،خپله خوښه يې ده ، د چا پلار يې هم نشي راکوزولاى .
خو په دې وخت کې د خيرالله د مټو زور هغه سورلۍ لا دوخته له هغه بل موټره راکوزه کړې او دخپل موټر خواته يې روانه کړې وه .
- اوس به يې وګورې چې د چا پلاريې ايسارولى شي کنه !؟
سره لاس اوګريوان شول ، ډريوران هم له خپلو موټرو راکوز شول، دنورو موټرو کلينران او ډريوران هم پرې ورټول شول ، خيرالله او سيدعثمان په لږه شېبه کې يو پربل پوره ګوزارونه کړي وو ، ډريورانويې هم يونيم سوک څپېړه يوبل سره ووهل ، بيا پرې خلک ورټول شول ، سره خلاص يې کړل . خو يوبل ته يې همداسې سپکې سپورې سره ويلې . د نورو موټرو ډريورانو په بيړه بيړه هغه سورلۍ لومړي موټرته وروخېژوله او دهغه موټروان يې هم موټر ته وروخېژ اوه او ورته يې وويل چې موټر ژر روان کړ ئ .
لومړنى موټر روان شو ، خو سيدعثمان خپل مشر ورور ته چې موټر يې هم چلاوه ، وويل :
ځه ، خداى دې خير کړي ، سره ګورو به ، داسې خو رانه نه شي خلاصېداى ...
- مشر ورور يې هم په غضب ورغبرګه کړه :
- خيرالله لا اوس خداى دومره کړ چې زما له موټره سورلۍ ښکته کوي !؟
***
دخوګياڼيو د مرکي خېلو په يوکلي کې د لاټين تتې رڼا ته سيدعثمان ، مشر ورور يې ګل رحمان اوپلار يې سره ناست وو او يوبل ته يې لکه نه چې سره کتل . پلار يې ورته وويل :
- نوتاسو څه بلا وهلي وئ . هغوى هم دوه تنه وو او تاسو هم ؟
سيدعثمان زمکې ته کتل او ځواب يې ورکړ :
- خلکو رانه خلاص کړل ، کنه پلار يې رانه نه شو ښکته کولاى!
پلار يې بيا په ورو غږ ورته وويل :
- بې غيرتو!!
-ګل رحمن په يوڅه لوړ غږ ورته وويل :
- پلاره ما غزه مو مه خرابوه ، دى به هم رانه ښاد نه شي ، سبابه خپل زور ور وښيم.
سيدعثمان هم له زمکې سر راپورته کړ :
-خيرالله له دوه درې مياشتو راهيسې راته برګ برګ کېږي . زه به يې هم خوښ شم .
پلار يې ورو شانته ورته وويل :
- نن يې سورلۍ درنه ښکته کړه ، سبا به ښځه درنه ښکته کړي.
سيدعثمان اوګل رحمان دواړه له ځايه جګ شول . ګل رحمان وويل:
- خيرالله به هم نور رانه خپلې ښځې ته ونه وايې چې : اوبه راکړه!
سيدعثمان لاپه قهر ورغبرګه کړه :
- دخيرالله نه په قام کې هم لوړيم ، څنګه سورلۍ رانه ښکته کولاى شي؟
موريې د چايوچاينک مخې ته ورته کښېښود ، خو سيدعثمان او ګل رحمان لکه چې مرور وي ، هماغسې ولاړ وو .
پلار يې ورو شان ورغږ کړ :
- کښېنئ ،چاى وڅښئ ، سبا سهار دوخته به ګورو .
سبا سهار دوخته لا تياره هماغسې تته خپره وه چې سيدعثمان ، ګل رحمان او پلاريې له خپلو ټوپکو سره له کوره ووتل ، به بېړه يې ځانونه دخيرالله دوى دکور څنډې ته ورسول ، د دروازې يو اړخ ته د توتانو دونو ډ ډونو ته يې ځانونه پناه کړل ، خيرالله د دروازې لورې ته روان شو او چې څنګه يې دروازه بيرته کړه او دوى پوه شول چې خپله خيرالله دى ، نو د ډزو يوباټ وچلېد .
د دروازې څنډې ته خيرالله په وينوکې لژند پريوت ، دوى درې واړه ترې بېرته په بېړه روان شول .
***
د سينما پر پرده يوځل بيا د سپين غر لوړې څوکې ښکاره شوې چې هماغسې په واورو سپينې وې . يوځل بيايې د خيرالله وينې ښکاره کړې او په پاى کې د سپين غر پر څوکه دخيرالله په وينو وليکل شول :
- پاى
برېښنا بيرته روښانه شوه . دژوري هيئت استرليايي غړي وويل :
- دفلم ډايرکټ ډېرښه و ... ډېرښه و، د سمبولونو په بڼه هرڅه ښکلي راغلي وو ، نوي ټکي يې لرل ، ډېر نوي ، خو ...
دژورى هيئت فرانسوي غړى هم دتاييدلپاره سروخوځاوه :
- له ”خو…“ به دې حتماً مقصد داوي چې کيسه له حقيقت څخه ډېره لرې ده !
د هيئت يوبل غړي وويل :
- کيسه بالکل له حقيقت څخه لېرې ده ، ديوموټر پر سورلۍ داسې ټوپکې د نړۍ په هيڅ ګوټ کې نشي چلېداى !
استراليايي غړي بيا وويل :
- هو دکيسې پاى له حقيقته لرې ده ، داسې وحشت له حقيقته لرې دى ، که يې پاى بل ډول واى ، فلم دجايزې وړو ، دلومړۍ جايزې وړو .
دژورى هيئت دغه متن په ګډه لاسليک کړ :
(( دسپين غر په څنډوکې ))فلم دکيسې دپيښو د نه ريښتينوالي له کبله دجايزې وړنه دى .
اوټول له سالون څخه ووتل .
کابل
١٣٨٩ ، دجدى ١٠
پړسېدلی
هغه چې څنگه د بسونوله تمځايه راتېرشو، د عسکرسترگې پرې ولگېدې. شک ورپيدا شو. په څنگ کې ناست خپل ملگري ته يې وويل:
ـ ته گوره ياره، په دي هلک کې خوڅه پسات راته ښکاري، څنگه يوې اوبلې خواته گوري؟
ملگري يې په نه زړه وروکتل، خووروسته دی هم لږڅه جدي شو:
ـ حرکت يې غيرمعمولي دی، ماته هم څه پسات پکې ښکاري.
حبيب الله همداسې وارخطا راروان و، موريې اوس هم سترگوته ولاړه وه، هغې نن هم سهار دعاگانې ورته کړې وې او ورته يې ويلي وو ، خدای دې مل شه بچيه! بيايې له سترگوڅوڅاڅکي اوښکې راتويې شوې وې اوپه سلگويې ورته ويلي وو:
- خدای دې د زړه مرادحاصل کړه بچيه
اوله همدغواوښکوسره يې رارخصت کړی و.
داځل نودويم عسکرپرخپل ملگري غږوکړ:
- ته گوره چې مزل يې څنگه گړندی کړ، دا خولکه د تاڼه دارخواته چې روان وي،
- ته ګوره ګړندی شو
لومړي ملگري یې په حیرانۍ وروکتل، دی هم وارخطاشو:
- ته گوره داپړسېدلی شانته نه دی ؟
هغه بل په حیرت ورته وویل :
- ماته خوپکې پوره پسات ښکاري ، ترڅا درلاندې یې د واسکټ دواړه څنډې ښکاري، خوته ورته گوره څه شی پکې غیرمعمولي گورې؟
ملگري یې ورته وویل:
- هرڅه یې غیرمعمولي دي، پړسېدلی دی . ددې عمرهلک هېڅکله دومره پړسېدلی نه وي، ته ورته وگوره ، ته گوره کنه.
هغه بل په بېړه ورغږکړ:
- ښه پوره باروت یې په ځان پورې تړلي دي، ځانمرگی دی، بالکل ځوانمرگی دی .
- ماله اوله هم دا گومان پرې کړی و.
هلک د میدان په منځ کې پښه نیولی شو. شاته یې وکتل، لکه چې خپل کوم بل ملگری څاري، خوبیایې خپل ښي اړخ ته وروکتل، شاته یې نورډېرخلک هم راروان وو، څادریې نورهم له ځانه ښه تاو راتاوکړاو د تورخم د دروازې پرلوریې پښه گړندۍ کړه .
- دواړه عسکر وارخطا شول، د زړونو درزایې زیاته شوه، حبیب الله مخامخ د دوي پرلور ورروان و، خودوی ته یې نه ورکتل، خپلې سترگې یې په زمکه کې ورښخې کړې وي، لکه هېڅوک یې چې نه گوري .
دواړوعسکرود ټوپکوخولې حبیب الله ته ونیولې:
- وه هلکه! پرځای ودرېږه!
- چې نورراتېرنه شې!
- تاته وایم وه هلکه!
خوحبیب الله لکه چې د هیچاغږ نه اوریده، هغه بیخي په بله دنیاکې و. اوس یې هم د مورسهارنۍ اوښکې مخې ته ولاړې وې، د عسکروغږونو پرې هیڅ اثرنه کاوه .
دواړه عسکر پوره باوري شول چې هلک ځانمرگی دی ، کنه په دومره چیغوخوبه خامخا درېدلی وای. حبیب الله نورهم د دوی خواته رانږدې کېده، دوی بیاپرې داځل خپل اوازونه نورهم لوړکړل:
ـ وردېږه!
ـ وه هلکه ځای پرځای ودرېږه!
شاوخواخلکوچیغې اورېدې اوهریوه فکرکاوه چې دوی ته څوک غږکوي. یوازې حبیب الله وچې د چاد چغوپروایې نه کوله، لکه بیخي چې د چاغږاوري نه، د عسکرد چغواوخبردارۍ غږچې د درېیم ځل لپاره نورهم اوچت شو، حبیب الله دروازې ته نورهم ورنږدې شوی و، لکه چغې چې بیاهم نه اوري .
حبیب الله منډه کړه اوله منډې سره سم د عسکرو دواړه ټوپکې وچلېدې .
د تورخم دواړو خواووته د خلکوغوږونه بوڅ شول. ټول حیران شول چې څه پېښه وشوه، د ټوپکولټونه ووهل شول. خلکویوې اوبلې خواته منډې کړې .
لږه شېبه وروسته خلک په حبیب الله ورټول شوي وو، له ځانه راچاپېره کړې د اوړو بوجۍ یې ټوله په خپلووینواغږلې(اخښلې) وه .
هند- نوی ډیلي
۱۹۸۷ ع
اتم ماښام
ناصر په دې نه و خفه چې ولې په توقیف خانه کې پروت دی، هغه خپل جرم ته حیران و، په حقیقت کې ورته دا کار چندان جرم نه ښکارېده. دا د هغه مسلک و، په وطن کې یې هم همدا کار و، هلته یې خپله د تلوېزیون د خرڅلاو دکان درلود، په نادر پښتون واټ کې یې یو کوچنی دکان د برقي سامان د خرڅلاو لپاره کرایه کړی و او هلته یې ښه ساعت تېر و، خو چې په وطن کې حالات داسې شول چې نه یې د دکان ګټه چندان ګټه وه او نه هم نور وطن د ګوزارې و، نو پښې یې سپکې کړې او اېران ته مهاجر شو.
په اېران کې ناصر هر کار ته غاړه ورکړه، څو کاله یې پرله پسې خوارۍ مزدورۍ وکړې. د کورونو د ابادولو په کارونو یې ځان ښه ستړی کړ، بیا یې د تهران په مېترو جوړولو کې له نورو ګڼ شمېر افغانانو سره څلور کاله پر له پسې ستومانوونکی کار وکړ. یو څو روپۍ چې یې جمعه کړې خپله ښځه او یوازینی ماشوم زوی یې چې دده د راتګ په وخت کې دوه کلن و، او اوس نو ماشوم نه و، په ځان پسې ور ورغوښتل .
ناصر اوس د تهران په بېلابېلو برخو کې ښه بلد شوی و. د یو بل افغان دوست په مرسته یې په تهران کې هم د برقي سامان الاتو په یوه مغازه کې کار پیل کړ. دغه کار یې ډېر ستومانوونکی نه و، لکه د کابل د نادر پښتون جادې د برقي سامان او تلوېزیونونو د خرڅلاو د دکان په څېر و، خو هغه دکان یې خپل و او دلته له بل چاسره مزدور و.
د مغازې اېرانی خاوند یې پرې مهربانه و، دومره مزدوري یې ورکوله چې دده او دده د کوچنۍ کورنۍ ګوزاره پرې وشي. دلته یې لور هم پیدا شوې وه او د دواړو ساعت ورسره تېر و . دې ته خوشحاله و چې لهجه یې بېخي اېرانۍ شوې وه او ښځه چې یې لومړی پلا ورغلله، نو دی یې لهجې ته فکر وړی و. په هماغه لومړۍ ورځ یې خپلې ښځې ته وویل:
ــ اوس خو خیر دی، خو ورو ورو به دې لهجه اېرانۍ کوې، دا افغاني لهجه دلته فایده نه درته کوي...
او چې ښځې یې ورته تندی تریو کړ او ترې یې و پوښتل:
ــ ولې زموږ په لهجه څه شوي دي. که په چا ښه لګي او که بده، زموږ خو خپله لهجه ده کنه!
نو ده خبره بدله کړه:
ــ مقصد مې دا دی چې دلته ټولو خپلې لهجې بدلې کړې دي، چې د دوی په لهجه خبرې وکړې خپل ورته ښکارې، کار هم بیا اسان پیدا کېږي، پولیس دې هم نه په عذابوي.
ښځه یې حیرانه شوه، هېڅ یې ونه ویل. ناصر اوس پر ښځې زورور شو:
ــ اصلاً چې څوک پوه نه شي، ته افغانه یې، دا لویه خبره ده، ځان پکې ور ګډ کړه...
په خپله دغه خبره په زړه کې شکي غوندې شو، ځکه پوهېده چې که هر څومره خپله لهجه د دوی په څېر کړي، د دوی په څېر کېدای نه شي، له اتو کالو وروسته چې ناصر هر څومره هم خپله لهجه بدله کړه، ټولو « افغاني » باله او له هېچا یې ځان نه شو پټولای، ځکه خو خپلې ښځې ته په دې سپارښتنه یو څه پښېمانه شو، خو بیا یې هم د ځان او هغې د تسل لپاره ورته وویل:
- مقصد مې دا دی حلیمې چې اوسې په خوی به د هغوي شې، لکه څنګه چې دوی خبرې کوي ته یې هم کوه، جنجال به دې کم وي .
ښځې یې سر ورته وخوځاوه:
ــ ځه خدای دې خیر کړي، هر څه به اسان شي .
او ناصر هم نور ددې خبرې شاربل لازم ونه ګڼل، کومه بله خبره یې رامینځ ته کړه او بیا له خپل زوی او لور سره مشغول شو.
د برقي سامان الاتو په دغه پلورنځي کې به ناصر د مشتریانو له خوا اخیستل شوي شیان سره ځای پر ځای کول او که کوم چا به ضرورت لاره، نو هغه به یې کور ته هم ورته رسول او فعالول . د فعالولو له لارې یې یو څه اضافي پیسې هم تر لاسه کولې. چې کوم تلوېزیون به یې ورته فعال کړ، نو یو څه روپۍ به یې ورته په لاس کې ورکړې . هغه د خپل کور په شاوخوا په ګاونډیانو کې هم د خپل کار و بار له درکه ښه مشهور و، که د چا به تلوېزیون څه مشکل پيدا کړ، ده ته به یې مراجعه کوله او دی به هم ور سره روان شو او هغه ستونزه به یې ورته حل کړه .
د جمعې او رخصتیو په ورځو کې به هم چې پر هغه چا دداسې کار غږ وکړ، خوشحالېده به، ځکه چې د یوې اضافي غریبۍ امکان به ورته پیدا کېدای شو، له هېڅ کاره یې سر نه غړاوه .
په تهران کې په کورونو کې په پټه زیاتره خلکو له سټلایټ څخه ګټه اخیسته او غوښتل به یې چې د اېران له خپلو چاینلونو ور آ خوا ته نور نړیوال او یا له اېرانه بهر د اېرانیانو چاینلونه هم وویني . دغه کار داسې جرم نه و چې که د کوم کور په کومه برخه کې به د سټلایټ کاسه پیدا شوه نو « سپاه پاسدارانو» به هغه کسان زندان ته اچول، نه داسې یې نه کول خو وخت په وخت به یې تفتیش کاوه، بامونه او کورونه به یې لټول او چې چېرته به یې د سټلایټ کاسې پيدا کړې، هغه بې یې ټولولې او وسایل به یې ور ماتول، خو که هغه کسان به ګوتو ته ورغلل چې ددغو سټلایټونو د نصبولو او فعالولو کار و بار کوي، بیا یې نو خامخا توقیف خانې ته اچول .
ناصر هم داځل په همدې جرم په توقېف خانه کې پروت و. د تصادف له مخې چې یې د یو چا د تلوېزیون سامان تر کوره ورسره ورساوه، نو د کور خاوند ترې غوښتنه وکړه چې سټلایټ یې هم ورته فعال کړي. هغه په بیړه لاس په کار شو. په څو شېبو کې د بام سر ته وخوت او د داسې ځای په لټون کې شو چې هم سټلایټ فعال کړای شي او هم داسې یو ځای وي چې د مذهبي پولیسو له سترګو پناه وي، یو ښه مناسب ځای یې په نښه کړ، ژر ژر یې کار پیل کړ، خو له بدو تالو یې د مذهبي پولیسو د تفتیش ګزمه هغه ته د مخامخ کور په بام لټون پیل کړ او دی یې هم د سټلایټ د فعالولو په کار کې بوخت لاس په لاس ونیو او له ځان سره یې توقیف خانې ته روان کړ.
دا یې اتمه ورځ وه چې په توقېف خانه کې پروت و، په دې هم نه پوهېده چې ددې جرم جزا به څومره وي، خو د تحقیق له کسانو او د مذهبي پولیسو له خبرو مالومېده چې که دوسیه یې ډېره درنه رانه شي او دا ثابته نه شي چې دا یې دایمي کار دی او یوازې د یوې مرستې په توګه یې د کور له خاوند سره د سټلایټ د فعالولو په چاره کې مرسته کوله، جزا به یې ډېره زیاته نه وي، خو که داسې ثابته شي چې همدا یې کسب او کار دی او تل د سټلایټ د کاسو په نصبولو او فعالولو لګیا وي، نو جرم یې درندېدای شي او ددې امکان هم شته چې له اېرانه یې وباسي .
دغه تصور به د توقېف خانې په خونه کې هغه ځوراوه او تشویشونه به یې ور زیاتول چې هسې نه دغه خبره مې په لوی جنجال واړوي او له اېرانه مې وتلو ته اړ کړي، په ښځه او بچو به څه کوم او اوس خو هتله په کابل کې هم زما ټوله غریبي اوبو وړې ده. اوس خو لا طالبان په کابل کې دي، هلته هم زما د کار و بار او مسلک امکان نشته دی، هلته هم تلوېزیون او سټلایټ بند دي، په جرمونو کې حسابېږي، هلته به څه کوم. په کابل کې بل کوم کار و بار هم نه پیدا کېږي د خلکو ژوند هم له یوې نه بلې ورځې ته مخ په زوړ روان دی او د برقي سامان الاتو د اخیستلو توان هم څوک نه لري، اورېدلي یې وو چې برقونه هم په کابل کې په نشت حساب دي، بیا به نو په داسې حالاتو کې برقي سامانونه څوک په بلا وهي، تلوېزیونونه خو یې یوې خواته پرېږده .
ناصر به تل همدغو سوچونو په مخه کړی و، د اتم ماښام له پیل سره سم یې ښځه او دواړه اولاده ډېر ور یادېدل . حیران و چې هغوی به څه کوي، په څه غم به اخته وي. ښځه به یې څه فکر کوي چې دی یې په کوم جرم نیولی او بندي کړی دی؟ هغې ته به خپل مېړه څومره مجرم ښکاري، داسې څه چې ده او ښځې دواړو یې تصور نه شو کولای. ناصر همدې خبرو ځوراوه . هغه په توقېف خانه کې نورو سختیو ته غمجن نه و، که خفه و هغه ټکي ته خفه و چې که په دې جرم مې له اېرانه وباسي او یا مې زیات بندي کړي، خلک به څه وايي، په افغانستان کې به یې خپل خپلوان څه وايي چې ناصر کوم جرم کړی و چې را ویې شاړه، یا یې هلته بندي کړی دی.
ناصر همدغو سوچو په مخه کړی و، څو پر له پسې غږونه یې وانه ورېدل چې ورته ویل یې:
- افغاني په کوم فکر کې یې؟ تاته وایم!
او چې د پولیس غږ یو څه نور هم لوړ شو، نو ناصر له ځایه جګ شو، پولیس ته یې حیران حیران کتل. نه پوهېده چې څه ته به یې پکار وي. پولیس ورو ورته وویل:
- په ما پسې راځه تحقیق ته یې غوښتی یې .
د اتم ماښام د تحقیق دغه خبره په ناصر لکه د تندر ګوزار داسې و چې څنګه یې په دې ماښام هلته تحقیق ته ورغواړي. رنګ یې تک سپین شو. په پولیس پسې شاته روان و. د یو دهلیز نه هغه بل ته لاړ، هلته هغه دوه نور پولیس هم په کوټه کې ناست وو چې له ده یې د سټلایټ د فعالولو د جرم له امله څو ورځې تحقیق کړی و او دی ورته په دې نه و قانع شوی چې دا یې دایمي کار دی.
هماغه پولیس چې په ده پسې راغلی و، د هغو نورو دواړو په حضور کې یې ورته په ورو غږ وویل:
- دغه تلوېزیون خو ګورې!
ده ورته د هو په معنا سر وخوځولو.
- دا به له هغه سټلایټ سره چې نن مو را پیدا کړی، ونښلوې .
زموږ پرې زور ونه رسېد، کنه ډېره خواري مو وکړه ، نن شپه مو ضرور پکار دی، ځکه مو ته را وغوښتې .
ناصر حیران شو چې اوس څه وکړي؟
- نه نه! نه یې شم کولای، دا خو نو سم کار نه دی...
په هغه کوټه کې ناست پولیس ورته وویل:
- حتماً به یې فعالوې، ضرور مو پکار دی، جرم به دې هم کم شي...
ناصر که هر څو ځان هغه خوا او دغه خوا کړ، خو پوه شو چې دوی ریښتیا هم غواړي نن شپه سټلایټ ځان ته فعال کړي، بس په یوه شېبه کې یې سټلایټ ورته فعال کړ او چې بېلابېل چاینلونه یې ورته واړول را واړول، نو هماغه پولېس چې په ده پسې ورغلی و، ورته ویې وویل:
- ځه لکه چې دا اتم ماښام به دې بختور شي، نهم ماښام به دې په کور کې وي، جرم به دې ډېر دروند نه درته لیکو، سبا به دې بېرته رخصت کړو.
ناصر ته دا خبرې هسې لکه ټوکې داسې ښکاره شوې، نه پوهېده چې دوی جدي لګیا دي که نه هسې ټوکې ور سره کوي، خو اتم ماښام ورته په توقیف خانه کې عجیب شانته ښکار شو.
سبا سهار د پولیسو آمر ور وغوښت او د هغه د خلاصون اعلان یې ورته وکړ:
- څرنګه چې تا د اول ځل لپاره له یو چا سره د کومک په نیت داسې ناوړه کار تر سره کړی و، نو دا څو ورځې توقیف دې بس دی، خو دا اظهار نامه به لاسلیکوې چې بیا داسې ناوړه کار تر سره نه کړې .
او ناصر هم د سترګو په رپ کې د پولیس له لاسه قلم را کش کړ او د پاڼې په پای کې یې لاسلیک وکړ.
پرته له دې چې شاته وګوري، په چټکو ګامونو د پولیسو له توقیف خانې را ووت .
تهران
۱۳۸۷هـ . ش.
زما د کلي د زلمي هنرمند شفيق الله
شهيدې اروا ته ډالۍ
تار تار ستار
ــ په دې تنکۍ ځوانۍ کې داسې مزه دار ستار غږوي، کاپېرې ګوتې یې دي!
ــ دده یو تره و، هغه هم دغسې د مزې ستار غږاوه .
ــ یاره څه به وایم، د ستار تار تار یې خوند کوي. هر ترنګ یې د زړه زنګ لرې کوي .
دا خبرې نن د بلال د ستار غږولو په وخت کې د حجرې په کونج کې د انورخان او خان انور تر منځ روانې وې. هغه چې به هر وخت ستار په غیږ کې کېښود، له تارونو سره به یې مشغول شو او د ستار هر تار به یې لومړی ونازاوه، بیا به یې د هر تار غږ ته غوږ ور نږدې کړ، خپله مینه به یې ور سره شریکه کړه، بیا به نو یو ترنګ شو، له دې ترنګ سره به د کلي د منګي غږوونکي لال ګل د منګي مستانه غږ نوره مستي هم خپره کړه او بیا به نو ټول غوږ غوږ شول، که به چا په غوږ کې یو بل ته څه سره ویل نو لکه د انور خان او خان انور په څېر به د هغه د ګوتو جادو ته حیران وو او د خپلې حیرانۍ څرګندونه به یې کوله :
ــ دا ځواني او دا ستار؟!
ــ دا ګوتې او د ستار ددې تارونو غږ؟
ــ آخ... آخ... څه ښه یې غږوي!
بلال به چې کله د ستار له تارونو سره مستي پیل کړه، نو د لال ګل منګي به هم توپان جوړ کړ. هغه به د تارونو غږ نور هم مست کړ، په هوا به یې کړ او بیا به یې د ستار له تار تار سره خپل غږ هم غوټه کړ او د هغه د غږ له جګېدو سره به د لال ګل منګی نور هم مست شو، حجره به یې مسته کړه، حجره به یې لیونۍ کړه او د ستار د تارونو او منګي د غږونو له څپو سره به حجره په هوا شوه. د بلال غږ به غوږونه نازول او لکه چې د حجرې د لویې کوټې هر دېوال، هر کونج سندریز شوی وي، دغه غږونه به جګېدل او ټیټېدل او ټوله حجره به یې له ځانه سره په سر اخیستې وه .
د کلي د زلمیو یوازینۍ خوشحالي د جمعې په شپو د بلال د ستار د تارونو همدغه مستي وه. ځوانانو به د همدغو تارونو په غږ کې ځانونه پټول، ځانونه به یې پکې پاس هوا ته جګول. که یې غوښتلای او که نه، خو د بلال د ستار په تارونو کې دغه جادو نغښتی و او چې به د لال ګل د منګي مستي ورسره مل شوه، بیا به نو هر څه په ګډا شول، د حجرې د لویې کوټې دېوالونه به هم مست شول، په ګډا به شول او په نغري کې پرتې سکروټې به نورې هم سرې شوې، مستې به شوې او سپرغۍ به یې هرې خواته په خپرېدو شوې .
بلال چې به د مستۍ په همدغو څپو کې د کومې ټپې غږ جګ کړ نو حجره به مستۍ نوره هم په سر واخیسته. لال ګل به هم په ټپو کې ملګرتیا ور سره کوله او چې به د بلال او لال ګل ټپې نورې هم خوندورې شوې، د حجرې یو نیم بل شوقي به هم له خپله ځایه د ټپې غږ جګ کړ او داسې خو به ټوله حجره ټپه ټپه شوه، حجره به هم په نڅا کې هوا ته پورته شوه او تر هغو به نڅېدله، تر څو چې به ساز چپ شو او بلال به د نوې نغمې لپاره د خپل اشنا ستار پر تارونو ګوتې ووهلې او هغه ته به داسې ښکاره شوه، لکه چې دا د هغه د یار ستار تارونه نه دي، د ښاپېرۍ د زلفو تارونه دي چې دی ګوتې پرې وهي، نازوي یې، بویوي یې، ښکلوي یې، خوند ترې اخلي، مینه ور سره کوي او د ستار د تارونو لپاره ترې مینه پوروي، ښایست ترې پوروي .
ښاپېرۍ د بلال د زړه د دردونو ټکور و. هغه ته دا کلی د هغې له خاطره نور هم ګران و او هغه ته د خپل ستار تارونه هم د هغې له کبله، د هغې د زلفو د تارونو له کبله ګران وو. د زړه تارونه یې ورپورې تړلي وو، او د ستار د تارونو ښایست یې هم ورپورې تړلی و. هغه یې یوازې له ورایه کله کله لیدله، خو پوهولې یې وه چې د ستار د تارونو د غږ ټول ښایست یې د هغې د زلفو د تارونو له ښایسته راپور کړی دی. بلال پوهېده چې که د ښاپېرۍ د زلفو د تارونو د ښایست او رنګینیو تصور ترې وتښتېد، ترې ورک شو، نو د ستار د تارونو غږ به د ستار په ستوني کې وچ شي. د هغه غږ به هم د هغه له ستوني را ونه وځي او هغه خو دا ګڼله چې د لال ګل منګی به هم بیا له مستۍ ولوېږي، د حجرې دېوالونه به نه نڅېږي، د حجرې زلمي به بیا هوا ته نه پورته کېږي او داسې خو به خوندونه، مستي او لېونتوب له دې کلي کډه کوي .
ښاپېرۍ نه یوازې د هغه په زلما مینه وه، د هغه د ستار په تارونو هم مینه وه. کله چې به په نیمه شپه کې له دریو کورونو ور آخوا هم د حجرې د ستار غږ د ښاپېرۍ تر کوره ورسېد، نو هغه به غوږ غوږ شوه، مینه مینه به شوه او بیا به ټوله شپه په ښایستونو کې ډوبه وه. د تارونو له ګډا سره به هغه هم په ګډا شوه او چې به حجره له مستیه په هوا شوه، هغه به د تارونو په وزرونو هوا ته جګه شوه .
بلال او ستار ددې کلي د ښایست، مینې او مستۍ یوازینۍ نښې وې. نور نو په کلي کې د خوښۍ او مستۍ کومه بله نښه نه وه پاتې . ټولو ښکلا وو کډه کړې وه، ښایستونه په دار ځړول شوي وو. غوږونه له بل هېڅ ښایسته غږ سره نه وو اشنا. څلوېښت کاله کېدل چې دا کلی په ماتم کې ډوب و. څلوېښت کاله کېدل چې له دې کلي مستۍ کډه کړې وه. څلوېښت کاله کېدل چې پر دې کلي یوه بلا را نازله شوې وه. له دې بلا د خلاصون لاره هېچا نه شوه پیدا کولای. کلی لکه هدیره داسې و، کلی هم لکه د کلي هدیره خاموش و. یوازې د بږوو اوازونه به د شپې په تیاره کې اورېدای شول. په کلي کې د ډولۍ او جنازې توپیر ورک شوی و، د ښادۍ او ماتم هېڅ توپیر پکې نه و. په دواړو کې به اوښکې توېدې، په مړي او جنازه هم اوښکې توېدې، په ناوې او ډولۍ هم. ډولۍ به هم د ماتم په یادونو بدرګه کېده او اوښکې به یې ملې وې. آن د ښځو د چمبې غږول ناروا ګڼل شوي وو. په داسې ماتمینو کلونو کې کلی د یوې ظالمې بلا په منګولو کې و. بلا پر هر څه وزرې غوړولې وې او خپل بچي یې د همدې لپاره ګمارلي وو چې په کلي کې باید د خوښۍ او ښادۍ نوم څوک په خوله وانخلي. خنداوې شهیداني شوې، مستۍ په تورو غوڅې شوې. ښایستونه د ټوپک په مردکو ولګېدل . د خندا پر سندریزو څپو په هوا کې ګوزارونه وشول او چپ شول. مینه مړه شوه، مړه نه شوه، ویې وژله . د یکه زار د رنګین او مستانه غږ مرۍ پرې شوې. د زلفو بوی تری تم شو. هره خوا د باروتو بوی و او هر طرف ته د بلا د وږم ډډوزې خپرې وې. که به چا خپلې پزې ته لاس یا دسمال ونیو، د بلا بچو به د ګولۍ نښه کړ. د بلا له وږمه د ځان ساتل هم لویه ګناه وه . کلی په همداسې یو ستر ازمیښت کې و. د اوږد ماتم د زغملو ازمیښت کلی ستړی کړی و. د کلي د ونو پاڼو هم نڅا نه کوله. د کلي ویالې له سندرو پاتې شوې وې، د کلي مرغانو سندریز ترنم نه کاوه. یوازې د کارغانو د غږونو راج چلیده. زموږ کلی همداسې و، سندرې په ویرونو بدلې شوې وې او مینې په کرکو.
په کلي کې د بلال او ستار را پیدا کېدل ټولو ته عجیبه ښکارېدل، د کلي د لویې حجرې څو ځوانان سره یو لاس شوي وو او د جمعې په شپو به یې په پټه له ماتمه انتقام اخیست . د بلال د ستار د تارونو ښایست او د هغه د غږ ښکلا له کرکې د بدل اخیستلو نښې وې . د ستار تارونه به مست شول، حجره به مسته شوه، زلمي به مست شول، کلی به مست شو. د کلي د ونو پاڼې به مستې شوې، د کلي د ویالو اوبو به سندرې پیل کړې او مرغۍ به هوا ته شوې لکه چې ټول کلی په هوا شوی وي .
دې کلي ته له پورې غاړې د بلا بچو څو ځله احوال را ولېږه چې خبردار موږ په خندا او مستۍ بندیز لګولی دی. د شپې له خوا د بلا د واکمنۍ په سیمه کې څنګه څوک خندلای شي . دا د بلا د تورتم د واکمنۍ پر وړاندې نه بښونکی سرغړاوی دی. زلمي سره جرګه شول، خو له ماتمه ستړیو زلمو ددې ګواښونو پروا ونه کړه او د جمعې په شپه به حجره مسته شوه او د ستار تارونه به مست شول. د منګي له غږ او د ټپو له هنګامو سره به مستۍ څو چنده شوې .
نن بیا زلمو د مستۍ شوق کړی و. ټوله اوونۍ ستړي وو. له مرګونو، له ویرونو، له وینو، له چیغو، له فریادونو، غوښتل یې ځان له ماتمه پټ کړي. له ژړاوو څو شېبې یوې خواته شي. د بلا د وږم له ډډوزو ځان د حجرې لویې کوټې ته ورسوي. بهر تروږمۍ وه او له ورایه لا د بلا یو نیم غږ اورېدل کېده. زلمو غوښتل د بلال د ستار په سندریزو تارونو کې د بلا غږ ونه ورک شي، هر څه مستۍ په سر واخلي او بلا په مستۍ ماته کړي .
د ِستار تارونه سُر شول، د منګي آواز بم شو، بلال بیا په تارونو ګوتې ووهلې او د ښاپېرۍ د زلفو د تارونو مینه یې پرې ماته کړه، ویې نازول، بوی یې کړل، په سُر یې کړل او مست یې کړل، نغمې پیل شوې، ښایستونه بیا خپاره شول او حجره بیا مستۍ ته جوړه شوه. د منګي غږ د ستار د تارونو مستي نوره هم زیاته کړه .
شپه مخ په پخېدو شوه. بهر تروږمۍ نوره هم زوروره شوه، تورتم لا تور شو، خو په حجره کې مستۍ زور واخیست، نغمې تودې شوې، ټپې ګرمې شوې او بیا یو ناڅاپه د حجرې د لویې کوټې دروازه راماته شوه، په یوه شېبه کې د ټوپکو ټکهار شو.
د بلال د ستار د تارونو غږ لکه د هغه د ستوني د غږ په څېر چپ شو. په توره تروږمۍ کې په توربوزونوکي راغلي د تورې بلا بچي هېچا ونه پېژندل، د ټولو تور کالي پر ځان وو، د تورو ږیرو څوکې یې تر توربوزونو راوتلې وې. په منډه له حجرې ووتل..
ستار او منګی چپ شول. پر تار تار ستار د بلال وینه ور بهېدلې وه، لکه چې غوښتل یې د ښاپېرۍ د زلفو تارونو ته خپل رنګ ور ورسوي .
اېران، تهران، استقلال هوټل
۲۷ عقرب ۱۳۹۷
ورشه ريباره نارې کړه ورته
ملاهستي محمد پرخپلونور ملگرو وربرگ شو:
- شل ځله مې درته وويل چې بې ږيري مه پرېږدئ. دوی له دينه اوښتي دي .
قهريې نورهم زيات شو:
- په خبره پوه شئ! شل ورځې يې په هغه برجومات کې دېره کړئ، چې ږېرې يې ښې ورسېدې، بيايې پرېږدئ، د زنديق بچي به يوڅه په دين هم پوه شي. دوی خولمونځ لاوالله که کولای شي .
يوه تن ته يې په نامه ورغږکړ:
- ملا مادرسول اخوند! چې په کوم موټرکې کسيټې مسيټې درنه تېرې نه شي. هغه بله ورځ دوسانوپه موټرکې داکسيټه چالانه کړې وه. وه دوسانو! قيامت رانږدې شو، ښځې به لاپه بس کې ناستې وي، دوی به کسيټه پکې چالانه کړې وي. د خدای پاردی دين څه شو، ستاسوعزت څه شو، هرڅه په سيند لاهوشوي دي .
ملا محمد رسول اخوند د تائيد سر وخوځاوه:
- قربان دې شم ملاهستي محمده! دنيا سرچپه شوه، دې ته نه گوري چې ورځ د قيامت څومره رانږدې ده. دوی اوس هم په له اولعب کې اخته دي سره .
ملاهستي محمد نوروته مخ ورواړوه:
- خوله دغوهلکانواوس هم له کسيټوډک موټرتېرېږي، غوږسم نه پرگروي. الله به موهلاک کي، تلاشي سمه سخته کړئ. لعنت د خدای دې وي پرتاسو بدبختو!
ملاهستي محمد د جلال اباد اوتورخم پرلاره د تلاشۍ د يوې پوستې قومندان و. هرموټربه چې پردغه لوی سړک تېرېده، هغه به يې تلاشي کاوه. پردغه لاره يې په موټرو اولاريوکې نورډېرڅه نه لټول، يوازې د څوشيانولټون يې کاوه. که به د چا ږېرې پرمخ نه وې، سزايې زياته وه. که به موپه گاډي کې د موسيقۍ فيتې پېدا شوې، نوهغه کسيټې به يې ضبط شوې، ماتې به شوې اود کسيټوفيتې (رولونه) به د سرک دواړو غاړوته پرولاړو ستنو راځوړند شول. د راځوړندېدو پر وخت به يې ويل:
ـ دادی کيسټې مواعدام کړې!
بيابه يې غږنورهم جگ کړچې په موټروکې ناستې ټولې سپرلۍ يې واوری:
- اوکه د چاغږپورته شو اوچا سندرې وويلې هغه به هم همداسې راځوړندوو.
په موټرکې به چوپتياخپره وه. د هيچا غږغوږ به نه و. ټول غږونه به په ستونوکې بند وو. هيچا د څه ويلوجرآت نه کاوه. د ملاهستي محمد اخوند ډله له دغودوو شيانوسره ډېره حساسه وه اوله همدې کبله به د سړک څنډې ته نږدې جومات د ږېرې د نه لرلو اويا د لنډې ږېرې د لرلوله امله له خلکوډک و. شل ورځې به يې پرې تېرولې اوچې ږېرې به يې ورسېدې، بيابه يې پرېښودل چې په خپله مخه ځي. جومات اوس د بي ږېرو اولنډ ږېرو په زندان بدل شوی و اوخلکو پر دغه جومات ((د ږېرو زندان)) نوم ايښی و. ملاهستې محمد يوازې د دې لويې لارې د تلاشۍ قومندان نه و، (( د ږېرود زندان )) مشرهم و. د ږېرو د زندان زندانيانوبه خپله ډوډۍ خپله پېداکوله. بلکه د دوی ډوډۍ به يې هم پېداکوله. په نوبت به په کورونوگرزېدل او((وظيفه)) به يې راټولوله اوداسې خوبه يې هم ځانونه مړول اوهم د ملاهستي محمد اوملامحمد رسول ټوله ډله .
په تېره بيا ملاهستي محمد د موټروله سندريزوکسيټوسره ډېرحساس و. هغه چې به د موټرو اولاريو په ټايپ ريکارډرونوکې کسيټې پېدا نه کړې، نوټول بکس اوپه لومړي سيټ کې د ناستوکسانوجیبونه به يې هم لټول اود هرچاپه جيب کې چې به يې کسيټ پېداکړ. لومړی به يې په ټايپ ريکارډرکې کښېښود اوچالان به يې کړ، چې به د موسيقۍ د کومې نغمې اوياد کوم سندرغاړي غږترې را جگ شو ،پر ټایپ ریکاډر به یې په لاس کې نیولي لرگي گوزارونه وکړل او بیا به یې په هماغه کس د گوزارونو باران جوړ کړ چې کسیټ به یې په جیب کې پیداشوی و . کسیټ به یې ترپښولاندې کړ او فیتې به يې خپلو ملگروته ورکړې چې د لويې لارې پرجوړه کړې دروازه يې راځوړندې کړي .
ملاهستي محمد چې به کسيټه لومړی پلا د موټرپه ټايپ ريکارډروکې چالانوله نوخدای خبرڅنگه به يې د لاس گوټې رپېدلې، خوچې غږ به يې پورته شو، له خوښۍ به يې په رنگ کې څه سرخي هم پېدا شوه اولکه د جنگ يوفاتح چې کوم بری ترلاسه کړي ، رنگ به يې سورشواوبيا به يې له ټايپ ريکارډره په بېړه راوويستله اوترپښولاندې به يې کړه .
يوه ورځ ترې په موټرکې يوې سپرلۍ وپوښتل:
- قومندان صيب چې دا ټنگ ټکور او کسيټوسره دې سخته د ښمني ده، چې دا ولې؟
- څنگه؟ دښمني به مې نه وي ورسره، ستا لکه چې دوستي ده ورسره؟
په عمرپاخه سړي ورته په شونډوکې موسکا وکړه:
- نه نه، داسې څه خبره نه ده. زه خوهره ورځ په دې لاره ځم راځم. ستاله دې کسيټوسره سخته دښمني ده .
اوهغه پرې نورهم وربرک شو:
- په دې کې کوپرغږېږي. څنگه به مې دښمني ورسره نه وي. دا د دښمنۍ شی دی آخر.
يوڅه نرم شو. په موټرکې ناستې سپرلۍ يې يوه يوه له سترگوتېره کړه اوپه ارام غږيې وويل:
- چې دا غږونه واورئ، بيانود ملايکوغږونه نه شئ اورېدای. په دغوکسيټونوکې د الله قهرپه تاسوورېږي. له دغه قهره ځانونه وساتئ!
هماغه په عمرپاخه کس چې د بس په منځ چوکۍ کې ناست و، پرې ورغږکړ:
ـ چې دا کسيټونه مسيټونه اوس بند شوي اوکه پخواهم بندوو، پخوا خوبه...
اوهغه به خپله خبره نوره هم پسې اوږدوله، خوملاهستي محمد يې په ستوني کې خبره ور وچه کړه:
- پخوا خوسوچ کوپر و. هره بي شرمي ازاده وه . اوس د خدای په فضل سوچه...
د پاخه عمرسړي بياخوله پوښتنې ته جوړه کړه:
- قومندان صيب...
خوپه څنگ کې ناست ملگري يې هغه خبرې ته پرينښود:
- څه يې کوې چې اضافه بحثونه هم ورسره کوې، پرېږده يې له بلاسره ځان په غم مه اخته کوه، لرې ترې تښته.
اوبيا دواړه بيخي چپ شول. په څنگ کې ناست ملگري يې يوڅه په غوږکې ورته وويل اود ملگري رنگ يې بدل شو. لکه چې نوې پوښتنې ورته پېدا شوي وي، خود بس له يوناڅاپي تېزحرکت سره د سورليوغږ پورته شو.
- ياالله خير!
اوبيانو بس په بېړه خپل مزل پيل کړ.
***
نن د ملاهستي محمد چورت خراب شانته و. په نه خبره به په هرچاپه غصه کېده. ډېرلنډ ږيري يې ((د ږېرو زندان )) ته وراچولي وو اوپريمانه کسيټې يې ترپښولاندې کړې وي. د يوتور رنگي موټر دروازه يې وربېرته کړه. په موټرکې يې لومړی د کسيټولټون پېل کړ. ټايپ ريکاډريې وکوت ، يوه کسيټه تياره پکې پرته وه، پرډريوريې چغه کړه :
- د څه شي کسيټ دی وه زنديقه! ډريور وارخطا شو:
- هسې... هسې، د سندرو نه ده د خبرو ده...
اوهغه نورهم ورته په غصه شو.
- د څه خبرو، د کوموخبرو، د خبروکسيټې يې لاڅنگه دي ؟
ډريورنورهم وارخطاشو:
- چې رښتيا درته ووايم، زماخپله نه ده، هغه مخکې يوه سورلۍ ښکته شوه . له هغه بدبخته نه پکې پاتې شوې ده . اوپرمخ يې يوترنگ ترې جگ کړ:
- ستا نه ده! له بل چا نه پاتې شوې. زه به يې اوس در وښيم.
کسيټه يې خپله چالان کړه. موسيقي نه وه، خبرې وې، خود ملاهستي محمد رنگ تک سور واوښت. د راډيو افغانستان د پخوانيو دېرو مجلسونو يوه کسيټه وه:
- صنم استاد! دغه زلموټی خونوی دېرې ته راغلی .
- نوی گل دی نوی... هستی گل دی .
- نوڅه خوبه راته وايي کنه؟
- يوه مسته لوبه يې راوړې استاذه .
اوبيا د هستی گل غږ انگازې جوړې کړي:
- ورشه ريباره نارې کړه ورته
پخلامې نه کړه مروره رانه ځينه ـ نارې کړه ورته...
د ملاهستي محمد رنگ نورهم سورشو، کسيټه يې له ټايپ ريکارډره راوويسته. په بېړه له موټره راکوزشو اود راروان موټر ټايرونوته بې کسيټه وروغورځوله. کسيټه د موټر د ټايرونولاندې ذره ذره شوه اوخدای خبرڅنگه نو ملاهستي محمد ((د ږيرو د زندان )) خواته منډه کړه اونوريې شاته نه راکتل .
منډه يې نوره هم تېزه کړه، لکه چې د هغه غږهنگامې نورې هم تېزې شوې وي:
- ورشه ريباره نارې کړه ورته
پخلامې نه کړه مروره رانه ځينه، نارې کړه ورته...
اوهغه عجيبوخيالونوپه مخه کړی و. لکه چې ملاهستي محمد په خپل تنکي زلميتوب پسې په منډه ور روان وي. هغه وختونه چې هستي محمد نه و، هستي گل و.
کابل
۱۳۸۸ هـ . ش . ثور
هرکلی
يو ځل بيا يې په سرسري نظر مخې ته پرتې پاڼې ولوستې. دا ځل يې په بيړه قلم ته لاس کړ . کاغذونه يې لاسليک کړل . د دفتر رئيس ورته ورو شان وویل:
- لکه څنګه چې ستاسو هدايت و، هغه دواړه مادې مو ترينه وويستلې او پر ځای مو يې يوازې يوه نوې کرښه وليکله، همداسې ښه وه .
ښاغلي ټروش له کاغذه سترګې جګې کړې او د خپل دفتر رئيس ته يې پر تبسم ډوله غرور وويل:
- هو، زه هم همداسې فکر کوم. خارجه وزير ناحقه د هغه دوو مادو پر راوړلو ټينګار کاوه، خو... هو رښتيا.
خبره يې لږه وځنډوله، بيا يې د کاغذونو يوې برخې ته سترګې ورښخې کړې او د خپل دفتر رئيس ته يې وویل:
- مګر د دفاع وزير پر حقه و. زما له اوله هم همدا نظر و. هو ... هو ... په همدې ډول بايد تر سره شي او ډېر ژر ترسره شي .
د دفتر رئيس يې يوازې د تائيد سر وخوځاوه، هغه غوښتل، څه ووايي، خو ښاغلي ټروش يې خبره له ستوني راوتلو ته پرېنښوده:
- يو ځل جيک ته هم ووايه چې راشي، غواړم اعلان يې د هغوی د دفتر له لوري وشي.
د دفتر رئيس خپل سر ټيټ کړ:
- همداسې به وکړم، خو جلالتماب ستاسو د وينا پروګرام خو... لږ ځنډ يې وکړ، بيا يې خبره شروع کړه:
غونډې ته پنځوس دقيقې لا پاتې دي. د بشر د حقوقو ټول فعالين او مؤسسات راغوښتل شوي دي. په داسې يو وخت کې به هغوی ته ستاسو وينا ډېره مهمه وي .
ښاغلي ټروش پرته له دې چې څه ووايي، بيا يې کاغذونو ته پام شو. په يوه برخه کې يې سترګې ښخې وې، لکه له ځانه سره چې خبرې کوي:
- لا هم لږ دي، لږ دي...
د دفتر رئيس يې، د دفتر د دروازې پر لور روان شو. لا دروازې ته نه و رسېدلی چې ښاغلي ټروش ور غږ کړ:
- هو، هغه وينا په زړه پورې ده، ځينو هېوادونو خو داسې نادودې پیل کړې دي چې د بشر په تاريخ کې يې د سرغړاوۍ ساری نه و...
په دې وخت کې د هغه د دفتر رئيس بېرته د مېز څنګ ته رارسېدلی و. ښاغلي ټروش پاس ور وکتل:
- دغه وينا او زما په وينا کې د نويو بنديزونو اعلان به پر هغوی مرګونی ګوزار وي. باور لرم چې ټوله نړۍ به يې هر کلی وکړي... بايد يې وکړي...
د خپل دفتر د کړکۍ پر لور يې وکتل:
- په دغه يوويشتمه پېړۍ کې داسې وحشت! د بيان پر آزادۍ بندېز موږ ته او بل هر آزاد انسان ته په هيڅ ډول د منلو وړ نه دی.
تندی يې نور هم تروش شو، د تندي ګونځې يې زياتې شوې او مخ يې نور هم سور شو:
- خو زموږ غبرګون به هم وويني. موږ د بشر پر وړاندې داسې ناورين نه شو زغملی. هغوی څنګه له داسې يو ستر بشري حق څخه محروموئ؟ آیا له دې څخه هم کوم بل لوی ظلم شته!
پوښتن ډوله جمله يې له لنډيز سره بيا تکرار کړه:
- له داسې يو ستر بشري حق څخه!
د دفتر رئيس ته يې وویل:
خو ښه ده چې تر هغو به له جيک سره هم وګورم. پنځلس دقيقې وروسته دې راشي،ته هم ورسره راشه .
د دفتر رئيس يې دا ځل په بېړه له دفتره ووت. خپل دفتر ته له رسېدو سره سم يې ښاغلي جېک ته ټيلفون وکړ او ورته يې وويل چې دواړه په ګډه پنځلس دقيقې وروسته د ښاغلي ټروش دفتر ته ورځو .
د دفتر رئيس په خپلو کاغذونو کې بوخت شو او تر هغو چې په ځان پوهېده، پنځلس دقيقې پوره شوې وې . له خپلې څوکۍ راجګ شو او کله چې له خپل دفتره واته، په دهليز کې يې د ښاغلي جېک د پښو آواز واورېد. دواړه سره يو ځای شول. جېک په استفهاميه انداز وروکتل:
- خير خو به وي، کومه نوې خبره؟
د دفتر رئيس ور موسکی شو:
- نه نه، هماغه زړه خبره... د نويو وسلو د پراخ توليد او خرڅلاو حکم تکميل شوی، هماغه خبره ده .
جېک بيا ځان پوښتنې ته جوړ کړ:
- مګر په دا نن ورځ، نن خو ماته مناسب...
لا يې خبره نه وه بشپړه کړې چې د دفتر رئيس يې خبره پرې کړه:
- نه، نه ښايې سبا يې ستاسو د دفتر له لوري اعلان وشي، د نن خبره نه ده .
- مګر دا خو د دفاع د سکرټريټ اړونده وه!
دوی په همدې حال کې د ښاغلي ټروش د دفتر دروازې ته رسېدلي وو او ځکه خو د دفتر رئيس لازمه ونه ګڼله چې د ښاغلي جېک دخبرې ځواب ورکړي او يا خبره ورسره اوږده کړي.
د دوی له رسېدلو سره سم ښاغلي ټروش هم له خپلې څوکۍ را پورته شو. هماغه کاغذونه يې په لاس کې وو چې پنځلس دقيقې مخکې يې لاسليک کړی وو. درې واړه پر کوچونو کښېناستل.
ښاغلي ټروش يو ځل بيا کاغذونو ته ځير شو او ښاغلي جېک ته مخاطب شو:
- جېک! دا درواخله. خبره يې خلاصه کړه. لاسليک شوی او ښه ده چې له همدې دفتره يې اعلان وکړئ. ددغه حکم اعلان ددې لپاره هم مهم دی چې همدا سږ کال به زموږ د وسلو د صادرولو ګټه نږدې پنځوس په سلو کې زياته شي .
جېک په تردد سره د ټروش پر ځای، د هغه دفتر رئيس ته په استفهاميه انداز وروکتل. د دفتر رئيس چوپ و. ټروش بيا خبره پېل کړه:
- هو رښتيا! د وسلو د نوې کولو لپاره ستاسو او د دفاع د وزارت نوې ستراتيژي جالبه ده. ما ټوله ولوستله خو لا هم پياوړتيا ته ضرورت لري. يو وخت بايد موږ يوازيني صادروونکي واوسو... او هغه هم د نړۍ هر ګوټ ته.
لږ شان موسکی شو:
- ما پرې پوره فکر کړی، ټولې لارې مې سنجولې دي،زه د بيزنيس سړی يم. دا به په راتلونکي کې هم زموږ د برلاسۍ يوازينۍ نښه وي. وسله زموږ پياوړتيا ده، د وسلې خرڅلاو زموږ لوی ... خو خير په هغو مهمو خبرو به بيا وروسته بحث وکړو. اوس نو دغه سند واخله او ...
خبره يې بشپړه نه کړه او کاغذونه يې جېک ته ورکړل. جېک سمدلاسه د دغه سند پر لوستلو پيل وکړ. په يو ځای کې يې سترګې ښخې پاتې شوې. له کاغذونو يې سر راجګ کړ:
جلالتماب! دغه شمېر خو به زيات نه وي، مقصد مې دا دی چې ډېر زيات خو به نه وي؟
ښاغلي ټروش پوه شو چې کوم شمېر ښيي:
- نه نه، تاسو لس زره په پام کې لرل، خو دا ډېر کم دي، زموږ دغه نوې وسله بايد د پنځوس زره کسانو د وژلو ځواک او توان ولري.
ښاغلي جېک د دفتر رئيس ته ځير شو. هغه غلی و. ټروش په يو څه جدي بڼه وویل:
- دغه حکم به نړۍ هم پوه کړي چې موږ بايد په هر څه کې اول يو... د هر څه د لومړيتوب حق زموږ دی. پنځوس زره لا هم کم دي، هغوی چې دې نړۍ ته خطر دی، ډېر زيات دي، همدغه شمېر يې سم دی. دغه نوې وسله بايد خامخا لږ تر لږه پنځوس زره کسان ووژلی شي .
ښاغلي ټروش دا خبرې په جديت سره وکړې له خپله ځايه جګ شو. هغوی دواړه هم له خپلو ځايونو جګ شول. ټروش يوه مصنوعي موسکا وکړه او مقصد يې دا و چې تاسو نور رخصت یاست .
جېک او د دفتر رئيس د ښاغلي ټروش د دفتر د دروازې پر لور روان شول. لا دروازې ته نه وو رسېدلي چې ټروش بيا د خپل دفتر پر رئيس غږ وکړ.
- پنځلس دقيقې وروسته به غونډې ته روان شو.
هغه د تائيد سر وخوځاوه:
همداسې به وکړو. هر څه چمتو دي .
تالار تر پای ډک و. د بشرحقوقو مدافعان ټول را ټول شوي وو. دولتي چارواکي هم په ګڼ شمېر کې راغوښتل شوي وو. د ښځو د حقوقو زياتره فعالين په تالار کې حاضر وو. د ښاغلي ټروش وينا ته له هرې خوا چک چکې کېدلی، خو کله چې هغه پر څلورو نورو هېوادونو دنويو بنديزونو اعلان وکړ او علت يې دا وباله چې هلته د بشر حقوقو د بېلا بېلو مواردو په نقضولو کې زياتوالی راغلی او دغه زياتوالی يې د تېر کال په نسبت اته سلنه زيات وښود، نو يې غږ تېز شو:
- دغه ستر ناورين د بشريت لپاره دمنلو وړ نه دی. موږ د بشري حقونو په وړاندې داسې سرغړونې هيچرې نه شو منلای .
او دغو خبرو د تالار چک چکې او شور ماشور زيات کړ. ټول له ځايه جګ شول او تالار تودو چک چکو په هوا کړ، هغوی د ولسمشر د خبرو ګرم هرکلی کاوه!
جېک ته داسې ښکاره شوه لکه چې دغه هر کلی د هغه پنځوس زريزو وسلو د جوړولو له کبله دی چې ښايي سمدلاسه يو ځل استعمال شي .
هغه چک چکې بندې کړې او ژر بېرته پر خپل ځای کښېناست .
کابل
سرطان، ۱۳۹۶ل