د حفیظ الله تراب کیسې (۱)
حفیظ الله تراب
دېوالونه خبرې کوي
د رشيد هره کړنه او خبره به داسې تللې وه، چې هېچاهم دا ګومان نه شو کولای چې ګنې هغه به تر لسمه ښوونځی لوستی وي، بلکې ډېرو به دا ګڼله چې د سياست او پولیسو پوهنځي يې د اروپا په کوم پرمختللي هېواد کې لوستي دي. سره له دې چې د بېوزله او خوار ژوند پر وخت هم هغه يو راز ساتونکی انسان و، خو له کله نه چې د لينکروزر موټر، د مرمرو نه د جوړ کور او نورو شتو خاوند شو، نو بيا يې خويونه د پخوا په پرتله نور هم پياوړي شول. دغو خويونو په هغه کې دومره وده وکړه، چې آن اغېزه به يې په سترګو کې داسې څرګنده وه، چې حتی نږدې خپلوانو او دوستانو يې دا جرئت نه شو کولای، چې له هغه نه يې د کار و بار په برخه کې وړه پوښتنه هم وکړي.
یوه ورځ چې يې مېرمنې ترې د ژوندانه د حيرانوونکي بدلون په اړه وپوښتل، نو داسې ځواب يې ورکړ، چې هغه بيا تر ډېره په خپلې پوښتنې پښېمانه وه.
هغه پوهېده، چې انسان له خپلې لمنې اور اخلي.« خپله ژبه هم کلا ده هم بلا». هغه په دې باور درلود، چې لږه ښويېدنه او وړه تېروتنه به ورته د خپل سر په بيه پرېوځي، ځکه يې نو هڅه کوله چې له رازه يې خپل سيوری هم خبر نه شي. سره له دې چې په دې برخه کې له اټکله پورته بريالی و، خو ځينې شيان وو، چې هغه به ورته کله کله اندېښمن و. ډېره هڅه يې کوله چې په خلکو کې د پخوا په څېر ژوند وکړي، خو له لويانو سره د مجبوريت له مخې يې اړيکو هر څه بدل کړل.
هغه له ناکامه د وخت ټولې اړتياوې پوره کولې. ډېرو ته يې بيا کور په ژوندينې جنت ښکاره کېده. د بېوزلو خپلوانو چې به يې کله ګېډې سپورې شوې، نو په يوه نه يوه بانه به يې سلام ته ورغلل او بې له دې چې مخکې له مخکې هغوی ته تياری وشي، نو سره کړي چرګان، کبابونه به يې له نورو ډېرو خوراکونو سره بې تکليفه پر دسترخوان پراته وو. د دغو خلکو خولې د بي بي سي له رادېو نه کمې نه وې. په ستاينو به نه راټولېدې.
رشيد په لږ وخت کې د دومره عزت او شهرت خاوند شو، چې هر وخت به يې بيا د کور وره ته د وخت مشهور پوهان، قومي مشران او پروفيسران په نوبت ولاړ وو. ځينې وخت چې به کوم عالم خپلو او بيا د هغه زده کړو ته فکر وکړ، نو د دنيا له خندنيو به دومره زړه توری شو، چې په خپلو لوړ زده کړو به بيا پښېمانه و، خو هغوی نه و خبر چې رشيد په همدغه ژوند کې په زړه څومره ستړی او پښېمانه دی؟! هغه چې به کله له خلکو يوازې شو، نو بيا به يې د لېونو غوندې له ځانه سره خبرې کولې. د شپې به يې وجدان تر ډېره په زړه نوکارې لګولې. بيا به يې پر زړه د يوه درانه خپګان څپه راغله او چې ډېر به تنګ شو، نو د ويليم لس ګرامه ګولۍ به يې له ستونې تېره کړه. کله چې به ويده شو، نو داسې وېروونکي خوبونه به يې ليدل، چې له هیبته به يې پر بدن زلزله راغله. له خوبه به راويښ شو او د تېر ژوند ارمان به يې وکړ. خپل هغه ژوند به يې سترګو ته ودرېد، چې هېڅ به يې نه لرل، خو ډاډ او سکون يې نه و لوټ شوی. هغه وخت به هغه ډېر ارام خوب کاوه. هغه ته به خپل پخوانی ژوند د اوسني په پرتله جنت ښکاره شو، خو داسې جنت چې بیا لاس ته نه شو راتلای. بيا به يې ځان په دې ډاډه کړ، چې ښه ده، تر اوسه دې لا له رازه هېڅوک نه دي خبر، خو يو وخت د درې ورځو راهیسې زورور باران و. هوا دومره سړه وه، چې حد يې نه و. خوارانو د دعا لپې هسک ته نيولې وې. هغوی ته د باران نور هر څاڅکی د روزۍ پر تندي مردکی ښکارېده، خو رشيد په خپله خونه کې د مور قالينې له پاسه ښه تود ناست، له کړکۍ يې د باران ننداره کوله، چې همدې کې يې مېرمنې د سهار چای راوړ. په لږ وخت کې دسترخوان په کېکونو، شيدو، شاتو او نورو خوراکي شيانو ښکلی شو. مېرمنې يې چې په پياله کې چای واچاوه، خو رشيد لا لاس وروړی نه و، چې هغه يوه سوې کړيکه واورېده. پسې بله او بيا بله. کړيکې ډېرې لنډې واورېدل شوې. دا د يوې ماشومې کړېکې وې او دومره سوز يې درلود، چې په اورېدو يې د هغه له زړه نه تېر و بېر ووتلې. په تلوار يې مېرمنې ته وويل:
ـ ته ورشه دا څوک ژاړي؟!
مېرمن چې يې لږ وخت وروسته راغله، نو ويې ويل:
ـ ما ته ملاله ښکاري.
په هيبت يې ورته وويل:
ـ ورشه وګوره، ولې ژاړي؟
هغه په ګړنديو ګامونو ورغله. د ګاونډۍ د چت کور يې د غلبېل غوندې څڅېده. ملاله په سلګو له خپلې مور نه مروره دېوال ته ولاړه وه. د شنه چای نه ډک ګيلاس بې دسترخوانه په زړه سترنجۍ پروت و. د ملالې مور لومړی د هغې په راتګ حيرانه شوه او کله چې يې د ملالې د ژړا پوښتنه وکړه، نو لکه چې دروغ يې نه شو ويلای، ورته وويل:
ـ دا ميرات مړې بورې پسې ژاړي. درې ورځې کېږي، چې د باران د لاسه يې پلار ته کار نه پيدا کېږي، خو دې شرمول راخیستې دي. پلار غريب خو يې د همدې د لاسه نن هم کار پسې لاړ. نوره يې په ژړا تنګه کړم، ښه مې ووهله.
ـ موږ ته به دې ويلي و، هن، هن، د دې ماشومې څه ګنا ه ده؟! دا دی زه به يې درته په منډه راوړم!
ـ خير يوسې ځان مه پازابوه! نه يې اخلم، خو هغې چې څو دا خبرې اورېدلې، د رشيد مېرمن کور ته رسېدلې او خاوند يې بيا په کيسه پوی کړی و.
د رشيد زړه پر ملالې ډېر درد وکړ او مېرمنې ته يې په چټکۍ وويل:
ـ د کور ټوله بوره ورکه! تاسو ته به نوره راوړم.
ډېر وخت لا نه و تېر شوی، چې مېرمن يې د بورې له لويې خلتې سره بېرته راغله او چې رشيد ترې په ترورتيا پوښتنه وکړه، نو مېرمنې يې وويل:
ـ نه يې اخلي.
ـ ولې؟
ـ زه ورته ډېره ټينګه شوم، خو اخر کې يې وويل:
ـ موږ په سوال ځان نه عادتوو.
ـ دا خو سوال نه دی؟!
ـ زه نوره نه پوهېږم.
له دې سره رشيد پاڅېد. د ملالې کړيکو يې په زړه کې لارې جوړې کړې وې. د بورې خلته يې پخپله راواخيسته، د هغوی د دروازې سره ودرېد او نارې يې کړې:
ـ ملالې، ملالې... وه ملالې!!
د غږ په اورېدو ملاله زړه نه زړه راووته. د شنه چای نيمايي ګيلاس يې په لاس کې و، چې په مینه يې ورته وويل:
ـ لورې دا بوره واخله!
هغې په خندا خپل مخ نيمکښو کړ.
بيا يې ورته وويل:
ـ دا واخله! نن نور شيان هم درته راوړم. هن دا واخله! ټوله ستا ده. خو له دې سره هم هغې بيا په خندا مخ ستون کړ او ويې ويل:
ـ ناخلم.
ـ ولې يې نه اخلې؟
هغې په داسې انداز لکه چې دا خبره ورته ډېره سخته وي، د څادر پيڅکی يې په غاښونو ژوولو، سترګې يې پوره شرمېدونکې ښکارېدې، چې په ورو يې ورته وويل:
ـ پلار مې وئ ( وايي) چې ستاسې ډوډۍ ارامه ( حرامه) ده.
د دې خبرو په اورېدو د رشيد ټول بدن سست شو او ملالې ته يې په داسې تت نظر وروکتل، لکه چې د هغې پوښتنې ته يې چې وجدان له کلونو بې ځوابه وي او دېوالونه ترې هم خبر وي!!!
څمکني پېښور
۲۰۰۱
سیالي
د سهار څلور بجې به وې، چې د کابل په لومړني موټر کې په ډېرې خواشينۍ کېناست. رښتيا چې د خدای او بنده وعده يوه نه وي، ګنې هغه چې له اوږدې مسافرۍ وروسته په کومه هيله او تلوسه کور ته راغلی و، نو داسې څه ورسره وشول، چې کله يې په خیال کې هم نه و تېر شوي. پر ټوله لار يې پر سر له ډېره درده لاس ايښی و. د پیسو کمی له يوې خوا، خو هغه سپکاوی چې ورسره مخ شو، هغه څه و، چې تر مرګه يې هېرولای نه شول. څو ځله په لاره کې هغه خبره چې يوه نېک کس ورته کړې وه، وریاده شوه او ځان ورته په نه منلو ډېر پړ ښکاره شو، خو اوس اوبه له ورخه تېرې وې.
د هغه چې کور ته د تګ ورځې رانږدې شوې، نو لومړی يې خپل لمسی سترګو ته ودرېد، ورپسې زامن او بيا ټول کور. په ډېرو وسو وسو يې څو جوړه تسپې، خرما او دوه بوشکې د زمزمو اوبه واخیستې او زر زر په الوتکه کې له نورو ملګرو سره کېناست.
ماښام موده وه، چې کابل ته ورسېد. په کور يې و نه لورېده، چې د هرکلي زیار دې وګالي. محمود خان پله ته يې په بيړه بيړه ځان ورساوه او د خپل ولايت په موټر کې سپور شو. څومره چې به نږدې کېده، نو زړه به يې هوا کوله. د ولایت ښار ته چې ورسېد، ښه و، يو موټروان ورسره ولسوالۍ ته د تللو هو وکړه. د شپې لس بجې به وې، چې ډرېور د هغه د کور مخې ته موټر ودراوه. دروازه يې وټکوله. څه وخت وروسته يې د لاټېن رڼا وليده. زړه يې نور هم خوشاله شو. زلموټي لمسي يې ورته د کلا ور پرانېست. لمسی يې په سينې پورې راجوخت او په سترګو سترګو يې ښکل کړ. هغه هم بې له دې چې د زمزمو بوشکو پسې ورشي، په منډه کور ته لاړ او په لوړ غږ يې وويل:
ـ زېری مې درباندې بابا راغی. له دې سره يې يو یو زوی برنډې ته راغی، خو د دې پر ځای چې ستړې مه شي ورسره وکړي، د هر يوه په تندي کې د غوسې کرښې د لاټين په رڼا کې ښکاره شوې. هغه د زامنو پيکه هرکلي ته هک پک شو. فکر يې کاوه، چې ښايي پر کور يې کومه لويه ټکه رالوېدلې او دې ترې لا نه دی خبر. په ورو يې پوښتنه وکړه:
ـ خير خو به وي، مور مو څه شوه؟
مشر زوی يې سترګې سرې کړې:
ـ مور ، مور پرېږده، د شرم خبره کوه، د حيا نه دې خلاص کړو!
حاجي صیب حيران شو:
ـ د څه شي حيا؟! زه خو له هېڅ نه نه يم خبر؟!
بل زوی:
ـ په قام کې دې وشرمولو، داسې څوک کوي؟
حاجي صیب نور هم حيران شو:
ـ اخر خبره څه ده، خبره ښکار کړئ!
مشر زوی په ډېرې غوسې:
ـ موږ چې ستا لپاره اپين خرڅ کړی و، نو د همدې لپاره چې ته به مو په تربورانو کې پوزه پرې کوې؟!
حاجي صیب په يو دوه کې حیران و:
ـ ما خو په ټول ژوند کې کوم بې ننګه کار نه دی کړی، د خدای لپاره دا څه اورم؟!
کشر زوی:
ـ د لالا دا مقصد دی، ته خو موږ حج ته د سيالۍ لپاره لېږلی وې، خو تا زموږ سيالي د خاورو سره خاورې کړه!
مشر زوی:
ـ نور نه پوهېږم، همدا نن شپه به بېرته کابل ته ځې، قسم په خدای که رانه دلته شپه تېره کړې!
حاجي صیب:
ـ اخر ولې؟ حج مې وکړ او دا دی راغلم.
کشر زوی:
ـ لالا وايي، چې د نورو غوندې به سبا موږ هرکلي ته درشو، مخې ته به موټرې درشي، په تربورانو کې به مو سترګې جيګې شي.
حاجي صیب حيران و، چې څه وکړي؟! همدې کې يې د شا له لورې د خپلې مېرمنې د پښو ښکالو واورېده. غوښتل يې چې له هغې نه مرسته وغواړي، خو چې شا ته يې د ورتګ هڅه وکړه، د برنډې له ژۍ نه لاندې ولوېد. د حاجي صیب سر په کلکه ځمکه ډېر کلک ولګېد. د هغه سترګې ودرېدې. مېرمنې يې د زړه په مښلو پيل وکړ.
مشر زوی:
ـ نور نه پوهېږم، که مرې او که چوې، همدا اوس به بېرته کابل ته ځې، ګوره نوره خبره وانورم!
ښه و، څه شېبه وروسته حاجي صیب سترګې وغړولې او کېناست. هغه خپلې ښځې ته په مظلومانه انداز وکتل، خو مېرمنې يې چې د زوی غوسې ته وکتل، نو حاجي صیب ته يې په ارامه وويل:
ـ سړيه! اوس هم نه څه تلي او نه څه راغلي، د زامنو خبره دې سمه ده. د تربورانو د خاطره خير دی همدا اوس بېرته کابل ته لاړ شه. ( له کلي وځه خو له نرخه مه وځه)، سبا به دې زامن سروبي پورې د خيره مخې ته درشي.
هغه ته چې د زامنو بې شرمي سترګو ته ودرېده، نو په داسې ډول لکه په خپل حج چې پښېمانه وي، په نیمه شپه ستړی ستوړی بېرته د کابل د تللو په نېت له کوره ووت، په ټوله لار د تللو کړاو ته دومره غمجن نه و، خو دې ته فکر وړی و، چې هسې نه د حج ټوله خواری او ثواب يې خدای د تربورانو په سيالۍ کې ترېنه وانخلي؟!
کابل ـ تايمني
۱۳۹۰
ورکه
د کابل ښار له هرې خوا په مېزايلو، راکېټونو او توپونو داسې ويشتل کېده، چې ساری يې نه و. زموږ درېيمه ورځ وه، چې د مرګ له وېرې وږي تږي د کور په زېرزمينۍ کې ناست وو. موږ په خپل راتګه ډېر پښېمانه وو، خو له شرمه بېرته تللی نه شو. په لومړيو ورځو کې خو به مو د چم ګاونډ تر خلکو ځان په دې لوړ ګاڼه، چې هغوی هجرت نه و کړی، خو چې لږه موده وروسته د وسلو د استعمال کومه سيالي پيل شوه، نو بیا مو دا غرور داسې دړې وړې شو، چې ورسره يې زموږ هجري هيلې هم په سيند لاهو کړې او بيا مو تر ټولو ستر ارمان دا و چې کله به پېښور ته په دويم ځلي مهاجرت بريالي شو؟!
په څلورمه ورځ الوتکو هم زموږ په سیمه بمباري پيل کړه. د خرواريزو بمونو د هر بم له چاودنې سره به مې ماشومانو له هيبته داسې کړيکې کړې، چې تا به ويل ګنې څوک ترې په ژوندينې ساه باسي.
زما يو غم نه و، د ماشومانو په کتار کې مې داسې يوه جنۍ هم وه، چې تش ليدل يې زما لپاره له پوره غمه کم نه و. د هغې نوم ورکه وه. اصلي نوم يې سبوږمۍ ، خو په ماشومتوب کې چې يو وخت له کوره ورکه شوې وه، نو ځکه به يې بيا مور ورکه بلله او دغسې دا نوم ورپورې بيا داسې تړل شوی و، چې ټولو ګاونډيانو به هم په همدې نوم نوموله. ورکه تر سبوږمۍ ښکلې او اته نهه کاله عمر به يې و.
د هغې معصومې څېرې او مظلوميت ته چې به مې وکتل، نو د خپلو ماشومانو د ژغورنې غم به را نه هېر شو. دوه ورځې مخکې د هغې د کور ټول غړي په بم الوتي وو او تقدير د دنيا بې شمېره کړاونو ته هغه يوازې پرېښې وه.
د مرګ وېرې موږ دومره سره نږدې کړو، چې ما دا احساس کله هم نه کاوه، چې ورکه دې پردۍ جنۍ وي. له ځانه سره مې پتېيله وه، چې د تګ پر وخت به هغه هم راسره وي.
په څلورمه شپه بمبار او ډزې کمې شوې. د شپې په تياره کې له کوره راووتو. واوره دومره ورېدلې وه، چې بوټان يې پټولی شو. ډېر سوړ باد لګېده. يو نیم توغندی به په واوره کې لګېده. د مزل پر وخت به ورکې تر شا ډېر کتل. تا به ويل، چې ګنې مخکې تګ ته يې هېڅ زړه نه کېږي. هغه ګرمه نه وه، مور و پلار او ورونه يې لا د کور د خاورو لاندې پراته وو.
لاره کې شېبه په شېبه د مرګ خطر و او هله مو تسل وشو، چې په موټر کې کېناستو. څه ساعت وروسته ماهيپر ته ورسېدو. باد واوره پر سرک داسې کلکه کړې وه، چې د موټر ګړندی تک يې ټکنی کاوه. د ماهيپر پېچومي لا پای ته نه و رسېدلي، چې موټر بېواکه شو. موټروان له ډېرې وېرې چغه کړه. د چغې سره سم مې يو سخت غږ واورېد. بيا نو په ځان نه یم پوه شوې او کله چې مې سترګې وغړولې، نو پوه شوم، چې د کور د ټولو غړو سره په روغتون کې پروت یم. د نورو په نسبت زما زخمونه ښه وو، له ځايه پاڅېدم. خپل يو یو ماشوم مې وکوت. ښه و ټول پوره وو. د چا لاس مات او د چا د بدن بله برخه، خو ورکه نه وه. د روغتون له يوه نرس نه مې پوښتنه وکړه:
ـ وروره! ورکه څه شوه؟ هغه راته په تريو تندي وويل:
ـ د څه شي ورکه؟ ورکه څه شی دی؟ ما ورته بيا وويل:
ـ ما سره يوه بله جنۍ هم وه، ورکه نومېږي! هغه په متبسم انداز ځواب راکړ:
ـ وروره ستا اعصاب خراب دی. دلته ورکه مرکه نشته.
نوکريوال ډاکټر پسې لاړم، هغه هم د رد جواب راکړ.
پېښور ته په رارسېدلو مو د خپل وران کنډر سلام د دويم ځل لپاره وکړ. ايله مې شکر وايست، خو دا ځل هجرت زه دومره غمجن کړم، چې د پخواني هجرت ټولې ستونزې مې هېرې شوې.
ما سره به تل د ورکې فکر و. کله چې به هغه رایاده شوه، دنيا به راباندې وګرځېده. زړه کې به مې ويل، چې د هغې مړی به اوبو وړی وي او که به کارغانو خوړلی وي؟! او که ژوندۍ وي، نو چېرته به وي؟! داسې شپه به نه وه، چې هغه به مو نه يادوله. د هغې خيال به لکه د روح راسره و.
څه موده وروسته ښار ته په مزدورۍ پسې لاړم. د دې پر ځای چې له چا نه د کار پوښتنه وکړم، د هجرت تېر وختونه مې ټکي په ټکي داسې رایاد شول، لکه ډېر نږدې چې تېر شوي وي. هغه ورځې مې رایادې شوې، چې بې له کوم معاشه به مجاهدين جهاد ته دومره په مينه تلل، چې ځينو ته به ټوپک هم نه رسېده. د هغوی هغه وختونه مې رایاد شول، چې يوازې د ليدو لپاره به يې د نړۍ له هر ګوډ نه مسلمانان راتلل او چې کله مې اوسنۍ ناخوالې رایادې شوې، نو بې اختیاره مې تر خولې ساړه اهونه ووتل او فکر ته مې هغه ورځ راغله، چې د ورکې د کور ټول غړي بې ګناه په خپلو وينو ولمبېدل. دغسې مې ورکه بيا سترګو ته ودرېده. د هغې معصومې یاد لکه لېونی هک پک ودرولم، خو ما لا خيالونه پوره کړي نه وو، چې په لوړ غږ مې داسې غږونه واورېدل:
ـ کاکا ... کاکا! له دې سره د غږونو لوري ته ځير شوم. ومې ليدل چې يوه جنۍ په شکېدلو او خيرنو جامو کې زما خوا ته رامنډې وهي. هغه لا ما ته نه وه رارسېدلې، چې حيرانتيا واخيستم. فکر مې کاوه، چې خوب وينم. د خپلو خيالونو په رښتيا کېدو راته ځان بزرګ ښکاره شو. هغه مې وپېژندله. په لوی بازار کې خدای خپله ورکه راپيدا کړه. لس دولس ګامه واټن به لا پاتې و، چې له ډېرې خوښۍ نه يې مخې ته ورغلم او هغې په يوې منډې سره رانه لاسونه تاو کړل او له دې سره يې راته په شټکېدلې ژړا وويل:
ـ کاکا! هغه سړی ما نه پرېږدي!!
ورکې لا نور څه ويلي نه و، چې هغه هلک هم راورسېد. هلک څه و په هسې ليدلو يې هم بني ادم ته غوسه ورتله. ببر څټ، شین جمپر او سور بې نوره مخ. په کلکه لهجه مې ورته وويل:
ـ مور او خور نه لرې؟
هغه لومړی د فلمي ايکټرانو غوندې لاسونه په خپلو تشو کېښودل او بيا يې وويل:
ـ ځه مړه تاسې مور او خور څه پېژنئ! که دومره نران يئ، لوڼې مو د سوال نه منع کئ! او بيا يې وويل:
ـ څنګه ځوانه په پردي وظن کې بدمعاشي کی؟
پوه شوم، چې لوفر دی. په کراره مې ورته وويل:
ـ زه نه بدمعاش يم او نه لوفر، خو تا چې کوم کار شروع کړی دی، نو لوفران ترې امن غواړي. دا د مسلمان کار نه دی. هغه خپلې سپېږمې تروې کړې او ويې ويل:
ـ هو کنه، اسلام خو تاسو کې دی، څنګه ښه اسلامم راوست؟! ورته ومې ويل:
ـ مطلب دې څه دی؟
هغه په کبرجنه وضع او د وريځو د ښورېدو سره وويل:
ـ دې جنۍ ما نه پچاسی ( پنځوسګون) تښتولی دی. ړومبی پچاسی راوباسه. بيا به ګورو! ما ورکې ته وکتل، ورته ومې ويل:
ـ رښتيا؟ هغه په ژړا شوه او ويې ويل:
ـ دروغ وئ، روپۍ يې راکولې، چې زما لاس يې کلک ونیو. روپۍ يې بېرته واخیستې. حيران شوم، چې څه وکړم؟! که راسره وای، نو زر روپۍ به مې د هغه ناولي په مخ ورويشتلې وای، خو افسوس چې لس روپۍ مې هم نه لرلې، ځکه مې نو ورته وويل:
ـ دروغ مه وايه.
بد خلک په هره ټولنه کې پيدا کېږي، له دې سره يې ورکه له اوږې نه ونيوله. نور نو په ځان پوه نه شوم. خدای خبر چې زما په لاس کې دومره زور له کومه پيدا شو، چې په يوه سوک مې د هغه مخ په وینو رنګ کړ. هغه پر ځمکه ولوېد او چې بل وار مې کاوه، نو د تاڼې (ماموریت) پوليسو تر لاسونو ونيولم او بيا ايله شپږ مياشتې وروسته په ضمانتونو له بنده خلاص شوم. ما ډېرې ورځې په هماغه ځای کې ورکې ته انتظار وکړ، خو هغه مې بيا و نه ليده او تر اوسه لا ورکه ده. خدای خبر چې د هغې مظلومې په برخليک به تقدير کومې لوبې کړې وي؟!
جلال اباد ـ ۱۳۷۲
غرور
په پېښور ښار کې پېریانو تنورونه اچولي وو. هغه چې څنګه درملتون ته ورننوت، نو د ايرکنډېشنر سړه هوا يې پر تاوده بدن داسې ښه ولګېده، چې خپل دوست ته يې تر کار دمخه په لږه شېبه کې ډېرې دعاګانې وکړې. هغه په درملتون کې د میاشتې په پنځه سوه روپو نوکر شو. روپۍ لږې وې، خو چې ځينې اسانتياوې يې وليدې، نو په دې هم خوښ و. سړه هوا او د یخچال سړې اوبه د پېښور په سخته ګرمۍ کې لوی غنیمت دی. هغه کله هم مزدوري نه وه کړې. په لومړيو ورځو کې به ډېر وارخطا و. په درملتون کې په سلګونو دواګانې وې. هغه به ډېر کوښښ کاوه چې د درملتون څښتن ورته ګوته و نه نيسي. ورو ورو له کار سره اشنا کېده. د درملتون څښتن هم ښه سړی و. د دنيا ډېرې تودې او سړې يې ليدلې وې. په دوکان کې به ورسره زامن هم وو. شريف د هغه له کړو نه راضي و. زړه يې و، چې تر ډېرو کلونو ورسره کار وکړي، خو کله چې به يې پرې کوچني زوی امر وکړ، نو د هغه زړه به سخت درد وکړ. ورو ورو خپلو مجبوريتونو د داسې امرونو سره هم اشنا کړ. هغه اورېدلي و، چې صبر د بریاليتوب اصلي راز دی، خو لږې ورځې وروسته چې څه ورپېښ شول، نو د صبر ټولې پولې يې ونړېدې. هغه ډېرې خنداګانې وزغملې، خو اخر هر څه حد لري!! هغه نور نه شو کولای چې د څو روپو لپاره دې خلک پرې هره ورځ ملنډې ووهي.
کيسه داسې وه، چې يوه ورځ د درملتون د څښتن زوی راغی. هغه ته دا تر نورو زامنو ډېر ګران و. په کوم هوايي پوهنځي کې يې زده کړه کوله. هغه د چا خبره تر نورو ورونو ډېر سمارټ و. هغه د پلار پر چوکۍ کېناست. لږه شېبه وروسته يې چوکۍ وچورلوله او چې څنګه يې پر شريف سترګې ولګېدې او کښته پورته يې ور وکتل، نو يوه کبرجنه خندا يې وکړه. شريف دا هر څه وليدل، خو ځان يې ناګاره کړ. لږ وروسته هغه بيا ورته حرکت وکړ او له خندا سره يو ځای يې پلار ته وويل:
ـ دا څنګه کپړې يې اغوستي دي؟!
شريف خپل ځان راټول کړ. د پښو پورې يې لا خپل ځان ته د محروميت په نظر کتل، چې پلار يې هغه ته وويل:
ـ ولې؟ ښې ټيک ټاک دي. چا پورې مه خانده! هلک يو ځل بيا شريف ته وکتل او پر شونډو يې لا د موسکا څپه خپره وه، چې شريف ورته په کرار وويل:
ـ که زموږ ملک جوړ وای، نو ما به هم فاکولته ويلې وه.
د فاکولتې خبره نه وه، سمه د خندا خوټکنکه وه. له دې سره ټولو د خندا نه تشي ونیول. په شريف دا خندا ډېره بده ولګېده. هغه ته په دې کې د خندا هېڅ نه ښکاره کېدل. هغه د خپل زغم مراندې راکښلې، خو سره له دې یې زړه په دې بې ځايه خندا خپه و. هلک ورنه په داسې حال کې چې له ډېرې خندا يې له سترګو اوبه بهېدې، وپوښتل:
ـ یار دا فاکولته څه شی دی؟
که د شريف وس وای، نو تر هر څه دمخه به يې د هغه سابه په مالګه کړي و، خو هغه ورته يوازې همدومره وويل:
ـ تاسې ورته کالج وایاست او موږ فاکولته! دا خو کومه د خندا خبره نه ده؟! دا خو انګليسي کلمه ده. خو کاڼه ته ډول وهل څه مانا لري؟! د شريف خبرو پر هغه هېڅ اغېز و نه کړ. هغوی ټولو تر مازيګره پورې ورپورې ښه وخندل.
سهار چې شريف کار ته لاړ، نو هغه هلک ورته وويل:
ـ څنګه ده فاکولته؟
لږ وروسته يې يوه کارټن ته اشاره وکړه او ويې ويل:
ـ دا فاکولته د هغې بلې فاکولتې دپاسه کېږده او بيا دواړه فاکولتې د چت د فاکولتو سره يو ځای کړه! له دې سره ټولو بيا بېدرېغه وخندل، خو دا ځل د درملتون څښتن ته هم خندا ورغله.
شريف بې له صبره بله چاره نه لرله. دا ورځ هم د فاکولتې په خنداګانو تر مازيګره ورسېده. هغه چې کله کور ته لاړ، نو کرۍ شپه يې خوب ونه کړ. ټوله شپه بې ځايه سپکاوي ارام ته پرېنښود. سهار يې تګ ته زړه نه کېده. د هغه په سلو رګونو کې يو هم تګ ته جوړ نه و، خو بيا يې زړه کې وويل، چې دا پېښور دی. داسې کارونه په کې په بخت موندل کېږي او په دې توګه هغه خپلو مجبوريتونو بيا درملتون ته وروست.
خو دا ځل چې څنګه درملتون ته ورننوت، نو هغه هلک تر هر څه دمخه یخچال ته اشاره وکړه او په خندا ډوله توګه يې ورته وويل:
ـ د دې فاکولتې نه په فاکولته کې اوبه راوړه! پام چې نورې فاکولتې ماتې نه شي! د درملتون ټولو خلکو د پرون په څېر ښه په زوره بيا وخندل، خو دا ځل د شريف د زړه پر کور زلزله راغله. د هغه احساسات توپاني شول. يو ځل خو يې زړه کې وګرځېدل، چې راشه پرې ورمنډه کړه. له ستوني يې کلک ونيسه او د درملتون ټولې بوتلې يې په سر ماتې کړه او ورته ووايه، چې بې تهذيبه! ټوکه هم اندازه لري، ته ما پېژنې چې زه څوک يم؟! خو هغه بيا خپل قهر مهار کړ، خو دا ځل د پرون په څېر نه و. د هغه سترګې له غوسې تکې سرې شوې. سترګې يې د هغه په سترګو کې خښې کړې. هغه د افغانيت ټول جرات په خپلو سترګو کې راټول کړ خو په سړه سينه يې ورته وويل:
ـ ما له حاجي صیب نه اورېدلي دي، چې ته يې تر ټولو زامنو هوښيار او ذکي يې. ماشاالله د لوړو زده کړو څښتن يې، خو اوس زه تا سره يو شرط ږدم. زه له تا لس پوښتنې کوم. که يوه دې هم جواب کړه، نو زما دا وعده ده، چې تر مرګه تاسې سره بې روپو کار کوم او که يوه دې هم و نه ويله، نو بيا به توبه باسې او چا پورې به نه خاندې! د شريف دې خبرو په ټول درملتون کې يوه درنه چوپتيا خوره کړه او له دې نه مخکې چې هغه هلک وعده وکړي، پلار يې وويل ټيک ده. د هغه په خپل زوی ډېر باور و. هغه ته خپل زوی نابغه ښکارېده. د هغه نورو زامنو هم شريف ته سترګې څلور کړې. هغوی ته شريف يو نالوستی او ناپوهه مهاجر ښکاره کېده. هسې خو د دې خلکو تر پامه ټول مهاجر ځنګليان وو، خو خبر نه وو، چې ( کلی لېوني پورې او لېونی کلي پورې خاندي) او ... لږه شېبه وروسته د يوه بې هېواده مهاجر او د وطني مغرور تعليميافته تر منځ سيالي وه. رښتيا هم لسو پوښتنو کې د يوې سيي ځواب ويل، د هغه په فکر کومه ګرانه خبره نه وه. هلک سپېرينګي چوکۍ راوګرځوله او په کبرجن ډول يې وويل:
ـ کابليه تپوسونه دې وکړه! شريف ځان سنجيده کړ او ورته يې وويل:
ـ لومړی به ستاسې په مورنۍ ژبه انګليسي کې پوښتنه وکړم. دا جمله څنګه سواليه کېږي: اوبه راکړه؟ هغه د جملې په پيل کې کله ډيد، کله ډز او چې نور بې ځوابه شو، نو ويل يې استعمال کړ، خو دا هر څه غلط وو. له دې سره ورته شريف وويل:
ـ حاجي صیب خو ستا ډېر صفت کاوه، خو چې د انګليسي دې دا حال دی نو ... ښه بله پوښتنه:
ـ بجلي یانې برېښنا تعريف کړه؟
دې ته يې هم هېڅ و نه ويل. تر دې ځايه د حاجي صیب او زوی رنګونه يې والوتل. ښه جناب! درېيمه پوښتنه دا ده، چې په ضرب کې د ضرب حاصل ډېرېږي، اته انې چې له اته انو سره ضرب شي، ولې څلور انې کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب ته هم هغه ګونګ شو او د حاجي صیب شونډو هم پتري نيول شروع کړل. ښه زما بله پوښتنه له تا نه دا ده، چې اورورکی ولې رڼا کوي؟
هغه د دې پوښتنې ځواب ته په کمزوري غږ وويل:
ـ خدای په کې رڼا کوي.
شريف ورته وويل:
ـ دا سمه ده، چې هر څه خدای پيدا کړي دي، خو د دې سبب څه دی؟
له دې وروسته ورته شریف وويل:
ـ ساينس کې خو دې نام خدا سل نومرې يووړې، دا راته ووايه، چې هغه کوم ښار دی، چې ټرافيک يې ملاحان دي؟ دې پوښتنې ته هلک راټوپ کړ، فکر يې کاوه، چې ګنې شرط يې وګاټه. په لوړ غږ يې وويل:
ـ سوډان.
له دې ځواب سره حاجي صیب هم خپل زوی ته موسکی شو، خو شريف ورته وويل:
ـ افسوس چې ته تر اوسه د ښار او د ملک توپير نه شې کولای او له ټوکو نه يې ورته وويل:
ـ ښه ده، چې ګرېک دې نه دی یاد کړی!!
په دې ډول نورې پوښتنې هم بې ځوابه پاتې شوې. هغوی ټول داسې ښکاره کېدل، لکه روح چې ترې الوتی وي. د حاجي صیب په لومړي ځل د خپل زوی نه زړه تور شو او ورته يې وويل:
ـ ما درته نه ويل، چې چا پورې مه خانده!
له دې سره شريف ورغی او هغه ته يې وويل:
ـ اوس که ته ما ته د پنځه سوه پر ځای پنځوس زره روپۍ هم راکړې، نو زه تاسې سره کار نه کوم. هغه خپل لاس ور اوږد کړ او ورته يې وويل:
ـ ګوره چې بیا چا پورې و نه خاندې او خپله وعده دې هېره نه کړې!!
۱۹۹۹ـ څمکني ــ پېښور
خطرناک بانډ
ويې نیسئ ! مه يې پرېږدئ، وهئ يې همدا دی! مامور اکرم چې وروسته له ډېرو تدبيرونو کله جرئت وکړ او د صراف له مخې يې يو لک افغانۍ واخيستې، نو د ښار په لوی چوک کې خلکو دا ډول چغې پيل کړې. د سترګو په رپ کې پرې د سوکانو او څپېړو باران جوړ شو. له پوزې او خولې يې وينې روانې شوې او مسلمانانو يې ګرېوان تر لمنې ورڅيرې کړ. که څه هم هغه سره يوازې د صراف کار و، خو په لږ وخت کې د ښار ډېر خلک ورپسې شول. څو کسو له مټو ونيو او ګڼو نورو ورپسې شپېلي، نارې او سورې پيل کړې. د هغوی دا لوبه لا پای ته نه وه رسېدلې، چې د ښار امنيتي کسان راورسېدل او چې د خلکو له خولې خبر شول، نو يوه پکې په مامور اکرم د کلاشينکوف د کونداغ کلک کلک ګوزارونه وکړل. هغه له ډېره خپګانه په دومره وهلو او ټکولو نه و خبر، خو چې کله يې يوه مخ هم ورتور کړ، نو له دې سره يې له سترګو اوښکې روانې شوې او اسمان ته يې وکتل. د هغه د نیولو خبر په ټول ښار کې د چرچرۍ غوندې خپور شو او په لږه شېبه کې دا اوازه شوه، چې د غلو تر ټولو د خطرناک بانډ مشر ونیول شو.
په هغه ورځ د ښار په ډېرو برخو کې وښودل شو او خلکو هم ښه ونمانځه. د پلټنې پر وخت چې پرې کومې نادودې او سختې تېرې شوې، نو په حساب يې يو خدای پوهېده. پوره درې شپې يې سخت وهل ورکړل، خو هغه تر پایه نور څوک و نه ښودل او ويل به يې:
ـ نوره ډله نه لرم. يوازې زه غل یم.
له دې سره به د تحقيق مسوول پرې بيا راباندې کړل او دومره به يې وواهه، چې تر ډېره به بېسده پروت و. په څلورمه شپه چې د ماموريت د پولیسو مشر د هغه تر وهلو وروسته پوره ستړی شو، نو مامور اکرم ته يې په وېروونکې او تونده لهجه وويل:
ـ ګوره خاينه! زه به په تا داسې کانې وکړم، چې چا کړې نه وي، خو ښه به دا وي، چې خپله ډله راوښايې. هغه چې د نورو وهلو توان نه لاره او پړمخې پر ځمکه پروت و، په وسو وسو يې ايله دومره وويل:
ـ په خدای که به نور هېڅوک پېژنم.
له دې سره د تحقیق مشر پرې ورمنډه کړه او هغه يې په مخ کلکه لغته وواهه او په مخ او خولې يې د پوزې وينې روانې شوې. د تحقيق مشر له ځانه سره قسم کړی و، چې هغه به هرو مرو قانع کوي. هغه د مامور اکرم د غلا د بانډ د نورو غړو په پيدا کولو کې ځکه ډېره دلچسپي لرله، چې په دې کې ورته د خپل ماموريت ډېر امتیازات ښکاره کېدل، خو مامور اکرم هم له يوې نه بله نه کړه. هغه نور نه پوهېده، چې هغه ته څه ووايي؟! اخر يې د مقاومت او انکار وسله کېښوده او کله چې د يوې شپې د تحقيق په برخه کې ورته مسوول کس په پسته ژبه وويل:
ـ ګوره! ته له کړو وړو او رنګه شريف انسان ښکارې. ستا حرکتونه او خبرې د غله نه دي. که چېرته تا د خپل بانډ نور غړي وښودل، نو دا مې درسره وعده ده، چې نور د چا له تا سره کار نشته. باور وکړه چې همدې کې دې خير دی، چې زما خبره ومنې!
مامور اکرم چې د یاد کس د بې ساري ظلم له لاسه پخپل ژوند تنګ و، څه شېبه خیال په مخه کړ. خپل تور مخ يې سترګو ته ودرېد. يو ځل خو يې له ځانه سره وويل، چې تر دې به لا نور څه شرم وي؟! په ژوندينې په ټول ښار کې له حيا نه خلاص شوې. ټولو وليدې، له دې ژوند خو مرګ ښه دی. زه به ده ته څوک وښايم؟! خو چې له ځانه سره يې لږ نور فکر هم وکړ، نو ورته ويې ويل:
ـ که زه چېرته د خپل بانډ غړي دروښايم او که بيا يې ونه منې ؟! ته پخپله وعده ودرېږې؟
له دې سره د تحقيق مشر له ډېرې خوښۍ له ځايه پورته شو او په خوشالۍ يې وويل:
ـ زه تا ته قسم کوم که چېرته ته د خپل بانډ نور کسان را په ګوته کړې، نو ته ډاډه اوسه چې نور له تا سره د چا کار نشته او که ليکلې غواړې، نو دا دی اوس درته د خپلې خبرې سند درکوم!
ـ که سند راکړئ، نو بالکل تيار يم. له دې سره د تحقيق مسوول خپله وعده پر کاغذ وليکله او لاندې يې ترې خپل لاسليک وکړ.
سهار مامور اکرم، د تحقيق مشر او د سرماموريت څو کسه د یوه کور څلورو خواو ته ودرېدل. مامو اکرم د تحقيق مشر او يو بل وسله وال کس حوېلۍ ته ورننوتل. هغوی وسلې د تیارسۍ په حالت کې په خپلو لاسونو کې نيولې وې. د ډلې مشر دومره خوشاله و، چې حد يې نه درلود. په لږ وخت کې يې خپل امتیازات سترګو ته ودرېدل. په خيال کې يې هغه څه راغلل، لکه په کلونو کلونو چې يې ورته انتظار کړی وي. خدای خبر هغه به لا نور څومره سوچونه کول، چې مامور اکرم ورته وويل:
ـ صيب تاسې همدلته ودرېږئ، ځان مه په تکليف کوئ. زه به د خپل بانډ يو یو غړی تاسې ته راولم او له دې سره په خونه ورننوت. لږ وروسته په داسې حال کې چې يوه کمزورې ښځه يې له اوږو نه نيولې وه، د تحقيق مشر ته راوسته او ورته يې وويل:
ـ صیب! دا مې مېرمن ده، چې زما د بانډ مرستياله ده. زه چې نه یم زما دندې دا سر ته رسوي! له دې سره بيا په منډه خونې ته لاړ او يو څلور کلن ماشوم يې په داسې حال کې چې ويده ښکارېده، په غېږ کې راوړ او هغه ته يې وويل:
ـ صيب! دا زما د بانډ بل غړی دی! په همدې ډول يې دوه نورې ماشومانې، چې له لوږې يې حرکت نه شو کولی، وروښودې او ورته يې وويل:
ـ صيب! دا زما هغه څلور کسيز بانډ دی، چې له څو ورځو راهیسې يې ډودۍ په سترګو نه ده ليدلې. اوس نو ستاسې خوښه، چې پر خپله ژمنه وفا کوئ او که په کوم چوک کې مې د اسلامي حدودو په رڼا کېش د خپلو اعمالو په سزا رسوئ؟!
۱۹۹۹ ـ پېښور
د ماشوم ډوډۍ
هغه که سلیم هر څومره دلاسا کاوه، خو ژړا يې نه کرارېده او له تورو سترګو يې پر ښکلو اننګو رڼې اوښکې روانې وې. هغه چې ترې په ناپامۍ کې لږه ډوډۍ وخوړه، نو له دې سره سليم په ژړا شو.
پلار يې څو ځله ښکل کړ، غېږ کې يې کېناوه، خو هغه په يوه ساه ژړل. هغه نوره ډوډۍ غوښته، خو نوره ډوډۍ چېرته وه؟! له پوره يو ساعت کړاوه وروسته يې په دې غلی کړ، چې ګواکې نن به ورته پوره يوه ډوډۍ راوړي. هسې خو له ډېرو ورځو د هغه په کور کې اوړه نه و، خو نن سهار يې چې د خپل درې کلن زوی اوښکې وليدې، نو خدای ته يې ډېرې پټې ګيلې وکړې. د هغه سترګو ته هغه ناپوهه کسان ودرېدل، چې حتی په ستړې مه شئ او ساده خبرو هم نه پوهېدل، خو قسمت يې خولۍ په غوړو کې غورځولې او د ده غوندې پوه او غيرتي خلک يې په مزدورانو کې هم نه حسابېدل. هغه له کوره په بيړه ووت. په ټوله لاره کې به يې د زوی اوښکې سترګو ته ودرېدې او له دې سره به يې زړه دومره درد وکړ، چې پر سرک به ناڅاپه د لېونو په څېر هک پک ودرېد. له ځانه سره به څو شېبې وبوږنېد او بيا به رهي شو. برخه يې ښه وه، کار يې پيدا کړ. کرۍ ورځ يې کار وکړ، خو د زوی ژړا يې ټوله ورځ سترګو ته ولاړه وه. هغه دوه ساعته اضافه کار هم وکړ. د کار مالک اتیا روپۍ ورکړې. روپۍ يې څو ځله وشمارلې، داسې لکه کله چې يې نه وي ليدلې. زر زر يې ډودۍ واخیستې. ماښام و، چې کور ته روان شو. تر څه ساعت مزله وروسته د موټرو هډې ته ورسېد، خو په ټوله هډه کې موټر نه و. تر دېره ورته ودرېد، خو موټر رانغی. تر نور انتظار ورسته يې د لارې ملګري پيدا او ټول په پښو رهي شول.
توره تیاره وه، ډېر سوړ باد لګېده، اسمان ورېځو بوښلی و. کله کله به د برېښنا ليکه لرې وليدل شوه. ټولو په بيړه بيړه مزل کاوه، چې باران يې لانده نه کړي. هغوی به لا نيم ساعت مزل نه و کړی، چې د سرک د څنګ د قبرونو له ډډې د ټوپک د لټ اواز واورېدل شو او چې تر څو هغوی هغه لوري ته کتل، نو مخامخ ورته تومانچه په لاس يو سړی ولاړ و. غل په څو شېبو کې د نورو له جېبونو هر څه جارو کړل، خو تر څو چې يې هغه ته ګوتې وروړې، نو ده يې لاس ونیو او په زارۍ يې ورته وويل:
ـ سوال درته کوم، ډېرې ورځې کېږي، چې کور کې مې اوړه نشته ــ ماشوم زوی به مې د ډوډۍ په تمه وي. له دې سره يې ډوډۍ وروښودې .( له بارامه ښادي حرامه ده)، خو خدای خبر چې څنګه يې پرې زړه وسو؟! له هغه يې څه هم وانخيستل او پرې يېښود. په خوله او زړه کې يې غله ته ډېرې دعاګانې وکړې او په بيړه بيړه بيا روان شو. وايي ( مار خوړلی له پړي وېرېږي)، دا ځل يې روپۍ په جورابه کې کېښودې، خو رښتيا چې د خوارانو برخه خواره وي. هغه ډېر ګړندی روان و، چې ناببره د لاسي څراغ په رڼا تر يو څه مزله وروسته ودرېد. هغه چې وروکتل، نو پوليس د ملخانو په څېر د هغه په هر ځای پورې ونښتل او چې تر څو يې خبره کوله، يوه يې ډوډۍ له څادره راوايستې او بې له اجازې يې په خوړلو داسې پيل وکړ، لکه د افريقې قحط چې وهلي وي. له دې سره يې زوی سترګو ته ودرېد. پوليسو يې چې په جېبونو کې څه ونه موندل، نو د هغه په ازارولو يې شروع وکړه:
ـ څه نشه کوې؟ څه کار کوې؟ کاټ ( کارت) راوباسه! تاڼې ته دې بيايو. څه شېبه يې دا ډول خبرې واورېدې. هغه د پېښور د پوليسو په برخه کې اورېدلي و، چې د ځمکې په مخ ترې سپک او وږي خلک نشته، خو نن يې هر څه په سر سترګو وليدل. هغه ورته له ډېره قهره د ګونګي غوندې غلی ولاړ و. په چوپتيا يې پولیس په غوسه شول. يوه زوروره لښته يې وواهه. له ډېره درده پر ځمکه کېناست، خو ناپامه يې جرابه راکښله. له دې سره پرې پولیس شکمن شول. هغوی يې له جرابې روپۍ راوکښلې. ده ورته ډېرې زارۍ وکړې، د هغوی زنې يې ونيولې، خو چې هېڅ سوال او منت يې ګټه و نه کړه، نو په غمجن غږ يې ورته وويل:
ـ ظالمانو! غلو رانه وانخيستې، خو تاسو مې د واړه زوی پر ستونې پښه کېښوده!!
۱۹۹۹ ـ ۴ ـ ۷ پېښور
د جشن درواغ
نن ماښام چې کور ته راغلم، نو ماشومان مې راته حيران شول. وړې لور مې په ترورتيا وويل:
ـ پلاره! په دې بيرغ څه کوې؟
ـ لورې سبا ته جشن دی، دا مې د دې دپاره راوړی، چې د خپل کور په دېوال يې وځړو. بلال په سپېڅلتيا پوښتنه وکړه:
ـ پلاره! مېلې په کې شته؟
کېناستم:
ـ زويه سږکال حکومت ويلي، چې سږنی جشن به په شاندارو مراسمو نمانځو. خدای دې وکړي، چې رښتيا هم د ازادۍ د ګټلو دا ورځ د پخوا غوندې ښکلې او له عظمت او مېلو ډکه وي. دې کې يې مور له چايو سره راننوته:
ـ سړيه! خبرې مې دې واورېدې، ما د افغانستان د جشن ډېر صفتونه اورېدلي، خو ورپسې ړنده دې کړم، اخر موږ هم انسانان يو، سبا به مو خامخا وړې !
ـ ښه ته دا چای واچوه، سمه ده! بلال موسکی شو:
ـ پلاره دا جشن څه ته وايي، تا پخپله ليدلی؟
ـ زويه! سږکال زموږ د هېواد د خپلواکۍ شپږ نوييمه کليزه ده. په دې ورځ غازي امان الله خان او د دې هېواد نورو باتورانو، انګرېزانو ته ماتې ورکړه، افغانستان يو خپلواک هېواد شو او بيا به هر کال په همدغه ورځ زموږ حکومتونو او خلکو دا ورځ لس ورځې نمانځله. د هېواد ملي پوځ به رسم ګذشت کاوه، په لسګونو جېټ الوتکې، ټانکونه او زغره وال موټر به د هېوادوالو له مخې داسې منظم تېرېدل، لکه په کمپيوټر چې جوړ شوي وي. له دې سره به د ټولو خلکو سترګې له اوښکو ډکې شوې، ټول ښار به له رڼاګانو ډک و. د کابل لوی چمن کې به کرۍ شپه اتڼونه، لوبې او سندرې وې، دا داسې جشن و، چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو نه به يې په سلګونو بهرنيان نندارې ته راتلل.
سپوږمۍ راته په ماشومانه انداز رانږدې شوه:
ـ پلارجانه اوس خو به موږ خامخا وړې. زه به مې خپلې نوې جامې واغوندم.
بلال:
ـ پلاره موږ هم خپل پوځ ليدلی شو؟! زما د هغوی ټوپکونه ډېر خوښېږي.
ـ ولې نه، هر څوک يې ليدلی شي، دا خو همدا زموږ د خاطره تېرېږي.
د شپې څو ځله راپسې اولادونه راغلل او بيا بيا يې رانه جشن ته د تللو اقرار واخيست. د شپې د تېرو وختونو د جشنونو په خيالونو کې ويده شوم او سهار به مو لا چای نه وڅښلی، چې بلال او سپوږمۍ راته د کوچنيو کومانډويانو په څېر سر ته ولاړ وو. د ژمنې سره سم مې درې واړه په يوه ټيکسي کې روان کړل. زه په دې سوچ کې وم، چې د ښځو د ناستې لپاره به ځای وي، که نه، چې دې کې يې رانه وپوښتل:
ـ د بلال پلاره! په پېښور کې کې خو به چې جشن و، نو په هر کور به ډېر بيرغونه راځوړند وو، خو دلته نه په کورونو او نه په بازار کې کوم بيرغ ښکاري؟! پوښتنې ته يې بې ځوابه شوم، په زړه کې مې تېر شول، چې رښتيا هم په داسې يوه هېواد کې چې نه تاريخ لري او نه کوم اتل، خو بيا هم خپله ورځ په ډېره مینه نمانځي، خو دلته دغه لويه ورځ داسې ده، لکه په ټول ښار کې چې عمومي ماتم وي. همدې کې د محمود خان پله ته نږدې شوم. سپوږمۍ رانه پوښتنه وکړه:
ـ پلاره د جشن ځای کله رارسېږي ؟
ـ لوري همدا دی، ورته راورسېدو. بلال:
ـ زموږ پوځ به همدلته راځي؟
ـ هو همدا يې د تېرېدو ځای دی.
د ټيکسي ډرېور مې ودراوه، پيسې مې ورکړې.
حيران شوم، لکه چې تېروتی يم. يو نيم موټر پر سرک روان و. ځای ځای به پوليسو موټرې ودرولې، خو د ناستو خلکو درک نه و. زړه کې مې تېر شول، چې ښايي د جشن نېټه مې هېره کړې، بله ورځ به وي. له يوه سړي مې پوښتنه وکړه:
ـ وروره نن ګنې د زمري اته ويشتمه نه ده؟
ـ هو، نن د جشن ورځ ده.
ـ دلته خو د جشن هېڅ نښه نه ښکاري. په خندا شو:
ـ وروره بېګاه يې يو څو پتاقۍ والوځولې، خو بس همدا جشن و او تېر شو.
ـ ولې هغوی خو اعلانونه کړي و، چې په شانداره توګه به يې نمانځو.
ـ زه هم د همدې دپاره راغلی وم، بس څه ووايم؟! له دې سره سړی روان او په داسې حال کې چې اولادونو ته مې بې ځوابه او ملامته وم، په موټر کې کېناستو. مېرويس رانه ورو وپوښتل:
پلاره:
ـ ما خو خپل پوځيان ونه ليدل؟!
هغه ته مې څه ونه ويل، خو زړه کې مې ګرځېدل، چې کاشکې يې سږنی جشن ښه نمانځلی وای، که په دې لاره کې موږ يو څو کسه مړه هم وای، باک يې نه و خو چې د دې هېواد اولادونو او د هېواد دښمنانو ته مو خپله خپلواکي ښودلی وای. په همدې کې کورته ورسېدو، لا مو د کور دروازه نه وه خلاصه کړې، چې سپوږمۍ راته په ماشومه ژبه وويل:
ـ پلاره! تا خويل چې زه درواغ نه وايم. خو تا په جشن کې ولې موږ ته درواغ وویل ؟
دنیا
رئیس هاشم چې به لومړی خپلې رېړې ( کراچۍ) ته وکتل او بيا به يې خپل تېر وختونه رایاد شول، نو له ډېره غمه به يې سترګې اسمان ته ونيولې، خو چاره څه وه؟! د پېښور ژوند خو له قیامته کم نه و. توله منډه ده او هر څوک په خپل غم کې وي.
هغه په کابل کې د ډېر سوکاله او ارام ژوند څښتن و. اخر د تجارت په وزارت کې رياست څه وړه خبره نه وه. هغه هلته په اصطلاح د سرو او سپینو سره لوبې کولې او نن!! نن هغه په لوی بازار کې د کراچۍ پسې رهي وي. د هجرت په لومړيو شپو ورخو کې د هغه سره ډېرې افغانۍ وې، خو چې کار نه وي، نو د روپو غر هم په تیاره ختمېږي. هغه چې تر څو د دې ځای د ژوند د تېرولو په طرېقو پوهېده، نو بيا يې خپل ټوله پانګه ختمه کړې وه . هغه يو ښکلی کور په کرایه نیولی و . خوراک څښاک يې هم د کابل په څېر و . په لومړيو کې په دې هيله و، چې ګوندې د کابل غوندې دنده به ورته دلته هم پيدا شي، خو داسې کله کېدای شوه. سره له دې چې هغه د لوړو زده کړو خاوند و، تر پایه ورته کار پيدا نه شو او دا ځکه چې د هغه نه واسطه وه او نه بل څه.
ورځې شپې تېرېدلې، د هغه په اوزګارتیا کې کلونه تېر شول او په پای کې بیا داسې وخت راورسېد، چې هغه يوازې خدای ته همدا زارۍ کولې، چې پورونه يې ادا شي. پر هغه چې کله د نیستۍ خپسې نورې هم منګولې ټينګې کړې، نو بيا يې له ښاره لرې په يوه کلي کې يو خام کور د میاشتې په دوه سوه روپۍ په کرايه ونیو. يوه میاشت يې کرایه ورکړه، خو په دویم ځل يې د دې توان هم نه درلود. تر دې وروسته پرې بيا داسې وخت راغی، چې د هغه نازولو ماشومانو به په چايو بسې ژړل.
یوه ورځ يې مېرمنې ورته وويل:
ـ تر څو به د ماموریت یا بلې وظيفې په تمه ناست يې. د کور ټول شيان خو مو خرڅ کړل، اخر دا ماشومان خو يې غواړي، موږ به ګوزاره وکړو، چې لويان يو، دوی خو غريبي او بېکاري نه پېژني، ولې بل کار نشته؟ هغه له يوه سوړ اسويلي نه وروسته په زړه کې وويل:
ـ مېرمن مې رښتیا وايي، چې د قلم کار نشته، نو مزدوري به وکړم، هسې هم پردی وطن دی . تر کومه به زه د ابرومندانه کار په انتظار کور ناست یم. د دې ډول سوچونو نه وروسته هغه زړه نه زړه ښار ته لاړ . کله به يوې مغازې ته ودرېد او کله هم بلې ته. له ډېرو نه يې د مننشیتوب پوښتنه وکړه، خو هر يوه به د نه ځواب ورکړ. ورځ يې ټوله په نهره تېره کړه او مازيګر وچې شونډې او غمجن زړه کور ته لاړ.
په سبا ته بیا ښار ته لاړ. هغه به لکه سودايي کله د ښار په يوه او کله هم په بل چوک کې ودرېد. کله چې به يې د ښار لوی دوکانونه وليدل، نو په زړه کې به يې دا ګرځېدل، چې کاشکې په يوه دوکان کې راته د مزدور دنده پيدا شي. زه خو هسې هم د زړه ناروغي لرم، بل دروند کار نه شم کولی . خو چې کوم دوکان ته به يې د ننوتلو نېت وکړ، نو په زړه کې به يې وګرځېدل، هسې نه چې دا هم د نه ځواب راکړي، ځکه به نو بې پوښتنې ترې تېر شو .
هغه د پرون په پرتله نن ډېر خواشینی و . وړه لور يې مرګونې تبې نیولې وه . که هغه ته په هغه ورځ د چوړي وظیفه پيدا شوې وای، نو په ډېرې خوښۍ به يې کړې وای، خو پېښور کې کار پيدا کېدل څه اسانه خبره نه وه او چا ته چې به په کې مزدوري پيدا شوه، نو داسې به خوښ و، لکه د کانکور په ازموينه کې چې بريالی شوی وي. هغه خپلې غریبۍ او د ناروغې لور سوچونو لکه لېونی د فردوس سینما په مخکې په مخه کړی و، چې ناببره يې خپل يو کليوال وليد . تر روغبړ وروسته يې ورسره د زړه خواله وکړه. هغه چې د رئیس هاشم ستونزې واورېدې، نو ډېر خپه شو، ځکه هغه د ده ژوند ليدلی و . تر لږو خبرو وروسته يې وويل:
ـ رئیس صيب! زه دومره کولی شم، چې دغه خپله کراچۍ تا ته درکړم. دومره سخت کار نه دی . سهار وختي به په منډيي کې ترکاري اخلې او د سرک پر غاړه به يې په خلکو خرڅوې. تر مازيګره به خدای دومره درکوي چې د کور ګوزاره دې پرې وشي . زه به خير دی بل کار وکم. که خوښه دې وي سبا سهار وختي راشه . نننۍ سودا به زه خرڅه کم او بله ورځ به تاسې خپل کار شروع کئ! هغه چې دا خبرې واورېدې، نو له ډېرې خوښۍ نه يې په مخ کې وينه وځلېده، خو سره له دې په زړه کې خپه و . هغه فکر وکړ، کراچۍ خو پیدا شوه، د ترکارۍ لپاره به روپۍ له کومه کړم؟! څو ځله يې زړه کې وګرځېدل، چې راشه ورته ووايه کليواله! دومره ښه چې دې وکړل، نو پنځه سوه کلدارې هم راکړه، خو چې خبرې ته به يې خوله جوړه کړه، نو زړه به ورته وويل، څومره غريب او سپک به ورته ښکاره شم؟! هغه د څو شېبو لپاره لکه ګونګی غلی و، چې کليوال يې ورته وويل:
ـ څنګه رئیس صیب لکه چې دا کار دې خوښ نه شو؟ هغه ورته په ترهېدلي غږ وويل:
ـ نه، نه دا خو ډېر ښه کار دی، خدای دې تا سره ښه وکړي، خو ... او د دې سره غلی شو. کليوال يې چې د ژوندانه له تجربو تېر شوی و، د هغه په موخه پوه شو او ورته يې وويل:
ـ رئیس صیب که روپۍ درسره نه وي، نو پنځه سوه کلدارې به زه درکم، چې کله مو وګټلې، بیا به يې راکئ. د روپو خبره نه وه، سم د اختر زېری و . د هغه تندی له خوشالۍ نه وغوړېد او ورته يې وويل:
ـ وروره ډېره مننه. زه به ستا احسان کله هم هېر نه کړم. هغه لا خپلې خبرې نه وې ختمې کړې، چې روپۍ يې ورکړې او ورته يې وويل:
ـ سبا سهار وختي به زه د کراچۍ سره په همدې ځای کې ولاړ یم . د اذان نه مخکې به راځې او له دې سره دواړو خدای پاماني وکړه.
کور ته چې ورسېد، نو خپلې مېرمنې ته يې د کار د پيدا کېدو وويل. هغې خپل لاسونه بره ونیول او کليوال ته يې ډېرې دعاګانې وکړې. مازيګر يې خپله لور ډاکټر ته يووړه . ښه و د درملو سره يې ترې سل روپۍ واخیستې .
شپه تېره شوه. سهار وختي ښار ته لاړ. کليوال په خپله وعده په مالوم ځای کې د کراچۍ سره ولاړ و . رئیس هاشم ته يې په منډيي کې الوګان واخيستل . د خرڅولو ځای يې وروښود او همداسې يې د دغه کار نور تاکتيکونه هم ورزده کړل او ترې لاړ. د هغه دا په خپل ژوند کې د مزدورۍ لومړۍ ورځ وه. ښه و تر مازيګره يې ټول الوګان خرڅ شول . تر حساب وروسته ورته مالومه شوه، چې اتیا روپۍ او دوه کېلو الوګان يې ګټلي دي . هغه ډېر خوشاله و او پر دغه خبره يې عقېده نوره هم کلکه شوه، چې خدای څوک له لوږې نه وژني.
په سبا ته پخپله منډيي ته لاړ. دا ځل يې ټوله ترکاري يوازې واخیسته او خپل پروني ځای ته ورغی. دوه درېو کسانو ته يې لا سودا نه وه ورکړې، چې د خلکو چغې او منډې پيل شوې . هغه چې وکتل نو ټولو ترکاريو پلورنکو خپلې کراچۍ په منډو کړې وې. لږه شېبه وروسته هغه وليدل، چې پوليسو ټول سرک په ترکارۍ ډک کړ، خو ښه و رئیس هاشم ته چې تر څو رسېدل، نو هغه بيا په ډېره بیړه خپله کراچۍ د هغوی له سترګو پناه کړې وه . هغه چې د پولیسو ظلم وليد، نو له ځانه سره يې وويل:
ـ عجیب وطن دی، څوک دې مزدورۍ ته هم نه پرېږدي !! هغه چې کله نورو واورېدل، چې زموږ هره ورځ دا حال دی، نو نور هم غمجن شو. مازيګر کور ته لاړ او له ځانه سره يې دا مشوره وکړه، چې له دې وروسته به خپل ماشوم زوی هم له ځانه سره بیایم . په همدې ډول به يې بیا زوی هم له ځانه سره ووړ. پولیس چې به کله راغلل، نو هغه به له کراچۍ ځان ګوښه کړ او زوی به يې ورته پرېښود. کله چې به هغوی د کراچۍ د څښتن پوښتنه وکړه، نو زوی به يې په ژړا شو. په دې کې به هغه ورغی او ورته وبه يې ويل:
ـ جي تر څو چې يې خاوند پيدا کېږي، زه به ورته ګورم. په دې ډول به يې کراچۍ د پولیسو له شره وژغورله ، خو خبره کله پټېدای شوه. يوه ورځ نه وه او کله چې يې بله ورځ هم داسې وکړل، نو پولیس پرې پوه شو. د هغه د کراچۍ ټوله ترکاري يې پر سرک وغورځوله او لا يې وهل هم وزغمل. د هغه ټوله خواري په سيند لاهو شوه، په دې توګه له دې کاره هم له ناکامه لاس په سر شو. هغه بیا اوزګار کور کېناست. اریان و، چې څه وکړي؟! کله چې به يې خپلوانو وليد، نو هغوی به ورته د کابل د تګ سلا ورکړه. هغوی به ورته وويل:
ـ ستا غوندې پوه سړی ولې باید اوزګار وي؟! ځينو به لا ورته په تحقیر امېزه ډول وويل:
ـ رئیس صیب دلته انګليسي مينګليسي په درد نه خوري . ورشه هماغه ځای درته ښه دی، دلته هغه څوک اوسېدی شي، چې په مټو کې يې زور وي . ستا پياده ګان نن تا سره په خبرو شرمېږي او ...
هغه چې به د خلکو داسې خبرې واورېدې، نو په ډېره سړه سینه به يې ورته وويل:
ـ زما همدا ژوند خوښ دی، زه پرې افتخار کوم، خپل هجرت کله هم نه خرابوم. که څه هم هغه هر چا ته له خپل ژونده شکایت نه کاوه، خو خلک څوک کله پرېږدي؟! بني ادم به له ځانه خبر نه وي او په تبصرو به يې نور ځانونه ستړي کړي. هغه به خپلو اقتصادي ستونزو دومره نه ځوراوه، لکه څومره چې به دې خبرو خپه کاوه.
يوه ورځ بیا له کوره ووت . د خپل ژوند فکرونو په مخه کړی و. تر يو څه مزله وروسته پر داسې لاره راغی، چې پخوا له دې يې د هجرت په ټوله دوره کې دا سیمه نه وه ليدلې . په همدې ځای کې يې يوه ودانۍ وليده. له نښو ورته مالومه شوه، چې کوم دولتي ځای دی . هغه زړه نه زړه ورغی . له څوکيدار نه يې بوښتنه وکړه، هغه يې پ
ه ځواب کې وويل، چې يوه تعليمي موسسه ده او د ورننوتلو اجازه يې هم ورکړه . د موسسې مشر انګليس و. سيکرټر هم ورسره و. له هغه نه يې د دندې غوښتنه وکړه. د موسسې مشر سيکرټر ته وويل، چې ورته ووايه کمبود نشته، يوازې يوه چپړاسي ته اړتیا ده او څرنګه چې ته يو لوستی سړی ښکارې، نو دا هم تاسې نه شئ کولای.
سيکرټر ورته خبرې په دري ژبه وژباړلې. هغه ورته خورا په عاميانه ژبه او عاجزۍ وويل:
ـ صیب مرتب (مکتب) مې نه دی ويلی. چپړاسیتوب په ډېرې خوشالۍ کوم. سېکرټر ورته د رئیس د خبرو له ژباړې وروسته وويل:
ـ ته له حرکتونو نه مالومېږې، چې سواد لرې . هغه په ځانګړي مهارت هغوی قانع کړل، چې سواد نه لرم . د موسسې مشر ته چې د هغه عاجزي او مجبوريت مالوم شو، نو يې هغه د میاشتې په شپږ سوه کلدارې د چپړاسي په صفت په دنده وګوماره. کله چې کور ته لاړ، نو يې خپلې مېرمنې ته د نوي کار ډاډ ورکړ. په لومړي سر کې خو هغه ډېره خوشاله وه، خو چې د چپړاسیتوب نوم يې واورېد، نو په سترګو يې تیاره شوه. له ځانه سره يې په کراره وويل:
ـ خدایه ته ښه بوهېږې . سبا ته رئیس هاشم موسسې ته لاړ. سرپرست ځان ته راوغوښت او په ډېر غرور يې ورته وويل:
ـ دلته راشه، چې وظيفه دې درته وښييم! لومړی باید له هر څه نه مخکې هر سهار د تشنابونو ناولتيا پاکه کړې. د تولو کوټو دېوالونه باید پاک وي . د دفتر مېزونه او چوکۍ باید تل پاکې وې. ټولو بوټو او ګلانو ته به اوبه اچوې. له بازاره به سودا راوړې . په لسو بجو کې به ما ته چای او ... هغه ورته د ټولو هدایتونو ځواب په هو ورکړ. په خپل کار يې پيل وکړ. هغه به خپل ټول کارونه په ښه توګه تر سره کول . په لږه موده کې ټولو ته د هغه راستي او ایمانداري څرګنده شوه . د موسسې مشر به ويل:
ـ Hashim is an excellent servant .
( هاشم يو ډېر ښه پیاده دی).
څه موده وروسته يې د هغه معاش دوه سوه روپۍ ډېر کړ، خو له هغه سره د سرپرست جوړه نه وه. څرنګه چې هغه يو تعليم یافته سړی و، نو ناسته ولاړه يې هم معقوله وه . که د کوم کار پوښتنه به ترې سرپرست وکړه، نو هغه به ډېر ښه ځواب ورکاوه . د هغه به هم په دې کړو وړو ډېر بد راته. سرپرست به ورته ويل:
ـ هاشمه ته ډېرې پخې خبرې کوې! چپړاسی سړی يې خپل ځای دې وپېژنده! کله کله به يې کور ته بوت، لرګي به يې پرې ماتول، اخېړونه به يې برې کول او هغه به هم له ناکامه ورسره روان و. رئیس هاشم به د سرپرست ناوړه رويې ډېر ځورواوه، خو مجبوري وه . سره له دې رئیس هاشم پخپله دنده کې ډېر خوشاله و او دا ځکه چې اوس يې په اته سوه روپۍ د کور ګوزاره څه نه څه کېدله، خو د مېرمنې يې دومره صبر او زغم نه و. هغه ملامته نه وه، په ټولو خپلوانو او د کلی په خلکو کې د هغې مېړه د چپړاسی به نامه وپېژندل شو. هغې به ويل له داسې ژونده مرګ ښه دی. زه به کومې ته وایم، چې زما خاوند یو وخت رئیس و. ستاسې غوندې خلک به زموږ خدمتګاران وو. رئیس هاشم چې به د هغې داسې خبرې واورېدې، نو په سړه سینه به يې ورته وويل:
ـ ته مه خپه کېږه، چپړاسي هم يو انسان دی. ما کې چې کومه وړتیا شته، هغه رانه د خلکو په خبرو نه شي ورکېدای. علم د لمر په څېر په ګوتو نه پټېږي او په ژوند کې خو هر څه راځي.
که څه هم هغه به خپله مېرمن قانع کړه، خو پخپله به هغه وخت ډېر غمجن شو، چې ماشوم زوی به يې کله په ژړا کور ته راغی او ده ته به يې وويل:
ـ ما پورې هلکان خاندي. خبرې راته کئ چې د چپړاسی زوی يې مکتب دې نه دی ويلی. رښتیا هم د هغه زوی که به کله شوخي وکړه، نو خلکو به ورته ويل:
ـ د چپړاسی زوی يې، تا نه ګيله نه ده پکار! ته د همداسې کارونو سره ښه ښکارې! د دې ډول خبرو نه وروسته به د هغه زړه درد وکړ. هغه هر څه په ځان زغمل، خو پر خپل زوی يې دا پېرزو نه وه.
ورځې شپې تېرېدلې او په دې توګه يې دوه کاله تېر شول. په دومره موده کې چا په کې د ګوتې نیولو ځای پيدا نه کړ، په ځانګړې توګه د موسسې مشر د هغه له اخلاقو ډېر متاثر و.
یوه ورځ د موسسې د دروازې مخې ته يو نوی لينکروزر موټر ودرېد. له موټر نه يو ډېر پاک او ستر لرونکی سړی راکښته شو. تر تالاشۍ وروسته د دفتر خونې ته لاړ. تر سلام وروسته يې وويل:
ـ زه د رئیس هاشم دوست يم. غواړم، چې ورسره ووينم. سيکرټر ورته وويل:
ـ دلته د رئیس هاشم په نامه څوک نشته. هغه بیا ورته وويل:
ـ هغه همدلته د مدير په صفت کار کوي! سېکرټر بيا ځواب ورکړ:
ـ وروره! دلته نه د رئیس هاشم په نامه څوک شته او نه هم د مدير هاشم. د مېلمه خبرو ته انګليس هم ځیر و. مېلمه بیا په خپله خبره ټينګار وکړ، سېکرټر هم جدي شو او ورته يې وويل:
ـ که هاشم چپړاسی دې پکار وي، چې درته يې راولم! په دې خبره مېلمه له قهره تک سور شو او په ډېره غوسه يې ورته وويل:
ـ ته ما پورې خاندې! هغه په افغانستان کې رئیس و، تا غوندې سړي يې دفتر ته نه شو ورتلی او که د خدای وېره نه وي نو ...
هغه لا خبرې ختمې کړې نه وې، چې رئیس هاشم د ادارې دفتر ته ورننوت. د هغه پر اوږه د مېزونو د پاکولو خيرنه چرړۍ پرته وه. د راننوتاو سره يې سترګې پر مېلمه ولګېدې. هغه يې وپېژنده، بله لار نه وه. دا د هغه ډېر پخوانی ټولګيوال او دوست و. اوس د مجاهدينو لوی قوماندان و. له ناکامه يې ښه جوخته غېږه ورکړه.
مېلمه ورته له سره تر پښو په سرسري نظر وکتل . رئیس هاشم غلی کېناست. د هغه رنګ الوتی و. شونډې يې وچې وې. مېلمه مخکې له هغې نه چې د حال احوال پوښتنه ترې وکړي، انګليس ته په تونده لهجه وويل:
ـ افرين! دې ته انصاف وايي. هغه نورې هم خپلې سترګې د انګليس په سترګو کې خښې کړې او ورته يې وويل:
ـ دا په افغانستان کې رئیس و. د اقتصاد له پوهنځي نه اولنومره فارغ شوی او دلته ...؟! له دې سره له قهره غلی شو. انګليس د مېلمه په احساساتو او جديت پوه شو. سېکرټر ورته ټولې خبرې ترجمه کړې. له دې نه وروسته هغه له رئیس هاشم نه پوښتنه وکړه:
Is it right?
( ایا دا سيي ده؟)
ـ Yes.
(هو).
انګليس ورته وويل:
Why you told lie?
( دروغ دې ولې ويلي و؟).
Because I was very needy.
( ځکه چې زه ډېر اړمن وم).
د رئیس هاشم انګليسي سېکرټر ته خوند ور نه کړ او ورته يې وويل:
ـ دروغ ستره ګناه ده!
هغه ورته وويل:
ـ او تر دې ستره ګناه خیانت کول دي. ما له ډېر مجبوريته دروغ ويلي دي او که داسې مې نه وای کړي، نو د چپړاسيتوب دنده هم راته نه پيدا کېده او تر دې به لويه ګناه کومه وي، چې په هره موسسه او دفتر کې د واک خاوندان خپل ورونه، خپلوان او دوستان مقرروي. که هغوی دا ګناه نه وای کړې او د واسطې خیانت په منځ کې نه وای، نو زه به هم هېڅکله ګناهګار شوی نه وای. سېکرټر د موسسې مشر ته له ناکامه ټولې خبرې سمې وژباړلې، ځکه رئیس هاشم په انګليسي پوهېده.
انګليس د څو شېبو لپاره غلی شو. هغه اريان و. لږه شېبه وروسته ورته سېکرټر د انګليس خبرې داسې ترجمه کړې:
ـ زه نه پوهېږم چې د دې ظلم جبران څنګه وکړم؟! تر لږ نور سکوت وروسته ورته انګليس وويل:
ـ يوه عرېضه وليکئ! رئیس هاشم په انګليسي ژبه ورته يوه عرېضه وليکله، چې متن يې داسې و:
ـ ښاغلی د موسسې مشر صاحب!
( زه د اقتصاد له پوهنځي فارغ یم. په اقتصاد کې ماسټري لرم. څلور کاله مې په پوهنځی کې د استاذۍ دنده تر سره کړې. په انګليسي او فرانسوي ژبو پوهېږم. د تجارت په وزارت کې رئیس وم. اته کاله پخوا مې هجرت کړی. د هجرت دومره کلونه مې د واسطې د نشتوالي له کبله اوزګاره تېره کړې، اوس ستاسې په موسسه کې د چپړاسی په صفت کار کوم. بې له تاسې نورو ټولو سره حاضر یم، چې امتحان ورکړم.)
رئیس هاشم عرېضه انګليس ته ورکړه. د عرېضې تر لوستلو وروسته هغه سېکرټر ته امر وکړ، چې ټول کارکوونکي دې دفتر مجلس ته حاضر شي، هغه د رئیس هاشم په هکله مجلس داير کړ. کوټې ته د راننوتلو پر وخت به هر کارکوونکي چې رئیس هاشم د موسسې د مشر تر څنګ وليد، نو په سترګو کې به يې هغه ته بد بد کتل او داسې فکر به يې کاوه، چې ګنې د بې ادبۍ له امله يې په خوا کې نږدې ناست دی. د ټولو تر راتللو وروسته انګليس کارکوونکو ته داسې وويل:
ـ ( ما د ښاغلي هاشم په برخه کې ډېر ظلم کړی دی. زه نه پوهېږم چې د دې ګناه کفاره څنګه ادا کړم؟!). تر دې وروسته هغه د رئیس هاشم عرضپاڼه ټولو ته وښوده او ويې ويل:
ـ ( په دغه مضمون عرېضه تاسې يو هم نه شئ ليکلی . د ده د علميت د ثبوت لپاره همدا يوه عرېضه کافي ده. زه د ده صبر او زغم ته سلام کوم. که زه ده ته خپل ځان هم ورکړم، نو لږه به وي. له نن نه وروسته به زما پر ځای ښاغلی هاشم کار کوي). له دې سره يې هغه په خورا درناوي پر خپله چوکۍ کېناوه او ورته يې وويل:
ـ زه انګلستان ته ځم. زما دنده دې تا ته مبارک وي!
له دې سره ټولو ناستو کسانو لاسونه وپړقول . په ټول دفتر کې همدا غږ و:
Congratulation.
( مبارک).
هر يو به کوښښ کاوه، چې تر بل ډېره مبارکي ورکړي، خو تر ټولو سرپرست د رئیس هاشم ډېره خوشامندي کوله. هغه چې د کارکوونکو تر اندازې پورته احترامات او د الفاظو پېرزوينې واورېدې، نو سرپرست ته يې وويل:
ـ ته خو سر له سبا نه زما د کار د مېز لپاره په ښکلي ليک د حميد بابا دا شعر وليکه، چې:
د يوه غېږ کې پرته و بل ته خاندي
څه لولۍ او بې حيا ده دا دنیا
۱۹۹۳ ـ جولای ـ ۲۳ زرګراباد ـ پېښور
يادښت: د دې لنډې کیسې پر مرکزي خيال مې د دنيا په نامه تلوېزوني ډرامه جوړه کړې ده.
طلايي مرغان
د دنګو غرونو په ګور ځنګله کې د ګوتو په شمېر مرغان اوسېدل . دا مرغان دومره ښکلي او زړه راکښوونکي وو، لکه له جنت نه چې راغلي وي. هغوی له نورو الوتونکو سره ډېر توپير درلود . هغوی به د نورو په څېر د چا کروندو ته نه تلل . د اوړي او مني په موسمونو کې به يې د هماغه دنګو ونو مېوې خوړې او په ژمي کې که به يې څه نه موندل، نو د کاڼو په خوړلو به يې صبر کاوه. د چینو رڼو اوبو او پاکې هوا يې په بدنونو او سترګو کې څه بل ډول قوت او ښکلا پیدا کړې وه. هغوی ته خپلې تړې، اسمان، دنګې ونې او سړې اوبه تر بل هر څه ښې ښکاره کېدې. دا مرغان له ډېره راهیسې په سوکالۍ او خوشالۍ کې اوسېدل . رښتیا چې هر څه زوال لري . يوه ورځ له همدغو نه يو پټ په پټه والوت . د خپل ځنګله له بريدونو تېر شو. چې کله يې لاندې وکتل، نو پر ځمکه يې شنې کروندې ولیدې او په يوه شنه پټي کې کېناست . ښه شېبه په کې وګرځېد. نږدې و، چې هملته په يوې ونې کې جاله جوړه کړي، خو بيا يې خپل ملګري رایاد شول. زړه يې و، چې لږه نوره هم د ابادۍ ننداره وکړي، خو همدې وخت کې يو ښکاري راغی. ښکاری چې مرغه وليد، نو ښکلا ته يې ګوته په غاښ شو. زړه کې يې وګرځېدل، چې کاشکې يې ژوندی ونیسي، خو چې هر څومره يې فکر وکړ، نو نیول يې ورته ناشوني ښکاره شول . له دې سره يې په نښه کړ. مرغه ولګېد، خو ډز دومره مرګونی نه و او والوت. هغه په پښو سرسري لګېدلی و او الوت يې د روغ مرغه په څېر نه و. ښکاري ته هم خپل ډز رسا ښکاره کېده. په دې هيله چې ګوندې راو به لویېږي، پر ځمکه يې ورسره منډې شروع کړې. د مرغه مزل هم ورو کېده او هغه تر ډېره ځايه ورپسې و او په هوا کې یې پسې کتل.
د مرغه د الوتو سستیا به ښکاري نور هم هيله من کاوه او همداسې ورپسې و. هغه پسې تر ډېره ځايه منډې ووهلې، خو اخر يې مرغه له سترګو پناه شو. ښکاری چې نااميده شو، نو پر ځای ودرېد او بيا يې تر ډېره هغه لوري ته کتل. هغه مرغه و نه نیو خو دا ګټه يې وکړه، چې د مرغه لوری يې مالوم کړ.
څو ورځې وروسته يې نورو ښکاريانو ته کیسه وکړه. هغوی ته يې د ليدلي مرغه ډېرې ستاینې وکړې. په پای کې يوه ډله ښکاریان هماغه لوري ته روان شول. هغوی په غرونو کې ډېر مزل وکړ، خو هېڅ کوم مرغه يې و نه ليد. غوښتل يې چې بېرته راستانه شي، خو د لومړي ښکاري په ټينګار يې بيا د مرغانو لټون پيل کړ. اخر يې هماغه ځنګل تر سترګو شو. هغوی د غرونو ډېر ځایونه ليدلي وو، خو له دې ځايه لا نه وو خبر. ځنګل ته په رسېدو يې هرې ونې ته سترګې واچولې، خو پخوا تر دې چې دوی مرغان وويني، ژوبل شوي مرغه ښکاريان ولیدل . مرغه په ډېره بيړه يو نااشنا غږ وکړ. له غږ سره ټول مرغان له ونو، تړو او ځالو په هوا شول. ښکاريانو چې وليدل، نو مرغان لا په سترګو ښکاره کېدل. له واره پرې ټولو د اسمان پر لور ډزې شروع کړې. هغوی ډېرې بېدرېغه ډزې وکړې. زيات شمېر مرغان په هوا کې به ډزو ولګېدل، خو څوک په سیند، څوک په غره او ځینې هم په نورو ځايونو کې ولوېدل او ښکاریانو بې له ستړیا او ارمانه نور هېڅ تر لاسه نه کړل. په پاتې مرغانو کې هم ځينې سرسري ژوبل وو. هغوی چې پر خپلو ځالو د قيامت ورځ وليده، نو له ډېرو غرونو، سیندونو او دښتو پناه شول. د تلوار او وېرې مزل ډېر ستړي، وږي او تږي کړل. هغوی کې نوره هېڅ متره نه وه. ناببره يې يو کور ولید. ورو ورو د اسمان له شنو نه راټيټېدل. کرار کرار په وېره راکښته شول او د کور پر دېوالونو ساوتيګاه کېناستل . کور تش په نامه کور و. نه يې دروازه لرله او نه د ژوند بله اسانتيا. د ټولو زړه و، چې بېرته والوځی، خو نوره يې د الوتو وسه نه لرله. دې کې مرغانو په کور کې يوه تکه توره کوټه ولیده. سره له دې چې کوټه ډېره توره او وېروونکې وه، خو يو څو دانې غنم او د څښلو اوبه په کې وې او چې څنګه يې د خوراک او څښاک توکي تر سترګو شول، نو ټول ورننوتل او په ډاډه زړه يې د دانو په خوړلو پيل وکړ. لږ وخت به لا نه و تېر شوی، چې د کنډر څښتن کور ته ورننوت. د هغه چې په مرغانو سترګې ولګېدې، نو په ډېر هنر غلی غلی او پټ پټ ورغی. مرغان په ډاډه زړه لګيا وو، چې هغه پسې په ډېرې چالاکۍ دروازه وتړله او بيا ورپسې کوټې ته ننوت . په لږ وخت کې يې ټول مرغان ونيول او بيا يې يوې خيرنې او تنګې پنجره کې بنديان کړل.
د کنډر خاوند چې دا نا اشنا او ښکلي مرغان وليدل، نو دومره خوشاله شو، چې حد يې نه و. د هغوی طلايي بڼکو، سرو سترګو او له سوزه ډکو نارو به ډېر خوند ورکاوه. لږه موده کې د شاوخوا خلک هم د مرغانو له ستاینو او ښکلا خبر شول. هره ورځ به يې لس پنځلس کسه ليدو ته ورتلل او بيا خبره دې ته ورسېده، چې په دغه وران کنډر به د خلکو وار نه و. د مرغانو څښتن چې د خلکو مينه او ګڼه ګوڼه وليده، نو په خپل کنډر يې لاس وواهه، دېوالونه يې جوړ او پاک کړل او له خلکو نه د روپو د تر لاسه کولو لپاره يې نوي دامونه وغوړول. دې مرغانو به د پخوا په څېر نارې نه وهلې، بلکې ټول به په پنجره کې غلي وو او چې د خلکو ګڼه ګوڼه به ډېره شوه، د هغوی له سترګو به داسې اوښکې راماتې شوې، چې د ليدونکو زړونه به يې غوڅ غوڅ کړل. هغوی به د تګ پر وخت د مرغانو څښتن ته د پنجرې په مخکې پر غوړېدلي څادر ډېرې روپۍ واچولې، تر څو مرغانو ته پرې دانه واخلي، خو له دې نه وو خبر، چې هغه به ټوله شپه مرغان نهر او تږي ساتل، چې د سبا لپاره له ډېرې ولږې او تندې يې اوښکې روانې شي. د دغو مرغانو اوښکې، اوښکې نه، هغه ته مرغلرې وې. د کنډر نېستمن څښتن په لږ وخت کې د سرو او سپينو خاوند شو، خو د پخوا په څېر يې له خپل مکر نه لاس وانخيست او نه هم نندارچيانو ورته وويل، چې دا بېوزله مرغان نور ازاد کړه! مرغانو ته د کنډر خاوند او ليدونکي دواړه تر اوسه يو شان ظالمان ښکاري. هغوی لوږه او تنده دومره نه ځوروي، لکه څومره چې د خپل مکار څښتن ناخوالې يې پر زړونو ارې خښوي. هغوی هره ورځ په خپلو کې يو بل ته وايي:
ـ کاشکې په خپل هېواد کې د ښکاريانو په ډزو ټول مړه شوي وای، خو چې د دغه ظالم او مکرجن انسان له ظلمه خپلواک وای.
۱۳۸۱ ـ پېښور .
حواله
غرګی صیب چې تر څو د خدمتیار صیب کور ته د پوښتنې لپاره رسېده، نو د هغه هر کار يې مخې ته داسې ولاړ و، لکه همدا نن چې تېر شوی وي. د خدمتیار صیب په جرمني کې څه دپاسه دوه لسیزې تېرې شوې وې. هغه له هلکتوبه تر پاخه عمره پورې د لوېدیز غوندې په بوخت ټولنه کې، چې زوی پلار ته په کې اوزګار نه دی، د خلکو خدمت ته ملا تړلې وه او داسې څوک به نه و، چې په درد به يې دوا شوی نه و.
د خدمتیار صیب د خیر ښېګڼې کارونه يوازې په جرمني پورې محدود نه و، هغه چې به کله د میاشتې تنخواه واخیسته، نو خامخا به يې خپلو خپلوانو، دوستانو او د نورو بېوزلو برخه په کې کوله او داسې میاشت به نه وه، چې هغه به يوه نیمه حواله افغانستان ته نه کوله.
غرګی صیب په همدې فکرونو کې د خدمتیار صیب کور ته ورسېد او چې کله يې خونې ته ورننوت، نو د خدمتیار صیب له اورمېږه سپین پلستر تاو او په خورا تکلیف يې خبرې کولای شوې. هغه بېګاه شپه خپل موټر له خپله کوره لرې په يوه ځای کې ټکر کړی و.
د هغه په لیدو غرګی صیب ډېر خپه شو، خو لږ وروسته خدمتیار صیب په ړچېدلي لاس يو لیک ورکړ. او په سترګو کې يې وریاده کړه، چې دا هماغه لیک دی، چې يو وخت مې له تاسره وعده کړې وه، چې زما له وفاته وروسته به يې په فیسبوک کې زما د حوالو مینه والو ته خپروئ.
د لیک په لیدو غرګی صیب هم پوه شو او چې يې پرانېست، نو په رښتیا هم هماغه لیک و او داسې په کې لیکل شوي وو:
حواله
درنو خپلوانو او دوستانو!
السلام علیکم. له هغې ورځې نه چې په ښه بده پوه شوی یم، نو ستاسې په مجبوریتونو مې دې قسم وي، چې هر يو مې سترګو نېغ ولاړ یاست. باور مو شه، چې ستاسې له غمه ما کله هم په ارام زړه ډوډۍ نه ده خوړلې. زما له دنیا او پیسو سره هېڅ مینه نشته. همدا علت دی، چې د خپلې وسې سره سم مې له تاسې سره مرسته کړې، چې هېڅ ډول احسان يې درباندې نه کوم او نه يې هم له چا نه اجر غواړم.
باور مو وشه، چې دلته تر بل هر ځای د پیسو ګټل ستونزمن کار دی، خو ما دا خپل مسوولیت ګاڼه، چې په خپل ځان او ماشومانو سخته تېره کړم او تاسې ته يو څه پیسې درولېږم.
د حوالې ګرانو مینه والو!
کله چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او طالبان واک ته ورسېدل، نو ما هم په میاشت کې څلور شپې د ټيکسي ډریوري پیل کړه. له ماخوستنه تر سهاره به مې اوږده شپه ستاسې لپاره رڼه کړه. له بده مرغه له همدې نېټې نه وروسته ستاسې ټيلیفونونو او پیغامونو نور پوزې ته راوستم. زه په فاتحه، واده، تشناب، ناروغتیا، لنډه دا په هر ځای کې ستاسې له پر له پسې ټیلیفونونو خوندي نه یم او هر يو رانه بیا بیا د دې تمه لري، چې که زه مرم، او که چوم خو باید حواله وکړم. ځينې وختونه چې دشپې خوب ته ځان برابر کړم، خو لا سترګه مې ورغلې نه وي، چې د ټیلیفون یا پیغام ټنګ شي. همدې میسجونو راته دومره ذهني زیان ورساوه، چې د کار په ځای يا ډرېورۍ کې یم، نو زما له خولې نه هم په غیر ارادي توګه د حوالې نوم کله نا کله راوځي. د شپې چې زیاتره خوبونه وینم، بله هېڅ خبره په کې نه وي، بلکې ټول د حوالو په برخه کې وي. ستاسو په لړۍ کې لا داسې خلک هم وي، چې نه مې ورسره کله سلام شوی او نه کلام، نه ورسره بلد یم. په تېرو حکومتونو کې به يې ښې غلاګانې کړې وي، خو ما ته به زنګ ووهي، چې زر یورو راته حواله کړه. داسې ناپوهانو ته مې نو بیا ماغزه لمبې وکړي. دوی داسې فکر کوي، چې ګنې په اروپا کې یورو د کاشکوټ د خسکي توتانو غوندې په خلکو پخپله راورېږي.
ګرانو عزیزانو او دوستانو! زه پوهېږم، چې د حوالو له امله مې د ژوند په دې پیر کې ذهني حالت د باور وړ نه دی. کېدای شي، يوه شپه له همدې امله خپل روح په ناڅاپي توګه هغه چا ته وسپارم، چې تاسې ته يې د حوالو غوښتلو بې جوړې ځواک درکړی دی.
نو که کله له همداسې يوه حالت سره مخ شوم، نو هغه دوستان دې راته بښنه کوي، چې تر اوسه يې ما د خپل مجبوریت له امله حواله نه ده حواله کړې. لوی خدای دې هم ما او هم تاسې نور له حوالو نه خلاص کړي!!
امین
ستاسې ورور خدمتیار
سپينې کرښې
زار شم . لوګی دې شم . پاڅونه، ای پاڅونه! دا دی رڼا شوه. ته وګوره! ته ما ته وګوره!
له دې سره به پرخې خپل وړوکی پاڅون په غېږ کې ونیو او لږه شېبه کې به يې د ډېرو وليانو نذرونه ومنل . خدای به يې زړه ته کتل، چې څه وخت وروسته به هغه ښه شو.
د شپې چې به کله د لاټېن رڼا ورکه شوه، نو په هغه به دا مرګونې څپه راتلله. د تیارې په راتللو به يې لومړی يوه وېروونکې کړيکه وکړه. لاسونه به يې کاږه او سترګې به يې سپينې شوې او بيا به تر ډېره بې سده پروت و.
د هغه په کړو وړو او خویونو کې نوره هېڅ خو نه وه، خو يوازې له تیارې نه به دومره وېرېده، لکه څوک چې يې په زندۍ وژني. په دې وخت کې به د پرخې ټول بدن سست شو او چې کومې دعاګانې به يې زده وې، هغه به يې په ډېرې ترورتيا په تندي او مخ ورچوف کړې . هغه په ډېرو ملایانو او میاصاحبانو وګرځېده . يوه ګېډۍ تعويذونه به د پاڅون پر غاړه د شينکي، کونجکو او بربوګانو سره يو ځای ځړېدل، خو خدای خبر چې وېره يې پرې ولې کمه نه شوه؟!
زوی چې به يې کله ښه شو، نو خدای ته به يې د شکر لاسونه هسک کړل . بيا به يې له ځانه سره په سوي زړه وويل:
ـ خدايه زموږ کلی رڼا کړه. زموږ د کوڅو تیارې روښانه کړه. زما پاڅون له تيارې نه ډېر وېرېږي . تياره يې دېره بدې شي. هغه دې هم بنده ګان دي او موږ هم . موږ خو تر هغوی ستا عبادت ډېر کوو، خو زموږ ورځ شپه وي او د هغوی شپه ورځ!!
پرخه دومره لوستې نه وه، خو چې کله به يې چېرته شکېدلې ورځپاڼه یا کتاب وليد، نو به يې په مينه لوست. هغه په لږه زده کړه کې له ډېر څه خبره وه . کله چې به يې د وړوکي پاڅون وېره سترګو ته ودرېده، نو په زړه کې به يې ويل، چې کاشکې يو وخت همدا کلی زما زوی روښانه کړي. څومره نور ماشومان به هم وي، چې د پاڅون غوندې به له تیارې وېرېږي!!
تر يوه وخته خو يې له نازولتوبه پرې زړه نه کېده، چې ښوونځي کې يې داخل کړي، خو اوس هغه د اوو کلونو و. په کومه ورځ يې چې ښوونځي ته وروسته، نو تر هغه دمخه يې په غېږ کې ونیو او ورته يې وويل:
ـ زما زوی به له خيره انجینر شي. دا کلی به روښانه کړي . بيا به دلته تیارې نه وي. دې سره يې به سترګو کې ښه شېبه وروکتل او بيا يې پر سترګو ښکل کړ، خو هغه ورته په تته ژبه وويل:
ـ هلته لنا ( رڼا) شته؟ زما تیاله ( تیاره ) دېله ( ډېره ) بدې شي!!
ـ هو، ښوونځی د رڼا ځای دی. هلته تیاره نه وي. ځه زویه! ځه چې ښوونځي ته ځو.
پرخه په هغه ورځ له پاڅون سره تر يوه ځايه لاړه او بيا يې يوه خپل ته وسباره، چې ښوونځی کې يې داخل کړي . کور ته چې راغله، نو له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېده. لږه شېبه کې يې خيال وروښوده، چې زوی يې انجینر شوی وي. د هغې ګومانونه سيي وو. هغې ته د پاڅون ذکاوت مالوم و. هغه به په دې لږ عمر کې داسې پوښتنې کولې:
ـ لمر ولې هر سهار راخېژي؟ زموږ کلي کې تیاره ډېره ده که رڼا؟ تیارې څوک راولي؟ او ... پرخه به حيرانه شوه، چې څه ورته ووايي؟! ځکه داسې پوښتنو ته هغې منطقي ځوابونه نه لرل.
په هغه ورځ پاڅون څه وخت وروسته راغی او چې کله کور ته ورننوت، نو مور يې له خوشالۍ په ځان نه پوهېده. له واره يې ښکل کړ، خو باڅون ترې لږ لرې غمجن ودرېد او ويې ويل:
ـ زه نور نه ځم!!
په هیبت يې ترې وپوښتل:
ـ ولې؟
هغه تر ډېره غلی ولاړ و، خو اخر يې د مور په ټينګار وويل:
ـ ملا صیب توله ( توره) پګلۍ ما نه غوالي . زما تول ( تور ) لنګ ( رنګ ) بدې شي!!
ـ خير دی زويه اوس خو لوی شوی يې. هېڅ رنګ نه مه وېرېږه. زه به تا ته ښايسته پګړۍ جوړه کړم. د خبرو په پای کې يې د تاکيد په توګه ورته وويل:
ـ ښه!
هغه په داسې حال کې چې د لاس ګوته يې په غاښونو کې نيولې وه، د خپل سر په ښورېدا يې د مور خبره زړه نه زړه ومنله.
پرخه حيرانه وه، چې څه وکړي؟! د نوي پټکي د اخیستلو پیسې يې نه لرلې. زړه يې و، چې له خپل تور ټيکري نه ورته پټکی جوړ کړي، خو چې کله يې بکس پرانیست، نو د خپل څښتن د واده په لونګۍ يې سترګې ولګېدې. ښه وه، لونګۍ توره وه، يوازې په پلوونو کې يې سپينې کرښې وې. پرخې لونګۍ په اوږدو دوه نیمه او بيا لنډه کړه . پاڅون يې تر شا ولاړ و، چې له ډېرې مینې يې ورته پخپله ووهله او بيا يې په غېږ کې کلک ونیو او څو ځله يې ځان ته راجوخت کړ .
سهار يې لونګۍ ور پر سر کړه او تر ډېره يې له دروازې ورکتل. په هغه ورځ پرخه دومره خوشاله وه، لکه په ژوند کې چې يې د خوښيو يو لوی انقلاب راغلی وي. هغې ته نور ځان هغه پخوانۍ نېستمنه پرخه نه ښکارېده. هغې ته د ژوند تيارې نورې روښانه ښکاره کېدې او راتلونکې ته ډېره هيله منه وه . همدې فکرونو کې وه، چې ماسپښين مهال پاڅون راغی، خو د هغه ښکلې سترګې له اوښکو ډکې وې . لاسونه يې تخرګونو کې نيولي وو. هغه دومره ژړلي و، چې اوښکو يې ګرېوان لوند کړی و او چې کله د کور انګړ ته ورننوت، نو له واره يې کتابونه وړاندې وغورځول او نسکور پرېووت . مور يې پرې په هیبت خوره وره شوه. د ولې ولې ډېرې نارې يې ورته وکړې، خو هغه غلی و. د پرخې نور زړه تنګ شو. له ځمکې يې په تلوار راپورته کړ، خو همدې وخت کې يې وليدل، چې له وړو سپينو ګوتو يې اوښکې روانې وې. په خپل ټټر د ګوزار سره يو ځای په لوړ غږ يې وويل:
ـ ولې، دا ولې؟
هغې څو ځله د ولې ولې نارې وکړې، خو د پاڅون له خولې غږ نه ووت. نور نو د پرخې زړه خولې ته راغی او په لوړ وېروونکي غږ يې وويل:
ـ چا، چا، چا؟
خو هغه بیا هم غلی و او لکه چې له مور نه يې ژمنه اخیسته، نو يې ورته وويل:
ـ خو زه بيا نه ځم! ښه بيا هېڅکله مه ځه، خو دا چا؟
ـ ملا صیب!
لاسونه دې مات شي . څه دې کړي وو؟ ولې؟
ـ هېڅ.
ـ نو بيا ولې دومره ظلم؟!
ـ ځکه چې زما په پتکي کې سپينې کلښې وې!!!
۲۰۰۱ پېښور
د ښاروالۍ اخطار
غوث الدين، چې له څه نه وېرېده، نو یوه میاشت وروسته يې هماغه انګېرنه په رښتیا بدله شوه. میاشت وروسته هغه د يوې داسې نادودې سره مخ شو، چې د مخنيوي لپاره يې د خدای کړو ته حیران و. د راتګ نه مخکې يې خپل پلار ته په ډېر ادب او مینه د پاتې کېدو وويل، خو پلار يې قسم کړی و، چې په دې برخه کې هېڅ کوم دلیل ونه مني. هغه ته چې به کله د زوی خبرو خوند ور نه کړ، نو په کټ کې به لږ رانېغ شو او بيا به يې غوث الدین ته په یرغلیز انداز وويل:
ـ ولې زه د مامور بسم الله نه زوړ يم؟! په دې جوزا کې نوي کلن شو. هغې بلې نه پنځه کاله کشر یم، غاټوله یادوم. هغوی ما نه مخکې ورسېدل. ما خو اورېدلي، چې په امریکا کې زاړه خلک ځوانانېږي . دې نه مالومېږي، چې ستا او د ښځې دې خوشالي په ما پېرزو نه ده؟!
غوث الدین به پوه شو، چې د پلار سره يې استدلال د اخوند قانع کول دي.
میاشت مخکې غوث الدین د خپلو ماشومانو او پلار سره د کابل نه د وتلو په غوبل کې امریکا ته ورسېد. د کلونو کلونو ناروغي او زړښت هغه څه و، چې د غوث الدین پلار يې د مرګ په لومړي کتار کې درولی و. د هغه ساه هغه د چا خبره نوره خولې ته راغلې وه او يو سهار د سرمعلم صیب په امریکا مین روح په امریکا کې والوت.
غوث الدين اورېدلي و، چې په امریکا کې د ژوندیو له پاللو نه، په خاورو کې د يوه مړي پټول ډېر ګران او قیمتي کار دی. حیران و، چې د خپل پلار سرمعلم صیب سره څه وکړي؟! په پای کې د ځايي افغانانو په مرسته يې له ښاروالۍ سره ژمنه وکړه، چې د سرمعلم صیب د خښېدو اجوره به په درېو میاشتو کې په درېو قسطونو کې ورکوي.
د درېو میاشتو د پوره کېدو سره ورته حکومت له کوره د وتلو او کار کولو وويل. هغوی ته وويل شول، چې نه نو نوره دلته د افغانستان غوندې وړیا ډوډۍ شته او نه کور .
له غوث الدین نه لار او ګودر ورک و. خپل ځان ته کار پيدا کول او د سرمعلم صیب د خښېدو د پیسو خلاصول پرې لا بل مصیبت و، چې له هغه نه يې له ډېرې سودا لېونی جوړ کړ.په هغه او دغه يې په کور کې یوه بله میاشت هم تېره کړه، خو دا موده که له يوې خوا غنیمت و، نو له بل لوري يې د قبر پور لکه د سرکاڼو عسکر شا ته ولاړ و.
په بله ورځ ورپسې د ښاروالۍ کسان وروسېدل او په جدي انداز يې ورته وويل:
ـ که تر سبا پورې ښاروالۍ ته د مړي د خښېدو پیسې داخلې نه کړې، نو موږ يې له قبره راوباسو او د کور په کوټه کې يې درته اچوو. هغوی نور څه ونه ويل او په بیړه روان شول.
غوث الدين په خپل پنځوس کلن ژوند کې ډېر ستونزې ليدلې وې، خو د داسې نادودې تصور يې کله هم نه و کړې. کله کله به يې زړه کې خپل پلار ته وويل:
ـ خدای دې تباه او برباد کړه، دا به څه غم دې اخته کړو. درته ومې ويل، چې مه راځه، مه راځه. ته ختم يې خو زما دې نه منله. خدای دې خپله سزا درکړي. ښه زه اوس تا سره څه وکړم؟!
تر دې خبرو وروسته به يې په کوټه کې منډه کړه، له ډېر خپګانه به پر ځمکه کېناست او خپل سر به يې په دواړو لاسونو کلک ونیو.
تر دمې وروسته به يې له ځانه سره وويل:
ـ دې خلکو کې هېڅ شک نشته، کېدای شي، چې سبا يې راپسې راوړي، ښه زه به په هغه څه وکړم؟! که تازه وای، خو په یخچال کې به مې په څه چل ايښی وای. ما اورېدلي چې څلور میاشتې وروسته د مړي يوازې هډوکي پاتې وي. که مې اولادونه هغه ووينې، د ټول عمر لپاره به يې دا وېره په زړه کې وي، خدایه توبه دا څه وشول؟!
د توبې خبره يې په لوړه چغه وکړه او چې مېرمن يې کله واورېده، نو په خواخوږۍ يې ورته وويل:
ـ خير دی خپه کېږه مه، خدای به څه چاره وکړي؟ هغه په سرو سترګو ورته وويل:
ـ څه چاره به وشي؟ دې خلکو کې هېڅ شک نشته. قسم په خدای چې راپسې راوړي يې! ښځې يې ورته وويل؛
ـ ( له پېښې تېښته نشته). چې رايېووړ، رايېوړ. څه چاره به يې وکړو.
ـ څنګه چاره يې کوې؟ که ماشومان يې وګوري، زړه به يې وچوي.
ـ ما ته يې چاره راځي. غوث الدين خوشاله شو:
ـ ته ووايه څه چاره درځي؟
ـ ستا کورتۍ او پتلون به ورته واغوندم. څو پورې چې ورته قبر پيدا کېږي، د اشپزخانې خوا کې پسخانه کې به يې پټ کړم. د دې خبرې په اورېدو غوث الدين ته ډېر قهر ورغی او ورته ويې ويل:
ـ رښتیا چې ښځه يې او عقل نه لرې. خدای دې خواره که په دې غټ سر!
هغه څه شېبه نور هم په کور کې وو، خو تر فکر وروسته د افغانانو جومات ته لاړ. د جومات د دروازې سره تر ډېره د يتیم غوندې ناست و. اخر ترې يوه افغان پوښتنه وکړه، هغه ورته ټوله کیسه وکړه. افغان له زړه او احساس نه ښه سړی و. د ماخوستن تر لمانځه پورې يې د چندو له لارې دومره څه ورته پيدا کړل، چې لومړی قسط ورته برابر او ښاروالي ارواښاد سرمعلم صیب له قبره را ونه باسې.
د تللو پر وخت افغان، غوث الدین ته وويل:
ـ خپه کېږه مه سبا سهار به درسره زه ښاروالۍ ته پخپله لاړ شم. د سرمعلم صیب د لومړي قسط موضوع به دې خلاصه شي، خو د نورو قسطونو غم دې نور پخپله کوه! غوث الدین ورته وويل:
وروره! خدای دې دنیا او اخرت ښايسته کړه، د غټ غضب نه دي خلاص کړم، خو سبا چې دې پیسې ورکولې، نو خير دی بیا هم ورته دا ووايه، چې :
ـ زه دې ته تیار يم، چې د نورو قسطونو په بدل کې خپل پښتورګي ښاروالۍ ته ورکړم، خو خدای او رسول ته وګورئ، چې کور ته يې راپسې رانوړي. ما ته د ښاروالۍ اخطارونه ډېر جدي او وېروونکي ښکاري!!
که ولي نه يې نو خالي هم نه يې
که د همېشه ګل وس وای، نو د بختور د ډېرو خبرو له لاسه به يې د ټول کلي ناييتوب پرېښی وای، خو د هغه غریب بله چاره نه وه او نه هم په دې کار کې دومره ماهر و، چې ښار کې يې خپله مزدوري کړې وای . دومره يې زده و، چې د سړي سر به يې ګنجی کړ او بله دا چې د يو بختور لپاره خو يې ټول کلی نه شو پرېښودای، اخر ټوله ګوزاره يې په همدې کار روانه وه .
بختور څه و، سم د ماشومانو کاټون و. هغه سره د ښایست په برخه کې پوره دښمني شوې وه . که څه هم د نارینه لپاره ښایست دومره ضرور نه دی، خو تر ټولو بده يې دا وه، چې هغه په مړه ګېډه ساده هم و.
هغه به هره ورځ سهار وختي خپل خر د غره په لرګو بار کړ او پوره شپږ ساعته به يې مزل کاوه، چې له ښاره به ایله ماښام کلي ته رارسېده.
د کلي ډېرو خلکو به لرګي خرڅول، مګر د بختور څه بل شان کار و. هغه به نه د اوړي سره لمر ته کتل او نه هم د ژمي سړو او بارانونو ته. که چا به ورته وويل:
ـ هلکه بختوره دا لرګي خو موږ هم خرڅوو، موږ هم غریبانان یو، خو لږ په ځان پام هم پکار دی، تا خو ځان باندې سم قیامت جوړ کړی دی، چې ډېره توره وکړې، نو د ورځې به څلوېښت افغانۍ وګټې. ظالمه د خدای نه يې وغواړه. په والله که په دې منډو له غريبۍ نه خلاص شې!!
بختور چې به کله داسې خبرې واورېدې، نو لومړی به يې نسوار تو کړل او بيا به يې د بېدرېغې خندا سره جوخت وويل:
ـ تاسو خو ما پورې خاندئ، په امدې خر جاز اخلم جاز. بیا به راپسې منډې وخئ، خو زه به په خوا ( هوا) کې ګرځم.
د کلي خلکو چې به د هغه دا خبرې واورېدې، نو له رشخنده به يې ورته وويل:
ـ هلکه بختوريه! پام پام، چې بيا دې د بوسو په بادولو شروع وکړه! هغه به ورته وويل:
ـ بوس موس نشته. خدای ته هر څه اسانه دي . ولې هغه ته خو سخته نه ده، چې زما خر په جاز بدل کړي. له دې سره به په خندا خندا کې ترې ټول رهي شول او یوه به لا په کې وويل:
ـ سړی ټينګ کړئ، بیا يې د پرتو په ويلو شروع وکړه.
سره له دې چې بختور ساده و، خو د کلي خلکو ته ګران و، يوازې د همېشه ګل ورسره جوړه نه وه. هغه به ډېر کوښښ کاوه چې د همېشه ګل د ږيري له خریيلو نه ځان پټ کړي، ځکه هغه پوهېده، چې بختور به بيا د الوتکو خبرې کوي او د هغه داسې بېځایه خبرې بدې شوې، خو بختور هم له پېري نه کم نه و . چې ماښام به ستړی ستومانه راغی، نو د دمې نه مخکې به د همېشه ګل دوی کره لاړ. هغه چې به ټوله ورځ د کلي د خلکو خدمت کړی و، لکه بندي به زړه نه زړه له کوره ورته راووت. د بختور ورتګ به د هغه ډېر بدې شو، که وس يې وای نو د هغه چاره به يې ډېره زر کړې وای، خو بختور هم د کلي اوسېدونکی و، نو ځکه يې په ښکاره د هغه له خدمته انکار نه شو کولای او تر هر څه ډېره غوسه خو به يې ورته په دې راتله، چې بختور به دوه ورځې وروسته ږيره خریيله او په هر ځل به يې د همېشه ګل سر په خبرو کدو کاوه.
هغه به ورته لکه بوت له قهره غلی ناست و او بختور به ورته د الوتکو خبرې کولې. د معمول سره سم بختور يو ماښام ورغی. د ږيرې د خرييلو په جریان کې يې وويل:
ـ همېشه ګل ماما! دوا کوه، چې دا خر مې په جاز بدل شي. د جاز سورېدل مې په زړه کې غټ ارمان دی . دا به د خیره اخلم، بیا که مړ شم خیر دی!!
بختور دا ټولې خبرې په يوه ساه وکړې او په پای کې يې دا هم وويل:
ـ همېشه ګل ماما! بيا به زما ږيره په جاز کې خرييې!
د بختور د خبرو په اورېدو، د همېشه ګل صبر تمام شو، ځکه دا يوه ورځ نه وه، چې هغه به د الوتکو خبرې کولې، هماغه و، چې په ډېر قهر يې ورته وويل:
ـ مسلمانه! نور دې دوه سپېږمو ته راوستم. جاز جاز جاز. دې ونګې ته خو دې وګوره! کلينري د خره پسې کی او خبرې د جازونو کی؟! بې عقله! جازونه خانان نه شي اخیستی، تا غوندې غریب به يې څنګه واخلي؟! سم سړی شه په ټول کلي کې خو دې نوم د بختور په ځای په جاز بدل شو، ټول ماشومان درپسې د جاز جاز نارې وهي. که د بختور پر ځای بل څوک وای، نو د همېشه ګل سره به يې تر ډېرو ورځو خبرې نه وای کړې، خو هغه ورته کړس کړس په خندا شو او ورته يې وويل:
ـ همېشه ګل ماما! خدای ته هر څه اسانه دي. خدای پاک کولی شي، چې ما په جاز کې کېنئ او د خپل کلي دپاسه مې وګرځئ!
همېشه ګل ته په دې خبرو نور هم قهر ورغی او په ډېره غوسه يې ورته وويل:
ـ که ته رانه په جاز کې کېناستې، نو بیا راشه پوزه مې پرې کړه. مسلمانه کم عقلتوبم يوه اندازه لري او له دې سره ترې کور ته ننوت.
بختور سبا ته بیا د ښار پر لور لرګي بار کړل، خو تر دې وروسته يې د الوتکې شوق د همېشه ګل د تېزو خبرو له کبله نور هم ډېر شو. هغه به زړه کې ويل خدایه! د همېشه ګل د خاطره مې د جاز خاوند کې. هغه به کومه ورځ وي، چې زه په جاز کې ناست یم او بیا ورته ووایم، چې راشه اوس دې پوزه پرې که!
ورځې شپې تېرېدلې، بختور په خپلې مزدورۍ کې هماغه ډول بوخت و، چې کمونستانو د غويي په اوومه کودتاه وکړه. کودتاه نه وه سم آفت و. د بې ګناه انسانانو د مرګونو سلسلې پيل شوې، ورپسې روسان راغلل، د بد نه بدتره شوه. هغوی پر انسانانو سربېره حیوانات او فصلونه هم له منځه وړل. ډېر کلي يې د خاورو سره خاورې کړل. د هغوی وحشت د هېواد کونج کونج ته ورسېد. د هجرتونو بهیر پيل شو. د بختور دوی هم یو غرنی کلی و. هره ورځ به پرې روسي الوتکو بمبارد کاوه. بختور هم د خپلو کليوالو سره هجرت وکړ. د هجرت چاپېريال د بختور پر ذهن ژور اغېز وکړ. هغه ډېر نوي څيزونه وليدل. هغه داسې ځای ته ورغلی و، چې د خان او د غریب توپير په کې په ګرانه کېدای شو. هغه نر و، چې کار به يې کاوه.
د پېښور ژوند يې خوښ نه شو. د بختور خپل کلی هم ډېر يادېده. لږ وخت وروسته جهاد ته لاړ. هغه لا د پخوا نه په مزل کې ډېر تکړه و. هماغه و، چې په لومړي سر کې ترې مجاهدینو هغو کډو سره د راتګ ( راه بلد) کار اخیسته، کومې چې به پاکستان ته نوې رامهاجرېدې. د جهاد په دوران کې چې به کله هغه د روسانو الوتکې وليدې، نو په زړه کې به يې دا ګرځېدل، چې کاشکې يوه په کې زما وای!!
د بختور په جهاد کې کلونه تېر شول. د هغه له ساده توب نه به نورو ګټه اخیسته. کوم عملیات کې چې به قوماندان چېرې کېناوه، نو تر پايه به ناست و. ډېرو به د ډزو له کبله کله کله خپل ځايونه پرېښودل، مګر هغه څوک و، چې بختور به يې پاڅولی وای؟! د وخت په تېرېدو سره د هغه ډېر ملګري شهيدان شول. د کلي په خلکو کې بل داسې څوک نه و، چې تر بختور يې جهادي سابقه ډېره وای. يوه ورځ چې کله د يوې کډې سره د بدرګچي په توګه راروان و، د دښمن له کمين سره مخ شو. بختور له حد نه پورته توره وکړه او هغه کورنۍ يې روغه رمټه د روسانو له شر نه پاکستان ته ورسوله. د کورنۍ مشر چې د يوه تنظيم د يوه لوی سړي نږدې خپل و، د بختور له مېړانې ډېر خوښ شو او هغه ته يې وويل:
ـ زه به ستا د دې احسان بدل ډېر زر پوره کړم. له هغه څخه يې بشپړه پته واخیسته. څو ورځې وروسته د هماغه تنظیم د پوځي چارو رئیس بختور ځان ته وروغوښت . رئیس ورته وويل:
ـ زموږ تنظیم تا ته ډېره وسله درکوي. ته به زموږ لوی قوماندان يې. ورشه او سبا ته دې سړي راوله! بختور له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېده. خپلو کليوالو ته يې کیسه وکړه. په لومړي سر کې خو د چا پرې هم باور نه کېده، خو د هغه په قسمونو ورسره ټول روان شول. رئیس چې دومره ډېر خلک وليدل، نو بختور ورته په رښتيني یو لوی قومي مشر ښکاره شو. هغه وروسته خپل ملګري په انګړ کې کېنول او پخپله د رئیس خونې ته يوازې ورغی. تر لږو خبرو وروسته رئیس ورته وويل:
ـ قوماندان صیب تبريک. دا دې د وسلې فوق العاده امر او له دې سره يې ورته د روپو دوه غټ بنډلونه په جېب کې کېښودل. بختور چې دومره ډېرې پیسې وليدې، نو اریان شو او له رئیس نه يې په هيبت وپوښتل:
ـ په دې څه وکړم؟ هغه ورته وويل:
ـ دا ستا دي، خوښه دې چې هر څه پرې کوې. هغه چې د رئیس دا پېرزوینه وليده، نو په معصومانه انداز يې ورته وويل:
ـ خیر دی رئیس صیب د دې روپو په ځای ما ته يو جاز راکه! زما جاز ډېر خوښ دی. د دې خبرې په اورېدو رئیس په خندا شو او ورته يې وويل:
ـ بختورخانه موږ جازونه نه لرو. که ته تکړه شې، جازونه به بيا ته موږ ته راکوې او له دې سره يې د خدای پامانۍ لاس ورکړ.
له همدې ورځې نه وروسته د بختور بخت په رښتينې ويښ شو. رښتيا چې دنیا وي، نو بيا هر څه ډېر وي. د هغه ډېر پوه پوه مشاورين پيدا شول. بختور به له ځانه خبر نه و، خو کارونه به يې نورو روغ رمټ ور روان کړي وو. څه موده وروسته تنظيم هغه په يوه نوي پاجرو موټر هم ونمانځه. د هغه بېدرېغه روپو هغه ته ډېر تکړه سرګروپان پيدا کړل. توره به نورو کوله او نوم به د بختور خان قوماندان و. د بختور شهرت ورځ په ورځ ډېرېده او په لږه موده کې د خپل ولایت په سطحه وپېژندل شو.
په پای کې داسې وخت راورسېد، چې د هېواد ولایتونه ورځ په ورځ سقوط کېدل او د خلقیانو د حکومت پښې کاواکه شوې. د بختور د جهاد ولایت هم سقوط شو. د دې لپاره چې د تنظیمونو تر منځ اختلاف را نه شي، نو د ښار مهم ځایونه او حکومتي چوکۍ د قوماندانانو تر منځ ووېشلې شوې.د بختور په برخه هوايي ډګر ورسېد. هغه ته خپل تنظیم د جنرالۍ درېشي واغوسته او بختور د هوايي ډګر قوماندان شو. ( ړوند له خدایه څه غواړې دوه سترګې). هوايي ډګر ته د ورتللو په وخت کې بختور هلته الوتکې وليدې. د الوتکو په ليدو يې په سترګو کې د خوښۍ اوښکې راټولې شوې. نږدې و، چې يوه الوتکه ښکل کړي، خو د خپل معاون په چالاکۍ له دې عمل نه منع شو. تر لږ سکوت وروسته يې پيلوټان راوغوښتل او يوه ته يې وويل:
ـ هلکه موږ ته خو يو چکر راکه! پيلوټ چې د څو ورځو راهیسې د مجاهدينو تر نظارت لاندې و، دا کار يې له خدايه غوښت، قوماندان بختور يې په هيليکپتر کې کېناوه او پوره يو ساعت يې پرې د هوا سيلونه وکړل. د هغه خوله له خوشالۍ نه نه راټولېده.
د ولایتونو په ازادېدو سره مهاجرين هم په ډېره بيړه هېواد ته ستنېدل. همېشه ګل چې د لاهور په ښار کې و، هغه هم د خپل ولایت ښار ته ورغی. تر څو ورځو سرګردانۍ وروسته يې ژوند ګران شو، ځکه چې خوراکي څيزونه لا د اور په بیه وو. يوه ورځ چې په همدې ډول سوچونو کې روان و، يو اشنا دوکاندار يې وليد. هغه ته يې له خپلو اقتصادي ستونزو نه شکايت وکړ. هغه ورته وويل:
ـ اوس خو به ته زما سره کومک کوې، د کلي سړی دې هوايي قوماندان دی! همېشه ګل ترې پوښتنه وکړه:
ـ نوم يې څه دی؟
ـ بختور خان.
هلکه دا به بل څوک وي، زموږ په کلي کې خو يو بختوری و، چې په خره به يې لرګي بار کړي وو، بل بختور خو نشته. دوکاندار ورته وويل:
ـ هماغه بختوری دی.
د همېشه ګل ذهن دا نه منله، چې هغه دې دومره لوی سړی وي، خو خپلو مجبوريتونو زړه نه زړه د هوايي ډګر پر لور رهي کړ. څه وخت وروسته چې هلته ورسېد، نو د موظف سړي نه يې وپوښتل:
ـ وروره! دلته زموږ يو وطندار دی، بختوری يې نوم دی. داسې اوازه ده، چې هوايي قوماندان دی. د دې سره هغه ته غوسه ورغله او د سترګو په رپ کې يې په همېشه ګل د لغتو باران جوړ کړ. تر ډېرو وهلو وروسته يې ورته وويل:
ـ بې ادبه! هغه د ټول ميدان هوايي قوماندان دی او ته ورته بختوری وايي؟! که سپين ږیری نه وای دا پوستکی مې درنه په ګوتو ویسته.
همېشه ګل خوارکی يې له لادو باده پرېيست. هغه لا زګېروي کول، چې بختور خان سره له ډېرو باډيګارډانو بهر راغی. کله چې يې همېشه ګل د کوما په حالت کې وليد، نو له انضباط نه يې کیسه وپوښتله. هغه ورته ټول داستان تېر کړ. په لومړي سر کې يې ونه پېژنده، خو چې پوه شو،نو يې امر وکړ، چې د هغه تداوي دې زر وشي. تر يوې ورځې وروسته چې د همېشه ګل روغتیا لږه ښه شوې وه، نو يې ځان ته راوغوښت . تر روغبړ وروسته يې ورته وويل:
ـ همېشه ګل ماما خپه نه شې دا په کې راځي. ماسپښين نه وروسته به خير دی يو ښه چکر درکم.
غرمه تېره شوه. بختور خان همېشه ګل ته الوتکې ته د ختلو وويل. دواړه په الوتکه کې کېناستل. همېشه ګل زيړ زبېښلی ناست و. بختور خان پيلوټ ته د الوتنې امر وکړ او ورته يې وويل:
ـ موږ ته د خپل کلي د پاسه يو چکر راکه! د کلي د پاسه څو واره تېر شول. بختور خان همېشه ګل ته په الوتکه کې وويل:
ـ څنګه ږیره به راته کله کې؟ خير دی ږيري ته به بله ورځ ګورو . پوزه دې هم نه پرې کوم، ځکه زما دې ډېر خدمت کړی ، خو دا ومنه خدای چې يې چا ته ورکوي، نو نه ورځ وي او نه شپه. دا جاز زما دی. زه هره ورځ په دې کې یو چکر وخم ( وهم). خدای اخر کامیاب کړم. همېشه ګل چې دا حالت وليد، نو له حيرانۍ يې خوله وازه پاتې وه. هغه ته دا هر څه خوب ښکاره کېدل، خو دا نه خوب و او نه هم خيال، بلکې يو څرګند حقېقت و. همېشه ګل چې د بختور هغه خر او هغه بې جوړې ساده توب او دا مقام مقایسه کړ، نو نور هم وارخطا شو. هغه فکر وکړ، چې ګنې دا هر څه لکه د معجزې غوندې ښکاري، نو هماغه و، چې ناببره يې په لوړ غږ ورته وويل:
بختوريه!( که ولي نه يې نو خالي هم نه يې).
۱۹۹۳ ـ زرګراباد ـ پېښږر .
د جونګړې بيرغ
زموږ د کوڅې د دنګو ماڼيو په منځ کې يوازې د هغې کور خام و. کله چې به مې په ناپامۍ کې د خپلې پاس کوټې نه د هغې پر کور سترګې ولګېدې، نو پر زړه به مې نامالومې سپېڅلتيا اغېز وکړ، او داسې به مې ګڼله چې د کوڅې شاندارې ودانۍ د يتيمانو په وينو جوړې شوې او ټوله ښکلا او پاکي يوازې په همدې خام کور کې ده .
د کوڅې ناببره پانګوال ګاونډي چې به يې له کوره تېرېدل، نو هغوی به ورته په ترخو سترګو کتل او ښايي دا ډول کور يې په کوڅه کې د ځانونو لپاره سپکاوی ګاڼه.
په کور کې يوه بوډۍ ښځه د دوو بوتکيو هلکانو سره اوسېده، هغې به په خپلو زهيرو لاسونو سهار وختي د کور جارو او نور کارونه پيل کړل او چې غرمه به شوه، نو دغو زلموټو ته به يې د هغوی له راتګه مخکې دسترخوان غوړولی و. هلکانو به په مينه ډوډۍ وخوړه او لږ وروسته به يې د آيسکريم ګاډۍ روانې کړې.
داسې ښکاره کېده، چې هلکان تر غرمې پورې ښووڼځي ته او نوره ورځ د ژوندانه د تېرولو لپاره مزدوري کوي. په دغه کوڅه کې چې مو لږ وخت تېر شو، نو پوی شو، چې ځوان زوی او انږور يې د کابل په جنګونو کې وژل شوي او بوډۍ ترور ته يې اوس لمسيان پاتې دي.
زما خونه په داسې ځای کې وه، چې که به مې ورکتل هم نه، خو په ورځ نیمه کې به مې سترګې خامخا د هغې پر کور لګېدې او ليدلو به يې د انسانانو د ژوندانه ټيټو او لوړو ته یوړم او د هغې بې عدالتۍ ژورو ته به يې ننويستم، چې په دا څو کلونو کې يې زموږ د هېواد ارزښتونه په سين لاهو کړل.
خو نن راته د بوډۍ کور نور هم ډېر په زړه پورې او حيرانوونکی شو، د هېواد د خپلواکۍ ورځې ته يوه ورځ پاتې وه، په پخه کوڅه کې راروان وم، ښي او کيڼ لوري ته مې قيمتي ودانۍ ولاړې وې، خو ټولې داسې وې، لکه روح چې په کې نه وي، د استقلال د ورځې د نمانځلو لپاره په کې يوه نښه نه وه. داسې ښکاره کېدل، لکه چې خاوندان يې د نورو هېوادونو اوسېدونکي او پرته له ځان مړونې بل احساس نه لري او يا هم د خپلواکۍ د جشن د ورځې په رارسېدو خپه وي.
په همدې سوچ کې وم چې کور ته نږدې شوم، خو همدلته مې پر جونګړې پر دروازې داسې څه وليدل، چې هک پک يې کړم.
د کور مخې ته ترور په داسې حال کې چې د بدن د کمزوريو نښې يې هر چا ته ښکاره کېدای شوې ولاړه وه. د هېواد ملي بيرغ يې پر خپل کور درولی و او داسې يې ور کتل، لکه په دې فکر کې وي، چې له ودرېدو نه يې ډاډمنه ده. څه شېبه يې تر شا غلی ودرېدم او بيا مې ورته وويل:
ـ ترورې سلام.
مخ يې راواړاوه:
ـ وعليکم. لاندې باندې يې راته وکتل.
لکه چې څوک د ډېرو احساساتو لاندې راغلی وي:
ـ ترورې! دا څومره له وياړه ډک کار دې کړې؟! په يوه محل او ماڼۍ دا وياړ نشته او تا دومره لوی بيرغ درولی؟!
سر يې ټيټ او بيا يې سترګې پورته کړې:
ـ زويه د ډاډ او خوشالۍ لپاره خو بله ورځ نه لرو او بيا خو شاه امان الله او د ازادۍ د لارې شهيدان په موږ دومره حق لري، چې ياد يې کړو.
سترګې مې راډکې شوې:
ـ ترورې! ستا جونګړه په نن ورځ د لویو چارواکو او پانګوالو له ماڼيو ډېره شانداره ښکاري. دا دنګ محلونه ستا تر جونګړې ډېر ټيټ او خاوندانو یې تش په نامه د افغانانو جامې اغوستي دي. ستا دا کار د هېواد د د حق د اداينې لوی ثبوت او هغوی چې دا احساس نه لري، ورته لوی شرم دی. له دې سره یې لاسونو ته د ښکلولو لپاره ټيټ شوم او بيا مې د جونګړې پر دېوال د هېواد ملي رپانده بيرغ ته يوه شېبه په حسرت وکتل!!!
دېرش کلنه پوښتنه
دېرش مې هسې وويل، څه د پاسه دېرش کاله يوه پوښتنه راسره وه، خو تر اوسه مې زړه کې ساتلې وه. تر ټولو ګرانه خو دا وه، چې په دومره موده کې څو ځله راته د پوښتنې کولو موقع پيدا شوه، خو ما دا زړه ونه کړ، چې د پوښتنې کولو جرئت دې وکړم.
علت يې دا و، که مې پوښتنه د دوی د ډلې له هر يوه کس نه کړې وای، نو د مچۍ غوندې راپورې نښته او ما ته بيا ډېره ګرانه وه، چې ځان مې ترې په حيا کې خلاص کړی وای!!
زموږ د امپریالېزم د زامنو توپير له دوی سره دا و، چې کلونه وروسته موږ د خپلو مشرانو يا ځينو نورو په بدو عملونو اعتراف کاوه، هغوی مو غندل، خو دوی د قسم لپاره کله هم خپل هغه ستر جرمونه و نه منل، چې ټولو خلکو او نړۍ ته د لمر په څېر روښانه وو.
که همدې ته ورته کومې خبرې به پيدا او د فیسبوک له لارې به مطرح شوې، نو دغو ښاغلو به هغه خلک، چې پر رښتیاو مین وو، په لږه شېبه کې د باد بڼکه کړل.
زما دا پوښتنه نه د کوم سياسي غرض له مخې وه او نه يې زما لپاره کومه ځاني خوښي يا ګټه لرله، بلکې په دې اند وم، چې د وخت په تېرېدو سره په هر انسان کې بدلون راځي او څومره چې عمر پخېږي، نو خلک پر خپلو بدو پښېمانه وي، خو د سترو انسانانو بیا دا ځانګړنه ده، چې هغوی تل تورو ته تور او سپينو ته سپین وايي، خو دوی بيا هم پر خپلو تېرو کړنو کلک ولاړ دي!!
« رښتيا چې انسان بې وزرو مرغه دی» او بني آدم له خپل قسمته خبر نه وي. لسيزې وروسته خدای زه هم جرمني ته راوستم. په کوم ښار کې چې زه دېره شوم، نو ډېری افغانان يې هغه خلک دي، چې ما ترې دا پوښتنه لرله. څو ځله يې په مجلسونو کې کېناستم، خو بيا مې هم ترې د خپلې پخوانۍ پوښتنې پوښتنه ونه کړه.
کال وروسته مې خدای يو کليوال پيدا کړ. هغه هم د هغه وخت د روښانفکره ملګرو د ډلې يو فعال غړی و. د هغه سره مې اړيکې جوړې شوې. کليوال مې معقول سړی و، ځکه مې نو يوه ورځ د يو بل له پوښتنې وروسته په ټيليفون کې ورته وويل:
ـ کلونه وشول، چې يوه پوښتنه مې زړه کې ده، په تا مې زړه اوبه څښي، که خپه کېږې نه، درنه ويې وکړم؟
په خندا يې راته وويل:
ـ هېڅ خبره نه ده، همدا اوس يې وکړه.
مننه، پوښتنه مې دا ده:
ـ که ستا په یاد وي، نو ستاسې په دولس کلنه دوره کې ستاسې تر ټول ستر فعاليت او ډېر کارېدلی شی دا شعارونه وو:
ـ مرګ د امريکا په امپریالېزم او ارتجاع او مرګ پر غرب.
هغه وويل:
ـ هو .
ورته ومې ويل:
ـ څلوېښت کاله پخوا موږ کولای شول، چې په ډېرې اسانۍ اروپا یا امریکا ته لاړ شو، نه يوازې موږ د هغه وخت ټولو افغانانو، چې ګاونډيو هېوادونونو کې دېره وو، کولای شول، چې لاړ شي، خو موږ ته په دې کار ځانونه بد ښکاره کېدل او دا مو د خپل هېواد سره جفا ګڼله، خو تاسې چې یاد هېوادونه خپل اذلي دښمنان ګڼل او پرته له مرګ او بربادي مو ورته نور څه نه غوښتل، داسې په مینه ورته راغلئ، لکه هېڅکله مو چې په بدو یاد کړې نه وي؟!
که موږ او تاسې په کلي ولس کې هم په چا پسې کنځلې يا بدې خبرې کوو، نو بيا ځانته دا اجازه نه ورکوو، چې ناڅاپي يې تر ټولو معزز وګڼو، ځکه موږ ته زړه دا اجازه نه راکوي، چې په هغه کوڅه يې تېر شو، خو تاسې ټول ورته په ډېره مينه راغلئ؟!
زما پوښتنه خلاصه شوه، خو تر ځوابه پورې يې فکرمن ځکه وم، چې رښتیا ويل د چا هم نه خوښېږي. زما دا تمه وه، چې د هغه د شديد غبرګون سره به مخ شم، خو کليوال مې راته په سړه سينه وويل:
ـ ستا پوښتنه په ځای او معقوله ده. د دې سم ځواب دا دی، چې موږ نه پوهېدو . موږ ته يوازې پخوانی شوروي اتحاد د ځمکې پر مخ جنت ښکاره کېده، که چا ليدلی هم نه و، خو غیبي به پرې مین و، اوس چې مو لوېديز وليد، نو پوه شو، چې ژوند خو دلته دی!!
د هغه په دې خبرو مې زړه دومره سپک شو، لکه يوه ډېره درنه خپسه چې ترې پاڅېدلې وي. د خپل کليوال له معقول اعتراف نه ډېر خوښ شوم، ځکه په ځواب کې يې رښتينولۍ ځای درلود.
بون ــ جرمني
۱۴۰۳
پوروړی
په خدای که لاړ شم، نن يې درنه همدلته اخلم!!
ـ وروره! ستا حق دی، څه چې وايې، سيي ده، خو خیر دی که يو درې ورځې نور هم صبر وکړې، څه کافر به مړ شي؟!
ـ نه نور صبر کولای شم او نه بل څه. په دې وعدو خو دې زاره راشنه کړه. زر شه ګنې اوس درباندې خلک خبروم!
ـ ښه دې کړي، خو د انسان او د خدای وعده برابره نه وي، درې ورځې نور هم راته وګوره، مړ مې کړه، خو په تربورانو کې مې مه شرموه!
ـ ښه ( دا دې هم په انارو). زه اوس لاړم. درې ورځې وروسته راځم، که رادې نه کړې، بيا به ګورو!!
تر دې خبرو وروسته، چې یاسين کور ته ننوت، نو مېرمن يې ورته ولاړه وه او په غمجنه بڼه يې ترې ورو وپوښتل:
ـ څنګه شو، لاړو؟
ـ لاړ، خو درې ورځې وروسته به بيا راځي!
تر لږې چوپتیا وروسته يې په ناهيلۍ وويل:
ـ ښځې! دغه ملګرې ګاونډۍ به دې درته يو سل روپۍ پور در نه کړي، چې لاهور ته پرې لاړ شم؟ فاطمه به هم وګورم او ګوندې که روپۍ ورسره وي.
ـ زه به ورشم. خدای مهربانه دی. له دې سره يې مېرمن لاړه. هغه ته نن سل روپۍ لکونه وې. تر هغه چې يې مېرمن راتله، نو د هغې لارې ته يې سترګې څلور کړې وې . لږ وخت وروسته يې چې مېرمن راغله، نو د سلو روپو لوټ يې په لاس کې نیولی و او چې يې ورکړ، نو یاسين ورته په خوشالۍ وويل:
ـ د نر لورې، توره دې وکړه! ښه زه همدا اوس ځم ټيکس (ټيکټ) اخلم . سبا به که خیر وي، بېرته راورسېږم.
ښار ته په رسېدو يې ټيکټ واخیست او لاهور ته روان شو. په لاره کې يې زړه ډېر کاواکه و. هغه کله هم ستونزو داسې نه و ښکېل کړی. خدای خبر، چې څومره سوچونو کې پرې لار لنډه شوه او يو وخت، چې يې نيم پټې سترګې پرانیستې، نو بس د لاهور په هډه کې ولاړ و. ښه و، د لور کور يې په اسانۍ وموند. فاطمې چې خپل پلار وليد، نو له خوشالۍ يې دواړه لاسونه ترې راتاو کړل او له خوښۍ يې په ايټکو ايټکو وژړل. د کور له پوښتنې وروسته د چای څښلو پر وخت، چې يې پلار ته په ځير وکتل، نو د هغه پر مخ ورته د خپګان نښې له ورایه ښکاره شوې. په هیبت يې ترې وپوښتل:
ـ پلاره خیر خو به وي؟
ـ خير دی لورې، هېڅ هم نشته.
ـ ما ته به رښتیا وايې، ته خو ما کله داسې نه وې ليدلی!! مور خو به مې ښه وي؟
ـ بچيه مور دې ښه ده. ټول جوړ دي، خو ...
ښه، خو څنګه؟
ـ د يو پوروړي د لاسه ډېر تنګ یم. په دې دومره دنیا کې مجبورۍ تر تا راوستم.
ـ دا خو هېڅ خبره نه ده. ما سره د هغه روپۍ شته، هماغه به درکړم!
ـ زه يې له هغه نه نه غواړم او که ته يې راکړې، نو هغه به ...؟!
ـ خير دی زه به يې درکړم، خو يوه میاشت وروسته به يې خامخا په ما سپارې، ځکه زما نه دي .
ـ لورې! لس پنځلس ورځو کې به يې درکړم.
ـ ښه ما سره خو ټولې لس زره روپۍ دۍ؟!
ـ بس ټولې راکړه. لږ څه کم همدومره زه هم پوروړی يم . په څه به کور ته سودا واخلم او نورې به پوروړي ته ورکړم.
ـ ښه دا دی زه يې راخلم.
د روپو تر اخیستلو وروسته يې د زړه بې واره درزا پر ځای شوه. له ډېر ټينګار سره سره يې له فاطمې نه رخصت واخیست او پېښور ته روان شو.
د لاهور لاره هم د سړي ږيره سپينوي . هغه ته پر ټوله لاره له خوشالۍ نه خوب نه ورته. حیران و، چې د ژمي شپه څنګه لنډه کړي؟! په همدې کې يې د لارې په نیمايي کې د خپل سېټ له ملګري سره خوله ګډه کړه. د څنګ ملګری يې هم ډېر خوږ او جرګه مار ځوان و. له يوه بله يې راز راز پوښتنې وکړې. د ژوند پر ډېرو حالاتو يې خپل نظرونه څرګند کړل . تر څو ساعتو وروسته په خپلو کې داسې شول، لکه له ډېره وخته چې سره بلد وي. ملګري يې پر ټوله لار ډېر اخلاص ښوده. تر څو ساعته مزله وروسته موټر يوه هوټل ته ودرېد. ټولې سورلۍ د چايو د څښلو لپاره هوټل ته ورغلې. دوی دواړه هم ورکښته شول. چای راغی. دې کې يې ملګري له خپلې غوټې بېسکېټ راواخیستل او څو دانې يې هغه ته ونیول، خو یاسين ورته وويل:
ـ مهرباني. زما زړه ته هېڅ نه کېږي. زه په سفر کې هېڅ اشتها نه لرم. ځوان ورته وويل:
ـ دا دوه دانې خو وخورئ!
هغه هم چې ملګری يې خپه نه شي، ورته وويل:
ـ راکړه، خو اوس مې زړه ته نه کېږي.
د چايو تر څښلو وروسته په موټر کې کېناستل . په لاره کې ځوان د هغه هر څه ته ډېر ځير و . څو ځله يې په ډېره پوهه هغه وهڅاوه، چې بېسکېټ وخوري، خو هغه به هم بیا بیا انکار وکړ. نور نو د هغه کور ته لږه لار پاتې وه، چې دې کې یاسين وږی شو. سم له واره يې جېب ته لاس کړ او د بېسکېټو خوړل يې پيل کړل، خو لا به يې تر ستوني پوره تېر شوي نه وو، چې ځای يې نږدې شو. خپل ملګري ته یې د کوزېدو ډېر ست وکړ، خو هغه کښته نه شو. همدې کې له بس نه کښته شو. هغه چې به څومره کور ته نږدې کېده، نو دنیا به پرې ګرځېدله. ټول بدن يې ورو ورو سستېده او پښې يې درنېدې، چې د کور دروازې ته ورسېد. نوره په کې د تللو هېڅ متره نه وه. دوه درې ګامه يې نور هم واخیستل، خو له دې سره يې سر وګرځېد او په حوېلۍ کې ولوېد. مېرمنې يې د زړه پر مښلو پيل وکړ او چې دې کار څه ګته و نه کړه، نو سړې اوبه يې پرې واړولې. هغه به تر نيم ساعت نور هم بې هوښه و، چې ناببره يې سترګې ورو ورو وغړولې او چې يې وکتل، نو مېرمنه يې سر ته ناسته وه. له دې سره يې په هيبت جېب ته لاس کړ. د جېب پر ځای يې لاس له واسکټه ښويه ووت. ګومان يې وکړ، چې ښايي جېب يې غلط کړی . هغه باور نه کاوه، چې ګنې په دومره لږ وخت کې به يې ترې پیسې پټې کړې وي، خو په ترورتيا يې چې وکتل، نو جېب يې ترې له روپو سره په رښتیا وړی و!!!
پنځه سوه ډالر
ما ته ، چې اوس هم کله زنګ راشي، نو تر خبرو دمخه مې زړه کې وګرځي، چې ښايي د حق الزحمې زېری وي.
دا لومړی ځل و، چې د يوه ملګري په وسيله مې د نېټ له لارې د دندې لپاره فورمه ډکه کړه. ما چې په همدې وخت کې په کوم ځای کې کار کاوه،نو کار يې دومره ګران نه و او نه په کې هم حاضرۍ دومره ارزښت درلود. معاش يې هم دومره ښه و، چې د اسرافي بدماشۍ سره سره مې پرې ګوزاره ښه روانه ، خو سره له دې په کې دومره خوشاله نه وم. لوی علت يې دا و، چې د نوموړې موسسې کارونه داسې خلکو هم کولای شول، چې هېڅ مسلک يې نه درلود. نه په کې د زده کړې درجه مهمه وه، نه تجربه، بس هغه به په کې ډېر بریالی و،چې له خولې نه چالاکه او په کاغذ يې هسې لړل او تپل کولای شول.
د خدای کارونه دي، کله چې دې د ژوند بېړۍ ښه روانه وي، نو ښه ښه زېري به يو په بل پسې اورې. څو ورځې لا تېرې شوې نه وې، چې د يوې جنۍ زنګ راته راغی:
ـ سلام، تاسئ ... یاست؟
ـ بلې زه پخپله خبرې کوم.
ـ ښه زه د ښوونې او روزنې له وزارت نه تاسې ته زحمت درکوم. تاسې سبا بجې د وزارت څلورم پوړ ته د ازموینې لپاره تشریف راوړئ!
ـ ښه زه به درشم.
پوه شوم، چې د نوې دندې د ازموینې لپاره زه هم غوره شوی يم. د دغه زېري په اورېدو ډېر خوښ شوم. ما چې به کله نه کله په خپل دفتر کې په خپله دنده يو ډول رشخند واهه، نو اوس مې له ځانه نوره تمه هم پيدا پیدا شوه. زړه مې و، چې ښه په حیا کې يې پرېږدم. زه په دې خوشاله وم، چې نوې دنده مې له مسلک سره برابره او هم يې د نېټ له لارې د لوړو معاشونو خبره اعلان کړې وه.
سهار وختي کابل ته روان شوم. لس بجې وې، چې د ښوونې او روزنې وزارت لويې دروازې ته ورسېدم، خو تر ډېر انتظار او پر له پسې تالاشیو وروسته ستړی ستوړی د وزارت څلورم پوړ ته وختم. هلته پوره غوبل و. زما په څېر درې څلور سوه کسه به ازموینې ته راغلي وو. لږه شېبه وروسته مې څو کسه بلدي استاذان، چې ګڼې دندې يې درلودې، ولیدل. لومړی مې ګومان وکړ، چې ښايي همدوی به ازموینه اخلي، خو وروسته پوه شوم، چې هغوی هم د ازموینې ورکولو لپاره راغلي دي. په ازموينه کې يوه پوښتنه وه. لومړنی کس وم، چې پاڼه مې مسوول کس ته ورکړه او لکه غشی له وزارته راکښته او په يوه هوټل کې مې ډوډۍ په منډه منډه وخوړه او تر هغه چې ماخوستن رارسېده، نو د خپل کور د دروازې مخې ته ولاړ وم.
سهار، چې خپل دفتر ته لاړم، نو ملګري مې راته پټ وويل:
ـ ازموینه دې ورکړه، خو کومه واسطه هم ورته وګوره، ځکه په اوس وخت کې بې له دې څوک حج ته هم نه شي تللی. تر لږ ځنډ وروسته مې په سوچ پیل وکړ. درې کسه مې په ياد شول. دوه په کې لوړ پوړي چارواکي، چې يو مې په کې نږدې خپل او درېيم مې د مسلک يو انډيوال و. خپل خو راسره په ټيليفون کې ببولالې پيل کړې. هغه بل ډاډ راکړ او ملګري مې وويل، چې زه به نهايي هڅه وکړم.
يوه اونۍ وروسته راته بيا زنګ راغی او راته وويل شول، چې زه بريالی شوی يم. د دې خبر په اورېدو له خوشالۍ نه به جامو کې نه ځايېدم. کابل ته يې بيا وغوښتم. په دې ورځ مې په سمبوليکه توګه داسې خبرې پيل کړې، چې زما د دندې د پرېښودو مانا يې لرله. لس بجې به وې، چې د ښوونې او روزنې وزارت د نصاب ریاست مې وموند. په دهلېز کې ډېره ګڼه ګوڼه وه. د ماسپښين درې بجې رئیس صیب تشریف راوړ. نور نو له زړه تنګۍ پوزې ته راغلی وم. له شله توب سره سره ايله په دې بريالی شوم، چې نیم ساعت وروسته د رئیس صیب په دیدار مشرف شم. په خونه کې ګڼ کسان ناست وو.
د رئیس صیب سره نږدې يو تنکی ځوان چې د فنډ ورکوونکې موسسې استازی و، هم ناست و. د واسطو په کسانو کې مې د مسلک ملګري راسره اخلاص او توره کړې وه. چا ته چې يې زه ورپېژندلی وم، هغه هم د رئیس دفتر ته راننوت. زما تر لنډې پېژندګلوۍ او هغو کارنامو چې په ادبي برخه کې مې کړې وې، زما واسطه شوي استاذ وويل:
ـ رئیس صیب! موږ چې تاسې ته څوک معرفي کوو، نو هغه خو داسې خلک وي، چې جوړه نه لري!!
زما کارنامې او ادبي هڅې د رئیس صیب ډېرې خوښې شوې. په ډېر اخلاص او مینه يې د ژباړې لپاره ومنلم او هم يې د موسسې استازي ته وويل، چې نوم مې په لېسټ کې وليکي، تر څو په راتلونکې کې د ژباړې اجوره له هغه نه واخلم. په چټکۍ مې ټولو ته د خدای پامانۍ لاس ورکړ، خو د تګ پر وخت راته واسطه شوي استاذ وويل:
ـ لږې ورځې وروسته به درته زه خبر درکړم، تر څو د ژباړې لپاره کتاب يوسئ!
ـ مننه او له دې سره مې کلک لاس ورکړ.
له راوتو سره مې له واره پر خپلې مېرمنې په ټيليفون کې زېری وکړ. هغې شکر وکړ. داډ مې ورکړ، چې همدا اوس درروان یم. په موټر کې ډېر خوشاله وم. خوشاله به ولې نه وم؟! د يوه کتاب ژباړې زر ډالر حق الزحمه درلوده. په میاشت کې مې لږ تر لږه دوه کتابونه ژباړلی شول. تر ټول ښه خبره يې دا وه، چې په دې کار کې حاضري نه وه. زه چې د ضوابطو او مصنوعي درناويو سخت مخالف وم، خامخا به دې ډول کار ته ډېر خوشالېدم. کولای مې شول، چې د ژباړې له کار سره بل چېرې هم دنده تر سره کړم.
سهار چې بیا دفتر ته لاړم، نو نوره مې خبره ښکاره کړه. ما داسې خبرې پیل کړې، چې د دندې د پرېښودو مانا يې لرله او هغه د چا خبره د خپلې دغې ښې ډالري دندې له امله مې کلانکاري پيل کړه.
څلور ورځې وروسته راته واسطه شوي استاذ ټيليفون وکړ او زه يې کابل ته وبللم. سهار وختي روان شوم. کله چې ټاکل شوي ډيپارټمېنټ ته ورننوتم، تر روغبړ وروسته يې نورو کسانو ته دا ډول وروپېژندم:
ـ... صیب زموږ او ستاسې نوی همکار دی. ډېرې ادبي پنځونې يې کړي. وروسته له دې به زموږ د ډېپارټمېنټ کتابونه ژباړي. بيا يې يو یو ناست کس رامعرفي کړ، چې هر يو د پوهندوی او پوهنوال علمي رتبه لرله. خدای شته په زړه کې په دې خوښ شوم، چې د لومړي ځل لپاره د داسې ګڼو پوهانو په منځ کې ناست وم. زړه کې مې ويل، څومره نېکمرغه یم. زه چې د موسسو له بندوباريو ستړی شوی وم، نو په زړه کې مې وپتېيله چې د دولت له لارې به خپلو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښوونځيو هلکانو ته چې په درسي کتابونو کې يې بې شمېره تېروتنې دي، په خورا اخلاص کار کوم. زه دا ځل په دې نېت راغلی وم، چې دوی به راته د ژباړې لپاره کتاب راکوي، په همدې سوچ کې وم، چې استاذ راته وويل:
ـ د دې لپاره چې ناستو استاذانو ته ستاسې وړتيا ښه جوته شي، نو زه غواړم، چې تاسې يو متن همدا اوس وژباړئ!
ومې ويل:
ـ ډېره ښه ده.
استاذ د دولسم ټولګي د دري د تاريخ يوه پاڼه د ژباړې لپاره راکړه. خدای شته لږ وارخطا شوم. رښتيا چې ازموینه که اسانه هم وي، خو د انسان لېنګي ورته رپېږي. زه دې ته هم يو په دوه کې وم، چې په روانه پښتو ژباړه وکړم او که د پښتو له سوچه تورو کار واخلم. زړه کې مې پرېکړه وکړه، هسې نه چې سوچه ژباړه يې خوښه نه شي. لس دقېقې به لا تېرې نه وې، چې په روانه پښتو مې متن وژباړه.
ژباړه هر يو وليده او ټول د تائيد په توګه لاسليک کړه. له دې سره په خپلې دندې باوري شوم. اساذ راته وويل:
ـ مبارک. اوس نو کولای شئ چې ځان زموږ همکار وګڼئ او ډېر زر به تاسې ته د تاريخ کتاب د ژباړې لپاره درکړل شي او له دې سره يې د خدای پامانۍ لاس راکړ.
نور نو په خپلې دندې ښه ډاډمن شوم. په لاره کې خوشاله په دې وم، چې د ډېپارټمېنټ چاپېريال ډېر علمي او مهذب و. په داسې ځای کې مې کار ځان ته پر وياړ سربېره يو روحي تسکين هم ګاڼه او له دې وروسته له دې خلاصېدم، چې په موسسه کې دې د ټيټو زده کړو خاوندانو ته هم صیب ووایم. تر دغه وخت د ژباړې د کار په برخه کې له ما نه په کرايو او نورو لګښتونو دوه سوه ډالر مصرف شوي وو.
سبا چې موسسې ته لاړم، نو د موسسې مشر ته مې په دې متن استعفا ليک ورکړ:
ښاغلی د ..... موسسې مشر صاحب!
د دې لپاره چې خپلو هېوادوالو ته لا ښه خدمت وکړم، نو غواړم، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له دولت سره کار وکړم. هيله ده زما استعفا ومنئ او که ستاسې له ادارې سره زما څه پاتې وي، رايې کړئ.
مننه
د استعفا په ليدلو رئیس هک پک شو او بيا يې په حیرانتیا وويل:
ـ ... صیب ولې خبره څه ده؟
په ارامۍ مې ورته وويل:
ـ بس نور نه شم کولای چې دلته کار وکړم!
هغه سترګې خوږې کړې:
ـ څنګه له موږ نه کومه غلطي شوې ده او که بل څه پېښ شوي دي؟
د سر له ښورېدا سره مې ورته وويل:
ـ نه، نه هېڅ خبره نشته بس دا مې خپله پرېکړه ده.
هغه بيا په همدردانه توګه وويل:
ـ ګوره ..... صیب! هر څه چې وي، تاسې يې ووایاست. خير تاسې اوس لاړ شئ، له ځانه سره د شپې غور وکړئ، له احساساتو کار مه اخلئ!
ـ ما ښه فکر کړی دی. زه نه احساساتي يم او نه بل څه. بس خپله خوښه مې ده، نور غواړم، چې بل چېرته کار وکړم.
هغه سنجيده شو:
ـ بل چېرته سيي ده، خو هغه هم په دې شرط، چې معاش او نورې اسانتیاوې مو له دې ځايه ښې وي!
ـ بس دا زما خوښه ده، چې چېرته کار کوم.
هغه اسوېلی وکړ:
سمه ده . له خوښې څوک، څوک نه شی منع کولای، خو هسې نه چې بيا يې ارمان وکړې! په دومره ښه معاش پسې خو ډېر خلک سر او تندی ماتوي او تاسې يې پخپله پرېږدئ. زه خو وايم، چې تاسې يو ځل بیا په دې فکر وکړئ! ورته ومې ويل:
ـ ما ښه فکر کړی دی.
له دې سره هغه خپلې اوږې وښورولې، قلم يې زړه نه زړه راواخیست او زما استعفا يې لاسليک کړه. بيا يې زنګ وواهه. مامور يې راوغوښت. ستاینليک او تصديق يې راته وليکه او پر خپلې حسابۍ سربېره يې زما د ښې کړنې له امله څه اضافي افغانۍ هم راکړې او په خورا ادب يې راسره مخه ښه وکړه.
کور ته چې لاړم، نو مېرمنې ته مې کیسه وکړه، هغه خپه شوه او ويې ويل:
ـ سړيه! ښه دې و نه کړل . هغه د دغه کانه و نه شي، چې ( غويی حلال نه و، خلکو ورپسې خانکي راوړل). هغې نورې هم ډېرې خبرې وکړې، خو ما ورته وويل:
ـ ته لېونۍ يې، نه پوهېږې، زه اوس له داسې خلکو سره کار کوم، چې هغوی د هېواد علمي او مسلکي خلک دي . له داسې خلکو سره به زما روح ارام وي. ورکې دې شي دا موسسې، چې لکونه لکونه ډالر په کې وهل کېږي، خو څوک يې پوښتنه نه کوي. سر به يې دوه روپۍ نه ارزي، خو ته به ورته صیب وايې.
هغې په غمجن زړه وويل:
ـ ته نور خلک څه کی. ستا په کې ښه عزت و. دومره معاش دې و، چې ښه سيال سيالي مو په کې کولا شوه. سړيه! که زما منې، ورشه او خپله خبره دې بېرته واخله!
له دې سره مې سترګې ورته سرې کړې:
ـ رښتیا چې بېسواده يې! ته خپله فکر وکړه، په میاشت کې چې دوه کتابونه وژباړم، نو دوه زره ډالر شول. په کور کې به له بچو سره ناست يم. د اثارو خاوند کېږم هم او دوه زره ډالر به هم اخلم. له پوهانو سره اشنا کېږم او د هېواد بچو ته به ښکلي کتابونه هم برابروم. دا سيي ده، چې دلته يې يو نیم زر ډالر راکول، خو خوشاله په کې نه وم.
مېرمنې مې له يوه وړوکي اسوېلي سره يو ځای وويل:
ـ ته له ما نه ښه پوهېږې!
هغه د چا خبره هډوکي مې سپک شول، خو څو ورځې لا تېرې نه وې، چې د کور ناستې تنګ کړم. د کور لګښت خو هماغسې و. په رښتیا چې په تیاره غر هم خلاصېږي. په دې کې میاشت تېره شوه، خو د ژباړې څرک و نه لګېد. ورپسې ناروغتیاوې، د برېښنا بيلونه او د مېلمنو راماتېدل، هغه څه وو، چې زما د اقتصاد ملا يې لا پسې کمزورې کړه. زړه مې و، چې بېرته پخواني دفتر ته ورشم، خو شرم اجازه نه راکوله. د مېرمنې او د رئیس يوه يوه خبره به مې سترګو ته ودرېده. په خپلو کړو ډېر پښېمانه وم، خو چاره څه وه؟!
له نېکه مرغه يو ماښام، چې په کټ کې سوچونو په مخه کړی وم، د ټيليفون زنګ راغی. استاذ راته د کابل ته د تللو وويل. نه پوهېږم، چې څومره مننه مې ترې وکړه. لس بجې به وې، چې کابل ته ورسېدم. ډېپارټمېنټ ته چې لاړم، نو استاذ نه و. له پوښتنې وروسته مالومه شوه، چې کومې ناڅاپي جنازې ته تللی دی. په سبا په يوه سیمینار کې مصروف شو. لنډه دا چې درې ورځې او درې شپې مې په کابل کې راغلې. په درېيمه ورځ يې له بښنې سره د کاغذونو يو پاکټ راکړ او ويې ويل:
ـ په لسو ورځو کې به يې وژباړئ او موږ ته به يې وسپارئ! په ادب مې ورته وويل:
ـ هڅه به وکړم، چې په اتو ورځو کې يې وژباړم. له موسکا سره يې د خدای پامانۍ لاس راکړ.
نه پوهېږم، چې څومره په بيړه راووتم، خو د جلال اباد موټر کې چې مې له ځانه سره حساب وکړ، نو د شومتيا سره سره را نه دا ځل په کابل کې دوه سوه ډالر لګېدلي وو. ژباړې ته مې شپه او ورځ يوه کړه. پوره په نهو ورځو کې مې دوه سوه او څوارلس مخه وژباړل او په هماغه ورځ سهار وختي کابل ته روان شوم. د تګ پر وخت مې مېرمنې راته وويل:
ـ کور کې هر څه خلاص شوي دي. ورته و مې ويل:
ـ له دوکان نه يې راوړئ! زه دا دی همدا اوس ورته وایم.
د کوڅې دوکاندار ته ورغلم. دا مې لومړی خل و، چې له چا مې پور سودا غوښته. نه پوهېږم، چې تر څومره روحي فشار لاندې وم. اخر مې زړه وکړ:
ـ زما ماشوم که راغی، سودا ورکړئ. له کابل نه چې راغلم، روپۍ به درکړم. زړه نه زړه يې سر وښوراوه، خو ويې ويل:
ـ مدير صیب! زما سودا خلاصه ده، ګوره چې روپۍ زر راکړئ!
ـ بېخي بېغمه شئ، همدا نن بېرته له کابله راځم.
په لاره کې په همدې سوچونو کې وم، چې څنګه زر کابل ته ورسېږم. روپۍ او بل کتاب څومره زر کېدای شي، چې تر لاسه يې کړم. د پخوا په څېر بيا په ډېپارټمېنټ ورننوتم، خو دا ځل مې ګڼ مجبوریتونه هم مله وو. تر ستړې مشۍ وروسته راته استاذ په پیاله کې چای واچاوه او په موسکا يې رانه ژباړه واخیسته. په زړه کې مې تېر شول، چې اوس به روپۍ راکوي، خو زما لا پياله لاس کې وه، چې له خپل مېز نه يې نورې پاڼې راواخیستې، پاکټ کې يې واچولې او په مینه يې راکړې. پاکټ مې لا لاس کې و، چې ورته ومې ويل:
ـ څنګه صیب دا بل کتاب دی؟
ـ نه، دا د هماغه کتاب بله برخه ده. د دې خبرې په اورېدو مې نږدې زړه درېدلی و، خو حواس مې کنټرول کړل. نه پوهېږم، چې له ډېر خپګانه په کوم انداز راووتم؟! کور ته چې راغلم، نو ماشومان مې د مېوې په هيله په دروازه کې ولاړ وو. ستړی ستومانه په کټ کې کېناستم. د دوکاندار دې کور اباد وي، سودا يې ورکړې وه. په سبا ته راوړې ژباړې ته په مات زړه کېناستم. نور نو دې کار هېڅ خوند نه راکاوه. دوه ورځې وروسته دوکاندار پور وغوښت. بله لار نه وه، د کور خو سل سوړې وي، د مېرمنې ګاڼه مې په دې ژمنه وپلورله، چې څو ورځې وروسته به يې ورته اخلم. ژباړه مې په پنځلسو ورځو کې تمامه کړه. د شپې مې مېرمنې ته وويل:
ـ ورور به دې موټر را نه کړې؟!
ـ په موټر څه کی؟
ـ په کابل کې چې دې خپل موټر نه وي، ډېرې روپۍ لګېږي، بله دا چې ته به هم راسره لاړه شې، مازیګر به بېرته راشو.
ـ زه به څه وکړم؟
ـ په لار کې امنیت ښه نه دی. ستا له برکته به مې تګ ډاډمن وي او همدارنګه به دې روژه لنډه شي.
هغې په مینه ومنله او ويې ويل:
ـ ورور خو مې له تا نه هېڅ نه منع کوي، ټيليفون ورته وکړه!
سهار وختي يې موټر راوست. يوولس بجې به وې، چې کابل ته ورسېدو. موټر مې د سرک پر غاړه ودراوه او پخپله ډېپارټمېنټ ته ور رهي شوم. دا ځل نو بېخي هيله من وم، چې روپۍ به راکړي، خو د ژباړې تر ورکړې استاذ راته وويل:
ـ زه به ستا د حق الزحمې راپور رئیس ته وليکم، هغوی به پرې غور وکړي. تاسې يو څو ورځې وروسته پوښتنه وکړئ! خدای شته د دې خبرې په اورېدو مې اعصابو نږدې اور اخیستی و، خو په سړه سینه مې ورته وويل:
ـ استاذه! ما خو د موسساتو ژباړې هم کړي، خو دومره يې کړولی نه یم. نه شي کېدای، چې همدا اوس راته ستونزه حل کړئ؟!
ـ ستاسې خبره سمه ده، خو د هرې ادارې خپل پروسيجر وي. ستاسې ژباړه به له سره بيا کتل کېږي. زه دومره کولای شم، چې لوړه حق الزحمه درته وټاکم. تاسې يې قانوني مراحلو ته زړه مه تنګوئ!
په خوږه ژبه مې ورته وويل:
ـ د دې ژباړې له امله مې خدای شته، خپلې ډېرې روپۍ ولګېدې.
ـ تاسې بېخي بېغمه شئ، پنځه سوه ډالر حق الزحمه به درته وټاکم!
د پنځه سوه ډالرو په اورېدو مې په زړه تیاره راغله، خو له شرمه مې څه ونه ويل. د راپاڅېدو پر وخت مې په بې جرئتۍ ورته وويل:
ـ که بل کوم کتاب وي، رايې کړئ!
ـ اوس خو نشته، چې څنګه کتاب تیار شو، زه به مو خبر کړم. مننه مې ترې وکړه او له ډېرې خواشينۍ مې ايله دومره وکړل، چې تر موټره مې ځان ورساوه.
د ماسپښين درې بجې وې، چې جلال اباد ته روان شوم. د مکرویانو له چوک سره مې د وردګو ښکلې ناکې د روژه ماتي لپاره واخیستې. د ماهيپر پر کږلېچونو راکښته شوم. ډېره ګرمي وه. لږ څه کښته مې موټر ودراوه. بانټ مې پورته او موټر مې سوړ کړ، خو خپله وړه لور مې، چې په دې وخت کې راته تر هر څه ښکلې ايسېده، له خپل ماشوم زوی سره مخکيني سېټ کې کېنوله. زه نه پوهېدم، چې زما مینه به هغه د مرګ منګولو ته سپاري. دوه درې دقېقې مزل به مې لا نه و کړی، چې يوه موړ ته نږدې شوم. سره له دې چې ډېر ورو روان وم، خو نه پوهېږم، چې موټر ولې خپل لاس پرېښود؟! مخامخ راباندې ټېلر راروان و. موټر ورو ورو زما له هڅو سره سره، ټېلر ته نږدې کېده. مېرمنې مې چې زما وارخطايي وليده، ډاډ يې راکړ، خو له ټولې هڅې سره ما ليدل، چې د خپلو ماشومانو سره له ټېلر لاندې کېږم. په رڼو سترګو شېبه په شېبه مرګ ته نږدې کېدم. څو ثانيې به لا تېرې شوې نه وې، چې د موټر کيڼ اړخ مې له ټېلر سره ولګېد، خو پوهېدم، چې دا ټکر مې مرګونی نه دی . د اخري ځل لپاره مې هڅه وکړه، چې د ټېلر له وروستۍ برخې موټر وژغورم، خو خوارۍ مې ګټه ونه کړه او چې بيا مې تر څو سترګې رپولې، نو يو لوی غږ مې واورېد. د څو شېبو لپاره نه پوهېدم، چې څه وشول؟! خو چې ومې کتل، نو د موټر مخ مې د کابل لوري ته بېرته ګرځېدلی و. د خلکو ګڼه ګوڼه وه، خو وړه لور مې نه وه. څه وخت وروسته مې وليدل، چې يوه سړي په غېږ کې اچولې او له ستوني يې وينې روانې وې. مېرمنې مې چغه کړه. ثنا مړه شوه!! په موټر کې مې هر څه پرېښودل، د لور په غم کې شوم. د سروبي روغتون کې يې زخم وروګانډه. ښه و، خدای له مرګه وژغورله. مېرمن مې هم ژوبله وه.
دغې پېښې رانه هر څه هېر کړل. په دې مې شکر کاوه، چې د مرګ له کومې خدای وژغورلم، ګنې د ژباړې له امله به له اولادونو سره نه وم. جوپې جوپې خپلوان راتلل. يوه میاشت وروسته بیا لاړم، خو تش لاس راستون شوم. دوه میاشتې وروسته رئیس ته ورغلم، هغه ته مې ټوله کیسه وکړه. هغه په خواخوږۍ وويل:
ـ زه چې په کوم نېت دې هېواد ته راستون شوی وم، نو اوس په يو دوه کې حیران یم. دلته به سړی کوم کوم کار سم کړي؟! تاسې فکر مه کوئ، زه په هڅه کې یم، چې ستاسې په څېر د نورو ستونزې هم حل کړم. بې له مننې به مې نور څه کړي وای؟! ترې راووتم. له هغې نېټې وروسته مې په لسګونو ځل په ټيلیفون اړيکې ونيولې، خو په هر ځل به مې داسې څه اورېدل، چې پرته له صبره يې بله لار نه وه. دا دی اوس د ژباړې له نېټې پوره يو کال تېر شو، خو تر اوسه لا هغه قانوني مراحل پای ته نه دي رسېدلي. ما چې له ځانه سره کومه محاسبه کړې، نو د موټر د ترميم سره مې د ژباړې د حق الزحمې د تر لاسه کولو پسې اتلس سوه ډالر لګېدلي. اوس چې ما ته يو ډالر د لکونو ارزښت لري، نو هغه پنځه سوه ډالرو ته به څنګه مرګونی انتظار نه کوم؟! خو نه پوهېږم، چې دا انتظار به مې دا ځل ژوند پای ته ورسوي او که په هېواد کې به د نوي بدلون سره ما ډېرو نویو څېرو ته د خپل زیار د اجورې د تر لاسه کولو لپاره ودروي؟!
په خدای يې وسپاره!
له سهاره يې په کور کې يو غلی وير ګډ و. خاوند يې خپل سر پر خپلو زنګنونو اېښی و او پخپله د لور سر ته غمجنه ناسته وه. خاطره چې به نور کله ناروغه شوه، نو دوه درې ورځې وروسته به د زورورو درملو په زور ښه شوه، خو دا ځل يې له يوې اونۍ راهیسې مرګونې تبه او دردونه وو. پلار ته يې څو ځله ورځې مخکې ډاکتر په ټينګار ويلي و، چې عملیات يې پکار دی. هغه ورته دا هم ويلي و، چې که عمليات يې و نه شي، نو له تانسلونو نه به ورته د زړه تکلیف هم پيدا شي.
حميد ډېرې سترګې واړولې، خو چېرې یې هم روغتون ته د تګ د روپو درک و نه موند. مور يې همداسې د وړې خاطرې سر کېمانډه. شېبره تبه يې وه. په دې ورځ يې له سهاره يوه خبره هم و نه کړه. هوسۍ چې د لور سختې ته وکتل، سترګې يې ډکې ډکې شوې، خو چې کله يې د زړوکي په پيڅکي پاکولې، د حميد ورته پام شو. له لور سره يو ځای يې د خپلې مېرمنې پر اوښکو زړه نينې نينې شو. زړه يې و، چې ډاډ ورکړي، خو په دې کې هوسۍ د لور له سر نه ناڅاپي پاڅېده او خاوند ته يې په تلوار وويل:
ـ هغه شی به څوک وانخلي؟
حميد حیران شو:
ـ کوم شی؟
ـ دا دی زه يې راوړم! مېرمن چې يې تر څو راتله، نو له ځانه سره په فکر کې شو. څه شی یادوي؟! موږ کره خو سورۍ مشکڼه هم نشته. هر څه مو په پېښور کې له سره ځار کړل. هغه لا په زړه کې دا خبرې تللې، چې هوسۍ سټېپلايزر راوړ. هغه چې وليد، نو له خوشالۍ سره ورته حيران هم شو. هغه دوه کاله مخکې له مجبورې ورځې يخچال پلورلی و، خو دا لا ورسره پاتې و. د حميد حیرانتیا په دې وه، چې مېرمنې يې تر اوسه ورته ولې نه و ويلي؟! په خوشالۍ يې ترې وپوښتل:
ـ مخکې دې ولې نه خبرولم؟ اوس به خاطره جیګه جوړه وای! رښتیا چې ښځې شومانې وي.
ـ زه هم ترې نه ومه خبره. لږ مخکې مې زاړه بکس ته پام شو. د خبرو په پای کې يې په ټينګار وويل:
ـ سړيه خرڅ به شي؟!
ـ خدای مهربانه دی. اول ګل ته به يې يوسم. هغه د یخچالونو کاروبار کوي، وابه يخلي. دا دی زه ورغلم!
هغه چې تر څو دوکان ته رسېده، هوسۍ يې په زړه کې د خرڅ ډېرې دعاګانې وکړې. بيا د لور سر ته کېناسته او په مورنۍ مينه يې ورته وويل:
ـ لورې، خاطرې! ته سترګې وغړوه! اوس به دې پلار راشي. ډاکتر ته به دې بوځي. روغه جوړه به شې! له دې سره يې په دواړه مخه ښکل کړه.
لس پنځلس دقېقې به لا نه وې تېرې شوې، چې حميد کور ته خوشاله ورننوت. هوسۍ ورته په غولي کې ولاړه وه، چې په تلوار يې وپوښت:
ـ څنګه خرڅ شو؟
ـ هو په پنځه سوه روپۍ يې واخیست. د پنځه سوه روپو په اورېدو يې لاسونه اسمان ته لپه کړل او بيا يې زر وويل:
ـ زه به غوټه تیاره کړم!
ـ سيي ده، خو يوه بله خبره! هغه حميد ته نږدې شوه او په ترورتیا يې وويل:
ـ څه خبره ده؟
ـ خبره دا ده، سټېپلایزر چې مې خرڅاوه، امجد وليدم. پوښتنه يې رانه وکړه او ويې ويل، چې ما به در نه په زر روپۍ اخیستی وای، ورشه رايوړه، اوس يې هم اخلم! د دې خبرې په اورېدو يې مېرمنې په تلوسه وويل:
دا خو به ډېره ښه شي. پنځه سوه روپۍ خو ډېر شی دی!
ـ سيي ده، خو اول ګل به څه وايي؟
ـ ولې هغه ته زموږ حال مالوم نه دی؟!
حميد لاړ، خو چې هلته ورسېد، نو پښې يې درنې شوې. خوله يې خبرې ته نه جوړېده. اخر يې زړه ټينګ کړ او د بېرته غوښتو يې ورته وويل. هغه لومړی هغه دغه وکړل، خو بیا يې ورکړ. حميد سټېپلایزر راواخیست. په منډه منډه روان و. امجد هماغسې ورته په کوڅه کې ولاړ و. سټېپلایزر يې په دواړو لاسونو ورکړ. هغه لومړی د سوداګر په سترګه ورته په ځير ځير وکتل او بيا يې په بې اعتنايۍ وويل:
ـ ټيک ده، زما شو. هغه لږ نور هم تم شو. حميد يې لاسونو ته کتل، چې هغه روان شو. حميد ګومان وکړ، چې ګنې روپۍ يې هېرې شوې، خو لس پنځلس ګامه به لا نه و تللی، چې پسې ورغی او زړه نه زړه يې ورته وويل:
ـ جي لکه چې روپۍ مو هېرې شوې؟
هغه په تروه ټنډه مخ ورستون کړ او ورته ويې ويل:
ـ او ستا لکه چې هغه د دوو میاشتو کرایه هېره شوه؟!
د حميد پر زړه زلزله راغله او په لړزېدلي غږ يې وويل:
ـ ن .. ه ... نه په ياد مې ده، خو اوس مې وړه لور مرګونې ناروغه ده. نن يې ډاکتر ته وړم. هغه په داسې حال کې چې ورو ورو روان و، په کبرجن شان يې مخ ورواړاوه او ورته ويې ويل:
ـ خانیه! زه هېڅ نه شم کولای.
ـ ګوره خدای شته، کرايه به دې درکړم!
هغه په سپېږمو کې يوه ترخه خندا وکړه:
ـ لور دې په خدای وسپاره!!
یادونه: د دې کیسې سوژه درانه استاذ صمیم صیب راکړې وه، چې ډېره مننه ترې کوم.
هوسۍ
د ټولو شونډې له خپګانه ګنډلې وې. مېرمنې يې پر خپل خوار بخت په زړه کې وير کاوه. بیا به يې خپل زړه پخپله ډاډه کړ، خو چې تسل يې و نه شو، نو زر زر يې له تاره مزی ونغښت او د ( لوی ځوان) په اروا يې د غاړې غړوندی کړ. تېر ماخوستن به و، چې خدای يې سوال قبول کړ او جانی اکا ټوپک په لاس کور ته ورننوت.
ماشومانو يې ترې لاسونه تاو کړل او بدرۍ ترور ورته ښه شېبه حیرانه ودرېده. وړو چې خپل پلار تش لاس وليد، نو يوه پکې وويل:
پلاله، (پلاره) ما ته دې زلکه (زرکه) لانوله (رانوړه)؟ هغه لا خبره نه وه کړې، چې مور يې په غوسه ورته وويل:
شکر وباسه، چې ژوندی راغی!
دې وخت کې جاني اکا دېوال ته ډډه ووهله او بيا يې یو ژور اسوېلی وکړ. بدرۍ ترور چې د هغه نامالوم خپګان ته وکتل، نو په خواخوږۍ يې ورته وويل:
خدای به مو څه پورې ايستي و، ګنې نن څه حال تېر شو؟! سړيه! خدای مو شته، که زما منې، نو نور د دې ښکار نه لاس واخله!« منګی هره ورځ نه ماتېږي».
د دې ټولو خبرو سره جانی اکا غلی و او د مېرمنې خبرو ته يې هېڅ هم ونه ويل. بچي يې هم خپل پلار ته هک پک وو. هغوی هېڅکله خپل پلار دومره خپه نه و ليدلی. د هغه چوپتیا چې نوره هم اوږده شوه؛ نو مېرمنې يې ورنه ورو پوښتنه وکړه:
خیر خو به وي، ډېر خپه يې؟!
ـ هو خیر دی، خو نن مې داسې څه وليدل، چې خدای خبر که تر مرګه مې هېر شي!
له دې سره ټولو هغه ته سترګې ونيولې او بدرۍ ترور ورنه په هيبت وپوښتل:
ـ هغه څنګه؟
ـ ښځې! ما د روسانو د جازونو بمبارونه ليدلي وو، خو کوم قیامت چې مې نن د امریکنو جازونو وليد، نو فکر مې کاوه، چې ګنې سپین غر يې په بل مخ واړاوه. نه پوهېږم، چې څنګه مې يوې تړې ته ځان ورساوه او لاندې ترې کېناستم؟!
د سپین غره په ټولو څوکو او ناونو ډېر دروند بمبار شروع و، خو دوه درې ساعته وروسته جازونو د غره په بل اړخ بمباري شروع کړه؟ ما لاندې ناو ته کتل، چې لوګو او دوړو په سر راخیستی و. زړه مې و، چې د لوګو له کمي وروسته په همدې ناو راووځم، خو چې يو وخت مې وکتل، نو له همدې دوړو يوه هوسۍ راښکاره شوه. هغې چې به څو ګامونه واخیستل، بيا به پرېوته. بیا به يې په ملاسته اسمان ته وکتل، چې جازونه به نه وو، بيا به پورته شوه، خو لا څو ګامه به نه وه تللې، چې بیا به پرېوته. هغې څو ځله همداسې وکړل. زه حیران وم، چې هغې ته خدای پاک په دې وخت کې څومره پوهه ورکړې وه؟!
یو ځل مې ټوپک وربرابر کړ، زړه مې و، چې ويې ولم، خو کله مې چې نننی قیامت او د هغې ترورتیا ته وکتل، نو په زړه کې مې وويل، چې په دې خوارې به څومره وېره تېره شوې وي؟! خو حیران په دې وم، چې هغې زه ليدلی وم او بیا هم زما لوري ته راروانه وه. هغه زما لوري ته ورو ورو رانږدې کېده، خو زما او د هغې تر منځ به دېرش څلوېښت ګامه لار وه، چې هوسۍ ترۍ تم شوه. دې کې زه هم له تړې راکْښته شوم. شاوخوا مې په ځير وکتل، خو هوسۍ مې ونه ليده. کله چې لاندې ناو ته کرار کرار روان وم، نو ناببره مې د تيږې د لوېدو غږ واورېد. ځای پر ځای ودرېدم او چې ناپامه مې خپل ښي اړخ ته مخ واړاوه، نو په يو تنګ غار مې سترګې ولګېدې. هوسۍ د غار خولې ته په سينه ور روانه وه. زه زر د يوه کمر شا ته کېناستم. هوسۍ څو ځله سومان خښ کړل، خو چې څنګه به لږه وختله، بیا به شا ته راپرېوته. هغې بیا بیا خپله خواري وکړه، خو غار ته نږدې ځای له پستو شګو جوړ او هغه ورته په داسې لار ورغلې وه، چې ډېره نېغه وه. په بیا بیا ختلو او کولېدلو ډېره ستړې شوه. له تندې يې ژبه راووته او بې واره ساه يې اخیسته، خو له خپل هوډ نه نه په شا کېده.
نور مې زړه صبر و نه کړ، غوښتل مې چې د غټ کمر د شا له لوري نه ورشم او چې کله يې يوه پښه پورته کړه، نو و به يې نیسم، چې لاندې ګړنګ ته ونه لوېږي. له ځایه پاڅېدم. کرار کرار ور روان شوم. زما او د هغې تر منځ لار تاوه راتاوه وه، ښه شېبه وخت يې غوښته، خو همدومره وخت وروسته چې ورورسېدم، نو داسې څه مې وليدل، چې تر ډېره به مې په ياد وي. هوسۍ د غار خولې ته ورختلې وه او ورکوټی بجی يې ترې ترور ترور تاوېده. هغه څو ځله د خپلې مور مخ وڅټه،. بيا يې تيونه ته ورنږدې شو، خو هغه داسې پرته وه، چې دواړه تیونه يې پر ځمکه داسې پاتې وو، چې د هغه خوله ورته نه جوړېده. هغه مړه وه، خو تیونه يې لا له پيو ډک ښکاره کېدل!!!
۱۳۸۰
صدقه جاریه
جان محمد ته يې که څومره هم وطندارانو یا نورو افغانانو وويل، چې دا خو والله که مناسب وي، دا کار مه کوه، خو هغه به ورته وويل:
چاره څه ده؟ دا مې د نیا وصیت دی او بیا داسې وصیت، چې يو ځل نه، په څو څو واره او بیا يې په کلکه موږ ته ويلي. تاسې خو د دین خبره کوئ، خو وصیت پوره کول هم يو اسلامي عمل دی، که تر سره يې نه کړم، نو کېدای شي، چې د حساب او کتاب پر ورځ مې همدا نیا له ستوني کلک ونیسي او راته ووايي، چې بې غيرته! ما سره دې ولې داسې وکړل؟!
د جان محمد دوی به نهه میاشتې کېدې، چې امريکا ته رسېدلي وو. له کابل نه د وتلو په ټېل کې يې نیا هم په داسې حال کې چې په بدن کې يې ايله هډوکي او پوستکی پاتې و، ورسره لاړه.
تر لومړیو دوو میاشتو پورې د کور ټول کسان له ډېر خپګانه په ډېپرېشن اخته شول، خو تر ټولو يې نیا په خپل راتګ ډېره غمجنه وه . سره له دې چې په امریکا کې د خدای ډېر نعمتونه وو، خو هغه سکون نه و، د کوم لپاره به چې د جان محمد نیا خپل لاسونه هره ورځ مروړل.
که څه هم امریکايي برګرو او شورمې د هغې روغتیا ډېره ښه کړه، خو ډېری وخت به دې ته فکرمنه وه، چې که مړه شي، نو څه به ورسره کېږي؟!.
یوه شپه په کور کې د مرګ او د قبرونو بر موضوع خبرې پیل شوې. هر يوه د هغه ځای پر هدیرو او اصولو خبرې کولې. جان محمد، چې تر نورو په دې برخه کې ډېره څېړنه کړې او تازه مالومات يې لاس ته راوړي وو، نو د کور غړو ته يې وويل:
دومره اندېښنه مه کوئ! ما پوښتنه کړې. د یوه قبر بیه لس زره نه، څلور زره ډالر ده، خدای مهربانه دی، کرار کرار به له هر څه سره بلد شو.
بل په کې وويل:
سمه ده په څلور زره به وي، خو ما اورېدلي، چې څلور کاله وروسته له قبر نه مړی وباسي او بیا يې له هډوکو نه په فابریکه کې د پټو سره جوړوي.
د جان محمد نیا چې تر نورو لږه لوړه ناسته او خبرو ته يې غوږ نیولی و، د فابريکې د نوم په اورېدو يې يو سوی اسوېلی وکړ.
د جان محمد پلار وويل:
زموږ دا حوالې چې همداسې روانې وي، په خدای که د لسو کالو پورې د يوه قبر پیسې هم پیدا کړو.
د دې خبرې په اورېدو ټول غلي شول او د نیا پر مخ د بېوسۍ يوه خړه څپه راغله.
له يو څه سکوت نه وروسته يوه زلموټي هلک په لږې خوشالۍ وويل:
پلاره! یوه بله اسانه او ارزانه طرېقه يې هم شته. دا خبره مې تېره ورځ راته يوه ملګري وکړه. له دې سره ټول ورته متوجه شول. هلک وويل:
ملګري مې راته وويل، چې ځينې مهاجر ټوله معامله په درې سوه ډالر خلاصوي. درې سوه ډالر چې ورکړې، نو په څو دقېقو کې دې مړی سوځوي.
له دې سره د کور ټولو خلکو وخندل، خو د يوه نیم په کې دا لار ځکه خوښه شوه، چې هم اسانه او هم ارزانه وه.
د جان محمد په نیا د هغوی خندا ډېره بده ولګېده. د تسپو اړول يې ودرول او په ګونج تندي يې وویل:
اول خو مې جګ وهلي دي، چې په دې عمر کې دلته راغلم. دې نه چې د وطن سپو خوړلې وای، نو ښه وه. هغې تسپې راټولې کړې او نوره هم سنجيده شوه:
جان محمده! په خپل زوی مې باور نشته، خو زه دا وصيت تا ته کوم:
ما نه به نه په فابريکه کې سره جوړوې او نه مې دې د هندوانو غوندې څوک سېځي. ما اورېدلي دی، چې دلته سمندر نږدې دی. ښه خبره دا ده، چې په لوی سمندر مې لاهو کړې. زما په فکر، چې ماهیان مې سترګې، پښتورګي او د بدن نور اندامونه وخوري. کېدای شي خدای مې دا کار په صدقه جاريه کې حساب کړي. خو که داسې دې ونه کړل، نو د قیامت په ورځ به د خپل ځان پوښتنه له تا نه کوم!!
د خدای کارونه وو، د دې خبرې به لا میاشت نیمه تېره شوې نه وه. د روژې میاشت وه، چې د نیا ناروغي سخته شوه. هغې نور نه برګر خوړلی شول او نه يې تر ستوني شورمه تېرېدله.د صدقې د ورکولو شپې ورځې وې، چې نیا په کې خپل روح خدای ته وسپاره.
سهار ټول د هغې خښولو ته اندېښمن وو، خو جان محمد لمسي يې وويل:
رښتیا چې نيا يوه برکتي ښځه وه. هغې خپل ځان د روژې همدې مبارکې میاشتې ته ساتلی و. دا هغه میاشت ده، چې صدقه په کې بې حسابه اجر لري.، ځکه خو هغې ويلي و، چې ټول بدن دې يې د سمندر ماهیانو ته صدقه شي.
سره له دې، چې د کور خلکو او نورو افغانانو ته دا کار څه بل ډول ښکاره کېده، خو جان محمد د خپلې نیا مړی په موټر کې بار او سمندر ته ورساوه او تر څو چې نور خلک خبرېدل، نو يې د خپلې نیا مړی د هغې د وصیت سره سم د سمندر د کبانو خوراک ته ډالۍ کړی و!
د پرېښتې ځواب
اوس چې مې هم کله هغه ښکلا سترګو ته ودرېږي، نو ستړی ذهن مې دومره ارام شي، لکه د کلونو خومار چې څوک په جامونو خړوب کړي. ما داسې خلک وليدل، چې د تهذیب او تمدن پوله يې د کمال پای و. خو درېغه! درېغه چې زما د سفر پايله ډېره غموونکې وه، دومره چې تر ننه هم راته د احساس په ايينه کې خپل مخ ډېر پيکه ښکاري او د زړه په کور کې مې د نه هېرېدونکي شرم بګوه کوکې وهي.
پر هغې خمکې چې ما پل کېښود، نو د مشاهدې حیرت راته وويل، چې ګنې زه د افسانوي حسن او جمال د خاوندانو ټاټوبي ته راغلی یم خو چې د هغه ځای د خلکو څېرې مې وليدې، نو په دې پوه شوم، چې د پیدايښت ريښه مو يوه ده. شاوخوا لوړ لوړ غرونه وو. سرونه يې په سپينو واورو پټ وو. په سينو کې يې دنګې دنګې ګڼې ونې ولاړې وې. له ګړنګونو يې د زمزمو په شان رڼې خو تر هغې سړې او مستې اوبه په نڅاګانو راروانې وې او په هر ځای کې ورته د برېښنا بندونه جوړ شوي وو. د غرونو لمنې اوږدو اوږدو کم رنګه شنو وښو پوښلې وې. رنګارنګ غرني ګلان يې په ګاونډ کې داسې ایسېدل، لکه د مستې کوچۍ پر غاړه د هنر شهکارونه.
ما دا ننداره په هوا کې وکړه او له غره نه چې په اتومات زانګو کې راکښته شوم، نو د ځمکې دومره خوږ بوی مې حس کړ، لکه د ښکلا حد چې لا مرموز دی. زما په وجود کې داسې کیفيت غزونې وکړې لکه په مړي کې د مسېح دم. لورالور شنه فصلونه وو.
کوم ځای چې به کرونده نه وه، نو هغه به شنو وښو او رنګينو ګلانو پټ کړی و. د ځمکې لوېشت لوېشت اباده وه. هر څه تاند وو او بې شمېره فوارو دا ښودله چې د دې ځای خلکو خپل سیندونه مهار کړي دي. ما به هر لور ته په حیرت کتل، کله به شنو بوټو او ګڼو ګلانو هک پک کړم او کله به هم لرې غرونو کې ښکلو ماڼيو او محلونو. ښار ته ورسېدم.
ښار که حیرتکده؟! پلن او پراخ سرکونه يې له مرمرو جوړ وو، لوړو او نفیسو ودانیو يې د جنت له ماڼيو سره سيالي کولای شوه. هر څه داسې پاک او شفاف وو، لکه د عارف باطن.ښار له ښځو او سړيو ډک و. نجونې تر حورو ښکلې وې، خو چا هم نه ورکتل. له هر مخ نه د داسې اطمنان او خوښۍ بڅرکي الوتل لکه د شهيد اخرنۍ موسکا. ما هر ځای ته سترګې څلور کړې وې. په ټول ښار کې يوه خوږه چوپتيا وه. يو ځل مې پورته وکتل. په هوا کې مې دومره اوږده پلونه وليدل، چې ډېر لرې لرې ځايونه يې سره وصل کړي وو. ما هر څه ته په پوره حیرانتیا کتل، دومره حیرانتیا چې لږ وروسته په ځان ووېرېدم. فکر مې وکړ، چې ګنې زما په وارخطايۍ به مې پوليس ونیسي، خو په ټول ښار کې مې پولیس و نه ليد. ما ټول ښار وکوت، يو لوی ښار. ما په کې په ساعتونو مزل وکړ، خو ستړی نه شوم. د ښار اخرنۍ برخه کې مې يو لوی ځای وليد. بې شمېره سپکې او درنې وسلې په کې وې او داسې پوځيان يې په خوا کې ګرځېدل، چې بدنونه يې د پړانګ په څېر چست او سترګې يې د شاهینانو غوندې تېزې وې. د دې ځای په دننه کې لوی تصویرونه وو. تصویرونه ټول له سرو زرو جوړ وو. دا د دغه خلکو اتلان وو. د دې ځای ليدلو زما احساسات دومره راوپارول، چې د سر وېښته مې نېغ نېغ ودرېدل. له دغه ځايه لږ څه اخوا د موزیم ودانۍ وه. ورغلم. داسې شيان مې په کې وليدل، لکه هېچا چې هم نه وي ليدلي. د هغوی د څو زره کلن پېښليک سکڼښت داسې و، لکه د فولادي زنځير کړۍ. ښه ساعت وروسته چې راووتم، ماشومانو لوبې کولې. د هغوی نه لږ اخوا ګڼ خلک ولاړ وو. په پارک کې يوه اوږده يو پوړيزه ودانۍ وه. ودانۍ ډېره زړه راکښوونکې وه، په کرار کرار ور رهي شوم. خو زه لا هلته وررسېدلی نه وم، چې د ودانۍ نوم ځای پر ځای حيران ودرولم. په لوی ليک پرې داسې ليکل شوي وو:
د هېواد د خاینانو نندارتون
خلکو يې ننداره کوله. زه هم ورغلم. ودانۍ له ښېښې جوړه وه. د هرې خونې ټوب دېوالونه د ښيښو وو. په هره خونه کې يو يو سړی ولاړ و، داسې ولاړ،چې مخ يې کتونکي ته مخامخ و. د هرې خونې په مخامخ دېوال د هر يو جرم داسې ليکل شوی و: د پرديو غلام، غدار جنرال، ګوډاګی ملا، ملي خاین او ...
هر يو په خپله خونه کې داسې مالومېده، چې زموږ بډایان يې نوکران ښکاره کېدل. د هغوی مخونه پاک وو، خو پر تندیو يې تور تور داغونه وو. د چا يو د ځينو دوه او درې او د يو نیم خو لا په کې ټول مخ تک تور و. ما دوی ته يوه شېبه وکتل او چې کله مې د شا لوري ته مخ راواړاوه، نو يوه ښکلي ځوان راته داسې کتل، لکه ما ته چې ډېر حیران وي. هغه رانږدې شو او ښه روغبړ يې راسره وکړ. زه نن ټوله ورځ په ښار کې ګرځېدلی وم. زه له عدمه د هست دنیا ته راغلی وم. ما ته نن مالومه شوه، چې ژوند هم یو بې انتها کیف لري. ما ته د دغه ملک خوښيو او ارام داسې سکون راوباښه چې خپل قام، ملک او حتی کور مې هېر کړ او دا مې ارمان و، چې کاشکې راته څوک په دغه ملک کې د اوسېدو اجازه راکړي.
زما خیالونه لا هماغسې غځېدل، چې له ځوان نه مې د لېونو په څېر په وارخطايي پوښتنه وکړه:
پر تاسې څوک حکومت کوي؟
هغه موسکی شو او راته ويې ويل:
پرېښته!
په هیبت مې ترې بیا وپوښتل:
پرېښته؟!
خو تر څو چې هغه ځواب راکاوه، ما ورته په داسې انداز کې لکه په خپله پوښتنه چې پښېمانه یم، ومې ويل:
سيي ده. داسې نظام چې د خان او غریب توپير په کې نه وي، ژوند ژوند وي، بې له پرېښتې ممکن نه دی. له دې سره مې د هغې د ليدلو خواهش په زړه کې په ټوپونو شو. زه انسان وم. ما پرېښته نه وه ليدلې. زما تلوسه پېغله شوه او د دې پر ځای چې له ځوان نه پوښتنه وکړم، هغه لکه زما له زړه نه چې خبر وي، د لاس په اشاره يې د هغې محل داسې راوښود، لکه چې ليدل يې هم اسانه وي. محل د يوې داسې غونډۍ له پاسه و، چې تر ټول ښار ډېره لوړه مالومېده. غونډۍ تکه سپینه وه . ما فکر کاوه چې ټوله به واورو پوښلې وي. څومره چې به ورنږدې کېدم، نو د غونډۍ رنګ به لا پسې سپېنېده او داسې شغلې به ترې خپرېدې، لکه د الماسو له خزانې نه . شغلو به زما پر زړه داسې وجد راوست لکه ځينې شیان چې نه شي واضح کېدای. خو چې ورورسېدم، نو زما نظر غلط وخوت. ټوله غونډۍ په سپينو تجملي ګلانو داسې پوښلې وه، لکه يو ګل. څومره چې زما زړه په ټوپونو و، هماغسې د محل دروازې ته ورسېدم. دروازه کې هېڅوک هم نه و. د محل دېوالونو داسې رڼا کوله، لکه د تالندې برېښنا. ور پرانیستی و او داسې رنګينې پلوشې زما پر لور راتللې، لکه د بوډۍ ټالونه. وړانګې به له مخامخ تخت نه راتللې، په هوا کې به تاوېدلې او له دې سره به ترې د نېکمرغۍ لفظونه جوړېدل او له دورازې به داسې په چټکۍ وتل، لکه د ټول ښار او ملک روح چې وي.. ما فکر کاوه لکه د نور دریاب کې چې ډوبېږم. ورو ورو مې سترګې د وړانګو سره بلدې شوې. لږ وخت وروسته مې ښي او کيڼ لاس ته وکتل. د محل دېوالونه له ډېرو عالي سرو زرو نه جوړ شوي وو او د بې شمېره یاقوتو او زمردو سره او شنه غمي په کې ځلېدل او له دې سره مې دا محسوسه کړه، چې په دې ملک کې د ثروت انتها نشته، له بلې خوا د محل عظمت په دې پوه کړم چې د دې ځای خلک خپلې مشرې ته په داسې درناوي قايل دي، چې ساری نه لري. له دې وروسته زما سترګې پوره روښانه شوې. زما ښي او کيڼ لاس ته د کرسيو کتارونه وو او پر هرې يوې په ډېر ظریف لباس کې يو يو سړی ناست و. د دوی په منځ کې په لږ څه لوړ ځای کې تخت و. تخت دومره ښکلی و، چې د ښکلا له بيانه يې قاصر یم. ما تخت ته سترګې څلور کړې وې، پر تخت سپین او ګلابي حجابونه غوړېدلي وو. د سعادت د نور وړانګې له همدې ځایه راوتلې او زه يې ورو ورو ځان ته جذبولم. زما زړه داسې خوښی محسوسوله، چې په دنیا کې يې ستاینه نه شي کېدای. څومره چې زه ورنږدې کېدم، زما په زړه کې به د خوښیو او نا اشنا کیفونو څپې توپاني کېدلې. د محل خلک غلي وو. زه تخت ته ښه ورنږدې شوی وم او داسې خوښ وم، چې که تر سلو کلونو ولاړ وای، نو ستړی شوی به نه وای. ما لا د نااشنا کیفونو جامونه څښل، چې په خورا مهين غږ له تخته راته دا خبرې پيل شوې:
زه ستاسو له لاسه دلته راغلې یم. ستا مشران رحم نه لري، شعور نه لري. هغوی د دین په نامه یو د بل وينې څښي او له دې سره يې په لوړ غږ وويل:
دوی زه هلته ووژلم او بيا له تخته يو ګلابي لاس راوغځېد. ما لا د محل خلکو ته مړه مړه کتل، چې داسې څپېړه يې پر مخ راکړه، چې د کړنګ په غږ سره يې له خپل شکېدلي کټ نه راوغورځېدم او زما د خوب دنیا داسې دړې وړې شوه، لکه زما لوټلی هېواد!!! ۱۹۹۵
سپينه خولۍ
هغه چې به ستړې ستومانه د خان صیب له کوره راغله، نو جمیل به يې له لمنې دواړه لاسونه جاپېر کړل او له دې سره به يې په وړه او خوږه ژبه ورته وویل:
زما سپينه خولۍ؟!
له زرغونې سره به له بانو پرته بل څه نه وو. له واره به یې تندي ته ټس ورکړ او په غولوونکي ډول به يې وويل:
میرات دې شي دا څنګه فکر دی، خو هغې به لا نورې خبرې نه وې کړې، چې جمیل به منډه کړه. مورته به يې شا کړه او دېوال ته به مرور ودرېد. هغه چې به تر څو ژړل، زرغونه به بيا وررسېدلې وه.
د هغه سپین مخ او غټې تورې سترګې به یې ښکل کړې او په دې به يې دلاسا کړ، چې ګواکې سبا يې ورته حتمي راوړي.
خدای خبر د هغه سپينه خولۍ څنګه خوښه شوې وه. د هغه دا څوومه ورځ وه چې له موره يې سپینه خولۍ غوښته. که د زرغونې وس وای، جمیل ته به یې ټولې جامې له سرو زرو جوړې کړې وای. هغه د هغې د شهيد څښتن یوازينۍ نښه وه.جمیل هغې ته له ځان او جهانه ګران و، خو رښتيا ( اوښ چې په پیسه شي او پیسه نه وي، نو ....).
هغه د خان صیب په کور کې یوازې په پاتې شونې کتغ مزدوره وه. د هغې لپاره پنځلس شل روپۍ هم لوی غر و، ګنې د جميل د یوې شېبې په مرورتیا به د زرغونې زړه ډېر ناارامه و. ورځې شپې تېرېدلې، څومره چې به زرغونې جميل ته د دروغو وعدې ورکولې، هومره به د جمیل مینه او تلوسه د خولۍ سره ډېرېدله.
د خدای کارونه وو، چې یوه ورځ د خان صیب زړه پر زرغونې وسو او د سرسایې څه برخه یې زرغونې ته ورکړه. هغې خان صیب په ډېرو دعاګانو ونمانځه. په دغه ورځ یې له هغه لږه وختي اجازه واخیسته. په بیړه بیړه د کلي دوکان ته ورغله. یوه سپینه ښکلې خولۍ يې واخیسته. په هغه ورځ که هغې له ځانه مرغۍ جوړولای شوای، نو د جمیل لپاره به يې کړې وای، خو اوس يې ايله په خپلو پښو وس بر و. په لږ وخت کې کور ته ورسېده. له دې سره جمیل ترې د پخوا په څېر وپوښتل:
زما سپینه خولۍ؟! زرغونې خولۍ له پړوني راویسته، د پښو پر سر کېناسته هغه ته يې ور پر سر کړه او ويې ویل:
مبارک . زما زوی خو لکه شهزاده داسې ښکاري!!
جمیل يوه سپېڅلې موسکا وکړه، لکه د مور په خبره چې شرمېدلی وی او چې سترګې یې کښته کړې، نو مور يې په غېږ کې کلک ونیو.
جمیل تر ماښامه څو ځله خولۍ پر سر کوله او بیا به يې په تخرګ کې کلکه نیوله. د شپې يې خدای خبر څو ځله خوبونه ولیدل. کله به يې ځان د همزولو په منځ کې ليده او کله هم یوازې. د خوب په یوه برخه کې ترې یوه همزولي خولۍ وتښتوله. له دې سره جمیل چغه کړه. مور یې راویښه شوه. جمیل په رېږدېدونکي غږ وویل:
زما سپینه خولۍ؟!
مور خولۍ ورکړه. هغه په خپل زړه پورې جوخته ونیوله او ویده شو. سهار د کلي ماشومانو د خوړ تر څنګ لوبې کولې. اختر ته به دوه درې ورځې پاتې وې. هر يوه ماشوم به د خپل پلار ستاینه کوله، یوه به ویل، ما ته یې ښې جامې راوړې دي او بل به خپلې ستایلې. جمیل خپلې سپینې خولۍ ته دومره خوشاله ، چې په منډه منډه د کلي د ماشومانو د لوبو ځای ته لاړ.
لږه شېبه وروسته باد راوالوت. د جمیل له سره یې خولۍ په هوا کړه، خو لږ وروسته راپرېوته. هغه په وړه وړه منډه ورغی، خو له دې سره د باد بلې څپې خولۍ نږدې دښتې ته ورسوله. هغه بیا ورمنډه کړه، خولۍ ته ورورسېد، نږدې و، چې ويې نیسي، خو د باد بلې څپې یې خولۍ له ګوتو یووړه، خو دا ځل د باد څپه دومره مېړنۍ نه وه، ایله يې ترې خولۍ پر خمکه کولوله. جمیل هماغسې ورپسې و. داسې ايسېده چې نور يې د منډو توان نه و، خو خولۍ هم نوره پر ځمکه ارامه شوه، خو درېغه!
کله چې جمیل پر خولۍ ټيټېده، نو د یوه کړنګ سره دوړې شوې. هغه په تورو دوړو کې پټ شو. دوړې لا پوره نه وې ورکې شوې چې د خان صیب د رمې شپون ورمنډه کړه. هغه چې جمیل ولید، نو په وینو رنګ رنګ و. د هغه پښه ماین الوځولې وه. شپانه کوښښ کاوه، چې جمیل یوسي، خو هغه به ورته همدا ویل:
زما سپينه خولۍ!! له دې سره شپانه اړخ ته وکتل. خولۍ پرته وه او چې جميل ته يې کله ورکوله، نو هغه ورته په سلګو وویل:
دا نه اخلم، زما خو... لۍ سپ ... ينه ... وه!!!
کرکه
هغه د ساز دښمن و، توتي ګل که نور هيڅ نه لرل نو دي کار ته خو به بايلدې ناست و.هغه د ساز ډېر ډولونه شکولي وو. اوچې کله به يې د منګي آواز واورېد، د مجلس ياران چې به د هغه له راتګه خبر شول نو هر څه به يې په ميدان پرېښودل. هغه کې عجيب دهشت و، لوړه ونه، سورکوسه مخ، چې د غوسې پر وخت به ترې لمبې پورته کېدې. هغه به ويل: که خدای راته د يوې ورځې پاچايي راکړي، نو اول به زه د ډمانو خوښ شم. د دوی په حساب زه ښه پوهېږم.
اودا کيسه خو يې ټولو ته معلومه وه چې يو ځل يې پوره شپږ مياشتې جېل د يوه ايجړا(نرښځې)په سر تېر کړ. خبره داسې وه چې يو وخت ښار ته تللی و، واده و. ساز شروع و. ځای داسې و، چې د هغه ترې د راتللو چاره نه وه. داد هغه لومړی ځل و چې ايجړاګان يې ليدل. په لومړی سر کې خو هک پک و، چې په رڼا ورځ ښځې څنګه د دومره خلکو په مخکې د بي حيايۍ مظاهره کوي؟ خو وروسته يوه پوه کړ چې دا ښځې نه بلکې ايجړاګان دي. له ايجړاګانو سره يې يو مشر هم وو.
دهغه عمر به شپېته کاله و، خو حرکتونه به يې د ځوانانو کول. اوږې به يې ښورولې هر حرکت يې د ښځو په څېر و. خبرې خو به يې کټ مټ د جنکو په شان کولي. داد ټولو ايجړاګانومشر و. له ميدانه يې روپۍ راټولولې. توتې ګل له ډيره قهره يوه ته هم نه کتل، د هغه سر ښکته و، خو کله کله به يې ناڅاپه سترګې په زوړ ايجړا ونښتې .د هغه ترټولو دا ډېر بد راته. زړه کې يې ورته وينې خوټکېدلي. اوچې د هغه ښځونکې خبرې يې يوځل واوريدې؛ نو نور يې ورته صبر تمام شو، په يوه منډه ميدان ته ورغی او تر څو چې خلک وررسېدل، نو بيا د زوړ ايجړا په خېټه ناست و او له ګنجې سرنه يې وينې راروانې وي. ښه و، خلکو ترې خلاص کړ؛ ګنې د ايجړا او د مرګ هيڅ هم پاتې نه وو. نتيجه يې دا شوه چې پوليسو توتې ګل ونيو؛ تر ډېرې لالهندۍ وروسته يې شپږ مياشتې بند پرې تير کړ. له دې وروسته يې له ځانه سره ټينګه ژمنه وکړه چې نور به د چا په کار کې کار نه لرم. خو د ګل نور ورسره په دې ورانه شوه چې د هغه مېلمانه يې وهلي وو. ګل نور يو بد مسته اوبې پروا دوکاندار و، دوکان يې له هوټله کم نه و؛ شپه او ورځ به په کې د راز راز هنرمندانو کېسټې غږيدي. په توتې ګل به دا څيزونه ډېر بد لګيدل. له ځانه سره به يې ويل تشه لاسه ته مې دښمن يې. هغه به له ناکامه ورته څه نه شو ويلای. د ګل نور پور وړی و، چې په کومه شپه يې له ښاره سيل کوونکې راوستل، خو دا ورته ډېر بې مناسبه ښکاره شوه. هغه لومړی د ګل نور هوجرې ته لاړ او په ډېره پسته ژبه یې هغوی ته وویل؛ ستاسو زړه دا څنګه مني. اخر د خدای له قهره ووېرېږئ!! هره ورځ د وینو رودونه بهیږي . ظالمانو دا د شیطان خوبونه پریږدئ، ددې پرځاي چې هغوي د توتي ګل خبره منلي وای، هغه ته يې په سپورو ستغو پیل وکړ. د نر غوندی یې کوو، ته څوک یې ؟ په رڼا ورځ ډمان او ... لاس دې خلاص . له دې سره پرې توتي ګل بسم الله کړه او تر څو چې هغوی خوځېدل نو بیا یی د دوه دریو تنو کار کړې و .
توتي ګل ته دا جګړه ډېره بده تمامه شوه . په رڼا ورځ یې د خلکو په مخکې هغه ته ډېرې بدې ردې وویلې. توتي ګل چې کله پر هغه وار وکړ نو ګل نور ورته د پور پېغور ورکړ . رښتیا چې پور د نر مېړه دی. د پور په یادښت سره د هغه په ټول بدن زلزله راغله، هغه ورته کرار ودرېد.
تر دې وروسته به هره ورځ ګل نور هغه د خلکو په وړاندې تهدیداوه. توتي ګل به ورته له قهره نینې شو . یوه ورځ نه وه که دومره نر یې اول دې قرض خلاص کړه بیا جنګونه کوه، په کور کې دی مږک په منډه تېریږي او ته .... ګل نور به چې کله هغه ولید، نو دا ډول خبري به یې د ژیې په سر وې.
هغه په خپل ټول ژوند کې دومره نه وسپک شوی لکه څومره چې په څو ورځو کې ګل نور د باد بڼکه کړ. مجبوري بد څيز دی، ګنې ټولې يې زر روپۍ وې، خو د بې شرمۍ حد نه و. اخر د سپين ږيرو له خوا داسې فيصله وشوه چې توتې ګل بايد په يوه مياشت کې ګل نور ته روپۍ ورکړې. توتي ګل له دې پرېکړې ډېر راضي و، هغه ايله د سکون ساه واخيسته. هغه غريب و، خو سره له دې د ښه نوم خاوند و، هغه ټولو د يو صادق او ايماندار په صفت پېژنده. هغه يوه مياشت هم د ځان لپاره پوره غنيمت وګڼله، خو سره ددې خپل پور ته حيران و. وايې چې د ستړو ځای ميره وي. سپين جومات ته مزدورۍ پسې لاړ.هغه به هر سهار د مزدورانو هډې ته تللو. څو ورځې ولاړ و، خو چا هم کار ته ونه نيو؛ په لسمه ورځ يې مزدوري ومونده. هغه ډېر خوښ و. له ځانه سره يې له مخکې نه د مزدورۍ روپۍ شمېرلي. هغه بايد د جمعو د ورځو سره شل ورځې کار کړی وای. هغه بايد د جرګې د سپين ږيرو وعده په راتلونکو شلو ورځو کې پوره کړې وای، خو هغه کله دومره بخت درلود. لس ورځې کار يې لانه وکړی چې ماشوم زوی يې موټر وواهه. اولاد له بده ځايه وي. دګل نورلپاره ګټلې روپۍ يې په خپل زخمې زوی ولګولې. د هغه د زوی پښه ماته وه، وينې ته يې ضرورت و. دده روپو ايله دومره وکړل چې له مرګه يې وژغوره؛ دهغه دوامدار علاج ډېرې روپۍ غوښتې .
زوی يې په روغتون کې و، چې دوه ورځې نور هم مزدورۍ ته ولاړ د هرې ورځې په تېرېدو به هغه ډېر خپه کېده ، هغه پوه شو چې له ګل نور سره کړې وعده يې نيمګړې ښکاري نو مزدوري يې هم پرېښوده.
يوه ورځ له خپل يوه دوست کره لاړ، هغه ته يې د خپل بد حالت کيسه وکړ، هغه ورته وويل: اشنا ته هم داسې ښه يې. خلکو ته ګوره کومې درجې ته ورسېدل؟ اوته!! تا چې صداقت کاوه د چا مال دې په جهاد کې نه خوړ، نو نن دې دا حال دی چې ګل نور غوندې لوفر سړی دې هم سپکوي. ما خو به درته له اوله ويل خو تا له ځانه ملايکه جوړه کړې وه. توتې ګل د خپل دوست خبرو ته ښه په ځير غوږ نيولی و، تر يوه اوږده اسويلي وروسته يې ورته وويل: اوس لاره راښايه! زه خو د ګل نور سپين سترګۍ پوزې ته راوستی يم. هغه ورته په استادانه لهجه وويل: کابل ته لاړ شه حکومت نشته خلکو په کې مزې وکړې او بيا تا غوندې تکړه سړی خو به ترې د سرو او سپينو سره راشې. په توتې ګل دا خبرې ډېرې بدې ولګېدي او وې ويل: ته زما نه غل جوړوي؟ هغه ورته بيا وويل: اشنا غلا دې نه کوله چې دا حال دې دی، دې پسې مه ګرځه . نه ګورې چې خلکو څه ونه کړل.ګوره انقلاب په ختمېدو دی، بيا به د مچ په شان مونګولې مروړې خو هر څه به بې فايدې وي. خلکو روغ ټانګونه خرڅ کړل، طيارې يې کباړ کړې، نوره دې خپله خوښه ده. هغه دا ټولې خبرې په همدردانه انداز کې وکړې. هغه تر ډېرې شېبې غلی و. هغه خپل ذهن ته هغه خلک راوستل چې څو کلونه مخکې يې څادر نه درلود او اوس د کورونو، موټرو اوشتو خاوندان دي هغه ته يو ځل بيا خپل تېر وختونه را ياد شول. که څه هم هغه له زړه نه دا نه شو منلای، چې غلا دې وکړې، خو چې خپل تېر کړاوونه اوسرښندنې يې په زړه شوي، نو د خپل دوست خبرې ورته ښې ښکاره شوي. هغه فکر وکړ چې زما دوست رښتيا وايې، زما د جهاد او مېړانې قدر چا هم ونه کړ؛ که داسی نه وای نو ګل نور غوندې سړي به زه د خلکو په مخکې ولې هره ورځ سپکولم او کله چې يې خپل زخمې زوی را ياد شو نوبيا ورته د دوست خبرې د کاڼي کرښې ښکاره شوي اوپه رو غوندې يې وويل: ما سره خو د کابل د تګ کرايه نه شته!!دوست يې جواب ورکړ خير دی کرايه به درته زه له کوندل نه په سود واخلم. چې راغلې بيا به يې ورکړې. سبا ته راشه! توتې ګل ترې ولاړ دشپې يې خپله غوټه جوړه کړه اود کابل د تللو نيت يې وکړ.سهار وختې دخپل دوست کره ولاړ.هغه ورته دسود شل زره افغالۍ ورکړې اوورته يې وويل: که زما د ورور واده نه وای، نو زه هم درسره تللم.
توتې ګل کابل ته رهې شو هغه د کابل تګ ته ډېر خوښ و، دايې پنځلسم کال و چې دغه ښکلې ښار يې نه وليدلی؛ خو هغه ته خپل ځان ډېر بد ښکاريده. له ځانه سره به يې ويل چې خلکو رښتيا ويلي دي، خدايه!غريب مې مه کړي چې غل به شم. هغه په خپل ټول ژوند کې غلا نه وه کړې. هغه حيران و چې يو وخت ده خلک له بدو عملونو منع کول اونن په خپله په رڼا ورځ په غلا پسې روان دی.
څوځله يې په زړه کې وګرځېدل چې بيرته را وګرځې، خو چې د ګل نور پور به يې راياد شو، نو پښې به يې سستې شوې. دهغه د سوچونو دا سلسله هغه وخت ختمه شوه چې کلينر خلکو ته وويل: وروره کوزېږئ دا کابل دی. د کابل په ليدلو ډېر خوښ و، خو چې د هغه ځای ګډوډۍ ته يې وکتل نو ډېر خوا بدی شو. هغه پنځلس کاله مخکې کابل هم ليدلی وچې دکرارۍ او نظم يې په نړۍ کې جوړه نه وه، خو اوس په هر کوڅه او څلور لارې کې بېل بېل حکومتونه وو. په تمامه معنا ګډوډي وه. په لومړې سر کې خو توتې ګل حيران و.هغه چې به هر څوک ليدل نو تش لاسې به نه و. د چا به قالينې په اوږه وی. څوک به د يخچالونو لاندې بيټ بيټ کيده او د چا به اوسپنې په شاوې. د کابل ښار عجيبه منظره درلوده، تا به ويل ګنې د غلا مسابقه ده. توتې ګل لا خلکو ته کتل چې يو چا يې په اوږه لاس کېښود.
دا د هغه وطندار و؛ توتي ګل یې له ځانه سره بوت. هغه چې کله د خپل وطن دار ملګري ولیدل، نو په سترګو یې ورته تیاره شوه. ټولو د چور او تالان خبرې کولې. ټول بې رحمه خلک ښکارېدل. د دوی مخ ته راز رازد غلا سامانونه پراته وو. توتي ګل د زمانې دې ریشخند ته حیران و، هغه کله هم د داسې خلکو په مجلس کې ناست نه و؛ خو اوس يې د ګروپ په غړو کې ګڼل کيده. خو بيا به يې زړه ته په دي تسل ورکړ(چې اوسې په خوی به دهغو سې.)هغوی ډېر فعال خلک وو. سهار وختې يې په خپلو عملياتو پيل وکړ. هغوی يو پخوانی نظامي مرکزتر خپلو تالانې بريدونو لاندې ونيو.توتې ګل حيران و، دهغه کارتوس، چپرکټونه، قالينې او نور شيان خوښ نه شول، هغه يو لوی بکس انتخاب کړ، بکس ته يو لوی کولپ پروت و. هغه يې په ډېره بيړه په اوږه کړاوپه منډه ووت. ملګرو يې چې وليد، نو د حرص له کبله یې ورپسې منډې کړې. يو په کې ورغږ کړ، چيرې يې وړې؟ په بکس کې مونږ هم شريک يوو. توتې ګل په داسې حال کې چې له بکس سره يې منډې وهلي، مخ راواړه وه او ورته يې وويل: هسې بی ځايه ځانونه مه ستړي کوئ. دې کې شريک مريک نه شته .هر چا خپله برخه په شا کړی ده. که په منډو راپسې ځانونه مړه هم کړئ په والله کې راڅخه واخلئ. هغوی دده خبره ونه منله ټول ورپسې وو. خو د دوی هڅه او کوښښ بي ځايه و. د توتې ګل ګامونه لوی اوګړندې وو؛ لږ ساعت وروسته ترې ټول پاتې شول.هغه لا د ښار لوی چوک ته نه ورسيدلی، چې د پوستو سړو ونيو؛ هغوی په دې تاکيد کاوه چې بکس ورته بېرته شي، خو توتې ګل دا کله منله؛ اخر فيصله په دې وشوه، چې د پوستې کسانو ته رشوت ورکړي. لس زره افغانی يې ورکړي او لاړ. د ښار په هره برخه کې داسې کسان وو. هغه دا غوره وګڼله چې له ښاره بهر په يوه ګوښه ځای کې بکس بېرته کړې. په زرافغانی يې يو ټکسې کرايه کړ، تر ښه مزل ورسته يوی خوا ته ولاړ څوک هم نه وو. د بکس په بېرته کولو يې پيل وکړ، خو بکس څه داسې بکس نه و، هغه چې هر څومره خوارې وکړه، کولپ قسم کړی و له ناچارۍ يې په شګو کې ښخ کړ. ښار ته راغی. په درې زره افغانۍ يې اره واخيسته. هغه ډېر خوشاله و اوپه دې ډېرخوښ وو، چې په بکس کې ورسره څوک هم شريک نه وو. د کولپ په اره کولو ېې پيل وکړ. په زړه کې يې وګرځېدل چې لومړی به ګل نور ته روپۍ پر مخ ورولم. بيا يې زوی راياد شو، خدای خبر هغه به لا نور څومره سوچونه کول. لږه شېبه کې يې کولپ اره کړ، بکس يې بيرته کړ، په ژبه يې بسم الله تېره کړه، د بکس په بېرته کولو يې دوه نوې عسکري رنګه کمپلې وليدې . د کمپلو په ليدلو يې زړه ټک وکړ. خو بيا هم ناامېده نه و. هغه فکر کاره چې ګنې دابه داصلي مال دحفاظت لپاره وي، خو د هغه د خيالونو ماڼۍ هغه وخت ړنګه شوه، چې د کمپلو تر لرې کولو وروسته يې يو لوی ډول وليد. دا د عسکرود موزيک لوی ډول و، په ليدلو يې په زړه تياره راغله. هغه خپل سر په دواړو لاسونو ونيواوبيا يې ډول ته يوه کلکه لغته ورکړه او تر هغه يې ورته کتل چې يوې لویې کندې ته ولوېد.
د مفتي داړې
پلار ته مې دې خدای انصاف ورکړي، په درېيم ټولګي کې وم، چې برناحقه يې له ښوونځي نه بهر او په مدرسه کې داخل کړم.
مدرسې ته چې لاړم، نو په يوه او دوو کې ګېر شوم د استاذانو د رويې شدت او د نويو درسونو سره اشنا کېدل، راته په لومړيو ورځو کې لوی پېټی ښکاره کېده. د تېښتې لار مې نه وه، اخر د سختو او مسافرۍ سره ورو ورو روږدی شوم، خو بيا هم داسې ورځ به نه وه، چې د ښوونځي د وختونو ټولګيوال به مې نه یادېدل.
زموږ د درسونو د محتوی ډېره برخه د اخرت د ثوابونو د ګټلو، د جنت د تر لاسه کولو او دنيا سره د کرکې په برخه کې وه. هماغه و، چې د وخت په تېرېدو سره راته د دنیا نور خلک لوی لوی ګناهکاران او خپله خبره به راته د کاڼي کرښه ښکاره کېده.
ټولګي ته به پر نورو استاذانو سربېره کله نا کله د مفتي صيب په نامه داسې يو څوک چې په سترګو کې يې ځانګړې اغېز و، هم راته. هغه په موږ درسي ساعت نه درلود، خو د حورو، غلمانو او جنتونو خوندورې کيسې به يې کولې. د مفتي صيب خبرې به په داسې انداز وې، چې هلکان به يې خامخا پر ځان مینول.
په پای کې د مفتي صيب په خبرو دومره ميين او ګروهمن شوم، چې د نورو استاذانو درسونو ته به مې سم غوږ نه نيوه او د هغه د راتللو شېبې به مې شمارلې.
د مفتي صيب سره د مينې له کبله مې خپل ورونه، وړې خويندې او مور، چې سترګو ته به مې ولاړ وو،هم داسې هېر کړل، لکه څوک چې دنيا ته يتيم راغلی وي.
په دغه وخت کې به ایله د اولسو کلونو وم، د مفتي صيب د جنت، شهادت او د هغه ځای د نعمتونو کيسو مې په زړه کې ځای ونيو. د هغه پر له پسې خبرو داسې کړم، چې د دنيا ډېر مسلمانان راته سوچه کافر او واجب القتل ښکاره کېدل. ژوند راته يو بې مفهومه شی ښکاره شو او پر ذهن به مې تل د جنتي حورو او غلمانو مينه خپره وه.
خو يوه ورځ چې ټولګي ته لاړم، نو حیران په دې شوم، چې دا ځل مې په ټولګي کې پخواني ټولګيوال ډېر کم او ډېرې يې زما د عمر هلکان، خو تر ما هم ساده ګان ښکاره کېدل.
ما لا هغوی ته د سترګو لاندې کتل، چې مفتي صيب په سپينو جامو کې راغی، د هغه د هاغه ورځې خبرو له پخوا سره توپير درلود. ويې وویل:
ـ نن خو راته تاسې بېخي د جنت شهزادګان ښکارئ. ستاسې د هر يوه په څېره کې راته د جنتي نور وړانګې له ورايه ښکاري. د شکر ځای دی، چې منان خدای خپلو جنتيانو ته په دې دنيا هم د حورو او غلمانو بشارت ورکوي. لوی خدای کله هم د شهيد وينه نه ضايع کوي. يو انسان چې د خدای په لاره کې دومره قرباني ورکوي، نو د هغه قرباني به څنګه بې بدله پاتې شي؟!. هغه نورې خبرې هم وکړې، چې د غرمې د ډوډۍ وخت شو.
د خوراک ځای ته چې ورسېدو، نو حيران شوم. د هغې ورځې خوراک د نورو ورځو پرتله ډېر ښه او ښه خو لا دا وه، چې په دې ورځ يې داسې رنګين شربتونه ايښي وو، چې موږ کله هم ليدلي نه وو. د خوراک په وروستيو شېبو کې مفتي صيب په شمارلو قدمونو راغی او په مهربانۍ او موسکا يې وويل:
ـ جنتيانو! مشروبات ډېر وڅښئ، داسې ورځ کله کله وي. موږ بې د هغه له هدايته هم ګيلاسونه ګيلاسونه څښلي وو، خو د هغه په بيا تاکيد مو ټول بوتلونه په خولو کې واړول.
نيم ساعت وروسته ټولګي ته بيا لاړو، خو دا ځل مو په بدن کې داسې بدلونونه راغلل، لکه څوک چې خوبولی يا په متوسطه اندازه نشه وي. د هرې شېبې په تېرېدو سره به مو د مفتي صيب د حورو خبرو په ذهن کې انګازې کولې. لږ وخت وروسته راباندې خپله جنسي غريزه بره او بيا داسې شو، چې د عشق څپې مو توپاني شوې. هر يوه يو پر بل لاسونه اچول، زما بدن د خوندورو شهوتونو سمندر او داسې شوم، لکه هر څه چې مې له واکه وتلي وي همدې کې د ټولګي په هغه پراخ او لوړ ځای کې چې مفتي صيب به پرې ولاړ او خبرې به يې کولې، داسې پېغلوټې نجونې چې د ښايست او نازونو پرې تمامه وه، به سپينو او ډېرو نازکو جامو کې راښکاره شوې. نجونې سر تر پايه د مينې او عشق په خومار لمبېدلې وې. هرې يوې به موږ ته د مينې بلنه راکوله. په پای کې نور هم له کنټروله ووتو، په کرار کرار ورپاڅېدو، خو دومره متره راکې نه وه، چې ويې نيسو. هغوی به رانږدې او د مينې اظهار به يې کاوه، خو موږ د هغې ناپايه تلوسې سره چې لرله مو، ونه توانېدو، چې په غېږ کې يې ونيسو، داسې وخت کې به يې يوه خوږه موسکا وکړه او له موږ به لرې شوې. دې کار تر يوه وخته دوام وکړ، خو تر پايه بريالي نه شو، چې د خپلې مينې تنده پر هغو حسينو ماته کړو. په پای کې ټولې پري مخې روانې شوې او چې کله موږ ورته له تلوسو نه په ډکو سترګو ورکتل، نو د بلنې لاسونه يې اسمان ته ونيول او دا نغوته يې راکړه، چې ګواکې هلته به سره ګورو.
د هغوی په تللو مې يو نه خړوبېدونکی ارمان په زړه کې نيمګړی پاتې شو، چې همدې کې مفتي صيب راغی. هغه ته مې په لنډو ټکو کې د راغليو نجونو کيسه وکړه. له دې سره يې په لږ لوړ غږ وويل:
ـ ما شا الله، تاسې ته خو په ژوندينې د جنت زېری شوی دی، تاسې چې څه ليدلي دي، هغه جنکۍ نه، د جنت حورې وې. ښه ده چې رب العزت زما خبره تاسې ته ډېر زر رښتيا کړه. خو دا به د هغه چا په نصيب کېږي، چې لوی خدای ورته لومړی د شهادت عالي مقام ورکړي. د شهادت د ټکي په اورېدو موږ ټولو په لوړ غږ وويل:
ـ مفتي صيب موږ ټول شهادت غواړو. مفتي وويل:
جزاک الله. د لوی رب حقيقي مومنان تاسې غوندې وي، زه به مولانا صيب ته تاسې معرفي کړم، چې د شهادت اسباب درته تيار او چې څومره زر کېدای شي، تاسې د دغه الهي نعمت سزاوار کړي. مفتي صيب د مدرسې په يوه برخه کې خونه راوښوده، تر ټولو مخکې زه لاړم. هلته مولانا صيب په خاص ډول پر چوکۍ ناست و. د احسان په ډول يې وويل:
ـ د شهادت نېکمرغي خو داسې اسانه د هر چا نه په نصيب کېږي، سر په سر دوه ورځې به راشې، تر څو په خپل مشن کې کامياب او سرفرازه شې.
دشپې به مې کرۍ شپه هماغه ښکلې نجونې په خوب کې ليدلي. په دوو ورځو کې يې د ځانمرګي واسکټ د الوځولو تخنيکونه راوښودل. په اخرنۍ ورځ مې ورته وويل:
ـ مولانا صيب! د شهادت نه وروسته خو به هاغه نجونې رښتيا هم راسره وي؟.
په شونډو کې يې ترخه موسکا وکړه:
ـ برخورداره! تا ته د جنت د ګټلو او حورو سرټېفېکېټ درکول کېږي، مفتي صيب به يې په خپلو مبارکو لاسونو سره درته دستخط کړي. رښتيا هم په درېيمه شپه مفتي صيب د جنت د ګټلو دېپلوم موږ درېو کسانو ته راکړ. په دېپلوم کې ليکل شوي وو:
تصديق کېږي، چې محمد ياسين د شين ګل زوی د افغانستان د ....... ولايت اوسېدونکی د خدای په لار کې د شهادت له امله د جنت د حورو او غلمانو مستحق او مناسب شخص دی. دا تصديق د دې دپاره ورکړل شو، چې د جنت د ټولو نعمتونو نه په پوره اندازه ګټه واخلي او مور وپلار يې د شهادت نه وروسته په خپل مايه ناز زوی په دنيا او اخرت کې افتخار وکړي.
مفتي اعظم د جنت د سرټېفېکېټ مسوول بقلم خود ( ).
د جنت د اجازه نامې په ليدو بېحده خوښ او مفتي صيب راته نور هم ګران شو. د حورو او غلمانو پسې نور نږدې لېونی شوی وم. نور نو د مدرسې هره شېبه راته کال ښکاره کېده، خو په همدې تلوسه کې يې ماخوستن مهال درې واړه په موټر کې کېنولو. خدای خبر په څومره وخت کې يوه ځای ته ورسېدو. يو وخت چې مې سترګې خلاصې کړې، نو د کابل ښار په يوه کور کې ناست وم. مفتي صيب مې ونه ليد. د هغه پر ځای مې يو بل سړی مخې ته ناست و. سهار وختي ټولو ته د پېچکاريو وهل پيل شول، خو ما ته يې چې کله وهله، نو د ستنې نه ډېر مواد مې له مټه لاندې وبهېدل. سړي زر زر تر کميس لاندې واسکټ راواغوست. په ښار کې يې لږ وګرځولم او بیا يې له يوه ښوونځي نه درې سوه متره وړاندې ودرولم. سړی رانه لاړ، ما لا حيران حيران کتل، چې دې کې مې پر يوه نږدې سړي سترګې خوږې شوې. سړي ته مې شېبه په شېبه کتل، سترګې يې بالکل د مفتي صيب په څېر وې، خپلې سترګې مې وموښلې، بیا مې وروکتل، هغه هم خپلې سترګې په سترګو کې رادننه کړې، زه ګرم نه وم، دغه سړی ږيره پاکه خريېلې وه، خو نور کټ مټ د مفتي صيب غوندې و. په حيرانۍ مې ورته وويل:
ـ ته خو بېخي د مفتي صيب غوندې يې؟! پر مخ يې د قهر څپه راښکاره شوه:
ـ ستا يې د مفتي صيب سره څه؟! هغه وړاندې مکتب ګورې، هغه چې ډېر ماشومان يې مخې ته ولاړ دي، د هغوی منځ ته ورشه او خپلې بټنې ته دې زور ورکه! هله برخورداره.
د برخوردار په ټکي مې شک په يقين بدل شو. د مفتي ښويه مخ راته ډېر بد ښکاره شو. حيران شوم، چې مفتي خپله لويه ږيره ولې خريېلې ده؟! په کتو کتو راته مفتي يو لوی شيطان ښکاره شو. ورته ومې ويل:
ـ مفتي صيب! ستا خو ډېره لویه ږيره وه، هغه سنت دې څه شول، دا ولې؟ هغه سترګې رابرګې کړې:
ـ ګوره همدلته دې اوس په سر په تمانچه ولم. هله زر شه، د جنت حورې به دې انتظار کوي، ورشه د هغو ماشومانو په منځ کې ځان والوځاوه. د ماشومانو لوري ته مې وروکتل، خپل پخواني ټولګيوال مې سترګو ته ودرېدل، هغه د بېوزلو زامن، چې په څومره کړاوونو به ښوونځي ته راتلل؟!:
ـ مفتي صيب! دا خو ډېر واړه او بيا مسلمانان دي، دا څنګه والوځوم.؟! هغه سترګې راسرې کړې:
ـ د همدې ماشومانو نه کافران جوړېږي. دوی واجب القتل دي. ماشومانو ته مې بیا يو ځل وروکتل، هغوی راته ډېر بې ګناه او پاک ښکاره شول. نه پوهېږم، چې ولې مې د جنتي حورو په بدل کې دا سودا خوښه نه شوه. په کلکه مې ورته وويل:
ـ مفتي صيب! خوښه دې نه ده، چې واسکټ تا ته درکم؟! دا حورې او غلمان دې تا ته مبارک وي. له دې سره د مفتي پر مخ يوه خړه پرده راغله او په غوسه يې وويل:
ـ دوزخي! زه چې نه يم، نو دا نور به څوک جنت ته ولېږي، جاهله! ته د دين په خبرو څه پوهېږې؟!! د دوزخي د ټکي په اورېدو نور هم حیران شوم. زړه کې مې وويل، چې دوزخي يم، نو جنت ته به څنګه لاړ شم؟! زړه مې و، چې په همدې واسکټ مفتي صيب باد باد کړم، خو د اخري ځل لپاره مې ورته وويل:
ـ زه کله هم دا ګلالي ماشومان نه شم وژلې. ما ته دا ډېره ګرانه ده، چې د دوی سپينې کتابچې د هغوی په پاکو وينو سرې کړم. له واره مې واسکټ ډېر زر ووېست او د مفتي پښو ته مې ګوزار کړ. له دې سره مفتي جېب ته لاس او تومانچه يې راوويسته، خو تر هغې چې يې راباندې ډز کاوه، نو په چالاکۍ سره مې په يوه دروند سوک پر خوله ښه جوخت وواهه. سوک نه سمه چارکۍ تيږه وه، د مفتي خوله له وينو ډکه شوه، له لاسه يې تومانچه ولوېده، د خلکو په راټوليدو، هغه وارخطا شو، خو سره له دې يې ځان له ګڼې ګوڼې په منډه ووېست، د هغه په وينو سرې داړې پر سرک پرتې، خو دومره وېروونکې وې، چې په ليدو مې له خولې يوه داسې کړيکه راووته، چې د کور ټول غړي راته په يوه منډه راغلل، هغوی مې زړه مښه، خو زما ذهن ته لا د هغو سرو داړو تصوير ولاړ و!!