"ادبیات معاصر افغانستان"

د سړک پرغاړه 

Image Description

محمد ظاهر افق


سهار دی، لمر لا نه دی راختلی، اما د غرو پر سرو سره غورڅکه ده، دغه دی چې لمر راخیژي او خپله ټيکۍ مخ ښکاره کوي، خو د ګرمۍ یې هیڅ تاثیر نه سته. 

شین رنګ دی، د یخه کاڼي او بوټي چوي، ساړه بادونه په داسې زور چلیږي، چې که د پوزې څخه وموښلي، پوزه سوزي او که غوږونه وهي، دستي یې پر سوخت راولي. 

دوکانونه لا ټول نه دي خلاص سوي، اما یو نیم قصاب، شیدې والا او کولچې والاوو خپل دوکانونه خلاص کړي او سودا کوي. 

خلک چندانې نه دي راوتلي، اما یو اسکیرلي چې د یخه هم دنګ دنګ کیږي، په خورا تلوار دې دوکان او هغه دوکان ته ورځغلي. 

څه کوي او د څه دپاره؟ 

یو د خپل بادار دپاره شیدې او کوچې رانیسي، بل یې د خپل خاوند دپاره کیک او کولچې ورځغلوي، اما ځينې یې بیا و قصاب ته ولاړ او د غرمې دپاره غوښې رانیسي. 

د سړک پر آغاړه د یوې زړې درختې و بېخ ته یو ګردی، ډنګر او پوخ سړی ناست دی. دده غاښونه پوره دي او راسته سترګه یې یو کوچنی ګل لري، د سر ويښتان یې څه سپين سوي دي، اما پرمخ یې یو ويښته لا هم نه سته؛ ولې خورا سپک او لږ برېتونه یې پرشونډانو باندې پراته دي. 

پوزه یې پیته ده، تندی یې پراخ او سږمې یې لویې دي. 

یو باړخو یې یو څه چاودلی دی او پر بل باړخو باندې یې د باران کولا( باران کلا) په یوه څوکه ورغوړېدلې ده. ده پر باران کولا باندې یوه توره څيرې څيرې او لغوړنه لنګوټه پېچلې ده او پر هغه یې لا سربېره یو کوچنی د سمال هم ټينګ ورڅرخولی دی. 

د پتلانه پایڅې یې خورا لنډې او چوټې یې هم څيري سوي دي. پر راسته زنګانه باندې یې د پتلانه نه چې د بورۍ څخه یې جوړ کړی دی، یوه توره غوړه پینه وراچولې ده. 

راسته بغل ته یې یوه کوچنۍ یسیرکه( بې موره) لور چې سر یې په سره ټکره تړلی دی، کښېنولې ده. ددې نجلۍ مور دوې ورځې تر مخه د سل په مرض مړه سوې ده، ددې هم ټوخی کیږي او رنګ یې تک ژړ دی، نه پوهېږم چې دا هم سل ده او که زوکام ، خو په ژړمخ، معصومه وضعه او ډنګره ونه د پلار و څنګ ته د نسوارو د کاسې پر اړخ ناسته ده او کرار کرار ټوخیږي. 

پلار یې و خپل مخ ته پر دبلي باندې سربېره یوه کاسه ایښې ده او نسوار په کې خرڅوي.

کله په نسوارو ګوتې ووهي، خو کله بیا په خپل غوږونه د یخه څخه پټ کي. دی په دغه کاروبار اخته دی، چې دې کې یوه توره ورېځ راپورته سوه. بادونه تیز سوه، او دوړو ټول ملک ونیوئ. سړکان یې جارو کړه، څه خاورې یې د دوکانو پر هیندارو ودوړولې او څه خاشې یې هغه لښتیانو ته وروغورځولې چې سر تر پایه یخي سوې وه. 

بادونه کرار کرار ډېریږي، ورېځې هم وار په وار تخته کیږي او ډېر بارانونه یې له ځانه سره راوړه. 

د نجلۍ د پلار ورېځو ته پام نه سته. اما د باد په لحاظ کله غوږونه پټ کي، خو کله بیا خپله اسکېرلې لورکۍ په یو چم وساتي. 

دی په دغو شیانو اخته دی، چې یوه تونده دوړه راغله، دده د نسوارو کاسه یې پردا بله خوا ورواړوله. د بلي یې ځنې ګیل او نسوار یې ور د خاورو څاګاو کړه. 

اوس چې نسوار چپه سوه، نو یې خورا هولکي خپله لور وغورځوله او د خپل رزق په ټولېدو پسې یې لستوڼي وروغوښتل، چې ګوندې بېرته نسوار ټول کړي او خرڅ یې کړي او د ماښام ګوله په پیدا کي. 

دی لا په دغه اخته دی، چې کله خاشې ورسره راټولې کي او بیا یې پوه کي. 

کله یې خاورې ځنې پاکې کي چې یو وار د باران شرپ سو، سړکان یې لانده کړه، پر ولو باندې اوبه وبهېدې، دی یې سرترنوکه لوند کئ او یسیرکه( بې موره) لور یې په دې یخ داسې ورلنده خیشته کړه، لکه په اوبو چې یې غوټه کړي وي. اما په نسوارو یې څه وکړه؟ 

دده په رزق څه وسوه؟ 

نسوار یې هم په مځکه پورې ورپيت کړه او ویاله یې هم پاکه ورپرېوله. نسوار یې په خټو واغږول سوه او رزق تر خاورې لاندې سو. 

دی به ماښام څه خوري؟ څه به کوي؟ او په لور به یې څه وسي؟ 

نه پوهېږم چې اوس به نو دی په خپله څه کوي؟ او پر کمه به ځي؟ 

سړک هغه دی، هغه یې دوکانداران او هغه یې غاړې....

اما بېچاره...

بېچاره....

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۲۰۲مخ)