"ادبیات معاصر افغانستان"

بزګر 

Image Description

محمد صدیق رازقي 


په قولبې پسې زنګېدلی روان و، چوکه یې په یوه لاس کې نیولې وه او بل لاس یې د ییوې په لاړۍ ټینګ ایښی و. کله کله به یې د هسته شه، هس شه، ها ، هله چغې اورېدل کېدلې، د پښتو پوندې یې چاودلې وې، په درزو کې یې د لوټو ګټکۍ نښتې او خاورې ټولې شوې وې، شلېدلې څپلۍ یې په پښو وې چې واښي یې هم نه درلودل. 

توره څپیاکه خولۍ یې، چې خولو او خیرو ورته اصلي رنګ بدل کړی و، په سر وه او یو زوړ خیرن پټکی یې ترې تړلی و. 

زاړه کمیس ته یې بې شمېره پیوندونه پراته وو، مخکې لمن یې بیخي نه وه، پرتوګ یې تر بډو پورې اغزیو څیري کړی و، ملا یې کلکه تړلې وه. 

د کیلي یوې خوا او بلې خواته اوښته را اوښتو، چوکه او لاړۍ به یې کله یوه لاس او کله بل لاس ته کوله، ټکنده سره غرمه وه، لمر د خپلې تودوښې وروستی زور لګولی و. 

په بې تڼيو ګرېوان یې خولې راروانې وې او په خپلو خولو کې ډوب و. 

له تندې یې ژبه راوتلې وه، ساه یې ووهله، نور تندې او ستړیا وارخطا کړ، چوکه یې د یيوې په لاړۍ وټکوله، غوایان ورته ودرېدل، څپلۍ یې له خاورو خالي کړې او د هغې بارې په لور رهي شو، چې د ځوزانو د سیوري لاندې ورته د اوبو خاورینه کوزه پرته وه. د غنو سیوري ته کېناست، ملا یې کلکه ونیوله، دمه یې جوړه کړه، کوزه یې راواخیسته، د ګیاه شوړه یې ترې لرې کړه او په سر یې راواړوله. په غړپ غړپ یې په دغه تودو اوبو خپلو تالو لوند کړ، اوبه یې د ګردو په ډکه ږیره راوبهېدلې او په ګرېوان یې څاڅکي تویې شوې، کوزه یې بېرته سربندې په خپل ځای کېښوده. 

راپاڅېده او ملا یې بیا وتړله، چوکه یې راواخیسته او په ییوې پسې شو، تر هغې پرې خولې راروانې وې، چې یې سترګې په خپله ملګرې ولګېدلې. 

له یوې خوا که ده کیلونه شمېرل، نو له بلې خوا یې د ملګرې راتلو د لارې څارل هم هېر نه و. 

هغه راغله، ناری یې راووړ، په وړه کټۍ کې شړومبې او په کاسه ګۍ یې بې داغه وچ سابه اچولي و، سوکړک یې ورته په سر ایښی او په زړه خته کې یې تاو کړي و. له سره تر پښو یې په پيوندي جامو کې ځان نغښتی و. څه یې په پښو نه و. په دواړو لاسو یې کټۍ له سره کوزه کړه، په خوږه لهجه یې خپل ملګري ته د حیا نه ډک ستړي مه شي وویل، د خندا یوه سپکه څپه یې په شونډو تېره شوه او په موسکا یې وویل: راشه چې وږی شوی به یې.

ده ورته وویل، خدای دې پرده وکړه، ښه دی چې ژر راغلې. 

غویان یې ودرول، چوکه یې څنګ ته کېښوده، څپلۍ یې وویستلې، له خاورو یې څنډوهلې، لاسونه یې پرېمینځل او په بسم الله یې شروع وکړه، اوږد شکر یې وویست، لاس یې اوږد کړ، په پوره اشتها یې دسترخوان مخې ته وغوړولو او په داسې مزه یې دغه سوړ سوکړک د سبو او شړومبو سره وخوړ، چې د دنیا خواږه خواړه هم په داسې مزه څوک نه شي خوړلای. 

ملګرې ته یې د خوړلو ست هم وکړ، هغې مخ تر پلو ونیو او د نه خوړلو اظهار یې وکړ، څه وخت چې ده په خوړلو شروع وکړه، ښځې ورته په لوټو او وښو ټولولو لاس پورې کړ. په تسکوره یې کتۍ هم ووهله، خو چې ده لاسونه پرېمینځل هغه هم ورته ناسته وه. 

ده په دسترخوان کې د سوکړک پاتې شوي پوټي راټول کړل، په خولې یې کپه کړل، کټۍ او کاسه یې په دسترخوان کې راونغښتل او خواته یې کېښودل، ښځې ته یې پښه وغځوله«دا اغزي خو راوباسه».

هغې د خپلو کوڅيو څخه ستن راواخیسته او تر هغې یې سر دده په پښه ښکته و، څو چې دده د پښې اغزی یې راوویست. 

څپلۍ یې په پښو کړې، چوکه یې راواخیسته او بیا په قولبې پسې شو او په چاودو پښو یې د زمکې د زړه چولو ته هڅه وکړه!