"ادبیات معاصر افغانستان"

کونډه

Image Description

محمد شریف حبیبي 


د څوارلسمې سپوږمۍ رڼا شاوخوا ته خپره وه. 

د اسمان په لمن کې د سپوږمۍ پلوشو کوچني ستوري نهام کړي وو، خو غټ ستوري لکه د شلېدلې غاړه کۍ مرغلرې، لري او نژدې برېښېدل. 

د لوی سیند پورته خواته د اوبو ډم د سپوږمۍ په پاکه رڼا کې یوه روڼه سطحه تشکیل کړې وه او چېرې چې د ساحل له لوړو څنډو څخه تورې سایې رالوېدلې وې نو د طبیعت دا تابلو یې ډېره رنګینه کړې وه. 

د سیند راسته اړخ ته چې د ګڼو ونو او خاشو ډک ځنګل مخ پرکښته غځېدلی و، کله چې به د نازک باد څپه ځنې وموښته، د درختو په پاڼو کې به نری نری شور شروع شو. د سیند پر ټوله شاوخوا یوه درنه ارامي او چوپتیا خپره وه. یوازې هغو ښورانده سایو به په دې بیده صحنه کې حرکت راوستئ، چې د ځنګله له درختو څخه پر مځکه رالوېدلي وي او د باد په نریو څپو کې ښورېدلې. 

د سپوږمۍ رڼا او په اوبو کې د هغې انعکاس شاوخوا ټوله روښانه کړې وه. هلته د لرې ځایه د سیند پرغاړه یوه سایه په حرکت کې وه. دا سایه به د پستو ریګو پرمخ کله ښه ښکاره سوه او کله به له نظره ورکه سوه. لږ وخت نه و تېر سوی چې دې سایې په چابک حرکت کې شروع وکړه او کله چې د ځنګله خواته نژدې سوه، پر یوه کږه لار ور وڅرخېده او د تور ځنګله په خېټه کې ورکه سوه. 

هغه سایې چې په دې ارامه صحنه کې ښور راوستلی و، د یوې ځوانې ښځې وه چې تور پړونی یې پرځان پېچلی و. ددې غیږ ډکه وه او تر بغل لاندې یې یوه کوچنۍ نجلۍ هم له ځان سره بیوله. دا ښځه ځنګله ته په ډېره وارخطایۍ ننوتله، هلته په ځنګله کې چې پر مځکه د درختو او پاڼو له پیوست څخه رڼا رالوېدلې وه، د باد له څپو څخه داسې په رېږد وه لکه د هغې ځوانې ښځې زړه. ددې زړه ارام نه کاوه او د درختو په تیاره کې د هر هغه ځای په لټون وه چې رڼا به نه وه ورلوېدلې. دا چې به د هرې پلنې درختې شاته ودرېده او د کوم پیوست څخه به یې د سیند پر غاړه لویه لار ولیدله، نو بیا به یې زړه په ټکان سو او مخ په وړاندې به ولاړه او په یو بل ډېر تیاره ځای کې به یې ځان غلی کړ. دې به له ډېرې بېرې څخه خپل تور پړونی ژر ژر پر ځان راپېچئ او کله کله به یې سترګې هم پټې کړې. دې خپل ګامونه ورو ورو پورته کول او کله چې به یې تر پښو لاندې د وچو پاڼو د میده کېدو اواز پورته سو، نو ژر به ودرېدله او بل پل به یې په ارامه پر مځکه کېښود. هغه وخت چې دا سرګردانه ښځه د تیارې په منځ کې یوې لویې پډې ته ورسېدله نو د هغسې په تنه پورې داسې وموښتله لکه په هغه درخته پورې چې کومه زخه راشنه سوې وي. ددې په غیږ کې چې یو ښایسته کوچنی و، هغه هم داسې ارام و لکه د خپلې مور له اضطراب څخه چې خبر و. دی به ارام و، خو کله چې به یې د مور پلو دده پر سترګو ولوېد، نو نا ارامي به یې کوله، خو کله چې به یې مخ ورلوڅ کړ، نو دوې ښایسته سترګې به یې غالبانو کې ګرځېدې او هر کله چې به د پاڼو له منځ څخه د سپوږمۍ کومه پلوشه پر برابره سوه، شنه خوله د خندا به ورته ولاړ او کله کله به یې داسې ورواخیست چې کوچنی سر به یې هم ورسره ښوراوه. ددې تر چپه بغل لاندې چې کوچنۍ نجلۍ ولاړه وه، هغې هم څه نه ویل. یوار یوار به یې مځکې ته وکتل او بیا به یې سر ورهیسته کړ او د مور مخ ته به یې وکتل. ځوانه ښځه رېږدېدله او ارام یې نه درلود او هره پلا به یې کوچنۍ نجلۍ کښېکښله او ورته وبه یې ویل:

« ملالۍ ! الله په بلا دې مرګ سه. ارامه ودرېږه مه ښوروه» کوچنۍ معصومې نجلۍ به پر مور لاس راوګرځاوه او په کوچني اواز به یې ورته وویل: ادې ډېره ډېره ښورې، هه آ هه آ، اوس خو ته ښورې، ګوره ستا پړونی څرنګه ښوري. ځوانې ښځې په ډېره وارخطایۍ د درختو له پیوست څخه لویې لارې ته سترګې نیولې وې. او یو وار به یې ورو ورو داسې اواز تر خولې وتئ:

الله ته خو مو وینې ! آه، وه خدایه په څه ګنا دې نیولي یو. خدایه زه که ګناکاره یم، ته ددې مومنانو روی ته وګوره، خدایه موږ خو هیڅوک نه لرو. اوه....

دا مهال چې به کوچنۍ نجلۍ د مور خبرو ته غوږ نیولی و، په ارامۍ به یې پر هغې لاس راوڅرخاوه او مخې ته به یې ودرېد او په کوچنۍ ژبه به یې ورته وویل: 

ادې زه داسې بلېزم( بېرېږم)، مور به یې ژر لاس پر راوڅرخاوه او په ځان پورې به یې ټينګه کړه او ورته وبه یې ویل، ملالې بلا دې واخلم، خو دادی زه درسره یم. اوس دستي مامک کره ځو. هلته به بس شیدې او غوړي وخورو، بیا به کراره بیده سې ښه، ږغ مه لره او، بشر دې جار سم. کوچنۍ نجلۍ به دا مهال سترګې د مور خولې ته نیولې وې او په کراره به یې اړخ ته راغله او داسې به یې ورته وویل: 

شه دی، ادې شه، ته نو هم مه شوره(ښوره)! کاکو دې خدای مل( مړ) کي، شه ادې چې کاکو مل (مړ) شي  موژ به بیا کول(کور) ته لال ( لاړ) شو. 

د کوچنۍ نجلۍ کوچنیو خبرو د مور ستونی د ژړا څخه وپړساوه، خو د بېرې څخه یې تر خولې ږغ ونه ووت. 

×××

د پنډو او نریو درختو له پیوست څخه ځوانې ښځې هر آن د سیند پر غاړه لاره څارله. دا مهال له لیرې څخه د دوو کسو تېزې تېزې خبرې د باد په څپو کې ددې غوږو ته راورسېدې. د لویې پډې شاته د ولاړې ښځې د زړه ټپ ټپ په طوفان کښېووت، اواز بستې چې له وارخطایۍ څخه یې خوله وچه سوې وه، د وچ ستوني څخه یې بې اختیاره غړچ غړچ شروع سو. 

هغه خبرې چې باد رارسولې وې، د هغو دوو کسو وې چې د سیند پرغاړه په لویه لار په دې پسې را روان وو. 

کله چې ښه رانژدې سول، بیا تر هغو چې اواز یې ورکېدئ، د ځوانې ښځې غوږو ته دا خبرې ورسېدلې. 

-ښه ولاړه خو خو والله که سي.

-هو چېرې تلی سي، کوم ځای لري؟ 

-سالو! زما دا یوه خبره په ټينګه ومنه چې زه تر ځان تېرېدم خو تر خپلې کونډې تېرېدای نه سم... ته ووایه زما غیرت به څرنګه دا مني، چې زما د ورور پرکونډه د بل پښه واوړي. په مرګ بند نه یم، د چا پروا هم نه لرم، خپله مې کونډه ده او خپل مې یتیمان دي. هو ! پر میراث به یې وغځوم. د قاضي او حاکم په لار مې هم حق دی او د موک( رشوت) پر ځای چې ګرو وم، هم حاضر یم. ( په یوه پنډه خندا) 

ښه نو سالو، ته ووایه چې دا به نو څوک زما له پنجو وباسي؟ او که تر دې هم تېره سي، نو داسې خبرې په څو دانو کارتوسو ښه فیصله کیږي. باور وکه سالو لالا ! چې پر خپله کونډه او میراث به ډېر سرونه تر خاورو لاندې کړم. 

دا مې فیصله ده او پرېږدم یې هم نه. نو چېرې به ولاړه سي؟ ورور لري، ها ورور، هغه په خپله د حبیب الله خان د غلا پل پر ختلی او په کلي کې یې ملا او بازو اکا کشف الحال ورخراب کړی، سبا و بل سبا په لوټکه اخته کیږي. والله که یې خور ته پام لا سي. نو دا به څرنګه له ما څخه خلاصه سي!؟

(اوسني لیکوال، ۳ ټ ۱۱۷۳ مخ)