"ادبیات معاصر افغانستان"

زوړ کمیس 

Image Description

غوث خیبری

زوړ کمیس 

د « جانۍ» په سپين تندي د خولې یو نیم څاڅکی ښکاره کېده او چې مور یې په ستنه کې تار واچاوه، نو پېغلې په ډېره حیا او غلي اواز مورته وویل: 

« ابۍ دا میرات ګرېوان مې زیات سپړل کیږي؛

 بس نو ددې کمیس خو مې دا پنځم کال دی...

پلار مې دې خدای وبښي په هماغه کال مړ شوی و، چې خان ماته کمیس وکړو او بیا خو...».

جانۍ چپ شوه، سر یې ټيټ کړو او سترګې یې مځکې ته ونیولې. 

شېبه نیمه غلې وه او چې مور یې مشغوله ولیده، نو بیا یې په کرار زیاته کړه: 

« او مورې، دې «خان» سپين سترګي مې تل دوې سترګې ګرېوان ته نیولي وي...»

« نښترې ابۍ» ددې خبرې د اورېدو سره ستنه بې اختیاره په ګوته ورننویسته، او د هغه سره یې کړیکه اسمان ته پورته شوه... 

هغې باندې دې خبرې ډېر تاثیر کړی و، تندي کې یې بې شماره کرښې راپیدا شوې او د سترګو کونجونو کې یې ګونجې وکړې....

جانۍ وارختا شوه او ژر ژر یې د مور وینې شوې ګوته خولې ته ورنژدې کړه، کوف یې کړه او بیا یې د لمن په یوه پیڅکه د مور د ګوتې وینې پاکې کړې. د نښترې ابۍ د سترګونه د قهر او غضب بڅري الوتل، غاښونو یې کړچار شروع کړو او لورته یې وویل: 

جانۍ، خان ته که ته په کپ سوکړک مېښې پيايې او زه ورته په لوڅو پښو ځوزان راټولوم نو دې کې زمونږ شرف او عزت ته د صدمې د خطر څه احساس موجود نه و، هغه که په پنځو کالو کې یو د سور الوان کمیس تاته کړی او یا یې ماته د خپلې بي بي زړه او بې رنګه جامه راکړې، نو په بدل کې ورته تا په سرو لمرونو او ټکنده غرمو مېښې ټاپو ته بیولي او ما یې کور له د ځوزانو پېټي په سر راوړېدي او که چېرته د هغه خطر احساس پیدا شو، کوم چې ما وړاندې د هغه ذکر وکړ، نو بیا ....

جانۍ  ! خان موزي که چېرته په رښتیا سترګې ستا څيرې ګرېوان ته نیولي وي، زه به هغه سترګې په سیخ وباسم، هغه څه به ورته وروښایم چې په عمر کې چا نه وي اورېدلي او نه یې په خوب کې لیدلي وي...

د نښترې ابۍ وجود له قهر او عصبیت نه د توت پاڼې په شان رېږدېدو، سمې خبرې یې نه شوې کولی، ټول وجود یې په خولو کې ډوب و او چې جانۍ د مور دا حال ولید، نو له ځایه را اوچته شوه او مور ته مخکې ودرېده، په زیات غرور او درانه غږ یې ورته کړل: 

ابۍ زه د یو پښتون پلار او پښتنې مور نه پیدا یم، هغه خطر که ما خپله هم احساس کړ، نو بیا تاته حاجت نه پاتې کیږي، خان نه که میراث پاتې کیږي، نو بې حسابه ملکونه او جایدادونه به وي، مانه به څه پاتې شي؟ 

عمر مو د کپ سوکړک دپاره وقف دی، سره او سپين، غوا مېښې، پولې او پټي نه شته او...

نښترې ابۍ جانۍ غیږ کې ونیوله مخ او تندی یې ورله ښکل کړل او بیا یې په موسکا کې ورته وویل: 

بچی ! هر څه په همدې ټکي پورې تړلي دي او دا چې نه وي، نو بیا هیڅ نه شته. 

دې وخت کې نښترې ابۍ لور په اوږه کړ او د ځوزانو د وهلو دپاره روانه شوه. 

خان په هوجره کې یو غټ بالښت ته ډډه وهلې ده، په یوه غټ درې بنده چاکو باندې خټکی خوري. شېبه په شېبه دروازې ته ګوري او د چا د راتلو منتظر دی. لږ ساعت وروسته د خبرو ښکالو شوه، ورپسې دوه تنه په دروازو راننوتل، وړاندې مرغلره ترور او وروسته ورپسې جانۍ راروانه وه. 

خان چې هغوی ته وکتل نو وچولی یې تریو کړ او مرغلرې ترور ته یې وویل، دومره ځنډ سړی کوي، ما ویل چې مړه شوې که څه ؟ 

مرغلرې ترور په وېره او غلي اواز جواب ورکړ: 

خان، لاره د اغزو ډکه وه او زه پښې ابله وم کرار کرار په لار تللم. 

خان په قهر شو او وې ویل: 

بس دی کمبختې، اغزي و؟ ستا پښې څه د بنیادم پښو ته ورته دي چې، چې...

ځه لاړه شه چې بیا به مال وږی تږی پروت وي، پروړې سره څه شنه هم یو ځای کړه. جانۍ به لږ دا کټونه مټونه وڅنډي چې شېبه پس به مېلمانه راننوزي.

مرغلره ترور له هوجرې بهر ووتله، شکر یې وویست چې خان لا ونه وهله، په منډو منډو کلاته ورننوتله. 

خان چې جانۍ سره یوازې پاتې شو، نو مخ یې پېغلې ته راواړاوه او په موسکا او نرم اواز یې هغې ته وویل: 

جانۍ شېبه مخکې مې زړه کې تېر شول، چې د جانۍ کمیس لږ زوړ شوی دی، باید یو بل ورته وکړم. دا وار وایم چې د کیمخواب او یا کټانو کپړه واخلې ته راشه کېنه ... اوه بې انصافې ګرېوان دې ولې وګنډلو؟ هماغه شان ښه ښکاره کېدې... اوس خو....

د جانۍ رنګ والوت، تکه توره شوه، حلق یې وچ شو... خان بیا وړاندې زیاته کړه: 

جانۍ تاته خدای بل شان څېره درکړې، زه وایم چې ته د نوو جامو نه په زړو کې ښه ښکارې، ځکه چې کالي زاړه وي، نو د وجود څه؟ 

جانۍ چیغه کړه او خان ته یې غاښونه وچیچل، څو قدمه وروړاندې وشه او ورته یې وویل: 

خان، داد سړیتوب او شرافت خبرې نه دي... 

خان په خندا شو او له کټ نه راکوز شو، جانۍ ته نزدې شو او لاس یې د هغې په مړوندونو کېښود، سترګې یې تنګې کړې او وې ویل: 

جانۍ، لېونۍ کېږه مه، خان او خاني څه وړه خبره نه ده، ستا دا ښایست زاهد له زهده راوباسي، نور بس دی، میاشتې ډېرې تېرې شوې، په سترګو کار نه کیږي. نن هر څه پرېکول غواړم... ځکه مې .... 

د خان خبره نیمه پاتې شوه، جانۍ ټوپ کړ او چاکو یې په موټي کې ونیو او خان ته یې وروړاندې شوه. 

خان، ته یو ابلیس یې څنګه چې تا کې انسانیت او شرافت ختم شوی دی، نو ژوند دې هم ختمول په کار دي. 

خان باندې خولې راماتې شوې، وېرې ونیو، خو بیا یې شهوت سترګې ورپټې کړې وې، فکر او سنجش ورسره نه و. په خندا شو او جانۍ یې تر ملا ونیوه...

خان لاس د جانۍ د ملانه تاو کړو، خو نور یې د څه شي وسه نه رسېده، زور او قوت ترې تلی و، ځکه چې جانۍ ورته چاکو په ګوګل ورښخ کړی و.