"ادبیات معاصر افغانستان"

جړ وربل 

Image Description

حبیب الله تږی 



د سهار رڼا ښایسته خپره شوې ده، سوړ باد روان دی، زه د خپلې کوټې بام ته د واورې د توږلو دپاره ختلی یم، خو څرنګه چې د هلکتوب شپې ورځې دي، نو د واورې د پینډو د غورځولو سره سم کله کله خپلې شاوخواته هم سترګې اړوم. 

د برايي شپې باد کويي لارې بندې کړې دي، په کوڅو کې څوک نه ښکاري، یوازې ملابانګي له کاله څخه وتلی او په څاپو څاپو د ماجت خواته روان دی. رسول کاکا زموږ نږدې ګاونډي خپلې څو کلنې جورابې چې د زړښت څخه غار غار او بیا په ډول ډول ټوکرانو پیوند شوي دي، اغوندي. 

د خامتا د پرتاګه پایڅې تنګې په کې نغاړي او په یوه شلیدلي پرتوګاښ یې دپاسه تړي. 

هغه زړه ریتاړه چې ښايي یو وخت به د کاکا پټکی و، را اخلي او د ملا وستني په توګه یې تر ملا پېچي. د واسکټ څنډې کلکې کلکې په کې را اړوي؛ د پټکي یوه خوا چې یې اوږده شمله بولي، پرسر خپروي او د بلې خوا یې ورو ورو په کوپړۍ پورې پېچي، له څټ نه تر وروځو پورې ټوله ککرۍ په کې تاووي. تیمبوزکه وهي او غوجل ته ورننوځي، خپله خړه خره د غوجل نه باسي او کته کوي یې. 

د لرګیو بار چې یې برايي ماښام تړلی دی، د کنډوالې دېوال ته دروي او «سپوږمۍ» ته غږ ورکوي. سپوږمۍ چې ښه ترټه پېغله او د کاکا یکي یوه لور ده، په منډه د کوټې نه راوځي، نږدې لوڅه لپړه ده، سرې او سپينې پونډۍ یې د تنکیو مټو سره دورایه ښکاري؛ ځای ځای یې ورنونه او د ګردیو تیو څنګونه هم تر هغې مردارې ځولۍ لاندې چې د کمیسه په نامه یې اغوستې ده، داسې برېښي لکه د پنبې غوزې چې نوې خپله خوله پرانېستې او تازه پنبه ورڅخه رابرسېره شوي وي. پړونی نه لري لوڅه سر راځي او د کاکا تر څنګه دریږي، ول ول اوږدی جړ وربل یې پر مخ خپور شوی دی. 

د لرګیو د بار یوې خواته د لښتې په دود ورکږیږي او په خپلو نریو مونګلو یې ټينګ نیسي. ( اووشش) وايي او بار د خپل سپينږیري پلار سره اوږه په اوږه خرې ته ورپورته کوي. د بار د پورته کولو سره سم یې د ژمي سوړ باد په مخ ورنښلي او ول ول وربل یې یو خوا بل خوا د مخ څخه اړوي. 

د پنځلسم سپوږمۍ ته ورته څېره یې ګرده راڅرګنديږي، اما څه ډېر مهال هسې نه پاتې کیږي، بلکې وربل بیا ځان غورځوي او وړاندې خپریږي، مګر نه پوهېږم چې د رخې له مخې او که د مینې؟ 

کاکا خپل زوړ څادر د چوترې له څنډې څخه راخلي او په اوږو یې اچوي. 

سپوږمۍ د کلا ور چې یې بادارانو د خپل ځان یا مال د ساتنې دپاره ډېر کلک جوړ کړی دی، په تکلیف سره بېرته کوي او کاکا د خرې سره ورڅخه وځي. 

روانیږي او غواړي بازار ته لاړ شي، ځکه لرګي که ونه پلوري، نو د خپلو ماشومانو د شپې د شومې دپاره به هک حیران ناست وي. 

ځي او شمېرلی شمېرلی ګام اخلي. 

سپوږمۍ څو ګامه په کاکا پسې ګوري او د اوښکو دوه راڼه راڼه څاڅکي یې د باړخوګانو دپاسه راولیږي، داسې لکه پرخه چې د ګلاب پرمخ پرېوتلې او بیا په حرکت راغلې وي. 

ایا دا پېغله د خپل سپینږیري پلار نږدې کړوپه ملا، نری څادر، شلېدلې جامې، زړې څپلۍ او له واورو ډکې کوڅې ویني، ژړا ورځي او که یې هسې د سیلۍ د شدت نه د سترګو اوبه رابهیږي. 

ور پرانېستلی پرېږدي او بېرته د تناره د کوټې خواته خوځيږي. مګر دا پلا سپوږمۍ یوازې نه ځي، بلکې زما خیال هم ورسره روانیږي او ددغې بدمرغې پېغلې حال داسې راته ترسیموي. 

د تناره پر نژدې سړه غاړه توغه موغه کېني، د لاسونو نرۍ ګوتې چې د ډېر یخ څخه نه سره ورځي، تر خپلو پستو ورنونو لاندې د تناره پر ژۍ ږدي. 

رېږدي او د رېږدېدلو زامو د خو ځېدلو سره سم پوڅې ته ورته غومبوري هم په رپا راځي، د فکر په ټال کې سپریږي، زانګي او وروسته  د دوو سړو اسویليو د ایستلو څخه یې دا خبرې په دماغ کې ګرځي. 

خاونده! موږ هم ستا بنده ګان یو، تا پیدا کړي یو او ستا د مځکې دپاسه هست یو، ایا تر څو به زما دا سپینږیری پلار په دې یخ ژمي، سپينو واوروو سړه سیلۍ او بندو لارو کې د یوې ګېډې سوړسک د پیدا کولو دپاره پخپله ډنګره خره پسې روان او مخ په بازار خوځېدلی وي؟ 

ایا تر څو به زموږ د هیلو په تیاره اسمان کې د نېکمرغۍ یو تت ستوری هم نه ځلیږي؟ 

ایا ولې به د زمانې څپېړې پرته د بېوزلو د زړو مخونو څخه د بل چا پرمخ هیڅکله هم نه مښلي!؟ 

ایا دا خبره رښتیا او یو حقیقت دی، چې ډبره د یتیم له سره نه چپیږي او که څنګه؟ 

که حقیقت وي او غوړي په غوړیو توییږي نو هلته بیا زه هم څه نه وایم اوکه مطلب کار وي نو خدای شته چې موږ هم د چا نه وروسته نه پاتې کیږو. 

ځکه زه وایم ایا هغه تودې تاوخانې چې نن زموږ بازګل خان د خپل پګاړ سره د خوښۍ شپې په کې تېروي، واړه زما د پلار او هغو پردېسو وروڼو په زیار چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو دپاره له کوره وتلي دي، نه دي جوړې شوي؟ 

ایا هغه پسونه چې یې په دې شپو کې د غوښې کټوه هره شپه د بازګل خان په نغري بار او په خوټهار وي، د دوبي په سروغرمو او د مني په یخو بادونو کې ما نه دي پوولي؟ 

ایا هغه غلې او دانې چې د بازګل خان کهول میلې او چړچې پرې کوي، واړه زما وروڼو یا پلار د خپل زړه په وینو نه دي رسولي؟ 

ایا....!!؟

په دې فکر کې تر ستوني ډوب وم، چې ناڅاپه د کاکا د خرې کوټي په خپلې مور پسې وهنګل او زما د فکر سلسله یې وشلوله، ټکان مې وخوړ او د ځان سره مې وویل: 

یاره رښتیا چې زه هم  کله کله مالیخولیا او سودايي شم، که نه وي، نو چېرته سپوږمۍ او چېرته دا د تفکر طرز؟ 

دا مې وویل او د واورې په توږلو لګیا شوم. وروسته د څو درنو پینډو د غورځولو نه مې بیا راشپېل په واورو کې نېغ کړ او د ښار لارې ته په کاکا پسې ځير شوم. 

کاکا نه ښکارېده، خو د کلي نه بهر په هغه ډاګ کې چې د ښار د لارې په سر پروت و، یو تورشی ځای په ځای خوځېده، داسې لکه کوم بار خر چې په واورو کې لوېدلی او خاوند بېوزلی یې په یوازې ځان اوچتولو ته اړم شوی وي.