د غوايي لاندی
نورمحمد ترهکی
لاس و پښې چاودې، مخ سپېره، شونډې وچې، یو کوچنی پېټی غنم یې پر شاه اړولي او په ستمي د کور په لور روان دی. بشپړې نهه میاشتې یې خواري کښلې او منتونه یې وړي دي، تر څو چې په اخر دوبی نوي(۹۰) منه غنم له بزګرۍ نه ورغلل. په دې کې یې نهه منه غنم ملاصاحب ته زکات ورکړل؛ درې منه یې پښ ته ورکړل او څلور منه هم رقبه ترېنه یوړل. شپېته منه یې هم د هغو دوو زرو افغانیو په سود کې ورکړل، کومې چې ده د پلار د مرګ د خیرات او سقاط لپاره د یوه سودخور نه په شپېته منه ګټه راوړې وې.
په کور کې دده ماینه او مور او څلور ماشومان دده لاره څاري، ماشومان یې له کوره راوتلي او د هغې لارې خواته په ډېره اسره ګوري، په کومه لاره چې ددوی پلار اوس کورته راځي او د رشې غنم راوړي.
دده مور او ماینې د سږکال د محصولاتو په شاوخوا کې خورا خوږې قصې کولې او هیله یې وه چې ګوندې سږ به یو څو ورځې په نس ماړه شي. په دې وخت کې ماشومان یو په بل پسې د کور لوري ته راغلل او نارې وهي، چې بابا راغی او غنم یې په شا دي.
بزګر هم پېټی په شا کور ته راننووت او پېټی یې د خونې له مخه کېښود. دده مور او ماینې یې په الوتو بڼو ترېنه د رشې احوال پوښته، چې په دې وخت کې یو سړی ترازو او کاڼی په لاس په انګړ را کښېووت او په کلک ږغ یې ورته وویل چې:
تا خو ویل پر راشه به غنم د پور په عوض کې درکوم او تا ټول غنم خپل کور ته راوړل. خان صاحب خورا په قهر وویل چې: دا څلور پنځه میاشتې کیږي تا نه «کور غم» ورکړی او نه دې «سړي غم» ادا کړی دی، روپۍ خو نه لرې، ژر شه غنم راوتله.
مور یې چیغې کړې چې، دا څو دانې چې ته یوسې نو مونږ به څه خورو؟
ده ورته وویل چې، خاورې!
سمدلاسه یې انډی راواړاوه او ټول غنم یې ځنې وتلل او په پای کې یې لا نور هم پسې په قهر خوار بزګر ته وویل چې، دوه منه غنم لا نور هم درباندې پاتې شو، هغه به څرنګه شي؟
خوار بزګر په داسې حال کې چې له خواشینۍ نه یې پر ستوني درد و، تش جوال وڅانډه او یوې خواته یې کېښود. ماشومانو وژړل او په ژړا ژړا کې یې ویل چې مونږ خو وږي یو، تاسو خو به یوه لپه نینې راکولې.
د ماشومانو انا دباندې ولاړه او یو څه شفتل یې په پلو کې راوړل او له مالګې سره یې له ماشومانو سره وخوړل. څو ماشومان په دې تر ډېرې مودې قانع نه شول او د ډوډۍ دپاره یې په ژړا پیل وکړ.
خوار بزګر ته اوس د کلي ګاونډيانو پور هم نه ورکاوه، ځکه له یوې خوا دده ګاونډيانو هم دغه راز د نادارۍ تکلیف درلود، له بلې خواته یې ده پر راشه باندې یو دوې کاسې اوړه چې ترېنه پور کړي یې و، هم بېرته نه و ورکړي او خپل اعتبار یې بایللی و. نور وروسته له هغه چې ډېر فکر یې وکړ، له ځان سره یې فیصله وکړه چې د یيوې غويي چې دده وروستنۍ او یوازینۍ دارايي وه او د هغه په مرسته یې د خلکو بزګري کوله، د عیال قوت او لایموت دپاره حلال کړي او په خپله سترګې نهامې کړي. په دې خصوص کې یې د مور او ماینې رضایت هم واخیست او د یيوې غويی یې حلال کړ چې د عیال د ژمي او مني قتغ شي او په خپله لوڅې پښې پړانګې پړانګې کالي، بلې منطقې ته د خوارۍ او مزدورۍ دپاره لاړ.
ده په یوه توده منطقه کې شپږ میاشتې د خاورو او خټو مزدوري وکړه. ده ته یې د ورځې شپږ افغانۍ ورکولې، چې په دريو افغانیو یې سپوره ډوډۍ خوړله او درې افغانۍ یې د کور دپاره سپمولې. په پای کې دده ټوله ګټه څلور سوه او اته شپېته افغانۍ شوې، چې په ددرې سوه افغانۍ یې ځانته پڼې او کوچنیانو ته یو یو کمیس واخیست، دی شپږ میاشتې په کور خبر نه و او په خورا بيړه او ښه زړه د کور لوري ته راروان شو.
چې د کور په وره راننووت، لور او ماینې یې چغې کړې، وروسته ورته څرګنده شوه چې مور او درې ماشومان یې د سکاروي په اثر په مني لا مړه شوي دي. یوه ګړۍ وروسته د کلي ملک وروغوښت او ورته یې وویل چې ستا د مور او ماشومانو کفنونه یې ورکړي دي چې قیمت یې څلور سوه او دري دېرش افغانۍ کیږي او هم مې ستا پرځای په دې شپږو میاشتو کې ۱۲۳ افغانۍ کورغم او سړي غم پرې کړی دی، تا خو ځان نهام او خپلې مېلې دې کولې، ټول غمونه دې په مونږ را ایله کړي وو. اوس دستي زما پور چې ۶۴۶ افغانۍ کیږي راکړه، ځکه چې ده دا ټول رقم پر یوځای نه شو تادیه کولی نو محکمې ته یې کش کړ او بندي شو، چې بیا ددې خوار او دده د کاله احوال چا وانه خیست.